تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله - كانټ
كانټ

امانويل كانټ لنډ او ماشومانو ته ورته وجود درلود. ونه يې په زحمت يو نيم مترو ته رسېده، كولاى شو چې هغه د نولسمې پېړۍ ”د يوه هوښيار وګړي“ په توګه ياد كړو.

هغه به هر ماسپښين په كونيګسبرك كې د زېزفون تر ونو لاندې قدم واهه او هغه مهال- چې له كوره به بهر ووت. ګاونډيانو به يې د خپلو ساعتونو ستنې پر درې نيمو بجو درولې او ويل به يې: ”هغه دى، هلته زموږ ژوندى ساعت تېرېږي“.

ګاونډيانو په دې پوهېدل چې دا كوچنى اندامه او مجرد انسان چې وتلې او كړوپه ملا يې لرله، په خپلو شخصي او ورځنيو چارو كې د ساعت په څېر دقيق دى. خو ډېرو لږو كسانو ته معلومه وه، چې هغه په څومره حيرانوونكي پام سره د دې توان لري، چې د نړۍ لوى ساعت ته نظم وروبخښي.

يوه ورځ د نورو ورځو پرخلاف خپل ورځني تګ ته راونه وت، ټولو وويل:

”بايد يوه حيرانوونكې پېښه رامنځته شوې وي“ خو دا حيرانوونكې پېښه چې د نوموړي په ورځني عادت كې يې بدلون راوستى و، د روسو له اثر د “امېل له كتاب” پرته بل څه نه و.

دې كوچني اندامه انسان خپل ورځنى پروګرام ګډوډ كړ. پرله پسې څوورځې په كور كې پاتې شو. د اميل كتاب يې ولوست او بيا يې له سره وكوت. كانټ د خپل پېښو غوښتونكي همسفر په پېژندلو كې چې د بې ايمانۍ او بې عقيده توب په دوران كې يې ژوند كړى و، خوښ برېښېده. دوى دواړو يوه موخه درلوده، خو هر يو پر خپله لار روان و.

روسو غوښتل چې خداى د احساساتو په لارښوونه وپېژني. خو كانټ هڅه كوله چې د عقل د پير په لارښوونه دې موخې ته ورسېږي. اوس د اميل په كتاب كې، هغه فيلسوف چې د زړه غږ ته يې غوږ نيولى و، د انساني نوې فلسفې په مرسته عقل زده كاوه. هغه فلسفه چې د فكر او سوچ په مرسته يې د هستۍ مرموزې نړۍ ته لار وموندله.

(۲)

كله چې كانټ د اميل د كتاب له لوستلو څخه وزګار شو او خپل پلى تګ يې له سره پيل كړ، ګاونډيانو يې د هغه په بڼه او كړنلاره كې كوم غيرعادي بدلون ونه ليد. هماغه پخوانى كړوپ انسان و، چې وړې سترګې يې درلودې، هماغه خوږه موسكا او د كوڅې پر فرش شويو تيږو د هغه په لاس كې د خړې امسا ټك، ټك...

خو، لكه څنګه چې هاينه ليكلي دي: ”د دې انسان د ظاهري بڼې او د هغه د ژورو سوچونو ترمنځ يو هېښنده او ژور توپير شته، كه د كونيګسبرك اوسېدونكو د هغه پر ارزښتمنو سوچونو خبر واى، د هغه د وجود له شتوالي څخه به يې د ومره وحشت كړى واى، لكه جلاد چې ويني. جلاد يوازې انساني ورمېږ ونه غوڅوي، خو كانټ د خداى په وړاندې د خلكو عقيده يو دم له منځه يووړه“.

كانټ هغه مهال چې د اميل د كتاب په لوستلو بوخت او د هغه په مرسته يې د خپلې فلسفې ستنې پياوړې كولې، يو دېرش كلن ځوان و.

(۳)

د كانټ نيكونه له اسكاټلنډ څخه المان ته راغلي وو. د هغه كورنۍ ډېره بېوزله او مذهبي وه. د كانټ د پلار دنده د چرمې دورو (شلاقو) جوړول وو او ډېر وخت به يې خپل يوولس اولادونه د خپل لاس په جوړو شويو دورو غندل او وهل. ده باور درلود چې ”له دورو څخه د سپما لپاره ګټه اخيستنه ماشوم خاكساره او غوړه مال كولاى شي“.

مور يې چې د پيوريتين د مذهبي ډلې پلوۍ او يوه متعصبه ښځه وه، د كورنۍ غړي يې پر مذهب ټينګ ولاړ وروزل . د كانټ په نهيلي ژوند كې هم لكه كورنى ژوند، مذهب ډېره ونډه درلوده. يوه ښوونكي يې د هغه په اړه ويلي دي: ”زه په ډېره خوښۍ سره سل زده كونكي د يوه زده كوونكي د ژغورلو لپاره قرباني كوم“.

په ماشومتوب كې دا سخته كړنلاره د دې لامل شوه، چې كانټ په لويوالي كې، كليسا ته له تلو څخه وكړي. خو ده په خپل ټول ژوند كې هڅه كوله، چې تر انساني حده خپله پښه وغزوي او حق ته ورسېږي.

كانټ د ځوانۍ پر مهال د لاك او هيوم اثار لوستلي وو او د هغوى په ليكنو كې يې د حقيقت يوه ناقصه برخه موندلې وه. لاك ويلي وو چې ذهن د زېږېدو پر مهال يوه ساده او بې نقشې لوحه ده او موږ ټول معلومات د تجربو په بركت ترلاسه كولاى شو. كانټ له ځان سره وويل: كه داسې وي، انساني شعور، زموږ غريزې، احساس او ادراك چې حق تر زور غوره ګڼو، څنګه تشرېح او توجېه كېږي.

موږ له دې غريزې څخه پلوي كوو، كه څه هم تجربې زبات كړې ده، چې شيطاني ځواكونه ډېر وخت پر حق بريالي وي.

كانټ باور لري چې لاك د ژوند په رښتينې مانا نه دى پوهېدلى. هيوم هم د حقيقت پر نه ليد ايمان درلود. هغه وايي چې ذهن آن يوه ساده او بې نقشې لوحه هم نه ده، بلكې يو ناڅرګند نوم دى، چې په يو لړ ليدنو او ادراكاتو ولاړ دى. يانې د ذهن پاڼه په حقيقت كې د موادو رڼه هنداره ده او دا مواد هم هغه مجرد توهمات دي، چې ذهن ته ورننوځي، ځكه نو د هيوم د وړانديزونو او بشري ادراك پر بنسټ، نړۍ يوازې يوه رويا ده...

كه په دې توګه د نړۍ انځور دروبخښم، يوه فلسفي تېرايستنه نه ده؟ هيوم وايي: ”نه، بلكې دا انځور د انسان د غوره فكر او سوچ لاسته راوړنه ده“.

كه داسې وي، كه هغه غوره كار چې زموږ د عقل زېږنده دى، دا وي چې موږ يوې ژورې كندې ته ورټېل وهي، بايد په خپله عقل تر څېړنې لاندې ونيسو؟

دا د كانټ نظرونه وو، مخكې تر دې چې روسو عقل ګوښه او احساسات يې پرځاى كښېنوي، معلومات ترلاسه كړي. خو وروسته له هغه د كانټ پر ذهن يو لړ افكارو او نويو عقايدو وزرې وغوړولې او هغه يې بوخت كړ. كانټ شل كاله هڅه وكړه چې دا نوي عقايد له پخوانيو نظرياتو سره جوړ راولي او د دې دواړو له ټولګې يوه بشپړه فلسفي دستګاه جوړه او بشر ته يې وړاندې كړي.

كانټ په ظاهره هماغه ارام- كړوپ انسان و، چې ملايم غږ يې درلود او د ټولنې له ټيټې طبقې څخه يې سر راپورته كړى او خپل حد يې په سمه توګه پېژندلى و. هغه يو نوموركى ښوونكى و. دوې خويندې يې د كور په كارونو بوختې وې او نړۍ له كانټ څخه ناخبره وه. ده پنځلس كاله هڅه وكړه چې په كونيګسبرك پوهنتون كې د ښوونكي په توګه وټاكل شي، خو په دې كار كې بريالى نه شو، ځكه ويل كېدل چې ”هغه د يوه ښوونكي شخصيت نه لري“.

كانټ په زده كړه كې خپل ځانګړي عقايد لرل او ويل يې: ”زه هغو زده كوونكو ته چې منځنۍ وړتيا لري، ډېره پاملرنه كوم، ځكه د لوړ استعداد درلودونكي كولاى شي چې په خپله لار ومومي او هغه څوك چې څه يې نه زده كېږي، بې ګټې دي“.

هغه د زده كوونكو لپاره هم يو منځنى ښوونكى و. آن كله چې په پاى كې د استادۍ دندې ته هم ورسېد، هېچا هم دا تمه نه درلوده، چې كانټ دې شور او ځوږ خپور كړي.

دا مهال تر پنځوسو كلونو اوښتى و. په خپله يې ليكلي دي:

”زه پر فلسفه مين او لېونى يې وم. كه څه هم چې معشوقې هېڅ وخت په ورين تندي نه دي راته كتلي“

خلكو كانټ ته د پوهنتون د هغه ښوونكي په سترګه كتل، چې نامهربان بيان لري او هڅه كوي چې په خپلو اوږدو او د نه پوهېدو وړ خبرو سره ”خپل بې ګټې فكرونه په اورېدونكو ومني“. يوه زده كوونكي د خپل استاد د لوست په اړه ليكلي دي: ”كله به يې د ارزښتمنو مطالبو په اړه لنډې خبرې كولې او په حقيقت كې به يې د هرڅه په اړه هېڅ هم نه ويل. كله به يې ساده او بې ارزښته موضوع ته هومره تفصيل وركړ، چې د هېڅ په اړه به يې ډېر څه ويل“.

يو بل زده كوونكى وايي: ”هغه موږ په يوه بېپايه سمندر كې په يوې بې بادبانه بېړۍ كې سپاره كړي يو“.

كانټ داسې يو ښوونكى و، چې معلوماتو يې د زده كوونكو او د خپل عصر د معلوماتو له كچې لوړ وو، خو هېڅوك نه پوهېده چې د دې معيوب او كوچني بدن لرونكي انسان ماغزه د اورشيندونكي غره په څېر په جوش او خوټېدو كې دي.

دا شغله په ۵۷ كلنۍ كې راپورته او له امله يې نړۍ په نوې رڼا روښانه شوه.

(۴)

هغه كتاب چې فكري نړۍ يې بدله كړه، نوم يې ”د مطلق عقل كره كتونكى“ دى، چې بشپړه مانا يې دا ده ”تحليلي عقل د مطلقېدو پر مهال زموږ له حسي تجربو څخه ليرې كېدل دي“. په بله وينا، هغه څېړنه چې د ليد او تجربو پر بنسټ نه وي ولاړه او بله سرچينه ولري.

د كانټ د كتابونو په مانا باندې پوهېدل، د هغه د سرليكونو په څېر ستونزمن كار دى. ځكه هغه نوې اصطلاحګانې او تعبيرونه كارول او كله به يې يو څپركى (فصل) په يوه جمله كې لنډ كړ.

كانټ د ”مطلق عقل كره كتونكي“ كتاب يوه نسخه د هريز په نوم خپل يوه ملګري ته چې يو نوميالى پوه و، ورولېږله، خو هغه مخكې تر دې چې د كتاب لوستل بشپړ كړي، كتاب يې مسترد كړ او ويې ليكل: ”وېره لرم چې كه دا كتاب ترپايه پورې ولولم، لېونى نه شم“.

خو له دې ټولو سره- سره د كتاب لومړۍ برخه يو روښانه ټكى دى، چې د هغه د سوچونو د پوهېدا په اړه كولاى شي مرسته راسره وكړي.

نو غوره به دا وي چې دا نښه تعقيب كړو.

كانټ خپله فلسفه د لاك او هيوم په افكارو پيلوي او وايي: ”د هغوى دواړو نظريو پرخلاف بايد ووايو چې موږ خپل معلومات د حواسو له لارې يوځل او په بشپړه توګه نه شو ترلاسه كولاى. ذهن يوازې د يولړ فكري اغېزو نوم نه دى. يو څرګند او روښانه امر، يو مطلق درك وجود لري، چې هغه د عقلاني ځواك په نوم پېژندلاى شو. دا عقلاني قوه زموږ په حواسو چې ليد، اورېدل، لمسول او بويول دي، ولاړه نه بلكې له پخوانيو پوهنو (علومو) څخه ده. په دې مانا چې زموږ تر حسي تجربو مخكې يې لا شتوالى درلود. ”پخواني حقايق، بالنفسه پخواني او منل شوي دي“ او هغه څه ته پام نه اړوي، چې زموږ نيمګړي حواس يې احساسوي.

”تر كومه بريده كولاى شو چې د حسي تجربو له مرستې پرته، په پخوانيو معلوماتو كې پرمختګ وكړو، د رياضي له شواهدو څخه به روښانه شي“.

كه موږ هر ډول فكر وكړو، دا حقيقت روښانه دى، چې دوه ضرب دوه مساوي دي په څلورو.

ځكه نو د لاك دا عقيده- چې له حسي تجربې پرته د علم ترلاسه كول ګرانه خبره ده، سموالى نه لري او هيوم چې په نړۍ كې د حقايقو له شتوالي څخه منكر دى- اشتباه كوي.  ذهن يوازې د ليد او تجربو ټولګه (مجموعه) نه- بلكې د هغوى هادي او نظم وركوونكى دى. ذهن نړۍ ته په پخوانيو معلوماتو او د رياضۍ د توكو په واسطه يووالى وربخښي او د پوهاوي وړ يې ګرځوي.

ذهن موږ ته هغه توانايي رابخښي چې پاشلې ليدنې او بې موخې تجربو ته د منظمو معلوماتو بڼه وركړو، شخصي او خبري درك او پوهاوى په ټوليز او عمومي علم بدل كړو او د بشري پوهاوي په مرسته د خدايي نور لار ومومو.

په دې توګه د انسان عقل د يوې مورنۍ قوا درلودونكې دستګاه ده چې حقايق پېژني او د ژوند چارو ته نظم او سمبالښت وربخښي، يو ناپوه انسان نړۍ ته داسې ګوري، لكه شكسپېر چې ورته كتل او د دوى ترمنځ توپير دا دى چې شكسپېر كولاى شي چې خپلو ليدنو ته سر او سامان وروبخښي او هغوى په مانا لرونكې او ښايسته بڼه انځور كړي.

ځكه نو موږ بايد د فهم او درك پر ځواك زور راوړو او حواسو ته لږ اهميت وركړو، حواس موږ ته ظاهري نړۍ راښيي، خو د درك ځواك مو هغه حقيقت ته بيايي چې د ظواهرو په ماورا كې پټ دي.

شوپنهاور ليكلي دي: ”فلسفې ته د كانټ لوى خدمت د ظاهري نړۍ او باطني نړۍ تشخيص او پېژندنه ده“.

ظاهره نړۍ چې د حواسو له لارې حسېږي، داسې ده لكه خښتې، اوسپنه، لرګي او تيږې، چې په نامنظمه توګه پر ځمكه تيت او پاشلي وي. خو باطنه نړۍ يوه داسې بشپړه وداني ده چې له دغو موادو څخه جوړه شوې او د يوې واحدې او ښكلې ودانۍ په بڼه ولاړه  وي. دا د ذهن كړنلار ده، چې څنګه دې تيتو او توشپلو (پاشلو)  توكو ته نظم او ډسپلين وركولاى شي او د دې نظم په مرسته هغه حقيقت ترلاسه كوي، چې زموږ له ليد او ناقصو تجربو څخه ليرې دي. خو له دې ټولو سره- سره بايد دا ومنو چې موږ محكوم او له پوهې څخه بې برخې يو. يانې موږ به هېڅكله په دې ونه توانېږو چې له حقيقت څخه په بشپړه توګه معلومات ترلاسه كړو.

ځكه موږ يوازې دومره پوهېږو چې نړۍ شته، دا چې دې نړۍ څنګه د هستۍ بڼه خپله كړې ده او يا دا د يوه هنرمند مخلوق  كار وبولو او يا دا چې يو عالي شعور يې اداره كوي، د كانټ په نظر ”عقل دغو پوښتنو ته د ځواب وركولو لپاره عاجزه دى“.

خو امكان لري په بله بڼه، د زړه د احساس له لارې دې پوښتنې ته ځواب وموندل شي. د بېلګې په توګه كېدى شي رښتينوالى او د حق احساس شاهد راولو.

ايا په اخلاقو كې مطلق اصول، لكه څنګه چې په رياضياتو كې  شتوالى لري، موندل كېږي؟ كانټ دا مطلب د ”بشپړ علمي عقل فتوا“ په نوم په خپل يوه بل كتاب كې څېړلى دى.

اخلاقي اصول، د رياضياتو په څېر فطري دي، له پخوانيو علومو څخه سرچينه اخلي. يانې هغه تجربې چې د حواسو له لارې لاسته راځي، دا اخلاقي اصول د دين ستن د احساس او  وجدان اړتيا او زموږ د وجود هسته ده.

له نېك عمل سره مينه هغه مطلق امر دى، چې زموږ له وجود څخه راپورته كېږي. د دوو تنو په منځ كې باطني الزام لري. موږ احساس كوو، چې روحاً په يو بل پورې تړلي يو او دا هغه احساس دى چې نړۍ ته د سترګو غړولو پر مهال لا زموږ په وجود كې و. موږ په خپل فطري او غريزي احساس پوهېږو چې خپلې دندې بايد ترسره كړو. دا احساس د هغو اصلي او ټولنيزو دندو ترسره كول دي، چې په وحدت لرونكې نړۍ كې دود شوي دي او نه يوازې دا چې زموږ زړونه د سمې لارې پر لوري رهنمايي كوي، بلكې ستورو ته هم د ټاكلي بهير لارښوونه كوي.

”له ستورو ډك اسمانونه پورته او اخلاقي اصول زموږ په ځان كې“ هغه اصلي او واحدې څېرې دي، چې كولاى شي زموږ عقل او ادراك د نړۍ په اړه په غوره توګه ښكاره كړي. د رياضي اصول چې اسماني احرام اداره كوي او اخلاقي اصول چې زموږ پر خاورين وجود باندي واكمني لري، دواړه يو سپېڅلى الهي قانون دى، په بشري تعبير د دې قانون مانا دا ده چې موږ بايد خپل ژوند د طبيعت له منظم او مرتب جريان سره عيار كړو: ”داسې چلند وكړو، لكه هغه قاعده دې چې خپلې كړنلارې ته ټاكلې ده. په خپله غوښتنه او اراده د نړيوالو لپاره يوه منل شوې قاعده وټاكه“.

په بله وينا له هغه كار څخه ډډه وكړه، چې ټولنيز ژوند ته ګواښ پېښوي.

كله چې تښتول كېږې او په دې هڅه كې يې چې پر خپل قول وفا ونه كړې، ستا وجدان چې ستا ترجمان دى، تا ته به په كلي او عمومي اصل ووايي، دا به درته وښيي چې په هغه نړۍ كې چې پر ژمنه وفا نه وي، د هغه ځنګل بڼه به خپله كړي چې وږي ځناور په كې مېشت دي. دا ”د اخلاقو نننى قانون دى، چې تجاوز، د شتو راټولول، تعصب، خيانت، بدغوښتل، وژنه او غلا محكوموي“.

په دې توګه د اخلاقو قانون د هغو فضايلو د ترسره كولو ضامن ګڼه، چې له بدۍ او شرارت سره فاحش توپير لري. زموږ وجدان زموږ د سمې كړنلارې لارښود دى. زموږ وجدان بايد په هر حال او هر وخت كې د شرافت او نېكو كارونو د ترسره كولو په هڅه كې وي. ښايي سمه كړنلاره ځينې وخت لنډمهاله ستونزې رامنځته كړي، خو پايله يې تل د انسانيت په ګټه ده. د اخلاقو موخه دا ده چې هرڅوك د نورو د نېكمرغۍ لپاره زيار وباسي او دا هغه لار ده چې انسان ته نېكمرغي او سعادت وربخښلاى شي.

په لنډه توګه، زموږ وجدان حكم كوي، چې موږ پرېږدي د خلكو لپاره پر محدود كار كافي مزد وټاكو. پرېږدي چې هرڅوك خپلواك وي، ته بايد خپل ګاوندى استثمار نه كړې او تر دې بل ناوړه او ناسم كار نه شته، چې د انسان عمل د بل په واك كې وي.

د وجدان دا حكم په پخوانيو علومو پورې اړه لري او د دندې ترسره كولو دا مطلق امر په درېيو ارزښتمنو پايلو ختمېږي: د ارادې ازادي، د اروا تلپاتېوالى او  د خداى وجود.

 

۱. ا ارادې ازادي:

د دندې پېژندنې حس او دا احساس چې بايد نېك كارونه ترسره كړو، هغه مهال مانا لري، چې د ښه او بدو ترمنځ په ټاكنه كې خپلواك واوسو او د ارادې ازادي نه يوازې په نظري عقل، بلكې په خپلو ورځنيو كړنلارو هم په ثبوت ورسوو.

له يوه اخلاقي امر سره په مخامخېدو، د باطني احساس په مرسته پوهېږو چې كه وغواړو، كولاى شو چې سمه لار وټاكو. دا باطني احساس، دا پخواني معلومات چې قدرت يې د ادا كولو دنده راپه غاړه كوي او زموږ له خلاقه اروا څخه سرچينه اخلي، هغه توان چې زموږ په واك كې وي او لاسته راوړلو ته وده وركوي او هغه په يوه بشپړه او زموږ له هيلې سمې نړۍ باندې بدلوي. په خپله له يوې خپلواكې ارادې څخه ملاتړ كوي او دا حقيقت د رياضي د يوه اصل په توګه روښانه دى.

هر اخلاقي امر د رياضي د مسئلې په څېر يوازې يو سم ځواب لري. موږ دا حقيقت په خپل باطني احساس سره موندلاى شو، نه د عقل او استدلال په مرسته. زموږ په وجود كې د حقيقت غوښتنې غريزه، د هغه د موندلو لپاره يوه غريزه او د هغه تابعيت لپاره يو غريزي توان شتوالى لري. په بله مانا موږ د خپلواكې ارادې درلودونكي يو.

 

۲. د اروا تلپاتېوالى:

لكه څنګه چې د خپلې كړنلارې په اړه مو وويل، د خپل باطني او غريزي احساس له مخې پوهېږو چې موږ ته يوه تلپاتې اروا رابخښل شوې ده. كه د انسان د ژوند ډرام ته پام وكړو، وبه وينو چې د هغه او د هغه ترمنځ چې د تياتر يه صحنه ښوول كېږي بنسټيز توپير موجود دى. د تياتر په صحنه كې داسې شرايط چمتو شوي دي، چې په هغه ځاى چې هر فضيلت ته مكافات او هرې ګناه ته سزا ټاكل شوې او تر سره كېږي. خو د ژوند په تياتر كې د داسې شاعرانه عدالت، كومه نښه نه شته، بلكې برعكس حقيقت تل مغلوب او بېعدالتي واكمنه او بريالۍ ده.

په دې توګه وينو چې د ژوند په ډرام كې د نېكۍ كړنلارې لپاره زموږ باطني احساس نه قبلوي. د هغه صحنې بېلې، بېلې، بې تناسبه او بې مانا په نظر راځي او په ښه توګه متوجه كېږو چې هغه بشپړ داستان نه دى. زموږ باطني او اخلاقي احساس امر كوي چې كه څه هم رنځ زغمو، خو بيا هم نېكي كوي او بې له دې چې د جايزې تمه ولرو، له بدۍ څخه بايد مخ واړوو، ولې؟ ځكه احساس كوو چې ځمكنى ژوند يوازې د دې ډرام يوه كوچنۍ برخه ده، خو پايله به يې متناسبه، بشپړه او رضايت بخښونكې وي. له نېكو كارونو سره زموږ مينه او د ناپاكۍ او پليدۍ په وړاندې زموږ كركه او دنده، د همدې لپاره ده.

كانټ وايي: ”دا مينه او غوښتنه يوازې هغه مهال مانا لري او د توجېه وړ ده، چې موږ د باطني او غريزي احساس له مخې پوه شو، چې مړينه د ژوند د ډرام د وروستى څپركى (فصل) پاى دى او په بله نړۍ كې مو يو خوږ او بشپړ ژوند په تمه دى“.

 

۳. د خداى وجود:

زموږ اخلاقي درك او باطني احساس وايي چې د ژوند د ډرام لپاره بايد يو مدبر قدرت او خالق وي.

موږ احساس كوو چې نن ورځ د درد او رنځ زغمل د سبا ورځې د خوښۍ او هوسايۍ لپاره دي. د اوسني ژوند مانا شك، ترديد او ستونزې د دې ډرام دويمه پرده ده، چې په بله نړۍ كې به څرګنده شي. زموږ باطني احساس يا زموږ پخواني معلومات تلپاتېوالى، سم او محقق ګڼي....

موږ د دې پياوړي هنرمندلياقت او وړتيا د ژوند د بشپړ ډرام اصلي لوبغاړي په باطني احساس، د زړه په سترګو موندلاى شو، خو په دې نه شو توانېدلاى چې د تعقل او استدلال له لارې د هغه وجود اثبات كړو. زموږ باطني احساس د تعقل پر قوه لومړيتوب لري او له هغه ګوښى دى. اخلاقي درك، د تجربو تر ليدلو، سالم او سم دى.

كانټ په دې نه شو بريالى چې د تعقل له لارې د خداى وجود زبات كړي، خو د زړه له لارې يې هغه ته لار وموندله.

هاينه ليكلي دي:

”كانټ تر دې نېټې پورې يو عبوس او سخت ګير بت ماتوونكى و. په اسمانونو كې يې توپانونه راوپارول. ملكوتيان يې تر تېغ تېر كړل او د نړۍ واكمنان يې په بېرحمۍ سره په وينو ولړل. نور نو د پلرنۍ مينې، خير او په دې نړۍ كې د ښو كړنلارو لپاره په هغه نړۍ كې د جايزې لپاره كومه خبره نه ده راغلې. د اروا تلپاتېوالى د نزع په حالت كې دى او مړينې خپلې پنجې او غاښونه ورښكارول. زوړ خدمتګار، د يوه غمجن ليدونكي په توګه چتر په لاس، پر ټنډه د اندېښنې خولې او له اوښكو په ډكو سترګو يې تر څنګ ولاړ و. خو نويل كانټ په غور سره راځي او په دې حال كې د يوه نېك غوښتونكي انسان په بڼه كې راڅرګندېږي، نه د يوه سخت ګيره فيلسوف په څېر او په ذهن كې يې ګرځي چې دا بوډا بايد پر خداى ايمان ولري. كه داسې نه وي ژوند به يې تريخ  او بېخونده وي. خلك بايد په ژوند كې خوښ وي، انساني عواطف او احساس تل د خوښۍ د موندلو په هڅه كې وي، نو پرېږدئ چې عملي عقل يې وجود زبات كړي“.

هاينه د دود په څېر په طنزيه تورو يو حقيقت ويلى دى. دا سمه ده چې له خداى سره د كانټ مينه د دې لامل شوه، چې د خداى پېژندنې لارښوونه ورته وكړي، خو دې لارښوونې ته ټول بشري مخلوق اړتيا لري. خداى وجود لري، ځكه د هغه وجود ته يوه ټولنيزه او نړيواله اړتيا احساسېږي. په داسې يوه نړۍ كې چې د عدالت څېره بدله شوې وي، پر خداى باندې ايمان كمزورى او په نړۍ كې د نېكمرغۍ لپاره كوم ځاى پاتې نه وي. د زړه احساس د سر تر منطق ښه مشري كولاى شي او لكه څنګه چې پاسكال Pascal 1623-1662)/فرانسوي فيلسوف، ليكوال او رياضيپوه) ويلي دي: ’زړه د ځان لپاره يوشمېر داسې دلايل لري، چې عقل يې په پوهېدو عاجز دى‘.

(۵)

كانټ خپل زړه او مغز لړلې فلسفه، په ۶۹ كلنۍ كې پايته ورسوله او هيله من و چې د زړښت وروستي كلونه په هوسايۍ سره تېر كړي، خو د هغه دا هيله هم بشپړه نه شوه. د كانټ دې نظريې چې دين يې د زړه د احساس پر ستنو كښېښود، نه د تعقل پر اساس- د قهر او ښكنځلو توپان خپور كړ او دا ټينګار چې د مسېح د دين د خبري او قشري دستوراتو پر ځاى بايد اخلاقي دندو او تكاليفو ته پاملرنه وشي، دا توپان خپل وروستي پړاو ته ورساوه. بې اروا زاهدانو هغه سپى ونوماوه او يو شمېر سپيو پر خپلو ځانونو د امانويل كانټ نوم كښېښود.

خو كانټ په ډېره سړه سينه په دې هڅه كې شو، چې دا بې پروايي په هغه بڼه چې د ده په هېواد كې ترسره كېده، په ثبوت ورسوي. ده وويل:

”مسېح پر اواره ځمكه الهي سلطنت ټينګ كړ، خو خلكو ته د هغه موخه په سمه توګه ورونه رسول شوه او پرځاى يې د كشيشانو حكومت پر موږ راوتپل شو“.

د دين رښتينې مانا د زړونو اړيكي او پيوند دى. خو د دې پرځاى چې بنيادمان د مينې او محبت په اړيكه سره وتړل شي، تيت او په بېلابېلو ډلو او فرقو باندې سره ووېشل شول. د دين ستاينه يو دم مسخه شوه او د يو ډول الهي خدمت بڼه يې خپله كړه او انسان په دې هڅه كې شو، چې په غوړه مالۍ او چاپلوسۍ سره د اسمانونو د واكمنانو نظر د ځان پر لوري راواړوي.

فرډريك ويليم (Fredrick William- 1781-1864/ د المان پاچا) ويل: ”دا ډول وړانديزونه نه يوازې دا چې د اسمانونو د واكمنانو سپكاوى دى، بلكې د ځمكې پرمخ واكمنانو ته يې هم خيانت ګڼلاى شو“  ځكه يې نو په پروس كې د دا ډول ښوونو او تبليغ د مخنيوى امر وكړ.

دا وخت كانټ د دين په اړه يوه بله ليكنه هم ليكلې وه، چې د برلين په يوه مياشتنۍ مجله كې په پرله پسې توګه چاپېدله. خو د پاچا په امر دا ليكنه هم له خپرونې څخه ليرې شوه. خو پاچا دا اوياكلن كړوپ او كوچنى اندامه انسان په سمه توګه نه و پېژندلى. كانټ دا ليكنه درينا ښار ته چې د پروس له واكمنۍ څخه بهر و، ولېږله او هلته يې له خپل يوه ملګري څخه د خپرېدو هيله وكړه.

ليكنه چاپ شوه او د پاچا غوسه يې راوپاروله، نو فيلسوف ته يې وليكل:

”زموږ سپېڅلى ذات له دې امله چې ستاسو فلسفه د مسيحيت د سپېڅلو كتابونو د ځينو اصولو او عقايدو ضد ده، ډېر خواشينى شوى دى. له تاسو څخه غواړو... چې په راتلونكو كې له دا ډول ليكنو څخه چې زموږ غوسه راپاروي، ډډه وكړئ. كه مو له دې فرمان څخه سرغړاوى وكړ، نو له ستونزمن برخليك سره به مخ شې“.

خو كانټ د دين په اړه خپله وروستۍ خبره هم ويلې وه، ځكه بې له وېرې يې په مسخره انداز پاچا ته وليكل:

”اعليحضرته! ما چې څه ليكلي او ويلي دي، نور به يو ټكى هم پرې زيات نه كړم!“.

(۶)

كانټ يو حيرانوونكى شخصيت درلود. د هغه اروايي وده او بشپړتيا د طبيعت د قوانينو پرخلاف وه. د دې پرځاى چې د ځوانۍ دوران يې له خپلواكۍ غوښتنې څخه په زړښت كې محافظه كارۍ ته ورسېږي، برعكس په پيل كې محافظه كاره و، خو په بوډاتوب كې يې خپلواكۍ غوښتنې ته مخه كړه. د فرانسې د لوى انقلاب پر مهال ډېرو اروپايي فيلسوفانو له سلطنتي تشكيلاتو سره مينه او وفاداري وښووله، خو كانټ چې اوياكلن و، د خوښۍ په اوښكو يې انقلاب بدرګه كړ او ويې ويل: ”اوس كولاى شئ چې د پطرس د حواريو په څېر ووايو چې خدايه! پرېږده ستا بنده خپلې سترګې پټې او هوسا خوب پيل كړي، ځكه رښتينولي او ژغورل يې په خپلو سترګو ليدلي دي“.

كانټ خپل وروستي تاليفات په يواوياكلنۍ كې وليكل. په دې ليكنو كې يې د تړون له مخې د خپلواكو هېوادونو ترمنځ د يوه فډراسيون د جوړولو يادونه كړې، چې جګړه غيرقانوني وپېژني.

كانټ په خپل دې كتاب كې چې ”تلپاتې سوله“ نومېږي، سر ټكوي چې ”زموږ واكمنان د عامه پوهونې لپاره كومه پانګه نه لري... ځكه اوس مهال ټول عايدات د راتلونكو جګړو د لګښت لپاره زېرمه كېږي“.

كانټ نه يوازې دا چې د هر ډول نظامي ځواكونو راټيټول يې غوښتل- بلكې هڅه يې دا وه چې هغه لغوه كړي: ”د نظامي ځواكونو ساتل، هېوادونه اړ باسي چې د قواوو په ډېرېدو كې له يو بل سره سيالي وكړي“ چې پايله يې د دښمنۍ ټينګښت او د بېځايه لګښتونو د چمتو كولو لار د ډېرو شتو ساتل او لګښت دى. كانټ د دا ډول لګښتونو او دښمنيو د له منځه وړلو لپاره وړانديز كوي چې موږ بايد په خپلو هېوادونو كې د ولسواكۍ (ډيموكراسۍ) فضا ټينګه كړو او په دې توګه ”بايد د جګړې د ختمېدو اعلان د ټولو خلكو په رايه ترسره شي“.

ځكه د حكومت دندې هم د دين په څېر دي، چې ”د هر وګړي فى نفسه او د يوه بشپړ واحد په ډول“ د درناوي وړ دى او ”د نړۍ ټول وګړي د سولې او نېكمرغۍ په يوه نړۍ كې له يو بل سره وتړي“.

كانټ وايي:

”دا هغه موخه ده، چى انسانان په الهي مرستې په هغې پسې لټون كوي. خداى ته ځكه اړتيا لرو، چې موږ ته لارښوونه وكړي، د همدې لارښوونې شتوالى دى، چې زموږ د موخو په منځ كې جوړجاړى راولي او ستونزې اواروي“.

د كانټ په اړه يوه ليكوال ليكلي دي: هغه حقيقت چې د كانټ لوى مغز يې له موندلو څخه عاجز و، د هغه غښتلى زړه وموند او هغه يې احساس كړ.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:37 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .