تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
نوى ولسمشر بايد څه وكړي؟

 سرليکنه:

 

 

نوى ولسمشر بايد څه وكړي؟

 

 

په نړۍ كې به يوازېني خلك افغانان وي، چې زيات مهال په خپل تېر وخت پسې ارمان كوي. مشران خلك چې د شپېتو كلونو په شا و خوا كې عمر ولري، د پنځه ويشتو_دېرشو كلونو وړاندې وختونو پسې ارمان كوي، دا په دې چې دوى له راتلونكي څخه يو تت تصور لري او د اوبو پر سر د يوه انځور غوندې ورته ښكاري، چې په يوې اېښمې له منځه ځي. حال دا چې په نورو ټولنو كې خلك زيات كار خپل راتلونكي ته كوي.

په افغانستان كې حكومتونو تل د خپلې بقا لپاره يوازې پر هغو لارو چارو غور كړى، چې په وړاندې يې اپوزيسيوني قوت كمزورى شي او د دوى د پايښت تضمين وكړي؛ خو په وروستيو ټولټاكنو كې د ولس رايې او ونډه اخيستنې دا خبره زبات كړه، چې نور نو عام خلك غواړي خپل برخليك په خپله وټاكي، اوس يې له جرئت څخه كار واخيست، له خپل حق څخه يې په خپله استفاده وكړه او اكثرو افغانانو په خپله خوښه خپله رايه وكاروله، چې دا يو تاريخي بهير و.

دوى دا هرڅه د يوې هيلې له مخې وكړل، دوى ځكه په ټولټاكنو كې ګډون وكړ، چې خپل ملي حكومت جوړ كړي، دغه راز يې دردونه كرار او د زړه ټپونه يې روغ شي. عام ولس له خپل راروان حكومت څخه دا غواړي چې د لكونو او زرګونو بېګناه هېوادوالو قاتلين يې د محاكمې مېز ته راكش شي، عام ولس د ملي تفرقې، قومي شخړې او تعصبونو ختمول غواړي، نور نو افغانان غواړي چې د خپل هېواد په رغونه او جوړونه كې په خپله عملاً ونډه واخلي، افغان ملت غواړي چې د زورزياتي، ټوپكواكۍ، قومپالنې او قوماندانسالارۍ بهير ته دې د پاى ټكى كښېښودل شي، چې دا هرڅه د نوي ولسمشر دنده او ملي مسووليت دى. ښايي دا نوي ولسمشر ته هم څرګنده شوې وي، خو نور نو نه ښايي چې ټولې معاملې او مصلحتونه د پردې ترشا ترسره شي. نور نو بايد د دوه مخۍ سياست او د تېرايستنې په موخه چل او دوكې يوې خوا ته پرېښوول شي. عام ولس په ډېرو سپېڅلو احساساتو سره خپله ونډه څرګنده كړه، چې يوه ستره موخه يې د ائتلافي حكومت بدلون و، چې ښايي په راروان وخت كې ورته پام وشي.

 هر قوم خپل حقونه لري، چې غواړي ورڅخه ګټه واخلي، ملت دا غواړي چې حقونو ته يې درناوى وشي، نور نو بايد نوى ولسمشر ځينو سيمو او ځينو قومونو ته بېځايه امتياز ونه مني، جهاد ټولو كړى، ټولو قربانۍ وركړي، له دې كبله بايد د ټولو قومونو د قربانيو، سرښندنو او مېړنې يادونه او درناوى وشي. ځكه تر اوسه پورې افغان ملت كراره ورځ نه ده ليدلې، سياستوالو يوڅه غوښتي، ملت بل څه، كله چې كوم مشر هڅه كړې، چې د ولس لپاره د سوكالۍ زمينه برابره كړي، د ګاونډيو هېوادونو په دسيسو له منځه وړل شوي دي. نور نو ولس تش شعارونه نه غواړي، عملي كار غواړي، په تېرو درېيو كلونو كې د ټول افغانستان په كچه 10 سلنې خلك هم د برېښنا له نعمت څخه برخمن نه شول، بيارغونه ډېره ټكنۍ وه، په مليونونو ډالره دغه هېواد ته راغلل، د بيارغونې او جوړونې په سلګونو پروژې ومنل شوې، خو عملي كار په اوړو كې د مالګې په اندازه و. ډېرو چارو نمايشي او شعاري بڼه درلوده، په تېره درې كلنه دوره كې د ځينو قوماندانسالارانو او ټوپكوالو له خوا له شمال څخه تر 25000 زياتې كورنۍ وشړل شوې، ځمكې يې ترې واخيستل شوې، مالونه يې لوټ شول، پر عزت يې تېرى وشو، دغه زياتې كورنۍ په كندهار، ننګرهار او ځينو نورو سيمو كې مېشتې دي، چې تر اوسه مركزي دولت ونه توانېد په دې برخه كې كوم عملي اقدام وكړي، بلكې زيات مهال خو يې پر دې بهير چوپه خوله غوره كړه.

د ولس تر پنځه سوه زياتو استازو تر زياتو لانجو او ستونزو وروسته يو اساسي قانون تصويب كړ، چې په ژوند كې يې ښه والى راشي، خو اوس هم زياتې ډلې شته چې زيات مهال له دې قانون څخه سرغړونه كوي، چې هېڅ كومه سرچينه يې مخنيوى نه شي كولاى.

د نشه يي توكو كرنه، قاچاق او كارونه د تېرې دورې تر ټولو عمده ستونزه وه، په دې برخه كې د بهرنيو انجوګانو د ډالرو” سېل“ هم څه ونه شول كړاى، ولسمشر د كورنيو چارو وزارت په ګډون څو- څو ځلې اقرار كړى، چې سيمه ييز قوماندانان اوځينې چارواكي په دې قاچاق كې لوى لاس لري.

 په كلتوري ډګر كې هم  زيات تبعيض ته لمن ووهل شو، دولت د ټول هېواد په كچه درې پښتو خپرونې هم ونه چلولې، خو په نورو ژبو په سلګونو خپرونې راووتې، د دې لپاره چې څوك پر دولت ”ټاپه“ ونه لګوي، جګپوړو چارواكو هم دغو ټولو چارو ته په رډو سترګو كتل، خو څه عملي اقدام يې نه كاوه. د ساري په توګه زيات وزارتونه ځينې اړوندې خپرونې لري، يوازې د ګوتو په شمار وزارتونو خپرونو دواړو ژبو  ته برابره ونډه وركړې، نور نو له سوداګرۍ، پوهنې او... وزارتونو رانيولې د اريانا افغان هوايي شركت تر خپرونې پورې، چې يوه هم دا تعادل په پام كې نه دى نيولى، حال دا چې دا د ولس حق دى، چې بايد ورته پام شوى واى.

ولس نوي ولسمشر ته د كوم امتياز د ترلاسه كولو لپاره رايه نه ده وركړې، كه څه هم د هېواد لوى اكثريت له خپل ولسمشر څخه زياتې ګيلې لري، خو د مجبوريت پر بنسټ يې نوى ولسمشر بري ته ورساوه، چې بايد دا ستره قرباني هېره نه شي. نوى ولسمشر بايد له سياسي جرئت څخه كار واخلي او پر ځان هغه راټول خلك بدل كړي، چې هر وخت يې دى له جريانونو څخه ناخبره ساته، ولس د قوماندانواكۍ، ټوپكواكۍ او زورواكۍ خاتمه غواړي، چې په نوي حكومت كې بايد ورته پام وشي—

د يوې ملي او ولسواكې واكمنۍ په هيله

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:21 PM لېږونكى:هوسۍ |
پر كانديدانود نيوكو ډرامه څنګه شوه، هغه مستندې نيوكې څه شوې؟

| ځوان داودوال، كندوز

 

پر كانديدانود نيوكو ډرامه څنګه شوه، هغه مستندې نيوكې څه شوې؟

 

 

والله عجيبه ډرامه ده، له يوه پلوه د ټولټاكنو ګډ دفتر افغانانو ته دا وخت وركوي، چې د ولسمشرۍ پر ټولو كانديدانو باندې كه څه نيوكې لري، دغه كميسيون ته دې وسپاري او چې كله بيا په داسې شرايطو كې خلكو دا جرئت پيدا كړ، چې د ولسمشرۍ پر يوشمېر كانديدانو نيوكې وكړي، بيا نو هېڅ غور نه ورباندې كېږي.

پوښتنه پيدا كېږي، چې دا ډرامه نو بيا ولې پيل او هېڅ پام ورته ونه شو؟

داسې خبرونه اورېدل كېږي، چې يو شمېر اعتراض كوونكو ته بيا ګواښونه هم شوي، نو ايا دا ډرامه د ټولټاكنو كميسيون د دې لپاره راپورته كړه، چې دغو كانديدانو ته يوشمېر هغه كسان وروښيي چې لا هم د دې توان لري، چې د دغو زورورو پرضد خپل غږ پورته كړي؟ باور وكړئ په سلګونو زره خلكو د يوشمېر پېژندل شويو څېرو پرضد ګڼې نيوكې كړې وې. كه عام ولس په دې له وړاندې ډاډه واى، چې د دوى نيوكې كوم ځاى نه نيسي او څوك ورباندې غور نه كوي، نو هېڅكله به يې هم دا كار نه كاوه.

تاسې په خپله فكر وكړئ دا ګڼ اعتراضونه چې پر ځينو كانديدانو باندې شوي، څه پرې وشول؟ ايا دا به محكمې ته وسپاري چې محكمه ورباندې څېړنه وكړي، كه به په سيند لاهو شي؟؟

كله چې مې د ټولټاكنو د ګډ دفتر د مشر ذكيم شاه له خولې دا خبره واورېده، چې پر جنرال دوستم، كريم خليلي او محقق باندې اعتراضونه د كومې محكمې له خولې په رسمي توګه نه دي لګېدلي، نو ډېره خندنۍ وه، ځكه نوموړى لكه چې په دې نه پوهېده چې په افغانستان كې خو تر دې مهاله پر هېڅ جنايتكار باندې تور نه دى لګېدلى او كه په دې خبره پوه و، نو بيا يې ولې دا ډرامه پيل او ژر يې بېرته خاورې پرې واړولې.

كه په دقيق ډول سړى فكر وكړي، نو په لومړي سر كې داسې فكر كېده چې دغه كميسيون په خلاص مټ كار ته ملا تړلې ده، خو د همدغو زورورو د قوي فشار له كبله ذكيم شاه خان هم په نيمه خوله اعتراف وكړ او خبره يې په كومې ځانګړې محكمې پورې وتړله. په هر صورت، رابه شو د دغې مسئلې بل اړخ ته؛ كله چې پر يوه خپلواك كميسيون باندې چې نيم غړي يې بهرني او د ملګرو متلونو د يوناما په دفتر پورې تړلي كسان دي، دومره فشار وي، چې ازاد كار ونه شي كړاى او په څرګندو جملو كې ان له خپلې هغې پرېكړې تېر شي، چې ټول افغان ملت ته يې د كانديدانو په باب د اعتراضونو د وركړې په برخه كې كړې وه، نو څنګه به خلك په دې ډاډه كېداى، چې ټاكنې به خپلواكې وي؟

تاسې ښه متوجه شئ چې دا مهال د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګي يانې UNAMA دا توان نه لري، چې په ازاد ډول كار وكړي، نو دغه څو بېچاره افغانان چې د ټاكنو په دفتر كې يې كار كاوه، والله كه يې يوه خبره هم په ازاده توګه كولاى شواى. په دې توګه په افغانستان كې د ملګرو ملتونو موجوديت او بې پرېتوب تر جدي پوښتنې لاندې راځي، چې محكمه نه وي او محكمې پر چا تور نه وي لګولى، نو بيا دې كميسيون ولې د خلكو له خوا د نيوكو غوښتنه كوله؟؟!

په زرګونو كسان وو، چې پر يوشمېر كانديدانو يې نيوكې درلودې، دوى مستند اعتراضونه او دعوې درلودې، خو چا ته يې وړاندې كولاى؟ دا يې هم خپلواك كميسيون؟!!

په زرګونو كسان شته، چې د همدوى له خوا ورباندې ظلم شوى، تېرى ورباندې شوى، دغو عامو كسانو دعوې درلودې، خو دوى اوس هم دا جرئت نه لري، چې خپل غږونه پورته كړي. داسې ښكاري چې په راتلونكي حكومت كې به هم جنګسالاران واكمن وي؛ كه خبره د محكمې د رسمي تور وي، نو بيا پر ګلبدين حكمتيار او طالبانو باندې كومې محكمې رسمي تورونه لګولي، هغوى ولې اجازه نه لري چې په افغانستان كې استوګنه وكړي؟ كه خبره د مخالفت وي، خو په ټوله نړۍ كې حكومتونه مخالفين لري، خو بيا هم هغوى ته د هر ډول سياسي فعاليت اجازه وركول كېږي.

كه دا ټوپك او د ټوپك كلتور همداسې روان وي، نو باور وكړئ چې راروان پارلمان ته به ټول د زور خاوندان راځي، ځكه يو خپلواك كميسيون چې دا واك ونه لري، چې ظالم ته د اسنادو له مخې ظالم ووايي، نو يو مظلوم به چېرې وكړاى شي له ظالم څخه خپل حق وغواړي؟

د ټاكنو د ګډ دفتر مشر ذكيم شاه يو وخت وويل چې په نوي اساسي قانون كې راغلي، تر هغه مهاله چې د محكمې له خوا پر چا تور نه وي لګول شوى، هغه تورن نه ګڼل كېږي. له دې كبله دغو يو شمېر كسانو ته په ټولټاكنو كې د كانديدۍ حق وركړل شو، خو د ټاكنو په قانون كې ولې دا خبره راغلې: د چا چې د ملت په وينو لاسونه سره وي، نه شي كولاى ځان ولسمشرۍ ته كانديد كړي او په اساسي قانون كې راغلي چې ولسمشر به په ملي خيانت تورن نه وي، ښه نوم به لري. خو د يوشمېر كسانو خيانتونه خو ټولو خلكو ليدلي، دوى له  محكمې پرته په زرګونو ځوانان وژلي، په ډله ييزو قبرونو كې د هغوى ښخول بيا د كومې محكمې پرېكړه وه؟ په كابل كې د خلكو پر سرونو د مېخونو ټكوهل او د ښځو د تيونو پرې كول او د مړو ګډول بيا د كومې محكمې امر و، چې نن هرڅه د محكمې په حكم پورې تړل كېږي؟

خو اوس نه د اساسي قانون د عملي كېدو او نه د ملت د ارادې تمثيل شته، نه به راپيدا شي. تاسې فكر وكړئ پر ځينو كانديدانو تر 115 زيات اعتراضونه وشول، خو هېڅوك هم پرې پوه نه شول، چې څه به پرې كېږي او دا اعتراضونه ولې غوښتل شوي وو؟ ايا دا كميسيون نه شواى كولاى چې د محكمې له حكم پرته دا موضوع وڅېړي، كه په كور كې دننه د دغسې محكمې دايرېدل ناشوني وو؟

زه باور لرم چې پر دې مهال به د هغې پېغلې كورنۍ هم دا هيله او جرئت پيدا كړى وي، چې هغې د خپل عزت د ساتنې لپاره د مكروريانو له پنځم پوړ څخه ځان لاندې وغورځاوه، دې كورنۍ به هم غوښتي وي چې پر دغو كانديدانو يا يې ملګرو دعوه وكړي، خو دغه ډول په زرګونو كورنۍ لا له وړاندې پوهېدې، چې دا خوشې ډرامه ده او هېڅ ځاى به نه نيسي. اوس چې اوبه له ورخه تېرې شوې، نو بايد چې د افغانانو د هيلو د بيا راژوندۍ كولو لپاره دغه ټول اعتراضونه د بشر خپلواك كميسيون ته وركړل شي، هغوى دې د نړيوالې ټولنې په مرسته يوه محكمه جوړه كړي او دغه كسان دې وروبلل شي، هلته ته به بيا ثابته شي چې څومره كسان پر دغو كسانو مستندې نيوكې لري.

خو پوښتنه دا ده چې پر كانديدانو د نيوكو لپاره ولې درې ورځې وخت وركړل شو؟ په داسې حال كې چې دوى له لويه سره پوهېدل چې څوك د محكمې حكم او فيصله نه مني، دا كه هسې ډرامه وه، نو جلا خبره ده او كه محكمې ته د دغو كسانو د راوړاندې كولو خبره وي، نو ايا دا د دوى كار دى او كه وي، نو دا ضرور او بېړنى كار به د چا له خوا، چېرې او څنګه ترسره شي؟—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:19 PM لېږونكى:هوسۍ |
ښاغلي قانون څه وکړل، څه ورپېښ شول؟

|  صادق ورين، بغلان

ښاغلي قانون څه وکړل، څه ورپېښ شول؟

 

رښتيا هم چې انسان په خپل خير او شر نه پوهېږي، ځكه زيات مهال دوى د خير په لټون داسې كارونو ته لاس واچوي، چې تر خيره يې شر زيات وي او ځينې يې بيا داسې بدمرغه هم وي، چې نورو ته په شر وراړولو كې خپل خير او ښېګڼه لټوي، چې دغه انسان په عمل كې نورو ته نه، بلكې خپل ځان ته هم زيان اړوي. د دغه ډول منفي او نوروته د زيان اړوونكو چارو وروستۍ پايله او زېږنده پښېماني او د مچ غوندې د لاسونو مروړل وي، چې دغه مهال بيا پښېماني هم څه ګټه نه لري، ځكه همدغه شراچوونكي، شر خوښوونكي كسان په ټوله مانا مات وي او د شرم تر بريده رسېدلي وي، چې د پټولو لپاره يې هېڅ چاره نه شي كېدى.

خبره رالنډوم او خپلې آر موخې ته راګرځم، ښايي نژدې ټول هېوادوال دا ومني چې ښاغلى قانوني د خپلې پرې د ملګرو په پرتله يو څه ژبور او په سياسي نزاكتونو بلد كس دى، خو له بده مرغه چې په تېرو څو كلونو كې ښاغلي قانون د خپلې ډلې په ملګرتيا ځينې داسې كارونه ترسره كړل، چې له امله يې نوموړي ته د ولسمشرۍ په ټاكنو كې لوى زيان واوښت.

داسې اټكل كېږي، چې كه چېرې ښاغلي قانون هغه څه چې په تېرو څو كلونو كې يې ترسره كړل، نه واى كړي، نو ښايي چې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې يې د ولس زياتې رايې خپلې كړې واى. مانا دا چې يا به ګټونكى و او كه ګټونكى نه واى، نو د خپل سيال ښاغلي كرزي په وړاندې خو به يې د ولسمشرۍ د ټاكنو په سيالۍ كې د رايو توپير د اوس هومره زيات نه و.

نو ښايي چې ښاغلى قانوني اوس په خپلو كړنو سخت پښېمان شوى او خوابدى وي او له ځانه سره يې ويلي چې: كاشكې څو كاله وړاندې يې له شمالي ټلوالې سره د ملي ګټو پرضد د هېواد د غوڅ اكثريت (پښتنو) د ټولو حقه حقونو د غصبولو هوكړه نه واى كړې.

كاشكې د كورنيو جګړو، د كابل په ګډون د هېواد د ځينو لويو ښارونو او ودانيو د ړنګولو، د شپېته زره كابل ښاريانو د وژلو او د رباني د بې قانونه واكمنۍ د غزولو پرمهال د ټلوالې غړى او ملاتړى نه واى پاتې شوى، له هغوى څخه يې ځان ګوښه كړى واى، يا يې د درېيمګړي رول لوبولاى واى او يا هم چېرې ساړه غوږونه ناست واى او د خپل عادي ژوند تېرولو ته ورستون شوى واى.

ښايي د هغو نارو او سورو د نه كولو ارمان يې هم كړى وي، چې د امريكايانو او د هغو د متحدينو له خوا پر افغانستان د B-52 ډوله جنګي الوتكو د بې درېغه بمباريو پرمهال چې له امله يې په سلګونو بې ګناه هېوادوال وژل كېدل، د بي بي سي او نورو راډيوګانو له لارې تل ويل چې امريكايان د بمبارۍ په كولو كې بېغوري كوي، سيمې سمې نه بمباري كوي او تر دې لوى او ګڼ بمونه دې وغورځوي.

د بن په غونډه كې د مهمو وزارتونو پر سر ناندرۍ او د جنګسالارانو لپاره د مهمو وزارتونو غوښتنه هم د ښاغلي قانوني له كړنو څخه هغه يوه وه، چې زيان يې يوازې هېوادوالو ته نه، بلكې په خپله ده ته هم واوښت.

د لنډمهالې ادارې د واكمنۍ پر مهال چې ښاغلى قانوني د كورنيو چارو وزير و، د همدغه وزارت له خوا په سلګونو پښتنو او د هېواد نورو لږكيو قومونو ته د تاجكانو په نوم، د هويت تذكرې وركړل شوې، چې په دې كار سره د ښاغلي قانوني قومي او ژبنۍ تربګني هېوادوالو ته د بل هر وخت په پرتله زياته په ډاګه شوه. دا د ښاغلي قانون د قومي تربګنۍ لومړۍ او وروستۍ هڅه نه وه، بلكې تر دې راوروسته يې هم ډېر داسې څه وكړل، چې له امله يې د هېوادوالو كركه او نفرت د ځان په اړه نور هم زيات كړ.

د بېلګې په ډول، كله يې چې په نمايشي ډول په بېړنۍ لويه جرګه كې له كورنيو چارو وزارت څخه په خپله خوښه استعفا وكړه، نو په بدل كې يې د پوهنې وزارت ونه مانه، بېرته يې د كورنيو چارو پر وزارت خېټه واچوله او پوليس يې دېته وهڅول چې د كورنيو چارو د نوي ټاكل شوي وزير تاج محمد وردګ پرمخ د وزارت لويې لارې وتړي او هغه وزارت ته له ورتلو څخه راوګرځوي، چې دغه بنديز د ښاغلي قانوني په غوښتنه درې ورځې دوام وكړ، كله چې نوموړى د پوهنې د وزير تر څنګ په كورنيو چارو كې ددولت د امنيت سلاكار په توګه وټاكل شو، نو بيا يې د تاج محمد پرمخ د وزارت لويې لارې ايله كړې.

د پوهنې وزارت ته د ښاغلي قانوني په ورتګ سره د وزارت بڼه په يوې نظامي قطعې بدله شوه، د وزارت په ورونو او د ېوالونو يې د ټلوالې د وژل شوي جنګي قوماندان احمدشاه مسعود عكسونه راوځړول، د وزارت دروازې د ورتلونكو پرمخ وتړل شوې، زيات شمېر پښتانه يې په يوه او بل نامه له خپلو دندو ګوښه كړل او پرځاى يې خپل تنظيمي ملګري وګمارل، د وزارت په ليكنو او خپرونو كې يې د پښتو ژبې د له منځه وړلو لپاره مټې راونغاړلې، د پښتون مېشتو سيمو د ښوونځيو ښوونكو مياشتنۍ تنخواوې يې وځنډولې، چې له دې امله د زابل ولايت په ګډون د هېواد له نورو ډيرو پښتون مېشتو سميو څخه د ښوونځيو د تړلو خبردارى وركړل شو، زيات شمېر نوي ښوونځي د پروان ولايت په ګډون د هېواد په نورو شمالي دري ژبو سيمو كې جوړ شول، چې په پښتني سيمو كې نه يوازې نوي ښوونځي جوړ نه شول، بلكې د پخوانيو ښوونځي ويجاړ حالت ته هم چندان پام ونه شو او كه په استثنايي توګه په كوم جنوبي ولايت كې كوم ښوونځى ودان شوى وي، نو هغه هم يوازې د بهرنيو مرستو د راجلبولو په خاطر شوي، حال دا چې د پوهنې وزارت هغه يوازېنى وزارت دى، چې تر ټولو زياتې بهرنۍ مرستې ورسره شوې دي. يانې د ښاغلي قانوني د واكمنۍ پر مهال د هېواد د ښوونې او روزنې د حالت ښه والي ته په متوازن، نه بلكې په غيرمتوازن او يواړخيز ډول پام اړول شوى دى. د ساري په توګه ”د نړيوالې ټولنې په لګښت په يوه بهرني هېواد كې د افغانستان لپاره شپاړس نيم مليونه تعليمي كتابونه چاپ شول، د پوهنې د وزارت په غوښتنه دا كتابونه 12 مليونه ټوكه په دري او څلورنيم مليونه ټوكه په پښتو چاپ شول“ ايا همدا حقيقت په خپله يو څرګند ثبوت نه دى؟

د هېواد لويو جنګسالارانو ته د پوهنې د مډالونو وركړه، د ښاغلي قانوني يوه بله غيرقانوني كړنه او له جنګسالارانو سره د نوموړي د خواخوږۍ او انډيوالي يو بل ښه څرك دى. خو هغه څه چې د ښاغلي قانوني دوه رنګي، بېرنګي او بدرنګي يې ټولو هېوادوالو او نړيوالوته په ډاګه كړه، هغه په كابل كې د ښاغلي قانوني د هغه شخصي زندان لرل و، چې د څو تنو بهرنيو په ملاتړ يې د بېګناه هېوادوالو د نيولو، وهلو، ټكولو، ځورولو او له هغو څخه د پيسو اخيستلو په موخه جوړ كړي وو، په دې زندان كې د ښاغلي قانوني لاس لرل، هغه ويډيويي كسټ په ډاګه كړل، چې د همدغه زندان له بهرنيو ساتونكو او سمبالوونكو څخه ترلاسه شو او بيا نندارې ته وړاندې شو، چې په دې ويډيويي فلم كې ښاغلي قانوني دغه بهرنيان د هېوادوالو نيولو او ځورولو ته هڅول، پر شا يې ټپول او د هر ډول ناروا مرستو لپاره يې ورته ټټر ډباوه او ژمنه يې ورسره كوله، چې هر ډول مرستې ته يې تيار دى، چې د دې شخصي زندان په ډاګه كېدلو ښاغلي قانوني ته تر بل هرڅه زيات زيان واړاوه، ځكه چې دغه زندان او په دې تړاو ويډيويي فلم په داسې حساسو شېبو كې څرګند او بربنډ شول، چې ښاغلي قانوني د هېواد د راتلونكي ولسمشر په توګه د ولسمشرۍ د ټاكنو سيالۍ ته ځان كانديد كړى و.

سره له دې چې ښاغلي قانوني دغه فلم د ځان په وړاندې يوه سياسي توطيه او هڅه وګڼله، خو ښاغلى قانوني بايد په دې پوه شي، چې خلك اوس نور د غفلت او بې تفاوتۍ له خوب څخه راويښ شوي او هغوى نور په دې پوهېږي چې د پردې د مخ او شا كړنې يو برابر نه دي. كه څه هم ښاغلي قانوني د خپل دغه غيرقانوني جرم د پټولو لپاره ډېرې هلې ځلې وكړې، خو ولس ته يوه هم د منلو وړ نه وه او تر دې دمخه لا ولس ته د نوموړي شخصيت په ډاګه شوى و.

د ښاغلي قانوني بله تېروتنه د پوهنې له وزارت څخه د استعفا وركولو او د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره د ځان كانديدول وو، ځكه چې په دې سره ښاغلي قانوني دغه وزارت له لاسه وركړ، كه څه هم دا د ولس په ګټه كار و، ځكه ښايي تر دې وروسته د دغه وزارت لپاره داسې يو ملي او د ملت خواخوږى شخص راوړاندې شي، چې نه يوازې د يوه قوم يا د يوې ژبې د ويونكو، بلكې د ټول هېواد او هېوادوالو په كچه فكر وكړي او د هېواد د اولادونو د ښوونې او روزنې د چارو د ښېرازتيا او پراختيا په چوپړ كې نه ستړى كېدونكى زيار وګالي.

ښاغلي قانوني ته ښايېدل چې پر همدغه وزارت يې بسنه كړې واى، د هېواد د ټولو سيمو ځوان زده كوونكي يې د خپلو اولادونو په څېر يو برابر ګڼلې واى او د ټولو د هوساينې په موخه يې دغه وزارت ته د سياسي او يو اړخيزې پاليسۍ او ستراتيژۍ پرځاى داسې يوه ملي او د ټول ولس په ګټه ستراتيژي ترتيب كړې واى، چې د ټولو په خير واى، چې دغه مهال بيا ده كولاى شواى، هم د هېواد ولسمشرۍ ته ځان كانديد كړي، هم د خپلو خدمتونو له لارې د خلكو رايې خپلې كړي.

ښاغلى قانوني د ملي نهضت د ګوند غړى و، چې احمدضيا مسعود يې هم ملګرى و، كله چې ښاغلي قانوني د انتخاباتي سيالۍ لپاره خپل انځورونه په ايران كې چاپ او په افغانستان كې ووېشل، په څو عكسونو كې يې د خپل نظامي قوماندان مسعود عكسونه هم چاپ كړل، چې احمدضيا مسعود د دې كار غندنه وكړه او په ډاګه يې كړه چې هېڅوك هم حق نه لري، د ده د ورور له نوم، عكس او نورو ځانګړتياوو څخه ناوړه استفاده وكړي، چې د ده هدف ښاغلى قانوني و.

يوه ملګري راته كيسه كوله، چې په جلال اباد كې د كمپاين چلونې پرمهال د ښاغلي قانوني استازي يوې غونډې ته د قانوني په ګټه خبرې كولې، كله چې نوموړي د قانوني له ستاينو وزګار شو، نو د غونډې يوه ګډونوال ورڅخه وپوښتل: ښه نو چې قانوني دومره ښه سړى دى، مهرباني وكړه د هغه د ځينو هغو خدمتونو څو بېلګې راته يادې كړه، چې ده تر اوسه پورې خپل ولس ته كړي، نو لا به ښه شي. زموږ به باور راشي او دغه ښاغلي ته به خپلې ټولې رايې وركړو.

زما د ملګري په وينا، چې په خپله هم په دې غونډه كې ناست و، ويل چې له دې سره د قانوني د ستايونكو شونډې وچې شوې، يوه او بل ته يې سره وكتل او پرته له دې چې نورڅه ووايي، يوازې دومره يې وويل چې ښاغلي قانوني ډېره خدمتونه كړي، هغه جهاد كړى، يو مجاهد شخصيت دى، چې خپله پښه يې هم په جهاد كې ټپي شوې، له دې سره د غونډې يوه بل ګډونوال راولاړ شو او د ده د دغو څرګندونو په اړه يې وويل: چې د قانوني صاحب پښه په جهاد كې ټپي شوې، هغه خو هاغه بل كال د حزب او جمعيت په خپلمنځي جګړو كې د دېوال د رالوېدو له كبله ټپي شوه.  له دې سره نوموړى غلى پاتې شو، بايد چې غلى پاتې شوى واى، ځكه هغه خو نه شواى ويلاى چې ښاغلي قانوني په تېرو كورنيو جګړو كې برخه اخيستې، د بن په غونډه كې يې د جنګسالارانو لپاره په راتلونكي دولت كې غوښنه ونډه غوښتله، د كورنيو چارو د وزارت پرمهال يې پښتنو او د هېواد نورو لږكيو ته د تاجكانو تذكرې وركړې، پښتانه يې له دندې ګوښه كړل، سپاړس مليونه دري كتابونه يې چاپ كړل، د پوهنې له وزارت څخه يې پښتانه وشړل، شخصي زندان يې جوړ كړ او داسې نور... ځكه پوښتونكي خو ورڅخه د ښاغلي قانوني د خدمتونو د بيانولو پوښتنه كړې وه، چې ښاغلي قانوني له دې ماورا نور هېڅ نه وو كړي، نه د دغو غيرقانوني كړنو د ترسره كولو له امله د ولس خدمت ته وزګار شوى و، نو له دې امله د نوموړي ستايونكى، په جلال اباد كې غونډې ته د وينا پر مهال غلى او ناچاره پاتې شو، ښايي هغه خپله چوپتيا د دې وينا له مخې غوره ګڼلې وي، چې وايي: شيخ فريده، پټه خوله دې بهتري ده.

خو دغه ښاغلي ته هم يو څه د ملامتيا ګوته نيول كېږي، هغه په دې چې دوى ته نه ښايېدل د هغه چا په ګټې د ولس د راننګولو هڅه كړې واى، چې د ښاغلي قانوني په څېر مخينه ولري، خو د پيسو دې مخ ورك شي، د داسې كارونو ترسره كولو ته سړى اړ كړي، چې د سړي كالي په كې ووځي او له ټولې حيا وركې خلاص شي. وايي چې پيسې د ورور سر پرې كوي، دا په دې چې سړى د نه كار كولو ته اړ باسي.

خو دغه ښاغلي بايد له هوښ څخه كار اخيستى واى، هغه دا چې يا يې مخكې له مخكې چې د دغسې غونډو په وړاندې راڅرګند شي، له ځان سره يو څه درواغ او رښتيا جوړ كړي واى او يا يې د غونډې ګډونوالو ته يوازې د اورېدلو چانس وركړى واى، نه د پوښتلو.

له دې ټولو سره- سره به د ښاغلي قانوني لپاره تر ټولو هغه سخت ساعت و، چې كله په مليونونو هېوادوالو د تلې پر اتلسمه نېټه د هېواد په بېلابېلو سيمو كې پر ګڼو ستونزو سربېره د رايې اچونې مركزونو ته مخه كړه او هلته نژدې ټولو هېوادوالو خپلې رايې ښاغلي كرزي ته وكارولې. ځكه چې دغه مهال لا ښاغلي قانوني په دې هيله و، چې ښايي ولس د ده له تېرو درغليو بېخبره وي، همداراز د كمپاين چلولو پرمهال د زيات شمېر پيسو وركړې كارونې ښاغلي قانوني ته يوڅه ډاډ بخښلى و، خو كله چې د ده پلويانو او ملاتړو ليدل چې ټولې رايې په بله لاړې او ولس بل كس ته رايه وركوي، ښاغلي قانوني ټولټاكنې غيرقانوني وګڼلې او په دې اړه يې خپل پرېكون اعلان كړ، د نورو څوارلس سيالانو په ګډون يې د ټولټاكنو ټولو مركزونو څخه خپل پلويان راوبلل او د خپلو ائتلافي سيالانو په ګډون ايله ښاغلي قانوني ومنله، چې نور نو ولس د غفلت او ناپوهۍ له خوب څخه راويښ شوى، د پيسو او وسلو له اغېز څخه بې اغېزې شوى دى.

همدغه مهال ښايي د نوموړي پر تندي د د خپلو تېرو كړنو له امله د پښېمانۍ نرمه خوله راغلې وي او كه په زوره نه وي، نو له ځان سره به يې ويلي وي، چې اى كاش دغو ټولو درغليو، د خلكو ځورولو، شړلو، وهلو، نيولو، ټكولو او ان وژلو پرځاى يې د هغوى د رايوځاى كولو، نژدې كولو، خوښولو او راخپلولو هڅه كړې واى. يوازې د يوې ژبې د يونكو او محدودې سيمې د اوسېدونكو پرځاى يې د ټولو د هوساينې هڅه كړې واى، خو دغه ارمان به ښاغلي قانوني هغه مهال كړى وي، چې دغه ښاغلي ته يې هېڅ ګټه نه لرله.

له دې امله د دولت راتلونكي منتخب ولسمشر (جمهور رئيس) ته زموږ وړانديز دا دى، چې په راتلونكې كابينه كې دې ملي، په كار پوه او مسلكي كسان د ځان ملګري كړي. داسې څوك دې په كابينه كې راولي، چې د ټول هېواد په كچه فكر وكړي او له ټولو هېوادوالو سره خواخوږي ولري، كه چېرې د داسې چارواكو د راوستلو او استخدامولو هڅه وكړي، چې هم د ولس دښمن وي او هم د ځان لكه د ښاغلي قانوني په څېر نو بيا ومنه، چې بيا به هماغه زوړ ملا او زړې تراوې وي. د دولت مشر به فرمان وركوي او سيمه ييز قوماندانان او جنګسالاران به يې د ټوپك په څوكه ځوابوي، ملنډې به ورباندې وهي، څيري به يې او په باطله دانۍ كې به يې اچوي، دا ځكه چې هغوى به په دې ډاډه وي، چې په كابينه كې د ښاغلي قانوني، ښاغلي فهيم، ښاغلي عبدالله، محقق او خليلي په څېر ملاتړي لري. نو د دولت مشر ته ښايي چې نه ځان ته سرخوږى پيدا كړي، نه ولس ته—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:19 PM لېږونكى:هوسۍ |
د جمهوري رياست له يوه پخواني کانديد ښاغلي... سره د زړه خواله

 |  تــوريـالى وردگ، كــابــل

 

د جمهوري رياست له يوه پخواني کانديد ښاغلي... سره د زړه خواله

 

 

-                ښاغلى..... که څه هم هېوادوال خو لا څه چې، د ټولې نړۍ خلک مو پېژني، خو بيا هم که د لورېينې له مخې خپله څېره لا نوره هم بربنډه کړئ، غوره به وي؟

ځ- ستاسو خبره بېخي حقيقت او واقعيت دى، چې ډېر خلک مې پېژني او ضرور مې بايد وپېژني، ځکه پوره اووه ويشت کاله  د مقدس جهاد سابقه لرم او تقريباً لکه په نوره نړۍ کې چې خلک رسمي کار کوى هومره مې په صداقت، متانت، مېړانه او زړورتيا ماشه په ګوته جهاد کړى دى.

-                نو جهاد خو د ثور له کودتا او کله چې روسان راغلل پيل او کله چې همدغه د ثور د کودتا زېږنده حکومت ړنګ شو، نو وايي جهاد پايته ورسېد، تاسو څنګه دومره زيات وخت په کې تېر کړ؟

ځ- د خبرې سر او بېخ ته دې سم ګوره! داسې خبره دې  له خولې مه راباسه چې خپله خوله دې  پرې کږه شي، زما سره به ډېر احتياط کوې ځوانه ستا تجربه تراوسه ماشومه ده، په دې شيانو دې سر نه خلاصېږي، جهاد هر وخت وي د ثور له کودتا مخکې هم حکومت شرعي، مذهبي، اسلامي او قانوني نه و، نو له همغه وخته مې جهاد ته مخه کړې او د پاکستان د اسلامي  دوستانو په نېکو مشورو مې له همغه وخته تر اوسه سر د اسلام لپاره په لاس کې نيولى او دا دي د همدې اوسنۍ ادارې تر راتګ پورې په جهاد او مقاومت کې پاتې شوى يم او که اوس هم اړتيا پيداشي، نو په خداى که درسره مرکې ته هم کښېنم او ته به ګورې چې بيا څه چم کوم.

-                - د اوس لپاره ضرورت؟ نو اوس به څنګه او د چا پرضد جهاد کوې؟

ځ-  که همدا اوس مې هم دا چارواکي مارواکي خبره ونه مني، نو سملاسي جهاد پرې پيلوم، وروره او همدا لامل دى چې دا ټنډخېټي ځانونه راڅخه پيايي او دا دى همدغه په خپل زور او برکت جمهوري رياست ته کانديد شوم..

-                - د طالبانو تر ادارې دمخه مو د کابل په جګړو کې خو لاس نه درلود؟

ځ-  خوله دې سمه خوځوه ياره! ګنې څوک به يې  در سمه کړي، وايي کږه خوله په سوک سمېږي، خو زه يې بيا په ټوپک سموم او بيا به ته په خپله زما جهاد وګورې، جهاد ته د جګړې نوم مه ورکوه او په ښکاره وايم چې په کابل کې مې هم پوره شپږکاله جهاد کړى او د ډېرو ناولو وينه مې پر ځمکه تويه کړې ده او د ډېرو كسانو کږې خولې مې له خاورو ډکې کړې دي.

-                صاحبه ډېره بخښنه غواړم، رانه ګستاخي وشوه، خو يوه بله پوښتنه هم لرم، خداى دې وکړي راته په غوسه نه شئ، نو ستاسو په وينا کله چې مو د  ډېرو كسانو ناولې  وينې تويولې او دوى ته مو مختلفې سزاګانې هم  ورکولې، که د هغو يادونه وکړئ چې کوم ډول سزاوې مو ورکولې؟

-                ځ- دا سزاګانې نظر په جرم د دوى مختلفې وې، د چا په سرونو کې مېخونه ټکوهل کېدل، په چا د مړي رقص کېده څوک د کانتينرونو مېلمانه کېدل، پر ځينو مو موټرې او ټانکونه هم خېژول، پر ځينو دا نابلدو مجاهدينو!! نښې زده کولې، د ځينو مو د کورونو مالونه وړل، د ځينو به چې د کورونو مالونه مزېدار نه وو، نو بيا به مو د هغوى د کورونو ورونه، کړکۍ يا لرګي ايستل او دوى به مو شنه  اسمان ته ورسپارل. کله به مو سزا داسې هم ټاکله چې يو ډول لوبه به مو ترې جوړه کړه، په مېوو يا خوراکونو به مجاهدينو يو مجرم په نښه کړ او په ويشتلو به يې خپله او د ملګرو خېټه ډکه کړه، دا کورونه خو مو چې پرې راغورځولي دا خو ته هم وينې چې لا تراوسه  يې ماتې خولې نيولې او ړنګ بنګ پراته دي...

-                د ناولې وينې تويولو  او سزاګانو د دغه اوږد مهاله کمپاين ترڅنګ مو پاټکونه هم درلودل،  خو خامخا  لګښت ته هم اړتيا وه او پاټک ته هم، نو د دغو پاټکونو عوايد څومره وو؟

-                ځ- بيا دې هم خبره كږه غوندې وه، موږ هېڅکله پاټک نه و اچولى او نه به يې بيا واچوو، خو که د دنيا له حالاتو ځان لږ خبر کړې، نو لارې او سړکونه حق العبور لري او هغه مو خود له خلکو اخيسته،  څه مو پر مجاهدينو لګاوه او که دا نه واى نو دا مجاهدينو به څه خوړل دا موږ به  اوس سرپناه له کومه کوله؟

-                نو اوس سرپناه لرئ؟

ځ- هو همدغه جهاد و چې له برکته يې اوس څو سرپناوې لرم او دا هم په زغرده وايم چې کله ګټونكى شم، نو بيا دې  خلک نه وايي چې دا دې  له کومه کړل، دا ټول د جهاد برکت و چې د دنګو ماڼيو څښتن يې کړم.  د مشرتوب برکتونه او مزې  به بيا ګورو او د شېرپور په نوې نوزې نقشه کې مې هم يو څه شته – په هر صورت دا شخصي سوالونه مې ډېر نه خوښېږي.

-                ښه، ډېر وبخښئ صاحب دا اوس خلک ټوپکيان هم ډېر يادوي، نو که د مهربانۍ له مخې د مجاهد او ټوپکي تر منځ د توپير په اړه لږه رڼا واچوى؟

-                ځ- توبه وباسه توبه، کفر ته ووتې، سور دوزخ دې  په نصيب شو، خداى دې خوار کړه، په دې خبرو به خپل ايمان برباد کړې، له مجاهد سره څنګه ټوپکى يادوې، په جهاد کې خو وي ټوپک او توپ، هلته خو خوږې نه وېشل کېږي- او که ته دا غله او ډاکوان ښيې نو جداَ درڅخه غواړم چې له ما يې و نه پوښتې، ځکه دا په ما پورې اړه نه لري، زما يې په غلو او داړه مارانو څه .

-                   ښه صاحب، ومې بخښئ زما پوښتنه لکه چې بېځايه وه، خو که دا راته ووايئ چې که د جمهوري رياست دغه نازولې، پسته او خوږه څوکۍ مو په نصيب شوې واى، نو بيا به مو څه  کول؟

-     ځ- وينې داسې د سړيتوب پوښتنه که وکړې نو بيا دې څوک نه ملامتوي، زه خو اوس هم تر جمهور رئيس کم نه يم، خو که ولس مشر كېداى، نو اول به مې ځان بيا جهان او د خپلې کورنۍ لوى واړه په ښو پوستونو ګمارلاى، دا په لسګونو کورونه او بلډينګونه  به مې سلګونو ته رسولاى. افغانستان اوس سوداګرۍ ته ډېره اړتيا لري، نو زړه مې دى دا اوسنى تجارت مې ښه چاغ  کړم، غواړم د خپلو اولادونو او خپلوانو لپاره هم داسې مزه دارې لارې پيدا کړم چې دوى هم زما پر لاره ګام کـښېږدي او خپلو ارمانونو ته ورسېږي.

-                که دا راته ووايئ چې دغه لس زره کارټونه چې د جمهوري رياست د کانديدېدو لپاره يو معيار و، تاسو څنګه ترلاسه کړل، له كومې ستونزې سره خو مخ نه شوئ؟

-     ځ- ساده کېږه مه، هرڅه ته فکر کوه، چې پيسې  دې  درلودې او د څپلۍ کښ درپسې و، نو دا شيان د نسوار هم نه دي، والله چې همدا اوس ځان وښوروم ټول کابل خو د يوه جېب په پيسو درته رانيسم، ته خو د کارټونو غم واخيستې، د رايو ورکولو په ورځ به دې راته كتل، چې څومره رايې مې خپلې كړې، والله چې تا خو به هم يو ځل له ډار او وېرې زما پر تصوير، نامه او انتخابي کرښه کش کړې واى او که په پيسو مې دې خوله درخوږه کولاى، نو بيا خو قسم يادوم چې ايمان هم درڅخه واخلم- رډ- رډ مه راته ګوره، دا ټول رښتيا درته وايم، ما ته د دې هر څه معلومات شته دي، ياره.

-                نو دغه ډېرې پيسې مو له کومه کړې؟

-     ځ- ياره بيا ناپوه رامعلوم شوې، ولې دا جهاد مو د څه لپاره کاوه، دومره گټه خو به مو ترې اخيستله، موږ خو چې دا جهاد يادوو خو مزې وې په کې، که نه، څوک لېونيان دي چې ځانونه ووژني.

-                نو په جهاد کې خو ګڼ کسان ووژل شول، ډېرې بربادۍ وشوې، په مليونونو خلک په کې شهيدان شول، تاسو څنګه په کې د پيسو لار پيدا کړه؟

-     ځ- ځوانه وايي د ښکاري تازيانو خولې تورې وي،  موږ هم له مرګ سره لوبې کولې، خو دومره ساده  هم نه وو،  چې ځانونه مو مړه کړي واى. هغوى چې ځانونه وژل،  نور وو او اوس هم تر خاورو لاندې دي ، چا په کې دين ګاټه او چا دنيا، دا دنيا زموږ په برخه شوه او اخرت ته مو دا نور ولېږل  او دا دى  د همدې جهاد برکت و، چې اوس ولسمشرۍ ته هم کانديد شوم، که مې جهاد نه واى کړى، والله که چا راسره سمه خبره هم کولاى او نه به مې ته  اوس لکه.... نېغ مخې ته ناست وې او نوره دې مرکه هم لنډوه، که نه د جهاد ولولې مې په جوش راځي او يو ځل بيا به مې ځان غازي کړى وي، نور مې نو له مخې ليرې شه!

-                ښه صاحبه! دا دى لاړم، زموږ وروڼه، ميندې، پلرونه او ماشومان بس دي چې له دنيا مو تېر او د شهادت لوړ مقام ته مو ورسول، مايو څه وخت په دې فاني دنيا کې پرېږده، چې ستا د جمهوري رياست خوند يو ځل ووينم  او يو ځل بيا ووينم چې  د مجرمينو خولې څنګه ورماتوئ،  بيا ما هم په خپله سزا ورسوه—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:17 PM لېږونكى:هوسۍ |
قانون

طنز

شېراحمد حيدر

 

قانون

 

 

وزير صاحب نن بېخي بله خبره نه كوله، بس د لارې ټول مجلس يې د قانون په اړه خبرونه وو. له كوره تر دفتره نژدې نيم ساعت، پر قانون او بې قانونۍ وغږېد:

”والله كه به دومره ژر اصلاح شو، له هر سړي د قانون خبرې اورې، خو چې د قانون خبرې كوي، هغه په خپله قانون نه مراعاتوي.

د ولسمشر فرمان نه منل كېږي، د دولت په يوه اداره كې هم قانون ته درنښت نه شته، هرڅوك يې په خپل سر ډنګوي، چې زور ورسره و، قانون هېڅ مانا نه ورته لري“.

وزير صاحب نن ما ته بېحاله غوندې معلومېده. داسې خبرې يې له خولې راوتلې، چې چا ترې پوښتلې هم نه وې او نن د نورو ورځو برخلاف له ما سره د موټر په مخكېني سيټ كې كښېناست.

تر يوه كال زياته موده كېږي، چې د وزير صاحب د موټرچلونې وياړ راپه برخه شوى دى. ده به ډېر وخت د خپلو كارونو په اړه خبرې كولې، خو هغه هم كله- كله، ډېر وخت به پر خپل شخصي ژوند غږېده: والله پيسې هسې خوشې په بانك كې پرتې دي، چې په يوه كار و بار مې اچولې واى، خلك هسې بېځايه لګيا دي، چې لوړپويز تعميرونه جوړوي، زه بل خيال لرم.

وزير صاحب به چې خبره تر اصلي ځايه رسوله، نو بيا به مو د وزارت مخې ته بريك وواهه او خبره په نيمايي كې پرې شوه. هېڅ به پوه نه شوو چې وزير صاحب د راتلونكي لپاره كوم خيالونه لري.

دا خبرې خو ورځنۍ تكراري غومبرې وې، چې تمامېده يې نه و، په دې يو نيم كال كې ما له ده څخه د هېواد د جوړېدو، د ملي يووالي او د خلكو د هوسايۍ خبره وانه ورېده. خو نن چې يې د قانون بابولاله راپورته كړه، ما هم ناڅاپه مخ ورواړاوه او بېرته مې خپلې لارې ته وكتل، موسك شو، ما ته يې وكتل: ”استاد دلبره! ته باتجربه سړى يې، پوهېږې چې ټرافيكي قانون څومره ارزښت لري، كه ټرافيكي قوانين نه واى، نو د ورځنيو ټرافيكي پېښو د تلفاتو شمېر به له حسابه وتلى واى، نو ته پوه شه چې ټول قوانين همدومره ارزښت لري“. د وزير صاحب دا خبره ما ته ډېره ساده ښكاره شوه، خندا راغله، خو څه مې ونه ويل. پوه شوم چې د سړي د خولې مزي سست شوي دي.

ده پسې زياته كړه:”خو دلته يوه خبره شته، چې قانون تل د زورورو له لوري جوړېږي هم او ماتېږي هم، يانې كمزوري ته كه قانون هم وجود ونه لري، بې قانوني نه كوي“.

پوه شوم چې د وزير صاحب خوله بېواكه شوې ده. د وزير صاحب پر دې خبره مې بيا مخ ورواړاوه، خو پر سړك د زياتې ګڼه ګوڼې له امله مې بېرته مخ ترې واړاوه او پر اكسلېټر مې پښه ټينګه كړه، ويل مې چې هسې ژر ورسېږو او له خبرو يې خلاص شم. بس لكه ما ته ژرنده ګړوبېده، د خبرې سور او اوږده يې نه معلومېده، ټولې خبرې تقريباً يوې اوږدې مقدمې ته ورته وې، زما په ګومان يې هېڅ مانا نه لرله.

وزير لا همدغسې بونګېده، خو ما او په موټر كې ناستو، د وزير دوو ټوپكوالو ساتونكو هېڅ نه ويل. د وزير صاحب ساتونكي هم حيران وو، چې دا سړى نن په كوم اړخ راپورته شوى، چې نن يې دومره د قانون پلوي شروع كړې، خو چېرته قانونيت و، لومړى به ده سترګې پرې پټولې او تر پښو به يې لاندې كاوه. پلار او نيكه يې چا ته نه وو معلوم، غوښي او خركاري به يې كوله، دى د يو څو زورورو ټوپكوالو له بركته له غرونو راووت، هوارې او ښار ته راغى او نن بيا دا دى وزير صاحب شو.

لږه ډېره لار به مو وهلې وه، د وزير صاحب له كور، له څو كوڅو پس كوڅو، وروسته عمومي واټ ته ووتو، د موټرو، خلكو او بايسكلو زښته زياته ګڼه ګوڼه وه، چې رښتيا هم له سړي به يې لاره وركوله. وزير صاحب پورته غوځار شو، پر څټ يې لاس تېر كړ، غوږ يې وګراوه، ما ته يې وكتل: ”اوهو! دا څه بد حال دى! ټوله لاره بنده ده“. له همدې سره يې شا ته خپلو وسلوالو ساتونكو ته مخ ورواړاوه. ويې ويل: ”وركوز شئ، د دواړو خواوو موټر ودروئ، چې زموږ موټر ته لار خلاصه شي“. دواړو وسلوالو د وزير صاحب له امر سره سم، همداسې وكړل. په يوه ټوپ له موټره وركښته شول، دواړو، له دواړو لوريو د راتلونكو موټرو مخ ته ودرېدل او د وزير صاحب د موټر لار يې خلاصه كړه، خو له ليرې ټرافيك رامنډه كړه، د وزير صاحب موټر ته يې اجازه ورنه كړه، چې تېر شي. د عمومي واټ لار يې پرانيستله. وزير صاحب د ټرافيك په دې كار لكه انار سور واوښت او له موټره يې ورټوپ كړل. ټرافيك يې د سوكانو تر باران لاندې راوست، ټرافيك له وېرې او وارخطايۍ د موټرو پر كتار منډه واخيسته او تري تم شو، وزير صاحب له خپلو ساتونكو سره په قهر موټر ته راوخوت، ويې ويل: ”دېته وايي قانون، دلته د سوټي قانون دى“—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:16 PM لېږونكى:هوسۍ |
ايا تاسې خيبر ټي وي واچ كوئ؟

|  محمد ابراهيم سپېڅلى، كندهار

 

ايا تاسې خيبر ټي وي واچ كوئ؟

 

بله ژبه زده كول كه لوى كمال دى

خپله ژبه هېرول بې كمالي ده


څو مياشتې وړاندې له اسلام اباد څخه يوه ټلويزيوني چينل د خيبر په نوم په پښتو ژبه په خپرونو پيل وكړ، د دوى په وينا د دې ټلويزيون له خپرونو څخه به د نړۍ ټول خواره واره پښتانه ګټه واخلي او له دې لارې به دوى ته په خپله مورنۍ ژبه ټولې خپرونې وړاندې كېږي.

كله چې مې د دې ټلويزيوني څانګې په اړه په لومړي ځل خبر واورېد، نو باور وكړئ دومره خوښ شوم چې څرګندول يې زما له توان څخه وتلى كار برېښي، ځكه خوښ وم چې پښتانه خو هغه دي اوس په خپل هېواد (افغانستان) كې لا ځپل شوي او پر حق يې يرغل شوى دى، ان چې د كابل په راډيو ټلويزيون كې لا ورته كومه ورځ چې ډېر يې زړه پرې وسوځي او يا هم له نړيوالو څخه يې سترګې وشرمېږي، نو يو 20% حق وركړي، هغه هم داسې حق چې تر وركړه يې نه وركړه ډېره ښه ده. ځكه زه به يو ژوندى مثال درته ووايم. يو ماښام د افغانستان ټلويزيون ته ناست وم، د فرمايشي سندرو يو پروګرام يې درلود، چې دوه ويندويان به ګرځېدل، له خلكو څخه يې فرمايشونه پوښتل، كله چې به كوم چا سندره غوښته، نو نوې او له اوسني عصر سره برابره سندره به يې ورته خپره كړه، خو كه چا به پښتو سندره خپره كړه، داسې يوه سندره به يې په كې ټاكله چې د اروايي غذا پرځاى به يې سړي ته اروايي عذاب ورپه برخه كاوه. دوى ته څرګنده وه چې په ارشيف كې تر ټولو بدرنګې او تر وخت تېرې سندرې كومې دي. نو هغه ورځ به يې داسې يوه سندره خپره كړه، چې د ټلويزيون پر پرده به يې انځور لا رېږدېده، اواز خو يې لا هلته پرېږده.

بله ورځ يې د ښځو لپاره يوه خپرونه درلوده، چې په پوره نيم ساعت كې يې يوازې او يوازې يوه لنډه مركه په پښتو وه.

زه له نورو ژبو سره هېڅ ډول دښمني نه لرم، خو دومره هم نه دي راباندې ګرانې چې خپله ژبه چې د اكثريت ژبه ده، د هغو په پښو كې د اختري د سيرلي غوندې ورحلاله كړم.

خير، چې خبره راڅخه اوږده نه شي، د خيبر ټلويزيوني څانګې په اړه مې خبره پيل كړې وه، چې زه يې د خپرونو د پيلېدو په خوشحالۍ په جامو كې نه ځايېدم. خو په خواشينۍ سره بايد ووايم چې كله مې هغه ورځ د دې پښتو ټلويزيوني څانګې خپرونې تعقيب كړې، كه څه هم ټولې په پښتو وې، خو معيار يې د كابل ټلويزيون تر معيار ډېر ټيټ راته ښكاره شو، ځكه تر نيمايي انګرېزي او اردو توري كاروي، كه سړي په دې هېواد كې د كډوالۍ ژوند كړى هم وي، چندان نه پرې پوهېږي:

”تاسې د خيبر ټي وي واچ كوئ“، يا هم ”زموږ نيوز ريډرز په سټوډيوز كې د خبرونو دپاره رېډي ناست دي، نو اوس اوروي خبرونه“، ”د خيبر ټلويژن ستاسو د هپنس دپاره وړاندي كيي قسمه قسمه پرګرامز“.

پورته يادې شوې جملې نه يوازې پښتو نه دي، بلكې د پښتو ژبې د پښويې (ګرامر) له لحاظه هم ناسمې دي، نو چې پر ټلويزيون باندې د داسې خبرو او جملو كارول كېږي،  بيا خو له عام ولس څخه څه ګيله ده؟ ځكه عام ولس خو د پښتو په سوچه والي او كره والي باندې لكه څنګه چې ښايي، هغسې نه پوهېږي. هر ډول چې يې اوري، په هماغه بڼه يې ډول لكه توتيان بيا په خپلو منځو كې سره كاروي. نو د هرې ژبې ولس يا ويونكي په خپله ژبه ژوندي دي او ژبه بيا په ويونكو باندې ژوندۍ ده. د خيبر ټلويزيون چې په كومه ژبه د پښتنو لپاره خپرونې كوي، دا نه يوازې له پښتو، بلكې له هغو ټولو پښتنو سره جفا ده چې په پرديو هېوادونو كې اوسي. ځكه هغوى هلته په پردي ولايت يا هېواد كې چې هېڅ بله پښتو خپرونه نه وي، اړ دي چې خيبر ټلويزيوني څانګه وګوري. كله چې هغوى داسې كږه وږه پښتو واوري، تاسې څه فكر كوئ چې ايا هغوى به بيا په خپله سمه ژبه وږغېدى شي؟  په ځانګړې توګه د هغوى پر نوي نسل، چې يو څه ورباندې د هغه پردي هېواد اغېز وي او يو څه اغېز د خيبر ټلويزيوني چينل له خوا ورباندې زيات شوى وي، نو تاسې رى ووهئ چې د هغو پښتو به پر كوم لوري روانه وي؟

ايا هغوى به بيا وكړاى شي چې خپله اصلي مورنۍ ژبه ووايي؟ هېڅكله هم نه، ځكه هره ژبه چې د مطبوعاتو له خوا كارول كېږي، هغه په ولس كې په تدريج سره دودېږي.

زما په اند د خيبر ټلويزيوني څانګې ټول زيار چې دوى يې د پښتنو لپاره كوي، له نيمګړتياوو ډك دى. بايد چې سمون يې وشي. ځكه پښتو يوازې د يوې ژبې نوم نه دى، پښتو ژمنه ده، غيرت دى، نارينتوب دى او د... دويم نوم دى.

كه موږ يوه پنجابي ته ووايو چې ”ته پنجابى نه يې“ هغه هېڅ باك او پروا نه ورباندې كوي، خو كه يوه پښتون ته وويل شي چې: ”ته پښتون نه يې“ مانا دا چې ”بدقوله يې، بې غيرت يې او...“ دا هغه توري دي چې په پښتو قاموس كې هېڅ ځاى نه لري.

زه په ځانګړې توګه هغه اداري چې د پښتو ژبې بربادۍ ته يې مټې رانغښتې وي، لوى مجرمين ګڼم او بايد پښتانه نور د دغسې كارونو په وړاندې ارام او لاس تر زنې كښېنني، پر خپل توهين او سپكاوي دې سترګې نه پټوي، ځكه چې په دې وخت كې هېڅ د زغم توان نه پاتې كېږي او لا بيا هم انتظار كول زما په اند مضر احتياط دى—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:15 PM لېږونكى:هوسۍ |
”نوي ولايتونه“ او انتخاباتي ګوزارونه

محمد ګلاب، هرات

 

”نوي ولايتونه“ او انتخاباتي ګوزارونه

 

[دا ليكنه د ټولټاكنو د لومړنيو پايلو تر اعلان لږ وروسته ليكل شوې ده]


كله چې ښاغلي حامد كرزي د مار+ شال قسيم فهيم د زيات نظامي او پوځي فشار، د وحدت ګوند د مشرانو او د ايران په اړخيز لمسون، فشار او ټينګار د (پنجشېر) او (دايكندي) په نامه د دوو نويو ولايتونو فرمان وركړ، نو همغه وخت خلكو وويل چې د ښاغلي كرزي پښه وښوېدله.

ټول افغان ولس د دې پرېكړې په باب ښكاره او پټ غبرګون وښود، خو ښاغلي كرزي د دې مسئلې د توضېح لپاره د ”امر صاحب“، ”جهاو او مقاومت“ او په دويم ګام كې د هزاره وروڼو (مظلوميت)، محكوميت او له قوماندانانو څخه د (خلاصون غټ غټ او پاخه پاخه) دليلونه راوړل. سره له دې چې خپله كرزى صاحب په خپل زړه كې ښه پوهېده چې كه هرې درې او د غره لمنې ته د ولايت درجه وركړل شي، نو په افغانستان كې به د ولايتونو شمېر زرګونو ته ورسېږي. خو بيا هم كېدى شي د ده ځانساتو مشاورينو ورته مشوره وركړې وي، چې دا د ”ملي وحدت او ملي مشاركت“ لپاره يو مهم ګام دى او په اينده ټولټاكنو كې به د دغو سيمو خلك ستاسو دا لورېينه په پام كې ونيسي. دوى به هم د ملي وحدت د ټينګښت لپاره تاسو ته رايه دركړي. ولس چې مخكې هم د پنجشېر ولسوالۍ د يو زيات شمېر اوسېدونكو له ناكنټروله او نااټكلې واكمنۍ تر پوزې راغلى و، د دې سيمې خلكو ته د دې امتياز وركړه د ټول افغان ولس پر ټپونو د مالګې دوړولو په مانا وانګېرله.

كه څه هم يو شمېر ملي شخصيتونو ښاغلي كرزي ته همغه وخت هم مشوره وركړه چې د افغانستان په اداري جوړښت كې ناعادلانه لاسوهنه دې ولس ته د ډېر زيات زيان په بيه تمامېږي، خو دې مشورې ته چندان ازرښت ورنه كړل شو. كرزي صاحب د هر ضرورت، هر نيت او هر مجبوريت له مخې چې و، د (ګلو) د دانې كر وكړ، چې له يوه كال څخه په كمه موده كې يې خپله ده ته ښه (ثمر) وركړ. كرزى صاحب نه يوازې د پنجشېر او دايكندي ولايتونو په فرمانونو بسنه ونه كړه، بلكې د همدې ولسوالۍ يو اوسېدونكى د ”امر صاحب“ ورور احمدضيا مسعود يې د جمهوري رياست په ټاكنو كې خپل لومړى مرستيال وټاكه او داسې يې وښودله چې په دې سره به نو د پنجشېريانو ګډون نور هم راخپل كړي. خو د دې كښت تريخ ثمر هغه وخت په ډاګه شو، چې د جمهوري رياست ټولټاكنې ترسره شوې او ښاغلي كرزي په كې د پنجشېريانو 0،1 سلنه رايې هم راخپلې نه كړاى شوې. اوس به نو ښاغلي كرزي ته ښه پته لګېدلې وي، چې د ”امر صاحب“، د ”جهاد او مقاومت“ تر منطق لاندې د ټول ملت د هيلو خلاف د يوې ولسوالۍ خلكو ته د زياتو سياسي، اقتصادي او اداري امتيازونو وركړه، څه انجام او پايله لري. اوس به ورته پته لګېدلې وي چې له مرګه مخكې (امر) او تر خاورو لاندې (امر) څومره تفاوت سره لري. د ښاغلي ”امر صاحب“ د كورنۍ، په تېره بيا د هغه وروڼو احمد ولي مسعود او احمدضيا مسعود د لاپو شاپو اوبه هم له چلوصافه ووتې، چې د ټول افغانستان په كچه يې د نفوذ ادعا كوله، اوس سړي ته پته لګېږي چې ښاغلى احمد ضيا مسعود (چې په پنجشېر كې له 47 زرو) رايو څخه د لسو رايو د خپلولو وس هم نه لري، نو په ټول افغانستان كې به يې وس څومره وي؟ له دې څخه ښكاري چې ښاغلي كرزي خپل لومړي مرستيال ته يوازې د څو رايو په مقابل كې دا څوكۍ ډالۍ كړې ده. كه د افغانستان له بلې هرې ولسوالۍ او هر قوم څخه كرزي خپل لومړى مرستيال ټاكلى واى، نو نه به د هغه مرستيال او نه د هغې سيمې خلكو ښاغلى كرزى په دومره سپين ډاګ پرې ايښى واى. اوس دلته څو پوښتنې رامنځته كېږي.

كه ښاغلى احمدضيا مسعود دومره كم نفوذه او يا بې كفايته وي، نو بيا خو د دې پوست لپاره هېڅ مناسب نه دى او يا كه له ښاغلي كرزي سره په ټګۍ برګۍ روان وي، نو له دومره لوړ امتياز سره- سره بيا هم درغلي او ټګي كول، د افغاني او اسلامي ارزښتونو مخالف عمل دى. دا پوښتنه نه يوازې ښاغلى احمدضيا مسعود، بلكې ټولو عامو پنجشېروالو ته هم راجع كېږي، كوم امتيازونه چې د كرزي صاحب په واكمنۍ كې پنجشېريانو ته وركړل شوي، دا د افغانستان په ټول پنځه زره لكن تاريخ كې هېڅكله هم د كومې سيمې خلكو ته نه دي وركړل شوي. خو له دې سره- سره بيا هم دا ښېګڼې د دوى په سترګو كې كښېنناستې، خپل اخلاقي مسووليت ته يې شا كړه او د پخوا په شان د قومي، ژبني او سيمه ييز تعصب په دايره كې راايسار پاتې شول.

نه يوازې د كرزي صاحب لومړى مرستيال په دې انتخاباتي مبارزه كې د باور له سخت چلينج سره مخ شو، بلكې د هغه د دويم مرستيال ښاغلي كريم خليلي هم دا حال دى. په تېره بيا د ښاغلي خليلي پر زيات ټينګار د كرزي صاحب په فرمان نوي جوړ شوي ولايت كې هم د كرزي صاحب رايې د ګوتو په شمېر دي. ښاغلي كرزي دا ولايت په دې منطق جوړ كړى و، چې له قوماندانواكۍ څخه يې خلاص كړي.(!)

اوسنيو ټاكنو وښودله، چې نه يوازې دا سيمه له قوماندانواكۍ څخه خلاصه شوې نه ده، بلكې د ستر جنګسالار حاجي محقق د واك او د سيمې د خلكو د مينې ترمنځ ټينګه رابطه موجوده ده. لنډه دا چې د كرزي دواړه مرستيالان په ټولټاكنو كې د دې پرځاى چې كرزي ته ګټه ورسوي، د كرزي د شا پېټي شول او د نورو مستحقو اشخاصو حق يې وسېزه. كه د كرزي مخالفين او يا هم خپله ښاغلى مسعود او خليلي په دې راضي او خوشحاله وي، چې كرزي د دوى د قومونو رايې راخپلې نه كړې، خو دې ټكي ته يې هم بايد پام وي، چې كرزى به د رښتيني اكثريت د طبيعي او رښتينو رايو په پايله كې بالاخره بريالى كېږي، خو دې ته هم بايد فكر وشي، چې دا دوه تنه مرستيالان به په كومو سترګو او په كوم روحي جرئت ځانونه د دې څوكيو وړ بولي؟

په راتلونكو پنځو كلونو كې به له كرزي څخه په كوم مشروعيت امتياز غواړي، ځان به څنګه مستحق ګڼي او په كوم جرئت سره به كار كوي؟ كرزي كه د هغو دوو قومونو چې دا ښاغلي ورته منسوب دي، رايې راخپلې نه كړې، نو د خپلو مرستيالانو قوت، كفايت او ولسي نفوذ خو هم ورته معلوم شو او هغه خلك هم ورته معلوم شول، چې په سخته كې له كوم امتياز پرته د ده ترشا ودرېدل، دا نو په راتلونكي كې د كرزي په صداقت او عمل پورې اړه لري، چې څوك د امتياز مستحق دي او څوك د غوږ تاوولو، چا ته امتياز وركوي او چا ته د خپل عمل او خپل كښت بدله او ثمر

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:14 PM لېږونكى:هوسۍ |
ادبي درغلي تر كومه حده؟

| عزت الله شمسزى، لغمان

 

 

ادبي درغلي تر كومه حده؟

 

 

 ياره رښتيا هم كه نړۍ د ساينس، ټكنالوژۍ، اقتصاد او نورو برخو كې هرڅومره پرمختګ كوي، هغومره د دغو پرمختګونو متضاد توكي: درغلي، ټګي- برګي، ساينسي او انټرنټي غلاوې او ډول- ډول نورې بلاګانې هم راپيدا كېږي. اوس خو نو نړۍ د كلي په څېر ګرځېدلې، د دغه ډول شيانو مخنيوى هم ډېر ستونزمن كار دى.

يوه شپه موږ څو تنه: ښاغلى محمد اصف صميم، راج ولي شاه خټك، شېرشاه همدرد او يو دوه تنه نور پېښوري ليكوال چې اوس يې نومونه راڅخه هېر دي، په يوه كور كې ناست وو، خبره پر دې راغله چې افغان كډوالو له پاكستان څخه تر ستنېدو وروسته ډېرې لاسته راوړنې درلودې. يانې دا چې هلته يې د ژوند په ټولو اړخونو كې پرمختګ وكړ. ښاغلي راج ولي شاه خټك وويل: زه دا منم چې ډېرې لاسته راوړنې به لري، خو ډېرې نيمګړتياوې يې هم پيدا كړې. صميم صاحب ترې مثال وپوښت. هغه له ځنډ پرته ورته وويل: "ملاوټ" ځكه افغانانو پخوا دويم نمبر يا جعلي كارونه دومره نه پېژندل، دا يې له پاكستانه راوړل او زما په نظر زموږ همدا يوه لاسته راوړنه ورته بس ده.

دا خو د همغې شپې خبره وه او په همغه ځاى پاتې شوه. اوس چې زه كله- كله فكر كوم، د دغه ملاوټ يا درغلۍ لمن ادب ته هم غزېدلې ده. باور وكړئ زه خو دغه كار ته ډېر ځورېږم، ځكه په دغه ډول درغليو كې له سړي څخه د ښه او بد توپير بېخي ورك شي.

يو وخت چې به صابرشاه صابر هر چېرې كښېناست، نو له كټ پېسټ ليكوالو څخه به يې ډېر سر ټكاوه، خو اوس چې سړى هره راډيو اوري او يا هم كومه خپرونه لولي، نو ارو مرو يې پر ډېرو داسې مسايلو اندېښنه لا نوره هم زياتېږي. يو مهال ښاغلي محمد حسن حقيار راته يو ليك راولېږه، په ليك كې يې كښلي وو: "...په ناهيد مجله كې يوې اغلې خور زما د مقالې 13 پراګرافه په خپله ليكنه كې كټ مټ ځاى كړي، هيله لرم ورته د هيلې همغه ګڼه ورته په ګوته كړئ، چې زما ليكنه په كې راغلې ده او يا هم زما كتاب وروښيئ، چې په بله ګڼه كې بخښنه وغواړي او يا هم ماخذونه ياد كړي".

له دې ليك به يوه اوونۍ نه وه تېره شوې چې يوه بله ليكنه يې كټ مټ يوه بل ليكوال په بله ګڼه كې په خپل نامه چاپ كړې وه. بيا به يې چې ما ته يادونه وكړه، نو ما به ورته وويل، لومړى دې له هغه بل سره دا ستونزه غوڅه كړه، بيا به دغې خور ته هم يادونه وكړو. اخر هغه دې حالت ته ورسېد، چې څېړنه يې ټكنۍ شوه، ځكه هغه خواركى پر يوه ليكنه دوې مياشتې او يا تر دې هم زياته موده څېړنه كوي، كتابتونونه لټوي او مطالعه كوي، خو بل كس سرې سترګې د ده خواركي پر خوارۍ خېټه اچوي.

اوس نو دا خبره، يانې په خپل نامه د نورو د ليكنو خپرول دومره ډېر شوي، چې هره خپرونه راواړوې، يو نوى ليكوال به په كې وګورې، چې د درغلۍ يو نوښت به يې كړى وي. هغه بله ورځ مې د وحدت ورځپاڼې وروستۍ ګڼه لوستله، ناڅاپه مې د هيلې پر يوې سرليكنې سترګې ولګېدې، چې لاندې ترې غټ ليكل شوي وو، "كاينات خوږياڼۍ" ليكنه مې له سره تر پايه له هيلې مجلې سره پرتله كړه، هېڅ زياتونه يې په كې نه وه كړې، كور يې ودان يوازې يو نوښت يې كړى و، چې د كرزي صاحب يو غټ عكس يې ورسره چاپ كړى و.

د دغه ډول كارونو تر سره كول، زما په اند كېدى شي څو دليلونه ولري:

1. په ځينو ولايتونو كې اوس يوشمېر خپرونې چاپېږي. د خپرونو چلوونكي د دې لپاره چې مطالب پوره كړي، هر چا ته د يوې ليكنې د ليكلو فرمايش وركوي. ليكوال چې پخې ليكنې كولاى شي، هغه اوس مهال زياتره په خپلو دندو بوخت دي، دوى نه شي كولاى هرې خپرونې ته خپلې ليكنې وركړي. نو د مجلو او ورځپانو چلوونكي اړ شي پر نويو ليكوالو تكيه وكړي، هغه خواران د دې لپاره چې د خپرونې د چلوونكي له بېګاره ځان خلاص كړي، مجبور دي، همدغه ډول نوښتونه وكړي.

2. يو شمېر خلك اوس مهال غواړي ځان ته دندې پيدا كړي، ځكه اورېدلي يې دي چې نن سبا په ژورناليزم كې ډېره مادي ګټه ده، نو هغوى غواړي هر ډول ليكنه چې وي، هغه په كومه خپرونه كې د ځان په نامه خپره كړي او ټولنې ته ځان د نوي ليكوال په توګه وروپېژني.

3. د خپرونو زياترو چلوونكو ډېر كسان له ځانونو سره ملګري كړي، څوك مرستيال، څوك كتونكي غړي او ځينې نور هم د نورو برخو مسوولين. د دې لپاره چې له خپل مسووليت څخه يې سرغړاوى نه وي كړى، يا خو ورته د مجلې او ورځپاڼې چلوونكى كومه ليكنه ليكي او يا هم كوم بل ليكوال هڅوي چې يو څه ورته وليكي؛ زياتره وخت داسې هم شوي، چې كوم بل ليكوال دوې ليكنې وركړې وي، هغه يوه يې د خپل مرستيال، كتونكي غړي او يا هم بل ملګري په نامه خپره كړې وي، يوه هم د ليكوال په اصلي نامه.

دا د تعجب وړ خبره نه ده، داسې مسايل نه يوازې دا چې ما ډېر ليدلي، بلكې په ما خپله هم داسې چلونه شوي دي. څو ورځې دمخه په جلال اباد كې راته يوه ليكوال او شاعر وويل د شعرونو مجموعه چاپوم. يوه لنډه ليكنه پرې وكړه، ما هم د خپل اخلاص او درناوي له مخې چې فرهنګيانو او فرهنګپالو ته يې لرم، پر همغه ځاى ورته يوه لنډه ليكنه وكړه. لاندې مې ترې خپل نوم وليكه، خو څو ورځې وروسته مې چې دا خپره شوې ټولګه وليده، زما ليكنه د بل باتور په نامه خپره شوې وه، چې د سريزې په توګه په كې راغلې وه.

دغه كار ته حيران ځكه نه شوم، چې تر دې پخوا مې هم ليدلي وو. خو زه بيا هم وايم د يوه ملګري لپاره خپل وجدان ته د ځان خجالتول، څومره بده خبره ده؛ د عمر ترپايه چې اوس دغه شاعر او ليكوال خپل كتاب ګوري، نو خپله درغلي وريادېږي، كېدى شي تر ډېره وخته ورته دومره خبره ښكاره نه شي، خو يو وخت به ورته ځوروونكې وي. يو وخت د يوې خپرونې چلوونكي د خپل يوه ملګري په نامه يو ليك په خپله خپرونه كې د ځان له خوا ليكلى و، په هغه ليك كې به كوم پراګراف د ده د ملګري په زړه نه و، تر ډېره وخته له ليكواله خپه و.

دا خو وه د چاپي مطبوعاتو موضوع؛ په راډيو ګانو كې هم اوس يو ډول درغلي روانه ده. خو بايد يادونه وكړم چې چاپي خپرونې او راډيوګانې ټولې داسې نه دي، په دې برخه كې ډېر ملي او د پاك احساس خاوندان هم شته، يو شمېر بيا داسې دي چې خپله ملګرپالنه كوي او يا هم خپلې ورځې اړوي.

د بېلګې په توګه ځينې خبريالان د خپل كار د اسانتيا لپاره تر ډېره حده كوښښ كوي، د هرې موضوع لپاره مركه كوونكي په خپل چاپېريال او يا هم نژدې ساحه كې پيدا كړي، كه چېرې يې پيدا نه كړي، يو بل ملګرى پيدا كوي، كه هغه د پېښې د ځاى وي او كه نه خبره ورته په خوله كې وركوي؛ خپل ګزارش او يا هم پروګرام له همدې لارې جوړوي، چې دا په خپله د خپل كار له ادارې او خپل ولس سره يو ډول درغلي ده، په داسې حالاتو كې واقعيتونه تل پټ پاتې كېږي او يوازې د يوه سړي نظر خپرېږي.

بله مسئله دا چې د هرې تبصرې او يا هم د كوم شخصيت د پېژندنې پروخت ځينې ژورناليسټان او د راډيوګانو كاركوونكي هڅه كوي، خپله ډله او ټپله پر خلكو وروپېژني. د ده د لارې لاروى او ملګرى كه كوم ښه شاعر او ليكوال، يا هم سياسي شخصيت وي او كه نه، خو دى به تر نورو ډېرو ښو ليكوالو، شاعرانو او سياسي شخصيتونو ده ته ډېره ترجېح وركوي او شپه و ورځ به ترې چاپېر وي. زه نه پوهېږم د دغه كار ګټې دوى ته څومره دي او زيانونه يې څومره. ايا هغه شاعران، ليكوالان او يا هم په نورو ډګرونو كې بااستعداد كسان چې په ټولنو او ډلو ټپلو كې له هېچا سره نه دي، د هغوى پر استعدادونو دې سترګې پټې شي؟ او يا هم دوى اړ دي په يو چا پورې ځان وتړي؟ زما په اند دا د تاسف وړ خبره ده، په ځانګړې توګه د هغو كسانو لپاره چې په ادبي مسايلو كې داسې بېغوري او بې پروايي كوي.

څه موده دمخه په جلال اباد كې د يوه شاعر پر كتاب مخكتنه وه او دا مخكتنه يوه بل ليكوال د خپلې ادارې له خوا جوړه كړې وه. ډېر لګښت يې پرې كړى و، ځكه چې شاعر يې ملګرى و، باور وكړئ هم په غونډه كې ناستو كسانو او هم كره كتونكو او مقاله ليكوالو ورته په زړه كې دېر وګواښېدل، ځكه د غونډې جوړوونكى ښه تكړه شاعر او ليكوال دى، د هنر په ارزښت هم پوهېږي او هنري اثار پېژني هم، نو ولې يې د خپلې غيردولتي موسسې پيسې، چې هغوى يې ورته د ښو ادبي غونډو او محفلونو او پر ښو اثارو د كره كتنې د جوړونې لپاره وركوي، پر دغسې يوه كتاب د مخكتنې په جوړولو لګوي، چې نيمايي په كې د كره كتونكو په وينا د بل چا او نيمايي يې د هغه شعرونه وو، چې زموږ هر ولسي وګړى يې جوړولاى شي.

په پاى كې يوځل بيا له سوچه فرهنګيانو او د ملي احساس له خاوندانو څخه هيله لرم، چې په يوه كوچنۍ ساحه كې خپل فكرونه راايسار نه كړي، له خپل ولس، خپل ادب، خپلو مسووليتونو او خپل راتلونكي سره دې ډېر رښتيني واوسي. هغه شيان دې وليكي او انعكاس دې وركړي، چې په رښتيا هم واقعيت وي—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:8 PM لېږونكى:هوسۍ |
باران نه پټېدلو تر ناوې لاندې مو شپه شوه

     |  ن. ر ساپي، كونړ

 

باران نه پټېدلو تر ناوې لاندې مو شپه شوه

 

كونړ ولايت د افغانستان لپاره د يوه لوى كونجي مثال لري، ښه ثبوت يې هم تېرې درې لسيزې دي. يانې كه د شورويانو ماتې ته وګورو، هم پرضد يې جهاد او مقاومت له دې ولايت څخه پيل شوى، كه د تروريسټانو زوال ته هم وګورو، بيا هم وينو چې په دې ولايت كې يې د وركاوي او ړنګېدو يوه وجه د مجاهد ولس شتون دى.

خو د كونړ مظلوم ولس تر اوسه پورې د تېرو دېرشو كلونو خواريو، ستونزو او ربړو پر ګاللو سربېره كومه ثمره نه ده ليدلې، لامل يې پرله پسې بې كفايته ولايتي ادارې او چارواكي دي چې په دې برخه كې يې هېڅ د پام وړ او غوره كار نه دى كړى.

كله چې د طالبانو ټغر ټول شو، په پيل كې لنډمهاله او بيا منځمهاله اداره راغله، نو يو جهادي قوماندان الحاج جاندادخان د ولايت پر ګدۍ كښېناست او د ولايت چارې يې په لاس كې واخيستې، د نوموړي په راتګ سره اداري واحدونه او ادارې د داسې كسانو ترمنځ ووېشل شوې، چې له غلا، شوكونې او ځورونې پرته يې نور څه نه وو زده.

له دې سره جوخت پاكستان ته د لرګيو غيرقانوني قاچاق پيل شو او د محصول په نوم ورڅخه په مليونونو پاكستانۍ كلدارې اخيستل كېدې، چې همدغو كسانو به دا پيسې په خپلو منځو كې سره وېشلې. هغوى چې له پلار څخه به ورته د كور ځاى هم نه و پاتې، اوس په مليونونو شخصي پانګې او بې حسابه ودانۍ لري. خو د كونړ غريب ولس تر اوسه پورې خپل پړى او تبر ورسره دى، سهار وختي د غره پر لوري ځي او ماښام يې د بوټو او لرګيو پنډې په شا كړې وي او د دغو بوټو د پلورلو په مرسته ځان ته يوه مړۍ حلال نفقه برابروي.

په دې وروستيو مياشتو كې يو بل تن سيد يوسف سجن دغه ولايت ته د والي په توګه وټاكل شو، د دې پرځاى چې په چارو كې سمون راشي او خلكو ته د هوسا او سالم ژوند زمينه برابره شي، بيا هم هغه زوړ ډول او زوړ اواز و. نوي والي هم د دې غريب او بېوزلي ولس په وينو خپله شخصي پانګه له زرګونو څخه مليونونو افغانيو ته ورسوله. دا په داسې حال كې چې له دې پانګې څخه يوه افغانۍ هم مركزي ادارې ته نه ده وركړل شوې، نه هم د بيارغونې په برخه كې د دې ولايت لپاره يوه تيږه پر بلې كښېښودل شوې ده. دې والي هم هغه د طالبانو متل رښتيا كړ، چې ويل به يي: ”كه غواړې چې پيسې پيدا كړې، نو د كويټ پرځاى كونړ ولايت ته لاړ شه“.

تر شپږو مياشتو روسته بيا ولس ته يو بل تن د سيد فضل اكبر په نوم وروپېژندل شو، چې د نوي والي په توګه به دنده ترسره كوي. د كونړ ولايت خلكو هيله لرله چې دغه كس به دې خوار او هېر شوي ولايت ته بېساري خدمتونه وكړي، ځكه چې دى په امريكا كې اوسېدلى، په همدې موخه يې د هغه تود هركلى وكړ.

دې والي هم ويل چې له ما سره به يوځاى كونړ ولايت ته 40 بهرنۍ موسسې راځي او د دې ولايت د بيارغونې په برخه كې به بېشمېره خدمتونه ترسره كړي.

د څه مودې تر اوښتلو وروسته څرګنده شوه، چې د نوي والي صاحب په ذهن كې هم د بيارغونې لپاره څه نه شته، د دې پرځاى چې خوارو خلكو ته د كار زمينه برابره شي، بيارغونه وشي او اداري فساد له منځه يوسي، د لرګيو چاقاچ يې دوه برابره زيات كړ، د محصول په نامه به په مليونونو كلدارې اخيستل كېدې او دا پيسې به د ولايتي پرسونل ترمنځ په فيصدۍ سره وېشل كېدې، چې د والي صاحب برخه په كې په سلو كې 15 او د ولايت د مرستيال او د امينې قوماندان برخې په سلو كې لس، د پاتې رياستونو لپاره په سلو كې پنځه ونډه وركول كېده، چې په دې كې په سلو كې يوه برخه ولسواليو ته منل شوې وه.

نوي والي صاحب د ځينو مهمو څوكيو لپاره داسې جهادي مشران غوره كړل، چې خلكو يې پخوا كارنامې ليدلې وې او چندان ښه خاطره يې نه ځنې لرله، د كونړ ولايت څوكۍ خو په كابل كې هم په پيسو پلورل كېدې، نو پرته له دې چې د خلكو كاري سابقه په پام كې ونيول شي، د مركزي دولت له خوا هم تل كونړ ولايت ته داسې كسان ټاكل شوي، چې نه كاري ظرفيت لري، نه هم كاري وړتيا.

په پيل كې به پلازمېنې ته د ګمرك د عايد په نامه 30 مليونه افغانۍ ولېږل شوې، په داسې حال كې چې د دغه قاچاق له كبله به په ورځ كې 20 مليونه افغانۍ محصول اخيستل كېده.

دا بايد ووايو چې كونړ ولايت كوم ترانزيتي لار هم نه لري، خو دغه پيسې د هغو بېپايه ځنګلونو د پلورنې لاسته راوړنه ده، چې خلك يې ملي پانګه ګڼي او ويل كېږي چې ټول افغانان په كې حق لري. افغانان خو لا پرځاى پرېږده په خپله د كونړ ولايت د مظلومو اوسېدونكو هېڅ يو درد يې هم دوا نه كړ، د دې پرځاى يو څو داړه مارانو خپلې خېټې ورباندې ډكې كړې او خپله شخصي پانګه يې ورباندې زياته كړه.

دغه دوه تابعيت لرونكي ښاغلي واليان چې د احكامو وركولو صلاحيت هم نه لري، چې كومه عرضپاڼه لاسليك كړي، دوى چې د كوم كار په اړه معلومات غواړي، له داسې كسانو څخه يې غواړي چې په ولايتي اداره كې هېڅ كوم رسميت او صلاحيت نه لري، خو دوى په زور او واسطو دلته راوستلي دي. موږ غواړو چې دې ولايت ته دې پام وشي او سمون دې په كې راشي—

 

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:7 PM لېږونكى:هوسۍ |
په ټولټاكنو كې ملت بريالى شو، خو كانديدانو ماتې وخوړه

 

په ټولټاكنو كې ملت بريالى شو، خو كانديدانو ماتې وخوړه

 

پوهيالى شفيق وردګ

 

 


افغان ملت له ولسواكۍ، مدنيت او نړيوال يون سره د ملګرتيا پر لوري يو بل ډېر دروند او بامسووليته قدم واخيست. دا هغه قدم و، چې له مودو- مودو راهيسې ورته ټول افغانان سترګې پر لار وو او د چا باور هم نه راته، ځكه په وړاندې يې ګواښونه، شكونه او ستونزې ډېرې دي. هدف مې د تلې د اتلسمې نېټې د ولسمشرۍ ټاكنې دي، چې زموږ شريفو هېوادوالو له اټكله پورته ګډون په كې وكړ.

د خبري رسنيو له خولې راجسټر شويو خلكو په سلو كې له اوياوو څخه تر اتياوو پورې خپلې رايې په دې ټاكلې ورځ واچولې، چې دا شمېره د ټولې راجسټر شوې شمېرې تقريباً اووه يا اته مليونه تنه جوړوي، نو په دې هر قانون يې كه څوك ووايي، د يوې ټولنې د بالغو وګړو اووه يا اته مليونه تنه چې د يوه حكومت لپاره رايې واچوي، نو بې له شكه هغه يو مشروع او ملي حكومت وي، البته په درېيمه نړۍ يا زموږ په څېر وروسته پاتو هېوادونو كې.

دې ټاكنو ته د مشروعيت وربخښلو يو بل لامل د 15 كانديدانو ترمنځ ټاكنيزه مبارزه يا سيالي وه، چې ځينې يې د ګوندونو او ځينې يې په خپلواك ډول ولاړ وو، دا هم ډېر د وياړ ځاى دى چې د لومړي ځل لپاره موږ د تاريخ له تكرار څخه ډډه وكړه. يانې هماغو كسانو چې د قدرت لپاره يې يو بل ته سنګرونه نيولي وو، د دوى ترمنځ د قدرت نيونې په سياليو كې څه باندې پنځوس زره هېوادوال ووژل شول، ښارونه او د ژوند عادي بهير مو خورا زيانمن شو، خو نن د 15 تنو ترمنځ هغه كسان هم وو، چې د سنګر پرځاى په دفتر كې ناست وو او د راكټ، توپ او ټانك پرځاى يې د خلكو رايو ته سترګې نيولې وې. دا بېله خبره ده چې دا منطق دوى په رښتيا درك كړ او كه د ځينو مجبوريتونو له مخې اړ كړل شول، خو د چا خبره زموږ مڼه په كار ده، كه د ونې وي او كه د ويالې.

په دې نه غږېږو چې څوك بايد د كانديدېدو حق ولري او څوك ترې بې برخې شي، ځكه هغه اوس له ورخه تېرې اوبه دي، خو په راتلونكي كې دې ته بايد پام وشي.

د ټاكنو د ورځې تر نيمايي پورې د ټاكنو بهير ډېر سم او په تېزۍ سره روان و، دلته بايد موږ له ازادۍ او بي بي سي راډيوګانو څخه مننه وكړو، چې د ټاكنو بهير يې ژوندى خپراوه. كه څه هم د دې راډيوګانو نورې موخې هم شته، خو زما هدف يوازې له همدې بهير څخه زموږ د هېوادوالو وخت پر وخت او ان دقيقه په دقيقه خبرول دي. له بده مرغه او بيا هم له بده مرغه، دغه كانديدان كه څه هم په خپلو كې سره په يوه خوله نه وو او نه دي، بيا يې د ملت په وړاندې سنګر ونيو او هغه د چا خبره چې سل خويونه يې نور وي، يو به په كې د مور وي.

دوى بيا ښايي اړ كړل شوي وي او يا د خپل فطري خاصيت له مخې د ټاكنو عادي بهير په خلكو نه لورېده، نو يې په نيمه يا له نيمې هم تېره ورځ كې له ټاكنو سره خپل پرېكون اعلان كړ.

كه دوى هرڅه استدلال وكړي، چې په ټاكنو كې ټګي او درغلي شوې ده، خو ملت يې نه مني او هغه په دوو او يا له دې زياتو لاملونو:

لومړى دا چې ملت ټول په دې بهير كې شريك و او له دوى څخه نژدې د ټاكنو له حوزو سره په تماس كې و. دويم دا چې دوى د سيالۍ يا مبارزې د پيل له ورځې په يوه ګډ كانديد وړاندې كولو او د كانديدانو د همكارۍ 15 كسيزې جرګه ګۍ په رايو ځاى كولو بوخت و. خو اخر بيا هم ونه توانېدل چې دا كار وكړي او په دې كار كې د پاتې راتلو يو غوره سند يې د ښاغلي استاد عبدالستار سيرت لومړي مرستيال ښاغلي قاضي محمد امين وقاد استعفا او د استعفا دليل همدې ټكي ته اشاره وه.

دا به په وروستيو كرښو كې وګورو، چې دوى ولې د ټاكنو د بهير په وروستي نيمايي كې پرېكون وكړ، خو لومړى بايد دېته وګورو چې دوى ولې د همكارۍ جرګه ګۍ بريالۍ نه كړاى شوه او په يوه يا دوو كانديدانو يې اتفاق ونه كړاى شو.

د دې پوښتنې د ځواب لپاره موږ اړ يو چې دوو فكټورونو ته يو څه په غور پاملرنه وكړو:

لومړى: د كانديدانو شاليد يا سابقه، دويم: د دوى سياسي اندونه، ايډياوې او بهرني ملاتړي.

كولاى شو د ولسمشرۍ كانديدان په درېيو برخو وويشو.

لومړۍ ډله: ملي اشخاص، چې هغوى په رښتيا د يوه ښه او ډيموكرات افغانستان پلويان وو، علمي كسان وو او شاليد يې هم نسبتاً ښه و.

دويمه ډله: مطلق جنګي خلك وو، د امتيازغوښتنې، انحصار او جګړې كلتور يې غوښتل چې ژوندى وساتي، خو په يوه بله بڼه او نامه، شاليد يې هم ټول ملت ته څرګند دى.

درېيمه ډله: هغه كسان وو، چې نه چا پېژندل، نه يې شاليد درلود، د هوايي غونډارې په څېر راغلل او په دې نامه چې ډيموكراسي ده، د شهرت په هيله يې دې ډګر ته راودانګل، د شهرت هيله ځكه ورته وايم، چې دوى غوښتل چې ارو مرو په رسنيو او مطبوعاتي كړيو كې مطرح شي، نو ځكه يې هرڅه ويل؛ چا دومره ژورې فلسفي خبرې وكړې، چې په خپله دوى ته يې هم تحليل ګران و، يانې د كوربه هېوادونو، چې دوى په كې اوسېدلي، د پوهانو ويناوې يې كټ- مټ رانقلولې، ان دا توپير يې هم نه كاوه، چې موږ ختيځوال او هغوى لوېديځوال دي. هغه كار، چې ختيځوال يې خورا بد مني، لوېديځوال يې په ډېر وياړ سره ترسره كوي، همدارنګه بالعكس.

ځينو بيا د تاريخ د ګرځولو هڅې وكړې او په خپل لنډ، تنګ او پرديپالي نظر سره يې غوښتل چې زموږ ملي اډانه بدله او كلتور مو په بله خوا واړوي.

اوس كه بېرته هماغه پورتنۍ پوښتنې ته راګرځو، يانې د دوى د همكارۍ او پر يوه كانديد باندې د اتفاق مخه، د دوى يو له بله مخالف شاليد، غيرعيني او غيرذهني سياسي اندونو، ايډياوو او بهرني ملاتړ او د ملاتړ په بدل كې سختو شرايطو ډب كړې وه.

كانديدانو خو د خپل يووالي مخه لا د سيالۍ پر مهال بنده كړه او هغه داسې چې يوه به ويل: د افغانستان نوم اړوم، بل به ويل: تر دې غوره ځاى او نوم د نړۍ پرمخ نه شته، يوه بل ويل: تر ډهلي او اصفهانه يې غزوم، بل ويل: له جلال اباده هم ورتېر يم، يوه به خپل تېر كړه وړه جهاد ګاڼه، بل ورته فساد او جنګسارلاري ويله. يوه به د كلتور پر سپېڅلتيا ټينګار كاوه، بل به دا عمل انحطاط او ارتجاع ګڼله، نو داسې ضد او نقيض تګلارې او پلويان به يې څنګه په يوه مركز سره راټول او د يوه كانديد تر شا به ودرېږي؟

د دوى بهرنى ملاتړ هم داسې دى، چې هغوى په خپل منځ كې سره نه جوړېږي، نو لاسپوڅي كانديدان به څنګه جوړجاړي ته پرېږدي.

اوس كه بېرته د ټاكنو بهير ته وګورو، نو د افغانستان په تاريخ او په ځانګړي ډول اوسنيو شرايطو كې دا بهير له يوې معجزې پرته بل څه نه و او هغه ځكه چې نړيوالو څارونكو ان امريكا او اروپا هم اعتراف وكړ، چې په سيمه او شا و خوا هېوادونو كې بېلګيزې ټاكنې وې.

زموږ ګاونډى پاكستان چې موږ يې د كډوالۍ پرمهال شاهدان وو، هر څلور يا درې نيم كاله وروسته په كې ټاكنې كېدلې، د خلكو د لوست كچه يې هم تر موږ لوړه ده، امكانات هم زيات لري، خو بيا هم كله داسې نه دي شوي، چې خلك دې داسې په مينه او لېوالتيا په ټاكنو كې ګډون وكړي. بله دا چې زموږ د ټاكنو په وړاندې عملاً خورا سخت ګواښونه وو، د رايو لپاره د كارټ اخيستلو پرمهال موږ وليدل چې د نوموړي كارټ اخيستل او درلودل د مرګ سند په جېب كې ګرځول وو. يو شمېر هېوادوال مو په دې ګناه چې كارټ لري، يا يې د اخيستلو لپاره روان دي، د مرګ كومې ته تېر كړل شول، خو بيا هم زموږ خلكو دومره جرئت او زړورتيا وښودله، چې نړۍ يې لا حيرانه او په دې اعتراف اړ كړه، چې ووايي: افغانانو د سلګونو كلونو مزل يوازې په درېيو كلونو كې لنډ كړ.

د ملت د مليونونو وګړو د دومره سرښندنې په وړاندې دوى بيا ودرېدل او دغه ټاكنې يې نامشروع وګڼلې او په هغې كې هم يوه خوله نه وو، نو د دې وروستي اقدام لامل زما په اند شخصي عقيده داسې اټكلولاى شو.

دوى خو د خپلو په اصطلاح غوړه مالانو له خولې داسې پوه شوي وو، چې د تاريخ ټولې وياړنې ستاسو دي، ملت هېڅ ستاسو له نامه او انځور څخه د مخ اړلو فكر ان نه شي كولاى، ځكه روڼاندي هم تاسې ياست، مجاهد هم تاسې ياست، تاسې په بيه پوره پوره كلي، ولسوالۍ، ولايتونه ان زونونه هم اخيستلاى شئ. خو واقعيت بيا د خان او بانجان د كيسې و، چې مزدور ويل زه د خان نوكر يم، د بانجانو خو نه يم. د دوى غوړه مالانو هم ويل چې زموږ ډالر په كار دي، د چا له ولسمشرۍ، بريا او ناكامۍ سره هېڅ كار نه لرو.

بل دا چې د هغو ګواښونو له مخې چې د هېواد په جنوب او جنوب لوېديزو (پكتيا، پكتيكا، خوست، كندهار، هلمند، زابل، ارزګان او فراه) كې د طالبانو له خوا كېدل، دوى داسې اټكل كاوه، چې ګوندې نيم افغانستان به په ټاكنو كې ګډون ونه شي كړاى. پاتې نيم څه په پيسو، څه به وعدو، څه په شعارونو او څه به د قومي ناانډوليو د له منځه وړلو په چيغو تر اغېزې لاندې راوستلاى شو. نو بيا كه يې وهم نه ګټو، نو ناندرۍ خو به په خلاص مټ او ډاډه زړه وهلاى شو.

خو زموږ باتورو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د پورته يادو شويو سيمو زړورو اوسېدونكو د دوى د خوبونو ماڼۍ ولړزولې او په ټاكنو كې د ښځو او نورو د پراخ ګډون له مخې يې خپل شتون او اراده وښوده. نو دې ښاغلو ته بيا له پرېكون پرته بل څه ورپاتې و؟

دوى (اب ناديده پايزار كشيده) خپل ځانونه په خپله تر پوښتنو لاندې راوستل.

كاشكې زموږ كانديدانو هومره سياسي تقوا درلودلاى، لكه د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ دوه كانديدان: بل كلنټن او مخالف يې باب ډول، چې كلنټن كله ټاكنې وګټلې، نو باب ډول ورته په ډېر شرافتمندانه او له وياړه ډك انداز سره مباركي وركړه او ورته ويې ويل: ما او تا غوښتل چې د يوې ښې امريكا د جوړولو لپاره يو له بله مخكې شو، خو دا چې زموږ خلكو پر تا باور وكړ، ښايي ستا طرحې او پلانونه د ښې امريكا لپاره پرځاى وو، مباركي درته وايم، مرسته او ملاتړ دې كوم.

خو، له بده مرغه او بيا هم له بده مرغه زموږ كانديدانو چې خپله هنداره وليده، نو د ملت پر اراده يې بېباوري ښكاره كړه.

په پاى كې وايم چې زموږ ملت يو ډيموكرات او ازادي پلوى ملت دى، موږ ثابته كړه چې په هر ډول شرايطو كې د خپل برخليك د ټاكلو توان لرو، خو په دې ځاى كې كانديدانو د ملت په وړاندې ماتې وخوړه.

هيله ده، شپږ مياشتې وروسته څو اوسني كانديدان د ولسي جرګې په ټاكنو كې يا خو له ملت څخه د بخښنې د غوښتلو په موخه، ځانونه كانديد نه كړي او كه كانديدوي يې، نو د دې تېروتنو له تكرار څخه دې ځانونه وژغوري—

 

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:7 PM لېږونكى:هوسۍ |
او كلتور ترمنځ اړيكي

¯ژباړه: عزت الله پېژاند، كابل

د ژبې او كلتور ترمنځ اړيكي

ډېر ځله دا خبره كېږي، چې يوه ژبه تر ها بلې هغې غوره يا بډايه ده. دا ډول څه نن سبا له زياتو هغو كسانو څخه هم اورېدل كېږي، چې د ژبې په برخه ځانونه د لږې او زياتې مطالعې څښتنان ګڼي. دوى ټينګار كوي، چې مورنۍ ژبه يې له نورو هغو څخه بډايه او بشپړه ده. په داسې حال كې چې په آر كې هېڅ يوه ژبه تر بلې شتمنه او غوره نشو ګڼلاى.

د بېلګې په توګه كه يو دري ژبى ووايي چې دري يا پاړسي له پښتو، تركمني او يا هم ازبكي څخه غوره او شتمنه ده، په علمي توګه يې دا خبره كمزورې او بې بنسټه ګڼلاى شو، ځكه هره ژبه د خپلو ويونكو لپاره بشپړه او د هغوى د اړتيا وړ ځواب ويلاى شي. ځكه هره ژبه د خپلو ويونكو له كلتور او ژبنيو اړتياوو سره سم او موازي پرمختګ كوي. كه د يوې ژبې وييپانګه كمه  او د بلې دا زياته وي، دا ددې مانا نه لري، چې لومړۍ هغه د دويمې په پرتله خواره او وروسته پاته  ده. ځكه لكه مخكې چې يادونه وشوه، هره ژبه د خپلو ويونكو له كلتور او ژبنيو اړتياوو سره سم پرمختګ كوي؛ په هره كچه چې د يوې  ژبې  د ويونكو  كلتور وده كوي، په هماغه اندازه يې ژبه هم ورسره شتمنه كېږي. داسې  نشي كېگدى چې د يوې ژبې د ويونكو په كلتور او جغرافيايي موقعيت كې يو شى موجود وي، خو هغوى دې نوم يا ويى (لغت) ورته ونه لري. څومره چې د يوشي يا كار شتون د يوې ژبې په ويونكو كې زياتېږي، په هماغه كچه بېلابېل توري او نومونه مومي، د بېلګې په توګه پګړۍ د پښتو يو زوړ او داسې تاريخي نوم  دى، چې له پېړيو پېړيو راهيسې د هغوى ترمنځ ژوندى دى، نو همدا لامل دى چې په دې ژبه كې د دري او  نورو ژبو په پرتله پګړۍ ته زيات ژوندي نومونه شته. هغوى همدا يوې جامې ته څو نومونه: لنګوټه، پټكى، لونګۍ او پګړۍ لري، خو په دري ژبه كې يوازې لونګي تورى ورته كارول كېږي.  مګر  دا ددې مانا نه لري، چې پښتنو د دري په پرتله يوه بشپړه او بډايه ژبه ده، بلكې پښتو د خپلو، او دري د خپلو ويونكو لپاره يوه بشپړه او داسې ژبه ده، چې په دې اړخ كې د هغوى اړتياوو ته ځواب وايي.

بله بېلګه به د ايسكيمو (Eskimo) او انګرېزۍ ژبې راوړم، د ايسكاميانو ټول ژوند په واورو پوښلى دى. آن د هغوى د ژوند زياته برخه د واورو په كوډلو كې تېرېږي، ځكه نو په نوموړې ژبه كې د واورې لپاره شپږ نومونه شته، خو انګرېزي د واورې لپاره يوازې يو ويى (Snow) لري. دا ځكه چې د هغوى په سيمو كې واورې دومره زياتې نه اوري.

عربي چې پرخپل ځاى يوه پراخه او فصيحه ژبه ده، د پښتو او دري په پرتله د تاريخي موضوعګانو لپاره ډېر لږ توري لري. په مقابل كې يې  پښتو او دري د مذهبي او ديني څېړنو لپاره د عربي په پرتله يې وييپانګه سپكه ده. نو كه غواړو چې له عربي څخه يوه مذهبي موضوع يادو شويو دوو ژبو ته وژباړو، په يو ډول نه يو ډول د سمو او وړ وييو له نشتوالي سره مخ كېږو او همدا شان كه له پښتو يا دري څخه يوه تاريخي موضوع عربي ته ژباړل كېږي، له ورته ستونزې سره مخ كېږو، نو پر همدې بنسټ ويلاى شو، چې ژباړه د يوې ژبې د بډاينې او شتمنتوب معلومولو لپاره سمه وسيله نه ده.

په پاى كې په لنډ ډول ويلاى شو، چې هره ژبه د خپلو ويونكو د ټولنيزو، كلتوري، شخصي، سياسي او... اړتياوو د څرګندولو لپاره يو بشپړ سيسټم او كارنده وسيله ده، هيڅ ژبه تر بلې غوره او بشپړه نه شو ګڼلاى، همدا شان يوه ژبه د خپلو ويونكو له كلتور سره سم پرمختګ كوي.

_________________

اخځ:

انګرېزي سرچينې.

 

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:6 PM لېږونكى:هوسۍ |
هغه انسانان چې انسانان خوري!

|  ليكوال:       جواد طالعي، المان

|  ژباړن:          صالح محمد صالح

 

هغه انسانان چې انسانان خوري!

 

(د انسان خوړلو تاريخي بېلګو ته كتنه)

 

 

په دې وروستيو كې يوه الماني كس خپل يو دوست وواژه او څو اوونۍ يې په يخچال كې ساتلى و، د هغه د بدن له غوښو څخه يې د خوراك لپاره استفاده كوله. د دې كس محاكمه په المان كې ترسره شوه، چې د كاسل ښار ټول اوسېدونكي او ډېر نور خلك يې هك حيران كړل. ان چې په زياتو نورو خلكو كې يې هم وېره رامنځته كړه، يو انسان د بل انسان غوښه خوري!

تورن كس ”ارمين ب“ نومېږي، چې په 2001م كال كې د پرله پسې انټرنټي اړيكو په مرسته وتوانېد يو 42 كلن انجنير، له برلين څخه خپل كور ”روتنبورګ“ ته راوبولي او اخر يې يوې دردناكې وژنې ته راضي كړي. قرباني كس د دې لپاره چې د قربانۍ پر وخت د خپل بدن د غړو په درد پوه نه شي، د خوب شل ګولۍ يې واچولې، يو څه د سينې شربت او نور داروګان يې هم وكارول.

كوربه غوښتل د خپل مېلمه په خوړلو سره له هغه سره مل شي(!). د هغه پر حلالېدو او ټوټه ټوټه كېدو لس ساعته وخت ولګېد. ”ارمين ب“ د هغه د بدن دېرش كيلوګرامه غوښه په يخچال كې كنګل كړه او څو اوونۍ يې خوړله:

د قرباني شوي كس د وركاوي موضوع يونيم كال وروسته د 2002م كال په ډسمبر كې روښانه شوه. د پوليسو څېړنو وښوده چې قرباني شوى كس راضي و، چې د هغه وژونكى او خوړونكى ”ارمين ب“ دې د هغه له وژل كېدو او ټوټه كولو څخه ويډيويي فلم هم واخلي، دغه راز يې د بدن ځينې برخې وخوري.

د المان د څارنواليو او محاكمو په تاريخ كې دا پېښه بېسارې وه. دغې پېښې يوځل بيا انسان خوړل (كانيباليزم) چې يوازې به يې په حيرانوونكو نكلونو كې يادونه كېده، د خلكو په ذهنونو كې ژوندى كړ.

كانيباليزم څه دى؟:

د شلمې ميلادي پېړۍ په منځنيو لسيزو كې، د بدوي قبايلو د انسان خوړلو موضوع په ګڼو فلمونو كې انځور شوه: يو سپين پوستى سړى چې د بدوي قبايلو د متمدن كولو لپاره دغو قبايلو ته ورځي، د انسان خوړونكو له خوا يرغمل نيول كېږي. هغوى دا كس په يوه لوى دېګ كې اچوي، پخوي يې، بيا يې خوري!

د كانيباليزم (انسان خوړلو) تورى هغه وخت په سيندګي (قاموس) كې ورزيات شو، چې كريستف كلمب د سره پوستو (كانيب) نښه، د سپي پرځاى وكاروله. په لاتين كې كانيس Canis د سپي معادل دى. كريستف كلمب د كانيب نومې  سوله پالې قبيلې په باب وويل:

دوى داسې انسان خوړونكي دي، چې خولې يې د كانيس ډوله سپي خولې ته ورته دي، نو ځكه له كانيب څخه د كانيباليزم تورى وزېږېد. د كريستف كلمب له خوا پر دې بدلون باندې له باور سره- سره غربيان، تر پېړيو- پېړيو چمتو نه شول، د ښكېلاك د هغو نظرونو او رايو مخه ونيسي، چې غوښتل يې په نړۍ كې د انسان خوړونكو قبيلو مخه ونيسي او دوى تمدن ته راوبولي.

بيا هم په هغو قبايلو او خلكو كې چې طبيعي دودونه شته او په علمي متونو كې ”طبيعي خلك“ نومول شوي، انسان خوړل نه شو نفي كولاى. په هغوى كې انسان خوړل دوديز او مذهبي جنبه لري، دغه خلك په دې باور دي چې كه د بل انسان د بدن غړي وخوري (كه پردي وي او يا هم خپل) د قربانۍ قدرت دوى ته ورلېږدول كېږي.

د انسان خوړلو دا دودونه په بېلابېلو ايډيالوژيكو بڼو كې هم ليدل شوي، ستونزه يوازې د قدرت پر انتقال نه دى، زيات ”طبيعي خلك“ په دې باور دي، چې د نورو خلكو د غوښو په خوړلو سره د ځواكمنو موجوداتو غوندې د هغوى ملاتړ كوي!

زيات سره پوستي خلك ”يانومي“ چې د برازيل په وحشي ځنګلونو كې ژوند كوي، تر ننه پورې مړي سوځي، بيا يې ايره په يو ډول ښوروا كې پخوي او خوري يې.

اندوكانيباليزم او اكسوكانيباليزم:

پوهان دوه ډوله انسان خوړونكي راپېژني. لومړۍ ډله په هغو قبايلو پورې اړه لري، چې يوازې خپل خپلوان خوري. د دوى دغه كار ته ”اندوكانيباليزم” وايي. دويمه ډله بيا يوازې د خپلو دښمنانو خوړل روا ګڼي، د دوى موخه دا ده چې دښمن د تل لپاره له خپلې سيمې څخه ليرې وساتي. چې دېته بيا ”اكسوكانيباليزم“ وايي. په دواړو حالتونو كې په يوه عامه غونډه كې د يوه قرباني كس خوړل له يو بل سره د تړاو احساس ته پراختيا وركوي او دوى په دې توګه يوه خرافاتي ټوليز هويت ته لار مومي.

لرغونپوهانو به چې تل د كيندنو په ترڅ كې ځينې هډوكي موندل او په هغو كې به يې د انسان خوړلو نښې ليدې، نو له شكونو سره به مخ وو. دوى نه پوهېدل چې انسان خوړل دې هم دوديزه او مذهبي بڼه ولري، يا دې هم خلك د لوږې او قحطۍ له كبله د بل انسان غوښې وخوري.

د لومړي ځل لپاره په 1999م كال كې ”ساينس“ نومې مجلې د يوې ليكنې په خپرولو سره دې پوښتنې ته ځواب وركړ. په دې ليكنه كې پر هغو موندل شويو هډوكو استناد شوى و، چې په ”رنتال“ نومې دره كې د كيندنو په ترڅ كې موندل شوي وو.

د وحشي حيواناتو د اسكلېټونو تر څنګ د ځينو انسانانو هډوكي هم وموندل شول، چې په بېرحمانه ډول مات مات كړل شوي وو. دغه راز ځينې كوپړۍ هم ترلاسه شوې چې ښكارېدل ماغزه او ژبه يې ورڅخه ايستل شوې ده. پوهان دې پايلې ته ورسېدل چې دا كار د نئاندرتال له خوا ترسره شوى دى. د انساني جغرافيې يو كارپوه ډاكټر پولاندا فرناندز په خپله دې ليكنه كې وليكل: ”د ملا هډوكي په وحشيانه ډول راسپړل شوي، څوك كه دا هډوكي وويني، ګومان نه كوي چې دا دې د انسان هډوكي وي“.

د رنتال د  كيندنو موندنې د دې لامل شوې، چې انسان اړ شي د تاريخ پر يوه ترخه حقيقت اعتراف وكړي:

”تر موږ پخوانيو انسانانو په غوڅ ډول په وحشيانه ډول خپل همډوله خوړل، دوى دا كار هر وخت كاوه، بېخي د خپل ورځني عادت غوندې!“.

د اېرزونا پوهنتون د طبيعي جغرافيې د څانګې څېړونكى او ښوونكى ډاكټر كريستي تورنر وايي: ”انسان خوړل د امريكا متحدو ايالتونو په جنوب لويديزو سيمو كې تر څلورو سوو كلونو زياته موده دود وو. مخكېنيو سروپوستو قبايلو ( هوپي) او (پوئبلو) په سيسټماتيك دول انسانان ښكار كول، بيا به يې په دېګونو كې پخول او خوړل. دوى په خپل دې كار سره خپله ګاونډۍ قبيله ”پولا كاوالش“ وېروله.

د اوسنۍ پېړۍ په تاريخ كې هم د انسان خوړلو بېلګې ليدل شوي او ثبت شوې دي. يوه بېلګه يې په ”پرو“ نومي اسپانيايي زندان كې د يوه بندي وژل او خوړل دي. انسان خوړونكې ډلې د دې لپاره چې د دې بندي ملګري ووېروي، هغه يې ووژاه او ويې خوړ. د دې قرباني شوي كس هډوكي ډېر كلونه وروسته د زندان په غولي كې وموندل شول.

د انسان خوړلو دا وېروونكې انګېزه په پايله كې يو څيز ثابتوي: ”قدرت ته تنده، بدوي دودونه او كله- كله ناروغۍ ډوله مينه هغه څه دي، چې په كاسل نومې محكمه كې د روتنبورګ انسان خوړونكي مطرح كړل“، له دغو لاملونو څخه هر يو كېدى شي چې سړى انسان خوړلو ته وهڅوي.

د لوږې له كبله انسان خوړل:

د انسان خوړلو بله انګېزه د لوږې په وړاندې د انسان كمزوري ده، چې په تاريخ كې يې څو بېلګې ليدل شوې دي. هغو كسانو چې د ځمكې زياتو برخو ته يې سفرونه كړي، بېرته نه دي راستانه شوي، زيات مهال يا هم كه كومه بېړۍ ماته شوې نو سورلۍ يې له همداسې برخليك سره مخ شوې ده، خو هغه كسان چې ژغورل شوي او خپلو كورونو ته روغ ستانه شي، كله چې په دې اړه پوښتل شوي چې دوى څنګه ژوندي پاتې شول؟ نو په مرموز ډول غلي پاتې شوي دي.

د 1972م كال د اكتوبر پر دوولسمه نېټه يوه مسافر وړونكې الوتكه د 54 كسيزې سورلۍ په لرلو سره د چين په ”اندن“ نومې سيمه كې راغورځېده.

د ”اروګويه“ يوه راګبه ډله هم روسره وه. له غورځېدو سره سم 23تنه ووژل شول. پاتې نور كسان د درېيو مياشتو لپاره د لوږې او يخنۍ پرضد وجنګېدل، چې اخر مرستندويو ډلو وموندل او ويې ژغورل. دوى په دې درېيو مياشتو كې د مړو شويو كسانو له غوښو څخه تغذيه كېدل.

په 1921م كال كې د شوروي اتحاد ولګا نومې سيمه د وچكالۍ او قحطۍ ښكار شوه. تود دوبى پرې راغى او د دې سيمې هغه پخوانى سوړ ژمى او تود دوبى يې په وچه سارا بدل كړ، چې نه په كې اوبه موندل كېدې، نه واښه. تاريخپوه ارلاندو فينګر ليكي: ”د 1921م كال په پسرلي كې د ولګا په څلورو كې يوه برخه كليوال د لوږې له كبله مړه شول“.

د لكسيكون ټي_ وي ټلويزيوني شبكې په حواله، وږو انسانانو د مجبورۍ له كبله د وښو خوړلو ته مخه كړه. دغو كسانو به په پيل كې د ماشومانو غوښې خوړلې، ځكه چې د نورو په پرتله يې غوښه نازكه او خوږه ده، وروسته يې د نورو د غوښو خوړلو ته مخه كړه. فينګر په خپلو څېړنو كې د قربانيانو او لاملينو يو ډول ګډ احساس ته په كتو سره وويل: ”په ايوانوكا نومي كلي كې پوكاچف ته نژدې يوه مېرمن چې د خپل وژل شوي خاوند د غوښو په خوړلو لګيا وه، ونيول شوه. كله چې پوليسو غوښتل د هغې د وژل شوي مېړه د بدن پاتې برخه ترلاسه كړي، ښځې چيغه كړه: ”هغه تاسو ته نه دركوم، موږ يې ژوندي پاتې كېدو ته اړتيا لرو، دى زموږ په كورنۍ پورې اړه لري، هېڅوك هم حق نه لري چې له موږ څخه يې واخلي!“.

انسان خوړل په اروپا كې:

اروپايان هم د انسان خوړلو له قاعدې څخه بېل نه دي. له اوولسمې پېړۍ څه د انسان خوړلو زياتې بېلګې په ايرلېنډ كې ليدل شوې دي. اوس هم د نړۍ په زياتو هېوادونو كې انسان خوړل د يوه جرم په توګه نه دي ثبت شوي. د المان محكمه هم د يوه داسې جرم په وړاندې له ستونزو سره مخ شوې، چې دغه جرم (انسان خوړلو) ته هېڅ كومه قانوني اشاره نه لري. له دې كبله وړ سزا هم نه ده ورته ټاكل شوې. د روتنبورګ انسان خوړونكي هم د ځان په دفاع كې ځينې اسناد وړاندې كړي، چې ښيي د ده له خوا قرباني شوى كس خپل تريخ برخليك منلى او د ځان مرګ ته يې هم چمتووالى ښوولى دى. په هغه ويډيويي كسټ كې چې قاضيانو ته وړاندې شو، د قرباني شوي كس د غوښو خوړلو صحنه ټوله عكاسي شوې. ”ارمين ب“ محكمې ته وويل ”ما كوم جرم نه دى كړى، بلكې زما له خوا له قرباني شوي كس سره مې مرسته كړې، ځكه هغه خپله غوښتل چې قرباني شي. ما له ده پرته څوك نه دي وژلي، خو كه بل كس هم دا هيله ولري، زه به دا كار بيا تكرار كړم“—

 

 

 

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:2 PM لېږونكى:هوسۍ |
د دوستۍ ارواپوهنه

¯ ليكوال      : ډاكټر ډان ګابر

¯ ژباړه          : اداره

 

د دوستۍ ارواپوهنه

(له نورو سره څنګه دوستي وكړو؟)


 

سريزه:

له ګڼې ګوڼې ډك سالون ته ننوځئ، په هره برخه كې خلك په خبرو لګيا دي. تاسې څه كوئ؟ يوازې غوږ نيسئ، چې دوى څه وايي، كه تاسې يې هم په مجلس كې ګډون كوئ؟

خبرې اترې هغه وسيله ده چې انسان يې په مرسته خپلې عقيدې، نظريې او احساسات له نورو سره شريكوي. خبرې اترې د دوستۍ او اشنايۍ يوه ستره وسيله ده.

كله چې له نورو كسانو سره د خبرو اترو فضا موږ ته پرانيستې ده، موږ كولاى شو چې له نورو سره اړيكي ټينګ كړو. بايد هڅه وكړو چې دا فضا او ډګر پرانيستى وساتو.

د اوسني كتاب مطالب هم ما په ټولګيو كې تدريس كړي: خبرې اترې څنګه پيل كړو او له نورو سره څنګه دوستي ټگينګه كړو؟

په دې كتاب كې دې موخې ته د رسېدو لارښوونې شوې دي. زيات تخنيكونه چې دلته ښوول شوي، عملاً مې په ټولګيو كې تجربه كړي او زياتې پايلې مې ترې اخيستې دي. اوس په غوڅ دول ادعا كوم چې تخنيكونه په ټولو ټولنيزو شرايطو او موقعيتونو كې د پلوي او كارونې وړ دي.

دغو تخنيكونو ته په پام سره، چې زياتې ستونزې اواروي. تاسې كولاى شئ له نورو خلكو سره اړيكي ټينګ كړئ او د خبرو اترو ډول هم زده كړئ. تاسې دغه تخنيكونه په خپل ژوند كې په خپله خوښه كارولاى شئ.

اوسنۍ ليكنې د ټولنې د هرې طبقې وګړو ته ګټورې تمامېدى شي. مجردو، واده شويو، د دندو خاوندانو،  هټيوالو، سلاكارانو، ښوونكو، مديرانو، زده كوونكو، كورنيو مشرانو، كډوالو، هنرمندانو، سوداګرو او نورو... ته ګټورې دي.

هغه كسان چې زما په ټولګي كې به راسره وو، په هغه څه ښه پوهېږي، چې زه يې وايم، ما زيات زده كوونكي لرل چې په پيل كې به د كم جرئتۍ او شرم له كبله نه توانېدل ان د خپل ژوند ډېرې وړې ستونزې هم له نورو سره شريكې كړي، خو وروسته يې دا ستونزې اوارې كړي او ان وتوانېدل چې په رسمي غونډو كې په اسانۍ سره ويناوې واوروي.

دا كتاب ستاسو سره څه مرسته كوي؟

زما په ټولګي كې د ګډونوالو زده كوونكو موخه دا وه چې ټولنې ته تر ننوتلو وړاندې له يو بل سره د ګډ ژوند مهارتونه زده كړي او دا هغه څه دي، چې موږ ټول ورته په خپل ژوند كې اړتيا لرو.

هټيوال غواړي وپوهېږي چې له خپلو پېرودونكو او مشتريانو سره څه وړ خبرې وكړي. په ځانګړې توګه كه پېرودونكى ښځه وي، نو دوى ډېر هيله من دي وپوهېږي چې له مخالف جنس سره د خبرو لپاره له كومو مهارتونو څخه كار واخلي، چې خبرې اترې يې پر انساني اصولو ولاړې وي. هغه كسان چې نوي امريكا ته راغلي، غواړي وپوهېږي له امريكايانو سره څنګه خبرې وكړي، چې د هغوى ورڅخه بد رانه شي. دغه راز ميندې او پلرونه غواړي وپوهېږي چې له خپلو اولادونو سره د اړيكو په ساتلو كې كوم اصول مراعات كړي، دغه راز له نورو كورنيو او خپل خپلوانو سره...

كه تاسې په خبرو اترو كې كومه ستونزه لرئ، د دې كتاب لوستل له نورو خلكو سره د خبرو اترو په برخه كې ستاسو ډېره مرسته كوي، دلته بايد يادونه وشي، هغه كسان چې په خبرو اترو كې ډېره برلاسي هم لري، خو كله- كله له داسې موقعيت سره مخ كېږي، چې د خبرو اترو غزول ورته ستونزمن ښكاري. په دې كتاب كې داسې تخنيكونه راغلي، چې په دغسې حالاتو كې ورڅخه وړ استفاده كېدى شي.

په مېلمستياوو كې د خلكو له اشنايۍ او خبرو اترو څخه څنګه خوند واخلو؟

يوه مهمه مسئله چې په مېلمستياوو كې له خلكو سره د مخ كېدو پر وخت ورسره مخ كېږو، له نورو كسانو سره د خبرو اترو او اشنايۍ موضوع ده. ځينې كسان نه غواړي چې د خلكو په منځ كې راڅرګند شي، په ځانګړې توګه په پرديو خلكو كې.

دغه كتاب داسې مطالب هم لري، چې له نورو خلكو سره د دوستۍ د ټينګولو لارې چارې هم موږ ته راښيي.

ځينې كسان غواړي چې خپلې تجربې له نورو كسانو سره شريكې كړي. انسان هيله لري چې له نورو سره په ارتباط كې وي. اروايي، اخلاقي او ټولنيز اړيكي ورسره ولري؛ خو كه د اړيكو لپاره وړ مهارتونه ونه لري، نو د يوازېتوب خوا ته ځي. كله چې له چا سره پر ملګرتيا بريالي كېږئ، همدغه ارتباط تاسې د نورو كسانو دوستۍ ته هم چمتو كوي، ځكه هرڅوك دوستان لري. د دوو كسانو دوستي، دوى د نورو خلكو دوستۍ ته هم چمتو كوي.

دوست غوره كول، ځانګړو مهارتونو ته اړتيا لري:

له نورو كسانو سره په شخصي او ټولنيز لحاظ د اړيكو ټينګولو مهارت د دوى د دوستۍ اصلي لامل دى. ځينې كسان په اسانۍ سره د نورو دوستان كېږي، د دوى دوستي د هغه باور پايله ده چې پرځان يې لري. همدا باور دى چې د دوى په وړاندې د دوستۍ ور پرانيزي، خو بيا هم ډېر كسان له نورو سره پر دوستۍ وېرېږي؛ دوى پرځانونو باور نه لري، كله چې له نورو سره مخ كېږي، يا خبرې اترې ورسره كوي، وېره احساسوي.

په اوسني كتاب كې له نورو سره د اړيكو ټينګولو او پر نفس د ډاډ لپاره ځينې اغېزناك لاملونه په ګوته شوي دي.

پرځان د باور په مرسته له نورو سره دوستان شئ او ځان ډاډمن كړئ، چې يو ټولنيز كس ياست. په دې برخه كې چې هر ګام پورته كړئ، تاسې هدف ته نژدې كوي. ډېر ژر به وګورئ چې د ډاډ په سيوري كې، دغه راز له نورو كسانو سره د اړيكو له كبله د زړورتيا په مرسته د دوست موندنې په برخه كې څومره وړاندې تللي ياست. كله چې پر يوې لار روان واوسئ، وبه ګورئ چې له نورو سره دوستي يوه اسانه او ساده مسئله ده، تاسو هسې ورڅخه وېره لرله. نو زړور شئ، پر ځان ډاډمن شئ، همدا د دوست موندنې اصلي او بنسټيز تخنيكونه دي.

له خلكو سره اړيكي ټينګ كړئ:

له خلكو سره اړيكي ټينګول، انسان له چاپېريال سره په ارتباط كې ساتي. موږ كه له نورو كسانو سره اړيكي ولرو، خبرې اترې ورسره وكړو، نوي شيان ورڅخه زده كړو، له تجربو څخه يې استفاده كوو، كله چې خپلې تجربې ورسره شريكوو، له نويو مسئلو سره مخ كېږو، په پايله كې مو د ليد زاويه نوره هم پراخېږي او څومره چې وړاندې ځو، نورې خبرتياوې او پوهه هم ترلاسه كوو.

د اړيكو په ټينګولو كې مخكېنى كس شئ:

له نورو خلكو سره د اړيكو په ټينګولو كې ساده او بې تكلف واوسئ. خپلې خبرې په دوستانه چاپېريال كې ورسره شريكې كړئ. تر خپله وسه هڅه وكړئ چې تاسې پيلوونكى شئ. لكه څنګه چې ياست، خپل شخصيت نندارې ته وړاندې كړئ.

له هغوى سره په اړيكو كې زغم او صبر ولرئ او بايد وپوهېږئ چې تاسې هم په اسانۍ سره د نورو كسانو روحيات او اخلاقي ځانګړنې نه شئ بدلولاى. په دې برخه كې بېځايه هڅه مه كوئ، خو په دوستۍ كې مخكښ واوسئ.

لومړۍ برخه

په خپل چلند سره نورو ته څرګنده كړئ چې دوستۍ ته يې لېوال ياست:

له نورو سره دوستي يوازې په خبرو اترو سره نه رامنځته كېږي، بلكې په دې برخه كې زموږ چلند بنسټيز رول لري. پوهنيزو څېړنو جوته كړې چې له نورو سره زموږ د اړيكو په ټينګولو كې، په سلو كې اويا زموږ چلند رول لري. زيات مهال د چلند ژبه د وينا تر ژبې ډېره اغېزناكه وي. ځكه زموږ احساسات او عواطف په ښه توګه منعكسوي او دا څرګندوي، چې له نورو سره د دوستۍ په ټينګولو كې څومره چمتووالى لرو.

هغه كسان چې ځان ته د نورو دوستي نه شي راجلبولاى، وجه يې دا ده چې له نورو كسانو سره د اړيكو په ټينګولو كې وړ چلند نه لري. د ساري په توګه د خبرو په وخت كې يې څېره خواشينوونكې وي، د مقابل كس سترګو ته نېغ نه ګوري او پر څېره يې د موسكا څرك نه ښكاري.

خوشحاله او له لېوالتيا ډك نظر كولاى شي هرڅوك زموږ مينه وال كړي، په لومړي سر كې زموږ چلند د نورو پام رااړوي.  كه څه هم په دې برخه كې د مقابل كس پام ځانته راجلب نه كړو، د خبرو اترو د پيل او د اړيكو په ټينګولو كې به له ستونزو سره مخ شو. له نورو سره د اړيكو ټينګولو راز دا دى، چې په حقيقت كې ورسره مينه ولرو. يو ستر پوه الفرډ اډلر په دې برخه كې وايي:

”هغه څوك چې له نورو سره مينه نه لري، په خپل وجدان كې د هغوى لپاره كومه لېوالتيا نه احساسوي. تل يوازې وي او په ژوند كې هم تر نورو وړاندې له ستونزو سره مخ كېږي، هغه كسان وزګاره او وروسته پاتې دي، چې د نورو د دوستۍ له نعمت څخه بې برخې دي“.

تئودو روزولټ له هغو كسانو څخه و، چې له دې نعمت څخه برخمن و، هغه به د خپلو باغ لرونكو او خدمتګارانو په وړاندې هم مينه ښووله، د كوټې خدمتګار يې يو تورپوستى و، چې د هغه په اړه يې يو كتاب ليكلى، په يوه برخه كې يې وايي:

”روزولټ“ د خپلې ولسمشرۍ تر پايته رسېدو يوه ورځ وروسته د امريكا د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغى. د ماڼۍ ټول كاركوونكي ان مزدوران هم ترې راتاو شول، ده د ټولو په وړاندې مينه ناك چلند كاوه، ان چې د اشپز ترلاس لاندې كاركوونكو ته يې هم په هغه نامه غږ كاوه، چې مينه يې راپاروله، له يوې مېرمنې څخه يې چې د جوارينې ډوډۍ پخولو چارې يې سمبالولې، وپوښتل:

_ مېرمن اليس! ته تر اوسه پورې جوارينه ډوډۍ پخوې؟

_ هو! زه هره ورځ جوارينه ډوډۍ پخوم او د جمهوري رياست پر دسترخوان يې ږدم، خو دى يې نه خوري.

روزولټ ځواب وركړ:

_ دا ځكه چې هغه د دې كار ذوق نه لري. زه هره ورځ ورسره ګورم، دا به هم ورته ووايم.

اليس منډې كړې او ژر يې يوه ټوټه جوارينه ډوډۍ ورته راوړه، روزولټ هم له سلا پرته يوه ټوټه خولې ته واچوله.

سره له دې چې د ولسمشرۍ (جهوري رياست) دوره يې پايته رسېدلې وه، خو بيا يې هم له هر مزدور سره روغبړ وكړ. يو سپين ږيرى چې د خوښۍ له كبله يې پرمخ اوښكې راماتې وې، ورته وويل:

“نن ستا ليدلو دومره خوند راكړ، لكه اختر چې وي، زه به دا ورځ هېڅكله هم هېره نه كړم“.

له خلكو سره د چلند څو تخنيكونه شته، كه وكارول شي، هر څوك له نورو كسانو سره غوره او دوستانه اړيكي ټينګولاى شي. دلته به يې هم راوړو:

له نورو سره د اړيكو ټينګولو لپاره، دغو تخنيكونو ته پام وكړئ:

1. موسكا،

يوه خوندوره موسكا دا مانا وركوي چې له نورو سره د دوستۍ مينه وال يو. كله چې يو څوك په موسكه څېره له بل چا سره خبرې كوي، دى په خپل دې چلند سره غواړي مقابل لورى وپوهوي چې غواړي اړيكي ورسره ټينګ كړي. مقابل لورى هم د دې لېوالتيا ځواب وركوي، خو څنګه؟ البته دا ځواب يوه متقابله موسكا ده.

موسكا هر وخت دا مانا وركوي، چې تاسې له ژوند څخه خوښ او راضي ياست، كله چې له يو چا سره مخ كېږئ، يا غواړئ خپله دوستي ورته څرګنده كړئ، يوه موسكا د دې دوستانه اړيكو د ټينګولو لپاره وړ چاپېريال جوړوي.

پام مو وي، د خبرو اترو په وخت كې مو څېره دا هرڅه څرګندوي، ځكه چې د دوستۍ په راجلبولو كې اغېزناك نقش لري. كه څه هم ستاسو د څېرې حركتونه به د دوستۍ په راجلبولو كې اغېزناك وي، نو له هغوى سره به د اړيكو په ټينګولو كې بريالي ياست.

يو دوستانه نظر او موسكا كېدى شي مقابل لوري ته يوه لېوالتيا وي، چې تاسې خپله دوستي ورته څرګندوئ، له شك پرته هغه به هم ورته چلند درسره كوي.

2. خوشحالوونكې وضعه،

كله چې مو له نورو كسانو سره وضعه رسمي او د دوستۍ نښې نښانې ونه لري، بايد له مقابل لوري څخه هم دا تمه ونه لرئ، چې ستاسو دوستۍ ته لېوالتيا ولري. تاسې د لاس او څېرې د حركتونو په مرسته مقابل لوري ته څرګندوئ، چې درناوى ورته لرئ او د دوستۍ مينه وال يې ياست. تندى تريو نيول او سر پر لاسونو ايښوول خو څرګنده خبره ده چې د نورو دوستۍ ته، نه لېوالتيا ښيي. له نورو سره په خپله وضعه كې خوشحاله څېره ولرئ، د خپلو لاسونو او څېرې په حركتونو سره ورته څرګنده كړئ چې دوستۍ ته يې مينه لرئ. ډاډه واوسئ، چې دا ډول اړيكي به بې ځوابه پاتې نه شي. سوړ او بې مينې چلند، مقابل لورى ستاسو څخه ليرې كوي. له هغه كس سره چې غواړئ دوست مو شي دوستانه وضعه ولرئ. ستاسو رسمي چلند خلك دېته اړ باسي چې ستاسو څخه ليرې شي او دوستي درسره ونه كړي. رسمي چلند او رسمي وضعه نور خلك د اړيكو په برخه كې په يو ډول دفاعي دريځ كې ساتي. د خوښې وړ كس ته مو جرئت وركړئ، چې درسره خبرې وكړي او د خپل زړه راز درته ووايي.

3. دوستانه چلند،

په خپل ښه چلند سره خپل مقابل لوري ته عملاً څرګنده كړئ چې دوستۍ ته يې مينه لرئ، هغه او د هغه خبرو ته ارزښت وركوئ.

ټولې خبرې يوازې تاسې مه كوئ، هغه ته هم وخت وركړئ، چې پر خپل وار د بحث وړ موضوع باندې خبرې وكړي. په دې توګه تل د خبرو حد ساتئ، ټولنيز دودونه او اداب مراعات كړئ، كله چې له بهرنيانو سره خبرې كوئ، د هغوى باورونو ته درناوى ولرئ او اداب، دود او ستور يې رعايت كړئ. پام مو وي، كه دغو مسايلو ته پاملرنه ونه كړئ، مقابل لورى به هم يوه غيردوستانه څېره ونيسي.

په دې برخه كې ځكه د شخص پر چلند ټينګار كوم، چې ځينې كسان ګومان كوي، د يوه كس چلند د هغه كورنى او چاپېريالي عادت دى او كېدى شي د نورو كسانو پر دوستۍ اغېز ونه لري، حال دا چې دا سوچ او دا نظر ګردسره ناسم دى. د يوه كس چلند د هغه د بدن ژبه ده، زيات كسان زموږ پر ظاهري چلند حساب كوي، نه پر باطگن. كه تاسې هر څومره يو ټولنيز كس او له نورو سره د اړيكو د ساتنې مينه وال واوسئ، كه د دې اړيكو په برخه كې له ځانه وړ چلند ونه ښيئ، د نورو خلكو د دوستۍ په راجلبولو كې به بريالي نه شئ.

4. د اړيكو د ټينګولو لپاره تماس نيول،

په زياتو كلتورونو كې د دوو تنو ترمنځ د دوستۍ نښه لاس وركول دي. تاسې د يو چا د لاس په كښېكاږلو سره هغه ته عملاً ورښيئ چې د اړيكو او دوستۍ مينه وال يې ياست. نو هڅه وكړئ چې په دې كار كې تاسې تر مقابل لوري مخكې شئ. په داسې حال كې چې موسكا مو پر شونډو ښكاري او د مقابل لوري لاس كښېكاږئ، ځان وروپېژنئ، باور ولرئ چې په دې چلند سره مو له مقابل لوري سره د خبرو اترو پيل هم وكړ.

په زياتو نورو ټولنو كې بيا دا دود دى چې ځوانانو ته لومړى سپين ږيري لاس وركوي، خو څه پروا كوي كه ځوانان د مينې او دوستۍ د څرګندولو په توګه په دې كار كې مخكې شي.

كه هر لورى لومړى لاس وركړي، دا د مينې او دوستۍ نښه ده. دا كه لومړى كس كشر وي، يا مشر، لاس وركول د دوستۍ او اړيكو لپاره د وړ چاپېريال جوړونې پر لوري لومړى ګام دى او هغه چلند دى چې مقابل لوري ته ډېره مانا لري.

كله چې مو لاس وركړ، په ډېره مينه ورسره خبرې پيل كړئ، هېر مو نه شي، په دې حالت كې مو موسكا كولاى شي د اړيكو په ټينګولو كې اغېزناك رول ولري. مقابل لوري ته وواياست چې دوستۍ ته يې لېوالتيا لرئ او غواړئ چې ډېر ورسره وګورئ. دا خبره پر هغه ژور اغېز كوي او ستاسو خبره لا پسې ښكلې كوي.

5. د كتلو ډول،

د كتلو ژبه اغېزناكه ده. تاسې مقابل لوري ته په كتلو سره هغه پوهوئ چې خبرو ته يې لېوال ياست. كه هغه خبرې كوي او تاسې ورته ګورئ، دا كار هغه پوهوي چې د خبرو اورېدو ته يې مينه لرئ. څرګنده ده چې په دې ټولو حالاتو كې بايد ستاسو پر شونډو يوه دوستانه موسكا خپره وي. دا چلندونه مو دا مانا وركوي چې د نورو خلكو دوستۍ او اړيكو ته لېوالتيا لرئ.

كله چې له يو چا سره خبرې كوئ او تاسې ورته نېغ ګورئ، دا كار د دوستۍ او اړيكو په ټينګښت كې جادويي رول لري. كله چې هغه ته موسكى كېږئ، تاسې هم ځواب وركړئ، په ځانګړې توګه كله چې خبرې كوي، نېغ ورته وګورئ. كه نه غواړئ چې دا بهير همداسې روان وي، نو خپل كتل پرېږدئ...

كېدى شي ځينې وخت مقابل لوري ته نېغ كتل هغه هم د خبرو په وخت كې برعكس پايله ولري، يا هم د مقابل لوري د شك لامل شي، يا يې په عذاب كړي. په دې كار كې بايد احتياط هېر نه كړئ.

هغه څه چې په دې برخه كې ډېر مهم دي او بايد هر وخت ورته پام وكړو، دا دي چې بايد د خپلو خبرو په ترڅ كې هر وخت دوستانه موسكا ولرئ، كه څه هم مقابل لورى په خپل چلند كې هرڅومره بې تفاوت وي او ستاسو سره سوړ چلند ولري، كله چې ستاسو پر شونډو موسكا وويني، نرم به شي او د موسكا ځواب به مو دركړي. ځينې وخت كه مقابل لوري ته په بې مينې نظر ګورئ، هغه ته دا كار دا مانا وركوي، چې خبرو ته يې لېوالتيا نه لرئ، حتماً دا ډول كتل پرېږدئ.

په پاى كې بيا هم تكراروم، كله چې مو مقابل لورى خبرې كوي، حتماً يې سترګو ته ځير شئ، البته نه د تل لپاره، بلكې كله- كله او هغه هم په وړ وختونو كې.

6. د مقابل لوري د خبرو د تاييد لپاره سر ښورول،

كله چې مو مقابل لورى خبرې كوي، د سر په ښورولو سره يې خبرې تاييد كړئ، د هغه د خبرو د منلو لپاره، سر ښورول او دوستانه موسكا مو كولاى شي د دوستۍ او اړيكو په ټينګښت كې اغېزناك رول ولوبوي، په كوڅه او واټ كې هم له خلكو سره د چلند په برخه كې دا لارښوونې عمل كولاى شئ، په خپل دې كار سره د نورو خلكو مينه او دوستي ځان ته لاجلبولاى شئ.

ښه پام وكړئ!

هغه مطالب چې وويل شول، ټول له نورو كسانو سره ستاسو د چلند جنبې څرګندوي، چې يوازې ويل شوي شيان د دوستۍ د ټينګښت لپاره كفايت نه كوي. دا ډول چلندونه، چې هر يو يې له نورو سره د دوستۍ په ټينګښت كې بېله ژبه ده، هغه وخت اغېزناك تمامېږي چې له نرمو او دوستانه خبرو سره يوځاى شي. دوستانه خبرې په خپله داسې يو مطلب دى، چې ځانګړي تخنيكونه لري، كه په سمه توګه عملي شي، جادويي پايله به لري.

كله چې مو دا ټكي چې د نورو د دوستۍ او اړيكو راجلبولو لپاره قوي انګېزې دي، په پام كې ونيول، تاسې بايد ډاډمن شئ چې وړ او پرځاى تخنيكونه مو ترلاسه كړي، له نورو كسانو سره يې د چلند پر وخت وكاروئ او د ژورو اغېزو په تمه يې واوسئ. اوس به هغه پوښتنه راواخلو، چې په سريزه كې مو مطرح كړې وه، كله چې يوه محفل ته ورځئ، چې بېلابېل خلك په كې ښكاري، د دې لپاره چې هلته ځان يوازې احساس نه كړئ، نو څه كوئ؟

لومړى د خلكو څېرو ته ځير شئ او وګورئ چې د دوستۍ او لېوالتيا نښې په كومه يوه كې ډېرې څرګندې دي.بيا ورپسې شئ او د هغوى د پام اړونې لپاره بېلابېل تخنيكونه وكاروئ، ډاډمن واوسئ تاسې به په خپل وړ چلند سره وكړاى شئ د هغوى پام ځان ته راجلب كړي. تر هغه مهاله چې په دې غونډه كې واوسئ، ځان به يوازې ونه مومئ.

بايد له ټولو سره مو چلند يو ډول وي، د هغوى احوال وپوښتئ، د هغو موضوعاتو په باب بحث وكړئ، چې مطرح شوي، پر ځينو مسايلو نظر وركړئ، كه د مېلمستيا لپاره وربلل شوي ياست، د خوړو او د رابلنې په اړه، څه وواياست، تر هغه ځايه چې نزاكت او ادب يې ايجابوي، د كوربه ستاينه او مننه وكړئ. بيا د كوربه اخلاقي ځانګړتياوې يادې كړئ، كه وړاندې ورسره اشنا وئ، د كار او دندې په اړه يې وپوښتئ، البته ډېر زياتى مه كوئ. په دغو ټولو حالاتو كې يوه دوستانه موسكا ولرئ، ځكه چې دا مو د لېوالتيا او مينې څرګندويي كوي—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:2 PM لېږونكى:هوسۍ |
شاه ليلا بې وروره مه شې...

|  ع. س زرمتي

 

شاه ليلا بې وروره مه شې...

 

 

 

(د افغانستان ټلويزيون، د چا لپاره؟)

 

يوه ورځ مو د استاد سراهنګ خوږې او په زړه پورې سندرې اورېدلې. يوه سندره يې ټوله په دري ژبه وه، خو په پاى كې به يې ”شاه ليلا بې وروره مه شې“ په پښتو ورزياته كړه. زما يوه دوست راته وويل: د كابل ټلويزيون هم نن سبا د استاد سراهنګ د دغې سندرې غوندې شوى، ټول په دري وي او په پاى كې د ”شاه ليلا بې وروره مه شې“ غوندې څو پښتو ټكي ورزيات كړي، خو كاشكې د استاد د سندرې غوندې خوند هم ولري.

ما چې تېر كال په كابل ټلويزيون كې يو دوه ملي ضد او افغان ضد فلمونه ليدلي وو، بيا مې دا ټلويزيون نه و ليدلى، په ناباورۍ مې ورته وويل: نه، دغسې به نه وي.

دوست مې راته وويل چې د ټلويزيون يوه خپرونه هم په پښتو نه وي، كله- كله كه شاه ليلا بې وروره مه شې هغه هم په خطايي په كې وي، نو نه شم ويلاى.

په همغه ماښام مې د كابل ټلويزيون د ليدلو زحمت په ځان ومانه. دا د 1383 ل كال د غبرګولي (جوزا) د مياشتې 19 مه نېټه وه.

د ټلويزيون د هغې ورځې خپرونې دا وې:

´                    برنامهْ كودك، ټوله په دري ژبه.

´                    پوليس خدمتګار مردم، په دري ژبه.

´                    مېز مدور د مورد حفظ محيط زيست، په دري ژبه.

´                    ګزارش سفر ټلويزيوني، په دري ژبه.

´                    د اوو بجو دري خبرونه.

´                    اخبار خارجي.

´                    اهنګ دري.

´                    ورپسې د نواى كهسار خپرونه وه.

تر پښتو خبرونو وروسته چې يوې دري ژبې وياندې سر تر پايه غلط ولوستل، د احمد ولي پښتو سندره خپره شوه. ورپسې د جامعه و قانون خپرونه په دري ژبه خپره شوه. له هغه وروسته د پر طاووس خپرونه وه، چې له يوې سندرې او يوه كوچني مطلب پرته ټوله په دري ژبه وه.

د خپرونو په پاى كې د اختاپوت ټلويزيوني سريال و، چې دا هم په دري ژبه ژباړل شوى و.

زما د دوست خبرې ټولې رښتيا وې، دا راته څرګنده شوه چې د ښاغلي سيد مخدوم رهين د وزارت په وخت كې د افغانستان په ټلويزيون كې رښتيا هم پښتو ژبه په اوړو كې د مالګې ځاى لري او زما د دوست خبره د ”شاه ليلا بې وروره مه شې“ خبره ده.

له نورو تبصرو به تېر شو، وبه ګورو چې پښتو خبرونه څنګه ولوستل شول او تر كومه حده يې د هېواد په مهمو خبرو خلك پوه كړل. وګورئ:

وياندې وويل: درې ماينونه د دولت د مخالفان له خوا ايښودل شوى و...

د نورو غلطيو تر څنګ يې جمع په مفرد بدله كړه.

يو بل ځاى يې وويل: .... او د خصوصي سكتور د برخه وسايط كمشت وبوله....

زه ورباندې پوه نه شوم، چې خبر څه و؟

دغه راز د پكتيا ولايت د سټو كنډو يې ”ستي كاندو“ سيمه وبلله، چې ستي كاندو، په هغه سيمه كې بېخي نه شته.

”زاني تاوان نه دى اوشتى“ يوه بله جمله وه، چې په ناسمه بڼه يې وويله. يو بل ځاى يې وويل: ”كلنى مانى“ او اونۍ يې اونى ولوستله.

”د ايټاليا سفارت ورزشي وسايل او لوازمو مرسته وكړ“ دغه ډول مونث په مذكر او مذكر په مونث او جمع په مفرد بدلول خو په هر خبر كې و. په پاى كې يې وويل: ”خبرونه ختم شو“.

خداى شته ډېره مې خوا بده شوه، ايا په دې دومره لوى وطن كې هېڅوك نه شته، چې موږ ته په خپله ژبه د هېواد خبرونه راواوروي او پرې پوه مو كړي؟ زما د دوست وروستۍ خبره مې هم راياده شوه، چې د خداى پاماني پر وخت يې راته وويل:

”وروره! مه پسې ګرځه، په كابل ټلويزيون به داسې پښتو سندرې واورې، چې له خپلې ژبې به دې زړه تور شي، ځكه چې د داسې سندرغاړو په اواز كې وي، چې په پښتو نه پوهېږي.

څو ورځې نور مې هم د ټلويزيون خپرونې وليدلې او دې پايلې ته ورسېدم:

D د ټلويزيون د يوې خپرونې نوم هم پښتو نه دى، د ځينو نومونه يوازې په پښتو ژباړل شوي دي.

D د ټلويزيون ژبه په سلو كې 25 پښتو ده.

D د ټلويزيون سمبول په دري ژبه طرحه شوى (ر، ت، ا) په داسې حال كې چې په پښتو ژبه ډېر مناسب دى (ا، ر، ت). چې مخفف يې هم درست راتلاى شي، په دري كې مانا نه لري (رتا). پښتو نوم له انګرېزي نوم سره هم سمون لري (RTA). چې پښتو ته يې اوس هېڅ ونډه نه ده وركړې.

D زياتره هنري فلمونه پښتو ته نه ژباړل كېږي، د نوي كال او د ثور د اتمې نېټې په هنري فسټيوال كې يو فلم هم په پښتو نه و ژباړل شوى.

D د ټلويزيون زياتره فلمونه ايراني دي، چې د ايران په زياترو سيمه ييزو لهجو زموږ دري ژبي وروڼه هم نه پوهېږي، ځينو ليدونكو لا ما ته دا هم وويل چې په ايراني فلمونو كې زموږ د مذهبي احكامو سپكاوى هم ليدل شوى دى. مثلاً داسې فلمونه شته چې د پيغمبرانو په رول كې نور څوك څرګندېږي، حال دا چې پيغمبرانو ته د بديل ټاكل ګناه ده.

D په ټلويزيون كې د ملي ټرمينالوژۍ ساتلو ته هم پام نه كېږي. دانشګاه د پوهنتون پرځاى، دانشكده د پوهنځي پرځاى، دانشجو او شهروند په وار- وار ترې اورېدل كېږي، چې دا په خپله له اساسي قانون څخه يوه څرګنده سرغړونه ده.

D د ټلويزيون راپورټران په پښتو نه پوهېږي، پښتو ژبو ولايتونو ته هم داسې كسان لېږل كېږي، چې په پښتو نه پوهېږي. په ټولو رپوټونو كې پوښتنې په پښتو ژبه نه وي.

D نور اختصاصي او موقتي پروګرامونه يو هم په پښتو ژبه نه دي.

D داسې هم ليدل شوي دي، چې د ټلويزيون چارواكو د ژبې سپكاوى هم كړى دى. مثلاً د 1383 ل كال د وري د مياشتې په وروستۍ اوونۍ كې د سينما په خپرونه كې يو ليك خپور شو، چې غوښتنه يې كړې وه، فلمونه دې په پښتو نه ترجمه كېږي، تر پښتو اردو ښه ده!.

D په خپرونو كې دوه ويندويان وي، خو مطالب په پښتو لږ وي.

D د ازمونګاه ذهن خپرونه د يوه وياند له څو خبرو پرته ټوله په دري ژبه وي.

D د جمعې د شپو د فلمونو په ژباړه كې ژبنى انډول نه مراعاتېږي.

D په پښتو ژبه مطالب له هر لحاظ كمزوري دي او اكثره بې مانا وي، چې پوښتنه وشي، وايي چې پښتو ليكوال او كاركوونكي نه لرو، دا خپله يوه لويه پوښتنه ده، چې ولې پښتانه ليكوال او ژورناليسټان نه لري؟ دوى كه كاركوونكي نه لري، دا نورو ژبو ته يې څنګه تجربه كاره خلك پيدا كړي؟ دوى ځينې پروګرامونه لري، چې په بدل كې يې جوړوونكي او پروډيوسر ته ځانګړې حق الزحمه وركوي، خو دا امتياز پښتو ته نه دى منل شوى.

D ډرامې په سلو كې لس پښتو دي. په داسې حال كې چې د دغو كرښو ليكوال د ډرامو د برخې مدير همايون فېروز ته له حق الزحمې او نورو امتيازونو پرته ډرامې ليكلي او سپارلې دي، خو خپرې كړې يې نه دي.

د ټلويزيون پر خپرونو ډېرې ليكنې او نيوكې شوې دي. خو چا سر نه دى پسې ګرځولى او هسې بابېزه يې ګڼي. هيله ده چې د افغانستان د اسلامي دولت ورته جدي پاملرنه وكړي او ټلويزيون د څو تنو له انحصار څخه بهر او د ټول افغانستان په ملي ټلويزيون يې بدل كړي. موږ له خپل نوي ولسمشر څخه همدا هيله كوو، چې موږ حق لرو، په خپله ژبه راډيويي او ټلويزيوني خپرونې ولرو. كه چېرې د خيبر په نامه پښتو ټلويزيوني شبكې باندې بنديز لګول كېږي، د ايران چنلونه دې هم بند كړاى شي، كه نه، زموږ د خپل هېواد خپرونې دې سمې او ملي كړاى شي—

 

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:0 PM لېږونكى:هوسۍ |
د انټرنټ له اکسپلورر سره ځان اشنا کړه

|       ژباړه: انجنير رياض احمد عابد، ناروې

 

 

د انټرنټ له اکسپلورر سره ځان اشنا کړه

 

 

د تېرو ليدل شويو ځايونو د پتو له منځه وړل، په انټرنټ باندې چټک او safe کار کول، د پتو ساتل، د کمپيوټر له ذخيرې څخه بېكاره فايلونه ليرې کول  او داسې نور.به په دې ليكنه کې له يوشمېر لنډې ﻻرې او مهم tips سره يوځاى دروښودل شي، چې به راتلونکي کې به د Internet Explorer  كارول اسانه او په زړه پوري شي.

Internet Explorer يو له هغو موندونكو څخه دی، چې د نړۍ په کچه ډېر زيات کاروونکي لري او مليونونه خلک يې هره ورځ کاروي، چې په انټرنټ کې لټون وکړي او هر ځای ته يې چې زړه وغواړي، په دې وسيله ﻻړ شي.

دلته به تا ته وښودل شي چې څنګه کولای شې Internet Explorer تر دې هم ښه وكاروې، دا safe وي او هغه تګلارې له منځه يوسې چې تا surf کړې وه او بل كس ورباندې ونه پوهېږي.

د جوړو شويو پټو تورو passwords له منځه وړل:

كېدى شي چی ستا browser د هغو ويبځايونو د كاروونكي نوم: username او پټ توري په ذهن کې وساتي، چې ته يې surf کوې او کله نا کله د اړتيا په وخت کې هلته ورځې. د دې مانا دا ده چې که چېرې کوم بل څوک ستا کمپيوټر کاروي (کارولى دى) نوپه هغه صورت کې امکان لري دا کس ستا برېښناليک ولوستی شي او نورو هغو ځايونو ته لار ومومي، چې تا په كې ځان ته account جوړ کړی او دوى كېدى شي په ځينو وختونو کې ترې ناوړه استفاده وکړي.

ته کوﻻی شې دا password چې له نورو پټو تورو سره په ليسټ کې دي، په ډېره اسانۍ سره له منځه يوسې.

دا کار داسې کوﻻى شې:

١: Internet Explorer چالان کړه.

٢: په Tools  کې به Internet options… غوره کړې.

٣: اوس به د Contents بېلېدونکې پاڼه غوره كړې.

٤: دلته به Autofinish كښېكاږې.

٥:په Autofinish کې به  Clear password غوره كړې.

٦: کله چې درڅخه وپوښتل شوه، چې ايا غواړې پخوانی password له منځه يوسې، نو په هغه وخت کې به د OK ټنۍ كښېكاږې.

د خپلو تګلارو له منځه وړل:

ته كولاى شې ټولې هغه تګلارې چې مخكې استعمال شوي (surf شوي) ليرې کړې. په Internet Explorer  کې داسې واكونه: options شته، چې د كارولو په نتيجه کې به يې ته وکړاى شې هغه تګلارې (انټرنټ پتې) له منځه يوسې، چې مخكې ورغلى وې، په دې توګه به بل څوک ونه شي کړاى دا پاڼې وګوري. دا کار داسې تر سره کولای شې:

١: Internet Explorer به چالان کړې.

٢: په Tools کې به Internet options… غوره كړې.

٣: دلته به Delete files غوره کړې او بيا به د OK تڼۍ كښېكاږې.

٤: اوس به Clear History غوره او بيا د OK تڼۍ كښېكاږې.

٥: Internet Explorer به اوس بند کړې.

٦: اوس به Windows explorer چالان کړې.

٧: د Windows په folder کې به د Temporary Internet Files او Cookies فولډرونه تش کړې، يانې هر څه به له دې ځايونو څخه له منځه يوسې.

د نوو کړکيو (وينډوزونو) چالانول:

ته کولای شې د يوه link منځپانګه (محتوا) په کومه بله کړکۍ کې وښيې، يانې کله چې د Shift تڼۍ كښېكاږې او د موږک په وسيله يو link غوره کړې، نو د دې link منځپانګه (محتوا) به په بله کړکۍ کې وښودل شي. دا نوې کړکۍ به په عادي حالت کې په maximum size کې نه وي ، خو ته کولای شې دا په خپله decide کړې، چې دا نوې کړکۍ په کومه كچه خلاصه شي. دا کار په لاندې ډول کولای شې:

١: Internet Explorer چالان کړه.

٢: اوس به د ساري په توګه دwww.afghanan.net ويبځای ته لاړ شې.

٣: موږک به پر يوه link (هر يو چې وي) کښېږدې.

٤: د shift ټنۍ ونيسه او بيا هغه link په موږک كښېكاږه.

٥: د دې link منځپانګه (محتوی) به په يوه نوې کړکۍ کې ښکاره شي. اوس کولای شې دا کړکۍ چې هرې اندازې ته ستا خوښه وي، برابره کړې. دا کار داسې کېږي، چې د دې کړکۍ پورتنی ښي کونج به په موږک غوره کړې او بيا به يې هغې اندازې ته يوسې، څومره چې غواړې.

٦: اوس نو دا کړکۍ بنده کړه.

 تر دې وروسته چې بيا ته هر کله کومه نوې کړکۍ په دې پورتنۍ طريقه پرانيزې، هغه به په دې اوسنۍ جوړه شوې اندازه کې پرانيستل كېږي..

د مايکروسافټ د خپلسري لټون بندول:

په عادي حالت کې browser د انټرنټ د پتې د ناسم ليکلو په پايله کې د مايکروسافټ ويبځای ته ځي. کله نا کله دا كار سړى ډېر په غوسه كوي، په دې چې که د ساري په توګه په www.mashriqsoft.net کې درڅخه د q توری پاتې شي، نو د دې پر ځای چې تا ته خبر درکړي چې دا غلط دی Internet Explorer تا د مايکروسافټ د لټون ويبپاڼې ته بيايي.

کله چې Internet Explorer تا د مايکروسافټ د search ويبپاڼې ته بوځي، نو په دې وخت کې URL هم بدلېږي، يانې ته بيا يوازې دا نه شې کوﻻی چې په دې ويب پته کې يوازې د q توری ورکښېږدې او بس، خو مجبوروي دې، چې دا ټوله پته بيا له سره وليکې، خو ته کولای شې د دې automatic search يانې خپلسري لټون مخنيوی وکړې. دا کار په ﻻندې ډول کېږي:

١: Internet Explorer به چاﻻن کړې.

٢:د Tools په مېنيو کې به Internet options… غوره كړې.

٣: د  Advance بېلېدونکې پاڼه غوره کړه.

٤: اوس هغه ځای ته ورشه (په ښودونکي ليسټ کې ﻻندې راشه) چې د search for address line  کتګورۍ ته ورسېږې، په دې ځای کې د پتې له کرښې څخه لټون بند کړه.

٥: اوس به د OK تڼۍ كښېكاږې.

تردې وروسته چې بيا کله ستا څخه کومه پته ناسمه ليکل کېږي، نو Internet Explorer به په خپل سر د مايکروسافټ د پلټون ويبپاڼې ته نه ورځي، خو د دې پر ځای به تا ته يوه معياري د Error message ويبپاڼه ښودل کېږي.

د کمپيوټر د زېرمې Hard disk تشول:

که ستا د کمپيوټر په ذخيره کې ځای کم وي او نه غواړې چې په هسې بېكاره فايلونو يې ډک کړې، نو بيا خو دا ډېره ښه نظريه ده، چې غيرضروري فايلونه ترې ليرې کړې.. زما د پورتنيو خبرو مطلب دا دی هغه فايلونه چې موقتي او يا نه کارېدونکي دي، هغه به وخت پر وخت په خپله ليرې شي او هسې د کمپيوټر د زېرمې ځای به نه نيسي.

د Windows په فولډر کې يو بل فولډر د Temp په نامه شته، چې هلته موقتي فايلونه کښېښودل کېږي او بل فولډر Temporary Internet Files هم شته، چې د فايلونو شمېر او اندازه يې ډېره ژر لوړېږي، ځكه چې کله نا کله يې تشول ښه کار دی. ته کوﻻی شې خپل کمپيوټر ته ووايې چې Temporary Internet Files فولډر د Internet Explorer له بندېدو سره سم تشوه. دا کار په دې ډول کوﻻی شې:

١: Internet Explorer به چاﻻن کړې.

٢: د Tools په مېنيو کې به  Internet options… غوره كړې.

٣: اوس به advance غوره کړې، چې active options ښکاره شي.

٤: اوس نو هغه ځای په نښه کړه، چې هلته ليکل شوي Temporary Internet Files فولډر Internet Explorer له بندېدو سره سم تشوه.

نو اوس چې هر کله بيا Internet Explorer بندوې، موقتي او اضافه فايلونه به له کمپيوټر څخه ليرې کېږي او ستا د کمپيوټر زېرمه به په ناكاره څيزونو نه ډکېږي.

د انټرنټ پتې د  تګلارې موندل:

ته کوﻻی شې د يوې انټرنټ پتې ﻻره تعقيب کړې. دا پته د انټرنټ له هرې يوې پتې څخه کېدی شي وي، يانې موږ دلته د انټرنټ د ځينو ځانګړو پتو په باب خبرې نه کوو.

له دې سره به ته وکړای شې ستا له Internet  Service Provider  څخه نيولې تر هغې انټرنټ پتې پورې چې تا ورکړې، ټوله ﻻر تعقيب کړې او تا ته به د هر هغه کمپيوټر (server) نوم وښيي، چی دا ترې تېرېږي. دا کار په ﻻندې ډول کوﻻی شې:

١: د desktop په لاندې او کيڼه خوا کې به د Start مېنيو غوره کړې.

٢: اوس به Run… غوره كړې.

٣: که غواړې چې دwww.afghanan.net ټوله تګلاره بيا مومې، نو دلته به دا وليکې:

 

٤: د OK تڼۍ به كښېكاږې.

اوس به وګورې چې ستا له Internet Service Provider څخه نيولې تر دې ليکل شوې انټرنټ پتې پورې، چې دا کمپيوټرونه ترې تېرېږي او دا څومره اوږده ﻻر ده، ټول درته څرگند كړي.

د ويبپاڼو چټک ښودل:

که دا غوره کړې چې د ويبپاڼې ګرافيک graphic ښودل ضروري نه دي، نو په دې توګه به وګورې چې ويبپاڼې او وييبځايونه څومره چټک ښودل کېږي. دا په هغه وخت کې ډېر ښه دی، کله چې ته انټرنټ ته د موډيم modem په وسيله تړل شوی يې. دا کار په ﻻندې ډول کوﻻی شې:

١:  Internet explorerبه چاﻻن کړې.

٢: د Tools په مېنيو کې به Internet options… غوره كړې.

٣: اوس نو Advance غوره کړه.

٤: تر multimedia  ﻻندې به د عکسونو د ښودلو يا له ويډيويي او غږ لرونکو لوبو څخه د خلاصون لپاره په هغه ځاى کې چې X ليکل شوی، دا نښه ليرې کړه (د موږک په كښېكاږلو سره).

٥: د OK تڼۍ به كښېكاږې.

که څه هم تا د عکسونو د ښودلو يا ويډيويي لوبو د ښودلو نښه ليرې کړې وي، بيا هم کولای شې ځينې عکسونه او يا animation په ويبپاڼه کې وګورې، يانې د هغه پر تڼۍ باندې به د موږک نښه کوونکی کښېږدې او بيا به ښۍ تڼۍ كښېكاږې، بيا به دا غوره كړې چې دا عکس يا animation غواړې وګورې، نو دا کار به وشي.

په ويبپاڼه کې په تورو او جملو پسې لټون:

کله نا کله دا ډېر ستونزمن کار وي، چې ته په يوه ويبپاڼه كې په کوم توري يا جملې پسې ګرځې، خو ته غواړې چې په اسانۍ سره يې پيدا کړې، په هغه وخت کې چې د ساري په توګه يوه ويبپاڼه پنځه يا لس مخه متن ولري.

د څو تڼيو د ګډ استعمال په نتيجه کې ته کولای شې په ډېره اسانۍ سره دا توري يا جملې پيد اكړې يا دا څرګنده كړې، چې ايا په دې ځای کې هغه توري يا جمله شته او کنه؟ كېدى شي دا کار په لاندې ډول ترسره کړې:

١:  Internet explorerبه چاﻻن کړې.

٢: د Ctrl او B د تڼيو په يوځای کښېكاږلو سره به د پلټون مکالمه ييز بکس و ښودل شي.

٣:  دلته به هغه توری يا جمله وليکې، چې غواړې و يې پلټې.

٤: دلته هغه نور واكونه يا options چې شته، هغه به هم له خپلې خوښې او اړتيا سره سم غوره كړې.

٥: اوس به د Search next تڼۍ كښېكاږې.

خو يو څه دې هېر نه شي، هغه دا چې په دې ويبپاڼه کې بايد پورته او هم لاندې لټون وکړې.

تر چاپ وړاندې د منځپانګې (محتوا) کتل:

د File په مېنيو کې د print preview په غوره كولو سره به په ډېره اسانۍ سره وکړاى شې وګورې چې پر کاغذ دا چاپېدونکې ويبپاڼه څنګه ښکاري. دا اسانتيا د مايکروسافټ د نورو پروګرامونو لکه MS-Word ، MS-Excel ، او يا MS-PowerPoint ته ورته ده، يانې په هغو کې هم دا اسانتيا شته. دا کار داسې کولای شې:

١:  Internet explorerبه چاﻻن کړې.

٢: د File په مېنيو کې به print preview غوره كړې.

٣: اوس به وښودل شي چې دا پاڼه پر کاغذ باندې څنګه ښکاري.

٤: کله دې چې هر څه وکتل، نو د Close تڼۍ به كښېكاږې، چې بېرته پخوانۍ کړکۍ ته ورشې

د Internet Explorer 6 Service Pack 1 عيارول:

ټول هغه پروګرامونه updating چې د مايکروسافټ له خوا جوړېږي او عيارېږي، Service Pack (SP) د فايلونو په يوه ګروپ کې راټولوي او بيا يې خپلو كاروونكو ته لېږي او يا د کښته کولو اجازه ورکوي. دا کېدی شي د system administrator ، نورو updating او driver وي.

يو SP اکثره وخت د دې لپاره هم جوړېږي او خپرېږي، کله چې يو نوی پروګرام جوړ شي او بيا د هغه پروګرام كاروونكى په دې کې ځينې نيمګړتياوې پيدا کړي، نو د پروګرام جوړوونکي د دې نيمګړتياوو د ختمولو لپاره سرويس پيک جوړوي، چې هغه نيمګړتياوې ختمې (ورکې) کړي.

کله چې ته Internet explorer 6 Service Pack 1 انسټال کړې، نو له دې سره به security ښه يانې غوره شي او په انټرنټ کې surf کول به نور هم جدي شي. دا پورته ياد شوی کار کولای شې په دې ډول ترسره کړې:

١: مخکې له دې چې فايلونه راکـښته کړې، په كار ده څرګنده کړې چې ته د کومې ژبې ټوک correct language version ته اړتيا لرې او دويم دا چې وګوره ايا ستا کمپيوټر د دې پروګرام د چلونې زور لري؟

٢:  Internet explorerبه چاﻻن کړې.

٣: د انټرنټ د پتو په ځای کې به www.microsoft.com/download وليکې، چېInternet explorer 6 Service Pack 1 راکښته کړې.

٤: کله دې چې هغه link چې د راکښته کېدو لپاره دې ورباندې د موږک په وسيله زور کړ، نو كله چې هغه مکالمه بکس راښکاره شو، چې په هغه كې له تا پوښتنه کېږي، چې ايا غواړې دا راكښته کوونکی فايل خلاص کړې او که ثبت؟ که غواړې چې دا پروګرام سيده له انټرنټ څخه ستا په کمپيوټر کې عيار شي، نو Open غوره کړه، خو که غواړې چې لومړی دا پروګرام په خپل کمپيوټر کې ثبت او بيا يې چې کله درسره وخت پيدا شو، عيار کړې نو په هغه وخت کې به Save As…غوره کړې.

که په کمپيوټر کې دې ثبت کړ، نو په هغه و خت کې به بيا:

٥: هغه فولډر ته ورشه چېرې چې تاInternet explorer 6 Service Pack 1 ثبت کړ. اوس به هغه فايل چې عيارول پرې پيلېږي، كښېكاږې (دا فايل اکثره وخت په پای کې .exe لري).

٦: License agreement ومنه او تر هغه وروسته د Next… تڼۍ كښېكاږه.

٧: اوس چې دا بله کړکۍ وښودل شوه، په دې کې به هم د Next… تڼۍ كښېكاږې.

٨: اوس به وګورې چې انټرنټ اکسپلورر به له انټرنټ څخه ستا کمپيوټر ته راوړل شي او دلته به عيار شي. هر څه چې پای ته ورسېدل نو د Finish تڼۍ به فعاله شي او هغه به كښېكاږې.

يو څه ته دې پام وي، هغه دا چې، په هغه کمپيوټر کې چې غواړې Internet explorer 6 Service Pack 1 انسټال کړې، هغه بايد په انټرنټ پورې نښتی وي، که نه دا کار ډېر ستونزمن دى—

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 8:0 PM لېږونكى:هوسۍ |
دوه ګامه، يو هوډ

| ګزارش: اداره

 

 

دوه ګامه، يو هوډ

 

 


كه څه هم زيات كسان وايي چې د ملي يووالي پر ملا درانه ګوزارونه لګېدلي او عام ولس په دې برخه كې زيات كړېدلى، د ملي رغونې لپاره اوږدمهالې هڅه په كار ده، خو بله خوا كه ووينو، نو داسې ښكاري چې عام ولس په خپل پخواني قوت كې دى او هغه پښتو متل هم رښتيا كوي: ”د ولس زور، د خداى زور“.

په دې وروستيو كې د زياتو ولايتونو د اوسېدونكو ځينو غونډو او راټولېدنو دا خبره بېخي زبات كړه، چې خلك اوس د يووالي او ملي هدف په رڼا كې ملي هڅې كوي.

لومړى ګام،

د وږي د مياشتې 26مه، چې د سپټمبر له 16 مې نېټې سره سمون خوري، د پنځه نۍ (پنج شنبې) په ورځ، د كابل كانټيننټال هوټل په ميوند سالون كې د كندهار، هلمند، ارزګان، زابل او نيمروز ولايتونو د بېلابېلو ولسواليو استازو يوه غونډه جوړه كړې وه، چې تر يونيم سلو زياتو كسانو په كې ګډون كړى و. غونډه غرمې ته نژدې مهال پيل شوه. په پيل كې د قران كريم څو ايتونه تلاوت شول، چې محفل ته يې زياته رنګيني وروبخښله. وروسته ډاكټر عثمان خبرې وكړې، بيا د زابل ولايت د يوه استازي غلام رباني له خوا د غونډې پرېكړه ليك ولوستل شو، چې په هغه كې راغلي:

1.په افغانستان كې د ملي يووالي او ځمكنۍ بشپړتيا څخه په ټينګه دفاع.

2. د زورزياتي، تشدد او افراط ګرايۍ، توندلارتوب، د شخصي ملېشو او نورو بڼو ختمېدل.

3. روښانه او شفافه حكومتي اداره جوړول او اداري فساد په كلكه توګه له منځه وړل.

4. كار د كار اهل ته سپارل.

5. رڼو او بې طرفانه رياستي او پارلماني ټاكنو ته لاره اوارول.

6. د افغانستان د ټولو اتباعو او وګړو د حقوقو تامينول، د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا كې.

7. قانون ته غاړه ايښودل او د افغانستان د اساسي قانون له ټولو فصلونو او مادو څخه ملاتړ كول.

8. ولسواكۍ ته په زورواكۍ ترجېح وركول، د اساسي قانون له حكمونو سره سم.

9. د قانون د تطبيق مراجع تقويه كول.

د پرېكړه ليك تر لوستلو وروسته د نيمروز ولايت استازي محمد اسمعيل خان سيفي او امان الله هاتف، دغه راز د هلمند ولايت استازي عبدالاحد او حاجي سيد عمرخان، د ارزګان ولايت استازي محمد داود له دې پرېكړه ليك څخه خپل ملاتړ اعلان كړ او هيله يې وښوده چې په هېواد كې به د ملي يووالي په رڼا كې د عام ولس غوښتنو او هيلو ته درناوى كېږي.

تر دې وروسته د ټولټاكنو د دفتر مشر ډاكټر فاروق وردګ ته بلنه وركړل شوه، چې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاكنو په وړاندې يې پراته خنډونه په ګوته كړل، هغه زياته كړه چې افغان دښمنې ډلې نه غواړي، چې افغانان دې په خپله خوښه خپل ولسمشر وټاكي، نو ځكه يې پر دغو راغلو استازو ټينګار وكړ، چې دوى ډېر ولسي قوت لري، نو كولاى شي د عام ولس رايه ترلاسه كړي.

د كورنيو چارو وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل هم خبرې وكړې، چې د دې ډول غونډو رابلنه يې غوره وګڼله او هيله يې څرګنده كړه، چې په راتلونكي كې دې هم دا ډول غونډې راوبلل شي او عام ولس دې په حكومتي چارو كې خپله ونډه څرګنده كړي.

ورپسې د ارزګان ولايت د تېرې لويې جرګې استازي څرګندونې وكړې، بيا د هلمند ولايت د تېرې لويې جرګې استازې نسيمې نيازۍ خبرې وكړې، سدوزۍ توخۍ بيا د زابل ولايت په استازيتوب خپلې څرګندونې وكړې، د كندهار استازي همايون كرزي په پرېكړه ليك كې له راغلو موادو څخه د ملاتړ په ترڅ كې خوښي وښوده چې په دا ډول غونډه كې ګډون كوي، د زابل ولايت استازي نظر محمد او معاون سردار محمد هم ټينګار وكړ، چې هېڅوك د ولس رايه نه شي بدلولاى، دغه راز نورو استازو هم خپلې څرګندونې وكړې، وړاندې تر دې چې د غرمې ډوډۍ تياره شي، استازو پر پرېكړه ليك لاسليكونه وكړل او غونډه تر دعايې پايته ورسېده، چې تر غرمنۍ وروسته بيا ژورناليسټانو او د بېلابېلو اژانسونو خبريالانو له راغلو استازو پوښتنې ګروېږنې وكړې، چې له همدې سره رابلل شوې غونډه پايته ورسېده.

دويم ګام،

دا غونډه د لويې پكتيا د قومي مشرانو وه، چې د كابل په ستاره هوټل كې رابلل شوې وه. په سالون كې تر هرڅه وړاندې دوو لويو شعارونو د خلكو پام ځان ته اړاوه: ”موږ په افغانستان كې د ټولټاكنو كلك ملاتړ كوو“ او ”موږ په افغانستان كې ملي يووالى غواړو“.

ټاكل شوې وه، غونډه پر نهو بجو پيل شي، چې دا مهال يو ساعت وځنډېده، لس بجې وې چې غونډه پيل شوه. دا دوشنبه، د تلې د مياشتې شپږمه او د سپټمبر 27 مه نېټه وه.

د كورنيو چارو وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل، د خوست ولايت قومي مشر حاجي كفتان، د پكتيا قومي مشر محمد كريم باز، د پكتيكا قومي مشر حاجي عبدالمنان د غونډې د مېلمنو په توګه د دريځ (سټېج) تر شا وبلل شول، چې پر خپلو ځانګړو څوكيو كښېني.

په پيل كې مولوي ګل محمد د قران كريم څو مبارك ايتونه تلاوت كړل، ښاغلي محمد كريم باز پرانيستونكې وينا وكړه، ده په بيارغونه كې د خلكو ګډون ته اشاره وكړه، چې ډېر ترې خوښ دى، بيا يې زياته كړه چې د افغانانو د وروسته والي او شاته والي يو ستر لامل نه يووالى دى.

ورپسې د كورنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلي مياخېل خپله وينا وكړه، ده په افغانستان كې وروستۍ ټولټاكنې د ډيموكراسۍ او سوكالۍ پر لوري د تګ يوګام وباله، دغه راز يې د لويې پكتيا د ټولو قومي مشرانو او اوسېدونكو پر دې نوښت خوښي څرګنده كړه، چې دغو ولايتونو تل له مركزي دولت څخه ملاتړ كړى او د بيارغونې په چارو كې يې هم په خپله ونډه اخيستې ده.

دلته د خوست قومي مشر حاجي كفتان ته بلنه وركړل شوه، نوموړي د ولس د سوكالۍ او نېكمرغۍ راز په يووالي كې وليد، ده وويل: موږ له دولت څخه ښوونځى نه غواړو، موږ پول نه غواړو، موږ روغتون نه غواړو، بلكې تر هرڅه وړاندې ملي يووالى غواړو.

د پكتيا ولسي شاعر ولي ګل منګل خپل شعر ولوست، چې برخوالو يې ستاينه وكړه. د پكتيكا ولايت قومي مشر حاجي عبدالمنان هم وينا وكړه، ده د خپل ولايت د قومي مشرانو ونډه ياده كړه، چې هر وخت يې د هېواد په برخليك جوړونه كې رغنده رول لوبولى دى. د اوسنيو بدمرغيو او ورانيو ستر لامل يې د ملي يووالي نشتوالى وګاڼه، ده زياته كړه، د دوى سيمو ته هېڅ پام نه شته، له دې كبله زياتې ولسوالۍ يې داسې وې، چې د رايې اچونې كارټونه هم په كې نه دي وېشل شوي.

د منګلو قومي مشر وكيل سرورخان منګل بيا په خپلو څرګندونو كې وويل چې د دوى ولايت هر وخت له مركزي دولت څخه خپل ملاتړ اعلان كړى، خو له بده مرغه چې حكومت دې ولايت ته هېڅ پام نه دى كړى، ده وويل چې په خپله سيمه كې تل خپلې ستونزې، په صبر، زغم او ولسي ګډون سره حلوي. تر ده وروسته د خوست ځوان شاعر عقل خان متاثر خپل شعر واوراوه.

د خوست ولايت د هندوانو استازي امرسنګهـ هم د خلكو د دې غونډې جوړېدنه نېك اقدام وګاڼه او هيله يې څرګنده كړه چې مركزي دولت به هندوان، په ځانګړې توګه په خوست كې مېشت هندوان نه هېروي. د خوست بل استازي حاجي راز محمد خان بيا وويل: حكومتونه بدل شوي، خو بايد چې اوس ځينې معيارونه وټاكل شي، ده وويل چې په پارلمان كې دې ولس ته زياته ونډه وركړل شي. تر دې وروسته تنكي شاعر حجرالاسود يو شعر واوراوه.

د كوچيانو استازي حاجي رمضان بيا پر ښاغلي كرزي، بوش او خليلزاد غږ وكړ، چې د ده په سپينو خبرو دې نه خوابدي كېږي، ځكه ده وويل چې زيات مهال د دوى پر سيمو د ائتلافي ځواكونو له خوا بمبارۍ كېږي، چې اكثره مهال بېګناه خلك په كې وژل كېږي، دغه راز ده وويل اكثره مهال بهرني ځواكونه د دوى په سيمو كې د شپې له خوا ورځي او تالاشي كوي، اكثره كورونه د ځانونو د ساتنې لپاره ټوپك ساتي، دوى چې د شپې له خوا ويني پردي كسان يې پر كور وراوړي، نو د ځان د ساتنې لپاره ټوپك رااخلي، چې بهرني ځواكونه بيا دا خلك نيسي او بنديانوي يې.

تر ده وروسته انجنير قاري جانان خپل شعر ولوست. بيا ښاغلي ډاكټر فاروق وردګ ته بلنه وركړل شوه، چې هغه ټينګار وكړ، چې دغه استازي بايد خپلو سيمو ته په ورتګ سره له خلكو څخه هيله وكړي، چې د ملي برخليك په ټاكنه كې راوړاندې شي. تر ده وروسته د خوست د اربكيو مشر هم خپلې څرګندونې وكړې، چې په ټولټاكنو او پارلماني ټاكنو كې هر ډول همكارۍ ته تيار دي. غونډه د دعايې په لوستلو سره پايته ورسېده، چې د غرمنۍ تابيا هم شوې وه—

¯¯¯¯

نېټه Thu 28 Jun 2007ګړۍ 7:58 PM لېږونكى:هوسۍ |
د محمد نسيم نوري شاعرۍ ته يو ځغلند نظر

عبدالقديم پتيال

 

 

د محمد نسيم نوري شاعرۍ ته يو ځغلند نظر

 

 

ارواښاد محمد نسيم نوري هغه مين، ځپلى او دردېدلى شاعر دى، چې په خپل شعر كې يې دغه درې واړه حالات په داسې ډول انځور كړي، چې خداى خبر ډېر لږ شاعران به يې بيا داسې ترسيم كاندي. دى د خپل وخت هغه كړېدلى شاعر دى، چې سارى يې ډېر كم ليدل كېږي. په كندهار كې ده په خپل وخت كې ډېر شهرت لاره او په هغه وخت كې د ډېرو سرلارو شاعرانو د مخ په كتار كې درېده.

د دې لپاره چې لږ تر لږه دغه ارواښاد وپېژنو، نو د ده ډېر لنډ ژوندليك چې ده په خپله د خپل يادښت په كتابچه كې ليكلى دى، راوړم:

زوكړه:

محمد نسيم نوري د ارواښاد عبدالواحد صاحبزاده زوى او د ارواښاد غلام نبي صاحبزاده مشهور په (آغا صاحبزاده) لمسى دى.

ارواښاد نوري په 1332 سپوږميز لېږدېز او په 1291 لمريز كال كې د كندهار په (كوچني كارېزك) نومي كلي كې زېږېدلى دى. له بده مرغه چې په ځينو پښتو تذكرو كې د محمد نسيم نوري د پوره ژوندليك څرك نه ليدل كېږي او په يوه تذكره كې يې هم د زېږېدو نېټه نه ده ذكر شوې. كه د پوهاند رښتين صاحب اوسني ادبا دي، كه د استاد بېنوا صاحب اوسني ليكوال، كه د سرمحقق هېوادمل ولسي سندرې او يا يې هم فرهنګ زبان و ادبيات پښتو دي، خو له نېكه مرغه چې ارواښاد نوري په خپله د خپل يادښت په كتابچه كې خپل ژوندليك كښلى او ما ته يو څه سوانح شوه.

ده خپل ژوندليك په دې ډول ليكلى دى:

”محمد نسيم نوري، بن مرحوم عبدالواحد صاحبزاده، بن مرحوم نبي صاحبزاده، بن مرحوم رحمت الله صاحبزاده، بن مرحوم ملا اويس صاحبزاده، بن بي بي فاطمه، بنت ميا نور محمد عليه الرحمه نورزى.

ميا صاحب عليه الرحمه دختر خود را به برادر زاده خود داد اولاده از نزدش بوجود آمد، وفات حضرت ميا صاحب در سال 1171 هـ ق، بحيث اينكه سلسله نسب بنده به ميا صاحب ميرسد ازينرو تخلص خود را (نوري) اختيار نموده ام.

تاريخ تولد بنده: محمد نسيم نوري در قريهْ (كارېزك خورد) در سال 1332 هـ ق ، عروسي بنده 1353 هـ ق.“

د ارواښاد نوري د خپلې ليكنې له مخې، د ده د نسب سلسله ميا نورمحمد نورزي ته رسېږي، چې ميا نورمحمد نورزى د كندهار يو لوى عارف او زاهد تېر شوى دى. ده په شپو _ شپو بې له دې چې يو ګړى هم بيده شي، تر سهاره د لوى څښتن عبادت كاوه او د كندهار زيات خلك ورته د يوه ډېر درانه او منلي شخص په سترګه ګوري، د ده د كراماتو او ښو كارونو كيسې د كندهار له ډېرو خلكو سره خوندي دي. ښايي چې ارواښاد محمد نسيم به هم د ده د لوړ شخصيت او درانه نامه له اغېزه د (نوري) تخلص غوره كړى وي (لكه چې دى په خپله هم وايي).

دا چې ارواښاد نوري په قام نورزى و، نو غواړم چې په ډېر لنډ ډول د نورزو په باب يادونه وكړم.

نورزى قام د ابداليو (درانيو) د پنجپاى ګروپ يو غټ ښاخ ګڼل كېږي، د دراني قبيلې دوه غټ ښاخونه يو ځيرك او بل پنجپاى دى، چې د ځيرك له څانګې څخه پوپلزي، الكوزي، باركزي او بيا له هغو څخه اڅكزي، محمدزي او نور شمېرل كېږي او د پنجپاى په ګروپ كې بيا نورزي، عليزي، ساګزي ماكو او خوږياڼي شامل دي.

د حيات افغاني محترم ليكوال حيات خان افغاني په خپل اثر (حيات افغاني) كې د نورزيو ښاخ په شمېر كې له باركزو سره برابر بولي او زياتوي چې دوى په ګرمسېر او د كندهار د ده راوت له علاقې څخه تر شمالي غرنيو سيمو پورې، چې له هزاره جات سره پولې لري اوسېږي (حيات افغاني، لومړى ټوك، 215 مخ، د محقق طالبي او فرهاد  ظريفي ژباړه، د اكاډميسين پوهاندعلامه رشاد په تفصيلي سريزه_ كابل چاپ).

محمد نسيم نوري يو ټولنيز، له ملګرو سره وفادار، وطن او ژبې ته ژمن، په اداري كارونو كې سخت محتاط او اصولي، په مجلس كې يو د طنزيه انداز خاوند، خو په شخصي او كورني ژوند كې ډېر ځپلى او غمجن انسان و. دى له مادي لحاظه سخت كمزورى و او پر دغه حال يې څوك په كيسه كې هم نه وو، نه يې يارانو څه مرسته ورسره كړې ده او نه يې هم مركزي دولت په كيسه كې شوى دى (لكه تل چې وي)، دى هم د خپل عالم ورور، محمد ګل نوري غوندې له هرې خوا رټل شوى دى، محمد ګل نوري كه د افغانستان د فولكلور تر ټولو مخكښ ليكوال بلل كېږي، خو چې كتاب به يې وليكه، نو نه يې دولت په كيسه كې و او نه يې هم ملګري. يوازې دونه به وشول چې كتاب به يې يا په پښتو ټولنه كې او يا هم د افغانستان د ملي ارشيف د خطي نسخو په كتابتون كې كښېښودل شو او څه موده وروسته به يو بانفوذه ليكوال ورغى او كتاب به يې له كتابتون څخه راوايست او پر خپل نامه به يې چاپ كړ، چې بيا به ده غريب د دعوې حق هم نه لاره. هو! په افغانستان كې خو تل غريبان تر پښو لاندې شوي دي او تل يې حق خوړل شوى دى. كله چې يو وخت د مسكو د راډيو په پښتو څانګه كې د افغانستان پر لوى فولكلوريسټ ارواښاد محمدګل نوري پروګرام جوړ شوى و او ويندويانو ويل چې محمدګل نوري د افغانستان يو لوى فولكلوريسټ دى (او دا خبره رښتيا هم وه) خو ويل كېږي چې دى د مستو تاغار (يو ډول غټه پايله يا كاشين غوندې دى، چې مستې په كښې خرڅېږي) ته ناست و او مستې يې خرڅولې، دغه و د افغانستان لوى فولكلوريسټ.

ارواښاد محمد نسيم نوري هم د خپل ځپلي ورور غوندې ځپلى ژوند لاره، آن بېخي د فقيرۍ ژوند يې و.

مړينه: 

اخر دغه ځپلي شاعر او ليكوال په 1369 لمريز كال د محكوم پښتونستان (اوسني بلوڅستان) د سرانانو په كلي كې په ډېرې غريبۍ او پردېسۍ كې له دنيا څخه مرور او خپله شاعرانه، خو ځپلې اروا يې حق ته وسپارله. اروا دې يې ښاده وي.

د محمد نسيم نوري شاعري:

ښايي چې د ارواښاد نوري پر ژوند به مو څه ناڅه رڼا اچولې وي، اوس غواړم چې په ډېر لنډ ډول د ده پر شاعرۍ هم تر خپلې كمې پوهې او كمې تجربې يو ځغلند نظر وكړم:

محمد نسيم نوري دوه ډوله شاعري كړې ده، چې يوه يې د ارواښاد صالح محمد هوتك، غلام محى الدين افغان، عبدالهادي داوي او...له شاعرۍ سره ورته والى لري او بله يې د كندهار په خاص شعري ښوونځي پورې تړلې شاعري ده، چې په هغه كې هم د حميد بابا د هندي سبك او هم د كندهار د ادبستان د شاعرۍ څركونه ليدل كېدى شي.

په افغانستان كې موږ په معاصر ډول پښتو شعرونه د سراج الاخبار په ګڼو كې ليدلاى شو، چې د هغو سرلاري صالح محمد هوتك، غلام محى الدين افغان، داوي (پرېشان) او . . . دي چې شعرونو يې يو ځانګړى ملي رنګ لاره او د وطن، ملت او پښتو شپېلۍ په كې ږغول كېده.

د محمد نسيم نوري په ځينو شعرونو كې هم دغسې څركونه ليدل كېږي او ډېر شعرونه يې يو ځانګړى ملي رنګ لري، دا په دې دليل چې يو خو ارواښاد نوري تقريباً د هغو شاعرانو له دورې څه و، البته د هغو معاصر به نه و خو چندانې ليرې هم ترې نه و او بل د نوري په وخت كې د ملت، وطن، ژبې او خاورې نومونو په اذهانو كې يو ژور اغېز كړى و او دغه نومونه د ټولو په خولو كې لوېدلي وو، ځكه نو محمد نسيم نوري له دغه اغېز څخه ځان نه شو ژغورلاى او دا ښه هم و.

بله خبره د محمد نسيم نوري په شاعرۍ كې د كندهار د ځانګړي ادبي مكتب څركونه دي، چې دا هم لږ څه د څېړلو وړ ده:

محمد نسيم نوري په داسې وخت كې شاعري راپيل كړه، چې پر هغه مهال په كندهار كې شاعري په خورا جوش سره روانه وه او يو ډول د اوج مرحلې ته رسېدلې وه، په دغه وخت كې ارواښاد ملا رحمت الله بابا، محمد حسين خان ريدى، محمدر سول مسلم، صالح محمد، عبدالرزاق هېښ، عبدالنبي عزيزي، علامه پوهاند رشاد او. . . د كندهاري  مكتب  د اصولو په رڼا كې داسې شاعري راپيل كړې وه، چې سارى يې نه پخوا په كندهار كې لېدل  شوى و او  نه به هم په راتلونكي كې وليدل شي (البته په منځنۍ دوره كې، ياني تر يادې شوې دورې وروسته يوازې دا سبك مولانا عبدالغفار بريالي په خورا استادانه ډول وپاله او په اوسنۍ دوره كې موږ د دغه سبك تكړه پيرو عبدالباري جهاني بللاى شو، چې يوازې د يادو شويو شاعرانو غوندې محدود نه شو پاته او د سبك ساحه يې پراخه ده، مطلق دا نه شو ورته ويلاى چې دى يوازې د كندهاري سبك پيرو دى، بلكې د هغه سبك په رڼا كې ښاغلي جهاني ځان ته بېل سبك جوړ كړ).

هسې خو په كندهار كې پېړۍ- پېړۍ وړاندې په سلګونو شاعران تېر شوي دي او زيات شمېر دېوانونه يې ليكلي دي، چې له بده مرغه اوس يې درك و خورك ورك دى، خو د كندهار له ادبستان سره پښتو شاعرۍ نوى خوند او رنګ پيدا كړ او بيا دغه سبك تر ډېره پسې وپالل شو، د كندهار ادبستان د ديارلسمې هجري پېړۍ په دويمه نيمايي كې جوړ شوى دى، د دغه انجمن ځاى د سردار مهردلخان مشرقي كور و او د دغه ادبي انجمن مشهور شاعران ميرزاحنان باركزى، صديق اخوند زاده هوتك، مهردلخان مشرقي او . . . وو.

سرمحقق هېوادمل وايي چې د دغو كسانو زياتره شاعري د هندي سبك تابع شاعري ده او دغه سبك دوى ډېر ښه پاللى دى (د پښتو ادبياتو تاريخ، لرغونې او منځنۍ دورې: سرمحقق هېوادمل ، 224 مخ، پېښور چاپ).

په لومړي سر كې د كندهار د ادبستان سرغنه په خپله سردار مهردلخان، سردار خوشدل خان، ميرزا احمد، ميرزا حنان، شمس الدين قليچ آباد، ملا جمعه، صديق اخوندزاده، ملا ميران او . . . وو، خو په راوروسته كې دغه هندي سبك چې يوه ځانګړي كندهاري چوكاټ ته ورولوېد، ډېر پيروان يې موندل او ډېر لېوال يې پيدا كړل، خو ما وړاندې هم يادونه وكړه چې له 1310 لمريز څخه بيا د غويي تر كودتا پورې دغه سبك تر هر وخت ښه وپالل شو او په دغه دوره كې موږ د دغه سبك ډېر پاخه شاعران لرو، چې اوس يې څېړل له دې ليكنې سره سر نه خوري.

دا چې ارواښاد محمد نسيم نوري ولې د كندهار د ادبستان او يا له لويه سره د حميد ماشوخېل د هندي سبك تر اغېز لاندې و، دا يادونه ما وړاندې هم وكړه، چې په كندهار كې د هندي سبك شاعري د كندهار له ادبستان سره سم په ډېگر جوش را روانه شوه او هر كندهاري شاعر له دغه سبك څخه متاثر و، له لويه سره خو په پښتو كې د هندي سبك موْسس عبدالحميد بابا دى چې په پښتو كې ځان ته د يوه بېل سبك خاوند ګڼل كېږي، دا چې دى ولې د هندي سبك تر اغېزې لاندې راغلى، دوې وجې لري: يو خو حميدبابا په داسې شرايطو كې لوى شوى دى، چې له يوې خوا هندي سبك د خپل عروج لوړې څوكې ته نژدې شوى و او تر ډېره يې پر شرقي شاعرۍ وزر غوړولى و، بله وجه يې دا ده چې په پښتو ادب كې تر ده وړاندې د خوشال او رحمان بابا په څېر پياوړي شاعران تېر شوي وو او كه ده هغو ته توجه كړې واى، نو ښايي چې شاعري يې تر هغه اغېز لاندې راغلې واى او د سبك څښتن نه واى ترې جوړ شوى (د حميد ياد: د سر محقق روهي ليكنه، 15 _ 16 مخونه ، كابل چاپ).

دا چې ډېر پوهان حميد مومند د هندي سبك مقلد ګگڼي، ما ته دا خبره د تاْمل وړ برېښي، ځكه ده خو د هندي سبك له شاعرۍ څخه تقليد نه دى كړى، بلكې تر ډېره ځايه يې د هندي سبك پر اصولو شعر ويلى  دى او دا كار يو ځانګړى استعداد غواړي.

د كندهار ادبستان كه څه هم يو بېل ادبي تحريك دى، چې د هندي سبك پيروي يې كړې ده، خو بيا هم د دغه ادبستان ډېر شاعران په حميد مومند كې غرق وو او د هغه د شاعرۍ اغېز يې منلى و، چې په دغه لړ كې د يادونې وړ شاعر ميرزا حنان دى، چې ځان د حميدمومند شاګرد ګڼي، خو دا بيا بېل بحث دى چې ده تر كومه ځايه د حميد مومند پر پله پل ايښى دى او په دغه كار كې څونه بريالى شوى دى. دونه ويلاى شو چې كومې نازكخيالۍ، تشبېهات، كنايې او استعارې چې د حميد مومند په شاعرۍ كې دي، موږ يې د ميرزا حنان په شعر كې ډېرې كمې ليدلاى شو، كه په لنډ ډول ووايو نو ميرزا حنان باركزى د حميد مومند شاګرد دى، خو اول نمره نه دى؛ خير دا خو بېل بحث دى، خو ما دا خبره كوله چې د كندهار تر ادبستان راوروسته د كندهار تقريباً ټول شاعران يا خو د حميد مومند له شاعرۍ څخه متاْثر وو او يا هم د كندهار له ادبستان څخه، چې په لوى سر كې دغه دوه ښاخه يو ښاخ ګڼل كېږي.

تاسو د كندهار د ډېرو شاعرانو شعرونه وګورئ، چې حتماً تر ډېره پورې د هندي سبك مميزات په كې ليدل كېږي. د هندي سبك يو څو مميزات يا ځانګړنې په لاندې ډول دي:

1.                 عادي مطلب په پېچلو او سختو الفاظو كې راوړي.

2.                كه مقاهيم په تشبېه، استتعارې او كنايې سره وويل شي، له ساده ويلو څخه ورته ترجېح وركوي.

3.               كله- كله معاني هم تر الفاظو قربانوي.

4.                نادر الفاظ چې عجيبې كليمې او عبارتونه وي.

5.               د هر ډول لطيفو كليماتو استعمال ازاد ګڼي، په دې شرط چې نازكه ماناولري.

6.                د هرې ژبې د لغاتو استعمال بد نه ګڼي، په دې شرط كه د دوى مطلوب خيال ادا كړاى شي.

7.                دا سبك زياتره غنايي يا عشقي اړخ لري.

8.               په ښكلا او ښكلاپوهنه كې دا سبك ډېر مطالب لري.

9.               دا سبك د ښكلا، مينې او عشق ستاينې د مبالغې تر بريده كوي .

10.               دا سبك د مينې د وصل، هجران او فراق دردونه په ډېر افسوس او رښتيني احساس سره بيانوي.

11.               په دې سبك كې د انسانانو د مادي او معنوي ژوند ټولو ارزوګانو، هوسونو او هيلو واقعي تمثيل په ښو عباراتو كېږي ، چې له ويلو يې سړى خوند اخلي.

12.              په سبك كې تر واقعيت خيال ته هم دېر اهميت وركوي، يانې كه شاعر واقعيت هم وايي په داسې افراطي تخيل يې وايي، لكه څوك چې خوب ويني، آن كله- كله په حالاتو او غير ممكناتو كې ږغېږي، مګر بيا هم له ژوند څخه بهر نه وځي.

13.             دا سبك هر مطلب ته په هنري او تصنعي ډول د افادې طرز لټوي.

14.              ادبي فنون د دې سبك د ليكوالۍ ترازو دى.

15.             د نظم او نثر د تركيب او ادا بڼه يې ګرانه ده.

16.              بيا هم دا سبك رواني اوخوږه لهجه لري، كه څه هم په عامه لهجه خبرې نه كوي، خو د هر چا خوښېږي.

17.              په دې