تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله - د مخه ښې په توګه
د مخه ښې په توګه

حال دا چې زموږ همدغو رښتينو او صادقو ’خدمتګارانو‘ اكثره وخت سره له دې چې په خپل ډګر كې د ملت لپاره خپله انرژي كارولې ده، له خپل جېب څخه هم مصارف كوي او غواړي چې ټولنې ته څه وركړي، داسې ټولنې ته چې لږ تر لږه يې د مثبت كار يادونه هم نه كوي، دا ښاغلى به په كور كې د خپل څراغ لپاره تېل هم نه لري، خو كوښښ به كوي چې خپلې خوارې ټولنې ته رڼا وروبخښي، بيا هم د استاد الفت خبره رااخلو: ’د چا په كور كې چې هره ورځ پسونه او چرګان حلالېږي، له هغه سره ارو مرو يا د لېوانو قدرت ملګرى دى، يا د ګيدړانو چل او فرېب‘...

ځينې كلتورپال اشخاص چې صادقانه كار كوي، د ټولنې له خوا ډېر نهيلي شوي دي، ځكه دوى د ټولنې د نيمګړتياوو او خرافاتو په ليدلو ځورېږي او كله چې غواړي دا حقايق راوسپړي او د حل لارې چارې يې په ګوته كړي، خلك يې نه يوازې دا چې لارښوونې نه مني، ان چې د خپل منطق او خپل استدلال لړۍ رانښلوي، چې هېڅوك يې هم ورسره ګز او مېچ نه شي كولاى.

قلموال  خو زيات مهال د خپل كار په بدل كې په ’تكفير‘، ’تطمېع‘ ، ’خرڅ شوي‘، ’د شهرت غوښتونكي‘ او نورو تورونو هم تورنېږي، ځكه اكثره مهال يوشمېر خلك كوښښ كوي په دوى كې يوازې او يوازې نيمګړتياوې پيدا او په هر مجلس كې پسې منفي تبليغ وكړي. يو به د دې لپاره په خپرونو كې نيمګړتياوې لټوي چې ځان نورو ته پوه او وړ وښيي او د ځان لپاره د بنډار او خبرو يوه زمينه برابره كړي، ځينې نور بيا له دې هڅې دا موخه لري چې د خپرونو د ځينو مسوول چلوونكو د غندنې لپاره يوه زمينه لاسته ورشي، دا ځكه چې په دې ټولنه كې اوس هم زيات عقده يي كسان موجود دي، چې په دې توګه هڅه كوي، خپل زړه ته يو سكون ومومي. البته دلته موږ د هغو خپرونو پر ستونزو رڼا اچوو، چې تر شا يې نه كومه موسسه ولاړه ده او نه هم بله مرستندويه ټولنه لري.

زياتره مهال مو كلتورپاله ځوانان چې شپه او ورځ پر ځان يوه كوي او كومه خپرونه راباسي، وروسته په ټولنه كې داسې لمانځل كېږي چې ته وا كومه ستره درغلي يې كړې او يا يې هم د چا حق تر پښو لاندې كړى دى. كه يو كس يې صادقانه خدمت يادوي، لس نور يې غندي، كه يو كس يې د كار مثبت اړخونه راسپړي، لس نور يې منفي ټكي يادښتوي او يو مهال يې وريادوي، خو دا نيوكې او دا ګوتنيونې كاشكې د ښه نيت له مخې وي، ځكه د ښه نيت له مخې كه واى، خو څوك به ځان اصلاح او خپلې نيمګړتياوې به ليرې كړي.

اصلي خبره دا ده چې موږ ډېر لږ شمېر صادق خدمتګاران لرو، چې په ټولنه كې مو د فرهنګي او ادبي زيار لپاره كار كوي، خو موږ افغانانو په خپل دې لوى شمېر سره نه يو توانېدلي چې د دوى زړونه وساتو، حال دا چې ځانونه تر نورو كم نه ګڼو، بلكې غواړو چې له سيالو هېوادونو سره هم سيالي وكړو.

موږ خو رښتيا هم په دې وياړو چې پنځه زره كلن تاريخ لرو او په نړۍ كې مو نوم او نښان شته، خو اوسنۍ نړۍ زموږ همدا ’حال‘ ته ډېر ارزښت وركوي، په نړۍ كې تر ټولو وروسته پاته او له پرمختګ څخه بې برخې خلك ګڼل كېږو، څوك مو هېواد د القاعده ځاله ګڼي، څوك د ترياكو كندو، هغه هېوادونه چې ’زموږ په وړاندې وزېږېدل او رامنځته شول‘ تر موږ ځواكمن او په كلتوري ډګر كې مخكښ ګڼل كېږي، نو نن ګورو موږ د همدغو (بې تاريخه) هېوادونو مقابله نه شو كولاى، سر ځنې ټكوو. د ’اكثريت‘ دعوه خو هر ځاى په دنګه غاړه كوو، خو زيات وخت مو د وړو ډلو د لاسوهنو او د پښو د دربي له كبله په زړه كې وېرې غزونې كړي او همدا اوس يې هم هرڅه يې راڅخه لوټلي دي.(البته په دې خبره دې څوك خوا نه بدوي).

هغه چې موږ ورباندې نازېدو، كله چې يې خپل ځان د واك تر لوړ پلاز پورې رسولى، بيا د نورو شوى او ان چې زموږ پرضد يې هڅې كړې دي.

 نن موږ وينو چې ځينې ډلې كه هرڅنګه ځان ته پانګه او فنډ پيدا كوي، خو د خپلې ژبې د بډاينې او پرمختيا لپاره ټلويزيوني چينلونه جوړوي او ان چې په ټوله نړۍ كې يې خلك ويني، د خپل كلتور او خپلې ژبې د بډاينې او غنا لپاره ډېرې ګټورې هڅې پيلوي، موږ چې د نړۍ په هره برخه كې پراته يو او ستر پانګوال په موږ كې شته، تر اوسه نه يو توانېدلي چې يو پښتو ټلويزيوني چينل دې ولرو، د ملي ارزښتونو د ساتنې دعوه هم كوو، خو د ساتنې او د ګاونډيو هېوادونو له يرغلونو يې د ژغورنې ځواك نه لرو. دلته به د  خپلواكو او بې پرې خپرونو د چلوونكو ځينې ستونزې په بېل- بېل ډول راواخلو.

 

تخنيكي چارې:

زموږ اكثره خپرونې د چلوونكو له خوا برابرېږي، په دې مانا چې د چاپ او كمپوزولو ټول پړاوونه يې چلوونكي ترسره كوي، زموږ ګڼې خپلواكې خپرونې فنډ نه لري چې د هر كار لپاره بېلابېل اشخاص وټاكي او معاش وركړي، يو چلوونكى اړ دى په خپله په ليكوالو پسې لاړ شي ليكنې راټولې كړي، د كمپوزونې لپاره يې خوارۍ وګالي او ټولې ليكنې له سره وګوري، تصحيح يې كړي بيا د چاپ لپاره په خپله منډې ووهي، دغه راز تر چاپ وروسته د خپرونې د وېش لپاره په خپله لاس په كار شي.

په شپو- شپو پر خپلې خپرونې كار وكړي، خو نه يوازې امتياز ونه لري، بلكې ډېره نوره قرباني هم بايد په يوازې سر وركړي، دا ځكه چې كه چېرې دى په دې بهير كې يوه لټي هم وكړي، خپرونه يې بندېږي او هېڅوك به يې هم همكاري ونه كړي، حال دا چې د خپرونې كمپوزول د كمپيوټر كار، تصحيح كول د تصحيح كال، وېش د وېشونكي او نور كارونو د نورو اشخاصو دي، چې بايد ترسره يې كړي. زموږ د ځينو خپرونو چلوونكي خپله زياته برخه انرژي په تخنيكي كارونو لګوي، چې د مرستې لپاره يې څوك نه وروړاندې كېږي، دا ځكه چې موږ كه لږ څه په ځان كې موندلي بيا مو هڅه كړې چې له نورو ملګرو او د خپلې كړۍ له يارانو څخه د بېلتون او جلاوالي لپاره پلمې ولټوو. چې دا ستونزه په هر ولايت كې شته.

 

مالي قرباني:

د يوې خپلواكې خپرونې چلوونكي اړ دي د چاپ لپاره لګښت په خپله برابر كړي، چې دا په خپله يوه غټه ستونزه ده، د خپرونې يو چلوونكى چې لا يې د كارونو فشار او ستړيا نه وي ليرې شوې بيا اړ دى چې يوه بله ستړې هم وګالي. هر مهال له نورو د اقتصادي مرستو تمه لرل خو ناشونې خبره ده خو هغه كسان چې شتمني ورسره ده او جېب يې ډك دى، په زړه كې يې د خپل كلتور د پالنې او رغونې غم نه شته، كه وي هم شمېره يې ډېره كمه ده.

خو موږ وينو چې ځينې خپرونې كه د ځينو مرستندويو ټولنو مالي ملاتړ لري، په پاڼو كې يې د لوستلو لپاره څه نه موندل كېږي، يا هم د موسساتو په خپرونو كې د ټولنې لپاره ګټور مطالب نه شته، يوازې د دوى كاري رپوټونه او ځينې محاسبې خپرېږي.

