نــيـــــولــيــك | ||||
لومړى كال،پنځمه ګڼه، (غبرګولى- چنګاښ)، 1383ل كال. (جون- جولاى)، 2004م كال. نــيـــــولــيــك افغان محصلين دې مريخ ته لاړ شي!؟ (سرليكنه) ځان ”افغانستاني“ ګڼل يو ستر خيانت... د ټولټاكنو بنسټيزې ستونزې څه دي؟ د يوه ګزارش موضوع څنګه وڅېړو؟ د ټولټاكنو په هكله (ستونزې او اندېښنې) په ټولټاكنو كې د پښتنو ونډه، د رايې اچونې له كارټونو ښكاري د افغانستان د ملي اردو له منځه وړل سپېڅلې پرښتې، په دوزخي رول كې په بنګله دېش كې د انجوګانو منفي... د ”ايينې“ فعاليتونه،د حقيقت په هنداره كې تورې دروازې زابل ولايت، د ستونزو په منګولو كې د شمالي ولايتونو لرغوني اثار او تاريخي كيندنې (څلورمه برخه) د تېلو جګړه (دويمه برخه) د هند له خاورې څخه (يونليك) د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون افغاني كلتور ته ورپېښ زيانونه عقيدې او انګېرنې څپې- څپې وزرې (شعرونه) انځورونه څه وايي؟ ”ډاګ چيكنګ“ (طنز) ښكار (لنډه كيسه) شيطان په پرېوتو كې (د هوسۍ ناول) عمر تېر شه دغه شان... ”بنيادمان“، يوه نوې او بريالۍ هڅه د فكر توپير د يوې هندوې فتوا! د فلمونو ننداره، كه د فسادونو ننداره؟ د افغانستان د راتلونكي ملي سرود په باب له ټولنې څخه وېره څه ده؟ د پوهنيز بهير د ستراتيژۍ په اړه څو خبرې افغانان له خپلو مطبوعاتو څه هيله لري؟ ځوانان او مطالعه ارسطو؛ ادبيات او ادبي كره كتنه اسلام ضد خپرنيزه جګړه په فلسفه كې تلپاتې پېښې له ځان سره داسې مينه وكړه! (ارواپوهنه) سرغړونه؛ يوه رواني او اخلاقي ستونزه د XP Windows ګړندى لارښود ځينې ونې خبرې كوي له ايكس پي وينډوز سره ځان اشنا كړه! له غوټۍ څخه تر مېوې پورې په لرغونو ادبياتو كې حماسي لنډۍ | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:19 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
افغان محصلين دې مريخ ته لاړ شي!؟ | ||||
|
بسم الله الرحمن الرحيم افغان محصلين دې مريخ ته لاړ شي!؟ د ”ډيموكراسۍ“ تر سيوري لاندې پر محصلينو هغه مهال د كاڼو او سرو سكروټو باران واورول شو، چې د 1381ل كال د روژې په مباركه مياشت كې دوى د شپه غالو (ليليو) د ناسمې وضعې له كبله په لاريون لاس پورې كړ، پر همدې مهال وسلوالو ډلو ورباندې يرغل وروړ، چې په دې بريد كې 12محصلين ووژل شول، په لسګونو نور ټپيان او زيات شمېر نور يرغمل ونيول شول، چې د زياتو خوارو محصلينو مړي تر اوسه پورې ورك دي. همدا اوس هم محصلين په ولايتونو او پلازمېنه كې د چارواكو د بېغورۍ ښكار دي، په ننګرهار كې تر طالبانو وروسته د پوهنتون او شپه غالي (ليليې) په وضعه كې هېڅ كوم مثبت بدلون نه دى راغلى، كه څه هم د زرګونو او لكونو ډالرو د مرستو اعلان خو يې څو- څو ځله خپور شوى هم دى!. ښوونكي يې لږ دي، اوبه او برېښنا يې نه شته او هغه بورسونه چې د دوى په نامه راځي، چارواكي يې په مركز كې خپلو خپلوانو او د پرې ملګرو ته وركوي. په ننګرهار كې يوازې يوه محصل ته دا چانس برابر شوى و، خو وروسته هغه هم له دې نعمت څخه محروم كړاى شو. د پوهنتون ښوونيز نصاب هماغه د 30_40 كلونو مخكې زوړ نصاب دى، چې نه له اوسنيو شرايطو سره برابر دى، نه هم كومه نوې خبره په كې شته. دغسې كه د غزني، نيمروز او لغمان د ښوونې او روزنې د پوهنتونونو جاج واخلو، د ښوونكو پوهنيزه سويه يې ځكه ټيټه ده، چې هغه پخواني برلاسي او تجربه كاره ښوونكي يې ترې انجوګانو او بهرنيو موسسو ته لاړل، ځكه چې د 3000 افغانيو په بدل كې به څوك دا ملي خدمت (!!) ته ملا وتړي. د كندهار پوهنتون لپاره د پخواني والي ښاغلي ګل اغا شېرزي پر مهال په صوفي صاحب نومې پراخه دښته كې د څو لويو ودانيو د بنسټ ډبره كښېښوول شوه، چې د هغه مهال رئيس يې ښاغلي ارغنداوي هم له بهرنيو ټولنو سره اړيكي ټينګ كړل او د دغه پوهنتون لپاره يې پراخ، ګټور او اغېزناك پروګرامونه په پام كې نيولي وو. خو له بده مرغه چې په دغو نويو ودانيو كې وسلوالو ډلو واړول، په همدغو نويو ودانيو كې يې خپل ټغر وغوړاوه. كله چې د پوهنتون رئيس له اوسني والي سره په تماس كې شو او دا ستونزه يې د هغه مخې ته كښېښوده، هغه حاضر نه شو چې دغه ټوپكوال دې له دغو ودانيو څخه ووځي، نه يې هم په دې برخه كې كوم اقدام وكړ. په همدې تړاو د پوهنتون رئيس له خپلې دندې لاس واخيست او محصلين هماغسې په ستونزو كې راښكېل پاتې شول. په يوه درې كسيزه كوټه كې لس محصلين اوسي، اوبه نه لري، مجهز لابراتوار خو هسې له زاڼو د كټوريو غوښتل دي، دلته برلاسي او كارپوه ښوونكي لږ دي او دا وړ نورې ستونزې هم لري، چې ټولو چارواكو پرې غوږونه كاڼه كړي دي. د تخار او بدخشان پوهنتونونه هم له اسانتياوو څخه بې برخې دي، هلته هم محصلين د وسلوالو له ګواښونو او ورپېښو لانجو په تنګ دي، همداسې مزار او هرات هم درواخله. لويه ستونزه چې سږكال رامنځته شوه، هغه د كانكور د سږنۍ ازموينې پوښتنې وې، چې ګواكې غلا شوې، چې له ځينو ولايتونو پرته د ټولو پوهنتونونو ازموينه بيا واخيستل شوه. د كانكور پلاوي هم ايرانيان وو، چې د ازموينې پاڼې هم د كتنې او ډلبندۍ لپاره ايران ته ولېږول شوې. خو اوس چې د نومرو اعلان وشو، يو غوڅ توپير په كې ليدل كېږي، د ساري په توګه د وردګو، كابل، لوګر او غزني محصلينو ته پر هره پوښتنه 2.62 نومره وركړل شوې، خو د ننګرهار، كونړ، لغمان او ختيزو سيمو محصلينو ته پر هره پوښتنه 1،52 نومره؛ له همدې كبله زيات محصلين هغو پوهنځيو ته وركړل شوي، چې د دوى د خوښې وړ نه دي، خو د كانكور د كمېټې د ستونزو د څېړنې او حل رئيس ښاغلى خالقي د دې غوڅ توپير دليل دا ګڼي، چې ګواكې دا د Test Score په نامه يو پخوانى معيار دى او بله دا چې د ده په وينا د مركزي ولايتونو د محصلينو سويه تر نورو جګه ده. خو كه سړى حقيقت ته پام وكړي، د مركز په پرتله د ولايتونو محصلين ډېر غښتلي دي، دا په هره ازموينه كې څرګنده شوې هم ده او موږ وينو چې په ټولو پوهنتونونو كې د وردګو شمېر تر ټولو زيات دى. دا چې اوس يې وضعې ته سم پام نه كېږي، دا بيا بېله خبره ده. خو خلك په دې توپير او تضاد كې د يوه سياسي مصلحت او سازش رنګ ويني او وايي چې ايران او د لوړو زده كړو وزارت غواړي چې پښتانه محصلين په يوه او بل ډول له زده كړې محروم كړي او ويې ځپي. د لوړو زده كړو وزير ته محصلين ورغلل او خپلې ستونزې يې ورسره شريكې كړې، هغه دا درغلي او ستره تېروتنه ومنله، ويې ويل: ”دا منو چې له موږ څخه تېروتنه شوې، خو دولت كه چېرې تېروتنه وكړي، بېرته نه اصلاح كېږي، دا د دولت اصول دي، دغه محصلين دې كال ته بيا ازموينه وركړي...“. ايا يو كال وخت د يوه زده كوونكي پر برخليك او ژوند يو ستر ګوزار نه دى؟ هر يوه بېلابېل كورسونه تعقيب كړي، تيارى يې نيولى او ستونزې يې ګاللي، خو يوه چارواكي ته دا يوه وړه ستونزه ښكاري. دغه لوبې خو په دې دوو كلونو كې د پوليتخنيك پر محصلينو هم وشوې، دوې لويې جرګې د پوليتخنيك په غولي كې جوړې شوې او محصلين هم رخصت كړل شول، دوى اوس اړ دي چې خپل تېر درسونه بيا ولولي او دا ټول فشار پر ځان يوسي. ښاغلى شريف فايض خو د هغو محصلينو پر ژوند او برخليك هم سترګې پټې كړې، چې ټوپكوالو په تشو تورونو او د خپلو شخصي دښمنيو او تعصبونو له مخې نيولي او د دغو محصلينو كورنيو يې پر خلاصون په زرګونو افغانۍ وركړې دي. بل پلو بيا هغو وسلوالو ته هېڅ هم نه وايي، چې په شپه غالو (ليليو) كې يې اړولي او سټلايټ ټليفون، وسلې او مخابرې ورسره دي او د محصلينو له حقونو څخه ناوړه ګټه اخلي، دغه وسلوال محصلين ډېر پخوا فارغ شوي، خو اوس له خپلو ملګرو سره هورې استوګنه كوي. له همدې كبله نوي محصلين تر اوسه استوګنځى نه لري. دا ستونزې به څه وخت اوارېږي؟ همدغه د سږني كال ځينې بريالي محصلين چې هرات، باميانو، بلخ او بدخشان ته ورمعرفي شوي، له هغه ځايه بېرته راشړل شوي دي، ځكه هلته په شپه غالي (ليليه) كې څوك ځاى نه وركوي، دغه راز د هغو پوهنتونونو رئيسان هم ورسره د مور او ميرې چلند كوي، ځكه په دغو محصلينو كې اكثريت پښتانه دي. خو كه مركزي اداره پر دې اړه غور ونه كړي، دا به يې يو ستر غفلت او د دغو افغان محصلينو پر حقونو غوڅ تېرى وي، ځكه دا ځوانان د ملت سترګې دي. هسې خو هم افغان محصلين په يوه او بل نامه تورن كېږي او د تورو زندانونو، شكنجو او عذابونو ښكار دي، چې هېڅ خواخوږى هم نه لري. خو ايا ګران افغانستان د ټوپكسالارانو د عيش و نوش سيمه ده او كه نه، افغان محصلين په دې هېواد كې د ژوند، زده كړې او استوګنې حق نه لري او مريخ ته دې لاړ شي!؟ په درناوي | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:19 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
كنفوسيوس؛ هغه سياستپوه چې د يوه هېواد په لټه كې و | ||||
ليكوالان : هنري توماس او دانالي توماس د دې لړۍ پنځمه برخه كنفوسيوس؛ هغه سياستپوه چې د يوه هېواد په لټه كې و (479_551 تر ميلاد وړاندې) دا د هغه فيلسوف د ژوند داستان دى، چې نه يې كور درلود، نه ځاله. په دې مانا چې په ژوندوني د اوسېدلو لپاره بې جونګړې و. خو پر مړينې يې ملتونو وژړل. دا د تاريخ د يوه عجيب انسان كيسه ده، د هغه بې دينه انسان، چې د نړۍ د يوه لوىدين په اړه يې څېړنې وكړې. داسې خداى نه پېژندونكى، چې د خدايۍ تر پولو ورسېد. وايي چې د چين تاريخ په دوو تورو كې بشپړېږي، ”له كنفوسيوس څخه تر كنفوسيوسه“. تر كنفوسيوس وروسته د چين اوضاع بې نظمه شوه او اوس هم چې د هغه حكمت هېر شوى دى، پر دې سيمه بې نظمي واكمنه ده. (2) له ډاروين څخه پېړۍ مخكې چينايانو پر يو ډول بدلون ايمان درلود. هغوى په دې عقيده وو، چې د ځمكې له پيدايښت څخه په مليونونو كلونه تېر شوي دي او په دې موده كې يو ډول انسان لومړى د يوې وړې حشرې په بڼه، خو وروسته ورو ورو د يوه بشپړ انسان بڼه پيدا كړه. دا خبره كنفوسيوس په وړكتوب كې اورېدلې وه. هغه حق درلود، چې پر دې نظريه باور وكړي. ځكه د چينايانو په نظر هغه مهال دا نظريه د سپكو نژادونو زېږنده وه. دهرې پاڼې په لوستلو د بشر د وګړو له غيرانساني اعمالو سره مخامخېده. لكه دا چې يوه امپراتور درې زره خلك د ياغيتوب په تور له شرابو څخه په جوړ شوي ډنډ كې ډوب كړل او يا به يې خلك دېته اړ ايستل چې پر انګار شوې اوسپنه پښه كښېږدي.خلك به يې مجبورول، چې په هوا كې په يوه غوړ شوي پړي تېر شي، لاندې به سوځوونكو لمبو د دوى د رالوېدلو انتظار ايست. واكمنانو به خپل بهرني مېلمانه د دا ډول وحشتناكو نندارو ليدو ته رابلل او د انسانانو د كباب شويو غوښو له بوى څخه به يې خوند اخيست. د تنګ شپه په نوم د چين يو لوى فيلسوف له دې امله په مرګ محكوم شو، چې د حق او باطل ترمنځ توپير يې د خلكو په وړاندې بيان كړى و. كنفوسيوس د همدې فيلسوف د مړينې پرمهال (تر ميلاد551كاله مخكې) زېږېدلى او پلار يې هغه مهال د جنرالۍ دنده لرله. كنفوسيوس په درې كلنۍ كې خپل پلار له لاسه وركړ. د كلونو په تېرېدو سره د پوځيانو په وړاندې د هغه كركه ډېرېدله. هغه غوښتل چې د سولې لارښود او ښوونكى شي. نوموړي د سولې زده كړې ته لستوڼي بډ وهل، خو له دې څخه ناخبره و، چې په وړاندې يې يوه داسې نړۍ پرته ده، چې يوازې جګړه او دوينو تويېدل پېژني. كله چې يې د ښوونكي په توګه دنده پيل كړه، دوه ويشت كلن و، يوه مېرمن او يو، يوكلن زوى يې درلود. خو ډېر ژر يې مېرمن له دې امله له خپل خاوند څخه بېله شوه، چې كنفوسيوس د لږو شتو د درلودلو له امله نه غوښتل چې د ډېرو ماشومانو پلار شي. ځكه يې ديوازېتوب لار غوره وګڼله. هغه نه شواى كولاى چې دويم ځل خپل ژوند بسياكړي. ځكه يې خپل ټاټوبى پرېښود. هغه له يوه ښاره بل ښار ته ته، زده كوونكي به يې روزل. له شتمنو زده كوونكو څخه به يې لږې پيسې اخيستلې او له نېستمنو څخه به يې د هغوى په وس پوره وريجې او يا هم د غوښې يوه وړه ټوټه ترلاسه كوله او له ځينو څخه به يې هېڅ هم نه اخيستل. د بېكارۍ وخت يې په موسيقۍ او د نخښې په ويشتلو سره تېراوه. كنفوسيوس د شپېلۍ په غږولو كې پوره وړتيا لرله. خو اروا يې تل ناارامه وه. يوازې په روزنه او د شپېلۍ په غږولو يې بسنه نه كوله، هغه د يوې داسې نړۍ غوښتونكى و، چې د زړه له كومې خدمت په كې وكړي، ځكه د زوړ فيلسوف لايوتسه ليدو ته ورغى، چې له هغه څخه د غوره ژوند د موندلو لار وپوښتي. لايوتسه د ژوند راز په يو څو تورو كې خلاصه كړ: ”له جنګ جګړې څخه لاس واخله، چې هېڅوك دا توان ونه لري، چې له تاسې سره جګړه وكړي... بدي په ښېګڼې ځواب كړه.. له بدو او نېكو سره ښه وكړه، چې ټول خلك نيكي زده كړي.. له ملګرو او هغو وګړو سره چې زړونه يې نه دي سره تړلي، يو رنګه مينه وكړه، هغه مهال به ټول خلك د مينې په رښتينې مانا پوه شي.. نرمي پر ځيږتوب بريالۍ ده... تر اوبو نرم څيز نه شته، خو په دومره پوستوالي سره پليدي او ناولتوب له منځه وړي“. كه څه هم كنفوسيوس يو سوله خوښوونكى انسان و، خو دا فلسفه يوڅه بې اروا او پسته ورته ښكاره شوه. اخر هغه د يوه پوځي زوى و او زړه يې غوښتل چې كه د جګړې ډګر خوند نه وركوي، په اروايي او معنوي ډګر كې يو جنګيالى واوسي. هغه يوه داسې نړۍ ليده، چې له ظلم او تېري څخه ډكه وه او د هغه په اند داسې نړۍ ته تسليمېدل، بې ګټې وو. كله چې بېرته خپلو زده كوونكو ته راوګرځېد، ويې ويل: د لايوتسه درناوى كوم، خو د نړۍ په اړه چې يې كوم معلومات راكړل، پرې ونه پوهېدم. ”زه پوهېږم چې الوتونكي څنګه الوزي، كبان لامبو وهي او ځناور منډې. ښايي الوتونكي د يوه ښكاري له خوا راوغورځېږي. كبان په چنګك كې ونښلي او منډې وهونكي په لومه كې. خو نه پوهېږم چې څنګه ښاماران پر باد سپاره، ورېځو ته رسېږي او له هغه ځايه اسمان ته لوړېږي... زه كولاى شم لايوتسه يوازې له ښامارانو سره پرتله كړم“. كنفوسيوس پرېكړه وكړه چې خپله فلسفه د لايوتسه له فسلفې څخه بېله كړي. نوموړي غوره وګڼله چې پر ناڅرګندو مسايلو باندې د بحث پرځاى، بايد عملي مسايل وڅېړل شي. كنفوسيوس خپلو زده كوونكو ته لارښوونه كوله: ”له پستو او نرمو خلكو سره په مهربانۍ چلند وكړئ، خو له ظالمانو سره په عدالت. په بله وينا له هر چا سره د هغه د كړنلارې په اندازه چلند په كار دى“. (3) لكه څنګه چې كنفوسيوس د هغه په خپل قول ظلم او تېري ته تسليم نه شو، ځكه نو د ستونزو ور ته مخه شوه. د هغه په وينا ځكه يې سياست ته مخه كړه: ”چې د ظلم او تېري د خپراوي په وړاندې يو ټينګ دېوال ووهي“. د هغه وخت پاچا ناحيه لو چې كله د كنفوسيوس له شهرت څخه خبر شو، نو ويې پتېيله چې نوموړى په خپل دربار كې د عدليې د وزير په توګه وټاكي. كنفوسيوس په عمل كې ثابته كړه، چې د دې مقام مهارت لري. هغه سيمه چې لو پرې واكمن و، له غلو او لاره وهونكو څخه ډكه وه. د سوداګرو استازي له كنفوسيوس څخه وپوښتل چې څه كول په كار دي. كنفوسيوس په ځواب كې ورته وويل: ”له غلا څخه د ژغورنې يوازېنۍ لار دا ده چې له ډېرې ګټې څخه لاس واخلئ. كه مو ګټه لږه وي، نو پر داسې شيانو به لږې پيسې وركړئ، چې د غلو له خوا لوټ كړاى شي“. روښانه ده چې دا ډول ځواب سوداګرو ته قناعت نه شي وركولاى. ځكه نو هغوى ته په زړه پورې نه دي. يوه ورځ يوه سړي كنفوسيوس ته له خپل زوى څخه شكايت وكړ او ويې ويل چې زوى يې د هغه خبرې نه مني. د كنفوسيوس په امر زوى او پلار دواړه د درېيو مياشتو لپاره زنداني شول. كنفوسيوس وويل: ”هغه پلار چې په سمه توګه خپل اولاد نه شي روزلاى، په حقيقت كې د اولاد په اندازه ګناهكار دى“. يو چا هغه ته د خپلې بداخلاقې ښځې شكايت وكړ. كنفوسيوس وويل: ”له هغې سره پوست چلند وكړه او ترخې خبرې ته يې په ترخه ژبه ځواب مه وركوه. كه داسې وكړې، نو دوه مخالف توپانونه به دې سره مخامخ كړي وي، چې ژوند به دې تباه كړي“. _ خو كه مې مېرمن زيان او ازار راورساوه، څه وكړم؟ _ د هغې غندنه وكړه، خو زيان يې له ياده وباسه. هېر شوى زيان د تېر كال د واورې د توپان په څېر دى او نور نه شي كولاى چې پښې دې له يخني څخه وچې كړي. كنفوسيوس ته چې به ډېرو خلكو شكايت وروړ، هغوى ته به يې ويل چې لومړى خپل ځانونه وازمويي. ”او زموږ د ټولو ستونزه دا ده چې له خپلو ګاونډيانو څخه د مهربانۍ هيله كوو. خو پر هغوى مو مهرباني نه لورېږي“. كنفوسيوس باور درلود چې لويه ګناه قهر او غضب دى. ”قهرجن انسان له زهرو څخه ډك دى او خپل ژوند په زهرو لړي“. هغه عدالت چې كنفوسيوس يې غوښتونكى و، يوه نوې بڼه درلوده. ”لو“ د سيمې پاچا نه شواى كولاى چې د دا ډول عدالت ستاينه وكړي. هغه غوره ګڼله چې هماغه پخوانى كړنلاره دې پلې شي. پاچا غوښتل چې پخوانۍ بډي اخيستنه، جنګ جګړه او مزې چړچې دې وي. په دې وخت كې 80 ښكلې ناڅاګرې د ډالۍ په توګه د پاچا دربار ته ولېږدول شوې. پاچا د هغوى ښكلا ته په درناوي سره، فضيلت او تقوا له خپل دربار څخه وشړله. كنفوسيوس يوځل بيا يو بې كوره سيلانى شو: ”زه اوس مهال په هر ځاى شمال، جنوب، ختيځ او لوېديځ كې ژوند كوم. بادونه مې هر لوري ته شړي. خو په باطن كې د ارامۍ پناهځاى لرم“. (4) كنفوسيوس به تل له خپلو ملګرو سره له يوه ښار څخه بل ښار ته په سفر كې و. په هر ځاى كې به يې چې ګام ايښود، د نېكمرغۍ زېرى به ورسره مل و. خو خلكو به د ډوډۍ وركولو پرځاى، هغه او د هغه ملګري په ډبرو ويشتل. د كنفوسيوس يو مريد د هغه په اړه وايي: ” كنفوسيوس د كليسا د هغه زنګ وهلي ناقوس په څېر دى، چې د خداى غږ د خداى پېژندونكو غوږونو ته وراستوي...“ خو په خپله كنفوسيوس ډېر لږ د الهي اسرارو د موندلو په لټه كې و. د هغه ډېر ه پاملرنه د خلكو اخلاقو او كړنلارې ته ځانګړې شوې وه. د هغه يوه مريد له هغه څخه په دې اړه څرګندونې وغوښتې او وايې ورېدل چې: ځمكې ته وګوره، نه اسمان ته. ”د خداى د عبادت په اړه ډېر فكر مه كوه، ځكه ته نه پوهېږې چې هغه څه غواړي، بلكې د خداى د مخلوق خدمت وكړه، ځكه ته پوهېږې چې هغوى څه غواړي او كومې ستونزې لري؟“. عادي وګړو به له هغه سره مينه كوله، خو واكمنان ورڅخه په وېره كې وو. د دويمې ډلې خلكو يو تن د پيسو په وركولو وګماره، چې كنفوسيوس ووژني. دى له وېرې پرته پر خپله لار روان و، يو شمېر مريدان يې له مړينې څخه د وېرې له امله له هغه څخه بېل شول، ځكه له هغه سره يو ځايتوب يې د خپل ژوند پاى ګاڼه. يوه مريد يې، چې وروسته يې د زهد لار غوره كړه او يوازېتوب ته يې پناه يووړه، كنفوسيوس ته يې سپارښتنه وكړه، چې دى دې هم د هغه پر پله ګام كښېږدي. ”ناامني او بې نظمي په ټوله نړۍ كې د يوه توپاني سمندر غوندې واكمنه ده. دا ګرانه خبره ده چې څوك دې له دې توپان څخه ځان وژغوري. د دې پرځاى چې له يوه ښاره بل ښار ته سرګردانه واوسې، ولې يوځلې د خداى له مخلوق څخه ګوښه كېږې نه؟“. خو كنفوسيوس خپل سر وښوراوه، ”په داسې كولو سره به له چا سره ناسته ولاړه وكړم؟“. كنفوسيوس نه له ځناورو سره كار درلود او نه هم له اروا سره. بلكې د خپل ځان په څېر له موجوداتو سره تړلى و. هغه په دې فكر كې و، چې څنګه د ناروغ حكومت درملنه وكړي، خو په خپل ژوند كې يې داسې حكومت ونه موند، ناروغي هرځاى د واكمنانو پر مغزو واكمنه وه. كنفوسيوس داسې يو څوك و، چې د علم له زده كړې سره يې د شوق له امله خوراك هېر كړى و او كمال ته د رسېدو په خوشحالۍ كې يې غم او درد نه پېژانده او له هغې مينې سره چې له ژوند سره يې لرله، هېڅكله يې د زړورتوب احساس نه كاوه. (5) خو كنفوسيوس دا مهال په دنيايي چارو كې خپل ځان مظلوم ګاڼه. ”پاچا ظالم دى او رعيت يې ناپوه او زما خبرې د واورو هغو دانو ته ورته دي، چې د سمندر پر مخ تويېږي“. هغه نور مرګ ته نژدې، بوډا او ناروغ و. ځكه يې د سفر لار پرېښې وه. د فقر او نېستۍ له امله د ژوند له هوسايۍ څخه بې برخې و. خو د هغه په ارامه او زغمناكه څېره كې له مرګ څخه وېره نه تر سترګو كېده. هغه وخت چې د ګور پر غاړه ولاړ و، يو داسې اثر يې نړۍ ته وړاندې كړ، چې په ټول ژوند كې يې نه و ليكلى. كنفوسيوس په 69 كلنۍ كې يو سپېڅلى كتاب وليكه او راتلونكو نسلونو ته يې پرېښود. د ده په دې كتاب كې كوم نوى مطلب نه و ليكل شوى. ”تر اوسه مهم مطالب ويل شوي دي“. د هغه ارزښتمن كار دا و چې د تېرو افكار يې راټول او راتلونكي نسل ته يې پرېښودل. كنفوسيوس دا افكار په ډېر بري سره راټول او د يوه روښانه يادګار په څېر يې پرېښودل. كنفوسيوس د خلكو د سمې ادارې او فردي انضباط لپاره يو لړ قوانين وړاندې كړل او ويې ويل: ”د ژوند هره كړنلاره د يو لړ تشريفاتو غوښتونكې ده. د بېوزلو داسې درناوى وكړه، لكه له يوه سلطان سره چې مخ شوى يې“. هغه خپلو مريدانو ته زده كړه وركوله، چې د بېوزلو جونګړه تر شاهي ماڼۍ غوره وګڼه. د كنفوسيوس تعليمات هغه سوغاتونه وو، چې پر خلكو يې لورول. ”له ځان سره مينه وكړه او د ګاونډيانو خيرغوښتونكى واوسه“. دا وې د كنفوسيوس ښوونې. ”هڅه وكړئ چې په خلكو كې د مينې تخم وشيندئ او دا راز معلوم كړئ چې څنګه كولاى شئ د خلكو زړونه سره وتړئ“.كنفوسيوس به ويل: ”له نورو سره داسې چلند وكړه چې ته يې په خپله تمه لرې“. هغه په دې باور و، چې كه بشر يوازې نيمه پېړۍ دا خبرې عملي كړي، نو په نړۍ كې به د ظلم او تېري ټغر ټول او پرځاى به يې مينه او وروري خپره شي“. له نورو سره ښه وكړه، په دې كار به دې خپل ځان ته هغه شتمني موندلې وې، چې نوم يې ”مينه“ ده. ځكه د وخت په تېرېدو سره به دا ښېګڼې په ښېګڼو ځواب شي... كنفوسيوس نړيوالو ته دوې لارې په ميراث پرېښودې. ”كه ټول خلك په دغو لارو لاړ شي، نو په نړۍ كې به يو واحد دولت واكمن شي.. د خلكو ترمنځ چلند به مينه ناك وي او په ګډه سره به د هغه نيالګي پالنه وكړي، چې سوله يې نوم دى. هر نارينه به په امن كې وي او هره ښځه به خپل حقوق ترلاسه كړي... د شيطان نقشې به وسوځي او هېڅكله به عملي بڼه ونه مومي. د غلو او داړه مارو لاسونه به لنډ شي.. دا هغه پړاو دى، چې زه يې د بشپړ ادراك په نوم پېژنم. د ملتونو ترمنځ پوه ادراك او جوړجاړى“. كله چې پوښتنه كېږي: ”دا پړاو به كله او څه وخت وي؟“. د فيلسوف په ذهن كې هغه صحنه ورګرځي، چې د لو له دربار څخه وشړل شو. په موسكا سره وايي: ”هغه مهال چې پاچا له تقوا او زهد سره دومره مينه پيدا كړي، څومره چې له ښكلا او جمال سره يې لري“. (6) خو هغه هېڅكله هم له دا ډول پاچا سره مخامخ نه شو. خپل سپېڅلى كتاب يې وليكه. ”خو، له نه پاملرنې څخه لكه پاڼه وچ شو“. كنفوسيوس، هغه مهربان خو نهيلى بوډا، په ډېره مايوسۍ او نېستۍ سره نړۍ پرېښوده. د هغه خبرې ډېرو خلكو واورېدې، خو د لږو په غوږونو كې پاتې شوې. دويمه ډله خلك د ايمان او عقيدې د درلودلو په تور زنداني او تر شكنجو لاندې شول. د چين د يوه واكمن په امر له كنفوسيوس څخه پاتې كتابونه په اور كې وسوځېدل. د هغه يوشمېر مريدان، چې د كنفوسيوس د كتاب يوشمېر نسخې يې پټې كړې وې، د پاچا په امر له پاڼو سره يوځاى د اور خوراك شول. خو، له دغو ټولو سره- سره د كنفوسيوس دين، خپل ژوند ته دوام وركړ او د نړۍ د اديانو په ډله كې راغى. كنفوسيوس چې په خپله يو خداى نه پېژندونكى و، ورته يې د خداى زوى وويل. په نوم يې معبدونه جوړ شول، په ياد يې قربانيانې وشوې، خو دې خلكو چې كنفوسيوس يې په درناوي ياداوه، ډېر ژر په ډلو بدل شول. هرې ډلې د كنفوسيوس توري او خبرې په خپله ګټه تفسيرولې. د هغوى ترمنځ جنګ جګړې پېښې شوې او تر اوسه چې دا نړۍ په خپل ځاى پاتې ده، اوس هم د هغه ”بشپړ ادراك“ د كنفوسيوس د مهال په څېر نه دى څرګند شوى. ايا كنفوسيوس ماتې وخوړه؟ ښايي د دې پوښتنې لپاره د (انګرېز ليكوال) برنارډشاو دا خبره ځواب ووايي: ”نه، عيسى مسېح او نه هم كنفوسيوس ماتې خوړلې، بلكې تر اوسه پورې داسې پاك او رښتيني انسانان نه دي موندل شوي، چې د هغوى پر لار دې ګام كښېږدي“. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:18 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
