تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله - د چين ټكنالوژي، ځان تېر ايستل
د چين ټكنالوژي، ځان تېر ايستل

 د ګڼو پرمختللو هېوادونو د شركتونو په منځ كې چين د ډي، وي، ډي برېښنايي پرزو او ډيجيټلي دوربينونو په يوه صادروونكي بدل شوى دى. چينايي كارپوهانو د شخصي كمپيوټري پرزو د جوړوونكي شركت Legend او د ګرځنده فون د لوازمو جوړوونكي شركت Ningbo Bird غوندې د دغه هېواد پر كورني بازار باندې قبضه كړې ده. د دې هېواد ځينې نور توليدي شركتونه لكه TCL چې ټلويزيونونه جوړوي، Huawei چې مخابراتي توكي جوړوي او Haier چې كورني لوازم توليدوي بريالي شوي چې په نړيوالو بازارونو كې هم خپل شتوالى ثابت كړي.

همدغه وضعيت چين دېته اړ كړى، چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره پر سوداګريزو مسايلو لانجې وپالي. د ساري په توګه، څه موده وړاندې د دې هېواد لومړي وزير ون، جيابايو له امريكايي چارواكو هيله وكړه چې د ځينو سوداګريزو امتيازونو په بدل كې دې د ټكنالوژۍ بازار د چينايي انجنيرانو او متخصصينو  په وړاندې پرانيزي.. له كورنيو توليداتو څخه د ملاتړ په موخه، د كمونيسټ ګوند جګپوړو چارواكو د ۲۰۰۳م كال له ډسمبر راهيسې په چين كې د كمپيوټري پرزو او سامانونو د جوړونې فعال شركتونه محدود كړل او دېته يې اړ كړل چې د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره د چين د مشهورو كمپنيو د كودجوړونې له سيسټمونو څخه كار واخلي.

كه دا قانون په بشپړه توګه پلى شي، نو په دغه هېواد كې به مشهور بهرني شركتونه لكه: سوني، ډيل، انټل او نور اړ وي چې يا خپل توليدي توكي له چيني شركتونو سره ووېشي، يا هم د برېښنايي توكو جوړونه دغه هېواد ته وسپاري.  ايا چين به وكړاى شي په دې حالت كې د نړۍ ستر پرزه جوړوونكى او په ټكنالوژۍ كې مخكښ شي؟ شواهد او نښې دا ښيي چې په دې نژدې كې دغه ډول بدلون ناشونى ښكاري. تر دې مهاله د دغه هېواد برى د يو څو شركتونو له كبله دى، چې د دولت په ملاتړ په ځينو برخو كې كار كوي.  په هغه سيمينار كې چې د ۲۰۰۴م كال د ډسمبر پر لسمه د دې هېواد په پلازمينه پېكن كې جوړ شو او موضوع يې هم د چين د ټكنالوژۍ وضعيت ته كتنه وه، د Cheung Kong پوهنتون د اقتصادپوهنې استاد، پوهاند مينګ زنګ د سيمينار د ګڼو ګډونوالو په منځ كې وويل: ”ما د خپل عمر پنځه كاله په دې هيله تېر كړل، چې په چين كې به څو بريالي او پرمختللي چيني شركتونه ووينم، خو په پاى كې مې يوازې ۳_ ۴ داسې شركتونه وموندل“.

 په ټوليز ډول كه وګورو، د چيني ټكنالوژۍ بنسټ كمزورى دى، د پرمختللو جامو د توليد لپاره داسې كوم شركت نه شو په ګوته كولاى، چې بهرنى شتوالى دې ولري.

دلته كه د جامو د توليد ځينې شركتونه هم شته، زياته ګټه يې د دې هېواد په بازارونو كې فعالو بهرنيو كمپنيو ته رسېږي. د واشنګټن د نړيوال اقتصاد نومې موسسې يو كارپوه ډانيل رازن په خپله يوه ليكنه كې ليكلي چې د چين د پرمختللې ټكنالوژۍ په مرسته صادراتي جامې نه دومره پرمختللي دي، نه هم د دې هېواد د كورنيو شركتونو له خوا جوړ شوي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د ډلبندۍ پر بنسټ، د دغه هېواد د ۳۲۵مليارده ډالرو په ارزښت صادراتي جامو څخه په ۲۰۰۰م كال كې په سلو كې يوازې شل هغه جامې وې، چې د ښې ټكنالوژۍ په مرسته توليد شوې وې. په زړه پورې ده، كه وپوهېږئ چې په سلو كې دا شل ګټه هم له هغو جامو څخه ترلاسه شوې، چې له لايزري چاپوونكو او ډي، وي، ډي څخه لاسته ورغلي دي. بل پلو بيا د پرمختللو كاليو زياته برخه وارداتي وه، د پرمختللو كاليو صادرات په سلو كې ۸۵ زياتره د جنورۍ په مياشت كې د ۲۰۰۳م كال تر جولاى پورې د دغه هېواد د فعالو شركتونو له خوا ترسره شوي، دا موضوع د نيمه هادي توليد په برخه كې هم صدق كوي، چې چين يې پراختيا غواړي.  اوس مهال چين د ټكنالوژيكي توكو تر ټولو سراښ (حريص) كاروونكى دى او د كمپيوټري توليداتو لپاره ښه ځاى دى.

دغه هېواد په ۲۰۰۴م كال كې د نړۍ د توكو، پرزو او نورو پروګرامونو په سلو كې ۱۹ وكارول. پر دې سربېره د چين بومي صنعت هماغسې كوچنى او د ټكنالوژۍ له مخې كمزورى دى، ځكه چې بهرني شركتونه پر ډېرو توليدي شركتونو كنټرول لري. په زياتو مهالونو كې د دغه هېواد كورني شركتونه د توكو منتاژ كوي. له بلې خوا، ټول بهرني شركتونه عملاً د ټولو توليدي جامو مشري كوي او په انحصاري ډول يې خپل كړي دي، خو د كاپي اخيستنې او كاپي رايټ ستونزه په دې هېواد كې ډېره ده. په دې وروستيو كې د جنرال موټرز، ټويوټا او نيسان شركتونو د چين فضايي مقاماتو ته شكايتونه كړي، خو د انګلستان د كمبريچ پوهنتون، حقوقو پوهنځي يوه فارغ التحصل پيترنولان په وينا، په چين كې بهرني شركتونه د كاپي رايټ او تقلب په باب قوانين تر پښو لاندې كوي، ځكه بهرني ګڼ قوميز شركتونه تل د خپلو توليداتو د ساتنې لپاره له ډېرو پېچلو تخنيكونو څخه كار اخلي. د ښاغلي نولان په اند، بهرنيان تېروتلي، چې ګواكې چين د ګډو پانګو په مرسته د خپلې ټكنالوژۍ په پرمختګ بوخت دى، حال دا چې داسې نه دي شوي، دا چې د دې هېواد د چارواكو له خوا پر بهرنيو شركتونو چيني معيارونه عملي كېږي، دا په خپله د دې هېواد كمزورې ټكنالوژي ښيي، خو رښتيا هم، په دې وضعيت سره چين ولې نه دى توانېدلى چې د ټكنالوژۍ پر لوري د پرمختګ ګړندي ګامونه واخلي؟

دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره به د تاريخ حافـظې ته لاړ شو. پر دې هېواد باندې د كمونيسټانو د مطلقې واكمنۍ پر مهال زيات ساينسي پرمختګونه به د واكمن ګوند د چارواكو له خوا څارل كېدل. له دې كبله زيات شركتونه كمزورى مديريت لري، چې د پرمختګ لپاره غوره او ساده سيسټم نه لري. له بلې خوا د دې هېواد ځينې خصوصي شركتونه دومره كوچني دي، چې د څېړنې او نوښت لپاره د پانګونې وړتيا نه لري، ګڼ قوميزو شركتونو دې ستونزې ته ډېره لمن وهلې ده.

نو لان وايي: ”اوس دا ناشونه ده چې په اوسنۍ نړۍ كې دې څوك يو كوچنى توليدوونكى وي. په خپل حركت سره دې ځان د بوينګ الوتكې په څېر په يوه پراخ توليدوونكي بدل كړي“. د چين بېكاره اقتصادي نظام يو بل عمده دليل دى، چې دا هېواد پرمختللي تخنيكونه نه شي خپلولاى، ځكه د دې هېواد مالي سرچينې په سمه توګه نه كارول كېږي، خو دولتي كنټرول هماغسې توند دى. په هر حال، كه چين غواړي د پرمختګ پر لوري ګړندى يون وكړي، بايد د خپلو سرچينو پر سمبالونې او بډايولو سربېره دې په اوږد مهال كې د اړتيا وړ ښوونيز، حقوقي او مالي بنسټونه جوړ او ساينسي پرمختګونه دې نور هم زيات كړي.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:54 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .