شهيد سردار محمد داود خان او د چنګاښ د ٢٦مې نېټې پاڅون | ||||
نو په لاره، زينو او دالېزونو كې د پخوا په پرتله ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي وو. د نهو بجو په خوا او شا كې امر راته وشو چې كوټه پرېږدم او دباندې انګړ ته ووځم. په دې ډول ټول هغه بنديان چې د دفاع وزارت د زېرزميني په خونو كې وو انګړ ته رايستل شوي وو. امنيتي تدابېر ډېر ټينګ وو او وسلوالو سرتېرو په ډېره بيړه او وارخطايۍ بنديان يوې او بلې خوا ته ټېله كول. د دفاع وزارت د ودانۍ شاته چې له زېرزمينې څخه د راوتلو لار وه ډېر شين رنګي دريشي لرونكي سرتېري يو په بل پسې ولاړ وو. بنديان ډلې- ډلې د بسونو لوري ته بېول كېدل. څنګه به چې بنديان بسونو ته ور پورته شول، نو د وسلوالو سرتېرو جيپونه او شوبلې به ورپسې شوې او حركت به يې وكړ، په بس كې زما تر څنګ جمعه محمد محمدي ناست و، همداسې نور وزيران، لكه ارواښاد نور احمد اعتمادي او يو شمېر جګپوړي مامورين د اردو د ځينو صاحب منصبانو په ګډون په دغه بس كې وو. هېڅوك نه پوهېدل چې چېرې يې وړي، د موټرو كاروان د پل محمود خان او تر هغه وروسته ديكه توت پر لوري وخوځېد،د مسلخ مخته د ودرېدو امر وشو او يو ځل بيا د امنيتي تدابيرو د ټينګولو هڅې وشوې. زه روحاً ډېر ناارامه وم د موټرو د څراغونو رڼا ته مې چې د نورو حالت وليد، نو د هغوى حالت هم تر ما ښه نه و، له محمدي څخه مې و پوښتل چې ښايي څه وشي؟، داسې لكه چې غوښتل يې ما ډاډه كړي. ويل پروانه لري. ښايي هېڅ ونه شي. تر لږ ځنډ وروسته ودرېدو، وروسته كاروان د يكه توت، هودخېلو او څرخي پله پر لوري وخوځېد. كله چې كاروان د زرهدارو قواو څلورمې اډې ته ورسېد نو خپل تګلورى يې بدل كړ. د پله له پاسه تېر شو او زه په دغه سيمه كې پوره بلد وم. ځكه چې دلته مې د راډيو نوې لېږدوونكې دستګاه لګولې وه او خبر وم چې د كورنيو چارو وزارت په دې سيمه كې د يوه زندان په جوړولو بوخت و، نژدې دوې مياشتې وړاندې د كورنيو چارو وزير په بلنه د كابينې څو تنه غړي د زندان د جوړونې كار د ليدنې لپاره راغلي وو. كله چې كاروان پر دغه لوري مخه كړه. نو پوه شوم چې موږ چېرې وړي. شېبه وروسته ټول موټرونه زندان ته نژدې تم شول. له پخوانۍ ليدنې څخه وپوهېدم چې د زندان د ودانۍ كار نه دى بشپړ شوى، يوازې د پلستر او د كوټو د غولو كار بشپړ شوى دى، د اوبو او برېښنا سيسټمونه نافعال وو، ودانيز مواد لكه خښتې، چونه، سيمنټ او نور هر لوري ته ډېرى وو او د كار خوازې هماغسې ولاړې وې. زموږ بس په څو نورو بسونو پسې شاته ولاړ و، تر دې چې زموږ موټر ته د ننوتلو اجازه وركول كېدله نو پوره وخت ووت.. زندان ته د ودانۍ له ښي لوري يانې وره څخه موټرو ته د ورننوتلو لپاره اجازه وركول كېدله، خو زموږ موټر ته برخلاف له چپ لوري څخه د ننوتلو اجازه وركړل شوه. د څلورم نمبر بلاك مخته چې د كورنيو چارو وزير سره د ليدنې له وخت څخه مې په ياد و ودرېدو. د كورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې درېيم نمبر بلاك چې داخل ته يې رڼا نه ورتله د هغو بنديانو لپاره چې د مرګ په سزا محكوم شوي وو، وړانديز شوى و، څوك به چې هلته وردننه شو نو بيا په ژوندوني ورڅخه نه راوتل. ښايي موږ د نيم ساعت په اندازه د دې بلاك په وړاندې تم شوي وو، خو ما فكر كاوه چې دغه وخت پايته رسېدونكى نه دى. نه پوهېدم چې زموږ لېږدوونكى بس ولې هلته تم شو او ولې هغه وروستى بس و چې د نورو بسونو په څېر د ودانۍ د لوى وره مخته تش شو. دغه مهال شپه تر نيمې رسېدلې وه. د ودانۍ دننه هوا ډېره خواشينوونكې وه د اردو سرتېري لږ تر سترګو كېدل. داسې ښكارېدل چې په دغه ځاى كې د چارو اداره د پوليسو د ټولي په ولكه كې وي. ټول بنديان په دالېز ونو كې د مېږو د رمې په څېر د يو بل تر پښو لاندې خپاره شول او يو بل يې نه ليدل، د لومړي بلاك وداني چي تر دې مهاله زه هلته وم درې پوړيزه وه، پوليس او سرتيري هر لوري ته د پلټنې په حال كې وو او هېڅوك نه پوهېدل چې كيسه څه ده. اخره ډبرين ورونه چې د دلېزونو دواړو غاړو ته وو، پرانيستل شول او پوليسو بنديان د مېږو په څېر په ډبرو وويشتل او شاتنى اوسپنيز ور يې ورپسې كلك كړ، زه جمعه محمد محمدي، تواب اصفي، غوث الدين فايق او قيوم وردګ چې ما ته نژدې ولاړ وو، يوې هوجرې ته يې ورټېله كړو او ور يې راپسې کلک کړ. د زندان د هوجرې غولي فرش نه درلود. دوې كړكۍ يې لرلې چې هره يوه يې نژدې دېرش په دېرش سانتي مترو كې وه او د شمال لوري ته خلاصېدلې. اوسپنيز ور يې د انسان د سترګو د ليد د لوړوالي په اندازه د يوې پنځلس په پنځلسو سانتي متره ښيښې په اندازه وه، چې له انګړ څخه د څارنې لپاره وړانديز شوې وه. زه تر ډېره پورې په كوټه كې ولاړ وم. كه چېرې محمدي په سختۍ سره كړكۍ نه واى پرانيستې نو موږ ټول د كافي هوا د نشتوالي له امله خفه كېدلو. وروسته ور پرانيستل شو او دوو تنو پوليسو موږ هر يوه ته دوې، دوې عسكري كمپلې، يو يو بالښت او يوه، يوه توشكه راواچوله او وريې بېرته وتاړه. د توشکونو په منځ کې پنبه نه وه ټکول شوې او داسې ښكارېدې لكه د جوال په منځ كې چې څه اچول شوي وي. د شپې ناوخته و، زه هم ډېر ستړى وم او په دې هڅه كې وم چې سر ولګوم او ويده شم، له يوې كمپلې څخه مې د كوټې د غولي د فرش كار واخيست او په سختۍ سره مې د بالښت او توشكې پنبه تر هغه ځايه چې شونې وه اواره كړه. له دويمې كمپلې څخه مې د بړستنې كار واخيست او ويده شوم. سهار شپږ بجې د خونې ور پرانيستل شو. يو پوليس راغى يو څه وچ چاى او بوره يې راوړله او ويې ويل كه اېشېدلې اوبه مو په كاروي نو درته راوړم يې. د مخ او لاس مينځلو او ضرورت د ر فع كولو لپاره كولاى شئ لاندې لاړ شئ. د دې بلاك له انګړ څخه لوړ ډبرين دېوالونه راتاو وو، د هغه يوه لوري ته سوري او د شل متر په اندازه څو د اوبو بېرلونه ايښودل شوي وو، چې له هغه څخه د څښاك او اړتيا د پوره كولو لپاره كار اخيستل كېده. تر دې مهاله د زندان جوړونې كار نه و بشپړ شوى. ځكه كمونيسټانو د دوو اوونيو په اوږدو كې يوازې دومره كړي وو چې د برېښنا سيسټم يې جوړ كړي. د دې بلاك ودانۍ (لومړۍ شماره) په اوږدو كې له ختيځ څخه د لوېديځ او په ساره له شمال څخه د جنوب پر لوري پرته وه، د ودانۍ ختيځ لورى د جمهوريت د كابينې غړو، جګپوړو ملكي مامورينو، د اردو جګپوړو سرتېرو او هغو نارينه ووته چې له مرحوم محمد داود خان سره يې نژدې اړيكي لرل ځا نګړى شوى و او د ودانۍ په لوېديځ لوري كې د شاهي كورنۍ ښځينه غړي او واړه ماشومان بنديان وو. ښځې او نارينه په بېلابېلو وختونو كې د ضرورت د پوره كولو لپاره د زندان انګړ ته بېول كېدلې. د زندان د جوړښت په اړه څو كليمې: په اساسي ډول د څرخي پله زندان د كورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې له لويو تاسيساتو څخه وړانديز شوى و. ځكه د كابل د دهمزنګ زندان د ښا ر په منځ كې و، چې ساحه يې محدوده او د وخت د اړتيا او غوښتنو له مخې يې د وسايلو په لرلو كې هم ستونزې لرلې. د زندان په نقشه كې د هرې ودانۍ لپاره ځانګړې احاطه وړانديز شوې وه. لومړى