 يو مهال يوه فرهنګي شخصيت غوښتل خپلې مجلې ته د يوه ملي تجار مرسته راجلب كړي، كله چې هغه ته ورغلى و، ښاغلي تجار ورته ويلي وو: ’اته ورځې مخكې له حج څخه راغلى يم او په همدې خوشحالي غواړم يوه ستره مېلمستيا او ټنګ ټكور جوړ كړم، چې دوه لكه افغانۍ لګښت پرې راځي، ستا د مجلې چاپول او نه چاپول په ما پورې اړه نه لري‘.

د نړۍ په يوه هېواد كې هم دا نه شته چې يو مسوول چلوونكى دې هم ليكنې په خپله برابرې كړي، هم يې د كمپيوټر چارې پرمخ بوځي او هم ورته پانګه برابره كړي او يا يې په خپل لګښت سره چاپ كړي.

په بهرمېشتو افغانانو كې هم دا ربړه ليدل كېږي، هلته هم هغه كسان چې يو څه د خپل كلتور د پالنې احساس لري، دومره اقتصادي پشتوانه نه لري او هغه كسان چې مالي پشتوانه لري هغوى نه غواړي چې خپلې پيسې بېځايه!! ولګوي. موږ يوازې د ګوتو په شمېر داسې كسان لرو چې د سپېڅلي احساس تر څنګ دې شتمني هم ولري، د دغه وړ كسانو كار ټولنې ته معلوم دى.

 

تورونه او شكونه:

د خپلواكو خپرونو چلوونكي په ټولنه كې له بېلابېلو شكونو سره مخ كېږي، كه خپرونه په ښه معيار او ښه سكښت سره راوباسې، يوشمېر كسان د شك په رنګ او ترخو لړلې خبرې ورته كوي، ځينې خو دا خبره هم پسې غوټه كوي، چې ښايي دې چلوونكي له چا څخه پانګه اخيستې وي، چې په دې ښه معيار يې مجله خپره كړې ده.

ته كه په سلو مخونو كې مجله چاپوې، خامخا به په دې كې لس ليكنې داسې وي چې په لوستلو يې سړي ته زياته ګټه رسېږي، خو كه چېرې په دې سلو مخونو كې يوه مجله لږه كږه غوندې وه، يا كومه ليكنه د ځينو لوستونكو په طبعه برابره نه وه، دا ټول زحمتونه دې هېڅ دي، په دې ټولنه كې د ګڼو كسانو خولې خلاصېږي او په ډېرو ترخو الفاظو دې د كار غندنه كوي. هسې خو هم د هر چا په جېبونو كې ټاپې شته، يا د ’تكفير‘ ټاپه درباندې لګوي يا د كومې بلې مذهبي او سياسي ډلې، چې دا ستونزه په دې ’روڼاندې‘ زمانه كې هم وركه نه شوه.

داسې هم نه ده چې سړى دې ټولې خپرونې په يوه ليكه كې ودروي، ځكه ځينې داسې خپرونې هم شته چې كومه ټاكلې موخه او تګلاره نه لري، كله له يوه داسې كس څخه ملي اتل جوړوي چې د ملت په وينو يې لاسونه سره دي، كله د يوه خاين او جنايتكاره پر ګناهونو د پرده اچولو كوښښ كوي، چې دا ډول درغلۍ د خلكو له سترګو پټې نه دي او دا خپرونې هم خلكو ته معلومې دي.

 

فكري مبارزه:

د خپرونې چلوونكي دي په ټولنه كې د خپلو اهدافو او تګلارې د خپراوي لپاره د ځينو منفي فكره كسانو په وړاندې مبارزه وكړي چې يوه اندازه انرژي يې دلته لګېږي. حال دا چې ولس بايد د خپرونې روحيه وګوري، هغه خپرونې دې ولولي چې غوښتنې يې منعكسوي او په خپلو بېځايه هڅو دې خپرونو ته ستونزه نه پيدا كوي.

تر اوس مهاله پورې په هېواد كې داسې كومه اداره نه شته چې د خپلواكو او بې پرې خپرونو دفاعيه ځواك ورسره وي او د دوى دفاع وكړي، كه داسې ادارې وي، د پښتو خپرونو لپاره په كې ځاى نه شته او دروازې يې د پښتو خپرونو په وړاندې تړلې دي.

نو زموږ د ګڼو خپرونو چلوونكي چې په خپله سيمه او ولايت كې له وسلوالو ګواښونو، ننګوونو او چيلنجونو سره مخ كېږي، اړ دى چې په خپله مبارزه وكړي او له ځانه دفاعيه ځواك جوړ كړي، چې د دغې ستونزې د اوارۍ لپاره چا كومه ګټوره هڅه ونه ليده.

 

د خلكو توقع:

كه خپرونه دې يو وخت په ښه سكښت او رنګه پښتۍ راووته خلك يې يو څه هركلى كوي، خو بل وخت دې اقتصادي ستونزې لاسونه- پښې تړي، خلك بيا بېل ډول غبرګون ښيي ان چې كله خو يوه نيمه ترخه خبره هم كوي، چې دا ځل د مجلې صحافت او سكښت ته ولې د پخوا په شان پام نه دى شوى.

كه كوم وخت ستونزې درباندې ګڼې شوې او ونه توانېدې مجله پر وخت راوباسې بيا هم خلك بېلابېل تورونه درباندې تړي، دوى كه هرڅنګه كېږي مجله پر وخت غواړي، دېته نه ګوري چې يوه مجله په څومره خوارۍ چاپېږي.

ځينې كسان خو ځان ته تر خپل حد زيات حق مني او د يوې خپرونې چلوونكي ته وايي: ’تاسو ما ته پلانۍ ګڼه نه ده رالېږلې، بايد چې ما ته هره ګڼه پر وخت راولېږئ‘ حال دا چې دې ځوان به نه په خپرونه كې ګډون لري، نه به همكاري ورسره كوي.

كه په خپرونه كې د ښځو برخه ولرې، د ماشومانو برخه نه وي، خلك يې غواړي، كه چېرې سياسي ليكنې ډېرې خو اقتصادي ليكنې كمې وي، د اقتصاد مينه وال د اقتصادي ليكنو پر خپراوي ټينګار كوي، كه چېرې ادبي برخه ولرې خو لنډې كيسې په كې كمې وي، ګڼ ځوانان بيا دا غوښتنه لري چې بايد كيسې په كې ډېرې راشي.

لوستونكي دېته حساب نه كوي، چې په دې خپرونه كې څوك- څوك كار كوي او چلوونكى يې كه زيات زيار وباسي نو ښايي يوه سياسي ليكنه وكړي، چې په هغه معيار او كيفيت بيا اقتصادي ليكنه نه شي كولاى، لوستونكي دېته حساب نه كوي چې د ښځو برخې ته په منظم ډول ليكنې برابرول څومره ستونزمن كار دى، يا هم كه كومه خپرونه هرې برخې ته پاڼې بېلكې كړي، څومره بېخوندي رامنځته كېږي، ځكه چلوونكى به اړ وي چې كه چا ليكنې راونه لېږلې، نود ښځو، ماشومانو، اقتصاد او نورو برخو ته په خپله ليكنه وكړي، چې دا كار په خپرونه كې كليشه يي ليكنې زياتوي، كه څوك يوازې د ماشومانو برخه په پام كې ونيسي، د هغوى په روحيه او سليقه ليكنې برابرول ډېر ستونزمن كار دى.

 

چاره:

زموږ هغه هېوادوال چې مالي توان او اقتصادي حالت يې ښه وي، په كار ده چې خپل هېواد او خپل ويجاړ كلتور په پام كې ونيسي، له خپرونو سره دې په دې نيت مرسته وكړي، چې د خپل كلتور رغونه غواړي، دوى دې د خپرونو پر اشخاصو حساب نه كوي، د خپرونې پر منځپانګې دې حساب وكړي او هغو خپرونو ته دې دا مرستې برابرې كړي، چې افغاني روحيه ولري او يو څه په كې د لوستلو وړ مواد وي. شتمن خلك كه ليكنې او په تول پوره مطالب په بيه نه شي رانيولاى په خپلو پيسو يوه ښه مجله چاپولاى شي چې په ټولنه كې به يې خلك دا قرباني ستايي او كه نن يې څوك نه يادوي، كلونه وروسته به يې دا ټولنه په ښو يادوي.

زموږ فرهنګپاله ځوانان دې په خپلو كې واړه او ذوقي اختلافونه پرېږدي، د يوه لوى ارمان لپاره دې كار وكړي، د خپل ملي او افغاني ارمان پر لار دې واړه اختلافونه په هېڅ كې وشمېري، هڅه دې وكړي، چې په رښتيني ډول خدمت وكړي.

د خپرونو د زياتوالي پر ځاى دې د يووالي په مرسته يوه خپرونه تقويه شي چې هم د بېځايه مصارفو مخه نيول كېږي هم به كار د څو كسانو ترمنځ ووېشل شي او حجم به يې كم شي.

 

پاى

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:56 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .