شيطان په پرېوتو كې | ||||
نه نوشين، باور مې نه راځي، هغه شوخي كوي. مړه نه ده. ژوندۍ ده او وروسته يې په لوړ اواز پرې غږ كړل: پاڅه... پاڅه.. له ما سره خبرې وكړ، يا الله پورته شه... نوشين لږ- لږ پوهېده چې پاتېدل يې ګواښمن دي او هره شېبه د دې شونتيا وه چې يو څوك راننوځي او دوى د مړي پر سر وويني، مينو يې تر مټ راونيوه او كش يې كړه: _ ځنډ مه كوه مينو... ايسارېدل مو خطرناك دي، پوهېږې خطرناك... خو مينو پرته له دې چې د هغې خبرو ته غوږ شي په هماغه لوړ غږ يې چيغه كړه: دا د مهبد كار دى، بدمرغ او عياش خپله مېرمن ووژله، چې نور په ارام زړه خپلو چټليو او بدكاريو ته وزګار شي. خو زه ټول جريان پوليسو ته وايم. زه وايم مېرمنې يې تر مرګ مخكې ما ته ويلي وو چې مېړه يې د وژلو نيت لري او له ځنډ پرته يې غوږۍ راپورته كړه، خو نوشين چې له پوليسي كتابونو يې د دغسې پېښو د ستونزو په باب اورېدلي او ليدلي وو، ژر يې ورمنډه كړل، غوږۍ يې ترې كس كړه او او ويې ويل: غوږ شه مينو، ته اوس د خپلو احساساتو تر اغېز لاندې راغلې يې او نه پوهېږې څه وكړې. همدا چې پوليس دې خبر كړل، هغه غوښتنه كوي چې هېڅ شي ته هم لاس ورنه وړئ. وروسته څېړنې پيلېږي: هغه مو څنګه وپېژندله، ولې دلته راغلئ، قاتل پېژنئ، پر چا بدګومانه ياست؟ پوښتنه، پوښتنه، يوه پوښتنه، بله پوښتنه وروسته يې كه پر موږ سم له لاسه زړه صبر نه شو، تضمين غواړي، چې هر وخت مو وغواړي، پوښتنو ته يې بايد حاضر شو. لومړنۍ پوښتنې لږ تر لږه ۲۴ساعته وخت اخلي. وروسته د كار تر پايه چې قاتل وپېژندل شي، يا دوسيه پايته ورسېږي، هره ورځ به مو د پوښتنو، ګروېږنو لپاره يوې او بلې خوا څكوي. ته كېدى شي بېكاره وې، خو زه محصله يم، دې چارو ته وخت نه لرم. مينو په غوسه وويل: ته غواړې زه مې د مينې خوږې ملګرې پر مرګ غلى شم؟ بله چاره نه شته، كه هغوى پر موږ بدګومانه شي، يو عمر به بندي شو. _ ولې، په څه دليل به پر موږ بدګومانېږي. د دې لپاره چې د دروازې پر لاستي، د ټليفون پر غوږۍ، پردو او لويه دروازه زموږ ګوتې لګېدلې دي، څنګه كولاى شو هغوى ته وښيو چې موږ په پېښه كې لاس نه لرو او يوازې د هغې د ليدو لپاره راغلي وو، ايا باور به وكړي، چې دروازه خلاصه وه او موږ پرته له دې چې څوك ووينو، راننوتلي يو؟. _ ښه څه وكړو، نو! نوشين د ځواب فرصت ونه موند، ځكه پر زينو د چا د پښو غږ واورېدل شو. نوشين او مينو يوې بلې ته په وېره وكتل، نوشين ژر مينو تر لاس ونيوه او د حمام د وره پر لوري يې كش كړه، دواړو خپلې ساوې په سينه كې غلې كړې. رنګونه يې الوتي وو، ته وا پر بلڅو يې سره شوي سرپ راڅڅېدل، نوشين كوښښ كاوه د وره تر چولې وګوري، چې راننوتلى كس څوك دى او د مړي په ليدو څه غبرګون ښيي. د كور پر غولي د سكوت وزرونه خپاره وو، مهبد پر زينو راپورته شو او كوټې ته راننوت، ناڅاپه پر ځاى مېخ ولاړ شو، خو شېبې يې مړي ته حيران وكتل، وروسته يې يوځل ورمنډه كړل، سر يې راپورته كړ او د هغې وتلو سترګو ته يې وكتل. شونډې يې وچيچلې، د ستوني رګونه يې وپړسېدل. باور يې نه راته، څه چې ويني رښتيا به وي! شا و خوا يې وكتل، هغه پېښه ورپه ياد شوه چې افسانې د خپلې مور په اړه ورته كړې وه، لاسونه يې لړزې اخيستي وو، ساه يې په سينه كې يخه پاتې وه، سوچونه يې كنګل شوي وو، نه پوهېده چې څه وكړي، نوشين د وره تر چولې ټوله پېښه وليده، اوس يې فكر تر پېښې زيات د مهبد پر ښكلې او راكښونكې څېره بوخت و، له دغه كس سره يې يوه ژوره مينه احساسوله، داسې كس، چې د ده په څېر يې كوم بل كس نه و تر سترګو شوى. ښايي دا به په دې دليل و، چې مينو مهبد يو ځناور او هيولا ورښوولى و، خو اوس يې ليدل چې دغه ځناور او هيولا يو راكښونكى او مينه ناك سړى دى. داسې سړى، چې په ګواښ منلو او خطر ارزي. مهبد په سد شو، خپل تريخ حقيقت يې احساس كړ، مړى يې چې تر دم ګړي يې په غېږ كې ټينګ نيولى و، پرېښود او له ځايه يې ټوپ كړل. وژنه... په كور كې يې وحشيانه مرګ شوى او مېرمن يې وژل شوې وه. دا نو زياتي ټوكې نه وې، هغه اوس د جينۍ ملګرى او مين نه و، دلته يې د مرګ او ژوند او برخليك مسئله مخكې وه. د ټليفون غوږي يې پورته كړه او د افسانې نومره يې ووهله، په زړه كې يې دعا كوله، چې غوږۍ له افسانې پرته بل څوك پورته نه كړي. د ټليفون هر غږ به يې په مغزو كې انګازې كولې. بخت يې ملګرى و، غوږۍ افسانې پورته كړه، مهبد په قهرجن او غوسه ناك غږ چيغه كړه: ولې دې داسې وكړل؟ افسانه پرته له دې چې خپله حوصله له لاسه وركړي، په نرم غږ وپوښتل: څه مې وكړل؟ _ انكار نه شې كولاى، د انكار ځاى نه دى. تا زما مېرمن ووژله، تا هغه ووژله، زه پر دې ګناه سترګې نه شم پټولاى. _ ټوكې مه كوه مهبده! لكه چې پوډر دې ډېر څكولي دي!؟ _ نه افسانې... ټوكې نه دي، د كوټې په غولي كې مې د مېرمنې مړى پروت دى، ما خو درته ويلي وو، چې واده درسره كوم، نو دغسې چټل كار دې ولې وكړ؟ نوشين او مينو چې په حمام كې ډار او وېرې رېږدولې، يوې او بلې ته يې وكتل او نوشين بېواكه مينو ته وويل: هغه قاتل نه دى... باور لرم ، هغه قاتل نه دى.. دغه خبره يې دومره لوړه وكړه: كه د مهبد حواس له افسانې سره نه واى، په ښه زړه يې اورېدلاى شوه. مينو ژر له ډاره پر شونډو ګوته كښېښوده او ويې ويل: هيس... غواړې كا ر خراب كړې؟ وروسته دوو كسانو د مهبد او افسانې خبرو ته غوږ كښېښود، مهبد په لړزېدلې او غوسه ناكه بڼه وويل: راتګ دې څه ګټه كوي؟ _ مهبده دومره مه غوسه كېږه، ته اوس په ډېر بد حالت كې يې، زه به دې مرسته وكړم، پر خداى قسم كه دا كار ما كړى وي. _ ښه ده، راشه. وروسته يې غوږۍ كښېښوده، سګرېټ يې بل كړ او د مېرمنې مړي ته په جورت كې ډوب شو. هغه تل له بديو سره مخ كېده، د ژوند سكون يې سره شوړېدلى و، له كله چې پر افسانې مين شو، خيال يې يوه شېبه هم ارام نه و، ناڅاپه يې په غوږ كې ازانګې شوې، د چونګړۍ ازانګې: ”شيطان په پرېوتو كې... له دې شيطانه ډډه وكړه، ترې وتښته...“ غږ نور هم پسې اوږد شو، ته وا دېوالونه نارې وهي، مهبد پر غوږونو لاسونه كښېښودل، چې غږ وانه وري، خو غږ يې نور هم لوړ واورېد. په خَولو كې ډوب و، ته وا ساه يې بنده- بنده كېده. نه پوهېده څومره په همدې حال كې پاته شو، چې د زنګ كړنګا شوه. په منډه- منډه له زينو كښته شو. نوشين او مينو په بېصبرۍ انتظار ايست، هرې يوې ځانګړي خوبونه ليدل، مينو غوښتل ژر له كوره وتښتي او په زړه كې يې دعا كوله چې دغه اور د دوى لمن ته ونه رسېږي او نوشين... نوشين نه پوهېده چې ولې داسې په مهبد پورې نښلي، غوښتل يې افسانه وپېژني، افسانه يې له همدې ځايه خپله سرسخته دښمنه بلله. په همدې ترڅ كې يې فكر كاوه، مهبد د مينو په اند تر دېو او ځناور بد سړى دى، خو زما په زړه كې يې ځاى نيولى دى. داسې سړى لكه چې د خيالونو ملګرى يې و او له ډېر مخكې يې ورسره پېژندل. اوس نو يوه دقيقه، يوه پېښه، يوه ګواښمنه پېښه د دې لامل شوه چې له نژدې يې وويني، د مهبد او افسانې په راننوتلو د نوشين د خيالونو لړۍ وشلېده. افسانې مړي ته وكتل او ويې ويل: مړى بايد پټ كړو! مهبد چيغه كړه: څه؟ پټ يې كړو؟ پلار، مور او وروڼو ته يې څه ووايم، ووايم چې چېرې تللې ده؟ ايا دا كېدى شي چې ښځه يوناڅاپه وركه شي، دا غيرعاقلانه ده، زه بايد پوليس راخبر كړم. _ غوږ شه مهبده! خسرګنۍ دې ستا او د هغې له اختلافه خبره ده، ته همدا اوس هغوى ته ورشه او دا ورته ووايه چې مېرمنې دې پرون مازيګر قار وكړ، له كوره ووته او بېرته نه ده راغلې، هغوى پېښه پوليسو ته وايي او پوليس له تا څېړنې- پلټنې كوي. دغسې ډېرې پېښې كېږي، داسې ډېرې پېښې دي، چې د خاوند له كوره مېرمن تښتي، پوليسو وروسته ستړي كېږي او پېښه يې هېرېږي. خو كه اوس پوليسو ته خبر وركړې بايد دا وښيې چې ترمنځ مو هېڅ ناندرۍ نه وه، دا ستونزمنه ده، ځكه ابله ورځ دې په پارټۍ كې د ټولو خلكو ترمخ ووهله، هغوى ښايي شاهدي وركړي چې مېرمن دې تر وېښتانو وڅكوله، هغې د خپل نوي ملګري درته وويل او تا له كينې او غوسې د هغې په وژلو لاس پورې كړ، بيا به نو څه كوې؟ محاكمه او غرغره به شې! كه غرغره نه شې پاتې عمر به د زندان د پنجرو تر شا تېر كړې. ژر كوه، تصميم ونيسه، كومه لار ټاكې؟ مهبد په نهيلۍ سره وويل: اخر دا مړى چېرې پټولاى شو؟ افسانې له كړكۍ لاندې د انګړ غولي ته وكتل او ځواب يې وركړ: په باغګي كې. مهبد سر ټيټ واچاوه، نه پوهېده څه تصميم ونيسي. مينو د وره تر شا غاښونه چيچل، د مهبد مېرمنې ورته ويلي وو، چې غواړي ويې وژني او مړى يې په باغګي كې پټ كړي. د مهبد مېرمن له هرڅه خبره وه، نوشين ته يې نغوته وكړه، نوشين وروكتل، نژدې وه له ډاره زره تركې شي او د لېونۍ په څېر چيغې كړي. مينو دغه بهير نه شواى زغملاى، نوشين مينو تر مت راونيوه او ورنژدې شوه، چې كه لېونتوب وكړي، خوله يې ورپټه كړي. ډېر ژر دووكسانو كوټې ته وكتل، افسانې پښه پر ځمكه ووهله او ويې ويل: ولې لاړې، مړى بايد ژر په باغچه كې ښخ شي، كه نه اوبه تر ورخ تېرېږي. _ څه وكړم، ته ووايه، څه وكړم؟ _ هېڅ، ژر يوه ولاړه كنده وباسه، مړى بايد ولاړ ښخ كړو، چې په باغچه كې يې اثر معلوم نه شي، ياد دې وي، كنده بايد تر درېيو مترو پورې ژوره كړئ. يوولسم څپركى مهبد كوټ وايست او افسانې ته يې وويل: لږه مرسته راسره وكړه. _ ښه ده راځه... رښتيا د كيندلو لپاره څه لرې؟ _ بېل او كولنګ نه شته، نو له بل شي كار اخيستلاى شو. دوه تنه له كوټې راووتل او په بيړه د انګړ غولي ته كښته شول، مينو او نوشين هم له وخت څخه په استفادې سره د مهبد له كوره بهر ووتل، مهبد د انګړ غولي ته مخامخ كړكيو ته وكتل او ويې ويل: افسانې! ته وايې اوس كار پيل كړو؟ كېدى شي له كړكيو مو وويني! افسانه، چې تر اوسه يې دې خبرې ته پام نه و او په بيړه د ګلانو او بوټو په ايستلو بوخته وه، وويل: رښتيا وايې مهبده، ښه دا ده چې د تيارې تر خپرېدو صبر وكړو. دواړه بېرته ودانۍ ته راستانه شول، مهبد چې فكر او سوچونه يې ګډوډ وو، افسانې ته يې وويل: هغه لعنتي پوډر درسره شته؟ افسانې په موسكا سره له بكس څخه يوه خلته راوايسته او ويې ويل: ستا لپاره خو هر وخت شته. او خلته يې د مهبد پر لوري ونيوله. *** د مهبد له سر او مخ څخه خَولې څڅېدلې، اوس تر ملا پورې په كنده كې پټ و، كيندل يې د تيارې په خپرېدو سره سم پيل كړي وو، د څراغ كمزورې او نرۍ رڼا د باد د څپو په وړاندې رېږد اخيستې وه او وېروونكي سيوري يې جوړول. افسانې د مهبد له لاسه خاورې اخيستې او په ستل كې يې له كندې لږ هاخوا تويولې، ملا يې سخت درد كاوه. مهبد د لېوني په څېر په كيندلو بوخت و او شېبه په شېبه يې ستړيا انګېرله، ته وا له اوونيو- اوونيو راهيسې په كيندلو بوخت وي. افسانې يوه اوږده ساه وايسته او ويې ويل: مهبده لږه دمه وكړه... مهبد پرته له دې چې له كاره لاس واخلي، غاښونه يې سره وچيچل او ويې ويل: دمه... ترڅو چې زه ژوندى وم، د دې پېښې له امله به د ژوند خوند ونه څكم... څو شېبې غلې غليا شوه، وروسته مهبد په لوړ غږ وويل: ولې دې غسې كار ته لاس واچاوه؟ افسانې په غوسه ځواب وركړ: يوځل مې ورته وويل چې دا زما كار نه دى، ما څنګه كولاى شول مېرمن دې غړبېجنه (خپه) كړم؟ هغه له ما نه غټه او غښتلې هم وه.. مهبد د ملنډو په بڼه ځواب وركړ: هوكې، تا نه... خو هغه مردارمخى خو نژدې و يوه ورځ زما لاسونه رامات كړي! په اسانۍ سره كولاى شي زما مېرمن غړبېجنه كړي... _ باور وكړه مهبده، باور وكړه زه د قتل له پېښې هېڅ خبره نه يم.. _ ښه ده! زه خپله څېړنه كوم، دومره څېړنه، چې پېښه په خپله روښانه شي. كنده د انسان د تنې تر كچې وكيندل شوه، مهبد د افسانې په مرسته له كندې راپورته شو او دواړه د خوب كوټې ته لاړل، مهبد سګرېټ بل كړ او په غولي كې يې د خپلې مېرمنې مړي ته وكتل. پر مړي څادر غوړېدلى و. په سينه كې يې اور بل و، وېره او ډار يې پر ټول وجود واكمن و. د افسانې هم همدا حال و، دا يې لومړى ځل و، چې په مخكې يې مړى ليده. زنګنونه يې لړزېدل او زړه يې په زوره- زوره درزېده، مهبد له سګرېټه څو ژور كشونه وكړل، بيا يې افسانې ته مخ واړاوه: د څادر پيڅكه درونيسه، چې مړى كښته يوسو. افسانه په وېره او ډار ټيټه شوه او د څادر پيڅكه يې ونيوه. مهبد د څار بله غاړه نيولې وه. مړى يې پورته كړ او د لويې دروازې پر لوري روان شول، لا دوې زينې نه وو كوز شوي چې د مهبد پښه خطا وته، له زينو وغورځېد او مړى يې پر سينه ورپرېوت. د مهبد زړه له حركته ولوېد، خوله يې وچه شوه، لږ پاتې و چې ومري. په رګونو كې يې د وينې پرځاى اور ځغلېده. افسانه چې له وېرې يې رنګ ژېړ اوښتى و، پر زينو ناسته وه. مخ ته يې لاس نيولى و او له وېرې يې زينو ته نه شواى كتلاى، مهبد هڅه وكړه مړى له ځانه ليرې كړي او له ځايه راپورته شي. افسانه لا پرځاى مېخ وه. مهبد په غوسه ورچيغه كړه: نخرې پرېږده.. لعنت پر تا، لعنت ستا پر مينه، ته شيطان وې شيطان، زما ژوند دې رابرباد كړ.. تباه دې كړم.. افسانې ورو- ورو ژړل: مهبده! پر ما مه په غوسه كېږه، ما مه ښكنځه، خپله دې غوښتل زما د مينې لاروى واوسې، ما درته ويلي وو چې له ما ليرې ګرځه، ما ته مه رانژدې كېږه.. .ما منت وكړ، چې زه يو شيطان يم، پليت شيطان، خو تا، تا تود لمر درلود، فكر دې كاوه د وجود اور به دې زما د وحشي ژوند ژمى له منځه يوسي. ته رڼا وې او زه تياره او تا د طبيعت د قانون له مخې فكر كاوه، چې رڼا به تيارې له منځه وړي. د رڼا پرښته به د تيارو پر دېو برلاسي مومي. خو دا تېروتنه ده، زه پوهېدم چې تېروتنه كوې، ته ښه مليار وې، خو له رېګونو بايد د ګل تمه ونه شي، ته ماهر.. وې، خو توپان زورور و، اوس څه شى چې يې، يو مات زړى او روږدى سړى!. دا زما د مينې بيه وه، هېڅ دې هم لاسته درنغلل، زه يوه وچه ونه او بې ارزښته جنس وم، دومره بې ارزښته چې ستا د سرټيټي وړتيا يې نه درلوده. ژړا د افسانې خبرې چوپې كړې، د غورځېدو له امله د مهبد پښه خوږ شوې وه، په څكېدلو- څكېدلو پر زينو ورپورته شو، د افسانې تر څنګ كښېناست، لاسونه يې ترې تاو كړل او سر يې سينې ته ورنژدې كړ، ويې ويل: بخښنه غواړم، ما وبخښه... زه بد، مات مړى او ستا په وينا روږدى يم چې د اعصابو كنټرول مې له لاسه وركړى. اخر ته نه پوهېږې... نه پوهېږې څومره بده او ترخه ده، د ځمكې مليار د ژمي بې تودوښې لمر..زه د تيارو په مخكې كنګل شپه، د ډېوې وروستۍ وړانګې... بې ګټې سوځېدل، قماربازي نور هېڅ، خو ژوند بايلل، پاڅه زياتي ژړا پرېږده، پاڅه چې دغه وېره د ابديت په كنده كې پټه كړه او هرڅه هېر كړو.. پاڅه... د څو شېبې مخكې ډار او وېرې ځاى يوه ناڅاپي سكون ته پرېښود. خو دغه سكون ډېر ونه پايېد او د ستوري په څېر ژر تېر شو. افسانه او مهبد، چې څنګه د مړي سر ته ورسېدل يوځل بيا د وېرې او ډار په سيند كې ډوب شول، مهبد څادر وغوړاوه، په وېره او اندېښنه يې مړى په غېږ كې ونيو او په څادر كې يې كښېښود، دواړو د څادر پېڅكې ونيولې او مړى يې د انګړ پر لوري يووړ. د څراغ رېږنده وړانګو لار پاكوله او په انګړ كې يې زرګونو ګونګو سيورو ته ساه وربخښله، كله يې چې څادر څنګ ته كړ، ناڅاپه افسانې كوچنۍ چيغه وكړه او شا ته يې ټوپ كړل. مهبد په وېره وروكتل، دواړه په خولو كې ډوب وو. خولې يې د خوټېدونكې چينې په څېر پر وجود خوټېدلې او لاندې څڅېدلې، مهبد په وېره او اندېښنه وپوښتل: څه دي، چيغه دې ولې وكړه؟ _ آه مهبده!.. په ما كې نور سېك نه شته.. د مړي سترګو ته وګوره... وګوره په دې سترګو كې څه دي؟ مهبد مړي ته وكتل، د څراغ تر تتې رڼا لاندې د مړي سترګې په دوى كې ښخې وې. ته وا ژوندۍ ده او د ملنډو په څېر ورګوري. په دغو مړو او ساه وتو سترګو كې يوه ملنډه او ترخه موسكا پټه وه. چې ليده يې د انسان له توانه وتلى و. مهبد بېواكه پر مړي ورټيټ شو او په يوه شېبه كې يې كندې ته ورواچاوه، خو د بيړې او ژور حركت له امله د مړي يو لاس د كندې پر غاړه پاته شو او پرانيستو ګوتو يې د هيلې او زارۍ حالت درلود، لاس يې هغې ښځې ته ورته و، چې په سيند كې ډوبېږي. لكه لاروى، چې په خپله وركه كې اسمان ته لاسونه پورته كوي. مهبد ژر پر مړي په خاورو اچولو بوخت شو، تېز- تېز لګيا و، ژر- ژر يې ساه اخيسته او يوه شېبه هم نه درېده، خو په دې نه و خبر چې له ګاونډي كوره يې په كړكۍ كې يو څوك ويني او په وتلو سترګو د مړي منګولو ته ځير دى. د باد تېزو څپو څراغ مړ كړ او مهبد هم پر مړي وروستۍ بېل خاوره اړوله، وروسته يې خاوره څه په پښو سمه كړه، بوټي او ګلان يې بېرته په كې كښېنول. اوس څلور پنځه ستله خاوره اضافه پاته وه، ژر- ژر يې ډنډ ته ورواچوله او كوټې ته راوګرځېدل. افسانې نور د تم كېدو توان نه درلود، مهبد ته يې وويل: زه ځم... سبا سهار په نادري رسټورانټ كې درته منتظره يم. _ څو بجې؟ _ سهار لس. _ پوهېږې دفتر ته څو ورځې نه يم تللى؟ _ مهمه نه ده. _ ولې مهمه نه ده، زه خو بل عايد نه لرم، ښه دا ده چې تر ماسپښين وروسته سره وګورو. _ ښه، ته چې ټينګار كوې سمه ده، مازيګر پنځه بجې. _ چېرې؟ _ هلمته، نادري رسټورانټ _ ډېر ښه، راځمه افسانه مخكې لاړه، لاسونه يې تر مهبد راتاو كړل او يوه اوږده مچكه يې ترې واخيسته، ويې ويل: شپه په خير، مينه. _ شپه په خير افسانې. افسانې له كوره بهر شوه، مهبد جامې وايستې، سګرېټ يې بل كړ او پر څپركټ وغزېد. اوس د شپې يوولس نيمې بجې وې، مهبد كوښښ كاوه د مېرمنې سوچ يې له ذهنه وباسي او په څنګ كې يې تش ځاى ونه انګېري، افسانه او مهبد هېڅ يو هم نه پوهېده چې د مړي ښخولو پر مهال د كړكۍ تر شا يو چا ليدلي دي. مهبد ډار اخيستى و او فكر يې كاوه چې اوس به ور پرانيستل شي او مېرمن به يې په همغو وتلو- وتلو سترګو كوټې ته راننوځي. ناڅاپه په كوټه كې د ټليفون غږ شو، له زنګ سره مهبد ټوپ كړل، په هېښتيا يې ټليفون ته وكتل او ويې ويل: حتماً افسانه ده، غوږۍ يې پورته كړه، ويې ويل: الو، مهرباني وكړئ. خو د سيم له بل اړخ څخه چا ځواب ورنه كړ. مهبد د تېزې ساه غږ اورېده، په دې سوچ چې ټليفون بند نه دى، بيا يې وويل: الو، الو.. مهرباني وكړئ. ټليفون بند شو، مهبد په غوسه غوږۍ كښېښوده او په سوچ كې ډوب شو. څوك و؟ په دې نيمه شپه كې يې څه غوښتل، خو تر اوسه يې لا پوښتنو ته ځواب نه و موندلى، چې بيا د ټليفون زنګ راغى. مهبد دا ځل په بيړه غوږۍ ورپورته كړه: الو! بيا يې هم هماغه تېزه ساه تر غوږ شوه، لېونى شوى و، نه پوهېده څه وكړي، چا به په دې توره شپه ځوراوه! بيا يې وويل: هيله كوم، مهرباني وكړئ. او دا ځل يې په هېښتيا سره د خپلې مېرمنې كټ، كټ خندا واورېده، له ځنډ پرته يې د هغې غږ وپېژانده، چې ويل يې: څه ښه ورځ... ډېره ښه تېره شوه.. د مهبد ساه بنده شوه، باور يې نه راته، چې د مېرمنې غږ يې اورېدلى وي، فكر يې كاوه وهم اخيستى، خو بيا يې هم د ټليفون په غوږۍ كې د مېرمن كټ- كټ خندا واورېده... دوولسم څپركى د مهبد غاښونه سره نښتي وو. د ټليفون غومۍ يې په لاس كې پاتې وه، د كټ- كټ خندا غږ نور هم اوچت شو. بيا هم لوړ شو، ته وا كومه لېونۍ ښځه په زاړه او پخواني معبد كې كټ- كټ خاندي او غږ يې د شپې په چوپتيا كې ازانګې كوي. مهبد دومره وېرېدلى و، چې د غوږۍ د ايښودو توان يې هم نه درلود. د مېرمنې هېښنده غږ يې په كوټه كې خپور شو، له يوه او بل دېوال سره يې ټكر كاوه، لوړېده، نور هم لوړېده، دومره، ته وا له لوډسپيكرونو خپرېږي: ’څومره ښه ورځ.... ډېره ښه تېره شوه... څه ښه ورځ... څه ښه ورځ... څه ښه ورځ...‘. مهبد له ځايه ټوپ كړل، غوږۍ يې پر ځمكه وغورځوله، لاسونه يې پر غوږونو كښېښوول، سر يې تر څادر لاندې ننه ايست، چې غږ وانه وري.. خو غږ يې په غوږونو كې همغسې ازانګې كولې، مهبد لړزې اخيستى و او په خولو كې ډوب و. غړند غږ يې له كنګلو غاښونو راووت: نه... نه... ناشونې ده... هغه مړه ده... زه خپله ښه نه يم... ناروغ يم... وېرې اخيستى يم. څادر يې ليرې كړ، له ځايه پورته او د ځان مينځنې لپاره حمام ته ننوت. نه پوهېده چې څومره وخت به تر شاور لاندې ناست و، داسې يې وانګېرله چې په حال يې څه كېږي، شاور يې بند كړ او بېرته كوټې ته ستون شو. پر مېز د ټليفون راځړېدلې غوږۍ د ګړۍ د ستن په څېر يوې او بلې خوا ته زنګېده. په مهبد كې د دې توان نه و، چې غوږۍ ته لاس وروړي او پر خپل ځاى يې كښېږدي. تبه يې وه او ستونى يې وچ شوى و. د لور ليدو ته ډېر لېوال و، ګړۍ ته يې وكتل... نه د شپې په دې ناوختي كې يې نه شواى كولاى د لور ليدو ته لاړ شي. ورسۍ ته ودرېد او بهر يې وكتل، سهار ته ډېر وخت پاته و، وزمڼېد: دا لعنتي شپه سمه د قيامت په څېر اوږده ده. كاشكې ژر سهار واى او هغه په دې توانېدلاى چې له دغه كړاوه وتښتي، سګرېټ يې بل كړ او د څپركټ پرڅنډه كښېناست. فكر يې كاوه: ايا رښتيا هم وېرې اخيستى يم؟ ايا تېرې شوې پېښې مې يوازې وليدې او كه...؟ ډار او اندېښنو ډېر ځوراوه، غوښتل يې د پېښې پر حقيقت وپوهېږي، زړه يې غوښتل تېرې شوې پېښې يوازې اندېښنې وې او كه حقيقت يې درلود؟ ناڅاپه يې لاس غوږۍ ته وراوږد كړ او پر خپل ځاى يې كښېښود. خو تر اوسه لا څو شېبې نه وې وتلې، چې د ټليفون زنګ راغى، مهبد ټليفون ته رډ- رډ وكتل، وېرېده كه غوږۍ اوچته كړي، دا ځل به يې د مېرمنې غږ لېونى كړي. ټليفون پر له پسې زنګ واهه، لاس يې وراوږد كړ، خو ژر د لېوني په څېر ټكنى شو. ټليفون له ځنډ پرته د وېرېدلي سمندري مرغه په څېر اواز كاوه. مهبد انګېرله چې غاښونه يې يوځل بيا رېږدي، پر شمزۍ يې خولې راخوټېږي او تر پوستكي لاندې يې كړوونكې تودوښه سوځي. لاس يې ټليفون ته اوږد كړ، خو مخكې تر دې چې يې راپورته كړي، غلى شو. مهبد نه شواى كولاى ارام واوسي، په اوږدو او رېږنده ګامونو يې په كوټه كې قدم واهه. تصميم يې نه شواى نيولاى، كله به يې فكر كاوه چې له لمر غوړېدو سره سم به پوليسو ته ځي او ټوله پېښه به ورته سپړي، خو ډېر ژر به له دې فكره تر شا شو. كه پوليسو ته يې ويلاى، د مېرمن په قتل يې محاكمه كاوه او دا فرصت يې نه ترلاسه كاوه چې اصلي قاتل وپېژني او پوليسو ته يې په لاس وركړي. نوره يې څه هيله نه وه، له ژونده يې خوند نه اخيست، نه يې غوښتل په ژوند پورې ونښلي، خو كه ځان يې ورپېژندلاى، د لور ستونزه به يې څنګه كېده؟ د لور په باب يې تر اوسه څه په زړه كې نه وو ورګرځېدلي، خو اوسني فكر يې زړه ډېر وځوراوه. خوب نه ورته. ويې پتېيله چې بهر ووځي او يو څه پر سړكونو وګرځي، كوټ يې واغوست، تڼۍ يې وتړلې، خو مخكې تر دې چې له كوټې ووځي، يو ځل بيا د ټليفون زنګ راغى، دا ځل يې له ځنډ پرته په منډه ټليفون ته ځان ورساوه او غوږۍ يې پورته كړه... ||| كله چې نوشين او مينو د مهبد له كوره راووتې، د مينو طبع ښه نه وه. د ملګرې وحشي مرګ يې پر اروا ډېر بد اغېز كړى و، سمه رواني ناروغه ترې جوړه وه. نوشين د سوچ په نړۍ كې ډوبه وه، هغې په خپل ۲۲كلن عمر كې كله هم له داسې پېښې سره نه وه مخ شوې، چې پر خپل زړه او مينې فكر وكړي، خو اوس يې پر يوه قاتل او بېوزله كس مينه راغلې وه، يوه داسې مينه چې د منلو وړ نه وه. په وجود كې يې د اور جګړه وه، نه يې غوښتل په داسې اسانۍ سره د يوه نااشنا او بېګانه كس مينه ومني. د مهبد څېره يې د زړه په هنداره كې رازرغونه شوې وه، دغه څېره د مينځلو يا ليرې كولو وړ نه وه. پر لار يې سيڼ هم ونه كړ، مينو د نوشين د زړه له حاله ناخبره وه. هغه نه پوهېده چې د ادبياتو پوهنځي د دغې شاعرې جينۍ پر زړه څه تېرېږي، كه پوهېدله هم باور يې نه كاوه. څنګه يې منلاى چې يوه محصله جينۍ دې پر يوه پوخ عمره او وحشي سړي زړه وبايلي؟ د ټكسيوان په غږ سره دواړې په سد راغلې: مېرمن وايلا څلورلارې راورسېده. مينو څلورلارې ته وكتل، له كوره نژدې سل متره مخكې تللي وو، ژر يې د ټكسي پيسې وركړې اود كور پر لوري رهي شوې، مينو پر څوكۍ وغزېده، نوشين ته يې وويل: اوس وايه څه وكړو؟ نوشين اوږې وخوځولې: موږ څه كولاى شو؟ _ زما په اند ښه دا ده چې اوس پوليسو ته ټليفون وكړو او له پېښې يې خبر كړو. د نوشين سوچ بل ځاى و، په شوخۍ يې وويل: نه... نه، پوليسو ته خبر نه وركوو، زه تر دې ښه نقشه لرم... ړومبى بايد وپوهېږو، چې هغه قاتل دى او كه نه؟ مينو په حيرانۍ وويل: نو ستا باور نه راځي؟ نوشين غوښتل غلې شي او په سوچ كې ډوبه شي، په بې حوصله توب يې وويل: مينو! دغه قاتل بايد زه پوليسو ته وروپېژنم، پوهېږې څومره به مشهوره شم، ټولې ورځپاڼې او مجلې به مركې راسره وكړي، انځورونه به مې دورځپاڼو په لومړيو مخونو كې چاپ شي او كېدى شي ټول وليكي: ’پوليسه شاعره‘. ته پوهېږې زه د خپلو شعرونو د چاپ او شهرت لپاره څومره هلې ځلې كوم، اوس ښه زمينه برابره ده، خو چې ته يې راخرابه نه كړې. ته پېښه له ياده وباسه، ما پرېږده چې خپله نقشه پرمخ بوځم. مينو اسوېلى وايست، اوږې يې سره وخوځولې او له ځايه پورته شوه، په داسې حال كې چې د جامو له سره يې كوچنى ټيپ رااخيست، ويې ويل: بېوزلې ميهن... بېوزلې.. له ښوونځي څخه مو تر واده څومره ښه ملګرتيا درلوده، يو ځل مو هم ترمنځ كينه رانغله. كله مې هم فكر نه كاوه چې په دغسې ترخه برخليك به اخته كېږي. نوشين په هېښتيا سره ټيپ ته وكتل او ويې ويل: په دې څه كوې؟ مينو په غمجنه بڼه ځواب وركړ: غواړم غږ يې واورم، څو ورځې مخكې زموږ كور ته راغلې وه... دغه وخت يې له مېړه سره يو څه اختلاف و. د ساعتېرۍ لپاره مو غږونه ثبت كړل، غوږ شه، اوس يې كسټ ږدم. مينو د ټيپ مزى د برېښنا ساكټ ته وركړ، ټيپ روښانه شو، له مينو سره د مهبد مېرمنې شوخي او كټ- كټ خندا په كوټه كې ازانګې وكړې، ناڅاپه د نوشين په دماغونو كې د برېښنا په څېر يو فكر راتېر شو، په بيړه له ځايه اوچته شوه او ويې ويل: مينو دا ټيپ او كسټ يو څو ورځې ما ته په پور راكوې؟ مينو چې كله يې هم د نوشين په كارونو سر نه خلاصېده او هغه يې يوه شوخه او عجيبه جينۍ بلله، وويل: يو يې سه. نوشين ټيپ او كسټ واخيستل، له مينو سره يې خداى پاماني وكړه او له كوره لاړه. وريې په ځان پسې بند كړ او ګړۍ ته يې وكتل. هغې عجيبه نقشه جوړه كړې وه، يوه داسې نقشه چې شوخي وه، مهبد لېونتوب ته وڅكوي، خو اوس سم له لاسه د نقشې تر سره كول ښه نه وو، تر نيمې شپې يې انتظار وكړ، كله چې د ګړۍ ستن پر ۱۲بجو راڅرخېده، د مهبد د ټليفون شمېره يې ووهله، د مهبد غږ يې واورېد او په همدې ترڅ كې يې خپله نقشه هم عملي كړه. ||| كله چې مهبد د ټليفون غوږۍ پورته كړه، په لړزېدلي او رېږنده غږ يې وويل: الو، مهرباني وكړئ.. خوږ او زړه راكښونكى غږ يې واورېد: تاسې مهبد ياست؟ _ هو مېرمن، خپله مهبد يم، څه غواړئ؟ _ غواړم تاسې ووينم. مهبد فكر كاوه چې كومه بدلمنې جينۍ ده او د شپې تېرولو نيت لري، په ترخه لهجه يې وويل: مېرمن! زه نه پوهېږم تاسې څوك ياست او له ما سره څه كار لرئ ، خو بايد ووايم چې زه يوه سړه او مړه ډېوه يم، چې تاسې يې تر څنګ نه شئ ويدېدلاى. د مزي له هغه اړخ څخه نوشين خبرې كولې: صاحب! ډېر ښايسته غږېږئ، خو زه په ډېوه پسې نه ګرځم، يخني او ګرمي يې ما ته مهمه نه ده، زه ستاسو په څېر شين بڼ لټوم. مهبد د خپلو چورتونو د سمون او شپې تېرېدا لپاره ډېره بوختيا موندلې وه، دا به كه هرڅوك وه هرڅه موخه يې درلوده او هرڅه يې غوښتل، خو دى يې د وېرې او اندېښنو له ډنډه راايستلاى شو. همدا لامل و چې پر څوكۍ كښېناست او پښې يې يوه پر بله واړولې او سوچ يې وكړ: د نيمې شپې له ګرځېدو ښه ده، پر خبرو يې بايد راولم. نوشين چې د مهبد چوپتيا وليده، ويې ويل: پام مې نه شو، تا څه وويل. _ ولې مېرمن! خو زه يو داسې بڼ يم، چې په مني كې ټوكېدلى او د پسرلي څرك يې نه لګېږي... نوشين چې د مهبد له خبرو يې خوند اخيست، په زړه كې وويل: څومره ښې او په زړه پورې خبرې كوي او څومره ښكلي موجونه سره جوړوي، اه! دغسې كس مې څومره لټولى، يو داسې كس چې ښې خبرې كوي او غښتلى او تود احساس لري، له ځنډ پرته يې ځواب وركړ: زه منى باسم. _ خو ځايناستى يې بيا ژمى دى. _ غوږ ونيسه ښاغليه، زه تاسو پېژنم او ستاسو د كور پر ټولو پېښو خبره يم، بايد تاسې ووينم... مهبد ورېږدېد، د دې ښځې يا جينۍ موخه څه وه؟ له كومو پېښو خبره ده؟ ايا بيا افسانې نقشه ايستلې ده؟ هڅه يې وكړه پر ځان واكمن شي، ځواب يې وركړ: زه يوازې او زړه ماتى سړى يم، ستاسو په كار نه شم درتلاى. نوشين په ترخه ژبه وويل: او يو قاتل ياست، چې مرستې ته اړ يئ، زه غواړم ستاسو مرسته وكړم، زه غواړم تاسې له ايښوول شوې لومې راوباسم. مهبد ګنګس شو، هغه فكر كاوه د مېرمنې له مړينې يې يوازې دى، افسانه او اصلي قاتل خبر دي، خو اوس يې وليدل چې پر پېښه نور خلك هم خبر دي. لړزې اخيستى و، اوس يې په مغزو كې يوازې يو شوى راګرځېد، هغه هم تېښته، بايد تښتېدلى واى، چېرته؟ نه پوهېده خو كه تښتېدلاى، بايد په بدلو جامو كې تښتېدلى واى، څومره چې ليرې تللى واى، هومره ښه و... ژر يې د ټليفون غوږۍ كښېښوده او له ځايه پورته شو، خو په همدې ترڅ كې د لويې دروازې زنګ ووهل شو، مهبد د لېوني په څېر سترګې په كې ښخې كړې، د شپې يوه نيمه بجه وه، په دې توره شپه به چا كار ورسره درلود؟ زنګ د دويم او درېيم ځل لپاره ووهل شو، مهبد ژر خپلې جامې وايستې او د كور جامې يې واغوستې، وېښتان يې سره جړ كړل، چې وښيي ويده و، وروسته له زينو كښته شو، چې ور پرانيزي. ديارلسم څپركى كله چې دروازې ته ورسېد، يوه اوږده ساه يې وايسته، چې وېره يې له منځه لاړه شي. ور يې پرانيست، په حيرانۍ يې زړې بوډۍ ته وكتل، چې خپله ۱۷_۱۸ كلنه لور يې تر لاس نيولې ده، ښځې په مصنوعي موسكا وويل: اوه! بخښنه غواړم، چې له خوبه مې راپاڅولې... زه... زه ستاسو ګاونډۍ يم، نن مې لور ډېره اندېښمنه ده، وهم نيولې ده! يوازې تاسې كولاى شئ وهم يې ورك كړئ، پوهېږئ... پېغله جينۍ چې له شرمه يې مخ سور خوټېدلى و او سر يې ځوړند نيولى و، د بوډۍ خبرې يې پرې كړې او ويې ويل: ادې صبر وكړه.. منمه، چې زه تېروتې يم. خو بوډۍ لور ته له پاملرنې پرته زياته كړه: پوهېږئ صاحب! يو دوه ساعته مخكې ژاله په وېرېدلي حالت كور ته راغله او ويې ويل: ادې په ګاونډي كور كې يې يو څوك وژلى او غواړي په باغچه كې يې ښخ كړي. او په زوره يې زه ستاسو د كور پر لوري پرانيستې كړكۍ ته بوتلم، خو ما په انګړې له چوپتيا او تيارې پرته څه ونه ليدل. په همدې لامل باوري شوم چې ژاله وېرې او ډار اخيستې ده، پلار يې په مسافرۍ وتلى، ما ويل راځه يو ځل يې زړه ډاډه كړه، خو ژاله ژر ټليفون ته لاړه، چې پوليس خبر كړي. ډېر بحث مې ورسره وكړ، چې خپلې تېروتنې ته يې راضي كړم. خو نه يې منله. په كوټه كې يې پرله پسې قدم واهه او ويل يې: خپله مې وليده... په تياره كې مې د مېرمنې سپين لاس وپېژاند، زموږ ګاونډي خپله ښځه وژلې ده... په خداى چې ادې زموږ ګاونډي خپله ښځه وژلې ده. ژالې دومره وويل چې زه يې هم اندېښمنه كړم، ما وې دغه وهم زيان ورونه رسوي، ځكه خو مې په زوره له ځان سره راوسته، چې ستاسو مېرمن وويني، وبخښئ، چې په نيمه شپه مو تكليف دركړ، پوهېږم چې ښه كار مې ونه كړ، خو د ژالې لپاره به مو مېرمنې ته يو غږ وروكړئ، چې ويې ويني، ژوندۍ ده. اخر هرڅه چې وي، ګاونډيان يو، يو بل ته به په كار ورشو. بوډۍ پر له پسې خبرې كولې، جينۍ سر ځوړند نيولى و او د مور د چاغو غړو شا ته پټه وه، مهبد جينۍ ته حيران- حيران كتل، بېلابېل سوچونه ورلوېدل، ايا دا هغه جينۍ نه ده چې څو شېبې مخكې يې ټليفون راته كړى او ويل يې له هرڅه خبره ده؟ چاغې ښځې لور ته مخ ورواړاوه: ښه اوس بايد وشرمېږې، چې دى او د ده مېرمن دې يې له خوبه پاڅول، اوس به مېرمنې ته غږ كړي، چې اندېښنې دې ليرې شي. مهبد په سد شو، په بنده ژبه يې وويل: خو زه يوازې يم، مېرمن مې نن مازيګر د پلار كره لاړه.. ژاله چې تر دم ګړۍ يې سر ځوړند و، مهبد ته يې رډ- رډ وكتل او د مور مټ يې ټينګ كړ، مهبد دغه كاته او مټ ټينګولو ته بشپړ ځير و، هڅه يې وكړه وخاندي په تتلۍ ژبه يې وويل: مېرمن... تاسې... تاسې پوهېږئ چې ښځې دېر ژر ځورېږي... تاسې ګاونډيان ياست بايد په هرڅه وپوهېږئ، په وړه خبره قار شوه، اوس يې سويه ډېره لوړه شوې ده... بوډۍ چې خپلې وروزې يې سره ګونځې كړې ويې خندل: دا خوده، ښځه او مېړه، خو هر وخت په جنګ وي، كه خداى كړل د پخلاينې شيريني به مو كله خورو؟ مهبد لاسونه وسولول او ويې ويل: خبروو مو، خو تر ما بايد مخكې شئ او مېرمن ته مې نصيحت وكړئ... بوډۍ خپله لور تر لاس ونيوه، په داسې حال كې چې له مهبده يې بخښنه غوښته لاړه.. مهبد د كور ور بند كړ، اعصاب يې دومره بېواكه شوي وو، كه بوډۍ لږه نوره غږېدلې واى، چيغه به يې كړې واى: هو... هو.. هغه ما ووژله... راځئ ويې ګورئ...ننداره يې وړئ.. په باغچه كې مې ښخه كړې ده!. مهبد څو شېبې په هماغه حال پر زينو كښېناست، فكر يې ګډوډ و، فكرونه يې د دماغونو په تيارو كې د ژمنۍ شپې د واورينو ټوټو په څېر يخ شوي وو، نه پوهېده څه وكړي.. پاڅېد او د غمونو د ليرې كولو لپاره يې شرابو ته پناه يووړه، يو ساعت وروسته هغه بېسده او بېحاله پروت و. ||| ماسپښين ته لږ وخت پاته و، چې مهبد له خوبه پاڅېد، د تېرې ورځې پېښې يې له ياده وتلې وې، سر يې درد كاوه او ناروغ ته ورته و. ژر- ژر يې جامې واغوستې او د ټليفون پر لوري لاړ، چې افسانې ته زنګ ووهي. اوس لږ- لږ په سد كېده او د تېرو پېښو جزئيات يې ذهن ته راتلل. د افسانې د كور شمېره يې ووهله، غوږۍ په خپله افسانې پورته كړه، مهبد يې وپېژاند، په سړه ژبه يې ورته وويل: ښه دا ده چې خسرګنۍ ته دې ووايې چې هغه وركه شوې ده... وروسته يې پلمه وكړه، له مهبده يې خداى پاماني واخيسته او ويې ويل: خپله ټليفون درته كوم. مهبد نه پوهېده چې افسانې ولې داسې ژر سړه او خوشكه شوې ده. افسانې چې كله غوږۍ كښېښوده له ځان سره وزمڼېده: تر اوسه زه درپسې وم، اوس ستا وار دى... وګوره چې ما ته زارۍ كوې... بايد ووينم چې پښو ته مې رالوېږې او اوښكې تويوې... د برياليتوب خوند بايد وڅكم... افسانې په رښتيا همدغسې فكر كاوه. هغه پوهېده چې مهبد يې اوس د يوه تړلي ښكاري په څېر په لومه كې پرېوتى دى. يو داسې ښكاري چې د لاسته راوړلو لپاره يې ډېر كړاو ګاللى و. اوس چې مهبد روږدى شوى و، ناچاره و، چې د پوډرو لپاره په افسانې پسې منډې ووهي او افسانې هم همدا غوښتل، چې د مهبد غرور مات كړي، هغه كوچنى كړي. هغې د ناتوان او ماتو نارينه وو په ليدو سره خوند اخست او دا دى د مهبد د ماتې وار هم رارسېدلى و... اوس يې كولاى شول پر مهبد لوبې وكړي، ازار يې كړي او له غم او درده يې خوند واخلي... افسانې له مهبد سره ډېره مينه درلوده او كه داسې پوهېدلاى چې د نوشين په څېر ځواكمنه سياله يې مخې ته ولاړه ده، كله به يې هم د مهبد د بلورين جام په څېر غرور پر ځمكه نه واهه او نه به يې ماتاوه. مهبد خسرګنۍ ته لاړ او هلته يې د خپلې مېرمنې حال او احوال وپوښت، په يوه شېبه كې د مهبد ټولې خسرګنۍ د ميهن پر لټون لاس پورې كړ، ټول ځايونه يې پسې وكتل، خو پته يې ونه لګېده. وروسته نهيلي شول او پوليسو ته يې خبر وركړ، پوليسو څېړنه او پلټنه وكړه، دوې ورځې يې سر په سر له مهبده پوښتنې ګروېږنې وكړې، مهبد په خلاص زړه ځوابونه وركول او ويې ويل: دا لومړى ځل نه دى، چې له كوره وځي. هغه په ډېره وړه خبره قار كېده او له كوره به وتله، خو دا ځل نه پوهېږم چېرې تللې ده. ښايي ځان يې پټ كړى وي، چې ما وځوروي. د مهبد خسرګنۍ هم د مهبد خبرې تاييد كړې او مسئله اواره شوه. پوليسو له مهبد څخه ژمنه واخيسته چې د مېرمنې تر پيدا كېدو مخكې له تهرانه ونه وځي. مهبد باور نه كاوه چې خبره به دومره اسانه تېرېږي، پاتې شپه يې په ميو او شرابو تېره كړه، نيمه شپه وه چې كور ته راستون شو، هڅه يې وكړه له افسانې سره اړيكي ونيسي، پېښه ورسره شريكه كړي او يوڅه پوډر هم ترې وغواړي، خو هڅه يې بې پايلې پاتې شوه او له افسانې سره يې اړيكي ټينګ نه شول. په ناارامۍ پر څپركټ وغزېد او په ژور سوچ كې ډوب شو. په كار وه ژر له كوره كډه وكړي، د كور هرې برخې يې د مېرمنې ياد ژوندى كاوه، هلته يې اوسېدل ناشوني وو، انګړ ته يې د كتو او وركوزېدو جرئت نه درلود... په ډېره اسانه يې بل كور اجاره كولاى شو، له ځان سره وزمڼېده: سبا به په كور موندنې پسې ځم... ناڅاپه د ټليفون زنګ له سوچه راوايست، غوږۍ يې پورته كړه، د مزي له بلې خوا اشنا غږ وپوښتل: تېره شپه مو ولې ټليفون پرې كړ؟ مهبد ورېږدېد، هماغه جينۍ وه، چې تېره شپه يې په ټليفون ورته ويلي وو چې له ټولو پېښو خبره ده. لاړې يې تېرې كړې او ويې ويل: زه تاسې نه پېژنم. _ دا مهمه نه ده، سره وبه پېژنو. _ خو زه دې پېژندګلوۍ ته اړتيا لرم... _تېروتنه كوې، تاسې د يوې ماتې بېړۍ په څېر ياست، ماته بېړۍ تر ډېره نه شي تلاى... زه غواړم ستاسو مرستندويه شم. مهبد غاښونه سره ټينګ كړل: تاسې تېره ورځ وګواښلم. زما موخه ګواښ نه و، غواړم مرسته درسره وكړم، افسانه تاسې كندې ته غورځوي، دغه جينۍ يوه پليته شيطانه ده، زه پوهېږم چې تاسو خپل مېرمن نه ده وژلې او دغه كار افسانې كړى دى. _ تاسې څه پوهېږئ؟ _ په دې چې كله افسانه ستاسو كور ته راننوته، د مړي په ليدو يې هېڅ غبرګون ونه ښود، چې وښيي له پېښې يې هېڅ خبر نه درلود. _ تاسې چېرې وئ، چې هغه مو وليده؟ _ زه ستاسو په كور كې وم! مهبد له ځايه ټوپ كړل: څه؟.. زموږ په كور كې...؟ _ هو! زه او يوه بله شاهده... دواړه ستاسو په كور كې وو. كه تاسې د مړي په ليدو دومره حيران نه واى، خامخا پوهېدلئ چې موږ هلته يو... مهبد شونډه وچيچله ، اوس يې داسې انګېرله چې دا جينۍ چې هرڅوك ده، له پېښې خبره ده او د چوپتيا لپاره يې بايد ورسره وګوري... خو بيا هم د دې لپاره چې وروستى شك يې ليرې شي، په خندا يې وويل: زه تاسو پېژنم. نوشين په خندا ځواب وركړ: درواغو ته اړتيا نه شته... تاسې يو ځل هم نه يم ليدلې. _ ولې تېره شپه څه و؟ _ تېره شپه مو يوازې خبرې وكړې... _ هوكې... او كله مې چې غوږۍ كښېښوده، ادې دې اړ ايستله چې زموږ كور ته راشئ، زه پوهېدم چې ګاونډۍ جينۍ دومره شوخه او شيطانه ده. نوشين وانګېرله چې ناپېژاندې كينه يې پر زړه زور راوړي، د كينې په بڼه يې وويل: ښه ګاونډۍ نجونې مو ليدو ته په نيمه شپه راځي، بده لومه ياست! _ نه تر اوسه كومه مرغۍ نه ده په كې نښتې! _ زړه دې غواړي د لومې لومړنۍ ښكلې دې زه واوسم!. _ نه پوهېږم.! نوشين د وره تر شا د چا د پښو ښكالو واورېده، سره له دې چې له خبرو يې خوند اخيست، ناچاره وه، پايته يې ورسوي، ويې ويل: زړه دې غواړي ما ووينئ؟ _ زړه مې نه غواړي، خو هيله مې شته! _ ډېر ښه، سبا مازيګر ۶ بجې په ’قناري‘ رسټورانټ كې منتظره يم. _ خو زه تاسې نه پېژنم. _ مهمه نه ده! زه په خپله درته راځم. او له ځنډ پرته يې غوږۍ كښېښوده. مهبد سګرېټ بل كړ او په قدم وهلو يې پيل وكړ، خدايه! بيا څه پېښه ده؟ خداى دې وكړي دغه وږمه په سېلۍ بدله نه شي. ||| مهبد د رسټورانټ په يوه ګوښه ځاى كې پر څوكۍ كښېناست او غږ يې كړل: يوه قهوه... وروسته يې ګړۍ ته وكتل، د جينۍ د ليدو د لېوالتيا له امله يو ساعت مخكې راغلى و او دا دى اوس يې د اوږدو او نه تېرېدونكو شېبو دروندوالى احساساوه... هوټلچي پر مېز د قهوې پياله كښېښوده او مهبد پر سګرېټو او چاى څښلو بوخت شو، كله يې چې قهوه وڅښله، بېواكه يې پياله پر نعلبكۍ كښېښوده، ناڅاپه يوه نرم او پاسته لاس پياله اوچته كړه او د مهبد په غوږونو كې يې په سپوږمينه شپه كې د ويالې د سندرو په څېر يو غږ خپور شو: پرېږدئ فال مو وګورم!. دا لړۍ په نژدې راتلونكي كې په كتابي بڼه خپرېږي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:39 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||