نمبر بلاك يوازې د سياسي بنديانو لپاره په پام كې نيول شوى و او په دغو خونوكې بايد ټولې اسانتياوې، لكه له كوټې دباندې بېل تشنابونه، كتابتون، د مطالعې خونه، له پايوازانو سره د ليدنې خونه او د ګرځېدلو ځاى يې بايد لرلاى. دويم نمبر بلاك چې كوټې يې د څلورو، اتو او دوولسو تنو بنديانو لپاره په پام كې نيول شوې وې او هم بايد د بنديانو د شمېر له مخې د اسانتياوو لرونكې واى. درېيم نمبر بلاك عمومي زندان و چې د هغې له مخې يې بايد اسانتياوې لرلاى. او څلورم نمبر بلاك لكه مخكې چې يادونه وشوه د هغو بنديانو لپاره ځانګړى شوى و، چې محكمې د مرګ سزا ورته اورولې وه. د دې تر څنګ محبس بايد د اهل كارو لكه نجارۍ، فلز كارۍ، خياطۍ او نورو تاسيساتو لرونكى واى، چې يو زنداني وكولاى شي په هغه کې د خپلې خوښې وړ مهارت زده كړي او وروسته ور څخه كار واخلي. كمونيسټانو له دغه نابشپړې ودانۍ څخه استفاده وكړه په هر بلاك او هره هوجره كې يى دومره بنديان ځاى پرځاى كړل، چې له امكانه وتلى و، زما په كوټه كې چې د يوه نفر لپاره برابره شوې وه، ځينې مهال تر اتو تنو پورې په كې ځايېدل. په لومړيو ورځو كې په زندان كې ډېر بنديزونه وو، د زندان موظفو پوليسو تر هغه مهاله ما ته درناوى درلود، په لومړۍ ورځ د پوليسو مشر د اردو له يوه تن سر تېري سره چې رتبه يې له لومړي بريد من څخه لوړه نه وه زما كوټې ته راغى او هغه يې د سيد عبدالاله او د زندان قوماندان يې د جنرالي په څوكۍ ما ته راوپېژانده. سيد عبدالاله توره كى او لنډكى سړى و، چې په كندهارۍ لهجه ګړېده او معلوميده چې هغه هم لا تر اوسه له وزيرانو او د اردو له جګپوړو سرتېرو څخه حيا كوله. د زندان په انګړ او دالېزونو كې مې له خپلو ملګرو او انډيوالانو سره خبرې كولې او له نويو كسانو سره بلدېدم،د پوليسو افسرانو به څارلو، خو منع كولو يې نه. ماسپښين مهال څو تنو سرتېرو د ښوروا يو لوى دېګ په يو زنبيل كې چې پر سر يې د مېښې د غوښې ټوټې وې او ډېر مچان ورباندې تاوېدل دننه راوړ او د پوليسو مشر نارې وهلې چې خپلو كوټو ته لاړ شئ چې د ډوډۍ وخت دى. د ښوروا تور رنګ كه به څومره وږى وې د سړي اشتيا وژله. ما په ټوله موده كې چې په زندان كې وم د مېښې غوښه او ښوروا ونه خوړله. ځينې ورځې به يې وريجې او سالن، يا د كچالو او لوبيا قورمه راكوله، چې په نسبي ډول خوړل كېدله. تر ماسپـښين وروسته يو تن پوليس كوټې ته راغى اوويل يې چې زه ښار ته ځم كه څه شي ته اړتيا لرې چې درته رايې وړم. محمدي يوازېنى كس و چې نغدې روپۍ ورسره وې او فكر كوم چې دوه سوه افغانۍ يې پوليس ته وركړې چې موږ ته كاسه، پشقاب، كاشوغې، پنجې، ګډوې او ځينې نور اړين وسايل راوړي. لومړنۍ ورځې اواوونۍ په همدې ډول له زيات بنديز پرته تېرې شوې. د بنديانو پايوازان د هرې اوونۍ په پاى كې راتلل، پخ كړي خواړه او پاك كالي به يې بنديانو ته راوړل، د زندان له چاپېريال څخه داسې برېښېدل چې ښايي د زندان اداره په ټوليز ډول ډاډمنه نه ده چې له بنديانو سره څه وړ چلند كېږي. په دې موده كې چې د غويي له اوومې څخه څلور،پنځه اوونۍ تېرې شوې وې د وسايلو د نشتوالي له امله د سر او ځان د مينځوشونتيا نه وه، بنديانو به ماسپښين مهال چې كله لمر لوړ شو او د اوبو بېرلونه به يې تاوده كړل خپل ځانونه او سرونه مينځل. يو ځل د غبرګولي د مياشتې په لومړيو كې ما هم دا كار وكړ،خو اوبه سمې ګرمې نه وې نو په همغه شپه مې سخته تبه شوه، په دا سبايي تواب اصفي د پوليسو مشر كوټې ته راوست او زما له حالت څخه يې خبركړ. هغه ژمنه وكړه چې په دې اړه به لوړ مقامات خبر كړي، چې ډاكټران او درمل راولېږي. د سختې تبې له امله نور په ځان ونه پوهېدم. سبا چې كله له خوبه راويښ شوم نو د پخوا په پرتله يو څه ښه وم. تبه مې د پخوا په څېر سخته نه وه او د ورځې په اوږدو كې مې تبه بېخي وشكېده. تر ماسپښين وروسته مې چې د پوليسو مشر وليد راته ويې ويل چې ستا د ناروغۍ په اړه مې مركز ته خبر وركړى، خو له بده مرغه لا مې ځواب نه دى تر لاسه كړى. د اوونۍ په پاى كې چې كله زما پايواز راغى نو څو قلمه دوا مې ورڅخه راوغوښتله. د غبرګولي تر۲۳مې پورې د ورځو په اوږدو كې كوم د پام وړ بدلون رامنځته نه شو، دغه ورځ ماښام د نورو شپو په څېر ټول ويده شوو. په دالېز كې د خلكو د تلو راتلو، د زندان په وره كې د موټرو، د خبرو اوسرتېري قوماندان غږونو زه راويښ كوم. لامې درك كړې نه وه چې د څه لپاره د پوليسو مشر د خونې كولپ خلاص كړ او كوټې ته راننوت، هغه ډېر په بيړه وويل هېڅوك دا حق نه لري چى د وره يا كړكۍ له ښيښو دې د باندې وګوري او كوټه بايد تياره وي. دايې وويل او كوټه يې بېرته بنده كړه د شپې دوې بجې وې، نيم ساعت وروسته دالېزونه خالي او غږونه غلي شول، لا څو دقيقې نه وې تېرې چې د زندان شا ته (يانې زما كوټه شمال لوري ته واقع وه او د زندان داخل هم هغه لوري ته و، نو ځكه هر غږ په ښه توګه اورېدل كېده) له پرله پسې شپېلكو وروسته څو ډزونه وشول او وروسته مرګونې چوپتيا خپره شوه. دغه وېرونكې شپه هم سبا شوه. په هغه سبايي ټول بنديان د زندان په انګړ كې وو، خو د هېچا غږ نه پورته كېده، هر څوك پوهېدل چې د شپې ځينې كسان ارام شوي وو او د پاتې برخليك څرګنده نه ده چې څه به وي. د دفتر رئيس اكبر، د ولسمشر حاضرباش بازمحمد خان او د هغه درې ځوان زامن حسن، مجيد ياور او سربلند ( د بازمحمد خان كشرى زوى قاسم چې په زندان كې و ژوندى پاتې و او يو شمېر نور ټول وژل شوي وو) لا ددغې وېروونكې پېښې يوه اوونۍ نه وه وتلې چې يوې نوې پېښې بيا بنديانو ته يو ټكان وركړ او هغه دا چې يوه ورځ تر ماسپښين وروسته صلاح الدين محمود غازي او د كندهار امنيې قوماندان عبدالرشيد ته خبر وركړل شو چې تاسو نن ورځ رخصتېږئ ماسپښين درې بجې وې چې عبدالرشيد د كوټې د وره د ښيښې تر شا د لاس په اشاره او خندنۍ څېره له ما سره مخه ښه وكړه. د شپې اته بجې دغه دواړه له زندان څخه وايستل شول او يوه ورځ وروسته موږ ټول د هغوى له تياره برخليك څخه خبر شوو. نژدې هره ورځ د سهار له مخې د ضرورت د رفع كولو او مخ مينځلو لپاره د زندان حويلي ته راوتلم او له نويو بنديانو سره به مې چې د شپې به راوړل شوي وو ليدل. د شپې مهال به د اردو شين رنګي سرويسونه چي سرې پردې يې لرلې د زندان داخل ته راتلل، چې د شپې په نيمه كې يې اجل نيولي كسان وژنتونونو ته يوسي، د سهار له مخې د نويو څېرو ليدل او د شپې له خوا وژنتونو ته د بنديانو وړل د زندان ورځنۍ پېښې وې او هېڅوك په خپل برخليك نه پوهېدل. د يو څه وخت لپاره هره ورځ تر ماسپښين وروسته د اګسا رئيس اسدالله سروري زندان ته راته او له زندانيانو څخه يې تحقيقات كول. زموږ له ډلې څخه يې ډاكټر نوين څو ځله د تحقيقاتو لپاره وروغوښت، هغه ته يې داسې شكنجې وركړې چې وروسته به په پښو نه شو درېدلاى. وروسته ډاكټر نوين ما ته وويل چې د تحقيقاتو په كوټه كې د اګسا څو تنه نور غړي هم له اسدالله سروري سره ناست وو. ډاكټر نوين ته به يې ويل (ووايه) كله به چې نوين وپوښتل چې څه ووايم ؟ نور به نو وخت نه وركول كېده او د هغه شكنجه به پيل شوه. يوه ورځ سهار د پنجشېر د قضيې ټول بنديان چې د جمهوريت پر مهال نيول شوي وو، هغه بلاك ته چې زه په كې بندي وم، راوړل شول، د هغوى ظاهري څېرې، ږيرې، لونګۍ او مولايي جامې له ورايه ښكارېدې. كله به چې د جمهوريت له جګپوړو مامورينو سره مخ شول نو له هغوى سره به يې ناندرۍ پيل كړې او بد رد به يې ورته ويل. ما چې د وضعې تر ينګلتيا درك كړه، ما، اصفي او فايق په خپلو كې سلا وكړه او فايق دېته حاضر شو چې په هر شكل وي بايد موضوع د زندان له قوماندان سره شريكه كړي. په دې ډول قوماندان د پېښې جريان درك كړ او له مركز سره يې اړيكي ونيول چې له هغه امله يې تر يوه ساعت پورې اخواني بنديان بل بلاك ته ولېږدول او پېښې پاى وموند. د زندان د ادارې په جريان كې هغه مهال عمده بدلون رامنځته شو، كله چې روسان راغلل او په نامستقيم ډول يې د زندان اداره په لاس كې واخيسته. | هره اوونۍ د پايوازانو راپرېښودل منع شول، كله به په مياشت كې يو يادوه ځله او يا به په هرو پنځلس ورځو كې يو ځل د راتلو اجازه وركول كېده. | راوړونكو خوړو ته به د زندان دا دارې له لوري د راوړلو او يا نه راوړلو جواز وركول كېده. | بنديانو يوازې دوه ځله د ورځې يو ځل تر ماسپښين وروسته او يو ځل هم تر ماسپښين مخكې د ضرورت د رفع كولو لپاره بهر ته د وتلو اجازه لرله، چې په ډله ييزه توګه د باندې راووځي او د نيم ساعت لپاره هلته تم شي، خو يو له بل سره د خبرو اجازه نه وركول كېدله. | د شپې له لوري د زندان له هوجرې څخه د راوتلو اجازه نه وه، كه به چا ته د ضرورت د رفع كولو اړتياوه نو له بوتل څخه به يې استفاده كوله او سهار به يې خالي كاوه. | تر يوه وخت پورې د كوټې په داخل كې هم د خبرو اجازه نه وه. | د بنديانو كوټې او بسترې به تل پلټل كېدلې. | هېڅ بندي حق نه لاره چې راډيو دې واوري، له ټولو بنديانو څخه وړې راډيوګانې ټولې شوې. | ټولې توشكې ټولې شوې او بنديان بايد پر ځمكه څملاستلي واى. د زندان قوماندان سيد عبدالاله په روسانو د ډاډ پر مهال يو عجيب بدلون وموند. هغه نور يو بد ويونكى، بې ادب او بې تربيې شخص شو، هغه به چې هر څه غوښتل د بنديانو لپاره يې روا ګڼل. بنديان به يې د ښوونځي د كوچنيانو په څېر په يوه قومانده له كوټو د باندې راايستل او هغوى به يې تر يوه ساعت چټيات ويلو بوختول، ټول په غلي ډول بې له دې چې څه ووايي او سرونه پورته كړي بېرته خپلو كوټو ته ورګرځول، هغه به ويل د دې حق لري چې تر دوولسو تنو پورې په خپل لاس په تفنګچه ووژني. د زندان د پوليسو مشر نور هېڅ وړ واك نه درلود. د قوماندان ياور چې يو خورد ضابط و د پوليسو د مشر په پرتله يې د چارو زيات واك درلود، نور نو دوبى مخ پر ختمېدو او سوړ ژمى رانژدې و. نور نو هغو كسانو چې د دېوال غاړې ته يې له اوبو څخه په اصطلاح د زهرجنو اوبو څخه د ځان حينځلو او غسل لپاره كار اخيست فرصت له لاسه وركاوه. ما وروسته له هغې چې ناروغ شوم له ځان مينځلو څخه بېخي ډده وكړه او ځينې مهال به مې يوازې د سر وېښته مينځل. د هېواد په سياسي چاپېريال كې د خلق او پرچم تر منځ اختلافات زيات شول او پرچميان د دولت له دستګاه څخه وشړل شول، ما دغه اطلاعات له راډيو څخه په پټه اورېدل. د پرچميانو مشران د سفرونو په نوم ختيځ او لوېديځ ته وتښتېدل. هغه چې پاتې وو، څه موده وروسته د يوې توطيې له مخې ونيول شول او وروسته د پلڅرخي زندان ته راوړ ل شول. دپرچميانو يوشمېر وزيران له نورو بنديانو بېل او په غربي بلاك كې ځاى پر ځاى شول او د هغوى پاتې شوني به چې راوړل كېدل په شرقي بلاك كې له نورو بنديانو يانې ماسره يو ځاى بنديانېدل. يو له بل سره مو هېڅ كار نه درلود، خو په زندان كې د هغوى په ليدلو خوښېدلو. د كمونيسټانو په تولو پېښو كې په قلعه جواد كې د شپې وژنې وشوې د حضرت د كورنۍ نارينه ووژل شول او ښځې يې د پلڅرخي زندان ته يووړل شوې. يو كوچنى زوى يې چې له ښځو سره زندان ته راوړل شوى و د شپې له خوا د دغې وژنې پېښه بيان كړه. د ورځې په جريان كې محبس داسې پاليسي اختيار كړې وه كه به دشپې يو يا دوه زندانيان وژنتون ته بېول كېدل، نو په سبا به ډېر لږ بنديان وو، چې په هغه اړه دې نور بنديان خبر كړي. له دې سره هم هېڅوك له دې فكر څخه (چې زما وار به څه وخت رارسېږي) بيغمه نه وو او بنديان د يوې اروايي شكنجې په حالت كې وو. په هر حال كله به بنديزونه لږ او كله زيات شول او كله به پرته له دې چې په دې وپوهېږي سبا به څه كېږي ورځ تېره شوه دا هم يوه بله پېښه چې له امله به يې د زندان شومې ورځې تل زما په ياد وي : داچې ټولو بنديانو يو ډول حالت درلود نو ځكه به كله نا كله د ټولو تر منځ يو ډول تړاو رامنځته شو. يوه شپه چې د بي بي سي راډيو غږ راډيو په پټه اورېدل كېده. په داسبا يې تازه خبرونه په پوره احتياط يو بل ته رسول كېدل،.زما په خونه كې له ارواښاد اعتمادي سره زه خالق، اصفي او محمدي يو ځاى و، محمدي يوه كوچنۍ راډيو له كور څخه په پټه غوښتې وه د نابشپړ تشناب تر څنګ چې له هغه څخه مو له اجازې پرته كار د پخلنځي لپاره كار اخيست ايښې وه. د بي بي سي خپرونې به مو په وار سره داسې چې يو تن به پسخانې ته تلو هلته به مو خبرونو ته غوږ ايښود او وروسته به مو نورو ته ويل. د بنديانو په منځ كې بي بي سي د بي بي مهرو په نوم مشهوره وه. زموږ له كوټې څخه دوې كوټې هاخوا د ډاكټر عبدالله عمر، روشندل روشن، تاج محمد وردګ او د روشندل روشن ورور په يوه كوټه كې وو، عبدالله عمر هم په قاچاقي توګه يوه وړه راډيو په پټه تر لاسه كړې وه او په پټه به يې له ورځنيو خبرونو څخه د كوټې له ملګرو سره يو ځاى ځان خبراوه، پاتې دې نه وي چې بي بي سي د ايران او افغانستان د پېښو جريان په مفصل ډول خپراوه او موږ په دې ډول له ورځنيو پېښو څخه خبرېدو. په هر حال، د پوليسو يو تن افسر چې بصير نومېده د عبدالله عمر په كوټه كې د راډيو له شتون څخه خبر شو او د هغه د كوټې پلټل يې پيل كړل. راډيو يې چې د ډبرو سكرو له ډېري لاندې وموندله د زندان قوماندان سيد عبدالاله ته يې يوړه اوهغه يې له پېښې خبر كړ. په هغه ورځ ماښام د تل په څېر د دغسې مواردو پر مهال ورونه وتړل شول او د سيدعبدالاله غږ اورېدل كېده چې په لوړ غږ يې ټولو ته بد رد ويل. هغه عبدالله عمر او د هغه ملګري يې له ځان سره د زندان قوماندانۍ ته يووړل چې هلته د شكنجې او ځورونې هر ډول وسيلې موجودې وې او د اګسا د پلاوي تحقيقات هم دغلته تر سره كېدل. لږ وخت وروسته بيا د سيد عبدالاله غږ تر غوږه شو چې ويل يې (عطايي چېرې دى؟) له دې سره سم يې د وره قفل پرانيست. قوماندان او ياور يې راغلل، زه يې مخاطب كړم، پوښتنه يې وكړه چې ’راډيوچېرې ده؟‘ ما هېڅ ونه ويل، هغوى زه، اصفي او فايق له ځان سره بوتلو او د قوماندانۍ كوټې ته په رسېدو سره يې د دې لپاره چې ټول يې واوري په لوړ غږ بد رد وويل. لنډه دا چې شپه ډېره خرابه تېره شوه او د هغه تصور مې په خيا ل كې دى، خو كله چې سيد عبدالاله زه څنګه د تحقيق لپاره وروغوښتم، تاج محمد وردګ د تحقيق او شكنجې پر مهال ورته ويلي وو چې ’عطايي هم راډيو لري او تل له خپلو ملګرو سره خبرونه اوري‘ يوه ورځ وروسته عبدالله عمر راته وويل، ولې ما تر نن ورځې پورې تاج محمد ورد ګ ته څه ونه ويل. هغه د عبدالله عمر د دې پوښتنې په ځواب كې چې ولې دې عطايي په بلا ککړ کړ؟ ويلي و كه مې نه واى ويلي نو زه په خپله د بلا له خولې نه خلاصېدم. د پنجشېر د قضيې د بنديانو په اړه مې دمخه يادونه وكړه چې بل بلاك ته ولېږدول شول، خو د هغوى برخليك څه شو؟يوه شپه د څرخي پله په زندان كې په ډله ييزه توګه د الله اكبر غږ له خوبه راويښ كړم، چې سترګې مې لوڅې كړې كتل مې چې نور هم رڼې سترګې په خپلو ځايونو كې ناست وو، يو له بل څخه يې پوښتنې كولې، زه پورته شوم او په تياره كې مې له كړكۍ د باندې وكتل د څراغ رڼا ته مې وليدل چې په يوه سرويس موټرکې لونګۍ والا او ږيرورو کسانو د الله اکبر چيغې وهلې. افسران او پوليس به په بيړه کله د بلاک او کله د سرويس موټر لوري ته تلل راتلل، ناڅاپه د لاسي بم چاودنې ټول ولړزول او ورپسې په سرويس موټر د دهشكې چې د لومړي بلاك په وروستۍ برخه كې نصب شوې وه ډزې وشوې او دغو ډزو تر هغې دوام وكړ چې د سرويس موټر په منځ كې ټول له حركت څخه ولوېدل. د دغې زړه لړزوونكې پېښې ليدلو يو ځل بيا موږ ټول ووېرولو او مرګونې چوپتيا تياره چاپېريال نور هم تياره كړ. د سهار لمر راوخوت او هغه وحشتناكه شپه تېره شوه پوليسو د مړو جسدونه وپلټل او چې څه به يې موندل نو جېبونو كې به يې اچول. او د سهار تر پايه پورې بنديان، جسدونه او د سرويس موټر ويجاړې شوې ټوټې له لومړي بلاك څخه ليرې شوې وې. وژل شوي خلك هغه اخوانيان وو چې د پنجشېر په قضيه كې د خلكو له لوري نيول شوي وو او د درېګونو محكمو له لوري د بېلابېلو مودو لپاره بنديان شوي وو، كمونيسټانو په دغه شپه كې هغوى له درېيم بلاك څخه لومړي بلاك يانې د محبس قوماندانۍ ته ولېږدول او غوښتل يې چې وروسته يې وژنتون ته يوسي. ټول هغه كسان چې د اعدام لپاره بېول كېدل، نو د محبس قومانداني ته به راوړل كېدل هلته به يې لاسونه شا ته تړل او سترګې به يې پلسټرېدلې. بنديان په دې پوهېدلي وو، نو ځكه يې په مقاومت لاس پورې كړ. چې په پايله كې يې يو شمېر دلاسي بم په وسيله د كوټې دننه او يو شمېر نور يې د دهشكې په وسيله مخکې له دې چې د زرهدارو څلورمې قوا وژنتو ن ته ورسېږي ووژل شول. د محبس د عمومي قوماندان سيد عبدالا له برخورد او چلند هره ورځ له بنديانوسر ه ترخېده. هغه د هېچا او هېڅ شي پروا نه لرله. نوموړى د شورويانو او تره كي له لومړيو باوري كسانو څخه و، خو هغه بې له دې چې د پېښو جاج واخلي په ډېر مغرور انداز به د ټولو پر وړاندې ودرېده او چټيات به يې ويل. لکه د ډوډوۍ خوړلو په ناسته کې د تره کي لپاره هر رنګ وريجې پخې شوي او هغه نه پوهېږي چې کومې لومړى وخوري. يا دا چې په مسكو كې هر څوک كولاى شي چې له ممانعت پرته د يو وزير له لور سره بلد شي او داسې نور... هغه داسې ګڼله چې د يوه بندي ژوند د يوه مچ هومره ارزښت هم نه لري. تر دې چې يوه ورځ داسې يوه پېښه رامنځته شوه د واك د ترلاسه كولو نژدې يو كال كېده، د خلكو مقاومت او په بېلابېلو جبهو كې جنګ ښه په تېزۍ سره روان و، چې له دې امله ډېرى مجاهدين نيول كېدل او پلڅرخي زندان ته راوړل كېدل. د بنديانو شمېر هره ورځ زياتېده، كمونيسټانو په بشپړ وحشت سره ټول مجاهدين اخوانيان بلل او وژنتونونو ته يې وړل. د مني په ورځوكې يوه ورځ ماسپښين ټول ورونه وتړل شول او هېڅ يو بندي ته دباندې تلو اجازه نه وركول كېده، د كوټې له كړكۍ څخه مې چې د شمال لوري ته وه كولاى شواى د بلاك شا ته، حويلي، د راتللو لار او تر يوې اندازې د درېيم بلاك ساحه ووينم. د لومړي بلا ك په ساحه كې څو عرادې موټر چې سرې پردې ورته ځوړندې وې- ولاړ وو او په رڼا ورځ يې بنديان وژنتونونو ته وړل. چې دا يوه نوې پېښه وه، دننه په كوټه كې چې دغه مهال ارواښاد اعتمادي د قيوم وردګ تر رخصتېدو وروسته له ماسره يو ځاى شوى و، نو موږ ټولو په ډېرې وارخطايۍ كله له كړکۍ او كله هم دوره له ښيښې څخه دباندې كتل، هر يوه دا فكر كاوه چې نن ښايي د ده وارى وي، كله چې ما له كړكۍ څخه دباندې وكتل نو د درېيم بلاك له لوري درې، څلور تنه د اردو له وسلوالو پهره دارانو سره د محبس د قوماندانۍ لوري ته راروان وو او د لومړي بلاك په ودانۍ كې ترڅو دقيقو تم كېدو وروسته په غالب ګومان د قوماندانۍ په خونه كې، په سرويس موټرونو كې ځاى پر ځاى كېدل. دغې سلسلې تر يوه وخته دوام وكړ او وروسته د يوې اوږدې مودې لپاره وځنډېده. بنديانو چې د كوټو كړكۍ يې د جنوب لوري ته وې كولاى شواى چې دغه جريان په داخل كې له درېيم بلاك څخه د راتلو پر مهال وويني. د وقفې پر مهال د سرتېرو او پوليسو منډې چې كله به لومړي او كله هم درېيم بلاك ته تلل ليدل كيدې. سيد عبدالاله په بيړه درېيم بلاك ته ننوت. او تر لږ ځنډ وروسته بيا منډې رامنډې پيل شوې. فوراً يې تزكره دودانۍ داخل ته راوړه او په هغه كې يې ټپيان له ودانۍ څخه يووړل. ورپسې د اګسا رئيس سروري هم ودانۍ ته ورننوت اولا ډېر وخت نه و وتلى چې د تفنګچې د ډزو اوازونه واورېدل شول او وروسته چوپتيا خپره شوه. دغه مهال ورځ هم پايته رسېدلې وه. هغه چې په سرويسونو كې ځاى پر ځاى شوي وو هغوى يې ولېږدول او بنديانو ته اجازه وركړل شوه چې د ضرورت د رفع كولو لپاره انګړ ته ووځي. له يو بل سره د بنديانو د ليدلو پر مهال په ډاګه شوه چې له لومړي بلاك څخه هم څو تنه وړل شوي وو. د درېيم بلاك په داخل كې جريان د عيني شاهدانو له لوري داسې بيان شو: د پوليسو افسر د بنديانو نومونه اخيستل او درې يا څلور كسيزه ډله به چې له نورو بنديانو رابېله شوه نو وبه لېږدول شوه. د څو تنو بنديانو تر لېږدولو وروسته د يوه بندي نوم څو ځله تكرار شو، خو هغه هېڅ غږ ونه كړ. د محبس قوماندان يې له پېښې خبر كړ او هغه په خپله ډېر په غوسه درېيم بلاك ته راغى سيد عبدالاله وويل: دغه بې شرفه او... څوك دى او ولې غږ نه كوي؟ يوه بندي ځواب وركړ چې بې شرفه او... په خپله يې! سيد عبدالاله په غوسه د نوموړي لوري ته ورنژدې شو. نوموړي بندي په بيړه يو لاس د سيد عبدالاله له غاړې تاو كړ او په بل لاس يې هغه په چاړه چې دمخه يې تياره كړې وه وواهه او سخت يې ټپي كړ چې بيا سروري نوموړى په مرميو وويشت. سيد عبدالاله د همدغه ټپ له امله نور په حال رانغى، تر دې چې كابل ته د ببرك په راوستلو سره د روسانو له لوري په مرګ محكوم شو او د سيد عبد الاله ياور د تنظيمونو له لوري په پېښور كې اعدام شو. د سيد عبدالاله د ظلم د پايته رسېدو له امله كه څه هم د يوه انسا ن د سر په بيه تمام شو، ټول بنديا ن خوښ وو. وروسته يوبل افسر د محبس د قوماندان په توګه وټا كل شو او له ځنډ پرته يې له بنديانو سره د برخور د په اړه له سره كتنه وكړه. -په د الېزونو او هر پوړكې يو- يو ټلويزيون كېښود ل شو او ټولو اجازه لرله چې د خپرونو تر پايه د ټلويزيون ننداره وكړي. كوټې نورې د ورځې له خوا كولپ كېدې او د هر چا خوښه وه چې په خونو كې اوسېدل او كه انګړ ته وتل، ان تر دې چې د يوه او بل كوټو ته په تللوهم بند يز نه و. -له مركز څخه د فوق العا ده اجا زې لرلوپر مهال د كورنيو غړو كولاى شول له بندي سره وګوري. - د پايواز د خوړواو كا ليو په راوړلو هم څه سختي نه وه. نوى قوماندان داسې برېښېده چې د تره كي له پلويانو سره يې لا ر وړله او ترډېره به يې له هغوى سره بنډار كاوه. وژنتونونوته د بنديانو د لېږدولو لپاره يې نوې پاليسي ټا كلې وه، داسې چې ځينې ورځې به يې دشپې له پيله يو عراده د سرو پردو لرونكى بس موټر د لومړي بلاك شا ته ودراوه او د تلويزيون د خپرونو له پايته رسېدو وروسته به چې ټول بنديان خپلو كوټو ته لاړل نو ورونه به يې كولپ كړل او ټاكلي كسان به يې وژنتونونو ته لېږدول. كله به چې د سرو پردو بس د بلاك په احاطه كې وليدل شو نو ټول به تر رواني فشار لاندې وو او هېڅوك به نه پوهېدل چې نن به څوك وژل كېږي؟ تر دې چې اجل نيولى كس به يووړ ل شو. د بنديانو وړلواو راوړلو او هغوى ته تكليف وركولو پا ى نه درلود. په دې ډول ورځې تېرېدې، چې يوه ورځ په ټلويزيون كې داسې خبر خپور شو چې تره كى د ناروغۍ له امله ګوښه او د چارو واګې حفيظ الله امين ته وسپارل شوې. لا د ټلويزيون خپرونې پايته نه وې رسېدلې چې نوي بنديان ټولې ښځې وې زندان ته راوړل شوې. سبايي ټول پوهېدل چې نوي بنديان د تره كي د كورنۍ ښځې دي. څو ورځې وروسته حفيظ الله امين د يوه بهرني ژورناليسټ د دې پوښتنې په ځواب كې چې تره كى څه ناروغي لري وويل: زه ډاكټر نه يم چې د هغه ناروغي معلومه كړم دهغه ناروغي د ډاكټرانو له خوا كتل كېږي، څو شپې وروسته د خبرونو په پاى كې ډېر په بې پروايي وويل شول چې تره كى د ورپېښې ناروغي له امله ومړ. د دغه خبر په اورېدلوسره د تره كي كورنۍ چيغې او فرياد پورته كړ. د پوليسو افسرانو هم له دې څخه په ګټې اخيستلو د هغوى په وهلواو ټكولو پيل وكړ. د استاد تره كي له منځه تلو سره سم په ټوليز ډول ميدان په اصطلاح وفادار شاګرد ته ورپاتې شو. د بنديانو له جملې څخه هغه كسان چې د استاد او شاګرد موافقه يې لرله. له كوم دليل پرته وژنتونونو ته يووړل شول. له هغې جملې څخه يو تن چې د استاد او شاګرد موافقه يې نه لرله د هغه اعدام يو څه وځنډول شو. اوس وفادار شاګرد په بشپړ واك په دې ډول هغه كسان چې تر دې دمه ژوندي وو يوپه بل پسې وژنتون ته يووړل او له دې امله د تره كي تر مرګ وروسته وژنتونونو ته د بنديانود وړلوکچه ډېره لوړه شوه. حفيظ الله امين په ډېر غرور حكم كاوه، په يوه مطبوعاتي مركه كې نوموړي د يوه بهرني ژورنا ليسټ د دې پوښتنې په ځواب كې چې د ځان د امنيت په اړه څه فكر كوي، په ډېر مغرور انداز كې په خندا وويل: دا زما د انډيوالانو كار دى. هغه د دفتر د غړو په اړه له سره كتنه وکړه او د باور وړ كسان يې ځاى پر ځاى كړل. همغه وو چې له شوروي څخه يې وغوښتل چې خپل سفير پوزانف تبديل كړي. معلومه شوه چې د ده مناسبات له هغه هېواد سره كړكېچن او د هغه برخليك ناڅرګند شو. دغه مهال سلطان عزيز ذكريا هم زموږ كوټې ته سر راايسته كړ او له ماسره يې اعتمادي ته ډاډ وركړ او مشوره مې وركړه چې د قوماندان له كوټې له خپلې كورنۍ سره د ټليفون له لارې اړيكي ونيسه او دغه ښه خبر هغوى ته ورسوه، اعتمادي د قومانداني كوټې ته لاړ او نژدې نيم ساعت وروسته بېرته راوګرځېده او ويل يې چې ټليفون رخ نه شو. مازيګر څلور بجې د پوليسو افسر راغى او ما له اعتمادي سره مخه ښه وكړه. ما له كړكۍ څخه د بلاك ساحه څارله او ومې ليدل چې يو كوچنى روسي موټر (ماسكويچ) وره ته نژدې ولاړ و، څنګه چې اعتمادي له ودانۍ ورووت نودوه تنه ځواكمن او هډوركسان چې لونګۍ يې پر سر وې او كالي يې په غاړه و له موټر راکښته شول او له هغه سره يې پوښتنه وکړه. وروسته يوه تن له هغه څخه لاسي بکس واخيست په ټول بکس کې يې کښېښود او له اعتمادي سره شا ته په موټر کې كښېناست او دويم تن مخکې له موټر چلوونکي سره کښېناست. موټر د محبس له احاطې څخه د كابل-جلال اباد د عمومي واټ پر لوري حركت وكړ. بنديانو چې له درېيم پوړ څخه يې هغه څاره ليدلى وو چې موټر د پلڅرخي په سيمه کې د ښار پر لوري تللى و، نه د ماهيپر لوري ته چې دغه لار وژنتون ته تللې وه. نو له دې امله زه يو څه ډاډه شوم، ما له اعتمادي سره شفر کښېښود او هغه دا چې ما د هغه دچايو ترموز له ځان سره وساته او ورته ومې ويل چې بيا به يوه ورځ د ترموز لپاره يو څوک پايواز راواستوې او هغه مهال زه پوهېږم چې ته خپل كور ته رسېدلى يې. يوه ورځ يو پايواز له يوه پوليس سره چې حكيم نومېده راغى او ويې ويل چې اعتمادي د چايو د ترموز لپاره څوك رالېږلى. نو په دې ډول زه ښه ډاډه شوم. څو ورځې نورې هم تېرې شوې او يوه ورځ د سلطان عزيز ذكريا مېرمن د هغه ليدو ته راغله. هغې ويل چې اعتمادي خپل كور ته نه دى راغلى او هېڅوك نه پوهېږي چې هغه چېرې دى، مړ دى او كه ژوندى، ارواښاد اعتمادي تر د اننه ورك دى او د ترموز غوښتنې شفر يې هم نادركه دى. د ۱۳٥٨ كال د چنګا ښ د مياشتې سړې ور ځې زما دويم ژمى و چې په زندان كې مې تېراوه. دويم قوماندان هم بدل شو او پر ځاى يې د اردو د ټيټې رتبې يو افسر د حفيظ الله امين د خلقيانو له ډلې څخه و مقرر شو. د پوليسو مشر هم بدل شو. نوي قوماندان په يو ه خونه كې څو ټوكه كمونيسټي كتابونه كښېښودل او د محبس كتا بتون يې پرانيست،هغه په خپله وينا كې وويل غوره به وي چې تاسو د غه كتابونه ولولئ او په حقيقت وپوهيږئ اوله موږ سره يو ځاى شئ. د پوليسو مشر چې ډېر له مهربانۍ ډك چلند يې كاوه د بنديانو لومړۍ اړتيا يې درك كړه او دوه دانې لرګين كابينونه يې چې د بخارۍ په وسيله ګرمېدل د بنديا نو د سر او ځان مينځلو لپاره د محبس په ميدا ن كې ودرول. ما ايله دوه كاله وروسته وكولاى شول چې حما م وكړم!. نژدې ۱۹۷۹م كال پايته رسېده او د نړۍ او سيمې په كچه تر ټولو مهمه پېښه دا وه چې د ايران شاه واكمني ړنګه او د قدرت واګې خميني واخيستې. ما لكه اوبووړى چې دځان ژغورنې لپاره هر خس وخاشاك ته لاس اچوي د سيمې بدلون او په هېواد كې د كمونيسټانو پر ضد هڅې د ځان لپاره ګټورې وبللې، خو له بده مرغه زما د اټکل برعكس كه شورويانو تر هغه دمه له خپلو پلويانو څخه زموږ په هېواد كې ملاتړ كاوه، نو هغه و چې وروسته يې زموږ پر هېواد پوځي يرغل وکړ. د ډسمبر په وروستيو ورځو كې څو شپې اوورځې په پرله پسې ډول روسي چورلکو د محبس له پاسه الوتنې كولې او د كا بل په هوايي ډګر به كښېناستلې. له يو بل څخه به مې پوښتل خو هېڅوك نه پوهېدل چې كيسه څه ده تر دې چي يوه ورځ د محبس قوماندان خبردارى وكړ چې ټول دې دحفيظ الله امين د وينا لپاره د محبس ميدان ته راټول شي. د راډيو افغانستان غږ له نويو لګول شويو لوړوستنو څخه اورېدل كېده، ولې چې څومره انتظا رمو وايست د امين وينا خپره نه شوه. وروسته قوماندان وويل چې ماسپښين خپرېږي. د مازيګر تر څلورو وروسته بيا بنديان راټول شول او بيا هم نژدې دوه ساعته د بيانيې په انتظا ر وو، ماښام نژدې و چې ناڅاپه په زندان كې بېړنى حالت رامنځته شو. د دالېزونو اوسپنيزې جالۍ وتړل شوې، خو د خونو ورونه يې پرانيستي پرېښودل. د محبس چاپېره وسلوال سرتېري ځاى پر ځاى شول. د څرخي پله له چاپېر او د كا بل- جلال آباد له واټ څخه د ډزو غږونه اورېدل كېدل. موږ د يو بل په لارښوونه ګرمې جامې واغوستې او فكر مو وكړ كه چېرې پېښه سخته شي نو ښايي موږ له ودانۍ بهر ته وباسي. نو بايد چې هلته له سړې هوا څخه په امن شو. د شمال لوري ته له كړكۍ څخه مې وليدل چې څو شوبلې د محبس لوري ته راروانې وې، ډېر وخت نه و وتلى چې محبس ته راورسېدلې او د محبس د احاطې په منځ كې هم ډزې تبادله شوې ډېر وخت يې ونه نيوه. ګمارل شوي سرتېري بېوسلې شول او نوي عسکر چې په تاجكي او فارسي يې خبرې كولې ځاى پرځاى شول او د محبس قوماندان چې په يوه خالي بېرل كې پټ شوى و، هم ونيول شو. تاجكي سرتېرو بنديانو ته زېرى ورکاوه چې هېڅ خبره نه شته. ببرك راغى او فكر يې كاوه چې ټول د هغه را تلو ته منتظر وو. د شوروي سرتېرو په ليدلو سره وپوهېدو چې افغا نستان د شورويانو په ولكه كې كښېوت. په همدې شپه امين ووژل شو او ببرك يې نور د واك پر ګدۍ كښېناوه. په سبا يې ټلويزيون د تره كي دفلم په خپرولو سره خپرونې پيل كړې چې شېبه وروسته قطع شوې. كله چې پرچميانو واك ترلاسه كړ نو خپل سرلاري يې له زندان څخه ازاد او په بدل كې يې خلقيان زندانيان كړل، د څو ورځو په اوږدو كې د محبس په چاپېريال كې نرمي رامنځته شوه. خبريالان،عكاسان او د راډيو او ورځپاڼو استازي زندان ته راغلل او له هر چا سره يې خبرې كولې. همدارنګه د كورنيو غړو كولاى شول چې محبس ته راشي او له خپلو خواخوږو سره وويني. زه ايله دوه كاله وروسته د خپلې مېرمنې او زوى په ليدلو بريا لى شوم. دغه مهال اورېدل كېدل چې ټول بنديان خوشې كېږي. همدارنګه يوه ورځ په خبرونو كې وويل شو چې د ثواب له مخې حكومت هغه كسان چې په محبس كې ساتل شوي خوشې كوي. له دغه اعلان دوې ورځې وروسته چې ټاكل شوې ورځ وه د خوشې كولو پلاوى محبس ته راغى. هغسې چې فكر كېده د ټولو بنديانو ورونه پرانيستل كېږي او پرېښودل كېږي ونه شو بلكې د جمهوريت د حكومت ځينې غړي له هغې جملې څخه په بند كې پاتې شول. د پرچميانو دې كار په چاپېريال كې ښه انعكاس ونه كړ او هغوى تر فشار لاندې راوستل شول، تر دې چې مجبور شي او په خپل دې كار له سره غور وكړي، په دې ډول د ۱۳۵۸كال د مرغومي يا جدي پر ۲۲ مه د محبس ور د ټولو پاتې شونو ان د نويو راوړل شويو خلقيانو په وړاندې پورې اويو بل كس چې ببرك له هغه سره خاص اړيكي لرل د هغه په وړاندې پرانيستل شو. د جمهوريت دوره له خلكو سره په اړيكو كې ۱۹۷۳ - ۱۹۷۸ دغه ليكنه دمېرمن نسرين ګروس په ” قدمهاى اشتى و مسوليت ما افغانها“ كتاب كې خپره شوې ده. مېرمن ګروس يو لړ پوښتنې په تفصيل پوښتي د نوموړې هڅه دا ده چې په ډاګه کړي جمهوري دولت هغه مهال څه اجراات لرل، د هغې پوښتنې ډېرې ښانګورې دي او دا ليكنه به هغو ټولو ته په تفصيل سره د ځواب ويلو زغم ونه لري، نو ځكه د هغو پوښتنو ټولګه په درېيو برخو وېشل شوې چې په راتلونكو مخونو كې به يې هره برخه ولولئ. -جګړه، پخلاينه او په هېواد كې د ثبات ټينګښت - امنيت او ټولنيز خونديتوب -ملي پخلاينه او راتلونكى حكومت: د جمهوريت په اعلاميه كې راغلي وو چې ”جمهوري نظام له خلكو جوړ او د خلكو لپاره دى چې د اسلام د بنسټونو او ارزښتونو پيرو دى“ له دې اعلان سره د هېواد په تاريخ کې د خلكوله لوري د ارواښاد محمد داود خان پر شخصيت د پوره باور او له جمهوري نظام څخه د بشپړ ملاتړ نوى څپرکى پرانيستل شو او جمهوري دولت ته لويې دندې ورپه غاړه شوې. د دولت ټول نظام بايد د دغه اساس له مخې چې جمهوريت د خلكو او د خلكو لپاره وي برابر شوى واى. خو دا په دې مانا نه چې يوازې دولت له نوي ذهنيت سره بلدېده، بلكې خلكو هم بايد له هغه سره پوره بلدتيا پيدا كړې واى او پوهېدلي واى چې دولت نور ميراثي نه دى بلكې ملت دى چې په خپلو ازادو رايو خپل ولسمشر ټاكي او همدغه خلك دي چې ټول د خپلې ټولنې په وړاندې مكلفيتونه لري. همدارنګه د دولت مامور بايد ځان حاکم نه، بلكې د خلكو خدمتګار ګڼلى، په ټولنه كې بايد نويوالى راغلى واى، ټولنيز عدالت ټينګ شوى واى، اقتصادي ركود رفع او د هېواد د پرمختيا او رغونې هڅې پيل شوې واى. لنډه دا چې دولت د يوه هر اړخيز ګټور بدلون پر لوري خپل مزل لنډاوه، خو زموږ په ټولنه كې د جمهوريت د دغو ټولو اساساتو پلي كولو وخت ته اړتيا لرله، ځكه چې زموږ ډېر هېوادوال نالوستي وو، خو بيا هم دولت وكولاى شول په لنډ وخت يانې پنځو كلونو كې د خلكو د هوساينې لپاره ځينې اساسي ګامونه واخلي چې په راتلونكو مخونو كې به ورباندې خبرې وكړو. جګړه، پخلاينه او په هېواد كې ثبات: د يوه حكومت د دورې د سولې او جګړې په اړه خبرې زما په عقيده موضوع ناندريزه کوي ځكه د جګړې كليمه له پرديو ځواكونو سره د ټکر مانا لري او د ا بېړنى حالت دى چې په قانون كې تنظيمېدلى شي. د جمهوري دولت په پاليسي كې (خلكو ته وينا) داسې راغلي: ”افغان ملت له بېلابېلو برابرو او وروڼو قومونو څخه جوړ دى “ دولت دغه اصل ته درناوى درلود او د هېواد هېڅ يوه وګړي په وړاندې يې هېڅ ډول تبعيض ته اجازه نه وركوله. افغانانو د ۱۳۵۷ كال د غويي له اوومې د مخه د ورورګلوي ژوند تېراوه، داسمه ده چې ځينې مهال د خلكو تر منځ ځينې جنجالونه پېښېدل، خو هغو ته جګړه نه ويل كېدله، د هېواد د تاريخ په اوږدو كې داسې پېښې شوي چې خلكو د حكومت په وړاندې په وسلواله جګړه لاس پورې كړى وي، خو دا چې خلك دې د يو بل په وړاندې مورچلې ونيسي داسې چې ملي يووالى دې له خطر سره مخ كړي د بحث وړ نه و او همدارنګه د جمهوريت په دوره كې د غه خطر د هېچا په ذهن كې نه و. د دې لپاره چې په دې کتاب کې د هېواد د روانو حالاتو په اړه مطلب وي، بايد ووايم چې په لومړي ګام كې دغه اوسنى حالت د يوه ټينګ ملي مركزي او ازاد حكومت د نشتوالي له امله سرچينه اخلي، ځكه كه چېرې يو مركزي حكومت موجود وي نو دغسې ستونزې او حالت چې د هغو تر شا د پرديو لاسونه وي منځته نه راځي. خو فكر كوم موخه هغه ټکرونه دي چې د خلكو تر منځ پېښېږي او ځينې د قومونو او قبايلو تر منځ د شخړو لامل كېږي. د دغو شخړو او دښمنيو اصلي ريښې او لاملونه كوم دي او هغه څنګه پلټلاى شو؟ فردي شخړې په افغانستان كې په كومو عناصرو راڅرخي او ولې رامنځته كېږي؟ په افغانستان او ټولو وروسته پاتو هېوادونو كې نالوستي يانې بېسوادي، د عامه افكارو نه اوډون د وروسته والي لاملونه دي او د دې تر څنګ د خلكو اقتصادي كمزوري هم اساسي رول لري. يو شمېر دغه لاملونه زموږ په هېواد كې د خلكو تر منځ د شخړو لامل شول: كرنيزې ځمكې او د اوبو كمښت : د هېواد په زياتو سيمو كې د اوبو د كمښت ستونزه عامه وه او ډېرى هېوادوالو مو خپلې كرنيزې ځمكې په وار اوبولې، چې ځينې مهال به يوه د بل وار واخيست او په پايله كې به ستونزې او شخړې راولاړې شوې او ځينې مهال په كې وژنې هم رامنځته كېدې. _ د عامه شمنيو لاندې كول: په ننګرهار، كونړ او پكتيا كې ځنګلونه او د هېواد په نورو سيمو كې ځينې ځمكې عامه شتمنۍ وې، چې ځينو كسانو د قانون خلاف هغه شخصي شتمنۍ وګرځولې په دغه سيالۍ کې له يو بل څخه د مخکې کېدو له امله خلكو په خپلو کې ټكرسره وكړ، داسې چې يو كلى له بل كلي او يا يوه قبيله له بلې سره په جګړه اخته شوه. _ د شفعې دعوه: په افغانستان كې دود داسې دى که څوك خپل كور يا پټى پلوري نو لومړى بايد له خپل ګاونډي سره خوښه وكړي، كه ګاونډي نه اخيسته نو بيا بل پېرېدونكى كولاى شي چې هغه رانيسي، ځينې مهال به چې يو چا د ګاونډي له خبرولو پرته خپل جايداد پر نورو وپلوره نو له امله به يې د خلكو تر منځ تاوتريخوالى پېښ شو. _ ودونه او د ملګري انتخاب: معمولاً د هلك او نجلۍ كورنۍ موافقه سره كوله او كله داسې هم كېدل چې هلك او نجلۍ به په پټه له يو بل سره ګوتې خوږې کړې او زيات وخت به د نجلۍ كورنۍ هوکړه نه كوله او دغه مهال به نجلۍد هلك كورنۍ ته ورتښتېدله. او دا به د هلك او نجلۍ د كورنيو تر منځ د جنجال او دښمنۍ لامل كېده او يا داسې هم كېدل چې كه د نجلۍ خاوند به ومړ، نو د دود له مخې به د هغه ورور يا وراره په نكاح كوله، كه څه هم هغه به بل واده لاره او يا به كوچنى و. كه به د نجلۍ خوښه نه وه نو په زوره به يې ورباندې منله او دې كار به د دو كورنيو تر منځ زړه بداوى راپيدا كاوه. _ په كوچنيوالي كې هلك او نجلۍ د يوه او بل په نوم كول: په كوچنيوالي كې به ځينې هلكان او نجونې د يوه او بل په نوم شوې او كله به چې هغوى نوي ځوانان شول، نو بيا به يو او بل ته ودېدل. كه به د ښځې او خاوند تر منځ جنجال پيښ شو نو د دواړو كورنيو د شخړې او خپګان لامل به كېده. چې زه په خپله د همداسې يوې پېښې شاهد يم چې زما په فكر د هغې يادونه به پرځاى نه وي. يوه ورځ د ژمي په ورځواو شپو كې چې زه په ننګرهار كې وم يوه ښځه والي ته راغله اوويل زه يې په كوچنيوالي كې خاوند ته وركړې يم چې اوس خپل خاوند د دوه ميله كلاشينكوفونو په بدل كې په بل سړي پلورلې يم او نژدې ده چې د امسئله زما او زماد خاوند د كورنۍ تر منځ د شخړې او وژنې لامل شي. _ ميراث: سره له دې چې دغه موضوع په اسلام كې روښانه شوې خو بيا هم زيات وخت د شخړو لامل كېږي. داد شخړو او ناندريو د پېښېدو څو بېلګې وې. چې د اداري واحدونو، محكمو او پوليسو همېشنۍ بوختياوې وې، زموږ يو روڼاندي ويلي وو كه چېرې دا درې شيان زن، زر او زمين يانې ښځه، زر او ځمكه نه واى نو محكمې به بېكاره وې. افغانستان يو وروسته پاته هېواد دى، ډېرى وګړي يې زده كړې نه لري او د عامه فكرونو غوړېدا يې هم په لومړيو پوړيو كې ده، نو ځكه جمهوري دولت دېته زيات پام راواړوه چې پوهنه او ښوونه او روزنه د پخوا په پرتله ډېره دود كړي او د عامه فكرونو د اوډون موسسې په ټول هېواد كې پرمختګ وكړي، ځكه دا هغه يوازېنۍ لار وه چې د دې په رڼا كې خلكو كولاى شول د خپل وروسته والي لاملونه درك كړي، فردي او عامه حقونه وپېژني او درناوى يې وكړي. جمهوري دولت د ټولنې او د افرادو تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره دغه هڅې وكړې: -مدني قانون چې تر دې دمخه په هېواد كې نه و تدوين شوى، بشپړ او د اجرا لپاره په واك كې وركړل شو. په دغه قانون كې د ټولنې حقوق ټاكل او تضمين شوي وو. د بېلګې په توګه قانون د واده عمر او د مهر اندازه ټاكله او پلرونو نه شواى كولاى خپلې وړې لوڼې په خپله خوښه چا ته وركړي او يا يې د هغو ٰپر سر د ولور په نوم پيسې اخيستې واى. د جزا قانون تدوين، بشپړ او تطبيق شو، چې خلك وپوهېږي د كوم كار پر مهال به كومه سزا وركول كېږي او داسې نه چي قاضي ورته د خپلْې خوښې سزا وټاكي او همدارنګه پوليسو حق نه درلود چې د محكمې له حكم پرته يې يو څوك له ۴۸ ساعتونو زيات څارلى واى. د ځمكو د اصلاحاتو او مالياتو مترقي قانون: دغه قانون يوازې د بزګرو او هغو كسانو چې په ځمكو كې به يې كار كاوه حقوق ټاكل او د ملكانو له لوري يې پر بزګرو د كېدونكي زور زياتي مخه نيوله. د اوبو اوكرنيزو پروژو لكه د نيمروز، هريرود او ځينو نورو پروژو كار پيل شو چې له دغو پروژو څخه ډېرى ګټه اخيستونكي د هېواد بزګر وو. لكه د مخه موچې يادونه وكړه زده كړه او د عامه افكارو اوډون د يوې ټولنې د پرمختيا بنسټيزې ستنې دي، په ډيموكراتو ټولنو كې د چارو يوازېنى حاكم قانون دى او بس، ځكه همدا قانون دى چې د افرادو، ټولنې او دولت حقوق تضمينوي خلك بايد وپوهېږي چې قانون د هغوى حقوق څه وړ تضمين كړي دي او هغوى بايد په دې وپوهېږي چې د يو بل يا د ټولنې پر وړاندې څه مكلفيتونه لري؟ د هغوى پر وړاندې دولت او د دولت پر وړاندې د دوى دندې څه دي، هغوى بايد له خپلو حقونو خبر وي او دا هغه مهال كېدى شي چى زده كړه دود او عام پوهاوى رامنځته شي. له همدې امله دولت دېته ځانګړې پاملرنه وكړه، لومړنۍ، منځنۍ اولوړې زده كړې يې دود كړې او عامه پوهاوى يې رامنځته كړ. په اووه كلن پرمختيايي پلان كې چې د پلان ټول حجم له څلور مليارده ډالرو څخه زيات و، چې دا د افغانستان د مالي شرايطو په تناسب ډېرزيات و، په ټول هېواد كې د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو جوړولوته پام وشو، په هرات كې د پوهنتون د جوړېدو او د جلال اباد پوهنتون پراختيا په پام كې نيول شوې وه، ديني مدرسې چې تر دغه مهاله په شخصي ډول د خلكو له خوا اداره كېدلې د دولت د پوهنې برخه شوې. همدارنګه په پرمختيايي پلان كې د افكارو د عامه پوهاوي لپاره د ښِځو موسسې د سواد د زده كړې كورسونه او ځينې نور په پام كې ونيول شول. دا هغه ګامونه وو چى دولت د خلكو د سوكالۍ، پوهې او هوساينې لپاره په پام كې نيولي وو، كه چېرې دغه ټول عملي شوي واى نو په باور سره چې زموږ په ټولنه كې به د خلكو تر منځ ډېرې لږې داسې پېښې پاتې واى چې د ترينګلتيا او خواشينۍ لامل شوې واى. امنيت اوټولنيز خونديتوب، د امنيت ټينګوالى د دولت له پېژندل شويو دندو څخه و، دولت مكلفيت درلود چې په ټول هېوادكې داسې امنيت ټينګ كړي چې د هېواد په هره سيمه كې د خلكومال او ځان خوندي كړي او عامه شتمنيو ته هم څه زيان وانه وړي. بېځايه به نه وي كه د عامه او انفرادي شتمنۍ په اړه يو څه ووايم د جمهوريت په دوره كې د هېواد اقتصاد داسې برابر شوى و چې ټولې هغه پانګونې چې ډېر زيات لګښت يې درلود او هغه د انفرادي شتمنيو په وس پوره نه وې دولت په غاړه اخيستې، لكه د نويو واټونو، هوايي ډګرونو، كرنيزو فارمونو جوړول د اوبو لګولو پروژې، د برېښنا د توليد دستګاه،روغتونونو، صنعتي ټولګټې پروژې او داسې نورې ټولې عامه شتمنۍ ګڼل كېدې، له دې پرته دولت د خلكو د اړتيا له مخې د اړتيا وړ لومړني توكي لكه بوره، غنم، پټرول او داسې نور راوړل او په اسانه يې د خلكو په واك كې وركول چې لږ عايد لرونكي خلك د هغو د رانيولو وس ولري او په بازار كې د شيانو بيې ثابتې وساتي. د كوچنيو صنعتي دستګاوو جوړول، د نساجي شركتونو تاسيس، د استهلاكي مالونو لېږد او داسې نور د انفرادي شتمنۍ په چوكاټ كې تر سره كېدې او شخصي شتمني يې تشكيلوله. پر دې سربېره دولت په عمده شركتونو لكه اريانا هوايي شركت کې د خصوصي پانګوالو تر ځنګ په خپله هم برخه اخيستله، ددې لپاره چې د عامو شتمنيو ملا تړ وشي. قانون دى چې په ډيموكراتو ټولنو كې د چارو نظم او اجرا په واك كې لري، عامه او فردي حقوق تنظيموي، جمهوري دولت د اساسي قانون په تصويب سره عامه او فردي حقوق په ټوليز او متمم قوانين په جزوي ډول وټاکل. د هېواد په هره نقطه كې د خلكوپه خوښه د هغوى ټاكل، له هېواده دباندې سفر، د پوستي، مخابروي او د بانکي حسابونو خونديتوب يانې محروميت، د شخصي ملکيتونو پېر او پلور، د کار حق او داسې نور فردي حقوق ګڼل کېدل او د قانون له مخې له بريد څخه خوندي وو. د عامه شتمنيو ساتنه او پالنه د هر شخص دنده ګڼل کېدله. د خلکو د چارو د اوډون په موخه دولاياتو قانون تصويب او عملي شو. __ د كورنيو چارو وزارت او پوليسو له اداري واحدونو لكه ولاياتو، لويو ولسواليو، ولسواليو او علاقه داريو سره دنده لرله چې د خلكو چارې تر سره كړي. __ د عدليې وزارت او عدلي محكمې د عدالت په ټينګولو ګمارل شوې وې د اختلاف هغه موضوعات چې ترڅوبه جرم نه و پېښ شوى، په لومړي ګام كې د سيمه ييزو او ولايتي جرګو په وسيله چې په هغو كې به سپين ږيرو، سپين روبو له لوري فيصله کېدې او د اړتيا پرمهال د دولت استازي: والي او علاقه دار ونډه اخيسته. چې د غو ټولو به د مسايلو په اړه پرېكړې كولې او په اصطلاح ستونزه به يې اواروله، كه به يوې يا دواړو غاړو د جرګې پرېكړې ته غاړه نه اېښوده نو هغه مهال به بيا دعوه محكمې ته وړل كېده او د محكمې پرېكړه به بياپه دواړو غاړو تطبيقېدله. د بښنې حق په خپله شخص درلود، په عامه حقوقوكې د تصرف حق مجاز نه و، حكومت كولاى شواى يوازې هغه څه وبښي چې قانون د هغه حد او حدود ټاكلي وو او په هغه کې خلک هوسا وو. د بېلګې په توګه د حكومت داسې يوه هڅه چې په پايله كې يې له شپېته زرو څخه زيات كسان له جنجال او سر خوږي څخه وژغورل شول په دې ډول ده : له ۱۳۵۵ كال څخه نژدې پنځوس كاله وړاندې دولت په نقدي او جنسي ډول د يو شمېر خلکو پوروړى و او هغوى خپل پورونه غوښتل. دغه پورونه په بېلابېلو دورو او حكومتونو کې دفترونو ته لېږدېدلي وو او مامورينو د دندې د ترلاسه کولو په موخه هغه بې انصافه مامورينو ته د ناوړه استفادې لپاره ورکړي وو او يا يې د هغوى له کورنيو څخه غوښتي وو. په ځانګړي ډول په ليرې پرتو سيمو كې د خلكو د سرګردانۍ لامل كېده ولې د پورونو حساب د بېلابېلو لاملونو له مخې نه فيصله كېده د جمهوري حكومت د څېړنو په پايله كې معلومه شوه چې د دغو پورونو لاسته راوړل شوني نه وو او د خلكو له سرګرداني پرته يې څه شى نه درلودل ځكه حكومت پرېكړه وكړه چې :”...چې له شل زره افغانيو څخه زيات نه وي وبښل شي.“ جمهوري دولت د خلكو دولت وو او د افغانستان ټول خلك د قانون په وړاندې يو برابر وو يانې قانون په هر چا باندې له كوم توپير پرته تطبيقېده. دولت ته د جمهوريت د پرنسيپ په اساس د خانانو،ملكانو،شتمنو او مذهبي كسانوهېڅ ډول نفوذ د منلو نه وو دولت هڅه كوله چې خلك د استثمار له ولكې ازاد كړي. ملي پخلاينه او راتلونكى حكومت: زموږ په هېواد كې نننى بحران له ورانيو ډک دى چې كمونيسټانو له هغو څخه په استفادې غوښتل چې زمونږ ملت د كمونيزم په منګولو كې وركړي. زموږ د هېواد تا ريخ ددې ګواه دى چې زموږ خلكو تل په سوله اوورورولي كې له يو بل سره په ګډه ژوند كړى او د پرديو يرغل يې په ګډه د فع كړى اوپه شاتمبولى، ډېر لږ داسې پېښ شوي چې خلكو دې دنژادي،ژبنيو او سيمه يزو توپيرونو له مخې پر يو بل وسلوال بريد كړى وي. ولې يو لړ هغه وسلوال اختلافونه چې د قومونو، قبيلو او حكومتونو تر منځ پېښ شوي ځنې يې په تاريخ كې ليكل شوي چې داهم دپرديو د لمسونو له امله رامنځته شوه. لكه د ګوډ ملا جنګ، دسقاو د زوى اړودوړ او د كنړ ګډوډي چې په ۱۳۲۷ كال كې رامنځته شوه. تقريباً د شلمې پېړۍ تر دوهمې لسيزې پورې زياتې نارامۍيا دحكومت په وړاندې ځينې پاڅونونه د نا سمې پو هې له امله رامنځته شوي او هغوى د هېواد پرمختيايي چارو ته د شك په سترګه كتل. د بېلګې په توګه د لرې پرتوسيمو اوسيدونكونه غوښتل چې د هغوى په سيمه كې دې سركونه او د مخابراتومزي و غځول شي او يا دې ښوونځي او روغتيايي مركزونه جوړ شي هغو د اسې فكر كاوه چې له دې سره ښايي حكومت د هغوى د ژوند ازادي په خپله ولكه كې واخلي. كمونيسټانو د انګريزانو له دې خبرې څخه په استفا دې سره چې ”اختلاف رامنځته كړه او حكومت وكړه “ د خلكو تر منځ توكميز، سيمه يز، ژبني اونو ر توپيرونه او تربګنۍ رامنځته كړې او په دې ډول يې وروڼه قومونه سره بېل كړل. ولې له دې سره سره بيا هم افغان ملت له يو بل سره لا سونه وركړل او افغا ن جهاديې بريالى كړ او په دې ډول يې شوروي ځواكونه له شرموونكې ماتې سره له خپل هېواد څخه وشړل، د افغا نستا ن جهاد د افغا نستا ن د خلكو وياړدى چې هېڅوك هم ورڅخه ستر ګې نشي پټولى. هغه څه چې وروسته پېښ شول موږ ټول ددې شاهد يوو چې سياسي عوامل او د پرديو لاس وهنې د هغو لا مل وو. كه چېرې همدانن بين المللي ځواكونه د پرديو لا سونه زموږ له هېواد څخه لنډ كړي، نو په بشپړ باور ويلى شم چې زموږ هېواد به د سولې لورته يو لوى ګام پورته كړى وي، نن سبا د ملي يووالي پخلاينې د لو يې ستونزې بڼه غوره كړې او داهغه مها ل اوارېدلى شي چې د خلكو له خوښې سره سم يو ملي او مركزي حكومت رامنځته شي. زه دداسې يو حكومت درامنځته كېدو لپاره كومه نوې نسخه نشم وړاندې كو لى بې له دې چې د افغا نستا ن د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه طرح تا يد كړم. د ګيلو په اړه با يد وويل شي : په نړۍ كې تر نن پورې حتٰى په ډيموكراتو او پر مختللو هېوادونو كې دداسې كوم سياسي نظام نښه نه ليدل كېږى چې د خلكو له نيوكو او ګيلو دې خوندي وي. با يد وپوهېږو چې نيوكه اوګيله د يو منل شوي نظرپه توګه قبلېدلى شي اوبس او نظريات په بېلابېلو وختونوكې له يو بله تو پير لري، جمهوريت زموږ په هېواد كې مخينه نه لرله،دغه نظام بايد ځوان شوى واى او خپل هدف ته د رسېدولپاره يې بايد داسې لارې وهلې واى تر څو يې كا في تجربې تر لا سه كړې واى ا وله شك پرته چې پدغه لاره كې ګڼې ستونزې وې. په جمهو ري دولت كې ملي ګټې تر عامو او شخصي ګټو لو ړې ګڼل كېدې، په باورسره و يلى شم چې اوس هغه كسان ګيله من دي چې د هغوى ګټې دعامو ګټو په وړاندې زيا نمنې شو ې: جمهوري دولت له هغې د ستګاه څخه عبارت وو چې له ټولو ګيلو سره سره بياهم په هغه كې شامل وو ځكه داسې نشي كېداى چې د ښو ستاينه وكړو او هغه څه چې خراب يا نا سم ووله هغه څخه سترګې پټې كړو. د ټولنې پر وړاندې زموږ مسوليت له موږ څخه نشي لرې كېدلى. ”كيندي“ په خپله يو ه وينا كې ويلي و: ”پوښـتنه دانه ده چې زما هېواد زما لپاره څه كړي، بلكې پوښــتنه داده چې ما د خپل هېواد لپاره څه كړي.“؟ باور لرم چې زموږ هېوادوال به د ملي يووالي دارزښت او هغو احساساتوله مخې چې لري يې دملي حكومت او ملي پخلاينې د رامنځته كولو په لاره كې خپلې هېڅ ډول هڅې اومرستې ونه سپموي. ملي حاكميت د ملت حاكميت دى او ملي روغه جوړه تر هر څه لوړه ده. يو ملي حكومت كولاى شي يوازې له دغو اصولو په پيروي کولو سره د خلكو باور خپل كړي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:50 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||

