سرليکنه | ||||
د ليندۍ يوولسمه، د ملي ماتم ورځ د نړۍ او طبيعت قوانين كه د بدلېدو او له سره د بيا نوي كېدو وړ دي، الهي قوانين او حكمونه بيا هغه ثابتې قاعدې او افادې دي، چې بدلون او په كې لاسوهنه د انسان تر وس وتلې خبره ده. انسان كولاى شي د خپل برخليك ډېرې ليكلې برخې بدلې كړي، خو له هغو حكمونو څخه سرغړاوى نه شي كولاى، چې موږ ته په اسلام كې خوندي دي. انسانان به خامخا د مرګ خوند څكي او په دې برخه كې بله لار نه شته. څوك توانېدلى چې د مرګ مخه ونيسي؟ هېڅوك!! خو كله- كله بيا دې مرګ داسې سترې سټې او سترې هيلې له موږ اخلي، چې بديل نه ورته لرو، څوك به دا اټكل وكړي، چې په روانه پېړۍ كې به بل علامه رشاد بابا ولرو؟ زموږ لپاره خو د ليندۍ يوولسمه نېټه د ملي ماتم توره ورځ ده چې ټول افغان ولس يې دردولى دى. ارواښاد علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد بابا زموږ د اوسنۍ زمانې هغه ستره او بېسارې هستي وه، چې راپاتې كارونه او هڅې به يې د نسلونو پر ژوند او فكرونو واكمني كوي. ده د خپل ژوند اويا كاله د دې خوار، كړېدلي او ځورېدلي افغان ملت چوپړ ته ځانګړي كړل. پنډ- پنډ كتابونه يې وليكل، خو له چا يې د يوې افغانۍ تمه هم ونه كړه. په زرګونو شاګردان يې وروزل، خو له يوه يې هم مادي غوښتنه نه درلوده، ښه په نره يې په سياست كې ونډه واخيستله، خو يوه ذره درغلي يې هم ونه كړه. نو دا ډول يوه ستره هستي، د نفس د غرور خاوند او عظيم شخصيت به په اوسنۍ زمانه كې بل ولرو؟ له شك پرته چې په اوس مهال كې يې بديل نه شته. د استاد لارښوونې راپاتې دي، چې موږ به يې عملي كوو، موږ ټول به د استاد لاره تعقيبوو، لارښوونو ته به يې عملي بڼه وركړو، هر ملي او افغاني ارمان به يې ورپوره كړو، ځكه چې استاد بابا يوازې د ځان لپاره ژوند ونه كړ، هغه د ټول ملت لپاره ژوند وكړ او د دې هېواد او سيمې هر اوسېدونكى به يې درناوى كوي. استاد د ولسمشرانو او نورو جګپوړو چارواكو پروا هم نه لرله، په نره يې د خپل ملي سياست لار غوره كوله، تل يې د حقايقو پلوي كړې او هېڅكله يې هم د ملي ګټو خلاف يوه ذره هڅه هم نه ده كړې، همدا وجه ده چې په ټوله نړۍ كې افغان فرهنګيان او قلموال د استاد پر مړينه سخت خواشيني دي او د وير اوښكې تويوي. نو ځكه به استاد يوازې د همدې ولس په زړونو كې ژوند كوي، هغه څوك چې د ملت په زړه كې د تلپاتي ژوند له نعمت څخه برخمن شي، هغه هېڅكله هم نه دى مړ. موږ له دولت څخه په ټينګه غوښتنه كوو، چې د استاد راپاتې اثار دې چاپ كړي، د هغه په نامه دې يوه اكاډمي ونوموي او د هغه په ياد دې شاندارې غونډې جوړې كړي. د هوسۍ مجلې اداره د استاد له درنې كورنۍ سره بشپړه خواخوږي څرګندوي، عقيدتمندانو، مينه والو، شاګردانو او خپل خپلوانو ته يې د صبر غوښتونكې ده. د استاد د ملي سياست پر لار به ګامونه اخلو الله دې دى جنتي كړي امين يا رب العالمين | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:4 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
Editorial: A National anxiety day All the natural and global rules are easy to change, but the rules and orders of almighty Allah are stable and no one can change them. For instance, the death of every la alive create is a interject able reduce every body is facing with it. Some times we lose some great and such persons, whose example is difficult to find, No body can say, should we have another Prof. Rashad Baba in this country? Fro. Rashad was such a great and comparable face direction will bright the memories and way of futures generation. He soured for poor and stricken Afghan nation, and he create bundles of works except any kind of physical benefit. He trained thousand of students during his 40 years teaching in Fro. Rashad also took part in policies but he didn't fronded any fiber. For us, is it possible to have an example of him? No, exactly no. We would not have his example at present. So, we must told his idea and directions, because he was not living to yet. He was living to serve. He was always telling and love truth. Fro. Abdul Shakoor Rashad is just physically died, his knowledge will be shining in the hearts of every sensual Afghan. From the Hosey's editor office is sorry for the death of Fro. Rashad and deeply spares sympathy with his family and relatives. Best wishes | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:3 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د علامه رشاد لنډ ژوندليک | ||||
د علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد لنډ ژوندليك
[هغه انسان چې په سرلوړۍ سره يې ژوند وكړ او په مېړانه ومړ]
”هېواد پر هر چا ګران دى او له هغه سره مينه لري، خو ما ايمان پر راوړى...“ علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د ۱۳۰۰ل كال د لړم پر ۲۳مه نېټه د كندهار ښار، بابړو كوڅې په يوې درنې كورنۍ كې زوكړ. پلار يې ارواښاد عبدالغفورخان نومېده، چې د استاد په روزنه او پالنه كې يې ډېره مهمه ونډه لرله.په خپله يو علمدوست انسان و، چې پر علامه رشاد يې هم پام و. خو استاد رشاد لا ۱۳ كلن و، چې د پلار دروند او بركتي سيورى يې له سره ليرې شو، ده د ژوند ستونزو ته ځان ورنه كړ. په ۱۹۳۳م/۱۳۱۱ل كال له ښوونځي څخه په لومړۍ درجه فارغ شو، چې په ۱۳ كلنۍ كې يې د ښوونكي په توګه دنده پيل كړه، خلكو به ورته ”كوچنى معلم“ وايه، ځكه زيات شاګردان به يې تر ده مشران وو. په ۱۹۴۶م/ ۱۳۲۴ل كال د كندهار انتخابي ټولنې رئيس او يو كال وروسته د كندهار ښاروال مرستيال شو، چې په همدې وخت كې هندوستان ته لاړ، هلته يې ګڼې څېړنې وكړې، پر همدې مهال يې ځينې مهم كتابونه وليكل، لكه: لودي پښتانه، چې ۴۲۰ مخونه لري او سوري پښتانه چې د استاد له ارزښتمنو اثارو څخه ګڼل كېږي. په هند كې يې هندۍ ژبې او دېوانګري ليكدود، تر څنګ يې لرغونې سانسكرېټ او انګرېزۍ ژبې زده كړې. په ۱۹۵۲م/ ۱۳۳۰ل كال د ويښو ځلميانو غړى شو. په ۱۹۵۸م/ ۱۳۳۶ل كال د پښتو ټولنې مسلكي غړى او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد شو. په ۱۹۶۱م/ ۱۳۳۹ل كال د پخواني شوروي اتحاد د سنټ پټرزبورګ ښار د ختيځپوهنې انستيتوت ته د پښتو ژبې د استاد په توګه ولېږل شو، خو دوه نيم كاله وروسته بېرته خپل هېواد ته راغى، چې د ۱۹۷۸م/ ۱۳۵۶ل كال تر پېښو او حالاتو وروسته تقاعد شو. بيا يې هم له علومو اكاډمۍ، پوهنتون او نورو پوهنيزو ټولنو سره خپل اړيكي پالل. استاد خپل لومړنى شعر په ديارلس كلنۍ كې ويلى، خو د لومړي ځل لپاره يې يو شعر په ۱۹۳۸م/ ۱۳۱۶ل كال او لومړنۍ څېړنيزه ليكنه يې په ۱۹۴۱م/ ۱۳۱۹ل كال په (طلوع افغان) كې خپاره شوي دي. استاد جاپان، هند، پاكستان، يمن، امريكا، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته سفرونه كړي، خو د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې د جګړو په سختو كلونو كې همدلته په كابل كې اوسېده، چې خپل هېواد او هېوادوال يې يوازې پرې نه ښودل. حال دا چې د نړۍ هر هېواد ته يې د سفر كولو او په كې د استوګنې امكانات لرل. د ده د خولې وينا ده: ”هېواد پر هر چا ګران دى او له هغه سره مينه لري، خو ما ايمان پر راوړى، كه مرم همدلته به يم او كه ژوندى هم، دلته به يم“. ارواښاد علامه په پاړسۍ، عربي، اردو، هندۍ، جاپانۍ، انګرېزۍ، روسۍ او سانسكرېټ ژبو پوهېده. پر پښتو سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كې هم شاعري كړې، تر دې مهاله يې ۳۶ اثاره خپاره شوي، خو د ۶۹ په شا و خوا كې اثار يې لا ناچاپه پراته دي. ځينې مهم چاپ اثار يې دا دي: لودي پښتانه، ډيلي د پښتنو په وخت كې، د يوولسم ټولګي پښتو قرائت، د دوولسم ټولګي پښتو قرائت، د امير خسرو دهلوي هندي شاعري او نور... دغه راز يې ځينې ناچاپ اثار په دې ډول دي: پښتانه شعراء په اردو كې، پښتانه شعراء په فارسي كې، د كندهار زيارتونه، د احمدشاهي عصر نوميالي، پښتانه مشاهير، ۲۰۰۰ روسي متلونه په پښتو ژبه او نور... درانه استاد د ليكنو تر څنګ ګڼې ژباړې هم كړې دي، چې ځينې اثار يې خپاره شوي او ګڼ نور يې ناچاپه پراته دي. استاد هغه زړور سياستوال و، چې هېڅ وخت يې هم له چا وېره نه كوله، هر وخت به يې د خپلو ملي ارمانونو په رڼا كې خپل ملي سياست چلاوه، چې ان د ولسمشرانو پروا يې هم نه ساتله. تېر كال د ۱۳۸۲ل كال د مرغومي (جدي) پر ۲۹ مه نېټه په جلال باد كې يوه غونډه بلل شوې وه، چې د (علامه) په لقب يې ونوماوه. سره له دې چې استاد له ګڼو روغتيايي ستونزو سره لاس و ګرېوان و، خو بيا يې هم خپل زيات شاګردان او دوستان له خپلو عالمانه څرګندونو څخه نه محرومول. د خپل ژوند تر ۷۰ زيات كلونه يې د دې هېواد صادقانه خدمت ته ځانګړي كړل، چې ملت به يې دا خواري او دا ملي خدمتونه نه هېروي. استاد د ۱۳۸۳ل كال د ليندۍ (قوس) پر يوولسمه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كې د ماسپښين پر دوولس نيمو بجو د زړه د ناروغۍ له كبله له خپل څښتنج سره خپله وروستۍ ژمنه پوره كړه. اروا دې يې ښاده وي | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:2 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
ژوند هغه دى، چې د نورو لپاره وشي | ||||
ژوند هغه دى، چې د نورو لپاره وشي
پوهانو له ډېر پخوا راهيسې دا اټكل كړى و، چې انسان كه د نورو لپاره ژوند وكړي، هغه تلپاتى كېږي. په ظاهره به مري، خو په اصل كې ابديت مومي او لا به په خلكو كې محبوبيت پيدا كړي. تلپاتى په دې مانا چې ومري، بيا هم د خلكو په زړونو، ذهنونو او يادونو كې ژوندى وي. له دې كبله موږ عملاً نن وينو چې د نړۍ ستر پوهان كه ظاهراً په موږ كې نه شته، خو بيا هم د هغوى فكرونه او پوهه نن پر انساني ټولنې واكمني كوي، نور ژوندي خلك يې له لارښوونو څخه ګټه اخلي او هره لارښوونه چې د خپل ژوند پر لار روڼ او ځلاند مشال ګڼي. خو موږ افغانان، تل له داسې بدمرغيو سره مخ شوي يو او كېږو، چې بيا جبيره كول يې ډېر وخت_ ان چې كلونه او پېړۍ نيسي. همداسې يو ستر زيان په دې وروستيو كې راواوښت چې دا ځل مو يو ستر ملي خدمتګار له لاسه وركړ، يو داسې انسان چې د خپل ژوند اويا كاله يې د دې كړېدلي ملت خدمت ته ځانګړي كړي وو، داسې انسان چې خپل ټول كارونه يې د يوه ملي ارمان لپاره ترسره كړل، خو له چا يې هېڅ ډول مادي تمه هم نه درلودله. ارواښاد علامه عبدالشكور رشاد هغه ملي څېره وه چې ان د جګړو په كلونو كې يې هم خپل هېواد او هېوادوال پرې نه ښودل، په داسې حال كې چې كولاى يې شول د نړۍ هر هېواد ته لاړ شي او په كې استوګن شي. هغه يو ملي انسان و، يو داسې انسان چې د زړه له كومې يې له افغانستان او خپلو درنو هېوادوالو سره سپېڅلې او پاكه مينه درلوده. هغه د پوهې يو داسې غر و، چې هر چا به ترې ګټه اخيستله، خو بيا هم له بده مرغه، دومره ګټه چې ښايېدله هغه مو ترې وانخيستله. هغه د لر او بر د يو كولو او د پښتنو د يووالي لپاره په لسګونو ليكنې وكړې او په سلګونو مخه كتابونه يې وليكل، چې اثار به يې د راروانو پېړيو په سينو كې ژوند كوي او زموږ ځوان نسل به ورباندې عمل كوي. الله دې دى ونازوي او فردوس جنت دې ورپه برخه كړي. امين | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:1 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
ايران د افغانستان پر خاوره خېټه اچولې ده | ||||
w انځورګر
ايران د افغانستان پر خاوره خېټه اچولې ده ځايي چارواکي پر دې کار ناخبري ښيي. افغانستان توليدات نه لري، چې نوروته يې وړاندې کړي کله چې سړی د اسلام کلا په بندري ښار کې دوړې او توند بادونه ويني، نو ګومان کوي چې طبيعت هم پر انسانانو غوسه کوي او په دې توګه خپل زړه تشوي، اسلام كلا زيات موسمي بادونه لري، ان ځينې کسان په کې ليدل کېږي، چې سترګې يې د بادونو له کبله شوړېدلې دي، ځکه هغه ځای زياتې سپېرې دښتې لري، چې د اوبو څرک په کې نه ښکاري، ځای- ځای وړې کروندې ښکاري، چې زياتره کروندګر زيره کري، دا وخت تر ترياکو وروسته زيره د هرات د زياتو سيمو اصلي کرنيزه سرچينه ده. زه د هغو افغانانو کتو ته ور روان شوم، چې له ايران څخه په زوره شړل شوي دي، غرمه مهال په دوړو او ګردونو کې بندر ته ورسېدم، لومړی مې د هغه کس لټون پيل کړ، چې ما له خپل يوه دوست څخه د هغه پته ترلاسه کړې وه، کله چې مې خپل ملګری پيدا کړ، د ايران پولو ته وړاندې لاړو. دوست مې ويل: زيات وخت دلته لارۍ راځي، چې دغه افغان کډوال يې له ايرانه رابار کړي وي او دلته يې په پوله کې خوشې کوي، له زياتو کډوالو څخه پيسې، جامې او قيمتي توکي اخلي بيا يې په پوله کې خوشې کوي. خو په دې ورځ کې ګرمي وه، دوړې او بادونه هم لګېدل، اخر مو په يوه کونج کې درې تنکي ځوانان پيدا کړل، چې همدا ګړی د ايران له خاورې راشړل شوي وو، دا تنکي ځوانان د وردګو د شېخ اباد د سيمې اوسېدونکي وو، يو تن خو بېخي ماشوم وو، يوولس کلن به وو، دوی راته خپله دردوونکې کيسه وکړه، ما هم واورېده. بيا صفري سيمې ته لاړو، دا سيمه د ايران او افغانستان د پولو وروستی ځای دی، خو زما لپاره د حيرانۍ ځای دا و، چې د افغانستان په خاوره کې مې د ايرانيانو د کار و بار مارکېټ وليده، ځکه د افغانستان او ايران ګډه پوله او د وېش ساحه له ورايه ښکاري. کله چې مې د دې وجه وپوښته نو خلکو راته ويل: دا خو ډېر وخت کېږي چې ايران د افغانستان خاورې ته رااوښتی او دلته يې د (بازار مشترک) په نامه د سوداګرۍ يو مارکېټ جوړ کړی، چې ايراني محصولات پلوري. ما هم غوښل چې دغه مشترک بازار ته واوړو، خو دوست مې په پيل کې ونه منل، بازار ته واوښتو، هلته ايراني موټرسکېلونه، خواړه، چپلکې، بوټونه، ماشينونه او نور توکي پلورل کېدل، چا د عکس اخيستو اجازه رانه کړه، کله چې له بازاره راوتو، افغاني سرتېرو هم د عکس اخيستو اجازه رانه کړه. په دې وخت کې مې د بولدک په سيمه کې د پاکستان له خوا د وړاندې راتګ هغه صحنه هم په ذهن کې ژوندۍ شوه، ځکه هلته هم پاکستان څو سوه متره د افغانستان خاورې ته رااوښتی او اوس دغه قبضه کړې ساحه خپل ملکيت ګڼي، دغسې ايران هم څه کم 500- 600 متره خاوره قبضه کړې ده. کله مې د اسلام کلا په بندري ښارګوټي کې د ګمرک له يوه لوړپوړي چارواکي سره مرکه وکړه او پوښتنه چې مې دغې برخې ته راکږه کړه، نو ويې ويل: زما د مشرتابه په وخت کې دا کار نه دی شوی، که پخوا شوی وي، زه ترې خبر نه يم، بيا مې وپوښتل چې د ايران پرځای ولې افغانستان داسې يو ګډ او مشترک بازار نه جوړاوه، نن به ايران دومره زړه نه وای کړی، چې د افغانستان دومره زياته خاوره باندې خېټه واچوي. هغه وويل: افغانستان کله توليدات او نور توکي لري، چې نورو ته يې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړيw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 9:0 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
په زابل كې ديني پوهان تر سياسي فشار لاندې دي | ||||
w لونګ لالهاند، زابل په زابل كې ديني پوهان تر سياسي فشار لاندې دي
په زابل ولايت كې ديني پوهان (عالمان) او د جوماتونو امامان تر يو ډول سياسي فشار لاندې دي. دا فشار د مذهبي پوهانو او ملايانو د تېښتې لامل شوى دى. د ملي امنيت په نامه لېږل شوي كسان مذهبي پوهان او ملايان په يوه او بل نامه تورنوي او ستونزې ورپېښوي. د يوه كلي ملا امام راته وويل چې څو ځله ولسوالۍ ته ورغوښتل شوى يم، ډول- ډول پوښتنې راڅخه كوي او راته وايي چې له جګړه مارو طالبانو سره لاس لرم، ګواكې زه ورته ډوډۍ او د شپې لپاره ځاى وركوم. ما ورته وويل چې له كليوالو څخه پوښتنه وكړه، تر اوسه يې كوم طالب زما د دروازې مخې ته ليدلى دى؟ اخر يې راته وويل چې كله كومې خوا ته تلې، ما به خبروې، اوس چې كومې فاتحې ته هم لاړ شم، لومړى خپل ولسوال ته خبر وركوم. ځينو ملايانو خو خپلې كډې بار كړې او پاكستان ته لاړل، دا لړۍ همداسې روانه ده. كله چې د طالبانو رژيم ړنګ شو، زابل ولايت ته د مركزي دولت له خوا لومړنى والي وټاكل شو، دې ښاغلي په داسې كارونو لاس پورې كړ، چې خلك اړ شول، د دولت په مخالفت كې غرونو ته وخېژي. پوره- پوره كلي بار شول او د هغوى پرځاى د والي خپل خپلوان ځاى پرځاى شول، چې ګومان كوم دا كار په خپله د دولت مخالفين زياتوي. له بده مرغه چې دغو كسانو ته د دولت له مخالفت پرته بله لار نه وه ورپاتې، له خپلو كورونو او ځمكو څخه وشړل شول، د طالب او القاعده په نامه تورن شول، دوى چې هرڅومره نارې وهلې، خو له بده مرغه چې نه د بشر حقونو خپلواك كميسيون، نه اوسني دولت د دوى اواز واورېد. اوس د ملي امنيت په نامه يوه بله لوبه پيل شوې، چې عام ولس يې هم اندېښمن كړى دى. كه دولت د دې ناوړه اعمالو مخنيوى ونه كړي، پاتې مذهبي پوهان او د جوماتونو امامان به له زابل ولايت څخه ووځي. ديني پوهان زموږ د ټولنې مهمه طبقه جوړوي، كېدى شي د دې ولايت زيات اوسېدونكي د دولت مخالفت وكړي، چې راتلونكى مسووليت يې په دولت پورې اړه لريw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:59 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
ټولنيز عدالت، يوازې د قانون په پياوړتيا كې رامنځته كېدى شي | ||||
