بنګالى اشرافزاده | ||||
د دغه ديني ستم او ټولنيزي پوړۍ تر بايللو وروسته ټاګوران له ناچاريه د نېكانو خاوره پرېښوده او د ګنګا سيند پر غاړه، ګويندپور(Govindpur) كلي ته وكوچېدل. ټاګورانو هورې د يوې نوې دندې لمن ونيوله او په سيند كې يې د بهرنيو كښتيو سمبالول پيل كړل. په وګړو كې د (ټاكور) په ستاينوم وپېژندل شول، چې د وخت په اوږدو كې يې په انګرېزي ډوله نوم (ټاګور) شهرت وموند. ټاګوران ورو_ورو ډېر شتمن او ځمكوال شول او د بنګالي اشرافو په ټولنه كې يې د ډېري پوهې او درنې كورنۍ ځاى خپل كړ. د رابيندراناټ نيكه دواركنت_Dwarkanath (۱۸۴۶_۱۷۹۴) ډېر پوه سړى و، په انګلستان كې يې حقوق لوستي ول او هم لومړنى هندى و چې د بنګال د آسيايي ټولنې په غړيتوب او مديريت ومنل شو. دواركنت دنوموتي ديني سمونپال او برهموساماج_Brahmo Samaj غورځنګ بنسټ ايښوونكي راج راموهن_Raj Rammohan ملګرى او نژدې دوست و. د برهمو ساماج غورځنګ موخه له نويو نړيوالو غوښتنو سره د هندو دين همګامه كول و. د ويشنويي ډلې له يوې بانو سره د دواركنت واده د دې لامل شو چې لومړنى زوى يې، دوندراناټ_د رابيندراناټ پلار د ويشنويي قانون په وچه سپېڅلې فضا كې وزېږي. خو دوندراناټ ټاګور له ديني ميلان سره_سره، د مذهبونو په اړه خپلواك فكر درلود او د كونډو له واده سره_چې دوديزه هندۍ ټولنه يې مخالفه وه، جوړ و، ده هم د پلار لار خپله او د برهمو ساماج آرونو ته ژمن پاته شو. په ۱۸۵۰م كلونو كې، دوندراناټ ټاګور د نوموړي غورځنګ په مهمو شخصيتونو كې ودرېداو مهارشي=ستر پوه يې باله. مهارشي د ځواكمن او هوښيار ځمكوال او وداګانو او اوپانيشادګانو د يوه نرم عارف امتزاج و. دى د څلورو زامنو څښتن شو. وروستى هغه يې رابيندراناټ و. د مهارشي مشر زوى دوى جنډراناټ_Dwijandranath يو ستر روڼاندى، رياضيپوه او فيلسوف و چې په شعر او موسيقۍ كې يې حيرانوونكې وړتيا درلوده. رابيندراناټ په (يادونه_Reminiscences) كتاب كې د خپل مشر ورور د مرستو يادونه كوي. خو دوى جندراناټ د ټاګور كورنۍ يوازېنى مستعد او د ښې قريحې څښتن اولاد نه و. رابيندراناټ په هماغه ماشومتوب كې لا د لوړ بخت څښتن و چې د هوښيارو او كارپوهو وروڼو او خويندو پاملرنه او لاسنيوى يې په برخه و. د ده په خويندو او وروڼو كې بايد د جيوتيريندراناټ (Jyotirindranath) نوم واخيسته شي، چې د تر ټولو كوچني ورور لارښوونه يې هم پر غاړه وه. په لوېديځ كې د رابيندراناټ د ملګري او ځايناستي ويليام روتنشتين په وينا، جيوتيريندراناټ د هند د هغه پړاو د هنرمندان په مخكښانو كې راتلى. روتنشتين چې خپله هم نقاش و، جيوتيريندراناټ د پنسلي طرحو د كتاب پر خپرولو ډېر تشويق كړ. جيوتيريندراناټ د نورو هنرونو پر لرلو برسېره يو فطري موسيقيپوه و، څو سازونه يې ږغول او بېشمېره نندارليكونه (نمايشنامې) يې تر ننداريزې پردې ورسولې. د ځوانۍ په كلونو كې يې له خپل ورور او ورېندارې كادام باري سره پر اوسېدو بېخې ډېر خوند اخيست. كادام باري يې هم دوسته او هم د ځوانۍ د رازونو شريكه وه_خو آيا د رابيندراناټ او ورېندارې تر منځ عاطفي اړيكي تر پولې واوښتل كه نه؟ د رابيندراناټ د مور تر مړينې وروسته په ۱۸۷۵م كې دغو اړيكو يوه ښورانده بڼه خپله كړه. په داسې حال كې چې د موسيقۍ مينې رابيندراناټ خپل ورور جيوتيريندراناټ ته نژدې كاوه، كادام باري د ښځينه قريحې او ادبي وړتيا په مټ د ځوان ټاګور د شعرونو د لومړۍ سندرغاړې امتياز ترلاسه كړ، چې ټاګور د هكات_Hecate=د شپې الهه لقب وركړ او هغې بيا دى(ټاګور) بهانو=لمر وباله. رابيندراناټ په ۱۸۷۷م كې خپله لومړۍ شعري ټولګه د بهانو سينګ په مستعار نوم خپره كړه. دغه شعرونه لومړى پلا په يوه بنګالۍ خپرونه (بهاراتي) كې، چې د ټاګور دوو وروڼو چلوله، چاپ شول. دا چې دغه شعرونه وګړو د ټاګور خاندان د يوه زاړه خپلوان او ويشنويي شاعر بلل، نه د مهارشي د واړه زوى رابيندراناټ، نو د الماني پوهنتون يوه ډاكټر شاترچي_Chatterjee د خپلې ډوكټورا په پاى كې راوړل. ځوان رابيندراناټ د بنګال ادبي ډګر ته ورننوت. د ده دغه برياليتوب بهاراتي خپرونه دې ته اړايسته چې رابيندراناټ ته د خپل شعري ذوق ښكارونې لپاره يو تش كالم وسپاري. خو ځوان ټاګور پر هغه پوله ونه درېد او د شاعرۍ له ډګر څخه ډېر وړاندې لاړ. په دغه پړاو كې يې د (بهى كريني=فقير خدمتګار) په نوم لومړنۍ كيسې او (كارونا=زړه سوى) په نوم تاريخي رومان وكېښ. په ادبي كره كتنه كې يې هم خپله وړتيا وازمويله او په ۱۸۷۸م كې يې د ډانټه، ګوته، پترارك او انګلوساكسن ادبياتو په اړه څو تحليلي ليكنې وكړې. ځوان ټاګور پر همدغه كال د خپل پلار په خوښه د ورور ساتي اندراناټ په ملتيا، چې د دولت كاركوونكى و، انګلستان ته لاړ. اوولس كلن ټاګور له انګلستان او انګرېزي دودونو سره نژدې بېخې ناآشنا و. د هغه مهال انګلستان يې د نيكه د وخت له انګلستان سره لوى توپير درلود. دواركنت د ويكټوريا د دربار د جلال او برم شاهد و، خو رابيندراناټ په پانسيوني كې يوازې له بنګاليانو سره، سروكار درلود. بهارتي خپرونې ته د دې سفر لېږل شوي ليكونه، چې وروسته (د انګلستان د يوه مسافر ليك) په نوم چاپ شول، د هغه وخت د انګلستان په اړه د ځوان ټاګور برداشت راښيي. په هر حال په انګلستان كې د ټاګور پاتېدو تر اوولسو مياشتو زيات وخت ونه نيو، خو په دغه لنډ زماني واټن كې له انګرېزي ادبياتو سره ښه آشنا شو او په لندن پوهنتون كې يې د شكسپير په اړه د هنري مورلي درسونه وڅارل. د برتانيا د استازو د مجلس په آزادو ناستو او گلاډسټن په ويناوو كې يې هم برخه واخيسته. دغې لومړنۍ سياسي_فرهنګي تجربې شل كاله وروسته د ختيځ و لوېديځ د خبرو اترو په فكر كې د خپل بيان ډول وموند. ټاګور انګلستان ته په خپل هماغه لومړي سفر كې لا د تمدنونو تر منځ د يوه پول د جوړولو په اړه په يوه مقاله كې خپله لېوالتيا وليكله: (پراخه اروپايي طبع او هندۍ محافظه كاري، د ختيځوالو تخيلي پراخوالى او لوېديځ عملي هوښ، د دوى دوو تر منځ له كړنلارې او يوه بشپړ اروايي ځواك څخه سرچينه اخلي!) د دغسې يوې كړنلارې فكر د ټاګور پلار ته په سختۍ د منلو وړ و. مهارشي تصور كاوه چې لوېديځو ارزښتونو يې پر زوى تر كچې زيات اغېز كړى دى، له همدې امله يې بېرته هيواد ته راوستل غوره وبلل. ټاګور د ۱۸۸۰م په فبروري مياشت كې هندوستان ته راستون شو. رابيندراناټ پلرني ټاټوبي ته له راتګ سره سم د شعر ويل له سره پيل كړل. د دې پړاو د دوو آثارو نومونه