تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
نــيــــولــيــكْ

كلتوري، ټولنيزه او ادبي دوه مياشتنۍ مجله

 

لومړى كال،   شپږمه ګڼه، (زمرى- وږى)، 1383ل كال.  (اګست- سپټمبر)، 2004م كال.

 

نــيــــولــيــكْ

هوسۍ په خپله يوكلنه ځغاسته كې (سرليكنه)

په اسلام كې د قلم ارزښت             

موږ د اطلاعاتو او كلتور يو ملي وزارت غواړو

رښتينې مينه                                                                       

په دې ټولنه كې د ليكوالو درنښت داسې كېږي!

د څلورو بلاوو په كړۍ كې راښكېل ولس                    

ټوپكسالاران، د اوسني دولت په لستوڼي كې  پټ ماران

ترهګر او جنګسالاران، د افغاني ټولنې  په وړاندې دوه لوى خنډونه

موږ پور غواړو، دوى نور غواړي

افغانستان ته د كمونيسټانو راستنېدنه                      

افغان او افغانستان نه منم، خو جمهوري رياست غواړم

ايا ټولو كانديدانو قانوني معيارونه منلي؟            

كه وسله ټوله نه شي، د پارلماني ټاكنو ځنډول به بې ګټې نه وي؟

د ازادو ټاكنو اصول    

ډيموكراسي                         

اخر د دې بدمرغيو پړه د چا پرغاړه ده؟

بيا هم پخواني خوبونه                                              

اساسي قانون د خلكو لپاره، كه خلك د اساسي قانون لپاره؟

نوي ولايتونه او د ښاغلي كرزي حيرانوونكي دليلونه

اوږد مزل، واړه ګامونه او ګونګ راتلونكى            

پيسه څه شى ده؟                                     

توره ټوخله                             

خوندي مورتوب                                                             

د شمالي ولايتونو لرغوني اثار او تاريخي كيندنې

څپې- څپې وزرې            (شعرونه)                    

جنسي اړيكي او تمدن                      

وفاداره                                       (طنز)

د دولتي سازمانونو پر شفافيت باندې دخلكو د پوهاوي حق

شيطان په پرېوتو كې    (د هوسۍ ناول)

مرسته!                                                             

خنداوژلي                               (لنډه كيسه)             

د پرېشانۍ لامل                                                              

سور مامور                                                   

پڼې                                                                         

لېونتون                                                            

سګرېټ پلورونكى                               

شكر، هوسۍ يو كلنه شوه                                    

ژور اندونه                                                    

د بشر د حقونو ادارې د پاملرنې وړ!

ډيوژن؛ سوالګر فيلسوف                                    

هوسۍ له ماشومانو سره                                       

له ځان سره داسې مينه وكړه!                             

په نن، پرون او سبا كې                       (د ساينس نړۍ)

لمر په دوو ګوتو نه پټېږي                                     

د XP Windows  ګړندى لارښود                  

له ايكس پي وينډوز سره ځان اشنا كړه   

پر ”ديني معلومات او غوره ويناوې“ نومي كتاب كر ه كتنه

سپېڅلې پرښتې، په دوزخي رول كې       

د نجلۍ څلى                                                 

ستا له هوسۍ سره مې سترګې وجنګولې

انځورونه څه وايي؟                                                    

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:12 AM لېږونكى:هوسۍ |
هوسۍ په خپله يوكلنه ځغاسته كې

سرليكنه:

بسم الله الرحمن الرحيم

 

هوسۍ په خپله يوكلنه ځغاسته كې

 

له هغې ورځې مو چې هوسۍ مجله پيلوله، ګومان مو نه كاوه چې موږ به يو وخت د دې مجلې كالګڼه هم خپره كړو او هغه د چا خبره يوكلن مزل به لنډ كړو. بيا هم د وياړ ځاى دى چې په دې يون كې زموږ دوستانو او د مجلې مينه والو زموږ بشپړ لاسنيوى وكړ، هوسۍ يې ونازوله، هر ډول مرسته يې ورسره وكړه او يوازې يې پرې نه ښوده.

ستونزې خو د هرې خپرونې په وړاندې زياتې پرتې وي، بيا هغه خپرونې خو زياتې ستونزې لري، چې په هېواد كې دننه، هغه هم له كابله چاپېږي او په يوه داسې ژبه وي، چې نه ورته كار كول ”كار“ ګڼل كېږي، نه هم څوك ورته خدمت كوي. موږ له لومړۍ ګڼې دا انګېرلې وه چې په دې ستونزمن يون كې به خامخا د وخت لېوان دا نازولې هوسۍ ځوروي، غاښونه به ورته چيچي، د بريد لپاره به ورته تيارى نيسي او كه نور څه نه وي، نورو ښكاريانو ته به دا لارښوونه كوي چې په يو نه، يو ډول په دې برخه كې ورته كندې جوړې كړي.

زياتو كسانو خو دغه كار يو بېځايه پيل او بې ګټې هڅه وګڼله، له دې كبله يې نه سالمه لارښوونه راته وكړه، نه يې هم زموږ په كار كې نيمګړتياوې راته په ګوته كړې. زموږ خو له هغو استادانو څخه هم زړه مات شو، چې هرځاى به يې ويل: ”زموږ مجلې بايد د معيار له مخې ډېرې ښې شي، بايد چې د څرنګوالي له مخې د نورو هېوادونو له خپرونو سره سيالي وكړي“، خو كله چې موږ ورڅخه د ليكنو او لارښوونو غوښتنه وكړه، اكثرو يې د حق الزحمې غوښتنه راڅخه وكړه، چې له بده مرغه دا زموږ په وس كې پوره نه وو، ځكه موږ نه مالي سرچينه او نه هم نور امكانات درلودل، چې دوى ونازوو. كه څه هم موږ دا د ليكوالو حق ګڼو چې بايد د ليكنې په مقابل كې حق الزحمه ترلاسه كړي، خو هغه خپرونې چې د يوه يا څو كسانو له خوا ورته ټول لګښت برابرېږي، هغوى ته ستونزمنه ده چې په يوازې سر هم د مجلې لپاره لګښت برابر كړي، هم ليكوالو ته د ليكنې په بدل كې حق الزحمه وركړي.

موږ له لومړۍ ورځې څخه هڅه وكړه چې په هوسۍ كې معلوماتي ليكنې او څېړنې زياتې كړو، له دې كبله مو دغې برخې ته زياتره هغه ليكنې راوژباړلې، چې د نړۍ په ګوټ- ګوټ كې به نوې خپرې شوې وې، چې دغې هڅې هم زيات كسان رامات كړل او هوسۍ يې په زياتو وروسته پاتو كليو او سيمو كې هم پسې وغزوله، يانې هوسۍ يوازې په ښارونو كې محدوده پاتې نه شوه، نو ځكه يې په كليو او د هېواد په ليريو پرتو ولسواليو كې هم زيات مينه وال پيدا كړل. دغه راز مو د انټرنټ، كمپيوټرپوهنې، ارواپوهنې، ټولنپوهنې، ادبپوهنې او كلتورپوهنې په باب هم زياتې ليكنې خپرې كړې، چې دغه كار هم د زياتو كسانو له خوا وستايل شو، البته مينه وال بېلابېل ذوقونه لري، چې د ټولو لپاره د خوښې وړ ليكنو برابرول يو ناشونى كار دى، ځكه چې د نورو خپرونو په شان هوسۍ له زياتو كاركوونكو او مرستندويو كسانو څخه برخمنه نه ده، ان چې تر اوسه پورې يو سم كارځاى او دفتر هم نه لري، داسې وخت هم راغلى چې د شپې ناوخته به مو كمپيوټر په غېږ كې و او موږ به ګرځېدو چې كوم دوست لورېينه وكړي او د هوسۍ كومه تياره شوې او اوډل شوې ګڼه پر ټرس كاغذ راچاپ (پرنټ) كړي، چې وروسته د اساسي چاپ لپاره پېښور ته ولېږل شي. يو ځل خو په كمپيوټر كې يوه ستونزه رامنځته شوه چې د مياشتو- مياشتو كارونه مو په كې لاهو شول. دغه راز مو هيله درلوده چې لږ تر لږه به مو د كمپيوټركار د نشتوالي ستونزه اواره شي، خو له بده مرغه چې ځينو نژدې يارانو هم په ډېره بده ورځ كې يوازې پرېښودو، خو بيا هم زموږ ارادې ټيټې نه شوې، نه مو هم په كار كې خنډ راغى، ځكه چې موږ پر كسانو تكيه نه وه كړې، بلكې موږ ته د خپل هېواد كلتورپالنه او ذهني بيارغونه ډېره د ارزښت وړ وه.

موږ دا نه وايو چې د هوسۍ دا يوكلن مزل هرڅه دي او زموږ مسووليت هم بشپړ شوى دى. په دې برخه كې زموږ دا نيمګړې هڅه په سمندر كې د يوه څاڅكي مثال هم نه لري، ځكه چې نن نړۍ دومره پرمختللې ده، چې يو خبر په څو دقيقو كې د نړۍ ټولو برخو ته لېږل كېږي، دغه راز ساينسي پرمختګونه خو دومره ډېر دي، چې د هرې ورځې لاسته راوړنې يې كه وشمېرو كتابونه به ورڅخه جوړ شي، دغه راز د انټرنټ او برېښناليك بېسارې وده او پرمختيا هم درواخله، چې نن يې په نړۍ كې يو ستر پوهنيز انقلاب رامنځته كړى، دا د يوه ستر نړيوال پرمختګ بل ګام دى. موږ هيله لرو چې د نړۍ له پوهنيز كاروان سره برابري وكړو، كه نور څه نه وي، خپل هېوادوال خو له دغو پرمختګونو څخه خبر كړو.

څرنګه چې هوسۍ له كابله خپرېږي، زموږ كار هم د يوې مبارزې بڼه لري، ځكه چې اوس مهال مو ژبه، كلتور، ټولنيز، ملي او افغاني ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ دي، ځينې ګاونډي هېوادونه په ښكاره پانګه رالېږي او غواړي چې د افغاني_ ټولنيزو ارزښتونو ستنې ونړوي، ان چې همدغو ګاونډيو هېوادونو ته وفاداره ښاغلي د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانينو سبوتاژ ته ملا تړلې، قانون په خپل لاس كې نيسي او خپل كار هم يوه روا هڅه ګڼي، هم ګټوره مبارزه! دوى د طالب د جنايتونو په تور هغه خوار ملت نيسي چې بېسارې قرباني يې وركړې ده او د هر نظام له خوا ځپل شوى، كړول شوى او پر حقونو يې تېرى شوى دى. دلته خو خوارې ”پښتو“ ته كار كول، خدمت او قرباني وركول مطلق كفر ګڼل كېږي.  كه څوك د پښتنو او پښتو د حق غوښتنې لپاره مټې رابډ وهي، بېلابېل تورونه ورباندې لګول كېږي، چې دا ډول ټاپې له رقيبې ډلې سره لږې نه دي. له دې كبله هوسيوال هم له زياتو ګواښونو سره مخ دي، په ځانګړې توګه په پلازمېنه كې، مسوول مدير يې په دې تور ووهل شو، وټكول شو او بندي شو، چې په پښتو باندې مجله خپروي، حال دا چې هوسيوالو له دولت يا كوم بل ارګان څخه تر اوسه پورې د يوې افغانۍ غوښتنه هم نه ده كړې، نه يې هم د ”فنډ“ د ترلاسه كولو هڅه كړې ده. د اطلاعاتو او كلتور په امر په څارنواليو كې راته دوسيې جوړې شوې، كله چې مو هوسۍ په وزارت كې راجسټر كړه، تر هغه وروسته راته ګواښونه وشول، چې بايد د راجسټر اصلي پاڼه بېرته وروړو، ګنې بيا به مو څارنوالۍ ته ورمعرفي كړي او هغوى به مو په نظارت خانو كې بندي كړي.

دغه راز دغه وزارت په زياتو نورو برخو كې هم زموږ د خپرونو په وړاندې خنډونه جوړوي او كه هرڅنګه وي، غواړي چې له منځه يې يوسي. موږ افسوس كوو چې دغه خوار ملت مو دومره ځپل شوى او كړول شوى، چې له ځانه د دفاع ځواك هم ورپاتې نه دى، بيا د فرهنګي بيارغونې لپاره هڅه خو پرځاى پرېږده، چې وروسته به ورته لستوڼي رابډوهې. ځكه اوس مهال خو پښتانه له يوې مخې په دفاعي دريځ كې دي چې بايد د سترو زيان رسوونكو بهيرونو مخه ونيسي او د هېواد ملي هويت خوندي وساتي، چې دا كار په يوې خپرونې، يوې ورځپاڼې يا يوې جريدې سره نه كېږي، دغه كار تر هرڅه وړاندې يوې فكري بيارغونې او يووالي ته اړتيا لري، د خلكو انسجام او د ذهني رغونې يوه سيسټم ته اړتيا لري او بالاخره د ذوقونو د اختلاف د ستونزې اوارۍ ته اړتيا لري.

څرنګه چې موږ په ولايتونو يا هم بهرنيو هېوادونو كې افتخاري استازي لرو، هغوى زموږ لپاره ډېره هڅه و هاند كوي او په تېر يو كلن مزله كې يې زموږ لپاره هر ډول قربانۍ ته ملا تړلې ده، ان ځينو استازو خو په مادي او معنوي لحاظ زيات لګښتونه هم پرځان منلي دي، هوسۍ يې په هر حالت كې نازولې ده، د ساري په توګه: فريدون الهام، ميرعالم ستانكزي، شېراحمد حيدر، سيد احمد قانع، محمد حنيف حيران، مجيب الرحمان انګار، په بهر كې خالد هادي، عبدالله احسان، يار محمد شېرولي، قدرت الله حليم، شېرزاد كاموال او نورو څخه ډېره مننه كوو، چې په هر حالت كې يې زموږ لاسنيوى كړى دى. په كار ده چې دلته يې يادونه وكړو. خو بېنوا فرهنګي ټولنه بيا د زياتې مننې او ستاينې وړ ګڼو، چې د هوسۍ هره ساه يې احسان او ښه پر لېمو وړي او نه به يې هېروي. موږ ته د دې ټولنې دا پخه ژمنه او ډاډ په خپل ستونزمن يون كې د پرمختګ او د جبر د كړيو ماتېدلو زېرى راكوي.

زموږ ارمان، هيله او اميد همدا دى، چې زموږ خواره، رټل شوې او كړول شوې ژبه وده ومومي، د كړېدلو هېوادوالو ترمنځ مو د ورورولۍ او يووالي مزي وغزوو او د خپلو ملي ارزښتونو دفاع وكړو، موږ ورته د كار، ودې او پرمختيا غوښتنه كوو. په هر صورت، د نورو خلكو ګواښونه او ځورونې زموږ لپاره لا د كار او زيار قوت راكوي، لا مو ارادې د  غرونو په شان ټينګوي او لا مو په رګونو كې د ملي جذبې لمبې بلوي.

 

 

 

په افغاني ولولو

د هوسۍ اداره

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:11 AM لېږونكى:هوسۍ |
د نجلۍ څلى

ليكوال                      : پوهنوال عبدالواسع سراج

ژباړه                           : شاه محمود عزيزي، كندهار

 

د نجلۍ څلى

 

د كندهار په زاړه ښار كې د چلزينو خوا ته يو نړېدلى څلى تر سترګو كېږي، چې د هغه ځاى خلك ورته د نجلۍ څلى وايي او په دې هكله وايي:

يو سلطان، د دلارام سيمې ته په ښكار تللى و، هلته يوه شپه وحشي غلو ورباندې يرغل وروړ. د بريد له كبله د سلطان ماندينه (مېرمن) وركه شوه. سلطان له دغې ملكې څخه يوه لور درلوده، چې د سهار د سترګې په څېر په اسمان كې ځلېده. تر خپلې زړې مينې وروسته يې له چا سره مينه ونه كړه او يوازې يې پر خپله لور باندې زړه تړلى و، چې ډېره ورباندې ګرانه وه، هغه كټ مټ خپلې مور ته شوې وه. چا به د هغې له جمال او ښايست څخه سترګې نه شواى پټولاى.

د سلطان لور ورځ په ورځ لويېده، كتل يې زړه راكښونكي او حركات يې مينه ناك كېدل. اميران او شازويان به د وخت له دود سره سم له هرې خوا د هغې د مركې لپاره راتلل. خو سلطان چې له ډېر حسادت، بغض او كينې څخه يې خپله لور په يوه لوړ، ټينګ او خوندي ځاى كې ځاى پرځاى كړې وه. ټولو مركو ته به يې منفي ځواب وركاوه او نهيلي كول به يې.

د څلي اوسپنيزه دروازه باندې يو لوى كولپ ځړېده، ده به يې د ډېر حسادت له كبله كيلي له ځان سره ګرځوله. د ځاى ساتنې ته يې ساتندويان او مينزې ګمارلې وې. په خپله به سهار او ماښام د څلي له بېشمېره زينو څخه د لور ليدو ته په ډېره خوښۍ پورته كېده.

يو وخت د ختن د پاچا زوى كندهار ته په سفر راغلى و، د څلي له مخې تېرېده چې ناببره يې د سلطان پر لور سترګې ولګېدې، هغه د څلي د سر په كړكۍ كې ناسته وه. زړه يې پرې بايلود. سم له لاسه يې خپل پلار خاقان ته ريبار ولېږه، خپل حال يې ورته وليكه او خپله له وزيرانو سره په كندهار كې كښېناست.

كله چې خاقان ته د زوى ليك ورسېد، نو ژر تر ژره يې د مركې تابيا وكړه، ډېرې فاخرې او نايابه ډالۍ يې له يوه ليك سره يوځاى د خپل وزير په لاس كندهار ته ولېږلې.

كله چې د كندهار سلطان ته ليك او ډالۍ ورسېدې، ليك يې څيرې او ټولې ډالۍ ګانې يې ستنې كړې، حكم يې وكړ چې شازوى، د هغه وزير او ورسره ملګري دې له ښاره ووځي. مين شازوى د سلطان د سرسختو ساتندويانو له وېرې وتښتېد او د ميا عبدالحكيم خانقاه ته لاړ، هلته يې په ځان پورې ور وتاړه او خاكسار شو. شپه و ورځ به تېرېده څه به يې چا ته نه ويل او په يوازېتوب كې اوسېده. يوه ورځ مياصاحب د ده هوجرې ته راغى او له ده څخه يې د احوال پوښتنه وكړه. شازوى د ميا صاحب په لمن پورې لاس ونيو او په ژړا يې له خپل حال څخه خبر كړ، په همدې بهير كې يې ډېرې اوښكې تويې كړې.

كله چې ميا صاحب د ده له حاله خبر شو او دى يې نهيلى وليد، نو سم له لاسه سلطان دربار ته لاړ او سلطان ته يې وويل:

اى سلطانه! د ختن بېنوا مين شازوى ستا د لور د مينې له لاسه په يوازېتوب كې استوګن دى، دا څه موده كېږي، چې زما په خانقاه كې اوسي او ور يې په ځان پورې تړلى دى. زه راغلى يم او هيله لرم چې د زړه سوي له مخې د دوى واده وكړې. شازوى چې ډېرې سختې ورځې شپې يې ليدلې دي، په خپله زومولۍ ومنې. دا دى ډېر وخت كېږي، چې لور دې پېغله شوې. څرنګه چې لويان وايي كله چې لور پېغله شي، بايد ژر يې وركړې، كه نه هره شپه به د مور و پلار پر غاړه يو خون وي.

پر سلطان د ميا صاحب خبرې ډېرې بدې ولګېدې، نو ويې ويل:

اى د نړۍ د وخت شيخه! هغه عزت او درناوى چې زه يې تا او ستا طريقت ته لرم، ستا خانقاه ته په درنه سترګه ګورم او خپلو سرتېرو ته مې امر وركړى، چې د ده دربار ته تلونكي ګناهكاران ونه څاري. پر دې سربېره هغه لوى سلطنتي دېګ چې زما د پلرونو او نيكونو فتوحات ورباندې ليكل شوي، هغه مې له سرو او سپينو ډك خانقاه ته درولېږه. حكاكانو ته مې ويلي چې ټول تاريخي نقشونه ځنې پاك كړي او د پاك اللهY نوم ورباندې وليكي، د اوبو لوښى ورنه جوړ كړي، چې خلك اوبه وڅښي او شفا واخلي، هيلې يې ترسره شي. زه پوهېدم چې يو وخت به ته زما په شخصياتو كې كار لرې او زما د خپلو اولادونو په برخه كې به ما ته نصيحت كوې. ګرانه شيخه! هيله كوم، ځوان شازوى له خپل دربار څخه وباسه، چې خپل هېواد ته لاړ شي.

د سلطان په دې خبرو ميا صاحب ډېر خوابدى شو. ويې ويل:

اى سلطانه! دين، مذهب او دود دا نه دى، چې ته وايې. ډاډمن واوسه چې هغه شازوى (شهزاده) هملته واوسي. د نړۍ هېڅ ځواك دى له هغه ځاى څخه نه شي ايستلاى، دى به پر خپل مكان باندې پاتې وي، لكه غر به دنګ درېدلى وي، هېڅ مغرض سړى څه نه شي ورته ويلاى.

سلطان ته درد ورغى او په غوسه ناكه لهجه يې وويل:

دا ځل د يوه سلطان په توګه تاته امر كوم چې خپله خانقاه دې له دې ځايه وباسې او له خپلو مريدانو سره ووځې، چې زما هېواد د فاسدانو له شر څخه په امن كې وي.

ميا صاحب د هغه وخت په دود سره خپل دواړه لاسونه پر سينه كښېښوول او ويې ويل:

اى سلطانه! ستا امر پرځاى دى، منم به يې. همدا اوس ستا له هېواد څخه وځم، خو خبردار اوسه چې ستا دغه هېواد به خير يونه سي، دا خبره د حقيقت د يوه پلوي په توګه درته كوم.

د هغې ورځې په ماسپښين ميا صاحب خپله كډه وتړله او له خپلو مريدانو سره يوځاى له خانقاه څخه ووت. څو ګامه لا نه وو تللي، چې يو لوى او نه درېدونكى غږ دوى ودرول، كله چې يې شا ته وكتل، ويې ليدل چې د خانقاه دېوالونه، ونې، ډبرې، خښتې او لرګي ورپسې دي. ميا صاحب امر وكړ چې دا جامد شيان دې پر خپلو ځايونو ودرېږي. كله چې دا جامدات ودرېدل، دوى هم خپر سفر ته دوام وركړ.

له دې پېښې څخه څو كاله تېر شول. سلطان خپله لور د څلي په سر كې ساتله. هغه به د شرم او حيا له كبله خپل پلار ته هېڅ خبره نه شوه كولاى، خو له مجبورۍ يې يوه ورځ په خټكي كې چاړه ووهله او خپل پلار ته يې ورولېږه. سلطان چې د لور دا ګستاخانه حركت وليد، ډېر خپه شو. امر يې وكړ چې د څلي ټولې كړكۍ دې په خښتو او خټو بندې كړاى شي، دغه راز يې د څلي د وره كيلي هم سيند ته واچوله. مينزې او غلامان به تر دې وروسته په رسۍ پورته- كښته كېدل. كله چې د سلطان لور دا حالت وليد، ورځ په ورځ يې زړه تنګېده او ډېره به نهيلې كېده.

دغه زړه دردوونكي او له خواشينيو ډك كلونه تېر شول. يوه ورځ يو پاچا د كندهار د نيولو په نيت ټول ښار محاصره كړ، خو سلطان په دې كار دومره خواشينى نه شو، ځكه ښورېدى نه شو، د ښار ټول دېوالونه ډېر جګ وو، بله دا چې په خپلو زېرمتونونو كې يې د ارغنداب او نورو سيمو ښه حاصلات درلودل، منظم سپاره او پلي سرتېري هم ورته ولاړ وو، د كارېزونو له اوبو څخه د ښار باغونه اوبېدل.

مياشتې او كلونه يو په بل پسې تېرېدل، ښار په محاصره كې و. د ښار خلكو به په بېغمۍ سره خپلې شپې ورځې سبا كولې. دوى ډاډمن وو چې يوه ورځ به يرغلګر سرتېري د ژمي په رارسېدو سره ستړي يا هم زړه تنګي شي او بېرته به د ښار محاصره پرېږدي او لاړ به شي. همداسې هم وشول، ژمى راغى، يرغلګرو هم د يو- بل په څېرو كې نهيلي او خواشيني لوستله، نور يې زغم پايته ورسېد، مشرانو يې هم تكل درلود چې د شاتګ امر وركړي.

يوه ورځ چې توند باد لګېده، د پاچا لور بيا د څلي سر ته وختله، يو ليك يې وليكه او په تار يې غوټه كړ، بيا يې د كړكۍ په اوسپنيز بازو كې وتاړه. كله چې باد هغه ښه په هوا كړ، بيا هغې تار وشلاوه. دغه ليك د باد په مرسته د دښمن په منځ كې ولوېد، تر لږ ځنډ وروسته پاچا ته ورسېد. په دې ليك كې دا مضمون ليكل شوى و:

”د ښار د فتحه كېدو كيلي له ما سره ده. كه ژمنه راسره وكړئ چې د ښار تر نيول كېدو وروسته به ما ځان ته واده كوئ، زه به دا راز درته وښيم، كه نه ډېر به غوره وي چې وخت مو ضايع نه كړئ، په دې صورت كې نو خپل لښكر ته د شاتګ امر وكړئ، ځكه چې ښار ډېر پياوړى دى، دلته د څو نورو كلونو لپاره هم خوراكي توكي شته. كه چېرې دې زما غوښتنه ومنله، د غره پر سر اور ولګوه، زه به د كاميابۍ كيلي دركړم“.

په درنښت

د سلطان لور

يوه ورځ وروسته پاچا د خپل لښكر د سپاه سالارانو په مشوره د غره پر سر اور ولګاوه. كله چې د سلطان لور د غره پر سر اور وليد، نو سم له لاسه يې ليك وليكه او د تېر په شان يې د باد په مرسته پاچا ته ولېږه.

كله چې پاچا ته ليك ورسېد، د سلطان لور په كې ليكلي وو:

”كه څه هم ستا د ښكلي بدن ګرمي مې نه ده حس كړې، خو د غره پر سر چې تا اور بل كړى و او لمبې يې اسمان ته جګېدې. ستاسو نازكه مينه يې څرګندوله، ځكه ستا د خبرو صداقت راڅرګند شو. زه ستا په خپله پښتو باندې وفا كوم. كه ته هم په خپله مردانه ژبه باندې وفا وكړې، نو ټول وګړي به درباندې افرين وايي، كه چېرې دې درغلي وكړه، نو ځمكه او اسمان به درباندې نفرين وايي. ښه ووينه، زه به هم پر خپل قول وفاداره يمه. ته هم د يوه نارينه په توګه خپلې ژمنې ته درناوى ولره. دغه ستا د بري راز دى او عمل پرې وكړه.

ډېر كلونه كېږي چې په دلارام كې د غلو له كبله مې پلار زما مور له لاسه وكړې ده. د دې غميزې له كبله دومره ترخه خاطره لري، چې د شپې له نامه څخه بېرېږي، د شپې له خوا خو بريد هېڅ نه شي كولاى. كه چېرې ته د شپې له خوا د ښار پر دېوالونو بريد وكړې او پر خپلو كسانو امر وكړې چې زر فانوسونه بل، بيا يې د وزو پر ښكرونو وتړې، بيا به زيات چغالان هم ونيسې او تر دېوال لاندې به يې ودروې، د چغالانو لكۍ په تېلو ولړه بيا اور ورواچوه.

پلار مې هره شپه له ماڼۍ څخه دېوال ته ګوري. هغه به ګومان كوي چې تا ته نوى لښكر رارسېدلى دى او پوځ مو ماڼۍ ته نژدې كېږي. زه ډېره ډاډمنه يم چې د شپې له خوا به د بريد لپاره زما پلار نوي ځواكونه را ونه غواړي، دى به ډېر ژر له ښار څخه ووځي او ته به د جګړې ګټونكى شې، بيا به زما د وصال له شربت څخه خوند واخلې“.

شپه ډېره تياره وه، هوا هم لږه سړه لګېده. د هرې شېبې په تېرېدو سره باد زياتېده، هوا نوره هم سړېده، په داسې حال كې چې ساتونكي د دېوال پر سر وو، دوى تكيه كړې وه، د يخنۍ له كبله دېوالونو ته نېغ ولاړ وو، يوې او بلې خوا ته يې كتل.

 پاچا، څو ورځې وړاندې د سلطان د لور له لارښوونې سره سم خپل ځان بريد ته چمتو كړى و.

شپه ښه تېره شوې وه، چې د لوېديځ له لوري غوغا او اوازونه رااوچت شول. په اسمان كې څه ناڅه ورېځ هم وه، چې د شپې له تيارې سره يې مرسته كوله، له غوغا سره سم د غره په لمن كې په زرګونو څراغونه راښكارل شول، چې په ډېره تېزۍ سره يې د ښار دېوالونو ته ځان رساوه. سلطان چې د خپلې ماڼۍ په څلي كې ولاړ و، ويې ليدل چې د غره په لمن كې ډېر څراغونه بل دي او د دېوال خوا ته راځغلي، سم له لاسه د دېوالونو پر سر راښكاره شول، په دې وخت كې يې وېروونكي اوازونه واورېدل.

سلطان ډېر ووېرېد، د دې حالت په ليدلو يې خپل كالي بدل كړل او د نجلۍ څلي ته راغى، ورته ويې ويل چې راځه له پټې لارې له دې ښار څخه ووځو. لور يې په ځواب كې ورته وويل: پلار جانه! ډېر كلونه دي چې ستا په امر له دې څلي څخه هم نه يمه وتلې، تګ راتګ مې له ياده وتلى دى او په دې توره شپه كې خو هېڅ شونې نه ده چې د رسۍ په مرسه له دې ځايه ووځم. پلار جانه! بيړه وكړه له ښار څخه وتښته، داسې چې ما ته ګورې دښمن زيان دراړوي. زه په لومړۍ رڼا سره ځان تر تا پورې رسوم، هغه پټ ځاى اول ما ته راوښيه چې بيا زه هم ترې ووځم، هله ژر كوه، زه قول دركوم، چې هر چېرې وې، زه درځم، د غليم لښكر ګړى په ګړى رانژدې كېږي.

سلطان د خپلې لور پر قول باور وكړ، لار يې وروښوده او په خپله لاړ. لور يې په بيړه د رسۍ په مرسته د پلار ماڼۍ ته راغله، په شپه كې يې خپله مينزه پاچا ته ولېږله او لارښوونه يې ورته وكړه چې د سلطان له نقشې څخه پاچا خبر كړي.

پر سهار د ښار خلك د سلطان له تېښتې خبر شول، خلكو د تښتېدلي سلطان لور د ملكې په توګه وټاكله، ملكې ژر تر ژره پورې د سولې بيرغونه پورته كړل او د ښار دروازې يې د كډوالو پرمخ پرانيستې. پاچا او لښكر يې په ډېر ډاډه زړه ښار ته راننوتل او سلطنتي ماڼۍ ته يې مخه كړه.

د ماڼۍ په لوى مېلمستون كې ملكه د واده په كاليو كې منتظره وه، د ماڼۍ سالون ډېر ښايسته ډيزان شوى و، له هرې خوا د عطرو بوى اوچتېده.

زرين فرش اوار شوى و، لنډه دا چې د واده ټول وسايل برابر شوي وو، شاهدان او ملا هم حاضر وو. يرغلګر پاچا له ملكې څخه غوښتنه وكړه چې لږ تم شي، ځكه چې د ښار لوى سپه سالار او لويان راحاضر شي. ملكې هم همداسې وكړل، د ټولو په وړاندې نكاح وتړل شوه.

حاضرينو دغه وصلت او واده د پاچا او ملكې لپاره يو نېك فال وګاڼه او ټولو دوى ته مباركي ويله، خوښي يې كوله. پاچا د سر په اشاره ټول خلك غلي كړل او ويې ويل:

اى د ښار خلكو!

پر دې ښار باندې زما برياليتوب د سلطان د لور له بركته دى. دا ملكه د ښار د فتحې راز د واده په مقابل كې راته وايي. رښتيا هم په خپل قول وفا كوي او اوس دا دى دا راز موږ ټولو ته راښيي. زه باور لرم، ما چې هر قول كړى پر هغه مې وفا هم كړى دى. تاسې ګورئ چې ما له هغې سره نكاح وتړله، خو ملكې له خپل پلار سره هم قول كړى و، چې كه هر چېرې وي، ځان به وررسوي. يوې مينزې د دې د پلار د تېښتې پټه لار ما ته راوښووله، خو ما د يوه قاصد په لاس ده ته د ده د ساتنې لپاره يو ليك ولېږه، په هغه كې مې قسم ياد كړى چې هېڅ زيان به نه وراړوم.

سلطان چې د خپلې لور انتظار كاوه، د سرتېرو په ليدو ناڅاپه وارخطا شو او ووېرېد. د خپل اس پر لوري يې وځغستل، يوه پښه يې د اس په ركاب كې وه، بله يې پر اس واړوله او اوس يې په چلاخه وواهه، اس هم ووېرېد او مخ پر سارا يې سر واخيست. په دې وخت كې د سلطان پښه په ركاب كې بنده شوه او لاندې ولوېد. اس هم دى- كشولو كشولو له ځان سره يووړ. دا وو هغه ليكونه، چې ستاسو اوسنۍ ملكې د ښار د فتحه كېدو رمز يې په كې ما ته ليكلى و.

د خلكو له خوا غوغا شوه او پر ملكې يې نفرين ووايه. ټولو د ملكې پر خوا هجوم وروړ، وروسته پاچا ملكې ته مخ واړاوه او ويې ويل:

اى ملكې! دا وخت رارسېدلى دى چې پر خپل هغه قول وفا وكړې، چې له خپل پلار سره دې كړى و.

يو سركشه اس يې راوست، پر هغه يې د سرو زرو زين او ركاب وركښېښودل او ملكه يې پرې وتړله، بيا يې په دښته كې د هغې په پلار پسې خوشې كړه.

كلونه تېرېدل، پرله پسې پاچايان راتلل او له منځه تلل، د سلطان نوم، د خلكو له ذهن څخه ووت او د نجلۍ له هغه څلي څخه يوازې يو موټ خاورې پرځاى پاتې دي. هغه ډبرين اودانƒ هم ډېر كلونه تر خاورو لاندې شو. خو د سلطان په وړاندې د هغې د لور خيانت د يوه داستان په توګه سينه په سينه پاتې شو—

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:11 AM لېږونكى:هوسۍ |
سګرېټ پلورونكى

 اكبر برى، جرمني

سګرېټ پلورونكى

 

(لنډه كيسه)


 

د فلم پيل ته لا ښه وخت پاتې و، چې سګرېټ پلورونكى سينما ته راورسېد. د سينما مخ زيچ له خلكو ډك و. زښته ډېر خلك: نر، ښځې، زاړه، ځوانان، لكه ټول ښار چې د فلم ليدو ته راغلى وي. ان د سينما له مخې پر لږ رادېخوا ميدان لا ډلې ډلې خلك ولاړ وو.

سګرېټ پلورونكي خبر و چې فلم نوى لګول شوى، ده ته دا هم ورمالومه وه، چې پر هر نوي فلم د خلكو ډېره ګڼه ګوڼه وي او د دې فلم خوږې سندرې خو ده خپله هم له څو مياشتو راهيسې د ښار له نژدې هر رستورانه اورېدلې وې. خو د دومره ډېرو خلكو د ورته راتلو ګومان يې بيا هم نه شو كولاى. ناباوره يې له ځان سره وويل: ".. دومره ډېر خلك؟ په دې ساړه ژمي كې؟..." او خوږې هيلې يې په زړه كې راوټوكېدې. ده فكر وكړ چې په دومره ډېرو خلكو كې به ضرور ښه ډېر سګرېټ وپلورلاى شي. له خپل فكره يې خوند واخيست. خوشاله يې د سينما دواړو غاړو ته د ټكټ پلورلو غرفو ته وروكتل. دلته خو بيا بېخي بد حال جوړ و، خلك د مچيو د ځالې غوندې يو د بل پر اوږو ورختل او په نه درېدونكي شورماشور او ټېل ماټېل كې يې همدا هڅه كوله، چې كوم ټكټ ترلاسه كړي. د سينما مخې ته پر لږ رادېخوا ميدان هم ټكټونه خرڅېدل. خو هغه د تور بازار په بيه وو، چې د اصلي بيې څلور پنځه چنده پيسې پرې اخيستل كېدې او دا بيه پرې كول د هر چا د وسې كار نه و. سره له دې د ټكټونو تور بازار هم خداى شته ښه تود و.

سګرېټ پلورونكى دغسې پر خپل ځاى ولاړ و، څو شېبې يې په تعجب او خوشاله زړه د سينما مخې ته ګڼه ګوڼه وڅارله. بيا يې خپل واړه خيرن لاسونه خولې ته ونيول، څو ځله يې ساه پرې وروكښه، چې نرۍ ګوتې يې لږ سره تودې غوندې شوې، د زړې كورتۍ جېب ته يې لاس ننويست. يو د سګرېټو تيار خلاص كړى ډبلى يې ترې راوايست. د ډبلي خوله يې پرانيستله، يو دوه سګرېټه يې نيمايي په ډبلي كې نيمايي دباندې ترې راوايستل او بيا نو مخامخ د خلكو په ګڼه ګوڼه ورګډ شو.

هرځاى چې د خلكو ډله په مخه ورتله، ورته وبه درېد، سګرېټ به يې مخې ته ورته ونيول، په نري ماشومانه ږغ به يې وويل:

_ سګرېټ، سګرېټ... دغه دى تازه سګرېټ، پيلتر (فلتر) داره سګرېټ، مزه دار سګرېټ.

كه به يې كومه دانه سګرېټ وپلورل، خوشاله به يې پيسې له سګرېټ پېرونكي څخه واخيستې، د كورتۍ په بغل جېب كې به يې واچولې، بېرته به وخوځېد، د خلكو بلې ډلې ته به ترې ورغى، بيا به يې نارې كړې:

_سګرېټ، سګرېټ... دغه دي تازه سګرېټ... پيلترداره سګرېټ، مزه داره سګرېټ... واخلئ سګرېټ...

سګرېټ پلورونكى همداسې د ولاړو خلكو له يوې ډلې څه بلې ته ورته، هرځاى يې د سګرېټو د خرڅلاو هڅه كوله او چې فلم پيلېده، نو اټكل يې رښتيا هم سم ختلى و. ښايسته ډېر سګرېټ يې پلورلي وو. هاغه لومړى خلاص ډبلى ټول خرڅ شوى و. د دويم ډبلي سګرېټ يې هم تر نيمايي زيات پلورلي وو. سګرېټ پلورونكي له دې امله خوشاله و، خو يو څه ستړى شوى هم و او لنډه نرۍ پزه يې سړو تكه سره وراړولې وه. چې خلك سينما ته ننوتل، دى هم د سينما دالان ته ورغى. زړه يې و چې هلته لومړى ځان يوڅه تود كړي. بيا به د ورپاتې سګرېټو د پلورلو فكر هم وكړي. د سينما دالان ښه تود و. اوس دومره خلك نه وو پكې. فلم څو شېبې مخكې پيل شوى و. ږغ يې دلته هم ښه هوسا اورېدل كېده.

سګرېټ پلورونكى د دالان په يوه ګوښه ګوټ كې ودرېد. دواړه لاسونه يې په تخرګونو كې ونيول، چې له سړو كرختې ګوتې يې تودې شي. د دالان تودوښې يې نور بدن هم ورو ورو غوړاوه. اوس يې ژامه دومره نه رېږدېدله. ده له دې تودوښې خوند اخيست. خوشاله يې لږ بړوتې راوتلې سترګې د سينما په دالان كې وغړولې. دالان ټول د پخوانيو او نويو راتلونكو فلمونو له پوسټرونو ډك و. راز راز لوى او واړه پوسټرونه. په هر يوه كې د يوه بېل فلم كيسه. په هر يوه كې د يوې بېلې صحنې انځور.

دلته چا يوه ښايسته نجلۍ په غېږ كې نيولې وه، په مينه وړو سترګو يې يو بل ته سره كتل. هلته د چا غښتلي ځوان ماشينګڼ په لاس كې مخامخ يې پر ورته ولاړو كسانو بريد ورووړ او تر دغو ورهورې بيا د فلم يو "هلك" په زنځيرونو تړلى څو نېزه لرونكو كسانو خدازده كومې خوا ته كشاوه. سګرېټ پلورونكى همداسې له يوه پوسټره بل ته وركتل. هر يوه ته به لنډه شېبه ځير شو، بيا به يې آبل پوسټر ته سترګې ترې واړولې. خو په يوه پوسټر كې يې سترګې ښخې پاتې شوې، په دې پوسټر كې هم ژمى و. مځكه تكو سپينو واورو پوښلې وه. ان د ونو پر څانګو لا دومره واوره پنډ وه، چې ځينې يې لاندې راكږې كړې وې او د پوسټر په منځ كې د فلم "هلك" او "نجلۍ" يو بل د واورو په غونډارو سره ويشتل. دواړه خوشاله وو. د دواړو خولې په خندا خلاصې وې او دواړو ښه تاوده كالي  اغوستي وو. هم د فلم هلك، هم د فلم نجلۍ ښه پنډ بالاپوښونه په ځان او نوي نزي موزې يې په پښو وې. د فلم نجلۍ خو آن يو ښكلى مفلر لا له غاړې راتاو كړى و، د هغوى دې تودو جامو ته د سګرېټ پلورونكي زړه هوس وكړ. ځان ته يې وويل چې كاشكې ده هم داسې پنډ بالاپوښ او تودې موزې درلوداى. بيا خو به يې نه سړو داسې هډونه وركرختول او نه به د ژمي خټې چيكړې، د زړو بوټونو له سوريو پښو ته ورتلې، بيا خو به يې ضرور ښه ډېر سګرېټ پلورلاى شواى او ښې ډېرې پيسې به يې ګټلې. دومره ډېرې چې ان خپلې مور او كشر ورور ته به يې لا بالاپوښونه او موزې پرې اخيستي واى.

له دې سره يې خپله كورنۍ سترګو ته ودرېده. څه باندې يو كال مخكې يې پلار مړ شوى و. له هغې ورځې راهيسې د كور ټول بار د ده د مور او ده پر اوږو لوېدلى و. خو دوى همت نه و بايللى، چې د پلار له ښخولو او ماتمه راخلاص شول، لستوڼي يې رابډوهل، په كلكه يې د ژوند بار ته اوږه وركړه. مور يې د خلكو كالي مينځل پيل كړل او ده څو اوونۍ وروسته همدا سګرېټ پلورل، دى هره ورځ ښار ته راته. هلته يې له يوه مهربان دوكانداره د سګرېټو څو ډبليه اخيستل، هغه يې په دانه يي ډول پر خلكو پلورل. په دانه يي ډول د سګرېټو د خرڅلاو او پر يوه ځاى د بشپړ ډبلي د خرڅولو د بيې ترمنځ يو څه توپير و او همدا د بيو د توپير چې څه پيسې كېدې هغه د سګرېټ پلورونكي ګټه خته.

سګرېټ پلورونكى به له همدې امله هره ورځ تر مازديګره د ښار ګوټ- ګوټ د سگګرټ پلورلو په هيله تر پښو لاندې كړ. مازديګر چې به كور ته د تلو وخت شو، سګرېټ پلورونكى به لومړى دوكاندار ته ورغى. هغه ته به يې ورپاتې سګرېټ او د پلورل شويو سګرېټو پيسې وركړې او چې كومې پيسې به ده ته پاتې شوې، هغه به يې مخامخ كور ته ورسره يووړې. په دا بله ورځ به همدا وضعيت بېرته له سره پيل شو.

دا، د كور په خرڅ كې د ده ونډه وه. كه څه هم اكثره وخت دومره لويه ونډه نه وه، په تېره بيا په هغو ورځو كې چې مور يې هم كار كاوه. خو اوس چې يې مور له يوې اوونۍ راهيسې په كور كې ناروغه ورته پرته وه، د ټول كور خرڅ بايد له همدې پيسو  پوره شوى واى. اوس يې هم د مور، هم د كشر ورور سترګې يوازې ده ته وراوښتې او دې كار د ده پر اوږو بار لاوردرناوه. همدغه نن سهار ورياد شو. مور يې سخته ټوخېده، ورور يې ښار ته له تلو مخكې ورته ويلي وو:

_ چې بازال ته لالې، لز خوزې هم دل سله لاوله. (چې بازار ته لاړې، لږ خوږې هم درسره راوړه).

پر ده د هغه دا خبره دومره ښه نه وه لګېدلې. مور يې خدازده ولې ورور داسې په خوږو ورته اموخته كړى و، چې اوس يې له ده څخه هم خوږې غوښتې. سره له دې يې منت نه و ورباندې كړى. مازې يې ورته "ښه" كړې وه. بې له دې چې خپله يې هم د خپلې ژمنې پوره كېدل زړه ته لوېدلي وي. خو اوس چې يې د خپلې نن ورځې سودا ته كتل. دا هيله وركې راولټېده چې ښايي نن د خپل ورور غوښتنه هم ترسره كړاى شي. نن يې كار و بار ښه و، تر اوسه لا مازديګر ته ښايسته وخت پاتې و او ده، دا و ښه ډېر سګرېټ پلورلي وو، دې فكر د رضايت او غرور خوندور احساس وركې وځغلاوه. سګرېټ پلورونكى په همدې چورتونو كې ډوب و، چې يوه بړزن ږغ يې د فكرونو لړۍ وشلوله:

_دلته چې شى (څه شى) كيې (كوې)؟

سګرېټ پلورونكي وارخطا د سينما كاركوونكي ته وكتل، چې ناببره يې مخې ته شين شوى و. تلولى يې ورغبرګه كړه:

_ هېڅ.

او چې د هغه سترګې يې بيا هم دغسې نېغې وركتونكې وليدې، پرې ورزياته يې كړه:

_مازې لږ ځان تودوم، بېرته ځم... دباندې ډېر ساړه دي.

د سينما كاركوونكي په ملنډو وويل:

_ځان تودوې؟... دا څه حمام دى، چې ځان پكې تودوې؟ ځه ووزه!... لنډه غره.

 سګرېټ پلورونكي ته د كاركوونكي وروستى لوز خوند ورنه كړ. خو څه يې ونه ويل، د سر په خوځولو يې ورته "ښه" كړه. دغسې غلى د سينما له دالانه ووت.

دباندې هوا هماغسې سړه وه. خو سګرېټ پلورونكى اوس ښايسته ډېر تود شوى و. له ځان سره يې فكر وكړ، چې د فلم د تفرېح تر وخته په ښار كې څه سګرېټ وپلوري. بيا چې د فلم د تفرېح وخت شي، بېرته به سينما ته راشي. په همدې نيت مخامخ د سينما اړخ ته پر دوكانونو وررهي شو. هلته يې هم  هرځاى چې پر خلكو ورپېښېده، د سګرېټو ډبلى مخې ته ورته نيوه، هماغه هر وختنۍ خبر يې ورته تكراروله:

_سګرېټ، سګرېټ... دغه دي تازه سګرېټ... پيلترداره سګرېټ... مزه داره سګرېټ... واخلئ تازه سګرېټ....

سګرېټ پلورونكى ښايسته ډېر په ښار كې وګرځېده، چې د فلم د تفرېح وخت يې رارسېدونكى وګاڼه، راتاو شو، بېرته يې د سينما لار په مخ كې واچوله، هغه اوس لا خوشاله و. بخت يې رښتيا هم نن ياري ورسره كړې وه. د سګرېټو دويم ډبلى يې غونډ پلورلى و. له درېيم ډبلي څخه يې لا څو دانې پلورلي وو، د دې ډبلي ټولې پيسې د ده برخه كېدې. دې فكر يې نرۍ موسكا پر شونډو وغوړوله. ځان ته يې وويل د فلم د تفرېح پر وخت به دغه پاتې سګرېټ هم په منډه وپلوري، بيا به نو كاله ته له خيره ځي. يو ځل خو يې خدازده ولې زړه ته دا هم ورتېره شوه، چې كاشكې يې نن لږ څه ډېر سګرېټ ورسره رااخيستي واى. په داسې ښه ورځ يې ښايي هغه هم پلورلي واى. خو بېرته يې ځان په دې قانع كړ، چې همدا پيسې يې هم تر تېرو ورځو ښې دي. دى اوس ډاډه و چې ښايي نن ورور ته څه خوږې وپېرلاى شي. ګامونه يې لا پسې چابك كړل. په لار كې يې په احتياط ګامونه اخيستل. هرځاى چې څه خټې چيكړې په مخه ورتلې لار يې ترې چپوله.  سره له دې يې پښې بيا هم لندې شوې وې، خو ده اوس دومره رى نه په كې واهه.

دغسې د سګرېټو ډبلى په لاس كې ګړندى او راضي وړاندې ته. چې د سينما مخې ته تېرېدونكي سړك ته ورتاو شو، غاړه يې لږ اوږده كړه، په ځير يې مخامخ وكتل. هلته ليرې يې سينما تر سترګو شوه. تر اوسه لا د خلكو ګڼه ګوڼه نه پرې مالومېده. خوشاله يې ځان ته وويل: "ځه شكر، لكه چې ښه وخت ورته راورسېدم" او پرې وررهي شو. په همدې وخت كې يې له څنګ ته خامه سړكه يوه موټر ته پام شو چې د ده پر لوري پاخه سړك ته رادرومي. موټر نور هم وړاندې راغى. سګرېټ پلورونكى د سړك څنډې ته پر خپل ځاى ودرېد. فكر يې وكړ هسې نه چې موټر يې څنګ ته د تېرېدو پر وخت د سړك اوبلنې چيكړې جامو ته وروشيندې ځكه يې ښه وګڼله چې لومړى موټر پاخه سړك ته ورننوتو ته پرېږدي، بيا به د سړك ابلې غاړې ته ورواوړي. خو موټر لا پاخه سړك ته نه و رارسېدلى، چې هلته پنځه شپږ ګامه وړاندې پر هماغه خامه سړك ورته ودرېد. سګرېټ پلورونكى لږ حيران غوندې شو. ګونځې ټنډه يې په ځير موټر ته وروكتل. ښايستوكى تك سور موټر و. د مخ په سيټ كې دوه همدا شل پنځه ويشت كلن ځوانان ناست وو. د شا سيټ يې هم ډك مالومېده. سګرېټ پلورونكي همداسې دوى ته وركتل، چې موټرچلوونكي د لاس په اشاره ځان ته وروغوښت. سګرېټ پلورونكي شا و خوا وكتل، هسې نه چې بل چا ته يې اشاره كړې وي. خو چې موټرچلوونكي بيا لاس ورته وښوراوه، دى هم نور ماتل نه شو. په بيړه د موټر خوا ته ورغى، د موټرچلوونكي كړكۍ ته ودرېد. موټر چلوونكي كړكۍ خلاصه كړه. ده دننه موټر ته وروكتل. د شا په سيټ كې هم درې تنه ناست وو. ټول همدا د موټرچلوونكي په منګ. ټولو سرې ځلنده سترګې دغسې جينګه خوله ده ته وركتل.

موټر چلوونكي وپوښتل:

_ نوم دې چگي شى دى؟

ده وويل:

_ سيپودين (سيف الدين).

موټر چلوونكي تكرار كړه:

_ سيپودين؟

او له دې سره ټولو په كړس وخندل. سګرېټ پلورونكى د دوى د خندا په مطلب پوه نه شو. په تعجب يې زړه ته ورتېره شوه چې په دې كې نو د خندا څه خبره ده، خو څه يې ونه ويل. دغسې پر خپل ځاى ولاړ يې دوى ته وركتل. موټرچلوونكي بيا ده ته مخ ورواړاوه. سر تر پايه يې له نظره تېر كړ، پسې وې پوښتل:

_ څو كلن يې؟

_ لس كلن.

موټرچلوونكي بيا تكرار كړه:

_ لس كلن؟

او بې له دې چې د ده ځواب ته ماتل شي، پرې ورزياته يې كړه:

_ بيا خو نو غټ سړى يې... واده دې كړى؟

دا وخت بيا د ټولو خندا كړس وهل. داسې په تاو يې ورباندې وخندل چې له زوره يې د يو دوو تنو په سترګو كې اوښكې راټولې شوې. سګرېټ پلورونكى پوه شو چې دا خلك خوشې ملنډې ورباندې وهي. نور يې دلته خپل پاتې كېدل بې ګټې وګڼل. د بېرته ترې تلو تابيا يې وكړه. خو دى لا نه و ترې خوځېدلى، چې موټرچلوونكي يې د سګرېټو ډبلي ته وكتل:

_په دې سګريټو څه كيې؟

_خرڅوم يې.

د موټر د شا له سيټه يوه ټنډمخي ځوان په ماناداره لهجه ورغبرګه كړه:

_ښه؟... ماسكه ويلي خپله يې څكوې.

او له ورسره ناست ځوان سره يې په كټكي ورباندې وخندل. سګرېټ پلورونكى تريو هغوى ته وروكتل. د هغوى دا هر واري خندلو خلق ورتنګ كړى و. له ځان سره يې بې اختياره وويل چې په دې خلكو خدازده څه شوي، چې هسې په خوشې او بېځايه خبرو خاندي. په همدې وخت كې يې موټرچلوونكي د فكرونو لړۍ پرې كړه:

_نو بيا ولې داسې نېغ راته ولاړ يې. راكه يو كوتى (قوطي) سګرېټ چې ورځ مو همدلته تېره شوه.

سګرېټ پلورونكي هغه ته مخ ورواړاوه، حيران يې وويل:

_ يو كوتى؟

چې هغه وويل:

_ هو كنه.

سرګردانه يې پرې ورزياته كړه:

_ يو پوره كوتى خو نه لرم.

دې ځواب موټر چلوونكي ته خوند ورنه كړ. بې حوصلې يې وويل:

_نو څومره سګرېټ لرې؟

ده د سګرېټو خلاص ډبلى ورته ونيو:

_مازې دغه.

موټر چلوونكي ناراضه سترګې سره تاو راتاو كړې. بيا يې قارجن غوندې ده ته وروكتل، ويې ويل:

_راكه همدغه.

سګرېټ پلورونكى وروړاندې شو. د سګرېټو ډبلى يې لومړى د موټر چلوونكي بيا د آنورو مخې ته ونيو. له دې سره يې د هغوى له خولو څخه د سركې غوندې يو تېز بوى هم تر سوږمو شو. پر سګرېټ پلورونكي دا بوى ښه ونه لګېد، چې هغوى هر يوه يو يو دانه سګرېټ ترې واخيست، ده هم تريو تندى ځان ژر بېرته د دوى له خولو څخه راليرې كړ. ټولو سګرېټونه ولګول. موټرچلوونكي ښه غټ كش له سګرېټو وكړ، په څنګ يې ده ته وروكتل. په داسې حال كې چې د دود لوخړه يې پرمخ ورپو كوله، وې ويل:

څه داسې رډ رډ راګورې؟

سګرېټ پلورونكي وويل:

_پيسې!

او چې موټرچلوونكي وپوښتل:

_د څه شي پيسې؟

د سګرېټ پلورونكي زړه "شړق" ورته ولوېد. حيران يې له ځان سره وويل څنګه د څه شي پيسې، وارخطا يې لاړې تېرې كړې ورغبرګه يې كړه:

_د سګرېټو پيسې.

موټرچلوونكي په كش داره لهجه تكرار كړه:

_د سيګ... رى... ټو.. پيسې؟!

او ماناداره يې خپلو انډيوالانو ته وكتل. هغوى هم ماناداره موسكا په شونډو يو بل ته سره وكتل. څنګ ته ناست ځوان يې وويل:

_رښتيا وايي كنه.. وركه پيسې.

ده په نرمه هغه ته "ښه" كړه، ده ته يې وويل:

_راشه!

سګرېټ پلورونكي د پيسو په تمه وروړاندې شو. خو موټرچلوونكي ناببره له جاغور راونيو، په زوره يې ځان ته راكش كړ. بيا يې په داسې حال كې چې تېرې سترګې د هغه ډارېدلو سترګو ته نيولې وې، وويل:

_واخله!

او په تاو يې بېرته له ځانه پورې واهه. سګرېټ پلورونكى شا په تخته د سړك په خټو كې ولوېد. يوه سوي درد يې په ملا كې څړيكه كړه. په خټو لوند خيشت پړنګ په ژړا شو. د هغه د ژړا سوى ږغ د دوى د خندا له كړس سره په سړه هوا كې خپور شو. خو په شدت د موټر د خوځېدلو غرهار دا دواړه ږغونه په ځان كې ومروړل—

 

28/2/1358هـ ل كال

كابل- افغانستان

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:9 AM لېږونكى:هوسۍ |
د پرېشانۍ لامل

ليكوال : سعادت حسن مـنټـو

ژباړن : باركوال مياخېل، كندهار

د پرېشانۍ لامل

 

(لنډه كيسه)

 

نعيم زما خونې ته راننوت او پټه خوله پر څوكۍ كښېناست. ما سترګې پورته كړې او د هغه پر لوري مې وكتل، د ورځپاڼې وروستۍ پاڼې لپاره مې چې كومه ليكنه كوله، بېرته مې دوام وركړ، خو ناڅاپه مې د نعيم په څېره كې څه ناڅه بدلون احساس كړ. ما له سترګو څخه سترګۍ (عينكې) ايسته كړې، بيا مې د هغه پر لوري وكتل او ورته ومې ويل: "څه خبره ده نعيمه!. داسې ښكاري چې چورت دې خراب دى".

نعيم پر خپلو وچو شونډو ژبه تېره كړه او ځواب يې راكړ: "څه ووايم، په عجبه ستونزه كې راګير شوى يم. په نه څه باندې يوه داسې خبره شوې ده، چې زه اوس چا ته د خپل مخ د ورښكاره كولو جوګه هم پاته نه شوم".

ما چې د كاغذ څومره پاڼې ليكلې وې، ټولې مې يو ځاى كړې او يوه څنګ ته مې كښېښووې، په زياته تلوسه مې ترې وپوښتل: "كومه پېښه خو به نه وي شوې... د فلم په كمپنۍ كې خو دې له كومې فلمي ستورې سره.....".

نعيم سم له لاسه راته وويل: "نه وروركيه! د فلم له كومې ستورې سره مې هېڅ نه دي شوي. په يوه بله ستونزه كې راګير شوى يم. كه ته وخت لرې نو غواړم چې خپل ټول داستان درته واوروم".

نعيم زما ملګرى دى. له هغه راهيسې چې بمبيي ته راغلى، نو زما ملګرى دى، ځكه چې هغه له خپل راتګ سره سم زما په ورځپاڼه كې كار پيل كړ او ځان يې د ډېر وړتياوو څښتن كړ. وروسته سوكه- سوكه چې كله زه د هغه له لوړې كورنۍ څخه خبر شوم او همداسې يې ځينې نور اړخونه راته څرګند شول، نو زما په زړه كې د هغه عزت نور هم زيات شو، په هر حال، خو تر شپږو مياشتو په لنډه موده كې هغه زما ډېر ښه ملګرى شو.

نعيم زما د ورځپاڼې د لا ښه كېدو او معيار لپاره تر ما ډېرې هڅې وكړې. هره اوونۍ چې به هغه يوه نوې كيسه ليكل پيل كړل او ما چې د هغه درې څلور كيسې ولوستې، نو ما دا احساس كړل، چې كه نعيم همداسې په ورځپاڼه كې بوخت وي، نو د هغه ټوله پوهه به بېځايه شي، همداسې په يوه فلمي كمپنۍ كې مې ورته د كار غوښتنه وكړه او هغه سم له لاسه هورې د مكالمه ليكونكي په توګه په كار وګومارل شو.

دا چې د فلمي كمپنۍ د كار پر مهال نعيم د هغه ځاى پر مشرانو او شتمنو څومره اغېز وكړ، په دې اړه زه هېڅ نه يم خبر. زه بېخي بوخت سړى يم، خو له نعيم څخه يو دوه ځله راته دومره څرګنده شوې ده، چې هلته د ده كار خوښ كړاى شوى دى، اوس نه ده څرګنده چې ناببره څه پېښه شوې ده، چې د هغه رنګ د كوركمن غوندې داسې زېړ اوښتى دى.

نعيم خورا ښه سړى دى، له هغه څخه د كوم ناوړه كار هيله نه شي كېداى، زه زيات په فكر كې شوم، چې داسې كومه ستونزه رامنځته شوې چې نعيم يې له كبله چا ته د خپل مخ د ورښكارولو جوګه نه دى پاته شوى. ما له هغه څخه اجازه وغوښته، ژر- ژر مې د وروستۍ كاپۍ لپاره د ليكنې پاته برخه بشپړه كړه او ټولې پاڼې مې كاتب ته وركړې، اوس نو له نعيم سره كښېناستم". وروركيه! وبخښه ما دستي ستا داستان وانه ورېد... خو دا پوښتنه بايد وكړم چې دغه داستان څنګه رامنځته شو؟... ته.... ته.... خير پرېږده دغه كيسه، ته دې ما ته ټوله كيسه تېره كړه".

نعيم له خپل جېب څخه سګرېټ راوايست، بل يې كړ او ويې ويل: "اوس زه تا ته څه ووايم، هغه څه چې وشول، زما له ناپوهۍ څخه وشول. زموږ په فلمي كمپنۍ كې يو فلمي ستورى دى. عاشق حسين نومېږي چې اولنومره ناپوه دى، خو بيا هم د نورو په څېر زه هغه نه ځوروم، ځكه هغه له ما سره په ناسمه توګه مينه كوي، دغه "مينه كول" مې ځكه وويل چې هغه له ما سره داسې خبرې كوي، څنګه چې له ښكلو ښځو سره كېږي".

ما وخندل : "ته دومره ښايسته خو هم نه يې".

د نعيم پر ژېړبخونه څېره باندې هم د خندا سرې- سرې كرښې خورې شوې. "هېڅ نه پوهېږم، چې دا څه دي؟. په اصل كې هغه د خپل اخلاص او خپلې تلپاتې مينې څرګندول غواړي، له همدې امله له دې طريقې سره نه دى اشنا، ځكه د هغه مينه هماغه بڼه غوره كوي، چې هغه يې ښايي له خپلې مېرمنې سره لري... نو دغه عاشق حسين صاحب چې د لومړۍ درجې نڅاګر دى او له نڅا پرته يې نور هېڅ نه دي زده، وړمه ورځ مې تر نندارې وروسته ورسره وليدل. د ملګرتيا په خاطر مې د هغه د مكالمو د سمون لپاره زيات زيار وايست. د دې حق د اداينې لپاره هغه سم له لاسه فكر وكړ او ويې ويل : "نعيم صاحب! زه له تا څخه يوه غوښتنه كوم. ما ورته  وويل: "ووايه!". هغه بيا لږ فكر وكړ او ويې ويل:

"د ټولې ورځې تر كار وروسته زه ډېر ستړى شوى يم. ته به هم ارو مرو ستړى شوى يې. ځه چې لږ وګرځو بېرته به راشو". اوس زه خپله يوه كمزوري درښيم، كه هوا ښه خوندوره وي، نو زه زيات وخت له ځانه ورك غوندې شم. د ماښام تور څادر ورو- ورو غوړېده، نرمه- نرمه هوا چلېدله او په فضا كې يو ډول عجيبه چوپه چوپتيا خپره وه. د هغو ځوانانو په زړونو كې، چې ودونه يې نه وو، ارومرو داسې اندېښنې وې، چې وبه غوړېدې، نو په داسې ځانګړي مهال به يې زياته پراختيا وموندله. زما بدن يو ډول لړزه پيل كړه. كله چې ما د جوهو د سمندري غاړې تصور وكړ، چېرې چې ماښام مهال وږمينه هوا داسې چلېږي، لكه ښځو چې د ورېښمو درنې- درنې ساړۍ (چپنې) اغوستې او روانې وي، نو سم له لاسه تيار شوم: "ځه چې ځو، خو دا راته ووايه چې چېرې به ځو؟" عاشق حسين بيا فكر وكړ او ويې ويل : "چېرې چې غواړې هملته به لاړ شو... له دې ځاى څخه خو دباندې ووځو".... موږ دواړه له لويې دروازې څخه ووتو او د سړك پر څنډه مو د بس راتګ ته انتظار وايست.

تر همدې ځايه ږغېدلو، وروسته نعيم ودرېد. د هغه له څېرې څخه اوس ژېړوالى تښتېدلى و. ما د هغه له سګرېټ ډبلي نه يو سګرېټ راوايست، بل مې كړ او ورته ومې ويل : "تاسې دواړه له لويې دروازې څخه بهر راووتئ او بس ته مو انتظار وكړ".

نعيم سر وښوراوه ويې ويل : "له بده مرغه هلته د عاشق حسين يو مارواړى دوست تېرېده. هغه په موټر كې تهْ، چې ناڅاپه د عاشق حسين ورته پام شو. سم له لاسه هغه په مارواړي ژبه كې خپل دوست ته وويل، چې ودري. موټر ودرېد، عاشق حسين په مارواړي ژبه كې له هغه سره څو خبرې وكړې، بيا يې زما پر لوري رامنډې كړې او ويې ويل : "ځه چې ځو! كار جوړ شو، موټر مې پيدا كړ، په همدغه موټر كې ځو".

زه ورسره روان شوم. په موټر كې تر كښېناستلو مخكې عاشق له خپل مارواړي دوست سره، چې له څېرې او بڼې څخه موټروان ښكارېده، زما پېژندګلوي وكړه او د پخوا په شان يې له مبالغې څخه په كار اخيستنې سره وويل : "دى د مارواړ ډېر ستر شتمن سړى دى. دلته د يوه كار په ترڅ كې راغلى دى. زما ډېر مهربان دوست دى". او زما په اړه يې خپل دوست ته وويل:

"دى د هندوستان ډېر ستر كيسه ليكوال دى".

د هندوستان ستر كيسه ليكوال او د مارواړ ستر شتمن لاسونه سره وركړل. دواړه پر خپلو- خپلو ځايونو په رسمي توګه خوښ شول او موټر روان شو".

د دې خبرو په اورېدلو سره موسكى غوندې شوم: "نعيمه! د دې مارواړي شتمن په هكله ستا رايه ډېره خرابه او ناسمه راته ښكاري. آيا مخ ته په تللو سره خو به د فلم د ويلن كار نه تر سره كوي".

_  "ته لومړى ټول داستان واوره! وروسته بيا فكر وكړه چې ويلن څوك دى او اتل څوك، خو په دې كې هېڅ شك نه شته چې د دې داستان اتله زهره ده... زهره چې ما په خپل ژوند كې په لومړي ځل پرون د قاضي په يوه پوځي محكمه كې وليده... خو د يوې مجرمې په توګه".

له دې خبرې سره د نعيم غوږونه له شرمه تك سره شول. د داستان اورېدلو پر مهال په لومړي ځل د زهرې په ناڅاپه يادولو سره تعجبه راته ښكاره شوه. ما وويل:

"نعيمه! دا خو بېخي د الكساندر پو كيسه معلومېږي. دا زهره خو بېخي د "پو" د كيسو د ناڅرګند پاى په څېر په دې داستان كې راغلې ده... دا څوك ده؟".

_  " زه يې بېخي نه پېژنم، يانې كه ما ته د دې ښځې په اړه څه معلومات وي، نو پر ما دې لعنت وي. خداى خبر څوك ده؟ خو اوس يې زه دومره پېژنم، چې هغې پر موږ باندې پوځي دعوه پيل كړې ده، د جرم، شكونې او غلا دعوه ده".

_  ما په حيرانۍ سره وپوښتل: "شكونه او غلا!!"

د نعيم لهجه دومره جدي (سنجيده) شوه، چې په هغه كې د اروايي ستړيا څرك له ورايه ليدل كېده. ويې ويل : "هو! شكونه او غلا. زما هغه پېښې ښې په يادې نه دي، خو د هغوى موخه دا ده، چې موږ بېگځايه ګډون په كې وكړ. د زهرې كور مو وشكاوه او د هغې څه لوړبيه شيان مو غلا كړل او يو مو وړل، خو همدا خو د داستان پاى دى. يو ځل به لومړۍ پېښې درته واوروم، وروسته بيا دې خوا ته راځم، ما څه ويل؟".

ما ځواب وركړ: "دغه چې ته د هغه مارواړي په موټر كې كښېناستې".

"هو! زه هم د عاشق حسين په وينا د هغه منحوس مرواړي په موټر كې كښېناستم، هغه خپله موټر چلاوه. د هغه څنګ ته يو بل سړى هم ناست و، چې تر ده كم منحوس نه و. عاشق حسين ښايي د هغه په هكله ويلي وو، چې هغه موټر جوړوونكى دى. خير خو موټر له بېلابېلو بازارونو تېر شو او د دادر پر لوري رهي شو.  څرګنده وه چې موږ به جوهو ته ځو، په هر حال خو زه ډېر خوښ وم. د جوهو د غاړې له لانده رېګ سره زما ډېره مينه وه. كله- كله چې هلته لاړ شم، نو پر هغه لانده رېګ ارومرو پرېوځم او تر ډېره پورې د پراخ آسمان پر لوري ګورم، چې دومره له اسراره ډك او نارسا څرګندېږي، څومره چې د يوې نابلدې  ښځې تصور وي. مخامخ د شپې په سوربخونه رڼا كې سمندر په څپو- څپو اوښت، پورته پر خواشيني غوندې آسمان باندې ستوري داسې ځلېدل لكه د يوه زلمي په زړه كې چې نيمګړې خبرې ځلېږي. يو عجيبه حالت وي. ليرې، له هغې غاړې څخه چېرې چې آسمان او سمندر له كومې څرګندې كرښې ايستلو پرته په خپل منځ كې سره ګډ شي. يوه داسې تته رڼا ښكارېږي چې د ښكلو شعرونو په څېر مصنوعي غوندې وي،  زه د جوهو د ليدلو په خيال كې ورك وم، چې عاشق حسين موټر هملته په دادر كې يو ځاى ودراوه او ما ته يې وويل : "ځه چې يو څه وڅښو". څنګه چې تا ته څرګنده ده، زه له شرابو سره مينه لرم، عاشق حسين ته خدايزده څنګه د دې خبرې درك ولګېد، چې زه هم شراب څښم، خير، خو موږ څلور واړه شرابخانې ته ننوتو، يو بوتل شراب ما او يو عاشق حسين وڅښل. مارواړي شتمن او موټرجوړوونكي هېڅ ونه څښل. موږ ژر خلاص شوو. بېرته په موټر كې كښېناستو او د جوهو مخه مو ونيوله، خو عاشق حسين ته ناڅاپه يو كار ور ياد شو : "اوه! زه خو به خپلې شاګردې زهرې ته ځم. ما له هغې سره نن د ليدلو ژمنه كړې وه، نعيم صاحب! كه تاسې خپه كېږئ نه، نو يوازې پنځه دقيقې لګېږي. د هغې كور بېخي نژدې دى".

زه به ولې خپه كېږم، خو هغه موټر په يوه كوڅه كې ودراوه او يوازې د هغه مخامخ كور پر لوري رهي شو".

_ ما ترې وپوښتل : "دا كوڅه كوم لوري ته ده".

نعيم ځواب راكړ: "په دادر كې ده، هلته چې د پارسيانو بېشمېره كورونه دي، غالباً دغې سيمې ته پارسي كالونۍ وايي".

_ ښه، نو عاشق حسين له موټر څخه را ووت او د مخامخ كور پر لوري رهي شو. يو كوچنى غوندې دوه پوړيز كور و. تر باغچې چې تېر شو، نو يې ور ور وټكاوه، چې هېچا هم ور ورخلاص نه كړ، نو عاشق دويم ځل په زوره ور وروټكاوه. له دننه څخه كومې ښځې ږغ ور وكړ : "څوك يې ؟".

عاشق حسين په لوړ ږغ ځواب وركړ: "عاشق".

له دننه څخه غوسه ناك ږغ راووت : "د عاشق....". عاشق حسين چې دغه ښكنځا واورېده، نو يې زموږ پر لوري راوكتل او په زوره يې د وره ټكول پيل كړل : "ور خلاص كړه، ور خلاص كړه".

د دې خبرو په اورېدلو سره مې وويل : "هغې ښځې ښايي له عاشق څخه غلطه مانا اخيستې وي، ګنې نو څنګه چې تا اوس وويل، هغه د عاشق شاګرده وه".

" څه كار، څه و او څه دي؟ كېدى شي چې عاشق حسين درواغ ويلي وي او تر يوه بوتل شراب څښلو وروسته د زهرې خيال د هغه مغزو ته ورغلى وي. كوم چا به كله ورته ويلي وي چې په پلاني نمبر كور كې يوه ښځه اوسېږي... ګنې نو دا څه خبره ده".

_ عاشق حسين شور او ځوږ جوړ كړ. له دننه څخه ښكنځاوې ورته كېدلې او مخكې له دې چې ما هغه راګرځولى واى، د درېيو څلورو ديكو په وهلو سره هغه ور مات كړ او په زور سره كور ته ورننووت. كله چې دا ځوږ شو، نو شاوخوا مېشت پارسيان راټول شول. زه بېخي ډېر پرېشان شوم، خو په همدغه پرېشانۍ كې له موټره راڅوړ شوم او د عاشق د راايستلو په موخه هغه كور ته ورننوتم. په ما پسې تر شا- شا د عاشق دواړه ملګري هم راغلل. ما د هغه كور درېواړه كوټې وكتلې، خو نه عاشق په نظر راغى او نه هم د هغه شاګرده. خدايزده چېرې ورك شوي وو، د كور بل لوري ته دويمه لاره هم وه، شونې وه چې هغوى له دغې لارې دباندې وتلي وي. زه څو دقيقې په هغو درېيو كوټو كې وګرځېدم، كله چې يې هېڅ درك ونه لګېد، نو دباندې راووتم او په موټر كې كښېناستم. هغه پارسيان چې په كوڅه كې سره راټول شوي وو، برګ- برګ يې ما ته كتل. زه نور هم پرېشان شوم. د شرابو ټوله نشه مېچې په ماغزو كې وه، پښو ته راڅوړه شوه. زړه مې و چې عاشق، د هغه ملګري او موټر هملته پرېږدم او لاړ شم، خو په يوه عجيبه ستونزه كې راګير شوى وم. كه مې په منډه د تېښتې هڅه كړې واى، نو يقيناً هغو پارسيانو به، چې لكه د ژوبڼ بيزو غوندې يې برګ- برګ راته كتل، نيولم. لس دوولس دقيقې په همدې شش و پنج كې تېر شول. تر دې وروسته عاشق او د هغه دواړه ملګري له هغه كوره راووتل او په موټر كې كښېناستل. ما له عاشق څخه هېڅ پوښتنه ونه كړه. موټر روان شو او كله چې د دادر سيمه راورسېده، نو ما هغه ته وويل :

_  " ما همدلته كښته كړه، زه به په بس كې كور ته لاړ شم".

د عاشق له مغزو څخه د جوهو د سيل خيال وتلى و، هغه خپل مارواړي دوست ته وويل، چې موټر ودروي، موټر ودرېد او ما له هغوى څخه رخصت واخيست، كور ته لاړم او دا پېښه مې هېره كړه".

نعيم يو بل سګرېټ بل كړ او د يو څو شېبو لپاره پټه خوله شو. ما وپوښتل:

_ "له هغه وروسته څه وشول ؟"

_  "زه ونيول شوم". نعيم په ډېرې بې خوندۍ سره وويل:

"هغه د احمق له زوى عاشق حسين څخه چې كله پوليسو وپوښتل چې له تا سره نور څوك وو، نو هغه د خپل مارواړي دوست، د هغه موټر جوړوونكي او زما نوم وراخيستى و، موږ درېواړه په يوه ساعت كې ونيول شوو".

ما وپوښتل: "دا د څه وخت خبره ده؟ تا ولې زه خبر نه كړم".

نعيم راته وويل: پرون د دوو- دوه نيمو بجو په شا و خوا كې.

ما به ارومرو تاسو ته په ټليفون خبر دركړى واى، خو كه زما حواس پر ځاى واى. په خداى زه ډېر پرېشان وم. د پوليسو مشر موږ ټول په ټكسي كې تاڼې ته يووړو. هلته چې بيانونه وليكل شول، نو ما ته درك ولګېد، چې د عاشق حسين هغه مارواړي دوست چې د كوم كاروبار په ترڅ كې راغلى و، د زهرې بادپكه يې له ځانه سره راوړې وه. د برېښنا دغه برېښنايي پكه پوليسو له هغه څخه تر لاسه كړې وه".

د دې خبرې په اورېدو سره مې په تلوسه سره ورته وويل: "له دې څخه خو ښكاره غلا ثابتيږي".

_"چې غلا ښكاره شوې ده، بيا هم زه دومره پرېشان يم او كه مې رښتيا وپوښتې نو كه چېرې دغه غلا هم نه واى ثابته شوې، نو زما پرېشاني به همدومره واى. تاڼې او محكمې ته تلل بېخي د شرم وړ خبره ده، خو اوس سړى څه وكړي، چې څه كېدل هغه وشول. له هغې شرمندګۍ څخه زه ځان نه شم ژغورلاى، كومه چې به زه قبلوم او همدا دى پر ځان يې وړم. زه يو مخ بېګناه يم، يانې څرګنده ده، چې زه زهره هېڅ نه پېژنم، د هغې كور ته كه زه ورغلم، نو تش د عاشق حسين له امله، د هغه احمق په وينا، چې يو بوتل شراب هم نه شي هضمولاى".

د نعيم پر څېره باندې د كركې او غوسې د ګډو- وډو جذباتو په ليدلو سره ما ته ناببره خندا راغله: "وروركيه! ډېر بد ګير شوى يې".

نعيم په هماغه ډول وويل: "په خندا كې ګيرېدا دېته وايي. پرون ما په خپل ژوند كې لومړى وار د محكمې مخ وليد او هغه زهره هم لومړى وار راتر سترګو شوه".

ما سم له لاسه ترې وپوښتل: "څنګه ده؟"

نعيم په بې پروايۍ سره ځواب راكړ: "بده نه ده، يانې د څېرې او بگڼې له مخې ښه ده. ګردۍ څېره يې ده، چې د ځوانۍ د دانو داغونه هم پرې ښكارېږي. اوږده- اوږده تور وېښتان يې دي، تندى يې ووړ دى، ځوانه ده. داسې څرګندېږي چې دا دنده يې نوې پيل كړې ده".

ما له كوم مطلبه پرته داسې وپوښتل: "څنګه دنده؟"

نعيم وشرمېد: "اى وروركيه! هماغه چې ښځې يې كوي. د زهرې پر څېره باندې هغه ټاپه سړى له ورايه ليدلاى شي، ما ته به پر هغې ښځې هېڅ كاوړ (غوسه) نه واى راغلې، خو كله چې قاضي زما خوا ته په اشارې سره له هغې وپوښتل:

"ته دى پېژنې"، نو زهرې په خپلو غټو- غټو سترګو زما لوري ته په كتلو سره وويل: "هو صاحب! پېژنم يې. دغه زما لوړبيه سپين زر په زوره وړي وو. كله چې هغې دا درواغ وويل نو قسم دى زړه مې وغوښتل چې د دغې پليتې په حلق اوږده اوسپنه ورومنډم. دومره زيات درواغ!!"

په دې خبره ما ورته وويل: "وروركيه! درواغ خو به نو وايي، دغسې نو كار كله كېږي. هغه خو به خپله دعوه هم پياوړې كوي، اوس خو به ته هغه د چا خبره "قهر دروېش بر جان دروېش" هر څه اورې".

_"سمه ده". نعيم په ډېرې پرېشانۍ سره وويل: "هر څه چې كېږي هغه به په هر حال كې زغمم، خو... خو... زه څه ووايم چې زه څومره پرېشان شوى يم، هېڅ نه پوهېږم، كه كوم نارينه پر ما باندې داسې دعوه كړې واى، نو زه به دومره پرېشان نه واى، خو ته لږ فكر خو وكړه، هغه ښځه ده او زه د ښځو درناوى كوم".

ما وپوښتل :"ولې؟".

نعيم په ډېرې سادګۍ سره ځواب راكړ: "ځكه چې زه ښځې پېژنم هم نه. ما ته له كومې ښځې سره د ليدلو او آزادو خبرو موقع كله هم نه ده را ترلاسه شوې. اوس په ژوند كې لومړى وار ښځه راسره مخ شوې ده، هغه هم د دعوه ګرې په توګه".

ما ته خندا راغله. نعيم په كاوړ (غوسه) سره وويل: "ته خاندې خو دلته زما پر تن ناڅاپي مرګ تېرېږي. له دوو ورځو راهيسې كمپنۍ ته نه ځم. هلته به دا خبره ارومرو رسېدلې وي. د كمپنۍ د مشر مخې ته به په كومو سترګو ورځم. كه هغه پوښتنه راڅخه وكړه، نو زه به څه ځواب وركوم".

ما ورته وويل : "رښتيا خبره څنګه ده، هغسې ورته ووايه".

"هغه خو به زه ورته ووايم، خو د خداى لپاره لږ فكر خو وكړه، چې زما څه حال دى، زه د كمپنۍ د مشر بېخي ډېر عزت كوم، ځكه چې هغه زما مالك دى، كه چېرې هغه ما بدعمله وګڼي او ومې باسي نو پر ما به د ټول عمر لپاره تور ولګول شي. د دندې په له لاسه وركولو به زه دومره اندېښمن نه شم، خو دلته د عزت او ناموس پوښتنه ده، هغوى به ارومرو بدګومان شي، ما ته د هغه طبيعت ډېر ښه معلوم دى، زما رښتيا خبرې به هم هغه بيا درواغ ګڼي. په فلمي كمپنۍ كې هر څوك درواغ وايي، خپله هغه هم تل درواغ وايي، اوس زه څه وكړم، هېڅ نه پوهېږم".

ما په هره ممكنه لار د نعيم د اخلاقي زړورتيا د لوړولو هڅه وكړه، خو بريالۍ نه شوه. هغه بېخي ډارن دى، په تېره بيا د ښځو په چاره كې. په اصل كې دا پېښه هم سنګينه وه، كه برېښنايي پكه يې نه واى ځنې ترلاسه كړې، نو دعوه به ارومرو وړوكې واى، خو پوليسو له مارواړي څخه پكه ترلاسه كړې وه، ځكه نو ښكاري چې زهره تر يو څه حده رښتينې ده.

نعيم تر ډېره له ما سره تم نه شو او لاړ. دويمه ورځ ماښام هغه بيا راغى. د هغه پرېشاني نوره هم پسې زياته شوې وه. له راتګ سره يې وويل: "وروركيه! په يوه ستونزه كې خو راګير وم، اوس مې يوه بله بلا په غاړه كې ولوېده".

ما په تلوسه سره ورته وويل: "څه وشول!، آيا كومه بله دعوه راپورته شوه؟".

" نه، دعوه هغه ده، خو يوه داسې خبره شوې ده، چې زما په وهم او ګومان كې هم نه وه". نعيم پر څوكۍ باندې په كښېناستلو سره په ناكرارۍ سره پښه ښورول پيل كړل: "نن ګهيځ د كمپنۍ مشر په ما پسې موټر راولېږه، زه ورسره لاړم، حال دا چې ما هوډ كړى و، چې زه به كله هم ورنه شم. په خداى فلمي كمپنۍ ته د ور ننوتلو پر وخت زما حالت هماغسې و، لكه د حساسو مجرمانو. له شرمه مې حلق وچ- وچ كېده، سر مې رادروند شو. ځوړند سر چې كله زه د مشر كوټې ته ورننوتم، نو هغه سم له لاسه ولاړ شو او په ډېره مينه يې لومړى ځل له ما سره په لاس روغبړ وكړ او په خندا سره يې وويل: "منشي صاحب، تا خو كمال وكړ. ته خو په پټه كې ډېر هوښيار وختې، مهرباني وكړه كښېنه". زه په شرم كې ډوب پر څوكۍ كښېناستم، هغه هم كښېناست، وروسته هغه داسې خبرې پيل كړې، چې زما هوش او حواس خطا شول. ويې ويل: "ته وارخطا كېږې ولې، هر څه به سهي شي. ته دا راته ووايه، چې دا زهره څنګه ده؟، لږ څه ښه ده؟، وروره! تا خو كمال وكړ. ما واورېدل، چې تا په څښلو سره هغه شور او ځوږ جوړ كړ، چې د پارسي كالونۍ ټول خلك هلته راټول شول. چا راته وويل چې له زهرې څخه دې ساړۍ كښلې وه او وړې دې وه، مخكې خو به دې هم له هغې سره تګ راتګ و، بيا نو كنجرۍ پوليسو ته خبر ولې وركړ، بيا څه معلومه ده تا به ډېر بد كړي وي". داسې ډېرې خبرې هغه له ما سره وكړې، زه پټه خوله وم. وروسته هغه چاى راوغوښتې، يوه پياله يې زما لپاره جوړې كړې او بيا يې خبرې پيل كړې: "لوړبيه سپين زر چې تا وړي وو، كه يې ته ما ته راوړې، نو زه به تا خپل وكيل ته ورولم، داسې ښه وكالت به دې وكړي، چې د زهرې طبيعت به پاك شي، ما اورېدلي چې زهره له څېرې او بڼې څخه ښه ده، نو وروره تر دعوې وروسته هغه دلته راوله. په خپل فلم كې به هغې ته كوم كوچنى رول وركړو .... او ها، دا دې ښه وكړل چې د هغې شراب دې وڅښل او د هغې شيان دې غلا كړل!، نو تا يو درځن كسان ولې له ځانه سره بېولي وو؟ بېچارګۍ به د دومره كسانو په ليدلو سره وارخطا شوې وي".

په خبره- خبره به هغه خندل، لكه د خبرو لپاره چې يې يوه ډېره ښه موضوع موندلې وي. عجيبه ده، چې تر دې مخكې هغه هېڅكله زما د سلام ځواب هم نه و راكړى".

ما ورته وويل: "نو څه وشول. ته بايد خوښ شې، چې هغه پر تا خپه نه شو".

 

نعيم په كاوړ سره وويل: "دا هم تا ښه وويل، چې زه بايد خوښ شم. هغه زه مجرم ګڼلم، چې زه يم نه.... ما څه ويلي واى. پټه خوله وم. لږ ګړۍ وروسته هغه پانګوال راوباله او ما ته يې سل روپۍ پېشكي راكړې، حال دا چې له دوو مياشتو راهيسې هېڅ يوه مامور ته هم معاش نه و وركړل شوى".

ما ورته وويل: " نو څه بد وشول؟"

"اې وروركه! ته ټوله خبره خو واوره".

 "نعيم ته كاوړ ورغى: "سل روپۍ يې راكړې او ويې ويل: "دا له ځانه سره كښېږده، په دعوه كې به دې په كار شي، زه درته همدا اوس د وكيل چېټه (بندوبست) تړم". سم له لاسه يې پر ټليفون باندې له وكيل سره خبره وكړه، بيا يې زه په موټر كې هغه ته وروستم. په ټولو خبرو يې هغه پوه كړ او ورته ويې ويل: "ګوره! په دې دعوه كې به ځان جنګوې، مازې وړوكې خبره ده، ځكه چې له منشي صاحب سره د زهرې ډېرې پخواني اړيكي دي"..... ما به څه ويل. هلته هم پټه خوله پاته شوم".

" ما په خندا سره نعيم ته وويل : "اوس هم پټه خوله اوسه. ستا څه تاوان شوى دى؟"

نعيم سم دم ولاړ شو او ناكراره غوندې يې ګامونه اخيستل : "اوس هېڅ هم وران شوي نه دي. په محكمه كې به زه بيان وركوم، چې زهره له ما سره اوسي او زه هغه له ډېرې مودې راهيسې پېژنم او... او... د كمپنۍ مشر نن ماښام زه مېلمه كړى يم. ويل يې چې ګرين ته به ځو. هلته به څه شغل وشي ..... زه په يوه عجيبه ستونزه كې راګېر شوى يم، نه پوهېږم چې څه كېږي..."—

 

 

13 جولاى 2004م كال

 كندهار

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:6 AM لېږونكى:هوسۍ |
سور مامور

رحيم الله بشارت، كابل

 

سور مامور

 

(لنډه كيسه)


د ده خداى وهلي سره او سرو ته ورته ټول رنګونه بد اېسېدل، سره ګلونه سره ټيکري، سرې شونډې، سرې سترګې، سره وېښته دا ټول يې دومره بد راتلل، چې ورسره کلکه دښمني يې وه.  سهار او ما زيګر چې به روان و سر يې ځوړند نيوه. د جومات ملا صاحب ويل مراقبه کوي. خو نورو بياويل په دې وختونو کې د اسمان څنډې سرې وي، دى سرو ته نه شي کتلاى.

او کېدى شي له همدې امله يې نوم له سرمامور نه په سور مامور اوښتى و.

بيا هم مخامخ خلکو سرمامور باله، خو چې سترګې به يې پناه وې نو لويو، وړو،  ښو او بدو ټولو په سور مامور ياداوه.

د ده ژېړ ځبېښلي رنګ بېخي چيغې وهلې چې نه يې د سور مامور لقب د رنګ له امله ګټلى او نه يې لوړ ژور مخ سوروالى درلود. خو په دې بيا هېڅوک نه پوهېده چې له سرو رنګونو سره يې نو ولې دومره کلکه ورانه ده، خو له سرو او سوروالي سره د دښمنۍ ډېرو کيسو يې د مازيګر تر لمانځه وروسته د جومات مخې ته بنډار تود ساته، .له کليوالو چې به د ټوکو لړ وشلېد د سور مامور کيسو ته به يې خوله اړوله او دې کيسې خو يې په ټول کلي کې د لوى اختر درې ورځې د ټوکو او خنداګانو بازار تود وساته، چې حاجي صاحب احمد ويل د قربانۍ هغه خيالي ګر پسه يې چې د نورو کليوالوپرخلا ف يې پرې د نکريزو پر ځاى شنه او ژېړ رنګونه راکښلي وو، مردار کړ.

کيسه يې داسې کوله چې د ه د قربانۍ پسه راڅملاوه، ښځې ته يې هم وويل چې راشي تکبير ورسره ووايي او پر پسه لاس کښېږدي چې ثواب يې وشي، دى پر پسه ورټيټ شوى و، په يوه لاس يې چاړه او په بل يې ورته مرۍ نيولې وه، تکبير يې ووايه، چې چاړه يې پرې راکش کړه ماشوم زوى يې د پسه مخې ته راغى.

ښځې پرې غږ کړل مه راځه اغېړ به شې وپوهېده چې اغېړ نه پېژني، نو ورسره غبرګه يې کړه جامې دې سرې کېږي د(سرې کېږي) له اورېدو سره ده پسه پرېښود اوپه کنځلو يې پيل وکړ، ښځې يې پرې بړچ وهل: څه کوې، لېونى خو نه شوې، ژر كوه پسه مردارېږي، کنځلې به بيا وکړې، پسه حلال کړه د ده له پرېښودو سره پسه خوځېدلى و، ده پرې چاړه راکش کړه، خو د څټ له خوا.

ما چې له هغې ورځې وروسته ليده خندا مې ورته راتله، چې يوه ورځ د کلي خلک زموږ هوجرې ته رابلل شوي وو، هېر مې دي چې څه جرګه وه که د چاخوړه، خو دى هم په حاجي احمد پسې راروان و.

هوجرې ته راننوتل، ناست خلک ودرېدل . حاجي صاحب ټغرته وکتل، نرۍ غوندې موسکا يې وکړه او ويې ويل: سرمامور صاحب! دا هوجره خو يې داسې سره کړې لکه سور الوان.

ده بوټونه نيم کښ غوندې پښو ته کړل، له ځان سره يې څه وويل او چټک ووت.

خلک له خندا رغړېدل چا حاجي ته وويل: دا که ستا نه پرته بل چا ويلي واى، څومره ښکنځلې به يې ورته کړې واى.

هغه پر خپله شنه ږيره لاس راتېر کړ، ويې ويل: زما خو يار دى، خو دغه د ټوکو او خندا احساس مې هغه وخت ورسره په کينه بدل شو، چې ما او زما ملګرې زرمينې مالونه د تل په شان څړ ته بېولي وو. زرمينه تر ما دوه کاله کشره وه، خو داسې ښکارېدل لکه هغه چې پنځلس کلنه وي او زه ديارلس کلن. هر مازيګر به هغې خپل مست سخوندر او ما خپله ترنده خوسۍ يوځاى د کلي چپې ډډې ته پرتې غونډۍ ته بېوله، د غونډۍ لمنه يوې ښې ورشو ته پاتې کېده، څنګ ته يې يو لښتى تل له اوبو ډک بهېده او په لښتي پسې د سور مامور ځمکه وه، ما خپله خوسۍ په يوه لوى پړي وتړله، چې خوا و شا واښه وخوري، خو د چا پټيو ته وانه وړي، راغلم ډډه مې ووهله، مخامخ مې پټيو ته کتل لا وږي يې نه وو ايستلي چې ګورم سور مامور په غنمو کې درېږي، ټول پټي ته ګوري بيا ورځي د غاټول ګلونه راباسي او کوده ترې جوړوي، ما چې وليد خندا راغله له ځان سره موسک شوم، زرمينه هم راغله چې زما موسکا يې وليده، له خندا شنه شوه، خوسۍ او سخوندر ته يې وکتل راته يې وويل: نن خو ته هم پسې خاندې. چې ومې کتل سخوندر خوسۍته ورنژدې شوى، داړې يې جينګې کړي او خوله يې پورته اسمان ته نيولې ده. د زرمينې د بې حيا سخوندر همدا عادت و چې زما له خوسۍ څخه نه کرارېده، ان چې خوارکۍ ته خپلې تشې متيازې هم لوى پسات ګرځېده.بيا به يې څړ ته نه پرېښوده،کله به يې ورته يو ځاى، كله بل ځاى بوى کاوه، کله به يې ورسره هسې ځان سولاوه او کله به يې پښې ورته وراوچتې کړې د دې په ليدو به زما سترګې خړې شوې، له زرمينې به مې سترګې اړولې، خو هغه به رانه تاوېده او سترګو، سترګو ته به يې راته کتل، په خوله به يې هېڅ نه ويل خو سورکى سپين مخ به يې لاپسې سور شو او له خندا به شنه وه، د تېر په څېر زرمينه راغله، زما سترګو ته يې وکتل، ما چې سخوندر وليد چې په بې حيايۍ يې شونډک د خوسۍ تر لکۍ رسولى، سترګې مې خړې شوې، يو کاڼى مې راواخيست چې سخوندر وولم، زرمينې مې لاس ونيو او شيطانې سترګې يې راته سترګو ته نېغې کړې، موږ لا په دې کې وو چې کتل مې سور مامور راغى چې زرمينې وليد، پټه- پټه خندېده خو زما لاس يې پرېښود، هغه تر لښتي راورسېد او غوښتل يې چې د غاټولو کوده لښتي ته وغورځوي چې زرمينې ترې پوښتنه وکړه:

کاکا په دې څه کوې؟

-دى اوبو ته يې غورځوم.

دا په بيړه ورروانه شوه . ورته ويې ويل:

اوبو ته يې مه غورځوه، ما ته يې راکړه.

د دې په اورېدو د هغه رنګ والوت، پوهېدم چې غوسه ورغله. د غوسې په ليدو يې ما ته خندا راغله،  خو- له خولې مې ختو ته پرې نه ښوده. کښته- پورته يې ورته وکتل، غوسه يې پټه کړه په ارامه يې وويل:

ته پرې څه کوې؟

-شونډې پرې سرې کوم.

له دې سره يې تښتېدلى رنګ لا پسې ژېړ شو، برند- برند يې ورته وکتل، ويې ويل:

په دې نه سرې کېږي. ما ته يې اشاره وکړه. دغه سخوندر ته ووايه چې درته سرې يې کړي.

د غاټولو کوده يې اوبو ته وغورځوله، له ځان سره يې نور هم څه وويل او چټک روان شو.

زرمينه. هکه پکه ودرېده په خندا مې ورته وويل:

راځه چې شونډې دې درته سرې کړم

ترخه موسکا يې وکړه او تر څنګ مې کښېناسته چې څومره مې ورسره سترګې جنګولې، سترګې يې خړې وې.

که څه هم هغې خبرې ښه مزه راکړې وه، خو نه پوهېږم ولې مې ورسره دومره کينه پيدا شوه، چې ومې ويل خامخا به له سره رنګ سره د ده د دښمنۍ په راز ځان پوهوم.

د کلي له مشرانو- کشرانو هر چا چې مې پوښتنه کوله هېڅوک په دې راز نه و خبر، چې ولې ده ته سور مامور وايي، چا خو لا سور مامو د سرمامور اوښتې بڼه ګڼله او ويل يې چې دى ښايي د سور مامور له نومه خبر وي او له دې امله يې له سره رنګ سره هم دښمني وي.

خو بيا راته چا وويل چې د سور مامور نوم پرې حاجي احمد اکا ايښى دى او که تر شا يې هر څه کيسه وي هغه ته به معلومه وي.

خو چې حاجي صاحب ته به مې هر څومره وويل، موسکى به شو: ”وراره! څه يې کوې، په کيسو پسې يې مه ګرځه“  يوه ورځ چې حاجي صاحب د جومات له خوا د پټيو پر لوري روان شو، په زړه کې مې وويل دى اوس له خپل عادت سره سم ځي او پر خپلو پټيو به ګرځي، د کيسو لپاره ښه وخت لري او کشرانو ته يې د تېر وخت کيسې کول ډېر خوښ هم دي، وايي چې داسې کشران له تېرو زمانو څخه خبرېږي.

نو غلى ورپسې روان شوم، ويل مې ورو- ورو به ورلنډېږم چې ورنژدې شم، پوښتنه راڅخه کوي چې چېرته ځې، زه به ورته ووايم چې مازيګر دى، چکر لګوم، نو خامخا مې له ځان سره ملګرى کوي، کيسه راته پيلوي او په کيسه-کيسه کې به ترې د کيسې پوښتنه وکړم.

زما او د ده تر منځ لا اتيا، سل قدمه واټن و، چې دى د سور مامور  ځمکې ته ورسېد هغه يوې کوله، ده پرې د ښې چارې غږ وکړ.

هغه ورته په چار دې ښه شه حاجي صاحب، ځواب ورکړ.

دى لږ تم شو، چې هغه کيل پولې ته رانژدې کړ.

ده يې يو غويي ته وکتل، موسکى شو ورته ويې ويل:

-سرمامور صيب! عجيبه خبره ده.

-هغه حيران شو: ولې؟

-ده يې خړ برګ غويي ته وکتل:

-د دې غويي سترګې دې سرې دي اوشونډې يې تورې.

-هغه ورته نه يوه کړه نه بله، ورته وې ويل:

دا ستا ښځې ته ورته دي.د هغې هم سترګې سرې دي، شونډې تورې.

زه پر پوله له ولاړو ګڼو ونو چې په کې تم شوى وم، ورووتم.

حاجي صاحب چې وليدم، رنګ يې واوښت.کرار- روان شو ما ورپسې ځان ورساوه.

خبره مې په بله واړوله چې ګوندې د سرو سترګو او تورو شونډو خبره مې نه ده اورېدلې، زه پوهېدم چې دا به پر حاجي صاحب ډېره بده لګيدلې وي، ځکه چې د ښځې شونډو يې رښتيا هم د تورو بانجانو غوندې رنګ لاره.

حاجي صاحب پوهېده چې زه ځان هسې ناګاره کوم، نو سر يې ځوړند نيولى و، راته ويې ويل: دا خداى وهلى د سره له کليمې نه ډېر بد وړي.

دى چې څه وخت سرمامورو، زما يو انډيوال هم هلته مامور و هغه راته کيسه کوله چې دى سرمامور شو، په دفتر کې ورسره يوه ماموره وه، چې ښه برابره نجلۍ وه، دنګه غړۍ، لوى وېښتان، غټې سترګې او سرې شونډې يې لرلې، ډېر سينګار به يې کاوه، ده ورته يوه ورځ کومه دوسيه ورکوله چې لاسونه يې سره وجنګېدل، د لاسونو له جنګېدو سره يې سترګې هم و جنګېدې، هغه سره شوه او د ده رنګ ژېړ شو.

د دوى ترمنځ دغه د سترګو او غړو جنګېدل ورو- ورو ډېرېدل، کله يې سترګو ته په ځير کتلي، کله يې يو د بل لاس کښېکاږلى او کله غلچکي غوندې سکونډاره لګولې... خو دى يې سرو شونډو ته بېخي نه ټينګېده، بله ورځ چې هغه راغله دروازه يې بنده کړه، ده ته يې لاس ورکړ، ده يې لاس څه شېبه ونيو، د دواړو رنګونه والوتل، ده يې لاس پرېښود، ورو غوندې يې په نرۍ ملا کې ونيوله،  ځان ته يې جوخته کړه شونډو ته يې شونډې ورنژدې کړې، هغې هم ورته خوله بوڅه کړه، سر يې شا ته تاو کړ.

دى احساساتي شو، چپ لاس يې ورته څټ ته کړ، چې سر ونه خوځوي او د شونډو په رودلو يې پيل وکړ، چې دروازه خلاصه شوه، رئيس يې وليد، چې د دوى په ليدو بېرته ستون شو.

لږه شېبه وروسته دوه فرمانونه صادر شول، چې په يوه کې يې پېغله سورکۍ د سرمامورۍ تر څوکۍ لوړه کړې وه او په بل کې يې ګل خان د سر مامور له دندې ګوښه کړى و. هغه پياده چې ورته فرمان راوړ غلي غوندې يې ورته وويل سرمامور صيب دا خوله مو پاکه کړئ، ټوله سره ده

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:2 AM لېږونكى:هوسۍ |
ترهګر او جنګسالاران، د افغاني ټولنې په وړاندې دوه لوى خنډونه

بشير يوسفزوى، ننګرهار

 

 

ترهګر او جنګسالاران، د افغاني ټولنې په وړاندې دوه لوى خنډونه

 

افغانستان د سيمې هغه جګړه ځپلى هېواد دى، چې د بهرنيو يرغلګرو د تاړاكونو، د ګاونډيانو د شومو نيتونو او لاسوهنو، د كورنيو ټوپكمارو او كوتكمارو د جفاګانو له امله په هر ډګر كې له نړيوالې سيالۍ څخه وروسته پاتې شوى، ځپل شوى، لوټ شوى او همدغو بدمرغيو تل د پولۍ ټك ته كښېنولى دى.

دغه هېواد، تل دا تاړاكونه او بدمرغۍ د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو كې په پرله پسې توګه ليدلي او ګاللي دي. د بېلګې په توګه هر وخت چې بهرنيو يرغلګرو پر افغانستان بريد كړى، نو افغان ولس يې په پوره مېړانه دفاع كړې او د بېشمېره مالي او ځاني قربانيو په وركولو سره يې هغوى له خپلې خاورې څخه شاتګ ته اړ كړي دي.

دا مهال بيا افغان ولس دومره بېځواكه شوى، چې د مغرضو ګاونډيو لاسونه هم له خپل ګرېوان څخه په اسانۍ سره نه شي ايستلاى. له بده مرغه چې زموږ ګاونډيانو تل په دغسې سختو او تنګو شېبو كې خپل ناولي لاسونه موږ ته راغزولي او كه يې د لاس غزولو وس نه دى شوى، نو بيا يې خو ځينې كورنۍ جګړه ييزې ډلې په غېږ كې نيولي او د هغوى په مټ يې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كړې ده.

دغه وړ جنګي ډلې چې د نورو په اشاره او فرمايش يې د ولس پر خلاف ګام پورته كړى، جنګسالاران او ټوپكمار دي. ځكه چې دوى تل د نورو غوښتنې منلي او عملي كړي يې دي. له خپلو هېوادوالو سره يې د پرديو په څېر چلند او معامله كړې ده، چې ان د خپل هېواد پر وېش يې هم له نورو سره سودا كړې ده.

موخه دا ده چې بهرنيو يرغلګرو، د ګاونډيانو لاسوهنو ته لار اواره كړې، همدغو لاسوهنو جګړه ماران او جنګسالاران زېږولي، خو جنګسالارانو هم په دې وروستيو كلونو كې له ځانه يو نوښت وښود او هغه دا چې دوى ترهګر وزېږول.

ښايي په نوره نړۍ كې به ترهګر له پخوا څخه موجود وو، خو په افغانستان كې نه يوازې ترهګر نه وو، بلكې همدا څو كاله وړاندې چا پېژندل هم نه، دا نوې پديده د نوې پېړۍ زېږنده ده!.

غواړم چې دغه پورتنى بهير لږ څه په تفصيل سره وڅېړم: كله چې روسانو پر افغانستان وسلوال يرغل راوړ، افغان ولس يې په وړاندې په مېړانه جهاد پيل كړ. د روسانو او افغانانو ترمنځ جګړه څوارلس كاله روانه وه. په دې موده كې تر يونيم مليون زيات افغان سرتېري شهيدان شول. درې مليونه معيوب او معلول شول. هېواد په سياسي، مالي، ښوونيز، اداري او ټولنيز لحاظ ګڼ زيانونه وليدل. خو له دغو ستونزو او زيانونو سره- سره د افغان ولس د مېړانې له بركته روسان په شرمېدلي ډول افغانستان څخه ووتل. كمونيسټي او روس پلوى رژيم هم د مجاهدينو په مټ رانسكور شو. خو په هېواد كې حالات له يوې ورځې څخه بلې ورځې ته مخ په خرابېدو وو. د واك او څوكۍ پر سر د مجاهدينو خپلمنځي جګړې ونښتې. جهادي ډلې په خپلو كې سره ووېشل شوې، ځينې يې د يوه ګاونډي او بهرني هېواد تر څنګ ودرېدې، ځينې يې د بل. ان تر دې چې ځينو يې د هماغو ماتې خوړونكو روسانو غېږې ته پناه يووړه او هغوى ته يې د غلامۍ سرونه ټيټ كړل. د نظامي مرستو لپاره يې ورته كچكولونه ونيول او د دغو مرستو په بدل كې يې له هغوى سره د هغوى د هر ډول ارمان د پوره كولو ژمنه وكړه.

لنډه دا چي په افغانستان كې د پاكستان، هندوستان، پخواني شوروي اتحاد، چين، ايران او د سيمې د ځينو نورو هېوادونو جنګي سيالۍ پيل شوې، خو د دغو سياليو مركزي لوبغاړي په خپله افغاني ډلې وې، چې هرې يوې د خپلو بهرنيو ملاتړو او بادارانو په غوښتنه هرڅه ترسره كول. لږ وخت نه و وتلى چې همدغه جنګي ډلې په لويو جنګسالارانو، ټوپكسالارانو او پاټكسالارانو بدلې شوې او لكه دمخه چې مو يادونه وكړه، د همدغو جنګسالارانو، ټوپكسالارانو او پاټكسالارانو له كبله ترهګر هم ډګر ته راووتل، ځكه چې نړيوال ترهګر اسامه بن لادن د رباني د بېواكه او بېځواكه ملوك الطوايفۍ پر مهال افغانستان ته راوستل شو، چې وروسته بيا له نورو بېلابېلو هېوادونو څخه يو شمېر لاسپوڅي د اسامه پر شا و خوا راټول شول. دغه مهال طالبان هم راوټوكېدل، هغوى په لږ وخت كې ډېر واك و ځواك ترلاسه كړ، چې له همدې امله جنګي ډلو، ډګر هغوى ته پرېښود او خپله په غارونو ننوتل، ان چې د سالنګ تونل يې هم په ځان پسې وران او ويجاړ كړ.

اسامه هم د طالبانو ملګرى شو، چې بالاخره جنګي ډلې په جنګسالارانو او طالبان په ترهګرو بدل شول. جنګسالارانو يوازې افغان ولس تر پزې رارسولى و، خو طالب ترهګرو دومره ورانيو ته لاس واچاوه، چې نړيوال يې هم راوپارول. هماغه وو چې يوشمېر هېوادونو د سپټمبر د يوولسمې تر پېښې وروسته د امريكا په مشرۍ د ترهـګرو د وركاوي لپاره مټې راونغاړلې.

دغه مهال په جنګسالارانو كې هم نوې ساه وغزېده، له غارونو څخه راووتل او په ځمكنۍ جګړه كې يې د ترهګرو پرضد له امريكا سره لاس يو كړ، خو برهان الدين رباني د هغو ترهګرو د له منځه وړلو په هكله چې د ده په بلنه افغانستان ته راغلي وو، تل له امريكا او د هغې له متحدينو څخه دا ګيله لرله، چې د ترهګرو په لومړيو جنګي ليكو كې سمه بمباري نه كوي. ده به تل همدا ويل چې تر دې هم نور لوى بمونه بايد پر هغو راوغورځوي، چې ځينې مهال به د رباني يوشمېر جګپوړو مامورينو هم له هغه سره دغه خبره غبرګوله.

تر يو مياشتني ډز و ډوز وروسته طالب ترهګر د جنګسالارانو په څېر له ډګره ووتل، طالبي نظام ړنګ شو، د بُن د پرېكړه ليكونو له مخې لنډمهاله، وروسته منځمهاله اداره واك ته ورسېده، خو په كابينه او ولايتونو كې زيات واك د همدغه جنګسالارانو لاس ته ورغى او د منځمهاله ادارې شريكباڼي شول. په زياتو ولايتونو كې هماغه د يوه بام او څو هواوو سياست روان دى، كله چې زياتو ولايتونو ته له مركز څخه واليان لېږل كېږي، څوك يې نه مني او هغه د چا خبره په زياتو ولايتونو كې څوك د مركزي حكومت په خبرو، فرمانونو او اوامرو پسې سر هم نه ګرځوي، نه ورته مركزي حكومت كوم ارزښت لري.

طالب ترهګر له صحنې څخه ووتل، خو افغان ولس لا د دوى له شره په امن نه دى، طالبانو كه هرڅه كول، ګټه يې دوى ته رسېده خو بدنامي يې ولس ته پاتې شوه، چې اوس يې هم دا تور داغ له تندي څه نه دى ليرې شوى او جنګسالاران خو اوس هم د هغوى په تور افغان ولس ځوروي، كله يې بچي د القاعده په نامه نيسي او بندي كوي، كله يې د طالب په نامه نيسي او په خپلو شخصي زندانونو كې يې اچوي، چې څوك يې په مياشتو- مياشتو هم پته نه شي لګولاى. دا ډلې اوس هم د خپل همېشني عادت له مخې تل او هرځاى ورانۍ ته لاس اچوي، خلك وژني، بمونه الوزوي، پلونه او سړكونه نړوي، ښوونځي او روغتونونه سوځوي، حكومتي مشران او د بهرنيو مرستندويو ټولنو كاركوونكي او مامورين په نښه كوي او وژني يې، تور يې پر نورو لګوي.

بل لوري ته جنګسالاران دېته ورته نورې ورانۍ هم پېښوي: د خلكو پر شخصي جايدادونو خېټې اچوي، په يوه او بل نامه بېګناه خلك ځوروي او بنديانوي، چې بيا يې د پيسو په بدل كې خوشې كوي. په سيمه كې ناامني رامنځته كوي، خپلمنځي جګړې كوي، چې له امله يې بېګناه هېوادوال وژل كېږي. د بهرنيو موسسو له كاركوونكو څخه خپل باج اخلي، نه يوازې ولس بلكې بهرنۍ موسسې هم بايد هرڅه د دوى په خوښه او اجازه ترسره كړي!! دوى د معلومې برخې خاوندان دي او د دوى برخه بايد تر نورو ډېره وي او كه يې څوك له وركړې ډډه وكړي، نو بيا خو ورته د سر په زيان تمامېږي، ځكه د دوى هره خبره او فيصله د ټوپك په شپېلۍ ترسره كېږي.

ټوپكسالاران له يوې خوا په ښكاره له مركزي حكومت او بهرنيو كاركوونكو سره ولاړ دي او له بلې خوا د مركزي حكومت په وړاندې خنډ هم دي، ځكه چې په خپلو سيمو كې د مركزي حكومت هېڅ ډول بدلون او فرمان نه مني، كه څه بدلون راځي، نو بايد د دوى په خوښه او مشوره وي او د بدلون راوستلو پر مهال بايد مركزي حكومت ته خپل شرطونه وړاندې كړي. لكه د بېوسلې كولو پر مهال چې جنرال دوستم وويل تر هغه مهاله چې په دولت كې مهم پوسټ ورنه كړل شي، خپلې وسلې به تسليم نه كړي او يا اسمعيل خان چې له مركزي حكومت څخه يې د پنځه زره كسيز پوځ د لرلو او ساتلو غوښتنه وكړه.

دوى ځكه مركزي حكومت ته دغه وړ شرطونه وړاندې كوي، چې له يوې خوا يې قوي بهرني ملاتړي موجود دي، بل دا چې په مركزي حكومت كې دا اوس هم د كابينې ډېر مهم پوسټونه د دوى د خواخوږو او ملاتړو په ولكه كې دي. يانې دوى هم په دولت كې قوي كسان او ملاتړي لري او هم په بهرني ملاتړ ډاډه دي.

خو طالب ترهګر چې په دولت كې څوك نه لري او نه يې چندان بهرني ملاتړي قوي دي، نو ځكه يوازې له پاكستان پرته نور خواخوږي نه لري، له همدې امله تل د تېښتې په حالت كې دي.

د طالب ترهګرو يوازېنى او همېشنى شعار اسلام او د اسلامي نظام پلي كول دي، چې له همدغه نوم څخه په استفادې سره په يوه او بل ځاى كې غلچكي بريدونه ترسره كوي او ځان ته د خواخوږو د پيدا كولو لپاره تل د اسلام شعار وركوي.

خو جنګسالارانو بيا د جهاد بيرغ په لاس كې نيولى دى، كه څوك مازې كوتكمار او ټوپكمار ته په لږ كاږه نظر وګوري، نو د دوى پر زړونو بيا د انتقام اور بل وي، ځكه چې دوى دا د جهاد سپكاوى ګڼي. لكه د اساسي قانون په لويه جرګه كې يې چې د ملالۍ جويا د څرګندونو پر مهال جدي غبرګون وښود او د هغې د رښتينو څرګندونو له كبله راوپارېدل، حال دا چې هغې شخصاً د چا نوم وانه خيست يوازې يې د هېواد ورانوونكي ياد كړل چې كابل يې په كنډوالو بدل كړى او په لكونو انسانان يې وژلي دي، خو جنګسالارانو د خپل غبرګون په ښوولو سره دا ثابته كړه چې دا په لكونو افغانان د دوى له كبله ووژل شول او كابل هم دوى روان كړى دى. دوى په خپله ځانونه نورو ته وروپېژندل او ليرې به نه وي چې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو په مرسته نړيوالو محكمو ته راكش شي او ټول افغان ولس ورسره حساب وكړي.

سره له دې چې د ترهګرو او جنګسالارانو شعارونه يو له بل سره توپير لري، خو دغه دواړې بدمرغه ډلې مركزي دولت او افغان ولس ته يو ډول زيان وراړوي. دواړه د هېواد د ابادۍ او بيارغونې په وړاندې لوى خنډونه دي. دواړه د مركزي دولت د واك د پراخېدو په وړاندې لوى ګواښ دى او دواړو د افغان ولس د ژوند ډېرې خوږې شېبې په بدمرغيو بدلې كړې دي او دواړه ډلې د بهرنيو او پرديو لپاره ځانونه وژني، دواړه د افغان ولس په پرتله، خپل بهرني باداران ښاغلي ګڼي، ځكه خو د هغوى په يوې اشارې په ولس چپه مېچنه ګرځوي. دواړه ځانونه مرګ ته وركوي، خو د خپلو بادارانو خبره ځمكې ته نه پرېږدي. ځينې مهال خو جنګسالاران خپل ډېر څه پر طالب ترهګرو وراړوي، ماره دوى وكړي او پړه يې پر طالبانو ورتپي. د دوى همدغه وړ ګډو موخو او ورانيو هېوادوالو ته دا شك پيدا كړى، چې ترهګر او جنګسالاران په لوبه كې يو له بله سره  لاس لري، دغه شك له يوشمېر كارپوهانو سره هم شته او دا شك خو هغه مهال د باور كچې ته لوړ شو، كله چې څه موده وړاندې د طالبانو جنګيالي ملا داد الله له الجزيرې ټلويزيوني شبكې سره په يوه ټلويزيوني مركه كې وويل چې ښاغلي سياف او رباني له دوى سره په پټه لاس يو كړى او له دوى سره يې لوړه كړې چې د مركزي دولت په وړاندې به له دوى څخه خپلې هېڅ ډول هلې- ځلې ونه سپموي. نوموړي د هرات د والي اسمعيل خان نوم هم ياد كړ.

 نو اوس پوښتنه دا ده چې د دغو دواړو بدمرغو ډلو چاره څنګه كېدى شي؟ ځواب دا دى چې چاره يې اسانه ده، خو د نړيوالې ټولنې او مركزي دولت غوڅ ګام پورته كولو ته ستره اړتيا ليدل كېږي، ځكه چې نوره په شف- شف پوره نه شوه، تر هغه مهاله چې شفتالو نه كړي.

مركزي دولت او نړيوالې ټولنې ته ښايي چې د ترهګرو پرضد خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ كړي او د جنګسالارانو د بېوسلې كولو او بېواكه كولو لپاره دې اوچت ګام پورته كړي. هېڅ ډول وېره دې نه احساسوي، ځكه ولس د مركزي دولت تر شا ولاړ دى او كه چېرې مركزي دولت د دوى د وركاوي لپاره مټې راونغاړي او له ولس څخه د مرستې غوښتنه وكړي، نو ولس به له دوى سره هر ډول مرستې ته تيار شي. مركزي دولت ته ښايي چې د جنګسالارانو پرځاى پر ولس باور وكړي او د دوى د بېوسلې كولو پر مهال دې د ټوپكسالارانو هېڅ ډول خبره ونه منل شي. كه چېرې دولت داسې ونه كړي، نو دوى به هم دغسې ورسره لاس و ګرېوان وي، نه به يې والي په ارام پاته شي، نه به يې فرمان عملي بڼه غوره كړي، نه به هم دولت د دوى د ستونزو د اوارولو او څېړلو لپاره د بې پايلو كميسيونونو له جوړولو څخه خلاص شي—

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:1 AM لېږونكى:هوسۍ |
موږ د اطلاعاتو او كلتور يو ملي وزارت غواړو

ډاكټر رحيم ګل افغانمل

 

 

موږ د اطلاعاتو او كلتور يو ملي وزارت غواړو

 

 

ما به يو وخت په ځينو خپرونو كې د اطلاعاتو او كلتور د اوسني وزارت په باب زياتې ليكنې لوستلې چې ګواكې په كارونو او چارو كې يې ځينې نيمګړتياوې شته، نيمګړتياوې څه چې سترې تشې په كې ترسترګو كېږي، خو په خپله مې نه وو تجربه كړي، دومره ډاډمن هم نه وم چې دغه وزارت دې د افغاني ژبې (پښتو) او (افغانانو) په وړاندې دومره حساسيت ولري.

له بده مرغه چې نن سبا پښتانه په افغانستان كې دننه او بهر په دفاعي حالت كې دي، په دې چې دښمنان يې په زور كې دي او ټول هڅه كوي، چې دغه قوم ورك، ژبه يې سپكه او ځوانان يې ورټي، ويې غندي او د پرمختګ لار يې ډب كړي. زه بيا هم خوښ يم چې نن سبا هغه د چا خبره د ډيموكراسۍ څپه راروانه ده، په دې برخه كې به زيات كسان توند غبرګون ښيي او نه به يې مني، ځكه چې د دوى جنايتونه به رسوا كېږي او په دې توګه خو خلك كولاى شي دوى د محكمې او حساب و كتاب مېز ته راكش كړي. ځكه نو دوى له خپلو امكاناتو څخه په ګټه اخيستلو كوښښ كوي د دې سېلاو مخه ونيسي.

څه موده وړاندې ښاغلي كرزي د اطلاعاتو او كلتور وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين ته د سيد جمال الدين افغان مډال په دې وياړ وركړ، چې دغه وزارت د خپل كار په دوران كې زيات خدمتونه كړي، له زياتو هېوادونو سره يې غوره فرهنګي اړيكي نيولي او داسې نور... خو زه نه پوهېږم چې د پښتو وركاوى او ورسره د ميرې چلند خدمت دى؟ او ايا يوازې له ايران سره د فرهنګي اړيكو غزول د دې هېواد لپاره وياړ دى؟

يو وخت د يوه رسمي كار لپاره دغه وزارت ته ورغلى وم، هورې مې په يوه شعبه كې يو پښتون كاركوونكى وليد، چې هماغه شېبه راسره بلد شو. ما هم ګومان كاوه چې په دې وزارت كې به لږ تر لږه په سلو كې پنځوس پښتانه وي، نو ځكه مې عريضه هم په پښتو ليكلې وه، خو ما وليدل چې يو هم نه ورباندې پوهېده، زه اړ شوم چې هر يوه ته يې يو ځل ولولم او ورته ويې ژباړم، دلته زما هغه هېوادوال هم راسره مرسته وكړه، په دې برخه كې به ځينو كاركوونكو يو ډول پردى سلوك راسره كاوه. هسې خو ما انګېرلې وه چې كه نور څه نه وي د دې وزارت زيات كاركوونكي به په پښتو پوهېږي، ځكه دا خو د ټول افغانستان استازيتوب كوي، ځكه چې كه په نورو وزارتونو كې د ژبې انډول دومره مهم كار نه وي، دا وزارت خو بايد چې دغه اړخ په پام كې ونيسي. خو ما هلته احساس كړل چې د دوى سلنه تر اتو هم كمه ده، يانې پښتانه كاركوونكي يې په سلو كې اته هم نه دي.

هغه اشنا مې خپل ډك زړه راته تش كړ، چې سخت يې ودردولم. زه وپوهېدم چې ياره دا دومره زياتې ليكنې چې پر دې وزارت راځي او نيوكې ورباندې كوي، هسې بابولالې نه دي، په رښتيا چې دلته هماغه لوبه روانه ده. خو تر هرڅه وړاندې به د نښتر مجلې له پاڼو څخه څو كرښې راواخلو، چې پر همدغه وزارت نيوكه كوي، ځكه دغه وزارت اوس مهال (د كمكيانو انيس) خپرونه په (انيس كودك) بدل كړ، چې دلته په دې خپرونه كې ليكوال د ګيلې په ډول وايي: ”... تاسې د ډيموكراسۍ چيغې وهئ، ايا ډيموكراسي دېته وايي چې د يوه ملت نيم ماشومان دې دا حق ونه لري چې په خپله ژبه لوستل وكړي؟ ايا ډيموكراسي دا ده چې د ملت بودجه دې په فرهنګي چارو كې د ځينو لپاره مصرف شي او د ځينو لپاره نه؟...“ [نښتر، لومړى كال، درېيمه او څلورمه ګڼه، (تله- مرغومى)، 1382ل. كال، پنځم مخ، د ډاكټر سيد مخدوم رهين په نوم يو پرانيستى ليك].

دغه راز د پخلاينې اوونيزې پرله پسې څلور پنځوسمه ګڼه كې چې د 1383ل. كال د غبرګولي پر دېرشمه نېټه خپره شوې ده، په نهم مخ كې د (چرا وزارت اطلاعات و كلتور ملي نداشته باشيم؟) تر سرليك لاندې يوه ليكنه راغلي چې په پيل كې يې د هغه دوه ورځني سيمينار پر منځپانګې خبرې كړي، چې څو مياشتې وړاندې د همدغه وزارت په نوښت رابلل شوى و او پر ملي مسايلو په كې بحثونه كېدل. دلته يادونه شوې چې د دې سيمينار په ترڅ كې پر يوه قوم ملنډې ووهل شوې او په زغرده يې سپكاوى وشو، د ملي نفاق اور ته په كې لمن ووهل شوه. دلته به يې يوه برخه وژباړو: ”...د اطلاعاتو او كلتور وزارت ملي كېدل يوازې دا نه دي چې د افغانستان ټولو مېشتو قومونو ته دې برابره ونډه وركړل شي، بلكې تر ټولو مهمه دا ده چې لږ تر لږه دې د كليدي پوستونو په وېش كې دواړو ملي ژبو (پښتو_دري) ته برابره او متوازنه ونډه وركړل شي، خو موږ وينو چې د افغانستان په راډيو ټلويزيون كې له يوې رسمي ژبې سره ناوړه چلند كېږي او ګردسره څنډې ته كړې يې ده، موږ وليدل چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت تر مشرتابه لاندې سيمينار راغوښتل كېږي، چې په كې يو قوم سپك كېږي، د ډيموكراسۍ او د بيان د ازادۍ تر شعار لاندې له دولتي ټلويزيون څخه توهين امېزه خبرې خپرېږي، چې لامل يې بايد په نوموړي وزارت كې د ملي جوړښت نشتوالى وښيو. د يوې شمېرنې له مخې په دې وزارت كې كليدي پوستونه په سلو كې اته داسې كسانو ته وركړل شوي، چې له پښتو ژبې او كلتور سره يوڅه بلدتيا لري، دا شمېرنه په هغو ادارو كې چې د كلتور په رغونه او پراختيا كې كار كوي، ډېره كمه ده، كه دغه وزارت په دې كې شك ويني، مهرباني دې وكړي، د مهربانۍ له مخې دې اعلان كړي چې د پښتنو فرهنګيانو شمېره په كې څومره ده!...“.

دا خو شوه د پخلاينې اوونيزه كې د يوې خپرې شوې ليكنې د يوې برخې ژباړه. موږ په عمل كې وينو چې دغه وزارت تر حد ډېر كار كړى، چې بايد سترګې ورباندې پټې نه شي (؟!)، دغه وزارت دومره زيات بنسټيز كارونه كړي، دومره ډېرې رغونې او سمونې يې كړي چې په هېڅ حكومت كې يې سارى نه ليدل كېږي، دغه وزارت موږ ته ملي ګالري لومړى په هنرستان ملي افغانستان واړوله، وروسته يې دغه نوم په نګارستان ملي افغانستان بدل كړ، د افغانستان په ټلويزيون كې يې پښتو په نشت كې راوسته، خو بل پلو يې بيا ايراني فلمونه او ايرانۍ سندرې دومره زياتې كړې، چې سړي ته كله- كله د ټلويزيون په ليدو دا شك ولاړېږي چې ايا دا د افغانستان ټلويزيون دى، كه د ايران؟ نو اوس تاسې ووايات چې ايا دا د دې وزارت له خوا يوه ډېره ملي هڅه نه ده؟ بيا نو وزارت په څه ګرم ګڼئ چې كار نه كوي؟

دغه وزارت د پښتنو ولايتونو ته رسمي مكتوبونه لېږلي او د دغو ولايتونو په دولتي خپرونو كې يې 30% دري ژبې ته حق غوښتى، موږ اوس وينو چې په زياتو دغسې خپرونو كې 30% سلنه ونډه دري ژبې ته هم وركړل شوې ده. خبر شوم چې پر خوست مجلې يې هم دا شرط ايښى و، خو هغوى ګيله كړې وه چې له موږ سره د دري ژبې ليكوال نه شته، د اطلاعاتو او كلتور وزير ورته ويلي وو چې موږ به ليكنې په خپله دركړو! كله چې خوست مجلې دا كار ستونزمن وګاڼه، چې د هرې ګڼې د چاپ په وخت كې يوځل وزارت ته راشي، ليكنې ترلاسه، بيا يې خپرې كړي، نو وزارت هم مالي سرچينه ورباندې ودروله او دا مجله يې په دې توګه بنده كړه، چې اوس نه خپرېږي.

خو موږ كه د هرات اتفاق اسلام خپرونه وګورو چې يو تورى هم په كې په پښتو نه خپرېږي، دغه راز په همدغو خپرونو كې له ملي ټرمينالوژۍ او نوي اساسي قانون څخه سرغړاوى وينو، نو دا ګومان مو په ټينګ باور بدلېږي، چې رښتيا هم دغه وزارت بېساري خدمتونه كړي!!؟؟ دغه وزارت ولې په كابل كې خپرېدونكو خپرونو ته يو معيار نه ټاكي، ځكه همدا اوس هم ځينې خپرونې (لكه پيام مجاهد، هفته نامهْ كابل، پنجره او....)  نه ملي ټرمينالوژي مني، نه ملي هويت، د ژبو انډول خو پرځاى پرېږده، دغه وزارت چې پښتو خپرونو ته پاړسي ليكنې وركولاى شي، ايا نورو خپرونو ته هم پښتو ليكنې برابروي او كه يوازې د يوې ژبې د خدمت او پراختيا غم ورسره دى؟؟ دغه وزارت به د شمال له هغو مېشتو پښتنو سره څه كوي چې په خپله ژبه خبرې هم نه شي كولاى، په پښتو خو به يو تورى هم څه نه شي خپرولاى. ځه خير دا خو هم د دغه وزارت لپاره يوه پلمه ده، چې وبه وايي هورې ټوپكسالاران حاكم دي او د دوى زور نه ورباندې رسېږي!!. همدا په كابل كې دې موږ ته راوښيي چې څو پښتو مجلې يې تاسيس كړي، دغه وزارت دې داسې پښتو مجلې يا نورې خپرونې راوښيي چې دوى يې د دولت په چوكاټ كې د محبوبيت او پراختيا لپاره كار كړى وي، كه وي هم معيار به يې دومره ټيټ وي، چې په يوځل لوستلو به هم نه ارزي.

څه موده وړاندې خبر شوم چې دغه وزارت اوس بل نوښت ته هم لاس غزولى، هغه دا چې زموږ پښتانه ليكوال اوس څارنواليو ته هم ورمعرفي كوي او دوسيې ورپسې جوړوي. مبارك دې شه افغان ولسه! د اطلاعاتو او كلتور په دې ملې وزارت!! موږ اورېدلي وو چې كلتور وزارتونه او رياستونه له ليكوالو او فرهنګيانو سره ځانګړې مينه لري او دوى ته تر خپلو وزرونو لاندې ځاى وركوي كار او زيار ته يې هڅوي، خو دا مو نه وو اورېدلي چې ليكوالان څارنواليو ته وركش كړي. موږ نه يو خبر چې له څومره نورو پښتنو ليكوالانو څخه به يې قلمونه اخيستي وي او په تورو نظارت خانو كې به يې اچولي وي!؟

د هوسۍ مجلې چلوونكى د ټوپكوالو له خوا وټكول شو، ووهل شو، دا ځكه چې ده په خپل او ځينو نورو دوستانو په لګښت پښتو مجله راباسي، دوې اوونۍ تېرې نه وې چې څارنوالۍ ته وغوښتل شو، ده ګومان كاوه چې څوك به يې د تېرې پېښې څېړنه كوي، ټوپكسالاران به غندل كېږي او د يوه ليكوال د حق ناره به پورته كېږي، خو هلته ښاغلي رهين ورته دوسيه جوړه كړې وه، چې ګواكې د هوسۍ مجلې چلوونكي ورپسې داسې ليكنه كړې، چې ګواكې رهين تاريخي اثار غلا كړي، خو كله چې صالح ورته هوسۍ مجله وښوده چې دا ده په دې نامه كومه ليكنه دلته په دې مجله كې نه ده خپره شوې  او ده نه ده ليكلې، نو د نورو ګډو وډو پوښتنو په ترڅ كې د مجلې راجسټر په باب ځنې پوښتنې وشوې، چې ولې راجسټر نه ده، خو كله چې صالح ورته د مجلې راجسټر پاڼه وښوده، څارنوالانو نيوكه درلوده چې دا ولې په دې وروستيو كې راجسټر شوې، دا دومره وخت ولې ځنډېدلې ده؟ په ښاغلي رهين پسې څه ليكل دومره ستره ګناه ده چې بايد په تور يې موږ نور بېګناه او بېوسه ليكوالان څارنواليو ته كش كړو؟ ښاغلى رهين به كه خداى كول د ټوپكسالارانو په مرسته بله ورځ په پېښور كې خپرېدونكې سهار ورځپاڼې ته هم دغسې دوسيه جوړه كړي، ځكه چې په دې ورځپاڼه كې هم داسې يوه ليكنه خپره شوې، چې د همدغه ښاغلي په باب وه!

دا دى د اطلاعاتو او كلتور وزارت ملي هڅې چې د بيان ازادۍ ته يې لاره اواره كړې او د افغانستان ملي ژبو ته په يوه سترګه ګوري او دواړو ته پراختيا وركوي. زموږ د كلتور وزير خو په خپلو ښو كارونو كې يو دا هم ډېر يادوي چې ګواكې په افغانستان كې يې د لومړي ځل لپاره د بيان ازادي پلې كړې او ليكوالو ته يې دا زمينه برابره كړې ده، چې په ازادانه ډول قلم وچلوي او له بشپړې خپلواكۍ څخه برخمن شي.

موږ د هېچا پلوي نه كوو، بلكې له خپل هېواد، ژبې او كلتور سره مينه لرو. ما پخوا اورېدلي وو چې پيام مجاهد خپرونه په كلتور وزارت كې نه ده راجسټر شوې او نن سبا چې د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون توشېح شوى، نو دا خو يو غيرقانوني كار دى، خو باور مې نه راته، ځكه چې ما دا ګڼل دغه وزارت به ټولو ته په يوه نظر ګوري او توپير به نه كوي، خو يوه ورځ موقع په لاس راغله، كله چې مې د دغه وزارت د راجسټر شويو مجلو او نورو خپرونو ليسټ ولوست، په هغو كې مې د پيام مجاهد نوم ونه ليد، خو دغه وزارت د هوسۍ پر راجسټر كېدو سربېره د ښاغلي شاه زمان ورېځ ستانيزي په واسطه صالح ته په كراتو كراتو زنګونه ووهل او له هغه څخه يې د راجسټرېشن اصلي پاڼه وغوښته، دوى دليل درلود چې ګواكې په دې پاڼه كې كومه تېروتنه ده! خو كله چې د راجسټر پاڼې يوه كاپي وروړل شوه چې تېروتنه يې په ګوته كړي، دوى ورته ويلي وو چې موږ ته اصلي پاڼه راوړه، دا پاڼه چې تاسو ته دركړل شوې، د راجسټرېشن اصلي پاڼه نه ده، اصلي پاڼه يې غټه دى، چې پښتو، دري او انګرېزي لري او....

واه، واه! زموږ زړونه به څنګه نه چوي چې اوس د يوه وزارت په كچه د پښتو او پښتنو پرضد داسې غيرقانوني اقدام كېږي! زه به دلته د مړوند مجلې راجسټر پاڼه هم ستاسو مخې ته كښېږدم چې له هوسۍ سره يوځاى راجسټر شوې، تاسې وګورئ چې ايا مړوند مجلې ته د راجسټر داسې پاڼه وركړل شوې، چې پښتو، دري او انګرېزي ليكنې لري او كه د هوسۍ مجلې له راجسټرپاڼې سره توپير نه لري؟ ايا د هغوى په پاڼه كې هېڅ يوه غلطي نه شته، يوازې هوسۍ دا تېروتنه لري؟ بله دا چې ښاغلي ستانيزي صالح ته دا ګواښ هم كړى و، كه چېرې دى د راجسټر اصلي پاڼه نه وروړي، دوى به يې بيا څارنوالۍ ته ورمعرفي كړي او سخته سزا به وركړي!

كله چې ښاغلى عبدالاحمد محمديار د ښاغلي رهين په ځانګړي امر له كندهار څخه كابل ته راوغوښتل شو او څارنوالۍ ته وروستل شو، نو دا خبره نوره هم جوته شوه چې دغه وزارت اوس شخصي تربګنيو او دښمنيو ته هم ملا تړلې ده، زموږ كارنده ځوانان نه شي زغملاى، غواړي چې په يو نه، يو ډول زموږ فرهنګي بيارغونه شنډه او د پرمختګ لار يې ډب كړي. كله چې يې له ښاغلي محمديار څخه څه ترلاسه نه كړل او وزير په كې ملامت شو، نو امر يې وكړ چې بېرته دې لاړ شي، نه يې بخښنه ترې وغوښته، نه يې هم د نورو افغانانو شكونه ليرې كړل، چې د ښاغلي رهين په باب يې درلود.

د ښكلا مجلې د راجسټر پر وخت يې هم محمديار ته ويلي وو چې وزير امر كړى چې د صالح چينل (پښتو خپرونو) ته دې هېڅ د راجسټر زمينه نه برابرېږي، نه دې هم همكاري ورسره كېږي. د صالح چينل څه مانا؟ ايا دى كوم سياسي شخص دى، كوم سياسي ګوند لري او كه د دې هېواد نه دى؟ خو ښاغلي محمديار چې ټول قانوني پړاوونه يې بشپړ كړي وو، دا خلك په ډېره سختۍ سره قانع كړل چې د قانون په چوكاټ كې ښكلا مجله راجسټر كړي.

دا دى د يوه هېواد د كلتور وزارت! چې په ټول عمر يې همدغه وړ خدمتونه كړي دي! دا دى د افغاني كلتور روزنځى، چې له دې ځايه به له خيره زموږ د كلتوري او ټولنيزې ودې لپاره لارې چارې برابرېږي، خلك بيا ولې ګيله كوي چې ګواكې د اطلاعاتو او كلتور وزارت كار نه كوي، يا يې د خدمت كچه ډېره ټيټه ده؟؟!!

د ملي ټرمينالوژۍ بېخ و بنياد به له خيره وايستل شي، تاسې په تمه واوسئ يو وخت به د اشخاصو نومونه هم واړول شي، ملي ارزښتونه به هم له خيره د كركې په دوړو او ګردونو كې پټ شي او په سياسي سازشونو كې به د هېواد ټول تاريخي ارزښتونه هم ليلام شي. نور به يوازې پښتانه افغانان بلل كېږي، نور خلك به ”افغانستانيان“ شي، د هېواد نوم به دې هم ”خراسان كبير“ يا هم ”ارياناى بزرګ“ شي. نور نو له دې وزارت څخه څه غواړئ، ايا همدا يو ملي خدمت نه دى؟

هو رښتيا؛ نن سبا خو ”ملي“ تورى دومره وشاربل شو چې نور نو د خلكو ترې كركه كېږي، په هرڅه كې ملي يووالى غوښتل كېږي، كه څوك د هېواد پرضد هڅه هم كوي، په كې "ملي" تورى ډېر يادوي، خو دا شعار يوازې تر الفاظو محدود وي، نه يوازې عملي جنبه او عملي اړخ نه لري، بلكې پرضد يې چلند كېږي.

موږ د خپلې ليكنې په سرليك كې ځكه دا تورى كارولى، چې موږ يې رښتينې بڼه غواړو، موږ يې عملي جنبه غواړو؛ دا دى ټولټاكنې راروانې دي، موږ غواړو چې په دې ټاكنو كې په خپله خوښه داسې يو زعيم وټاكو چې هغه دې دغه (ملي) توري ته عملي جامه وركړي، موږ په همدې نوښت او بدلون كې د اطلاعاتو او كلتور يو داسې وزارت غواړو چې په كې د تعصبونو لمبې بلې نه وي، داسې وزارت نه غواړو چې پښتانه ليكوال او فرهنګيان مو څارنواليو ته وركشوي او پښتو خپرونو ته خنډ پېښ كړي، موږ داسې وزارت غواړو چې د زړه له اخلاصه ټولو ژبو ته حق وركړي او د ټولو ودې ته لارې چارې وسنجوي. په پاى كې د افغاني فرهنګي ټولنو د ګډې جرګه ګۍ يو احتجاجي ليك هم دلته رااخلم چې په دې وروستيو كې خپره شوې ده، له همدې سره به ليكنې ته هم د پاى ټكى كښېږدو:

د افغاني فرهنګي ټولنو د ګډې جرګه ګۍ احتجاج ليك

پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي . دواړه حق لري چې  برابر کار ورته وشي. په ځانګړې  توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دى، چې په خپلو ټولو مطبوع او برېښنايي خپرونو کې دواړو ژبو ته برابر کار وکړي او وده ورکړي.

زموږ هېوادوالو په تېرو دوه نيمو لسيزو کې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ډېرې بدې ورځې تېرې کړې دي. په کار خو دا وه چې د٢٣ کلنو جګړو او بدو ورځو په تېرېدو،  هېواد ته د ډيموکراسۍ او نوي حکومت په راتګ سره  زاړه تعصبونه، کرکې او کينې هېرې شوې واى، مينې، ورورولۍ او ملي وحدت ته هېوادوال هڅول شوي واى .خو له بده مرغه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت داسې ونه کړل، دوى  لومړى د وزارت په تشکيل کې له پښتنو سره له دښمنۍ  او تعصب څخه کار واخيست. د وزارت نوم يې بدل کړ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټولې اړوندې لوحې يې  هم له پښتو نه واړولې، سره له دې چې دا د پښتو ژبې منل شوى حق و،  د دې لپاره چې اکثره مکتوبونه په پاړسي ليکل کېدل، نو د ادارو  لوحې او د رسمي سندونو او مکتوبونو لوحې پښتو وې چې د دواړو ژبو رسميت وساتل شي.

د دغه وزارت په جوړښت کې هم له پښتو سره له ژور تعصب څخه کار اخيستل شوى دى. رياستونه يې ټول دري ژبو ته  ورکړي دي، که څه هم ځينې  پښتانه مرستيالان او رئيسان لري، خو دا هم په پښتو ژبې پسې خندا ده، ځکه دوى قصداً هغو تش په  نامه پښتنو ته ځاى ورکړى، چې يوازې  تخلص يې پښتو دى او پښتنو ته منسوب  دي،  نور نه په پښتو خبرې  کولاى شي او نه ليکل او لوستل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد داسې  کسان  په  دندو ګمارلي واى، چې له مسلک سره- سره د يوه قوم د ژبې او کلتور نمايند ګي وکړي ، ليکوال  وي  او د پښتو او دري  ژبو د انډول ساتنې وړتيا ولري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې  دوه نيمو کلونو کې د پښتو لپاره هېڅ کار نه دى کړى او ان په اکثره وختونو کې يې د پښتو پر ضدګام پورته کړى دى، په ځانګړې توګه په ټلويزيون پورې اړوند ټول کارونه د پښتواو پښتنو  پر ضد دي.

داسې فکر کېږې چې دا د کابل نه، بلکې  د ايران ټلويزيون دى او يو څه خپرونې د دري ژبو افغانانو لپاره هم لري او کله- کله يوه نيمه خبره په کې په پښتو هم وي.

د راپور راوړلو لپاره  پښتنو سيمو ته هم دري ژبي ژورناليسټان لېږي، چې په ګډه وډه او غلطه پښتو ژبه راپور ورکوي، حال داچې په راډيو ټلويزيون رياست كې له دوى سره ښه تکړه او غښتلي پښتانه ژورناليسټان شته، خو وخت نه ورکوي، چې  دا کار هم له پښتو ژبې سره لوى خيانت بللاى شو.

د ښاغلي رهين له وزير کېدو سره سم پښتو په ټلويزيون کې دويمه ژبه او ورو- ورو بېخي  په نشت وشمېرل شوه.

د ټلويزيون په پرده کې چې کوم سمبول جوړ شوى  هغه هم يوازې په دري  او انګرېزي دى.

په لنډ ډول به يې ووايو چې د ټلويزيون په هېڅ پروګرام کې  د پښتو انډول نه ساتل کېږي، حتى ځينې  پروګرامونه پښتو برخه هېڅ نه لري او ځينې  يې  چې لري، هغه هم ډېره کمزورې او تش د نمونې لپاره ده.

د راډيو- ټلويزيون لپاره چې د ښاغلي حامد کرزي له خوا کوم کميسيون جوړ شوى و، هغه په خپلو چارو کې په بشپړ ډول ناکام دى، هېڅ لاسته راوړنې نه لري.

موږ دواړو ژبو (پښتو او دري) ته د متناسب او قانوني حق غوښتونكي يو، موږ د ملي وحدت د پياوړتيا لپاره د پښتو او دري تر منځ د انډول ساتل، په تعليمي او حکومتي ادارو کې هغوى ته مساوي برخه ورکول د قانون عملي کول ګڼو، نو له همدې امله  موږ پښتانه ليکوال له دولت څخه غواړو:

_ لکه څنګه چې اساسي قانون پښتو د لومړۍ ژبې  په توګه ثبت کړې، همداراز بايد دولت عملاً د پښتو رسمي مقام ته درناوى وکړي، تثبيت يې کړي او کوم حقونه  چې لري وريې کړي.

_  د اطلاعاتو او کلتور وزير بايد داسي څوک وټاکل شي چې نه يوازې په پښتو او دري  پوه وي، بلکې د دواړو ژبو ليکوال وي.

_  د نشراتي مړسسو رئيسان او مرستيالان بايد په يوه  وړ تناسب وټاکل شي.

_  په ځانګړې  توګه د ټلويزيون رئيس چې د خپل تعصب او بې کفايتۍ امتحان يې ورکړى، بايد ژر تر ژره له دندې ګوښه شي او پرځاى  يې يو رښتينى افغان چې پر ملي وحدت او ملي ګټو ايمان ولري، وټاکل شي.

که زموږ دا غوښتنې ونه منل شي، زموږ احتجاج به د قانون په چوکاټ کې له ليکني ډول څخه عملي لاريونونو او لوړو مقامونو ته، ان  د يونسکو نړيوالې ادارې  ته چې  د ژبو حق ساتلو مسووليت لري، د ورتللو بڼه غوره کړي او موږ به خپلو دغو هڅو ته په ملي او نړيواله كچه د بري تر وخته دوام ورکړو:

1.                   هېواد كلتوري_ ادبي ټولنه

2.                   ګوربت كلتوري ټولنه

3.                   بغلان ادبي بهير

4.                   قلم ادبي ټولنه

5.                   ميوند كلتوري ټولنه

6.                   د ځوانو ژورناليسټانو ټولنه

7.                   لغمان ادبي بهير

8.                   استقلال ادبي ټولنه

9.                   د بٌست فرهنګي ټولنه

10.               زرمت ادبي بهير

11.               د هوسۍ مجلې اداره

12.               د ښځې غږ فرهنګي انجمن

13.               د ښكلا نشراتي اداره

14.               پښتو ادبي غورځنګ (پكتيا)

15.               اريوب كلتوري ټولنه

16.               سورغر ادبي يون

17.               كندوز ادبي بهير

18.               پكتيا ادبي بهير

19.               د بلخ فرهنګي مركز

20.               نښتر خپرنۍ اداره

21.               د تندې مجلې اداره

22.               افغان ادبي بهير

23.               د شيخ متيرح ادبي ټولنه

24.               پښتو ادبي يون

25.               زلمي اداره

26.               د كونړ ادبي بهير

27.               د خوست كلتوري اداره

28.               رشاد كره كتنه

29.               د ځوانو قلموالو انجمن

30.               سلايي خپرونه

31.               ننګرهار ادبي بهير—

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 1:0 AM لېږونكى:هوسۍ |
توره ټوخله

ډاكټر عارف پښتون

 

توره ټوخله

 

Whooping Cough


د تنفسي جهاز يو ډول باكټريايي ناروغي ده، چې د Bordetella Pertussis په واسطه رامنځته كېږي. په ټوليز ډول هغه ماشومان پرې اخته كېږي چې عمر يې تر اووه كلونو كښته وي. ماشوم تر پيدايښت څو مياشتې وروسته په ځانګړي ډول په لومړۍ مياشت كې د معافيت سيسټم د كمزورۍ له كبله، كه چېرې يې واكسين هم نه وي اخيستى ډېر ژر د دغې ناروغۍ ښكار كېږي. خو بايد هېر مو نه شي چې دا ناروغي په ماشومانو كې، هغه هم تر دوه كلنو وړو ماشومانو كې زياته څرګندېږي او په خلكو كې هم دا خبره مشهوره شوې، پخوا هم په كتابونو كې د همدغو كلونو ناروغي ګڼل شوې ده. خو وروستيو روغتيايي څېړنو او پلتڼو وښووله چې دا ناروغي په ټولو سنونو كې منځته راتلاى شي، خو د ډېرښت د مخنيوي لپاره يې په زياتو هېوادونو كې له واكسين څخه ګټه پورته كوي، خو په هغو هېوادونو كې چې د واكسينولو پروګرامونه نه شته، زياتره ماشومان ښوونځي ته تر تګ او بلوغ څخه وړاندې په انديميك ډول پرې اخته كېږي. خو په هغو هېوادونو كې چې د واكسينولو پروګرامونه په كې په منظم ډول پلي كېږي، دا ناروغي زياتره تر يو كلن كوچني ماشومان نيسي.

خو په دغو هېوادونو كې ترسره شوې پلټنې څرګندوي چې هورې هم تر بلوغ او ځوانۍ وړاندې زيات ماشومان او تنكي زلميان د دې ناروغۍ ښكار كېږي. كېدى شي په بالغو او تنكيو زلميانو كې يې د سلنې كچه ټيټه اټكل شوې وي، له دې كبله كېدى شي په دې دوره كې د ناروغۍ سم رپوټ ورنه كړل شي، كېدى شي يو لامل يې ناسم تشخيص وګڼو، ځكه لكه څنګه چې مو يادونه وكړه په نورو عمرونو كې هم خلك اخته كولاى شي، خو د مړينې كچه په وړو ماشومانو كې زياته ده. اوس مهال دا ناروغي په پرمختيايي هېوادونو كې له وژونكو ناروغيو څخه ګڼل كېږي.

ويل كېږي چې په چين كې دغې ناروغۍ ته خلك سل ورځنى ټوخى وايي، چې دا د دې ناروغۍ كلنيكي كتنه ښيي، خو په لغوي ډول ورته Pertussis وايي، يانې سخت ټوخى.

بايد وويل شي چې له دغې ناروغۍ څخه د ماشوم د ژغورنې لپاره واكسين رامنځته شوى، چې د ديفتري او تيتانوس له واكسينونو سره يوځاى وركول كېږي چې د D.P.T په نامه يادېږي. لومړى واكسين هغه وخت وركول كېږي چې ماشوم د خپل عمر شپږ اوونۍ تېرې كړې وي، خو بايد ځير شو چې پر واكسين سربېره هم په ماشوم كې د لږ لږ ټوخي امكان شته، په دې مانا چې له واكسين سره- سره كېدى شي په ماشوم چې د دې ناروغۍ تته بڼه راښكاره شي، چې دومره د اندېنښنې وړ خبره نه ده.

د Bordetella څو ډوله باكټريا شته، چې له هغوى څخه يوازې د Pertussis ډول يې انسان په ناروغۍ اخته كولاى شي، خو د B. Pertussis ډول يې هم كولاى شي چې انسان ناروغ كړي، چې كلنيكي نښې يې د B. Pertussis په ډول دي، خو كمزورې ناروغي رامنځته كوي، له بله پلوه د دواړو پورتنيو ډولونو يو ګډ حالت هم ليدل شوى دى. د Bordetella نور ډولونه په حيواناتو كې د ناروغۍ لامل ګرځي.

كلنيكي نښې:

توره ټوخله د توند ټوخي يو لوى لامل دى، چې د نري رنځ (توبركلوز)، د زړه د ناروغيو او Bronchiectasis تر څنګ بايد توره ټوخله هم له پامه ونه غورځول شي. لكه څنګه چې مخكې مو يادونه وكړه دا ناروغي زياتره تر دوه كلنو په وړو ماشومانو كې (تر ښوونځي مخكې دوره كې) له يوې غلې او بې زيانه دورې څخه تر تېرېدو وروسته منځته راځي، چې له والګي (زكام) سره يې توپير ستونزمن دى، ځكه له والګي سره اوښكې تويېدنه، ټيټه تبه، بېحالي او كمزوري ملګرې وي، چې تر اوو اوونيو وروسته والګى په يرغليزې مرحلې بدلېږي. وروسته يو توند ټوخى رامنځته كېږي چې پرله پسې بريدونه يې هم ملګري وي. چې تر لسو ټوخيو پورې د Expiration (د سږو هغه حالت چې كاربن داى اكسايد لرونكې هوا له سږو څخه وځي) حالت رامنځته كېږي. دا مهال ټوخى له يو ډول ځانګړي غږ Whoop سره مل وي. تر هرې حملې وروسته د كانګو (قى) امكان شته، كېدى شي په عادي ډول له ټوخي سره بلغم هم راووځي، كېدى شي د خوراك په وخت كې د ټوخي غږ بېړنى شي، يا هم كېدى شي ځينې وخت له ټوخي سره وينه هم ښكاره شي، چې خطرناكه نه ده. بايد وويل شي چې په وړو ماشومانو كې كېدى شي د توند ټوخي د حملو پرځاى د Apnea (د تنفس تم كېدل) سره يوځاى له Spasm سره د غاړې رګونه هم وپړسېږي، سترګې راوتلې ښكاره شي، د دوو حملو ترمنځ ناروغ سره له دې چې انسان ستړى ښكاري، خو بيا هم په ښكاره روغ رمټ ښكاري. په دې ناروغۍ كې تبه زياته نه وي، كه چېرې منځته راشي، د بلې باكټريايي ناروغۍ د ورزياتېدو په مانا ده، دغه راز كېدى شي ماشوم خپل وزن وبايلي.

بايد وويل شي چې توره ټوخله له يوشمېر زيانونو سره هم مله ده، د لويو او بالغو ماشومانو په پرتله په شيدو رودونكو ماشومانو كې زياته څرګندېږي، چې هغه زيانونه دا دي:

| Pneumotorax (يوه ناروغي چې د هغې له كبله د پلورا منځ له هوا څخه ډكېږي او د تنفس په برخه كې ستونزه پېښوي).

| په دنس كې دننه د زيات فشار له كبله فتقونه (چوره) رامنځته كېدل او سينه و بغل.

| په لويو ماشومانو او بالغينو كې د پوښتيو د ماتېدنې رامنځته كېدل، سينكوپ (يو حالت چې وينه په بېړني ډول دماغ ته نه رسېږي او ناروغ بېسده لوېږي).

تشخيص:

د ناروغۍ د دوديزو نښو په شتوالي كې د هغې تشخيص ستونزمن نه دى، خو په لويو ماشومانو او بالغينو كې له نورو ناروغيو څخه د دې ناروغۍ توپير كول او پېژندنه ستونزمنه ده، نو ځكه لابراتواري معاينو ته اړتيا لري. له لابراتواري نښو څخه هم يوه لمفوسايتوز دى، چې په وړو ماشومانو كې ډېر پېښېږي، خو په لويو ماشومانو او بالغينو كې ډېر نه ليدل كېږي، تر ټوله ښه او غوره لابراتواري كتنه (معاينه) يې د ناروفارنكس د ترشحاتو كلچر دى، ځكه چې B. Pertussis  د وچوبي په وړاندې ډېر حساس دى، بايد چې بېلګه يې بې له ځنډه د كلچر چاپېريال ته ولېږدول شي. كلچر تر پنځو ورځو وروسته ثبتېږي. په هغو كسانو چې كې انتي بيوتيك يې نه وي اخيستي، تر درېيو اوونيو پورې مثبت نه پاتې كېږي، د انتي بيوتيك تر اخيستلو پنځه ورځې وروسته  كلچر منفي كېږي.

درملنه:

په درملنه كې تر ټولو مهم كار ناروغ كس ته د انتي بيوتيك وركول دي، خو له ناروفارنكس څخه دې د تورې ټوخلې باكتريا پاكه شي، چې تر ټولو اغېزناك انتي بيوتيك يې اريترومايسين دي، چې بايد د ډاكټرانو په لارښوونه وكارول شي، خو د ناروغۍ د ښه مخنيوي لپاره په كار ده چې د ناروغۍ په لومړيو ورځو كې انتي بيوتيك وركړل شي، ځكه چې د ځنډ په راتلو سره يې اغېز كمېږي. دغه انتي بيوتيك د 14 ورځو لپاره كارول كېږي او د ځينو نورو ناروغيو مخه هم نيسي، لكه كلاميديا، مايكوپلازما او نور.

بايد يادونه وشي چې خوارځواكي (سو تغذي) د دې ناروغۍ له مهمو خطرونو څخه ګڼل كېږي، چې بايد مخنيوى يې وشي. د ماشوم مور بايد په دې پوه كړاى شي چې ماشوم ته پروتين لرونكي خواړه وركړي، لكه: هګۍ، غوښه، سابه، لوبيا، وريجې او نور... دغه راز دې ورته د مايعاتو وركړه هم زياته كړي.

مخنيوى:

د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد لاندې ټكي په پام كې ونيول شي:

1. لكه څنګه چې دا ناروغي ډېره ساري او لېږدېدونكې ده، كه چېرې د يوې كورنۍ ماشوم په دې ناروغۍ اخته وي، بايد نور ماشومان، په ځانګړې توګه شيدې رودونكي ماشومان چې واكسين شوي نه وي، يا د خوارځواكۍ په ستونزې اخته وي، ورڅخه ليرې وساتل شي.

2. هغه ماشومان چې له دې خطر سره مخ وي، بايد چې درمل واخلي او له ډاكټر سره دې مشوره وشي.

3. د واكسيناسيون پروګرام ته دې پراختيا وركړل شي، چې دا تر ټولو اغېزناكه او غوره لار ده. سره له دې چې دا واكسين د تورې ټوخلې مخنيوى كوي، كېدى شي چې نورې متقابلې اغېزې هم ولري، لكه ناكراري، تبه، د پوستكي سوروالى، پړسوب او د واكسين د ځاى درد.

4. په هغه كوټه كې چې ناروغ ماشوم ويده وي، بايد كړكۍ پرانيستې وي، چې تازه هوا داخله شي—

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 0:59 AM لېږونكى:هوسۍ |
افغان او افغانستان نه منم، خو جمهوري رياست غواړم

سليم طارق يوسفزى، تركيه- استانبول

 

 

افغان او افغانستان نه منم، خو جمهوري رياست غواړم

افغان د افغانستان د ټولو اوسېدونكو لپاره كارول كېږي. په ټوله نړۍ كې خلك د افغانستان ټول اوسېدونكي كه په هر قوم او ژبې پورې اړه لري، په ”افغان“ پېژني، چې دا د دغه هېواد د اوسېدونكو د ملي هويت يوه څرګنده نښه هم ده، چې بايد ټول افغانان ورباندې ووياړي او وياړي هم. ”د نړيوالو ميثاقونو او پرېكړه ليكونو پر بگنسټ، چې افغانستان يې هم په پاى كې لاسليك كړى دى، په هغو كې د افغانستان ټول وګړي د ”افغان“ په نامه ياد شوي، نه د ”افغانستاني“ په نامه“: ("ځان افغانستاني ګڼل ستر خيانت دى" هوسۍ پرله پسې پنځمه ګڼه، دويم مخ) د هويت دا نښه دوى ته بل چا په خيرات كې نه ده وركړې، نه هم دا كوم مصنوعي لقب دى، چې دوى ته د بل چا له خوا په ډالۍ كې وركړل شوى، د دغه نوم تر شا يو اوږد تاريخي شاليد او ډېر نور وياړونه پټ دي، چې پنځه زره كلنې ريښې او لرغونتوب لري او افغانان خو بيا د تاريخ په هره دوره كې د خپل تاريخ پر هرې برخې او هرې وياړنې سرونه وركړي، خو سازش يې نه دى منلى، نه يې هم د بل چا په ناروا ګټه توره چلولې ده.

موږ به پخوا د ځينو كسانو له خولې څخه اورېدل چې د ”افغان“ تورى به يې نه مانه او په دې به شرمېدل چې ځانونه افغانان وګڼي، خو باور مو نه راته، موږ داسې ګومان كاوه چې د دې هېواد دغه جفاكاره بچيان به لږ او د ګوتو په شمېر وي، خو اوس دا دى د وخت په تېرېدو سره دا څرګندېږي، چې د ګران هېواد دا ناخلفه زامن ډېر دي، چې اوس په څرګنده توګه د دغه هېواد پر ملي هويت خاورې اړوي.

اوس مهال هم په بهر كې مېشت افغانان كه په هر قوم، ژبې او سيمې پورې اړه لري، د استاد اولمير د دې ملي سندرې په اوريدگو اوښكې تويوي: ”دا زموږ زېبا وطن | دا زموږ ليلا وطن“ په دوى كې تر ډېره كچه د كركې او تعصب په نامه څه نه شته،  دا يوازې يوه ځانګړې ډله ده چې دغه اور ته لمن وهي او خپلې ګټې په كې پالي.

د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه كې بيا له دې ستونزې سره په نړيواله كچه مخ شوو. هلته د ځينو ولايتونو استازو وړانديز وكړ، چې له پښتنو پرته دې نورو ټولو قومونو ته ”افغانستاني“ وويل شي!. كه څه هم د جرګې دا بهير په نېغ ډول خپرېده چې زيات غبرګونونه او خلك يې راوپارول، خو كله چې وړانديز وشو چې پر دې وړانديزي مادې او نظر دې رايه واچول شي، كه چېرې يې ټاكل شوې اندازه رايه وګټله، بيا به په رسمي ډول په اساسي قانون كې شامل كړاى شي. خو د څو نورو وړانديزي مادو ترڅنګ دغې مادې هم ټاكل شوې اندازه رايه ونه ګټله او د دغو كسانو دا ارمان هم له خاورې سره خاورې شو.

سمه ده، د اساسي قانون په لويه جرګه كې دا ماده ونه منل شوه، خو اوس چې نوى اساسي قانون د افغانستان ټول اوسېدونكي افغانان ګڼي، بيا هم هماغه اشخاص قصداً او عمداً_ په لوى لاس د ”افغانستاني“ نظريې نغاره ډنګوي، ان چې اوس په خپرونو كې هم راځي او ښايي چې د چارواكو به هم ورته پام شوى وي، خو سترګې يې ورباندې پټې كړې دي. چې همدغه ډول مضر كارونه او لاسوهنې د ملت تر منځ د بېلتون او كركې پولې دروي او وېره لرو چې د ځينو ګاونډيو هېوادونو په لاسوهنه او د شتمنيو په زور بله ورځ خپل هېواد او د دغه هېواد ټول ارزښتونه ليلام نه كړو!؟.

زما په اند د هر چا نظر ته بايد درناوى وشي ، هرڅوك حق لري چې خپل نظر څرګند كړي، دلته په بهرنيو ټولنو كې هم دا يو منل شوى اصل دى، چې د هر چا نظر ته په درنښت قايل دي، څرنګه چې دلته د تركيې نظام تقريباً سيكولري بڼه لري، له دې كبله په زياتو مواردو كې يې ارزښتونه زموږ له ټولنې سره ټكر او توپير لري. خو دا هم بايد ووايو چې زموږ ټولنه يوه اسلامي او افغاني ټولنه ده. لومړى بايد خپلو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوى ولرو. دا خو كومه بله ټولنه نه ده چې د سيكولر نظام تر سيوري لاندې د ډيموكراسۍ شعار وركوي، خو بل پلو بيا وايي چې ”ډيموكراسي بشپړه نه ده“ په غربي ټولنه كې خلك د ډېرې ازادۍ او په اصطلاح ډيموكراسۍ له كبله تريخ ژوند لري، زيات ځوانان ارواپوهانو ته په سلګونو او زرګونو ډالره حق الزحمه وركوي، چې اروايي تمرينونه وركړي او تشويشونه يې وركم كړي. دوى چې هرڅه وغواړي كولاى يې شي. هلته دوى تر ډېره بريده د طبيعت قانون مني، نه هم د ټولنې دود او دستور.

رابه شو اصلي موضوع ته، چې زموږ ټوله موخه په خپله لمن كې رانغاړي.اوس وخت په هېواد كې دننه او بهر د ټولټاكنو موضوع ډېره توده ده، د ټاكنو د نېټې په رانژدې كېدو سره بېلابېل غبرګونونه هم په خپرېدو دي، په ټوليزو رسنيو او نورو خپرونو كې هم هره ورځ په دې اړه خبرونه او ګزارشونه اورو او تر ټولو ښه خبره خو دا ده چې په كانديدانو كې مېرمنې هم شته، چې يوه ښه بېلګه يې مېرمن مسعوده جلال ده.

خو  د جمهوري رياست په كانديدانو كې اوس داسې كسان هم شته چې زما په نظر كومه ښه تاريخچه نه لري. موږ د جګړه ييزو كلونو تر دې ستر او اوږدمهالي ناورين وروسته يوه داسې حكومت او نظام ته اړتيا لرو چې ټول دردونه مو درمان او اوښكې په موسكا بدلې كړي.  البته زه بايد يادونه وكړم، چې دا څرګندونې مې خداى مه كړه د تعصب او بدبينۍ له مخې نه كوم، زه د دې هېواد ټولو قومونو ته درناوى لرم، خو بيا هم له ګلونو سره اغزي ملګري وي. موږ بايد داسې كانديد وټاكو او رايه وركړو چې په هر لحاظ زموږ د ټولنې، اسلامي معيارونو او هېواد له معيارونو سره برابر وي. خو راشئ اوس ځينو نورو ټكو ته هم ګوته ونيسو او وګورو چې د ټولټاكنو لپاره ځينې كانديدان څه موخې لري؟

د ټولټاكنو د قانون په شپاړسمه ماده كې، تر دويم بند وروسته راغلي:

كانديدان نه شي كولاى لاندې اعمال ترسره كړي:

1. د هغو هدفونو تعقيبول، چې د اسلام د سپېڅلي دين د اساساتو او په اساسي قانون كې د درج شويو نصوصو او ارزښتونو مخالف وي.

2. د زور اعمالو يا له ځواك څه په ګټې اخيستنې سره تهديدول، يا تبليغات كول.

3. قومي، لساني، سمتي او مذهبي حساسيتونو او تبعيضونو ته لمسول.

4. فردي حقوقو او ازاديو ته د واقعي خطر پيدا كول، يا د نظم او عامه امن عمدي ګډوډول.

5. د غير رسمي وسلوالو ځواكونو لرل، يا په هغو كې ګډون كول.

6. له بهرنيو سرچينو څخه د مالي وجوهو ترلاسه كول.

خو راشئ وګورو چې ايا زموږ اوسنيو كانديدانو دا ټول شرايط پرځان منلي؟ ايا ټولو دغو مادو ته درناوى كړى، كه څنګه؟

 ښاغلى لطيف پدرام چې ځان يې جمهوري رياست ته كانديد كړى، هغه شخص دى چې يو وخت د ”حقيقت انقلاب ثور“ نومې خپرونې له چلوونكو څخه و او د هغه نظام په پلوي به يې په كې بېشمېره ليكنې خپرولې، چې نه د ملت استازى و، نه هم افغانانو په كې ګډون درلود. كله چې د ببرك كارمل او روس پلويو اشخاصو نظام ړنګ شو، ښاغلي پدرام بيا له ډاكټر نجيب الله سره تار وځغلاوه او زړه يارانه يې نوې كړه او د هغه په ستاينه كې يې قلم ستړى كړ. د ښاغلي رباني د حكومت پر وخت بيا د هغه مداح (ستايندوى) شو او اوس دا دى په اوسني نظام كې هم راشامل دى. خو اوس مهال چې ټولټاكنې راروانې دي، نو له بهر څخه يې ځان راورساه او اوس يې په لسګونو وروستي ماډل موټرونه، باډي ګارډان او نور امكانات هم ترلاسه كړي، دا چې دا امكانات او وسايل يې له كومه كړل، موږ ته هم نه ده څرګنده.

په هغو جګړه ييزو كلونو چې موږ افغانانو دلته په افغانستان كې دننه د ړندو راكټونو او بمونو تر اورونو او محشر لاندې ستونزمن ژوند درلود، هغه وخت چې د ټوپكوالو د وحشت له كبله به سپيو د نانوايانو مخې ته مېرمنې او وږي ماشومان خوړل، هغه وخت چې د كابل ښاريانو په لسګونو كورونه لوټېدل، هغه وخت چې د شهيدې ناهيدې پر عزت د يرغلګرو لاسونه وراوږده كېدل او هغې د خپل عزت د ساتنې په خاطر د مكروريانو له لوړو پوړونو څخه ځان لاندې وغورځاوه، هغه وخت چې د خلكو پر سرونو مېخونه ټك وهل كېدل، هغه مهال چې د انسانانو سرونه غوڅېدل او په تېلو لړل كېدل بيا اور وراچول كېده او  ”رقص مرده“ يې باله، هغه وخت چې خلك په كانټينرونو كې اچول كېدل او ترې لاندې اور اچول كېده، هغه وخت چې د طالبانو تر راتګ درې مياشتې وروسته د ده بورۍ په زړه ليليه كې د ښځو غوڅ شوي تي او غوڅې شوې كوڅۍ راوايستل شوې او دا په خپله د تېر وحشت كيسه كوي، هغه وخت چې همدغو وسلوالو ډلو په خلكو باندې د هغوى خپله مرداري (غايطه مواد) خوړل، هغه مهال ښاغلى پدرام چېرې و، چې د دغو خلكو چيغه يې ورېدلاى؟

ايا دى هغه وخت هم په دې سوچ كې و چې ځان به يو وخت دغه خوار ملت ته د ولسمشر په توګه كانديد كړي؟

هو رښتيا؛ اوس چې پدرام ځان كانديد كړى، وايي چې كله زه بريالى شوم، چې د ولسمشرۍ پر څوكۍ كښېنم، نو د ډيورنډ كرښه به په رسميت پېژنم. خو اوس پوښتنه ولاړېږي چې  دلته بيا دې ښاغلي له چا سره سودا كړې ده، چې د ولس رايه هم ورته ارزښت نه لري؟؟ ايا دا حق د ملت دى كه د ده، چې د خپل هېواد ملي مسايل په خپله وڅېړي؟

ايا دغه ښاغلى به د رباني په وخت كې د خپلو اخلاقي فسادونو حساب هم چا ته وركړي، چې د كابل په نوي ښار كې يې څه كول؟ نن كه يې د حقيقت انقلاب ثور پر كارنامو سترګې پټې كړو چې خپل قلم يې د كمونيسټي رژيم په ستاينه كې ستړى كړى و، د ملت پر رايې به څه كوو؟ له دې خوارو خلكو څخه خو دا هرڅه نه دي هېر شوي. بيا به د دوى په استازيتوب ځانونه كانديدوو او هرڅه به يې تر خپلو هوسونو قربانوو؟ دا خوار خلك نور سياسي ګوندونه هم دومره غوره نه ګڼي، ځكه چې: يو خو زياتو ګوندونو خپله ازموينه وركړه، كابل يې په كربلا بدل كړ، بله دا چې اوسني ګوندونه چې په دې وروستيو كې د عدليې له وزارت سره راجسټر شوي، اكثره يې كومه ملي موخه نه لري، زيات شمېر يې د ولسمشرۍ او نورو لوړو پوسټونو ته د رسېدو لپاره راوړاندې شوي، چې دا په خپله زباتوي چې دوى كوم رغنده هدف او د ملت لپاره كوم داسې پلان نه لري چې د دوى ملي ارزښتونه وساتي او هېواد ته يې تلپاتې سوله راولي.

په هر صورت؛ څو مياشتې وړاندې د اطلاعاتو او كلتور وزارت په نوښت د سياسي ګوندونو دوه ورځنى سيمينار جوړ شوى و، چې زياتو كسانو واورېد او وليد، ما ته يې يوه ثبت شوې كاپي د يوه دوست له خوا راولېږل شوه، په دې سيمينار كې هم همدغو خبرو ته پراختيا وركړل شوې وه، افغان نه منم، د افغانستان نوم نه منم... خو وروسته ښاغلي مبارز او د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكو وويل چې موږ دا سيمينار ځكه جوړ كړى و، چې د خلكو عقدې سړې شي او د ګوندونو مشران په ازادانه فضا كې خپل نظرونه مخامخ يو بل ته سره ووايي. خو ايا دغه وزارت د يو څو كسانو د عقدو د قى كولو لپاره د افغان ملت پر ارزښتونو ملنډې وهي؟

په دغو نوښتګرو كې خو حفيظ منصور هم راځي، چې په كابل كې د افغان مجاهدينو په مشرۍ پيام مجاهد نومې اوونيزه راباسي، چې ځان جهادي شخصيت او د مقاومت سرلارى ګڼي، خو دى هم دا توري نه مني. حال دا چې موږ ته پوښتنه ولاړېږي چې ده دا جهاد چې يادوي، د چا لپاره كړى؟ د ايران لپاره؟ د تاجكستان لپاره؟ بل دا چې دى خو اسلامي پوهه هم لري، ايا اسلام هم دا لارښوونه كوي، چې انسان بايد د انسانيت، اسلام او ملي هويت له كړيو څخه رابهر شي او د قوم په كړۍ كې دې ځان ښكېل كړي او په دې هم ووياړي چې د ملت د رايې خلاف كار كوي؟ اوس به ښاغلى منصور په خپله سياسي سيالي كې د ملت د دردونو د درمان لپاره څه شعار وركوي؟

 څه موده وړاندې د چنګاښ د مياشتې په 24مه نېټه په ازادۍ راډيو كې د درېيو سياسي ګوندونو يو ګردى مېز رابلل شوى و، چې يو هم په كې د ښاغلي لطيف پدرام استازى بېژن و. كله چې خلكو زنګ واهه اكثرو به پوښتنه نه كوله، لومړى به يې پر ښاغلي پدرام خبرې كولې، وروسته به يې خپل نظر څرګنداوه يا به يې پوښتنه كوله. يوه كس له ښاغلي پدرام څخه وپوښتل: ”...كله چې ښاغلى پدرام خبرې كوي، په ايرانۍ لهجه غږېږي، بله دا چې د ايران تابعيت لري، ايا دى ځان افغانانو ته كانديدوي او كه ايرانيانو ته؟...“

يوې بلې خور له پېښور څخه زنګ وهلى و او د ښاغلي پدرام پر تېرو كارونو يې هم رڼا واچوله، چې څه يې كول. خو په هر صورت؛ موږ نه غواړو چې د چا پلوي وكړو، خو هغه څوك چې ټول عمر په خپلو غونډو كې يوازې پښتانه وزيران خاينان ګڼي، د افغانستان تاريخ غندي، له پښتنو پرته نور قومونه افغانان نه ګڼي او د افغانستان له نوم څخه كركه لري، ملي سرود يوازې يو موزيكال غوندې ټوټه غواړي، د افغان پرځاى ”شهروند“ غوره ګڼي، نو هغه به د افغانستان دا ارزښتونه د چا لمن ته ورغورځوي؟ ښاغلى پدرام خو وايي چې په افغانستان كې اصلاً ملت نه شته، ايا دى بيا هم دا ټول افغانان د دې هېواد نه ګڼي؟ قبايلو څه ګناه كړې ده، چې په افغانستان كې د زده كړې حق نه لري؟

يو وخت خو ښاغلى پدرام ويلي وو چې ايران په افغانستان كې هېڅ ډول لاسوهنه نه كوي (!!؟). ايا ده هغه افغانان هېر كړل چې په ايران كې په زوره جګړو ته بېول كېدل او د ايران سرتېرو به دوى د عراق پرضد جګړه كې د سپر په توګه كارول؟ يا ده هغه خوار افغانان هېر كړل چې تر اوسه پورې په دغه هېواد كې په كلونو- كلونو مزدوري كوي، خو كله چې يې  د معاش اخيستلو وخت راځي، ارباب يې ايراني پوليسو ته په لاس وركوي؟ ايا ده هغه افغانان هېر كړل، چې په ايران كې ”پدر سګ“، ”افغاني...“ ورته ويل كېږي؟ ايا ده هغه افغانان هېر كړل، چې د ژمي په سړو كې به چې كله افغانستان ته راتلل، ايراني پوليسو به هرڅه ترې واخيستل، ان د پښو بوټونه به يې هم ترې كښل او لوڅې پښې به يې په واورو كې خوشې كول؟

اوس ښاغلى پدرام د كوم دليل او كوم امتياز له مخې وايي چې ايران د افغانستان خير غواړي او د لاسوهنې كچه يې كمه ده؟ پاكستان او ايران دواړو د افغانستان په تباهۍ او بربادۍ كې ونډه اخيستې ده او تاريخي جفاوې به يې له موږ څخه هېرې نه شي. موږ خو ښايي په خپله ټولنه كې داسې كس ونه لرو، چې هغه دې د ټول ملت لپاره د منلو وړ وي، خو بيا هم ځينې كسان شته، چې د جرمونو او جنايتونو كچه يې ډېره ټيټه ده. زه خو خپله ښاغلى كرزى د راتلونكي سياسي نظام لپاره غوره ګڼم، زه دا خبره په زوره په چا نه منم، خو بيا هم ښاغلي كرزي په دې دومره موده كې چې څوره غوره كارونه كړي، بل چا نه دي كړي، ځكه كه د دولت په كچه كار نه دى شوى، دغه خيانت هم نه دى كړى—

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 0:58 AM لېږونكى:هوسۍ |
خوندي مورتوب

ژباړه: ډاكټر محمد ابراهيم شينوارى، كندهار

 

خوندي مورتوب

 

هره ورځ په نړۍ كې 1400 مېرمنې په اميندوارۍ او زېږون پورې د اړوندو ستونزو له كبله مري. نورې په لسګونو زره د اميندوارۍ او زېږون له اختلاطاتو سره مخ كېږي، چې د ميندو او د دوى د ماشومانو ژوند ته ګواښ جوړوي او يا ورته توند معيوبيت پرېږدي.

د اميندوارۍ او ماشوم زېږونې ستونزې په زياته كچه كمېدى شي، خو كه مور روغه او تر اميندوارۍ له مخه تغذيه شوې وي، د اميندوارۍ په موده كې لږ تر لږه څلور ځلې د يوې روزل شوې روغتيايي كاركوونكې له لوري كتل شوې وي. د زېږون په وخت كې د يوه روزل شوي شخص لكه ډاكټر، نرس يا قابله له خوا ورسره مرسته شوې وي. مېرمن بايد تر زېږون 12 ساعته مخكې او شپږ اوونۍ وروسته معاينه شي.

دولتونه ځانګړي مسووليتونه لري، چې تر زېږون مخكې او وروسته خدمتونه تيار كړي. روغتيايي پرسونل وروزي، چې د ماشوم د زېږون پر مهال مرسته وكړي او داسې ځانګړې مرستې او خدمتونه برابر كړي، چې د اميندوارۍ د مهال او ترې وروسته اختلاطاتو ته ځان ورسوي.

زياترو دولتونو يو نړيوال تړون لاسليك او منلى دى، چې ”د ښځو په وړاندې د توپير د ټولو ډولونو له منځه وړل“ نومېږي، چې په واضح ډول په كې دا ژمنه شوې ده، چې د اميندوارو ښځو د اړتياوو د حل لپاره دې خدمتونه برابر كړاى شي.

بنسټيز پيغامونه:

1. دا ټولو كورنيو ته مهمه ده چې د اميندوارۍ او زېږون د مهال د خطر نښې نښانې يا اخطاريه نښانې وپېژني او د دې پلان امكانات ولري، چې د داسې ستونزو په صورت كې بېړنۍ او ماهرانه مرسته ترلاسه كړي.

2. د زېږون يو ماهر كاركوونكى، ډاكټر، نرس يا روزل شوې قابله بايد هره مېرمن په هر ځل اميندوارۍ كې لږ تر لږه څلور ځلې او د زېږون پر مهال وګوري (معاينه كړي).

3. هره اميندواره ښځه د اميندوارۍ په ټوله موده كې اضافي قوي خوړو او زيات ارام ته اړتيا لري.

4. سګرېټ څكول، الكول، مخدره درمل، زهريات او هوايي ككړتيا په ځانګړي ډول ښځو او كوچنيو ماشومانو ته ډېر زيان لري.

5. له ښځو او ماشومانو فزيكي ناوړه استفاده په زياترو ټولنو كې د عامې روغتيا يوه لويه ستونزه ده. د اميندوارۍ پر مهال فزيكي ناوړه استفاده د ميندو او ماشومانو لپاره ډېره خطرناكه ده.

6. هغه نجوني چې زده كړې يې كړې وي، روغې وي، په ماشومتوب او د ژوند په لسمو كلونو كې ښې تغذيه شوې دي، د اميندوارۍ او زېږون پر مهال كمې ستونزې لري.

7. هره مېرمن د روغتيايي خدمتونو حق لري، په ځانګړي ډول د اميندوارۍ او زېږون پر مهال. د روغتيايي څارنو مسوولين بايد په تخنيكي ډول پياوړي وي او بايد مېرمنې په پوره ډول تداوي كړي.

مرستندوى معلومات:

په هرځل اميندوارۍ كې د دې خطر شته، چې څه ستونزې رامنځته شي. زيات اختلاطات پېش بيني كېدى نه شي. لومړنى زېږون مور او ماشوم ته ډېر خطرناك وي. يوه اميندواره مور په هر ځل اميندوارۍ كې لږ تر لږه څلور ځله معاينې (كتنې) ته اړتيا لري. دا هم مهمه ده چې د زېږون د يوه روزل شوي كاركوونكي (لكه ډاكټر، نرس يا قابلې مرسته دې ولټول شي، چې ماشوم چېرته وزېږول شي.

د دې لپاره چې د اميندوارۍ پر مهال د زېږون او ترې ډېر ژر وروسته له مخكېني اخطار پرته خطرناكې ستونزې منځته راتلاى شي. بايد هره كورنۍ د عاجلې طبي مرستې لپاره تر ټولو نژدې روغتون او يا روغتيايي مركز وپېژني او د ناروغې مېرمنې د وروړلو پلان او امكانات دې ولري. كه ممكنه وي د زېږون په نژدې وخت كې دې مېرمن روغتون ته نژدې د موقتي وخت لپاره بوتلل شي، چې د اټكلي اړتيا په وخت كې ورسره بېړنۍ طبي مرستې وشي.

كه يوه كورنۍ پوهېږي چې زېږون خطرناك ښكاري، بايد اميندواره مېرمن روغتون يا زېږنتون ته بوځي. ټول زېږونونه په ځانګړي ډول لومړنى زېږون په روغتون يا زېږنتون كې خوندي وي.

هره كورنۍ اړتيا لري چې د خطر د ځانګړو فكټورونو په باب پوهه ولري او دا وس ولري چې د احتمالي ستونزو د خطر او اخطار نښې وپېژني.

تر اميندوارۍ مخكې د خطر فكټورونه:

ü                  تر وروستي زېږون وروسته د بيا اميندواره كېدو لپاره تر دوو كلونو كمه موده.

ü                  تر 18 كلونو كم عمره نجلۍ او يا تر 35 كلونو زياته مېرمن.

ü                  هغه مېرمن چې پخوا يې له مودې مخكې يا تر دوو كيلوګرامه كم وزنه ماشوم زېږولى وي.

ü                  هغه مېرمن چې پخوا يې ګران زېږون درلود، يا د جراحي عملياتو له لارې يې زېږون كړى وي.

ü                  هغه مېرمن چې پخوا يې د زېږون ستونزې درلودې، يانې مړ ماشوم يې زېږولى وي.

ü                  هغه مېرمن چې تر 38 كيلوګرامه كم وزن ولري.

ü                  هغه مېرمن چې د تناسلي سيسټم له عملياتو يا ټپ سره مخ شوې وي.

د اميندوارۍ پر مهال د خطر فكټورونه:

ƒ                   كه مېرمن وزن وانه خلي (بايد مېرمن د اميندوارۍ پر مهال لږ تر لږه شپږ كيلوګرامه وزن واخلي).

ƒ                   كم ويني، تر سترغليو لاندې كم رنګي (په روغ حالت كې سترغلي سره يا ګلابي وي).

ƒ                   ژر ستړي كېدل او ژر ساه بندېدل.

ƒ                   د پښو، مټو او مخ غيرمعمول پړسوب.

ƒ                   د جنين كم حركت يا بېخي حركت نه كول.

هغه نښې چې بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري:

ƒ                   د اميندوارۍ پر مهال له مهمل څخه څاڅكي- څاڅكي وينه يا خونرېزي او يا تر زېږون وروسته پراخه يا دوامداره خونرېزي (وينه بهېدل).

ƒ                   د سر يا معدې (ګېډې) شديد درد.

ƒ                   شديدې يا دوامدارې كانګې.

ƒ                   لوړه تبه.

ƒ                   د زېږون لپاره تر ټاكل شوي وخت دمخه د اوبو جريان.

ƒ                   اختلاطات.

ƒ                   شديد درد.

ƒ                   د زېږون د دردونو اوږدوالى.

2_ د دې لپاره چې په هره اميندوارۍ كې د دې خطر شته، چې څه ستونزې منځته راشي، نو اميندواري پاملرنې ته اړتيا لري. كه مېرمن پر خپلې اميندوارۍ په ژر پوهېدو سره روغتيايي مركز يا روغتون ته لاړه شي، د زياتو ستونزو او اختلاطاتو مخه نيول كېدى شي. هغه بايد تر دې وروسته لږ تر لږه څلور ځلې د هر ځل اميندوارۍ په وخت كې، تر زېږون څلور اوونۍ وروسته طبي كتنې ترلاسه كړي.

كه چېرې د اميندوارۍ پر مهال وينه بهېدنه يا د ګېډې درد او يا هغه د خطر نښې مو ليسټ كړې، موجودې وې، بايد له روغتيايي كاركوونكې يا د زېږون له روزل شوي كاركوونكي سره ژر مشوره وشي.

په روغتيايي مركزونو كې د زېږون د روزل شويو كاركوونكو شتوالى او تر زېږون 12 ساعته وروسته د مور او ماشوم كتنه د دې چانس ډېر كموي، چې مور يا ماشوم دې ناروغ شي، يا ومري.

د زېږون ماهر كاركوونكى (ډاكټر، نرس يا روزل شوې قابله) به له دې لارې له خوندي اميندوارۍ او روغ ماشوم ډاډ حاصل كړي:

ü          د اميندوارۍ د پرمختګ كتنه، په دې ډول چې كه كومې ستونزې راولاړېږي، مېرمن به روغتون ته د زېږون لپاره لېږل كېږي.

ü          د وينې د لوړ فشار كتل، چې دواړو مور و ماشوم ته خطرناك ده.

ü          د كم وينۍ كتنه او ورسره سم د اوسپنې او فولاد د مستحضرراتو تيارول.

ü          د ويټامين اې د مناسبې اندازې تيارول، چې مور و ماشوم د انتانانو په وړاندې وساتي (د ويټامين اې د كمښت په سيمو كې).

ü          د هر ډول انتان، په ځانګړي ډول د بولي سيسټم انتان يا د جنسي لارو لېږدوونكي انتان پېژندنه او په ميكروب ضد درمل (انتي بيوتيك) سره يې درملنه.

ü          اميندواره ښځې ته د ټيټانوس ضد واكسين دوه ډوزه وركول چې هغه او ماشوم دواړه د دې ناروغۍ په وړاندې وساتي.

ü          دېته د ښځو هڅول چې په خوړو كې ايودين لرونكې مالګه وكاروي، چې په دې ډول ځان له جاغور او خپل راتلونكى ماشوم له ذهني وروسته والي او فزيكي معيوبيت څخه وساتي.

ü          د دې كتنه چې جنين په مناسب ډول وده كوي.

ü          د اړتيا په وخت كې ملارياضد درمل وركول.

ü          مور د زېږون لپاره تيارول او ورته له سينې څه د ماشوم د تغذيې او د خپل ځان او ماشوم د څارنې په باب مشورې وركول.

ü          اميندواره مېرمنې او كورنۍ ته يې د دې مشوره وركول چې زېږون بايد چېرته ترسره شي او كه په زېږون او اميندوارۍ كې كومه ستونزه پيدا كېږي، څنګه بايد مرسته ترلاسه كړي.

ü          دا لارښوونه كول چې د جنسي لارو له لېږدېدونكو انتاناتو څخه څه ډول ځان وساتي.

ü          د HIV په وړاندې د خپلې خوښې او محرمانه ټسټ برابرول او مشوره وركول، هره مېرمن د دې حق لري، چې په خپله خوښه او محرمانه ډول د HIV ټسټ وكړي او مشورې ترلاسه كړي. هغه اميندواره مېرمنې چې د منتن كېدو شك پرې موجود وي، يا منتن شوې وي، بايد له يوه روزل شوي روغتيايي كاركوونكي سره مشوره وكړي، چې په څه ډول د دوى ماشوم ته د انتان د لېږدېدو خطر كم كړي او خپل ځانونه وساتي.

د زېږون پر مهال ماهر كاركوونكى پوهېږي چې:

ƒ       د زېږون پروسه كله اوږده شوه (تر 12 ساعتونو زياته) او روغتون ته تلل كله ضرور دي.

ƒ       طبي مرسته كله ضرور ده او څرنګه بايد ترلاسه شي.

ƒ       د انتان اخيستلو خطر څرنګه راكم كړي: (پاك لاسونه، پاك سامان او د زېږون پاكه سيمه).

ƒ       كه ماشوم په ناسم حالت كې وي، بايد څه وشي.

ƒ       كه مور ډېره زياته وينه ضايع كړي، بايد څه وشي؟

ƒ       د نامه رسۍ څه وخت پرې كړل شي او څنګه يې ساتنه وشي؟

ƒ       كه ماشوم ساه نه باسي، بايد څه ورسره وشي.

ƒ       ماشوم څنګه وچ شي او تر زېږون وروسته څرنګه ګرم وساتل شي.

ƒ       تر پيدا كېدو وروسته ماشوم څنګه ژر تر ژره د مور سينې ته واچول شي.

ƒ       د ماشوم تر زېږېدو وروسته مور ته څرنګه خونديتوب او څارنه برابره شي.

ƒ       د ماشوم په سترګو كې توصيه شوى درمل څنګه وڅڅول شي، چې له ړندېدو وژغول شي.

تر زېږون وروسته بايد روزل شوى (ماهر) كاركوونكى دا كارونه وكړي:

ƒ       د زېږون تر دردونو 12 ساعته او تر زېږون څلور اوونۍ وروسته مېرمن معاينه كړي.

ƒ       ميندو ته لارښوونه وكړي، چې څنګه د بل ماشوم د ژر پيدا كېدو مخه ونيسي، يا يې وځنډوي.

ƒ       ميندو ته مشوره وركړي، چې د HIV په شان د جنسي لارو له لېږدېدونكو ناروغيو څخه څنګه ځان وساتي او خپل ماشوم ته د انتان د تللو خطر كم كړي.

3_ اميندوارې ښځې په كورنۍ كې تر ټولو ښو خوړو ته اړتيا لري: شيدې، مېوه، سابه، غوښه، كبان، هګۍ، دانه باب، نخود او لوبيا... د اميندوارۍ په وخت كې د دې ټولو خوړو خوړل خوندي دي.

كه مېرمنې د اوسپنې، ويټامين اې او فوليك اسيد لرونكي خواړه وخوري. ځان به پياوړى او روغ احساس كړي. دا خواړه عبارت دي له: غوښې، كبانو، هګيو، د شنوپاڼو لرونكو سبو او ژېړ رنګه مېوو او سبو څخه. روغتيايي كاركوونكي كولاى شي اميندوارو ښځو ته د اوسپنې ټابلېټونه او د ويټامين د كمښت په سيمو كې ويټامين اې تيار كړي، چې اوسپنه يې له كم وينۍ او ويټامين اې يې د دغه ويټامين له كمښت څخه وژغوري او د انتان مخه نيسي. اميندوارې ښځې بايد په ورځ كې تر (10000) نړيوالو يونټونو او په اوونۍ كې تر (25000) نړيوالو يونټونو زيات ويټامين اې وانه خلي.

مالګه بايد ايودين لرونكې وي. هغه ښځې چې ايودين لرونكي خواړه نه خوري، د زېږون د مهال له ستونزې سره مخامخېږي او ماشومان يې د دماغي او فزيكي معيوبيت چانس ډېر لري.

جاغور او د مرۍ په مخكېنۍ برخه كې پړسوب د دې ښه نښه ده، چې مېرمن په خوړو كې پوره ايودين نه دي اخيستي.

كه پر ملاريا، كم وينۍ يا چنګكي چنجيانو شك موجود وي، اميندواره مېرمن بايد له روغتيايي كاركوونكي سره مشوره وكړي.

4_اميندواره مېرمن كولاى شي د سګرېټو په څكولو، يا په داسې چاپېريال كې په اوسېدو چې سګرېټ په كې څكول كېږي، د مخدره موادو په كارولو او د الكولو په څښلو سره خپلې يا د خپل ماشوم (جنين) روغتيا ته زيان اړولاى شي.

دا مهمه ده چې د اميندوارۍ په وخت كې هېڅ درمل ونه كارول شي. يوازې دې د سختې اړتيا په وخت كې د يوه روزل شوي روغتيايي كاركوونكي د نسخې له مخې درمل وكارول شي.

كه يوه اميندواره مور سګرېټ كاروي، داسې كېدى شي چې ماشوم يې كم وزنه وزېږي او يا هم په ټوخي، والګي (رېزش)، كروپ، سينه و بغل او د ساه كښلو په نورو ستونزو اخته وي.

د دې لپاره چې د ماشوم بدني وده او دماغي پرمختګ ډاډمن كړو، اميندوارې ښځې او ماشومان يې بايد د تنباكو له لوګي، سرو كړو پخو شيانو او ځينو زهرجنو خوړو څخه وساتل شي. همداراز له هوايي ككړتيا څخه لكه مسو څخه چې په نلونو كې له انتقالېدونكو اوبو څخه پيدا كېږي، د عرادو له كثافت او ځينو رنګونو څخه وساتل شي.

5_ كه له اميندوارې ښځې څخه ناوړه استفاده وشي، هغه يا جنين ته يې ډېر زيان رسېدلاى شي. هغه اميندوارې ښځې چې په فزيكي ډول ترې ناوړه استفاده وشي. كېدى شي ونه توانېږي چې نور كوچنيان ولري. د كورنۍ غړي بايد په دې وپوهېږي او هغه بايد له داسې كړنو څخه وساتل شي.

6_ په لوستلو او ليكلو برلاسي كولاى شي له ښځو سره مرسته وكړي چې خپله او د خپلې كورنۍ روغتيا وساتي. هغه نجونې چې لږ تر لږه اووه كاله ښوونځى يې لوستى وي، د هغو نجونو په نسبت كم پېښېږي چې په لومړني بلوغ كې اميندواره شي او تر هغو وروسته واده كوي، چې ښوونځى يې نه وي لوستى.

په ماشومتوب او بلوغ ته نژدې وخت كې ښه تغذيوي رژيم، د اميندوارۍ او ماشوم زېږونې د وخت ستونزې كموونكى ښه تغذيوي رژيم دا دى چې دا شيان په كې شامل وي: لوبيا او نور دانه باب، زړي، د شنو پاڼو سابه او سره، ژېړ او نارنجي سابه او مېوې او كله چې ممكن وي شيدې او نور حبوبات (د شيدو محصولات)، هګۍ، كبان، چرګان او غوښه هم بايد په خوړو كې شامل وي.

د ښځو او نجونو تناسلي ټپونه كېدى شي د مهبلي او بولي انتانانو سبب شي، چې هغه كېدى شي د شنډتوب او مړينې سبب شي. همداراز د ماشوم زېږونې په وخت كې د ښځو لپاره د سختو اختلاطاتو او دماغي ستونزو لامل كېږي.

7_ كه مېرمن تر اميندوارۍ مخكې، د ماشوم زېږونې پر وخت او ترې وروسته پر روغتيايي څارنو او مسلكي خدمتونو لاسبرى ولري، د اميندوارۍ او ماشوم زېږونې د ډېرو ستونزو مخنيوى كېدى شي.

ټولې ښځې د زېږون د ماهرو كاركوونكو لكه ډاكټر، نرس او يا قابله مرستې او خدمتونو ته د رسېدو حق لري، همداراز حق لري چې كه اړتيا وي، بېړنۍ ولادي مرستې دې ورته برابرې شي.

با كيفيته روغتيايي خدمتونه، د معلوماتو وړاندې كولو او مشورو له لارې ښځې په دې توانمنې كوي، چې د خپلې روغتيا په باب مشخص تصميم ونيسي. دا بايد هغو مېرمنو ته چې د مورنۍ روغتيا څارنو ته اړتيا لري، ډېره اسانه وي چې روغتيايي اسانتياوو ته ورسېږي او لوړه بيه بايد ددې خدمتونو له كارونې څخه د ميندو د مخنيوي سبب نه شي.

روغتيايي كاركوونكي بايد داسې مهارتونه ولري چې د باكيفيته خدمتونو د وړاندې كولو لپاره په كار وي. دوى بايد وكړاى شي چې ټولې ښځې په پوره درناوي تداوي كړي. بايد له كلتوري حساسيتونو سره بلد وي او د ښځو د محروميت، حيا او پت حق په پام كې وساتي—

نېټه Mon 11 Jun 2007ګړۍ 0:58 AM لېږونكى:هوسۍ |
د ازادو ټاكنو اصول

ليكوال    :  D. Grier Stephenson, Jr.

ژباړن        : انجنير حميد افغان

 

د ازادو ټاكنو اصول

 

”د هر سياسي نظامليك موخه دا ده چې په لومړي ګام كې د مشرتابه او واكمنۍ لپاره داسې كسان وټاكي چې په تشخيص او پېژندنه كې زياته پوهه ولري او د ټولنې د عمومي موخو ترشا تر ټولو زيات فضيلت ولري“.

"جيمز مديسون"

 


په 1776م كال كې د امريكا د خپلواكۍ اعلاميې ”جان كلام“ د ازادۍ په تيورۍ كې بيان كړ، هغه ته يې داسې اشاره كړې ده: ”دولتونه.. خپل عادلانه ځواك د خپلو اتباعو له رضايت څخه ترلاسه كوي“. اووه اتيا كاله وروسته، كله چې د امريكا يوولس ايالتونه د 1860م كال د ټولټاكنو پر پايلو په خپلواكې جګړه اخته وو، ولسمشر ابراهام لينلكن د دې رضايت وجه دا وګڼله: ”د خلكو دولت، د خلكو له خوا، د خلكو لپاره“. كه دغه بنسټيز اصل هرڅنګه بيان شي، د ټولټاكنو يوه سيسټم ته اړتيا لري. يانې ”په خلكو پورې اړه لرل“، چې جيمز مديسون په 1788م كال د (فډراليسټ) نومې خپرونې په 51مه ګڼه كې ورته (پر دولت لومړنى او اصلي كنټرول) وايي.

د سولې په ټينګېدو سره، هغوى چې حكومت به كوي خپلو تصميمونو ته مشروعيت وربخښي، نو، د هر سياسي سيسټم په وړاندې د پرتو ستونزو لپاره ټاكنې يو ځواب دى، يو ټاكنيز سيسټم د دې خبرتيا د دودېدو او پراخېدو لامل ګرځي، چې دا ډول ټاكنې هم عادلانه دي او هم دغه ډول هدف ته رسېدل اسان دي. هغه لاملونه چې دغې خبرتيا ته ځواك وربخښي د ټاكنې حق او د رايې اچولو صندوق ته رسېدل دي، نه دا چې انحصار او محدوديتونه خلك وګواښي.

د ټاكنو پايلې د وړاندېنيو ټاكل شويو قواعدو او قوانينو له خوا ټاكل كېږي، چې څوك د رايو په شمېرنه كې درغلي ونه كړي. د ازادانه ټاكنو لپاره دغه معيارونه، د امريكا په تاريخ كې تل يو ډول نه دي. په تجربو كې يې هم نسل ونډه اخيستې، دغه راز يې د بشپړتيا، ټولنپوهنې له طبيعت سره د هر انسل لانجې، د سياسي مخالفينو د چلند ازادي او استازيتوب منعكس كړى دى.

څوك رايه وركولاى شي؟

د امريكا د اساسي قانون په دويمه برخه، لومړي بند كې راغلي: د امريكا د ولسي شورا لپاره هغو كسانو د رايې وركولو حق درلود، ”چې د زياتو ايالتي مقننه ځواكونه نورو څانګو ته رايه وركړي.

اساسي قانون د دغه ځواك تعريف هر ايالت ته پرېښود. خو عملاً په څو ايالتونو كې د څو قوانينو شتوالي دا مانا لرله، چې په پيل كې ټاكونكي، لږ وو.

بالغو سپين پوستو به چې يو څه شتمن وو، يوه اندازه ماليه وركوله. تر 1830م كاله پورې د ټولنې اقتصادي ستونزې غوڅې شوې او سپين پوستو بالغو كسانو ته هم عمومي ټاكنو، قانوني بڼه خپله كړه.

تر كورنيو جګړو وړاندې، تورپوستو د رايې وركولو حق نه درلود، ان كه په هغه ايالت كې به هم اوسېدل، چې هورې به غلام ساتنه منعه وه.

كله چې په 1865م كال كې جګړه پايته ورسېده، په اساسي قانون كې د دوو نورو مادو زياتېدنې د امريكا په سياسي ټولنه كې عمده بدلونونه راوستل او دا په هغو كسانو پورې اړه لرله، چې ځانونه يې ټاكلاى او يا هم ټاكل كېدلاى شول. ديارلسمې مادې (1865) غلام ساتنه له منځه يووړه. څوارلسمې مادې (1868) اعلان وكړ: ”په امريكا كې ټول زېږېدلي خلك او د امريكا تابعيت لرونكي په يوې قضايي حوزې، د امريكا په ښارونو او هغو ايالتونو پورې اړوند ګڼل كېږي، چې په كې ژوند كوي“.

پردې بنسټ، د اساسي قانون له مخې ملي او ايالتي وګړي تعريف شول. دغې مادې دغه راز اعلان وكړ: ”هېڅ ايالت... به په خپله قضايي حوزه كې هېڅوك هم د قانون له ساتنې او امنيت څخه محروم نه كړي“. پنځلمسې مادې د ټاكنو لپاره توكميز (نژادي) شرط ليرې كړ، خو بيا هم دغه قانون تر څو لسيزو پورې عملي نه شو.

په حقيقت كې ځينو ايالتونو ځينې اسانتياوې په كار واچولې، چې د اساسي قانون له څنګ څخه تېر شي، يو يې د (نيكه توب) شرط و، چې تر (1915) م كاله پورې د امريكا د سترې محكمې له خوا له اعتباره نه و اچول شوى، چې رايه وركوونكي بايد لمسيان ولري.

دغې مادې به هغو كسانو ته چې سواد به يې نه درلود او تر 1866م كاله پورې به يې رايه وركړې وه، دا چانس وركاوه چې لمسيان يې هم د سواد پر نشتوالي سربېره رايه وركړي. دا هغه كال و چې ټول تورپوستي عملاً اړ وو چې يوه ستونزمنه سيمه ييزه ازموينه وركړي، ان د نيكه اوسېدو له شرط څخه وړاندېنى شرط د سپين پوستكي لرل وو. مقدماتي ټاكنې يانې په يوه سياسي ګوند كې دننه د كانديدانو ټاكنې. د شلمې پېړۍ په پيل كې د امريكا د زياتو سيمو يوه داسې وسيله وه چې سياسي ګوندونه به يې انتخاباتي پلاويو ته د كانديدانو په لېږد رالېږد ډيموكراتيك كول. كه پر كومه سيمه به يو ګوند واكمن و، مثلاً په جنوبي ايالتونو كې ډيموكرات ګوند، دلته مقدماتي ټاكنو د اصلي ټاكنو ځاى نيولى و، ځكه په عمومي ټاكنو كې جمهوري پلويو عملاً كولاى شول يو ظاهري اپوزيسيون رامنځته كړي، سره له دې چې دوى په خپله په اپوزيسيون كې نه وي. هغه مهال چې تورپوستو په عمومي ټاكنو كې ونډه اخيستلاى شوه، قانون به دوى له مقدماتي ټاكنو څخه محروم ګڼل، نو ځكه يې په سيمه ييزو او ايالتي ټاكنو كې د دوى نفوذ او اغېز كماوه. يوازې په 1944م كال كې سترې محكمې په څرګنده اعلان وكړ، د رايې وركولو حق چې د پنځلسمې مادې له خوا تضمين شوى، دا د مقدماتي او عمومي ټاكنو په اړه په مساويانه توګه د تطبيق وړ دى.

كله چې د 1960م كال ټاكنې پيل شوې، په جنوبي ايالتونو كې د ټاكنو په شرايطو له هرو څلورو برابرو تورپوستو څخه يوه تن د رايې وركولو لپاره نوم ليكنه كړې وه، چې د ټاكنو رښتينې پايله تر دې هم كمه وختله. په دوو دريځونو كې اقدام د يوې لسيزې لپاره د بدلون لامل شو او تورپوستو ته يې اجازه وركړه چې په رايه وركولو كې له سپين پوستو سره د پرتلې وړ وي. لومړنى بريالى بريد د رايې پر نيمګړتياوو و، چې نېستمن وګړي، په تېره بيا تورپوستي يې له رايې وركولو څخه راګرځول. خو د 1964م كال څلورويشتمې مادې پر فډرالي ټاكنو د نيوكو مخه نيوله، دوه كاله وروسته سترې محكې پر ايالتي ټاكنو نيوكه له باور څخه واچوله. دويم دا چې د 1965م كال د رايې حق د انتخاباتي قانون تر ټولو مهمه ماده وه، چې د امريكا د كنګرې له خوا تصويب شوه او ډېره ژر په اغېزناك ډول د تورپوستو پر چلند خپره شوه، ځكه چې دوى په ټاكنو كې د رايې وركولو حق نه درلود. په پايله كې د فډرال له خوا په ټاكنو كې د سواد پر شرط نه ټينګار، په ټاكنو كې د تورپوستو ګډون په 1967 كې په جورجيا كې دوه ځله او په الاباما كې تقريباً درې ځله د څارنې لپاره دغه امكانات برابر شول.

دغه څارنه په (مسي سي پي) كې په سلو كې 80 زياته شوه. برعكس، په ټاكنو كې د ښځو نه ګډون، چې سابقه يې د 1840 د كلونو تر لسيزو پورې رسېږي، ډېر وخت روان و. كله چې د دوى لپاره دا حق ورسېد، نور يې قانوني ساتنې ته اړتيا نه درلوده. په 1869م كال كې د امريكا وايومينګ لومړنى سياسي واحد و، چې ښځو ته يې په دې برخه كې اجازه وركړه، خو نورو بيا دغه اجازه وځنډوله، په ځانګړې توګه وروسته تر دې چې په 1875م كال كې سترې محكمې دا نظر وركړ چې ايالتونه كولاى شي په ټولټاكنو كې ښځو ته د رايې وركولو اجازه ورنه كړي، سره له دې چې له څوارلسمې مادې څخه سرغړونه ونه شي. د درېيمې پېړۍ په پاى كې نورو ايالتونو هم ښځو ته داسې حق وركړ. خو نولسمې مادې بيا د ټاكنو پر وخت (1920) م كال كې دغه حق ته په ملي كچه پراختيا وركړه.

څوك ټاكل كېدى شي؟

د سياسي ټولنې د دويمې وجې اړوند قوانين، په سيالۍ كې اخته ارزښتونو ته برابر حق وركوي. له بلې خوا ايالتونه هم د غړو محدوديتونو ته ترجېح وركوي، په دې مانا: هغه مهال چې يو كس د سن، استوګنځي او تابعيت وړ شرايط ولري، نو حق لري چې نوم يې د رايې په پاڼو كې راشي، ښايي ټاكونكي رايه وركړي.

اساسي قانون تل د ملي دندو په وړاندې د دين ازمويل منع كړي، سترې محكمې هم (1961) اعلان وكړ، چې ايالتونه حق نه لري چې دا ډول كار ترسره كړي.

له بلې خوا زياتو ايالتونو هڅه كړې، كله چې د كانديدانو او ګوندونو شمېره تر حد زياته شي، دوى لغوه كړي. ځكه سياسي ګوندونه ځانګړې ګټې سره راغونډوي، چې ورسره مرسته وكړي.

د امريكا سياسي كلتور يوه حاكم اكثريت ته ترجېح وركوي، چې په يوه ګوند كې څو ګوندونه د ائتلاف په توګه رامنځته شي. دا ترجېح وركول د هغه سيسټم لپاره دي، چې په ټولټاكنو كې د يوه كس د ټاكل كېدو احتمال زيات كړي. زياتې رايې د ټاكل شويو ګوندونو له خوا وي، كله چې د ګوندونو موخې زياتې وي، ترلاسه كول يې هم ستونزمن كار دى.

دا هدفونه داسې نيول كېږي. هغو كسانو ته چې غواړي په يوه ګوند كې داخل شي، په كار دي يو شمېر لاسليكونه او غوښتنليكونه سره راټول كړي (يا هم د ځينو نومونه ليسټ كړي) خو كله چې د يوه ايالت په كچه ټاكنې كېږي، نو زياتو لاسليكونو او زياتو پيسو ته اړتيا پېښېږي.

په سيمه ييزو سياليو (رقابتونو) كې دا دوه اصله په څرګند ډول راټيټېږي، دغه راز د دې لپاره چې د رايې پر پاڼو باندې د كانديدانو نومونه راڅرګند شي، نو ګوند ته ښايي چې يا د رايو په مرسته، يا هم د ګڼو لاسليكونو په برابرولو سره دغه امكانات برابر كړي.

ايالتي ټاكنو ته د لاسرسۍ قوانين هر "درېيم ګوند" (يانې هغه ګوند چې پر جمهوري غوښتونكي او ډيموكرات ګوندونو سربېره رامنځته شوى وي) چې د جمهوري رياست لپاره د نومونې (نامزدۍ) هيله ولري، ځانګړو شرايطو او مسووليت ته اړتيا لري. د فډرال، ايالتي يا سيمه ييزو كانديدانو لپاره په كار دي چې د رايو لپاره ځانګړي شرايط په پام كې ونيسي، چې وروسته د ايالتي ټاكنو په كچه راڅرګند شي. دغه كار دوو عمده ګوندونو ته اسان دى، خو د درېيم ګوند لپاره به يوه ناوړه مبارزه وي. كه څه هم په امريكا كې د عمل او ټاكنو په ډګر كې د يوه ستر سياسي ګوند مشهورېدل او ځلېدل د رايه وركوونكو شمېر نه محدودوي، خو دا موضوع د درېيو دليلونو له مخې سمه ده:

په خپله ګوندونو چې د وخت په بهير كې د كوم څيز دفاع كوله، هغه يې بدل كړى دى. درېيم ګوندونه د دې لامل شوي چې عمده ګوندونو رايې وركوونكي خپل ليدلوري او نظرونه بدل كړي او ځانونو ته هم بدلون وركړي.

له دې كبله هغه قانون يا سياست چې د جمهوري رياست د ادارې دستګاه يا كنګرې له خوا جوړ شوى، په ستره محكمه كې له اساسي قانون سره د مطابقت په برخه كې تر قضاوت او ګواښ لاندې نيول شوى دى.

د مخالفانو د عمل ازادي

د ټاكنې له حق پرته، رايه وركول يو بې ګټې كار دى. ناپېيلې او رڼې ټاكنې هغه دي، چې د يوه هېواد اوسېدونكو ته، كه د قدرت په مخالف لوري كې هم وي، د خپلو نظرونو د څرګندولو حق وركړي او دوى وكړاى شي پر موجوده سياستونو نيوكې وكړي، ځان ته ملاتړي راجذب او منظم يې كړي. كه دولتي مقامات او چارواكي دا اجازه ولري، چې مخالفين غلي كړي، نو د رڼو او عادلانه ټاكنو ترسره كېدل به ناشوني وي.

د امريكا په متحدو ايالتونو كې مخالفانو ته د عمل بشپړه ازادي وركړل شوې، خو بيا هم ځينو كوچنيو استثناګانو ته په پام سره څرګندېږي، چې ځينې وخت ازادي تر هرڅه ستره اړتيا ده، خو بيا هم همدغه نعمت بيا تر بل هر وخت زيات تر ګواښ لاندې وي.

ځينو كسانو ته د تاريخ په ځانګړو دورو كې داسې ښكارېدل، چې ملي امنيت په دې پورې اړه لري، چې د مخالفانو غږ او نظرونه غلي كړي. د ساري په توګه به د 1798م كال كړكېچن قانون ياد كړو چې رسوا كوونكو نيوكو تر درېيو كلونو وروسته ولسمشر او كنګره دواړه مجرم ثابت كړل، خو ځينو كسانو ته د قانون پلي كېدل هغه نوم دى، لكه څنګه چې د سړې جګړې په ترڅ كې د 1950 تر لسيزو پورې د دولت د ړنګېدو لپاره تبليغ يو جرم ګڼل كېده.

خو برعكس، ځينې نور په دې باور دي، چې د ازادۍ له لارې ملي امنيت په ډېره ښه توګه ساتل كېدى شي. دا نظريه د امريكا د بنسټپالو له خوا هم منل شوې. قاضي رابرټ اچ جكسن په 1943 كې سترې محكمې ته وليكل: ”د عقيدو ترمنځ د اختلاف ازادي، په هغو كسانو پورې محدوده نه ده، چې هېڅ ارزښت نه لري، دا يوازې د ازادۍ سيورى دى“.

په واقعيت كې د زياتو څيزونو په باب د نظر د اختلاف حق لرل، هغه مسئله ده چې د يوه موجود د زړه په نظم پورې اړه لري. قاضي ويليم جي برينا دا لارښوونه كوي: د عمومي مسايلو په باب بحث كول، ”بايد له ځنډ پرته، په تفصيل سره، علني او... د دولت او عمومي مقاماتو پرضد دغه راز توند وي“ په داسې حال كې چې كېدى شي په هغو شېبو كې هم دولت توندې خبرې او خشونت محدود كړي، چې ترسره كېدونكى وي.

نن ورځ د نوي اساسي قانون له مخې كوم غيرقانوني نظر نه شته. قاضي لوبس ډي برانډيز په 1927م كال كې اعلان وكړ: ”كه داسې وخت راشي چې په څرګند بحث كې هم تقلب او درغلي وشي او پر پوهنيزو يا ښوونيزو ډګرونو هم د شر او خطا لاره بنده شي، د حل لاره د بحث له لارې موندل كېدى شي، نه د چوپتيا په زغملو سره“.

نمايندګي

ټولټاكنې د هغو چارواكو په ټاكلو سره پايته رسېږي، چې د خلكو په استازيتوب غوره شوي وي. د امريكا په متحدو ايالتونو كې، د ايالتي مقننه مجلس ارتباطي كړۍ تر ټولو څرګنده ده. هلته دولتي چارواكي، د خپلې قانون جوړونې په نقش كې د ټول ايالت يا يوې سيمې استازيتوب كوي. د استازيتوب سيسټم چې په ايالتي پا ملي كچه كېږي، ډېر ارزښت لري. ځكه نه يوازې په جغرافيوي لحاظ پر سيمو اغېز كوي، بلكې پر متضادو ګټو يې هم اغېز پرېوځي. د ساري په توګه د سناتورانو د تخصيص په كنګره كې، له اساسي قانون سره سم، د هر ايالت لپاره دوه سناتوران ټاكل شوي دي. حال دا چې د استازو په جرګه كې بيا دغه شمېره، د وګړو د څومره والي له مخې توپير لري. نو وايومينګ ايالت چې د وګړو شمېر يې تر 000،500 هم نه رسېږي، په همدې شمېر په ولسي جرګه كې استازي لري، چې د كلفورنيا د استازو شمېر 34 ته رسېږي. كه څه هم وايومينګ په مشرانو جرګه كې يو استازى لري، خو كلفورنيا د 2000م كال د سرشمېرنې له مخې 53 استازي لري. دغه پروګرام چې د اساسي قانون (1783) په كنوانسيون كې د يوه سازش پايله ده، اجازه وركوي، چې كوچني ايالتونه له سياسي نظره تر هغه مهاله ډېر ارزښت لري چې استازي يې په خلكو پورې اړه ولري.

ايالتي قانون جوړوونكي ځانونو ته د قانون جوړونې، د حوزو او د مشرانو جرګې ته د خپلو استازو د لېږلو مسووليت پر غاړه لري. كه يو ايالت د مشرانو جرګې ته لس غړي ورولېږي، د هغه ايالت مقننه قوه به په لسو برخو ووېشل شي، ځكه چې له هرې سيمې څخه يو تن ټاكل كېږي.

برعكس، د وګړو د شمېر له مخې د استازو ټاكنه د درېيمو ګوندونو ودې ته لاره چاره برابروي. دوى كېدى شي چې په ډېره بيړه يو مهم سياسي اقليت راكم كړي، ځكه چې د سيمو لپاره د پولو راكښل، د ځواك د زياتېدو يا كمېدو له مخې د يوه ګوند لپاره د رايې وركولو يوه ډله جوړوي. هغه بهير چې gerrymandering نومېږي (دا تورى د Elbridge Gerry يا قوماندان يو تركيب دى، چې په 1812م كال كې يې د خپل ايالت په سنا پورې اړوندې سيمې څارلې) او (Salamander يانې سوسمار) دا تورى ځكه رامنځته شو، چې ګواكې نوې سيمې همدغو ژونديو موجوداتو ته ورته دي. كه دغه عمل په بيړه ترسره شي او څو كاله دوام ومومي، كېدى شي ستره محكمه يې د اساسي قانون خلاف وګڼي، يا هم داسې عمل دى چې د امريكا سياست يې كارونه، د وخت په تېرېدو سره باوري كوي.

څرنګه چې له كليوالو سيمو څخه خلك ښارونو او له ښارونو څخه كليوالو سيمو ته ولېږدېدل، خو ګورو چې بيا هم د خلكو په لېږد رالېږد سره سيمې بدلې رابدلې نه شوې، زياتې كليوالې سيمې له زياتو استازو څخه برخمنې وې، د قانون جوړونې مشرانو مينه نه درلوده چې د ځان او د خپلو استازو ګټې شنډې كړي.

د سترې محكمې ځينو تصميمونو (1960) دغه ډول سيمه ييز پروګرامونه له اعتباره واچول او د هغو پرځاى يې امر وكړ چې د ټول هېواد هر كس د يوې رايې د كارولو حق لري. د هغې لسيزې تر پاى وړاندې سترې محكمې د امريكا متحدو ايالتونو د استازيتوب په بڼه كې يو انقلابي بدلون راوست. سياسي قدرت يې د ښار له بهرنيو سيمو څخه ښاري سيمو، په ځانګړې توګه د ښارونو شا و خوا سيمو ته ولېږداوه، ځكه په دې توګه به زيات كسان وتوانېږي چې اكثريت استازي وټاكي.

انتخاباتي جوړښت او پړاوونه

 انتخاباتي قوانين كېدى شي له دې احساس سره مرسته وكړي، چې ټاكنې ازادې او عادلانه وي، يا هم دغه احساس كېدى شي ټاكنې كمزورې كړي. د ساري په توګه انتخاباتي ستونزې، د رايو شمېرنه او د انتخاباتي پانګې ټاكنه په پام كې ونيسئ. خو په امريكا كې د ټاكنو په باب يو څرګند حقيقت، رايه نه وركول دي. (رايه وركول د ځينو هېوادونو برعكس چې هلته قانوناً واجب دي، خو په امريكا كې په خپله خوښه او داوطلبانه دي) ان د ولسمشرۍ په ټاكنه كې هم چې هرڅه څرګند دي، د ټاكونكو شمېر په سلو كې 50 دي. په دې مانا چې په شرايطو برابر نيمايي جمعيت (څه له پاسه تر 17 كلنۍ ټول مشران) خپله رايه نه وركوي. كله چې ولسمشر بل كلنټن په 1996م كال كې په سلو كې 49 رايو په ګټلو سره په ټولټاكنو كې بريالى شو. نو په شرايطو له څلورو برابرو كسانو څخه يوازې يوه كس رايه وركړې وه.

د دې بهير مسووليت د چا پر غاړه دى؟ او د دې لاملونو مسووليت د چا دى؟ لكه: ټولنيز او مدي ژمنتوب، ټولټاكنو ته د خلكو نه لېوالتيا، په دې تصور كې چې ټاكنې يې پر ژوند اغېز نه لري، يا هم په كورونو كې د ګټياليو نه ډېرېدل او نور... چې خلك يې يادوي. په داسې حال كې چې د وروستيو كلونو په ملي ټاكنو كې هېڅ مسئله هم له ګواښ سره نه ده مخ شوې.

دا ټكى بايد ووايو چې په امريكا كې رايه وركول، درېيو بېلابېلو تصميمونو ته اړتيا لري. لكه: له تصميم پرته رايه وركول او په دې برخه كې اقدام كول چې چا ته دې رايه وركړل شي، دغه راز رايه وركوونكي بايد د رايه وركولو په موخه نوم ليكنه وكړي؟ خو داسې ښكاري چې دا شرايط كله- كله د رايې وركولو خنډ ګرځي، ځكه د نوم ليكنې حوزې تر ټاكنو څو اوونۍ وړاندې تړل كېږي.

څرنګه چې نوم ليكنه د امريكا له خوا ترسره كېږي او په ايالتونو كې دغه كار د نورو څانګو له خوا، بيا په هغو څانګو كې د حوزو او هغو كسانو له خوا چې په دې وروستيو كې ورلېږدېدلي دي. څه له پاسه ټول اړ دي بيا نوم ليكنه وكړي، يا هم دوى ډاډمن شي چې ايا نوې سيمې ته يې په لېږدېدو سره نوم ليكنه هم هورې لېږدېدلې ده؟ پر دې بنسټ په امريكا كې مېشتېدل دا تصور هم له ځان سره لري، چې تل ځينې رايه وركوونكي بالقوه دي، چې د نوم ليكنې د مقرراتو له مخې د دوى مخنيوى كېږي. ايا د نوم ليكنې دا سيسټم ډېر څرګند نه دى؟ لكه د موټر چلونې لپاره رسمي جواز پاڼې چې جوتوي، ايا د ګډونوالو لپاره په كې د خنډ توګه څه شته او كه نه؟.

د ټولو رايو د شمېرنې په بهير كې، قانوني ساتنې رامنځته شوي، چې تېروتنې كموي او عادلانه اوسېدل يې تضمينوي. له همدې كبله د ټولو ايالتونو قوانين دا شرط ږدي، چې شمېرنه دې بيا ترسره شي، هغو كسانو ته چې پخوا بايلونكي ګڼل كېدل اجازه وركوي، چې پر نتايجو نيوكه وكړي. ګنې خلك به د رايو د شمېرنې پر پايلو شكمن او د ټاكنو سموالى به هم زيانمن شي، چې مشروعيت به يې هم زيان وويني. د 2000م كال تر ټاكنو بله ښه ټاكنه نه وينو، چې ټولې ستونزې يې مشخصې كړې، وجه يې د رايه شمېرنې ساده والى و.

د ولسمشرۍ په ټاكنه كې رايه وركول

د اساسي قانون له مخې هر ايالت په كنګره كې د انتخاباتي رايو او ايالتي استازو لرونكى دى، چې دا رايې او استازي يې سره مساوي وي. د 1961م كال د 23مې مادې له مخې كولمبيا سيمه هم درې انتخاباتي رايې لري. د ولسمشرۍ لپاره په 538 انتخاباتي رايو كې يو نامزد د اكثريت رايو په ګټلو سره ځان بريالى كوي. (د رايو حد اقل شمېر270 دي) كله چې ټاكل كېدونكي كسان د ډسمبر پر 18 مه د خپل ايالت په مركز كې سره راټولېږي، رايې صندوقونو ته اچول كېږي، له همدې كبله دغه ټاكونكي پلاوي ته انتخاباتي لېسه (كالج) وايي. اساسي قانون دا څرګندوي چې د هر ايالت ټاكل شوي كسان "هغسې ټاكل كېږي، لكه څنګه چې قانون جوړوونكي وايي". د اتلسمې پېړۍ له منځنيو وختونو راهيسې د ولسمشر ټاكونكي استازي د هر ايالت د خلكو له خوا ټاكل كېږي. په 50 ايالتونو كې له مين او نبراسكا پرته دا قانون ډېر مشهور دى، چې "ګټونكي ټول سره راټولوي" د جمهوري رياست لپاره كه نامزد شوى كس په يوه ايالت كې ډېرې رايې وګټي، د هغه ايالت ټولې رايې ګټي، چې په دې توګه نور ټول كانديدان باطلوي.

انتخاباتي سيالي، د زياتو امريكايانو په اند يوه بېځايه هڅه ده، د 2000م كال د نومبر پر اوومه، د ولسمشرۍ تر ټاكلو وروسته فلوريدا د جګړو په يوه ډګر بدل شو، چې يوه لويه وجه يې انتخاباتي كمپاين و. د 2000م كال په نومبر او ډسمبر كې د فلوريدا د ولسمشرۍ رايې د بحث او مجادې وړ موضوع وه، ځكه د رايو يو غير معمولي شمېر، په هغه ايالت كې جمهوري غوښتونكى نامزد جورج ډبليو بوش يې له ډيموكرات نامزد البرټ ګور څخه نه بېلاوه، په نورو 49 ايالتونو كې د ټاكنو پايلې بوش او ګور ډېر سره نژدې كول. يوه هم نه شواى كولاى د فلوريدا له 25 رايو پرته د نورو270 رايو ګټونكى شي. هغه كس به چې د فلوريدا د عمومي رايو ګټونكى شو نو د ايالت الكتورال رايې به يې هم ګټلې، دى به درې څلوېښتم ولسمشر و. كه څه هم ټولو دا منل چې په ملي كچه "ګور" د عمومي ټاكنو له نظره څو سوه زياتې رايې ګټلې وې، خو دغه توپير يې په ملي كچه بې اغېزې و. هغه څه چې د ارزښت وړ و، د فلوريدا عمومي رايه وه.

په فلوريدا كې ډېرې پاشل شوې رايې د ماشين په مرسته شمېرل كېدې، كه څه هم ډېرې رايې د شمېرل كېدو وړ نه وې، ځكه چې خلكو له سوري كېدونكو كارټونو څخه كار اخيست، چې په بشپړ ډول به يې نه وو سوري كړي، كه سوري كړي به يې هم وو، هغه به ډېر كوچنى و. ماشينونو به دغه كارټونه د قانوني رايو په توګه نه منل. ظاهراً رايه وركوونكو ولسمشر ته رايه نه وه وركړې، همدغه ستونزه د نورو ايالتونو په ټاكنو كې هم پېښه شوه، خو هېچا هم جدي ونه نيوله، ځكه رايې ډېرې سره نژدې، خو پايله دومره مهمه نه وه.

سترې محكمې يو قانون رامنځته كړ، چې د ټولې امريكا په كچه په راتلونكو سياسي سياليو كې د شمېرنې لارښود و.

پر لګښتونو د محدوديت چلند

د 2000م كال ټاكنې ځكه ارزښتمنې وې، چې د رايو په ګټلو كې يې د پيسو نقش څرګند كړ. جمهوري غوښتونكي ستراتيژيسټ ”مارك هانا“ سل كاله وړاندې داسې ويلي وو: ”په سياست كې دوه شيان ډېر اهميت لري. لومړى پيسې، خو دويم يې راڅخه هېر دى“. د فډرالي انتخاباتي مبارزو قانون FECA د 1974م كال د قانون په مادو كې پر سرچينو او مالي مبلغونو محدوديتونه وضعه كړل، چې د ظاهري فساد مخه ونيسي. كه څه هم دغه محدوديت د اساسي قانون له لومړۍ مادې سره ټكر درلود، چې د بيان ازادي او د بيان د وسايلو خپلواكي يې مشروع ګرځوله، ځكه هغه پيسې چې پر سياست لګېږي، د خبرو لپاره يو ډول وكالت دى، ځكه كانديدان، سياسي ګوندونه او نورې ډلې دخپلو سازمانونو د جوړولو لپاره له ډله ييزو رسنيو او ارتباطي وسايلو څخه كار واخلي، چې دوى په دې برخه كې پيسو ته اړتيا لري.

د دغه پېچلي قانون په تاييد په 1976م كال كې سترې محكمې له اساسي قانون سره سم د ډالۍ شويو پيسو او لګښتونو ترمنځ يوه كرښه راوكښله، ځكه پر ډالۍ شويو پيسو باندې د محدوديت لګول د بيان پر ازادۍ باندې دومره اغېز نه كاوه، يوازې يې د لګولو ډول څېړه، ځكه چې ډالۍ شوې مرستې فساد رامنځته كولاى شو. سترې محكمې پر لګښتونو باندې له بنديز لګولو ډډه وكړه، خو پر ډالۍ شويو مرستو يې د بنديز هركلى وكړ.

موخه دا وه چې د ګوندونو د كانديدانو ترمنځ د مالي عمل ډګر مساويانه وي. د "څرګندو پيسو" په باب د انتخاباتي سيالۍ بل بنديز، هغه مبالغه ده، چې "پټې پيسې" نومېږي، چې پاشلې او نه محدودېدونكې مرستې دي، دا پيسې د ګوند د ځواكمنېدو لپاره لګول كېږي، چې خپلې سيالۍ ته دوام وركړي او له مطبوعاتي يرغلونو څخه خوندي وي.

يو ثابت او ډيموكراتيك بهير