| زمرى همدرد، كابل ټولنيز عدالت، يوازې د قانون په پياوړتيا كې رامنځته كېدى شي ټولنو د ټولنيزو قانونمنديو په لړ كې پراختيا موندلې او د خپلې ودې پړاوونه يې يو په بل پسې بشپړ كړي دي. ټولنيزه قانونمندي د ټولنې د يوې اړتيا پر بگنسټ رامنځته كېږي، چې د يوې ستونزې د له منځه وړلو ډېره معموله لار وي. ټولنيزې ستونزې او اړتياوې يوه دوامداره پروسه ده، چې د ټولنې د پراختيايي بهير په لړ كې رامنځته كېږي. د عدالت اصطلاح د بشر ترمنځ خورا لرغونې سابقه لري او د ټولنيزو قوانينو، مذهبونو او دينونو ترمنځ يې محوري ارزښت درلود. د ټولنيز عدالت اصطلاح په وروستيو كې سياست ته ورګډه شوې او د فرانسې له انقلاب څخه راپه دېخوا يې زيات عموميت موندلى دى. دا اصطلاح د بېلابېلو مواردو لپاره كارول شوې، چې ساده مانا يې په ټولنه كې د ډلو، طبقو، قشرونو، سازمانونو، ګوندونو او توكمونو ترمنځ د توپيرونو او نابرابريو له منځه وړل دي. كله چې په اروپا او شمالي امريكا كې صنعتي انقلابونه په درز سره پرمخ تلل او پانګوال سيسټم خپل جوړښت مونده، لكه څنګه چې د دې سيسټم ځانګړنه ده او ملت جوړونه په كې د بل هر نظام په پرتله زياته پراخه او بشپړه وي، نو همدا لامل و، چې د ټولنيز عدالت تر چتر لاندې يو زيات شمېر ټولنيز توپيرونه له منځه لاړل او خپل ځاى يې ټولنيزو قانونمنديو او برابريو ته پرېښود. دا برابرۍ د ټولنې په ځينو برخو كې شونې وې، چې رامنځته شي خو په ځينو نورو برخو كې يې بيا شونتيا نه درلوده، ځكه چې انسان په تفاوت او توپير لرلو سره خلق شوى او ځينې توپيرونه بيا فطري او لايزال وي، چې د انسانانو د ژوند تر پايه دوام مومي. د پانګوال نظام د جوړښت پر مهال زياترو ټولنيزو قوانينو چې د ځمكوال نظام پر وخت يې شتون درلود، بدلون وموند. د ځمكوال نظام ټولنيز بنسټونه زياتره په سنتي جوړښتونو لكه دوديزو، مذهبي، توكميزو او سيمه ييزو بنا شوي وي، خو د پانګوال نظام پر وخت ملت جوړښت مومي او سنتي جوړښتونه خپل ځاى ملي جوړښتونو ته خوشې كوي، چې دا وخت ټولنيز بنسگټونه په سياسي او اقتصادي اړيكو رامنځته كېږي. له دې بدلونونو سره جوخت په ټولنيزو قوانينو كې هم بدلون راځي او ټولنيز كاسټ په نويو جوړښتونو كې رابرسېره كېږي، لكه د بزګر ځاى كارګر او د ځمكوال ځاى پانګوال نيسي. يانې په دې مانا چې نور نو ځمكوال او بزګر د ټولنې د اقتصاد او سياست بنسټيز څرخوونكي نه دي، بلكې پانګوال او كارګر دا امتياز ترلاسه كړى دى. په پانګوال نظام كې د ځمكوال نظام په پرتله ديني روحانيون د لوستي او روڼاندي قشر په وړاندې خپل لومړى درجه اهميت له لاسه وركوي او په دويمه كتګورۍ كې راځي. د ځمكوال نظام يوه ځانګړنه دا ده چې وګړيز، ټولنيز سيسټم يې د اقتصادي كاسټ پر بنسټ ولاړ وي، يانې دلته د پانګوال نظام پرخلاف د ټولنې هر وګړى د خپل ټولنيز_ اقتصادي كاسټ له مخې درجه او منزلت لري. په پانګوال نظام كې هر وګړى د ملت په جوړښت كې منحلېږي او د خپل ملي دريځ او ملي چوپړ له مخې درجه او منزلت ترلاسه كوي، خو د قانون په وړاندې بيا برابر حقونه او مكلفيتونه لري. په پانګوال نظام كې چې ډيموكراسي او ډيموكراتيك اصول يې د ټولنيز سياست بنسټونه جوړوي، د اكثريت اصل له مخې خپلې سياسي او ټولنيزې تګلارې رامنځته كوي او دا اصل يې د ټولنيزو اجرااتو په انډول او معيار بدلېږي. په يوه ډيموكراتيكه ټولنه كې ټول وګړي د قانوني حقوقو له پلوه سره برابر او هركس يوازې د يوې رايې حق لري؛ نو په دې توګه هر ټولنيز نظر يا جوړښت چې وكولاى شي زيات وګړي پر ځان راټول او پلويان كړي، هغه د منلو وړ وي. په يوه ډيموكراتيكه ټولنه كې هر وګړى له قانون څخه په پيروۍ مكلف وي او هېڅوك تر قانون لوړ نه ګڼل كېږي. په يوه ډيموكراتيكه ټولنه كې ولس د قانون، نظام او سياسي بهير څارونكى او ساتونكى وي او هېچا ته دا اجازه نه وركوي، چې ټولنيز نظم ګډوډ كړي. تر ننه چې بشر د ټولنيز عدالت د ټينګولو په برخه كې كومې لاسته راوړنې لري، هغه د ډيموكراسۍ په اصولو ولاړې دي او همدا اصول د يوه بشپړ او پراخ ټولنيز عدالت د رامنځته كولو لپاره تر ټولو ښه اصل مني. د دې اصولو پر بنسټ يو شمېر ټولنيز قوانين رامنځته كېږي، چې په ټولنه كې د سياسي_ اقتصادي بهير د پرمخ بېولو، د امن او ټولنيز عدالت د ټينګولو او نظم د ساتلو مهمې لارې چارې يې ګگڼلاى شو. افغاني ټولنه دا مهال د ټولنيز عدالت د رامنځته كولو او ټينګولو په برخه كې له خورا ستونزو سره مخ ده. په رښتينې مانا د ټولنيز عدالت د ټينګولو لپاره موږ زياتې لوړې ژورې او لا هم زيات واټن په مخ كې لرو. زموږ د ټولنې ځينې ټولنيز او اقتصادي جوړښتونه داسې دي، چې په مستقيم ډول له ډيموكراسۍ او ملت جوړونې سره اړخ نه لګوي. له اقتصادي پلوه زموږ ټولنه وروسته پاتې او د ځمكوال او پانګوال نظام ګډ اړيكي، ګډه روحيه او جوړښتونه لري، چې په دې صورت كې هغه نظام چې موږ رامنځته كوو، ناچاره يو مختلط نظام به وي او په ټوله مانا به يو متجانس نظام نه وي. د دې ډول سياسي بهير د پرمخ بېولو لپاره، خورا زغم، ځانتېرېدنې، ملي اعتماد او سياسي ځيركتيا ته اړتيا وي. زموږ د ټولنې زياتره ټولنيز جوړښتونه په سنتي، دوديزو او توكميزو اړيكو ولاړ دي او د ملي اړيكو پر بنسټ رامنځته شوي ټولنيز بنسټونه د دوديزو بنسټونو په وړاندې خورا كمزوري دي. د ټولنې پر سياسي بهير د قومونو او مذهبي جوړښتونو اغېز پياوړى دى او په هېواد كې اقتصادي نظام د دې جوګه شوى نه دى، چې د ملي ګټو پياوړې اوډنه، د ملي ګټو او ملي اقتصاد پر بنسټ پراخ ټولنيز جوړښتونه او د ملي اقتصاد او ګټو د پاللو لپاره په هېواد كې يو حركت او ځواك رامنځته كړي. نو په داسې حالاتو كې ټولنيز بنسټونه زياتره متشتت او غيرمنسجم او سياسي قدرت هم د قدرت د محراقونو ترمنځ متمركز شوى وي. نو له دې پلوه په افغاني ټولنه كې د رښتينې ډيموكراسۍ او ټولنيز عدالت د رامنځته كولو لپاره سربېره پردې چې د دې بهير له يوه پياوړي اقتصادي نظام سره يې بايد ملاتړ وشي، نو يوې پياوړې سياسي پروسې ته هم اړتيا لري، چې وكولاى شي په هېواد كې د قدرت دوديز محراقونه له منځه يوسي او د دې پرځاى په ملت كې د وګړو د جذبولو عمليه بشپړه او په ملي كچه د دولت د پرمخ بېولو لپاره ځوااك او زمينه برابره كړي. دا وخت به په هېواد كې د ټولنيز عدالت د ټينګولو لپاره به ضروري وي، چې د زور زياتي كلتور ته پاى وركړل شي او كار دې د كار اهل او مسلكي كس ته وسپارل شي. سيمه ييزې او سمتي واكمنۍ بايد پايته ورسېږي او په واك كې دې د ټولو قومونو او وګړو د عملي ګډون لپاره زمينه برابره شي. تر كومه ځايه چې څرګنده ده، ټولنيز عدالت په هېواد كې د يوشمېر ټوپكوالو، زورواكو او دودپالو له خوا تر پوښتنې لاندې راغلې، دوى د قانون او د ټولنيزو قانونمنديو پروا نه ساتي، د ولس د غوښتنو او رايو د رناوى نه كوي او د ډيموكراسۍ د پروسې د شنډولو هڅې كوي. بې فرهنګه ټوپكيان د دې پرځاى چې له سياسي بهير او د خلكو له غوښتنو سره سم ځانونه عيار كړي، ملي ستراتيژي او ملي ګټې په پام كې ونيسي او ملت جوړونې، دغه راز ملي كولو ته مټې راونغاړي، د خپلو ګټو پر چورليځ (محور) څرخي. ملي ګټې او ملت له خپلو شخصي ګټو قربانوي، له ټوپك او يوشمېر بې بند و باره كسانو څخه په ګټه اخيستلو سره د ولس پر ستوني او حقانيت د اختناق منګولې ښخوي. د ائتلافي او نړيوالو ځواكونو له تېروتنو څخه چې له دوى سره يې په خپل چلند كې كوي، دا مختنق ځواكونه وخت پر وخت ګټه ځنې اخلي، خپل تخنيك تجديدوي او په يرغمل كې د هېواد د ساتلو هڅې كوي. كه چېرې له دوى سره د نړيوالو او ائتلافي ځواكونو په چلند كې چې هم يې افغانان او هم يې خپل ځانونه او ملتونه د دوى يرغمل كړي، بدلون رانه شي، نو ليرې نه ده چې د شوروي اتحاد د ناكامۍ او ټوټه كېدو تجربه د دوى په وړاندې هم تكرار شي. نړيوال او ائتلافي ځواكونه بايد له پامه ونه باسي، چې دا مهال له افغان ملت سره يوځاى د جنګسالارانو د ځواك د تجديدېدلو، د ترهګرۍ د پايښت او نشه يي توكو د قاچاقولو له ګواښ سره مخ دي او دا درېګوني ناوړه ځواكونه د سيمې او نړۍ امنيت ته ستر ګواښونه دي. موږ وليدل چې د جنګسالارانو په وړاندې د نرمښت او تطميع سياست د دوى د تجديد او لا پياوړتيا لامل وګرځېد، چې په قدرت او حكومت كې د دوى لا پاتې كېدل، ترهګرۍ ته يو ډول د ودې وركولو او زمينه برابرولو په مانا دي او ان نړيوال عدالت ګواښلاى شي. كه موږ تېر څو كلن بهير ته يوه كتنه وكړو، جنګسالارانو هېڅ ډول مشروعيت نه درلود، په يو نه يو ډول سره په ترهګرۍ كې ښكېل وو او له ايډيالوژيكي پلوه يې له ترهګرو سره هېڅ ډول اختلاف نه درلود. كه څه هم دا كسان پخوا د طالبانو او ترهګرو ځواكونو پرضد جنګېدل، خو چې كله د ډيموكراسۍ او ټولنيزو اصلاحاتو په لړ كې د قدرت له لاسه وركولو له ګواښ سره مخ شول، لكه ترهګر ځواكونه بېرته په ډيموكراسۍ او اصلاحاتو راغبرګ شول او په پټه او ښكاره يې د بن پر بهير ګوزارونه پيل كړل. دا ځواكونه په داسې دريځ كې دي، يا بايد خپلو ناكردو او له قانون څخه سرغړولو ته پرېښودل شي او يا دا چې لكه ترهګر دې بېرته غرونو ته وخېژي. موږ د ټولټاكنو كمپاين په لړ كې وليدل چې جنګسالارانو عملاً له ډيموكراسۍ څخه د ډيموكراسۍ د بدنامولو او د اسلام په وړاندې يې د درولو هڅې وكړې، په هېواد كې ټول موضوعه قوانين يې تر پښو لاندې كړل او خپلو مخالفو او سيالو كانديداتورانو ته يې په خپلو سيمو كې د كمپاين چلولو اجازه ورنه كړه، په دې لار كې يې له ټوپك، زور او وېرې اچونې څخه كار واخيست. د كندوز، بدخشان او شبرغان پېښې يې رامنځته كړې، دا اندېښنې هم وې چې د رايې وركولو پر وخت به لا نورو ګلونو ته هم اوبه وركړي. نو په دې توګه هر هغه څه چې د ټولټاكنو، ډيموكراسۍ او ټولنيز عدالت د ټينګولو په وړاندې د هېواد په جنوب كې د ترهګرو له خوا واقع كېداى شواى، له كوم توپير پرته همدا كړه وړه په شمال كې هم د جنګسالارانو له خوا ترسره كېداى شواى. په دې توګه جنګسالاري د ترهګرۍ دويم نوم دى، چې د ډيموكراسۍ، سياسي باور، د ولس د ملاتړ او ټولنيز عدالت د ټينګولو په لار كې خنډ ده او بايد له منځه لاړه شي. د افغان ولس وروستۍ توصيه د جنګسالارانو په باب دا ده چې هر څوك ازمويلي ازمايي، نو ځان ته بلاګانې زېږوي. نو د ترهګرۍ ضد نړيوال ائتلاف او افغان ملت ته په كار دي، چې دا دوه مخې ترهګري پايته ورسوي، ځانونه يې له شر څخه وژغوري او په خپله ټولنه كې دې ټولنيز عدالت ټينګ كړيw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:59 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د ډسمبر ۲۶مه نېټه، د زلزلې ورځ | ||||
w اداره د ډسمبر ۲۶مه نېټه، د زلزلې ورځ د نړۍ په كچه يوه ستره غميزه
د ډسمبر د ۲۶مې نېټې سترې زلزلې چې د سمندر سركښې څپې “څونامې“ ورسره ملې وې، د هند په سمندر پورې څو تړلي هېوادونه وران كړل، چې تر ټولو ډېر زيان اوندنيزيا ته رسېدلى دى. د اندونيزيا دولت خو د وژل شويو انسانانو شمېر ۹۴۰۰۰ تنه ښيي (خو كېدى شي دا شمېره د وخت په تېرېدو سره زياتوالى ومومي، ځكه دا ليكنه داسې مهال كېږي، چې تر اوسه پورې د وژل شويو انسانانو راايستل روان دي، بله دا چې زيات مړي لا اوس هم په سمندر كې ورك دي، دغه راز د اندونيزيا د روغتيا وزارت هم اعلان كړى، چې كېدى شي دا شمېره تر ۱۰۰ زره كسانو واوړي)اكثريت خلك په ”سوماترا“ نومې جزيره كې اوسېدل، چې زلزلې ته نژدې سيمه ده، په دې سيمو كې داسې كلي هم شته چې د ياغي څپو له كبله يې په سلو كې ۸۰ خلك وژل شوي دي. زيات ژوندي پاتې شوي انسانان يا ناريال خوري، يا هم له نورو نباتاتو څخه كار اخلي، ځكه چې د خوراكي توكو ترلاسه كول ورته ستونزمن دي. په ميلابو او اچې ښارونو كې د ۴۰ زره تنه په شا و خوا كې انسانانو خپل ژوند ځكه له لاسه وركړ، چې وړ مرستې ورونه رسېدې، ځكه د سيمې هوايي ډګر هم د ورانۍ له كبله ۱۵ساعته بند و او مرستندويې ټولنې هم ونه توانېدې، چې خوراكي توكي او روغتيايي مرستې پر خپل وخت سيمې ته ورسوي. اندونيزيا(Indonesia) د اسيا په جنوب شرق كې پرته ده، چې تر ۱۳۷۰۰ ډېرې جزيرې لري، د ارام او هند سمندرونو د اوبو په منځ كې موقعيت لري، پراختيا يې ۵۶۹/۹۰۴/۱ كليومتره مربع كېږي او په سلو كې ۹۰ خلك يې مسلمانان دي دا هېواد اكثر له ډېرو جزيرو څخه جوړ شوى، چې د يوې اوږدې ليكې په شان يې د اسيا لويې وچې او اسټراليا جنوبي ساحلونه نيولي دي. زيات خلك يې د استوا ليكې په جنوب كې مېشت دي، نور يې د جنوب نيم كره او پاتې نور يې د استوا ليكې په شمالي برخو كې اوسېږي. په ۱۹۹۲م كال كې يې د نفوسو شمېر ۱۹۱۲۰۰۰۰۰ كسانو ته رسېده، چې په ټولو اسلامي هېوادونو كې لوى نفوس لري، د نفوسو د ډېروالي له مخې د نړۍ څلورم هېواد دى، چې په هر كليومتر كې يې ۱۰۰ كسان ژوند كوي. خو ډېر خلك يې هرې خوا ته خپاره دي، چې چيني، هندي او عرب اقليتونه هم په كې ژوند كوي. دلته د نفوسو تراكم يوه ستره ربړه ده، د كليوالو زيات كورونه د ونو له پاڼو او څانګو څخه جوړ شوي، څرنګه چې خلك په كې ډېر اوسېږي، نو ځكه زيات خلك سمندرونو ته نژدې ژوند كوي، چې يو ډېر ساده او دوديز ژوند دى. اوس يې هم په سلو كې ۲۶ نارينه نالوستي (بېسواده) دي، خو په سلو كې ۱۷ ماشومان چې د ښوونځي د تګ سن بشپړوي، د بېلابېلو دليلونو له مخې د ښوونځي له تګ څخه محرومېږي. خو اوسنۍ زلزله چې په ټوله نړۍ كې بېسارې وه، د زياتو هېوادونو پر فضا وېره خپره كړه، ځكه چې دومره ډېر خلك تر اوسه پوره په كومه زلزله كې نه دي وژل شوي، په داسې حال كې چې زيات عيسويان د كرسمس په جشن بوخت وو، د دې پېښې د خبر په اورېدو خواشيني شول، په زياتو هېوادونو كې د جشنونو او خوشحاليو پرځاى خلكو اوښكې تويې كړې او د دې وژل شويو انسانانو په ياد يې شمعې ولګولې. تېر كال هم په دې شپو كې د ايران په بم ښار كې دغسې يوه ستره زلزله وشوه، دا سيمه ۴۰۰ تر ۵۰۰ كيلومترو پورې مساحت لري، چې په هغه زلزله كې څه له پاسه ټول ښار ونړېد او ډېر لږ ځايونه په كې روغ پاتې شول دې زلزلې تر ۵۰ زرو زيات كسان ووژل، چې هورې د مېشتو افغانانو د مړو شويو شمېره ۲۵۰۰ ته رسېده، چې يوازې لس تنه ټپيان يې وژغورل شول. دا وروستۍ زلزلې نه يوازې انسانان ووژل، بلكې دومره زيان يې اړولى، چې كارپوهان يې بيارغونې ته لس كاله هم كم وخت ګڼي. خو اوس په دې نويو سيمو كې هوا ډېره ككړه شوې، چې د وژل شويو انسانانو مړي بد بوى كوي او ډېرې ناروغۍ هم خپرې شوې دي، خلك هورې د مجبوريت له كبله ډله ييزو قبرونه جوړوي او مړي په كې ښخوي، داسې ورځ هم راغلې چې ۳۵۰۰ مړي خاورو ته سپارل شوي دي، هغه خلك چې هلته ژوندي پاتې دي، يوازې د مرستندويو په تمه دي، چې وكړاى شي له مرستو يې برخمن او ژوند يې وژغورل شي. په اوس مهال كې يوه بله ستونزه هم رامنځته شوه، چې هلته د څو انسان تښتونې پېښو خلك نور هم اندېښمن كړل، خو د اندونيزيا دولت له ځپل شويو سيمو څخه تر ۱۶ كلنو د كوچنيو ماشومانو بهر ايستل منع كړي، ځكه داسې خبرونه واورېدل شول، چې په سيمه كې د انسانانو قاچاق مخ په زياتېدو شو، چې دا د اندونيزيا دولت ته يو بل خطر و. خو اوس چې نړۍ د ټكنالوژۍ په مرسته دومره پر مخ تللې ده او د زلزلې د سنجونې او اټكل لپاره بېلابېل الې جوړې شوي، بيا هم خلك حيران دي، چې ولي زلزله پوهانو او اړوند كارپوهانو ونه كړاى شول، چې دا زلزله اټكل كړي. د ځمكپوهنې يو كارپوه نېك اهنګ كوثر، په همدې وروستيو كې يوه ليكنه خپره كړې، چې د دې وروستۍ سترې زلزلې په باب يې په زړه پورې څېړنه كړې ده. د ليكنې يوه برخه يې داسې ده: ”زلزله يوه طبيعي پېښه ده، چې هر مهال كېدى شي رامنځته شي. د ځمكې باندېنۍ برخه د ځمكې له ژورې برخې سره په تماس كېږي، چې دا ژوره برخه ډېر حرارت لري، له همدې كبله دا برخه له اوبلنو موادو ډكه ده، چې خوځند حالت لري، كله- كله له كمزورو سيمو يا هم پستو ځمكو څخه څخه سر رابهر كوي، چې د اورشيندونكي غره بڼه خپلوي“. لكه څنګه چې ښكاري او په پوهنيزو څېړنو كې ښوول شوي، دا اوبلن مواد چې له اور شيندونكو غرونو څخه رابهر كېږي، اكثر يې داسې دي، چې وروسته كلكېږي او د ډبرې په شان كلكوالى خپلوي. له همدې كبله كه په اواره ځمكه كې هم دا وړ اور شيندنه پيل شي، وروسته داسيمه په يوه لوى غر بدلولاى شي. كله چې دا مواد په پرله پسې ډول د ځمكې له يوې برخې څخه راوځي او سره راټولېږي، د ځمكې پر بلې برخې اغېز كوي، له دې سره جوخت د ځمكې په جوړښت كې درزونه رامنځته كوي چې ”ګسل“ نومېږي، كله- كله په دې ډول پېښو سره ځينې غونډۍ رامنځته كېږي، چې وروسته بيا غرونه ترې جوړېدى شي. كه څه هم ويل كېږي، چې په سيمه كې د مېشتو ژونديو انسانانو د مرستې لپاره دارو او خواړه په وړ اندازه شته، خو په دې ورانو سيمو كې يې خلكو ته رسول ستونزمن كار دى. ځكه زيات پلونه چې دوې سترې سيمې سره تړي، وران دي، اكثرې لويې لارې خرابې دي، چې ګاډي په كې تګ نه شي كولاى، برېښنا نه شته، دغه راز د سيمې د هوا ككړتيا هم يو بل ګواښ دى، چې كېدى شي منفي اغېزې يې تر ډېره وخته پورې پاتې شي. دا زلزله د هند په سمندر كې رامنځته شوه، چې د قارې په بڼه يوه سيمه ده، كه چېرې دا پېښه په كوم ګڼ مېشتي ښار كې كېداى، ښايي اوس به يې د تلفاتو شمېر لس چنده زيات و. په همدې تړاو د ”ډيلي تلګراف“ خپرونې د سياسي برخې چلوونكي انتون لاګارډيا د دې خپرونې په يوه خپرونه كې پر اسلامي هېوادونو (په ځانګړې توګه عربي هېوادونو) نيوكه كړې، چې له زلزله ځپلو سره يې ولې په دې برخه كې هېڅ ډول مرسته نه ده كړې. ده وليكل :”په داسې حال كې چې يو اسلامي هېواد، اندونيزيا ډېر زيانمن شوى، خو په نړۍ كې د احساس او مذهبي يووالي اړخ ډېر سوړ دى“. د عربي هېوادونو هغه شمېر چې د تېلو ډېرې زېرمې لري، لس مليونه پونډه مرسته كړې، چال دا چې نورو غربي هېوادونو په سلګونو مليونه پونډه مرسته كړې، حال دا چې د ليكوال په وينا د تېلو بيه تر وروستۍ حده پورې لوړه ده. ويل كېږي چې كويت په پيل كې يو مليون پونډه د مرستې لپاره بېل كړي وو، چې وروسته يې پنځه مليونه پونډه كړل، قطر دوولس نيم، اماراتو لس مليونه پونډه پر ځانونو منلي، چې د مرستې لپاره به يې زلزله ځپلو ته وركوي، په دې ترڅ كې ليبيا يوازې يو مليون پونډه منلي دي. د يوه وروستي خپاره شوي ليسټ له مخې جاپان د ۵۰۰ مليونه ډالرو مرستو په منلو سره دا څرګنده كړه، چې هلته هم خلك له دغو زلزله ځپلو سره مرستې ته تيارى لري، دغه راز امريكا ۳۵۰ مليون ډالره، ناروې ۱۸۰ مليون ډالره، د اسيا پراختيايي بانك ۱۷۵ مليونه ډالره، بريتانيا ۹۶ مليونه ډالره، ايټاليا ۹۵ مليونه ډالره، سويډن ۸۰ مليونه ډالره، اسپانيا ۶۸ مليونه ډالره او فرانسې ۶۶ مليونه ډالره مرستې منلې دي. كاناډا، چين، ډنمارك او اسټراليا د ۴۶ تر ۶۶ مليونه ډالرو په شا و خوا كې مرستې كړي، چې هالېنډ، اروپايي اتحاديې او المان د ۲۷ او ۲۷ مليونه ډالرو ترمنځ مرسته منلې ده. په زلزله ځپلو هېوادونو كې ټولو ځپل شويو كسانو ته د مرستې رسول ځكه ګران كار دى، چې هلته روغتيايي اسانتياوې پخوا هم محدودې وې، پخوا هم په زرو كسانو كې ۹ تنه مړه كېدل، چې تر پنځو كلونو واړه ماشومان هم ډېر په كې له منځه تلل. هلته د ۱۳۰۰ كسانو ته يو نرس او ۹۵۰۰ كسانو ته يو ډاكټر كار كوي. دا خو شوه په عادي حالت كې روغتيايي او په نورو برخو كې ستونزې، چې د دغو خلكو ژوند ته يې ګواښ ورپېښ كړى و، دلته غريبي تر حد ډېره ده، په عادي حالت كې يې د يوه سړي سر كلنۍ ګټه په ۱۹۹۱م كال كې ۴۸۰ ډالره وه. د وروستۍ زلزلې بڼه: دا زلزله ډېره وحشتناكه وه، چې هم د ځمكې خوځېدلو ګڼ كورونه وران كړل، هم د سمندر ياغي او باغي څپو پر كورونو د ښامارانو غوندې خولې خلاصې كړې او په زرګونو خلك يې ووژل. يو ځمكپوه په دې باب ليكي: ”د اسټراليا_ هند د ځمكې برخه د برما له سيمې سره وجنګېده، چې يوه ستره لړزه يې رامنځته كړه، دا په داسې حال كې چې هر كال د هند_ اسټراليا سيمه پنځه سانتي متره د شمال شرق پر لوري خوځېده، خو د دې وروستۍ پېښې اټكل ګران و، نو ځكه دومره ستره زلزله وشوه، چې په عادي معيارونو يې سنجونه ګرانه خبره ده!“. د انټرنټ پاڼو د رپوټونو او خبرونو له مخې د دې ستر خوځښت له كبله د سمندر اوبه څپ- څپاندې شوې، چې سترې څپې د غرونو په شان لوړېدې او بېرته په سمندر كې ډوبېدې، د سمندر اوبه به د وېروونكو غرونو په شان پر سيمو اوښتې، چې تر ټولو زيان همدغو وېروونكو څپو اړولى دى، كه څه هم سرعت يې بېلابېل ښوول شوى، خو په يوه ثانيه كې ۱۳ كليومتره اټكل شوى، چې په يوه دقيقه كې څه كم ۸۰۰ كليومترو پورې رسېدلې، زلزله پوهان د ورانيو او د زلزلې د توندوالي وجه يوه همدا ګڼي، چې دغو څپو زلزلې ته نور قوت هم وربخښلى و. د زلزلې سنجونې الې تل د زلزلې تر پېښېدو وړاندې د زلزلې كچه اټكلوي، چې د مركز په باب يې هم معلومات وركوي، كه څه هم په دې وخت كې خلكو څو ساعته هڅه كوله، چې سيمه پرېږدي، خو په هند، سريلانكا او سوماليا كې د اوږدو واټنونو له كبله خلك په دې برخه كې پاتې راغلل. خو بيا هم چا اټكل نه شو كولاى، چې دا زلزله به دومره ورانوونكې وي، چې په تېرو سلو كلونو كې يې سارى نه و ليدل شوى، د سمندر دغو لېونيو څپو ته ”څونامي“ وايي، چې ډېر خلك يې ووژل. پر دې سترې غميزې د نړۍ زياتو هېوادونو ماتمونه وكړل، ان چې زياتو هېوادونو خو دې ورځې ته د نړيوال ماتم په سترګه وكتل او د خواخوږۍ په موخه يې د خپلو هېوادونو خپل ملي بيرغونه نيم ځوړند وساتل. پر همدې موضوع د بي بي سي ويباڼې يو خبر داسې و: ”افغانستان د څونامي دځپل شوخلکو سره مرسته وکړه د افغانستان د پلازمېنې کابل يو شمېر اوسېدونکو په سويل ختيځه اسيا کې د هند په سمندر کې له زلزلې وروسته، د توغياني څپو چې څونامي بلل شوي ،له افت ځپلو وگړو سره د وينې مرسته کړې ده. دا د دغه بېوزلې هېواد د وگړو له لوري چې په خپله يې د نړيوالو اقتصادي مرستو پر لوري سترگې دي، له افت ځپلوخلکو سره د خواخوږۍ د څرگندولو په موخه تر ټولو تازه گام دى. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افت په هماغه لومړيو ورځو کې د هېواد د ملي بيرغ د نيم ځوړنده کېدو امر ورکړى و. هاخوا د دغه هيواد د دفاع وزارت له شاوخوا ٥٠ زره تاواني شوو خلکو سره د مرستې په موخه سيمې ته يو روغتيايي ټيم هم استولى دى. دا په داسى حال کې ده چې د افت په وړاندى د نورې اسلامي نړۍ غبرگون سوړ او مرستې يې ناڅيزه ارزول کېږي“. څپو د زياتو انسانانو مړي وچې ته راكښلي، يوازېنيو كسانو چې د ژغورنې لپاره يې كوم بخت نه درلود، ګرځندويان او كب نيوونكي وو، چې اكثر يې سمندر ته نژدې استوګنه كوله، تر نورو دوى ډېر زيانمن شوي دي. ايا حيوانات له دې پېښې خبر وو؟: د سريلانكا د وحشي حيواناتو يوه چارواكي په ډاګه كړه، چې د انسانانو پر دې دومره ډېرو تلفاتو سربېره تر اوسه پورې د هند سمندر په غاړو كې د يوه حيوان مړينه هم نه ده ليدل شوې. د څونامي تر ټولو بدې څپې د وچې ځمكې د ۳/۵ كليومترۍ ژورو ته ننوتلې، چې د سريلانكا د ژوند زياتې سرچينې يې ورانې كړې. په دې هېواد كې په لسګونو او سلګونو ګرځندويان او د سيمې خلك ووژل شول، خو تر اوسه پورې د يوه حيوان مړى هم نه دى موندل شوى، چې دا مسئله په ټوله نړۍ كې حيرانوونكې وه او زيات كسان يې هك حيران كړل. دا پېښه د هغو كسانو اټكل رښتيا كوي، چې وايي حيوانات د خطرونو د درك لپاره شپږم حس لري. ”يالا“ د سريلانكا په ملي پارك كې د فيل، هوسيو، ګيدړانو، تمساح او نورو حيواناتو استوګنځى و. يالا د حيواناتو د ساتنې په برخه كې ښه نوم درلود، چې د پړانګانو د اوسېدو لپاره تر ټولو ښه ځاى و. كله چې سېلاوونه راوپارېدل د پارك كاركوونكي دروازې وتړلې، خو بيا هم ليدل كېږي، چې د كوم حيوان د تلفېدو خبر نه دى ترلاسه شوى. دغه راز ”دبي مارټر“ چې په اندونيزيايي جزيرو كې د ساتنې چارې پروګرام پرمخ بيايي، پر دې خبره هېڅ حيران شوى نه دى، چې تر اوسه پورې د كوم حيوان مړى نه دى موندل شوى. هغه هم وويل: ”په ځانګړې توګه وحشي حيوانات ډېر حساس دي، دوى د اورېدو ډېر ښه حس لري چې كېدى شي له ډېر ليرې څخه يې د سېلاوونو د راتلو غږ اورېدلى وي“. دغه زياته كړه: ”كېدى شي تالندې او برېښناوې شوې وي، يا هم د هوا فشار بدلون موندلى وي، چې حيواناتو اورېدلي او حس كړي، چې ناڅاپه يې سيمې پرې ايښې دي“. بيا هم تر اوسه پورې داسې علمي شواهد نه شته چې د حيواناتو د شپږم حس سپيناوى دې وكړي، چې ايا دا حس په رښتيا هم په دوى كې شته او كه څنګه؟ خو دا دى وروستۍ پېښې د دې خبرې پخلى كوي، چې حيوانات د درك قوه لري، چې كېدى شي په راتلونكي كې د خبرونې د يوې الې په توګه ترې استفاده وشي. دا هم د ځوان شاعر عدالغفور لېوال شعر چې پر همدې زلزلې يې ليكلى دى: زلزله او ځمكه رېږدي څپې الوزي دخلكو لو دى لكه قيامت، مور او زوى نه پېژني دخداى ( ج ) پر ځمكه څه بلا پرېوتې چې خلك يو د بل د غوښو بوى نه پوزې نيسي طبيعت په لوبه بوخت دى خلكو كبان نيول خو نه وو خبر چې د طبيعت په يوه لوبه كې به كبان په دوى ماړه شي كله چې ځمكه د الله (ج ) د بندګانو تر پښو لاندې راوڅرخېده لويانو چيغې كړې : يارب يا بګوان يا عيسى ....بودا.... موسى راورسېږئ ... خو ماشومان او لېوني پوه نه شول چې چا ته پاس وګوري دوى ډېر نېكمرغه وو چې نه پوهېدل ځكه اول يې زلزلې ته كټ- كټ وخندل او وروسته مړه شول اسمان لا شين و چا څه ونه ويل د څپو غږ كې چيغې ډوبې شوې خنداوې په اوبو لاهو شوې. ښځې تر اوسه لا څپو ته ګوري خو شپه تياره وي د اوبو پر سر د هېڅ ماهيګير د كوچنۍ بېړۍ څراغ نه ښكاري په جوماتونو كې اذان په مندرونو كې زنګونه نه شته د كليساوو صليبونه مات دي خلك د لويو پانګوالو د خيرات په ډوډۍ يو بل له ستوني نيسي او ماشومان لا هم په خټو كې د مړو ميندو له تيو څخه وينې رووي www پر ځمكه خلك ډېر دي څوك يې په جنګ څوك يې په اور كې سوځي څوك زلزله كې تر اوبو او خاورو لا ندې ورك شي او يوځل بيا بشر په دې پوهېږي چې مرګ د كونډو- يتيمانو غم وي نه د هغو چې مړه شول د مرګ غميزه لا ژوندۍ ده د هندي او بنګالي ښځو له اوښكو سره لوبې كوي خو ها چې مړه شول په دې نه پوهېږي . www يو لېونى د ونې ښاخ كې ناست و ونه ولاړه وه- د خټو منځ كې او لېونى لكه مرغه په كې ژوندى پاتې و لېوني وژړل او ويې خندل او بيا يې داسې وويل : په دې دنيا كې به لا اوس هم چېرته جنګ روان وي اوځينې خلك به د ځينو خلكو وينې غواړي دا دى طبيعت ورسره مرسته وكړه طبيعت ډېر ووژل نو اوس كېدى شي جګړه ماران ماړه وي او جګړه ودرېږي .... لېوني وژړل او ويې خندل ونه ولا ړه وه او دى لكه مرغه په كې ژوندى پا تې و. اخځ: د انټرنټ بېلابېلې سرچينې. | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:58 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
زما مشره!! | ||||
w توريالى وردګ
زما مشره!!زه د وران هېواد دردېدلى، وېرېدلى، کړېرلى او ځورېدلى مامور وم چې اوس د خلکو د بوټونو په ګنډلو او رنګولو څه پيسې ترلاسه کوم او د اولادونو په خولو کې يې اچوم، زه اوس کور هم نه لرم او په خپل هېواد او خپل ټاټوبي کې په يوه سورۍ، سورۍ خېمه کې ژوند کوم. هوکې! وايي که مې و پوښتې ته به وتښتې، خو ته له ما مه تښته زما واوره او راته غوږ شه: ما له دغه جګړو او جنجالونو مخکې يوه غريبانه جونګړه درلوده، چې شپه مو په کې سبا کولاى شوه، خو هغه جونګړه مې هم روزي نه شوه او د جګړو خوراک شوه، ما دوه زامن او درې لوڼې درلودې، چې دوو مشرانو لوڼو مې هغه وخت په لومړيو ټولګيو کې لوست وايه او هغوى دواړه اوس هم هملته تر خړو خاورو لاندې له نورو ملګرو سره پرتې او بيرغونه پرې ولاړ دي او ښايي د هغه وخت کتابونه چې: ټ ټوپک،ت توره، د دښمن، ج جهاد او... يې ورته تدريس کول، هم تر خړو خاورو لاندې په بيګناه سينو خاورې شوي وي. زما د هغه خړې- پړې جونګړې پرځاى چې په مرميو سورۍ- سورۍ شوې وه اوس يوه ښکلې، ښايسته او دنګه ماڼۍ ولاړه ده، چې په کتلو يې خولۍ له سره پرېوځي، خو هغه اوس زما نه ده او اورېدلي مې دي، چې په هغه کې هم ستا يو نژدې ملګرى اوسېږي او تر دې وړاندې يې نوره پوښتنه کولى هم نه شم!! تر جګړو وروسته دا دى ايله اوس دوه زامن او يوه لور را پاتې ده، چې يو زوى مې په ګوډه پښه او سوځېدلي مخ تر ښوونځي وروسته د ښار موټرونو ته سورلي پيدا کوي، لوڼې مې هم اوس- اوس ښوونځي ته ځي هلته لوست وايي خو نه قلم لري، نه کتابچه او نه هم کاغذ. بېګاه چې کله پر يوه غولي سره کښېنو او په نيمه ګېډه څه قوت لايموت وخورو او ستړي ستومانه د خوب لپاره په جنډو منډو ننوځو، نو ذهن مې وتخنېږي او يوځل مې بيا پخوانۍ نادودې را په زړه شي، لوڼې مې راپه زړه شي. هو! هغه نازولې! هغه ښکلې! هغوى چې د کور په اميد ګور ته لاړې، هغوى چې معصوم ارمانونه يې په سينو کې خاورې شول، هغوى چې زه يې د نازونو زانګو وم، هغوى چې ژېړى مازيګر به زما راتلو ته سترګې په لار وې، هغوى چې په نيمکۍ او معصومه ژبه به يې يو بل ته زما د ورتلو زېرى ورکاوه، هوکې! همغه زما د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې وې، چې د سترګو په رپ کې تېرې شوې، همدغه غمونه بيا په خوبونو کې هم راځي او ټوله شپه مې خوب ته نه پرېږدي... زه دغه ناخوالې د دې لپاره درته نه يادوم، چې زما زوړ، خيرن او شلېدلى جېب له پيسو راډک کړې، زه بېرته ځواني هم نه غواړم، زما ژوند اوس له خوږو وتلى دى، زما دوې لوڼې هم ماشومې له دنيا لاړې، هغه ته درڅخه دعا هم نه غواړم، زه دغه له جګړو ژوندي وتلو ځوانانو ته چورت وړى يم، چې د دوى تنکۍ هيلې زموږ په څېر له خاورو سره خاورې نه شي، زه وېرېږم! ډېر وېرېږم! وايي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي، پر ما اورونه بل شوي او زه سوځېدلى يم. زه د لستوڼي مارانو زخمي او ټوک- ټوک کړى يم، زما له زخمي زړه اوس هم وينې څاڅي، ځکه خو بيا بېرېږم چې ستا تر شا و خوا اوس هم همغه سورسترګي خونکار راتاو دي، دوى د دوستانو په جامو کې زموږ او ستا دښمنان دي. زما د ملګرو وينو ته وګورئ، هغه تر اوسه نه دي وچې شوي، زموږ د سوځېدلو جونګړو لوګي اوس هم د اسمان په کنارو ښکاري، زموږ کلي او ښارونه اوس هم له معيوبينو،کونډو او يتيمانو ډک دي اوس هم خوار او زار يتيمان په کوڅو کې څيرې ګريوان د خداى پار نارې وهي... خو دوى؟ دوى هېڅ نه دي کړي؟؟ دوى پرې خبر هم نه دي، ځکه خو ستا تر خوا اوس هم پلن او جينګې داړې ناست دي، داسې چې دا د هر څه ګناه او خطا زموږ وه او دا ټول موږ کړي وي. خو زما مشره! بيا زموږ برخليک دوى ته په لاس مه ورکوه، ځکه دوى زموږ رڼا ورځ توره شپه کړه، د کابل سينه دوى سورۍ- سورۍ کړه، د هېواد هديرې دوى پلنې او اوږدې کړې، دوى د هغو شهيدانو ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل، چې د غليم په وړاندې ودرېدل او د خپلې وينې په بدل کې يې هېواد د دوى له منګولو څخه خلاص کړ، دوى ډېر کمال لري دوى، هر څه له ځانونو جوړولاى شي. زما مشره! په زړه دې نه دي، کله مجاهد، کله ملا، پير، زاهد، ډيموکرات... هر څه له ځانونو جوړولاى شي، خو دوى اوس هم همغه تورمخي غليمان، غلامان او قاتلان دي، د دوى په خوږو مه نازېږه. دوى هرڅه کوي هر ډول ته نڅېږي دوى د انسانيت له پولې ډېر ليرې تللي او په وژلو کې پوره تجربه لري، دوى په ککريو دومره پلن او غټ شوي دي بيا مو وژني!! بيا مو وژني!! زما مشره! پر ما باور وکړه، زه ستا دوست يم، ته زما مشر يې او ته پر ما مشر يې که ستا کشر نه وي نو ته به د چا مشروې؟ کله چې ستا د برخليک ورځ وه، نو له ځان سره مې ښه سوچ وکړ او ستا برخليک مې د ځان وباله، سترګۍ (عينكې) مې په سترګو کړې او ايله مې ستا تصوير ته لبيک وليکه او دعا مې وکړه، چې خدايه! نور مو له دغو داړورو وساتې، نور مو پر سرونو خونکار مه مسلط کوې. خدايه! نور مو بس دي ستا ګناهکاران يو، موږ وبخښه موږ معاف کړه، موږ ژوند غواړو، د خوشحالۍ ژوند، د خوښۍ ژوند د سوکالۍ ژوند... او لکه چې خداى مو دا دعا قبوله کړه، خو ګوره چې موږ له ياده ونه باسې او يوازې مو پرې نه ږدې، موږ پر تا باور وکړ ته يې پر موږ وکړه، بيا هېڅکله پر دوى باور مه کوه، که نه د حشر پر ورځ زموږ لاس او ستا ګرېوانw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:57 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د افغانستان جمهوري دولت ته د ارواښاد لوى استاد علامه رشاد په اړه څو وړانديزونه | ||||
w پوهيالى شفيق وردګ، د كابل پوهنتون استاد د افغانستان جمهوري دولت ته د ارواښاد لوى استاد علامه رشاد په اړه څو وړانديزونه د لوى استاد علامه رشاد په اړه به خپله ليكنه د الكسي تولستوى ا و بل لوېديزوال له دې وينا څخه پيل كړم، چې وايي: ”د لويو خلكو ژوند د زېږېدنې او مړينې په دوو نېټو نه، بلكې يوازې په يوه نېټه ټاكل كېږي او هغه د زېږېدنې نېټه ده“. همدارنګه يو بل لوېديزوال ويلي دي: ”افغانان ښه ژوندى او بد مړى نه لري“. موږ نه شو كولاى د لوى استاد ارواښاد علامه رشاد د ژوند په اړه ووايو، چې په 1300ل كال پيدا او په 1383ل كال وفات شو او هغه ځكه، چې ارواښاد علامه صاحب په خپل بركتناك ژوند كې داسې ستر كارونه وكړل، تر هغه وخته چې افغانان ژوندي وي، افغانستان ژوندى وي، نو د علامه صاحب دروند نوم به هم ژوندى او د ژبو پر سر وي. ارواښاد علامه صاحب د سيمې او هېواد له هغه ګوتو په شمېر پوهانو څخه و، چې د ژوند پر بېلابېلو اړخونو يې ليكنې نه، بلكې ښه پنډ- پنډ كتابونه ليكل كېدى شي، خو بيا به هم دا هرڅه د ”سيند په كوزه كې“ ځايول وي. كه په ټوليزه (عمومي) توګه د لوى استاد ژوند او شخصيت ته ځغلند نظر واچوو، نو استاد هم يو ښه ښوونكى، هم يو ښه زړور سياستوال، ستر ليكوال او څېړونكى و، ارواپوه او ټولنپوه هم. كه په تاريخپوهنه كې د نظر خاوند و، په ادبياتو كې هم د استاد شفيقي خبره د امامت تر بريده رسېدلى و. كه يو څوك وغواړي چې د ارواښاد علامه صاحب د ژوند يوازې يو اړخ راوسپړي، نو كېدى شي كلونه- كلونه وخت وغواړي او دا د هر چا له وسه وتلې هم ده. زه به په دې لنډه او تنګه ليكنه كې له لوى استاد علامه پوهاند اكاډميسين صاحب سره خپلې ځينې لنډې ليدنې او ناستې، د خاطرې او د درانه استاد لويې اروا ته د درناوي په موخه له ښاغلو لوستونكو سره شريكې كړم. د استاد له نامه، ليكنو او شخصيت سره په غياب كې ښه بلد وم، لومړۍ پلا مې يې ژوندليك په ”اوسني ليكوال“ نومي كتاب كې لوستى و، هغه به نو زما د ښوونځي او په ښوونځي كې هم د لومړنيو زده كړو مهال و، بيا مې په راډيوګانو او مجلو كې د لوى استاد خپلې مركې، ليكنې او په اړه يې د نورو ليكوالو ليكنې ولوستې. خو لومړى وار مې هغه مهال ارواښاد استاد وليد، چې كله د طالبانو له خوا د افغانستان د علومو اكاډمۍ د مرستيال په توګه وټاكل شو. كه څه هم دا مهال زه په كراچۍ كې وم، خو د استاد د ټاكل كېدو خبر مې د راډيو له لارې واورېد، درې مياشتې وروسته زه كابل ته راغلم، د كابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي محصل شوم، همدا وخت و چې د استاد زيارت ته ورغلم. نژدې دوه ساعته ورسره كښېناستم، په دې لومړنۍ ناسته كې په پرله پسې ډول له استاد څخه زما پوښتنې او د هغوى ځوابونه وو، خو وروستۍ پوښتنه چې مې ترې وكړه، هغه دا وه چې: ”استاده! د طالبانو له خوا د اكاډمۍ مرستيالي درباندې تپل شوې او كه د خپلې علاقې له مخې مو منلې؟“. استاد وخندل او ښه په كړس- كړس يې وخندل، ويې ويل: ”ما د خپلې علاقې وړ ټولې دندې ترسره كړي، خو د اكاډمۍ دا مې يوازې په دې موخه ومنله، چې زه د طالبانو او افغان روڼاندو ترمنځ د اړيكو يوه كړۍ شم، په بهر او داخل كې افغان روڼاندي او پوهان دېته راوبولم، چې له طالبانو سره كښېني او پر بېلابېلو مسايلو يې سر ورخلاص كړي، خو طالبان ډېر سرټمبه دي، باور مې نه شي“. چې په كابل كې وم، په مياشت كې يو وار، كله يوازې او كله له ځينو دوستانو سره استاد ته ورتلم، خو بيا هغه ورځ هم راغله، چې زه د كابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه فارغېدم، نو بايد مونوګراف مې ليكلى واى. لوى استاد ته ورغلم، مشوره مې ترې وغوښتله، په دې وار كې نو د پښتو ټولنې اوسنى رئيس ښاغلى سرڅېړونكى عبدالواجد واجد هم راسره و، اصلاً واجد صاحب ته ورغلى وم، خو واجد صاحب ويل چې له لوى استاد سره په كې مشوره كوو. كله چې د ارواښاد علامه صاحب كور ته ورغلو، تر نورو خبرو وروسته مو ورسره د مونوګراف موضوع هم شريكه كړه، لوى استاد په ډېره مينه راته وويل: ”تاسې ځوانان هڅه وكړئ، په كابل پوهنتون كې زموږ د پنځو ستورو په اړه مونوګراف نه دى ليكل شوى، ته يې پر لوى استاد علامه حبيبي وليكه، نور ټولګيوال دې دېته وهڅوه، چې پر استاد بېنوا، استاد رښتين، استاد الفت او استاد خادم باندې يې وليكي، زه مرسته درسره كوم“. ما هماغسې وكړل، په خپله مې مونوګراف د لوى استاد علامه حبيبي د مطبوعاتي هڅو په اړه وليكه او نورو ملګرو مې: ښاغلي مطيع الله اباسين د ارواښاد رښتين، ښاغلي نجيب الله د ارواښاد استاد الفت، ښاغلي عزيزالله صديق د ارواښاد خادم صاحب په باب خپل مونوګرافونه وليكل. له لوى استاد سره زما ليدنې او ناستې زما د ژوند په زړه پورې شېبې دي، هره خبره مې يې داسې په ياد ده، لكه همدا اوس چې يې په مجلس كې حاضر يم. يو وار مې ترې پوښتنه وكړه: ”استاده! (پلاوى) چې موږ يې د هيئات يا ډلې لپاره كاروو، د دې ريښه څه ده او څنګه دا تورى رامنځته شوى؟“. استاد د چايو پياله پر مېز كښېښوده، په كټ= كټ يې وخندل او ويې ويل: ”زه له اويا كلو راهيسې مطالعه كوم، ”پلاوى“ او يا يې ريښه ما تر اوسه نه ده ليدلې، خو ګرهر الرحمن راباندې د بي بي سي په زور ومانه، اوس يې زه هم په ليكنو او خبرو كې كاروم“. اوس كه له يادونو او خاطرو راتېر شم او د هغه لوېديزوال پوه هغه خبرې ته راشم، چې ويلي يې دي: ”افغانان ښه ژوندى او بد مړى نه لري“. نو رښتيا يې ويلي دي. لوى استاد علامه حبيبي لس كاله په تبعيد كې تېرولو ته اړ كړل شو، شهيد موسى شفيق د وطن پلورونكو كمونيسټانو له خوا په دردوونكي مرګ ووژل شو، ارواښاد ميوندوال صاحب همداسې شو، استاد بېنوا خو په مړينه هم مسافر دى. تر دوى ډېر پخوا علامه سيد جمال الدين افغان چې ژوندى و، تر اروپا، افريقا او اسيا ګټ په ګټ وګرځېد، خو چې مړ شو، بيا يې قدر پيدا شو، همدارنګه پورته يادې شوې درنې څټې هم موږ تر مرګ وروسته ولمانځلې. همدا حال د لوى استاد علامه رشاد صاحب هم و، خو يوازې په دومره توپير چې علامه رشاد صاحب په خپل ژوند درې وارې ونازول شو: يو وار هغه مهال چې د ”رشاد كره كتنې“ اوونيزه غونډه يې په نامه جوړه شوه. بله پلا هغه وخت چې د لوى ننګرهار درنو خلكو په يوه لويه غونډه ولمانځه او درېيمه هغه چې په درانه نامه يې علمي مهالنۍ مجله راووتله. تر وفات وروسته به يې په نامه پوهنتونونه، لويې لارې، مېنيې او هرڅه ونومول شي، خو هغه خوند چې د رشاد كره كتنې، رشاد علمي او ادبي مجلې، په لوى ننګرهار كې د لوى استاد لمانځنغونډې درلود، دا ارزښت به نه لري. دا وروستي كارونه كه څه هم د قدر وړ دي، خو ارزښت يې په دې زيات دى، چې لوى استاد په خپل ژوند وليدل، چې زما قوم زما په قدر پوهېږي. د دې درې واړو كارونو ترسره كوونكو په رښتيا چې د استاد حق پرځاى كړ، د رشاد كره كتنې په لومړۍ غونډه كې د ګډون او په كې د علمي مقالې لوستلو وياړ خو ما ته هم حاصل دى. د لوى استاد علامه رشاد صاحب د مړينې په ورځ د افغانستان د دولت غبرګون ډېر سوړ و، وايي: ”وړه دې په وړه، منت دې په څه؟“. ښاغلي ګل اغا شېرزي او ښاغلي پوهاند تڼيوال خو ارواښاد استاد ته ځانګړى درناوى درلود، چې تر كندهاره پورې ورسره لاړل، په كابل كې د استاد د وير پر ټغر ناست چارواكي خو د دود له مخې راغلي وو، دوى خو د يوه جنګسالار فاتحې هم ته ځي، د جنګسالار پر اروا لوى- لوى واټونه هم ګز او پل كوي. خوند به يې دا كړى واى، چې د ليندۍ يوولسمه نېټه دې د لوى استاد د مړينې د ورځ په غم كې ملي ماتم اعلان شوې واى، ځكه استاد د خپل خواږه عمر اويا كاله د دې ملت د ويښونې او رغونې لپاره تېر كړل، لوى استاد خپل تور وېښتان د خلكو په شان لمر ته سپين نه كړل، هغه د دې ملت د ژغورنې لپاره له تنكي زلميتوبه مټې رابډوهلې او تر سپين ږيرتوبه يې يوه ورځ هم ارام ونه كړ. نو دا حق يې نه درلود، چې د مړينې پر غموونكې ورځ يې ملت ژړلي واى؟؟. په هر صورت، زه په ډاګه بايد وايم چې نور نو دغسې عارفانه تجاهل نه شو زغملاى. په خپله كه وژل كېږو، كه لوټل كېږو او كه رټل كېږو، خو د مشرانو او بيا د ملي او سترو مشرانو په اړه دومره بې توپيري نه شو زغملاى. په پاى كې د يوه افغان په توګه د لوى استاد د يوه مينه وال او د استاد د لارې د لاروي په توګه زما وړانديز د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د كلتور وزارت، بېخونده وزارت ته دا دى: 1. د لوى استاد علامه پوهاند اكاډميسين رشاد صاحب نوم دې د ادبياتو او څېړنې په برخه كې د نوبل نړيوالې جايزې ته د افغانستان د كانديد په توګه وړاندې كړي او نړيوال دې پرې قانع كړي. 2. په ادبياتو، ژبپوهنه او څېړنه كې دې د ”علامه رشاد“ په نوم په رسمي توګه د سرو زرو يو مډال تصويب كړي او هغه چا ته دې وركوي، چې په دې برخه كې ستر كارونه كوي. مادي او معنوي امتياز دې هم ورته بېل كړاى شي. 3. د علامه صاحب له كورنۍ سره دې د تفاهم له مخې د استاد د كار كوټه رسماً د افغانستان د ملي موزيم څانګه وګرځول شي. د لوى استاد د كار مېز، څوكۍ، قلم او ځينې نور اړوند شيان دې، چې استاد به كارول، د يوې ارزښتناكې پانګې په توګه د تل لپاره په رسمي ډول وساتل شي. 4. په كابل پوهنتون كې دې د ”علامه رشاد“ په نامه يو يادڅلى يا منار جوړ او په يونيسكو كې دې ثبت كړي، پر هغه څلي دې د استاد انځور، ژوندليك، اثار او د استاد غوره ويناوې وليكي. په پاى كې لوى استاد ته د خداى په مهربان دربار كې د بخښنې، كورنۍ ته يې د زغم، اجر او صبر هيله كوم او له لويه خدايه غواړم چې په افغان ملت كې د ستورو دغه لړۍ تل روانه وساتيw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:56 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
په نن، پرون او سبا كې | ||||
په نن، پرون او سبا كې د نړۍ هېښوونكې موندنې او ساينسي پرمختياوې ګوګل د نړۍ سترو پنځو كتابتونونو ته لار مومي د انټرنټ لټندويه پاڼه ”ګوګل“، د نړۍ د پنځو پوهنتونونو او كتابتونونو په مرسته پراختيا مومي، دا انټرنټ پاڼه به د دغو كتابتونونو كتابونه په انټرنټ كې پر ليكه راولي، چې د نړۍ په هره برخه كې پراته وګړي به يې لوستلاى شي. ټاكل شوې ده، د ميشيګان او اسټنفورډ، دغه راز د هاروارډ، اكسفورډ پوهنتونونو او نيويارك عمومي كتابتون ځينې كتابونه د ګوګل له لارې پر ليكه (انلاين) شي. د ميشيګان پوهنتون د ټولو كتابونو د ډيجيټل كولو لپاره تر اوو مليونو ډالرو زياته پانګه پام كې نيول شوې ده، چې شپږ كاله وخت به نيسي. هاروارد پوهنتون ۴۰ زره كتابونه او اكسفورډ پوهنتون يوازې هغه كتابونه پر ليكه كوي، چې په نولسمه پېړۍ كې چاپ شوي او اوس مهال د بادلين په كتابتون كې ساتل كېږي، اوس به د ګوګل په واك كې وركول كېږي. د اكسفورډ پوهنتون يو ويندوى په دې باب وويل: ”د انټرنټ په دې ټولګه كې شعرونه، رمان، سياسي رسالې او هنري كتابونه راځي“. هغه زياته كړه: ”هغه كتابونه به اوس د ټولو په واك كې وركول كېږي، چې نور نه چاپېږي او يوازې د نړۍ د بېلابېلو برخو په كتابتونونو كې ساتل كېږي“. كاروونكي به يوازې د هغو كتابونو نيوليك (فهرست) ته لاسرسي لري، چې كاپيرايټ لري (د كارولو حق يې لري). دا اجازه يوازې د نيويارك عمومي كتابتون له خوا ګوګل ته وركړل شوې، چې د دې كتابتون هغه كتابونه په انټرنټ كې ځاى كړي، چې حقوق يې خوندي هم وي. سوزان ووجچيكي، د ګوګل د چارو مدير په دې باب وويل: ”د دې سترې طرحې موخه دا ده چې د معلوماتو او پوهنو د خزانې كولپ خلاص شي، ځكه تر دې مهاله چا ورڅخه ګټه نه شواى اخيستلاى. په دې اړيكو (لينكونو) كې به دا اسانتيا هم برابره شوې وي، چې عمومي كتابتونونه به كولاى شي چې ځينې كتابونه په پور واخلي، ګوګل دغو اړيكو ته د لاسرسۍ لپاره له چا څخه پيسې نه غواړي“. ګوګل اعلان كړى، چې د دغو كتابتونونو سكېن (په انځور اړول شوې) پاڼې د دې شركت له خوا د لوستلو وړ دي، چې خلك يې د نړۍ په هره برخه كې لوستلاى شي. په دې پاڼو كې به سوداګريزې هم وي، دغه راز به د ”امازون“ د شركتونو لينكونه هم په كې وي. د ميشيګان پوهنتون د كتابتون يوه كتاب سمبالوونكي جان ويلكين، چې له ګوګل سره همكاري كوي، وويل: ”د دې طرحې پلې كول به نړۍ هم بدله كړي. ډېر خلك په اندېښنه كې دي، چې د كتابتونونو ان- لانېدل (پر ليكه كېدل) به د دوديزو كتابتونونو عمر ته د پاى ټكى كښېږدي، خو موږ بايد كتابتونونو ته د بيا ساه بخښلو لپاره دا كار ترسره كړو“. څه موده وړاندې ګوګل يو نوى لټندوى په كار واچاوه، چې خلك وكړاى شي عمومي مواد په ښه توګه ترلاسه كړي. دا كار په داسې مهال كې كېږي، چې اوس زيات پښتو كتابونه هم د انټرنټ پر پاڼو راغلي او اكثريت پښتو خپرونې هم د انټرنټ په مټ د لوستونكو د لوستلو جوګه شوې دي. هغه كسان چې غواړي پښتو ليكنې ولولي او ګټه ځنې واخلي، نو په ګوګل كې دې د لټونې په ځاى كې خپله موضوع په پښتو وليكي، ګوګل به ټول اړوند پښتو مواد ورته مخې ته كښېږدي. د شلمې پېړۍ تر ټولو مهم پوهنيز كشف څه و؟ په حقيقت كې د دې شي موندل ډېر غور غواړي. خو الوتكه، فضا ته سفر، اټومي وسلې، انټي بيوټيك، ټلويزيون او كمپيوټر دا ټول د يادونې وړ څيزونه دي. دغې هرې موندنې د ملياردونو انسانانو په ژوند كې يو ستر بدلون رامنځته كړى او پر هغوى يې اغېز كړى دى. خو بيا هم يو كشف شته چې د ژوند رښتينې مانا يې ټولو ته ورښوولې ده. له دې كبله موږ په دې باور يو، چې د هابر_بوش Haber-Bosch لاسته راوړنه د دغو ټولو اكتشافاتو او موندنو په سر كې راځي. په ۱۹۰۷ او ۱۹۱۳م كلونو كې فريټزهابر او كارل بوش، د ارزان بيه امونياك، هايډروجن او نايټروجن پر توليد بريالي شول. زموږ د ډېرو له انده امونياك داسې مايع ده چې پاكوونكى خاصيت لري او د ۶ مليارده خلكو په ډله كې، چې د ځمكې پر سر ژوند كوي ۲.۴ ملياده خلكو ته ضروري او حياتي ارزښت لري. زموږ د بدن جوړښت له پروتين څخه دى، هر پروتين په خپل جوړښت كې ۱۰ امينواسيد لري او دا ټول بيا نيټرون ته اړتيا لري. نيټرون د يوه ګاز په توګه، د تنفس كېدونكې هوا په سلو كې ۷۰ برخې جوړوي، خو د نيټرون دا بڼه نه شي كولاى چې د امينواسيدونو په جوړښت كې ونډه ولري. پر دې سربېره امونياك د نيټرون يو فورم هم له ځان سره لري چې د نورو وښو له خوا د جذبېدو وړ دي. هر كال تر ۱۰۰ مليون ټنه زيات نيټرون د كيمياوي سرې په بڼه د ځمكې پر سر خپرېږي. د هابر_بوش دا اله دا ستونزه ليرې كړه، نور نو خلك په وږي نس نه بيدېږي. خو بيا هم ايا دغې موندنې، په سلو كې د۴۰ كسانو ګېډې مړې كړې دي؟ كارپوهان په دې باور دي، چې دا يو مهم كشف دى او كولاى شو چې د شلمې پېړۍ تر ټولو مهم كشف يې وګڼو، چې وروسته به پراختيا مومي او زيات كسان به ترې ګټه اخلي. د شكرې ناروغۍ پرضد واكسين جوړېږي هغه واكسين چې وكړاى شي ”د شكرې ناروغۍ لومړى ډول“ درمل كړي، نه دي موندل شوي او نه دي جوړ شوي، خو په دې اړه ډېر ژر ځينې كسان تر ازموينې لاندې نيول كېږي. د لندن ”كينګز لېسه“ او ”بريسټول پوهنتون“ په دې ناروغۍ ۷۲ تنه اخته كسان د دې ازمېښت لپاره راتلونكي پسرلي ته استخدام كړي. دا واكسين به د لوزالمعده سلولونو د بهير د شنډېدو مخه نيسي، ځكه لوزالمعده په بدن كې انسولين توليدوي او انسولين په بدن كې د شكرې د تجزيې لپاره ضروري دي. كه دا واكسين بريالى وخېژي، په بريتانيا كې به د ”زلميو د شكرې په اړه د څېړنو د مركز“ پوهان او څېړونكي ډېر لېوال او مينه وال ولري، چې د ازموينې لپاره به استخدامېږي. انساني ازمېښتونه: د شكرې ”لومړى ډول“ تر ۴۰ كلنۍ وړاندې پر انسان يرغل كوي، ناروغان اړ دي چې د انسولين هورمون ولګوي. كه دا هورمون بدن ته ونه رسېږي، د وينې شكره ناڅاپه لوړېږي، چې اخر سړى وژلاى هم شي. پوهان له ډېرې مودې راهيسې د داسې لارې په لټه وو، چې وكړاى شي دا ناروغي تر درملنې لاندې ونيسي. كه څه هم د شكرې ناروغۍ د لومړي ډول لامل څرګند نه دى، خو داسې اټكل كېږي، چې د بدن دفاعي سيسټم به په كې نقش لري، چې دا ناروغي د لوزالمعده سلولونو پر ضد بريدونه كوي. دا دوې بريتانيايۍ ډلې په دې باور دي چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې يوه لاره موندلې ده. دا واكسين پروتيني مواد هم لري، چې د بدن دفاعي سيسټم تقويه كوي، بدن په دې توګه كولاى شي چې د ناروغۍ د يرغل په وړاندې لوزالمعده سلولونه وساتي او توليد يې كړي. بريتانيايي څېړونكي دغو بريمنو پايلو ته تر رسېدو وروسته پر موږكانو دا ازمېښت ترسره كړ، اوس غواړي چې پر انسانانو يې پلى كړي. دوى هيله من دي چې وكړاى شي د دې واكسين په مرسته د دې ناروغۍ مخه مخكې له مخكې ونيسي، چې دا بهير به ۱۰ كاله وخت نيسي. د بريسټول پوهنتون، د دغو څېړنو يوه لارښود، ډاكټر كالين دايان وويل: ”دا واكسين هغو كسانو ته ګټور دى، چې ناروغي نوې په كې رامنځته شوې وي، كېدى شي د انسولين د نورو جوړوونكو سلولونو د له منځه تلو مخه ونيسي.“ هغه زياته كړه: ”كه دا كار پر انسانانو ښه پايله وركړه، نو هغو ناروغانو ته به هم دا ستن ولګول شي، چې دا ناروغي په كې پرمخ تللې ده“. په مصر كې د يوې ۵۰۰۰ كلنې هديرې موندنه د مصر د لرغونپوهنې عالي شورا مشر زهي حواس، په دې وروستيو كې اعلان كړى، چې يوه ډله اسټراليايي لرغونپوهانو د قاهرې ښار په جنوب (حلوان) نومې غريب مېشته سيمه كې يوه ۵۰۰۰ كلنه هديره موندلې ده. د ”فرانسې كانال۲ ټلويزيوني شبكې“ د رپوټ له مخې، زهي حواس وويل: ”په دې هديره كې ۲۰ قبرونه شته، چې په وړ شرايطو كې ساتل شوي دي، ځينې قبرونه كوچني او ساده دي، نور قبرونه چې لږ څه لوړ جوړ شوي لږ څه لوى دي هلته سفالي (خاورين) لوښي، دغه راز له مسو او جواهراتو څخه جوړ شوي شيان هم موندل شوي دي.“ د اسټراليايي لرغونپوهانو رئيس كريسټيان كوهلر پر خپل وار وويلي دي چې ښاري پراختيا د حلوان نومې سيمې لرغونو اثارو ته يو بل ګواښ دى چې بايد ورته پام وشي. حلوان ښار د قاهرې د جنوب په ۲۵ كليومترۍ كې پروت دى، دا سيمه ډېره ګڼ مېشته او صنعتي ده. د يوه لرغوني معبد كشفېدل د فرانسوي او ازبكي لرغونپوهانو يو پلاوى د يوه لرغوني معبد په موندنې بريالى شو، چې تر ميلاد وړاندې درېيمې پېړۍ پورې اړه لري. دا معبد د ازبكستان په جنوب شرقي سيمه ترمز ښار كې موندل شوى، چې د افغانستان پولې ته نژدې پروت دى. د ”فرانسې كانال۲ ټلويزيوني شبكې“ په حواله: ”د يوه لرغوني معبد پاتې شوني چې هره ضلع يې ۸۰ متره كېږي، تر ميلاد وړاندې درېيمې پېړۍ پورې اړه لري، چې ترمز ښار ته نژدې د فرانسوي او ازبكي لرغونپوهانو له خوا موندل شوي دي.“ دا سيمه ۵۰۰ هكټاره پراختيا لري، چې د اسيا د لرغونپوهنې له مهمو برخو څخه ګڼل كېږي. دا ښار پخوا د شمالي باكتريا او د كوشانيانو د لړۍ پلازمېنه وه. د فرانسې د علمي څېړنو د ملي مركز مدير پيرلورېش، له يوه ازبك لرغونپوه شاكر پيدايف سره يوځاى وايي: ”د موندل شويو ځايونو تاريخي قدامت د ښار د تاريخ لومړۍ دورې ته ستنېږي، چې هغه مهال دا ښار يوه وړه كډوال مېشته نظامي سيمه وه. كوشانيان د ”يوچه“ قبيلې په يوه قوم پورې اړه لرله، چې له آره د چين د شمال له تركانو څخه وو. دوى په لومړۍ ميلادي پېړۍ كې د باكتريا يوناني پاچايي، چې د سكندر د ځايناستو له خوا جوړه شوې وه، ړنګه كړه. د كوشانيانو د واكمنۍ سيمه تر درېيمې ميلادي پېړۍ پورې له اكسوس درې (امو سيند، د ازبكستان له جنوب او د افغانستان له شماله تر تاجكستان، پاكستان او شمالي هنده پورې غزېدلې وه. د نړۍ تر ټولو جګ پول رغول كېږي د فرانسې ولسمشر (جمهور رئيس) ژاك شېراك، د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې د ماسيف سانټرل غرنيو سيمو كې ميلو نومي ښار ته نژدې ۳۴۳ متريز پول افتتاح كړ، چې په پاريس كې د ايفل تر برج هم لوړ دى او دا په نړۍ كې تر ټولو جګ پول ګڼل كېږي. دا پول چې د تارن سيند پر سر رغول شوى، د ۲۰۰۴م كال ډسمبر پر شپاړسمه نېټه افتتاح شو، چې د فرانسې پلازمېنه، د دې هېواد له جنوب (مديترانې سيند) سره تړي. دا پول په يوه لوړه سيمه كې جوړ شوى، چې ۳۴۳ متره لوړوالى لري. د پول طرحه كوونكى نورمن فوسټر چې يو نوماند انګرېز انجنير دى، زياتې نورې ودانۍ يې هم ډيزاين كړي، لكه د المان د رايشتاګ مجلس نوې وداني، د هزاره پل (ميلينيوم) او په لندن كې د بريتانيا كتابتون نوې وداني. د دې طرحې ترسره كوونكې، افاژاست نومې مشهوره فرانسوي كمپني ده، چې تر ټولو ستر كار يې د ايفل برج جوړونه ده. ژاك ګود فرن، چې د ميلوكه ښار ښاروال دى او دا پول ورته نژدې جوړ شوى، ده د دې كار ستاينه كړې ده. دا فولادي پول۳۶۰۰۰ ټنه وزن لري، چې جوړونه به يې درې كاله وخت نيسي او ۳۹۴ مليونه يورو پانګه به ورباندې لګېږي، هر موټر چې ورباندې تېرېږي، بايد چې ۴.۶ يورو پيسې وركړي. داسې اټكل كېږي، چې هره ورځ به لس زره ګاډي پر دې پله تېرېږي، چې كېدى شي د ګڼه ګوڼې په موسم كې دا شمېره ۲۵ زره ګاډو ته لوړه شي. كه دا پول ډېره مالي لاسته راوړنه ولري، نو د فرانسې حكومت ځان ته حق وركوي، چې تر ۲۰۴۴ م. كال وروسته يې كنټرول په خپل لاس كې واخلي. سپورټ د سينې د سرطان مخنيوى كوي د څېړونكو په وينا ښځې د عمر په هر پړاو كې كولاى شي چې د سپورټي حركاتو په مرسته د سينې د سرطان ناروغۍ كچه راټيټه كړي. پوهنيزو څېړنو څرګنده كړې چې منظم سپورټ له بدن سره مرسته كوي چې د ناروغيو په وړاندې مقاوت ولري. هغه نوې څېړنې چې په امريكا كې پر ۷۴ زره مېرمنو ترسره شوي، زباتوي چې د سپورټي فعاليتونو د پيلولو لپاره د سن خبره مطرح نه ده، انسان د عمر په هر پړاو كې كولاى شي چې څه ناڅه د دې خطرناكې ناروغۍ مخه ونيسي. څېړونكو ”د امريكا طبي ټولنې“ په خپرونه كې يوه ليكنه خپره كړې، چې ليكلي يې دي: ”هغه كسان چې د دې ناروغۍ له كبله نهيلي دي، كولاى شي د سپورټ په مرسته دا ناروغي كنټرول كړي“. منظم سپورټ: ډاكټرې ان مك تيرنان او مرستندويان يې چې په سياتل كې د سينې د سرطان په هاچينسون نومي مركز كې په څېړنو بوخت دي، د خپلو هغو ازموينو له مخې چې پر دغو مېرمنو يې ترسره كړي وايي. چې د دغو ۷۴ زره مېرنو له هرې يوې څخه پوښتنې شوي، چې په خپل ورځني ژوند كې سپورټي فعاليتونو ته څومره وخت بېلوي، ايا په ځوانۍ كې يې هم سپورټ كاوه او كه يه؟ څېړونكو ومونده چې دا ناروغي په هغو مېرمنو كې ۲۰سلنې كمه وه، چې په منظم ډول يې سپورټ كړى و. په دې برخه كې يې معتدل سپورټ ډېر ګټور وباله، لكه پلى تګ او بايسكل ځغلول، كه دا سپورټ په اوونۍ كې پنځه ځله تكرار شي، تر هر فعاليت يې اغېزې زياتې وي. څېړونكو ته دا هم جوته شوه، چې جسمي فعاليت هم په هغو مېرمنو كې د دې ناروغۍ مخه نيسي، چې پر دې ناروغۍ يې د اخته كېدو احتمال ډېر وي. دا ناروغي په دوه ډوله كسانو كې زياته پيدا كېږي، يوه ډله هغه كسان دي چې پخوا يې هم په كورنۍ كې دا ناروغي له پخوا راهيسې وه، بله ډله بيا هغه كسان دي چې د هورمون له ځايناستو درملو څخه كار اخلي. څېړنې ښيي، سپورټ كموزنه (خوارو) مېرمنو، ميانه او ان چې چاغو مېرمنو ته هم ډېره ګټه لري. ځينې پوهان بيا وايي چې ورزش هغو كسانو ته ګټه نه رسوي، چې تر حد ډېر وزن لري او ډېر چاغ دي. خو بيا هم ډاكټرې مك تيرنان دا كسان لا هڅوي چې سپورټ وكړي. هغې وويل: ”دا خبره بايد چاغې مېرمنې له سپورټ څخه ونه ګرځوي، كېدى شي د سپورټ پيلول په هر حال كې مېرمنو ته ګټور وي، چې يوه ګټه يې د شكرې او زړه د ناروغيو كمول دي“. مېرمن مك تيرنان زياته كړه: ”د سينې د سرطان په برخه كې، چاغې مېرمنې هغه وخت ځان ژغورلاى شي، چې خپل وزن كم كړي“. د بدن غوړ: هغې اشاره وكړه چې سپورټ تر يوه حده په بدن كې د غوړ كچه راټيټوي او دا كار په خپله د سينې د سرطان خطر كموي. هغې وويل: ”زما په اند ورزش د سرطان خطر كموي، ځكه چې د بدن د غوړ كچه ټيټوي او دا كار په خپله د سرطان په مخنيوي كې ګټور تمامېږي.“. هابل تر ټولو نوى كهكشان كشف كړ هابل يو فضايي تلسكوپ دى، چې كېدى شي تر ټولو ځوان او نوى كهكشان ومومي، داسې كهكشان چې تر اوسه په كيهان كې نه دى موندل شوى. د دې نوي كهكشان عمر به د اټكل له مخې تر ۵۰۰ مليونه كلونو اوړي، خو بيا هم داسې ځوان ښكاري، چې ته به وايې په ځمكه كې د ژوند له پيدايښت سره هممهاله پيدا شوى دى. دغه كهكشان ته ”آى زويكي۱۸_ 18-I.Zwicky “ نوم وركړل شوى، چې د كيهان تر ټولو كوچنيو كهكشانونو بڼه هم انځوروي. د دې موندنې نور جزئيات د ”اسټروفزيكال“ نومې خپرونې په وروستۍ ګڼه كې خپاره شوي دي. په هغه كهكشان كې چې موږ ژوند كوو، ۱۲ مليارده كاله عمر لري. داسې ښكاري چې دغه لرغوني كهكشان به څو ځلې د ستورو ناڅاپي شيندل كېدل او د بيا- بيا ژوندي كېدلو تجربې ليدلې وي، چې يوه دغسې پېښه ۵۰۰ او بله دا يې همدا۴ مليونه كاله مخكې پېښه شوه. د دې كهكشان په زړه كې د ستورو د پيدايښت دوه ځايونه شته، چې د هابل له خوا په اخيستل شويو انځورونو كې سپين او شنه ته نژدې رنګ لري. په دغو انځورونو كې ظريف شنه وزمه تارونه هغه ګازي كوبۍ (حبابونه) دي چې د لمريزو (ستورو) بادونو او د ځوانو ستورو د بنفش مافوق لړزو له كبله به ډېر تاوده شوي وي. پوهان دا كوچنى كهكشان له يوه جنين سره تشبېه كوي، چې ګواكې د يوه ګازي سحاب په توګه د هايډروجن او هليوم په بڼه د ځوانۍ په حالت كې پاتې شوى او د ستورو زېږون په كې څه كم۱۳ مليارده كاله وړاندې تر يوې سترې چاودنې وروسته پيل نه شو. په اوكراين كې يوري ايزوتوف چې په همدې مجله ”اسټروفزيكال“ كې يې يوه ليكنه خپره كړې، د دې كهكشان موندنه (كشفېدل) يو حيرانوونكى كار ګڼي. هغه ويلي دي: ”تمه كېږي چې كهكشانونه په هماغو لومړيو يومليارده كلونو كې تر يوې سترې چاودنې وروسته تشكيل شوي وي، نه ۱۳ مليارده كاله وروسته“. ”داسې انتظار كېده، چې نوي او ځوان كهكشانونه دې د كيهان په ګوښه ځايونو كې پټ پاتې وي، نه زموږ د كيهان په بومي سيمه كې، دا ځوان او نوى كهكشان زموږ له كهكشان څخه ۴۵ مليونه نوري كاله فاصله لري“. د هوا ككړتيا د زړه له ناراحتۍ سره څه اړيكي لري؟ په امريكا كې نوې ترسره شوې څېړنې ښيي چې د زړه د ناراحتۍ يو لامل د كارځايونو او نورو ماشينونو د فعاليتونو زياتوالى دى. څېړونكو څرګنده كړه، چې د هوا ككړتيا، لكه سګرېټ څكول ظاهراً په ستوني كې د وړو سرو رګونو د نري كېدو لامل ګرځي، چې دا كار په خپله د زړه ناراحتۍ ته لار اواروي. د كلفورنيا په جنوب كې د پوهنتون يوې څېړندويې ډلې څه له پاسه۸۰۰ كسان چې تر ۴۰ كلونو يې عمر زيات و او په لاس انجلس ښار كې يې ژوند كاوه، تر څېړنې لاندې ونيول. پوهاند نينوكوئنزلي، چې د دغو څېړنو ټوله پايله يې په يوه ليكنه كې ليكلې، وويل چې د دغو موندنو پايلې كېدى شي د عمومي روغتيا په برخه كې ډېرې پراخې وي، څېړونكي له الټراساوند څخه په استفادې سره د غاړې د سرو رګونو منځ انداز كړ، ځكه چې په دغو رګونو كې د يو ډول غوړو موادو رسوب د وينې بهير ټكنى كوي، چې دا ستونزه له سګرېټ څكولو، شكرې ناروغۍ او چاغښت سره نېغ اړيكي لري. موټران او د هوا ككړتيا: څېړونكو دغه راز د ژوند په چاپېريال كې د هوا ككړتيا مطالعه او اندازه كړه. دوى د پي ام ۲/۵ په نامه كوچني بڅركي چې د تېولو د سون، يا هم د فلزاتو د سره كېدو له كبله رامنځته كېږي، اندازه كړل. دا بڅركي دومره كوچني دي، چې د ساه كښلو په وخت كې د تنفسي سيسټم تر ټولو كوچنيو سوريو ته هم لار مومي. څېړنو څرګنده كړه، چې د هوا ككړتيا بدن دېته هڅوي چې اكسيجن توليد كړي، چې دا كار په خپله د تنفسي سيسټم د پړسوب او د سرو رګونو د زيانمنېدو لامل ګرځي. څېړونكو وموندله چې كه د پي ام ۲.