بايد واخيستل شي: مات زړه_Bhagana او والميكي نبوغ_Valmiki Pratibha په نوم يوه اپرا_Opera چې د ورور جيوتيريندراناټ په مرسته يې جوړه كړه. په ۱۸۸۳م كې يې چې له خپلو وروڼو سره ګووا ته نژدې سيمې كاروار ته تللى و، د لومړنۍ منظومې ډرامې ليكنه پيل كړه. دغه اثر چې د (طبيعت غچ) ونومول شو، په عرفاني نړۍ كې له الوتو او د متافيزيك په قلمرو كې له پلټنې سره د ځوان ټاګور لومړنۍ لېوالتيا ښيي. كلونه وروسته د دې اثر په اړه وويل شول: (ښايي د ټولو راتلونكو ادبي آثارو يوه سريزه وي، ځكه داسې يوه موضوع يې په كې رااخيستې چې په ټولو آثارو كې يې تر سترګو كېږي_په نامتناهي كې متناهي ته رسېدل.) ټاګور له بېشمېرو او رنګارنګ ذهني بوختياوو سره_سره له ډرامو، رومان او شعر څخه لاس وانه خيست. د ۱۸۹۰م په ډسمبر مياشت كې يې د (ماناشي_Manashi) په نوم د خپلو شعرونو دېوان خپور كړ، ډېرو تر نيوكو لاندې ونيو او د نهيلۍ ډك يې وباله. خو د ټاګور په اند، د هيلې او نهيلۍ تر منځ چاره ډېره پېچلې او خورا ژوره مقوله ده. د ده په وينا: (زه په ځان كې د يوه داسې جنګي ډګر د شته والي احساس كوم چې دوې دښمنې ډلې پرله پسې په جګړه پكې بوختې دي. ستړيا نه منونكې انرژي او د غرب عملي اراده، هندى آرام بخښونكى خښم مې تل په وېره كې اچوي. دغه تلپاتې جګړه مې په داسې يوه اروايي حالت اړوي چې د نااميدۍ او لاس پر سر كېدو يو امتزاج دى.) يو ځل بيا وينو چې ټاګور له يوه لوري پر هندۍ اندېښنه مين دى او له بله پلوه پر غربي مډرنيزم. دغه اروايي حالت د كلونو په اوږدو كې د ټاګور فكر بيا يوې داسې خوا ته سم كړ چې آخر د شرق او غرب تر منځ يوه تګلار ځنې راوخوټېده. ټاګور آن له هماغه پيله د دې تګلارې د غوړېدو ځاى ښوونيزه حوزه بلله. پر همدې بنسټ يې د خپلو ښوونيزو موخو د ازموينې لپاره يو وړ چاپېريال_شانتي نيكتان=آرامګاه، وټاكى. شانتي نيكتان د ټاګور خاندان ملكيت و او رابيندراناټ په ۱۸۷۳م كې څو سهاره له پلار سره يو ځاى پكې تېر كړي ول. شانتي نيكتان چې د مشهور غره هيماليا په لمن كې پروت و، د ټاګور پر ذهن د ځنګلونو په زړونو كې د هندي زاهدانو د سنتونو(اشرامونو) يو ياد و. دې ځاى ته يې د خپل هغه نوي كور په سترګه هم كتل چې په آرامۍ او له كوم خنډ پرته ليكنه او مطالعه پكې وكړي. شانتي نيكتان مدرسه د ۱۹۰۱م په ډسمبر كې پرانيستل شوه. په دې مدرسه كې پنځه بنګالي زدكوونكي(چې يو يې زوى و) او پنځه مسيحي ښوونكي ول. شانتي نيكتان د ښوونې او روزنې پر ډګر يو اوچت ګام شمېرل كېدى. خو پنځلس كاله بايد دې ته انتظار شوى واى چې د شانتي نيكتان له نوم سره د ټاګور شهرت واخښل شي. د شلمې پېړۍ لومړيو كلونو، ټاګور ته ډېرې ځورونې او رنځونه له ځان سره راوړل. پرله پسې بدمرغۍ يې پر كور راواورېدې. په ۱۹۰۱م كې يې مېرمنه له نړۍ لاړه. په ۱۹۰۳م كې يې لور (رنوكا_Renuka) له لاسه وركړه او په ۱۹۰۵م كې يې پلار ومړ او بيا يې ځوان زوى ساميندراناټ_Samindranath مړ شو. د ټاګور د اووه اتيا كلن پلار مړينه په برهمو ساماج غورځنګ او ټاګور كورنۍ كې د هغه پړاو پاى و چې د هندوستان او انګلستان تر منځ روان و. پر همدغه كال يو هيوادپالى غورځنګ پيل شو چې ټاګور ځنې ليرې او په اړه يې ډېر انتقادي نظر درلود. له ۱۹۰۵م څخه تر ۱۹۱۲م په سوادشي_Swadeshi مشهورو كلونو، خوښۍ له ځان سره راوړې او د شاعر لپاره ډېر نېكمرغ ول. ټاګور په همدې دوره كې خپل ډېره نوموتې شعري ټولګه ګيتانجلي_Gitanjali او هم (ګورا)، د (ډاك كار=پوستخونه) او (يادونو) په نومونو ډرامې او (بنګال ته يوه كتنه) په نوم يې د څو ليكونو ټولګه خپاره كړل. په هند كې د ملتپالنې(Nationalism) او تجزيه غوښتنې فكرونو اوج، ټاګور دې ته اړ ايست چې بېله ځنډه د هند او لوېديځې نړۍ تر منځ د فلسفي_معنوي تګلارې نظريه وړاندې كړي. ټاګور پر ۱۹۰۸م كال د كلكتې په دوو ويناوو كې د برتانوي افسرانو پر ضد د بنګالي ځوانانو غورځنګونه وغندل او د خپلو هيوادوالو پر ړنده سختۍ يې نيوكې وكړې. د هغې نظريې په رد كې يې چې د هند د ټولو ناخوالو پړه يې پر برتانيا اچوله، خپله رايه داسې څرګنده كړه: (ډېركي مو په دې فكري تياره كې اوسي چې تسليمېدل او زورواكي منل، زموږ په دننه كې سرخوږي ته ورته يوه ناروغي نه ده، بلكې دا برتانوى حكومت دى چې پر سر مو ناست دى او په زور مو كښېكاږي او له دغه فشار څخه په يوه نه يوه لار تر راوتو وروسته به بېخې رك روغ شو. مګر خبره دومره ساده نه ده. برتانوى حكومت زموږ د تسليم او زورواكۍ منلو لامل نه دى، بلكې دا خپله په موږ كې د زورواكۍ منلو د ناروغۍ يوه ډېره ژوره نښه ده.) ټاګور د يوه هيوادمين او منځلاري شخصيت په توګه ځلېدلى دى. هېڅكله د لوېديځ مخالف نه و. د لوېديځ له كلتوري ميراث سره يې مينې او د شرق و غرب دوو نړيو له نژدې كېدو سره لېوالتيا دې ته اړايستى چې خپلې ځينې ليكنې په انګليسي وژباړي او كله_كله يې بېخې په انګليسي وليكي. د (ګيتانجلي) انګليسي ژباړې ټاګور په لوېديزو لوستونكو وپېژاند او د شاعرۍ او معنوي فعاليتونو لار يې ور پراخه كړه. ټاګور د ۱۹۱۳م د مې مياشتې پر اووه ويشتمه له خپل زوى راتيندراناټ_Ranthindranath او خوښينې پراتيما_ Pratima سره انګلستان ته په سفر لاړ. دې هيواد ته د ده دغه درېيم سفر، د لومړي هغه له ليدنو سره ستر توپير درلود. د وروڼو ملګري يې سر ويليام روتنشتين، چې مخكې مو ياد كړ، له وړاندې لا د لندن په ادبي محفلونو كې د (ګيتانجلي) شعرونه معرفي كړي ول او دا ځل يې د جون پر اووه ويشتمه له نوموتي ايرلنډي شاعر ويليام يټس_William Bulter Yeats سره د ټاګور ملاقات ته لار هواره كړه. مشهور ايرلنډى شاعر چې د (ګيتانجلي) لوستو پر شوق راوستلى و، بېله ځنډه يې انګليسي ژباړه خپرندوى ته وسپارله او په خپله سريزه كې يې نوموړي شعرونه دومره وستايل چې ويې ليكل: (كلونه كېدل چې د ګيتانجلي د ژباړې په اندازه مې د شعرونو له لوستو څخه خوند نه واخيستى.) ګيتانجلي د ۱۹۱۳م په مارچ كې په لندن ښار كې خپره او په نهو مياشتو كې لس ځله چاپ شوه. دلته و چې د ټاګور د شهرت لمنه تر ټولې اروپا ووته او د متحده ايالاتو هيوادونو ته ورسېده. ټاګور د يټس تر ملاقات لږ وروسته د هغه هيواد د برنارډشاو، برترانډ راسل، اچ.جي.ولز او عزراپانډ په شان لويانو سره وپېژندل. پانډ يې هم يټس غوندې په ستاينه كې وويل: (په دغو شعرونو كې مې بېخې روغ عقل او هم داسې چارې وليدې چې موږ په خپل غربي ژوند كې هېرې ته سپارلې دي.) بايد وويل شي چې په غرب كې د ټاګور بېشمېرو مينانو د ده په شعرونو كې د څپاندو پټو او ښكاره معنوياتو او مسېح د ويناوو تر منځ حيرانوونكى تړاو وموند او (ګيتانجلي) يې د انجيلونو هندى روايت وباله. آن د ډاروين لمسۍ له ټاګور سره تر كتو وروسته په كمبريج كې وويل: (اوس يو مهربان او غښتلى مسېح تصورولاى شمه.) د (ادبي ټايمز_Times Literary Supplement) په ملپاڼه كې د ټاګور شعرونه په همدې ډول وستايل شول: (د ټاګور د شعرونو په مطالعه كې چې څومره وړاندې لاړو، هومره مو احساس كړه چې د دې عصر د زبور لوستونكي يو او پكې اوسېدونكى خداى د شاعر له ايمان او تجربې څخه رامنځته شوى دى.) ټولو په همدې ډول د (ګيتانجلي) فلسفي او له موسيقۍ ډكې ژورې وستايلې. تر دې وروسته د ټاګور يا د معنوياتو د هغه ښوونكي نوم تر پخوا ډېر د ژبو پر سر شو، چې له هنده يې د سولې او هيلې پيغام راوړى و. پولې يې پر مخ خلاصې شوې. د دنيا څلورو ګوټونو ته وبلل شو، چې خپل فلسفي ليد ورته روښانه كړي. په هارورډ پوهنتون كې يې د ۱۹۱۳م په فبروري مياشت كې ويناوې وكړې، چې بيا تر سمونو وروسته (د ناپايه تحقق) په نوم په كتابي بڼه چاپ شوې. يوه شپه د مشهور انګليسي فيلسوف برترانډ راسل له اورېدونكو سره كښېناست، چې كلونه وروسته يې د ټاګور په اړه وويل: (ټاګور په اروپا او امريكا كې د تعصبونو د بار سپكوونكو او دروغجنو فكرونو د له منځه وړونكو د كاروان تر ټولو اوچت مخكښ دى.) همدارنګه د شلمې پېړۍ تر ټولو وتلې فلسفي څېره لوډويك ويټګنشټاين د ټاګور پر شعرونو مين و او هر وخت يې لوستل. تر ټولو په زړه پورې دا چې ويټګنشټاين به ځينې وختونه له منطقي پازټيويسټانو سره په خبرو اترو كې شا ناستو كسانو ته ګرځوله او د (ګيتانجلي) شعرونه به يې په لوړ آواز زمزمه كول. په هغه پړاو كې غربيانو تر هنديانو زيات د رابيندراناټ ټاګور تود هركلى وكړ. خو د هنديانو غبرګون هم يو شان نه و. ځينو يې شعرونه د ويشنويي شاعرانو پېښې بللې. بلې ډلې بيا ټاګور ته د نوبل جايزې د يو بې جوړې حقدار په سترګه كتل. د ټاګور لومړي ژوندليك ليكوال باسنتاكومار راى_Basanta Kumar Roy په ۱۹۱۳م كې وړاندوينه وكړه چې شاعر به لږ يا ډېر وخت وروسته نوبل جايزه ترلاسه كړي. ټاګور يې چې په ښكاره پر دې خبره حيران شو، په ځواب كې وويل: (ته داسې فكر كوې چې آسيايانو ته هم دا جايزه وركوي؟) د جايزې د وركړې په اړه ټاګور تېروتى نه و، ځكه د ۱۹۱۳م د نومبر پر ۱۴مه ټاګور ته د نوبل جايزې د وركړې تر اعلان وروسته، امريكايي او كاناډايي رسنيو د مخالفت بيرغونه اوچت كړل. د ټورنټو (ګلوب_Globe) خپرونې په خپله سرليكنه كې وليكل: (د لومړي ځل لپاره يوه ناسپين پوستي نوبل جايزه وړي.) (لاس انجلس ټايمز_Los Angeles Times) په خښمناكه لهجه نيوكه وكړه چې: (يوه داسې هندي شاعر ته د نوبل د سږنۍ جايزې د وركړې خبر، د اروپايي او امريكايي ځوانانو د نهيلۍ لامل ګرځېدلى، چې آن ډېر لږ كسان يې نوم سم تلفظولاى شي.) ټاګور د دې ټولو نيوكو په كيسه كې لا هم نه شو. د نوبل جايزې وړونكي تر اعلانولو لږ وړاندې يې اروپا پرېښووه او خپل هيواد ته راستون شو. نوموړى خبر يې په شانتي نيكتان كې واورېد. سره له دې چې پر دې ناڅاپي وياړ ډېر خوښ و، خو د نابللو مينانو او ستايونكو له ډېرښته، چې يوازيتوب او سكون يې ور مات كړى و، تر پوزې راغلى و. د ۱۹۱۳م د ډسمبر پر شپاړسمه يې روتنشتين ته په يوه ليك كې وليكل چې ورځې يې په بېكارۍ تېرېږي او: (په صبرۍ د هغې ورځې انتظار كوم چې دغه جنجال كښېني، تېر شي، انسانان آرام شي او د دې حقيقت رڼا خپره شي چې د لوېديځ قضاوت ناروا نه و.) يادونې وړ ده چې د ټاګور نړيوال برياليتوب ته د هغه پړاو د هنديو سياستپوهانو پام وانوښت. د ټاګور په ډېرو لږو هنديو ستايونكو كې يو هم مهاتما ګاندهي و، چې هغه مهال په سهيلي افريقا كې اوسېدى. په دغو شپو ورځو كې ټاګور او ګاندهي يوازې په نومونو سره پېژندل. لومړۍ ليدنه يې هند ته د ګاندهي تر راتلو وروسته د ۱۹۱۵م په مارچ كې ترسره شوه. هيواد ته تر راستنېدو وروسته د ګاندهي په لومړيو غټو كارونو كې يو هم د شانتي نيكتان د چاپېريال كتنه وه. ګاندهي تر دې كتنې لږ وړاندې له خپل ګډ ملګري چارلز انډروز څخه غوښتي و چې د ټاګور په خوښه د فينكس_Pheonix پوځ شل هلكان په شانتي نيكتان كې ځاى كړي. وروسته ګاندهي خپله هم هورې سفر وكړ او شپږ ورځې يې د ټاګور په اشرام كې تېرې كړې. د ګاندهي په اند زدكوونكي دانه_دانه او په چاڼ ټول شوي ول، وړانديز يې وكړ چې په هر ډول بايد زدكوونكي ځاني كارونه په خپله ترسره كړي. له هغې ورځې راهيسې شانتي نيكتان ته د ګاندهي د ورتلو ورځ لمانځل كېږي. ګاندهي او ټاګور له بېشمېرو نظري اختلافونو سره_سره يو بل ته درنښت درلود. دواړه له هندي معنويت او غربي اند څخه اغېزمن ول. خو په سياسي او ديني مسايلو كې يې نظرونو توپير سره درلود. د نظري اختلاف يو ټكى يې د راموهن راى شخصيت و، ټاګور هغه يو مرشد باله، مګر ګاندهي بيا د يوه زيږ نوي پال په سترګه ورته كتل. ټاګور د ۱۹۲۵م د سپټمبر په يوه مقاله كې دې ټكي ته داسې اشاره لري: (زموږ دوو د ليدلورو، اندونو او خويونو تر منځ يو توپير دا دى چې مهاتما راموهن ټيټ ويني، خو زه يې يو ستر سړى بولم او ارزښت وركوم.) ګاندهي چې د ټاګور نيوكې ټكان وركړى و، په نرمه، خو خارجنه لهجه يې شاعر ته ځواب وركړ: ښكاره ده چې ټاګور د خپل لوړوالي له برج څخه د هند سياسي واقعيت سم نه شي ليدلاى. (كه زموږ شاعر ځان ته لږ زحمت وركړي او د ورځې نيم ساعت ټوټه واودي، شعر به يې ډېر غښتلى شي، ځكه په لا ځواك او ژمنتيا به يې د نادارانو رنځونه رابرسېره كړي وي.) پر دې هر څه برسېره ګاندهي دا نه شواى هېرولاى چې ټاګور خپل د (نجيب زاده) مډال، د امرتسر د ۱۹۱۹م د اپريل پر ټولوژنه د ګوتنيونې په توګه برتانوي حكومت ته بېرته وسپارى. ټاګور چې له ګاندهي سره د خپل اختلاف له ژورو ښه خبر و، په يوه ليك كې يې رومن رولان ته وكښل: (هيله مې لرله له مهاتما سره يوځاى شم او ځان د وګړنيزي منښتې له لارې آزاد كړم. مګر نور له دې ارزښت څخه سترګې نه شم پټولاى چې ما و هغه(ګاندهي) د حقيقت د لټون او پېژندنې د بنسټ پر سر څومره توپير سره لرو، خو نن سبا له مهاتما سره هم اختلاف او هم آرامه اوسېدنه ګرانه ده، نو تر تېرېږم....) ټاګور په ۱۹۲۴م كې چين او جاپان ته سفر وكړ او په ترڅ كې يې سهيلي امريكا او فاشيستې ايټاليا ته هم لاړ. كه څه هم د فاشيزم مخالف و او پر هندو بنسټپالنې او لوىكوكلوس يې نيوكې كولې، خو د نړيوال پوهنتون د رامنځته كولو په هيله يې د ايټاليا د ليدنې لپاره د موسوليني بلنه ومنله. دواړو د ۱۹۲۴م د مې مياشتې پر يودېرشمه په روم كې سره وليدل او موسوليني د وګړو پر وړاندې په ايټالوي ژبه د ټاګور د ټولو ژباړل شوو آثارو د لوستلو دعوه وكړه. ټاګور هم له فاشيستي خپرونې (ټريبونا_Tribuna) سره په مركه كې څرګنده كړه: (ښاغلى موسوليني ته وا د هغه ماډل بدن او اروا ده چې د ميكل آنژي په قلم رامنځته شوى دى...) ايټاليا ته د ټاګور سفر د ده ډېر اروپايي ملګري او مينه وال خواشيني كړل. تر دې چې د سفر په پاى كې پر سويس د تېرېدو پر مهال رومن رولان چې ټاګور يې ښه پېژندى او په زړورتيا او درنښت كې يې كوم شك نه درلود، د فاشيستي ايټاليا د شړل شوو او ټاګور ليدنې ته لار هواره او د دې هيواد له آر حالته يې خبر كړ. دې خبرتيا ګټه وكړه او ټاګور چارلز انډروز ته په يوه اوږد ليك كې خپل نوى ډېر غوڅ نظر ښكاره كړ. په مانچسټر گارډين_Manchester Gurdiam كې د ۱۹۲۵م د آګسټ پر پنځمه د دې ليك خپراوي، د ايټاليا د ټولو خپرونو غوسه وپاروله او ټاګور يې د سختې غندنې تر څنګ يو داسې متقلب تارتوف[1] وباله چې د فاشيزم د دښمنانو ملاتړ كوي. په هر صورت د ايټاليا د سفر پېښه تېره شوه او په غرب كې يې د ټاګور شهرت ته كوم زيان ونه رساوه. ټاګور خپل دغه اوږد سفر تر اسټراليا، سويډن، ډنمارك، المان، رومانيا، يونان، مصر او انګلستان پورې وغځاوه او آخير يې په ۱۹۳۲م كې د عراق او ايران تر ليدنې وروسته پاى ته ورساوه. په ايران كې يې يو شمېر پوهان او د سعدي و حافظ مزارونه وليدل. ټاګور هند ته د بېرته راګرځېدو پر مهال، اته نور كلونه په نړۍ كې د معنويتونو د تكامل پر زدكړه تېر كړل. په اويا كلنۍ كې يې نقاشي له سره بيا پيل كړه او د لسو كلونو په اوږدو كې يې دوه زره نقاشي آثار وپنځول. په ۱۹۳۰م كې يې د سهيلي امريكا د يوې اوسېدونكې ملګرې او (سور_Sur) خپرونې د مديرې (ويكټوريا اوكمپو_Victoria O'Campo) په بلنه په پاريس كې يو نندارتون جوړ كړ. ټاګور چې د دغه نندارتون د برياليتوب او د غربيانو له خوا يې د تابلوګانو د تاوده هركلي له امله ډېر خوشحال و، د (بشري دين) په اړه د وينا لپاره د آكسفورډ پوهنتون بلنه ومنله. د ده دغه ويناوې د انسان پر الوهيت راڅرخېدې، چې هماغه كال د انيشټاين او ټاګور د بحث موضوع وګرځېده. له انيشټاين سره تر ليدنې څو مياشتې وروسته، ټاګور له مارګوت انيشټاين او ملګري يې ديميتري ماريانف_Dimitri Maranoff سره مسكو ته سفر وكړ. د شوروي ښوونيزو هڅو ټاګور دومره آغېزمن كړ چې له (ايزوسيتا_Izvestia) خپرونې سره په مركه كې يې نوموړي هيواد ته د خپل سفر له ستاينې ډك اوږد ګزارش وركړ، خو بيا يې هم زړورتيا وښوده او د شوروي دولت پر سخت چلند يې نيوكه وكړه او فكري آزادي يې اړينه وبلله: (فكري آزادي د حقيقت ژوند دى او اسارت يې مرګ... له بشريت سره د مينې له امله هيله درڅخه كوم چې بې رحمانه، ناوړه او ستمګر چلند ته لاس مه اوږدوئ....) له (ايزوستيا) سره د ټاګور دغه مركه تر ۱۹۸۸م پورې چې د شاعر پر مړينه نژدې پنځوس كاله اوښتل، خپره نه شوه. پر دې برسېره ټاګور يو ځل بيا تر بريد لاندې راغى او په امريكا كې د روسانو خولو ته ولوېد. سرګي رخمانيف_Sergei Rachmaninov ، ايلياتولستوى_Ilya Tolstoi او څو نورو تبعيد شوو روسي مشاهيرو نيويارك ټايمز_New York Times خپرونې ته په يوه سرخلاصي ليك كې نيوكه پر وكړه چې ولې يې (د څو ګوتو په شمېر جنايتكارانو) ملاتړ كړى دى. خو چا چې ټاګور پېژندى، د هغه يو سفر يې هم د سياسي دښمنۍ پر بنسټ نه باله، بلكې هر يو يې د ده د متافيزيك او عرفاني خيال زېږنده او د تمدنونو او نړيوال انسانيت غوندې د سترو موخو چوپړ ګاڼه. دغه دعوه د ټاګور د بېلابېلو ليكنو سرليكونو او ښوونيزو اندېښنو له ځلغندې كتنې څخه زباتېداى شي. له سفرونو او بېلابېلو شخصيتونو سره د ټاګور د ليدنو موخه تر هر څه ډېر د هغې ښوونيزې او روزنيزې حوزې ځواكمنول و، چې د ۱۹۴۱م د آگسټ تر اوومې(د شاعر مړينه) پورې ورسره مله وه. ټاګور تر خپلې مړينې يو كال وړاندې د شانتي نيكتان مشري ګاندهي ته وسپارله. ګاندهي چې خپله هم په ښوونيز ډګر كې يو غښتلى اصلاحګر و، ګام راوړاندې كړ او له نوموړي نوي بنسټ سره يې خپله مينه په ډاګه كړه: (له دې سره چې شانتي نيكتان مې تل خپل دويم كور گڼلى، دا ځل(د ۱۹۴۰م په فبروري كې وروستۍ ليدنه) مې تر پخوا ډېر زړه ورسره وتړل شو.) ټاګور څو مياشتې وروسته له آكسفورډ پوهنتون څخه افتخاري ډوكټورا ترلاسه كړه او په داسې حال كې چې د سختې ناروغۍ پر بستر پروت و، سر موريس ګوير_Sir Maurice Gwyer د هند د ستر قاضي (قاضى القضات) لقب وركړ. ټاګور د ناروغۍ پر بستر هم هماغسې شاعر و او له شعره يې لاس وانخيست. د دغه مهال شعرونه يې تر مړينې وروسته د (وروستۍ ليكنه_Sesh Lekha) په نوم خپاره شول. ټاګور د ۱۹۴۱م د مې مياشتې پر څوارلسمه د نوي بنګالي كال په وياړ د (تمدنونو بحران) په نوم خپله وروستۍ رساله په بنګالي ژبه وګړو ته ولوسته. دغه خبرې د اتيا كلن نابغه هغه اوچت آواز و چې پر انسان يې د ده باور له وېري سره مخامخ ښودى: (پر دغه آسمان، چې له ختيځه لمر سر ووهي، نوې سپېدې ښكاره شي! نو هغه انسان چې هر څه يې بايللي، له ډېرو خنډونو سره_سره، بيا يوه لوري ته مخه كوي، تر څو خپل ورك ميراث بيا ومومي.) پنځوس كاله وروسته، د وي.اس.نايپال_V.S.Naipaul په نوم يو بل هندي الاصله ليكوال د ټاګور دې خبرې ته راګرځي او وايي: (هغه خبرې، پر دې نړۍ د يوه غمجن سپين ږيري خداى پاماني وه. پنځه كاله وروسته جګړه پاى ته ورسېده. اروپا د ځان په درملنه اخته وه. د پېړۍ په دويمه نيمايي كې د لوېديځ ځواك، خلاقيت او نفوذ بيا خپور شو، پر كلكته يو داسې مصيبت راغى چې ټاګور ونه ليد.) د ۱۹۴۱م د آګسټ پر اوومه رابيندراناټ ټاګور په اتيا كلنۍ كې په خپل كور كې ومړ. جواهر لعل نهرو، چې هغه ورځ په زندان كې و، د خپلو خاطرو په كتابچه كې وليكل: (روحاني مرشد=ګوروديو له دنيا څخه لاړ. يو عصر پاى ته ورسېد.) دا و چې رابيندراناټ ټاګور د سترو شخصيتونو پانتيون[2] ته ننووت او نوم يې د تمدنونو له خبرو اترو سره ونښلول شو. پاى د لومړيو پارلماني ټولټاكنو ورځ، يكشنبه، ۱۳۸۴ل. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:52 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||

