تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله - په نړۍ كې دوه سوه مليونه كارګر ماشومان
په نړۍ كې دوه سوه مليونه كارګر ماشومان

د كار نړيوال سازمان د افغانستان، انګولا، بروندي، كامبوجيا، كنګو، هند، عراق، اسرائيل، فلسطين، اندونيزيا، ميانمار، نيپال، فليپين، روسيه، رواندا، سريلانكا، سوماليا، سوډان او اوګاندا هغه دولتونه ګڼي، چې هلته د ماشومانو ژوند ډېر خراب دى. د تېر ميلادي كال د اګست په مياشت كې د امريكا ۷۷ايالتونو په پوځ كې تر ۱۸كلنۍ د وړو ماشومانو د كار نه كولو تړون لاسلك كړ. د دې تړون تر لاسليكېدو وروسته به ماشومان په پوځي كار نه ګمارل كېږي او جګړې ته به نه استول كېږي. په بېلابېلو هېوادونو كې كارګر ماشومان هغه څوك دي چې له كوم ځانګړي قانون او ټولنيزې مرستې پرته د دولتونو د چارواكو له خوا په ناانډولو اقتصادي او ټولنيزو شرايطو كې ژوند كوي. دغه ماشومان اړ دي، چې په نامناسبو ځايونو كې د ډېرو كمو پيسو په بدل كې ډېر وخت كار وكړي، دا چې دوى د ورځې له ۱۲څخه تر ۱۴ساعتونو پورې كار كوي، خو بيا هم د يوه بالغ كاركوونكي درېيمه برخه پيسې وركول كېږي. د دې ماشومانو ډېره برخه له بېوزلو هېواونو څخه پرمختيايي هېوادونو ته قاچاقېږي، چې هلته كار وكړي، نو ځكه ملګرو ملتونو خبر وركړ، چې په ړۍ كې يو مليارد ماشومان خپل ماشومتوب نه احساسوي، چې په دې ډله كې ۶۴۰مليونه ماشومان بې كوره او اړ دي چې كار وكړي.

 

په افريقا كې ۱۰۰۰۰۰په كار بوخت ماشومان:

په دې لويه وچه كې ۱۰۰۰۰۰ افريقايي ماشومان كار كوي، له دوى څخه ډېرى د كورنيو جګړو او نښتو له امله په پوځ كې كار ته اړ كړل شوي دي. د چارواكو د مداخلې له امله نادولتي موسسې او ’ILO‘ سازمان نه شي كولاى دغه ستونزه اواره كړي. مارټين ۱۳كلنه ماشومه ده چې ’ILO‘ سازمان توانېدلى هغه له پوځ څخه وباسي، نوموړې د سخت او نه زغمېدونكي وضعيت د بيان په ترڅ كې وويل: د لوبو په حال كې وم، چې پوځيانو اوګاندا ته د سرتېرې په توګه بېګاره كړم او قوماندانۍ ته يې ولېږلم، مشرانو يې كوټې ته وغوښتلم بيا يې له ما څخه وغوښتل چې د بهر ننداره وكړم، له ننوتلو سره سم يې تر وهلو او ټكولو لاندې ونيولم، چې په دې توګه د جګړې ځواك پيدا كړم.

 يو بل نهه كلن ماشوم چې په رواندا كې د ملګرو ملتونو د ساتنې په مركز كې ساتل كېږي، دى بوټ ګنډي، هغه د خپل ځان په باب وويل: د ورځې مې نهه ساعته كار كاوه، خو يواې پنځه ډالره مې پيدا كول، چې دغه پيسې زموږ د يوولس كسيزې كورنۍ لپاره بس نه وې.

 

د ۴۰ زره ماشومانو قاچاق:

پاكستاني مسوولينو د جنوبي اسيا د ماشومانو پر وضعيت تر بېلابېلو څېړنو وروسته خبر وركړ: لږ تر لږه د ۴۰ زره په شا و خوا كې ماشومان له هند، پاكستان، بنګله دېش او كامبوجيا څخه عربي هېوادونو ته د كار لپاره قاچاقېږي. د ډېرو عمر له څلورو څخه تر شپږو كلونو پورې وي، چې د ملګرو ملتونو تر پلټنې وروسته زياتره ماشومان خپلو هېوادونو: هند، پاكستان، بنګله دېش، سريلانكا، سوډان او ايتوپيا ته يې ولېږل شول. دغه ماشومان هورې په تيارو او د خرابې هوا لرونكو كوټو كې ساتل كېږي، هغه خواړه چې دوى ته وركول كېږي، هېڅ ډول پاك نه وي، ان ځينو ته د حيواناتو خواړه وركول كېږي.

 

هندي ماشومان او لږه لاسته راوړنه:

اتراپردېش د هند يو له پرمختيايي ولايتونو څخه دى، خو د ماشومانو وضعيت په كې ناوړه دى. په دې ولايت كې ۱۱۷۸۰۰ تنه تر ۱۵كلنۍ كوچني ماشومان كار كوي. دغه ماشومان اړ دي چې د ورځې له ۱۲ څخه تر ۱۴ ساعته پورې له ۱۵څخه تر ۳۵روپيو په بدل كې كار وكړي.

د دې ولايت ماشومانو ته لازمه رسيدګي نه شواى كېداى، تر دې چې د دوى له ډلې يو لس كلن ماشوم مړ شو. د دې پېښو په ليدو سره په روان كال كې هورې د ماشومانو لپاره درې بېلابېل مرستندوى مركزونه جوړ شول، له كليو او ښارونو څخه د ماشومانو د شمېرې او د د وى د كاري شرايطو په ليست كولو، مطالعه او څېړنه بوخت شول، دغسې يو مركز (MVF) دى، چې د دې ولايت ماشومانو ته د زده كړې وړيا خدمتونه برابروي او د جوړ شوي پروګرام پر بنسټ يې دوى ته د خوړو سالم پروګرام برابر كړى دى.

په همدې ولايت كې د ’سيد‘ مرستندوى مركز مسوول سين ها وايي:

د مسوولينو د بېوزلۍ او ناتوانۍ له امله ماشومان اړ دي په خپلو هېوادونو كې كار وكړي، چې د خپل ژوند لپاره يو څه ولري. دغه مركز د ماشومانو د فعاليت لپاره صنعتي كارونه پرمخ بيايي. دوى هڅه كوي چې ماشومانو ته د كاري ساعتونو په بدل كې مناسب معاش وركړي. سين ها باوري دى چې د ماشومانو د كار مخه نه شي نيول كېداى، چې دغه ستونزه يو اجباري (تپل شوى) وضعيت دى.

(MVF) او مسوولين يې هڅه كوي دولت ته وړانديز وكړي، چې په ۲۰۰۵م كال د پنبې په كرلو سره دې د ماشومانو د كار مخه ونيسي. د كار د دې مركز د كارپوهانو په باور، د ماشومانو كار د پنبې په كرلو كې ډېر زيان رسوونكى دى، دغه راز دغسې يوه مركز دولت ته وړانديز كړى چې هندي كروندګرو ته دې پانګه وركړي، چې وكړاى شي تر  ۱۸كلونو مشرانو نارينه وو څخه كار واخلي..

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:52 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .