تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله - غوري ميزاييل
غوري ميزاييل

 سهار وختي چې لا توره تياره وه، باران او واوره هم اورېدلې وه د هغې له كور څخه ووتو، يوه ټكسي ته چې د څنګ په بلاك كې چالانه ولاړه وه، ورغلم او د جلال اباد تر اډې پورې مې خبره ورسره وكړه، كله چې پل محمودخان ته څېرمه د جلال اباد په اډه كې ورڅخه كښته شوو، نو سم له لاسه د لويو او كوچنيو موټرو، انجنونو او د تورخم_ جلال اباد لپاره د سورليو غوښتونكو ډرېورانو او كلينډرانو نارې سورې مو تر غوږ شوې. اډې ته ورننوتو، د ډول_ ډول موټرانو چلوونكو د خپل موټر د اعلى كيفيت، هوسا او ازادو سيټونو، په لږ وخت كې د رسېدو ضمانت او د ټيټې كرايې په اخيستلو سره راګيرولو. اوس نو زما لپاره ګرانه وه چې په څه ډول موټر كې سفر پيل كړو.

له اعلى كيفيت، هوسا او ازادو سيټونو څخه د سفر خوند اخيستل او په لږ وخت كې د رسېدو ضمانت خو يوازې د سراچو له وسه پوره و، خو د دې خدمت په بدل كې د كرايې د وركړې توان له موږ سره نه و، په كاسټر بسونو كې درې ښه صفتونه وو، خو په لږ وخت كې د رسېدو تضمين په باب يې ستونزه وه. زموږ رايې ووېشل شوې، زما د خورلڼې او د هغې د اولادونو رايه داسې وه چې په لار كې په تكليف نه شو، كه څه هم ځنډ مو ډېر وكړ، خو څرنګه چې د پرېكړې واك له ما سره و، غوښتل مې چې څومره ژر كېږي بايد حركت وكړو، چې شپه سوات ته ورسوو، ځكه د لومړي ځل لپاره مې د دې هېواد له پوليسو سره د ليدو تمه وه. د هغوى د خوښې پرخلاف مې په يوه فلاينګ كوچ موټر كې د پاكستان پر لوري د الوتو په نيت ځان او دوى تخته كړل. موټر روان شو او چلوونكي د رواجي دعا غوښتنه په لوړ غږ سره وكړه. نارينه سورليو چا يو لاس، چا دواړه لاسونه د علامتي دعا په توګه پورته كړل.

د موټر دننه هوا هم سړه وه، ځان مې په پټو كې كلك ونغاړه، په دې فكر كې وم چې دا د دې كال د روژې لومړۍ ورځ او زما لومړنى سفر پاكستان ته. تمه مې درلوده چې پر لار به ډېر نوي څه ووينم او د هېواد دغه مشهوره لار چې انځورونه به مې په دننه او بهر كې ليدلي وو، ووينم. له ښار څخه د واټن په ډېرېدو سره موټر ورو- ورو ګړندى كېده، داسې برېښېده لكه موټرچلوونكي چې د ژر رسېدو پر سر كومه دعوه  كړې وي او د پوره كېدو تكل يې لري. له سورليو څه يوه تن كلينډر ته وويل چې كومه فيته لري او كه نه؟ هغه ورته وويل چې لږ صبر وكړه د تالاشۍ له پوستې څخه تېر شو، څه ځنډ وروسته د تلاشۍ پوستې ته ورسېدو او موټر ودرول شو، ما او نورو سورليو يو ډول جسمي او فكري خوځښت ښكاره كړ، داسې فكر كېده چې هر يو به په ځانګړې توګه تالاشي شي، موټرچلوونكي د خپل لوري ښيښه ژر- ژر كوز كړه، خو يو تن چارواكى راوړاندې شو، او ويې ويل: ځئ، ځئ، وروڼو روژه ده.

موټرچلوونكي هم په بدل كې د مننې او كوروداني د سلام لاس ورپورته كړ او په بيړه يې موټر ته حركت وركړ. هغه د موسيقۍ لېوني- كلينډر ته د ده وعده ورپه زړه كړه. موټرچلوونكي چې له پاخه سړك څخه د خوند اخيستلو وروستۍ شېبې ورپاتې وې او سترګې يې مخامخ ښخې كړې وې، خو غوږونه يې هم ډېر فعال وو، بې له ځنډه ځواب وركړ: ټيپ خراب دى، ټيپ.

زموږ د شا له سيټ څخه د يوه ښځينه غږ بونګا شوه: خاك ده سرت، كت موتر و تيپت!

موټرچلوونكي په ډېره غوسه شا ته سترګې واړولې، خو څه يې ونه ويل. په دې وخت كې موټر د پلچرخي له سيمې څخه په تېرېدو و، ما به كله- كله د خپلې خورلڼې او د هغې له اولادونو څخه پوښتنه كوله چې په تكليف  خو به نه وي، خو دوى زما په فكر راته په قهر و، د هغوى له دې ځورېدو څخه به ما په زړه كې يو ډول پټه خوښي احساسوله. خو ډېر به مې د لارې دواړو غاړو ته پام اړاوه، تر څه ځنډ وروسته د غرونو، تونلونو او سيند، په دوى كې د انسان د لاسوهنې ملتيا راپه برخه شوه. زما خورلڼې چې د دغو طبيعي ښكلاوو نندارې يې يو څه غوسه كمه كړې وه او په دې لار ښه بلده وه ما ته د برېښنا د بند په باب معلومات راكول. هغې شل كاله ړاندې هم دغه لار او د برېښنا بند ليدلى و، چې پخوا رښتيا هم دا هرڅه ډېر ښكلي او د ليدو وړ وو. د دې څرګندونو په اورېدو سره زه هم شا ته لاړم، هغه وخت ته لاړم چې دا لار په موډرنه توګه جوړېده. نور شا ته لاړم چې كله د ازادۍ د بېرته ترلاسه كولو لپاره افغاني پوځونه دې خوا ته روان وو. هغه وخت ته لاړم چې د انګرېزانو پوځ له كابل څخه د وتلو تكل په دې لارو كړى و، خو يوازې ډاكټر برايډن ځان نيم ژواندى جلال اباد ته رسولى و، نور شاته لاړم كله چې ظهيرالدين محمد بابر د هند د نيولو لپاره د دې لارو خاورې تر پښو لاندې كړې وې او د نړۍ ستر فاتح يوناني الكساندر يا سكندر د پوځ د اسانو نوكان په دې لارو كې پڅ شوي وو، خداى پاك هم د انسان ذهن عجيب تخليق كړى، د دې ټولو يادو شويو حركات، د هغوى شمېر، جامې، وسلې او انګېزې مې په ذهن كې د فلم د منظرو په څېر تېرېدلې. خو هرڅه اوس تېر شوي وو، اوس چې ما ليدل په دې موټر كې د يوه ماتې خوړلي او په خيرات ژوندي قوم وړه قافله كښته خوا ته روانه وه او د كندې- كپر سړك په څنګ كې د سيند اوبه هم كښته خوا ته روانې وې. فكر مې كاوه چې د سيند اوبه به راته ښكنځل كوي: ”اى بدبخت قومه! پخوا چې به په دې لار هر چا راسره ملتيا كړې، هغوى د فتحې پر لوري زما د مستو اوبو په څېر روان وو او كښته خلك چې څومره زما له سېلاو څخه په وېره كې وو، د هغوى ژامې ستا له برم او وېرې رپېدې، ما ته ګوره، زه نن هم همداسې په جوش او ځوږ د يوې رزمي موسيقۍ د څپو په څېر روان يم. خو ته، ته به د بېكوره مسافر غوندې د هغوى د وره په خوله كې درېږې، زارۍ په كوې، چې مهرباني وكړه ما دې خپل كور ته درپرېږده. دوى به سترګې درباندې برګوي، ښكنځل به درته كوي، پر شا به دې ټېلوهي، خو ته به د رټل شوي دروېزګر په څېر بيا هم او بيا هم التجا كوې“.

څومره چې پرمخ تلو، د ورانيو شمېر ډېرېده، په موټر كې غږېدا دومره نه وه، د شا په سيټ كې درې ښځې او يو سړى ناست وو، هغې ښځې چې موټرچلوونكي، موټر او ټيپ ته يې ښېرا كړې وه، بلې ته ويل چې د پنجشېر ده او اوس په امريكا كې اوسي، د مور د ليدو لپاره كابل ته راغلې، زما په څنګ كې ناست تن به كله- كله د لارې په اوږدو كې ډول- ډول پېښې راته بيانولې، د هغه كورنۍ په پېښور كې اوسېده، كله چې د سړك ښي لوري ته له ژېړو اوبو ډك يو لوى ډنډ ته ورسېدو، نو ده يوه زړه دردوونكې كيسه وكړه، چې په هغه وخت چې په كابل كې تنظيمي جګړې په خپل زور سره روانې وې، د كابل د چهلستون څو كورنيو يو لاري موټر په ګډه كرايه كړى و او د سردامن په تمه د پېښور پر لوري روانې وې، دا لاري موټر د كومې ستونزې له امله دې ډنډ ته ولوېده او ټولو خپل ژوند له لاسه وركړ. بس دغه د ورانيو او تباهۍ بيانونه وو، چې جلال اباد ښار ته ورنژدې شوو. لكه څنګه چې يې ننګرهار همېشه بهار بولي، همداسې په دې ژمي كې هم بهار و، شنې كروندې تر سترګو كېدې، په تېره بيا د ګوبي يا ګلپي.

په رښتيا سره دا لومړى څه و چې پرې خوښ شوم، څنګه چې روژه وه، د ډوډۍ او يا چاى لپاره له درېدو او ځنډ څخه خو خلاص وو، نو پرمخ روان وو، له جلال اباد څخه تر وتلو وروسته يوځاى چې اوس يې نوم راڅخه هېر دى، موټر د ماسپښين لمانځه ته ودرېد او بېرته پرمخ روان شوو. اوس زما په فكر كې يو څه اندېښنې پيدا شوې، ځكه پولې ته ورو- ورو نژدې كېدو، زما څنګ ته ناست كس د موتر له كړكۍ څخه وړاندې مخامخ غره ته اشاره وكړه، چې هغه د افغانستان او پاكستان پوله ده او هغه د غره پر لوړو څوكو چې د كوټو غوندې شى ښكاري، هغه د پاكستاني پوځ پوستې دي. له ځان سره مې وويل چې ښه هغه دا مشهوره د ډيورنډ كرښه ده، چې هرې لوړې څوكې ته يې د افغانستان خاوره د لاس د ورغوي په څېر اواره پرته ده. دې ښاغلي ”مورتېمر ډيورنډ“ ته مې شاباسى وكړ چې په څومره مهارت او پوهې سره يې له دې خوا څخه د حملې د مخنوي لپاره، لوړې- لوړې څوكې د خپل حكومت په ګټه ټاكلې، كله چې مې كيڼ لوري، خپلې خاورې ته وكتل، كښته د يوې غونډۍ پر سر د سرو خښتو يو برج راته ښكاره شو، چې زما په غالب يقين سره به يو وخت دفاعي مورچل او يا د څارګرۍ كوم ځاى و. خو د مخامخ غره او د هغه پر هره څوكه د نظامي پوستو په وړاندې ډېر حقير او بېچاره معلومېده، چې ورسره جوخت هغه د ملا نصرالدين كلا راپه زړه شوه، چې وايي: ”د كلا دوه دېوالونه يې ړنګ شوي وو، خو د دروازې دېوال يې جوړ و، يو ماښام ملا نصرالدين خپل زوى ته وويل چې زويه! دروازه بنده كړه. زوى يې ورته وويل چې پلاره! د كلا دوه دېواله نه شته، نو د دروازې تړل او نه تړل څه ګټه او زيان لري؟ ملا ځواب وركړ: زويه! بيا هم احتياط ښه دى“.

څومره چې د تورخم دروازې ته ورنژدې كېدو، زما اندېښنه ډېرېده، چې ”له دې پولې“ څخه په تېرېدو كې به له كومو ستونزو سره مخ شو. كه دلته وځنډېږو، نو نن شپه سوات ته نه شو رسېدى، نو دغه زما نابلدي ګوره او دا تورسرې. بالاخره موټر خپل اخري تمځي ته ورسېد، ټوله سورلي په بيړه ورڅخه كښته شوه. بكسونه مو يوه هلك ته چې په لاسي ګاډۍ كې يې لېږدول، وركړل او موږ ورسره روان شوو. له ليرې څخه د ډېرو خلكو داسې بيړه ښكارېده چې د مثلث شكل يې نيولى و او د ټولو زور د يوې كوچنۍ دروازې پر لوري و.

موږ يو څه ليرې ودرېدو چې حالت وڅېړو، هغه د موټر ملګري راته وويل چې له هغه سره خو د كډوالو كارت شته، خو له موږ سره كومه مرسته نه شي كولاى. هغه ته مې وويل چې ځه الله دې مل شه، موږ پرېږده او خپل نصيب، په دې وخت كې يو ناڅاپه خلك د شا خوا ته راپه منډه شول، په دروازه كې د پاكستاني ساتونكو له خوا په ډېره بېغورۍ سره چې نه سر ته كتل كېدل او نه پښو ته، په كوتك ووهل شول.

يو كس يې چې په سر باندې لګېدلى و او مخ يې په وينو تك سور و، د خلكو له ګڼه ګوڼې څخه راوايست، څه عجيب وخت و، نه چا شور جوړاوه، نه يې ننګه كوله، بس له هر يوه سره دا غم و چې يو سورى ومومي او هغې غاړې ته واوړي. خورلڼې مې د دې حالت په ليدو سره راته وويل چې څه به كوو؟ ما ورته وويل چې دا كوچنى ما ته راكړه او بكسونه تاسې واخلئ او ورسره مې خپله پګړۍ د طالبانو په څېر پر سر كښېښوده او په بيړه كې مې غږ وكړ: كاكاجانه! مهرباني وكړئ لږه لار راكړئ ”زنانې“ راسره دي، وروره لږ څنګ ته شه، زنانې راسره دي، بس لكه هغوى ټولو چې به زما ځانګړى حق باله. لار به يې راكوله. اخر هغه ځاى ته ورسېدو چې د دروازې دغې غاړې ته د يوې نوراني څېرې لرونكى كس ولاړ و، چې ښايي د خپلو خلكو په دې دربدرۍ او د نورو د دغې بېدردۍ په زغملو سره يې په څېره كې ډېر كوتان څرګندېدل، كله چې هغه ته ورنژدې شوم، ورته ومې ويل چې انډيواله! زنانو ته لار ومومه. هغه لار بېخي راته وزګاره كړه او د دروازې هغه لورى ولاړ خريلي پوليس ته چې په لومړي سر كې ما ته ډېر بد ښكاره شو، وويل چې دا درپرېږده. پوليس ما ته وكتل، د پنجرې دروازه يې پرانيسته او ما خپل لومړى ګام د پولې هغې غاړې ته كښېښود. په هغه ټېل ماټېل كې يو عجيب احساس راسره پيدا شو. هغې خاورې ته چې د پښتنو په خبره چې ”پرې ياد يو، پرې ښاد نه يو“ واوښتو. څو ګامه وړاندې څو تنه پوليس پر څوكيو ناست وو، چې د بكسونو ”تالاشي“ يې كوله او زموږ وار هم راغى. پوليس چې د اتلسو او شلو كلونو په شا و خوا كې يې عمر درلود، په تونده لهجه وويل: دې بكسو كې سه (څه) دي؟ ما ورته وويل چې نور به څه وي... د دې ماشومانو جامې دي، خو دى په هماغه تونده لهجه لګيا و چې دا كولاو كه، ما په نرمۍ سره وويل چې حوالدار صاحب! روژه ده، موږ سوات ته ځان رسوو، پر موږ ناوخته كېږي. خو پر ده يې اغېز ونه كړ او ويې ويل: دا خبرې نيشته. بېګ كولاو كه.

 بكس مې ورته پرانيست او ده لاسونه په كې واچول، خو سترګې يې ما ته نيولې وې، ښايي زما له خوا يې د څه اورېدو تمه درلوده، زه ارام ورته ولاړ وم. دى همداسې لګيا و، د بكس توكو ته يې لږ او ما ته يې ډېر كتل. څنګ ته ولاړ بل پوليس د دې لپاره چې د هغه مشكل ورحل كړي، راته وويل: ته څنګه سړى يې، وېركه پنځوس روپۍ ورله وېركه.

دې اپرېدي حوالدار صاحب زما ستونزه هم رااسانه كړه، ما ورته وويل چې پنځوس روپۍ خو نه شم وركولاى. دې تالاشي والا پوليس بې له ځنډه وويل: زر شه ټېم مه ضايع كوه، دېرش روپۍ وباسه. زما خورلڼه چې د دې پوليس له سپين سترګۍ څخه نوره په تنګ شوه، ما ته وويل چې وريې كړه، مخ يې ورك كړې، خو د خپل زړه بړاس يې هم وكيښ او هغه پوليس ته يې وويل: شرمېږې نه! تاسې هم ځانونو ته پښتانه واياست. خو مقابل لورى يې هم داسې كم سارى نه و، په ځواب كې يې ورته وويل: پختانه، پتختانه پرېګده. زمونګه تنخا نيشته، همدا هرڅومره چې تاسو اوغانيانو نه ميلاويګي، همدا زمونګه تنخا ده.

له دوى څخه مو ځان خلاص كړ او په موټر كې كښېناستو، فكر مې وكړ چې كه د دې پوليس د معاش خبره رښتيا وي، نو دا څنګه سيسټم دى، چې د يوه هېواد سرحدي پوليس دې په دې ډول خپل معاش ترلاسه كوي او يا كه يې معاشونه ځنډول كېږي او دېته اړ ايستل كېږي چې له موږ افغانانو څخه يې وشكوي. نو ډېر سوالونه ورڅخه پيدا كېږي، چې يو ځواب يې بيا دا هم ورته موندلاى شو چې

”د خېبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په كابل او پېښور كې افغان يو دى“

موټر نور نو د ”خيبر پر لار“ پورته د غرونو خوا ته روان و، خو چې څومره پرمخ ته، زما حيراني ډېرېده، تر هرڅه ډېر د غرونو په بېلابېلو ځايونو كې د سړك يوې غاړې، بلې غاړې ته هغو كلكو پوځي مورچو ته، چې ځينې خو يې لږ- لږ معلومېدل، چې دا خو پوځي مورچه ده، په تېره بيا د اورګاډي هغه لين ته چې په ډېره كمه فاصله كې ورته سورنګ ايستل شوى او هر ګړنګ له څومره كښته څخه ورته راجوړ شوى، بيا چې څه پرمخ لاړو هغه لويه تكه سره پوځي كلا چې فكر كوم د شګايي فورټ يې پرې ليكلي و، د ډېر پام اوښتو وړ شوه. له ليرې څخه داسې برېښېده چې په ډېر زور او شور سره به په كې پوځي ترتيبات موجود وي، څومره دا خلك زموږ له خوا په اندېښنه او وېره كې وو، يا دي، خو موږ ولې داسې بېغمه يو، ايا هغه يو برج چې اوس به په كې هېڅ هم نه وي، د دې ټولو ترتيباتو ځواب و؟ زما دې پوښتنې ته مې په خپله يو ځواب پيدا شو، يوه ترخه خندا مې پر شونډو خپره شوه، چې:

د چا چې هرڅه لوټ شوي وي، هغه ولې ووېرېږي.

موټر دېر ګړندى روان و، په لار كې به د لنډ وخت لپاره درېده او افغانان دلته او هلته ورڅخه كوزېدل، يوځاى مو د موټر له كلينډر څخه د روژه ماتي لپاره خورماوې راوغوښتې او روژه مو په موټر كې ماته كړه. داسې معلومېده چې پېښور ته ورګډ شوو، نو نو تياره وه. ما يوې خوا- بلې خوا ته له موټر څخه ننداره كوله، تر دې هغه چوك ته ورسېدو چې زما د دې ټول يادښت د ليكلو اصلي لامل و. د دې چوك په منځ كې د منار پرځاى د يوه راكټ شكل جوړ شوى و، كله چې ورته ځير شوم، په انګرېزۍ پرې له افق څخه (غوري) ليكل شوى و. له ځان سره مې وويل: ”پكه دا دې لا بله سپكه“.

دا راكټ د هغه نوميالي افغان سلطان په نوم جوړ شوى و، چې همدا اوس د لوټل شوي ړنګ او ټوټه- ټوټه افغانستان د غزني د ده يك په ولسوالۍ كې تر خاورو لاندې پروت دى، سلطان شهاب الدين غوري هغه غوري چې د هند راجپوت ځواكمن امپراتور، پرتوي راج چوهان يې له خپل پوځ او لښكر سره د تاريخ د پاڼو يوه برخه وګرځول. داسې ويل كېږي چې د پاكستان په پوځي فابريكو كې د دوو نورو سترو واكمنانو احمدشاه بابا او سلطان محمود غزنوي په نومونو هم راكټونه جوړېږي، يا به جوړ شوي وي. له دې درېيو واړو واكمنانو څخه د هند خلك چې په هغه وخت كې د اوسني پاكستان دوه مهم ايالتونه (پنجاب او سند) هم په كې وو، ډېرې ترخې خاطرې لري.

سلطان محمود غزنوي په يوه جګړه كې د هندوانو مشهور معبد سومنات له خاورو سره برابر كړ، احمدشاه بابا د مرهټه قوت دړې- وړې كړ، چې د ځينو مورخينو په فكر، كه چېرې د مرهټه ځواكونه له منځه نه واى تللي، انګرېزي استعمار پر هند منګولې نه شواى ښخولاى.

دا خو د تاريخ ډېرې پخوانۍ خبرې دي، خو اوس ولې د هند د خلكو د ډارولو او دوى ته د تېر تاريخ يادونه په دې شكل كېږي. بل دا چې په دغو نومياليو يانې غوري، غزني او ابدالي ياد موږ يو، دوى ولې د ځان د ښادولو زيار كوي. وايي چې تاريخ بيا تكرارېږي، لكه د ګړۍ درې واړه ستنې چې له كوم ځاى څه خپل حركت پيل كړي، بېرته هماغه ځاى ته ستنېږي. يوه بې له ځنډه بله په څه ځنډ سره او درېيمه په ډېر ځنډ او د دې پوښتنو ښه ځواب به وخت ووايي.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:53 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .