تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله - بېوزلي او په نړيوال اقتصاد كې ناانډولي
بېوزلي او په نړيوال اقتصاد كې ناانډولي

د دې ليكنې موخه دا ده چې د نړۍ اقتصادي واقعيتونو ته په پام سره او د هغو شمېرنو او ارقامو په مرسته چې له بېلابېلو سرچينو څخه، چې د نړۍ په كچه خپاره شوي، په يوې رښتينې شننې سره د پانګوالۍ د پلويانو دا ادعا چې پانګوالي د نړۍ لپاره يو د منلو وړ او د ډېرو ښېګڼو لرونكى نظام دى، وشنو او د دې نظام د نيمګړتياو په بيانولو سره به ګوتنيونه وكړو.

پانګوالي چې نن يې نژدې ټوله نړۍ تر خپل واك لاندې راوستلې د څو پېړيو پخوانى نظام دى او چلوونكي يې ادعا كوي چې دا نظام د نړۍ د توليد تر ټولو زورور څرخ دى، چې پخوا تر دې يې چا په نړۍ كې بېلګه نه وه ليدلې او بل دا چې د دې نظام ټول ځواك د فردي ژوند د خونديتوب لپاره ځانګړى شوى، لكه د فورډ دلانګ په وينا ’موږ د ښاري ارمان پر لوري خوځښت‘ كې هڅه كوو چې د هر وګړي د ژوند كچه د امريكا د منځني ژوند له كچې سره برابره وي. د پانګوالۍ اوږدمهالى واك او د هغې د پلويانو ټينګار او شور ماشور ته په پام سره غواړم د دوى دغې ادعا ’ښاري ارمان پر لوري خوځښت‘ ته يوه كتنه وكړم. دا كتنه درې مهم څيزونه رانغاړي:

لومړى په پانګوالو شتمنو هېوادونو كې د بېوزلۍ او ناانډولۍ كچه، دويم د نړۍ په نېستمنو هېوادونو كې د بېوزلۍ او ناانډولۍ كچه او درېيم يې هم د پانګوالۍ په حرم كې د لوړو او ټيټو هېوادونو ترمنځ بېسارى توپير دى.

په پانګوالو هېوادونو كې امريكا يو داسې هېواد ګڼل كېږي، چې واك په كې د ټولنې د منځني پوړ په لاس كې دى او د ټولنې هر وګړى كولاى شي په ډېره لږه هڅه دې پوړ ته ځان ورسوي، چې د بېوزلو لپاره دا چانس د پرمختګ د شېبې په نوم يادېږي، كه څه هم ’د ټولنې منځنى پوړ‘ او د ’انډول موقع‘ داسې مفهومونه دي چې پېژندل يې ګران دي، خو كولاى شو له دې ډول ټولنې څخه دا انځور واخلو چې هلته بايد د بېوزلۍ كچه ډېره ټيټه او خلك غوړېدلى اقتصاد ولري، خو د عايد او شتمنۍ په وېش كې د بېوزلو او ناانډولو شمېرې بېخي بل ډول دي.

د امريكا مركزي دولت د عايد د بېوزلۍ كرښه ټاكلې ده، دا هغه كچه ده چې كه چېرې د يوې كورنۍ عايد له دې كچې تيټ وي، بېوزله ګڼل كېږي او كورنۍ په اسانۍ سره نه شي كولاى ژوند وكړي، دا ډول كورنۍ د مالي كړكېچ سره مخ كېدو پر وخت لكه د ماشومانو ناروغي او يا هم د كار په سيمه كې زيان له ډېرو ستونزو سره مخ كېږي.

د بېوزلۍ رسمي كرښه د خوراكي لګښتونو له درې چنده سره برابره وه، چې د كرنې د څانګې له خوا يې اټكل شوى دى. دا كچه د خپلو نارښتينو اټكلونو سره په شمېرنه كې په پام كې نيول شوي، د رښتينې كچې څخه ډېره ټيټه ده، د بېلګې په توګه: په شمېرنه كې داسې اټكل شوى و، چې كورني خوراكي توكي په بازار كې تر ټولو ټيټه بيه باندې رانيسي او كورنۍ پوهېږي چې په څنګه له ارزانه خوراكي توكو څخه قوي خواړه ځان ته جوړوي.

په ۲۰۰۲م كال كې دا كچه د هر سړي لپاره په ورځني ډول ۱۲۶ ډالره و او په ۲۰۰۲م كال كې ۳۴۶مليونه وكړل، يانې ۱۲،۱% د ټول جمعيت د بېوزلي تر كرښه لاندې و، چې په تورپوستو كې يې په سلو كې ۲۴جوړوي.

په ۲۰۰۱م كال كې ۳۵،۲% تر پوستو ماشومانو په بېوزلۍ كې ژوند كاوه، دا شمېرې د وخت په تېرېدو سره كښته او پورته كېږي، ان تر دې چې كله په پانګوالي پلوي وضعيت ښه ګڼي. دا شمېرې پورته كېږي او كه چېرې د بېوزلۍ رښتينى تعريف وكړو، د بېلګې په توګه د منځني عايد پر بنسټ، د بېوزلۍ كچه د ۱۹۹۷م كال په پرتله په سلو كې ۱۷ او تر ۴۵مليونو كسانو څخه لوړ وي.

اوس پوښتنه دا ده څومره چانس شته چې د پراخېدونكې بېوزلۍ مخه ونيسو؟ څرنګه چې دا بېوزلي د عايد او شتمن د مخ په زياتېدونكې ناانډولۍ سره ملګرې ده، كومه چې د پانګوالۍ په قوانينو كې يې په ټينګه ځاى نيولى دى. نو پر دې بنسټ دا هيله نه كېږي چې د دې بهير مخه دې ونيسو.

په ۲۰۰۰م كال- په امريكا كې ناانډوله عايد تر ټولو لوړه كچه درلوده او په سلو كې ۵ كورنى عايد د ۲۰ بېوزلو كورنيو شپږ برابره و. پل كورګمن (چې په ليكنو سره يې د بوش پر دولت ګوتنيونه كوله) اټكل كوي چې د عايد د ودې په سلو كې ۷۰ په امريكا كې د ۱% شتمنو كورنيو جېب ته لېږول كېږي.

د شتمنۍ د كچې له مخې په امريكا كې په ۱۹۹۵م كال شتمنې كورنۍ چې په سلو كې يوازې يوه كورنۍ وه، ۴۲،۲% د ټولو ونډه، ۵۵،۷% د قرضې پاڼې، ۷۱،۴% ناتعاوني دندې او ۳۶،۹% له كور څخه نااړونده شتمني په لاس كې لري. د عايد دا ناانډولي په تېرو ۲۰ كلونو كې مخ په ډېرېدو وه، نو د پرمختګ مساوي موقع په دا ډول مخ په وده اقتصادي ناانډولۍ كې هسې د خولې خبره ده. زه دلته يوه بېلګه وړاندې كوم:

د پنسلوانيا په پيتزبورګ كې يوه كورنۍ د څو مليارده پانګې په لرلو سره ژوند كوي، د هيلمنلنو دا شتمنه كورنۍ په پنځم سړك (د امريكا له ډېرو ښكلو سړكونو څخه) باندې يوه ډېره پرتمينه ماڼۍ لري، د دې مانۍ په ختيځ ۳۰ ميلۍ كې د بېوزلو يو ښارګوټى پروت دى، چې د لرګيو د كورونو په نامه پېژندل شوى او د بېوزلۍ او بدمرغۍ تر سختې زياتۍ لاندې لاندى دى او د ماشومانو د مړينې لوړه كچه لري.

د عايد ناانډولي په ټولنه كې د سختو ناخوالو لامل ګرځي، كه چېرې دوه هېوادونه او يا دوه ايالتونه مساوي عايد ولري، كولاى شو دې حال ته (ټولنيزه سلامتيا) ووايو، څېړنې ښيي چې په هغو هېوادونو كې چې د عايد ناانډولي لري (ټولنيزه سلامتيا) ټيټه ده.

كارپوهان دېته متوجه شوي، چې په هغو ايالتونو كې چې د عايد ناانډولي ډېره ده، د وزګارۍ كچه هلته لوړه، د بنديانو شمېره په كې زياته او ډېرې كورنۍ يې په مالي او خوراكي توكو د ژوند شپې ورځې تېروي او همدارنګه په دې ايالتونو كې هغه كورنۍ چې د ټول عايد كچه يې په نيمه بېوزله حالت كې ده، د مړينې كچه يې د نورو ايالتونو برعكس ده او له نيمايي څخه د ډېرو روغتيايي ستونزو د اوارۍ وس نه لري. له دې څخه دا پايله راوځي چې د عايد ترمنځ دا توپير پر ټولنيزو ځانګړنو باندې اغېز لري.

په هغو ايالتونو كې چې د عايد د ناانډولۍ كچه يې لوړه ده، ډېر لږ كسان د زده كړې توان لري او په سلو كې تر نيمايي كم يې له ښوونځي څخه فارغېږي. په دې ايالتونو كې د نورو ايالتونو په پرتله ډېر لږ ماشومان روغ زېږي او د وژنو او جنايتونو كچه په كې لوړه ده. دېر خلك د معيوبيت له وجې له كار څخه بې برخې دي او د چلوونكو شمېره په كې زياته ده.

په اقتصادي لويه او مخ په وده ناانډولۍ كې د ټولنې له بېوزله پوړ څخه سياسي ځواك له لاسه وځي، چې اخر ټولنيز تامينات چې تر يوې اندازې د بېوزلۍ ناوړه اغېزې له منځه وړي، زيانمنېږي او پرځاى يې هغه اقتصادي سياستونه چې د شتمنو په ګټه وي، ځاى نيسي او بېوزله كسان چې كله په ټولنه كې دا مخ په وده ناانډولي ويني، ډېر نهيلي كېږي.

كه څه هم بېوزلي او اقتصادي ناانډولي په شتمنو پانګوالو هېوادونو كې هم زياته ده، خو دا كچه له هغو هېوادونو سره چې هم پانګوال او هم بېوزله دي، د پرتلې وړ نه ده او كه څه هم نړيوال بانك، د هغو وګړو شمېره چې د ورځې په يوه يا اوو ډالرو ژوند تېروي، د نړۍ په كچه او بيا په بېلابېلو هېوادونو كې اعلانوي، د بېلګې په ډول د ۱۹۹۰م كال لسيزې په لومړيو كې د نايجريا ۹۰،۸% وګړو په ورځني ډول تر ۲ ډالرو په لږ عايد باندې ژوند تېراوه، په ۱۹۹۷م كال دا كچه په هند كې ۶۸،۲% وه او د نړيوال بانك په اټكل د نړۍ د ټول جمعيت (۶مليارده) څخه ۲۸ مليارده چې نژدې ۴۵% كېږي، په ۲ ډالره او يا كم (۱،۲ مليارده) يانې لږ تر لږه يوه ډالره باندې ورځنى ژوند تېروي.

همدارنګه نړيوال بانك داسې شمېرې خپرې كړي، چې د امريكا د بېوزلۍ كرښې سره د پرتلې وړ دي، لكه څنګه چې مخكې مو وويل په امريكا كې د بېوزلۍ كرښه په ۲۰۰۲م كال كې ۱۲،۶ ډالره وه او په بېوزلو هېوادونو كې د بېوزلۍ كرښه له يوه ډالر څخه لږ څه لوړه ده.

كه څه هم داسې ادعا كېږي چې نړيواله بېوزلي له نويمې لسيزې راپه دېخوا په لږېدو ده، ځكه چې په بېوزلو هېوادونو كې د بيو د ټيټوالي له امله په يوه ډالر عايد د كورنۍ د پېرېدلو توان نسبت امريكا ته ښه دى، په داسې حال كې چې په امريكا كې نه شو كولاى په يوه ډالر ژوند وكړو، دا سمه ده كه چېرې په ټوليز ډول د بيو كچه ټيټه شي، د بېوزلۍ په لږېدو كې اغېز لري، خو په داسې ډول چې نور لاملونه ثابت پته شي او بله دا چې نړيوال بانك د ټولو توكو د بيو خبره كوي، نه د هغو توكيو چې يوه بېوزله كورنۍ يې د خپل ورځني ژوند لپاره رانيسي.

په ټوليز ډول هغه توكي چې په نسبي ډول يې په راوروستيو كې بيې راټيټې شوي، ډېرى يې د بېوزله كورنيو د اړتيا وړ نه دي، لكه چې يوه ورځپاڼه ليكونكى ليكي: ’د پېرېدلو د توان په اړه د نړيوال بانك اټكل د ټولو هغو توليداتو او خدمتونو پر بنسټ ولاړ دى، چې په يوه اقتصاد كې وړاندې كېږي، په دې مانا چې پر خوړو، اوبو او استوګنځي سربېره ځينې نور څيزونه لكه د الوتكو ټكټ، لوړې زده كړې او داسې نورو ته هم ځاى وركړل شوى، په داسې حال كې چې په بېوزله هېوادونو كې د ژوند لومړني توكي تر شتمنو هېوادونو لوړه بيه لري‘.  خو د كاري ځواك د لوړې عرضې له امله د ځينو خدمتونو بيې ټيټې هم راغلي، په داسې حال كې چې بېوزلي خلك هېڅكله د روغتيايي خدمتونو موټران نيول او يا د سينګار خدمتونو غوښتنې نه لري. د كولمبيا پوهنتون دوه تنه څېړونكي اټكل كوي چې كه چېرې د نړيوال بانك له څېړنې څخه ټولې نيمګړتياوې له منځه يووړل شي او په سم ډول څېړنه وشي، د هغو كسانو سلواله به چې په بېوزلۍ كې ژوند كوي، له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې لوړه شي او په نړيواله بېوزلۍ كې به د ټيټوالي ادعا ناسمه وخېژي.

د نړيوال بانك په مرسته د بېوزلۍ په انځور شوې كرښه كې د پاملرنې وړ ټكى دا دى چې نړيوال بانك بېوزلو هېوادونو ته د كرنيزو محصولاتو د صادرولو په پراختيا كې اغېزناك رول درلود. هغه كسان چې د بېوزلۍ تر نړيوالې كرښې لاندې ژوند كوي، ډېرى يې وروسته پاته كليوال ژوند لري، چې د پيسو له نظام څخه ليرې دي، خو اقتصادي شرايطو يې تر يوه ډالر لوړ او ښه دى.

نړيوال بانك فكر كوي چې كه چېرې دا خلك زموږ تر اقتصادي سياست لاندې له دې حالته وايستل شي او د ښارونو پر لوري كډه شي، د دوى د پيسو په عايد كې به مثبت بدلون راشي، خو په حقيقت كې د دې پرخلاف كله چې كليوال خلك د پانګوالۍ تر نظام لاندې د ښار پر لوري وخوځېدل، د ډېرو اقتصادي حالت له مخكې لا پسې خراب شوى، په نړيواله كچه بېوزلي د ناانډوله عايد له دودې او پرمختګ سره يوځاى مخ په لوړه ځي.

چين او هند كه څه هم د مخ په وده هېوادونو په ليكه كې راځي او اقتصاد يې هم د ودې په حال كې دى، خو اقتصادي ناانډولي په كې په چټكۍ سره زياتېږي. چين چې د حقونو د برابرۍ پلوى هېواد ګڼل كېږي، د اقتصادي ناانډولۍ كچه يې له امريكا سره د توپير وړ نه ده. په داسې حال كې چې چين نن په خپل تاريخ كې د عايد د نوي وېش لوړ ټكي ته رسېدلى دى، په هند كې د اقتصادي چټكې ودې ډېره برخه د ټولنې په سلو كې د۲۰ شتمنو جېب ته لوېږي او ۳۵۰ مليونه وګړي يې په بېوزلۍ او بدمرغۍ كې ژوند كوي، يوازې په كلكته كې ۲۵۰۰۰۰ ماشومان په كوڅو كې شپې تېروي.

د نړيوال بانك يو اقتصادپوه برانكو ميلانويچ د عايدو د ناانډولۍ په باب د يوې طرحې څارنه كوي او د خپلو څېړنو په پايله كې وايي: ’د نړۍ په سلو كې يو تر ټولو شتمن كسان ۵۷% تر ټولو بېوزله كسانو عايد لري. په ۱۹۹۳م كال په سلو كې د پنځو شتمنو كسانو منځنى عايد د نړۍ د پنځه په سلو كې بېوزله كسانو ۱۱۴ برابره و، حال دا چې دا كچه په ۱۹۸۸م كال كې ۷۸ برابره و او په سلو كې ۵ بېوزلانو خپل ۲۵% عايد له لاسه وركوي، او په سلو كې ۲۰ كسانو عايد ۱۲ وده كړې، چې دا وده د نړيوال اقتصاد د ودې دوه برابره ده.

په نړۍ كې د ناانډولۍ دا زياتوالى د هېوادونو ترمنځ د ناانډولۍ د زياتوالي او د هېوادنو د ننه د دې نابرابرۍ د زياتوالي پايله ده، چې په كې شتمن هېوادونه لا پسې شتمن او بېزوله هېوادونه لا پسې بېوزله كېږي.

د ملګرو ملتونو راپور چې د انساني پراختيا په باب وړاندې شوى، ښيي چې په امريكا كې د ۲مليونه شتمنو كسانو عايد به د ۲ مليادو بېوزلو كسانو، چې په نړۍ كې ژوند كوي، په كچه وي. په ۱۸۲۰م كال كې په لوېديځه اروپا كې سرانه عايد د افريقا درې برابره و او په ۱۹۹۰لسيزه كې دا كچه ۱۳ ته ورسېده.

راپور وړاندې زياتوي: نننۍ شمېرې بېخي د شرم وړ دي، تر ۱۳ مليونه زيات ماشومان په تېره لسيزه كې د نسناستي په ناروغۍ مړه شول. هر كال تر نيم مليونه ډېرې ښځې د اميندوارۍ پر وخت يا هم د زېږون پر مهال مري، تر ۸۰۰مليونه ډېر كسان په خوارځواكۍ اخته دي، همدارنګه ۱۹۹۰لسيزه د ډېرو هېوادونو لپاره د نهيلۍ لسيزه وه، د ۵۴په شا و خوا كې هېوادونه اوس له ۱۹۹۰ م كال څخه راهيسې بېوزله شوي دي. په ۲۱ هېوادونو كې د وګړو ډېره برخه اوس له ۱۹۹۰ كال څخه د لوږې لوړه كچه لري، په ۱۴هېوادونو كې ډېرى ماشومان تر پنځه كلنۍ مخكې مري او په ۳۴ هېوادونو كې د ژوند هيلې ډېرې ټيټې شوې دي، حال دا چې پخوا دا ډول پېښې ډېرې لږې وې. جيمز ګيلبرټ يو اقتصادپوه دى او په دې باب خپر نظر داسې څرګندوي:

د تكزاس پوهنتون د څېړنې يوه ډله چې په پراخه كچه يې مخ په وده هېوادونو كې څېړنې كړي، وايي چې د اقتصادي ناانډولۍ كچه مخ په وده هېوادونو كې په ډېرېدو ده او يوازې په څو هېوادونو كې دا كچه په لږېدو ده، د بېلګې په توګه په ويتنام كې يوازې د ۱۹۹۹_۲۰۰۱كال پورې د اقتصادي توپير كچه دوه برابره شوې ده، نو ايا په اقتصادي برخه كې د پورتنيو ځانګړتياوو په شتوالي سره كولاى شو چې د پانګوالۍ د پلويانو (د انډول موقع) ادعا ومنو؟ او هيله لرو چې د نن بېوزلان به د شتمنېدو چانس ولري.

په هېوادونو كې دننه د شتمنو او بېوزلو ترمنځ ليرېوالى د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي توپير له زياتوالي سره يوځاى پرمخ ځي. كه څه هم د هېوادونو وګړو د شمېر توپير په لوړه كچه دى، خو بيا هم د هېوادونو د اقتصادي توپير د كچې د ښوولو لپاره د سرانه ناخالص كورني توليد كچه يو ښه معيار دى، چې GDP بلل كېږي، د دې توپير په سر كې هغه هېوادونه راځي چې شتمن پانګوال بلل كېږي، دا هېوادونه چې پخوا صنعتي شوي دي او غواړي د نړۍ نور هېوادونه تر خپل استعمار او ګټه اخيستنې لاندې راولي، هغه هېوادونه چې د استعمار تر ګواښ لاندې دي، له لاتينې امريكا څخه تر افريقا او جنوبي اسيا پورې رسېږي. دا هېوادونه ډېر بېوزلي او د اقتصادي پراختيا څخه بې برخې پاته دي.

په امريكا، ناروې، جاپان، المان او فرانسه كې د سرانه ناخالص توليد كچه د خوارو هېوادونو لكه ايټوپيا، مالاوې، افغانستان  او بوليوي په پرتله ۱۰۰ برابره لوړه ده. د لاتينې امريكا د هېوادونه د GDP له مخې يو هم په ۳۵ لومړۍ رتبه هېوادونو كې نه راځي او افريقايي هېوادونه يو هم د GDP د ليست په ۵۵ لومړۍ رتبه هېوادونو كې نه شي راتلاى.

د ۵۰ تر ټولو بېوزله هېوادونو تر نيمايي ډېر افريقايي هېوادونه دي او همدارنګه په سلو كې ۶۰ او ۵۰ شتمن هېوادونه په اروپا او شمالي امريكا كې دي.

كه چېرې خپله پرتلييزه څېړنه د پيسو له معيار څخه وباسو او د ژوند د نورو اسانتياوو او وضعيت په باب خپله كتنه وغزوو، بيا هم لوى توپيرونه ليدلاى شو. د بېلګې په ډول په ناروې كې د ماشومانو د مړينې كچه په هرو زرو زېږېدلو ماشومانو كې ۱۳،۹۸ ده، حال دا چې په ايټوپيا كې بيا له هرو زرو ماشومانو څخه ۱۰۱ ماشوم خپل ژوند له لاسه وركوي.

ډېرى اقتصادپوهان په دې انددي چې بېوزلي هېوادونه د اقتصادي پراختيا په بهير كې ډېر پڅ خوځښت لري، كه چېرې د ازاد بازار اصول پر ټولنو باندې په همداسې شكل حاكم پاته شي، د بېلګې په ډول هغه خنډونه چې له ازادې سوداګرۍ څخه د حمايتي قوانينو، د كار توان، د ځمكو د خرڅلاو په وړاندې محدوديتونه چې د كار څښتنان يې د عايد د كچې د لوړوالي لپاره په كار اچوي له منځه يووړل شي، نو دا ټولنې به هم په شتمنو ټولنو بدلې شي، خو دا نظريه چې د هېوادونو په اقتصادي ملتيا باندې ولاړه ده، منل يې ګران ښكاري، ځكه كه په بېوزلو سيمو كې، د ساري په توګه (اسيا) كې كه يو هېواد شتمنېږي، لكه جنوبي كوريا، خو ډېرى نور يې هماغسې بېوزله پاتېږي.

د نړيوال بانك يو اقتصادپوه لانس پريچت  يو لړ اصول وړاندې كوي او ادعا كوي چې له ۱۸۷۰م كال څخه تر ۱۹۶۰م كاله پورې د هېوادونو ترمنځ په سرانه عايد كې توپير زيات شو. دى د نړۍ يو شتمن هېواد (امريكا) له يوه ډېر بېوزلي هېواد ايټوپيا سره پرتله كوي. نوموړى د دې دواړو هېوادونو د كورني ناخالص توليد نسبت لاسته راوړي او وايي كه چېرې په رښتيا د هېوادونو ترمنځ اقتصادي ملتيا موجوده وي، نو دا نسبت به په ۱۸۷۰م كال كې له ۱۹۶۰ څخه لوى وي او د دې خبرې د رښتياوالي لپاره بايد په ۱۸۷۰م كال كې د ايټوپيا ناخالص سرانه عايد GDP دومره كوچنى عدد وي، چې په هغه به د ژوند تېرول ممكن نه وي، نو پر دې بنسټ ويلاى شو چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ملتيا پرځاى د عايد ترمنځ د توپير كچه زياته شوې ده.

دغه ډول د ۱۹۶۰م كال څخه وروسته هم زموږ د دې توپير په زياتېدو باندې ښكاره شواهد لرو، تر ۱۹۸۰م كال وروسته چې د ازاد بازار سياست پر ټوله نړۍ خپور شو او په پراخه كچه ورته تبليغ كېده، نو د عايد د توپير كچه هم په چټكۍ سره لوړه شوه. له ۱۹۸۰م كال څخه تر ۲۰۰۰م كاله پورې هغه هېوادونه چې د GDP يې تر ټولو لوړه وه، د نورو هېوادونو په پرتله يې وده او پرمختګ هم چټك و، چې د ملتونو ترمنځ د اقتصادي ناانډولۍ د ډېرېدو او ودې ښكارندوى دى.

يوه انګرېزۍ مجله (ايكونوميسټ) له هغو اقتصادپوهانو څخه په ملاتړ كې چې په نړۍ كې د اقتصادي ناانډولۍ د كچې پر ټيټوالې باندې باوري دى، داسې دليل وړاندې كوي. موږ بايد په بېلابېلو هېوادونو كې د سرانه عايد GDP د اټكل لپاره د هر هېواد جمعيت هم په پام ك ونيسو او په دې توګه به ووينو چې په چين او هند كې د ودې كچه په دې دوره كې ډېره لوړه ده او دا ښيي چې د ودې كچه د جمعيت له ليدځاى څخه په كتو سره د اقتصادي ناانډولۍ ټيټوالى څرګند دى، خو ايكونوميسټ دا له ياده ايستلې چې اقتصادي ناانډولي په چين او هند كې دننه او وګړو ترمنځ ډېره شوې ده، دغه راز كه څه هم GDP په هند او چين كې دا ناانډولي لوړه شوې ده، خو د ټولنې د منځني پوړ په عايد كې كوم بدلون نه دى راغلى، نو پر دې بنسټ موږ نه شو ويلاى چې اقتصادي ناانډولي كمه شوې ده او دا ډول ادعا د منلو وړ نه ده.

كه چېرې يو ډېر بېوزله هېواد په پام كې ونيسو، چې ان تر يوه شتمن هېواد ګړندۍ اقتصادي وده لري، نو ډېره اوږده موده په كار ده چې د ټولنې په سرانه عايد كې بشپړ او هراړخيز نسبت رامنځته شي. پريچت د هند په باب، چې د يوې مودې لپاره يې د امريكا په پرتله چټكه وده لرله، داسې وايي:

څو هېوادونه چې د ودې او اقتصادي پراختيا په حال كې دي، په رښتيا هم د هراړخيز اقتصادي برابر نسبت خوا ته روان دي، خو موږ به ووينو چې دا د ښه چانس خاوندان به دامريكا تر كچې ورسېږي كه نه؟ د بېلګې په توګه هند د ۱۹۸۰-۱۹۹۳م كال پورې  خپله  منځنۍ اقتصادي وده په سلو كې ۳ بولي، كه چېرې هند په همدې ډول وده وكړي، نو ايله به په سلو راتلونكو كلونو كې د هغو هېوادونو كچې ته ځان ورسوي، چې نن په نړۍ كې لوړ عايد لري. كه چېرې هند وكړاى شي د ۳۷۷ كلونو لپاره د ودې دا كچه وساتي، نو ايله به موږ د هند او شتمنو هېوادونو د عايد په كچه كې هراړخيز اقتصادي برابر نسبت ووينو.

پورتنيو ټولو مسايلو ته په كتو سره سړى دې پايلې ته رسېږي، چې دا اقتصادي ناانډولي كه په هېوادونو كې دننه ده او كه د هېوادونو ترمنځ، د كاپيټليزم (پانګوالۍ) پايله ده، ځكه چې د پانګوالۍ اقتصاد په تعريف كې د شتمنۍ وېش په ناانډوله او نامساوي ډول دى، د توليد غيرانساني سرچينې (چې د دې نظام پلويان يې پانګه بولي) د ډېر كوچني لږكي په واك كې دي او د بازار په اقتصاد كې د شتمنۍ ناانډولي د پانګوالۍ طبيعت ته په كتو سره په خپله د عايد د ناانډولۍ لامل ګرځي، پر دې بنسټ ويلاى شو چې تر هغه مهاله د پانګوالۍ اقتصادي سيسټم محدوديتونو او مقرراتو ته غاړه نه وي ايښې، د اقتصادي ناانډولۍ وده،پرمختګ او زياتېدنه حتمي ده.

د هېوادونو ترمنځ او په هېوادونو كې دننه يو څيز چې د ناانډولۍ په منځته راتګ كې ونډه لري، د پانګوالو مخ په وده ځواك او د بېوزلانو او بزګرانو د واك او ځواك راټيټېدل او رالويېدل دي، كه چېرې د نړۍ بېوزلو هېوادونو ته ښه ځير شو، وبه وينو چې هرڅومره د بېوزلو او كروندګرو واك او ځواك ډېر وي، په هماغه كچه د عايد وېش د انډول او مساواتو لوري ته درومي او هر څومره چې كارګران او كروندګر د سياسي واك له مخې كمزوري وي، په هماغه كچه له اقتصادي پلوه د شتمنو ملتونو تر زور او واك لاندې راځي او د هېوادونو ترمنځ اقتصادي ناانډولي زياتېږي. دغه راز څومره چې د ټولنې د بېوزله پوړ عايد د ژوندي پاتېدو تر كچې راټيټېږي په هېواد كې ناانډولي زياتېږي، دا خبره ان هغه مهال چې سرانه ناخالص توليد GDP ښه لوړ وي، سمون خوري، يانې په دې ډول په شتمنو هېوادونو كې هم كله چې كارګران او بېوزلان كمزوري كېږي ناانډولي جګېږي او ان كارګران او بېوزلان نه شي كولاى د خپلو ګټو د ساتنې لپاره سره يوشي، ان تر دې چې د بېوزله وروڼو او خويندو ترمنځ هم د يووالي احتمال نه ليدل كېږي.

