د ډيورنډ كرښه او د پاكستان ليوني خوبونه | ||||
تر كرښې دېخوا افغانستان كې هم تل ولسونو د دې كرښې په وړاندې خپله كركه اونفرت ښودلى دى، د ډ يورنډ د كرغېړنې كرښې له منځه وړل تقريباً د هېوادد د ټولو سياسي غورځنګونو او روڼاندو مبارزينو د كړنلارو په سرليكه كې ځاى درلود. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر يرغل وروسته كله چې ډېر شمېر افغانان پاكستان ته كډوال شول، پاكستان يو طلايي فرصت وموند چې د اسلام پوله نه پېژني ترشعار لاندې د ډيورند د كرښې شخړه د ځان په ګټه حل كړي، همدا وو چې د لومړي ځل لپاره د ګلبدين حكمتيار له خوا د پاكستان او افغانستان د كانفدراسيون وړاندېز وړاندې شو، سره له دي چې په هغه وخت كې په پاكستان كې افغانان له ډېر ستونزمن حالت سره مخ وو، خو د حكومت وړاندېز د هېچا ملاتړ ترلاسه نه كړ، يوازې پاكستان اود هغه لاسپوڅوته يې مخ تورى پاتې شو. بيا كله چې روسانو له افغانستانه د خپلو پوځونو ايستو ته چمتووالى وښود، د پاكستان د هغه وخت صدراعظم محمد خان جونيجو د جينوا د سولي تړون د لاسليك په هكله د پاكستاني ګوندونو ملاتړ ترلاسه كولو په خاطر د پاكستان يو ټول ګونديز كانفرانس راوغوښت، په كانفرانس كې د پيپلز ګوند مشري بې نظيرې بوټو غوښتنه وكړه چې پاكستان بايد د جينوا تړون د لاسليك په بدل كې له افغانستان نه وغواړي، چې د ډيورنډ كرښه د دواړو هېوادونو د پولې په توګه په رسميت وپېژني. په كابل كې د قدرت پر سر د تنظيمي جګړو تر رامنځته كېدو نه وروسته پاكستان د ډيورنډ كرښې د لانجي د غوڅولو لپاره د طالبانو بريالۍ پروژه پلې كړه خود سپټمبر د يوولسمې پېښې يو ځل بيا د پاكستان لېوني خوبونه خپل ځان سره په سرو لمبو كې وسوځول. اوس د ترهګري په وړاندې د مبازرې په پلمه پاكستان يو ځل بيا غواړي دا كرښه پرافغانستان په رسميت وپېژني اود همدې خامې هيلې د پوره كېدو په خاطر مشرف وړانديز كړى، چې د افغانستان او پاكستان پرپوله دې اغزن تارونه تاو شي. د مشرف دا وړانديز هېڅ عملي بڼه نه لري، دا كار په هېڅ توګه نه شي كولاى د ترهګرۍ مخه ونيسي. د مشرف دا ساده لوحانه وړانديز د كرښې د دواړو خواوو افغانانو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شو، دې غبرګون پاكستان دېته اړ كړ چې په اصطلاح د شف شف پرځاى شفتالو ووايي، د سرحد ايالت ګورنر خليل الرحمن ويلي دي چې د ډيورنډ دكرښې ميعاد تېر شوى دى او د پاكستان حكومت بايد له افغان حكومت سره خبرې وكړي، چې په دې هكله يو نوى تړون لاسليك شي. د پاكستان دټولو هڅو محور همدا دى چې افغانستان بايد د ډيورنډ كرښه په رسميت وپېژني، اوس چې افغانستان د ترهګرۍ پرضد په جګړه بوخت دى او په هېواد كې د سولې د ټينګولو او د بيارغونې سترې ستونزې پرمخ دي، د پاكستان له خوا د ډيورنډ كرښې مطرح كول د هېواد د ورځپاڼي د سنبلې د ۳۱ نېټې د سرمقاله ليكونكي په قول افغانستان له خوږ ګوتې څخه نيول دي. د ډيورنډ كرښه هېڅ افغان ته د منلو وړنده، د پښتنو اوبلوڅو ټولې هغه سيمې چې اوس د پاكستان په ولكه كې دي هغه د افغانستان د خاورې نه بېلېدونكې برخې دي، كه پاكستان په دې هكله افغانستان سره خبرې غواړي نو يوازې او يوازې په دې بايد خبرې وشي چې پاكستان كله او په كوم ترتيب د افغانستان هغه ټولې سيمې چې پاكستان ته د انګليسي استعمار نه په ميراث پاتې دي، خوشې كوي او افغانستان ته يې سپاري، دا شخړه پرته له دې بل هېڅ كوم حل نه لري ، نو پاكستان كه په رښتيا هم دا شخړه حلول غواړي رادې شي بسم الله ده. البته پاكستان بايد دا هم په ياد ولري چې اوس ترهګري يو نړيوال ګواښ دى ، پاكستان ته هم په كار ده چې خپل ټول قوت د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه كې مصرف كړي او د افغانستان د لاندې كولو لېوني خوبونه دې پرېږدي، اوس ټوله نړۍ د ترهګري په وړاندې په جګړه بوخته ده او پاكستان د ترهګرۍ د روزنې اوپالنې په يوه ستر مركز اوښتى ، پاكستان دې خپل خيريت وغواړي، هسې نه چې پر افغانستان د ډيورنډ دكرښې د منلو په لېوني خوب كې خپل وجود هم وبايلي . خو آيا پروېز مشرف او د هغه مشاورين دومره هوښياري لري چې دغې خبرې ته پام وكړي؟ | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:39 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||