۵ ذرې هرڅومره په هوا كې ډېرې وي، هومره د غاړې د سرو رګونو منځ پړسوي. د هوا د ككړتيا اغېز پر هغو مېرمنو ډېر ليدل كېږي چې عمر يې تر ۶۰ كلونو زيات وي. ككړتياوې: پوهاند كوئنزلي وويل: ”موږ پوهېږو كه د هغو سيمو خلك د زړه په ستونزو اخته شي ژر مري، چې د سيمې هوا يي ككړه ده“. ”زموږ مطالعو څرګنده كړه، چې كېدى شي د هوا ككړتيا لكه: سګرېټ څكول، په لومړيو پړاوونو كې د زړه ناراحتيو ته لمن ووهي، چې اخر به د غاړې په سرو رګونو كې د غوړو موادو د رسوب لامل شي، دا كار به په خپله د زړه ناراحتي زياته كړي“. كمپيوټر كارل سترګو ته يوه خطرناكه ناروغي پېښوي څېړونكي خواشيني دي ځكه چې د كمپيوټر زيات كارول كولاى شي انسان ته ”ګلاكوما“ د (زرغونو اوبو) ستونزه ورپېښه كړي او دا ناروغي په هغو كسانو كې زياته پيدا كېږي، چې شيانو ته له نژدې څخه ګوري. ګلاكوما ناروغي د سترګو په دننه كې د مايع د زيات فشار له كبله رامنځته كېږي، چې د سترګو په لېمه كې د اعصابو د فشار لامل ګرځي، كه يې درملنه ونه شي، انسان ړندولاى هم شي!. دا موندنې او څېړنې چې په ”ټولنيزه روغتيا او اپېډمي پوهنه“ نومې مجله كې خپرې شوي، پر هغو څېړنو ولاړې دي، چې پر۱۰ زره جاپاني كاركوونكو ترسره شوې دي. د دې پوهنيزې ليكنې ليكوالان په دې برخه كې د نورو څېړنو غوښتنه هم لري، په ځانګړې توګه د دوى په وينا هغه كسان چې شيانو ته له نژدې ګوري، تر ډېره كچه د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي. د سترګو فشار: د ټوكيو پوهنتون د طب پوهنځي ډاكټر ماسايوكي تاتميچي او همكارانو يې د څلورو جاپاني كمپنيو د څلورو كاركوونكو سترګې معاينه كړې. له هغوى څخه هيله وشوه، چې په كار او كور كې دې د كمپيوټر د كارونې كچه په وركړل شويو پوښتنليكونو كې وليكي. څېړونكو دا كاركوونكي، د كمپيوټر كارونې د څومره والي له مخې پر درېيو ډلو سره ووېشل: د كمپيوټر لږ كاروونكي، د منځني حد كاروونكي او ډېر كاروونكي. هغو كسانو به چې كمپيوټر ډېر كاراوه، عموماً ځوان نارينه وو. په ټوليزه توګه څرګنده شوه چې په سلو كې د ۱.۵ كسانو يانې ۵۲۲ تنو سترګې له همدې ستونزې سره مخ وې. هغوى چې كمپيوټر ډېر كاراوه له نژدې ليدونكو او ليرې ليدونكو الو څخه بد وړل. په درېيو كې يوه كس، يانې (۱۶۵) كسانو باندې د دې ناروغۍ شك كېده. زياتو څېړنو او شننو څرګنده كړه، چې له كمپيوټر څخه استفاده د ګلاكوما لامل ګڼل كېږي، كه څه هم څېړونكي د دې مسئلې پر لامل نه پوهېږي، خو بيا هم په دې باور دي، چې د كمپيوټر زياته كارونه د دې ناروغۍ لپاره لار اواروي. ګلاكوما په نړۍ كې د ړندېدو يو ستر لامل دى، چې يوازې يې په بريتانيا كې ۵۰۰ كسان له كبله ځورېږي. څېړونكي چې په نړۍ كې د كمپيوټر د كارونې له كبله پر دې زياتېدونكې ناروغۍ خواشيني دي، په خپله ليكنه كې يې وليكل: ”پر دې بنسټ مهمه ده چې په راروانه لسيزه كې روغتيايي كارپوهان نور هم جدي شي او د نژدې ليدونكو او ليرې ليدونكو سترګو دا ستونزه دې څرګنده كړي، چې د كمپيوټر له زياتې كارونې سره څه اړيكي لري“. ډېره مطالعه: نو ويې ويل چې څېړنې يې پر نارينه وو كړي، بيا هم په كې نژدې ليدل او ليرې ليدل رسماً نه دي اندازه كړي، بايد چې په دې برخه كې نورې جدي مطالعې هم وشي. د سترګوپوهنې سلطنتي لېسې رئيس نېك استبري، دې موضوع ته يوه اشاره وكړه چې په جاپان كې ځينې كسان داسې دي، چې د ليد پر وخت سترګو ته شيان ډېر نژدې نيسي، چې دا كمزوري په خپله له ګلاكوما سره اړيكي لرلاى شي. هغه وويل: ”زه شك لرم چې ايا كمپيوټر ته ډېر كتل به هم د سترګو په ليد كې كومه ستونزه رامنځته كړي او كه څنګه“. خو د ګلاكوما د نړيوالې ټولنې مدير ډېويډرايټ بيا وويل: ”كېدى شي د كمپيوټر زياته كارونه ځينې خطرونه ولري.“ هغه په دې برخه كې اړوندو څېړونكو ته لارښوونه وكړه، چې كه د چا په سترګو كې د دې ناروغۍ نښې وليدل شوې، ژر تر ژره دې دغه مركز ته مراجعه وكړي، ځكه چې په لـــومړي پړاو كې يې درملنه اسانه او اغېزناكه ده. د تېلو پر ځاى د نيشكرو د تېلو كارول د برازيل په ”سائوپوى“ نومي ښار كې زيات موټران د نيشكرو (ګني) له الكولو څخه د نورو عادي تېلو پرځاى كار اخلي، په دې توګه توانېدلي چې د دې ښار هوا له ككړتيا څخه وساتي. د ټكنالوژۍ د يوې څېړندويې سرچينې په حواله، د موټرانو د اړتيا وړ الكول له نيشكرو ترلاسه كېږي، چې د برازيل په زياتو كروندو كې كرل كېږي. د دې هېواد دولت له زياتو كلونو راهيسې هڅه كوله چې د تېلو پرځاى د الكولو كارول دود كړي، چې هم د ښار هوا له ككړتيا څخه وساتي او هم د ځمكې پرمخ د ګلخانو كچه راټيټه كړي. د تېلو پرځاى له ګني څخه د لاسته راغلو الكولو كارونه دومره بريالۍ هڅه وه، چې اوس جاپان هم غواړي له برازيل څخه دا توليد شوي الكول رانيسي. په لومړيو كلونو كې چې ځينو كسانو دا اقدام وكړ، دولت ورته زيات امكانات برابر كړل، خو اوس مهال هورې د تېلو بيه كنټرول شوې، چې دا د برازيل دولت ته يو ښه چانس دى. بيزوګان اوزارونه كارولاى شي د انګلستان د كمبرېج پوهنتون دوه څېړونكي انتونيو مورا او فيليس لي، په (پوهنه) نومې پوهنيزه خپرونه كې د خپلو څېړنو يو رپوټ خپور كړى، چې څرګندوي د بيزوګانو يو ډول چې د برازيل د شمال شرق (كاتينګا) په وچو ځنګلونو كې ژوند كوي او په “راهبو بيزوګانو“ (كاپوچين) مشهور دي، د خوړو لپاره د ځمكې د كيندنې، دغه راز د ونو د هغو څانګو د سوري كولو لپاره چې منځ يې تش وي، له ډبرو څخه كار اخلي. د اوزارونو په توګه د راهبو بيزوګانو له خوا د ډبرو كارول پخوا هم ليدل شوي، دا څېړنې څرګندوي، چې دا بيزوګانې په عادتي ډول تل له دغه ډول اوزارونو څخه كار اخلي. كه څه هم د كمبرېج پوهنتون انسانپوهان دا نظريه مطرح كړې چې دا بيزوګانې له ډبرو څخه په ځانګړو اقليمي شرايطو، لكه په وچو فصلونو كې د اوزارو په توګه كار اخلي، ځكه په دې وخت كې خواړه ورته كم پيدا كېږي. انتونيو په خپله څېړنه كې چې پر بيزوګانو يې ترسره كړې، ليكلي چې د ۲۰۰۰م كال له اكتوبر څخه يې د ۲۰۰۲ م كال تر مارچ پورې دا بيزوګانې تر څارنې لاندې نيولي او ۱۵۴ ځله يې ليدلي چې دا بيزوګانې له ډبرو څخه د اوزارو په توګه كار اخلي. د اوزارو په توګه له ډبرو څخه كار اخيستل زياتره په غټو بيزوګانو (شامپانزه ګانو) كې ليدل شوي، خو څېړونكي تل په دې هڅه كې وو، چې د انسان د نيكونو او دغو بيزوګانو ترمنځ اړيكي پيدا كړي، ځكه د انسان نيكونو هم له دغه وړ اوزارو څخه كار اخيست. دا لويې بيزوګانې كولاى شي چې ډبرې تېرې كړې او له تېرو څوكو څخه يې كار واخلي، خو نه شي كولاى چې دا كار په سمه توګه ترسره كړي، حال دا چې د پوهانو په اند، لومړنيو انسانانو په طبيعي توګه د ډبرو د تېره كولو او ترې په سمه توګه كار اخيستلو وړتيا درلوده. په بريتانيا كې تر ټولو لوى ډايناسور موندل شوى اوسنيو موندونكو په وايت نومې وړه جزيره كې د يوه ستر ډايناسور هډوكي موندلي دي، چې له خاورو څخه يې راايستلي هم دي. دا اسكلېټ په ساروپاد ډوله ډايناسور پورې اړه لري، چې څه له پاسه۱۲۵-۱۳۰ مليونه كاله عمر لري. د اسكلېټو دا ټوټه چې يوازې د غاړې يوه مرۍ ده، ۷۵ سانتي متره اوږدوالى لري. يوه ډله امريكايي او بريتانيايي څېړونكو د دغو موندنو پر بنسټ اټكل كړى، چې د دې ستر موجود اوږدوالى احتمالاً تر ۲۰ مترو پورې رسېږي، چې وزن يې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو پورې اټكل شوى دى. د دې موندنې نور جزئيات په ”كريتېشن څېړنې“ Research Cretaceous نومې خپرونه كې خپاره شوي دي. ډارن نايش له پورټسماټ پوهنتون څخه بي بي سي راډيو ته په خپلو څرګندونو كې د دې ستر موجود په باب ډېر څه وويل او دا ډايناسور يې په نړۍ كې تر ټولو ستر وګاڼه. هغه ساروپادونه چې اوږدې غاړې لري، تر ټولو ستر او درانه ډايناسورونه ګڼل شوي، چې پر ځمكه يې ژوند كاوه. اوسنى اسكلېټ لومړى په ۱۹۹۲م كال كې كشف شو، ښاغلى نايش يې په ۲۰۰۰ پر ارزښت پوه شو، نو ځكه يې هڅه وكړه چې په يوه پوهنيزه (علمي) خپرونه كې يې په باب كومه ليكنه خپره كړي. ښاغلي نايش وويل: ”دا هډوكي د دې موجود په باب د معلوماتو لپاره يوه ستره سرچينه ده، چې موږ ته ډاډ راكوي په زغرده ووايو چې د ”ساروپادونو“ په كوم ډول پورې اړه لري. دا موضوع او د دې موجود ډېره ستره اندازه د دې لامل شوې، چې په ژور نظر ورته وګورو“. د هډوكو دا ټوټې، ډېرې سترې دي، چې په اروپا كې موندل كېږي. خو ښاغلي نايش وويل چې په اسپانيا او پرتګال كې هم د ساروپادونو نور اسكلېټونه موندل شوي، چې تر دې اوسني اسكلېټ غټ دي. په ۲۰۰۴م كال كې څېړونكو د اسپانيا په شرق كې د يوه ستر اسكلېټ د موندنې خبر وركړ، چې ۳۵ متره يې لوړوالى او ۵۰ ټنه يې وزن و. خو په ټوليز (عمومي) ډول ويل كېږي، چې تر ټولو ستر او دروند ډايناسور چې پېژندل شوى، هغه يو ۳۷ متريز موجود دى، چې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ ټنه پورې يې وزن و، ارجانټيناسوروس Argentinasaurus نومېږي او په جنوبي امريكا كې موندل شوى دى. دغه راز په ۱۸۷۷م كال يو بل ۲/۴ متريز اسكلېټ هم په شمالي امريكا كې وموندل شو، چې امفيكولياس فراګيليموسAmphicoelias Fragilimus نومېږي. د دې اسكلېټ د موندونكي اډوارډ ډرينكركوپ په وينا، دا هډوكي په يوه ۵۲ متريز موجود پورې اړه لري. خو بشپړ اسكلېټ يې تر دې مهاله ورك دى، چې د دې اټكل پخلى وكړي. ياهو پاڼه، په نوې بڼه د انټرنټي پاڼو په دې سخته او تونده سيالۍ كې د ”ياهو“ د پاڼې اصلي بڼه هم بدله كړل شوې ده، چې دا له ټولو سترو ويبپاڼو څخه ګڼل كېږي. نن ورځ په ټوله نړۍ كې ”ګوګل“ او ”ياهو“ دوې سترې ويبپاڼې دي، چې د يو بل په وړاندې په سيالۍ بوختې دي. هره ورځ په يوه كې يو غوره بدلون راغلى وي، هره يوه هڅه كوي چې د خپل سيال د ماتولو لپاره يو ستر نوښت ته لاس وغزوي. كه د ياهو پاڼې د برېښناليك كاروونكو ته ۱۰۰MB ځاى وركړى، په وړاندې يې بيا ګوګل خپل هر ګډونوال ته ۱۰۰۰MB ځاى وركړى دى، چې پخوا د يوه كمپيوټر د ټولې حافظې كچه ۵۰ MB و. ګوګل په دې وروستيو كې ډېر بدلونونه راوستل، اوس نو وار د ياهو دى، چې د برېښناليك د ظرفيت د زياتولو تر څنګ يې په خپلو ويبپاڼو كې هم بدلونونه راوستلي دي. د يوه رپوټ له مخې د ياهو په دې نوښت سره به په دې پاڼه كې ځينې مركزي ټنۍ (ايكنونه)، د ليكلو لپاره ليكبڼې (فونټونه) او د عكسونو ځايولو بڼې بدلې شي، بيا هم څرګنده نه ده، چې دا كار به تر كومه وخته روان وي، تر اوسه پورې په دې باب كوم بل رپوټ نه دى خپور شوى، خو كه هرڅه وي، دغه وړ سالم رقابت د دې پاڼو كتونكي زياتوي او عامو خلكو ته يې ډېره ګټه رسېږي. امريكايانو د پيكاسو يوه انځورګري پيدا كړې ده امريكايان توانېدلي چې د پابلو پيكاسو يوه انځورګري چې ۱۰ مليونه ارزښت لري او د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د نازيانو له خوا غلا شوې وه، كشف كړي. دا انځورګري (تابلو) په ۱۹۲۲ م كال كې د پيكاسو له خوا كښل شوې، چې بيا په ۱۹۲۸م كال كې كارلوټالندزبرګ نومي الماني يهودي باندې وپلورل شوه، دغه كس د دې تابلو د ساتنې لپاره هغه يوه هنري مركز ته ولېږله، خو په ۱۹۴۰ م كال كې د المان له خوا د فرانسې د نيول كېدو پر مهال غلا شوه. تر دې وروسته دا تابلو چې ”ناسته پېغله“ نومېږي، د ۲۰۰۴ م كال تر اكتوبر مياشتې پورې نه ده ليدل شوې، خو اوس په شيكاګو ښار كې د يوه امريكايي په كور كې وموندل شوه، هغه دعوه كوله چې دا تابلو يې په ۱۹۷۵م كال كې د پاريس له يوه هنري نندارتون څخه رانيولې ده. اروايي ځور د جنين وژل كېدل شوني كوي د مور په ګېډه كې د ډېرو ماشومانو د وژل كېدو لامل څرګند نه دى، خو دا ستونزه په عمومي ډول د مور له ناروغيو سره اړونده ګڼل كېږي. په دې وروستيو كې هغو مطالعو چې د المان په برلين پوهنتون كې ترسره شوي، پوهانو ته څرګنده كړه، كله چې اميندواره موږكه په خواشينوونكي چاپېريال كې استوګنه وكړي، يا هم په داسې ځاى كې واوسي چې هلته لوړ اوازونه زيات وي، نو د هورمونونو توازن ته يې زيان رسېږي، همدغه كار د بدن پر خوندي كوونكي سيسټم (پلاسنټا) يا هغې پردې هم بريد كوي، چې د ماشوم كڅوړه ګڼل كېږي. څېړونكو ته څرګنده شوه چې د خواشينوونكو هورمونونو لكه (تيزول) كچه په وينه كې لوړېږي او د (پروجسټرون) توليد بندوي. پروجسټرون هغه هورمونونه دي، چې سالمې او بې خطرې اميندوارۍ ته ډېر ضروري دي. د څېړونكو ډلې د ډاكټر پټراارك تر مشرۍ لاندې، كله چې پر موږكانو دا څېړنې وكړې، وروسته يې د ښځو د اميندوارۍ د پرمختګ دوره هم تر كتنې او څېړنې لاندې ونيوله. د اميندوارۍ د دورې په پيل كې ترې وينه واخيستل شوه، دې ډلې ځينې پوښتنليكونه هم جوړ كړي وو، چې له دغو مېرمنو څخه يې پوښتنې كولې، چې د هغوى د اروايي فشار كچه ځان ته څرګنده كړي. جوته شوه په دوى كې ۵۵ هغه مېرمنې وې، چې ماشومان يې تر وخت مخكې پيدا شوي وو، دوى د نورو مېرمنو په پرتله تر ډېره كچه اروايي خواشيني لرله، د دغو ۵۵ تنه ښځو په وجود كې د پروجسټرون كچه ډېره كمه وه. ډاكټر ارك وويل: ”موږ كولاى شو په زغرده ووايو چې اروايي خواشيني پر اميندوارۍ نېغ اغېز لري“. پوهان بريالي شول چې موږكانو ته د مصنوعي پروجسټرون په وركړې سره د هغوى د جنين د وژل كېدو مخه ونيسي. دا ډله اوس هيله منه ده چې په نوي كال (۲۰۰۵م) كې به د څېړنو په مرسته ځان ته دا څرګنده كړي، چې ايا د اروايي خواشينيو له كبله به مېرمنو ته د دې اوښتي زيات مخه نيول كېدى شي او كه نه؟ ايا درمل ورته جوړېدى شي كه څنګه؟w | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:55 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
عمان او کنټرول شوې ګرځندويي | |||||
¯ ليكواله: سميه لخول ¯ ژباړنه: پښتنه ميوند عمان او کنټرول شوې ګرځندويي
عمان، د عربستان د شبه جزيرې په پاى كې پروت دى، چې له موسمي اورښتونو څخه برخمن دى او د فارس خليج په لانجمنه سيمه كې يو ځانګړى نوم لري. دغه هېواد ناڅاپه متوجه شوى، چې د پلورنې وړ او غوره شتمنۍ لري. د ګرځندويانو ګڼ شمېر دغه هېواد د ګرځندويي يوه نادره موخه ګڼي، چې پراخې دښتې، غرنۍ سيمې، سيندونه او تاريخي ځايونه لري. په ګرځندويۍ پورې د اړوندې لومړنۍ خپرونې APEX بنسټ ايښودونكى صالح الزكواني وايي: ”موږ د 1980م كال په لسيزه كې هېڅ ګرځندويي نه درلوده، چا په دې اړه سوچ هم نه شواى كولاى. خو اوس د غفلت له خوبه راپاڅېدلي يو او متوجه شوو، چې په جنت كې ژوند كوو. البته دا ډېر بېل ډول جنت دى، د دغه خليج نور هېوادونه دا ډول طبعيت نه لري“. د عمان زړه وړونكې منظرې، دنګې كلاګانې، شګلن ساحلونه، پراخې دښتې، دنګ غرونه او د جنوبي سيمو شنه چمنونه يې د ښكلا له مخې بېساري دي!. پنځه سوه كلاګانې، څلي او برجونه، لرغونتون (موزيم) او جوماتونه د دغه هېواد پر وياړلي او ستر تاريخ چې پنځه زره كلونو ته رسېږي، شاهدي وايي. د سپينو او له خښتو جوړو ډبرينو كورونو معماري، لرغوني بندرونه چې د كب نيونې ځايونه يې كتونكي حيرانوي او دوې جلالي كلاګانې چې دواړه د پرتګاليانو له خوا جوړې شوي، د عمان په پلازمېنه مسقط كې له ورايه د سړي پام ځان ته وراړوي. يوه فرانسوي ګرځندوى شانتال كلاسټر وويل: ”دا يو له برمه ډك ځاى دى؛ منظرې، شنه چمنونه، د تورو او خړو غرونو سواحل، ټول د پام وړ دي، سړى په مسقط كې هرڅه موندلاى شي، تاسې كولاى شئ، په بېړيو كې سپاره شئ، دلفينونه او نهنګونه وګورئ، يو ساعت وروسته كولاى شئ په سمڅو كې مزل وكړئ، له دښتو واوړئ او د تاريخ په كتنې لاس پورې كړئ. تاسې به دوديز او لرغوني لرغونتونونه، كلاګانې او بازارونه ووينئ“. له زغمه ډك كلتور: تر ټولو ارزښتمنه دا، كله چې د عرب او اسلام په نړۍ كې كړكېچ څپې وهي، عمان بيا هم د سولې او امن سيمه ده. ګرځندويان وايي، هغه څه چې عمان ته يوه ځانګړتيا وربخښي، خلك او له اسلام څخه يې تفسير دى. د عمان خلك مينه ناك او مېلمه پال دي. دلته دين شخصي جنبه لري، نه نمايشي. سره له دې چې دوى پر خپل كلتور او مذهبي دودونو وياړي، خو پر ګرځندويانو يې نه ورتپي، چې دې ټكي ته د كتونكو ژر پام اوړي. دا په داسې حال كې چې د عمان وګړي غربي ضد احساسات لري او په منځنۍ اسيا كې هم د خلكو له دې روحيې خبر دي. يوه المانۍ ګرځندويه كريستينا كلاوس وايي: ”دا سيمه څو كلتوريزه ده، اسلام يې هم د مينې وړ دى، نه راديكال او سخت دريځه. عمان ګرځندويانو ته امن، ښايسته او د مينې وړ دى“. يو بل الماني ګرځندوى اوروسلاپالوس چې په تېرو شلو كلونو كې يې څو ځلې عمان ته سفرونه كړي، وايي: ”موږ په ساحل كې پاتېږو، له لمر او سيند څخه خوند اخلو، دا ارام ځاى دى، دلته د جټ الوتكو شورماشور نه شته“. عمان ”له تمدنونو سره له ټكر“ نومې سيمې څخه ډېر ليرې د غربي نړۍ او اسلامپالو ترمنځ پروت دى. دلته ځانګړي مسلمانان اوسېږي، چې نه سنيان دي، نه شيعه. زاكواني وايي: ”موږ د مذهب په باب ازادخياله يو، دلته القاعده نه لرو“. د شهرت قرباني: عمان چې تر سعودي عربستان وروسته د فارس خليج دويم عربي هېواد دى، له زياتو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. دغه هېواد د عمان كيڼ پلويو باغيانو پرضد مبارزه وكړه او د 1970م كال په لسيزه كې د انګرېزانو په ملاتړ بريالى شو. يو ايټالوى ګرځندوى، لوچيان لونګي وايي: ”زه په سولې او امن پسې وم، چې دلته مې وموند. د دې ځاى طبعيت ډېر په زړه پورى دى. موږ په ساحل كې ګرځېداى راګرځېداى شو او دلته كب نيوونكي وينو، چې په ښكار بوخت دي“. د ګرځندويۍ د وزير سلاكار سالم المعمري وايي: ”هر كال تر يوه مليونه زيات ګرځندويان د عمان كتنه كوي، چې په دوى كې اكثريت انګرېزان دي، چې په دويم ګام كې المانيان او په درېيم كې فرانسويان او بيا ايټالويان راځي“. المعمري زياته كړه: ”ګرځندويي د عمان د ناخالص توليد په سلو كې يوه برخه جوړوي“. په 1999كيگ هغه هيگوادونه چيگ كلنى لكگشگت ييگ تر تگولو لإ و: اريتگريا: 170 ايتگوپيا: 87 بنكگله ديگش: 170 بوتگان: 170 تانزانيا: 150 چاو: 170 صوماليا: 17 أالر لاوس: 140 ملاوي: 109 موزمبق: 57 خو عمان د ګرځندويۍ لپاره د زياتو نورو هېوادونو غوندې د خشونت او كړكېچ قرباني شوى، لكه د امريكا_ عراق د جګړې په څېر چې زياتو بهرنيو ګرځندويانو، عمان ته خپل سفرونه لغوه كړل. المعمري وويل: ”عمان د دې سيمې يوه برخه ده او موږ هم زيان ليدلى دى، خو ستونزه په دې كې ده، كله چې غربيان د يوې سيمې په باب سوچ كوي، نو هغه يو هېواد ګڼي. خلك ګومان كوي، چې زموږ فاصله ډېره لنډه ده، خو كه په يوه هېواد كې جګړه روانه وي، دوى ګومان كوي، چې هرځاى د جګړې اورونه بل دي“w | |||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:54 PM لېږونكى:هوسۍ | | |||||
د دوستۍ ارواپوهنه | ||||
¯ ليكوال : ډاكټر ډان ګابر ¯ ژباړه : اداره د دوستۍ ارواپوهنه په تېر پسې (له نورو سره څنګه دوستي وكړو؟)
اوس خو د چلند له ژبې او د هغې د كارونې له بېلابېلو تخنيكونو سره بلد شوئ، د خبرو د پيلولو لپاره بايد څه وكړئ؟ بنديزونه بايد څنګه له منځه يوسئ او كنګلونه بايد څنګه مات كړئ! له نورو كسانو سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره بايد پنځو ټكو ته پام وكړئ، البته دا ياد شوي ټكي كوم مشخص ترتيب نه دى، خو د خبرو په وخت كې د مقابل لوري سترګو ته نېغ كتل او پر شونډو موسكا اساسي شرطونه دي. 1. په سلام او روغبړ كې تر مقابل لوري ځان مخكې كړئ. 2. مقابل لوري ته ځان وپېژنئ او په ډېر ادب د هغه حال وپوښتئ. 3. خبرو ته يې په غور غوږ ونيسئ او په دې اړه سوچ وكړئ. 4. خپلې پوښتنې د هغه له خبرو سره سمې مطرح كړئ. 5. خپل مقابل لوري ته څرګنده كړئ، چې له ځوابونو څخه يې راضي او خوښ ياست. 1. له نورو سره د خبرو جرئت ولرئ: زيات كسان د شرم يا هم ذاتي خوى له مخې نه غواړي چې خبرې لومړى پيل كړي. دوى وېرېږي چې كېدى شي مقابل لورى يې خبرې اپلتې وګڼي. خو ياد وساتئ، چې جرئت د بري يو شرط دى. زموږ خبرو ته كه څوك ارزښت نه وركوي، يا هم زموږ په وړاندې بې پروا دي، دا خو ورځني مسايل دي، چې موږ زيات مهال ورسره مخ كېږو. بايد د نورو د چلند په وړاندې ډېر حساس ونه اوسو، خپلې خبرې په جرئت سره وكړئ. هېڅ وېرې ته وخت مه وركوئ. په خبرو اترو كې فعال نقش ولرئ: زيات كسان په خبرو اترو كې فعال نقش نه لري. يانې يوازې د مقابل لوري خبرې اوري، د خپلو څرګندونو پر وخت ډېر ځنډ كوي. زيات مهال داسې هم كېدى شي چې دواړې غاړې كم جرئته وي. دوى د يو- بل په وړاندې كښېني او دواړه غلي وي. يوازې كه كومه مهمه پېښه وشي، دوى پرې خبرې كوي. كه تاسې هم داسې ياست، هڅه وكړئ، چې شرم مو د ټولنيزو فعاليتونو مخه ونه نيسي. په روغبړ كې تر نورو مخكې شئ. خبرې تاسې پيل كړئ، په پيل كې مقابل كس ته ځان وروپېژنئ. نور نو هڅه وكړئ، چې خبرې مو ښې، سنجيده او غوره وي. دغه راز هڅه وكړئ، پر ټولو مسايلو خبرې وكړئ، يانې خبرې اترې مو بايد د نظرونو د تبادلې بڼه ولري. چلند مو هم بايد له لېوالتيا او دوستۍ څخه ډك وي، كله چې تاسې خبرې پيلوئ، د خبرو په وخت كې به مو جرئت زياتېږي او فعال نقش به لرئ. تاسې به وكړاى شئ، چې تر پايه پورې له مقابل لوري سره د خبرو اترو انډول وساتئ. دا كار يوه بله ښېګڼه هم لري، تاسې په دې ډول خبرو اترو كې د لارښود نقش لرئ. همدا كار ستاسو په وړاندې د مقابل لوري درنښت زياتوي. خبرو اترو ته چمتو شئ: څومره چې له نورو سره خبرو اترو ته چمتو كېږئ، په دوستۍ او اړيكو كې به بريالي ياست. انسان په خپل ټولنيز ژوند كې تل بريالى نه وي. ډېر داسې پېښ شوي، چې تاسې د خبرو اترو لپاره د مقابل لوري مينه نه ده راجلب كړې، يا هم نه ياست توانېدلي چې دوستي ورسره وكړئ. دا كار مو بايد نهيلي نه كړي، په ژوند كې ماتې او برى دواړه شته، چې انسان د تجربو له لارې د كمال لوړو څوكو ته رسوي. كله چې له ماتې سره مخ شوئ، هڅه وكړئ چې جبران يې كړئ. په ژوند كې درېدنه او ځنډ هېڅ مانا نه لري، هرڅه په بدلون او تحول كې دي، كه دا ځل بريالي نه شوئ، په راتلونكي كې به مو برى درپه برخه شي. له تېرو تجربو څخه پند واخلئ او د جبران لپاره يې خپل چلند بدل كړئ. ښه وګورئ چې نور كسان څه تمه درڅخه لري، هڅه وكړئ د هغوى د لېوالتيا او مينې د راخپلولو پر لوري ګام اوچت كړئ. هغه تخنيكونه او چلندونه وكاروئ چې په تېر څپركي كې ورته اشاره وشوه. په هغو كسانو پسې لاړ شئ، چې ستاسو دوستۍ او اړيكو ته ډېر چمتووالى ښيي. له نورو سره دوستانه چلند وكړئ، د نورو د دوستۍ راجلبولو لپاره زړورتيا ولرئ، ورنژدې شئ، څېرې ته يې ځير شئ او د دوستۍ بلنه وركړئ. دا كار هېڅكله هم د غوړه مالۍ (چاپلوسۍ) مانا نه وركوي. كه له مقابل لوري څخه مو وړ غبرګون ترلاسه نه كړ، په مننې سره يې پرېږدئ او د نورو كسانو لټون وكړئ، دا كار همداسې روان وساتئ، ډاډمن شئ، چې اخر به بريالي شئ. ماتې بايد څنګه ومنئ؟: كه په خپل ژوند كې څو- څو ځلې له ماتې سره مخ شوي ياست، دا كومه غټه خبره نه ده كه يوځل بيا هم ورسره مخ شئ. كله چې په ژوند كې له ماتې سره مخ كېږئ، يوازې يې خپله تېروتنه مه ګڼئ، كېدى شي تېروتنه ستاسو نه وي او تاسې به هېڅ پړ نه ياست. مقابل لورى به هم څه ونډه په كې لري. ماتې زموږ د ژوند يوه برخه ده، له دې كبله مه وېرېږئ، كله چې بريالي كېږئ، خپل برى وڅارئ، يوازې په همدې اړه فكر وكړئ او ماتې ژر هېرې كړئ، دغه ډول سوچ ستاسو په ژوند كې هم بدلون راولي. زړورتيا ولرئ او مه وېرېږئ. ژوند ماتې او برياليتوب دى، هره ماتې موږ ته يو درس راكوي او زموږ تېروتنې راجوتوي. موږ ته يې د حل لارې هم په ګوته كوي. تل د مثبتو اړخونو په باب غور وكړئ، داسې فكر وكړئ، چې په دې توګه به د نورو دوستي ځان ته راجلب كړئ. انسان ته د ماتې په پرتله برى ډېره مخه كوي، په ژوند كې مخكښ واوسئ او د پېښو هركلى وكړئ، خپلو دوستانو ته مينه وښيئ، چې ګواكې خبرو اترو ته يې لېوالتيا لرئ. 2. په ساده پوښتنو، له دوستانو سره اړيكي ټينګ كړئ، د حال پوښتنه يې وكړئ او دا څرګنده كړئ چې يو ټولنيز كس ياست: كنګلونه مات كړئ، يو ساده ست او د يوې ساده پوښتنې مطرح كول، د دوستۍ ور پرانيزي. يوه ساده پوښتنه كولاى شي له هغه كس سره ستاسو دوستي ټينګه كړي، چې هېڅ ورسره نه پېژنئ. د خبرو اترو د پيلولو په موخه دغه درې اقدامه كولاى شئ: الف: ځان د هغه په ليدو خوښ وښيئ. د كار، چلند او عادت ستاينه يې وكړئ. د بحث وړ موضوع په باب نور ساده مطالب طرحه كړئ. د ساري په توګه: څومره ښه كالي مو اغوستي دي، څومره ښه سليقه لرئ، دا كالي مو چگېرې جوړ كړي؟ له كوم پلورنځي څخه مو رانيولي؟ په كوم ګنډونكي مو ورغول؟ زه مباركي دركوم چې د داسې عالي سليقې خاوند ياست!. ب: د خبرو په وخت كې بايد دا درك كړئ چې مقابل لورى له څه سره مينه لري؟ له كتاب، موسيقي، شعر او له نورو... سره. بيا د هغه د خوښې وړ موضوع په باب ځينې پوښتنې وكړئ، د ساري په توګه كه د هغه په لاس كې د كركټ د لوبې لرګى وي، ترې وپوښتئ، چې: د كركټ د زده كړې لپاره بايد سړى چېرې لاړ شي؟ كولاى شئ ما ته يې پته راكړئ؟ د دې لوبې لپاره كوم ځاى غوره دى؟ دا لرګى مو له كومه رانيولى دى؟ كه مقابل لورى له كتاب سره مينه لري او كوم كتاب يې په لاس كې وي، همداسې د كتابونو په اړه ترې پوښتنې وكړئ. كېدى شي دغه كس د عكاسۍ مينه وال وي، له هغه څخه د عكاسۍ د تخنيك او د عكاسۍ د پوهنيزو لارو چارو په باب پوښتنې وكړئ، دغه ډول پوښتنې تاسې خپلې موخې ته، چې هماغه د اړيكو ټينګول دي، نژدې كوي. ځكه تاسو د هغه درناوى وكړ، هغه به هم تاسو ته درناوى كوي. ستاسو دوستۍ ته به مينه ښيي او دغه لارې چارې په خپله دوستۍ ته لار اواروي. ج: درېيمه لار چې كنګلونه ماتوي او دغه راز خبرو ته لار اواروي، هغه په پرانيستې ټنډه د ساده پوښتنو مطرح كول دي. د ساري په توګه: بگخښنه غواړم، زه غواړم په دې نژدې ځايونو كې يو كور كرايه كړم، په دې برخه كې راسره مرسته كولاى شئ؟ يا: د ډوډۍ لپاره د يوه ښه هوټل په لټه يم. تاسو ته دلته نژدې كوم هوټل معلوم دى؟ كه دا پوښتنې له ادب، پراخې ټنډې او نزاكت سره ملګرې وي، نو د اړيكو او دوستۍ د ټينګښت لپاره كافي دي. كه كوم كس ګورئ چې له څېرې څخه يې تلوسه ښكاري، لكه چې د چا په لټه وي، ورنژدې شئ او په درناوي ترې وپوښتئ: په كوم څه پسې ګرځئ؟ زه مرسته درسره كولاى شم؟ كله چې يوه هوټل ته ننوځئ او يوازې ياست، غواړئ له چا سره اشنا شئ، لومړى ټولو كسانو ته ځير شئ، كه كوم مېز ته يوازې يو كس ناست و او له څېرې څخه يې ښكاري چې دوستۍ ته لېوالتيا لري، ورنژدې شئ، په موسكا سره يې وپوښتئ: اجازه ده څنګ ته مو كښېنم؟ كه وړ ځواب مو ترلاسه كړ، په مننې سره ورسره كښېگنئ، څېرې ته يې ځير شئ. د ساري په توګه ورته وواياست: دا لومړى ځل دى چې دې هوټل ته راځئ او غواړئ چې د خوړو د ډولونو په اړه خبر شئ. كله چې خبرې پيل شوې او مقابل لوري هم ستاسو هركلى وكړ، كولاى شئ، بېلابېلې پوښتنې مطرح كړئ. وروسته بيا بلنه وركړئ چې مثلاً د قهوې، يا هم د شپې ډوډۍ لپاره سره ملګري شئ. كه په كوم بهرني هېواد كې يوه هوټل ته ننوځئ او د هغه ځاى ژبه فرانسوي ده، ستاسو په وړاندې له ناست سړي څخه په ډېر درناوي هيله وكړئ چې د خوړو مېنيو (لېسټ) درته ولولي، كه مو وليدل چې مينه ناك او د دوستۍ وړ كس دى، خبرې ورسره پيل كړئ. هومره چې يې په ژبه پوهېږئ، ورسره خبرې وكړئ، ان د يو ګېلاس چايو، يو ساندويچ، يا نورو خوړو لپاره بلنه وركړئ. ځينې كسان غواړي چې تل يوازې وي او په هوټلونو كې يوازې كښېني، تاسې له دغو كسانو سره هم اړيكي ټينګولاى شئ. په پرانيستې ټنډه او درناوي سره د يو ګېلاس چايو ست ورته وكړئ، يا هم لكه مخكې چې يادونه وشوه، له نورو سره د دوستۍ د ټينګولو لپاره جرئت ولرئ او هغه ټكي رعايت كړئ، چې دوستۍ ته ضرورت دي. يانې تل ثابته كړئ چې دوستۍ ته لېوالتيا لرئ او ډاډمن شئ چې بريالي به ياست. د ملي بس په تمه د تمځي په كتار كې درېدلي ياست، نور كسان هم ولاړ دي، چې ټكټ رانيسي، له هغو كسانو څخه پوښتنې ګروېږنې وكړئ، چې له تاسو سره ولاړ دي. د ساري په توګه د فلم يا هم په زرګونو نورو مطالبو په اړه، البته درناوى او نزاكتونه مو هېر نه شي. دا ډول پوښتنې كنګلونه ويلي كوي او له نورو سره د خبرو اترو زمينه برابروي. همدا بس دى چې تاسې ځانونه د نورو دوستۍ ته چمتو وښيئ، هغوى به په خپله په تاسو پسې راشي. له هغو پوښتنو ډډه وكړئ، چې ځوابونه يې لنډ دي: ځينې پوښتنې لنډ ځوابونه لري، د ساري په توګه: هو، نه. د دوو كسانو د دوستۍ د ټينګښت لپاره دا پوښتنې او ځوابونه بس نه دي. د دې په وړاندې ځينې پوښتنې د دوستۍ په ټينګولو كې مهم رول لري. هغه پوښتنې چې لنډ ځوابونه لري، په دغو تورو پيلېږي: ايا؟ چا؟ كوم؟ ولې؟ څنګه؟ او نور... ځينې بېلګې يې دا دي: | ايا تاسې همدلته نژدې اوسېږئ؟ | ډوډۍ خورئ؟ | څو بجې دي؟ | تاسې پارك ته ځئ؟ | دلته كله راورسېدئ؟ | د كوم ځاى ياست؟ | دلته په ژوند خوښ ياست؟ دلته بيا هغه پوښتنې دي، چې پرانيستي ځوابونه لري: | د دې هېواد په ټولنيزه وضعه كې څه بدلون وينئ؟ | تاسې دې كار ته څنګه لېوالتيا وښوده؟ | د كوم علت له مخې له دې ځايه كډه كوئ؟ | د كوم علت له مخې دلته راغلئ؟ | د خپلې رخصتۍ لپاره څه پروګرام لرئ؟ دا د هغو پوښتنو بېلګې وې، چې تړلي يا پرانيستي ځوابونه لري. ياد ساتئ، چې په خپلو خبرو كې له دواړه ډوله پوښتنو څخه كار اخيستلاى شئ. په دې توګه به وكړاى شئ، له نورو سره دوستي ټينګه كړئ او وړ معلومات ترلاسه كړئ. خپلې خبرې په هغو پوښتنو سره پيل كړئ، چې لنډ ځوابونه لري. خو په هغو پوښتنو سره يې تعقيب كړئ، چې اوږده ځوابونه لري. كه له مقابل لوري سره د لومړي ځل لپاره مخ كېږئ، له ګونګو او مبهمو پوښتنو ډډه وكړئ. هر وخت بايد ياد لرئ، چې د وخت غوښتنو ته په پام سره پوښتنې وكړئ، هغه يوه مقوله هم ده: ”هره خبره خپل ځاى لري“. د خبرتياوو ادلون- بدلون: تاسې په معمولي او ورځنيو پوښتنو سره كولاى شئ، ډېرې خبرتياوې ترلاسه كړئ، هره پوښتنه چې كوئ ځينې مطالب لري، چې تاسې او نور خلك د هغو په اړه معلومات لرئ. دا معلومات د هغو تجربو پايله ده، چې تاسو د خپل ژوند په بهير كې ترلاسه كړي، چې دواړو غاړو ته ګټور تمامېږي. نورو ته وواياست چې تاسې څه كوئ؟: ځينې كسان ګومان كوي، چې د نورو كسانو د كار په اړه پوښتنه بېځايه كار دى، نو ځكه د ځان له پېژندلو او د خپلې دندې له څرګندولو ډډه كوي، ځينې كسان دا ډول پوښتنې بې نزاكتي ګڼي. څرګنده خبره ده چې دا ډول سوچ د هر ډول اړيكو په وړاندې خنډ زېږوي. هڅه وكړئ ستاسو په وړاندې دا ډول خنډ رامنځته نه شي. غوره دا ده نورو ته وواياست چې څه كوئ، البته دا خبرې د لنډو، ساده او پوهاوي وړ جملو په چوكاټ كې وكړئ. همدا ساده خبرتيا ستاسو په وړاندې د خبرو اترو ور پرانيزي. خو كه غواړئ چې مقابل لورى مو له دندې او بوختياوو څخه خبر نه شي، تاسو په حقيقت كې يو خنډ رامنځته كړى، اوس به نو ستونزمنه وي چې له مقابل لوري سره دوستانه چلند وكړئ. زيات كسان له داسې پوښتنو ډډه كوي، چې لنډ ځوابونه لري. دوى په دې عقيده دي چې دا ډول پوښتنې سړى ستړى كوي او بېخونده دي، خو له داسې پوښتنو ډډه وكړئ، چې مقابل كس په غوسه كوي، ځكه زيات كسان په دې باور دي، چې د اړيكو د ټينګولو لپاره بايد مهم او اساسي مسايل مطرح شي. سره له دې چې د اړيكو د ټينګولو او خبرو اترو لپاره كومه ځانګړې تګلاره نه شو په ګوته كولاى، زيات مهال هغه پوښتنې هم ګټورې نه تمامېږي، چې لنډ ځوابونه لري. خو زيات مهال بيا د اوږدمهالو اړيكو لپاره زمينه برابروي. پرېږدئ چې نور خلك مو وپېژني: په لنډو پوښتنو سره له مقابل لوري سره خبرې وكړئ، پرېږدئ چې مقابل كس هم ستاسو څخه پوښتنې وكړي، دغه چلند تاسې سره نژدې كوي، لږ تر لږه به يو بل سره وپېژنئ. د يو بل له ژوند څخه به خبرتيا ترلاسه كړئ، همدغه كار به تاسو ته وخت دركړي، چې خپله بنسټيزه مسئله طرحه كړئ او په همدې اړه نظرونه سره تبادله كړئ. د لنډو ځوابونو طرحه كول د كب نيونې د فن په څېر دى، تاسې ډېر مهال د كب نيونې چنګك اوبو ته كښته كوئ، خو يوازې يوځل بريالي كېږئ چې كب ونيسئ او خپله موخه ترلاسه كړئ. د كنګلونو د ماتېدو لپاره له مقابل لوري څخه ځينې شيان وپوښتئ، كه ځوابونه لنډ وو او د اړيكو د ټينګولو په برخه كې يې كفايت نه كاوه، بيا هم تر هغه مهاله دا كار تكرار كړئ، چې خپله موخه ترلاسه كړئ. كله چې مو خبرې پيل او تودې شوې، په مينه يې پسې وغزوئ، كله چې پايته ورسېدې، بيا لنډې پوښتنې وكړئ، په دې توګه خپلې خبرې اترې روانې وساتئ. موږ وويل چې دوديزې پوښتنې نور خلك درپېژني، څومره ژر چې دا پېژندنه ترلاسه كولاى شئ، هومره غوره ده. د خبرو په منځ- منځ كې وخت مومئ، چې ځان وروپېژنئ، د ساري په توګه په دوستانه لهجه وواياست: زه پلانى يم. طبعاً ستاسو مقابل لورى به هم ځان دروپېژني. غوره دا ده چې دا كار مو له موسكا او مينه ناك روغبړ سره ملګرى وي. څومره خوند كوي، كه دا جمله هم ورزياته كړئ: ”ستا په ليدو ډېر خوښ شوم“. هڅه وكړئ د مقابل لوري نوم په خوله واخلئ او تكرار يې كړئ. خو ډېر بايد تكرار نه شي، بيا مو هم په ياد وي چې د مقابل كس د نوم اخيستل پر هغه ژور اغېز كوي، نو د خپلو دوستانو نومونه مو هېر نه شي. كه مو د كوم دوست نوم هېر كړى، په بخښنې سره يې نوم بيا وپوښتئ، هڅه وكړئ، چې د دوستانو په پرتله په سلام كې وړاندې شئ. 3. بايد وپوهېږئ چې څه واياست (د نورو خبرو ته جدي غوږ نيول): له بې مانا پوښتنو څخه ډډه وكړئ. غوره دا ده چې د مقابل لوري خبرو ته غوږ ونيسئ. يانې يوازې په دې اړه سوچ وكړئ او ياد يې وساتئ، د نورو خبرو ته غوږ نيول، وړتيا غواړي او دا يو هنر دى. ځان په سوچونو كې مه ډوبوئ، غوږ ونيسئ: لومړى غوږ ونيسئ، د اورېدلو خبرو په باب سوچ وكړئ، وروسته خبرې وكړئ. د نورو كسانو خبرو ته غوږ نيول تاسې د په زړه پورو مطالبو طرحه كولو او د احساساتو څرګندولو ته چمتو كوي. كه كوم كس درته غږېږي، يوازې د اورېدل شويو خبرو په باب سوچ وكړئ، نه د خپلو اندېښنو په باب، ځكه كه تاسې يوازې د خپلو خبرو په باب سوچ وكړئ، د مقابل لوري خبرې به سمې وانه ورئ. د خبرو په وخت كې تر هغه ځايه چې نزاكت يې ايجابوي، شرم او حيا يوې خوا ته پرېږدئ، له خبرو مه وېرېږئ، داسې فكر مه كوئ، چې نور خلك مو خبرو ته غوږ نه نيسي. د غوږ نيولو هنر زده كړئ، د چلند ژبه هم ورسره ملګرې كړئ. په دې اړه مخكې ډېر څه وويل شول، كله چې د مقابل كس خبرې اورئ او څېرې ته يې ځير ياست، مقابل لورى دېته هڅوئ چې ډېر څه ووايي، تاسې به هغه ته د دقت او غور خاوند معرفي شئ. تاسې به يې په ټولو خبرو پوه شئ، تاسې به هم توانېږئ چې وړ پوښتنې وكړئ، په پاى كې ورته وواياست: مننه، ستا له خبرو مې ډېر څه زده كړل. د اورېدو هنر زده كړئ: خبرې اترې له اورېدو سره اړيكي لري. خلك په خبرو كې له بېلابېلو لارو چارو څخه كار اخلي، ځينې كسان ژر- ژر خبرې كوي، ځينې نور بيا ورو- ورو، تاسې بايد د هغوى د خبرو په وړاندې زغم ولرئ. هڅه وكړئ چې خبرې يې په غور سره واورئ. د توتي غوندې نه شئ: ځينې كسان دا عادت لري، چې د نورو خبرې ټكي په ټكي تكراروي. دا ښه عادت نه دى، بايد چې دا تقليد ونه وشي. تاسې بايد د مقابل كس د خبرو مفاهيمو ته غوږ ونيسئ او له مستقيم تكرار څخه يې ځان وساتئ. زړې خبرتياوې له نويو مفاهيمو سره ونغاړئ: كه فعال ذهن ولرئ، كولاى شئ له نويو لاسته راغلو خبرتياوو او مفاهيمو څخه نوي او ګټور مطالب ترلاسه كړئ، چې د خبرو په وخت كې يې وكاروئ. د خبرو اترو دا ډول به مو هر وخت تازه او په زړه پورى وښيي. اټكل وكړئ: يو ښه اورېدونكى كولاى شي وپوهېږي، چې د وياند خبرې چېرې پاى مومي. تاسې حوصله وكړئ، چې مقابل كس خپلې خبرې روانې وساتي. كله چې خبرې كوي، په منځ- منځ كې ځينې توري او لغات مه ورښيئ، ځينې وخت مو كېدى شي اټكل ناسم وخېژي. مقابل كس به غواړي يوڅه ووايي، تاسې به بل تورى په خوله كې وركوئ، نو په خبرو كې تر هغه مه مخكې كېږئ. خبرې رالنډې كړئ: كله چې د چا خبرې اورئ او چانس په لاس درغى، د خبرو د لنډيز په اړه يې غور وكړئ، كله- كله ترې وپوښتئ: زما په اند مو له دې موضوع څخه موخه دا ده، ايا همداسې ده؟ دا كار مو د اورېدو په مهارت او د مقابل كس د پوهاوي په برخه كې په ښه توګه رهبري كوي، تاسې به مقابل كس ته يو د غور او نزاكت خاوند كس معرفي شئ. په خبرو اترو كې جدي شئ: كله چې له چا سره خبرې كوئ، د هغه څرګندونو ته غوږ ونيسئ او په همدې اړه سوچ وكړئ. كېدى شي له ځينو مطالبو سره به جوړ نه ياست، كه امكان ولري، له ځان سره يې وليكئ او په وړ شېبه كې يې له خپل دليل سره سم ورته وواياست. دا ډول خبرې اترې زياتره هغه وخت كېږي، چې دواړې غاړې د مشخصو موضوعاتو په باب سره خبرې كوي. د اورېدو په مرسته كنګلونه مات كړئ: كله چې د ويلو لپاره څه نه لرئ، مقابل لوري ته غوږ شئ، چې څه وايي. دا ډول اورېدل د هغه له خبرو سره ستاسو لېوالتيا څرګندوي. دا كار د كنګلونو په ويلېدو كې مرسته كوي. په دې توګه مقابل لوري ته جرئت وركوئ چې خپلې ټولې خبرې تاسو ته وكړي. د خبرو په منځ كې ځينې داسې پوښتنې وكړئ، چې د مقابل كس له خبرو سره ستاسو مينه څرګنده كړي. كله چې په يوه مجلس كې ونډه اخلئ، لومړى په غور واورئ چې پر كومه موضوع خبرې اترې روانې دي. كله چې پر موضوع وپوهېدئ، يوه تن ته ورنژدې شئ، يا هم په خپل چلند سره ورته څرګنده كړئ، چې غواړئ په خبرو كې ورسره شريك شئ. په دې برخه كې له هغو ټولو مهارتونو څخه كار واخلئ، چې وړاندې ورته اشاره وشوه، يانې د وينا له ژبې سره- سره د چلند ژبه هم وكاروئ. لكه د كتلو، موسكا، د مينې څرګندولو ژبه، دغه راز د مقابل كس د خبرو اورېدو ته لېوالتيا. څرګنده ده كله چې مقابل كس ګوري تاسې يې له خبرو سره لېوالتيا لرئ، په ډېره مينه به خبرې درسره كوي او تاسې به ورته يو ښه اورېدونكى واېسئ. د خبرو په منځ- منځ كې خپلې پوښتنې هم مطرح كړئ، د ساري په توګه وپوښتئ: نو هغه وخت مو هورې څه كول؟ څنګه دې پايلې ته ورسېدئ؟ څومره خوندوره كيسه! دا پېښه څنګه وشوه؟ ښايي تاسې له ځان سره فكر وكړئ، چې كېدى شي دا ډول پوښتنې به دومره په زړه پورې نه وي. هو! كېدى شي ځينې وخت همداسې وي، خو تاسې بايد وخت وپېژنئ، كله چې مو وړ وخت وموند، په دې كار لاس پورې كړئ. په مېلمستياوو كې زيات كسان په داسې خلكو پسې وي، چې خبرې ورسره وكړي او اړيكي ورسره ونيسي، تاسې بايد له دغو موقعيتونو څخه استفاده وكړئ. پام مو وي: بايد په داسې حالاتو كې تل د مقابل كس په وړاندې دفاعي دريځ مه خپلوئ. هڅه مه كوئ چې د دليلونو په ويلو سره يې نظر ور رد كړئ، ځكه په دې توګه د ماتې يو حالت پېښېږي، چې اړيكو ته زيان رسوي او ښه غبرګون به هم نه لري، نو دا ښه نه ده چې تاسې د څو كسانو په حضور كې د چا نظر رد كړئ. ښه اورېدونكى، تجربې او فكري تمركز ته اړتيا لري: غوږ نيول ډېرو تجربو او په دې برخه كې استعداد ته اړتيا لري، كله چې د مقابل كس خبرې اورئ، په حقيقت كې دا جرئت وركوئ، چې خپلې ټولې خبرې وكړي، هغه ځان د ټرافيكي څراغ له شنې نښې سره مخ ګڼي، مقابل كس خوشحالېږي، ګومان كوي چې تاسې يې له څرګندونو سره ډېره لېوالتيا لرئ، تاسې په خپل دې عمل سره ورته واياست، چې خبرو ته دوام وركړي او تاسې يې له اورېدو سره مينه لرئ. 4. د ساده پوښتنو په مطرح كولو سره نوې خبرتياوې ترلاسه كړئ: كله چې كنګلونه ويلي شول، د ساده پوښتنو په مطرح كولو او غوږ نيولو سره د نورو خلكو له څرګندونو څخه نوې خبرتياوې ترلاسه كړئ. هڅه وكړئ چې خبرې يوه مشخص بهير ته بوځئ، له داسې پوښتنو ډډه وكړئ، چې تړلي ځوابونه لري. دا پوښتنې د اړيكو له ټينګښت سره مرسته نه كوي. د پرانيستو پوښتنو طرحه كول ګټور او اغېزناك تمامېږي، په دې شرط چې د حركاتو ژبه ورسره ملګرې شي. لكه د څېرې، كتلو او نور حركتونه د اړيكو په ټينګولو كې د احساساتو ژبه هم اغېزناكه تمامېږي، تاسې كولاى شئ مقابل كس ته وواياست: ”داسې ښكاري چې په دې برخه كې ډېر معلومات لرئ، يا: له دې كار سره ډېره بلدتيا لرئ، ان نظر هم وركوئ، څومره به ښه وي كه دا معلومات له نورو دوستانو څخه ونه سپموئ. ايا په دې څانګه تخصص لرئ؟“. كله چې له تړلو پوښتنو سره مخ كېږئ، د پرانيستو پوښتنو په مرسته د خبرو د غوڅېدا مخنيوى وكړئ، مقابل لوري ته وخت وركړئ چې نظر وركړي، بيا يې وهڅوئ چې خپلو خبرو ته دوام وركړي. په دې توګه به مو اړيكي نور هم غښتلي شي. كله چې د مقابل كس له خبرو وپوهېدئ چې ستاسو د هدف كس همدغه دى، مثلاً هغه د غاښو ډاكټر دى او تاسو د خپل غاښ د درملنې لپاره تكل درلود، چې همداسې يو كس ومومئ، ناڅاپه مه ورته واياست، چې: ايا تاسې د غاښو ډاكټر ياست! څومره ښه تصادف! چينجيو زما يو غاښ راتور كړى دى، له ډېره وخته مې هڅه كوله چې د غاښو يو ډاكټر ومومم، ايا تاسې يې راته معاينه كوئ؟ د خپل غاښ د درملنې لپاره په وړ وخت كې د هغه كتنځي ته ورشئ، خو په مېلمستياوو كې له دا ډول خبرو ډډه وكړئ. خصوصي پوښتنې څنګه مطرح كوئ؟: خصوصي پوښتنې د مقابل لوري په وضعې، څرنګوالي او اړيكو پورې اړه لري. هېڅكله هم له سريزې پرته يوه موضوع مه مطرح كوئ. كله چې مو غوښتل كومه خصوصي پوښتنه وكړئ، د سريزې په توګه ځينې جملې وكاروئ: وبخښئ كه زه دا پوښتنه كوم، خو ډېر غواړم وپوهېږم، ايا زه ستاسو څخه يو څه پوښتلاى شم؟ كه اجازه وي زه يوه پوښتنه كوم. په دې توګه به وتوانېږئ، مقابل كس خپلو خبرو ته راوكاږئ، زيات مهال څوك نه غواړي چې خصوصي پوښتنې ترې وشي، زيات مهال خلك دا وړ پوښتنې له نزاكت او د ادب له چوكاټ څخه ليرې ګڼي. په لنډ ډول بايد ووايو چې دا ټول حالات د يوه كس په تشخيص پورې اړه لري، چې له مقابل سره د اړيكو په برخه كې كومه موضوع په پام كې نيسي. په ټوليز ډول، په عادي مجلس كې د خصوصي پوښتنو مطرح كول بې نزاكتي ګڼل كېږي. لكه د جامو، دندې او په هغه پورې د اړوندو شيانو په باب پوښتنې. زيات كسان نه غواړي چې دغو پوښتنو ته ځواب وركړي. كه څوك له تاسو دا پوښتنه وكړي او تاسې نه غواړئ ځواب وركړئ، په ترخه ژبه يې له ځانه مه شړئ، د خپل چلند په ژبې ورته څرګنده كړئ، چې پوښتنو ته يې لېوالتيا نه لرئ او نه غواړئ چې ځواب يې كړئ. پر دې مهال تر ټولو غوره چلند دا دى، چې د خبرو لورى بدل كړئ، چې دا كار د ساده پوښتنو په مطرح كولو سره كېدى شي. له ناوړه خبرونو څخه ډډه وكړئ: له داسې خبرونو څخه ډډه وكړئ، چې نور كسان خواشيني كوي. مثلاً دوستانو ته د هغوى د خپلوانو مړينه مه يادوئ او داسې نور... د زړه خبرې نورو ته وكړئ، تر هرې څرګندونې وړاندې غور وكړئ او پايله يې په پام كې ونيسئ. له دوستانو سره د چلند پر وخت مو پام وي، چې پرانيستې پوښتنې وكړئ، ځكه چې دا پوښتنې پرانيستې زمينې لري او اړيكي په ښه ډول ټينګوي. د دوستانو په وړاندې بااحساسه واوسئ او په خپلو پرله پسې پوښتنو يې مه په تنګوئ. 5. له دوستانو او اشنايانو سره ښه چلند ولرئ: له دوستانو او اشنايانو سره د مخامخېدو پر وخت پيلوونكى شئ. د دوستانه پوښتنو په مرسته ورسره اړيكي ټينګ كړئ. خبرو ته يې غوږ ونيسئ او خپل زغم وښيئ. ځان دوستانو ته وروپېژنئ: له دوستانو سره د مخ كېدو پر وخت په خپله پېژندنه كې ترې مخكې شئ، پرېږده چې ښه مو وپېژني او له موخو مو خبر شي. خپلې تجربې ورته وواياست او هغوى له خپلو نظرونو خبر كړئ. ويل، كه نه ويل غوره دي؟: زيات كسان نه غواړي چې خپلې موخې نورو ته ووايي. دا كار تر يوه ځايه ښه هم نه دى، ځكه هرڅوك په خپل ژوند كې ځينې مسايل لري، چې يوازې په هغه پورې اړه لري، خو داسې هم نه چې څوك دې يوه مجلس ته د ويلو لپاره هېڅ هم ونه لري، هېڅوك هم دا تمه نه درڅخه لري، چې تاسې خپل ټول زړه ورته تش كړئ، خو داسې هم مه كوئ، چې د ژوند يوه عادي مسئله هم ورته مطرح نه كړئ. ښايي تاسې به ګومان كوئ، چې: 1. كه تاسې خپل زړه نورو ته تش كړئ، نورو ته به ارزښت نه لرئ. 2. كه له نورو سره خصوصي شوئ، خلك به اهميت درنه كړي. 3. كه نور خلك تاسې وپېژني، تاسو ته به درناوى نه كوي. تاسو كه په هر دليل دا چلند غوره كړى وي، تېروتنه مو كړې، بايد چې بيا ورباندې يوه كتنه وكړئ. خپل مطالب ولې له نورو سره نه شريكوئ؟: ايا تاسې ګومان كوئ، چې كه خپل كوم مطلب له نورو سره شريك كړئ، هغوى به ستاسو پرضد اقدام كوي؟ له مقابل لوري سره مو دوستي دوه اړخونه لري، يا مقابل لورى په خپله دوستۍ كې صادق او رښتينى مومئ، چې دلته نو احتياط هېڅ مانا نه وركوي، يا به رښتينى نه وي، خو داسې كسان مو نو ولې د دوستانو په توګه غور كړي دي؟ له نورو سره د صميميت لار، پرانيستې ټنډه او ښه چلند دى: هرڅوك په خپل ژوند كې دوست يا دوستان لري، چې باور ورباندې كولاى شي، خو له دغسې دوستانو څخه ولې خپلې خبرې پټې كړو؟ ايا موږ په خپل ټولنيز ژوند كې د هغوى اړيكو ته اړتيا نه لرو؟ له داسې كارونو بايد ډډه وكړو، چې خلكو ته مو مرموز څرګندوي، ځكه چې په دې توګه د خلكو دوستي نه شو راخپلولاى. په ژوند كې به يوازې يو، همدغه ليرېوالى او يوازېتوب موږ د خلكو له اړيكو او دوستۍ څخه بې برخې كوي. كه دوستان رښتيني دي او تاسو ته د خپل ژوند كيسې كوي، تاسې ولې له دې كار څخه ډډه كوئ؟ دوستانو ته ورته شئ، خپل مسايل ورسره شريك كړئ، د خپل ژوند د تېر او اوسني حالت په اړه ورسره خبرې وكړئ، ورته ثابته كړئ چې په دوستۍ كې يې رښتيني ياست. له نورو سره د اړيكو ټينګولو لپاره څلور پړاوونه: له دوستانو سره د چلند لپاره څلور پړاوونه شته. لومړى يې يوه معمولي پېژندنه او تعارف دى، چې د ”كليشې“ جنبه لري. د عادي مسايلو په اړه لنډې پوښتنې، د ساري په توګه: څنګه ياست؟ څه كوئ؟ چېرې وئ؟ خپل خپلوان مو روغ دي؟ د دغو پوښتنو ځوابونه غالباً دا دي: ښه يم، ډېر ښه، بد نه دي او داسې نور... دا پوښتنې_ ځوابونه د اړيكو ټينګولو سريزه ګڼل كېږي او مقابل لوري ته څرګندوي، چې دغه سړى د خبرو او اړيكو لپاره تيارى لري. تر پېژندنې وروسته مقابل لوري ته وواياست: تاسې څوك ياست؟ څه كوئ؟ غواړئ څه وكړئ؟ د كار د راتلونكي لپاره څه پلان لرئ؟ دا پړاو بايد د اړيكو ټينګولو پړاو وګڼل شي. په دې برخه كې هم تاسې، هم مقابل لورى هغو تجربو ته اشاره كوي، چې له خپل تېر ژوند څخه يې لري. دا كار په خپله د اړيكو ټينګولو لامل ګرځي. په دې پړاو كې دواړې غاړې سره اشنا كېږي او تر هغه ځايه چې د اړيكو په برخه كې وړ دي، يو بل سره درك كوي. په درېيم پړاو كې تاسې خپلې هيلې، سوچ او ټولنيزه يا سياسي تګلاره مقابل لوري ته څرګندوئ. بايد ياد وساتئ، چې په وينا او چلند كې صداقت د اړيكو لپاره تر ټولو عمده لامل دى. خپل نظرونه په څرګند ډول مقابل لوري ته څرګند كړئ. هر څوك ځانګړى نړۍ ليد (جهانبيني)، احساسات او سوچ لري، له نورو سره خبرې- اترې بايد په شخړه او جګړه پايته ونه رسېږي، كله چې خبرې كوئ، هڅه مه كوئ، چې تر مقابل لوري برتري ترلاسه كړئ. پرېږدئ چې هغوى هم پر خپل وار خپل نظرونه څرګند كړي، مه يې غندئ، بايد وپوهېږئ چې په يوه سالم چاپېريال كې هرڅوك كولاى شي، خپل نظر څرګند كړي. وروستى پړاو بيا هغه دى، چې تاسې د خپلو شخصي احساساتو په اړه خبرې كوئ، غواړئ مقابل لورى وپوهوئ، چې څنګه كسان مو خوښېږي او غواړئ له كومو كسانو سره اړيكي ولرئ. په دې توګه مو مقابل لورى د شخصيت د ډول په باب سوچ كوي، كله چې د خپلو خوبونو، خوښيو او خواشينيو په باب خبرې كوئ، مقابل كس مو په اړه قضاوت كوي، په دې پړاو كې هم د نورو پړاوونو په شان په خپله وينا كې رښتينولي وساتئ. رښتينولي خپله كړئ: د ځان په باب ډېرې ژورې خبرې مه كوئ، دوستانو ته ځان ډېر مه ستايئ، ځكه هغوى مو ځان ستايونكى ګڼي، هڅه وكړئ چې د خبرو په وخت كې ”تاسې“ خبرې وكړي. مقابل لوري ته ځان او خپلې ځانګړنې وروپېژنئ. خپلې موخې څرګندې كړئ: موخې مو څرګندې كړئ، خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر خپلې هڅې هم جوتې كړئ، چې مقابل كس په دغو هدفونو كې درسره شريك شي او په مرسته مو وكړي، يا مو هم لږ تر لږه په دې برخه كې وهڅوي. همدغه ذهني اړيكي په خپله ستاسو ټولنيز اړيكي پياوړي كوي. ځان نورو ته وروپېژنئ: زيات كسان د نورو د دوستۍ هركلى كوي، دوى په حقيقت كې په دوستانو پسې دي. نو غوره دا ده چې ومو پېژني، په ساده او دوديزو چلندونو سره د خلكو زياتې باطني ځانګړنې هم جوتېږي، د څرګندېدو لپاره يې په كار ده چې په خپله شخص هم يو نقش ولري. د يادو شويو څلورو پړاوونو او يا هم اړيكو لپاره لاندې يوه بېلګه راوړم: _ د پېژندنې پړاو :اوه! څنګه ياست؟ _ د پېژندنې پړاو : ښه يم، تاسې؟ _ د پېژندنې پړاو :په دې ورځو كې ډېر بوخت يم، په زده كړه اخته يم. تاسې څه كوئ؟ دويم پړاو: موضوع ته ننوتل__ زه په كار او دندې پسې ګرځم، ښوونكى يم. _ اوه! څه تدريسوئ؟ _ حساب، نو خور نه غواړم حساب تدريس كړم، ډېر سخت كار دى. هغه هم د ښوونځيو په اوسنيو پروګرامونو سره. _ له موضوع څخه اټكل:___ زه پوهېږم، زه له ماشومانو سره مينه لرم، خو د زده كړې دا سيسټم مې نه خوښېږي، زه فكر كوم چې دا ډول كار زده كړه ټكنۍ كوي او د ماشومانو د ودې مخه نيسي. _ نه يوازې د ماشومانو، بلكې زما د پرمختګ مخه هم ډب كوي، ځكه زه د ښوونې پرځاى د تنيس له لوبې سره مينه لرم، ښه مې زده هم ده او غواړم چې نورو ته يې وروښيم. _ د خبرو نوې موضوع__نو تاسې په نوې دندې يانې د تنيس په لوبې پسې ياست؟ _ هو! كه بريالى شوم، نو داسې وګڼه چې خپله هيله مې تر لاسه كړې او دا زما ايډيال دى، نه پوهېږم څه وكړم؟ څوك بايد په دې برخه كې زما مرسته وكړي؟ بل سوچ___ مشرانو ته د تنيس ښوونه ښه فكر دى. دغه كار ولې نه كوې؟ او ورپسې يې__ په دې برخه كې هڅه كوم، په دې ورځو كې خلك خپلې او د نورو كسانو روغتيا ته ډېره پاملرنه كوي، زه په دې برخه كې دومره مهارت لرم، ايا تاسې هم له دې لوبې سره مينه لرئ؟ _ هو! كله- كله همدا لوبه كوم، خو ستونزه مې دا ده چې په خپلو شرايطو كې كوم سيال نه لرم. _ هېڅ ستونزه نه ده، زه حاضر يم، دا به ډېره ښه شي. _ دا خو ماته ډېر ښه زېرى دى، څنګه سبا كار نه پيلوو؟ _ زه هم د تنيس لوبې د يوه ښوونځي د پيلولو په هڅه كې يم، مننه چې لارښوونه مو راته وكړه، د بيا ليدو په هيله. _ د بيا ليدو لار دې څارم. _ بريالى واوسېw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:53 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
بې رشاده شوو! | ||||
w صالح محمد صالح
بې رشاده شوو! استاد علامه عبدالشکور رشاد بابا د روان لمريز كال د ليندۍ پر يوولسمه نېټه، د غرمې د دوولس نيمو بجو په شا و خوا له دې نړۍ وكوچېد. د اوسنۍ زمانې ټولې ناخوالې، دردونه او ربړې يې موږ ته راپرېښودې. د هغه خوار ملت كړاوونه يې موږ ته راپرېښودل چې د خپلې بېګناهۍ په تور هره ورځ سزاوې ګالي او هر مهال يې د ستم او جبر لېوان پر ملي ارونو او ارزښتونو اور پورې كوي، خو دا دى اوس يې خپل يو رښتينى خواخوږى هم له لاسه وركړى، داسې يو انسان چې ټول عمر يې د همدغه خوار ملت راويښونې او پوهنې ته ځانګړى كړى و، هغه چې لكه يوه شمعه بله شوه او خپل ټول عمر يې د همدې ملت قرباني كړ. د ليندۍ يوولسمه نېټه وه، چې له كندهاره سيد احمد قانع راته زنګ وواهه او ويې پوښتلم: له استاد رشاد څخه خبر يې؟ ما ژر وپوښتل: ولې؟ هغه ورځ ورغلى وم، شكر روغ و. په داسې حال كې چې ستونى يې له ژړا ډك ډك كېده، ويې ويل: اوس په كندهار راډيو كې يو خبر خپور سو، چې وايي استاد په حق رسېدلى. زه ناڅاپه ګونګ پاتې شوم، هېڅ مې باور نه راته، ژر مې د استاد كور ته زنګ وواهه، خو حيران وم، چې خبره له كومه ځايه راپيل كړم، سلام، مې وكړ، بيا مې له هغې غاړې وپوښـتل چې د استاد صحت څنګه دى؟ ويې ويل: اوس تر پخوا ښه دى، په روغتون كې پروت دى، نن تر پرون ډېر ښه دى، ما بيا خبره بلې خوا ته واړوله او ومې ويل، استاد له محمديار سره د يوې سريزې ليكلو ژمنه كړې وه، ما ويل كه په كور كې وي، چې په دې اړه ترې معلومات وغواړم. زړه مې يوڅه كرار شو، ما ګومان كاوه چې سيد احمد قانع به خبر ناسم اورېدلى وي. بله دا چې دا درې ورځې وړاندې د كاناډا په تورنټو ښار كې د استاد د۷۳ يمې كاليزې په وياړ د افغان رسالې په نوښت يوه نړيواله غونډه رابلل شوې وه، چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ورته مينه راغلي وو، هورې د استاد په درناوي يوه پرتمينه غونډه رابلل شوې وه، چې ما يې هماغه ورځ رپوټ په انټرنټ كې ولوست او د دې سيمينار ګڼ انځورونه مې هم په انټرنټ كې ليدلي وو. نژدې ماسپښين مهال و، چې د محمد نبي تدبير زنګ راغى او هغه وويل چې همدا اوس مهال له روغتون څخه زنګ راوهي، استاد په حق رسېدلى او كېدى شي څو دقيقې وروسته يې كور ته يوسي. د دې خبرې په اورېدو مې نور شك په يقين بدل شو او پوه شوم چې د يوه ستر انسان سيورى له موږ څخه ايسته شوى دى، هسې خو هم موږ بدمرغه خلك يو چې د هرې مياشتې او كال په اوښتو سره خپلې سترې- سترې سټې له لاسه وركوو، د يوويشتمې پېړۍ نابغه انسان هم دا دى راڅخه مرور شوى و، يو داسې انسان چې ښايي په اوسني وخت كې يې بل بديل ونه لرو. دا هغه انسان و، چې هېڅوك هم بده خاطره نه ځنې لري، د پراخې ټنډې، غټ زړه، مينې او اخلاص خاوند و. يوويشتمه پېړۍ به يې پر نشت ژاړي. ما ډېر ځله اورېدلي چې انسان كه زوړ شي، نو د ماشومانو غوندې شي، خپلې خبرې، ډېر حركات او نور سكنات سم نه شي كنټرولولاى، دغه راز يې ډېرې خبرې هېرېږي، خو استاد علامه د يوې پياوړې حافظې، صبر، متانت، انساني عظمت، پوهې او اخلاص هغه غر و، چې ټينګ عزم او هوډ يې موږ ټولو ته د ډاډ راكاوه. استاد د خپل عمر تر وروستۍ شېبې پورې هماغه دروند شخصيت، ستر عالم، ملي سياستوال او سياستپوه، ليكوال او شاعر پاتې شو. حافظې ته يې ټول حيران دي، استاد يو ژوندى او بشپړ دايره المعارف و، چې ان ډېرو تكړه استادانو ته كه پوښتنې پيدا كېدې، استاد ته به راروان وو، چې استاد به له هېچا څخه هم خپله پوهه نه سپموله. هو نو د سمندر سينه هر انسان ته وېړه وي، هغه كه شتمن وي، يا نېستمن، يا هم يوه ستره او تكه زرغونه ونه، خپل سيورى د شاه او ګدا پر سر يو شان خپروي، توپير نه كوي، نو د استاد پوهه خو هم تر يوه سمندر كمه نه وه، هغه نه غوښتل چې هېواد، هېودوال او ملي ارزښتونه يې چا ته كم راشي. كله به چې د استاد ليدو ته ورتلې، د خيرخانې، لومړۍ برخې د يوه نري سړك پر ښي (چپ) لوري به يوې نرۍ دروازې ته درېدې، زنګ به دې واهه، د استاد لمسى يا بل كس به ور پرانيست، پرته له دې چې تالاشي دې كړي، د نوم، ژبې، قوم او ټبر پوښتنه دې وكړي، لوړ به يې مېلمستون ته وبللې، د مېلمستون وره ته به چې ننوتې، اوږده خونه، راسته لاس ته يو مېز پروت، چې پر هغه به بېلابېلې مجلې پرتې وي، لږ وړاندې به مخامخ درته يوه درنه څېره ناسته وه، چې شا و خوا به يې دېوالي المارۍ له كتابونو ډكې وې، بېلابېل زاړه كتابونه، ته به وايې دا درنه څېره له دې كتابونو سره ټينګ تړون كړى، له هغو پرته ژوند نه شي كولاى، ته به وايې په دې كتابونو، د كتابونو په پاڼو، د پاڼو په كرښو او د كرښو په هر توري كې د خپل رنځور ملت لپاره كوم اكسير لټوي، يو داسې جادو په كې ګوري، چې د هر درد لپاره دارو وي. هر كتاب به درته د مصر او هند غوندې د مرموزو كيسو يوه لرغونې نړۍ ښكارېده، ته به وايې اوس به د كتابونو له منځه سقراط كتاب په غېږ كې راووځي او يا به هم ټاګور درته راشي او مخې ته به دې كښېني او وبه وايي چې د ژوند ناحل شوې پوښتنې دې ما ته ووايه. هو رښتيا! دلته خو همداسې يوه څېره ناسته وي، ته به وايې زموږ د ملت سقراط، اپيكور، كنفوسيوس يا هم ګويته ناست دى، هو! دا همداسې يوه هستي وه، چې ستا هرې علمي پوښتنې ته به يې وړ، پرځاى او بشپړ ځواب درلود. دا په داسې حال كې چې پر دېوال به مېلمنو ته يادونه ليكل شوې وه، چې د استاد د صحت د نه ښه والي له كبله ورسره ډېرې خبرې مه كوئ، ځكه چې ډاكټرانو منع كړى، خو استاد به هره ورځ څو ساعته په همدې عالمانه او درانه مجلس تېراوه، كله به چې څوك د استاد له كوره راووت، لكه يوه لويه لاسته راوړنه چې يې له ځان سره وړې وي، ځان به يې هوسا ګاڼه او داسې يې انګېرل چې له هغې خوا تش لاس راغلى و، له دې خوا يوه ستره شتمني له ځان سره وړي. بله دا چې د استاد د چلند او وضعيت له كبله به يې يو ډول پټه خوشحالي احساس كړه، ځكه چې د هر چا له ذوق سره سم مجلس به يې كاوه، كنټرول به هم ده په خپله كاوه، د مجلس مركزي لوبغاړى به هم دى و. كه د كوم شاعر، ليكوال، يا تاريخپوه په باب به يې خبرې كولې، د هغه د ژوند د مهال تر څېړلو وروسته به يې د هغه مهال سياسي وضعه هم درته تشرېح كړه، د هغه مهال د واكمنانو خصوصيات به يې درته واضح كړل او كه به يې د كوم سياسي او ټولنيز بهير په اړه خبرې كولې، نو اړوندې ټولې موضعګانې به يې درته راوسپړلې. د سانسكرېټ متونه به يې درته واضح كړل، د پښتو ژبې د زرګونو كلونو مخكې تاريخي شاليد به يې بيان كړ، بيا به يې ځينې اوسني توري درته بيان كړل، چې بڼه يې لږ څه اوښتې ده. يو مهال يې د (شش ګاو) په باب وويل، چې دا اصلاً ”شچ ګاو“ دى، چې شچ (يخ- ساړه) ته وايي، ګاو (كلي) ته، مانا يخ كلى، رښتيا هم په هر ژمي كې شچ ګاو د وردګو تر ټولو سړه سيمه وي، چې هلته واوره هم ډېره اوري. خو هلته خلك ځينې روايات لري، چې دلته ډېر كلونه مخكې دومره ډېره واوره اورېدلې وه، چې د يوې كورنۍ غړو شپږ غويان حلال كړل او پاخه يې كړل، ايله له ژونده وژغورل شول، نور نو ټول كلى تر واورو لاندې شو. نه يوازې به يې ټوله افغاني جغرافيه درته تشرېح كړه، بلكې ټولې مهمې تاريخي پېښې به يې له ياده درته بيانولې، نېټې به يې هم ورسره دريادولې، د دې تر څنګ به يې د هغو كتابونو نومونه، د پاڼو شمېره او ليكوال هم درته وايه، چې دغه وړ څرګندونې به په كې راغلې وې او له موضوع سره به يې تړاو درلود، چې دا د ارواښاد علامه پوهاند اكاډميسين عبدالشكور رشاد يوه حيرانوونكې فكري قوه او استعداد و، چې په ډېرو كمو كسانو كې موندل كېږي. كه چا به ورسره مركه كوله، دېته يې اړتيا نه درلوده، چې په مركه كې ژبنى او ليكنى سمون راولي، د استاد فصاحت، بلاغت، د جملو اوډون، د موضوع تسلسل، ارزښت او ورسره تړلي موضوعات ډېر راڼه او ښكلي وو، چې كه كټ مټ به دې هم ليكل، هېڅ ستونزه به يې نه پېښوله. استاد پر خپلو شاګردانو ډېر مهربان و، د ده له مينې، نزاكت او هنر ډك چلند د هر چا په زړه كې د ده لپاره مينه زېږوي. تر ټولو غټه خبره دا وه چې استاد له خپل هېواد، خپلو هېوادوالو، خپلې ژبې، خپل ملي كلتور، ملي مشرانو او نورو هېوادنيو ارزښتونو سره بې كچه مينه درلوده، چې دا مينه يې د ژوند تر پايه پورې سړه نه شوه، نه هم په كې كمى راغى، خداى خو دې داسې مينه د ډېرو كسانو په زړونو كې وكري، چې د خپل ژوند ډېره برخه رښتيني او معنوي خدمت ته ځانګړې كړي. دا د معنوي غرور، متانت او مهربانۍ سمبول د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې چا ته ونه ويل چې كوم كتاب يې ورچاپ كړي، يا دې هم د ده لپاره دې مادي مرسته بېله كړي. ستر چارواكي به هم ورته راتلل، خو استاد به هغسې چلند ورسره كاوه، لكه له كوم بل مېلمه سره يې چې كاوه. زياتو چارواكو به ژمنې ورسره وكړې، چې كتاب به ورچاپوي، دغه راز به نورې اسانتياوې ورته برابروي، خو استاد به يوه نرمه موسكا وكړه او هېڅ به يې هم نه ويل، ځكه هغه ته دا څرګنده وه، چې اكثر چارواكي د خپل شهرت او ځان لوړ ښودلو لپاره دا خبرې كوي، په عمل كې به يې هېڅ هم نه وي. همدا وجه وه چې د استاد په لسګونو مهم او پرېړ كتابونه ناچاپ پاتې شول، يوازې يې د دېرشو په شا و خوا كې اثار خپاره شوي، تر ۶۲ ډېر اثار يې ناچاپه پراته دي، چې په دغو اثارو كې يې ګڼ شمېر داسې دي، چې څو- څو ټوكه او هر ټوك يې په زرګونو مخه لري. خداى خو دې د كوم فرهنګپال او د استاد ارادتمند په زړه كې داسې مينه پيدا كړي، چې دغه اثار ورته چاپ او افغان ملت ته يې وړاندې كړي. كه څه هم له استاد سره زياتو فرهنګي ټولنو هم دا وړ پخې ژمنې كړې دي، خو نه ده څرګنده چې دغو ښاغلو ولې په دې برخه كې كوم عملي اقدام نه دى كړى. استاد ډېر ظريف انسان و، په زياتو مواردو كې به يې دغه ظرافت ډېر ښكلى راته، يو وخت چې ورغلى وم، نو ويل يې: زوى مې راته ټليفون كوي او وايي چې پلاره! پرهېز كوې؟ ما ورته وويل هو، هغه شيان نه خورم چې نه مې خوښېږي او هغه شيان خورم چې خوښېږي مې. كله- كله چې محمديار له كندهار څخه راته، زه به خامخا ورسره يوځل استاد ته ورتلم، استاد به په خندا شو او محمديار ته به يې ويل: تا دى راوستلى او كه ده ته راوستلې؟ يو مهال استاد يو شعر راكړ، چې بايد افغان رسالې ته يې وروړم، له بده مرغه زه د بي بي سي په مصروفيتونو كې ورك وم، دوې مياشتې تېرې شوې، ايله مې يوه ورځ وخت وموند، چې د ښاغلي محمد حسن ولسمل كور پيدا كړم، شعر مې په يوه بله پاڼه كې وليكه، اصلي كاپي مې د ښاغلي ولسمل په كور كې پرېښوده، چې بيا وروسته دا شعر په هوسۍ مجله كې هم چاپ شو. هورې د ښاغلي ولسمل د كور مخې ته ښاغلى شفيق وردګ هم راسره مخ شو، چې هغه هم په دې برخه كې راسره مرسته وكړه. يو وخت چې د استاد كره لاړم، نو پر دېوال يې يوه مقوله ليكلې وه: ”د بل كار د ايمان په رڼا كېږي“ نو ما ته يې وويل: دا مې تا ته ليكلى او له دې سره يې وخندل. د استاد خواخوږي د يوه مهربان پلار په شان وه. يو مهال چې بېړنۍ لويه جرګه تېره شوې وه، ورغلم، نو ويل يې چې په امو مجله كې په احمدشاه بابا پسې ښكنځل چاپ شوي دي، ما د دې مجلې دا ليكنه كاپي كړه، خپل زوى (طارق رشاد) ته مې وركړه، چې د ملت بابا ته يې وركړي، خو طارق چې دا ليكنه وركړه، د ملت بابا په پښتو نه پوهېده، بيا يې لكه چې كرزي ته وړاندې كړې وه، كرزي ورته ويلي وو: ”ستاسو پښتانه ولې په قسيم فهيم پسې ليكنې كوي، دا هم د دوى حق دى چې ستاسو په احمدشاه بابا پسې ليكل وكړي“. استاد به په ډېر افسوس سره ويل: دا د كرزي خان دليل و، چې وړاندې يې كړ، دوى څوك او څوك سره پرتله كوي. د همدې كال په اوږدو كې چې د هوسۍ پنځمه ګڼه چاپېده او د وسلوالو كسانو له خوا راته ستونزې پېښې شوې، وروسته ما او محمديار ته ښاغلي سيد مخدوم رهين په لويه څارنوالۍ كې دوسيې واچولې، په ده پسې كومه ليكنه شوې وه، چې پر ما او محمديار يې راتپلې وه، څو مياشتې يې تحقيقات او څارنه روانه وه، استاد پر دې خبره سخت خوابدى و، ان چې په خپله يې څو- څو ځله سيد مخدوم رهين ته زنګ هم وهلى و، خو هغه لكه چې غلطه شمېره وركړې وه نه به پيدا كېده، چې ځواب وركړي، بيا هم استاد پر خپلو روغتيايي ستونزو سربېره دومره خواخوږي درلوده، چې انسان ته ژړا ورولي. هسې خو كه وهل كېږو، ټكول كېږو، يا ځپل كېږو، څوك مو پوښتنه نه كوي. يو مهال چې د هوسۍ پر سر ټوپكوالو ووهلم، وټكولم او بندي كړم، استاد مې له دې جريان څخه ناخبره ساتلى و، خو لكه چې چا ورته ويلي وو، بيا يې يوه ملګري ته ويلي وو: زه په خپله ورتلم، خو ځاى يې رامعلوم نه و. كه څه هم شكرونه مې وايستل چې استاد مې پوښتنې ته نه دى راغلى او زه بېوس انسان يې ګناهكار كړى نه يم، خو همدې خبرې يې زړه راته سورى سورى كړ. د استاد پر مهربانۍ مې وژړل، پر خپل ولس، خپلې ژبې او خپلو هېوادوالو مې ژړا راغله. له ځينو ملي ضد او ملت ضد كسانو به چې ښايي موضوع به نه ورپيدا كېده، په هر شخصي مجلس كې دا نيوكه كوله چې د ملالۍ ټپه ګردسره درواغ ده، له سره د ملالۍ په نامه څوك نه وه، دا هسې يوه افسانوي او خيالي پېغله ده، چې نن سبا يې ډېر خلك رښتيا ګڼي. دوه كاله مخكې يو دوبى له دوو نورو ملګرو: حفيظ الله ګردش او محمود كوچي سره استاد ته ورغلم، هغه مهال لا د لومړۍ بېړنۍ لويې جرګې بهير روان و. استاد د جرګې بهير ته ډېر خپه و، ځكه زياتو كسانو به په خپلو احساساتي او له تربګنۍ ډكو څرګندونو سره د افغان ملت سپكاوي ته هم ملا تړلې وه، ملي ارزښتونه يې ښكنځل او په ملي مشرانو پسې يې سپكې سپورې ويلې، استاد ورته د لويې جګړې نوم وركړ. هورې مې چې كله وخت وموند، نو دا موضوع مې مطرح كړه. استاد د دغو غيرملي اشخاصو د دې عقيدې غندنه وكړه، بيا يې وويل: ”دا خلك د دې سترې او تاريخي لنډۍ د جعلي ثابتولو لپاره كوم معقول او سم دليل نه لري، دا هسې تش په نامه شهرت غوښتونكي كسان دي، چې نورو دښمنو او سيالو ډلو يې ماغزه ور مغشوش كړي. بله خبره نه لري.“ كله چې مې وپوښت: استاده! دوى دا دليل راوړي، چې په كندهار كې څوك ”خدايږو“ تورى نه وايي. نو ځكه وايي چې دا تورى د دې لنډۍ د جعليتوب لپاره ستر ثبوت دى. استاد وخندل او ويې ويل: ”دا خو كله چې په كابل كې د ميوند تاريخي څلى جوړېدى، دوى د لنډۍ د لا ښايست لپاره دا تورى په كښې زيات كړى، اصلي شكل يې داسې دى: كه په ميوند كې شهيد نه سوې زما لاليه! بې ننګۍ ته دې ساتينه بله دا چې ما په هيله مجله كې يوه ليكنه كړې د دې تاريخي او سترې جګړې په اړه مې ځينې اسناد ښوولي دي، دا چې ځينې كسان دا خبرې كوي، دوى هسې ناپوه او د مغشوش ذهن څښتنان دي“. له دې مجلس څخه مې ډېر خوند او ډېره ګټه واخيسته، چې تر ډېره به مې نه هېرېږي. يو وخت چې بيا استاد ته لاړم، نو راته ويې ويل: ”ستا هغه خبره مې تر اوسه ياد ده، هغه ورځ مې پام شو، د كندهار په زياتو سيمو كې، ان اڅكزي هم خداښكه (د خدايږو معادل تورى) لري او اوس يې لا كاوري، دا تورى د كندهار په لهجه كې هم سته، اوس به متروك سوى وي، خو ښه سو، چې زما ورته پام سو“. كله چې مې يو مهال د هوسۍ مجلې لومړۍ ګڼه وروړله، استاد ورته ډېر خوشحاله شو،ما ته يې په خندا كې وويل: ”دا شا و خوا لېوان دې هوسۍ ونه نيسي.“ كله چې يې هره ګڼه خپرېده، ما به وروړله، استاد به د پوهنتون استادانو او نورو شاګردانو ته يوه- يوه ګڼه وركوله. ډېر به يې تشويقولم. كه كوم نوى چاپ شوى كتاب به مې وروړ، نو ويل به يې: ”والله دا ځوانان بايد تشويق سي، بايد لارښوونه ورته وسي، زموږ خواره ترټل سوې، ځپل سوې، له دربارونو شړل سوې او هېره سوې پښتو خو په دې برخه كې ډېره خواره پاته سوې ده، بايد چې كار ورته وسي، بايد چې غني سي، علمي مواد دې په كښې زيات سي، چې نام خدا دا اوسني ځوانان مو ډېر پركاره ځوانان دي، الله دې دوى كاميابه لري“. يوځل له ګران استاد جان محمد كاكړ او ځينو نورو دوستانو سره ورغلم، دا مهال لا د هوسۍ څلورمه ګڼه نوې چاپ شوې وه، كله چې په ګډه ورغلو، مېلمانه مې وروپېژندل، نو ښاغلي جان محمد كاكړ ورسره ډېر خوږ مجلس وكړ، چې موږ هم له دې مجلس څخه خوند واخيست. استاد كله چې د ښاغلي كاكړ څخه د هغه د پلار او كورنۍ په باب څو پوښتنې وكړې، ويې پېژاند او د هغه مهال ځينې كيسې يې هم وكړې. يوه شپه چې سخت ژمى و، په كندهار كې د بېنوا فرهنګي ټولنې له مشر زما ګران ملګري محمديار سره كوم چا د څو كتابونو د چاپ ژمنه كړې وه، هغه راته پرله پسې زنګونه وهل، چې ژر استاد ته ورشه او له هغه څخه د كندهار تاريخ نومي كتاب لومړى ټوك واخله چې ژر يې چاپ كړو. ماخوستن مهال و، چې استاد ته ور روان شوم، ځينې خپرونې مې له ځان سره واخيستلې، ځينې ملګري مې په دېره كې پرېښودل او د استاد د كور پر لوري، كله چې مې د دروازې زنګ وواهه، د استاد كشره لمسۍ راووته، زه لوړ وختم، خونه تياره وه، كله چې د استاد خونې ته ننوتم، استاد ناست و او شا و خوا يې شيان خواره واره پراته وو، استاد غوښتل چې په تياره كې راووځي، خو د تيارې له كبله لوېدلى و او خوږ شوى هم و، چې ما رااوچت كړ، ډېره بخښنه مې ځنې وغوښتله، خداى شته چې ډېره ورته خپه شوم، يو څو دقيقې ورسره كښېناستم، كله چې مې مجلې او خپرونې وركړې، ژر راووتم، خو زړه مې ډېر ورپسې زهير و. كله چې مې محمديار ته دا خبره وكړه، هغه هم سخت افسوس وكړ. له بده مرغه هغه كس هم له خپلې ژمنې تر شا شو چې له محمديار سره يې د كتابونو د چاپ لپاره سينه ډبولې وه، له بده مرغه چې د بېنوا فرهنګي ټولنې زيات كتابونه يې ناچاپ پرېښودل. په هر صورت، زما ورتګ استاد ته حتمي و. دا د درنښت، وقار، معنوي غرور، رښتينولۍ، پښتونولۍ، ننګ، پت، غيرت او پوهې غر زموږ لپاره يو ستر ډاډ و، چې زيات كارونه مو د ده له بركته ترسره كول. خو له موږ څخه مرور بابا! اوس كه وهل كېږو، ټكول كېږو، يا هم د خپلو ملي مشرانو سپكاوى وينو، چا ته ورشو؟ اوس كه مو په احمدشاه بابا، ميرويس نيكه او نورو ملي مشرانو پسې د بدرنګو خلكو سپكاوى او اهانت وينو، چا ته ورشو، چې همدردي راسره وښيي او د دغو مضرو كسانو هڅې وغندي؟ وروستى ځل چې ګران استاد ته ورغلم، د روژې مباركې مياشتې وروستۍ لسيزه وه. مازيګر مهال و، له استاد سره يو بل ځوان هم ناست و، دا ځل محمديار د دوو كارونو لپاره ولېږلم. يو خو يې د كوم كتاب لپاره يوه سريزه غوښتله، بل مې ځينې خپرونې وروړلې. استاد ته مې د سريزې وويل، په ياد يې نه شو، ما ته هم ډېره جوته نه وه، چې استاد ورسره د كومې سريزې د ليكلو ژمنه كړې، محمديار ته مې زنګ وواهه، استاد ورسره خبرې وكړې، محمديار د محمد ګل مومند بابا د كورنۍ د كوم غړي په اړه له استاد څخه اورېدلي وو، چې كومه ليكنه ورباندې كوي، بل پلو له محمديار څخه چا غوښتي وو، چې د محمد ګل مومند كتاب دې بيا چاپ كړي، محمديار غوښتل چې له استاد څخه دا ليكنه واخلي او پر هغه كتاب يې د سريزې په توګه چاپ كړي. زما په ټليفون كې ډېرې كمې پيسې وي، استاد له محمديار سره په خبرو اخته و، خو زما بغلونو خولې كړې وې، ځكه وېرېدم ، كه يو وار ټليفون بند شي، ټولې خبرې به يې نيمګړې پاتې شي. خو ښه شو، ټولې خبرې وشوې. كله چې راوتلم، استاد د ناروغۍ له كبله ونه توانېد، چې خپل هغه پخوانى عادت پلى كړي، يانې تر دروازې پورې راسره راشي. دا ځل ناست و، مخه ښه مو سره وكړه، خو همدا مو وروستى ديدن شو. تر اختر وروسته محمديار كابل ته راغى، خو وروستۍ ورځ يې راته يادونه وكړه، چې له بده مرغه دا ځل د استاد زيارت ته ورنغلو، بيا يې ځينې مجلې او كتابونه راكړل، چې ورته ويې ساتم، بل ځل چې راغى، دواړه به يې استاد ته وروړ، خو هغه خپرونې د دې ليكنې د ليكلو تر مهاله راسره پرتې دي، كله چې ورته ګورم د استاد درنه څېره په كې راښكاري، چې سخت ډېر مې ځوروي. خو چارواکو د استاد د مړينې پرمهال خپله بدرنګي ښه ترا څرګنده كړه. كه څه هم د ځينو ټوپكسالارانو د قوماندانانو په نامه مډالونه، جايزې او نور ځايونه ځانګړي شول، خو د استاد د جنازې په مراسمو كې دا توپير نور هم جوت شو. په هر صورت، له دغو چارواكو، بيا په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او كلتور وزارت له چارواكو به څوك ګيله كوي، ځكه دوى به په هغو ورځو كې د (شوراى شهروندان كابل) په مجلسونو كې راګير وو، وخت به يې نه درلود، چې د استاد له جنازې سره كابل ته لاړ شي، يوازې د ګل اغا شېرزي او حكيم تڼيوال دې كور ودان وي، چې د استاد له جنازې سره تر كندهاره لاړل، چې ملت به يې دا مينه نه هېروي. نن د ملالې هېواد وينې ژاړي، نن د پوهې په نړۍ كې يوه ستره څېره په ستړي سفر لاړه. د دې درنې خاورې بچيان د استاد په وير- ويرجن دي او خپله خواخوږي ورسره څرګندويw | ||||
نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:52 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
وړه مرغۍ | ||||
w صفيه حليم، لندن وړه مرغۍ جاپانۍ كيسه ډېر پخوا په يوه كلي كې يو سړى اوسېده، د هغه مېرمنې اولاد نه لرلو. سړي يوه وړه مرغۍ ساتلې وه، چې په وزګار وخت كې به يې ورسره خبرې كولې. مرغۍ د دوى په كور كې لكه د ماشوم اوسېدله او په پنجره كې به يې بندوله. يوه ورځ ښگځې جامې مينځلې او د سان د جامو لپاره يې نشايسته (اهار) پخ كړي وو. ښځه په تناو باندې د څو جوړې جامو د غوړولو لپاره ووتله، مرغۍ اخوا دېخوا ټوپونه وهل، اخر وږې شوه، نو پخلنځي ته ورغله، هلته د نشايستې لوښى ايښى و، مرغۍ ته دا سپينه نشايسته خوندوره ښكاره شوه او مښوكه يې په كې ووهله، چې مړه شوه، نو بهر والوتله. ښځه چې بېرته د نورې نشايستې لپاره لوښى وليد، نو په هغه كې ډېره لږ نشايسته پاتې وه. حيرانه شوه او اخوا دېخوا يې كتل، مرغۍ پر كړكۍ ناسته وه، ښځې ته يې وويل: مېرمنې څه ګورې. ښځې ورته وويل: دا نشايسته چا وخوړله؟ مرغۍ وويل: دا خو ما خوړلې ده. زه وږې ومه. ښځه سخت په قهر شوه، هغې مرغۍ ته بد رد وويل، مرغۍ وېرېدله او ډېرې بخښنې يې ترېنه وغوښتې، خو ښځه دومره په قهر وه، چې مرغۍ يې ونيوله او په يوې چړې يې ترېنه ژبه پرې كړه. بيا يې ورته وويل: ته نوره دلته نه شې اوسېدى. دا يې وويل او مرغۍ يې والوزوله. سړى چې ماښام كور ته راغى، نو د مرغۍ غږ يې نه اورېده، په ټول كور كې ورپسې وګرځېد، اخر يې له ښځې پوښتنه وكړه. هغې ورته وويل: زه نه يمه خبره. خو سړى پوه شو، چې يو چل خو شوى دى. ښځه يې مجبوره كړه چې ورته حال ووايي او چې پوره خبره ورته معلومه شوه، نو سخت خپه شو. ښځې ته يې وويل: د مرغۍ خېټه څومره وي، چې ستا نشايسته يې وخوړله؟ د يوې قاشوغې نشايستې لپاره دې خپل اولاد له كوره وشړلو. بيا يې دومره وژړل، لكه چې څوك د خپل اولاد پر مړينې ژاړي. په بله ورځ سړى كار ته د تللو پرځاى د مرغۍ په لټون پسې شو. مرغۍ پر هغه ډېره ګرانه وه. پر لار روان و او مرغۍ ته يې اوازونه وركول. ډېر مزل يې وكړ او له كلي بېديا ته راووت، هلته په يوه خوشې ځاى كې وړوكى غوندې كور جوړ و، سړى د كور مخې ته ودرېد او مرغۍ ته يې غږ وكړ. ناڅاپه له كوره مرغۍ والوتله او د سړي پر لاس كښېناستله. ده ته يې وويل: ته اوس هم زما لټون كوې؟ ما خو ډېره غټه غلطي كړې وه. بې له اجازې مې نشايسته وخوړله. سړي ورته وويل: ته زموږ د اولاد په شان يې او اولاد خو همدغسې غلطيانې كوي، خو د هغې دومره لويه سزا څوك نه وركوي. مرغۍ ورته وويل: ته ډېر مهربان سړى يې. بيا يې دى كور ته دننه بوتلو. د كور دننه ډېر ښايسته و او رنګارنګ مرغان په كې اوسېدل. يوې خوا ته پر دسترخوان رنګارنګ ډوډۍ ايښې وې، مرغۍ سړي ته وويل چې ډوډۍ ته دې كښېني. ده ډوډۍ وخوړله، نو ټولو مرغانو ورته ښكلې نڅاوې وكړې او ډېر وخت همدغسې په خوشحالۍ كې تېر شو. ماښام چې شو نو سړى راپاڅېد، له ټولو يې اجازه واخيستله. مرغۍ ورته وويل: ما ستا په كور كې ډېر عمر تېر كړى دى، غواړمه چې ته هم يو څو ورځې دلته پاتې شوې، چې موږ دې خدمت وكړو. سړي ورته په ځواب كې وويل: ستا دېره مننه، خو اوس به كور ته لاړ شم، مېرمنه به مې پرېشانه وي. كه غواړې بيا به راشم. مرغۍ ورته وويل: ډېره ښه ده، خو موږ ستا لپاره يوه تحفه لرو. دا يې وويل نو د مرغانو يوه جوپه راوالوتله، چې په مښوكو كې يې تارونه نيولي وو، د دې تارونو په سر يوه شكرۍ (ټوكرۍ) ځړېده. دا يې راوړه او د سړي په وړاندې يې كښېښوده. بيا يوه بله د مرغانو جوپه راوالوتله او بله ټوكرۍ يې د ده په وړاندې كښېښوده. مرغۍ سړي ته وويل: په دې كې يوه ټوكرۍ غوره كړه. سړي وليدل چې يوه ټوكرۍ درنه او بله سپكه وه. سړي فكر وكړ چې لار يې ډېره وهلې ده او ستړى هم دى، نو هغه سپكه ټوكرۍ يې راواخيستله. مرغانو له خوشحالۍ نه شور جوړ كړ او بيا ده ټوكرۍ راواخيسته او د مرغانو په بدرګه له كوره ووت. په كور كې يې ښځې ټوله ورځ مرغۍ ته ښېرې كولې او چې سړى يې وليد، نو له ورايه يې ورسره جنګ پيل كړ، چې ته كوم خوا ورك شوى وې. سړي ټوكرۍ كښېښوده او ورته ويې ويل: ته لږ صبر وكړه، ټول حال درته وايم، ستړى يم، اوبه راكړه. ښځې يې مخ بوڅ نيولى و. په تريو تندي يې ورته د اوبو جام راوړ. سړي اوبه وڅښلې او بيا يې ښځې ته ټوله كيسه تېره كړه. ښځې يې هم دغسې بوڅ مخ ناسته وه. اخر سړي له ټوكرۍ سر ليرې كړ، نو په كې د سرو زرو سكې، قيمتي ډبرې او كالي وو. سړي له خوشحالۍ نه د خداى شكر وايست. ښځه يې هم لږه خوشحاله شوه، خو بيا يې ورته وويل: ته خو بې عقل يې، كه په دې سپكه ټوكرۍ كې دومره مال وي، نو په هغې درنې ټوكرۍ كې به له دې نه زيات مال و، كاشكې درنه ټوكرۍ دې رااخيستې واى. سړي ورته وويل: ته د خداى شكر وباسه، چې بې له څه خوارۍ- مزدورۍ دومره مال دولت خداى راكړ، دا خو زموږ د پاتې عمر لپاره بس دي، خو ښځې يې خبره نه اورېده. ده ته يې بد رد ويل، چې ورشه درنه ټوكرۍ هم راواخله. سړي ورته وويل: زه خو ستړى يم، كه ته غواړې په خپله ورشه. ښځې هم هماغه وخت د تللو لپاره ځان تيار كړ. سړي ورته د مرغۍ د كور لاره وربرابره كړه او په خپله لاړ پر كټ څملاست. ښځه چې د مرغۍ كور ته ورسگېده، نو په زوره- زوره يې تمبه وټكوله. مرغۍ بهر راوالوتله، نو ښځې ته يې هركلى ووايه او بيا يې هغې ته بلنه وركړه، چې دننه ورشي، خو ښځه په تادۍ كې وه، ورته ويې ويل: زما خاوند ډېر ستړى و، د درنې ټوكرۍ پرځاى ستاسو له كوره يې سپكه ټوكرۍ راواخيستله. هغه غلطي كړې ده. مرغۍ ورته وويل: كه ته غواړې درنه ټوكرۍ وړاى شې، خو ګوره دا ډېره درنه ده، كېدى شي چې ته يې هم د اوچتولو جوګه نه يې. ښځې ورته وويل: زه تر خپل سړي تكړه يمه. مرغانو ورته ټوكرۍ مخې ته كښېښوده. دې ډېره په ګرانه رااوچته كړه او په خپله لار روانه شوه. هغې مرغانو ته د مننې يو ټكى هم ونه وايه. ټوكرۍ ډېره درنه وه او ښځه په نيم | ||||
