د تورو او خبرو اغېز | ||||
مه پرېږده هغه كركه چې له مقابل لوري سره يې لرئ د توري او كليمو په شكل ستاسو پر ژبه راشي، په دې احساساتو سره كركې ته د توري شكل مه وركوئ. هېر مو نه شي چې كليمه يو وچ او تش اواز نه دى، كليمې ژوندۍ او ساه لرونكي دي، حس لري، دېر ژر اغېز كوي، كولاى شي ژورې او ډېرې بدې دښمنۍ رامنځته كړي. كولاى شي داسې پرهرونه رامنځته كړي، چې د رغېدو نه وي او كولاى شي سكون او ارامي رامنځته كړي. كليمې هغه ساه لرونكي دي، چې تاسې يې رامنځته كړئ او د ژونديو موجوداتو په ډول ستاسو په ژوند او له نورو سره په اړيكو كې ژور اثر كوي. توري ژوند كوي او خپل ژوند ته ادامه وركوي، دا ژوند كولاى شئ د هغه چا په احساساتو او زړه كې حس كړئ چې تاسو اړيكي ورسره لرئ. هرڅومره چې ستاسو سره يو چا بد كړى وي، بيا هم نه غواړي چې ستاسو له خولې غوسه ناكې او ناوړه كليمې واوري، كېدى شي حق ستاسو سره وي او ستاسو په حق كې يې بد كړى وي، خو ستاسو بد ويل هغه ته چې كوم اغېز لري دا دى چې حال نور هم خرابوي او ستاسو اړيكي تياره كوي، په خوله د ناوړه تورو له راوړلو څخه هېڅ وخت ګټه نه شـئ اخيستلاى. هر ځل كه يوه ناوړه كليمه يو چا ته په خوله راوړئ، خپل ځان خوار او سپكوئ، قهرجن او منفور به څرګند شئ. پوهېږئ كه چېرې په غوسه شئ نو كوم بنديز نه شته، په قهر شئ ځكه غوسه تر يوه حده د انسان د طبيعت يوه برخه ده، د هر چا په ژوند كې يو مهال راځي، چې له ناچارۍ په غوسه كېږي، خو پام مو وي د غوسې پر مهال يو چا ته ناوړه توري په ژبه مه راوړئ، سپك توري مه كاروئ دغه راز پر خلكو تورونه مه لګوئ، ترخه ژبه او ناوړه توري كارول هېڅوخت هم ګټه نه كوي، خو ستاسو حيثيت، شخصيت، احساساتو او ټول ژوند ته زيان رسوي. هغه څوك چې ترخه ژبه لري هغه افسانوي ښامار ته ورته دى چې ساه يې په زهرو لړلې وي، خلك د دې ډول ښامار سر غوڅوي او يا ليرې ورڅخه تښتي. موږ په ورځني ژوند كې له خلكو سره سر و كار لرو، كار ورسره كوو، خبرې ورسره كوو، راكړه وركړه ورسره كوو، همدارز يو د بل مرستې ته اړ يو، هر انسان د بل مرستې ته اړ دى، انسان چې څومره په نړۍ كې پرمختګ كوي، هغومره نورو ته اړ كېږي او همدغه محتاجي ده چې انسانان يو بل ته اهميت پيدا كوي. موږ او تاسې د خپلې ټولنې غړي يو، كه غواړو د نېكمرغۍ او ارامۍ په باب ډاډمن شو، نو بايد له خلكو سره د ټولنيز ژوند لارې چارې زده كړو او داسې چلند وكړو چې هر مهال د نورو په زړونو او پام كې د مينې او درنښت وړ شو. ’هغه څوك چې له خلكو سره ښه كوي، تل له ورين تندي، خندا او مينې سره مخ كېږي او هر وخت له غوسې، سپكاوي او حملې څخه په امن وي، له خلكو سره ښه ژوند كول هنر دى، چې زده كېږي او په څو ساده بنسټ باندې ولاړ دي، څه ناڅه ټول په دې پوهېږو چې لږه حوصله يو څه تمرين غواړي، چې وكړاى شو په خپل ورځني ژوند كې ورڅخه كار واخلو‘. يو څو ټكي په پام كې نيول كولاى شي ستاسو د ښه ژوند لارښود شي. ۱. بايد زغم ولرو: قرباني او زغم د انسان شخصيت لوړ ښيي، كه لږ زغم ولرو كولاى شو له خلكو سره په ښه ډول ژوند وكړو. په دې توګه ستونزې زموږ له ژوند څخه ليرې كېږي. د ساري په توګه د ښوونځي يو زده كونكى بل ته وايي ته هم كولاى شې زما له توپ سره لوبې وكړې، دا زده كوونكى په دې ساده قربانۍ سره د خپل ملګري مينه ترلاسه كوي او كېدى شي چې همدا وړه كړنه په راتلونكي كې د يوې ښې او ژورې دوستۍ پيلامه شي. همداسې نورې بېلګې د لويانو په ورځني ژوند كې هم ډېرې دي، د ټولنې او وګړي ترمنځ دا يوه ښه ازموينه ده، البته پوهېږئ چې د انسان پرمختګ او كمال د هغه په قد، لويوالي يا وړكتوب پورې نه دى تړلى، زموږ فكري پاوړتيا به هغه مهال بشپړه شي، چې پر خپلو ځاني غوښتنو برلاسي شو، تر هغې كچې چې وكړاى شو د خپل ځان په پرتله د نورو وګړو احساسات او نېكمرغۍ په پام كې ونيسو. ۲. په قضاوت كې انصاف: كله- كله د دوو كسانو ترمنځ اختلاف وي او موږ غواړو چې په موضوع كې ورګډ شو، خپل نظر څرګند كړو، طبيعي خبره ده چې په داسې حالاتو كې روانه قضيه د يوه لوري په ګټه او د بل په زيان پاى مومي، كېدى شي قضاوت كوونكي ته ځينې كينې او حسدونه رامنځته كړي. دلته د مسئلې د حل لار دا ده چې موږ د حق او رښتياوالي له لارې وانه وړو او په انصاف سره قضاوت او پرېكړه وكړو. كېدى شي په لومړيو وختونو كې هغه چا چې په دې مسئله كې زيان موندلى وي، خپګان او كينه ښكاره كړي، خو كله چې زموږ پر بېطرفۍ او عدالت غوښتنه وپوهېږي، د زړه له كومې به خوښ شي. هرڅومره كه په ښكاره ځان بل ډول ښيي، خو په زړه كې به درناوى درته كوي. ۳. د خلكو ښېګڼو ته پام وكړئ: ټول خلك څه ناڅه كمزورۍ لري، كېدى شي چې ځينې خلك يوازې نيمګړتياوو ته په كتلو سره له ځينو نورو سره جوړ نه وي. د بېلګې په توګه ستاسو د تره (اكا) زوى يو ځانغوښتونكى سړى دى، همدا لامل دى، تاسې د هغه له دوستۍ او راشه- درشه څخه ځان ساتئ، په داسې حال كې كه چېرې تاسې ښه ځير شئ، كېدى شي له نيمګړتياوو سره- سره ډېرې ښېګڼې هم ولري، څه معلومه ده چې د هغه دوستي ستاسو لپاره ډېره ارزښتمنه او ګټوره وي. ۴. پر خلكو وېسا او د هغوى درناوى: د يوه وزارت له يوه كاركوونكي څخه غوښتل شوي چې له مركز څخه لاړ شي، په دوو سيمه ييزو څانګو كې چې هره يوه يې د ده خوښه وي، كار وكړي. دغه كاركوونكى د هغو دوو سيمو په باب هېڅ معلومات نه لري، نه پوهېږي چې كومه يوه وټاكي، د دې ستونزې د حل لپاره د وزارت يوه پخواني او ازمويل شوي كاركوونكي ته ورځي او په ډېر درناوي له هغه څخه لارښوونه غواړي. په دې ډول دى له دوو لارو د ځان مرسته كوي، يوه دا چې د يوه پوه او تجربه لرونكي چا له نظر څخه كار اخلي او بل دا چې په دې ډول يې ځان ته يو ښه ملګرى پيدا كړى دى. كله چې پر يو چا وېسا يا باور كوو، د هغه شخصيت لا لوړوو، په دې توګه هغه خوښ ساتو، هغه هم هڅه كوي چې د ښه نيت څرګندونه وكړي او غواړي ثابته كړي چې تاسو پر ده باور كړى او درناوى يې كوئ، دى د زړه له كومې ستاسو مينه ښه ګڼي. ۵. له شخړې او لانجې څخه ځان ساتل: د خلكو عقيدې او اندونه بېل دي. د يوه فرانسوي پوه (باروك) په خبره هر چا چې يو څه پيدا كړي وي، دفاع يې كوي. زموږ حال همداسې دى، چې په خپل نظر سمه خبره كوو، تيار نه يو د بل چا نظر ومنو. همدا لامل دى چې ځينې مهال له يوه ساده بحث څخه يو جنجال جوړ شي، ډېر ځله مو ليدلي چې په لېسو، پوهنتونونو، د مېلمستياوو په محفلونو او نورو ځايونو... كې د دوو يا څو كسانو ترمنځ اوږده بحثونه شوي او هر لوري د خپلې خبرې د پخلي لپاره دليلونه راوړي او د يو بل خبره نه مني. حال دا چې دا موضوع كېدى شي د نورو لپاره ستړې كوونكې تمامه شي، كېدى شي د دواړو لورو ترمنځ ناوړه احساسات راوپاروي، چې اخر به د يوې دښمنۍ پيلامه شي. په داسې حالاتو كې په كار ده چې دواړه لوري له بحث څخه شاته شي او د احساساتو څرګندول پرېږدي، ځكه له مقابل لوري سره مو نظر ډېر توپير لري، كولاى شو خپلې خبرې داسې پيل كړو: ’د دې ښاغلي وړانديز سم دى، خو...‘ او كه يو چا مطلب نيمګړى بيان كړ، د هغه په ځواب كې ښايي داسې ووايو: ’ستاسو ښاغلو د وړانديز په تاييد سره...‘ او بيا د هغه د خبرو سمه برخه راواخلئ او ويې پوهوئ. په ټولو بحثونو كې د پام وړ او اساسي خبره دا ده چې د مقابل لوري درناوى وساتو، ځكه په دې ډول، مقابل لوري ته ځان لوړ ښكاري او كوښښ كوي د مينې او اخلاص څرګندونه وكړي. ۶. قرباني او خبره نه غزول: يوه ځوان چې په حقوقو پوهنځي كې زده كړه كوله، له خلكو سره د چلند نوې بڼه اختراع كړه، چې په دې توګه يې ځان له ډېرو ډول- ډول لانجو څخه وژغوره، څرنګه چې دى په محكمه كې وكيل و، نو د كار پر مهال هم ورته ګټور ثابته شوه. دغه كس هر مهال تېزې او ځيږې خبرې اورېدې، په خپل ذهن كې يې راګرځول ښه دا ده چې موضوع په ټوكو حساب كړي، وخاندي او پر ځان يې ډېره نه كړي، كله به چې د خبرو تريخوالى يو څه كم شو، نو سم له لاسه به يې يوه خوږه كيسه كوله، په دې ډول به يې تريخوالى بېخي ورك كړ. غوسې به سړې شوې او دليلونه به اورېدل كېدل. د امريكا نامتو (مشهور) ولسمشر ابراهام لينكلن هم دغه هنر درلود. هر مهال چې به يې چې په كابينه كې اختلاف او لانجه پيدا شوه نو سم له لاسه به يې د څو خوږو متلونو او يا يوې خوږې كيسې په ويلو سره مجلس ته بدلون وركړ. په مناسب ځاى او ادب سره متل يا ټوكه ويل ښه هنر دى، هوښياران ښه پوهېږي چې په ورځني ژوند كې تېروتنې ډېرې دي، ځكه نو بايد د غوسې پرځاى نرمي غوره كړو، ځيږې او توندې خبرې په ټوكو حساب كړو، ځكه چې د ژوند ستونزې او سختۍ په خندا او شوخۍ سره ليرې كېږي. ۷. رښتينوالى: خلك له هغه چا څخه كركه كوي چې پر حقيقت ايمان نه لري او رښتيني نه وي. هغه وګړي چې په دروغو، دوه مخۍ او د خلكو په تېرايستلو مشهور شي، هغوى د ټولنې په بدو خلكو كې شمېرل كېږي. دوى نه پوهېږي له هغو سوداګرو سره چې ژبه ماتوي، څوك راكړه وركړه نه كوي او همدارنګه له هغه چا سره چې په ټولنه كې په دوكه وركوونكو پېژندل شوي، تر ډېره بريده خلك اړيكي نه ساتي. د داسې خلكو تر ټولو لويه بدمرغي دا ده چې خلك ورته په ښه سترګه نه ګوري. د نورو درناوى او ورسره مينه ډېر ښه كار دى، خو هر كار بايد پر رښتيا او حقيقت تكيه ولري. د يوه هېواد پيسې كه هرڅومره ښكلې او ښايسته چاپ شي او شاته غښتلې تكيه ونه لري، ارزښت يې كم وي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:40 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||