همدا خبره ده چې په امريكا كې د كارګرانو اتحاديې او غورځنګونه ډېر كمزوري دي او د شتمنو هېوادونو په ډله كې امريكا هغه هېواد دى چې د عايد نابرابري په كې لوړه ده. د پانګوالۍ په اقتصاد كې ټول خلك د پيسو گټلو لپاره ازادي دي، خو راځئ چې ووينو دا مسئله څنګه پلې كېږي؟

د پانګوالۍ اقتصادپوهان له عدالت غوښتونكو ارزښتونو څخه د ملاتړ ادعا كوي، خو په عمل كې د كار پايله ډېره ناعادلانه ده. ان دا تناقض د هېوادونو په اړه هم ليدل كېږي. هېوادونه د ازادې سوداګرۍ اړيكو ته ننوځي، چې د دې سوداګرۍ پايله د سرانه عايد GDP د كچې لوړ توپير منځته راوړلو هدف دا دى چې دا ډول تناقض بايد له منځه يووړل شي.

له يوې خوا كروندګر او بېوزلان بېلابېل سازمانونه جوړوي، چې ځينې مهال د وضعيت په كنټرول او مديريت سره كولاى شي له پانګوالو څخه يو څه امتياز واخلي او كله ناكله كېدى شي داسې شېبې لاسته راوړي، چې د يوه اوښتون او په سيسټم كې د ګډون سبب شي، خو له بلې خوا پانګوال او لاسپوڅي يې هڅه كوي چې دا تناقض له هغو خوځښتونو او فعاليتونو څخه په امن وساتي، چې د دوى ګټو ته خطر پيدا كوي. دا خبره له ورايه ښكاره ده چې زور او تاوتريخوالى د حاكم پوړ د لاس وسله ده، په ځانګړې توګه كله چې د يوه اوښتون او خوځښت امكان موجود وي، خو زور د دوى يوازېنۍ وسله نه ده، بلكې ځينې وختونه چارواكي او د پانګوالو لاسپوڅي د كارګرانو او كروندګرو مشران د هيله من كولو، د پراخو ايډيالوژيكو هڅو او يا د مصلحتي امتيازونو د وركړې په واسطه د خلكو غلي كولو ته لاس اچوي او غواړي وښيي چې هېڅ ډول تناقض شتون نه لري.

بايد ووايو چې د پانګوالۍ د تبليغاتو يوه برخه د ورځني كامل خوراكي پروګرام د سمبالښت وعده ده، چې د اطلاعاتو په وركېدو او يا هم  بدلېدلو باندې بشپړېږي.  كارګران په رښتيا هم ګډې ګټې لري، ځكه ويل كېږي چې په پانګوالۍ سيسټم كې د شتمنو ګټې د بېوزلو په تاوان كې نغښتې دي او دا كرك پاروونكى سياست دى، دا چې بېوزلي هېوادونه له شتمنو څخه وروسته پاتېږي، دليل يې دا دى چې دې هېوادونو ازاده سوداګري په لوړه كچه پلې كړې ده. سخته او زياتېدونكې اقتصادي ناانډولي د نړۍ پر ټولو هغو برخو چې د پانګوالۍ نظام واكمن دى اوس هم لا د ودې په حال كې ده او جرړې يې د ټينګېدو په حال كې دي.

په امريكا كې كارګران د دولت د اقتصادي سياست ملاتړ كوي، چې په ښكاره د دوى په زيان دى، لكه پر شتمنۍ او عايد باندې د مالياتو لغو كول او دا كار په څرګنده د شتمنو په ګټه او د بېوزلو په تاوان دى. خو بيا هم، سره له دې داسې شواهد شته چې د واك خاوندانو او د شتمنۍ څښتنانو ته ستونزې په ډېرېدو دي. د نړۍ په بېوزله سيمو كې يو ډول (ټولنيزه جګړه) د ولاړېدو په حال كې ده، چې ډېرى يې د ټولنې د پوړونو ترمنځ په تاوتريخوالي بدلېږي، چې د مشرانو اندېښنې يې زياتې كړې دي.

داسې ښكاري چې سياسي شخړې به په نژدې راتلونكي كې د اقتصادي ناانډولۍ له امله، چې د پانګوالۍ نظام ځانګړتيا ده، رامنځته شي. دا اټكل نه كېږي چې دا سيسټم به په دې ځانګړنو سره وكړاى شي د نارضايتۍ د هغه اور د لګېدو مخنيوى وكړي، چې سكروټې يې تر ايرو لاندې لا تازه دي.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:45 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .