Editorial | ||||
About Hosey journal Background: More than two decades of war in Now, with democracy trickling to the war-battered country, people venture to take the most advantage of the current situation with regard to their national and cultural values. In a step forward towards development and democracy, we decided three years ago to establish a cultural, literal, social and political magazine to be published bi-monthly. So far, we did our best to reach our journal with a circulation of 2,000 copies to people in the capital as well as almost all the provinces despite the fact that we haven't received financial support from any donor organization. We have published eight issues of Hosey so far. The first came up just after the Taliban regime was toppled in late 2001. We know this is not enough in the ground of cultural reconstruction and the blooming press services in today In order to serve people from all corners of the country, we have volunteers in every province, contributing to the magazine and distributing it to locals in nearby villages. In addition, they talk to the people in the villages about their problems and are filing stories on the existing conditions. That is why Hosey found its place in hearts of people and attracted a variety of readers even amongst the street and village people quickly. This magazine therefore has got particular place amongst the people and readers. We are continuing to send the periodical to almost all provinces and some foreign countries in Europe and Recently, we have developed our place in the cyber space, allowing everybody wherever they are to read our magazine online and send us feedback. The address is: www.benawa.com/hosey Objectives: Now, we plan to expand our coverage of articles to healthcare subjects and psychological problems most common in the country. In this move, we also want to publish articles about the science, social reconstruction, democracy, human right, new developments in the world and other things which include the hot issues of the day. Also, we published a range of articles about the life, liability, and needs of women in We endeavor to publish lots of articles, which are to the benefit of our people and are translated from other languages into Pashto. This is an attempt to further develop and enrich our language, which really needs to be worked for to upgrade it to the level of other active languages in the world. So, we took this initiative in our journal in hope to benefit from characteristics of other languages and meanwhile to let our people know about the matters relevant to our culture and nation discussed in other languages. Our working team is made up of young writers, translators and contributors. We believe this is a good chance for Afghan youths to enhance their study and exchange their views through the press. Editorial: | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:57 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د پلار له وېرې | ||||
w انجنير ستانه مير زهير، پېښور د پلار له وېرې نن د اختر درېيمه ورځ وه، مور خپل دوولس کلن زوى انار ګل ته په لوړ غږ وويل : _ زويه هله ژر راځه چې غوا درته خلاصه کړم... انار ګل په بيړه رانژدې شو او په خپله ماشومانه لهجه او په عذر و زاريو يې داسې وويل : _خير دی مورې، نن هم د اختر ورځ ده، ټول هلکان په کلي کې لوبې کوي، ته نن ورته په کور کې واښه واچوه، سبا به يې له وخته بوځم، ښه مورې!؟ مور يې په داسې حال کې چې غوا يې له موږي خلاصوله وويل: _ زويه! زه به يې درسره ومنم خو که پلار دې خبر شي چې نن دې بيا هم غوا سارا ته بېولې نه ده، ژوندی به دې پرې نه ږدي. انار ګل بيا په زاريو پيل وکړ : _خير دی مورې، ته ورته ووايه، سبا ته به يې له وخته بوځم او ښه به يې مړه کړم.. مور يې زړه ورباندې وسو، زړه نا زړه يې ورته وويل: _ ښه ده زويه! چې ته وايې نن به همدلته واښه ورته واچوم، ځه لاړ شه نن دې هم د خپلو همځولو سره لوبې وکړه.خو پام دې وي زويه چې سبا بيا دا خبره ونه کړې. انارګل چې له مور نه دا خبره واورېده بې اختياره يې له خولې نه د خوشحالۍ يوه کړيکه ووتله، غوښتل يې چې په بيړه له کوره ووځي، خو ناڅاپه يې پر پلار سترګې ولګېدې، چې د کلا په لويه دروازه راننوت. انارګل له وېرې لکه وچ لرګی پر ځای ودرېده . پلار يې د تل په شان انارګل ته له غوسې نه په ډکه لهجه وويل : _ د ځناور زويه! غوا تراوسه په کور کې ولاړه ده او ته خوشې په خوشې ګرځې...؟ انار ګل له ډېرې وېرې هېڅ ونه ويل، يوازې يې د مور پر لوري په دې تمه ژېړ ژېړ کتل چې هغه به اوس څنګه د خپل پلار له قهره ژغوري. مور يې چې د انارګل ژېړ او تښتېدلي رنګ ته پام شو نو زړه نازړه يې د هغه په پلوي وويل : _ خيرد ی سړيه! نن دې هم غوا سارا ته نه بيايي، ما ته يې ډېرې زارۍ وکړې، څه ورته مه وايه... پلار يې چې دا خبره واورېده نو په ډېره غوسه يې خپلې ښځې ته وويل: _ دا هلک ستا له لاسه نازولی شوی، ستا له لاسه، پخوانيو ويلي دي: (چېرته چې ډب نه وي، هلته ادب نه وي). او له دې خبرې سره سم يې د انارګل پر مخ يوه داسې څپېړه حواله کړه چې د چا خبره غږ به يې په لسم کلي هم اورېدل شوى وي. انارګل خوارکي له ځان سره غلې غوندې ژړا وکړه، خو نور يې د پلار له وېرې غږ غوږ ونه کړ ، ژر- ژر يې خپله لوېدلې خولۍ له ځمکې راپورته او پر خپل واړه سر يې کښېښوده. په داسې حال کې يې غوا له کوره وايستله چې له سترګو يې کنډې کنډې اوښکې روانې وې. انارګل په ژړا- ژړا کې غوا له وښوڅخه د ډک غره لمنې ته ورسوله. غوا څرېدله او خپل واښه يې په خوند خوند خوړل. خو د انارګل له زړه نه يوازې خدای خبر و، يوې غټې تيږې ته يې ډډه ولګوله، د خپلو ماشومانه فکرونو په لوى سمندر کې لاهو شو، کله به ورته په کلي کې د خپلو همزولو لوبې سترګو ته ودرېدې او کله به ورته د خپل پلار څپېړه، په همدې چورتونو کې لوبېده چې خوب پرې خپلې وزرې وغوړولې. ورور يې يوه وړه تيږه سر ته کښېښوده اوپه کراره کراره په درانه خوب ويده شو. غرمه مهال چې له خوبه راپورته شو. په بيړه يې د خپلې غوا پر لوري وکتل، خو له بده مرغه د غوا درک نه و. د لېوني غوندې يې کله يوې خوا او کله بلې خوا ته منډې ووهلې، خو بيا يې هم درک ونه لګېده. ډېر وارخطا شو، حيران و چې څه وکړي له غره نه سمې ته راکښته شو، په لويه لار کې ودرېده، د يوه او بل نه يې يوازې همدومره پوښتل : _ ماما- زما غوا دې نه ده ليدلې ؟ خو هر چا به ورته بس همدا خبره کوله : _ نه وراره ګله، نه مې ده ليدلې. غله ډېر دي چا به درنه پټه کړې وي. انارګل له ډېرو پوښتنو او منډو ترړو وروسته په دې باوري شو چې غوا ورنه په رښتيا هم چا پټه کړې ده. اوس نو په دې چورتونو کې ډوب شو چې کور ته لاړ شي که نه ؟ که لاړ شي او پلار يې خبر شي چې له انارګل نه غوا ورکه شوې، څه ډول چلند به ورسره کوي، په همدې کشمکش کې را ګير و او ځان ته يې د حل لار لټوله. له بلې خوا يې مور په کور کې ډېره ناراامه وه- ځکه چې د لمر سترګه په لوېدو شوه او د انارګل در ک نه و، په وارخطايۍ له کوره راووتله، مخامخ يې هغې لارې ته کتل، چې انارګل به هره ورځ له خپلې غوا سره يوځای د کور پر لوري پرې راتللو. په انتظار- انتظار کې د ماښام تياره راخپره شوه او د انارګل پلار هم په جومات کې د ماښام تر لمانځه وروسته خپل کور ته راستون شو. د کلا په لويه دروازه کې ښځې په وارخطايۍ او له ژړا نه په ډک غږ ورته وويل : _ سړيه انارګل زوى مې نه شته، خدای دې خير کړي چې څه به ورباندې شوي وي؟ د انارګل پلار په حيرانۍ ورته وويل: _ ښځې دا څه وايې، غوا هم نه شته او انارګل هم؟ ښځې يې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې يې د زړوکي په پيڅکه پاکولې، د هو ځواب ورکړ او ورنه ويې غوښتل: _ له ځمکې وي، که له اسمانه، هله ژر شه زما زوى راپيدا کړه! د انارګل پلار په بيړه لګېدلی لاټين له ځان سره واخيست او له کوره ووت، د څو ګاونډيانو په مرسته يې لومړی د غره لمنې تيږه په تيږه او ناو په ناو وکتلې، بيا يې په کلي کې د يوه او بل د کور دروازې وټکولې، خو هېچا ورباندې د انارګل د درک زېری ونه کړ. نيمه شپه په خواشينۍ کور ته راستون شو، خوب يې له سترګو الوتی و، تر سهاره يې شپه په ويښه تېره کړه. د غم شپه چې سهار شوه ښځې بيا ورته وويل: _ سړيه! رڼا ځمکې ته راولوېده، هله ژر شه، زوى مې راپيدا کړه. د انارګل پلار په غوسه ورته وويل: _ ښه ده لاړ به شم، خو ځمکه او اسمان مې دواړه لټولي، نور نه پوهېږ م چې چېرې يې ولټوم؟ له همدې خبرې سره سم له کوره ووت. ټوله ورځ يې بيا هم په ګرځېدو- ګرځېدو تېره کړه، خو د انارګل هېڅ درک ونه لګېد. ورو- ورو د کلي ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ځوانان ټول د انار ګل له ورکېدو خبر شول، چا به ويل کېدی شي خوارکی لېوانو خوړلی وي، چا به ويل کېدی شي له کوم کمر څخه لوېدلی وي، لنډه دا چې هر چا به له خپله انده بېلابېلې تبصرې کولې، خو هېڅوک په رښتينې مانا نه پوهېدل، چې پر انارګل به څه راغلي وي. دوه درې ورځې تېرې شوې خو بيا هم د انارګل درک ونه لګېده. د هرې ورځې په تېرېدو د هغه د مړينې خبره له اوازو څخه د حقيقت پر لوري نژدې کېده. له همدې امله به ډلې- ډلې کليوال د غمرازۍ لپاره راتلل او د انارګل پلار ته به يې د تسليت او ډاډګيرنې تر څنګ فاتحه هم ورکوله . يوه ورځ د کليوالو په منځ کې يوه تن د خبرو اترو په ترڅ کې د انارګل پلار ته وويل: _ماما! خپه کېږه مه، په هر ځای کې همدا حال دی. همدا نن له ښار نه راغلم. هلته ويل کېدل چې يو ماشوم په روغتون کې په داسې حالت کې بستري دی چې نيم وجود يې په اور سوی دی، دا هم ويل کېدل چې دې ماشوم خپل ځان ته په خپله اور اچولی و، خو د خدای مهرباني وه، کوم موټروان له ورايه ليدلی و اوهغه يې بيا په بيړه روغتون ته رسولی و، که مړ وي خدای دې وبخښي او که ژوندی وي نو خدای دې ورته شفا ورکړي. ناستو کسان په لوړ غږ وويل : امين! د انارګل پلار چې دا خبره واورېده، په زړه يې ټکه وخوړه، په وارخطا غږ يې وويل: _ وروره! تا هغه ماشوم په خپلو سترګو وليده او که له بل چا نه دې دا خبره واورېده؟ د ښار نه راغلي کس وويل: _ نه، په خپله مې نه دی ليدلی، ما ته په ښار کې يوه خپل دا کيسه وکړه. د انارګل پلار چې د راغلو مېلمنو څخه وزګار شو، نو کور ته ننوت، له خپلې ښځې سره يې دا خبره شريکه کړه. ښځې ورته په ژړغوني غږ وويل : _ سړيه! ته لکه چې لېونی شوې، ښار چېرې او انارګل چېرې؟ په انارګل چې هره ټکه راغلې، په همدې کلي کې ده، لاړ شه، بيا يې ولټوه بيا يې ولټوه، ارو مرو پيدا کېږي... د انارګل پلار په دې پوره باوري و چې نور يې نو زوى په کلي کې نه شته، له خپلې مېرمنې پټ د ښار پر لورې وخوځېد، نېغ همغه روغتون ته ورغی،د روغتون له يوه کارکوونکي نه يې په اور د سوي ماشوم پوښتنه وکړه، هغه لاس نيولی وروست او د ماشوم کټ ته يې ودراوه. د روغتون کارکوونکي ورو- ورو د ماشوم له مخ نه څادر پورته کړ : د انار ګل پلار چې د ماشوم مخ وليد، نو سم له لاسه يې په زوره چيغه کړه : _ اخ ! دا خو زما زوى انارګل دی ... د روغتون کارکوونکي تر دلاساينې او ډاډګيرنې وروسته ورته وويل : _ کاکا ښه دی چې راغلې، ستاسو ماشوم لا پرون په حق رسېدلی خو دا چې وارث يې نه درلود، تر ننه پورې موږ وساته، تاسو کولای شئ اوس خپل ماشوم خپلې هديرې ته ورسوئ. الله دې وبخښي! او تاسو ته دې الله د زړه صبر درکړي. د انارګل پلار په ژړا او واويلا بس همدا خبره کوله : _نه- نه، تر هغو به يې يونسم څو مې د خپل زوى قاتل نه وي پيدا کړی، هله ژر کړئ، ووايئ، ووايئ! زما زوى چا ژوندی په اور کې سيزلی... زه به دخپل زوى قاتل ژوندی پرې نه ږدم... د روغتون کارکوونکي په ډېره ارامه لهجه ورته وويل: _ کاکا ستاسو زوى چې موږ ته راورسول شو، نو په هغه وخت کې يو څه ښه و او خبرې يې کولې. موږ ورنه د سوځېدو د علت پوښتنه وکړه : هغه راته په ځواب کې وويل: غوا مې د غره لمنې ته د څر لپاره بېولې وه، هغه رانه هلته چا پټه کړه، د پلار له وېرې کور ته نه شوم تللی، ځکه پلار مې ډېر غوسه ناک سړی دی، بله چاره مې نه لرله، له مجبورې ورځې مې ځان ته اور واچاوه، څو د پلار له سختې غوسې نه د تل لپاره ځان خلاص کړمw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:57 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د ډسمبر ۲۶مه نېټه، د زلزلې ورځ | ||||
w اداره د ډسمبر ۲۶مه نېټه، د زلزلې ورځ دويمه برخه [د نړۍ په كچه يوه ستره غميزه] ”د دې ليكنې يوه برخه د هوسۍ په تېره ګڼه كې خپره شوه، چې زياتو دوستانو خوښه كړه، دا دى پر دې موضوع نويو موندنو او د قرباني شويو انسانانو شمېرو ته په پام سره نور څه هم ليكو او د دوستانو مخې ته يې ږدو“ په درناوي د هوسۍ اداره څونامي: څونامي (Tsunami) جاپانى تورى دى، چې د سمندري زلزلې Seismic SEA WAVE مانا وركوي. هغه سترې سمندري څپې چې كله- كله په جاپان يا نورو ساحلي سيمو كې ليدل كېدې، په ځانګړې توګه په ستر سمندر كې. اوسنۍ زلزله هم د سمندر په تل كې رامنځته شوه، چې دا خروښنده څپې په لس متره لوړوالي سره پر كورونو واوښتې او زيات خلك يې، چې په دوى كې يو په درېيم ماشومان وو، تر ستوني تېر كړل. هغه مهال د يوې ۱۳ كلنې هندۍ نجلې ژغورل كېدل خلكو ته حيرانوونكي وو، دوې شپې او ورځې يې پر اوبو باندې پر يوې دړې تېرې كړې وې او ډېره وېرېدلې هم وه، دا نجلۍ له ۷۷ نورو كسانو سره يوځاى وركه وه، چې خلك يې د برخليك په اړه ناخبره وو. دغه راز يوه ۶ كلن ټايواني هلك هم له خپل مور و پلار سره د رخصتۍ تېرولو لپاره د ټايلېنډ ساحلونو ته سفر كړى و، چې هغه هم د ناريال ونې ته د ختو له كبله ژوندى پاتې شو. په دې پېښه كې تر۱۰۰ زرو زيات ماشومان يتيمان شول، چې په جنوب او د اسيا په جنوب شرق كې اوسي. په ټوليزه توګه په تېره لسيزه كې پنځه سوه مليونه كسان د طبيعي پېښو له كبله زيانمن شوي دي، دا د ملګرو ملتونو شمېرنه ده، چې د تېرې لسيزې په پرتله- په سلو كې ۶۰ زياتوالى ښيي. د ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۳م كلونو په منځ كې ۴۷۸ زره كسان د زلزلې، سېل او توپانونو له كبله وژل شوي، چې په پرمختيايي هېوادونو كې د قربانيانو دا شمېره ډېره اوچته ده. دا په تېرو څلوېښتو كلونو او له ۱۹۰۰ ميلادي كال راهيسې څلورمه، خو بېساره زلزله ګڼل شوې ده. د اندونيزيا د روغتيا وزير ويلي چې د قانوني دليلونو له مخې نه شي كولاى چې ورك شوي كسان په مړو كې وشمېري او دا كار به يو كال وځنډوي. د الاسكا زلزله ۱۹۶۴ چې په3/9، د شيلي زلزله ۱۹۶۰ په 4/9 او د الاسكا بله زلزله ۱۹۵۷ په 1/9 لويوالي سره په نړۍ كې د سترو زلزلو په كتار كې ثبت شوې دي. د جوماتونو نه ورانېدل، يوه ستره معجزه: د اندونيزيا ځينو خبري څانګو د داسې كسانو انځورونه خپاره كړل، چې په جوماتونو كې د اوسېدو له كبله ژوندي پاتې وو او هېڅ زيان نه و وراوښتى. د اندونيزيا د ”انتاراى“ رسمي خبري اژانس دوو خبريالانو د يوې ځپل شوې سيمې ”ملابو“ د روغو پاتو شويو جوماتونو انځورونه خپاره كړل، چې هلته د پوليسو استوګنځى كورونه او نور مركزونه بېخي وران شوي وو، دا جوماتونه په تورو تيارو او كنډوالو كې د سپينو ټپلو (لكو) په شان تك سپين ښكاري، چې د ورانيو په منځ كې ځلېږي. په «پـاسـي لــهـــوك» ساحلي سيمه كې چې د ”سيګلي“ ښار په 20 كيلومترۍ كې پروت دى، دوه جوماتونه رك روغ پاتې دي، حال دا چې شا و خوا يې ټول ځايونه وران شوي دي، دغه جومات ته د سيمې سلو تنو اوسېدونكو پناه وړې وه، چې ژوند يې وژغورل شو. دغه راز د فرانسې خبري اژانس هم خبر وركړ، چې په ”كاجو“ نومي كلي كې ټول كورونه وران ويجاړ شوي، خو په دې كلي كې يو ستر جومات هغسې روغ ولاړ دى، حال دا چې اوبه د جومات تر ودانۍ پورې رسېدلې وې، خو ان د جومات زينو ته يوه وړه څپه هم نه وه ورختلې او هېڅ زيان يې نه دى وراړولى. دغه راز د اندونيزيا د سلګونو انسانانو ژوندي پاتې كېدل هم انځوروي، چې دغو جوماتونو ته د پناه وړلو له كبله روغ پاتې دي. د اسيا په جغرافيايي نقشه كې بدلون: دغې زلزلې د اسا په جغرافيايي نقشه كې هم بدلون راوستلى دى. امريكايي كارپوهانو اعلان وكړ، چې څونامي د سيمې ټولې جزيرې په سختۍ سره وښورولې چې په دې توګه يې د اسيا نقشه بېخي بدله كړې ده. كين هوډنوټ د امريكا د زولوژۍ د موسسې كارپوه په دې باب وليكل: ”دغه زلزله په ۹درجې قدرت سره د سوماترا جزيرو د جنوب شرق په ۲۵۰ كليومترۍ كې پېښه شوه، چې ټوله ځمكه يې د محور پر شا و خوا وڅرخوله او په دې سيمه كې يې نورې وړې جزيرې ځاى پرځاى كړې، چې د دې سيمې په نقشه كې يې ۲۰ متره د جنوب غرب پر لوري بدلون راوستلى دى او تر سمندر لاندې يې ځمكه ۳۰ متره بېځايه كړې ده. ويل كېږي چې د څپو سرعت د جټ الوتكې له سرعت سره برابر و. نو دا به وروسته څرګنده شي، چې دا بدلون به د ځمكې پر حركاتو او طبيعت څومره اغېز كوي. د قربانيانو وضعه: زيات مړي پېژندل شوي، خو زيات نور لا هماغسې پاتې دي، چې تر دې مهاله يې د پېژندنې كار بشپړ شوى نه دى. ”څونامي د هند د اقيانوس د هېوادونو لکه سريلانکا، بنګله دېش، ټايلېنډ، برما، ماليزيا، اندونيزيا... ساحلي سيمې داسې يو په بل پسې په خپلو څپو کې راغوټه کړې، چي د بشر د طبيعي پېښو په تاريخ کې يې سارى نه و ليدل شوی. دا پېښه د يوې وحشتناکې طبيعي پېښې په توګه ثبت شوه. دې سمندري زلزلې او د اوبو قهر تر دوو لکو او شلو زرو زيات انسانان ووژل [بايد يادونه وشي، چې د دې ليكنې تر مهاله د مړو شمېره همدومره ده، كېدى شي زياتوالى په كې راشي] تر نيم مليون زيات يې تپيان کړل او په مليونونو نور يې بېکوره، آواره او بې اوره کړل. په اوبو کې يې بې اوبو او چولاوه کړل او په داسې يوې طبيعي بلا او آفت کې يې اخته کړل، چې ټوله سرکښه انسانان ورته هېښ پېښ پاتې شول!“ خو دې زلزلې په ټوليزه توګه د سريلانكا، هندوستان ، مالديو، ټايلېند، ميانمار، سومالي او ماليزيا په لكونو انسانان ووژل. زياتره قربانيان د همدغو هېوادونو خلك وو، ځكه چې دلته فقر او بېوزلي ډېره ده، نو د دې افت اكثر قربانيان دا بېوزلي خلك دي. «يوميوري»، چې يوه جاپانۍ ورځپاڼه ده- په خپل يوه ګزارش كې يې ليكلي چې د دې زلزلې كچه د امريكا د هغه اټوم بم يو په پنځمه ځواك درلود، چې پر هيروشيما يې وكاراوه. د دې بم قدرت په هر متر مربع كې ۳۵ ټنه و. رښتيا هم چې هغه بم او اوسنۍ زلزلې پر چا توپير ونه كړ، دومره بېګناه ماشومان، ښځې او نارينه يې ووژل چې تر كلونو كلونو پورې به يې مړي پيدا نه شي. تر دې مهاله د زرګونو انسانانو مړي په سمندر كې ورك دي، چې د موندنې كار يې روان دى. هغه كسان چې ژوندي پاتې دي، د بېوزلۍ ښكار دي، ځكه چې مرستندويې ډلې هرې سيمې ته نه شي ورتلاى، د سريلانكا ولسمشر Chandrika Kumaratunga هم ځپل شوې سيمې له نژدې وليدې او په دې غميزه كې ځپل شويو او كړېدلو خلكو ته يې وويل: ”موږ به مو هر ډول مرسته كوو، چې خپل كورونه بيا جوړ كړئ، دا ځل به خپل كورونه له ساحلونو څخه ليرې جوړ كړئ، تاسو ته به داسې ځمكې دركړل شي، چې د سېل، توپانونو او زلزلو له خطر څخه په امن كې وي”. د نړيوال روغتيايي سازمان په حواله په جنوب او د اسيا په جنوب شرقي سيمه كې تر ۵ مليونو زيات انسانان د سېل د څپو له كبله بې كوره شوي، چې په سلګونو زره انسانان د زهرجنو ناروغيو ښكار دي. زيات ځپل شوي كسان چې ژوندي پاتې دي، د مرستندويو ټولنو مرستو ته په تمه دي، چې څه خواړه وركړي او د خوب لپاره ورته د استوګنځي امكانات برابر كړي. ژوندي پاتې شوي كسان خپلې خاطرې وايي: له دې زلزلې څخه روغ پاتې شوي كسان چې يوه ستره وېره ورباندې تېره شوې او ترخې خاطرې يې په ذهن كې پاتې دي، ځينې يې خپلې كتنې بيانوي. ميلي داسې وايي: ”د هوټل په خونه كې ناست وو، چې ناڅاپه مو وليدل چې د سمندر اوبه مخته وروسته كېږي. يو وخت متوجه شوو، چې لاندېنى پوړ له خلكو سره يوځاى په هوا شو او د هوټل څنګ ته پر منا ولګېد. ما چې دا صحنه په سترګو ليدلې ده، ارام خوب نه لرم، كله چې سترګې پټوم اوبه وينم چې ټول خلك په كې ډوب دي او چيغې وهي، خو وروسته دا چيغې بېرته كرارېږي. كارتاسامي بيا وايي: ”اووه يا اته بجې وې، چې له كورنۍ سره يوځاى ويده وم، ناڅاپه مې احساس كړل چې لمبا وهم، د هندارو د ماتېدو ږغ مې واورېد اوبه مې وليدې چې شا ته مخته كېدې، د كورنۍ ټول غړي مې راويښ كړل له كور څخه ووتو،خو كله چې اتم پوړ ته ورسېدو، اوبه ټول كور پورته كړ، موږ يوازې ليدل چې د ودانۍ ستنې (ستونونه) يو په بل پسې نړېږي“. سيمسون او مېرمن يې د ټايلېنډ په ”رېلي“ نومي ساحل كې ژوند كوي، دى د دې پېښې په باب وايي: ”...اوبه دومره توندې وې چې اته متره لوړوالى يې درلود، موږ په بېړۍ كې ناست وو، زموږ بېړۍ چلوونكى بريالى شو چې ځان وژغوري، خو له موږ سره څلور نورې بېړۍ پربل مخ واوښتې ګرځندويان په كې ناست وو“. ليزا يوه بله ګرځندويه ده، چې وايي: ”په هوټل كې ناسته وم، ناڅاپه يوه ستره څپه هوټل ته راننوتله، ټول پوړونه يې ونيول، يوه شېبه وروسته د اوبو پر سر د انسانانو مړي ليدل كېدل، چې په دې اړه تصور سړى ډېر وېروي“. برنارډ بيا بل ګرځندوى دى، چې له خپلې مېرمنې سره يوځاى د عسل مياشت د تېرولولپاره د ټايلېنډ ”فوكټ“ نومي ځاى ته تللى و، كله چې انګلستان ته ستون شو په ژړا يې د پېښې په باب وويل: ”د ساحل څنګ ته ولاړ وو، لمر ځلېده او هوا هم توده وه، زه تشناب ته لاړم او اليزا مې يوازې پرېښوده، كله چې راستون شوم، د اوبو يوې غټې څپې له ځان سره يووړم، نور مې له خپلې مېرمنې خبر نه يم، چې اوس به چېرې وي؟“. دا وې د ځينو كسانو خاطرې چې له دې پېښې ژوندي وتلي دي، رښتيا هم په دې باب تصور كول هم سړى وېروي. دا څومره ستونزمنه ده چې يو څوك دې په څپو كې راښكېل وي خو خپل ځان به چېرې نه شي ټينګولاى او څپې يې له ځان سره د اوبو تل ته كښته كوي. له څونامي ځپلو سره د افغانستان مرسته: د افغانستان دفاع وزارت اعلان وكړ، چې افغانستان له دغو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره دغو سيمو لكه هند او سريلانكا ته يو دوولس كسيز پلاوى لېږلى، له ځپل شويو كسانو سره مرسته وكړي. چې د ۵۰۰۰ ځپل شويو كسانو لپاره يې ضروري مواد رااخيستي وو. دغه راز افغانانو دغو قربانيانو ته د مرستې په موخه په زرګونو سي. سي وينه هم وركړه، چې ولسمشر كرزي دا اقدام وستايه: ”زه د خپلو ګرانو هېوادوالو دا اقدام ستايم، چې وينه يې وركړه، هيله لرم چې دوى خپل سخاوت ته ادامه وركړي“. ده دغه راز زياته كړه: ”افغان ملت تر دوو لسيزو د زياتو مصيبتونو او ستونزو په ګاللو سره دا درك لري چې د نړۍ مصيب ځپلي خلك له كومو ستونزو سره مخ دي“. د څونامي مخنيوى كېدى شي؟: الماني پوهانو تر سمندر لاندې له زلزلې او څونامي څخه د خبرېدو لپاره د خبرونې يو سيسټم جوړ كړى، چې د الماني دولت په اند د امريكا او جاپان له خوا د جوړو شويو سيسټمونو په څېر پرمختللى دى. دا سيسټم د پوټسدام په څېړنيز انستيتوت كې، د المان د لومړي وزير گرهارد شروډر او د پوهنې وزيرې مېرمن الدګارډ بومان په وړاندې نندارې ته وړاندې شو، چې د كار ډول يې هم تشرېح شو. خو تر دې وړاندې هم ځينو الو او سيسټمونو د زلزلې د پېښېدو خبر وركړى و، خو دا اټكل يې نه و كړى چې څونامي به هم ورسره ملګرې ويw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:56 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
افغانستان او د ايران كلتوري يرغل | ||||
w پوهنمل محمد اسمعيل يون افغانستان او د ايران كلتوري يرغل افغانستان د تاريخ په اوږدو كې د بېلابېلو هېوادونو او مختلفو امپراتوريو تر سياسي، پوځي او كلتوري يرغل لاندې راغلى دى. خو افغانانو په ډېره مېړانه د پرديو سياسي او پوځي يرغلونه پر شا تمبولي دي، خو د كلتوري يرغلونو اغېزې لكه د سياسي او پوځي هغو په شان ژر له منځه نه دي تللي. د كلتوري يرغلونو په جمله كې د عربو، ايران، پاكستان او اوس- اوس د لوېديځې نړۍ د رنګارنګ كلتورونو د ځپلو يادون كولاى شو. د عربو كلتوري تاثيرات د ديني او مذهبي ارزښتونو د دودولو، د پاكستان كلتوري اغېزې د هغوى د سياسي او اقتصادي پرمختګونو او د لوېديځې نړۍ كلتوري اغېزې په افغانستان كې د هغوى د اوسنيو سياسي لېوالتياوو او تخنيكي برلاسۍ له امله رامنځته شوي دي. خو د ايران كلتوري تاثيرات د هغوى د مذهبي، سياسي او ژبنۍ پراختياغوښتنې له سياست سره تړاو لري او په افغانستان كې له پېړيو- پېړيو راهيسې دوام لري. ايراني ليكوالو او د وخت سياستوالو هېڅكله هم په افغانستان كې خپله ژبنۍ لېوالتيا پټه كړې نه ده. ايرانيان افغانستان خپله ژبنۍ او فرهنګي حوزه ګڼي، د فرهنګي او مذهبي اغېز د ساتلو تر سيوري لاندې غواړي د اوږدې مودې لپاره خپلې سياسي ګټې هم خوندي او ترلاسه كړي. له همدې امله له پېړيو راهيسې د ايران د هر وخت حكومتونو هڅه كړې، په افغانستان كې د سياسي لاسوهنې تر څنګ فرهنګي لاسوهنه هم وكړي، له همدې كبله خو په افغانستان كې د كلتوري چارو د ادارو اكثره مسوولين پارسي ژبي او يا هم داسې پښتانه ټاكل شوي وو، چې د دري ژبې تر زيات تاثير لاندې به وو. كله چې د هند په نيمه وچه او د منځنۍ اسيا په بېلابېلو سيمو كې د پارسي ژبې په وړاندې نورې قومي ژبې راوټوكېدې، نو د پارسي ژبې لمن له دې سيمې څخه په ټولېدو شوه او يوازې د فارس (ايران) پر لوري د راټولېدلو په حال كې شوه. په منځنۍ اسيا كې روسي ژبې د پارسي ژبې ځاى ونيو او د هند په نيمه وچه كې لومړى نورو قومي ژبو او بيا وروسته انګرېزي ژبې د پارسي درباري حاكميت ختم كړ. په افغانستان كې د هوتكيانو، احمدشاه بابا، امير شېرعليخان، امير حبيب الله خان او غازي امان الله خان ژبنيو ريفورمونو (سمونونو) د پارسي ژبې پرله پسې درباري حاكميت له سخت ګواښ سره مخ كړ. په سقاوي اړ و دوړ كې ټول ريفورمونه پر شا وتمبول شول، خو د اعليحضرت محمد نادرخان په وخت كې پښتو ژبې ته يو ځل بيا اساسي پام ورواوښت، خو دا سمونونه هم د محمد نادرخان د وژنې له امله ټكني شول، خو د وزير محمد ګل خان مومند په شان د يو شمېر ملتپالو افغانانو په هڅو ژبني ريفورمونه ژوندي وساتل شول. د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د واكمنۍ پر مهال په اساسي قانون كې د پښتو ژبې د ملي حق تثبيت، د افغانستان د ملي هويت د روښانتيا په لار كې يو مهم ګام و، تر هغه وروسته د ولسواكۍ په لسيزه كې هم پښتو ژبې تر يوه بريده وده وكړه. د ۱۳۵۷ل كال تر سياسي بدلون وروسته هم پښتو ژبې وده وكړه او ان د درباري ژبې حيثيت يې خپل كړ. تر دې وخت دمخه ټوله موده كې د ايران حكومت د پښتو ژبې د پرمختګ بهير ته خواشينى و او هڅه يې كوله، چې دا بهير له ځنډ او خنډ سره مخ كړي. د شوروي اتحاد تر پوځي يرغل وروسته په افغانستان كې د پښتو ژبې د ودې بهير ټكنى شو او ژبنى پرمختګ د سياسي حالاتو تر اغېز لاندې راغى. د پښتو ژبې د ودې ګړندى بهير سست شو او پارسي ژبې ته زياته پاملرنه واړول شوه. پښتو د دولت په رسمي خپرونو كې د دويمې او ژباړيزې ژبې پوړۍ ته راټيټه شوه. د شوروي اتحاد پښتون ضد اشخاص او د مشخصو لږكيو د پياوړتيا پاليسۍ- د دې سبب شوه، چې پښتو ژبه او پښتني فرهنګ په زياتو برخو كې وځپل شي. د شوروي اتحاد حكومت، كه څه هم له سياسي پلوه د ايران د مذهبي حكومت مخالف و، خو په ژبنۍ او فرهنګي برخه كې د شوروي اتحاد افغان ضد سياست، عملاً د ايران د هيلو مطابق عمل و. په داسې حال كې چې په كابل كې د روس پلوه حكومت پر فرهنګي او خپرنيو مركزونو او وسايلو واكمنه فضا، د ايران د دوديزې فرهنګي او ژبنۍ پراختياغوښتنې له هيلو سره سمه وه، خو ايران بيا هم پر دې بسنه (اكتفا) ونه كړه، په ايران كې مېشت اته ګوني شيعه ګوندونه چې له مذهبي او ژبني پلوه يې د دوى ايډيالوژي تعقيبوله، په خپلو ټولو امكاناتو يې ښه سمبال كړل او ډېر يې ونازول، ايران مېشتې شيعه مذهبي ډلې دومره زياتې د ايران تر اغېزې لاندې راغلې، چې د ايران مذهبي او سياسي مشران يې خپل مشران ګڼل او د هغوى پر مشرۍ يې وياړ كاوه. دې ډلو كه څه هم جهاد او مذهب خپل شعار ټاكلى و، خو په حقيقت كې قومي او ژبنى عنصر په كې تر بل هر څيز ډېر قوي و. دغو جهادي ډلو په كابل حكومت كې له نورو واكمنو شيعه ډلو سره په پټه او ښكاره داسې اړيكي درلودل، چې په ايران پالنه او ژبپالنه كې يې بيا ګډې هڅې په ښه ډول څرګندېدلې. د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ پر مهال به د ايران اسلامي انقلاب او د ايران نورې مذهبي او سياسي ورځې د همدې شيعه واكمنو ډلو په مرسته په داسې شاندارو مراسمو سره لمانځل كېدې، چې ځينو به دا فكر كاوه، دا د افغانستان مركز كابل نه دى، بلكې د ايران كوم لوى ښار دى. د خميني او د ايران د نورو مشرانو عكسونه به پر موټرونو ځړېدلي وو او په لاريونونو كې به د (الله اكبر، خميني رهبر) غږونه اورېدل كېدل. د ايران حكومت له ژبني او مذهبي پلوه پر ايران مېشتو اته ګونو شيعه ګوندونو سربېره، له پاكستان مېشتي اسلامي جمعيت ګوند سره هم ښه اړيكي درلودل. له جمعيت تنظيم سره د ايران د خوږو اړيكو درلودلو د علت مركزي ټكى د هغوى ژبنۍ او فرهنګي لېوالتيا وه. د استاد رباني اسلامي جمعيت تنظيم د خپل سياسي ژوندانه په كار او فعاليت كې خپل قومي او ژبني تمايلات تر هر چا زيات ښه ډاګيز كړي وو او د اسلام او جهاد تر چتر لاندې يې دا بله ستراتيژي هم پرمخ وړله. د ايران او اسلامي جمعيت ترمنځ رښتيني اړيكي دومره ټينګ وو، چې يو وخت د جمعيت تنظيم مشر پروفيسور برهان الدين رباني له ايران سره د ګډې فرهنګي همكارۍ او ستراتيژۍ تړون هم لاسليك كړ. ايران او افغانستان يې دومره هم فرهنګه او يوژبي هېواونه وګڼل. خو پر كابل باندې د استاد برهان الدين رباني د نيمواكې واكمنۍ پر مهال په كابل حكومت كې د ايران پلوې اصلي ډلې- يانې وحدت ګوند له غوښتنې سره سم- د مناسبې ونډې د نشتوالي له امله د استاد رباني له ادارې سره له سياسي پلوه د ايران د حكومت اړيكي ترينګلي وو، دغه راز دا مهال كابل د تنظيمي جګړو ډګر و او د ايران د فرهنګي فعاليت لپاره چندان زمينه برابره نه وه، خو بيا هم د كابل يوشمېر خپرونو ايراني بڼه خپلوله. همدا مهال يو شمېر فرهنګي او علمي مركزونه له ايران څخه د مرستې په نامه په لسګونو زره عنوانه كتابونه راغلل او په علمي مركزونو او د هغوى په كتابتونونو كې ځاى پرځاى شول. خو كله چې د طالبانو د تحريك د زور له امله د استاد رباني د تنظيم واك له كابل او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ټول او يوازې د هېواد په يو نيم ګوټ كې راټول شو، نو د ايران حكومت بيا د استاد رباني د سمبوليك او تمثيلي حكومت هر ډول سياسي، اقتصادي او تبليغاتي ملاتړ ته راودانګل. دا وخت د ايران اكثرو راډيوګانو، ټلويزيوني او چاپي خپرونو د استاد رباني د تمثيلي حكومت تاييدونه او د طالبانو د نظام غندنه خپله اصلي موخه كړه، ان تر دې بريده چې د استاد رباني د شړل شوي حكومت ټول نشرات يوې سلنې ته هم نه رسېدل، د ايران خپرونو دا وخت دومره سپين سترګي كوله، چې د نړۍ هېڅ هېواد به په بل هېواد كې د كوم خپل خوښي تنظيم يا حكومت لپاره نه وي كړي، كله چې د امريكايي ځواكونو په زور د طالبانو نظام ړنګ شو، نو ايران ته ډېره ښه زمينه په لاس ورغله، چې هم له طالبانو څخه خپل سياسي غچ واخلي او هم په افغانستان كې خپل ژبنى او فرهنګي پلان عملي كړي. پاكستان دا وخت په افغانستان كې د سياسي لوبې يو بايلونكى هېواد ګڼل كېده، سعودي عربستان هم له سياسي ډګر څخه ليرې شوى و. د امريكا متحدو ايالتونو هم خپلو سياسي هدفونو ته ترجېح وركوله، د منځنۍ اسيا هېوادونه اكثره له ايران سره موافق وو او كه ځينې بيا موافق نه وو، نو مخالف هم نه وو. امريكايانو هم نه غوښتل د ايران د فرهنګي نفوذ د پراختيا د مخنيوي لپاره خپله انرژي مصرف كړي. دا ټول لاملونه د دې سبب شول چې ايران ته طلايي چانس په ګوتو ورشي او هغوى د خپلې اوږدې او لنډې مودې فرهنګي پلانونه عملي كړي. د ايران د كلتوري اغېز لپاره بل طلايي چانس دا و، چې اكثره كلتوري وزارتونه لكه د بهرنيو چارو، لوړو زده كړو او اطلاعاتو او كلتور وزارتونه د ايران پلويو اشخاصو په لاسونو كې پرېوتل، په كابل كې د ايران سفارت فعلاً د افغانستان له اطلاعاتو او كلتور وزارت سره په لسګونو بېلابېل قراردادونه لاسليك كړل، چې هر يوه يې په افغانستان كې د ايراني كلتور او ژبې پراختيا ته لار اواروله، د ايران په سفارت كې څو ځله داسې خاصې غونډې او مېلمستياوې برابرې شوې او په هغو كې هغه ډول اشخاصو ته بلنه وركړل شوې وه چې د ايرانپالنې روحيه يې لرله. تر دې وروسته په ښكاره ډول د افغانستان پر ملي ټرمينالوژۍ د ايرانۍ ټرمينالوژۍ يرغل پيل شو او ګڼ شمېر پارسي ژبې- افغاني خپرونې ترې ډكې شوې، ان تر دې چې دولتي او رسمي خپرونې د ايران ټرمينالوژۍ د تبليغ او ترويج اصلي وسيلې وګرځېدې. يوشمېر خپرونې د ايراني خپرونو په شكل، سليقه او ډيزاين چاپ شوې، علمي او كلتوري مركزونو ته هم د ايران پالنې او ايرانۍ ټرمينالوژۍ لمن خپره شوه. ايران د افغانستان پر علمي مركزونو دومره واكمن شو، چې ان د لوړو زده كړو لپاره د كانكور د ازموينې پاڼې هم په ايران كې چاپ شوې او د كتنې لپاره بيا هم ايران ته واستول شوې. دا د افغانستان د لوړو زده كړو د تاريخ په ټول بهير كې تر ټولو بدرنګه پېښه ده، چې افغانستان ورسره په تېر كې هېڅكله هم نه و مخامخ شوى. د افغانستان په پوهنتونونو كې ايراني ټرمينالوژي دود شوې، له دې كار سره تر ټولو لومړى په خپله د لوړو زده كړو او اطلاعاتو او كلتور وزارت- اول لاس چارواكو مرسته كوله او ورته لېوال وو، ايراني ټرمينالوژي نه يوازې په علمي مركزونو كې خپره شوه، بلكې پوځي مركزونو ته يې هم لار وكړه. يو شمېر ايراني پلويو اشخاصو هڅه پيل كړه، چې عسكري اصطلاحات چې د امير شېرعليخان له وخته بيا تر دې مهاله په پښتو وو، له منځه يوسي او پرځاى يې ايراني عسكري اصطلاحات دود كړي. ايراني اصطلاحاتو په چاپي خپرونو كې د ځاى نيونې تر څنګ ټلويزيون او راډيويي خپرونو ته هم لار وكړه، كابل ټلويزيون او ځينې نورې ټلويزيوني خپرونې اكثره ايراني فلمونه او يا هم په ايران كې ژباړل شوي او دوبله شوي فلمونه خپرول او خپروي يې. سړى دا فكر نه شي كولاى چې دا د افغانستان ټلويزيون خپرونې دي؟ يانې كله چې سړى په كابل كې- په مجموعي ډول پارسي خپرونې لولي او ګوري، نو سړى ته له ورايه ايران تداعي كېږي او فكر كوي، چې د ايران په كوم لوى ښار كې اوسي. كه چېرې د ايران فرهنګي يرغل همداسې دوام ومومي او د مخنيوي لپاره يې اساسي ګامونه پورته نه شي، نو ليرې نه ده چې د افغان ملت ملي هويت به هم د ايران د فرهنګي يرغل په خم كې دل او حل شي¡ | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:54 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
شهيد سردار محمد داود خان او د چنګاښ د ۲۶مې نېټې پاڅون | ||||
w ليكوال: ډيپلوم انجنير كريم عطايي، سويسزرلېنډ wژباړن: اميرجان وحيد احمدزى، كابل شهيد سردار محمد داود خان او د چنګاښ د ۲۶مې نېټې پاڅون لومړۍ برخه سريزه: د يوه پوه په وينا: هر لوستى نه شي كولاى چې ليكوال وي او هر ليكوال نه شي كولاى چې تاريخ كښونكى وي. پر دې بنسټ د ملګرو له زيات ټينګار سره سره ما دا جرئت ونه شو كولاى چې د جمهوريت په دوره كې د خپلو سترګو ليدلى حال چې له بده مرغه تر پنځو كلونو يې ډېر دوام ونه كړ، دكاغذ پرمخ وليكم. د غويي كرغېړنې كودتا زه تر رواني فشار لاندې راوستلم، چې د ليكلو او سوچ كولو هر ډول او ځواك يې زما څخه اخيستى و. د وخت په تېرېدو سره يو د چې وخت د ژوند د ستونزو اواروونكى دى بل دا چې د غويي د اوومې نېټې تر اوسه پورې، هوكې تر اوسه چا به د ليكلو واك درلود، يا نه درلود، نه، په خپله اراده يې د داستانونو په ليكلو پيل وكړ، كه چېرې دا داستان ليكونكي د خلق او پرچم ډلو غړي او منسوبين دي، نو هڅه يې كړې، چې په يوه نه يو ډول خپل ځان ته برائت وركړي او په وار وار سره وايي چې موږ دا ډول نه غوښتل. نو پوښتنه دا ده چې دوى څه غوښتل؟ هغوى دغې پوښتنې ته ځواب نه لري او كه چېرې ځواب هم ولري، نو هغه هم د دوى تېرايستونكې خبرې دي، چې وايي موږ غوړېدلى او زرغون افغانستان غوښته، د دوى د ودانۍ او زرغونۍ بېلګه يوه هم د شوروي اتحاد جمهوريتونه وو، چې په خپل ۷۰ كلن مطلقه نظام سره ونه توانېدل چې لږ تر لږه د خپلو خلكو ګېډې په سپوره ډوډۍ ورمړې كړي. نو ايا كېدى شي چې همدومره په ساده ژبه چې وايي موږ داسې نه غوښتل برائت ترلاسه كړي؟ حال دا چې دوه مليونه افغانان ووژل شول او هېواد په كنډوالو بدل شو. د كمونيسټانو اود هغوى د پلويانو ويناوې د پخوا په څېر بېباوره دي، هغوى چې څه ويل په خپله يې ورباندې باور نه درلود، او نن ورځ وينو چې د هغوى ګڼ شمېر د دوى د مشرانو په ګډون د هغوى په وينا د استثمارګرانو يا امپرياليزم غېږې ته پناه يووړه او بيا هم د هغوى په خپله وينا په چاپلوسۍ كې خپل ژوند تېروي. افغانستان د تاريخ په اوږدو كې ډېرې لوړې او ژورې ګاللي او زه بشپړ باور لرم چې زموږ مېړنى ملت د تاريخ دغه تيارې ورځې هم زغمي او يوه ورځ ښايي دغه د هېواد او ولس دښمنان يوې ملي محكمې ته د خپلو كړنو د ځواب لپاره حاضركړاى شي. ځينې كسان شته چې هغوى د چنګاښ ۲۶ مې نېټې په پاڅون كې لاس درلود او هڅه يې كړې چې په خپلو ليكنو كې ځانونه د دې پاڅون سرلاري وښيي. د هغوى په وينا كه سردار داود خان د دوى لارښوونو ته غوږ نيولى واى، نو جمهوريت له ړنګېدو څخه ژغورل كېده، نو مسوول په خپله داودخان دى، خو هغوى چې په خپله د واك تر وروستيو ورځو پورې نازېدل، له هر ډول مسووليت څخه ځان ګوښه كوي. دغو دليلونو زه دېته وهڅولم، چې له يوې خوا ټوله هغه ليكنې چې بېلابېلو روڼاندو پر جمهوريت او يا هم د محمد داودخان پر شخصيت ليكلي، له څو ليكنو سره مې په خپله راټولې كړم او د دې تر څنګ هغه حقايق او كړنې چې په خپله له هغو سره مخ شوى يم وليكم او په پام كې نه لرم چې دغه اثر خپور او له خپلو دوستانو پرته د بل چا په واك كې يې هم وركړم. زه خپله د ۱۳۵۲ل كال د چنګاښ له ۲۶مې نېټې څخه د جمهوري دولت د ړنګېدو تر وروستيو شېبو پورې د دولت همكار وم او هغه څه چې په دې ليكنه كې لولئ، بايد د دې ګواه وي چې جمهوري دولت او د هغه بنسټ ايښودونكى ارواښاد محمد داود خان يوازې يو نظر درلود، هغه دا چې هغه د افغانستان ښېرازي او سرلوړي غوښته اوبس! خو زما ليكنې په بېلابېلو وختونو كې د بېلابېلو موخو لپاره ليكل شوي، ځينې مطالب په يو دوو ليكنو كې په تكرار سره راوړل شوي، چې هيله ده لوستونكي يې ښكلى تكرار وګڼي. لكه په پورتنيو جملو كې چې يادونه وشوه، په پام كې وه چې دغه اثر يوازې دوستانو ته د لوستلو لپاره وركړم، خو ډېرو ملګرو چې نېك نظر لري، د ليكنو د ټولګې زياته ستاينه وكړه او بيا- بيا يې ټينګار درلود، چې دغه كتاب ټولو مينه والو ته د لوستلو لپاره وركړم، له دې كبله مې هغه دويم ځلي چاپ كړ، چې د دې لپاره د ملګرو له هڅونې او ستاينې يوه نړۍ مننه. د جمهوريت د بنسټ ايښودونكي ارواښاد داودخان د شخصيت په باب: په ټولو هېوادونو كې چارواكي له استثنا پرته د خپلو هېوادونو تاريخ جوړوونكي دي، كه چېرې د خپل هېواد تاريخ ته ځير شو، نو وينو چې د پېړيو په اوږدو كې داسې كسان راڅرګند شوي، چې هېواد يې له تيارې څخه د رڼايي لوري ته بېولى، خو له بده مرغه چې زموږ ملي شخصيتونه د ګوتو په شمېر دي او زموږ د ملي ناورين لامل همدغه د زعيم نشتوالى دى، چې ورسره لاس و ګرېوان يو. سياسي، نړيوال او سيمه ييز لاملونه هم په دې كې بې اغېزې نه دي او زموږ ګاونډيان چې زموږ په بدمرغۍ كې خپله نېكمرغي ويني، نو د دې لپاره زموږ خپل زموږ په وړاندې د نانځكو په څېر لوبوي او استعمالوي يې، موږ هم دېته پرېښي چې استعمال مو كړي. په دې كې شك نه شته چې د افغانستان په څېر برخليك لرونكي هېوادونه د پېچلو لاملونو پيرو دي، خو يو زعيم كولاى شي چې دغه لاملونه په يو نه، يو ډول د خپلو ملي ګټو لوري ته ورسم كړي. د دغه وړ كسانو بېلګې ډېرې ليرې نه دي، تېرې شوي لكه جمال ناصر او نهرو چې د څراغ په څېر روښانه نومونه دي. ارواښاد محمد داود خان هم يو له هغو مشرانو څخه و، چې د غير متعهدو هېوادونو په زمانه كې د دغه وړ كسانو په ليكه كې يې ځاى درلود. هغه كولاى شول افغانستان د ختيځ او لوېديځ د سياست په سيالۍ كې له انزوا څخه د پرمختيا پر لوري وخوځوي او افغانستان د نړۍ د خپلواكو هېوادونو په ليكه كې يې تثبيت كړي. هغه د ملي ګټو پلوى و، د خپل هېواد د پرمختيا لپاره يې ژوند كاوه، له خپل هېواد سره يې ډېره مينه لرله، د يوې سپېڅلې عقيدې څښتن و، چې پر خپل خداى يې عقيده لرله. هغه ارواښاد شهيد د ۱۳۵۵ل كال د اساسي قانون په لويه جرګه كې د جمهوري دولت د قانون تر تصويب وروسته د خپلې لور او د هغې د خاوند د يوه ليك په ځواب كې داسې ليكي: ”...د ګران افغانستان د لومړني جمهوريت د اساسي قانون د تصويب او د هېواد د خدمتګار په توګه ستاسو د دعاګوى پلار د ټاكنې له كبله، د زړه له كومې ستاسو د مباركۍ مننه كوم، له لوى څښتن څخه غواړم چې دا قانون ستاسو د ښېرازۍ او د هېواد د سرلوړۍ لامل شي او د خپل ځان په برخه كې د ګران افغانستان لپاره د رښتيني خدمتګار دعا كوم. بيا هم د بېنيازه څښتن له دربار څخه د زړه له كومې غوښتنه كوم چې ما ته د دې وس او توان راكړي او لارښوونه راته وكړي، چې دغه ډېر دروند مسووليت چې نجيب افغان ملت يې پر ما د ترسره كولو او پوره كولو باور وكړ او ما ته يې راوسپاره، په بشپړ شرافت او ايماندارۍ سره يې تر خپله وسه ترسره كړم، دغه راز د دې دورې په پاى كې دغه لوى امانت په بشپړ بري او شرافت سره د ملت په اراده خپل ځايناستي ته په سمه توګه وروسپارم“. ارواښاد داودخان د يوه بهرني سفر پر مهال په يوه بل ليك كې يوه زوى ته دغه جملې ليكلې دي: ”...د خداى په اراده بله ورځ هندوستان، بيا پاكستان او تر هغه وروسته خپل بېوزله، خو ډېر ګران هېواد ته درستنېږم. د دغه ټول سفر په اوږدو كې له بېنياز او توانا خداى څخه زما غوښتنه دا وه او ښايي تل همدا وي، چې يوه ورځ د خپل هېواد له اولادونو سره يوځاى يو پرمختللى، ودان او سرلوړى افغانستان ووينم“. د ارواښاد داود خان د شخصيت په اړه د نورو نظرونه: ډاكټر سيد مخدوم رهين په ۱۳۷۷ل كال د چنګاښ د ۲۶مې كاليزې په مناسبت د ارواښاد محمد داودخان په اړه خپل نظر داسې څرګند كړ: ”كه چېرې له شخصي مينې او كينې پرته په ناپېيلي ډول د هر هېواد د لويو شخصيتونو كارنامې تشرېح او وشنل شي، نو دا د تاريخي حقايقو د روښانولو او د هغو نسلونو د پوهې لامل گرځي، چې د تقدير په امر او خوښه په راتلونكو پېړيو كې ژوند كوي. زموږ خپرېدونكې خپرونې ځينې مهال د ځينو كسانو په اړه داسې له مينې او يا كركې ډك چلند كوي، چې نه يوازې د حقايقو بڼه پيكه كوي، بلكې دغه وړ ليكنې په جريدو، مجلو، راډيوګانو، ټلويزيونونو او نورو خپرونو كې هم برعكس اغېز پرېباسي، داسې اغېز چې د رسنيو د چلوونكو موخه او غوښتنه نه وي. په دغو بدمرغو كلونو كې چې د افغانانو د بېلوالي لامل شول، د افغانستان د دښمنانو پراخ امكانات په كار وړل، د شخصيتونو هر ډول افراطي غندنه او ستاينه يوازې د خپرونو په ځينو مخونو او يا د راډيو په څو دقيقو پورې نه محدودېږي، بلكې په پايله كې يې په ټولنه او د خلكو په منځ كې رامنځته شوې ورانۍ او وينه بهونه د تل لپاره د تاريخ په پاڼه كې پاتېږي. د چنګاښ ۲۶مه موږ ته د ارواښاد داودخان كودتا، په ټولنه كې د هغې اغېزې او وروستۍ پېښې رايادوي، بايد ووايو چې كودتا واك ته رسېدو لپاره مشروع لار او وسيله نه ده، خو د ډيموكراسۍ د لسيزې د وروستيو كلونو ګډوډي، د وضعې ترينګلتيا او د چارو بېنظمي د كودتا د ترسره كېدو زنګ نه و، يا يې دېته لار نه اواروله؟ ايا كه چېرې دغه كودتا د ملي روحيې لرونكي داودخان پرځاى د يو بل چا له خوا ترسره كېدلاى، نو همداسې پېښه يانې د وينو له بهولو پرته به ترسره شوې وه؟“. بايد د ډيموكراسۍ د لسيزې اساسي قانون ته لنډه كتنه وكړو، دغه اساسي قانون چې د ډيموكراسۍ د تامين او په ټولو چارو كې د خلكود ګډون له پلوه د هېواد او سيمې په تاريخ كې بېسارى و، په دې قانون كې يو- دوې داسې مادې وې، چې له عقدې پرته يې بله مانا نه لرله، د دې قانون ۲۳مې مادې ارواښاد محمد داودخان له ټولو هغو حقه حقونو څخه محروم كړى و، چې درلودونكى يې و. ايا له داود خان سره دغه قانوني سيالي چې د پاچا له نوي نظم سره يې توافق درلود، د نظام په وړاندې د دې غښتلي انسان د قهر راپارونې لامل نه كېده، سره له دې چې دغه دستګاه په تدريجي ډول دومره بېواكه او بېځواكه شوه، چې د كابل په واټونو كې به يې د زده كوونكو او د پوهنتون د محصلينو د پرځاى او بېځايه لاريونونو مخنيوى كاوه. ارواښاد داود خان هغه څوك و، چې هم يې ښېګڼې لرلې او هم تېروتنې، چې د هغه په اړه د څه ويلو پرمهال ښايي دواړه يادې شي. هغه د خپل صدارت پر مهال په انزوا كې واقع هېواد يوځل بيا د سيمې او نړۍ په كچه مطرح كړ، هغه د ډېرو هڅو او هغې مينې له امله چې د هېواد له پرمختيا سره يې لرله، د هېواد لپاره يو پنځه كلن پلان ترتيب كړ. ارواښاد محمد داودخان د خپل جمهوري رياست پر مهال د خپلې تېرې دورې په پرتله څو برابره واقع بين شوى و، دغه غښتلي انسان تر خپله وسه ډېر كار كاوه. هغه د ځان خوښي، ښادي، نېكمرغي او هرڅه، په كار كولو كې لټول. هغه هېڅ ډول تفرېح نه خوښوله، تر دې چې د ښو خوړو او ښو جامو مينه يې هم نه لرله، كله چې د وزيرانو په مجلس كې پرېكړه وشوه، چې په دولتي ادارو كې دې په اوونۍ كې يوازې درې ځله غوښه پخېږي، ارواښاد داودخان تر ټولو لومړى ځان د دولت د نورو مامورينو په څېر ګاڼه او تر دې پرېكړې وروسته د جمهوري رياست په ماڼۍ كې په اوونۍ كې يوازې درې ځلې غوښه پخېدله. په ډاډ سره ويلاى شم، چې هېڅ وخت يې په هېڅ ډول فساد كې لاس نه دى لرلى، هغه يو پاك لاسى او پاك لمنى انسان و. داودخان له خپل هېواد او خلكو سره ډېره مينه لرله او د هېواد ملي او فرهنګي لوړتابه يې ارمان و، هغه د ملي غرور لرونكى او د هېواد وياړ و. له برژنيف سره د ليدنې پر مهال، د برژنيف د دې خبرې او نيوكې پر مهال چې ويې ويل د هېواد شمال ته امريكا لاس غزولى او يا په كابل پوهنتون كې د لوېديځ نفوذ زيات شو، ډېر په توندۍ، غرور او هسك سر ځواب وركړ: ”...د غلامۍ تر ژونده د سرلوړۍ مرګ غوره ګڼم“. د ارواښاد داودخان وراره او د كابل پوهنتون استاد عزيز نعيم د غويي د اوومې له بدمرغه نېټې څو ورځې وړاندې له ارواښاد محمد داود خان سره ليدنه لرله، چې د هغې مركې لوستل د داودخان د افكارو او شخصيت ځلونې يوه ښه بېلګه ده. ښاغلي عزيز نعيم د مجاهد ولس د ۱۳۷۶ل كال له ۲۳۱ مې ګڼې سره په مركه كې وايي: ”ارواښاد محمد داود خان يو رښتينى مسلمان او د پاكې عقيدې څښتن و. په (۱۹۶۳_۱۹۷۳ميلادي) كلونو كې ببرك كارمل او نور محمد تره كي له بېلابېلو لارو څخه له محمد داودخان سره د ليدلو هيله لرله، تر څوځلي غوښتنو وروسته تره كي ته د ليدنې وخت وركړل شو، لكه څنګه چې هغه ارواښاد دغه ليكوال ته كيسه كړې وه، تره كي پر دين نيوكې لرلې او هغه يې د ټولنې د وروسته پاتېوالي لامل ګاڼه. د تره كي د دغو خبرو پر مهال ارواښاد داود خان، له ځنډ پرته تره كي ته په تونده لهجه ورغبرګه كړه: ”كه چېرې په نړۍ كې هېڅ مسلمان هم پاتې نه شي، نو ښايي زه به وروستى او يوازېنى مسلمان يم“. د هغه ارواښاد له شهادت يوه مياشت دمخه چې ما په لندن كې د افغانستان سفارت- د لومړي سكرټر په توګه دنده لرله او د يو لړ لارښوونو د ترلاسه كولو لپاره كابل ته تللى وم، د نورو خبرو تر څنګ مې ارواښاد ولسمشر ته دا هم وويل: ”اوس د دې وخت دى چې په اوونۍ يا دوو اوونيو كې يوه ورځ، د مخالفينو په ګډون د بېلابېلو طبقو له خلكو سره د ليدنې لپاره ځانګړې كړې“. هغه ارواښاد ځواب راكړ: ”دغه هيله ښايي وپالم“ او زياته يې كړه چې دا زما د زړه هيله او غوښتنه ده، خو د كار زياتوالى او بوختيا په دې برخه كې خنډ ګرځېدلى. خو ارواښاد جمهور رئيس زياته كړه چې د ببرك كارمل په څېر خلكو او هغه چا سره چې پر تنديو يې سره نښانونه دي، هېڅ وخت ونه ګورم ، دوى د شوروي نوكران دي او په اړه يې بشپړ اسناد په لاس راغلي، او نه به د ليدلو لپاره وخت وركړم. ارواښاد داودخان زياته كړه چې د يوې مياشتې په اوږدو كې به د څېړنو تر بشپړېدو وروسته نوموړي اسناد افغان ولس ته وړاندې كوم، خو تر هغې دمخه هغه جام مات شو او هغه ساقي پاتې نه شو. دغه ليكوال د دغې پوښتنې په ځواب كې چې ايا د ۱۳۵۲ل كال د چنګاښ د ۲۶مې نېټې په پاڅون كې ارواښاد محمد داودخان له كمونيسټانو سره اړيكي لرل او كه څنګه؟ په ۱۹۷۶م كال ليكلي وو، هغه ارواښاد هېڅ وخت د دغسې پټو ائتلافونو پلوى نه و، هغه شمېر كمونيسټي افسران چې د ۱۳۵۲ل كال د چنګاښ د ۲۶مې په پاڅون كې يې لاس درلود، له ارواښاد څخه پټ ساتل شوي وو، د ارواښاد محمد داود خان تېروتنه چې د هغه د ناكامۍ لامل شوه، د هغه د مرستيالانو ناسمه ټاكنه وه. هغه باور درلود، چې هر لوستى او روڼاندى به خامخا د هېواد د پرمختيا غوښتونكى، خواخوږى او ژمن وي او هغه څه چې په خوله وايي په زړه كې به هم همداسې هيلې لري. ښاغلى عزيز نعيم له مجاهد ولس سره د مركې په يوه برخه كې ليكي: ”ويل كېږي چې ارواښاد محمد داودخان مخالف نظرونه منل، دا سمه ده چې تونده لهجه يې لرله او هغه څه يا څوك به چې د ده نه خوښېده، د هغه لامل به يې په ډاګه كاوه، ځانښودنه يې عادت نه و، د لامل په ډاګه كول به ځينې مهال د مقابل لوري د خوابدۍ لامل شو، همدا رنګه سمه ده چې هغه ارواښاد به په بحثونو كې تل خپل نظر څرګنداوه او په ټينګه به يې د هغه ننګه كوله، خو تل يې د مقابل لوري منطق اورېده او مانه، د دې تومنه يې لرله، چې پر هغه اعتراف وكړي. هغه ارواښاد لږ ويل او ډېر اورېدل، همدارنګه د نورو خلكو او خپلو همكارانو په پرتله كه به خپلو تېروتنو ته پام شو، نو هغه يې ژر سمولې او له منځه يې وړلې. هغه څوك چې ارواښاد محمد داودخان د مخالف نظر په اورېدلو تورنوي، په حقيقت كې هغوى په خپله د خپل نظر څرګندولو اخلاقي جرئت نه لري“. د ارواښاد محمد داودخان د مينه والو له ډلې يوه تن يو ويډيويي كسټ ترتيب كړى، چې د ړنګ كابل د څو انځورونو تر څنګ يې دغه خبرې هم لرلې: ”د ۱۳۵۷ل كال د غويي د كودتا، د افغانستان د جمهور رئيس ارواښاد محمد داود خان، د هغه د ورور شهيد محمد نعيم خان او د كورنۍ د ۳۳ تنو له شهادت پوره [شپږ ويشت] كاله كېږي، هو! په دغه توره او بدمرغه ورځ ارواښاد محمد داودخان، د هغه مېرمن، اولادونه، ورېرونه، خورزې ګانې او كوچني لمسيان په ډېره بېرحمۍ د كې. جي. بي په مستقيم لمسون او د برژنيف په امر د كمونيسټو افسرانو په لاس د شوروي اتحاد د دولت د ناروا غوښتنو په وړاندې د مقاومت په پلمه په شهادت ورسول شول او د ارواښاد داودخان او د هغه د درنې كورنۍ وينې يې د جمهوري رياست په ماڼۍ كې وبهولې. تر هغې ورځې راوروسته تر دا ننه پورې هره ورځ او شپه د افغان ولس وينې بهول كېږي، خو د دغه ژور ټپ پر درملنې غور نه كېږي. پوره شپږ ويشت كاله وشول، چې ښي او چپ ګوندونو د كارګري، ماركسيزم، ليننيزم او ځينې مهال د يوشمېر نورو مذهبي او بنسټپالنې تر شعار لاندې يوشمېر كسانو په بېلابېلو نومونو د بېګناه هېوادوالو وينې وبهولې. اه! لكه چې دغه ورانوونكې جګړه پاى نه لري او دغه ښكلې او تاريخي ځمكه د كركې وړ ګرځېدلې ده؟“. كه چېرې له دې تېر شو، چې كومې نړيوالې دسيسې زموږ په هېواد كې د جنګ د ادامې لپاره په كار اچول شوي او تېل لرونكي هېوادونه څه وړ پر دغه اور تېل شيندي. كلونه كېږي، له ځانه دا پوښتنه كوم چې ولې سپېڅلي او دينداره افغانان په دغه شوم برخليك اخته شول؟ او ولې د نړۍ د ګڼو ملتونو له ډلې څخه موږ د دې وړ برخليك لرونكي شوو! ځواب به ونه مومم،تر هغې چې څو شپې وړاندې مې يو خوب وليد، ښايي چې د خوبونو په نړۍ كې مې خپل ځواب موندلى وي. هوكې! بااحساسه لوستونكو، څو شپې دمخه مې يو سر تړلى تابوت په خوب وليد، چې په هغه كې ارواښاد محمد داود ويده و، ناڅاپه مې پام شو چې د هغه د تابوت تر څنګ ناست وم، د بدن پر غړو مې لړزه راغله، ارواښاد محمد داودخان په ستړي او له ګيلې په ډك انداز له ما سره خبرې كولې او په نيولي غږ يې وويل: ”تر هغې چې زه ژوندى وم، يانې تر وروستۍ سلګۍ افغانستان او د هېواد هر وګړى تر خپل ځان او اولادونو راته ګران و. د هېواد هره لوېشت خاوره مې د زړه ټوټه وه! خپلواكي، سرلوړي او د هېواد پرمختيا مې وروستۍ هيله وه. ما د بشري ځانغوښتنې په خاطر نه، بلكې د خپل مېړني ملت او افغانستان د حيثيت د خونديتوب لپاره خپل سر هېڅ وخت د پرديو په وړاندې كه هغه روس، پاكستان، ايران او يا نور هېوادونه وو- ټيټ نه كړ. لكه څنګه چې مې له خپل ولس سره ژمنه كړې وه چې د خپلواكي، ملي ګټو او د افغانستان د پرمختيا په لار كې به خپل سر، ځان، مال او اولاد هم درېغ نه كړم. نو همداسې مې خپله ژمنه بشپړه كړه، خپل ټول شته او اولادونه مې تر افغانستان نذرانه كړل، كنه ما كولاى شول چې له شوروي او لويديځوالو سره د لارې نيولو او معاملې له لارې په افغانستان كې د اوږدو كلونو لپاره واكمني وكړم، خو زما موخه افغان ملت ته چوپړ و، نه د واك ترلاسه كول، دغه راز د افغان بې سالاره او بې سرپرسته ولس او ملي گټو پر سر له پرديو سره معامله. زه شپه و ورځ د هېواد پرمختيا، د ښارونو، لويو لارو د جوړولو، د روغتيايي اسانتياوو د برابرولو، د پوهې د دودولو، د هېواد د سياسي، ټولنيزې او اقتصادي پرمختيا او غوړېدا په هڅه كې وم او د دې لپاره مې پنځه كلن او اووه كلن اقتصادي پلانونه ترتيب كړل. دا هيله مې لرله چې د افغانستان د طبيعي زېرمو له لارې به ملي عوايد او د افغانانو د ژوند كچه لوړه كړم او د هېواد د غازو او تېلو زېرمې به د شورويانو له سياسي او اقتصادي ښكېلاك څخه، چې هغوى په زوره ورباندې خېټې اچولې وې، وژغورم. ما د پوهې پر پرمختيا او د افغاني ځوانانو پر ځواك باور درلود، درنو افغانو مېرمنو ته مې درناوى درلود او د توندلارو عناصرو په وړاندې ټينګ مقاومت وكړ، چې د مذهبي شعارونو په نوم يې د ښځو حقه حقونه او د هغوى پرمختيا نه غوښته او په ځانګړي ډول د پاكستان له لوري هڅول كېدل، په غوڅ ډول مې د افغاني مېرمنو د حقونو ملاتړ وكړ. په پايله كې په ۱۹۵۹م كال افغاني مېرمنې خپلو پخوانيو هيلو ته ورسېدلې. سره له دې چې اعليحضرت امان الله خان د دغې لارې سرلارى و، خو شرايط داسې شول چې هغه بريالى نه شو. خو هغه تدابير چې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال ما په پام كې ونيول، د هغو له بركته مې د پرديو دسيسې شنډې كړې او د نارينه وو تر څنګ مې افغاني مېرمنې هم په بېلابېلو پوهنيزو، فرهنګي، ټولنيزو او ان سياسي ډګرونو كې كار ته راوايستلې او اسانتياوې مې ورته برابرې كړې. كلونه- كلونه زما همدا ارمان و، چې د افغانستان خاوره د پاكستان دولت له سياسي اېل څخه وژغورم. د ايران په وړاندې د افغانستان تاريخي، كلتوري او اقتصادي حقوق خوندي كړم، خپل ولس د روسانو له منګولو وژغورم، خپل وروسته پاتى افغانستان په ودان، هوسا او پوروركوونكي هېواد بدل كړم. زه تل د يوه سرتېري او عسكر، نه د يوه روڼاندي او پوه په توګه د هېواد خدمت ته تيار وم، خو افسوس او سل ځله افسوس چې د هېواد ناخلفه بچيانو له لوري په دې ګناه چې د شوروي د ښكېل مخه مې ډب كړې وه، ووژل شوم، خامخا به له ما څخه هم تېروتنې شوې وي او نيمګړتياوې به مې لرلې، خو د غويي د اوومې د كودتا پر مهال له ما سره پوره واك او ځواك و او ما كولاى شواى چې د ځان د ساتنې لپاره هغه وكاروم، خو ايا ما او زما اولادونو دا ارزښت درلود چې ښايسته كابل دې وران او په زرګونو بېګناه ښاريان دې ووژل شي؟ زه په خپل هغه كار چې كړى مې دى، پښېمان نه يم، خو كاشكې هغوى چې د خلكو د تېرايستلو لپاره د دوستۍ او خدمت چيغې وهي، د نورو د خوښۍ لپاره، هېواد او ولس په دې وړ برخليك نه واى اخته كړي. خپلې ځاني ګټې يې تر ملي ګټو غوره نه واى بللې. شپږويشت كاله كېږي چې له زړه مې وينې بهېږي، هغه وينې چې له درد سره ملګرې دي، خو تر هغه مهاله چې دغه د وينو څاڅكي زما له زړه بهېږي، له بده مرغه په افغانستان كې د وينو بهول، نه بندېږي، ځكه زما وينه د ولس له وينې سره ګډه شوې، زه د خپل ولس له وينې سره د عبادت تر بريده مينه لرم. زه له خپلو هېوادوالو، خويندو او وروڼو څخه هيله لرم چې تر مړينې وروسته د يوه هېوادوال په توګه زما لپاره د دعا لپاره لاسونه لپه او پورته كړي، له هېوادوالو څخه زما ګيله، له يوه ملګري څخه د ملګري او يا له يوه هېوادوال څخه د يوه بل هېوادوال ګيلې ته ورته ده. خاوره مې ولټوئ او قبر مې ومومئ. زما د هغو ملګرو په حق كې دعا وكړئ چې په رښتيا هم د هېواد په لار كې شهيدان شوي دي، چې دغه د بې هدفه وينې تويېدنې او ورانوونكې جګړې بدمرغه ټغر له افغانستان څخه ټول او دغه ظلم مات شي“. دا و خوب، چې ستاسو په وړاندې مې كښېښود. نورې خپلې خبرې د شهيد محمد داود خان، د هغه د درنې كورنۍ او د ټولو شهيدانو ارواو ته په دعا كولو پايته رسوم. د يوه افغان په توګه له ټولو ليكوالو، شاعرانو او كلتورپالو څخه زما هيله دا ده چې نور د ملي اتلانو او مېړنيو لكه شهيد سردار محمد داود خان په برخه كې دې د ناروا تورو له كارولو ډډه وكړي. د يو ځل لپاره دې د هغه چا لپاره له دې كليمو ډډه وكړي، چې له دې نړۍ څخه تللي. ارواښاد محمد داودخان د پرمختيايي پلانونو په چوكاټ كې د هېواد د ودې او په هېواد كې د ښځو د ټولنو پلوى و، هغه په دې باور و چې په هېواد كې له اقتصادي او ټولنيز بدلون پرته سياسي بدلون ناشونى دى، له دې امله يې په ۱۹۶۳م كال پاچا ته يو وړانديز وكړ او د دې لپاره چې دغه وړ بدلون ته لار اواره كړي، د صدارت له دندې لاس پر سر شو. خو له بده مرغه يوشمېر هغو كسانو چې د شاهي دولت له منځه وړل يې غوښتل د پاچا له اعتماد څخه په بدې استفادې سره يې د ۱۹۶۳م كال د اساسي قانون مسوده داسې برابره كړه- چې د ۲۳ مې مادې له مخې يې د محمد داود خان دغه نېكه هيله، له خاورو سره خاورې كړه او هغې ته د رسېدو مخه يې ډب كړه. د ۱۹۶۳م كال په لويه جرګه كې چې د اساسي قانون د تصويب لپاره رابلل شوې وه، پر ۲۳مه ماده د بحث پر مهال چې د تسويد كميسيون د هغې حكم يوازې د پاچا په كورنۍ پورې محدود كړى و، يانې يوازې د هغه د اولادونو او زومانو يادونه په كې شوې وه، د سيد قاسم رښتيا له لوري چې په خپله هم د تسويد د كميسيون غړى و، تر نيوكې لاندې ونيول شو او ويې ويل چې زموږ په چاپېريال كې د كورنۍ مفهوم پراخه ده، نو ځكه ښايي چې د ۲۳مې مادې حكم د پاچا د تره زامن او اوښيګان هم په پام كې ونيسي. په دې ډول دغه حكم د قانون له خپلې اصلي موخې وګرځېد او د ارواښاد محمد داود خان او د هغه د ورور ارواښاد محمد نعيم خان د حقه حقونو د سلب لامل شول. زما په باور پاچا او د هغه دوو وروڼو د دولت په اداري چارو كې يوه ډله ګمارلې وه. چې دوى د نوموړې ډلې وتلى غړي ګڼل كېدل. د دولت په اداره كې هغه مهال توازن او انډول ګډوډ شو، چې دغه ډله يو له بله بېله شوه او ډيموكراسي په هېواد كې پر بله خوا ورسمه شوه. د سيد قاسم رښتيا سياسي خاطرې په څرګند ډول د پاچا او ارواښاد سردار محمد داودخان ترمنځ د زهرو پاشل انځوروي. شهيد ارواښاد محمد داودخان يو هوښيار او دردمن انسان و، هغه په نړيوالو سياسي مسايلو كې ډېر پوه او ورځني سياست ته يې ډېر پام كاوه. ورځنۍ پرمختياوې او بدلونونه يې ډېر په دلچسپۍ سره څارل او په ژوره توګه يې شنل او له نوې ټكنالوژۍ سره يې بې كچه مينه لرله. ارواښاد محمد داودخان د سړك جوړونې، ښارجوړولو او كور جوړولو په چارو كې ځانګړى لوړ ذوق درلود. په فني او مسلكي چارو كې يې د نظر خاوندانو ته پوره درناوى درلود. هغه د خلكو د رايې ازادۍ پلوى و. په ۱۳۵۳لمريز كال د افغانستان راډيو- ټلويزيون يو هنري پلاوى پېښور ته روان و، ولسمشر (جمهور رئيس) چې د ناشناس په اړه يې اورېدلي وو، چې هغه يو شوقي او لوستى ځوان دى، غوښتل يې هغه وويني او دېته يې وهڅوي چې په دې پلاوي كې يې پېښور ته واستوي، له هغوى سره د ليدنې پر مهال يې ورته وويل، ښه ده وروڼو، ښايي تاسو په پېښور كې د خپل اواز له اورېدلو خوښ شئ. ناشناس د خپلې وينا له مخې چې فكر يې كاوه په دې ليدنه كې لږ تر لږه د رياست يو پوست هغه ته وركول كېږي، خوابدى شو (يا دا چې تر كاسې لاندې به نيم كاسه وه) او په دې پلاوي كې يې له تلو څخه انكار وكړ، يوه ورځ وروسته د كار د لارښوونې پر مهال ولسمشر- ډاكټر نوين او ما ته دا يادونه وكړه چې ناشناس نه ځي او تاسو بل څوك وټاكئ. شهيد داودخان چې خپل هېواد او خلك تر خپل ځان هم ورته ښاغلي وو، د هغوى په پېژندنه كې يې د ستاينې وړ مهارت درلود. هغه په هرځاى او سيمه كې د هېواد له لويانو او سپين ږيرو سره له نژدې بلدتيا لرله او د هېواد هره څنډه او سيمه يې له ټولو ځانګړتياوو سره پېژندله. له عامو خلكو سره يې زياته مينه لرله. د چنګاښ د ۲۶مې نېټې تر پاڅون وروسته د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د خلكو پرېكړه ليكونه چې په زرګونو لاسليكونه به ورباندې شوي وو او خلكو په هغو كې د جمهوريت په اړه خپله مينه په ډاګه كړې وه، په مياشتو او اوونيو ترلاسه كېدل. لوى خلك تر بشريت لوړ نه دي او بشر له نيمګړتياوو او تېروتنو تش نه دى. نو دا هيله ښايي بېځايه وي كه ووايم چې داودخان بايد تېروتنه نه واى كړې. د ارواښاد محمد داودخان به چې كله پر چا باور راغى بيا به يې پرې بېباوري نه كوله، هغه پر ”افغان“ او ”افغانستان“ دومره باور درلود، چې هېڅ يې دا تصور نه كاوه چې يو افغان دې خپلې ملي ګټې تر پښو لاندې كړي او د پرديو په چوپړ كې دې هېواد هم وپلوري. ښايي د هغه همدغه نېك نيت و چې د ځان او اولادونو په بيه ورته تمام شو. كه چېرې د ارواښاد داودخان پر شخصي ژوند وغږېږو، نو هغه ډېر لږ وخت خپلو شخصي مسايلو ته ځانګړ كړى و. هغه د تفرېح لپاره هېڅ وخت نه درلود، د ژوند له عصري وسايلو لكه كور، كاليو، خوړو، موټرانو او نورو سره يې هېڅ مينه نه درلوده. له خان، ملك او ټولو هغو كسانو څخه، چې له خپل موقف څخه يې ناوړه ګټه پورته كوله، ډېر بد وړل. همدارنګه هغه كسان چې د دين او مذهب په نوم يې خلك تېر ايستل ډېر له پامه بد وو. شهيد داودخان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه له خور مېرمن زينب سره واده كړى و، اووه اولادونه يې لرل، چې څلور يې لوڼې او درې يې زامن وو. هغه ډېر مهربان پلار و، اولادونه يې هم د ده په څېر د ښو خويونو لرونكي وو او خپل پلار ډېر ورباندې ګران و. داودخان خپلو اولادونو ته ډېره ښه روزنه وركړې وه، هغوى ته يې دا ورزده كړي وو چې د هېواد لوړوالى د خپل ژوند يوازېنۍ موخه وګڼي، له بېوزلو او اړو كسانو سره دې مرسته وكړي. پنځه تنه اولادونه يې د ۱۳۵۷ل كال د غويي پر اتمه نېټه د افغانستان د بدمرغۍ د پيل په ورځ شهيدان شول. مشره لور يې مېرمن تورپېكۍ چې د همدغه وير له امله د ژوند تر پايه په رواني ناروغۍ اخته وه. تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۰۰م كال د سپټمبر په مياشت كې د سويس په ”درلوزان“ ښار كې له دې نړۍ وكوچېده. د ارواښاد محمد داودخان له اولادونو څخه يوازې مېرمن درخانۍ پاتې ده، چې له خپل خاوند ډاكټر توريالي نور سره يوځاى په درلوزان كې ژوند تېروي¡ (نور هم شته...) | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:54 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
پكتيكا د نامتوازن انكشاف لومړنۍ قرباني | ||||
محمد الياس وحدت پكتيكا د نامتوازن انكشاف لومړنۍ قرباني د ټولنپوهانو دا خبره اوس په هره ټولنه كې په زبات ورسېده، چې نامتوازن انكشاف د يوې ټولنې غړي په كلتوري لحاظ سره ليرې كوي او كلتوري ليرېوالى فكري ليرېوالي ته لاره اواروي، د كومې ټولنې غړي چې په فكري لحاظ سره ليرې شول، نو د يوه ځواكمن ملت په جوړونه كې به له راز- راز ستونزو سره مخ كېږي. د پرمختيا او پراختيا په كارونو كې د يو بل وړ لاسنيوى نه كېږي، تر ټولو خطرناكه يې دا چې د يوه او بل كلتور نه شي زغملاى او له يو بل څخه كركه كوي. موږ د هېواد په پلازمېنه، ښارونو او كليو كې د همداسې پېښو ليدونكي يو، د ښارونو اوسېدونكي له كليو څخه د راغلو خلكو پر قيافو، كاليو او كړو- وړو پورې خاندي او په ښاري لباس كې بيا په كلي كې ګرځېدل لويه ګمراهي ګڼل كېږي. د ښارونو زياتره اوسېدونكي فكر كوي چې د كليو اوسېدونكي نژدې ځناور دي او د كليو اوسېدونكي فكر كوي چې د ښار اوسېدونكي بېلاري دي. د يادو شويو ستونزو لامل دا دى چې د كليو او ښارونو اوسېدونكي د نامتوازن انكشاف د دوام له امله په كلتوري لحاظ دومره سره ليرې شوي، چې اوس د يوه او بل كلتور ورته د زغملو وړ نه دى او په فكري توپير بدل شوى دى. له بده مرغه چې همدا نامتوازن انكشاف اوس هم دوام لري، د نړيوالې ټولنې، افغان دولت او غيردولتي موسسو په كچه رهبري كېږي، زه د هېواد د يوې برخې په اړه لنډ معلومات وړاندې كوم، د هرې سيمې لوستونكي دې د خپلې سيمې وضعيت ورسره پرتله كړي او بيا دې د موضوع په اړه قضاوت وكړي. پكتيكا د هېواد په جنوب كې پروت پراخ غرنى ۲۲ ولسوالۍ لرونكى ولايت دى. نوموړى ولايت تر اوسه پورې د ولايت په مركز كې ښار څه، چې ښارګوټى هم نه لري، يوازې يو څو خټين دكانونه او د ګوتو په شمېر دولتي ودانۍ لري. ګڼ رياستونه يې په يوه ودانۍ كې فعاليت كوي، چې يوازې يوه- يوه كوټه وررسېدلې ده. ښوونه او روزنه: پكتيكا ۲۲ ولسوالۍ لري، چې يوه ولسوالي يې هم د لېسې په كچه ښوونځى نه لري، يوازې د ولايت په مركز ”ښرنه“ كې د علي بابا په نوم لېسه فعاله ده، چې د ګوتو په شمېر فارغين وركوي. د نوموړي ولايت د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلي اقبال عزيزي وينا ده: ”په ۱۳۸۳لمريز كال كې د ټول ولايت په كچه يوازې ۱۸ كسان له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي، چې ټول هلكان دي. د روغتيا په برخه كې: په ښرنه كې يو روغتون دولجنه الدعوه الاسلاميه عربي موسسې له خوا جوړ شوى دى. د نوموړي روغتون وداني كه په ظاهري بڼه ښكلې ښكاري، خو د وسايلو او پرسونل له سخت كموالي سره مخ ده. ولسوالي څه چې په مركزي روغتون كې هم ښځينه ډاكټره نه شته. ډيورنډ كرښې ته نژدې پراته اوسېدونكي يې زياتره خپل ناروغان پاكستان ته لېږدوي، ځكه له يوې خوا سړكونه وران ويجاړ دي او د ترانسپورټ ستونزې دي، ليرې پرتې ولسوالۍ خپل ناروغان په اتو ساعتونو كې هم مركز ته نه شي رارسولاى او له بلې خوا يې مركزي روغتون هم وسايل، دوا او ډاكټران نه لري. څوك چې نه پاكستان ته خپل ناروغان لېږدولاى شي او نه مركز ته رسېدګي كولاى شي، نو ناروغان يې مري. له بلې خوا د نوموړي ولايت د اوسېدونكو د پوهې او ژوند كچه ډېره ټيټه ده، نو په راز راز ناروغيو اخته دي، د توبركلوز د ملي پروګرام د پاليسۍ له مخې بايد په هره ولسوالۍ كې د توبركلوز ”نري رنځ“ كلنيك موجود وي، خو دوى ته دا اسانتيا هم نه شته، په خيركوټ ولسوالۍ كې د نري رنځ د كلنيك مسوول داكټر وويل چې دوى ته نژدې له ۱۸ولسواليو څخه د نري رنځ ناروغان راځي، چې درملنه يې په منظم ډول شونې نه ده. يو تن سپين ږيرى چې دوې ناروغې ښځې يې هم كلنيك ته د درملنې لپاره راوستلې وې، وويل: ما په ۲۴۰۰ كلدارو موټر راوستى دى، ډاكټر راته وايي چي ناروغان دې بايد هره مياشت د معاينې او دوا اخيستلو لپاره راولې، چې دا كار زموږ له توانه وتلى دى. د ژوند سطحه: د نوموړي ولايت په اړوندو سيمو كې يوه لوېشت پوخ (قير) سړك هم نه شته، پخوا د دې ولايت اوسېدونكو خپل ژوند د كرنې او مالدارۍ له لارې تاميناوه، خو اوس تېرې وچكالۍ دا ولايت داسې ځپلى دى، چې له يو زرو څخه زيات كارېزونه په كې بېخي وچ شوي دي. خلكو ته د كار و بار هېڅ زمينه نه شته. دوى اړ دي چې خپل ځوانان د زده كړو پرځاى نورو هېوادونو ته په مزدوريو پسې ولېږي، چې زياتره يې په هندوستان كې كلونه- كلونه تېروي. هلته له نوي ژوند څخه څوك خبر هم نه دي، نژدې په سلو كې دېرش خلك يې اوس هم له حيواناتو سره په يوه كوټه كې ژوند كوي. ټوليزې رسنۍ: اوس مهال د هېواد په پلازمېنه او ولايتونو كې دومره دولتي او نادولتي ټلويزيونونه، راډيوګانې، مجلې، ورځپاڼې او نورې خپرونې روانې دي، چې شمېر يې سلګونو ته رسېږي، خو پكتيكا د هېواد يوازېنى ولايت دى چې ټلويزيون، راډيو، مجله او ورځپاڼه ان يو كتابتون هم نه لري. هلته د ذهني تنوير د نشتوالي له كبله هېڅ ټولنيزه، فرهنګي او سياسي ټولنه او ډله فعاليت نه لري. يادو شويو ستونزو ته ورته په لسګونو نورې ستونزې دي، چې د پكتيكا اوسېدونكي په كې راګير دي. هلته د دولت، نړيوالو او خيريه موسسو له خوا د بيارغونې د پروګرامونو د پام وړ څرك نه ليدل كېږي. له بلې خوا هلته د هېڅ اژانس، راډيو، اخبار او.. استازي نه شته چې د سيمه والو ستونزې منعكسې كړي، د ستونزو د انعكاس خو څه چې په نورو ولايتونو كې ناست ژورناليسټان هم د پكتيكا په اړه يوازې د ناامنۍ راپورونه وركوي، چې دا كار د پكتيكا د بيارغونې د بهير په وړاندې لوى خنډ دى. اوس دې نو لوستونكي قضاوت وكړي، چې د هېواد په كچه د دولت، نړيوالو او نورو نادولتي موسسو له خوا په كومه كچه نامتوازن انكشاف روان دى. د يوې داسې سيمې له اوسېدونكو څخه به د امنيت په تامين كې د مرستې او له نورو هېوادوالو سره د فكري يووالي څه توقع وكړو، چې په ۲۲ ولسواليو كې كومه فعاله لېسه نه لري. د پاخه (قير) سړك شكل يې نه وي ليدلى، هېڅ تبليغاتي او تنويري وسيله ونه لري. اوس كه نړيوال او افغان دولت غواړي په پكتيكا كې ډاډمن امنيت تامين شي، اوسېدونكي يې له نورو هېوادوالو سره همفكره، د امين په تامين كې فعال او د بيارغونې په بهير كې برخه واخلي، نو دې وروسته پاتې سيمې ته دې نسبتاً د پرمختللو ولايتونو په پرتله ډېره او بېړنۍ پاملرنه وكړي. له پكتيكاوالو ولې ګيله وشي، چې ښځو ته خپل حقوق نه وركوي؟! په داسې حال كې چې نارينه يې هم خپل حقوق نه پېژني. ايا د دې سيمې ښوونې او روزنې، روغتيا او ټولنيزې ستونزې د حل لار نه لري؟. كه په ليرېو پرتو ولسواليو كې مسلكي ښوونكي نه پيدا كېږي، نو داسې نه شي كېدى چې په مركز كې ورته يوه ليليه جوړه كړي؟ نړيوال او دولت نه شي كولاى چې هلته سيمه ييزې راډيوګانې، ټلويزيون او نورې چاپي خپرونې پيل كړي؟. كتونكي په دې اند دي: تر هغه مهاله چې د پوهې د كچې د لوړوالي او د ذهني تنوير لپاره ځانګړې هڅې ونه شي او بېړني پلانونه ورته جوړ نه شي، تر هغې به د ناپوهۍ له امله هم د نړيوالو او هم د افغان ملت په وړاندې خنډونه، مزاحمت او د سر درد موجود وي. په پاى كې بايد يوځل بيا په ټينګار سره ووايو چې نامتوازن انكشاف د هېواد په كچه د ستونزو زېږوونكى او متوازن انكشاف د ستونزو د حل يوازېنۍ لار دهw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:53 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
ټلويزيون او پر خلكو يې اغېزې | ||||
ژباړه: پښتنه ميوند ټلويزيون او پر خلكو يې اغېزې پر كورنيو د ټلويزيون اغېزې: پخوا به كورنۍ يوازې وې. نن دغو كورنيو ته ټلويزيون هم لار كړې، چې دوى ورته راټولېږي، يانې په دې توګه كورنى يووالى جوړېږي. كه كورنۍ كلتور لرونكې وي، ټلويزيون به دوى خبرو اترو ته هڅوي، كنه د كورنيو كارونه به هم له خنډ او ځنډ سره مخ كړي. لكه څنګه چې «مكوبي» باوري دى: څومره چې د كورنۍ غړي ډېر ټلويزيون وګوري، د ډله ييزو فعاليتونو په موخه د دوى د راټولېدنې مخه نيسي. ماشومان د ميندو تر څنګ كولاى شي چې په زړه پورې او بوختوونكې خپرونې وګوري، تر پروګرام وړاندې يا وروسته ورباندې بحث او خبرې اترې وكړي. د ټوليزو رسنيو يوه دنده د پيغام اخيستونكو ته مشتركې زمينې برابرول دي، يانې د ټلويزيون په ليدو ځانګړې او مشتركې سليقې خپلوي. د دې لپاره چې ټلويزيون څومره د خلكو ژوند تر اغېزې لاندې راولي، بايد وګورو په هغه كوټه كې چې ټلويزيون پروت وي، د كورنۍ غړي كوم فعاليتونه كوي. ميندې او پلرونه بايد په كورنۍ كې د ټلويزيون د شتوالي په برخه كې بېغوره نه وي. بايد د ټلويزيون پر پروګرامونو سمه څارنه ولري، بايد ماشومان د هغو پروګرامونو ليدلو ته وهڅوي، چې د هغوى لپاره دي. ټلويزيوني پروګرامونه په زياتو كورنيو كې بدلونونه او عادتونه رامنځته كوي. زيات كسان د خپل كار وخت د ډوډۍ پر مهال د ټلويزيون ليدو ته بېلوي. يا هم د كوم په زړه پوري پروګرام پر وخت مور يا د كور بله مېرمن ځينې خواړه تياروي، چې د ټلويزيون د ليدو پر وخت يې وخوري، لكه (بسكوېټ، زڼې، د مېوې اوبه او نور...). لكه څنګه مو چې وويل ټلويزيون د خلكو د خوب وخت بدلوي، زيات مهال د سردردۍ او ستړيا لامل همدا د ټلويزيون په كتو كې د تعادل نه رعايتول دي، چې زيات كسان ان د دغو ستونزو له كبله ډاكټر ته ورځي. دا د ټلويزيون له كبله راپيدا كېدونكې ستونزې دي. ټلويزيون پر ټولنيزو او كورنيو اړيكو، دغه راز له نورو سره پر مناسباتو هم اغېزې كوي، ټلويزيون سپورټ ته خلك هڅوي، حال دا چې نور وخت سړى سپورټ ته دومره پام نه كوي. ټلويزيون خلك دېته اړ باسي چې شا و خوا ګاونډيانو كره ډېر لاړ نه شي او ډېر وخت په كور كې تېر كړي. كله چې ټلويزيون كورني چاپېريال ته لار مومي، ميندې له ځينو ستونزو سره مخ كېږي، د ساري په توګه ماشومان پر خپل وخت ډوډۍ ته نه شي رابللاى، پر وخت يې د خوب خونې ته نه شي لېږلاى، ماشومان د مور خبرې په مينه او غور سره نه اوري، چې دا يوه بله ستونزه ده. هغه كورنۍ چې په كورني چاپېريال كې ټلويزيون د ژوند مسايلو او جوړښتونو ته تابع ګڼي، خپل ماشومان يې پوهولي چې له دې وسيلې څخه بايد منطقي او عاقلانه استفاده وكړي او د كورنۍ ټولنيزه فضا دې هم له ياده نه باسي. ټلويزيون ځينې مهال خلك بوختوي، ځينې مهال روزنه وركوي، خو بايد له دې وسيلې څخه د ماشومانو د كرارولو لپاره كار وا نه خيستل شي. ځينې ميندې او پلرونه دا خپلو اولادونو ته يوه ډالۍ ګڼي، كه په ځينو مواردو كې سرغړونه وكړي، نو ورته ويل كېږي چې له ټلويزيون څخه به د استفادې حق ولري. ټلويزيون او ارزښتونه: ارزښت يانې هغه څه چې د انسانانو هدف دى. ټلويزيوني پروګرامونه هم په دې هڅه كې دي، چې وكړاى شي ځينې ارزښتونه نورو ته ولېږدوي، وړاندې تر دې چې مشخصه كړو، ټلويزيون له زلميانو سره څه كوي؟ بايد په ګوته كړو چې زلميان د فعالې او خوځندې پديدې په توګه، د ټلويزيون په وړاندې څه نقش خپلوي، يانې له هغه څخه څنګه ګټه اخلي. «شرام» په دې باور دى چې له علمي پلوه نه شو كولاى ټلويزيون زلميانو ته يوه ټولنيزه پديده وګڼو. د دې لپاره چې پر تنكيو زلميانو او ماشومانو د ټلويزيون اغېزې تر بحث لاندې ونيول شي، بايد درې لاملونه په پام كې ونيول شي: 1. د ټلويزيوني پروګرام ډول. 2. د پيغام اخيستونكي (ماشومان او تنكي زليمان). 3. هغه وضعيت چې يوه تنكي زلمي تر هغو شرايطو لاندې ټلويزيوني پروګرام ويني. د يادونې وړ ده، د تنكيو زلميانو او ټلويزيون ترمنځ اړيكو، دغه راز نورو ټولنيزو روابطو باندې ډېر اغېز كوي، ځينې اړيكي دا دي: د ماشوم، زلميانو او ميندو ترمنځ اړيكي، ملګرو او همزولو، ښوونځي، مذهب او.. ترمنځ اړيكي. څرګنده ده چې ټلويزيون د يوه زلمي د ژوند په ټولو برخو كې دننه كېږي او اغېز ورباندې كوي. كه په ټلويزيوني پروګرامونو كې ځينې مفاهيم او ارزښتونه په پرله پسې دول تكرار شي او تنكي زلميان يې هم له كوم لارښود پرته نندارچيان وي، اغېز به يې زيات وي. د ساري په توګه د ټولنيزو مقرراتو او قوانيو په پام كې نيول. فلم او ټلويزيوني پروګرامونه كولاى شي پر ځينو كسانو او تنكيو زلميانو بېلابېلې اغېزې وكړي. د ماشومانو او زلميانو پر ذهني ودې او د برداشت پر ډول هم بېلابېلې اغېزې وكړي. د ځينو څېړونكو په اند، كېدى شي د مشرانو د ژوند په اړه د ټلويزيوني پروګرامونو ننداره ماشومان او زلميان د ژوند له ستونزو وبېروي او وړاندې تر دې چې دوى مشران شي، وحشت ولري. له دې كبله ماشومانو ته بايد لارښوونه وشي، هغه څه بايد وويني چې په دوى پورې اړه لري. كه د ماشوم لپاره كورنى چاپېريال له خواشينۍ ډك وي، دغه راز كه ماشوم وكړاى شي له همزولو سره يې اړيكي تاوده او مناسب وي، نو ټلويزيون او پروګرامونه بيا نه شي كولاى چې د يوه ستر خطر په توګه د هغه ټولنيز او رواني ژوند وګواښيw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:52 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
نواب محبت خان د رحمان بابا ادبي پيرو | ||||
w محمدنبي تدبير نواب محبت خان د رحمان بابا ادبي پيرو د لسمې هجري پېړۍ تر پايه پورې پښتو ادب ټکنى او غوڅ- غوڅ را روان و. يانې د پښتو ادب غوڅې- غوڅې کړۍ رامنځته شوې وې، چې سره نښلېدلې نه وې، لکه د غوري دورې، لوديانو، سوريانو او په پښتونخوا کې د نورو خورو- ورو ادبي هڅو چې ټولې يو له بل څخه بېلې شوې وې. د روښانيانو د ادبي هڅو په رامنځته کېدو سره د پښتو ادب بېلابېلې کړۍ سره وپېيل شوې او دوام يې وکړ. په حقيقت کې د يوولسمې پېړۍ له پيل سره د پښتو د زرين ادبي دور بنسټ ايښودل کېږي. ارزاني روښاني، د پښتو لومړنى شاعر دى چې بشپړ دېوان يې راپاتې دى او تر ده وروسته نورو روښاني شاعرانو لکه ميرزاخان انصاري،علي محمدمخلص، دولت لواڼي ، واصل روښان ، کريمداد روښاني او نورو شاعري کړې او بشپړ دېوانونه ترې راپاتې دي. تر ارزاني وروسته په روښاني مکتب کې پښتو شاعري ورو- ورو هنري شوې ده. چې ورپسې خوشالخان بابا د پښتو زرين ادب اوج او موج ته ورساوه او د يوه داسې ادبي مکتب بنسټ يې کښېښود چې د همده په نوم راپاتې شو او په لسګونو شاعرانو يې پيروي وکړه او خوږه، پخه او هنري شاعري يې وکړله. ورپسې عبدالرحمان بابا د يوه بل ادبي مکتب خښته کښېښوده چې بېلې ادبي ځانګړنې لري. تر رحمان بابا وروسته حميدبابا د پښتو ادب يوه بله نرۍ، نازکه او باريکه لار د هندي سبک په نامه راوايسته. د دوولسمې پېړۍ په پاى کې پيرمحمد کاکړ په پښتو کې د يوه ځانګړي سبک رامنځته کوونکى شو او په دې دوه سوه کلنه دوره کې چې د پښتو د ادب په زرين دور يادېږي په لسګونو شاعرانو په يادو شويو بېلابېلو سبکونو کې شاعري وکړله، چې وروستني شاعران يې کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ دي. نواب محبت خان له هغو ليکوالو او شاعرانو څخه دى چې د پښتو د زرين ادب د دورې په وروستيو کې يې شاعري کړې او موږ يې د دې دور له خاتمو شاعرانو څخه بللاى شو. ده په پښتو، پاړسي او هندي شاعري کړې ده او ويل کېږي چې عربي شعرونه يې هم ويلي دي. ده او کورنۍ يې له پښتونخوا څخه ليرې په هند کې ژوند کاوه، خو خپل ادبي او کلتوري ميراثونه يې ژوندي ساتلي وو او هلته يې د پښتو ژبې د روزلو او پاللو لپاره پرله پسې او بنسټيزې هڅې وکړې. نواب محبت خان د رياض المحبت په ليکلو د پښتو ادب ژبدود (ګرامر) او وييښود (لغت ښودنې) بنسټ کښېښود او له دې سره يې پښتو شاعري هم وکړه چې زموږ د دې څېړنې موضوع ده. د نواب محبت خان د دېوان قلمي نسخه د بريتانيا په بودليان نومي کتابتون کې خوندي ده، چې ٣٨١پاڼې لري او کچه يې ٢٧×١٨ سانتي متره ده . په يوه مخ کې يې ١٢ کرښې راغلي ، په ښکلي نستعليق خط د ١٨٠٠زېږديز کال په شاوخوا کې ليکل شوې ده. د ده دېوان په دې بيتونو پيلېږي: الهي اه او ناله د محبت را لکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړه داغ په زړه لکه لاله د محبت را د نواب محبت خان د دېوان (ديوان محبت) نسخه چې په خپله يې ليکلې ده او د ١٨٠١ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په لکهنو کې سرګو اوسيلي ته وړاندې شوې ده. د نواب محبت خان د دېوان بشپړ متن په دې نژدې وختونو کې د ښاغلي سرڅېړونکي زلمي هېوادمل په سريزه او ترتيب چاپيدونکى دى. د ده دېوان څو محدودې غزلې چې ما ته سپارل شوي دلته خبرې پرې کوم. راځئ لومړى يې يو څو غزلې اورو: نه پوهېږم چې له عقله بيرون چاکړم (٤٠٠مخ) په دې ترتيب موږ وليدل چې نواب محبت خان د پښتو زرين دور پايڅوړ يو پياوړى شاعر دى، چې د دې وخت د شاعرۍ قوت او صلابت يې په ښه توګه ساتلى او شاعري يې په ټولو ادبي ښېګڼو ډولي کړې ده. د ده شاعري دا هم څرګندوي چې دى د رحمان بابا د ادبي سبک يو پياوړى پيرو او پالونکى دى. د رحمان بابا د سبک مهمې ځانګړنې چې ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي داسې شمېرلي: 1. په دې سبک کې شاعر د روح الهام مني، دمادې سره يې ډېر سروکار نه وي له هغې معنوي دنيا څخه خبرې کوي چې د فيوضاتو منبع او له دې خاکي دنياڅخه بېله ده. 2. په دې سبک کې شاعر له مادي کثافاتو څخه ليرې کېږي او هلته ځي چې صلح کل دى او د دې خاورينې نړۍ غوغا اوشورماشور پکې نشته، شاعران يې د دنيا پر بدو تنقيد کوي او ځان يې له ککړو او کړکېچنو څخه پاکوي. 3. په ادا او د احساساتو په تصوير او نورو ښېګڼو کې دا سبک خورا سپېڅلى او سليس دى، ابهام ښه نه ګڼي ، د شعر الفاظ او عبارات ساده او سپېڅلي غوره کوي. 4. غزليات ، قصايد،رباعيات، تخميس او د شعر نور ټول اقسام په سپېڅلي ډول وايي او ډېر له مينې او اخلاقو څخه غږېږي. 5. د عشق او مينې په دنيا کې هم د واقعيت خواته ځي او د خيال لږ تابع کېږي. 6. د دې سبک شاعر عشق او الهام د ژوندون مدار ګڼي. يقين او ايمان په عقليت باندې خوښوي. د رحمان بابا د سبک دا شپږ ځانګړنې د محبت خان په شاعرۍ کې څرګندې دي. او پر دې سربېره يې په خپلو اکثرو شعرونو او غزلو کې د رحمان بابا الفاظ تعبيرونه، رديفونه، قافيې، د ادا طرز او توګه هم خپلوي، لکه لومړى غزل يې د رحمان بابا د دې غزلې رنګ اخلي: زه دا هسې ديوانه او مجنون چا کړم له رواج او له رسومه بيرون چا کړم ترپايه... دويم غزل يې: امتياز ظاهر د پاک وي له ناپاکه په هېڅ شان به آيينه نه شي څپياکه د رحمان بابا د شاعرۍ د دې غزلې په خم کې رنګ شوې ده: ته ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه په کينه به آيينه نه کړې ته پاکه او درېيم غزل يې چې په دې مطلع پيلېږي: ته غيرت د لمر پيدا شوې چې په مځکه مځکې سر د فخر ويوست له فلکه د رحمان بابا د دې غزل په ځمکه دى : ګېډه وتړه په پړي سره کلکه د روټۍ تمه ومه کړه له فلکه څلورم غزل يې چې مطلع يې ده: نور مې زړه دى څه په کار څه يې کوومه ستا د جور تخته مشقي لره ساتمه د رحمان بابا د دې غزل په کرښه دى: څو به صبر په جفا د يار کوومه څو به موم د لمر ومخ ته ګرځوومه د نواب محبت خان پنځم غزل چې مطلع يې دا ده: چې جزا ده د ظالم درته معلومه تر و لاس ولې پورته نه کړې له مظلومه او يو بيت يې دى: په قضا پسې روان يم خبر نه يم چې مې چېرته بيايي راوستم له کومه د رحمان بابا د دې غزلې له مضمون او شکل نه رڼا اخلي: خبر نه يم چې يې راوستم له کومه بيا مې کومې خوا ته استوي چې درومه په دې ډول که موږ د نواب محبت خان دېوان له سره ترپايه د رحمان بابا له دېوان سره پرتله کړو، باور دى چې د ده ټوله شاعري به درحمان بابا د سبک او شاعرۍ رنګ او بڼه ولري. او په دې ډول ثابتېږي چې نواب محبت خان د رحمان بابا د ادبي سبک او د رحمان بابا د لاهوتي شاعرۍ يو مخلص او معتقد پيرو او مقلد و. که څه هم د نواب محبت خان شاعري د رحمان بابا د شاعرۍ له رڼې چينې څخه راوتلې، خو بيا هم هغه سادګۍ، سلاست او روانۍ ته نه ده رسېدلې چې د رحمان بابا او د پښتو د زرين دور د شاعرۍ پوخوالى او په ادبي تول برابروالى په کې جوت دى. دى هم لکه د ده ادبي مرشد رحمان بابا، د تصوف باريکه لار پالي او د تصوف خوږلني په خپل شعر کې رانغاړي . محبت خان چې د تصوف د بنسټ خښته ده او د رحمان بابا خبره د جمله وو مخلوقاتو پلار دى. ده په خپله ټوله شاعرۍ کې راوړى او ستايلى دى. او څرنګه چې د ده نوم هم محبت دى نو د ذوالمعنين د صنعت په توګه يې ډېر زيات کارولى دى: چې قربت لري محبوب له محبته ته محبوب زه محبت يم رانژدې شه او په پاى کې يو ځل بيا الهي اه و ناله د محبت را اور د مينې پر کاله د محبت را لکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړه داغ په زړه لکه لاله دحبت را تشنه لب دمى دمينې هر نفس يم په کرم يوه پياله د محبت را اخځونه : 1. پښتانه شعرا: دويم ټوک (عبدالحى حبيبي). 2. بلومهارت او ميکنزى: د برتانوي ټاپوګانو په کتابتون کې د پښتو قلمي نسخو کټلاک، (١٩٦٥) کال، لندن، پښتو کوونکى عنايت الله محرابى (قلمي نسخه). د نواب محبت خان يو څه تر لاسه شوي شعرونهw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:51 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د لنډې كيسې لـيكلو لارې ــ چارې | |||||
د لنډې كيسې لـيكلو لارې ــ چارې په كيسه كې پيغام ژباړه: شېر احمد حيدر څو شپې مخكې د جومات امام د ماخوستن تر لمانځه وروسته لمونځ كوونكو ته څو دقيقې خبرې وكړې، څو بېلګې يې راوړې. ده دا هڅه كوله خلكو ته دا ووايي چې د ستونزو په وړاندې له زغمه كار واخلي. ده وويل: ”هرڅومره چې ستونزې ډېرېږي، نو پر دې پوه شه چې برى نژدې دى“. د دې خبرې د باوري كولو لپاره يې څو بېلګې هم راوړې. له هغو يوه دا وه چې: ”غرختونكى چې څومره د غره څوكې ته نژدې كېږي، د غره ځوړه زياتېږي او د ده مخكې تګ سختېږي“. نو انسان چې څومره خپل هدف ته نژدې كېږي، هغومره , فشار ورباندې زياتېږي، خو د دې فشار موده ډېره لنډه وي، ځكه لكه څنګه چې غرمزلى (غرختونكى) يوڅه وخت فشار زغمي او خپل پرمختګ ته دوام وركوي، نو ارو مرو به د غره څوكې ته وخېژي. كه يو انسان د ستونزو په وړاندې ودرېږي، په پوره ډاډ سره به بري ته ورسېږي. تر خبرو وروسته مې احساس كړل چې د بېلګو په راوړلو يې ښه پيغام راكړ. خپل هدف يې ټولو ته ورساوه، كور ته چې ورسېدم، نو ټول ويده وو. ډوډۍ مې وخوړله، زه هم وغزېدم، تر لمرختو وړاندې له خوبه پاڅېدم، چې ګورم پلار او مور مې د سفر تيارى نيسي، كله چې مې پوښتنه وكړه، چې چېرې روان ياست؟ پلار مې وويل: ”سپېڅلي مشهد ته د زيارت لپاره ځو“. د دوى دې ناڅاپي تګ حيران كړم. د دوى تر تګ وروسته اوږد وغزېدم او په فكر كې لاړم، نه پوهېږم چې څنګه مې د جومات د امام خبرې رايادې شوې، تر لږ سوچ وروسته مې پام شو، چې هرڅوك په خپل كار ښه پوهېږي. هرڅوك خپل هدف لري. د ملا امام له هغې كيسې او بيا ورسره بېلګو راوړلو يې هدف دا و، چې خلك زغم ته راوبولي او ان په ورځني كار كې خپل بري ته ورسېږي. زما د مور و پلار د سفر موخه دا وه چې په مشهد كې زيارتونه وكړي. نو ليكوال هم په خپله ليكنه كې ځانګړې موخه مخته بيايي. د بېلګې په توګه ډېر ليكوالان دا هڅه كوي چې په خپله ليكنه كې وښيي، چې مينه انسانان يو بل ته نژدې كوي او يا دا وايي چې ظالم به د خپل ظلم پايله وويني او يا... ليكوال چې په خپله ليكنه كې څه موخه لري، په حقيقت كې يو پيغام خلكو ته رسوي. هرڅومره چې يو لوستونكى د داستان په پيغام ژر پوه شي، نو هومره هغه ليكوال د خپل پيغام په رسولو كې بريالى دى. اوس به وګورو چې په داستان كې پيغام څه ډول رامنځته كېږي؟. ښه مې په ياد دي، زه چې محصل وم، ښوونكي د وينا كولو چل او هنر راښود، هلكانو ته به يې يوه- يوه موضوع وركوله او بيا به هغه د ټولګي په مخ كې د موضوع په اړه خبرې كولې. ما ته يې يوه ورځ وويل چې د عدالت په اړه خبرې وكړم. په ياد مې دي څو ورځې په دې فكر كې وم، چې څه ووايم. استاد چې پوه شو نه شم كولاى پر خپلې موضوع خبرې وكړم، رانه ويې غوښتل چې د عدالت په اړه خپل نظر پر كاغذ وليكم. لكه: ”ايا عدالت ښه دى كه نه؟“. ما هم پر كاغذ وليكل: ”عدالت ښه دى“. پر اوږه يې لاس راكښېښود او ويې ويل: ”نيمايي كار دې وكړ، اوس پوهېږې چې د عدالت په اړه څه وليكې. تر دې وروسته كولاى شې د بېلګو او كيسو په راوړلو ووايې، چې عدالت ښه دى“. همداسې مې وكړل، ښه وينا مې واوروله. يو ليكوال وروسته تر هغه چې د داستان موضوع وټاكي، لومړى بايد د موضوع په اړه خپل نظر څرګند كړي. د ساري په توګه كه يې موضوع ”بې هدفي“ ټاكلې وي، بايد دا وګوري چې د بې هدفۍ په اړه د ده خپل نظر څه دى؟ ايا بې هدفي ښه ده كه بده؟ ښايي دې پايلې ته ورسېږي، چې بې هدفي يوه سرګرداني ده او د انسان د پرمختګ لورى تړي. انساني ژوند بايد بې هدفي نه وي. ليكوال كولاى شي تر دې وروسته د خپل داستان طرحه جوړه كړي. ليكوال د موضوع تر ټاكلو وړاندې لومړى بايد خپل نظر ښكاره كړي. كه د داستان موضوع (غيبت) وي، دا بايد ووايي چې غيبت ښه دى او كه بد؟ كه موضوع (له كوره تېښته) يا (مينه) وي لومړى بايد خپل نظر په كې وټاكي. دا خبره په پام كې نيول، ليكوال د خپل داستان په پيغام پوهوي، داسې ليكوالان پېژنم چې د ليكنې پر وخت نه پوهېږي لوستونكي ته څه وايي او څنګه يې په خپل پيغام پوه كړي! يا په بل عبارت په خپله هم نه پوهېږي چې څه غواړي ووايي. له ځان سره دا فكر وكړئ چې د خلكو په مخكې ولاړ ياست او خبرې كوئ، نه پوهېږئ چې څه وواياست، خو كه تر خبرو وروسته له اورېدونكو وپوښتئ چې: پوه شوئ؟ خلك به ارو مرو ووايي چې په هېڅ هم نه يو پوه شوي. د داستان ټول توكي بايد په پيغام رسولو كې ونډه ولري په يوه ښوونځي كې يې د زده كوونكو د انځورونو يو نندارتون پرانيستى و. له يوه ملګري سره د انځورونو دغه نندارتون ته ورغلم. د زده كوونكو ښكلو انځورونو- نندارتون ښايسته كړى و. انځورونو ته مې كتل، چې پر يوه ښايسته تابلو مې نظر واړاوه. هو! د انځور موضوع ښه پيغام درلود. پر تابلو باندې تر انځور لاندې ليكل شوي وو: (وده). په تابلو كې دښته انځور شوې وه، چې په هغه كې هرڅه د ودې په حال كې وو، خو په ګڼو شنو وښو كې مې يو وچ بوټى هم وليد، د انځور پيغام څرګند و، خو پردې ونه پوهېدم، چې په انځور كې دا وچ بوټى له پيغام سره څه تړاو لري. داسې مې احساس كړل، چې دې وچ بوټي د انځور پيغام يو څه كمزورى كړى دى. د تابلو انځورګر مې وپوښت، ويې ويل: ”په طبيعت كې دا ډول منظرې شته. شنه بوټي، وچ او يا... زما انځور هم له طبيعت (پنځ) څخه بېل نه دى. ما چې په طبيعت كې څه ليدلي، هغه مې انځور كړي دي“. ما ورته وويل: ”كه دې د طبيعت انځورول هدف وي، نو په انځور كې هېڅ ويل نه شته، خو ستا د تابلو پيغام (وده) دى، يانې د دې انځور ټول پيغام چې په طبيعت كې وده وښيي، نو دې پيغام ته په پام سره بايد هغه څه انځور كړې، چې په طبيعت كې وده وښيي او دا ډول بوټي دې وي چې انځورول يې پيغام څرګند كړي، دغه كار به ستا د پيغام له رسولو سره پوره مرسته وكړي“. ځوان انځورګر تر لږ فكر وروسته زما خبره ومنله. زموږ په طبيعت كې چې هر ډول بوټي او واښه تر هر ډول ژويو پورې شته، نو په ټولنه كې انسانان هم همداسې درواخله، ځينې يو له بل سره مرسته كوي، ځينې جګړې كوي، ځينې نورو ته اړ دي، ځينې يو پر بل ظلم كوي. په دغه حال كې ليكوال لكه يو تركاڼ (نجار) له مېخ او لرګي نيولې تر برېښنايي وسايلو پورې په واك كې لري. نو كولاى شي چې د ليكلو لپاره يو ښه مېز جوړ كړي. كېدى شي په دې ځاى كې له ښيښې او برقي وسايلو كار وانخلي. سره له دې چې يو ښه شى به ترې جوړ كړي، خو دى تر ډېره ځايه له لرګي او مېخ څخه كار اخلي. نو ليكوال هم بايد په دې وپوهېږي چې په ټولنه كې څه شي ته اړتيا لري. (شخصيتونه او هغه پېښې چې انسان ورسره مخ كېږي) او د دوى مخه نيسي، د داستان ليكلو لپاره دې وټاكي. ليكوال هم د هماغه ځوان انځورګر په څېر له مخكې بايد پوه وي، چې څه وايي او لوستونكو ته څه پيغام لري. انسانان يې چې ليدلي او يا د پېښو په اړه يې چې څه اورېدلي كولاى شي د پيغام په توګه يې خلكو ته ورسوي. د ساري په توګه، كه يوڅوك غواړي د هغه پهلوان په اړه چې هركال د دوى په سيمه كې د پهلوانۍ نندارې وړاندې كوي، يو داستان وكاږي، لومړى دې دا په پام كې ونيسي، چې د پهلوان په باب څه وايي. ايا دا به وايي چې ”دا پهلوان به ټول ژوند لالهاند وي او په پايله كې به دا لالهاندي دى له منځه وړي؟“. او كه دا به وايي چې: ”دا پهلوان يو نېك انسان دى، له هر چا سره مرسته كوي او هرځاى چې يوه رښتينې پېښه وويني، په مېړانه يې دفاع كوي؟“. كه چېرې ليكوال غواړي دا ووايي چې: ”پهلوان يو نېك انسان دى“. نو په دې اړه دا خبره بايد پوره جوته كړي، چې رښتيا هم پهلوان يو خداى پاله انسان دى. د هغه د ژوند څو ټكي دې د ده د خوى په توګه ياد كړي. نو په دې برخه كې دې د پهلوان د لالهاندۍ خبره يا بېخي رامنځته نه شي او يا دې مازې ورته اشاره وشي، چې د ده پر نېك خوى سيورى ونه غوړوي. كېدى شي د دې ليكوال سيمې ته داسې پهلوان راشي، چې پورتنۍ ځانګړتياوې به نه لري، خو ليكوال غواړي د خپلې ليكنې پيغام داسې جوړ كړي، چې پهلوان يو بااحساسه او خداى دوسته معرفي كړي. نو دلته به ليكوال څه كوي؟ ځواب دا دى: دلته ليكوال بايد خپل خيال د داستان له پيغام سره ګډ كړي او پهلوان چې هر كمى ولري، ليكوال دې ورزيات كړي. خو كېدى شي د داستان پهلوان له اعلى پهلوان سره ځمكه او اسمان توپير ولري، خو ليكوال كولاى شي پهلوان ته د يوه عادي انسان ځانګړتياوې وركړي. د بېلګې په ډول اصلي پهلوان يو عادي انسان دى چې شته او پيسې ډېر خوند وركوي، خو تر اوسه به يې نه وي ترلاسه كړي، يا دا چې كله- كله د نندارچيانو سپكاوى كوي، خو ليكوال پر دې پوهېږي چې د داستان پهلوان، بايد داسې نه وي. نو كولاى شي چې له پهلوانه دا بد خوى ليرې كړي او په بدل كې يې داسې خوى ده ته وركړي چې په يو بل انسان كې يې ليدلى وي. نو په حقيقت كې د داستان هرڅه، د ليكوال خپله ټاكنه ده. خو له ټاكنې سره- سره د داستان پيغام ته هم بايد پاملرنه وشي. په دې ټاكنه كې دې د خلكو او ټولنې پر ځانګړتياوو غور وشي او د دې ترڅنګ د ليكوال د خيال په مرسته، په يوه كس كې د څو كسانو د خويونو، يوځايوالى، دا يوه داسې دنده ده چې د پيغام د لېږدونې لپاره ښه انتخاب، اشخاص او پېښې بايد په ډېر غور سره وتړل شي او دا ټول د ليكوال د داستان په داخلي پېښو پورې اړه لري. د خبرې د سپيناوي لپاره يوه بېلګه له كتابه رااخلم، دا كتاب (بې كوره يم) دى، چې دلته ليكوال غواړي ووايي ”له كوره تېښته ښه نه ده او كومه ارامي او هوسايي چې انسان يې په خپل كور كې لري، بل ځاى نه شته“. په دې داستان كې دوه زلميان د هوسايۍ په لټه له كوره تښتي او له داسې چا سره مخ كېږي، چې هغه هم د دوى غوندې د تلپاتې هوسايۍ په لټه له خپله ښاره تښتېدلى او بېلارى شوى دى. دا دوه ځوانان چې دوى غوښتل هغه ښار ته ورسېږي، ښار ته تر رسېدو دمخه له خورا ستونزو سره لاس و ګرېوان كېږي، چې په پايله كې بېرته دواړه خپلې سيمې او ښار ته راګرځي. د دې داستان له پياوړي پيغام څخه دا څرګندېږي چې: لومړى: د دې كيسې پيغام ښكاره دى او ليكوال يې پوهېږي چې څه وايي. دويم: ليكوال غوښتي دي چې د داستان پيغام څرګند وي. نو ورسره يې په شعوري توګه د اشخاصو او پېښو په ټاكنه كې لاس وهلى دى. كه چېرې ليكوال غوښتي واى، هغه كس چې خپل ښار يې پرېښى وي، د نورو دوو تښتېدونكو په وړاندې بريالى وښيي او يا يې هماغه دوه تښتېدلي ځوانان د خپلې خوښې ځاى ته رسولي واى. نو لوستونكو ته به يې يو ښه پيغام نه درلود او يا به يې يو بريالى پيغام نه واى رسولى. نو د دې لپاره ليكوال لومړى خپل نظر څرګند كړ او يوه داسې موضوع يې وټاكله، چې د داستان په پيغام كې يې پېښې او شخصيتونه داسې سره وتړل، چې لوستونكو ته يې بېخي د نندارې په توګه وړاندې كړل. نو د دې موخې لپاره كولاى شو د ژوند په چاپېريال كې چې د انسانانو په مخ كې كومې پېښې منځته راځي، يو خيالى انځور هم وكاږو. د داستان پيغام بايد مخامخ بيان شي: رضا څو وارې خپل داستان له سره تر پايه ولوست. خو خوند يې ورنه كړ. قلم يې په خوله كې ونيو، چورت واخيست، خو ګټه يې ونه كړه. راپورته شو او په ګرځېدو يې پيل وكړ. دې كار هم ګټه ونه كړه. فكر يې پرځاى نه و، ده غوښتل د داستان د داخلي كركټر علي په اړه ووايي چې د خپل ملګري په باب يې په بيړه قضاوت كړى دى. خو ونه توانېد چې د داستان تر پايه پورې د پيغام په رسولو بريالى شي. په داسې حال كې چې دى پوهېده داستان يې په دې كار چندانې بريالى نه دى او دا يې د خپل داستان ستره كمزوري هم ګڼله. نو له ناچارۍ يې د داستان په پاى كې وليكل: ”علي ډېر بد كار كړى، موږ بايد داسې بد كار ونه كړو او د خپل ملګري په باب بېځايه قضاوت ونه كړو!“. رضا بايد د خپل داستان پيغام په غيرمستقيمه توګه او د داستان په جريان كې لوستونكو ته رسولى واى، دا به د ټول داستان برخه ګرځېدلې واى. خو ونه توانېد چې داسې وكړي. ناچاره و، چې د پيغام برخه لوستونكو ته مخامخ ولېږدوي. د خبرې د لا سپيناوي لپاره يوه بله بېلګه راوړم: تاسو ټولو خوږ چاى سور كړى نو په دې پوهېږئ چې لومړى اوبه جوش كړئ، بيا چاى او ورپسې بوره ورواچوئ. نو اوس كه يې خوند وڅكئ پوهېږئ چې خوږ دى، خو كه د چايجوش منځ ته وګورئ بوره به ونه وينئ، خو خوند يې احساسولاى شواى، اوس څوك كولاى شي دا ووايي چې بوره د چايجوش په كوم ځاى كې ده؟ د بورې خوند په ټول چايجوش كې ګډ شوى، پرته له دې چې څوك يې وويني او يا يې تر غاښونو لاندې شي. نو دلته د داستان پيغام لكه بوره او په خپله داستان چاى وبوله، ليكوال بايد پيغام په داستان كې داسې ګډ كړي، چې د داستان تر پايه يې يوزې خوند احساس شي خو په سترګو لږ وليدل شي. د دې كار لپاره بايد د كركټرونو، پېښو، خبرو او ستاينو په ټاكنه كې له ډېر غور څخه كار واخيستل شي، ځكه دا ټول توكي پيغام پرمخ بيايي او كولاى شي پيغام په څرګنده نندارې ته وړاندې كړي. هغه ليكوالان چې نه شي كولاى د داستان د ټولو توكو ترمنځ اړيكي ټينګ كړي، ناچاره دي چې د پيغام په وروستۍ برخه كې يې په مستقيم ډول بيان كړي او دا ستونزه د هنري اثر ارزښت راټيټيوي. په يوه هنري اثر كې، په ځانګړې توګه لنډه كيسه كې بايد پيغام ښكاره وي، بس لكه يوه ننداره داسې. په داستان كې پيغام څنګه ګډ كړو؟ څو ورځې وړاندې غلو زموږ د سيمې ټول كورونه ولوټل، موږ پر يوه افغان ځوان شكمن وو، چې نوى زموږ سيمې ته راغلى و. ټولو خلكو په كركه وركتل او بد رد يې ورته ويل. شا و خوا ماشومانو ته مو ويلي وو چې تر نظر لاندې يې وساتي او كه بيا غلا وكړي، ويې نيسي چې درنه سزا وويني. يوه شپه يوه كور ته غل ورولوېد، په دې ګومان چې كور تش دى او څوك نه شته، ده د كور سامانونه سره يوځاى كول، د كور يو ماشوم پرې خبر شو، نارې يې كړې. د سيمې او شا و خوا خلك خبر شول، غل يې ونيو. زموږ د ګومان خلاف غل افغان نه و، بلكې يو نشه يي (معتاد) ځوان و، چې په دې ورځو كې له زندانه ازاد شوى و. دا پېښه زما او ټولو لپاره پند شوه، دېته مو پام شو، چې د چا په اړه ژر قضاوت ونه كړو او شخصيت يې له ګواښ سره مخ نه كړو. اوس كه څوك زر وارې دا په غوږ كې راته ووايي چې ”تهمت ښه كار دى“ پر ما به اغېز ونه كړي،ځكه پوه شوم چې په ناحقه په چا پسې څه ويل څومره ناوړه دي. د انسان په ژوند كې ډېرې داسې پېښې منځته راځي، لكه زموږ په سيمه كې پېښه شوه. دا ډول پېښې يو ښه پيغام لري او انسان په دې پوهوي، چې په راتلونكي كې د داسې پېښو په اړه پوره غور وكړي. د بېلګې په ډول: په كورنۍ كې يو ښه انسان دېته متوجه كوي، چې دى څومره مور و پلار ته ګران دى. يا تر يوې پېښې وروسته انسان په دې پوهېږي چې د خپل دوست په اړه يې تېروتنه كړې ده. د داستان پر پېښه غور كول، په ځانګړې د داستان په اصلي پېښه كې، لوستونكي په اسانۍ پيغام ته نژدې كوي، يانې لوستونكي د اصلي پېښې په لوستلو سره نورو خبرو ته پام اړوي. لكه: ليكوال د دې داستان له ليكلو څه هدف لري؟ يا په بله وينا د داستان د پيغام په خوند پوهېږي، د هغو داستانونو چې په اصلي پېښې سره مو بوخت ساتي، تر ډېره مو پيغام ته هم پام اړوي. لكه د ”طلايي ساعت“ په نوم داستان كې چې اصلي كركټر خپل ملګري ته د ورتلو بلنه وركوي. سبا يې پام كېږي چې ساعت يې ورك دى، هرڅومره چې يې ولټاوه پيدا يې نه كړ. په پاى كې پر خپل ملګري شكمن شو او دا ناوړه ګومان دوى له يو بله خپه كوي. څو مياشتې وروسته يې يو سهار د زړې كلا تر څنګ خپل ساعت پيدا كړ. سم له لاسه تر دې پېښې وروسته خپله تېروتنه مني. د ځينو داستانونو پيغام داسې هم كېدى شي چې لوستونكي د داستان تر پايه پورې په كركټرونو كې ستر بدلونونه وويني، د بېلګې په ډول: د يوه داستان په لومړيو كې يو كس ډېر پيسه دوسته وي. خو دوامداره پېښې او بدلونونه دى دېته هڅوي، چې خپل ټول شته او پيسې د خلكو په خدمت ولګوي. نو په كركټر كې دا ډول رواني بدلون لوستونكي ډېر ژر د داستان پيغام ته متوجه كوي. د (عروج) په نوم داستان كې د كركټر په دروني شخصيت كې ناڅاپي بدلون راځي. دلته يو زلمى د خپل ملګري د وژل كېدو له امله دومره اغېزمن كېږي، چې په خپله وسلې ته لاس كوي او د يو چا د وژنې په نيت له كوره وځي. كله به داسې هم راځي چې په داستان كې د دوو كركټرونو ترمنځ بحث او خبرې لوستونكي د داستان پيغام ته ننباسي. ځينې ليكوالان چې داستان يې غيرمستقيم پيغام نه لري، هڅه كوي چې د داستان په پاى كې پيغام مخامخ بيان كړي. دا د اثر هنري ارزښت راټيټوي، ځكه دلته لوستونكي په اسانۍ د داستان پيغام ته متوجه كېږي او په پايله كې په داستان كې هغه خوند نه پاتېږي، چې دى يې په پيغام كې لټوي. نو دا ډول داستانونه پر لوستونكي هېڅ اغېز نه لري. د داستان د پيغام په اړه چې څه وويل شول، په لنډو ټكو كې يې يوځل بيا بيانوو. ¡ هر ليكوال په خپله ليكنه كې ځانګړى هدف لټوي. ¡ ليكوال چې په داستان كې كوم هدف پرمخ بيايي، په پاى كې يو پيغام زېږوي. ¡ د موضوع تر ټاكلو وروسته لومړى بايد خپل نظر څرګند كړو، چې خپل پيغام راته څرګند شي. ¡ د داستان ټول توكي بايد د پيغام په څرګندولو كې مرسته وكړي. ¡ د داستان پيغام بايد په ټولو عناصرو كې ګډ شي. د دې لپاره چې په پاى كې په مستقيم ډول بيان نه شي. ¡ په كركټر كې رواني بدلون يا د دوى د رواني شخصيت څرګندتيا لوستونكي سم له لاسه لاس نيولى، پيغام ته ننباسيw علم ګل سحر www زه يې په سترګو كې كلام د مينې د جبرائيل په لاس ليكلى يو پيغام د مينې زه په كې وحى ګورم زه په كې حورې د جنت ليداى شم زه په كې نور وينمه زه اسم اعظم ليداى شم زه په كې ځان وينمه ځان راته لوړ ښكاري ډېر په ځان وېرېږمه اوس هسې نه يوه دعوه وكړمه، چې زه يم، زه يم يوازې زه يمه سحر يمه بس!!! | |||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:48 PM لېږونكى:هوسۍ | | |||||
پښتو سينماد ابتذال په ګرداب كې | ||||
|
عبدالله، ننګرهار پښتو سينماد ابتذال په ګرداب كې د سينما هنر چې په ټوله نړۍ كې خورا ډېر مينه وال لري، د انسانانو د لاس زېږنده ده. د دې هنر د ايجاد موخه په لومړي سر كې د يوې ټولنې د كلتور، عامه غوښتنو او ارمانونو انځوريز تاريخ راتلونكو نسلونو ته پرېښودل وو، خو د ساينس او تخنيك پرمختګ بيا دا هدف نور هم تر پوښتنې لاندې راوست. په لومړي مهال كې ډېرو سينماګرانو سناريوګانې ټولنې ته ډالۍ كولې، چې طنزيه بڼې به يې درلودې، دا په حقيقت كې د كومېډي تياتر تر ثبت وروسته دغه هڅې يوه بل لوري ته لاړلې. فلم جوړوونكو داسې داستانونه او د فلم لپاره سناريو ليكله، چې د نړۍ د مشاهيرو، امپراتورانو او پيغمبرانو ژوند او چاپېريال به يې خلكو ته ورپېژانده، ”د مينو جوړو“ عشقي داستانونه يو بل بهير و، چې د سينما ژوند ته يې د يو څه وخت لپاره ښكلا وروبخښله. په اتيايمو كلونو كې د Future يا ”راتلونكي“ فلمونو په راوتو سره لومړى اهداف يو څه تت شول، خو په دې برخه كې ځينې تعريفونه وړاندې شول، ځينو سينما مصور تاريخ ګاڼه ، ځينو غوښتل چې سينما دې د ټولنې موجوده واقعيتونه منعكس كړي او ځينو بيا سينما د راتلونكي زېرى ګاڼه، چې اوس هم زيات خلك د همدغو تعريفونو ملاتړ كوي. په پښتني ټاټوبي كې چې هر څه ژر افراطي بڼه خپلوي، په طبيعي ډول وده نه كوي، په دې درېيو واړو تعريفونو كې كوم يو سم دى؟ لومړنۍ سينمايي هڅې په لره (كوزه) پښتونخوا كې پيل شوې او دا كار هغو پښتنو هنرمندانو پيل كړ، چې د اردو ژبې لپاره يې فلمونه جوړول او دوى ورو- ورو وتوانېدل چې د يوې مستقلې سينما بنسټ كښېږدي، خو پښتنو سينماګرانو ونه شول كړاى چې تر ډېره كچه د اردو داستان او فلم له اغېزو بهر شي “دلهن ايك رات كى“ په اردو ژبه او ”ناوې د يوې شپې“ پښتو و. خو په پښتو فلمونو كې بيا ابتذال تر وروستي بريده ورسېد، چې عياشي، بربنډتوب او بې مانا توكي په كې تر وروسته بريده زيات شول. د دې عمده لامل دا و، چې يو خو د پښتو فلمونو ښه هركلى نه كېده، بل دا چې په دې نويو فلمونو كې د ښځينه لوبغاړو كمښت ډېر محسوس و. چې تر دې مهاله هم لره پښتونخوا او هم بره له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان ده، چې ابا او انۍ په كې مركزي رول لوبوي. خو له دې ټولو ستونزو سره- سره سينما داسې سينمايي شهكارونه راميدان ته كړل، چې د لر او بر پښتنو په زړونو كې لا هم انګازې وهي او نومونه به يې د تل لپاره ژوندي وي: (شهيد، عجب خان اپرېدى، دره خيبر...). خو ډېر ژر دغه سينما بېلارې شوه او داسې د عياشۍ او بربنډوالي په سمبول بدله شوه، چې په رښتيا يوازې له كوڅه يي ځوانانو پرته نور هېڅ نندارچيان نه لري. لوبغاړي په پښتو ژبه نه پوهېږي، د پښتون دود، دين، د كلتور او ټولنې ډول او حالات نه انځوروي، اواز، لايټ او فلم اخيستنه يې غيرهنري بڼه لري، تر ټولو يې بده دا چې په يوه كوټه كې ټول څو ساعته فلم جوړېږي، پروډيوسر او ډايركټران يې هغه خلك دي چې په خپله د ”سينما خاوندان“ دي، له دې ټولو نيمګړتياوو سره- سره يې اوس په بڼه كې يو ډېر لږ بدلون راغلى دى. په افغانستان كې د سينما عمر يو څه لنډ دى. خو دلته له پيله هندي فلمونه په درز كې روان دي، چې پېښې په كې په هنري ډول انځور شوي، دلته فلم جوړوونكي په تجارتي كېدو نه پوهېږي، پر هنري كېدو يې ډېر فكر كړى دى. په ټولنه كې د نر او ښځې برخه اخيستنه او د دې بهير طبيعي وده يې په ښه توګه تمثيل كړې ده، سره له دې چې دلته د ژوند طرز او طريقې به توپير درلود، خو فلم جوړوونكي نهايت هڅه كړې، چې سينما بايد مبتذله نه شي. د تمدنونو څېړونكى ارنولډ د تمدن په پرمختګ كې كډوالي يو لوى عنصر ګڼي. خو كاشكې ښاغلى ارنولډ ژوندى واى او د دې نظريې د مثال په توګه يې د پښتو ”انتقام“ فلم ليدلى واى. تكړه فلم جوړوونكي ښاغلي واحد نظري په خپله يوه مركه كې وويل چې دا فلم په جلال اباد كې ډك شوى، چې د دې ډول فلمونو تر جوړولو، نه جوړول ښه دي. په افغانستان كې د اسلامي انقلاب تر راتګ وروسته د مشرقي په سيمه كې د فلم جوړولو په برخه كې هم ځينې هڅې پيل شوې، چې دوو ډلو (ميرويسيانو) دا كار وكړ او چارواكو هم په دې برخه كې د دوى مرسته وكړه. د ميرويس فلم د اعتراف په نوم سريال د ټلويزيون له لارې هم خپور شو، چې يو ډېر شرموونكى فلم و. لكه څنګه چې په تېرو دورو كې په افغاني نڅاګرو پېښوريانو پيسې پيدا كړې او په پېښوريانو باندې دوى پيسې پيدا كوي، جوړ تجارت دى، بس نومونه يې سينمايي دى ”انتقام، توپان، زندګي، د بشريت دښمن“. دې ټولو كړنو ته د پښتو سينما نوم وركول په حقيقت كې له پښتو سره دښمني ده. دلته نه سينما شته، نه هنر، نالوستي فلم جوړوونكي په اخلاقي، تخنيكي او ادبي لحاظ ډېر كمزوري فلمونه وړاندې كوي، ښايي لوستونكي راسره همغږي وي چې ښه شى تجارت دى، بس له پېښور څخه مېرمنې د لوبغاړې په نامه راوله، يو څه ترې ثبت كړه، كه په فلم كې دې ونه ګټلې، نو په اداكارۍ كې خپل تاوان پوره كوه. په داسې يوه عصر كې د فلم په جوړولو كې د ډاكټر پرځاى كركټر ټاكل كېږي. په دې هيله چې يا خو پښتو سينما خلكو ته هنري فلمونه وړاندې كړي او يا خو د ابد لپاره يې له دې سيمې كمبله ټوله شي، چې هم د سيمې نوم بدوي او هم يې خلكو ته وړ ګټه نه رسېږي | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:46 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
په نن، پرون او سبا كې | ||||
په نن، پرون او سبا كې د نړۍ هېښوونكې موندنې او پرمختياوې د ځمكې تودوښه، د فقر په وړاندې مبارزه ټكنۍ كوي ويل كېږي چې د ځمكې د تودوښې زياتوالى په افريقا كې د فقر پرضد مبارزه ټكنۍ كوي. په هغه كنفرانس كې چې د انګلستان په غرب كې جوړ شو، په راتلونكو كلونو كې د ځمكې د اوبو او هوا بدلون تر څېړنې لاندې ونيول شو. د خلكو زياتوالي او پر چاپېريال باندې فشار- طبيعي سرچينې اغېزمنې كړي چې افريقا يې تر پخوا لا له نېستۍ او فقر سره غاړه غړۍ كړې ده. كارپوهان اټكل كوي، چې د پخوا په پرتله د ځمكې تودوښه زياته شوې او دا كار به افريقا له ډېرې سختې وچكالۍ او فقر سره هم مخ كړي، دغه راز به يې د زراعتي محصولاتو څرنګوالى هم زيانمن شي. د دې رپوټ په حواله د اوسنۍ پېړۍ په پاى كې به له ۷۰ تر ۱۰۰ مليونو پورې خلك د لوږې له خطر سره مخ وي. دغه راز اټكل شوې دى چې د ملاريا په څېر ناروغۍ به زياتې شي، دا ناروغي به په هغو سيمو كې ډېره خپره شي چې اوس مهال ترې خوندي دي. د سګرېټو لوګى د ماشوم ذهن كمزورى كوي څېړونكي وايي چې پر ماشومانو باندې د يوې شوې څېړنې له مخې يې دا څرګنده كړې، هغه ماشومان چې د سګرېټو ډېر لوګي تنفس كوي تر نورو ماشومانو كمزوري دي. د څېړنو له مخې په كور كې د سګرېټو لږ لوګى هم سړى د رياضۍ په لوست كې كمزورى كوي، يانې حساب او په حساب كې مطالعه نه شي كولاى. په امريكا كې ”د ماشومانو چاپېريالي روغتيا مركز“ پر ۴۴۰۰ زده كوونكو دا تجربه كړې، دا يې زبات كړه څومره چې ماشوم ډېر له لوګيو سره نژدې وي، هومره يې پر زده كړې او تدريس بد اغېز كوي. كه څه هم څېړونكو د ماشومانو د ودې په برخه كې د سګرېټو د لوګيو زيانونه نه دي مطالعه كړي، خو په دې برخه كې يې ځينې بدلونونه مطالعه كړي، چې بايد په پام كې ونيول شي. دا څېړنې له ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴م كلونو راهيسې روانې وې، چې د امريكايانو د روغتيا يو انځور په كې وړاندې شوى دى. څېړونكي وايي دا موندنې نوې انګېزې دي چې د سګرېټو د لوګي په وړاندې د ماشوم د ساتنې لپاره به ځينې معيارونه ټاكي. دغه راز بريتانيا هم ځينې هېښوونكي خبرونه خپاره كړل چې ميندې او پلرونه يې د سګرېټو پرېښودلو ته هڅولي وو. بريتانيا د ۲۰۰۴م كال د نومبر په مياشت كې وويل: ”په راروانو څلورو كلونو كې به د سګرېټو څكول په زياتو سيمو كې منع شي“. خو دوى اوس هم اندېښمن دي چې كېدى شي دا بنديز به هم په كورنيو كې د سګرېټو د لوګيو مخه ونه نيسي. د خصوصي څېړنيزې موسسې ”د سګرېټو كارونې په برخه كې اقدام او روغتيا“ مدير ”اماندا سنډفورډ“ وويل، ټول مشران بايد د ماشومانو په وړاندې د سګرېټو له څكولو ډډه وكړي. ”هويګنز“ له مشتري څخه نوي انځورونه اخيستي دي څېړونكو د فضايي څېړونكې بېړۍ ”هويګنز“ لومړني انځورونه خپاره كړي دي، پوهانو د دې بېړۍ په مرسته ځينې ثبت شوي اوازونه هم خپاره كړي، چې دا اوازونه له دغې بېړۍ ”تايتان“ څخه اخيستل شوي دي.. له ”تايتان“ څخه اخيستل شوي رنګه انځورونه دا څرګندوي چې د دې سيارې رنګ نارنجي دى او پر سطح يې هم لويې- لويې ټوټې پرتې دي، چې كېدى شي له كنګلونو څخه جوړې شوې وي. يو پوه د دې فضايي بېړۍ د مخابره شويو انځورونو په باب وايي، چې هلته غونډۍ او داسې سيمې هم شته چې ګارو (صخرو) ته ورته دي. د دې څېړونكي په وينا داسې ښكاري چې ځينې غونډۍ، څاګانې او نور ځايونه هم هلته وي، خو دا په دې مانا نه ده چې ګواكې مايع په كې شته، خو دا ويلاى شم چې يو وخت به په كې مايع وه. دى وايي چې كېدى شي پر دغو غونډيو به يو مهال ”اتان“ او ”متان“ د باران په څېر اورېدل، وروسته به لاندې بهېدل، هغه انځورونه چې د دې فضايي بېړۍ له خوا راټول شوي- دقيق معلومات دي، چې د دې سيارې د اوبو او هوا شتوالى په ګوته كوي. پوهان په دې اند دي چې د ”تايتان“ سيارې كيمياوي شرايط، چې په كې د نايټروجن، متان او نورو ارګانيكو(كاربني) موادو ماليكولونه شته،د ځمكې له ۶۰۰ مليونه كلونو مخكې شرايطو سره ورته والى لري. دا په لمريزه منظومه كې تر ټولو ليرې پرته سياره ده، چې دا دى بشر وتوانېد خپله فضايي بېړۍ هلته ورسوي. د هويګنز دا علمي څېړنې كولاى شي چې د ځمكې پر سر د ژوند د پيل په اړه ځينې اسرار او ناپېژندويه ټكي وړاندې كړي. په غربي ويرجينيا كې يوه ستر راډيويي تلسكوپ د دې خبرتياوو لېږدوونكى تر څېړنې لاندې ونيو چې د دې فضايي بېړۍ فعاليت ښيي. په برازيل كې د نوې ټكنالوژۍ په مرسته غلا زياته شوې ده د كارپوهانو په اند اوس مهال برازيل له انټرنټ څخه د غلا كولو او د كمپيوټري فعاليتونو په مرسته د كولپونو د ماتولو په پلازمېنې (پايتخت) بدل شوى دى. په دې هېواد كې د ټولې نړۍ څه له پاسه ۵۰۰ كارپوهانو په يوه غونډه كې ګډون كړى و، چې غوښتل يې په پلازمېنه بريزيليا كې د برېښنايي جنايتونو مخه ونيسي. د برازيل فډرال پوليس په دې كنفرانس كې اعلان وكړ، چې په دې هېواد كې د نړۍ په كچه په سلو كې ۸۰ كولپونه ماتېږي. د برازيل په پولو كې دننه هغه پيسې چې د انټرنټ له لارې غلا كېږي تر هغې كچې زياتې دي، چې د نړۍ له بانكونو څخه لوټل كېږي. د نړۍ په كچه د ماشومانو د جنسي بربنډو انځورونو په خپراوي كې هم دا هېواد په درېيو كې دوې برخې ونډه لري. د كارپوهانو له خوا د تاييد شوې شمېرې له مخې تېر كال د انټرنټ له لارې د شفرونو د غلا كولو ۹۶ زره حملې وشوې. چې دا د ټولۍ نړۍ په كچه شپږ برابره زياته كړه. فكري ګواښ: زيات غله په ډله ييزه يا هم په ځينو نومونو لكه ”ستاسو د امنيتي بريد د ماتولو“ يا ”مجازي دوزخ“ په نوم فعاليت كوي. زيات كتونكي د دغو غلو ډلو زياتېدل- د قانون كمزوري ګڼي. د انټرنټ له لارې د نورو كسانو كمپيوټرونو ته ننوتل ته ”كولپ ماتول“ وايي چې په برازيل كې جرم نه ګڼل كېږي، خو بيا هم پوليس كه څوك يو كولپ ماتوونكى ونيسي او دا غلا ورباندې ثابته كړي، نو بيا خو به خامخا سزا وركوي. دا ډلې ځانونه له قانون څخه سرغړوونكي نه ګڼي او وايي چې موخه يې د ويبپاڼو د شفرونو غلا كول او له رازونو پرده اوچتول نه دي، بلكې دا يو فكري ګواښ دى. تېر كال (په ۲۰۰۴م كال) په امريكا كې هم زياتې ويبپاڼې له دې ستونزې سره مخ وې. ايا له خاوند سره شخړه ”د مېرمنو روغتيا ته ګټه رسوي“؟ څېړونكي په دې باور دي چې مېرمنې هر مهال د كورنيو اختلافونو پر سر له خپلو خاوندانو سره په جر او بحث پيل كوي، چې دا شخړه كوونكې او لانجمنې مېرمنې به د نورو مېرمنو په پرتله د زړه او نورو ناروغيو سره كمې مخ كېږي. د ”امريكا د زړه د ناروغيو ټولنې“ خبر وركړى هغه مېرمنې چې له خپل خاوند سره د شخړې پر وخت غلې وي، څلور برابره زياتې د زړه له ناراحتۍ سره مخ كېږي. هغه مېرمنې چې تر كور دباندې دنده لري، كورنى ژوند يې خرابېږي، دغه راز دوه ځلې، يا هم ډېر مهال د زړه له وژونكو ناروغيو سره مخ كېږي. څېړونكو په فرامينګهام ښار كې چې د امريكا په ماساچوسټ كې پروت دى، ۷۰۰ كسان د ۱۰ كلنې دورې په ترڅ كې تر څېړنې لاندې ونيول. رواني فشار: په ويسكانسين كې د بوسټون پوهنتون د مشتركې څېړنيزې ډلې مشر او ”د ايكر اپيډمي پوهنې موسسې“ غړي، دا هم ومونده چې واده نارينه وو ته مناسب دى، ځكه چې زيات نارينه د مجرۍ پر وخت د نورو په پرتله دوه چنده د زړه له ناروغۍ سره زيات لاس و ګرېوان كېږي. د څېړونكې ډلې مشر ايلين ايكر وويل: ”په دې باور يو او د واده هغه مشخصات مو موندلي چې نارينه وو ته مناسب دي او د عمر پر زياتوالي غوره اغېز كوي“. بله څېړنه په اتلانتا ښار كې ”د ناروغيو د مخنيوي او كنټرول مركز“ له خوا پر ۳۵ زره كسانو وشوه، چې پايلې يې په همدې خپرونه كې چاپ شوې دي. دغو څېړنو څرګنده كړه، هغه وزګارې مېرمنې چې د كار په لټه وې، د نورو په پرتله له جسمي ناكراريو سره ډېرې مخ وې، چې يو په درېيمه برخه يې د وينې له لوړ فشار څخه ځورېد او په سلو كې ۶ تنه د زړه له حملې، مغزي سكتې او د سينې له درد سره مخ وې. په دې منځ كې بيا بوختې مېرمنې تر نورو روغې وې، يوازې په پنځو كې يو تن د وينې له لوړ فشار او په سلو كې دوه تنه يې د زړه له ناروغيو ځورېدې. هغه مېرمنې چې كار نه كوي او د كار په لټه كې هم نه وي، د كار لرونكو مېرمنو په څېر وي، خو بيا هم وزګارو مېرمنو څه ناڅه د زړه له ناكرارۍ څخه شكايت درلود. ۱۹۵ زره كلنې كوپړۍ د لومړنيو انسانانو تر ټولو زړې پاتې شونې نوې څېړنې ښيي چې په ۱۹۶۷م كال د دوو موندلو شويو كوپړيو تاريخ ۱۹۵ زره كلونو ته رسېږي، چې پوهان يې د انسان تر ټولو زړې پاتې شونې ګڼي. پوهانو هغه ګارې وڅېړلې او تر څېړنې وروسته يې د هغو تاريخ اټكل كړ چې دا كوپړۍ په كې موندل شوې دي. د لومړنيو اټكلونو له مخې دا دوې كوپړۍ ”لومړى او دويم اوموى“ (Omo 1 and 2) نومېږي، چې تاريخ يې۱۳۰ زره كلن اټكل شوى و. په دې باب نورې څېړنې په ”نېچر“ مجله كې چاپ شوې دي. دا كوپړۍ لومړى مشهور كارپوه، د ريچارډ ليكي، تر مشرۍ لاندې نړيوالو ته وروپېژندل شوې، چې د كيبېش ښار ته نژدې د اتوپيا په جنوب، د اومو سيند پر غاړه موندل شوې دي. هغوى د دې لومړي اوموى كوپړۍ چې (د مخ هډوكي يې نه شته) د بې بدنه هډوكو د ټوټو په منځ كې كشف كړه، چې يوازې د سر لاندېنۍ د او څټ ځينې برخې يې روغې دي. د ۱۹۶۷م كال په تاريخ ټاكنه كې دا اټكل وشو، چې دا كوپړۍ ۱۳۰ زره كلنې دي، دا اټكل د كوپړۍ تر څنګ پر ډبرو او ځينو برخو باندې د ځينو داروګانو تر پاشلو وروسته وشو. خو دا پايلې له ډېرې مودې راهيسې تر شك لاندې وې، د كانبرا ”د اسټراليا ملي پوهنتون“ كې ايان مك داګال او همكارانو يې د نويو تخنكيونو په مرسته د دې كوپړيو زړښت او تاريخي لرغونتيا وټاكله. تر دې وړاندې تر ټولو زړې كوپړۍ د “هومو سيپين” (Homo Sapiens) ګڼل كېدې، چې له ۱۵۴ څخه تر ۱۶۰ زره كلونو پورې لرغونتيا لري او دا كوپړۍ د ايتوپتيا په شرق كې موندل شوې وې. په مصر كې د يوه دوه سري ماشوم، يو سر بېل كړاى شو د مصر د پلازمېنې قاهرې په څلوېښت كيلومترۍ، بنها ښار كې د روغتون ډاكټرانو اعلان كړى چې دوى توانېدلي د ۱۳ ساعته جراحي عملياتو په ترڅ كې د يوه نهه مياشتني ماشوم ”منار ماجد“ له دوو سرونو څخه يو سر، بېل كړي. اوس مهال منار په جسمي لحاظ روغ دى. د هغه بېل كړى شوى سر د هغه په خور پورې اړه لري، چې دغه سر بيا بدن نه درلود، خو د منار د سر په منځ كې يوه بله برخه جوړه شوې وه، چې د هغه د مغزو په چپه خوا كې يې وده كړې وه. د دواړو سرونو ماغزه سره نښلول شوي وو. كه څه هم دې نوې برخې د سر په توګه وده نه وه كړې، خو كولاى يې شول چې وخاندي او سترګې ورپوي، خو په مستقل ډول يې د ژوند چانس نه درلودw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:45 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د دوستۍ ارواپوهنه | ||||
¯ ليكوال : ډاکټر ډان ګابر ¯ ژباؤه : اداره د دوستۍ ارواپوهنه
درېيمه برخه له نورو سره څنګه دوستي وکړو؟ كله چې كنګلونه ويلي كېږي او پوښتنې- ګروېږنې پيلېږي. د خبرو د دوام لپاره بايد څه وشي؟ د خبرو د دوام لپاره له هنر څخه په استفادې سره د مقابل كس خبرو ته هم پاملرنه ولرئ. لاندېني شپږ ټكي د ارزښت وړ دي: ۱. خپل موقعيت او شرايط په پام كې وساتئ ۲. پام مو وي چې مقابل كس له كومو مسايلو خوند اخلي؟ ۳. په خپلو پوښتنو سره د مقابل كس ونډه هم په پام كې ولرئ. پرېږدئ چې په دې برخه كې تعادل وساتل شي. ۴. د وخت غوښتنو ته په پام سره خبرې بدلې رابدلې كړئ. ۵. خپلې تېرې تجربې د موضوع په باب شرحه كړئ. لومړۍ كيلي خپله وضعه اوشرايط په پام كې ولرئ: د ځان او خپل چاپېريال په باب سوچ وكړئ. خپله مكاني وضعه په پام كې ولرئ: تاسې ولې دلته ياست؟ دلته څه كوئ او څه فعاليتونه لرئ؟ دغه ځاى ته ولې راغلي ياست؟ دلته كوم په زړه پوري شيان شته؟ دلته كوم مسايل د خلكو پاملرنه تاسو ته دراړوي؟ په دې برخه كې مو كومې تجربې درلودې؟ دا ځاى څنګه درته ښكاري؟ ياد شويو ټكو ته په پام سره به تاسې وكړاى شئ په دې موقعيت كې خپله وضعه تر كتنې لاندې ونيسئ. كله چې مو ځان تشخيص كړ، څرګنده ده چې وبه كړاى شئ د نورو په باب هم سوچ وكړئ. په دې توګه به دا ځواك لرئ چې بېلابېل مسايل مطرح كړئ، بيا به د پوښتنو په برخه كې هېڅ ستونزه نه لرئ. نو لومړى خپل موقعيت تشخيص كړئ بيا پوښتنې وكړئ. د نورو په باب فكر وكړئ، نه د ځان په باب: په زياتو برخو كې له نورو سره ځكه په اړيكو كې پاتې راځو، چې موږ د نورو پرځاى د ځان په باب سوچ كوو. دا ډول كسان پرځانونو مينان دي، دوى له ځانه پوښتي چې نور خلك يې په باب څه فكر كوي. دوى غواړي وپوهېږي چې نور خلك يې د چلند په برخه كې څه فكر كوي او داسې نور... غواړي د نورو خلكو نظر ځان ته څرګند كړي، چې نور خلك د ده پر كوم وضعيت سوچ كوي؟ ايا هغوى دى ناپوه، پوه، جذاب، يا د كركې وړ ګڼي؟ دا ډول سوچ سړى د نورو كسانو په باب له سوچ كولو راګرځوي. دغه ډول كسان له شا و خوا كسانو سره اړيكي نه شي ټينګولاى. يانې د نورو كسانو خبرې نه شي اورېدلاى او نه يې هم ليدلاى شي. كله چې تاسې نورو ته د احساس له مخې ګورئ، په حقيقت كې ورسره اړيكي ټينګوئ، يانې له ځان څخه ليرې كېږئ او په نورو پورې اړه پيدا كوئ. په بله وينا په ډېره زړورتيا سره مو ځان مطرح كړى دى، په دې وخت كې پرځان باور ترلاسه كوئ او وېره له ځانه شړئ، اوس نو له نورو سره په اسانۍ سره اړيكي ټينګولاى شئ. له نور وسره د اړيكو په دايره كې ننوځئ: كه تاسې د بهر په اړه سوچ وكړئ، وبه ګورئ چې د ويلو لپاره ډېر مطالب لرئ. د ساري په توګه كه تاسې د شپې لېسې كوم ټولګي ته تللي ياست او خبرې كوئ، كولاى شئ تر بحث لاندې موضوع د څنګ ټولګي چاپېريال ته وروكاږئ. د ښوونځي، د سيمې ټولنيز چاپېريال، نورو ټولګيو، د سيمې هوټلونو، سينماګانو او كلبونو ته هم خبره وغزوئ. په دې توګه وړاندې لاړ شئ، بېلابېل مسايل به مو په خبرو كې منعكس شي، لكه: ښار، د ټوليزو رسنيو وسايل، تفرېحګانې او د ښار ښكلي ځايونه. بله بېلګه: داسې فكر وكړئ چې د لومړي ځل لپاره يوه روغتيايي كلب ته بلل شوي ياست او هلته مو له چا سره د ليدنې ژمنه كړې، چې په منظم ډول به په ټولګي كې ګډون كوئ. په سيمه كې نور كسان هم شته، يو كس تاسو ته مخامخ ناست دى، تاسې غواړئ خبرې ورسره وكړئ، لومړى حركت دا دى چې ورته وګورئ او بيا له لېوالتيا ډكه موسكا وكړئ، چې دا له هغه سره اړيكو ته ستاسو مينه څرګندوي. بيا د ټولګي يا هم د هغه په اړه يوه لنډه پوښتنه وكړئ. مقابل كس هم همدا وضعه لري، غواړي چې د ټولګي د كار له كيفيت څخه خبر شي، نو ستاسو د خبرتياوو بدلون خامخا يو ځانګړى بهير لري، چې لاندې ورته اشاره كېږي [چې دوه كسان جان او ډان خبرې سره كوي]. ښاغلى دان: تاسو د شركت فورمه ډكه كړې ده؟ جان: ډېر وخت كېږي، د دې لوبې تمرين كوم، لږ څه پرمختګ مې هم په كې كړى دى. ډان: زه هم له دې لوبې سره مينه لرم، هره ورځ تمرين كوم، ايا تاسو هم دلته تمرين كړى دى؟ جان: ما تېر دوبى په دې كلب كې لمبا كوله، ډېر خوند به مې ورڅخه اخيست، ښوونكي ډېر ښه خلك وو، دلته له ډېرو نويو دوستانو سره هم اشنا شوم، بايد ووايم چې په دې برخه كې مې ډېر پرمختګ وكړ. ډان: مننه چې د كلب په اړه مو ښه معلومات راكړل، څرګنده خبره ده چې دا به ښه ټولګى وي، په هر حال زما نوم ډان دى. جان: څنګه ياست؟ ما د تنيس لوبه كړې ده. له ”دارت“ لوبې سره هم بلد يم. خو د راكټ بال لوبه مې ډېره خوښېږي، څومره خوند كوي زه د دې لوبې لپاره په يوه شريك او دوست پسې يم. هو رښتيا، تاسې ولې دې كلب ته راغلئ؟ ډان: ما د راكټ بال د لوبې ډېرې ستاينې اورېدلې وې، خو اصلي موخه مې دا وه چې دلته وكړاى شم، له نويو دوستانو سره اشنا شم. د تفرېح لپاره ډېر ښه ځاى دى، تاسې پوهېږئ چې په ”هغه“ هوټل كې ډوډۍ څنګه ده؟ زله دې موضوع سره ډېره مينه لرم! جان: ما د دې ځاى د خوړو ډېرې ستاينې اورېدلې دي. خو په خپله مې نه دي خوړلي. ډان: ښه! كه ډېره مينه ورسره لرې، راځه چې ويې ازمويو، خو ګوره چې دا ځل د خوړو پيسې زه وركوم! جان: بېخي سمه ده! كله چې مې كار پايته ورسېد، د سالون له دروازې سره زما و ستا وعده ده، چې سره غواړو به. ډان: سمه ده، د بيا ليدو په هيله. د ډان او جان په خبرو اترو كې څو ټكو ته اشاره شوې وه، په ټولګي كې د ګډون دليلونه، د دې كار تر پيل وړاندې د دواړو د تمرين سوابق، د كلب وضعه، خواړه، د خوړنځي سالون او اخر د دواړو د بيا ليدلو ژمنه. په دې خبرو اترو كې مو د معلوماتو تبادله په داسې بڼه هم لرلاى شوه، د ساري په توګه لاندېنۍ پوښتنې هم مطرح كېداى شوې: ¡ تاسو مخكې هم دا ډول غونډو كې ګډون كړى و؟ ¡ په داسې ټولنو كې كوم نور فعاليتونه كېږي؟ ¡ تاسې همدلته اوسئ؟ ¡ چېرې كار كوئ؟ ¡ په دې سيمه كې نور ښه هوټلونه هم درمعلوم دي؟ ¡ له كوم كار سره ډېره مينه لرې؟ ¡ د خپل فراغت وختونه څنګه تېروې؟ ¡ ايا غواړې چې زه او ته دواړه كله- كله سره وګورو؟ ¡ ايا زه مو تر كوره پورې ورسوم؟ دويمه كيلي د مقابل لوري د مينې وړ مسايلو كشفول: ديل كارنګي په خپل ” د دوستۍ لار“ نومي كتاب كې ويلي دي: ”كه موږ د خپل مقابل لوري د مينې او خوښې وړ موضوع كشف كړو، له هغو سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره به هېڅ ډول ستونزه نه لرو“. له مقابل لوري سره ”خوږ بنډار“ او د يو بل په اړه پوښتنې- ځوابونه تودې خبرې اترې زېږولاى شي. يانې دواړه غاړې به مينه ښيي. د وړ خبرو اترو لپاره د وړ چاپېريال جوړول، تمرين او هڅه غواړي. له نورو سره اړيكي ټينګول په هغو مهارتونو كې راځي، چې تاسې يې بايد په دې برخه كې ولرئ. خبرې مو بايد جذابې او په زړه پورې وي، تاسې بايد په دې تمه اقدام وكړئ، چې له مقابل لوري سره اړيكي ټينګ كړئ. كېدى شي دا اړيكي لنډمهالي وي، يا تلپاتي، يا هم تفرېحي! د داسې اړيكو د ټينګولو لپاره تاسې په لومړي ګام كې د مقابل لوري د مينې او لېوالتيا پوهېدو ته اړتيا لرئ. تر دې كشف وروسته خپله رايه مطرح كړئ، د خوښې كشف يوه ظريفه موضوع ده. كله چې مو دا كشف وكړ، بايد چې په اړه يې د خبرو اترو لپاره يو په زړه پورى چاپېريال رامنځته كړئ. وړاندې تردې چې دا كشف وكړئ، په لومړي ګام كې بايد څو پوښتنې وكړئ، يانې څېړنه وكړئ چې مقابل لورى له كومو مسايلو سره مينه لري، كله چې مو دا مسايل درك كړل، نور نو د خبرو اترو لپاره لار پرانيستل شوې ده. د ساري په توګه تاسو ته دا پته لګېږي، چې مقابل لورى خپل وخت څنګه تېروي، خپلې پيسې څنګه مصرفوي، فعاليتونه يې څنګه دي او كوم مسايل ورته ارزښت لري؟ پر دغو ټكو پوهېدنه د اړيكو په ټينګولو كې ډېره مرسته كوي. د مقابل لوري پر علايقو له پوهېدو سره- سره كولاى شئ ځان او مقابل كس ته ګډ هدفونه وټاكئ. خپلې تجربې او نظرونه ورسره شريك كړئ، خلك د بېلابېلو مسايلو په باب بېلابېل نظرونه لري، تر ټولو مهمه مسئله د دغو علايقو موندل دي، چې د اړيكو ټينګولو كې درسره مرسته كوي. په دې توګه له نورو كسانو سره د دوستۍ اړيكي ټينګولاى شئ. د مقابل لوري د خوښې وړ مسايل څنګه كشف كړو؟: كله چې يوې خونې ته ننوځئ، چې ځينې ناپېژندويه كسان ناست دي، ايا تاسې له ځان سره همدا واياست، چې له هغوى سره په هېڅ برخه كې كوم ګډون نه لرئ؟ زيات كسان ګومان كوي چې علايق او لېوالتيا يې يوازې په دوى پورې اړه لري او له نورو بېل دي. خو دا ناسمه ده، موږ نه شو كولاى چې له نورو څخه بېل واوسو، ځكه په يوه ټولنه كې ژوند كوو، ګډ دودونه، ګډ مذهب او اداب سره لرو، چې موږ يې سره تړلي يو. كله چې ګورئ مقابل لورى په زياتو مسايلو كې له تاسو سره ډېر ورته والى لري، ژر تر ژره ورڅخه كار واخلئ. يانې داسې پوښتنې ورڅخه وكړئ، چې ستاسو سره مينه پيدا كړي، كله چې د هغه د دوستۍ په برخه كې مثبت ځواب ترلاسه كړئ، پسې تعقيب يې كړئ، دا هېڅكله د ظاهري مينې مانا نه وركوي، تاسې واقعيت په پام كې ولرئ، په دې توګه به وكړاى شئ، چې د مقابل كس پام ځان ته راواړوئ او د اړيكو ټينګولو ته يې وهڅوئ. په ژوند كې ډېر داسې مسايل شته، چې خلك يې په وړاندې يو ډول احساسات او عواطف لري. د ساري په توګه لوبې، تفرېح، سپورټونه، كتاب، جامې او ګاڼې، دغه راز زيات نور مسايل چې د خلكو خوښ دي. له دې كبله پر همدغو موضوعګانو خبرې زياتو كسانو ته خوند وركوي، چې د اړيكو ټينګولو په برخه كې هم له كليدي مسايلو څخه ګڼل كېږي. له نورو سره د اړيكو په برخه كې له ځان او وخت سره سم يوه مسئله وټاكئ او په ډېر غور سره پر همدې مسئلې پوښتنې- ګروېږنې وكړئ. په دې توګه له نورو سره خپل اړيكي پياوړي كړئ او ژوند وروبخښئ، ډاډمن واوسئ تاسې به وكړاى شئ، چې د مقابل كس پام ځان ته راواړوئ. زيات كسان د خبرو په وخت كې د خپلو باطني علايقو په باب هم ډېر څه وايي. تاسې د هغوى د خبرو په وخت كې بايد حوصله او غور ولرئ او د هغوى علايق بايد كشف كړئ. وروسته داسې پوښتنې ورڅخه وكړئ چې څرګند او پرانيستي ځوابونه ولري. د غه راز له اړوندې مسئلې سره ستاسو لېوالتيا وښيي. خبرې مو بايد داسې وي چې مقابل لورى ستاسو په اړه فكر وكړي، چې له اړوندې موضوع سره مينه لرئ، ان چې تر ده ډېره لېوالتيا ورسره لرئ. د ساري په توګه د دې ډول پوښتنو د طرحه كولو په برخه كې وواياست: دا هغه مسئله ده چې ما يې په اړه ډېر فكر كړى دى. تاسو څنګه مينه ورسره پيدا كړه؟ او كه غواړئ چې اړيكي ورسره ټينګ كړئ، نو دا ډول پوښتنې وكړئ: تاسې دې موضوع ته په پام سره د خپل فراغت وخت څنګه تېروئ؟ د دې پوښتنې په مرسته هغه پوهوئ چې له دې موضوع سره مينه لرئ او غواړئ چې په دې اړه نورې خبرې هم واورئ. داسې فكر وكړئ چې مقابل لورى يو ښه بنډاري سړى دى او ستاسو دوستۍ ته لېوالتيا لري، پرته له دې چې تاسې خپله خوښه ورته څرګنده كړئ، ستاسو ملګرى كېږي. خو په دې وخت كې بايد تاسې هم ورته عمل ترسره كړئ، هغه ته څرګنده كړئ، چې له بحث وړ موضوع سره ځانګړې مينه لرئ. كله چې كومې مېلمستيا ته بلل كېږئ، تر تګ وړاندې بايد پر هغو مسايلو لږ غور وكړئ، چې هلته مطرح كېږي، پر دې هم سوچ وكړئ، چې هلته له نورو سره څنګه دوستي ټينګولاى شئ، يانې د خپل چلند په اړه هغه اټكلونه له ځان سره ولرئ، چې له هغوى سره څنګه چلند په كار دى، د دې تر څنګ له مينه ناكو كسانو سره څنګه چلند بايد وكړئ؟ له نورو سره په خبرو اترو كې ځان مينه ناك وښيئ: كله چې له چا سره خبرې كوئ، هڅه وكړئ چې د هغه له خبرو او نظرونو سره لېوالتيا څرګنده كړئ. دغه راز خپلې تجربې، د ځينو اړوندو پېښو نېټې، ځايونه او نورې ځانګړنې بيان كړئ. تاسې به وكړاى شئ چې مقابل لوري ته هم داسې زمينه برابره كړئ، چې پوښتنې درڅخه وكړي. كه له كومې موضوع سره ډېره مينه ښيئ، مقابل كس هم همدومره مينه ورښيي، موضوع به درسره وغزوي، كه مقابل كس په يوه اړونده موضوع كې ډېره معلومات ونه لري، خير دى، بيا هم تاسې هڅه وكړئ چې د اعتدال له حد څخه ونه وځئ. په خپلو خبرو كې هغو تخنيكونو او فني ټكو ته اشاره مه كوئ، چې مقابل كس نه ورباندې پوهېږي، هڅه وكړئ چې مطالب په ساده بڼه رامخې ته كړئ، خو له ډېرو دوديزو او ناكاره اصطلاحګانو څخه هم ډډه وكړئ، د مطلب له بېځايه تفسير څخه هم ځان وساتئ، ځكه چې مقابل لورى ستړى كوي. هغه مسايل هم مه مطرح كوئ چې فرعي دي او خبرې لا پسې اوږدوي، كه موضوع درڅخه اوږدېده، سم له لاسه يې غوڅه كړئ او اصلي مطلب ته راشئ. په خپلو تكراري او سره ورته خبرو سره مقابل لورى مه ستړى كوئ. له نورو سره خپل ګډ علايق كشف كړئ: زيات مهال ستاسو او د نورو د علايقو ډېره برخه سره ورته وي، چې ډېرو ته د حيرانۍ وړ خبره ده. په دغسې وضعه كې د دواړو اړيكو ته ښه زمينه برابره ده، بايد چې كار ځنې واخلي. كه دا ورته والى هرڅومره ډېر وي، د اړيكو ټينګول به هومره اسان او عمر به يې هم ډېر وي. ياد ساتئ، د خبرو اترو څرنګوالى (كيفيت) له شخصي تجربو سره نژدې اړيكي لري. څومره چې د يوه كس تجربې ډېرې وي، هومره ورته اړيكي ټينګول اسان وي. د نړۍ بېلابېلو برخو ته په بېلابېلو وسايلو سره سفرونه انسان ته ډېر پراخ معلومات وربخښي. ديل كارنګي په دې باب يو مطلب ليكلى، چې د پام وړ دى: ”د مقابل كس د ژوند تېر وخت ته پام وكړئ، وګورئ چې په كومو برخو كې بريالى پاتې شوى، وروسته داسې مسايل ياد كړئ چې هغه په همدې اړه خبرو ته وهڅوي، دغه كار به د دوستانه اړيكو ټينګولو ته ډېر ګټور تمام شي“. درېيمه كيلي د خبرتياوو ادلون- بدلون بايد په متوازنه اندازه ترسره شي: په بريمنو خبرو اترو كې بايد دواړه غاړې د اطلاعاتو د ادلون بدلون موازنې ته پام وكړي. بريمنه مكالمه د لوبې په شان ده، كله چې پنډوس (توپ- ګين) ستاسو په لاس كې دى، بايد چې د كارولو چل مو هم زده وي. كه ستاسو مقابل لورى هم په لوبه كې مهارت ولري، د فعاليتونو ټولګه به مو يوه په زړه پورې لوبه شي، يانې د خبرو اصلي لورى به مو اصلي بهير ته سم شي. ښې خبرې اترې، د ويلو او اورېدلو تر منځ د موازنې ساتل دي: خبرې اترې هغه مهال ګټورې تمامېدى شي، چې دواړې غاړې په مينه او لېوالتيا سره خبرې اترې وكړي او وايې وري، دغه راز هر كس خپل حد وپېژني. ځينې كسان د خپل مطلب بيانولو پر مهال ډېر تفصيل او ډېرې حاشيې وايي، دا ښه عادت نه دى، ځكله له مقابل لوري څخه لار وركوي او خواشينى به شي. بايد چې لومړى خپل مطلب په بشپړ ډول څرګند كړئ. كه مقابل لورى د مطلب له تفصيل سره مينه لري، نو جزئيات يې ورته وواياست، خو پام چې اصلي مطلب درڅخه ورك نه شي. په خبرو اترو كې بايد هر وخت د مطلب اصلي ټكي ياد شي. د پوښتنو او ځوابونو ترمنځ انډول وساتئ: كله چې يو مطلب بيانوئ، په حقيقت كې خپل مقابل لوري ته خبرتياوې وركوئ، دا خبرتياوې اندونه، عقيدې او پېښې دي، چې ويونكي يې په اړه خبرې كوي، دا ټولې خبرې بايد يو ځانګړى نظم ولري، چې مقابل كس راجلب كړي او هغه هم پر خپل وار وكړاى شي د همدې مطلب په اړه پوښتنې يا هم ځينې نورې زياتونې وكړي. په دې توګه به مو خبرې اترې جدي او په زړه پورې بڼه ومومي. تاسې به د خپلو خبرو په ترڅ كې وكړاى شئ، چې ډېرې خبرتياوې تبادله كړئ، په پاى كې به وګورئ چې تاسو هر يوه د بحث وړ موضوع په اړه ډېر معلومات ترلاسه كړي دي. دا لار د دوستانو ترمنځ د اړيكو ټينګولو طبيعي لار ده، په خبرو اترو كې يوازې د مقابل لوري د خبرو اورېدل ارزښت نه لري، ځكه د دوو كسانو ترمنځ د اړيكو ايجادول د هغوى ترمنځ د مطرح كېدونكو پوښتنو مطرح كول دي. يوازې د بل خبرو ته غوږ نيول سړى ستړى كوي، اورېدل ډېر ښه كار دى، خو د اړيكو ټينګولو لپاره نور شرايط هم مهم دي، چې هغه په خبرو اترو كې عملي ګډون، يانې پوښتنې او ځوابونه دي. كه يو كس ډېرې- خو مقابل لورى يې لږې خبرې كوي، د دوى ترمنځ به هېڅ ډول اړيكي ټينګ نه شي، ځكه د وينا او اورېدنې ترمنځ يې انډول نه دى ټينګ شوى. له شك پرته، په داسې شرايطو كې هغه كس چې لږې خبرې كوي، له دغو خبرو اترو څخه ناوړه برداشت لري، هڅه وكړئ چې د لنډو پوښتنو په مرسته خپل مقابل لورى خبرو او د عقيدې څرګندولو ته وهڅوئ، تل مو ياد وي د خپل مطلب په بيانولو كې يوازې متكلم نه شئ، د خبرو اورېدلو توازن مو هم هېر نه شي. څلورمه كيلي د اهميت وړ مطلب مطرح كړئ: هغه كسان چې خبرې درسره كوي، عموماً غواړي چې ستاسو په نظرونو او عقيدو پوه شي، نو د اړيكو ټينګولو لپاره غوره لار د هغو مطالبو طرحه كول دي، چې مينه ورسره لرئ. كېدى شي مذهبي، سياسي يا هم د ژوند روانې چارې وي. په هر حال، هڅه وكړئ د خپلې خوښې وړ مطلب په ښه توګه بيان كړئ، خپل احساسات او هغه ارزښت چې تاسې يې يوه مطلب ته وركوئ، په وړ ډول څرګند كړئ. كله چې تاسې د خپلې خوښې وړ موضوع په اړه خبرې كوئ، په حقيقت كې مقابل لورى ستاسو شخصيت پېژني، په هماغه حال كې د خبرو او اړيكو لپاره وړ زمينې برابرېږي. د ژوند په اړه ستاسو نظر، پېښې، ستاسو د خوښې وړ شيان او د راتلونكي په اړه مو اند، بېلابېلې موضوعګانې دي، چې دا هره يوه د مقابل كس په ذهن كې هم سلګونو پوښتنې پيدا كولاى شي. په دې توګه ستاسو شخصيت ته په ټولنيز چاپېريال كې ارزښت وربخښي. كېدى شي دا تصور وكړئ چې په خبرو اترو كې د لنډو پوښتنو طرحه كولو ته اړتيا نه شته او هسې بېځايه كار دى، حال دا چې داسې نه ده، ځكه زياتې لنډې پوښتنې د اوږدو خبرو اترو لپاره زمينه برابروي. د خپلو مطالبو په بيانولو كې رښتينولي ولرئ، په دې توګه به مقابل لورى درباندې باور كوي او هغوى به هم خپل مطلب له پردې پرته درته ووايي. په پايله كې به دواړې غاړې يو بل ښه سره وپېژني. كله چې له نورو سره خپل فكرونه شريك كړئ، ځان يو اورېدونكى وګڼئ، چې له كومو مطالبو اورېدلو سره مينه لرئ، ستاسو خبرې بايد ساده، سيده، ترتيب شوې او منظمې وي. كله چې مقابل كس خبرې كوي، خبرو ته يې غوږ ونيسئ، كله چې وار ستاسو شو، هغه به هم هماغسې په غور سره ستاسو خبرې اوري. احتياط وكړئ، كله چې خبرې كوي، خبرې يې مه ورغوڅوئ، كه كومه كيسه كوي، تاسې يې مخكې له مخكې پاى مه واياست، له مقابل لوري څخه داسې څه مه پوښتئ چې هغه يې نه شي ځوابولاى. خپل رازونه هم نورو ته مه واياست، په ځانګړې توګه كله چې له چا سره ډېر خصوصي نه ياست. د رازونو د څرګندولو وخت به هم راشي، خو تر هغه وخته پورې صبر وكړئ، له نورو سره رښتيني واوسئ. پنځمه كيلي د بحث وړ موضوع، په وړ وخت كې بدله كړئ: په وړ وخت كې د موضوع بدلول د اړيكو په ټينګولو كې ډېره مرسته كوي، كه يوه موضوع تر حد ډېره وغزوئ، سړى ستړى كوي. د اړيكو د ښه ټينګېدو لپاره په وړ وخت كې موضوع بدله كړئ، په خبرو كې د مرغۍ په شان له يوې څانګې څخه بلې ته مه ټوپ كوئ، په هغه ځاى كې چې ښايي، پر يوې مشخصې موضوع تم شئ او تفصيل يې هم وواياست، خو بايد هڅه مو دا وي چې د خبرو لړۍ له لاسه ورنه كړئ. په پېرودنه او رانيونه كې بايد پلورونكى تل د خپل مشتري خوښه په پام كې ونيسي، نو پلورونكي بايد دا خبرتيا ولري. يانې په بشپړتيا سره په خپل كار كې بوخت وي. كله چې د ډوډۍ لپاره مېز ته ناست ياست، د كوربه د خوړو ستاينه ولرئ، كه كوربه مو كوم هنرمند يا ليكوال وي او د پخلي په باب ليكلي كتابونه لري، بس همدا موضوع مطرح كړئ. كه ليكوال وي ورته وواياست چې تاسو يې اثار كتلي او خوند مو ورڅخه اخيستى دى، په دې اړه نور معلومات ورڅخه وغواړئ. كه د كوربه په اړه ډېر معلومات نه لرئ، غلي شئ، كله چې كوم مطلب مطرح شي، وروسته بيا له خپلې پوهې سره سم د اړوند مطلب په باب نظر وركړئ، تاسې كولاى شئ په دې برخه كې وړ پوښتنې هم وكړئ. د مطلب په بهير كې تر هغه ځايه چې ښايي څرګندونې وكړئ، خو پام مو وي چې خبرې مو بايد ستاسو ځانغوښتنه ونه ښيي. كه مقابل لورى له سمندري سفرونو سره مينه لري، تاسې په همدې اړه پوښتنې وكړئ او د سمندري سفر ښېګڼې بيان كړئ د دې لپاره چې موضوع ته بدلون وركړئ، يوه نوې پوښتنه وكړئ. د ساري په توګه وواياست چې تاسو هم له سمندري سفرونو سره مينه درلوده، تاسو كومو ځايونو ته سفرونه كړي؟ كله؟ د څه لپاره؟ د سوداګرۍ، كه تفرېح لپاره؟ دا هره پوښتنه كولاى شي د يوې موضوع لپاره زمينه برابره كړي. دا هره پوښتنه پرانيستى ځواب لري، د خبرو د دوام لپاره له دغه ډول پوښتنو څخه كار واخلئ، يانې په دې توګه مقابل كس خبرو ته وهڅوئ. كېدى شي كله- كله د يوه مطلب د لا څرګندتيا لپاره ځينې توضېحات هم وركړئ، نو په ډېر ادب سره وواياست: ”بخښنه غواړم د لنډ وخت لپاره غواړم موضوع بدله كړم.“ بيا په بيړه خپل مطلب وواياست، وروسته بيا بېرته اصلي مطلب ته ستانه شئ. هڅه وكړئ چې خبرې مو ځانګړى چورليځ (محور) ولري او خبرې مو له همدغه چورليځ څخه بهر مطرح نه شي. يانې پر موضوع تمركز ولري. كه نه خبرې به مو پاشلې او له مقصد څخه تشې وي، كه ستاسو كومې پوښتنې ته مقابل كس ځواب درنه كړ، دا دا مانا وركوي، چې له دې موضوع سره مينه نه لري. نو خپلې خبرې لنډې كړئ. خپلې پوښتنې په احساس سره مطرح كړئ، خو د موضوع د بدلون لپاره تيارى ولرئ، په وړ وخت كې دا اقدام وكړئ. اجازه راكړه چې موضوع بدله كړم: كله چې مو د كومې پوښتنې په وړاندې د مقابل لوري ځواب لنډ، بې ارتباطه او منفي و، كه چېرې په يوه غوڼده يا د خلكو په منځ كې وئ، زيات ټينګار مه كوئ، ځكه دا كار مو شا و خوا خلك ستړي كوي. د ساري په توګه كه څوك يو مطلب مطرح كوي، يا هم غواړي كومه ټوكه وكړي، تاسې بايد په ډېره تونده لهجه ونه واياست، چې له دې مطلب سره مينه نه لرئ، يا هم له هغې ټوكې سره ډېره مينه مه ښيئ. په دې وخت كې كولاى شئ ووايئ، چې: د دې مطلب د مطرح كولو پرځاى به پر پلانۍ موضوع خبرې وكړو، البته زه بخښنه هم غواړم. دا اقدام مو چې د يوه وړانديز بڼه لري، موضوع بل لوري ته اړوي. تاسې به وكړاى شئ چې نوې موضوع تعقيب كړئ او د پرانيستو پوښتنو په مرسته له مقابل لوري سره دوستانه اړيكي ټينګ كړئ. لكه وړاندې هم چې وويل شول، منفي ځوابونه د دواړو غاړو د خبرو ارتباط خرابوي او هم خبرې غوڅوي. د مقابل كس خبرې په غور سره واورئ او د خبرو اصلي ټكو ته پام ساتئ: د مقابل لوري خبرو، د خبرو اصلي ټكو، پېښو او څرګندونو ته غوږ ونيسئ، تاسې د خپل دغه غوږ نيولو په مرسته مقابل لوري ته دا ثابتوئ چې له اړوندې موضوع سره ډېره مينه لرئ، بله دا چې كولاى شئ د خبرو موضوع كنټرول كړئ، يانې د مطلب جزئيات ذهن ته وسپارئ. په دې توګه ستاسو دواړو غاړو ترمنځ به غوره ارتباط ټينګ شي. تاسې به د خبرو پر دوام واكمن شئ. شپږمه كيلي د مقابل كس لېوالتيا وڅېړئ: داسې وګڼئ چې تاسو په لومړۍ كتنه كې له داسې كس سره خبرې وكړې، چې بد مو ورڅخه راځي، بايد په غوڅ ډول يې پرې نه ږدئ، بلكې خپل ځان بايد په دې قانع كړئ، چې مينه ورسره وكړئ. له هغه سره د اړيكو ټينګولو لپاره داسې ټكي ولټوئ چې ستاسو ترمنځ مشترك وي. د دوى ترمنځ ګډ ټكي ډېر دي. يو اړخ يې مطرح كړئ، مقابل كس مو حتماً خبرې اوري. مهمه دا ده تاسې خپل مقابل لوري ته دا ثابته كړئ چې له هغه سره د اړيكو مينه وال ياست. د ساري په توګه كه تاسو كوم وخت مسافرت درلود او دغه ملګرى هم درسره و، كه كوم ځاى تم شوي او په ګډه اوسېدلي ياست، په وړ وخت كې په همدې اړه خپل مطلب مطرح كړئ. د ساري په توګه وواياست: ما يو څه وخت هورې ژوند كړى، يا: هلته يوه ښوونځي ته تلم، يا: راروانه مياشت بيا هغه ځاى ته ورروان يم. د دې مطلب مطرح كول دا مانا وركوي چې تاسې له مقابل لوري سره ګډ ټكي لرئ او كولاى شئ اړيكي ورسره ټينګ كړئ. د وينا او چلند د ژبې په كارولو سره كولاى شئ چې له مقابل لوري سره اړيكي ونيسئ. د خبرو په منځ- منځ كې به وكړاى شئ چې د هغه او ځان ترمنځ ګډ احساسات او تصور تشخيص كړئ. كنه، اړيكي به مو له ستونزو سره مخ شي. په هر ارتباط كې تر ټولو مهمه مسئله د دواړو غاړو ترمنځ د ګډو ټكو تشخيصول دي، چې له خلكو سره ډېره مرسته كوي. كله چې مو خبرې ورسره پيل كړې، د موضوع په اړه د خپلو تجربو په باب بحث وكړئ او له هغه څخه هم هيله وكړئ چې په دې اړه خپل معلومات دركړي. لهجه مو بايد د منلو وړ وي، يانې هغه مو د خبرو هركلى وكړي، ويې هڅوئ چې خپلو خبرو ته دوام وركړي، ستاسو لنډ ځوابونه د هغه په هڅونه كې ډېر مهم رول لري. د ساري په توګه: ډېر عالي! زه هم له دې مسايلو سره مينه لرم! زه هم درسره په يوه نظر يم! په دې توګه به وكړاى شئ چې د ځان او هغه ترمنځ د اړيكو يو پول جوړ كړئ. له نورو سره مو د اړيكو ثبات او ټينګښت د دغو پيلولو په څومره والي پورې اړه لري. كله چې له چا سره ګورئ، هڅه وكړئ چې د خپلو احساساتو او عواطفو ګډ ټكي مو پيدا كړئ، په دې برخه كې له بېلابېلو تورو او ټكو څخه كار واخلئ. تاسې به يو بل سره وپېژنئ، كله چې دا پېژندنه بشپړه شوه، تاسې به د بيا كتلو مينه وال شئ، په پايله كې به د دواړو ترمنځ د مينې او لېوالتيا مزي وغزېږي او پردي كسان به مو ښه دوستان شيw دا لړۍ په کتابي بڼه چاپ شوه (پاى) | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:41 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
روغتيا او اقتصاد | ||||
w استاد سيدقياس سعيدي، ننګرهار
روغتيا او اقتصاد د اسلام سپېڅلى دين د اخروي نېكمرغيو تر څنګ د نړۍ د ژوند د ټولو اړخونو لپاره بشپړ او هراړخيز قوانين لري. اسلام موږ ته له نورو نېكو لارښوونو سره- سره په ژوند كې د اعتدال او منځلارۍ درس هم راكوي او لارښوونه كوي، چې بايد منځلارتوب وكړو. د لوى خداى لارښوونه ده چې: ژباړه: ”او منځلارى واوسه! په خپل تګ كې (يانې مه ډېر ګړندى واوسه، نه ډېر ورو) او خپل غږ ورو كړه“. د لقماه سورې، ۱۹ايات. يانې عاجزي، اعتدال او منځنى حالت ځان ته غوره كړه. بې له اړتيا خبرې مه كوه! د خبرو پر مهال له اړتيا پرته چيغې مه وهه! د اسلام لارښوونه ده چې په چاو كې منځنى حد غوره كړئ. اسلام په بېځايه او نامعقولو كارونو كې مالي لګښت او زياتى منع كړى دى. متعال خداى، بېځايه لګښت كوونكي د سرغړوونكي او ناشكره شيطان وروڼه ګڼلي دي. همدغه ډول اسلام بدني روغتيا ته ځانګړې پاملرنه او لېوالتيا لري او وايي چې غښتلى مسلمان تر كمزوري مسلمان غوره او بهتر دى. روغتيا چې د الله Y له غوره نعمتونو څخه ده، پر ځاى ده چې ساتنه او پالنه يې وشي، دغه راز يې مننه پرځاى شي. رسول كريمr وايي: ”څوك چې په روغ صورت له خوبه راپاڅي او د ورځې په اوږدو كې يې ځان په امان كې وي او د هماغې ورځې روزي هم ولري، داسې ده لكه ټوله دنيا چې د ده وي“. په نشه يي توكو باندې روږدتوب، د ناوړه كارونو د رامنځته كېدو لامل كېږي. لكه ډار، د مسووليت نه احساسول، د ارادې كمزوري او نور بدني او عقلي زيانونه، لكه د روغتيا له منځه تلل، لېونتوب راوستل، د حافظې كمزوري او نور اقتصادي او رواني زيانونه. د اروپا او امريكا د قيقو شمېرنو ښوولې ده- هغه عايد چې د تنباكو د كښت او ماليې له دركه حكومتونو ته په لاس ورځي، څو ځله تر هغو لګښتونو لږ دى، چې له سګرېټو څخه د رامنځته شويو ناروغيو په درملنه لګېږي. له شك پرته چې دخانيات له اقتصادي پلوه ډېر بډاى هېوادونه هم زيانمنوي. د بېلګې په ډول په بريتانيا كې د دخانياتو له امله د رامنځته شويو ناروغيو له كبله د هغه هېواد د كارګرانو غيابت زښت زيات پېښېږي، چې له دې دركه د هغه هېواد اقتصاد ته ډېر زيان رسېږي. څرنګه چې دخانيات د ناروغيو لامل كېږي او ناروغ شخص كار نه شي كولاى، نو ځكه د كار د دې ځنډ له امله ملي اقتصاد ته زيان رسېږي او د دې ورځو شمېر چې د دخانياتو له كبله په ناروغيو اخته كسان له كار او دندې څخه پاتې كېږي، مليونونو ته رسېږي، دا پر هغو لګښتونو سربېره چې د نشه يي توكو پر پېردولو او د ناروغ پر درملنه لګېږي او يا ورته اړتيا وي، په دې كې وګړنيز اقتصاد هم زيانمنېږي، ځكه چې د نشه يي توكو د پېرودنې او د ناروغۍ په صورت كې د شخص زياته اندازه پيسې پر درملنې لګېږي. دغه وګړنيز اقتصاد او كورني لګښتونه د نشه يي توكو له كبله د وګړي او كورنۍ د غړو د كړاو او ان تر دې چې له منځه تلو لامل كېږي، چې دا په خپله يوه ګناه هم ده، لكه د خداى رسولr چې وايي: ”د يوه شخص لپاره همدومره ګناه بس ده، چې د خپلې كورنۍ نفقه خوړونكي له منځه يوسي“. كه موږ هغو كسانو ته چې په چرسو او نشه يي توكو روږدي وي، نظر واچوو، د هغو اغېز په څرګند ډول ليدى شو، ځكه چې دا كسان نژدې- ليرې او ليرې نژدې ويني او هم د غيرواقعي چارو په خيالونو كې ډوب وي. دغه ډول خلك معمولاً قهرجن او امرانه خويونه لري، كه په جومات كې حاضر وي، نو چيغې به يې جوړې كړې وي، چې الكه وخت پوره دى او تر ملا امام به دوى مخكې وايي، چې صفونه سره سم كړئ، كه د سورليو په موټر كې ناست وي، داسې تود سياسي بحث او كيسې به يې پيل كړې وي، ته به وايې چې دغه دى د جمهور رئيس وياند. دغه ډول خلك تل د نورو سپكه او اهانت خپل عادت ګرځوي او ځان ورته تل سپېڅلى ښكاروي، كه څوك ورته د نيوكې ګوته ونيسي، نو سم له لاسه په خپله خبره منكر وي او قسمونه به پيل كړي، ناست كسان هم خپل ګواهان نيسي او ورته وايي چې تاسې ووايئ چې ايا ما داسې څه ويلي دي؟؟! چې ته ورته په قهر شې نو داسې غلى شي، چې بيا ستا هم پرې زړه سوځي او تا ته هم معصوم برېښي او دا ټول ځكه چې دوى د ارادې كمزوري لري او څه چې وايي پر هغه نه پوهېږي. تل بې ارادې غږېږي، نو ځكه چې كله بند راشي بيا وايي چې نشه يي سړى، نه سړى، ”له موږ ګيله مه كوئ. موږ په زړه كې خبره نه شو ساتلاى“. دوى هېڅكله ذهني استقرار نه لري، بس بدلېږي رابدلېږي او د هرې غونډې رياست يې په لاس كې وي او په اصطلاح له ځانه يې د مجلس مالګه جوړه كړې وي. همدغه راز ملاريا زياتره په تود او باراني موسم كې چې د كرنې او درمندونو راټولولو وخت وي، خلك اخته كوي او په دې ډول سره د بزګرانو عايد راټيټوي. څېړنو ښودلې ده، چې ملاريا وهلې كورنۍ د نورو كورنيو په پرتله د حاصلاتو يوازې په سلو كې ۴۰ راټولولاى شي. افريقا د ملاريا د مستقيمو او نامستقيمو لګښتونو له امله په بليونونو ډالره زيانمنېږي. كېدى شي چې د دې زيانونو د يوې برخې په وسيله ملاريا تر كنټرول لاندې راوړل شي، شراب يا الكولي مشروبات هم لوى خطرونه لري، په ځانګړې توګه كه څوك تل هغه وڅښي. ځكه چې د عصبي او هضمي جهاز لپاره زيات زيان لري او پر خلكو ناوړه- منفي اغېز كوي. د هغوى څښونكي په ډول- ډول ناروغيو لكه: د زړه، معدې، ځيګر، اعصابو او نورو ناروغيو اخته كوي او په دې كې هېڅ شك نه شته، د اسلام لارښوونه ده چې په شرابو كې د هېڅ ډول ناروغۍ لپاره هېڅ ډول شفا نه شته، بلكې هغه په خپله درد او ناروغي ده. اوس په نړۍ كې پر دې ټينګار كېږي، چې روغتيايي څارنې او روغتيايي خدمتونه هم اغېزناك وي او هم ارزانه، د بېلګې په ډول: پخوا هر كال په نړۍ كې د نسناستې او ورڅخه د رامنځته شوي ډيهايډرېشن څخه ۴۰ مليونه تر ۵ كلونو كم عمره كوچنيان مړه كېدل، خو د خولې له لورې د مايعاتو د درملنې (O.R.T) د ستراتيژۍ په كارولو سره چې ډېره ارزانه ده، په كال كې په دغو مړينو كې يو مليون كموالى راغلى دى. يا كه موږ ووينو چې د مور په شيدو د ماشوم تغذيه نن سبا ډېره تر بحث لاندې ده، لامل يې دا دى چې د مور شيدې ډېرې پاكې دي او د هغو لګښتونو مخه نيسي، چې د مصنوعي شيدو پر اخيستلو لګېږي، څو بېلګو ته به ځير شو: ¡ په يوګندا كې د يوه ماشوم د مصنوعي شيدو كلنى لګښت د يوې كليوالي كورنۍ له كلني عايد څخه زيات دى. ¡ په پيرو كې د مصنوعي شيدو لګښټ د ټول نفوس د نيمايي كلني عايد په كچه دى. ¡ په ويټنام كې د يوه ماشوم د يوه كال مصنوعي شيدو لګښت ۲۵۷ ډالره دى او د دغه هېواد د سرانه كلي عايد اندازه ۳۲۰ ډالره كېږي. ¡ په پاكستان كې په ۱۹۹۶ كال كې ۴۴ مليونه ډالره د مصنوعي شيدو لګښتونه شوي وو. ¡ يوه روغتون د مور د شيدو په مرسته د تغذيې له لارې، يو لك ډالره سپما كړې وه او دا ښيي چې اقتصادي نوښتونه د روغتيايي خدمتونو د اغېز او ارزانۍ لامل كېدى شي. وايي چې پوره او بشپړ عقل په روغ بدن كې وي، روغ او بشپړ عقل له پوره پوهې سره يوځاى د مهارتونو د زياتوالي لامل ګرځي. په داسې حال كې چې روغ بدن د خوړو د ډول او اندازې، د معالجوي طب د وسايلو په شتوالي او د وقايوي طب د امكاناتو تابع وي، خو تر ډېره وخته د پرمختيايي هېوادونو او حكومتونو ان تر دې چې د اقتصادي پرمختيا پوهانو دې علت ته لږه پاملرنه كوله او د روغتيا لګښتونه يې يوازې د دولت په بودجوي امكاناتو پورې تړلي وو، چې د هغې آر جز نه شمېرل كېده. په دې وروستيو وختونو كې روغتيا ته د دغو هېوادونو مخ پر زياتېدونكې پاملرنې په باب لږ تر لږه بايد د هغې پر علت پوه شو. هغه دا چې په اقتصادي پرمختيا كې روغتيايي لګښتونه چې په بشري ځواك كې د پانګونې په توګه پېژندل شوي، د پرمختيايي اقتصاد او روغتيا ترمنځ يوه دوه اړخيزه اړيكه شته، د دې لپاره ځينې اقتصادپوهان فكر كوي چې اقتصادي پرمختيا خپله د روغتيايي حالت د ښه والي لامل ګرځي. خو يوشمېر پوهان بيا په دې اند دي چې اقتصادي پرمختيا ته انتظار كول چې د روغتيا د ښه والي لامل شي، دا په دې مانا ده چې وخت له لاسه ووځي او بايد همدا اوس د وقايوي او معالجوي طب پر پراختيا لاس پورې شي. دغه موخه البته د تغذيې، د وقايوي طب، چاپېريال او شخصي پاكوالي د پروګرامونو له لورې لاسته راتلاى شي او د دې پروګرامونو لګښتونه، د معالجوي طب لګښتونو ته په پام سره لږ او اغېزې يې د توليد پر زياتوالي او پرمختيا چټكې دي. د دې ګروهې مخالف داسې وايي چې په يوه هېواد كې روغتيايي حالت د عايد په كچې پورې تړلى دى او ځانګړي روغتيايي پروګرامونه په يوه نامناسب فزيكي او ټولنيز چاپېريال كې پايلې منځته نه شي راوړلاى. راځئ وڅېړو چې د روغتيا او پرمختيا ترمنځ څه اړيكه شته؟ او وګورو چې څنګ | ||||
