تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله - ښاغلى ګل اغا شېرزى دې حتمي ولولي
ښاغلى ګل اغا شېرزى دې حتمي ولولي

تاسې پوهېږئ چې په خپلو ورځنيو چارو كې مو څومره د خپل ملت او هېواد خدمت كړى؟ خلك ستاسو د كار او فعاليت په باب څه نظر لري؟ څومره خلك ستاسو له كارونو څخه خوښي ښيي او ستاسو ملاتړ كوي؟ څومره خلك ستاسو د پاملرنې وړ دي؟ څومره خلك ستاسو پر كارونو او فعاليتونو باندې نيوكې كوي؟ ايا پر تاسو نيوكې او ستاسو هڅونه څومره واقعيت لري؟

د همدغو رسنيو په مرسته كولاى شئ چې خپلو راتلونكو پلانونو ته بدلون وركړئ او يا دا چې خپل كار او فعاليت ته سرعت وروبخښئ.

ښاغلى شېرزى! تاسې په خپلو اكثرو خبرو كې چې د ننګرهار ولايت په اړه وي، وايئ چې په تېر پسې مه ګرځئ، ستاسو د دې خبرې پوره او واضح مطلب څه دى؟ ايا په دې پسې ونه ګرځو، چې په ننګرهار كې په تېرو څلورو كلونو كې ولې چا خدمت نه دى كړى؟ ولې د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته پاملرنه شوې وه؟ ولې د مركزي حكومت امر دلته نه منل كېده؟ ولې دولتي رياستونه او د جلال اباد ښار څلور دروازې په اجاره وركول كېدې؟

زه منم چې تاسې له يوه لوى چيلنج سره مخ ياست، ځكه د خلكو غوښتنې دومره ډېرې دي، چې حيران به ورته پاته شئ، پر تېرو چارواكو د خلكو نيوكې دومره دي، چې حسابل يې ګران كار دى، لكه څنګه چې تاسې په بيارغونه كې، ځانګړى نوم او نښان لرئ، نو د ننګرهار خلك غواړي وګوري چې ايا دا خبره تر كومه رښتيا ده؟

تاسو ته دا په كار ده چې د تېر حكومت غوندې رياستونه پر خپلو خپلوانو ونه وېشئ، داسې نه كه څوك كار كولاى شي يا نه، بايد حتمي دې په كې رياست كې پاته شي، ځكه دا خلك چې په جينګه خوله ستاسو ملاتړ كوي، داسې بايد ونه شي.

تېرې بدې او ترخې تجربې بايد تكرار نه شي، له تېر څخه بايد زده كړو، هغه څه لاملونه وو چې ننګرهار دومره وروسته پاته دى، څه لامل دى چې ستاسو د راتګ لپاره خلك تر سرخكانو پورې د هركلي لپاره درځي او څه لامل دى چې د ننګرهار خلكو ستاسو داسې تود هركلى وكړ؟.

زه به د بېلګې په توګه د ننګرهار د رياستونو بې پروايي دروښيم، چې دوى نه غواړي كار وكړي، دوى نه غواړي خپلې چارې منظمې كړي، دوى نه غواړي د خلكو او هېواد خدمت وكړي، دوى نه غواړي زموږ ولايت او هېواد پياوړى شي...

بس دوى غواړي چې د پلان رياست رئيس شي، كروزين ګاډى يې تر پښو لاندې وي، دوى غواړي چې لس كسه ساتونكي ولري، دوى غواړي چې له ملي خزانې څخه لوى او بې پوښتنې دسترخوان ولري، دوى غواړي چې د همدې رياستونو په بركت ځان ته ماڼۍ او بنګلې جوړې كړي، دوى غواړي چې ځان ته په بهر كې كمپنۍ جوړې كړي او غواړي چې په واردېدونكو توكو كې سل په سلو كې ګټه ولري.

اخر دا خبرې به تر كومه روانې وي، تر كله به د ملت وينې په رڼا ورځ څښل كېږي، تر كله به د ملت په سترګو كې خاورې شيندل كېږي، تر كله به چارواكي ځانونو ته ماڼۍ او تجارتخانې جوړوي، تر كله به خپله خاوره او هېواد د كمون اوليه لوري ته بيايي؟.

ملت په هرڅه پوهېږي، د دوى له هر كار و بار څخه خبر دى، د دوى له خارجي او داخلي تجارتخانو او كمپنيو څخه خبر دى، ملت ته څوك چل نه شي وركولاى.

د دې خاورې خلك تر يوې اندازې زغم لرونكي دي او بل دا چې يو متل هم دى ’هرچه از حد بگذرد، رسوا شود‘ نو بيا خلك داسې كار كوي، چې ټوله دنيا ورته ګوته پر غاښ وي، بيا به هغه ورځ ټول تښتي او كه ووايم چې د قيامت ورځ جوړوي، نو غلط به نه شم.

يو بل متل هم دى چې وايي ’د خداى قهر، د ملت قهر‘ نو د دې لپاره چې په راتلونكي كې له قهر څخه په امان او سرلوړۍ سره واوسئ، بايد تېرې تېروتنې سمې شي، ملت او هېواد ته كار وشي، د هېواد خلك بايد په يو نه يو ډول په كار وګمارل شي.

ستاسو راتګ ته هركلى وايو او په دې نظر يو:

ستاسو له راتګ سره سم به ډېر بدلونونه راشي او كار به د كار اهل ته وسپارل شي، د تېر والي صاحب نازولي خلك بايد له درانه خوبه راويښ شي او ورته په جدي توګه وويل شي چې كه كار كورئ او هېواد او ملت ته خدمت كوئ، تاسې كولاى شئ پر دې څوكيو پاته شئ او كه ځان ته كار كوئ، نو په مخه مو ژېړي ګلونه.

په جلال اباد كې د ځينو رياستونو بېغوري او بې پروايي چې ما په خپلو سترګو ليدلې ده، دلته يې درته د بېلګې په توګه راوړم او د ننګرهار له زورورو چارواكو هيله لرم چې زما په دې رښتيا خپه نه شي او كوښښ دې وكړي چې واقعيت درك كړي.

زموږ له دوستانو او خپلوانو څخه يو وړوكى ماشوم له خوګياڼيو څخه د پوهنتون روغتون د ماشومانو څانګې ته راوړل شوى و، چې دلته به يې د تجربه لرونكو او تكړه استادانو!! له خوا د ناروغۍ تشخيص وشي او ماشوم به روغ شي، ماشوم چې د دوو مياشتو و او په خوارځواكۍ اخته و، نمونيا شوى و. كله چې بستر شو، نو د كوما په حالت كې و او اكسيجنو ته يې اړتيا لرله، په دې څانګه كې اكسيجن نه و او بل دا چې سم له لاسه ورته د الفان په نوم يوه دوا تطبيق شوه، چې د ماشوم سن او وزن په پام كې نه و- نيول شوى، دا دوا په داسې حال كې وركول كېده چې ماشوم له سختې تبې په تنګ شوى و، ډاكټران هم لاړل او كله چې سبا ته راغلل، ګوري چې د ماشوم لا پسې تبه زياته شوې ده، نو وارخطا شول او داسې معاينات يې ورته وليكل چې ماشوم بايد عمليات شي، يوه په كې د ملاريا معاينه هم وه.

كله چې ماشوم لېږل كېږي، لابراتوار والا هم د ډاكټر دې نسخې ته خندا او هم په غوسه دى، خو لابراتوار والا ورته وليكل چې ملاريا نه دى، كله چې د ماشوم پلار له لابراتواروالا  څخه وپوښتل چې ولې يې د معايناتو ورته ويلي وو او دواګانې ورته تطبيق شوې؟ د ماشوم پلار ته بله نسخه وركول كېږي او نورې قوي دواګانې هم راغواړي او تطبيقوي يې، ماشوم په دې قوي دواګانو سره لږ ښه كېږي او دشپې د ماشوم پلار او نور خپلوان سره راغونډېږي او پرېكړه كوي چې دلته يو ډاكټر هم د كار نه دى، سهار وختي به ماشوم پېښور ته يوسو.

ناروغ په امبولانس كې اچوي او تر تورخم پورې يې رسوي، هاخوا يې د الرشيد ټرسټ په نوم خيريه موسسې په امبولانس كې اچوي او د پېښور كمپلكس ته يې رسوي، هورې چې كله ډاكټران د جلال اباد او بيا د پوهنتون د روغتون له خوا وركړل شوې نسخې ګوري، نو له غوسې ورته نسخې څيري او په باطله دانۍ كې يې اچوي، بيا پر دغو ډاكټرانو لعنت وايي، دوى وايي چې د دې ناروغ د رغېدو ډېر كم چانس دى، ځكه چې دوى ناروغ د مرګ كندې ته رسولى دى، ناروغ بستروي او د نويو دواګانو لپاره نوې نسخه وركوي، په دې ساعت كې د ماشوم مور په چيغو- چيغو ژاړي او د پاكستاني ډاكټر لمن نيسي، چې ناروغ يې ورته روغ كړي، دا مهال د ناروغ پلار په دوا پسې بهر وتلى وي، د راستنېدو په وخت كې يې ماشوم مړ پروت وي.

بله دا چې د پوهنتون په روغتون كې د پايوازانو لپاره تشنابونه نه شته، باور وكړئ، چې خلك د جومات په هغه ځاى كې چټلي كوي، چې اودس او استنجا په كې كېږي، د دې روغتون مشر دا فكر هم نه كوي، چې دغه پايوازان د حاجت د رفع كولو لپاره چېرې لاړ شي؟ د پايوازانو د ناستې او خوب لپاره وړ خونې او ځايونه نه شته.

دا ښه دى چې مسلمانان يو او جوماتونه خو لرو، په دې روغتون كې چې خلك ورڅخه د هوټل او چمن په توګه كار اخلي، پياده رو يې د IMC موسسې له خوا چمن شوى او اغزن مزى ترې چاپېره شوى دى، دا د دې روغتون او ښاروالۍ بېغوري ده، چې د خلكو عامه پياده رو په اغزن مزي(سيم) نيول كېږي.

ښاغلى ګل اغا شېرزى!

د دې ماشوم د مرګ مسووليت د چا پر غاړه دى؟ ښاروالي ولې موسسو ته اجازه وركوي چې پر دولتي سيمو دې اغزن مزي وګرځولي؟

په جلال اباد ښار كې يو ماشوم چې ګومان كېږي لېونى دى، لوڅ او بربنډ ګرځي، د دې ښار ځينې اوسېدونكي د هغه د شرم ځايونه ګوري، نور په لسګونو لېونيان ګرځي راګرځي، نه يې ملي امنيت په كيسه كې دي، چې كنټرول يې كړي نه نورې اړوندې ادارې، حال دا چې په ننګرهار كې د مرستون په نوم يو لوى دفتر او دېوان شته.

د دې ښار خلك وايي چې د ډاكټر نجيب الله په وخت كې چې كمونيسټي نظام و، په ښار كې چا يو نه لېونى هم ليده او نه كوم كوڅه ډب سپى، خو په ننني نظام كې هرڅه سرچپه شوي او سم خلك لېونيان او كوڅه ډب سپي بهر بېغمه ګرځي.

له تاسو زما دا پوښتنه ده چې ايا پخوانى والي صاحب چې د ورځې يې تر لسو مليونو ګمركي عوايد لرل، خو دغه وړوكي لېوني ماشوم ته يې د يوه جوړه كاليو جوړولو وس نه درلود.

كه د برېښنا رياست ته سر ورښكاره كړې، نو وبه ګورې چې څومره قوماندانان، زر او زور لرونكي په كې ناست دي؟ د برېښنا رياست خپل خپلوان ۲۴ساعته برېښنا لري، څومره له اړتيا پرته ميټرونه وېشل شوي او د رياست مامورين څومره رشوت اخلي، د ډرونټې له برېښناكوټ سره څومره خيانت شوى دى.

خداى دې وكړي چې ستا په راتګ سره د غريبانو جونګړه روښانه شي.

كه د ګمرك يا مستوفيت په رياستونو كې مقرري غواړې نو له شلو تر دېرشو لكو افغانيو پورې به په رشوت كې وركوې بيا په مقررېږې، نه پوهېږم د دې ولايت كوم- كوم رياست درته په ګوته كړم چې نه يې د كار درك شته نه په كې پرسونل شته.

د ننګرهار د اوسېدونكو په استازيتوب په عاجزۍ او زارۍ درته منت كوم، چې خداى ته وګوره چې د تېر والي تجربې عملي نه كړې، د ملت خوښي د ځان خوښي وګڼه او ته او خداى كه ماما، اكا يا د ترورې زوى په دې رياستونو كې مقرروې.

د چارو د ښه والي او ښه خدمت لپاره بايد مسلكي او په كارپوه كسان په دې رياستونو كې مقرر شي، چې د ځان لپاره لږ، خو د ملت لپاره ډېر كار وكړي.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:51 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .