’سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله کې‘ كتاب ته يوه كتنه | ||||
ليکوالانو يې په سريزه کې ليکلي چې دا يې د کتاب لومړى ټوک نه دى، بلكې په مسلسه توګه به يې نور ټوکونه هم چاپ شي. د دې کتاب په سريزه کې چې سړي وګوري د دې کتاب ليکوال يادونه کوي داکتاب يې ځکه چاپ کړى مخدوم رهين ولې له خپلې څوكۍ څخه استعفا نه کوي، ليكوال ويلي دي مخدوم رهين د افغانستان د ملي ټرمينالوژۍ دښمن، دپښتوژبې ضد او همدا ډول د ايران ګوډاګى دى، په کتاب كې يوځاى له ښاغلي مخدوم رهين سره يوه طنزيه مرکه هم ترسترګوکيږي چې مرکه کوونکى يې افغان ولس دى او د مرکې ليکونکي ’په سرکي مارچيچلي وګړي‘ ښودل شوي دي. که چېرې مرکې ته سړى ځير شي نو دا به خامخا ووايي ډېره ښه مرکه ده، ځكه په مرکه کې ښاغلى مخدوم رهين ښه انځورسوى دى او له نومــوړي څـــخه هغه څه پوښتل شوي چې په رښتيا سره ښاغلي رهين دا ټول کارونه ترسره کــــړي دي. پر نوموړي کـــتاب اوس دوه ډولــــه قضاوتونه روان دي، ځينې كسان د دې کتاب چاپ د تعصب پر بنياد ګڼي، خو ډېرى خلك بيا په نوموړي کتاب خپل زړه ټکوروي او ګټور كار يې ګڼي. څه موده وړاندي پېښور ته تللى وم له افغانستانه به ډېرو ملګرو راته زنګونه وهل، د ’سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله کې‘ کتاب راته راوړه، خوپه ډېرتاسف سره بايد ووايم چې په پېښورکې کي نوموړى کتاب نه پيدا کېده، يا به يې ما ته د پلولو ځاى نه و رامعلوم، بالاخره مې نوموړي کتابونه په کابل کې يوڅو ټوكه پيداکړل، هغه ډېرکم وو، خو زياتوکتاب پلورونکو ويل ګواکي دا کتاب ځكه نه خرڅوي چې د دولت کسان ورباندې خبر نه شي، ګنې پوست به ورڅخه وباسي، يوه کتاب پلورونکي داهم راته وويل چې کتاب يې ښه ډېر راوړى په ښکاره يې ځکه نه خرڅوي چې مخدوم رهين ورباندي خبر نه شي، که چېرې ورباندې خبر شي نو بې وژلو به ورڅخه لاړ نه شي. کله چې مې د کلتور وزرات ته زنګ وواهه او له يوه چارواکي څخه مې د نوموړي کتاب په باب پوښتنه وکړه نوموړي ځان ناخبره وگاڼه . کله چې مې ورڅخه وپوښتل په دومره لوړ تيراژ کتاب په ښاغلي وزير پسې خپورشوى، نو بيا ولې استعفا نه کوي او ولې يې څوکۍ تر بغل نيولې چې نه يې ايله کوي؟ نوموړي سړي چې په دري ژبه يې خبرې کولې، وويل: ’اين کتاب به خلاف وزيرصاحب محترم چاپ شده، البته زيادتر افغانها افغان نيستند، بلکه تعصبگراستند، کار وزيرصاحب محترم به تمام ادارات دولتي و به خود رئيس صاحب جمهور و باباى ملت معلوم است، که وزيرصاحب سيدمخدوم رهين يک ادم هوشيار و اهل کار است، امو نفر که اين کتاب راچاپ کده ما در تلاش او هستيم ..‘ نوموړي وويل که يې چېرې د کتاب په خپروونكي خبر شي چې کوم کتاب پلورنځي يا مطبعې چاپ کړى، نو ضرور به يې محاکمه کوي، دا ځکه چې د هغه په وينا د وزير صاحب بې احترامي يې کړې ده. همدا ډول نوموړي وويل چې وزيرصاحب په دې کتاب که خوشحاله نه دى، خوا يې هم نه ده بده، دا په دې مانا چې غل نه دى له باچا څخه نه وېرېږي. دلته سړي ته يو فکر ورپيدا کېږي چې ولې زموږ جګپوړي چارواکي دومره بېفکره دي، کله چې په يوه سړي پسې دومره غټ کتاب خپور شي چې هغه هم پوره شواهد په لاس کې لري او ښاغلي وزير ګواکي داسې کارونه ترسره کړي، خو دى لاسر نه خلاصوي، هغه د خلكو په اصطلاح چې دا اوس ما ته وايې که مخامخ دېوال ته؟!. زموږ چارواکو هم اوس داسې خوى غوره کړى چې هرڅه ورته وايې سر ورته ښوروي خو په عمل کې قران وهلي . ښه بېلګه يې اساسي قانون دى، يوازې يې اوس نوم د اساسي قانون دى او خلك يې يوازې پر ژبه يادوي، خو هغه څه چې څوک په عمل کې پلى نه کړي، هغه هېڅ ارزښت نه لري. زموږ جګپوړي چارواکي بايد د قانون هره ماده وپېژني او عمل يې كړي. څه موده وړاندې مې په کابل كې د ځوانانوپه هغه سيمينار کې برخه لرله، چې وروسته راته معلومه شوه دا يو له تعصبه ډك درې ورځنى سيمينار و، يوه هم پښتو خبرې نه كولې د ښاغلي كرزي يوه مرستيال خو په ايرانۍ پاړسي ږغېده. کله چې ولسمشرکرزى په خپله راغى هغه هم ټكى پښتو ونه وايه، حال دا چې تقريباً له ټولو ولايتونو څخه ځوانان ورغلي وو. نودلته هم که چېرې موږ دا کتاب له سره مطالعه کړو، نو د پښتو، پښتنو او د افغانستان د ملي ټرمينالوژۍ پرضدبه د ښاغلي رهين د كارونو په باب دومره څه په كې ولولو، چې نورو اسنادو ته به هېڅ اړتيا نه وي او دا دى اوس دا اسناد په كتابي بڼه هم خپرېږي. د كتاب په سريزه كې يادونه شوې چې ښاغلي رهين له امريكا څخه په خپرېدونكې اوونيزه (اميد) كې د افغانستان او افغانانو پرضد ګڼې ليكنې كړي دلته يادونه شوې چې د كتاب په دويم ټوك كې به ځنې كار اخلي. ډېرخلك لګيا دي ليکنې کوي، خو د دې کتاب چاپچارې چې هر چا ترسره کړي، په اصل کې يې افغانستان او رښتينو افغانانو ته په رښتياخدمت کړى. دا به تاريخ ثابته كړي، چې دغو ځوانانو څومره مېړانه كړې، اوس به په خپله وزير ته هم څرګنده شوې وي، چې د خپل ملي کلتورساتونکي اوس هم ژوندي دي اوخداى دې داسې بااحساسه ځوانان تل ژوندي لري . په كتاب كې د ګڼو ليكوالو ليكنې راغلي، چې په ټولو كې له دې وزير څخه شكايت شوى او د افغان ضد كارونو يادونه يې كوي، خو زموږ چارواکي نن دومره د خلكو احساساتو ته درناوى نه لري لکه خپلو شخصي گټو ته يې چې لري. که چېرې دا خبره ناسمه وي نو بيا سيدمخدوم رهين چې په سلو کې اتيا كسان ورڅخه خوښ نه ښـکاري، څوک يې په هېڅ په مذهب كې شريك نه ګڼي، څوک يې د افغانستان د کلتور دښمن بولي او څوك يې د ستم ډلې مخكښه څېره. په تېرو څو كلونو كې ډېرو مجلو، ورځپاڼواو بېلابېلو خپرونو په پرله پسې توګه په دې وزير پسې ليکنې كړي، چې د همدغو ليكنو پر بنسټ دا غټ کتاب چاپ شو، اوس هم دا ښاغلى وزير ځان د افغانانو خواخوږى ګڼي. خو وزير صاحب ته به سړي دومره ووايې چې که چېرې ټول افغانان تعصبګر وي اويوازې يې ستا سره اخيستي وي، نو بيا هم ته حق نه لرې پرخپله څوکۍ پاته شې. ځکه ټول افغانان تعصب ګر نه دي، هغوى پر تا باندې بشپړ شواهد په لاس کې لري او ته اوس يوازې دا نه چې پښتنو وپېژندلې، بلکې ډېرو ستا دري ژبو هم وپېژندې، که چېرې موږ ’سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله کې‘ کتاب وګورو، ډېرې ليكنې په دري ژبه هم دي چې اكثره يې د ده پرضد دي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:50 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||