اسلام ضد خپرنيزه جګړه | ||||
له The Frontier Post نومې انګرېزۍ خپرونې څخه د احمد زبير ژمن ژباړه: اسلام ضد خپرنيزه جګړه ”اسلامپوهان او مسلمانان بايد د اسلام په اړه د لوېديزوالو او امريكايي پوهانو پر نظرونو سترګې پټې نه كړي“. دغه ټكى ايډوارډو په خپل كتاب كورنګ اسلام (Covering Islam) كې چې په 1981م كال په بريتانيا كې خپور شوى، څرګند كړى دى. دغه ليكوال عيسوي دى، چې په فلسطين كې زېږېدلى او په ايجپټ كې يې زده كړه كړې او اوس مهال د امريكا په يوه پوهنتون كې د انګرېزۍ ژبې او پرتله ييزو ادبياتو ښگوونكى دى. نوموړى هغه مهال په لوېديزو پوهانو او د ژورناليزم په ډګر كې مهشور شو، چې د اسلامي نړۍ او ژورناليزم په اړه يې ځانګړى دريځ خپل كړ. ايډوارډو په خپل كتاب كې ليكلي چې لوېديزې خپرونې هڅه كوي چې د اسلام پر رښتينې څېرې پرده وغوړوي او هغه څه پټ كړي، چې په رښتينې توګه د اسلام څرګندويي كوي. د ايران تر اسلامي بدلون وروسته لوېديزو خپرونو اسلام په وروسته پاتې او تنګ نظره دين سره ونوماوه او د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه او وسني پېر كې اسلام ته بنسټپالنه او ترهګر دين ويل كېږي. دغو تورونو د اسلام اصليت او د هغه په اړه ټول حقيقتونه پټ ساتلي او د اسلام په اړه يې دغه ډول ګونګوسو او فكرونو ته لار اواره كړې ده. ټلويزيوني چينلونه او نورې رسنۍ په خپلو مستقيو خپرونو او ګزارشونو كې خلكو ته اسلام د يوه منفي ځواك په توګه ورپېژني او اوس په ډېره كركه او لوړ اواز سره ويل كېږي، چې اسلامي ترهګري او بنسټپالنه د ټولې نړۍ د سولې او امن لپاره د پام ګواښ دى. د ”لاس انجلس ټايمز“ ورځپانې د سرليكنې، ليكوال او د اسلامي چارو كارپوه ډاين رايت د 1991م كال د جنورۍ په مياشت كې د يادې شوې ورځپاڼې په يوه ګڼه كې ليكلي وو: لوېديزه نړۍ او امريكا په اغېزناكه او پوره توګه د اسلامي نړۍ له ګواښونو سره مخ ده. د بوش د ادارې يوه لوړپوړي چارواكي يوځل ويلي وو، چې موږ مخكې د كمونيزم مخالفت كړى و، خو اوس موږ په پوره ځواك او هوښيارۍ سره د اسلام پرخلاف ولاړ يو. د كولمبيا د J. C. Huerose پوهنتون ښوونكي يوځل ويلي وو، چې مسلمان يانې د امريكاضد. د 1980م كال د جنورۍ پر 6 مه نيويارك ټايمز ورځپاڼې ليكلي وو چې موږ بايد په هره جګړه او وژنه كې اسلام له شك پرته د يوه اصلي لامل په توګه ولټوو. د 1996م كال د جنورۍ پر يوويشتمه نېټه نيويارك ټايمز ورځپاڼې په خپله يوه ګڼه كې يو غگټ سرليك وركړى و، چې ”سور ګواښ ختم شو، خو د اسلام خطر لا ژوندى دى“. له1991م كال را په دېخوا د امريكا ساينسي او هنري اكاډمۍ د بنسپټالنې په اړه ګزارشونه خپروي او په همدې ليكه كې نورې خپرونې لكه: نيوزپبلك او اتلانتيك د اسراييلو په پلوي او د اسلام پر ضد غږونه پورته كوي. ايډوارډو په خپل كتاب كې ليكلي چې لوېديزې خپرونې، دولتي موسسې او پوهان د اسلام پر مقدساتو ملنډې وهي. نړۍ په لوېديزو رسنيو كې په اسلام ضد خپرونو ښه پوهېږي، دوى په وار وار په سپين سترګۍ سره پر حقايقو سترګې پټوي او اسلام ضد اوږدمهالي پلانونه جوړوي. د اسلام ضد كلتوري او خپرنيزې جګړې يو لوى نوم برېگنډليوس دى، نوموړى اوس مهال په امريكا كې مېشت دى او ليكنې يې په ډېرو مجلو كې خپرېږي. د ده د ليكنو لنډيز دا دى چې د اسلام كلمه په ټوليز ډول د لوېديز پرمختګ او مډرنيزم پر خلاف ده او اسراييلي ليكوال لكه ډينل پپس، مارټن سرس، واليم هنګټنګټن، پري سولر او داسې نور هم ورته نظريات لري. دغو خلكو د اسلام او لوېديز ترمنځ د تعصب او دښمنۍ دېوالونه درولي او خلك يې په تيارو كې ساتلي دي. پيري مولر له پنځه ويشتو كلونو را په دېخوا د اسلامي نړۍ او منځني ختيز په اړه ليكنې كوي، نوموړى ځان د اسلامي چارو كارپوه ګڼي، حال دا چې د عربي ژبې په يوه كلمه هم نه پوهېږي. د دوى له چارو داسې څرګندېږي، چې د اسلام په اړه د دې ډول ليكوالو ليكنې پر څېړنو نه دي ولاړې، بلكې پر اسلام ضد نظرونو او احساساتو ولاړې دي او د دوى د پروپاګندو يوازېنى پيغام دا دى چې اسلام د لوېديز مدنيت دښمن دى. د نوي زيلاند يو پوهاند B. Kelly وايي: كله چې اسلامي سيمې د لوېديز تر ولكې لاندې وې، له اسلامي كلتور او ژوندون څخه هېڅ خطر نه و، خو د اسلامي هېوادونو تر خپلواكۍ وروسته لوېديزې نړۍ ته ډېر ګواښونه ورپېښ شوي دي. (Con_AD) يا "Consolidated addition of New York" ټولنې ټلويزيوني چينل يو اعلان خپراوه، په دې اعلان كې د اوپك سازمان او نور عرب مشران په داسې بڼه ښوول كېدل، چې ښځينه كالي به يې اغوستي وو او پګړۍ به يې پر سر وې، مخونه په اعلان كې په اسانۍ سره نه پېژندل كېدل، خو تر ډېرې ځيرتيا وروسته ترې څرګندېدل چې مخونه يې د خميني، عرفات، اسد او نورو هغو عربو مشرانو ته ورته وو، چې هېوادونه يې د تېلو توليدوونكي دي. په نوموړي اعلان كې ويل كېدل: ”امريكايي تېل د امريكانو په لاس كې“. د امريكايي خپرونو پاليسي له فرانسوي او بريتانوي خپرونو سره توپير لري، ځكه چې د دوى ګټې او د قضاوت معيارونه له بېلابېلو زاويو كتل كېږي. امريكايي مطبوعات په دې اند دي چې د دوى هېواد د نړۍ ستر زبرځواك دى، دوى د امريكا ګټو ته تر ژورناليسټيكو اخلاقو او موخو لومړيتوب وركوي او تل يې د ”موږ“ تورى پر ژبه ګرځي. په نړۍ كې د مسلمانانو شمېره تر مليارډونو اوړي، خو دوى پر بېلابېلو كلتورونو، قومونو او ژبو وېشل شوي او همدا لامل دى كله چې دوى د يوې پېښې په اړه يو ګډ دريځ خپل كړي، نړۍ ته يو غيرقانوني كار برېښي او حال دا چې په نورو دينونو كې دا خبره مطرح نه ده. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:17 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د ”ايينې“ فعاليتونه د حقيقت په هنداره كې | ||||
محمد اكرم نسيم د ”ايينې“ فعاليتونه د حقيقت په هنداره كې نن ورځ مې مه ګوره چې نه لرم ډېوه په كور كې كله چې زموږ پر ګران هېواد باندې د امريكا په سرمشرۍ بريدونه پيل شول او د طالبانو حكومت يې رانسكور كړ، له همغې ورځې چې له يوې خوا جګړه روانه وه، له بلې خوا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې د همدغو هېوادونو استازي سره راغونډ شول، چې د افغانستان لپاره د مرستو برابرولو تابيا وكړي. دغه راز يو زيات شمېر غيردولتي موسسو، ازادو ټولنو، عامه وګړو او داسې نورو كسانو هم له افغانانو سره د مرستو راټولولو لپاره هلې ځلې وكړې او دا ژمنې يې هم وكړې، چې له افغانانو سره به د ژوند په هر ډګر كې مرسته كوي، په همدې لړ كې د توكيو كنفرانس هم د پام وړ دى، چې د بېلابېلو هېوادونو له خوا له افغانستان سره د لس ملياردو ډالرو د مرستې ژمنې وشوې. د دې مرستو د لاښه تنظيم لپاره پرېكړه وشوه، چې د غيردولتي موسسو له خوا به د هېواد ګوټ ګوټ ته رسول كېږي. له همدې سره په سلګونو نړيوالې غيردولتي موسسې افغانستان ته راغلې او د كابل په ګډون يې د هېواد په ليريو پرتو سيمو كې هم په كار پيل وكړ. د دغو غيردولتي موسسو په لړ كې يوه هم ايينه، چې يوه فرانسوۍ موسسه ده، د نسبي سولې له ټينګښت سره يوځاى افغانستان ته راغله. دا موسسه په فرهنګي فعاليتونو كې كارنده ونډه لري او نژدې ټول فعاليتونه يې فرهنګي دي. كه څه هم دا ټولنه په ظاهره يوه غيردولتي، غيرسياسي او خپلواكه ده، خو په حقيقت كې د هېواد په يوې ازمويل شوې سياسي ډلې پوره اړه لري او همدغې ډلې ته كار كوي. دا موسسه همدا اوس په كابل كې اووه خپرونې لري، چې له هفته نامهْ كابل، ملالۍ، د ماشومانو مجله (پرواز)، سيرت، سباوون، زنبېل غم او اخبار كابل څخه عبارت دي. زه كله كله ځينې خپرونې ګورم، ځكه چې اكثره خپرونې داسې څه نه لري، چې په لوستلو سره يې د سړي پوهنيزه غنا زياته شي او يا هم څه ترې زده كړي. كله چې سړى د ايينې دې ټولو خپرونو ته ځير شي او د پښتو او پاړسي برخه يې ولولي، نو پوهېږي چې د ايينې پټې موخې او هدفونه څه دي او د څه لپاره كار كوي. په ځانګړي ډول بيا كابل اوونيزه (هفته نامهْ كابل) چې په پاړسي او انګرېزي ژبو خپرېږي او تش په نامه پښتو هم لري، دا خپرونه بشپړه سياسي او لكه مخكې مو چې يادونه وكړه په يوې سياسي ډلې پوره اړه لري. د كابل اوونيزې پر ټنډه ليكل شوې چې: "Kabul weekly is an independent publication, unaffiliated with any governmental, political or ethnic groups. It reflects the society and the opinion of the people". پښتو ژباړه: ”كابل اوونيزه يوه خپلواكه، غيردولتي او غيرسياسي خپرونه ده، چې د ټولنې او عامو وګړو د نظريو څرګندويي كوي“ خو حقيقت په بشپړ ډول د دې برعكس دى او د دې پرځاى بايد وليكي چې: " پښتو ژباړه: ”كابل اوونيزه يوه سياسي او د هېواد په يوې سياسي ډلې پوره تړلې خپرونه ده، چې د همدې ډلې د نظر او پاليسۍ د څرګندولو لپاره خپرېږي“. ځكه د كابل اوونيزې يوه ګڼه به هم داسې نه وي چې په هغې كې دې سياسي ليكنې نه وي او د يوې سياسي ډلې ترجماني دې نه كوي. ايا ملي، خپلواكه او غيرسياسي خپرونه همداسې وي، چې د افغانستان ملي ټرمينالوژي په ايرانۍ ټرمينالوژي وربدله كړي او د پوهنتون پرځاى دانشګاه، د پوهنځي پرځاى دانشكده، د سترې محكمې پرځاى دادګاهْ عالي، د ښاروال پرځاى شهردار، د ښاروالۍ پرځاى شهرداري، د سرې مياشتې پرځاى هلال احمر، د محصل پرځاى دانشجو، د افغان پر ځاى د افغانستان خلك يا افغانستانيان... وليكي؟ د افغانستان په نوي اساسي قانون كې ليكل شوې چې ملي ټرمينالوژي به پر خپل حال پاتې وي، خو اوس د ايينې له خوا په خپرېدونكو خپرونو كې د افغانستان له اساسي قانون څخه څرګنده سرغړونه ليدل كېږي، دا څه مانا؟ څو ورځې وړاندې د ايينې په دفتر كې د ”مطبوعاتو د ازادۍ قانون“ تر سرليك لاندې يوې غونډې ته د ګډون لپاره ورغلم، نو د غونډې پيل ته لا څه وخت پاتې و. غوښتل مې چې د ايينې د خپرونو په اړه د دوى له كوم غړي څخه پوښتنه وكړم. خو بريالى نه شوم، خو غوښتل مې چې د ايينې د خپرونو نومونه له ځان سره وليكم، په همدې لټه كې شوم او د ايينې د خپرونو يو يو دفتر زما مخته راته او ما به نومونه ليكل: ملالۍ، پرواز، زنبېل غم، سباوون، سيرت او اخبار كابل مې ټول تر سترګو شول، خو د هغه نامهْ كابل دفتر مې په نظر نه شو. په همدې هڅه كې وم او په اصطلاح د ايينې د Media Center يا انټرنټ كېفې تر څنګ غرفې ته ورغلم، چې د څښاك شيان او نور خوراكي توكي پلوري، د غرفې شا ته مې د هفته نامهْ كابل دفتر تر سترګو شو، چې د احمد شاه مسعود يو غټ عكس په كې لګېدلى و، كه چېرې په رښتيا هم كابل اوونيزه يوه ازاده، غيرسياسي او غيردولتي خپرونه وي، نو بيا ددې عكس مطلب څه دى؟؟؟!!! كله چې د يوې خپلواكې، ناپېيلې او غيرسياسي!؟ خپرونې په دفتر كې د يوې سياسي ډلې د مشر عكس لګېدلى وي، نو بيا به څنګه سړى دا ومني چې هغوى دې خپلواكه پاتې شي او په سياسي فعاليتونو كې دې راښكېل نه وي. د كابل اوونيزې پر لومړي مخ باندې هېڅكله هم درې سرليكونه په پښتو نه دي راغلي، په پنځو يا شپږو سرليكونو كې ايله يو، يا دوه سرليكه پښتو او نور ټول په بله ژبه وي. موږ دا نه وايو چې پاړسي دې نه وي، دا هم زموږ د هېواد او زموږ د هېوادوالو ژبه ده، خو داسې نه، چې د نورو حق دې په كې تر پښو لاندې شي، ځكه دوى دا پيسې او دا فنډونه (!؟) د ټولو افغانانو په نامه اخلي، ښاغلي فهيم دشتي (د كابل اوونيزې چلوونكي) چا ته په دې اړه ويلي وو، موږ ځكه پښتو ته يوازې 30% ونډه وركوو، چې پاړسي د افغانستان د اكثريت ژبه ده او زيات خلك پرې خبرې كوي. ښاغلي دشتي ته بايد يادونه وشي، چې كه تاسې يوازې كابل افغانستان ګڼئ چې ګواكې ټول په پښتو نه پوهېږي، مهرباني وكړئ، ده سبز، چاراسياب، پغمان، هوتخېلو او دغسې د كابل نورو ولسواليو ته سفرونه وكړئ، هلته وګورئ چې څو سلنه خلك په پښتو خبرې كوي، دغه راز نورو ولايتونو ته پام وكړئ، چې هلته د پښتنو شمېره څومره ده. په هر صورت موږ دلته شمېرنه نه كوو، بلكې غواړو پر اصلي موضوع خبرې وكړو. څرګنده ده چې پښتو هم بايد په بشپړ ډول په دې اوونيزه كې شامله شي، ځكه پښتو د هېواد د اكثريت، لومړۍ، ملي او رسمي ژبه ده. موږ په دې خبره باوري يو چې زموږ پاړسي ژبي وروڼه هېڅكله هم دا نه غواړي چې د هېواد په خپرونو كې دې داسې پاليسي رامنځته شي او د ژبې په اړه دې انډول له منځه لاړ شي. ښكاره خبره ده چې دا د يوې ډلې او د يو څو ګوتو په شمېر كسانو كار دى او چې همدا كسان بيا د ايينې له خوا تقويه كېږي او هرډول مالي او مادي مرسته ورسره كېږي، نو ټول مسووليت همدغې ادارې ته راجع كېږي او د همدې حالت د راوستلو لاملين د ايينې دفتر دى. د همدې اوونيزې له خوا په دې وروستيو ګڼو كې يو مصنوعي ليك خپور شوى چې په دغه ليك كې د بي بي سي راډيو پر خپرونو نيوكه شوې چې ولې يې په پاړسي خپرونو كې داسې ويندويان خبرې كوي، چې له اره پښتانه دي، كابل اوونيزه وايي چې پر سړي دا ”صداى ناهنجار“ بد لګېږي او ګومان كوي چې ننګرهار راډيو اوري. [كابل اوونيزه، درېيم كال، 117مه ګڼه، ديارلسم مخ]. ايا دا بدرنګه غږ ”صداى ناهنجار“ د پښتنو وي او بيا د ننګرهار راډيو؟؟! اوس مهال د همدغسې خپرونو له خوا د ژبنيو، قومي او توكميزو تعصبونو اور ته لمن وهل كېږي. يا هم دا خپرونې غواړي چې پښتو يوه خواره، بې ارزښته او نه كارېدونكې ژبه وښيي او دا كسان ځانونه تر نورو لوړ وګڼي. سباوون مجله هم د ايينې په مالي مرستو خپرېږي، چې هغه هم په همدې ناروغۍ اخته ده، كه چېرې د دې مجلې د دويم كال يوولسمې ګڼې ته ځير شو، نو يوازې او يوازې څلور ليكنې به په پښتو پيدا كړو، هغه هم له خورا زياتو تېروتنو ډكې دي: 1_افغانستان ته به معياري پټروليم وارد شي، 2_ د ملي اردو اړتيا د بياجوړونې بهير ته يوه لنډه كتنه، 3_مامور پردل او د هغه حافظه، 4_په پكتيا كې په زړه پوري رواجونه. چې دا ټولې ليكنې اووه مخه كېږي، په داسې حال كې چې دا ګڼه 72مخونه لري. يانې نيمايي خو څه كوې، تر لسمې برخې هم د پښتو برخه په كې كمه ده. د دې تر څنګ كه د ايينې يوه بله خپرونه سيرت، چې د دوى په وينا يوه ازاده او ښځينه خپرونه ده وڅېړو او ورته ځير شو، نو كټ مټ د ايينې د نورو خپرونو په څېر ده، په ځانګړي ډول كه د دې خپرونې د درېيم كال يوولسمه او دوولسمه ګڼه وګورو، نو په ټوله ګڼه كې به يې يوه جمله هم پښتو پيدا نه كړو، په دې ګڼه كې نژدې يو مخ انګرېزي راغلې، خو له بده مرغه د پښتو نوم هم په كې نه شته. يو خو دا ده چې ايينه زموږ په ګران هېواد كې د كركو او نفرتونو اور ته لمن وهي او د يوې پخوانۍ جګړه مارې ډلې په ملاتړ سره زموږ خوار، ځپل شوى او شهيد شوى ملت نور هم د بدمرغيو كندې ته ورټېل وهي او بل زموږ پر ملي ژبه (پښتو) ملنډې وهي. هغه داسې چې څه موده وړاندې د ايينې له خوا په كابل كې د دوى د يوې غونډې بلنليك چې په پښتو ليكل شوى و، د پښتو ژبې سپكاوى او توهين و. په دې اړه په پخلاينه اوونيزه كې هم يوه ليكنه راغلې وه، چې د دغه بلنليك عكس يې هم په كې چاپ كړى و او كه څوك دا ليكنه ولولي، بيا يې له هغه خپاره شوي بلنليك سره پرتله كړي، ورته څرګنده به شي چې ايينې پر پښتو كومې لوبې كړې دي. زموږ د دې دعوې د پخلي لپاره كه د سيرت اوونيزې د دويم كال اووه څلوېښتمه ګڼه ولولو، نو د اوونيزې پر لومړي مخ به په څوارلسو سرليكونو كې يوازې دوه سرليكه په پښتو ومومو، هغه هم داسې چې په بشپړ ډول يې پر پښتو ملنډې وهلي او دواړه سرليكونه يې ناسم دي، چې په دې ډول دي: ”د ښځو لپاره كرنيز فارم په هرات كې جوړه شوه“ (!!؟؟) ددې پرځاى چې دا سرليك سم وليكي ”په هرات كې د ښځو لپاره كرنيز فارم جوړ شو“ او د ښځينه او نارينه نوم توپير يې كړى واى، دومره هم نه دي توانېدلي، چې د دې سرليك هغه لفظي جوړښت، ژبنى اړخ او املايي_ انشايي تېروتنې سمې كړي. په دويم سرليك كې يې هم دا تېروتنه تر سترګو كېږي: ”په هېواد كې د مور او ماشوم د مړينې د سطح راټيټول“(!!؟؟) د سيرت اوونيزې د همدې ګگڼې سرليكونو ته په كتو سره سړي ته دا فكر پيدا كېږي، چې ايا ايينه دومره توان نه لري چې د پښتو ليكنو لپاره پښتانه په كار وګماري او د دې تېروتنو او نيمګړتياوو مخه ونيسي؟ يقيناً دوى دا توان لري خو په لوى لاس غواړي چې په دې توګه زموږ پر ملي ژبه ملنډې ووهي، سپكه يې كړي او له پامه يې وغورځوي. ورپسې اخبار كابل Les Nouvelles de Kaboul چې مياشتنۍ مجله ده او په پاړسي او فرانسوي ژبو خپرېږي او د ايينې په مالي مرسته له چاپه راوځي، يوازې د دې لپاره چې ګواكې دوى پښتو ته هم كار كوي، د پښتو برخه لري، دوى غواړي چې خلك يې په پټو سترګو فعاليتونه ومني او ستاينه يې وكړي. خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، كه د دې ليكنې ګران لوستونكي د ”اخبار كابل“ د 2004م كال د ”فبرورۍ“ پنځلسمه ګڼه وګوري، نو بيا به په پټو سترګو زموږ دا خبره هم ومني چې د اخبار كابل په دې ګڼه كې 19 مخونه د فرانسوي ژبې لپاره بېل شوي دي او د دې برخې ټولې ليكنې په فرانسوي ژبه دي. د پاړسي برخه يې 43مخونه لري، چې په دې 43مخونو كې يوازې او يوازې دوې ليكنې په پښتو دي: ”د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د افغانستان د سرحدي ستونزو حل“ او ”افغانان او د كار ستونزه“، چې دا دوې ليكنې اووه مخه كېږي. يانې په 43مخونو كې د پښتو برخه يوازې اووه مخه ده، په بل حساب د اخبار كابل دا ګڼه ټول 62 مخونه لري او په دې 62مخونو كې د پښتو په نصيب يوازې اووه مخه رسېدلې دي. د يوه سالم فكر خاوند او نورمال انسان به دا څنګه ومني، چې ايينه خپلواكه او ناپېيلې ټولنه ده، سياسي موخې نه لري او په هېواد كې يوې سياسي ډلې ته كار نه كوي؟؟ همدارنګه كه د اخبار كابل شپاړسمه ګڼه وګورو نو دا تر پخوانۍ ګڼې هم بدتره ده او هغه داسې چې د دې ګڼې د فرانسوي ژبې له برخې پرته د پاړسي لپاره 37مخونه ځانګړي شوي دي، چې په دې 37مخونو كې يوازې او يوازې دوه مخونه په پښتو دي: ”د مطبوعاتو بيارغونه“ نو كه په رښتيا ”ايينې“ غوښتل چې پښتو ته هم د يوې ژبې په سترګه وګوري نو داسې به يې نه كول. پښتو برخه به يې زياته كړې واى او د يوې ملي ژبې په سترګه به يې وركتلاى. همدا رنګه د ايينې د پرواز مجله هم، چې د ماشومانو لپاره خپرېږي په دې ميكروبونو ككړه ده. پرواز د ايينې په ټولو خپرونو كې په ښه بڼه او ښه صحافت سره خپرېدونكې مجله ده، چې د ايينې تر ټولو خپرونو زياته پانګه ورباندې لګول كېږي. كه چېرې د پرواز يوې نوې ګڼې ته يو ځغلند نظر وكړو، نو د ايينې موخې به نورې هم څرګندې شي. د پرواز په دې ګڼه كې 7 سرليكنه په پښتو راغلي، خو د مجلې نوره برخه نژدې ټوله پاړسي ده. يانې د دې ګڼې يوه برخه پښتو او درې برخې په پاړسي دي. پرواز د ”جرمني سفارت“، نيشنل جيوګرافيك "National Geographic" او د ماشومانو د نړيوالې ادارې UNICEF په مالي مرسته خپرېږي. يادې شوې مرستندويې ادارې بايد وپوهېږي چې دوى دا روپۍ داسې كسانو ته وركوي، چې هغوى يوازې او يوازې د يوې ژبې بيرغ پورته كړى او غواړي هغو كسانو ته كار وكړي، چې هيله من دي په هېواد كې د پښتو او پاړسۍ د مسئلې په ژوندۍ ساتلو سره خپلې واكمنۍ او ټوپكسالارۍ ته دوام وركړي، دوى شعار لري چې: ”تفرقه واچوه او حكومت وكړه“. په داسې حال كې چې همدا ادارې دا پانګه او مرستې د ټول افغانستان او د ټولو افغانانو په نامه وركوي، خو كار يوازې يوې ژبې ته كېږي. دغه راز د افغان فلم له ادارې سره هم ټوله مرسته د ايينې له خوا كېږي، ايينې له دې ادارې سره تخنيكي او د روزنې په برخه كې هم ډېرې مرستې كړي، تر اوسه يې نژدې شل بېلابېل فلمونه جوړ كړي، چې په دې شلو فلمونو كې يوازې دوه په پښتو دي. نو د ايينې دفتر به څنګه دا دعوه كوي چې پښتو ته هم كار كوي، كه چېرې دغې ادارې پښتو ته لږ تر لږه د يوې ژبې په سترګه كتلاى نو په دې شلو فلمونو كې خو بايد لس په پښتو واى. رضا دقتي، چې د National Geographic فوټو ژورناليسټ دى يو فعال او مستعد سړى دى، خو دماغ او فكر يې د جمعيت او نظار شورا له خوا پېچكاري شوى دى. ده د يوه داسې كس په اړه فلم جوړ كړى، چې د كابل ورانۍ، د هديرو رپېدونكې شنه او سره بيرغونه او دا په سلګونو معلولين او معيوبين يې د ورانۍ او جنايتونو شاهدي وركوي، دغه كس يوازې د همدغو سياسي اشخاصو عكسونه چاپوي او خپروي يې. دى په افغانستان كې د ايينې موسس دى. د ايينې دغه ډول منفي فعاليتونو ته په كتو سره سړي ته دا د شك ځاى نه پاتېږي او په يقين سره دا ويلاى شي چې ايينه د افغانستان لپاره نه، بلكې د شمالي ټلوالې او نظار شورا لپاره كار كوي. زموږ ډېر لوستونكي به داسې وي چې له مخه به په دې شيانو خبر نه وي، خو اوس به ټولو ته څرګنده شوې وي، چې ايينه څه ده، څه يې وكړل، څه كوي او څه به وكړي. روسانو به هم د خپلو ستراتيژيو او سياسي هدفونو د خپراوي لپاره په روسيه كې كتابونه خپرول او د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې به يې وېشل، هغوى د دې لپاره سترې پروژې پيل كړې وې او په مليونونو ډالر يې ولګول، خو ناكام شول. هغه سياسي پديدې چې غواړي په زور پر افغانانو خپلې موخې، هدفونه او ايډيالوژۍ په يوه او بل ډول وروتپي، ناكام دي، ځكه چې افغانانو ته تر هرڅه وړاندې خپل كلتور، خپله ژبه او خپل هېواد ګران دى. په پاى كې د ايينې له ادارې سره له مرستندويو ټولنو څخه غواړو چې بايد وپوهېږي چې په دې هېواد كې پښتو هم يوه ژبه ده، بايد چې ورته وخت وركړي او ويې پالي. اروپايي ټولنه Uropean commission، يو. اس. اېډ United States Agency For International Development، UNICEF، UNISCO، د جرمني سفارت German Embassy، نيشنل جيوګرافيك National Geographic، د كډوالو نړيوال سازمان IOM او UNAMA بايد په داسې حالت كې ايينې ته يوه روپۍ هم ورنه كړي، د وركړل شويو پانګو حساب دې ورسره وكړي، ځكه دغې ادارې ته وركړل شوې مرستې تر اوسه پورې كوم تعميري اړخ نه لري، بلكې دا مرستې يې ټولې زموږ د كلتور، ژبې، ملي ټرمينالوژۍ، ملي ارزښتونو او ادب د تخريب لپاره لګولې دي. په دې برخه كې بايد پلان وزارت هم يو غوڅ او عملي اقدام وكړي، دغسې نورو ټولنو ته دې هم اجازه نه وركوي، چې دغه ډول بې حسابه پانګه او پيسې زموږ د اصيل كلتور بيا تخريب او يوې ژبې ته په ترجېع وركولو كې ولګوي. افغانستان د ټولو قومونو كور دى، دلته ټول مېشت قومونه حق لري چې له خپلو حقوقو څخه ګټه واخلي. پورته يادې شوې ټولنې او پلان وزارت بايد د ايينې مشران كښېنوي او حساب ورسره وكړي او له دوى څخه دې وپوښتي چې اخر ولې؟؟ دوى ولې هغو ټوپكسالارانو ته د كار او فعاليت امكانات برابروي چې ټول هېواد يې د خپلو قومي، ژبنيو او توكميزو تعصبونو په اور كې لولپه كړ، په مليونونو انسانان يې تر خپلو شومو هوسونو قربان كړل، افغانان به په راتلونكي كې ايينه يوازې په دې نامه پېژني، چې دغې ادارې افغانانو ته د سالمو مرستو پرځاى د تعصبونو او يوې ژبې ته د ترجېح وركولو لپاره كار كړى او بس! | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:16 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د تېلو جګړه-2 | ||||||||||||||||||||
ليكوالان : فرداشميټ او كنراد شولر ژباړن : رفېع الله نيازى، كابل
د تېلو جګړه (دويمه او وروستۍ برخه) د 2020م كال انرژۍ ته يوه كتنه: د انرژۍ نړيوال اژانس IEA په خپلو وړاندوينو كې وايي: د 1997م كال په پرتله به په 2020م كال كې انرژۍ ته لومړنۍ اړتياوې په سلو كې 57 زياتې شي. د لومړنيو اړتياوو په برخه كې به لږ بدلون راشي. اومه تېل به د انرژۍ په تامين كې د پخوا په څېر تر ټولو مهمه زېرمه پاتې شي او خپله اوسنۍ 40سلنه برخه به وساتي. د ډبرو د سكرو برخه به د انرژۍ په كارونه كې دوه سلنه راټيټه شي او 24سلنې ته به ورسېږي. خو ګاز به په 26سلنه كې څلور سلنې نور هم زيات شي او 26 سلنې ته به ورسېږي. تر 2020م كال وروسته به په سناريو كې د لومړي ځل لپاره په دې بهير كې بدلون راشي او د انرژۍ نوې جوړې شوې زېرمې به د انرژۍ د تامين په برخه كې زياته ونډه واخلي، خو تر هغه وخته پورې به د پانګوالۍ اقتصاد د سي. اى. اې د زېرمو په ”هايدروكاربنيك“ماده اخته وي. د تېلو د پاېته رسېدو مهال: د تېلو دوران 140كاله پخوا هغه وخت پيل شو، چې په پنسيلوانيا كې د تېلو د پيدا كېدو لپاره يو كوهى وكيندل شو، تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د تېلو عصر ډېر ژر وځلېد. اوس مهال هره ورځ 75مليونه بشكې (يانې هره بشكه د 159ليټرو انډول) د دې باارزښته شيرې له زرګونو چينو څخه ترلاسه كېږي. دا چې د تېلو زېرمې به تر كومه وخته دوام وكړي، په دې اړه د نظر اختلاف شته، د هغه ځانګړي ګزارش پر بنسټ چې د نړيوالې انرژۍ BP له خوا په 2001م كال كې خپور شو، د تېلو پېژندل شوې زېرمې به اوسني مصرف ته په پام سره په راتلونكو څلوېښتو كلونو كې پايته رسېږي. د دغه ګزارش په وړاندې استدلال كېږي، چې اوس- اوس هم دتېلو نوې زېرمې موندل كېږي او ښايي تر پېړيو پېړيو پورې ترې خلك تېل راوباسي. (دانيل يرګين) د تېلو تاريخ د كتاب ليكوال چې كتاب يې جايزه هم ګټلې ده، يو له دغو هيله منو كسانو څخه دى، (يرګين) وايي: اقتصاد او فن د تېلو د كارونې اندازه ټاكي. (كولين كمپ بل) يو انګرېز ځمكپوه، چې په لسګونو كاله يې د تېلو په برخه كې كار كړى، د دغه نظر مخالف دى. د ده په وينا نن سبا په نړۍ كې د تېلو ډېرې لږې زېرمې موندل كېږي.كولين كمپ بل وايي: موږ د څلورو بشكو د اړتيا وړ تېلو په بدل كې يوازې يوه بشكه تېل په نويو موندل شويو سيمو كې ترلاسه كوو. د تېلو د صنعت دوه ځمكپوهان په 1998م كال كې د امريكا د علومو مجله كې ګزارش خپور كړى و. دوى وايي: د تېلو د پيدا كېدو او موندل كېدو په باب زموږ څېړنې دا ښگي چې د تېلو اوسنۍ زېرمې به په راتلونكو لسيزو كې كفايت نه كوي. د تېلو د اوسنيو زېرمو موندنه د نړۍ په كچه له 1965راهيسې اوج ته رسېدلې او تر هغې راوروسته په ترتيب سره كمه شوې ده. كمپ بل په دې انددى، چې د تېلو توليد به په څو راتلونكو كلونو كې خپلې وروستۍ كچې ته ورسېږي. تر اوسه پورې نړۍ 900مليارده بشكې تېل كارولي دي. د اوسنيو زېرمو اندازه 1000مليارده بشكو ته رسېږي. كارپوهان په دې اند دي چې په 2020م كال، يا تر هغه لس كاله وروسته به نړۍ د اوج ټكي ته ورسېږي. په دې مانا چې د نړۍ بالقوه ځواك به د تېلو په توليد كې نيمايي ته راكوز شي. په دې وخت كې به شاتګ پيل شي. ځكه د لومړنيو اړتياوو د توليد د اوج ټكى به تر هغې څو كاله مخكې ودرېږي. د تېلو نړيوالې اړتياوې نور نه شي كولاى، چې اوسنيو ارزانو تېلو ته ځواب ووايي. د دې پرځاى به يوې بلې داسې مادې ته اړتيا پېښېږي، چې د تېلو ځاى ونيسي. كمپ بل په پاى كې وايي: ”د نړۍ تېل به نه ختمېږي. هغه څه چې ختمېدونكي دي، د تېلو د ارزان دوران ختمېدل دي“. په 2020م كال كې د لوېديځ د تېلو بسياينه: هغه څه چې وويل شول، د صنعتي هېوادونو لپاره يوڅه تريخ حقيقت دى، ځكه چې د اوپك غړي هېوادونه د نړۍ 64سلنه تېل توليدوي. دا په داسې حال كې چې يوازې په سلو كې د تېلو 8 زېرمې په واك كې لري. د دغو هېوادونو په حوزو كې به د تېلو زېرمې د نړيوالو زېرمو په پرتله ژر ختمېږي. په دې كړكېچ كې په ځانګړې توګه د شمالي امريكا او د شمال د سيند تېل هم راځي. د امريكا متحده ايالات په يوازې ځان د نړۍ د څلورو يوه برخه خام تېل كاروي. خو د دغه هېواد د كورنيو زېرمو د راكښلو د اوج كلونه تېر شوي دي. له كورنيو سرچينو څخه د تېلو عمده كاروونكي:
په 1985م كال كې امريكايانو 461مليونه ټنه خام تېل له خپلو زېرمو څخه راكښلي وو. دا په داسې حال كې چې د امريكا د 2000م كال د كورنيو زېرمو راكښل شوي تېل 379مليونه ټنو ته رسېده. يانې د پخوا په څېر يو په څلورو كې كم. خو د امريكا د خامو تېلو كاروونكي په څلورو كې يو زيات شوى، چې له 723مليونه ټنو څخه 897مليونه ټنو ته ورسېد. امريكا په 1985م كال كې هم په دې ځواكمنه وه، چې د خپلو تېلو 68 سلنه له كورنيو سرچينو څخه ترلاسه كړي. خو په 2000م كال كې دا كچه 42سلنې ته ورسېده. د امريكا د كورنيو سرچينو د تېلو راكښل د امريكا د اړتياوو په وړاندې ورځ په ورځ كمېږي. بده يې لا دا چې كه چېرې د امريكا د زېرمو راكښل د 2000م كال په كچه پاتې شي، د دغه هېواد د اومو تېلو زېرمې به د BP د اټكل پر بنسټ ښايي تر لسو كلونو پورې كار وركړي. ”دانيل يرګين“ د امريكا د تېلو د ملي شورا غړي څو كاله پخوا د ”هاروارد“ د اقتصادي ښوونځي په ګزارش كې ليكلي وو، چې د دښمن د تېلو وارداتو ته د امريكا اړتيا زياتېږي. په داسې حال كې چې په هغو ځايونو كې چې پر تېلو كار روان دى، ګاز نه شي كولاى د تېلو كار وركړي. امريكا د ټولې نړۍ 2/27سلنه ګاز كاروي. چې د دغه مصرف 80سلنه له خپلو كورنيو سرچينو څخه بشپړوي. په دې ډول به د ګازو زېرمې ډېر ژر وچې شي. كارپوهان په دې دليل تېلو او ګازو ته د امريكا ستره اړتيا اټكلوي. د شمالي سمندر د تېلو د زېرمو حال هم، چې د لويديزې اروپا په اړتياوو كې د پام وړ برخه لري، تر دې غوره نه دى. د دې سيمې د تېلو د زېرمو عمر د نننۍ ورځې د مصرف په اندازه ښايي تر لسو كلونو هم كم وي. له نويو سرچينو څخه ګټه اخيستنه ډېره ګرانه ده. د اصلي توليدوونكو په اړه، يانې د لويې بريتانيا او ناروې په هكله داسې ښكاري چې ګټه اخيستنه يې اوج ته رسېدلې ده، يا به هم پايته رسېدلې وي. خو په دې سيمه كې د ګازو وضعه تر يوه حده ښه ده. د BP د 2001م كال ګزارش د نړۍ د تېلو ټولې زېرمې 2/150بليونه متر مكعبه ښوولې ده. د همدغه ګزارش پر بنسټ د ګازو 7/56سلنه زېرمې د روسيې او د هغې د متحدو جمهوريتونو، 23سلنه د ايران او 2/11سلنه د قطر په واك كې دي. د نورو 12ګازلرونكو هېوادونو برخه له 3/11څخه تر 6/1سلنې پورې رسېږي. په مركزي اروپا كې يوازې هالېنډ او ناروې ګاز لري. د دوى ونډه 1/3سلنه ده. د نړۍ د ګازو له ټولو زېرمو څخه 6/46 سلنه يې د اوپك د غړو هېوادونو په واك كې دي. په ټوليز ډول لويديزه نړۍ به د خپلو اړتياوو د بشپړولو په برخه كې د تېلو او ګازو له ډېرو ستونزو سره مخ شي، په لاندې دليلونو دغسې وضعه رامنځته كېدى شي: 1. د تېلو او ګازو په وارداتو كې به زياتوالى راشي. 2.اسيا او په ځانګړې توګه چين به د تېلو په نړيوال بازار كې د يوه پراختياغوښتونكي هېواد په توګه د سيالۍ ډګر ته راوځي. 3. په نړيوال بازار كې به د اوپك قدرت زيات شي. كه د شمالي امريكا او شمالي سمندر د تېلو كچې ته كتنه وكړو. لوېديځ به د اوپك په وړاندې خپله برتري له لاسه وركړي. كه چېرې دا په زړه كړو چې د 1973م كال د تېلو تر كړكېچ وروسته د شمالي درياب د تېلو ګټه د مكزيك د تېلو د توليد له زياتوالي سره او په كاناډا كې د نويو زېرمو راكښل، د اوپك د ماتولو او له پښو غورځولو لپاره د لوېديځ تر ټولو غوره ګوزار وي. اوس غرب يوځل بيا په يوه نوي پړاو كې له اوپك او په ځانګړي ډول له فارس خليج سره ځان تړي. د دې موضوع پايلې د څو ملتونو د تېلو لپاره دا دي، چې خپل هغه قدرت چې د كشفياتو او د تېلو د راكښلو په معامله كې يې لري، له لاسه وركړي. د فارس خليج په حوزه كې د تېلو ملي شركتونه د خپلو سرچينو غټه برخه په خپل واك كې لري. په ايران او عراق كې په بشپړ ډول، په سعودي عربستان كې د (سعودي ارامكوې) او په كويت كې (كويت پټروليم) د تېلو څو قوميزې معاملې له ټرمينالونو څخه پيل كړې دي. كه د تېلو وارداتو ته وګورو، د لوېديځ دوه اقتصادي ځواكونه له امريكا او المان سره ورته وضعيت لري. د دوى د وارداتو امكانات به د دوى د بېواسطې متحدينو له لارې درېږي او يا به لږوالى مومي، د امريكا، په ټوليز ډول د مكزيك، كاناډا، بريتانيا او ناروې په سلو كې 39 سلنه تېل واردوي. المان هم بايد د شمالي سمندر د تېلو پرځاى د هغه ځايناستى ځان ته پيدا كړي، چې تر اوسه پورې يې يو په درېيمه برخه واردات ورپوره كول. په ټوليز ډول د انرژۍ پوره كول، د لوېديځ لپاره تر هغې زيات ارزښت پيدا كوي، چې اټكل يې كېده، له كوم مخنيوي پرته د پرديو تېلو ته اړتيا پيدا كېږي. دا د ګازو په څو قوميز امكان پورې اړه لري، چې څومره د صادروونكو هېوادونو د صادراتو ضمانت كوي. له بله پلوه د پانګونې پر نړيوالې كړنلارې عمل كول، د لېږدونې رالېږدونې د لارې امن او اقتصادي زيان يې بله ستونزه ده. د ټانكرونو د حركت د بهير څارنه او په افريقا كې د المان د زياتو ځواكونو شتوالى، د بېلګې په ډول او تر هرڅه زيات د تېلو او ګازو د نل ليكو د شبكې امن په دې ډله كې راځي. د سي. اى. ې د څېړنو پر بنسټ ترهګر غواړي چې د تېلو سرچينې د دوو كلونو لپاره ودروي، ښايي د دې كار لپاره ډېرو لږو چاودېدونكو توكو ته اړتيا ولري، دا كار به پر نړيوالې پانګونې هم منفي اغېز وښندي. د امريكا لومړنى اقدام همدا و چې د سپټمبر د يوولسمې تر بريدونو وروسته يې د خپلو تېلو خرڅلاو له نن سره برابركړى دى. په هغه وخت كې امريكا كولاى شول يوازې د دوو مياشتو لپاره د خپلې اړتيا وړ تېل په خپله برابر كړي. اسيا، د تېلو سياله: د اسيا جنوبي او جنوب ختيزو سيمو په تېرو كلونو كې د تېلو د واردوونكو په توګه په نړيوال بازار كې ډېر ارزښت پيدا كړى. دغه سيمه چې د نړۍ تر نيمايي زيات انسانان په كې ژوند كوي، په تېره يوه لسيزه كې د اقتصاد له پلوه د برېښنا په څېر وځلېده. د دې سيمې د تېلو مصرف د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه كې په سلو كې 26 زيات شو، چې د تېرې لسيزې دوه چندو ته ورسېد. په داسې حال كې چې دنړۍ په ټولو سيمو كې د تېلو د كارونې زياتوالى درې سلنې و. له بله پلوه (اسيا او پاسيفيك) په خپله د تېرو ډېرې لږې سرچينې لري. په دې پراخه سيمه كې د نړۍ يوازې 6سلنې د ډاډ وړ سرچينې شته، چې چين يې په خپل ځان پورې تړي. اندونيزيا د تېلو د واردوونكي په توګه ډېره لږه ونډه لري. جاپان د نړۍ دويم اقتصادي ځواك دى، چې د تېلو په واردوونكو هېوادونو كې راځي. (اسيا او پاسيفيك) بايد د خپلې اړتيا وړ 60 سلنه تېل د وارداتو له لارې بشپړ كړي، چې د فارس خليج ورته يوازېنۍ غوره زېرمه ده. د چين او جاپان په اقتصادي پراختيا سره د اسيا د تېلو تنده زياتېږي، ځكه چې اوسنى مصرف يې كم دى. امريكا د 265مليونه وګړو په لرلو سره 897 مليونه ټنه تېل كاروي، چې اسيا او پاسيفيك بيا په خپلو 3مليارده وګړو سره هر كال 969 مليونه ټنه تېل كاروي. چې تر هر چا زيات په كې د چين ونډه د پام وړ ده. كه چېرې د دغه هېواد پرمخيون دغسې روان وي، نو تر امريكا او جاپان وروسته به چين هم د تېلو درېيم كاروونكى هېواد وي، چې په سلو كې شپږنيم برخه تېل به كاروي، چې د نړۍ د مصرف يو په څلورمه برخه كېږي. كه څه هم په 90مه لسيزه كې يې د تېلو كارونه په سلو كې 7/1 زياته شوه. اټكل كېږي چې د كارونې دا كچه به په 2012م كال كې دوه چنده زياته شي. دا هېواد به دومره تېل له خپلو كورنيو سرچينو څخه برابروي. په داسې حال كې چې چين به په 1987م كال د خپلې اړتيا وړ تر كچې 27سلنه زيات تېل په خپله توليدول، هغه مهال يې د تېلو صادرات هم لرل، خو په 1994م كال كې د چين د تېلو توليد او كارونه سره برابره شوه. د 90مې لسيزې تر دويمې نيمايي راپه دېخوا دا هېواد اړ شو چې د خپلې اړتيا وړ تېل له نورو هېوادونو څخه وارد كړي، په 2000م كال كې يې يوازې 72 سلنه تېل له خپلو كورنيو سرچينو څخه برابر كړل. اوپك ته يو چانس: د تېلو نړيوال بازار به په راروانو كلونو كې له دوو لوريو تر فشار لاندې وي. ځينې هېوادونه به هڅه وكړي چې د وارداتو په زياتوالي سره د تېلو زيان جبران كړي. په داسې حالاتو كې به لوېديزه اروپا هم هڅه وكړي، چې خپلې ځينې اقتصادي ستونزې د تېلو پرځاى په ګازو بشپړې كړي. پرمختللي هېوادونه، په ځانګړې توګه چين به دتېلو د غوښتونكي په توګه نړيوال بازار ته ورګډ شي. په هر حال، زموږ د سيارې سوداګريز كالي به ډېر محبوبيت پيدا كړي. د اوپك لپاره، چې تل د كاغذي پيشي غوندې پرې ملنډې وهل شوې دي، دا يو ښه چانس دى، چې يوځل بيا وكړاى شي خپلې منګولې ښخې كړي. ځكه داوسني موقعيت پر بگنسټ د شمالي امريكا او شمالي سمندر دتېلو دا كموالى، دغه راز د اسيا او چين اړتيا يوازې د اوپك، په ځانګړې توګه د فارس خليج له لارې جبرانېدى شي. اوپك د نړۍ د تېلو په سلو كې 78 زېرمې په واك كې لري، په داسې حال كې چې د اوپك غړي هېوادونه اوس تېلو ته ډېره لږه اړتيا لري. اوپك: پرون، نن او سبا: اوپك، يا د تېلو د پنځو توليدوونكو هېوادونو په 1960م كال د تېلو صادرولو سازمان جوړ كړ، چې وكړاى شي د تېلو د توليد له همغاړي سياست څخه په كار اخيستلو د صنعتي هېوادونو په وړاندې خپلو تېلو ته عادلانه بيه ومومي. يوولس هېوادونه د دغه سازمان غړي دي. د هغوى د تېلو د توليد كچه په 2000م كال كې مليونونو ټنو ته ورسېده، دا هېوادونه په دې ډول دى: سعودي عربستان 441، ايران187، ونزويلا169، عراق128، عربي متحده امارات115، كويت106، نايجيريا104، ليبيا71، اندونيزيا68، الجزاير67 او قطر37. د اوپك د غړو هېوادونو د تېلو دتوليد كچه بايد كنټرول شي، چې بيې هم وڅارل شي.په دې توګه بايد د اوپك ټوله عرضه وټاكل شي او د ځانګړو معيارونو په پام كې نيولو سره دغه هېوادونه په خپلو كې سره ووېشل شي. د نورو هېوادونو لپاره د تېلو تر ټولو زيات توليدوونكى هېواد سعودي عربستان دى، چې د اوپك د توليداتو 5/35 سلنه په واك كې لري. په تېرو كلونو كې د دغو غړو هېوادونو له خپلې ونډې څخه سعودي عربستان زيات تېرى او سرغړونه كړې ده. د تېلو په زور ټكان وركول: اوپك د اويايمې لسيزې تر نيمايي پورې د تېلو په نړيواله سوداګرۍ كې ډېر رول درلود. (اين كارټل). د جم كيپور په جګړه كې (1973م كال) دتېلو د ليكو په تړل كېدو سره د لومړي ځل لپاره له دغه رول څخه په استفادې سره د مايع طلا په بيه كې لوړوالى راغى. د انرژۍ د تامينولو لپاره وحشي غبرګونونه (عكس العملونه) راوپارېدل. چې په دې توګه د اومه تېلو بيه ناڅاپه په هره بشكه كې دوه ډالره لوړه شوه. دغه راز د ايران او عراق جګړې هم (1980م كال) د تېلو بيه لوړه كړه. هغه مهال د هرې بشكې بيه 35 ډالرو ته ورسېده. چې د لوېديځ د تېلو كنسرنو به له دې كبله دتېښتې لار لټوله، په پاى كې يې دغه لار پيدا كړه، هغوى پر ونزويلا او مكزيك زور واچاوه، چې د تېلو توليد زيات كړي او بل دا چې په الاسكا او كاناډا كې يې د نويو زېرمو د سپړلو په موخه هم كار پيل كړ. په 1974م كال كې د نړيوالې انرژۍ IEA اژانس په جوړېدو سره د اوپك په وړاندې يو ډول سيالي رامنځته شوه. د ”كارټل“ يا (OECD) هېوادونو اصلي دنده د غړو هېوادونو لپاره د انرژۍ برابرول او د صنعتي هېوادونو د انرژۍ په سياست كې مرسته وه. په وروستيو كلونو كې د اوپك اغېز كم شو. چې په نړيوال بازار كې يې هم د تېلو د عرضه كولو سلنه 20 ته راټيټه شوه. خو د اتيايمې لسيزې په منځ كې د اسيايي هېوادونو په صنعتي كېدو او د جاپان په غوړېدو سره د اوپك بازار لږ څه تود شو. د تېلو عرضه يې په 1985 كې 23سلنې، په 1989 كې 35 او 2000م كال كې 5/41 سلنې ته ورسېده. په همدې كال كې يې د نړيوالې سوداګرۍ په بازار كې ونډه 70 سلنې ته ورسېده، چې 50 سلنې يې د اوپك په اصلي هستې پورې اړه لرله. په همدې وخت كې د راسته راوړونكو برخه (سهم) د نړۍ له بېلابېلو سيمو سره تړلى و. اوس مهال له درېيو څخه دوې برخې تېل له فارس خليج څخه اسيا ته روان دي. حال دا چې په 1973م كال كې د دغو هېوادونو تېل به 80 سلنه لوېديځ ته تلل. كه د لوېديځ او ختيځ غوښتنې همداسې وي، اوپك بايد په راتلونكو كلونو كې په پرله پسې ډول د تېلو د توليدكچه زياته كړي. د نړيوالې انرژۍ اژانس په دې اند دى، چې له اوس څخه تر 2012م كاله پورې به د تېلو په توليد كې د منځني ختيځ ونډه (له ليبيا، نايجيريا او نورو پرته) په سلو كې 26 سلنه زياته شي. په دې وخت كې كاريل، يانې OECD د غړو هېوادونو غوښتنه به، په ځانګړې توګه د كورنيو توليداتو د كموالي په خاطر زياته شي.چې له 3/5 مليونو بشكو څخه به 15/2 مليونو بشكو ته ورسېږي. له دې كبله د تېلو واردوونكو او صنعتي هېوادونو په څلورو كې درېيو ته دا خطر شته، چې اوپك خپل بازار قوي او د تېلو بيې كنټرول او دغه حياتي اړتيا په مډرنه بڼه وكاروي. په داسې حالت كې به د تېلو د لومړۍ جګړې پرخلاف چې په 1973م كال كې روانه وه، د تېلو ټوپك به دا توان لري، چې په پرله پسې ډول د بريد كوونكي په توګه خپل اغېز وساتي. خو هغه څه چې امريكا يا د G7 صنعتي هېوادونه يې غواړي، دا دي چې دوى دې د فارس خليج پر تېلو مستقيم او قوي كنټرول ولري، دغه راز لږ لږ د تېلو له نويو څاګانو او سرچينو څخه هم د شمالي درياب په كچه ګټه واخلي. چې په دې توګه دغه هېوادونه د تېلو د بيې ټاكلو صلاحيتونه په واك كې ولري، ځكه چې د كاريل OECD غړي هېوادونه نه يوازې دا چې زياتو تېلو ته اړتيا لري، بلكې د خپلې انرژۍ د بشپړولو لپاره تر هرڅه زيات ارزانه تېلو ته اړتيا لري، په ځانګړې توګه امريكا چې اقتصاد يې د ټولو صنعتي هېوادونو په كتار كې زياته انرژي كاروي. امريكا په 1997م كال كې د هرو زرو ډالرو په بيه ناخالص ملي توليد كې 7/13 ګيكاژول انرژي وكاروله. دا 57 سلنه د مصرف منځنى حد انرژي د OECD غړو هېوادونو په كچه تر المان 67 سنله زيات و. د خطر نښه: د 1999م كال په جنورۍ كې د هغې پېښې په بهير كې چې لږو كسانو ليكلې ده، كېداى شول چې اوپك خپله ګټه پورته كړي، هغه مهال د اوپك وزيرانو په خپله يوه ناسته كې تصميم ونيو، چې د تېلو توليد راكم كړي. دا تصميم بې ارزښته وګڼل شو، ځكه دېته ورته تصميمونو باندې دغو غړو هېوادونو پخوا هم سترګې پټې كړې وې، يا هم د توليدوونكو هېوادونو له خوا تر پښو لاندې شوي وو. خو دا ځل د كارتل وړانديز د عمل جامه واغوسته، چې تر هر چا سعودي عربستان ورته زيات وفادار پاتې شو. د نړيوالې انرژۍ د اژانس كارپوه په پاريس كې مجبور شو او اعتراف يې وكړ، چې موږ د اوپك د غړو هېوادونو دتوليد د كچې او بيې ملاتړ كوو، تر دې مهاله پورې د برنټ (د شمالي سمندر د تېلو) بيه 27 ډالرو ته رسېدلې وه، تر دې يوه كال دمخه د دغه ډول تېلو د يوې بشكې بيه يوازې 6 ډالره وه. د اوپك د تصميم پلي كېدلو، د نړيوال اقتصاد په غوړېدو، په ځانګړې توګه د امريكا او ختيزې اسيا د اقتصادي ځواكمنۍ لپاره مناسب شرايط برابر كړل. په 2000م كال د تېلو د هرې بشكې بيه 35 ډالرو ته ورسېده. هغه بازار چې اوپك نهه كاله پخوا (د خليج له دويمې جګړې سره په تړاو كې) پر هغې برلاسه شوى و. د تېلو په څو قومي بازار كې د اوسني كشش (تېلو)، ګازو، د كورونو د سونګ موادو د لوړولو لپاره ترېنه ناوړه استفاده وشوه. په 2000م كال كې د تېلو د كنسرن د اتو كمپنيو: امريكا، انګلستان، چين، هالېنډ، المان، فرانسه او جاپان د خالص سود ټولګه يو مليارد او 600 مليونو ډالرو ته وخته. چې 28مليارده او 200مليونه ډالره، يانې په درېيو كې يوه برخه د امريكا د پنځو كمپنيو (اكس ان موبيل، شوران تكزاكو، اوس ايكس ماراتون، داينكي توسكا او فليپس پټروليم) په برخه شوه. كله چې د 2000م كال په پاى كې نړيوال اقتصادي پرمختګ خپل اوج ته رسېدلى و، د تېلو بيه هم زياته لوړه شوه، چې په دې توګه اقتصادي سقوط ته پام وشو. هر كال د هرې بشكې د تېلو په بيه كې يو ډالر لوړوالى راغى، خو امريكا بايد هر كال څلور مليونه ډالره زياته پانګه د تېلو پر وارداتو ولګوي. د امريكا د انرژۍ وزير (بيل ريچارډسن) ګواښ كوي، چې د امريكا دتېلو ستراتيژيكې زېرمې به خپلواكه كړي، چې د اومو تېلو د بيې د زياتوالي مخه ونيسي. په هر حال، زيات كارپوهان په 1999 او 2000م كلونو كې د تېلو د بيې لوړوالى نه شو اټكلولاى. هغوى په دې باور وو، چې كه سياسي جغرافيه بدلون ونه مومي، دا كار به د اوپك په ګټه تمام شي. په راروانو كلونو كې به د انرژۍ په برخه كې نړيواله پانګونه ځينې ستونزې ولري. غرب د انرژۍ بل ځايناستى نه لري، ځكه به تېلو ته زياته اړتيا لري، چې تر هرڅه وړاندې د تېلو پر سر، كېدونكې جګړې مخكې له مخكې پلان شوې دي. | ||||||||||||||||||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:15 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||||||||||||||||||
له ځان سره داسې مينه وكړه!-5 | ||||
ليكوال : ډاكټر ګي هتدريكز ژباړن : احمد قريب شاكر له ځان سره داسې مينه وكړه! (پنځمه برخه) (د اروايي ارامتيا رمز) د ګناه احساس د ګناه احساس يو خنډ زېږوونكى احساس دى، چې تل پر موږ واكمني كوي. داسې يو احساس دى، چې د يوه رښتيني ژوند خوند راڅخه اخلي. كله- كله دغه احساس دومره په موږ كې ژور كېږي، چې ځان راته بد ښكاري. بايد ووايو چې زموږ د چلندونو سرچينه زموږ د ګناه احساس دى. د ګناه احساس څه دى؟ څنګه احساسېږي؟ له كومه راځي او څه تكل لري؟ د ګناه احساس د خنډ يو تلپاتى ځواك دى. پر ذهن او بدن يوه توره خپره شوې پرده ده، عيناً لكه يو چا چې يوه پښه د موټر پر كلچ او بله پر بريك ايښې وي. د ګناه دروند او كركجن احساس هم د همدغو دوو ځواكونو ترمنځ رامنځته كېږي، اوس زه خپل دننه ننوځم او غوږ نيسم چې د دغو دوو ځواكونو كيفيتونه ومومم. له هغو ځواكونو څخه يو زما خپله انرژي ده. زما د وجود خلاقه او ناارادي برخه، چې زه يې په ځان كې خوځښت احساسولاى شم. دغه انرژي خوځېږي، ګڼه ګوڼه جوړوي او شور كوي. غواړي چې په چيغو سره زما څخه سرچينه واخلي، كشف وكړي او بهر ته راووځي. خو بل خنډ رامنځته كوونكى ځواك بيا كوم يو دى؟ دغه ځواك مې د خپل مقاومت محدودوونكى ځواك دى. زه بريكونه ټينګوم، نه پوهېږم! ښايي مور و پلار، يا هم د ښوونځي ښوونكي دا راښوولي وي، چې مقاومت وكړم. په هر حال، دا مې خپل ذهن دى، چې زما خپل مقاومت ځينې چارې ترسره كوي، دا ولې؟ زه دا پوښتنه له ځانه كوم او ځواب ته يې په تمه يم. د خپل وجود په ژورو كې يوه ژړا اورم. دا ژړا يوه داسې درد ته ورته ده، چې په زرګونو ځله مې احساس كړې ده. كله چې خپلې خلاقې او نوښتګرې انرژۍ ته تسليم شوى يم او ورپسې ځورول شوى، رټل شوى او ترټل شوى يم، نو له هماغه رنځ او كړاو سره مخ شوى يم، لكه وړاندې مې چې يادونه وكړه، ما يو وخت غوښتل د حمام پر دېوال انځورونه وكاږم، خو وروسته وغندل شوم. موږ پنځوونكې، نڅاګرې او خوښۍ بخښونكې انګېزې ته تسليمېږو. نه يوازې لارښود او د اړتيا وړ خبرتياوې نه شو ترلاسه كولاى، بلكې له دې كبله له رنځ او د نورو د نه تاييد له ستونزې سره هم مخ كېږو. دغه ناپېژندويه ستونزه له كيسو او نكلونو سره هم سمون خوري. له غرب څخه يو مشهور نكل رااخيستل شوى، دا د يوه كب نيوونكي پاچا نكل دى، چې وروسته د ”سپېڅلي ترګريل“ په نكل بدل شو. ځوان پاچا د تفرېح لپاره ځنګله ته ورځي، تر څه مودې وروسته وږى كېږي، ناڅاپه د ځنګله په منځ كې د اور پر سر يو كب ويني، چې كبابېږي. د كب خوندور بوى هره خوا خپور دى، پاچا بېواكه كېږي او د كب يوه ټوټه بېلوي او خولې ته يې اچوي، خو تود كب يې خوله ورسوځي. تر دې ځايه د نكل د اخلاقي ټكي درك ستونزمن نه ښكاري. خو له نېكه مرغه چې ځينې پېچلې برخې هم لري، پاچا څو كاله وروسته خپلې ماڼۍ ته رسېږي، خو د يو ډول اروايي خپګان له كبله زيات ځورېږي. خواشينى شوى او له ژوند سره يې مينه له لاسه وركړې، حكومت يې د پاشلتيا او ړنګېدو په حال كې دى، ژوند ورته بې مانا او پوچ ښكاري. پاچا د ځنګله پېښه هېره كړې، خو كله چې په كب نيولو بوخت وي، لږ څه خوښ ښكاري. د داستان دغه برخه د انسان د ودې په اړه يوه مهمه موضوع په ګوته كوي. ان كه سوځېدلي هم يو، يا مو هم د خپل پنځوونكي ځواك په وړاندې خپل ځواك له لاسه وركړى دى. بيا هم احساسوو، چې په پرله پسې ډول د ځان په لټه يو. هغه وخت د رضايت احساس كوو، چې هغه بې نومه او ناپېژندويه څيز موږ په ځان پسې وركاږي او موږ يې لټون كوو. دغه نكل په بېلابېلو ډولونو ويل كېږي، خو په همدې ترڅ كې يو دروند ځوان رامخې ته كېږي او پاچا ته يو سپېڅلى ځاى وركوي. ستونزه حلېږي، ځكه تر هغه مهاله چې د ماڼۍ په منځ كې يو جام پروت وي او دا جام هورې وي، پاچا دا توان لري، چې خپل ځواك وساتي او ښه راغلاست ورته ووايي. د نكل مهمو برخو ته بيا پام وكړئ: موږ د خوندورو خوړو د څكلو په وخت كې سوځو. خو د خپل مطلوب لاسته راوړل يا له لاسه وركول څنګه هېروو؟ كله چې د خپل مطلوب په لټه كې يو، ښه احساس لرو، وروسته ښايي د كوم لامل له مخې د خپل وجود په ژورو كې هماغه د مطلوب خوږ خوند (مينه) ومومو. زموږ نكل ولې داسې دى! موږ تل تر خپل وجود دباندې د مينې او تاييد په لټه كې يو. خو بيا هم نه غواړو چې د خپل وجود حقيقت ومنو او ورسره صميمانه اړيكي ولرو، دا هم نه منو چې زموږ ذاتي جوهر يوازې مينه ده. موږ تر خپل وجود بهر په مينې پسې لټون كوو، له دې كبله په نهيلۍ كې يو، وروسته چې هوښيار شوو، نو پوهېږو هغه وركه چې موږ تر خپل بدن دباندې لټوله، په موږ كې پټه ده. پنځوونكى ځواك په بېلابېلو بڼو راڅرګندېږي، چې يوه لار يې احساس دى. احساس د وېرې، ګناه، غوسې، خوښۍ، خپګان، هيلو او جنسي غوښتنو په بڼه راڅرګندېږي. دا احساسات قوي دي، چې كله- كله له كنټرول څخه وځي، كله- كله بيا موږ ته اختيار راكوي. څرنګه چې موږ له خپلو احساساتو سره په سم چلند نه پوهېږو، نو د لارښوونې د ترلاسه كولو لپاره ميندو، پلرونو يا هم نورو مشرانو ته مخه كوو. هغوى غالباً په ځواب كې داسې لارښوونې راته كوي چې منفي بڼې به لري، لكه: ”مه احساسوه، دومره نفوذ مه كوه، اړيكه ونيسه، غټ سړي نه ژاړي، خپلې خونې ته لاړ شه او...“ د انسان ستر مغز، مسايل په پراخ ډول څېړي. په داسې حال كې چې بايد له مسايلو او پېښو سره په جلا او منفرد ډول مخ شو. د ساري په توګه په ماشومتوب كې مې تر يوې پېښې وروسته دا تصميم ونيو، چې بايد د مور له اجازې پرته د حمام پر دېوالونو انځورګري ونه كړم. خو زموږ ماغزه پراخو پايلو اخيستنو ته لاس غزوي. لكه: ”خپل پنځوونكي ځواك ته پراختيا مه وركوه، انځورګري مه كوه، د مور له اجازې پرته دا كار مه كوه“. وروسته په مشرتوب كې همدغه تېر باورونه او ذهنيتونه په هغو زنځيرونو بدلېږي، چې لاسونه مو راتړي، د خلاصون لپاره بايد دا زنځيرونه وشلوو او ليرې يې وغورځوو. نوښت او پنځګري، د ژوند ذاتي طبيعت دى. بشپړتيا تل د تحقق په حال كې ده. زموږ پنځګر ځواك تل د خوځښت په حال كې دى او غواړي چې د لمر په څېر وځلېږي، دغه راز لوړو ته وخېژي، كله چې د ماشومتوب خطاوې هېروو، بيا مو هم اروايي كړكېچ پايته نه وي رسېدلى. دا راته ارزښت نه لري، چې كومو لوړو ځايونو ته مو الوت كړى او تر كومه حده نوښتګر شوي يو، خو تل له ځانه پوښتو چې تر كومه حده مو ځان ته د خلاقيت او پنځګرۍ وخت وركړى؟ د ژوند په نېكمرغه او له خوښيو ډكه ورځ كې د پنځګرۍ او نوښت تر اغېز لاندې فعال او په خوځښت كې يم. كارونه سم روان دي او موږ هم د خوښۍ احساس كوو، خو د ژوند په بدو ورځو كې له رواني كړكېچ او لوړو ژورو سره مخ يو، پښه مو پر بريكونو وي او تل د خپل پرمخيون مخه نيسو، ځكه چې موږ تل د دردونو او تېرو رنځونو اسيران يو، په وېره كې يو چې ايا نور به مو ومني او كه څنګه؟ ګومان كوم مشهور ليكوالان او هنرمندان به د ژوند د دې ستونزو په باب ښې څرګندونې وكړي، دوى د امكان تر حده خپل پنځګر ځواك په كار اچولى او تر خپله وسه فعاليت كوي. د دوى د ژوند څرنګوالى د همدې خبرې پخلى كوي. موږ ټول له دغه ځواك څخه برخمن يو، ځكه چې زموږ د ژوند يوه برخه جوړوي. كه څه هم موږ ټولو ته دا شونې نه ده چې خپل دغه ځواك د انځورګرۍ يا هم د موسيقۍ د يوې نغمې په څېر انځور كړو، خو په موږ ټولو كې يې ماهيت يو ډول دى. دا د ودې يوه تومنه ده، چې په منلو سره يې د ژوند احساس كوو، ځكه په موږ كې خوځښت رامنځته كوي. دغه راز، له دې احساس سره په ملتيا كې د يو ډول بې تفاوتۍ او تكرار احساس لرو. د شوق او خوښۍ پرځاى د دې ځواك د زياتېدو د مخنيوي هڅه كوو. زما په اند، د ګناه له احساس څخه د خلاصون يوه لار شته، بايد چې خپل پنځوونكي ځواك ته په لېوالتيا سره وګورو. ”ودې او ژوند“ ته هو ووايو. خپل تېر غم ته هم په لېوالتيا سره مخ شو. كله چې د خپلې پنځګرۍ لومړۍ تجربه كوو، كېدى شي د تېرو ټپي عواطفو له كبله مو ځينې ټپونه تر سترګو شي. خو د څه وخت په تېرېدو سره مو دا ټول ټپونه رغېږي. خو خبره دا ده چې بايد ځان له دغو رنځونو او ككړتيا څخه په روغ ډول بهر كړو. د خوځښت له پيله بايد د خپل پنځګر ځواك د پېژندنې او منلو لپاره وپوهېږو چې د سرعت تله زموږ په لاس كې ده، كه مو تګ ډېر ورو دى، كولاى شو چې لږ څه ګړندي شو او كه ډېر ګړندي يو، د ورو كېدو ځواك هم لرو. كله چې مو يوه پښه پر بريك او بله پر كلچ وي، نو د خپل چاپېريال پېښو ته هم ځير يو، ځكه چې موږ له ناكامۍ څخه د وېرې له كبله يو بې ځواكه او بې خونده ژوند تېر كړى، خو اوس چې مقاومت پرېږدو او خپل وجود منو، په ژوند كې مو يو هېښوونكى بدلون رامنځته كېږي. اوس دا موږ خپله يو چې ټول ځواك مو په خپل واك كې دى. د ګناه د احساس بل اړخ يو سهار چې په ازموينه بوخت وم. يوه ناوړه خاطره مې ذهن ته راغله، چې زه يې د غالبوزې په څېر وچيچلم. له دې كبله مې په ذهن كې د ګناه يو بل ژور احساس راڅرګند شو. دا خاطره د پنځلسو كلونو وړاندې وه. هغه مهال نژدې و چې زه په يوه سوداګريزه معامله كې څو كسان تېر باسم. كه څه هم له نېكه مرغه ځينې پېښې رامنځته شوې، چې د دې كار مخنيوى يې وكړ، خو هغه وخت چې دا معامله تحقق ته نژدې كېده، نو له ځان څخه مې د كركې احساس كاوه. هغه وخت په ډېر بد وضعيت كې وم، ستونزو او عاطفي پېښو زما ټول وجود نيولى و. سخت شرايط او زياتې بوختياوې د دې لامل شوې، چې په ما كې د خيرغوښتنې او دوستۍ حس كمزورى شي. اوس مې هم دا خاطره د ذهن په پاڼه كې انځور ده، د هغه وخت رنځ او عذاب په ښه ډول احساسولاى شم. بيا خپل هغه واده يادوم، چې له يو چا سره مې وكړ. كه څه هم له هغې څخه مې ډېر بد راتلل، چاغه وه، بدرنګه او داسې دنده يې وه، چې زما ورڅخه كركه كېده. دا پېښه مې هم په ذهن كې راژوندۍ كړه، كله چې مې ذهن د پنځګرۍ او نوښت په هيله سوځېده، خو د ترسره كولو لپاره مې كوم كار ذهن ته نه راته، اړيكي مې سطحي او بې مانا وو. زيات مسايل مې په ځان كې پټول، هغه څه چې مې ويل، نيمايي به درواغ وو. زما په اند، زموږ د ګناه ځينې احساسات، زموږ په اړيكو او د ژوند په تېرو پېښو پورې هم تړاو لري. د هغه مهال خاطرې، كله- كله د غالبوزې (غومبسې) په څېر زموږ پر ذهن خپل نېښ ښخوي. هغه تېر نيمګړي كارونه دا دي: | هغه درواغ چې موږ ويلي. | هغه څه مو چې بايد ويلاى، نه مو دي ويلي. | هغه څه ته مو چې اړتيا لرله، خو غوښتنه مو يې نه ده كړې. | هغه كسان چې راباندې ګران وو، خو موږ ورته نه دي ويلي. | هغه كسان مو چې ځورولي، خو بخښنه مو نه ده ترې غوښتې. دا او داسې نورې خبرې زموږ په ذهن كې سره راغونډې شوي. كه چېرې موږ د دې په وړاندې يوه غوره لار خپله نه كړو، يا يې هم په سمه توګه ونه پېژنو، د هغو نيمګړو كارونو خاطرې به مو د تورې ورېځې په شان پر ذهن تياره خپروي او پر موږ به راخپرېږي. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:14 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د افغانستان د ملي اردو له منځه وړل | ||||||||||
حاجي ولي محمد، ګلستان د افغانستان د ملي اردو له منځه وړل انسايكلوپيډيا بريټانيكا: ”اردو د وګړو او فني ټولګيو هغه منظمه روزل شوې موسسه ګڼي، چې د يوه هېواد د اساسي قانون په چوكاټ كې د مركزي حكومت تر نېغې مخكښۍ لاندې د باندېني يرغل پر مهال د هېواد ژغورنه كوي او د كورنۍ ګډوډۍ پرمهال د امنيت دنده پرغاړه لري“. په يوه هېواد كې مېشت د بېلو فكرونو، مذهبونو او توكمونو (نژادونو) وګړي د يوې اصولنامې پر بنسټ ګډ ژوند سره تېروي، چې ورته قانون ويل كېږي. يو الهي او نور انساني قوانين دي، چې بېلابېلو هېوادونو د اساسي قانون په نامه د ځانونو لپاره غوره كړي دي. ملي اردو د اساسي قانون په چوكاټ كې د مركزي حكومت تر امر لاندې دنده لري، چې له بهرنيو يرغلګرو څخه خپل هېواد او هېوادوال وژغوري او هم په كورني امنيت كې د كورنيو چارو وزارت له ځواكونو سره مرسته وكړي. نو ويلاى شو چې اردو د يوه هېواد د وجود شمزۍ (د ملا د غټ هډ) حيثيت لري، چې د هېوادوالو په مالي لګښت د هېواد او هېوادوالو د ګټو د ساتلو لپاره روزل كېږي او پالل كېږي. د افغانستان ملي اردو د كړه وړه، اصليت او زړورتيا پر اساس د سيمې يو پياوړى اردو و، چې د هر باندېني تېري په وړاندې يې په عملي ډګر كې خپل افغاني غيرت او مېړانه څرګنده كړې ده. د نړۍ د دوو زبرځواكونو (انګليس- روس) ترمنځ پراته دې اردو هېڅكله هم وسله او د عسكرو ډېروالى لوړ معيار نه دى ګرځولى، بلكې په اسلامي او ملي ولوله يې د هېواد پر خپلواكۍ سرونه ښندلي دي، خو ټيټ كړي يې نه دي. د بېلګې په توګه كله چې پر پنجده درېيو زرو روسي سرتېرو تېرى وكړ (1885م كال د مارچ 30مه) نو د كرنل شاهمردخان تر قومانده لاندې پنځو سوو سرتېرو يې په داسې حال كې خونړۍ مقابله وكړه، چې امير عبدالرحمان خان دويته د هرات پر لوري د شاتګ امر وركړى و، خو كرنل شاهمرد خان پر خپل سر، سرتېرو ته د جګړې امر وكړ. په دې خونړۍ جګړه كې زر روسي تېري كوونكي سرتېري مړه او د كرنل شاهمرد خان په ګډون درې سوه افغاني سرتېري شهيدان او تر 83 زيات نور ژوبل شول. همداسې كله چې د 1919م كال د مې پر 26مه ، نيمه شپه د انګرېزانو پلي غونډونو او د سپرو يوې قطعې پر افغاني سرحدي مورچې (سپين بولدك) يرغل وروړ، افغاني سرتېرو ته يې د تسليمۍ خبردارى وركړ، خو د 300تنو سرتېرو ټوليمشر محمد يوسف خان په ډېره مېړانه تر اوو ساعتونو پورې ورسره وجنګېد. 150افغاني سرتېري شهيدان او د محمد يوسف خان په ګډون پاته 150 تنه نور ژوبل شول(1). له افغانانو سره ټكر، انګرېزي امپراتوري لندن ته ودروله، چې كله پخواني شوروي اتحاد تودو اوبو ته د رسېدلو د پخواني پلان په پلي كولو پيل وكړ، نو يې د نورو اغېزو تر څنګ په افغاني اردو كې د نظرياتي اغېزو د خپرولو هڅې هم ګړندۍ كړې. هر هېواد نظرياتي او جغرافيايي پولې لري. قلم نظرياتي او ټوپك جغرافيايي پولې ساتي، د چا نظرياتي پولې چې ماتې شي، هغه جغرافيايي پولې نه شي ساتلاى. شورويانو د افغاني اردو د نظرياتي پولو د ناموزه كولو لپاره كار كاوه. هغه زده كوونكي چې د نظامي زده كړې لپاره به شوروي اتحاد ته لاړل، دوى به په اوونۍ كې دوه ساعته د ”عمومي زده كړې“ (اوبشي پَد ګتوُ فكا) په نامه د ماركسيزم او لېننيزم زده كړه كوله. د كال په پاى كې به يې برياليو زده كوونكو ته ”سور ډيپلوم“ وركاوه. دا زده كړه جبري وه. د سردار محمد داود خان د جمهورۍ له ازادۍ سره سم ځينو منصبدارانو ډېرې ناوړه ګټې واخيستلې، سردار ته يې سلا وركړه چې اردو ته بايد امتياز وركړل شي. دا امتياز يوازې خردضابطانو ته په برخه شو. دوى كوچني كورسونه او ښوونځي ويلي وو، تجربه يې نه درلوده، دوى د دويم بريدمن رتبو ته لوړ شول، پر دې ترفېعاتو په حربي پوهنتون كې لاريون وشو. (1352 د زمري20مه). د كورنيو چارو پرچمي وزير فيض محمد دا لاريون شنډ كړ. زده كوونكي يې وټكول. د لاريون كوونكو غوښتنه دا وه چې دوى ته دې هم د خردظابطانو په څېر يو كال ترفېع وركړل شي. په دې پېښه كې كوهاټ خان او مامازرغون شاه وو، دا اعدام شول، دويم دا چې د كمونيسټانو په سلا تقريباً د 33000 منصبدارو او مامورينو تبادله وشوه. كمونيسټانو په دې توګه ځانونه او خپلوان پر سردار محمد داودخان راوګرځول او د اسلامي او افغاني فكر وګړي يې ځنې ګوښه كړل(2). خلكيانو چې كله واك ترلاسه كړ، نو دوى له دغسې منظمې مبارزې سره نه وو مخامخ، چې واك و ګدۍ ته دې يې ګواښ وي. البته د وسلوال پوځ ډار يې په زړونو كې و، چې په ملي او اسلامي فكر روزل شوي وو. په لومړي پړاو كې نوي رژيم د سر ښورولو منصبداران مړه، زندانيان، تقاعد، تبديل او يا له هېواده وتلو ته اړ ايستل. د نورمحمد تره كـي د واك په موده كې ډګروال محمد حسين (د جلال اباد د كږې ولسوالۍ د حفيظ الله امين ځانګړى پلوى) د شينډنډ ګارنيزيون قوماندان و. د ده يو شوروي سلاكار و، دوى د محمد ظاهر خان د دور د شينډنډ د هوايي ډګر د تندره غونډ (335 غونډ) د اتلسو منصبدارانو لست كابل ته واستاوه. له هغې خوا د دوى د نيولو امر وشو. دوى د څرخي پله په زندان كې زندانيان شول. درې مياشتې يې تېرې كړې، وروسته يې له دوى څخه څوك تقاعد او ځينې طرد، يانې پر كور كښېنول.(3) 1. ډګروال پيلوټ شېرمحمد نورستانى، د غونډ مشر مرستيال (تقاعد). 2. ډګرمن پيلوټ حاجي محمد انور (تقاعد). 3. ډګرمن پيلوټ حاجي محمد هاشم پنجشېرى (ووژل شو). 4. جګړن حاجي محمد طاهر كشاف (تقاعد). 5. جګړن سيد محمد ابراهيم (تقاعد). 6. جګړن پيلوټ دوست محمد (تقاعد). 7. دويم بريدمن پيلوټ محمد حكيم كندهارى (طرد، يانې له منصبه شړل). 8. جګړن عبدالغفور (هوايي مخابراتي)، (تقاعد). 9. دويم بريدمن پيلوټ عبدالسمېع تخارى (طرد). 10. ډګروال پيلوټ سيد محمد نورګل (تقاعد) او... ګونديزې خواخوږۍ پر معيار او وړتيا لوړوالى پيدا كړ. نظامي اصول تر پښو لاندې شول او يوشمېر نااهله ګونديان له ډېرو ټيټو رتبو څخه پورته شول. د حربي ښوونځي هغه زده كوونكي چې سجل و سوانح به يې سم نه وو او يا به هم پر له پسې دوه كاله ناكام شول، د خردضابطانو په ښوونځي كې به داخل كړل شول. دې ښوونځي د كابل په قوهْ مركز كې موقعيت درلود. تر دوو كلونو زده كړې وروسته به خردضابطان شول. درې كاله وروسته به سرفركمشر او بيا به درې كاله وروسته سرفركمشر قدمدار (خردضابط مكتبي) شول. دوى ته له بريدمن څخه نيولې تر ستر جنرالۍ پورې يوه رتبه هم نه وركول كېده. بلكې دې رتبو د حربي ښوونځي او پوهنتون په فارغانو پورې اړه درلوده. د غويي (ثور) تر كودتا وړاندې سيد محمد ګلابزوى د هوايي ډګر خردضابط و او تر كودتا وروسته سم له لاسه د كورنيو چارو پر وزارت سربېره له خردضابطۍ څخه تورن جنرالۍ ته لوړ شو، چې هېڅ قانوني جواز يې نه درلود.(4) پر دې سربېره كمونيسټانو هڅې كولې چې تخنيكاران بايد ټول د ګوند غړيتوب ولري، چا چې به له غړيتوب څخه ډډه كوله، هغه به تر اشتباه لاندې و او د اخواني په نامه به له منځه وړل كېده. د ملي اردو د ناموزه (كمزوري) كولو لپاره نوي رژيم د نوي فرمان پر بنسټ په ډېره بيړه د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له زندانونو څخه د زندانيانو په راخوشې كولو لاس پورې كړ.(5) د دوى ډېره برخه د غلو او بدمعاشانو وه، د دوى او دويته له ورته وګړو څخه نوي حكومت د دفاعي كمېټو په نامه ډلګۍ جوړې كړې.(6) د غويي تر كودتا وړاندې په افغانستان كې څلور قول اردو (مركز، كندهار، مزارشريف او پكتيا) وو. هر قول اردو خپل بيز اكمالاتي درلود.(7) د حفيظ الله امين د واك په موده كې له شوروي اتحاد سره د تړون پر بنسټ بيز اكمالاتي شوروي اتحاد ته پر ور څېرمه پوليزو سيمو (كندوز، حيرتان او تورغونډۍ) جوړ شول. په ټوليزه توګه د غويي تر كودتا وروسته نوي حكومت نه دا چې د دفاع او كورنيو چارو په وزارتونو كې ګوتې ووهلې، بلكې دواړه ځواكونه يې د ولس پرضد استعمال كړل. دا چې ولسي واك د زور له لارې يوې سياسي ډلې (خلك) چې د غړو شمېر يې د زرو په شا و خوا كې و، لاس ته كړ.(8) نو ځكه يې د نوي نظام (سوشيليزم) په ولس په زوره د منلو هڅې ګړندۍ كړې. هجرت او جهاد رامنځته شول. مجاهد د ټوپك لونې پر عسكر برابره كړه او هم حكومت تر عسكر ملېشې ځان ته ورتېرې كړې. د مجاهد تر شا اسلامي او لوېديزه نړۍ ودرېده. پر دې سربېره چې له نظم سره سم د اردو امر ته سر ټيټ وي، خو د نوي حكومت پرضد د همدې اردو منصبدارانو يوشمېر قيامونه وكړل، چې په پايله كې يې په سلګونو او زرګونو منصبدارانو او عسكرو سرونه وبازل. لكه: 1. د هرات د زلمي كوټ د اوولسمې فرقې قيام. 2. د اسمار د غزني غونډ قيام. 3. د مزار شريف د ده داديو د اتلسمې فرقې قيام. 4. د ريشخور د اوومې فرقې غاو. 5. په كابل كې د بالاحصار د لوا غاو. 6. د حسين كوټ د فرقې قيام. 7. د بغلان د نهرنيو د شلمې فرقې غاو. 8. د ننګرهار د يوولسمې فرقې قيام. 9. د كلات د غونډ د دروازګۍ د قطعاتو غاو. 10. د خوست د يوسلو پنځوسو تنو تر غاو وړاندې نيول كېدل. كله چې د جهاد ولسي ملاتړ، د خلك ګوند منځني بېلتون او د مجاهدو د عسكرو يو له بل سره خواخوږي له شوروي اتحاد سره د نوي حكومت د راپرځولو وېره او وهم پيدا كړ، نو د خپلو موخو د بشپړولو لپاره يې پر افغانستان نظامي تېرى وكړ. د دې تېري پر مهال د ګوندي غړو شمېر د څوارلسو او پنځلسو زرو تر منځ رسېدلى و. په دوى كې ديارلس نيم زره خلكيان وو، چې اساسي برخه يې په اردو، څارندوى او خاد كې وه. دا خبره شوروي واكمن يوري اندروپوف او د هغه ملګرو ته هم څرګنده وه او هغوى د خپلو چارو په سرته رسولو كې په پام كې نيوله.(9) د افغاني اردو شمېر د يوولسو اتيا او يوسلو نوي زرو ترمنځ و. د دوى كار نه خاديانو (د 10000 او 15000ترمنځ) او نه هم څارندويانو (50000_60000) ترسره كولاى شو.(10) دا چې اردو ته سياسي لاسونه (پوليس) وراوږه شول، نو د خلك ګوند منځني بېلتون هم تر اردو پورې ځان ورساوه. سياسي واك د پرچم ګوند او د دوى په پرتله په اردو كې د خلك ګوند دغړو شمېر ډېر و. د شوروي اتحاد كمونيسټ ګوند، چارواكو او استخباراتي شبكې (كې. جي. بي) د پرچم ګوند د ملاتړ او د افغاني اردو د له منځه وړلو لپاره كار كاوه، خو د شوروي اتحاد اردو د خپلو سياسي مشرانو له دې تګلارې سره د نظر بېلوالى درلود. د نظامي تېري په لومړيو دوو كلونو كې په افغانستان كې د شوروي عسكرو ستر سلاكار ستر جنرال الكساندر مايوروف په كابل كې، په شوروي سفارت كې له سفير تابييف سره په خبرو بوخت و او ده ته يې د جنورۍ- فبرورۍ (1981) لپاره خپل پلانونه وړاندې كول. د توندو او تودو خبرو په بهير كې جنرال مايوروف ورته وويل: ”د جنورۍ_ فبرورۍ د پلان له مخې د دوولسو ولسواليو او دوولسو علاقه داريو ازادول په پام كې نيول شوي دي او په 33 علاقه داريو او 13 ولسواليو كې به ولكه او واك نور پياوړى كړو. سفير: او تر پنځو او اوو ورځو وروسته به بېرته عسكر راايستل كېږي او واكمني به په سيند لاهو كېږي. جنرال مايوروف: هو! دغسې خو ده. خو په دې هم خبر شئ چې په دې تېرو څو اوونيو كې د هغه څه نښه او نښان پاتې نه شو، چې موږ له تېر سپټمبر څخه تر ډسمبر (1980م) پورې له مجاهدينو څخه ترلاسه كړى و. سفير: د افغانستان ناولى لعنتي اردو بايد وړې وړې شي. جنرال مايوروف: صاحب! كه غواړې چې زموږ خبرې واورې، نو وايې وره او كنه نو موږ كولاى شو چې خپلې نقشې بېرته ونغاړو او درانه درڅخه ووځو. تورن جنرال سامويلينه (د مايوروف مرستال): څنګه امكان لري چې افغاني اردو دړې وړې كړو؟ سفير: دغسې د نر غوندې دا اردو ټول خلكي دي، ديارلس نيم زره په كې خلكيان دي. جنرال مايوروف: صاحب! په 180_185 زره اردو كې يوازې ديارلس نيم زره خلكيان دي. جنرال سامويلينه: او د پرچميانو شمېر په ټول هېواد كې د ديارلسو او پنځلو سوو ترمنځ دى. جنرال چريومينځ (د مايوروف دويم مرستيال): پرچميان مځكوال دي. جنګ ته نه ځي. ټولو سرونه په دفترونو ننه ايستلي دي او په ماڼيو كې اوسي. سفير: پرچميان په نظري توګه پاخه دي او د ماركسيزم و ليننيزم په اساساتو ښه پوهېږي. چيريومينځ (په خندا): دلته ټوپك ته اړتيا ده، چې پر اوږه دې پروت وي او ټك، ټك، ټك او بيا ټك، ټك، ټك ډزې وكړي. په اساساتو خو.. نه رالاندې كېږي. سفير: (په خښم): جنراله! ته نظامي كارپوه يې، سياستوال نه يې. چيريومينځ: او په دې وياړم!“. (11) ببرك كارمل سفير تابييف ته ورته نظر درلود. جنرال مايوروف د افغانستان د هغه مهال د روانې كړكېچنې اوضاع يو لامل په نظامي چارو كې د ببرك كارمل ناپوهي ګڼي او ليكي: دى په وسلوالې مبارزې هېڅ نه پوهېده، د پوځ له لارښوونو څخه يې ځان ګوښه كاوه او ښه يې نه اېسېده. له خلكي منصبدارانو څخه ډارېده او په دې توګه به يې د اردو په سترګو كې ځان سپكاوه. ده پر اردو، په تېره بيا پر خلكي پوځيانو د بڼكې ارزښت هم نه درلود. د پرچميانو تراشل يې نوي پيل كړي وو. پرچميانو هم ده ته د شرابي په سترګه كتل. دې خبرې لا نوره كينه راپاروله.(12) مايوروف پرمخ زياتوي: ببرك كارمل خو چا سلابلا پر تخت نه و كښېنولى، دى د كې. جي. بي مشر يوري اندروپوف جوړ كړى و، چې د كارمل د ملاتړ په اړه به يې كلكې لارښوونې راته كولې، ده د كارمل په اړه ډېر معلومات درلودل.(13) څومره چې شوروي او افغاني كمونيسټانو د افغاني اردو د له منځه وړلو او د افغانستان د نيولو لپاره هلې ځلې كولې، هغومره د مجاهدينو جهاد پراختيا مونده. په ولس كې يې ريښې نورې هم وغزېدې او هم په اردو كې. د بهرنۍ نړۍ ملاتړ ورسره مخ پر ډېرېدو شو. د اردو پټې همكارۍ مجاهدينو ته يوشمېر برياوې ورپه برخه كړې. جنرال بوريس ګروموف ليكي:”د نه پخلا كېدونكي اپوزيسيون (مجاهدينو) لويه هڅه دا وه چې د هېواد په دولتي موسسو او اردو كې خپل استخبارات پيدا او پياوړي كړي. مجاهدينو د داوطلبو (سرتېرو) په بڼه نفوذ كاوه. څرنګه چې به د نظامي ښوونې او روزنې دوره تېره شوه. د دغو سرتېرو يوه برخه به له وسلو سره مجاهدينو ته وتښتېده او بله برخه به يې په پوځ او څارندوى كې د ورانكاريو لپاره پاته شوه.“(14) جنرال ګروموف پرمخ ليكي: ”د مجاهدينو د وسلو او مرميو يوه پياوړې سرچينه په خپله حكومتي پوځيان، تښتېدلي يا تسليم شوي سرتېري او افسران وو. مجاهدينو به د دوى له لارې نه يوازې سپكه وسله بلكې هاوانونه، لنډ توپونه او وسلوالې ګاډۍ هم ترلاسه كولې“. (15) د مجاهدينو او اردو دې تړاو او همكارۍ چارواكي او شوروي منصبداران پر افغاني اردو بېباوره او بدګومانه كړي وو. جنرال مايوروف ليكي: ”د نظامي عملياتو د پيل تر مهاله پورې مو افغانانو ته د عملياتو د رښتينو اهدافو، په هغو كې د برخې اخيستونكو ځواكونو او د هغو سيمو په اړه چې عمليات به په كې ترسره كېدل، هېڅ نه ويل. د افغاني قطعاتو قوماندانانو، د دفاع وزارت او ستر درستيز، د مشرتابه د نورو افسرانو په څېر د عملياتو خبر معمولاً د هغو له پيل څخه څلورويشت ساعته وړاندې او كله كله به يوازې څو ساعته دمخه ترلاسه كاوه. دغه راز چارې به په ځينو برخو كې د بېلګې په توګه له افغاني اردو سره زموږ د ګډې همكارۍ بهير ته زيان رساوه. خو موږ پرته له دې بله چاره نه درلوده. د عملياتو اصلي نقشه به دښمن ته وختي رسېدلې وه او پايله به يې په څلوېښتم لښكر كې د سر د زيان ډېروالى و “.(16) د جهاد په ګټه د افغاني اردو يو ستر او د ډېرې ستاينې وړ كار دا و چې د شوروي اتحاد له مسلمانو عسكرو او منصبدارانو سره يې د مجاهدينو تړاو پيدا كړ. په ګډه يې هغوى ته د روسي زورواكۍ فلسفه، د اېلو كړو اسلامي رياستونو تاريخ او د اسلام وركه لار ورته روښانه كړه. افغانانو او شوروي مسلمانانو يو له بل سره نژادي او هم مذهبي اړيكي درلودل، چې په راتلونكي مهال كې يې د شوروي اتحاد اسلامي جمهوريتونو او د رسشين فيدراسيون اسلامي رياستونو ته خطر پېښولاى شو. له همدې امله شوروي چارواكو ته د دې مثلث يووالى په هېڅ توګه د منلو وړ نه و. جنرال ګروموف په دې اړه ليكي: ”كله چې په 1981م كال كې د پنځمې فرقې قومانداني ماته راوسپارل شوه، نو تر نيمايي ډېر سرتېري يې تاجكستانيان، ازبكستانيان، قرغزستانيان او تركمنستانيان وو. افغاني مجاهدينو په بريالۍ توګه د دوى په مرسته د جاسوسۍ شبكې جوړولې، چې په پلا پلا به يې نه دا چې په نظامي پلانونو ځان خبرولاى شول، بلكې تر يوې اندازې يې پر اوضاع اغېز هم كولاى شو. منصبدارانو په خپلو سترګو وليدل چې له منځنۍ اسيا څخه راغلو سرتېرو به په ډاګه په جنګ كې له برخې اخيستلو څخه سر غړاوه. د شوروي اتحاد د قطعاتو قومانداني اړ شوه چې د دغې اوضاع د بدلون لپاره بېړني ګامونه پورته كړي. د 1982م كال له پيله د څلوېښتم لښكر د سرتېرو په سلو كې اتيا برخه د شوروي اتحاد اروپايي خاورې، سايبيريا يا ليرې ختيځ څخه افغانستان ته استول كېده. وروسته تر دې چې حالاتو عادي بڼه غوره كړه او چارې سمې شوې.(17) د دې چارو د سمون يو عمده لامل د افغانستان استخباراتي شبكه (خاد) وه، چې د حفيظ الله امين په دور كې په "كام" نومول كېده. پر نورو فعاليتونو سربېره دې شبكې ته هم چارواكو خپله ځانګړې پاملرنه ورواړوله. شوروي استخباراتي شبكې (كې. جي. بي) په بشپړه توګه منظمه كړه. "خاد" وسلوالې ډلګۍ جوړې كړې، چې پر نظامي مبارزې سربېره يې نه دا چې د اردو په پاكسازۍ كې د ببرك له رژيم سره كلكه همكاري كوله، بلكې د مهاجرينو او مجاهدينو په ليكو كې يې هم د پيسو په وسيله ډېر شمېر ملګري ورننه ايستلي وو. دا ټولې هڅې د دې لپاره وې چې د مجاهدينو ترمنځ بېلتون ته وده وركړي او د مجاهدينو د عسكرو ترمنځ د تماس لار كوره كړي. د شوروي عسكرو په راتلو سره جهاد زور واخيست. كفري او اسلامي نړۍ په نظامي او سياسي ډګر كې د مجاهدينو تر شا ودرېده. د مرګونو، ژوبلو او ورانيو بازار تود شو. دا چې شوروي عسكرو ته په افغانستان كې د اوږدې مودې لپاره د اړولو پلان وركول شوى و. نو يې د "وطن پالنځي" په نامه د كابل په وزير اكبر خان مېنه كې د 1981م كال په سپټمبر كې يوه ودانۍ پرانيستله. دلته به د خلك ګوند د غړو كوچنيانو او يتيمانو ته چې عمرونه به يې اوو كلونوته رسېدلي وو، لومړۍ سياسي زده كړه وركول كېده او وروسته به د نورې زده كړې لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شول. د شورويانو پلان دا و چې د نوي نسل له ځواك څخه ګټه واخلي. دا پلان يې د خاد له لارې عملي كاوه.(18) بل لوري ته د مجاهدينو پر نظامي مبارزه د ګوندي مخكښانو منځني بېلتون هم ناوړه اغېز كاوه او هم كله كله د افغاني او په وار وار د ناافغاني مجاهدينو ناوړه كړنو او ناترسۍ د سپېڅلي جهاد اساسي موخو ته زښت ډېر زيان رساوه. بې محكمې وژنو، د تسليم شويو عسكرو په بېدردۍ له منځه وړلو او د ملي شتمنيو چورولو به نه دا چې د غليمانو تبليغاتي مبارزې ته برياليتوب ورپه برخه كاوه، بلكې په رژيم كې به يې د خپلو خواخوږو او پلويانو زړونه له مجاهد او جهاد څخه تورول. د افغانستان سياسي كارپوه ډاكټر محمد رقيب له ډېرو منصبدارانو د نه وراوښتلو يو عمده علت مجاهدينو ته له وراوښتو نظاميانو سره د دوى نامناسبه كړنه ګڼي.(19) مرګونو، هجرت او له مجاهدينو سره يوځاى كېدلو، د ملي اردو شمېر د ببرك كارمل په وروستي دور كې له 185 زرو څخه څلوېښتو زرو ته راټيټ كړ. كله چې شوروي عسكر له افغانستان څخه وتل، نو وروسته يې هغه قومي ملېشې هېواد ته راوستلې، چې لس كاله يې په منځنۍ اسيا كې نظامي روزنه وركړې وه. د دې ملېشې لومړى نمبر غونډ د 1989م كال د مې د مياشتې په 24مه نېټه كابل ته راورسېد او دويم نمبر غونډ يې په كندهار كې ځاى پرځاى شو. د همدې كال په وروستيو كې د ټولو دغسې وسلوالو شمېر چې د سره لښكر ځاى يې ونيو، تخميناً نوي زره ته ورسېد او پر درېيو برخو ووېشل شول. 1. پنځوس زره هغه روزل شوي نظاميان چې د هېواد په شمالي ولايتونو كې خپل راتلونكي ماموريت ته سترګې په لار وو. 2. شل زره كسيزه جوزجاني ملېشې، چې د كې. جي. بي تر قوماندې لاندې وې او د همدې شبكې پر درې پنځوسم نمبر فرقې پورې يې تړاو درلود، چې وروسته يې جنرال دوستم قوماندان شو. د دې ملېشې دويم نمبر غونډ په كندهار كې چنګېزي ظلمونه وكړل، چې ډاكټر نجيب الله په بدل كې د اتلولۍ په مډالونو سره وستايل. 3. شل زره خاص ګارډ چې مغل يې بلل او د كې. جي. بي د سرحدي ګارډ لباس يې اغوست.(20) د دفاع د وزير جنرال شهنواز تڼي او ډاكټر نجيب الله تر منځ د بېلتون يو عمده ټكى همدغه د اردو او ملېشې ترمنځ توپير و. ډاكټر نجيب الله په افغانستان كې د قومي جوړښت په پام كې نيولو سره قومي، پوځي ټولګي، غونډونه او فرقې جوړې كړې. دې كار د هغه منظم اردو واك او ارزښت له پوښتنې سره مخ كړ، چې په دوديز ډول يې غټه برخه له پښتنو څخه جوړه وه. د قومي غونډونو تر څنګ يې ځان ته ”خاص ګارډ“ هم جوړ كړ او د دولت ډېره بودجه يې په قومي غونډونو، خاص ګارډ او په استخباراتي شبكه ”واد“ كاروله. دا درې څانګې له دغسې وګړو څخه جوړې شوې وې، چې د افغانستان د ټوټې كولو فكر يې درلود.(21) د اردو په پرتله د ملېشو ځواكونو، واد او د خاص ګارډ معاشونه او صلاحيتونه لوړ او د ډاكټر نجيب الله او هم د شورويانو لاسونه پرې پراته وو. مجاهدينو هم دخلك ګوند له منځني بېلتون څخه ګټه اخيسته. د ډاكټر نجيب الله له توپيريزې تګلارې څخه د اردو زړه شين و او د ده پرضد يې د كودتا يوشمېر هڅې وكړې. د مسكو د ”سره ستوري“ ورځپاڼې په خپله يوه ګڼه كې د كې. جي. بي راپور خپور كړ. په راپور كې راغلي وو چې د 1991م كال په لومړيو دوو مياشتو كې د ډاكټر نجيب الله د رژيم پرضد دوې تنظيمي كودتاوې شنډې شوې، چې د اردو د خوابدو شويو افسرانو او سرتېرو له خوا جوړې شوې وې، خو د شوروي د دولتي استخباراتي كمېټې له خوا كابل رژيم ته تر دقيقو معلوماتو وروسته شنډې شوې. د مجاهدينو له لوري د خوست تر نيولو (1991م كال، د مارچ 31 مه) وروسته لومړى قيام كابل ښار ته نژدې د قرغې په فرقه كې كشف شو او د دې فرقې اتلس منصبداران ونيول شول. دوى په خلك ګوند پورې تړاو درلود. د كودتا دويم پلان د سلو لوړ رتبه منصبدارانو په نيولو شنډ شو... د دفاع وزير جنرال محمداسلم وطنجار په وار وار په رسمي غونډو كې د ډاكټر نجيب الله له لوري په اردو كې د خلكيانو په وړاندې پر تګلارې تنقيدونه او نيوكې كړې دي. ورځپاڼه د رژيم د نورو مقاماتو له خولې ليكي چې د جنرال شهنواز تڼي څو ليكونه چې محمد اسلم وطنجار ته يې ليكلي وو، ترلاسه كړي دي. جنرال تڼي له وطنجار څخه غوښتنه كړې وه، وړاندې تر دې چې ډاكټر نجيب الله هغه له منځه يوسي، د ډاكټر نجيب الله رژيم دې راچپه كړي(23) له بله پلوه شوروي اتحاد د ايرانيانو په وسيله خپل هدف ته درسېدو لپاره په هلو ځلو بوخت و. د 1991م كال په نومبر كې يې پروفيسور برهان الدين رباني مسكو ته وروغوښت، پروفيسور رباني د مسكو تر يون وروسته تهران ته لاړ. د ده دې يون ته كتونكو د شك په سترګه كتل او د روسانو له لوري يې د مجاهدينو په ليكو كې د بېلتون هڅه وګڼله. د 1991م كال د ډسمبر په لومړۍ اوونۍ كې ايران د حزب وحدت په مخكې ”شوراى قوماندانان جهادي“ جوړه كړه او هم روسانو شوراى نظار، اسماعيلي او جوزجاني ملېشې سره يو كړې او وروسته روسانو او ايرانيانو دواړه ائتلافونه سره يو كړل. د ستم ملي او پرچم ګوند غړو هم په كې ګډون وكړ. د 1992م كال د فبرورۍ پر 26مه نېټه پروفيسور رباني د مركې په ترڅ كې څرګنده كړه، چې د هېواد په شمالي برخو كې جنرالان د يوې جهادي شورا د جوړولو په نيت له انجنير مسعود سره يوځاى شوي دي او له جمعيت اسلامي څخه يې د ډاكټر نجيب الله د رژيم د رانسكورولو هيله كړې ده. په خپله د ډاكټر نجيب الله په رژيم كې منځنى بېلتون مخ پر ډېرېدو شو. هغه ډګر جنرال جمعه اڅك، د شمالي سيمو عمومي نظامي قوماندان او هم بريد جنرال محمد رسول خان د څارندوى د پنځه پنځوسم غونډ قوماندان په جوزجان كې وټاكه. جنرال مومن (د اندراب تاجك) چې هغه مهال په حيرتان كې د ”بيز اكمالاتي“ قوماندان و. جنرال جمعه اڅك يې د بدلېدلو امر وكړ. جنرال عبدالرشيد دوستم (د جوزجان د شپېتمې فرقې قوماندان) د جنرال مومن له بدلولو سره خپل مخالفت څرګند كړ. جنرال مومن هم امر ونه مانه او پرځاى پاته شو. جنرال دوستم له ډاكټر نجيب الله څخه غوښتنه وكړه چې جنرال جمعه او جنرال رسول دې له شمال څخه بدل كړي. ډاكټر نجيب الله دوى ټول كابل ته وروغوښتل. د خبرو په بهير كې جنرال دوستم له كابل څخه شبرغان ته لاړ او په حيرتان كې د جنرال جمعه ګل رسول پرضد لاريون وشو. بالاخره ډاكټر نجيب الله د 1992م كال د مارچ پر څلورمه جنرال جمعه كابل ته بدل كړ. د شمال د پښتنو مخورو يوه پلاوي له ډاكټر نجيب الله سره په كابل كې د ليدو پر مهال له ده څخه د جنرال جمعه او جنرال رسول دنه بدلولو غوښتنه وكړه، خو هغه ونه منل. ببرك كارمل د جوزجان په هزار فاميليو كې استوګن و. جنرال دوستم د ده په سلا پر پنځه پنځوسم غونډ يرغل وكړ، پښتانه يې بې وسلې كړل. د جوزجان والي سيد نسيم ميهنپرست يې وشاړه، پرځاى يې خپل تن وټاكه. په سياسي او نظامي ډګر كې يو په بل پسې بدلونونو چې بالاخره يې توكميز او ژبنۍ بڼه غوره كړه، ډاكټر نجيب الله اړ ايست چې د 1992م كال د مارچ پر نهمه نېټه جنرال جمعه اڅك بېرته د شمالي زون قوماندان وټاكي. په همدې ورځ ډاكټر نجيب الله په خپله څلور ساعته وينا كې د وطن ګوند اجراييه كمېټې پرغړو: نجم الدين كاوياني، سيد اكرام پايګير، محمود بريالي، ببرك كارمل، جنرال دوستم او سيد منصور نادري (د ملېشو قوماندان) تور ولګاوه، چې دوى له يوې خوا په ګوند كې بېلتون اچوي او له بلې خوا غواړي چې د افغانانو ترمنځ د ژبې او نژاد پر اساس غلط فهمۍ رامنځته كړي. د 1992م كال د مارچ پر پنځلسمه نېټه د مجاهدينو او ملېشو ګډ ائتلاف پر مزار شريف يرغل وكړ او دا ځاى يې په خپله ولكه كې راوست. د 1992م كال د مارچ پر اتلسمه نېټه ډاكټر نجيب الله اعلان وكړ چې واك به د ملګرو ملتونو د سولې له پلان سره سم عبوري شورا ته وسپاري. هېواد په پاچاګردۍ واوښت، بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو يو په بل پسې سقوط وكړ او د كابل د نيولو لوبې دا ښار په كربلا واړاوه. منظم اردو يې بېواكه شو او د ګوندونو وسلوالو ځواكونو واك ترلاسه كړ. ستر درستيز جنرال محمد نبي عظيمي چې د ډاكټر نجيب الله او ملېشو ترمنځ ګرځېدلى و، د اردو د ماتولو پړه او شپيان پر پاكستان او انجنير مسعود اچوي او ليكي: ”انجنير مسعود دا خبره ومنله چې د پاكستاني حكومت يوازېنى ارمان د افغانستان د اردو له منځه وړل وو، انجنير مسعود د خپلې فرقې منظمې خو عملاً يې د اردو د له منځه وړلو سند په حقيقت كې لاسليك كړى و.(24) خو ځينې كتونكي د اردو د منصبدارانو سياسي ډګر ته وردانګل، د ځاني ګټو او برلاسۍ لپاره د سياستوالو له خوا د ملت پرضد د اردو جنګول هم د ملي اردو د زوال سبب ګڼي. د مجاهدينو د واك په خونړۍ څلور كلنه موده كې د بېلابېلو ګوندونو ترشا بېل بېل منصبداران ودرېدل، څوك پر كور كښېناستل او څوك بيا په نورو هېوادونو كې سره تيت و پرك شول. د دې خپلمنځي جګړو په پايله كې د طالبانو غورځنګ راڅرګند شو. هغوى نه دا چې د ملي اردو بېرته جوړولو ته پاملرنه ونه كړه، بلكې د څو تخنيكي منصبدارانو په چپه يې يوشمېر نظاميان په كمونيسټي هېوادونو كې د زده كړې او روزنې په تور له كاره ګوښه كړل. د طالبانو تر زوال وروسته يوځل بيا واك د وسلوالو په لاس كې ولوېد. پر دې سربېره چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېكړې سره سم د 29 هېوادونو په زرګونو تنه سوله ساتي ځواكونه ځاى پر ځاى دي، خو كتونكي د دفاع پر وزير محمد قسيم فهيم نيوكه كوي، چې په وزارت كې يې په غوڅ ډول خپل وسلوال ځاى پرځاى كړي دي، چې د نوي مسلكي اردو د بياجوړونې په لار كې تر ټولو ستر خنډ ګرځېدلى دى. پايليكونه: 1.د افغاني وسلوالو ځواكونو سرښندنې او د نوي اردو په جوړونه كې د دوى نقش: د جګړن ډاكټر محمد رقيب ليكنه، خپلواكي مجله، دويم كال، څلورمه ګڼه، تله- ليندۍ، 1366ل كال، 34_35 مخونه. 2. له ډګروال پيلوټ جمال الدين خان سره مركه: 1999م كال د مې 17مه نېټه. 3. له حاجي سيد محمد كونړي سره مركه: د 2000م كال د نومبر12مه. 4. له ډګروال محمد رحيم كاكا سره مركه: د 2000م كال د اپرېل 15 مه. 5.
6. د بېلګې په توګه لكه د شينوارو د لويې ولسوالۍ د مركز غني خېلو دفاعي كمېټه، چې د 1978م كال د ډسمبر پر دوولسمه نېټه جوړه شوه. د ډسمبر پر 30مه د پروان ولايت د پنجشېر ولسوالۍ، دجوزجان ولايت، د اقچې ولسوالۍ (1979م كال د جنورۍ15 مه) او د كاپيسا د لويې ولسوالۍ د كوهستان د نواباد د كلي ودا (د جنورۍ20مه) دفاعي كمېټې. 7. نظامي سامان الات او خواړه. 8. په افغانستان كې رښتيا څه تېرېدل؟: د ستر جنرال الكساندر مايوروف يادښتونه، د ډاكټر محمد داود جنبش پښتو ژباړه، 39 مخ. 9. همدغه اثر: 41 مخ. 10. همدغه اثر: 165 مخ. 11.// 228_241 مخونه. 12. // 172 مخ. 13. // 173 مخ. 14. سرې لښكرې په افغانستان كې: د ستر جنرال بوريس ګروموف يادښتونه، د ډاكټر محمد داود جنبش پښتو ژباړه، 291 مخ. 15. // 292_293 مخونه. 16. // 253_254 مخونه. 17. // 406 مخ. 18. Soviet occupation in Afghanistan by John Foulerton: Page: 120. 19. د امريكا ږغ دويمه پښتو خپرونه:1991م كال، د فبرورۍ 27 مه. 20. د لستوڼي مار: د برس رچرډسن ليكنه، د نثار احمد صمد پښتو ژباړه او سريزه، 20مخ. 21.ډاكټر نجيب الله، پښتو او د افغانستان ملي انډول: د نيازي مضمون، وطن يا كفن، 165 مخ. 22. // او ليكنه 166مخ. 23. د مسكو د سره ستوري ورځپاڼې اقتباس: د امريكا ږغ په ماښامنۍ پښتو خپرونه كې، 1991م كال د جون 10مه. 24. اردو او سياست:6مخ. | ||||||||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:13 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||||||||
د پوهنيز بهير د ستراتيژۍ په اړه څو خبرې | ||||
زمرى همدرد د پوهنيز بهير د ستراتيژۍ په اړه څو خبرې د غبرګولي درېيمه نېټه د ښوونكي له نړيوالې ورځې سره برابره وه، دا ورځ په ټول هېواد كې ولمانځل شوه. په زياترو ښوونځيو كې مېلې جوړې شوې وې او د زده كوونكو له خوا خپلو ښوونكو ته تحفې ډالۍ شوې. په همدې مناسبت د هېواد په پلازمېنه (كابل) كې يوه غونډه رابلل شوې وه، چې ښاغلي كرزي، د پوهنې وزير، د كابينې ځينو غړو او د ښوونځيو يوشمېر ښوونكو په كې ګډون كړى و. په غونډه كې دپوهنې د ارزښت، د درسي موادو د كمښت، د ښوونكو د معاشونو د كموالي او ځينو نورو ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې. غونډې ته د وينا پرمهال ښاغلي كرزي د پوهنې اهميت ته په اشارې سره وويل: ”په نړۍ كې ټول پرمختګ د پوهنې له بركته دي، يو هېواد هله كولاى شي، په خپلو پښو ودرېږي، چې د پوهنې غښتلى سيسټم ولري“. د پوهنې په اړه د ښاغلي كرزي او نورو ويناوالو خبرې سمې او پرځاى وې، چې له پوهې سره د نوموړو ويناوالو مينه او لېوالتيا ترې څرګندېږي. په غونډه كې هغه څه چې بايد خبرې پرې شوې واى، د راتلونكي كال او په راتلونكي كې د پوهنې د بهير لپاره مخكېنى پلان او ستراتيژي وه، چې د تمې پرخلاف خبرې پرې ونه شوې. له دې چوپتيا څخه خلكو داسې فكر وكړ، چې منځمهالې كابينه يا خو په دې اند ده، چې د پوهنې د ستراتيژۍ په اړه د پرېكړې كول خپل صلاحيت نه ګڼي او دا كار راتلونكي حكومت ته پرېږدي اويا خو په دې اړه هډو هېڅ پروګرام هم نه لري. دا يو څرګند حقيقت دى، چې له پوهنې، ساينس او ټكنالوژۍ پرته سوكالي د هېڅ هېواد په برخه كېدى نه شي او له بله پلوه د كورګډو جګړو پرمهال زموږ د پوهنې سيسټم ته خورا زيانونه اوښتي دي او پر زيانونو سربېره زموږ د پوهنې سيسټم زوړ، خورا ساده، كم اغېزه او نامنظم هم دى، چې دا نيمګړتياوې بيا پر خپل وار په دې برخه كې د زياتو هڅو او هاند غوښتنه كوي. ښوونځى په هېواد كې د لومړي ځل لپاره د امير شېرعليخان پرمهال رامنځته شو او د دې تر مخه جوماتونه او مدرسې د فردي او ځانګړو زده كړو يوازېني مركزونه ګڼل كېدل. په ښوونځي كې د افغانانو لومړنۍ زده كړې په نظامي برخه كې وې، چې ورسره د سواد د زده كړو او عمومي معلوماتو پروګرامونه هم پرمخ بېول كېدل. د پوهنې دې لومړنيو پروګرامونو وده ومونده او د امير حبيب الله خان په وخت كې په عصري ښوونځي (د حبيبيې لېسې) بدل شول. تر دې وروسته غازي امان الله خان د پوهنې سيسټم او بهير ته خورا پام واړاوه او يوشمېر نور ښوونځي يې هم جوړ كړل. حبيب الله كلكاني د يوشمېر مذهبي مرتجعينو د خوښۍ لپاره د پوهنې بهير په ټپه ودراوه. خو غازي نادرخان د پوهنې بيارغونې ته په كلكه ملا وتړله او په لږ وخت كې يې پوهنه په پښو ودروله. د ښاغلي ظاهر خان پر مهال پوهنې د خپلې ودې ګامونه اوچت كړل او ويې كولاى شول، چې د پوهنې منظمه جبهه جوړه كړي. شهيد محمد داود خان د پوهنيز سيسټم د عصري او اغېزناك كولو هڅې پيل كړې او څه مخته لاړ. د پوهنې د پسرلي پر كمكۍ غوړېدا، لږه موده لا نه وه تېره شوې، چې د كمونيسټانو او مجاهدينو ترمنځ د جګړو په رامنځته كېدو سره د خزان سېليو يې باغونه ورژول. دا مهال زموږ د پوهنې بهير له ځنګل ساري كړو وړو او بشپړ ځوړ سره مخ شو. د اى. اس. اى د افغان څانګې جاسوسانو چې افغاني ټوپكسالارانو ته يې جنګي ستراتيژي جوړوله او عملياتي پروګرامونه يې ورته ترتيبول د افغانستان ټولې ټولګټې پروژې او موسسې يې په نښه كړې، چې د هغوى په ترڅ كې نژدې زموږ ټول ښوونځي وسوځول شول او له منځه لاړل. روسانود خپلو كمونيسټو چوپړانو په همكارۍ په افغانستان كې د دولتي موسسو او ادارو د ايډيالوژيكي كولو هڅې پيل كړې او د ماركسيزم- ليننيزم توري يې د پوهنتونونو او ښوونځيو په پوهنيز نصاب كې شامل كړل، همداراز په بل لوري كې هم ورته چلند ترسره شو او تنظيمونو په خپلو خپلو ښوونځيو كې ځانته ځانته پوهنيز نصابونه دود كړل او ماشومانو ته يې د كركې او نفرت د تلقينولو په موخه، د جنګ، ټوپك او وسلو سبقونه پرمخ وړل. د تنظيمي حكومت او جګړو پرمهال د پوهنې بهير په ټول هېواد كې له بشپړ ځوړ سره مخ شو او د طالبانو له راتګ سره د ښوونځيو تعليم منع او د ښوونځيو په پوهنيز نصاب باندې د پاكستان د مدرسو نصاب ومنل شو. لنډه دا چې د جګړې په پنځه ويشو كلونو كې زموږ پوهنه د بهرنيو لاسوهنو قرباني شوه او اوس مهال بنسټيزې بيارغونې ته اړتيا لري. 1. د پوهنې لپاره د خلكو تشويق او پوهاوى: د پوهنې بهير ته د سياسي ايډيالوژيو وردانګلو، د پوهنې دريځ ته خورا زيان اړولى دى. لومړى دا چې له ښوونځيو څخه بايد ټولې سياسي ايډيالوژۍ وايستل شي او پر ښوونځيو دې د ډلو ټپلو انحصار او برمته ماته كړاى شي. 2. د پوهنې په اړه دې د دښمنانو پروپاګندونه شنډ كړاى شي: د امان الله خان له پېر راهيسې په هېواد كې د پوهې او پوهنې د له منځه وړلو لپاره د دښمنانو له خوا پټ لاسونه په كار اچول شوي دي او د ملايانو په څېرو كې دوى د ولس ترمنځ د پوهنې په تكفيرولو سره غواړي د پوهنې د بهير مخه ونيسي. په هېواد كې د پوهنې د بهير سمښت، عصري كول، اغېزناكول او د هېواد په جوړونه كې د هغې د ونډې په جوتېدو سره كېدى شي د هېواد د دښمنانو د پروپاګندو مخنيوى وشي. 3. په هېواد كې اسلامي پوهنې ته پاملرنه: په هېواد كې د اسلامي پوهنې د ټيټې كچې له كبله په دوامداره توګه زموږ پوهنه او ټولنه زيانمنه شوې او نه جبيره كېدونكي ګوزارونه يې ليدلي دي. زياتره هغه ملايان دا ګوزارونه موږ ته راكوي، چې په بهرنيو مدرسو كې يې زده كړې كړي، بهرنۍ مدرسې چې زياتره د استخباراتي او سياسي موخو لپاره كارول كېږي. د بهرنيو هېوادونو له وګړو څخه ناوړه ګټه اخلي. لومړى دوى ته يوه مخربه سياسي مفكوره ورپېچكاري كوي او بيا يې په نيمګړي تعليم رخصتوي او خپل هېواد ته يې استوي. د بېلګې په توګه د پاكستان له مدرسو څخه د افغانستان، كشمير، چچنيا، چين او نورې نړۍ په وړاندې ناوړه ګټه اوچتېږي او دا مدرسې د پاكستان استخباراتي شبكې ته كار كوي. د دې لپاره چې د پاكستان په مدرسو كې زموږ د ديني عالمانو ذهنيتونه له خپل هېواد او خلكو سره د دښمنۍ په زهرو ونه لړل شي، نو ضروري ده چې تر اكاډميكو زده كړو پورې دې زموږ طالبانو ته تر هېواد دننه زمينه برابره شي، هم دې د اسلامي علومو پوهنځي جوړ شي او هم دې په هېواد كې د اسلامي علومو اكاډمي. له بله پلوه ستره محكمه او زموږ ديني عالمان مكلف دي، چې خپله ونډه په ټولنه كې پراخه كړي او د پاكستان د استخباراتي ګمراهۍ مقابله وكړي. 4. د پوهنيز نصاب لوړول: په افغانستان كې د پوهنې ونډه د ټولنې پر ژوند زياته اغېزناكه نه ده، بايد په دې برخه كې بنسټيز بدلونونه رامنځته شي او پوهنه د مسلكي كېدو او د توليدي وړتيا د موندلو پر لوري ولېږدول شي. په پوهنه كې دې ساينس او تخنيك ته زياته پاملرنه وشي او په هېواد كې د كار او تخنيكي مركزونو په رامنځته كېدو سره دې پوهنې ته عملاً د پنځونې وړتيا وروبخښل شي. 5. د ښوونځيو د پوهنيزې كچې تر منځ د توپير له منځه وړل: د ښاري او كليوالي ښوونځيو ترمنځ له هره پلوه په ډاګه توپيرونه ليدل كېږي. دا توپيرونه بايد له منځه لاړ شي او د مسلكي ښوونځيو لمن دې كليو ته هم وغزېږي. 6. د ښوونځيو مسلكي كول: زموږ په ښوونځيو كې چې تر ټولو لويه ستونزه موجوده ده، هغه دا ده چې زموږ ښوونځي نه شي كولاى زده كوونكو ته راتلونكى برخليك په لاس وركړي، ځكه زده كوونكي په دې باوري نه دي، چې د دوى دوولس كاله وخت چې په زده كړو تېرېږي، د نوموړو برخليك به وټاكل شي. يا په لنډه وينا زموږ ښوونځي د زده كوونكو دې پوښتنې ته ځواب نه شي ويلاى، كه زده كوونكي ونه كړاى شي چې پوهنتون ولولي او په اداره كې هم د اضافه تشكيل له كبله مقرر نه شي، نو څه به كوي او ښوونځى د هغه په برخليك كې څه مرسته كولاى شي؟ نو د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره ښوونكي بايد مټې راونغاړي او د خپل زده كوونكي دوولس كاله عمر يوازې د سواد په زده كړه تېر نه كړي، غوره به وي چې ښوونځي مسلكي كړاى شي او يا دې په عمومي ښوونځيو كې دې لږ تر لږه يوه يا دوو حرفوي زده كړو لكه: تركاڼۍ، اهنګرۍ او نورو ته هم ځاى وركړل شي، چې دا كار به په خپله ښوونځيو ته د خلكو د تشويق په مانا هم وي. 7. په ټولنه كې دې د استعدادونو توپير وشي: د ښو استعدادونو لپاره دې ځانګړي ښوونځي او شرايط برابر كړاى شي، دولت بايد ځان د هغوى په زده كړې، پوهنې او په كاروړنې ژمن وګڼي او له هغو څخه دې سالمه ګټه پورته كړي. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:12 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د ټولټاكنو په هكله | ||||
احمدشاه پوپلزى د ټولټاكنو په هكله (ستونزې او اندېښنې) په هرو پنځوسو كلونو كې زموږ ګران هېواد د دښمنانو د سترګو خارګرځېدلى دى، په ډېره بېشرمۍ او بشپړ ځواك سره يې زموږ د لاس سرمايه نېست او نابود كړې ده. په بېلابېلو پلمو سره يې د دې خاورې بچيان تر خپلو نېغو بريدونو لاندې راوستي دي او زموږ د كونډو اويتيمانو د بېشمېره قربانيو د سر قاتلان ګرځېدلي دي. ليرې دې نه وي چې دا پردي درنده ګان د خپلو ګمارل شويو مزدورانو په واسطه دې پاكې خاورې ته راغلي او د امېب په بڼه يې خپل تبارز د زور او جبر په حالت كې ساتلى دى . الحمدلله پر هېواد مين افغانان د دې يرغلګرو په وړاندې د سپر په توګه درېدلي او دښمن ته يې پر خوله داسې ګوزار وركړى، چې د غاښونو د لوېدلو څه، چې نور يې په خوله د خبرو كولو توان هم له منځه تللى دى. په عيني شواهدو سره د انګرېزانو د امپراتورۍ سقوط د پښتنو د باغيرته او باهمته ځوانانو له خوا، د روسانو د پراختيا غوښتنې خيال بافه ديكتاتورۍ افشا ْ كېدل، د همدغو زړورو افغانانو په توره او سرښندونكو حملو باندې د شرق او غرب د ګوډاګيانو دسيسې د هغو د كورنيو مزدورانو په واسطه د نابودۍ كندې ته اچول، هغه ښكاره وياړونه دي، چې د دې قوم د تاريخ د بيا بيا ژوندي كېدلو ځلانده پاڼې د نړۍ پر مخ ځلوي (د هر دوست په زړه كې اميد د هر بخيل دښمن په زړه كې د خنجر وار او د هر منحوس پر مخ د نااميدۍ څپېړه ده). په دې وروستيو كې زموږ د ګران هېواد پر زخمي زخمي بدن باندې چې بيا كوم ګوزارونه او بريدونه پيل شوي دي دغه زاړه زخمونه يې بياراژوندي كړي دي. خو ډېر د شكر ځاى دى چې زموږ درنې حوصلې د لوى خداى (ج) په مرسته د خپل پلرني دود او دستور تر ادارې لاندې دي او ځوانانو د حضرت محمد (ص) په ارشاداتو بنا بيا خپله ملا په ټينګ هوډ سره تړلې ده. د غليمانو، يرغلګرو، ترهګرو او پرديو مزدورانو پر ضد د سپر په څېر د بيا يووالي لپاره تر يوه شعار لاندې سره را ټول شوي يو، د خپل قوم، ولس او هېواد د بيارغونې او آزادۍ لپاره د فولادي دېوال په توګه نه ماتېدونكې ولاړ يو . كه څه هم دښمنان په بېلابېلو پلمو او ذهني بوختيا سره غواړي زموږ په ذهنونو كې بدلونونه راولي او يا هم زموږ د عوامو له ساده او مخلصانه افكارو څخه ناوړه استفاده وكړي، نو كله د ملي اردو د جوړېدو نارې سورې پيلوي، پرته له دې چې خلك ترې خبر وي، تش په نامه ملي اردو د چا په واسطه جوړ شو؟ داسې ملي اردو چې د خپلو عوامو پر سر د بمونو او راكټونو ګوزارونه كوي، دوى بيا غواړي د يرغلګرو د بقا لپاره په پرديو وسلو پر افغان ولس باندې قيامت راولي؟ د دې چال چلند په رسوا كېدو سره دويمې مرحلې ته ورسېدل چې هغه د ټولټاكنو ”انتخاباتو“ په نامه هلې ځلې دي. ايا دوى نه پوهېږي چې پښتون ولس د هر پلورل شوي ”افغانستاني“واكداري نه مني، چې د ريموټ په واسطه كنټرولېږي. په درېيم پړاو كې د اساسي قانون رامنځته كېدل وو، د دې بې سلاحيته قانون پلي كول چې پخوا د پرديو واكدارانو له خوا جوړ شوى و او موخه يې په خلكو كې د بې اتفاقۍ او بېلتون اور ته لمن وهل وو، چې د نارو سورو په ډول او ډمامو، دغه راز د ډالرو په زور د بې صلاحيته واكدارانو له خوا بدرګه شو. پرته له دې چې د قوم او ولس رايه واخيستل شي، د تصويب او نفاذ لار يې ځان ته غوره كړه. ځينو كسانو چې ځانونو ته يې قانونپوهان ويل او د دې قانون په دودولو كې يې خپل ايمان او وجدان په ډالرو خرڅ كړى و د ملت پر زياتو غوښتنو يې غوږونه كاڼه واچول. په هغه هېواد كې چې نه خپلواكي وي او نه استقرار، قانون څه رول لوبولاى شي؟ هغه قانون چي اجراييوي اړخ ونه لري څه مفهوم ترې اخيستلاى شو؟ قانون بايد د ملت د فكرونو زېږنده وي. د دې هېواد اصلي بچيان د بهرنيو لاسوهنه او مداخلت نه مني. دا دى د رايې وركولو او تش په نامه ولسمشرۍ (جمهوري رياست) لپاره د ټولټاكنو (انتخاباتو) تر سرليك لاندې دا چيغې او ګونګوسي د هوا په څپو كې ګرځي. دا شعارونه د غويي (ثور) د كرغېړنې كودتا هغو مرحلو ته ورته دي چې په هره مياشت كې به د عوامو د بوخت ساتلو لپاره وړاندې كېدل. په هېواد كې مېشت افغانان هېڅكله نه شي كولاى د خپل زړه آواز نړيوالو ته ورسوي، ځكه راډيو، ورځپاڼې او ټلويزيوني خپرونې د پرديو څېرو تر څارنې لاندې كار كوي. د ټولټاكنو د كارټونو وېش د عوامو تېرايستل او د نړيوالو په سترګو كې د خاورو دوړول دي. دا چې وايي: ”لمر په دوو ګوتو نه پټېگږي“ د هغو ژونديو انسانانو تګلاره ده چې خپلواك او د ضمير خاوندان وي، ځكه هغه تش په نامه انسانان چې د خپلو شخصي ګټو لپاره هلې ځلې كوي، كله د داسې دسيسو په وړاندې د يوه باوجدانه انسان په توګه راڅرګندېږي. په داسې حال كې چې زموږ دګران هېواد جنوبي او ختيزې برخې د پرديو واكمنو تر زورزياتي لاندې دي، نو عام ولس په داسې كړكېچنو حالاتو كې څنګه كولاى شي دغو پلورل شويو افغان دښمنو كسانو ته رايه وركړي. واكمنه ډله سره په ډېره بېشرمۍ او سپينو سترګو د پښتني سپېڅلي كلتور تر پښو لاندې كولو دندې پر غاړه اخلي او د تش په نامه واك تر شعار لاندې غواړي خلك تېر باسي. خو په اصلي مخ كې مسلمانان او د پاكې عقيدې كسان د دې انسان ضدو ناولو څېرو له خوا په كومو نومونو يادېږي آيا دا به د يوه با صلاحيته انسان له خوا د منلو وړ خبره وي چې دا ډول ځواك ته سر ټيټ كړي او په اصطلاح رايه وركړي؟ الحمدلله د غربي ټوليزو رسنيو او آزادو خبرتيايي خپرونو په مرسته هر وخت دا د نېكمرغۍ خبرونه اورو چې د اشغالګرو ټوټې ټوټې لاشونه په افغانستان كې دننه كېږي. د نړۍ په دې پراخه فضا كې اشغالګران او د هغوى ډلې ټپلې د آرامۍ خوب نه لري خو د خپلو كرك پاروونكو حركاتو په وروستي حالت كې بيا هم ځانونو ته تسلى وركوي او داسې ګومان كوي چې ګواكې دا هسې تش په نامه ټولټاكنې كولاى شي د دې زمينه مساعده كړي چې د دوى شوم پلانونه د عملي كولو خوا ته وهڅوي، خو دا ارمان به له ځان سره ګور ته يوسي. تر هېواد بهر په ګاونډيو هېوادونو كې د دې ټولټاكنو لپاره اصلاً هېڅ معلومات نه شته، تر اوسه څوك نه پوهېږي چې ټولټاكنې څه دي او څه ته وايي. ټول خبر دي هغه كسان چې د پرديو ترشعار لاندې ژوند كوي او يا هم په نېغ ډول د غلام په توګه ژوند لري د ازادۍ او خپلواكۍ نوم ورته هـېڅ مانا نه لري، په دوى كې هغه كس مخكښ دى چې خپلو بادارانو ته نژدې او اخلاصمند وي. د ټولټاكنو لپاره همداسې كسان په كاردي چې د بارونو د وړلو توان ولري او د كهالۍ په صورت كې د وهلو او ټكولو لپاره د لويې حوصلې خاوند وي. په ډالرو رانيول شوي ځينې كسان شپه او ورځ په دې فكر كې دي چې څنګه پلانونه جوړ كړي او عوام څنګه بوخت وساتي او د خپلو دغو كرغېړنو اعمالو له نندارې څخه خلك ليرې وساتي. هغه كسان چې د خپلې ګټې په خاطر د هېواد خپلواكۍاو د وياړمن ژوند په بدل كې ظاهري هپنوتيزم ته ارزښت وركوي په همدې بهيرونو كې ونډه اخلي او يا خو هم ورته د چوپړ ملا تړي. اشغالګران داسې ګومان كوي چې ورځ تر ورځ يې محبوبيت زياتېږي. حال دا چې داسې نه ده، تش په نامه افغانان هېڅكله د پښتنو د اصلي بچيو ځاى نه شي نيولاى او هغه پلورل شوي مزدوران چې د پرديو په چوپړ كې خپلې شپې او ورځي سبا كوي، د افغانستان ساتندويان نه شو ګڼلاى. مسلمانو افغانانو ته اوسنۍ ټاكنې د نورو په ګټه هغه تصور دى چې اشغالګران يې د نشې په حالت كې ويني. موږ له ډېري زمانې راهيسې له داسې دسيسو او چال چلندو سره اشنايي لرو، موږ ته خپلو پلرونو د جنيتيكي انتقال په واسطه دا ميراث راپرې ايښى دى چې د ليونيو او پرسدو ترمنځ توپير، د حق او باطل د جلا كولو، د آزادۍ او غلامۍ ترمنځ بېلوالى، د دوست او دښمن په خبرو د پوهېدلو توان ولرو. هغه افغانان چې تاريخي رسالت په پام كې لري د خپل مسووليت په پام كې نيولو سره هېڅكله د پرديو له راوړل شويو قواعدو او ايجاباتو سره مينه نه څرګندوي. ځكه په نژدې كې به ان شا ْ الله د پښتون د باهمته او ژوندي ولس په قربانۍ سره دا تقليدي قانون او د هغه راوړونكې ډلې ټپلې د تل لپاره په هغه هديره كې چې د دوى په انتظار ده تر خاورو لاندې شي . | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:12 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
تورې دروازې | ||||
شهرام توريال، ننګرهار تورې دروازې دا يو روڼ حقيقت دى، چې هېڅوك هم د غلامۍ او بردګۍ ژوند نه شي زغملاى. انسان څه، ان حيوانات او مرغان هم خپل ځان د بل چا په واك كې نه خوښوي. تاسو به ليدلي وي، چې د مرغانو او حيواناتو مينه وال دوى ته هرڅومره ښه ښه خوراكونه وركوي او ډېره پاملرنه پرې كوي، خو له دې ټولو ځانګړنو او هوسايۍ سره سره هم هغوى خوښ نه دي او غواړي چې ازاد شي او خپلو خپلو ځايونو او ځړځايونو ته ځانونه ورسوي، په خپله خوښه وګرځي او والوزي پاتې لا انسان، انسان خو په هېڅ مانا بردګي نه شي زغملاى. بيا هغه انسان چې د همت خاوند وي، د زمري غوندې وي نه د ګيدړ غوندې، چې بل څوك ورته خواړه برابروي. بله خبره چې يادونه يې ضروري ګڼم، هغه په افغانستان كې د باندېنيو ځواكونو شتون دى، چې ځينې وايي دا ځواكونه بايد وي، خو ځينې نور بيا وايي چې دا پردي ځواكونه بايد نه وي. دا خو اشغالګر دي او... زه پر خپل وار دا وايم چې زه هم په هېواد كې د باندېنيو ځواكونو د شتون پلوى نه يم، خو د يو څو ټكو يادونه ضروري ګڼم، هغه دا چې كه موږ تېرو دوه نيمو لسيزو ته، په ځانګړې توګه تېرې يوې لسيزې ته لږه پاملرنه وكړو او د خپلو هېوادوالو كړاوونه، ستونزې، فقر، غربت، كډوالۍ، بدمرغۍ اوان چې سپكاوي او مرګ ژوبلې رايادې كړو او هم د دې بدمرغيو لاملين راياد كړو، چې دوى څوك وو او د چا په اشارو يې دا كارونه كول، نو هرڅه به څرګند شي. سمه ده چې دغو لاملينو او مجرمينو به هم ويل چې دا ټوله باندېنۍ لاسوهنه ده، خو دا ټولې خبرې ناسمې دي، ځكه چې دلته خو پردي نه وو، تاسو ته يې يوازې دستور دركاوه، تاسې وئ چې كابل مو وران كړ، هېواد مو لوټې لوټې كړ، زموږ ګردو هېوادوالو به په يوه اواز ويل چې د هېواد د بدمرغيو د ليرې كولو يوازېنۍ لار د نړيوالو نېغ په نېغه مداخله ده. بايد نړۍ چوپه پاتې نه شي، دلته بايد پوځي مداخله وكړي، چې دغه روانه ستونزه اواره شي. له ټوپكسالارانو څخه دومره تنګ راغلي وو، چې د بيان اړتيا يې نه شته، هغه ځكه چې هر چا ته هرڅه د لمر غوندې روښانه دي. له ټوپكسالار څخه مو موخه كومه ځانګړې ډله نه ده، نه د كومې ځانګړې زمانې د مقطع خلك مې هدف دي، بلكې هر هغه څوك، ډله يا ګوند چې د هېواد د بدمرغيو او زموږ د بېوزلو هېوادوالو د ځورونې، وژنې او اوارګۍ لامل شوي وي، د ټوپكوالو په نوم يادېږي. زه هغه خلك اوس هم پېژنم چې هغوى د ليكنو او په راډيوګانو كې د مركو له لارې په مشخصه توګه د امريكا او په عامه توګه د نړيوالو ځواكونو يادونه كوله او دا به يې په ډاګه ويل چې زموږ څخه كارونه خراب دي، موږ ناكام شوي يو. ښه راته ياد دي، چې يوه ورځ راته يوه هېوادوال وويل: تر هغه مهاله چې په كابل كې تورې دروازې نه وي پرانيستل شوې، په هېواد كې امن نه راځي. بله دا چې هر چا به ويل چې سوچه اسلامي حكومت دې راشي، دا داسې وينا ده چې امي او ملا به په يوه اواز ويل، تاسو وليدل چې په افغانستان كې دغه ډول حكومت راغى. كه څه هم د دغه حكومت په كاري حساب كې ډېره نااهلي وه، د ښځو حقوق په كې غصب و. زموږ خويندې په تعليمي ډګر كې پاتې راغلې، زموږ هېواد له نړۍ څخه ګوښه شو، تاريخي اثار مو لوټ او ويجاړ شول. خو بايد ووايم چې دغه حكومت تر بل هر حكومت زياته اسلامي بڼه لرله، امنيت په كې ښه و، خو بيا به هم زموږ ليكوالو وروڼو ليكل چې دغه مصيبت به كله ليرې كېږي؟ يوازې امنيت مو نه دى په كار، اسلام خو دومره تنګ نه دى لكه دې صاحبانو چې راتنګ كړى دى. ما ته ياد شي چې يوه ورځ راته يو چا وويل: پلانيه! تا ته خو پته ده، چې ما ته په دې حكومت كې ښه امكانات هم په لاس راغلي دي، خو له خدايه غواړم چې پر بل مخ واوړي. هغه ځكه چې كار په كې د كار اهل ته نه دى سپارل شوى، ظلم په كې خپل وروستي حد ته رسېدلى دى. ما ته دا هم ياد دي، چې كله د طالبانو حكومت نسكور شو، څو تنو يې چې ښه د خبرو اهل وو، وويل: اسامه دې ژوندى وي، ما ويل ولې؟ هغوى به ويل: دا اسامه و، چې زموږ درپه دره هېواد ته يې نړيوال ځواكونه او نړيوالې مرستندويې ټولنې راوستې. كنه دا ارمان زموږ په ژوند نه پوره كېده. راځئ له ځانه وپوښتو چې اوس خو په كابل كې تورې دروازې پرانيستل شوې دي. نړيوال پوځي ځواكونه شته، نړيوالې خيريه ټولنې او ارګانونه ښه په درز په كې لګيا دي كار كوي، ازاد بازار ښه په كې پرمخ روان دى، ښارونه مو د موټرو له لاسه دومره تنګ شوي، چې تاسې يې ګورئ. په ولسواليو كې په سلګونو څه، چې په زرګونو موټرونه ليدل كېږي، سړكونه جوړېږي، ښوونځي په سلو كې 90 فعال دي او زده كوونكي ښه په مينه په كې لوست كوي؛ د هېواد سيسټم مو ورو ورو د جمهوريت او ولسواكۍ پر لوري ګامونه ږدي؛ د دې انتظار به وكړو، چې راتلونكو څلورو_ پنځو كلونو كې كه خداى كول په هېواد كې د بيارغونې كارونه دومره په چټك پر مخ لاړ شي، چې تصور به يې هم نه شې كولاى. خو دا هم بايد ومنو: په هېواد كې لا ډېرې بدمرغۍ شته او هغه هم زموږ خپل هېوادوال مسوول دي. كه ځينې چارواكي رشوتونه اخلي، لرګي پلوري، د ګمرك پيسې په خپلو جېبونو كې اچوي، د خلكو معاشونه پر خپل وخت نه وركوي او يا يې هم بشپړ نه وركوي، نو دا خو زموږ خپل هېوادوال دي، چې دا كارونه كوي. په دې كې نړيوال دومره ګرم نه دي، چې ولې يې دويته واك وركړى دى. خو دا بايد ومنو چې موږ په هره جامه كې ازموينه وركړې ده او دېته ورته خيانتونه مو كړي او كه واك په لاس راشي موږ يې هم كوو، نو راځئ فكر وكړو، چې دغه ناروغي له ځانه څنګه ليرې كړو؟ او خپل لاسونه د دغو چارواكو ګرېوانونو ته وراوږده كړو او لاس يې ونيسو. لږ تر لږه له ډله ييزو رسنيو سره مركې وكړو، خپل غږ د نړيوالو غوږونو ته ورسوو او دغه خاينين رسوا رسوا كړو، خو رښتيا هم چې دا يو داسې ملت دى، چې د خاين په وړاندې نه يوازې دا چې غلى پاتې شوى دى، بلكې صاحب صاحب ورته وايي، په نوبت نوبت ورته ډوډۍ ګانې كوي او نازوي يې او ډول ډول لارې چارې لټوي چې له دغو خاينانو سره اړيكي ولري او خپل تربوروان پرې ووېروي!! زما د دې ګډې وډې ليكنې موخه دا ده چې ليكوال وروڼه بايد په اوسني نظام پسې تخريبي ليكنې ونه كړي، بلكې خپلو غلطيو، تېروتنو او نيمګړتياوو ته دې ځير كړي او ښه وړانديزونه دې ورته وكړي. په زغرده دې ورته ووايي، ودې ليكي، چې ګرانه! دا كار دې ښه نه دى او هم دا رنګ نړيوالو ته بايد سالمې مشورې وركړل شي او د هغوى نيمګړتياوو ته دې د هغوى پاملرنه راواړول شي او ورته ودې ويل شي چې دا كار مو ښه دى او دا نه، دوى بايد په دې پوه شي چې زموږ دا هرڅه تعميري بڼه لري، نه تخريبي. هغه ورځ زموږ يو ګاونډى راته وايي: ياره! په افغانستان كې بهرنيان ژوند نه شي كولاى او افغانان بهرنيان نه شي زغملاى او دلته چا و چا ماتې خوړلې ده. دا ډېر باتور قام دى او... خو ما ورته وويل چې خوشحالېږه مه! افغانان اوس پوه شوي دي، دوست و دښمن پېژني، خپلې ګټې اوس سنجولاى شي، اوس كتلستان هم پېژني. نو په داسې حساسو وختونو كې بايد موږ بې حوصلې نه شو او خپل خپل مسووليتونه بايد وپېژنو. داسې وګڼئ چې موږ دا بهرني ځواكونه دېته اړ كړل، چې له هېواده ووځي، نو هېواد به مو په كوم حالت اخته شي؟ طبيعي خبره ده چې يوځل بيا به د هغه چا په لاس ورځي، چې هغوى يوځل امتحان وركړى دى او يا به له سترې ګډوډۍ سره مخ شي. له افغان ملت څخه خو دا تمه كول بېځايه ده چې دوى به واك په لاس كې ونيسي او كار به د كار اهل ته وسپاري. اوس چې نړيوال ځواكونه شته، يوه خاين ته خو مخامخ هېڅ هم نه شې ويلاى، بلكې په راډيو يا ورځپاڼه كې هم ورپسې څه نه شې ويلاى، په داسې حال كې چې دغه ډول اشخاص اوس بېخي د ډار په حالت كې ژوند كوي او د نړيوالو له ملامتۍ وېرېږي. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:11 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
زابل ولايت، د ستونزو په منګولو كې | ||||
سعد الله سعيد، غوړه مرغه زابل ولايت، د ستونزو په منګولو كې كله چې يو نېستمن او بېوسه بنده د كابل په لارو كوڅو او واټونو كې وګرځي، يا هم د دولتي ادارو يا بهرنيو دفترونو او انجوګانو ادارو ته سر وردننه كړي او هورې خپلې غريبې سترګې وغړوي راوغړوي، نو ډېر څه به تحليل كړي چې رښتيا هم د ډيموكراسۍ، عيش او امن په ښكلې جزيره كې به له خوښۍ ډك ژوند او هوسايي رامنځته شوې، كه چېرې دى د ولس په درد دردمن انسان وي، نو له كابل څخه به ليريو سيمو ته هم د خيال نيلى وځغلوي، بيا به يې له كابل سره پرتله كړي. ضرور به له ځان سره ووايي چې دا ټولې خوښۍ، ښېګڼې او نعمتونه خو يوازې د كابل ښار په برخه رسېدلي، مبارك دې شه كابله دا وياړ، دا ډالرونه، عيش او عشرونه. بيا به يې هغه واكمنان هم په زړه كې ورتېر شي چې د مليونونو ډالرو په سېلاو كې په عيش اخته دي، د شپې له مخې د چاينيز هوټل په خيالونو كې وي. خو كله چې څوك د نوي اساسي قانون 22مه ماده لولي چې: "د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع ښځې او نارينه د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري". او د بشر د حقوقو هغو ادعاګانو ته غوږ ونيسي، چې د ښځو په اړه هره ورځ نارې سورې وهي، نو فكر به وكړي چې دا ټولو شعارونو او غوښتنو يوازې په كابل كې عملي بڼه نيولې ده. تر كابل بهر په زياتو ولايتونو او د همدغو ولايتونو په كليوالو سيمو كې پر ښځو زور زياتى هماغسې روان دى. د ښځو حقوق په دې نه تامينېږي، چې يو څو ښاري ښځې دې په دفترونو كې دندې ولري، له كليوالو ښځو سره ولې د دولت او يا د بشر د حقوقو د خپلواك كميسيون همدردي نه شته؟ راشئ چې د زابل ولايت د مېرمنو ستونزې د بېلګې په توګه راوڅېړو، بيا به دا راته څرګنده شي چې په نورو سيمو او ولايتونو كې به څه حال وي، قضاوت ستاسو په لاس كې دى. زابل له هغو ولايتونو څخه دى، چې ګمركي عوايد يې له نشت سره برابر دي، نو ځكه تر ډېره كچه په اقتصادي ډګر كې له وروسته پاتو ولايتونو څخه ګڼل كېږي، د خلكو ژوند پر كرنه ولاړ دى، خو مالداري هم د دغه ولايت له عايداتي سرچينو څخه ګڼل كېږي. دا هغه ولايت دى چې په دې وروستۍ وچكالۍ كې زيات ځپل شوى او زيات خوار شوى دى. نه دولت ورته څه كار كړى، نه د بشري حقونو كميسيون، نه هم خيريه ټولنو. لومړى به پر روغتيايي ستونزو رڼا واچوو. د ټول زابل په كچه د كلات په ښار كې درې تنه ډاكټران كار كوي، چې په دولتي روغتون كې هم دنده لري، دوى اكثره وخت په خپلو شخصي كتنځايونو او درملتونونو كې تېروي. خلك په دې برخه كې زياتې ستونزې لري.په دې وروستيو كې دغه ولايت ته ايكي يوه ښځينه ډاكټره راغلې وه، خو هغه هم د دغو نورو ډاكټرانو له خوا ځكه وګواښل شوه، چې ښځينه ناروغانې به ورته زياتې راتلې. كه د 1357ل كال هغه سرشمېرنه چې د سردار محمد داود خان په وخت كې شوې وه اوس د زابل په اړه سمه وګڼو، سره له دې چې دا شمېره به درې چنده لوړه شوې وي، خو كه چېرې هغه پخوانۍ دا په پام كې ونيسو، چې د زابل اوسېدونكي يې درې لكه تنه اټكل كړي وو او له اوسنيو ډاكټرانو سره يې پرتله كړو، نو هر ډاكټر اړ دى د يو لكو كسانو روغتيايي ستونزې اوارې كړي. دلته د بشري حقونو ادارې او دولت څه كړي؟ نو ايا د يوه دومره ستر ولايت په كچه دا درې تنه ډاكټران كفايت كوي؟ همدا لامل دى چې د ناروغانو د مړينې كچه تر حد زياته شوې، چې ستره وجه يې د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى او كموالى دى. متخصص ډاكټران په ټولو ولسواليو كې په دوربين هم نه پيدا كېږي، همدا لامل دى چې په سلو كې دېرش ناروغان په مړژواندي حالت كې ژوند كوي، نه رغېږي نه مري او په سلو كې اويا ناروغان خپل ژوند له لاسه وركوي، په تېره بيا هغه خوارې مېرمنې چې اميندوارې دي، يا هغه ماشومان چې په خوارځواكۍ يا هم د وينې په كموالي اخته دي. د ګوزڼ د سروې په اړه چې د يونيسف نړيوالې ادارې كومه ادعا كړې، دا ده چې ګواكې تر 2015م كاله پورې به دغه ناروغي له افغانستان څخه ليرې كوي. حال دا چې په زابل كې د دې ناروغۍ ستونزه ډېره ده، چې يوه پراخ كمپاين ته اړتيا لري، په داسې لنډ مهال او لږو امكاناتو كې يې له منځه وړل ګران كار دى. يوه ورځ يوه كلي ته لاړم، چې د شملزو ولسوالۍ ته په درې كيلومترۍ كې پروت دى، په همدغو ورځو كې د پوليو پرضد درې ورځنى كمپاين پايته رسېدلى و. له كليوالو څخه مې په دې اړه وپوښتل چې ايا خپلو ماشومانو ته يې د پوليوضد څاڅكي وركړي دي او كه نه؟ هغو وويل: "موږ چرګان نه لرو، چې د پوليو د كمپاين كاركوونكو ته يې پاخه كړو، هغوى موږ غريبانو ته چېرې راځي". كه كومې اميندوارې ښځې ته روغتيايي ستونزه پېښه شي، په ټول ولايت كې ورته روغتيايي اسانتيا نه شته، خلك اړ دي چې په ډېرو پيسو او ډېرو ستونزو كوم موټر كرايه كړي او خپله ناروغه تر كوټې پورې ورسوي، چې د لارې ستونزې او د ناروغې مېرمنې عذاب خو بيا بله ربړه ده. اكثره وخت دوى نه شي كولاى چې كوم موټر پيدا كړي، نو خپله ناروغه پر خره سپروي او په پلي ډول يې تر پولو هاخوا (كوټې) ته اړوي. په سيمه كې كليوالې دايه ګانې شته، خو هغوى دومره پوهه او تجربه نه لري، نه يې هم روغتيايي لارښوونې ليدلې دي. يوه ورځ د خپلې ولسوالۍ په موټر كې ناست وم، څنګ ته مې يو ماشوم ناست و، چې هغه بل څنګ ته يې يوه مېرمن ناسته وه، زه د مېرمنې له زګيرويو وپوهېدم چې كومه روغتيايي ستونزه لري. تر 30كليومترۍ پورې نه وو تللي، چې له پولې څخه واوښتو او د كړومانو په نامه د پاكستاني پوليسو يوې تاڼې ته ورسېدو.د پوليسو له تالاشۍ څخه خلاص شوو، موږ د ښځې د ناروغۍ له كبله د موټر بام ته وختو، تر څه مزله وروسته موټر كلي ته وروګرځېد، ښځه مو په ځولۍ كې يوه كور ته ننه ايسته، موږ ګومان كاوه چې دا به كومه وړه روغتيايي ستونزه لري، موټر چلوونكي غوښتل چې لږ څه تم شي، خو موږ ته وويل شول چې هغه د زېږون د درد له كبله په عذاب وه، چې تر دې ګړيه چوپه خوله ناسته وه او سونګ يې هم نه كاوه. پر هغې مې زر افرينه او شاباسى ووايه، چې دومره ستره سينه او لوى زغم يې درلود. د موټر ټولو سورليو په ژړا پيل او د خپلې بېوسۍ افسوس يې وكړ. دغه راز عام خلك د وچكالۍ له كبله زيات سر ټكوي، د دغه ولايت سيندونه او كارېزونه وچ شوي، د سره غره په لمن كې شينكۍ ولسوالي پرته ده، چې يوه سمسوره او باغ لرونكې سيمه وه، ډېر پالېزونه، د بادامو او انګورو ګڼ بڼونه په كې شنه وو، خو اوس د وچكالۍ له كبله په يوې داسې سيمې بدل شوى، چې خلك يې لږ غنم په مېچنه كې اوړه كوي، وروسته يې خوري. زيات خلك اړ شوي چې د يوې وچې ګولې د ګټلو لپاره پاكستان او يا هم نورو هېوادونو ته كډه شي. زياتو كليوالو خو خپلې ځمكې وپلورلې او له خپلو وطنونو څخه فراره شول، بيا خداى خبر كه بېرته ورته راشي. كه چېرې هلته د كار شرايط برابر واى، خلكو ته كارځايونه جوړېداى او په ليريو پرتو ولسواليو كې د ژوند امكانات برابرېداى، نن به دغه ولايت هم له زياتو اسانتياوو څخه برخمن واى. اوسنى دولت چې انتقالي دوره ده، له خپل واك او صلاحيت لوړ كارونه كوي، د ساري په توګه پنجشېر چې له پروان ولايت څخه 40 كليو متره واټن لري، په ولايت بدلوي، يا دايكونډي چې له روزګان ولايت څخه ډېره لږه فاصله لري، ولايت كوي. دولت پلمه كوي چې د دې سيمو وګړو زياتې ستونزې لرلې، نو ايا د زابل خلك په افغانستان پورې اړه نه لري؟ همدا اوس د دې ولايت زياتې سيمې د سيمه ييزو قوماندانانو او نورو ډلو ټپلو د بې امنۍ ښكار دي، چې خلك يې په خورا ستونزمن حالت كې ژوند تېروي. خلك د ښوونې او روزنې غوښتنه كوي، په ژونديو ولسواليو كې يو ښوونځى نه شته، لېسې خو پرځاى پرېږده. هغه ښوونځي چې فعال دي، ښوونكي يې معاش نه لري، تر اوسه دغو ښوونكو ته د تېر ژمي معاش نه دى وركړل شوى، دوى به څنګه حاضر شي چې خدايي خدمت!! وكړي؟ اداري جوړښت د قومي تربګنيو له كبله په سخت فساد اخته دى، دا تربګني او قومي شخړه د هغو لاسوهنو او جنګ اچولو پايله ده، چې زياتو مغرضو لاسونو په كې خپلې خپلې ګټې وپاللې. همدا اوس هم خلك د بې امنۍ او اداري فساد له كبله پزې ته رسېدلي. هغه عمليات چې په اتغر نومې سيمه كې ترسره شول، وسلوالو ډلو يوازې او يوازې چور او تالان ته ملا تړلې وه، دوى ته په دې ترڅ كې موټرسايكلونه، موټرونه، پيسې او نور توكي لاسته ورغلل. ځكه په شينكي، نوبهار، چوپان، ميزان او نورو ولسواليو كې عامو خلكو د عملياتو په وړاندې توند غبرګون وښود. د پښتنو كورونو ته د وسلوالو ډلو نېغ ورتګ يو ستر پېغور ګڼل كېږي، دوى څنګه دېته حاضر شي، چې يو پردى كس دې ناڅاپه د دوى كور ته دننه شي، خلك اړ شول چې په پاڅون لاس پورې كړي، كله چې د ملي پوځ او ملي پوليسو كسان يا هم ائتلافي ځواكونه سيمې ته ورځي، په كار ده چې د سيمې حساسيتونه په پام كې وساتي، هلته خلك په هر لحاظ تر نورو سيمو توپير لري. همدا وجه ده چې زابل په سياسي لحاظ يوه بدنامه سيمه ده او خلك ګومان كوي چې په دې بې امنۍ كې د دې ولايت اوسېدونكي هم ورشريك دي، حال دا چې دا د بې مسووليته خبريالانو كار دى، كله چې دلته هرڅوك د كومې پېښې خبر وركړي، پړه يې پر ځايي اوسېدونكو اچوي. خبريالان بايد سيمو ته ورشي، له ځايي خلكو سره دې مركې وكړي، په خپله دې حالات وڅاري او پېښه دې سمه وپلټي، چې دا د يوه خبريال رسالت هم دى، دا مهال چې په زابل كې كومې پېښې كېږي، ښكاره لامل يې د هغو بې ظرفيته چارواكو كړه وړه دي، چې لا يې سواد هم بشپړ نه دى، خو د مركزي ادارې له خوا ورته معرفي شوي دي. دوى د ټوپك په زور د واك ګدۍ لاسته راوړې، هغه د چا خبره الف يې په ځيګر كې نه شته، داسې كسان به څنګه وكړاى شي د تشو خبرو ترڅنګ هېواد ته خدمت هم غنيمت وګڼي او د ملت لپاره رښتيني خدمتګاران وي. ستر خدمت خو يې دا دى چې بېګناه خلك په يوه او بل نامه زندانونو ته لېږي او تنكي زلميان د خپلو شخصي عقدو له مخې دېته اړ باسي چې خپل خوږ هېواد پرېږدي يا يې په زوره جګړې ته راكاږي. دغو چارواكو!! ته خداى وركړې ده، د دوى په وينا 52 ډوله وسلې يې ملتيا كوي، خو خپل هېوادنى او اسلامي مسووليت يې هېر دى، نه د خپل ولس غم ورسره دى، نه د خپل هېواد. له دوى سره يوازې د خپلو دوزخي خېټو او خورجينونو د ډكولو غم دى. زابل چې اوږدې اووه كلنۍ وچكالۍ ترې هرڅه تالا ترغه كړي، يو عجيب حالت په كې روان دى، چې سړى يې په ليدو حيرانېږي. فصلونه، مالونه (رمې) او نور حاصلات يې د وچكالۍ خوراك شول، دا مهال چې كله امنيت ګډوډ شوى، خلك بيا كډوالۍ او دربدرۍ ته اړ شوي دي. د همدغو چارواكو د واكمنۍ پايله دا شوه چې د دوى جېبونه ډك او په بهر او دننه كې يې ځان ته عصري ماڼۍ جوړې كړې، خو خپلو هېوادوالو او مظلومو خلكو ته يې بېساري غمونه، دردونه او كړاوونه ورپه برخه كړل. دولت د دې پرځاى چې په زابل ولايت كې په يوه او بل نامه خلك ونيسي، په خپله خوښه په كار ګمارلي چارواكي دې وڅاري، د هغوى د كارونو، خدمتونو او كړنو جاج دې واخلي، په خپله به پوه شي چې حالت څنګه دى؟ له بده مرغه دغه ولايت ته راغلي واليان يوازې د ډالرو په ټولولو لګيا پاتې شوي نور يې هرڅه هېر كړي دي، دغه راز بهرنۍ موسسې او انجوګانې هم چې كله د كار لپاره افغانستان ته راځي، بايد اړ ولايتونو او هغو سيمو ته لاړې شي، چې خلك يې په اقتصادي لحاظ كمزوري او اړ وي، خو دوى اكثره په هغو سيمو كې كار كوي، چې د وسلوالو او جنګسالارانو استازي د واك پر ګدۍ ناست دي. زياته ګټه يې همدغو جنګسالارانو ته رسېږي، په دغه ولايت كې خو خلك له زياتو ستونزو سره مخ دي، بايد چې ورته پاملرنه وشي. بله دا چې زياتې امنيتي پېښې د نورو كسانو له خوا كېږي، ځكه كوښښ كېږي، چې د زابل په څېر د پښتنو نور ولايتونو هم په ناامنه وښيي او بهرنياو ته دا په غوږ كې وركړي، چې ګواكې دا سيمې د القاعده او ترهګرو ځالې دي!. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:10 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
ځان ”افغانستاني“ ګڼل يو ستر خيانت دى | ||||
ليكوال : ولي احمد نوري، فرانسه- پاريس ژباړه : وريت كوچى، كونړ ځان ”افغانستاني“ ګڼل يو ستر خيانت دى دا ليكنه چې لولئ د يوه پښتوژبي په قلم نه ده ليكل شوې، نه هم د تعصب او تفرقه اچونې له احساس څخه سرچينه اخلي. ځكه چې مور و پلار مې د دواړو شريفو قومونو (پښتون او تاجك) دي. دري ژبى يم، خو نه يوازې د خپل هېواد پر دغو دوو قومونو، بلكې د خپل دغه لرغوني هېواد پر ټولو مېشتو قامونو وياړم. تفرقه اچونه او ملي يووالي ته زيان كه هر ډول وي، په ټول توان سره غندم. زموږ د نېكونو له خوا د افغانستان په جوړېدو او د زرګونو تنو هېوادوالو په مېړانه او همت سره دغه هېواد د پرديو له يرغل او بريدونو څخه وساتل شو. د دې سيمې رښتينو مجاهدينو په خپلو سرښندنو او د كډوالۍ په زغملو سره دغه هېواد له هر ډول بريد او وركاوي څخه وژغوره. خو دا دى ځينې محدود كسان د خپلو شخصي ملحوظاتو او د دښمنانو د خوښۍ لپاره د ”افغان“ د نوم پر ځاى د دې هېواد اتباعو ته د ”افغانستاني“ ويل غوره ګڼي او كاروي يې. دوى د قدرت د ترلاسه كولو لپاره د پرديو چوپړ كوي، مزدور انسان ته خو دا كوم شرم نه دى. خو له تېرو څو لسيزو راهيسې په بهر كې ځينې خپرېدونكې خپرونې په دې هڅه كې دي، چې د دري ژبې سوچه تورو پرځاى ايراني يا هم دوديز عربي توري وكاروي، چې نه يوازې خوند نه كوي، بلكې پر سړي بد هم لګېږي. خو د افغان تورى په افغانستاني اړول بيا تر هر توري كركپاروونكى، بدرنګه او د سپكاوي نښه ده. دغه نوم په اتيايمه ميلادي لسيزه كې پر هېواد باندې تر كمونيسټي كودتا وروسته، دغه راز تر پولو هاخوا د جهادي خپرونو تر پاشلتيا وروسته كله كله تر سترګو كېده، خو له بده مرغه چې د څه مودې تر اوښتو وروسته زموږ د ملي يووالي دښمنانو او د افغانستان د نورو تمه لرونو ګاونډيو اجيرانو له خوا نور هم دود شو، چې افغاني كرامت ته دنه درناوي كړۍ يې نوره هم پراخه كړه، چې په يوشمېر خپرونو ”اميد“ اوونيزې او نورو ايراني مشربه، دغه راز ځينو هېوادمېشتو خپرونو كې دا تورى ډېر وكارول شو، چې انسان ته كركه وربخښي او بېزاره كوي يې. د نړيوالو حقوقي مسئلو او د افغانستان د ملي وثيقې له مخې، همدارنګه د 1382ل/2002م كال د لويې جرګې د پرېكړې له مخې چې تېر كال په كابل كې جوړه شوه، د افغان ټكى د افغانستان د هر اوسېدونكي لپاره كارول كېږي او پر دې خبره ډېر ټينګار هم شوى دى. د نړيوالو ميثاقونو او پرېكړه ليكونو پر بگنسټ، چې افغانستان يې هم په پاى كې لاسليك كړى دى، په هغو كې د افغانستان ټول وګړي د ”افغان“ په نامه ياد شوي، نه د ”افغانستاني“ په نامه. نو ايا دا ټول ميثاقونه او قوانين دې تر پښو لاندې شي؟ او يا دې هم يوازې او يوازې د څو تنو فتنه اچوونكو او خرڅ شويو كسانو په خوښه د هغو تعديل ترسره شي؟ ايا كېدى شي چې د مستوره افغان نوم، چې يوه فرهنګپاله، ادبپاله مېرمن او د افغانو ښځو د ازادۍ مخكښه وه، د هغې نوم دې سل كاله وروسته په مستوره افغانستاني بدل كړاى شي او تر دې وروسته دې د مستوره افغانستاني په نوم سره ياده شي؟؟ ايا كېدى شي چې د افغانستان د شعر او ادب د مخكښانو لكه: سلجوقي، خليلي، سرور جويا، رحيم الهام، مولوي خسته، صديق حيا او... ويناوې چې د دغې ادبپوهې مېرمنې په اړه يې كړي، د څو تنو پوچو او خشكه كسانو په غوښتنه بدلې شي؟ ايا خال محمد خسته دې له قبره راپاڅي او خپله شعري ټولګه دې بيا له سره وليكي؟ چې د دغو پلورل شويو كسانو د رضايت سبب شي؟ ايا د ”پرده نشينان سخنګو“ اثر، چې ليكوال يې ”ماګه رحماني“ دى او نيمه پېړۍ وړاندې په كابل كې چاپ شوى، بيا له سره چاپ شي؟ همدا راز د حنيف بلخي تذكرآ الشعراء د ”پر طاووس يا شعر فارسي در اريانا“ تر سرليك لاندې كتاب دې د څو تنو بهرنيو اجيرانو په خوښه بيا له سره چاپ شي او د مير هوتك افغان نوم دې هم په مير هوتك افغانستاني بدل كړاى شي؟؟ د ستر سيد جمال الدين افغان له نوم سره به څه كوو؟ تر دې وروسته به سيد جمال الدين افغانستاني ورته وايو؟ دا هغه ستر شخصيت دى، چې دوې پېړۍ وړاندې د فرانسې ستر ليكوال او شاعر ويكټور هوګو د هغه پر نامه وياړ كاوه. نو اوس دې د هغه نوم واړول شي؟ ددې لپاره چې د څو تنو لاسپوڅو كسانو باداران خوښ كړو؟ (بيا دې هم لعنت وي پر تاسو، اى د دې سپېڅلې خاورې ناخلفو بچيانو!). د خداى لپاره راشئ او هغه شعار چې له نن څخه 80 كاله وړاندې يوه ړانده شاعر خداى بخښلي باقي قايلزاده، چې په اصل كې زموږ شعيه هېوادوال دى او په څه احساس سره يې دا شعر ويلى و، بايد زمزمه كړو او د عمل جامه ورواغوندو: ”پشتون و تاجك و قزل و ازبك و مغل اين اسم ها ز دفـتـر مـلـي روان كشـيد فقط به نــام ملت افـغـــان ستان، همه اييد جمع و مطـلب خود شادمان كنيد“. د ”اميد“ اوونيزې د 1383ل كال د وري مياشت، 626 مه ګڼه، لومړي ستون او دوولسم مخ كې د افغانستان د يوه جګپوړي چارواكي له خولې د افغان تورى په افغانستاني ليكل شوى دى. كه چېرې د ايرانۍ خبريالې (ايرنا) له خوا دا تورى په جعلي توګه ليكل شوى وي، يا هم د اميد اوونيزې كاركوونكو په لوى لاس په دې خبر كې لاسوهنه كړې وي، اصولاً بايد د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي په دې برخه كې توند غبرګون وښيي. دا څنګه ومنو چې د افغانستان د راروانې ولسمشرۍ لپاره كانديد (ښاغلى لطيف پدرام) چې په كمونيسټي رژيم كې د ډاكټر نجيب الله نژدې همكار و، په (ايرانو فيل) يې شهرت درلود، په ځينو غونډو او يا هم د دوى په خپله وينا په فرانسه كې د ايرانيانو په ”نشستونو“! كې هېڅ وخت هم د افغانستان اتباعو ته د ”افغان“ تورى نه دى كارولى، يا يې هم د ايرانيانو غوندې ”افغاني“ ورته نه دي ويلي، چې د دوى په اند د افغانستان د (پولي واحد) نوم دى، نه د اتباعو! نه يې ”افغانستاني“ ورته وويل، ځكه چې يو بدرنګه او كركپاروونكى تورى دى، خو بل پلو بيا د افغانستان تر ټولو لوړ مقام (ولسمشرۍ) ته كانديد دى؟! ايا موږ كولاى شو د ازبكستان، تاجكستان، تركمنستان، قرغزستان او.. اتباع د ازبكستاني، تركمنستاني، قرغزستاني او... په نامه ياد كړو؟ ښايي دوى له پاكستاني يا هندوستاني څخه الهام اخيستى وي، خو دا ”ستاني“ د ”افغان“ له هغه ستاني (وروستاړي_ پسوند) سره غوڅ توپير لري، خو موږ بيا هم د نورو له كار سره كار نه لرو. ګنې هر وخت چې د ”ستاني“ (موډ) دود شي، بيا به له خيره خپل هر ولايت د ”ستاني“ د وروستاړي په پيوند سره (پلانستان) ونوموي. لكه څنګه چې همدغو مغرضو لاسونو هر وخت هڅه كړې، د هزاره جاتو نوم په (هزارستان) بدل كړي، يا هم مزار (مزارستان) ونوموي. د ”افغان“ نوم د لرغونو ډبرليكونو، نورو تاريخي ليكنو او اثارو له مخې د زرګونو كلونو تاريخي لرغونتوب لري. دا كه له احمدشاه بابا څخه رانيولې د حامد كرزي د حكومت تر مهاله خلك دا وګړي افغانان ګڼي، دا يو منل شوى اصل دى. په 1921م كال كې دغه نوم، زموږ په ملي وثيقه كې په رسمي ډول د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره وكارول شو، چې دا وثيقه د ملي نظامنامې په نامه د پغمان د لويې جرګې له خوا د اعليحضرت امان الله خان له خوا جوړه او پرانيستل شوه. پر دې مهال دا نوم په رسمي توګه ومنل شو. تر هغه راوروسته په ټولو قوانينو كې همدغه ”افغان“ د دغه هېواد ټولو اتباعو ته كارول شوى او منل شوى دى. د افغانستان په پلازمېنه (كابل) كې د 1382ل كال په تاريخي لويه جرګه كې هم چې د اساسي قانون د تصويب لپاره رابلل شوې وه، د افغانستان ټولو مېشتو قومونو ته ”افغان“ تورى غوره وګڼل شو. د 1346ل/1967م كال د ډيموكراسۍ د طلايي لسيزې د اساسي قانون په متن كې (د مشروطه شاهي پر مهال، چې مشري يې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه پر غاړه وه) اوسني قانون هم له هغه څخه سرچينه اخيستې، چې په هغه قانون كې هم د افغانستان هر تبعه ته د افغان تورى تر لسو ځلو زيات كارول شوى دى. موږ افغانان د دې ملي وثيقې له مخې مكلف يو، له خپلو اندونو، حقوقو او وجايبو څخه دفاع وكړو او خپل حقوق وكاروو، د افغانستان هر اوسېدونكي ته د ”افغان“ توري كارول، زموږ دنده ده. [...د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي...] (درېيم بند، د لومړي فصل، څلورمه ماده). موږ پر دغه قانون وياړو او د دغه نوي قانون او عالي دېوان قضاء ته هم په درنه سترګه ګورو. د شرق ستر نابغه اقبال لاهوري چې د حماسي ډګر يو ستر قلموال هم دى، د شلمې پېړۍ په پيل كې يې ويلي وو: اسـيا يـــك پـيكر آب و ګل است ملتِ افغان در آن پيكر دِل است ايا همدا كافي نه ده، چې د دغه هېواد ټول اوسېدونكي كه په هر قوم پورې اړه لري، پر خپل افغانيت ووياړي!؟. زه دا ليكنه د انټرنټ په نړيواله پاڼه كې ږدم، چې ټول افغانان كه هر ځاى مېشت وي، ويې لولي او هيله لرم چې يو وخت به د مطبوعاتو دود مات شي او دغه ليكنه به په ټولو هېوادمېشتو او بهرمېشتو افغاني مجلو، ورځپاڼو، اوونيزو او مياشتنيو كې خپره شي، چې ټول افغانان د دې موضوع پر ارزښت وپوهېږي. په پاى كې بيا هم تكراروم چې ما دا نظر د تعصب له مخې نه دى ليكلى، زه يو دري ژبى يم، چې په دې ژبه كې مې په سلګونو ليكنې كړي او ډېر كتابونه مې خپاره كړي دي. دواړو ژبو (پښتو او دري) ته نه يوازې زيات درناوى لرم، بلكې د زړه له كومې مينه هم ورسره لرم. قسم يادوم چې له تفرقه اچونې څخه مې ډېره كركه كېږي. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:10 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
افغاني كلتور ته ورپېښ زيانونه | ||||
احمد جان تڼى افغاني كلتور ته ورپېښ زيانونه كه څه هم د نوي دولت په جوړېدو سره فرهنګي، ټولنيز او پوهنيز پرمختګ ته څه ناڅه لار اواره شوه، ټول افغانان هيله من شول، چې د هېواد په پرمختيايي بهير كې به ونډه واخلي او خپل هېواد به د نړۍ د نورو هېوادونو سيال كړي. خو داسې ښكاري چې دا بهير ډېر ورو روان دى، چې په ترڅ كې يې د ټولنې د ژوند بېلابېلو اړخونو ته نوي ګواښونه هم متوجه دي. له دغو ګواښونو څخه يو هم پر هېواد د لوېديزوالو فرهنګي يرغل دى، چې زموږ ټولنې ته د منلو وړ نه دى. څرنګه چې زموږ ټولنه په اقتصادي او تخنيكي ډګر كې وروسته پاتې ده، نو د مقاومت ځواك يې هم كمزورى ښكاري، ټول افغانان په انفرادي او بېلګړي ډول نه شي كولاى د دې يرغل مخنيوى وكړي. كه څه هم د لوېديزوالو هېوادونو فرهنګ به زموږ له ټولنې سره څه ناڅه سمون خوري، خو بيا هم زموږ ټولنه يې نه شي زغملاى او دا كلتور ورته پردى ښكاري. په همدې بهير كې ايران غواړي چې د مليونونو ډالرو په لګښت سره افغاني كلتور، ژبه او ټولنيز ارزښتونه له ګواښ او وركاوي سره مخ كړي. يوه لوېديزوال سياستوال ويلي وو: ”كه غواړئ چې يو ملت له منځه يوسئ، لومړى د هغه ژبه او كلتور نابود كړئ، چې د دې دواړو په له منځه تلو سره هغه ملت له منځه ځي“. سمه ده چې ځمكنۍ بشپړتيا، خلك او سياسي خپلواكي د يوه ملت د شتون ارزښتمن توكي دي، خو د ژبې او كلتور رول هم ډېر ارزښتناك دى، چې بايد ورته پام وشي. په دې ورځو كې د افغانستان ځينې مغرض ګاونډيان په دې هڅه كې دي، چې افغاني ژبه (پښتو) او وياړلى كلتور خپل هدف وګرځوي او تر ګوزارونو لاندې يې ونيسي. په دې ترڅ كې موږ خپل هېوادوال هم ملامتولاى شو، ځكه چې اكثره فرهنګيان او چارواكي د لټۍ په خوب ويده دي او تر اوسه پورې په دې تكل شوي نه دي، چې افغاني كلتور له وركاوي او دغه ستر يرغل څخه وژغوري، په داسې حال كې زموږ ملي كلتور په سختو شرايطو او مړژاوندي حالت كې وروستۍ سلګۍ وهي. فرهنګيان بايد په همدې وخت كې مټې راونغاړي او خپله ژبه، خپل ملي كلتور او ځوان پښت له دغه سېلاو څخه وژغوري. دا خو زموږ يو عادت دى، چې هر وخت په تېر وخت پسې ژاړو، خو اوسني او راتلونكي حالت ته مو پام نه وي. د طالبانو چارواكو د خپلو بهرنيو بادارانو په لاښوونه زموږ په هېواد كې لرغوني تاريخي او ارزښتناك اثار له منځه يووړل او زموږ پر تېر فرهنګي ميراث باندې يې هم نه جبيره كېدونكى ګوزار وكړ. رښتيا هم د خواشينۍ وړ ده، خو دا چې اوس په هېواد كې څه تېرېږي، زموږ د افغانانو ډېر لږ ورته پام دى. د لرغونو اثارو ناقانوني كېندنې او د نړيوالو د لرغونو اثارو د قاچاق د مافيا په مرسته يې لېږدونه اوس هم په درز سره روانه ده. په خواشينۍ سره چې زيات افغانان د خپل پلار نيكه ميراث په ډېره ارزانه بيه پر قاچاق وړونكو پلوري. زموږ د ملي كلتور يوه برخه موسيقي ده، اوس افغاني موسيقي په ډېر ناوړه حالت كې ده. په ښارونو كې د ټلويزيون، ويډيو، سي ډي او ډېش انتنونو په دودېدو سره ډېرو كسانو هندي او لوېديزې موسيقۍ ته مخه كړې او د بې مانا، ناوړو او نااخلاقي فلمونو په ليدو سره زيات شمېر ځوانانو افغاني موسيقي او فلمونو ته شا كړې ده. څوك افغان ځوانان ګرم نه شي ګڼلاى، ځكه د فلم جوړونې هغه موسسې چې په افغانستان كې شته، د خپلو ځينو سياسي چارواكو او بادارانو په اشاره په ژبنيز او توكميز توپير كې راګيرې دي. دوى داسې هنري فلمونه نه جوړوي، يا يې نه شي جوړولاى، چې د خلكو رښتينې هيلې انځور كړي او د منلو وړ وي. په همدغسې زياتو فلمونو كې دوى افغاني فرهنګ او د خلكو دود، دستور، عنعناتو او ژبې ته پام نه كوي. دوى د داسې فلمونو جوړولو ته مخه كړې، چې يوازې له بهرنيو هېوادونو څخه ورباندې پيسې ترلاسه كړي، همدا لامل دى چې افغانان له دغو فلمونو سره مينه نه ښيي. د ادبي بهير ستونزې خو زياتې دي، د دې پرځاى چې له نويو بدلونونو سره په كې كمى راشي، دا ستونزې لا پسې پراخې شوي او په دې منځ كې ځينې مغرض هېوادونه خپلې ګټې پالي. بهرنۍ خپرندويې ټولنې، په ځانګړي ډول ايران زياتې خپرندويې ټولنې جوړې كړي او عملاً په افغانستان كې د پښتو ادب او ژبې د ودې مخه نيسي، زموږ خواخوږي چارواكي دې ستونزې ته هېڅ پام نه كوي. ايران د همدغې موخې لپاره ډېر اغېزناك او اوږدمهالي پروګرامونه په پام كې نيولي او ډېرې سترې پروژې يې پلي كړې دي. په هېواد كې داسې ارګان او دولتي مركز نه شته، چې د افغان ولس او ژبې د ملاتړ لپاره ليكوالان وهڅوي، يا هم په دې برخه كې پانګه ولګوي. موږ دا نه وايو چې د يوه هېواد كلتور د بل هېواد له هغه څخه نه شي اغېزمنېدلاى، بلكې د بېلابېلو ولسونو فرهنګونه پر يو بل باندې اغېز اچوي، همدغه اغېز د دې لامل ګرځي، چې د زياتو هېوادونو فرهنګي بيارغونې او ودې ته لار اواره شي. بايد چې د نورو هېوادونو له كلتور څخه مثبت شته او مثبت ټكي راواخيستل شي او وكارول شي او هغه څه دې پرېښوول شي چې زموږ د ژبې، عنعناتو، اخلاقو او دودونو خلاف وي. په ځينو كسانو كې دا روحيه شته، چې غواړي د جامو، چلندونو، كړو وړو او ان د ژبې له لحاظه ځانونه د لوېديزوالو په څېر وښيي، دا ناوړه پېښه (تقليد) زموږ ملي كلتور ته زيان رسوونكى دى. اوسني زيات ځوانان د خپل پلار نيكه پر پټكي او جامو پورې خاندي، ملي جامې ورته ښكلې نه ښكاري، اكثره چارواكي په ملي جامو كې نه ليدل كېږي. څرګنده خبره ده چې د اړيكو ډله ييز وسايل د يوه ملت په فرهنګي وده كې خورا اغېزناك تمامېږي، خو افغاني ډله ييزې رسنۍ: راډيو، ټلويزيون او خپرونې كه څه هم د كلتور ځينو ارزښتمنو برخو ته پام كوي، خو ځينې اړخونه يې په بشپړ ډول تر پښو لاندې كوي. اوس مهال چې تش په نامه د مطبوعاتو ازادي رامنځته شوې ده، له دغې ازادۍ څخه بايد د ملي كلتور، ټولنې او ژبې د پراختيا، دغه راز د پوهنيز پرمختګ پر لوري د حركت لپاره كار واخيستل شي. ډله ييزې رسنۍ بايد د خبري او تفرېحي دندو په اړخ كې خلك د ډيموكراسۍ، پرمختګ او ملي ودې پر لوري هم وهڅوي. لكه څنګه چې اورېدل كېږي، په دې وروستيو كلونو كې د هېواد په پلازمېنه (كابل) كې د ارمان په نامه يوې راډيو په فعاليت پيل كړى، كه څه هم دغې راډيو د ازمېښت لپاره خپرونې پيل كړې وې، خو اوس يې خپرونې زياتې شوي، چې د بازار، كوڅې او سارا خبرې په كې خپرېږي. نااخلاقي خبرې ترې راوځي، دغه راز سندرې يې هم اكثره غربي، هندي او ايرانۍ وي، چې دا هم په كلتوري پرديتوب كې خپله ونډه لري. كه دا ومنو چې په راتلونكي كې به د كابل ټلويزيون خپرونې هم همدغسې بازاري شي، نو دا به دا مانا ولري، چې افغانان په خپلو لاسونو د ملي كلتور جرړې غوڅوي. د پورتنيو حقايقو په يادولو سره دې پايلې ته رسېږو چې چارواكي بايد د افغاني كلتور د ساتنې، ودې او غني كېدو لپاره يوه هراړخيزه عملي تګلار پلې كړي، بايد چې د پرديو كلتورونو د يرغل مخه ونيسي او ځوانان دېته وهڅوي چې د خپل ملي كلتور د پالنې او ساتنې لپاره په خپله لاس په كار شي. هغه لاملونه دې له منځه يوسي، چې د ملي روحيې د مړينې لامل ګرځي او د هغو مغرضو خلكو لاسونه دې لنډ كړي، چې په شعوري او ناشعوري ډول كوښښ كوي زموږ افغاني كلتور زيانمن كړي. كه چېرې چارواكي له دې ستونزې سترګې پټوي، ښايي د دوى دغه بېغوري به راتلونكي نسل ته ډېر زيان ورسوي او همدغه ځوان پښت به ورباندې سخته نيوكه وكړي. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:9 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
عقيدې او انګېرنې | ||||
محمد حنيف حيران، ټل عقيدې او انګېرنې د هرې ټولنې وګړي ځانګړي دودونه لري او د هغو دودونو او رواجونو له مخې خپل ورځنى ژوند پرمخ بيايي. دغه دودونه او رواجونه په هره ټولنه كې ځانته ارزښت لري او درناوى يې كېږي، چې له هغو څخه سرغړوونكي كسان ګناهكاره او بدكاره ګڼل كېږي. ځينو دودونو زموږ په پښتني ټولنه كې د خلكو عقيدې هم ټينګې نيولې دي او كه داسې كومه پېښه وشي، بيا نو د دستور او رواج له مخې نه، بلكې د عقيدې له مخې ورته په يوه خاص نظر ګوري. دلته بايد دا يادونه هم وكړو، چې دود او رواج ځانته خبره ده او عقيده ځانته. زه غواړم پر هغو انګېرنو خبرې وكړم، چې موږ ورته بېخي اسلامي او مذهبي بڼه وركړې ده، خو څوك نه دي خبر چې عقيدوي رنګ لري او كه نه؟ په اسلام كې د داسې عقيدو درناوى شته او كه نه؟ زموږ پر چاپېريال او ژوند يې اغېزې څنګه دي؟ موږ ته څه ګټه او الهي نژدېوالى راكوي او كه نه؟ دغسې نورې ډېرې پوښتنې دي، چې گزموږ د پښتني چاپېريال عقيدې يې غواړي. | موږ چې ماشومان وو، ټوله ورځ به يبلې پښې ګرځېدو. ماښام به مو پښې له اغزيو ډكې وې، مور به مو ستن راپسې واخيسته، چې اغزي به يې راځنې ايستل. نو ويل به يې: ”بچيه! دا اغزي دې په سر كې واچوه. بيا دې وېښتان راشنه كېږي". | كله چې به له توندې هوا، توپان او يا هم بړبوكۍ (دوړ دوړكې) سره مخ شوو، نو منډې به مو ترې وهلې. ويل به مو چې په دې غړوسكه ګردونو كې بلاوې وي، كه درباندې درشي، څپېړه دركوي او وژني دې. | موږ به چې چېرې د كوم بزرګ او يا شهيد له قبر سره په خوا كې د ميزرې پاڼې وليدې، نو به مو په پټو سترګو او په چپ لاس غوټې ورواچولې، هرڅومره غوټې به مو چې ورواچولې، ويل به مو چې پاك خداى به دومره زيات وروڼه راكړي او كه به د چا خور نه وه، نو به يې په ښي لاس غوټه وراچوله، چې كه خداى پاكY خور وركړي. | ډېر ځاى مې ښځې ليدلي، چې كله اوړه اغږي او اوړه كه له كنډول څخه والوزي، نو بيا وايي چې خامخا څوك مېلمانه راځي، نو بيا لږ نور هم ورواچوي، چې بيا هسې نه كم شي. | او دا خو مشهوره خبره د ه. د هر چا چې سترګه ورپېږي، بيا وايي چې "كه خداى مې نه غلطوي، څوك مې يادوي" خو ځينې خلك بيا دا عقيده لري، چې وايي: "خامخا پلانكى راځي، نن مې سترګه رپېږي". | زموږ لوري ته خلك د كارغه كاغ هم په ښه يا بد فال نيسي، كله چې كارغه د بلۍ پر سر كاغ وكړي، نو وايي: "كارغه كارغه د ښو زېرى، كه د بدو وي خوله دې ماته شي". | ځينې خلك له يو بل سره ټوكې كوي، پښې يې وتخنوي. كه چېرې تخنېده نو بيا ورته وايي: "خواښې دې غلګنه ده". | داسې مې هم ليدلي دي هغه پېغله چې د خاوند كور ته واده وي او يا هم كوژن شوې وي او خاوند يې په څه سبب مړ شي، بيا وايي: "دا سپېره ده، له دې نه ليرې ګرځئ" او تر پايه پورې څوك نكاح هم نه ورسره كوي. | د بلا او پېري كيسې خو زموږ په پښتني چاپېريال كې داسې سيورى دى، چې خپلو ماشومانو ته له دوه كلنۍ څخه تر شل كلنۍ پورې د دغو شيانو كيسې كوو. خو اكثره وخت د دې پرځاى چې ماشومان تكړه، ځيرك او بااستعداده وروزل شي، ډارن، كمزوري او بې زړه وي. له عادي پېښو څخه زيات اغېز اخلي، د شپې بهر نه شي وتلاى، هره تيږه او ونه ورته پېرى ښكاري. د للۍ للو پرځاى ورته اوس "بلا دې خوري!" وايو. ماشومان به ځاى پر ځاى ناست وي، يو بل ته به وايي: "د بلا نكل واچوه" هغه ورته نكل پيلوي: "داسې يوه بلا وه، سر يې په اسمان كې و، پښې يې په ځمكه كې وې..." | زيارت ته چې لاړ شو، طواف ترې وكړو او ورته وايو: "اى زيارته! ته مې نوره لمن زرغونه كړې، ته مې تشه ځولۍ مه لېږې" بيا نو هغه د قبر تيږې راواخلو د خپلو بچيانو پر سر يې راتېروو، مالګه پرې وڅكو او كه كومه كتيبه پر قبر ولاړه وي، درې ځله يې په تيږه ټكوو، وايو چې كه مړي ويده وي، راويښ به شي او زما سوال به ومني او كه مړى له خپلوانو څخه وي، نو خبر به شي چې پلانكى مې پوښتنې ته راغلى دى. | څوك چې له كوره مسافر كېږي، نو درې ځله يې د قران شريف نه وباسو او تر شا پسې اوبه هم شيندو. | د چا چې زامن نه پاتېږي، نو كوم ژوندى زوى يې چې وي، د هغه د سر له وېښتو څخه يوه غټه كوڅۍ پرېږدي او وايي چې بيا يې پاك خداى Y نور وروڼه ژوندي پرېږدي. | څوك چې په بدن كې مرداره دانه، زخه او يا هم شينۍ (غټه بېخ لرونكې دانه) ولري، بيا ورته وايي: "په داسې ښځگې يې سورى كړه، چې غبرګ زامن (غبرګولي زامن) يې پيدا كړي وي". | كليوال د ناوې كره تر اوو ورځو پورې ډوډۍ نه خوري، وايي چې: "بيا يې كوچنيان ناروغېږي" همداسې د لنګې ښځې كره هم. | سهار وختي چا ته پور نه وركوو، ځكه: "بيا مو ټوله ورځ له دكان څخه خلك سامان په پور وړي". | كه څوك بد خوب وويني، ورته وايو: "اوبو ته يې ووايه". | څوك چې له نظره شي يا هم له نظر څخه وېرېږي، نو سپېلني ورته دود كوو، د پېريانو او بلاګانو لپاره هم سپېلني دود كوو. | څوك مو چې له عادي حالت څخه په اخلاقي لحاظ بدل شي، يا هم كومه ځانګړې اوږده ناروغي ولري، وايو چې: "چا پر پلانكي كوډې يا تاوېزونه كړي دي". | له چا سره چې پچه (قرعه) اچوو، وايو: "زه پچه نه ورسره اچوم، يا زه سوچ نه ورسره وهم. زما قسمت خراب دى". | څوك چې په خوب كې خبرې كوي، وايو: " څپلۍ يا بوټونه يې پر څټ (بل مخ) واړوئ"، بيا غلى كېږي. دا او دېته ورته په سلګونو انګېرنې، عقيدې او دودونه زموږ په ټولنه او بيا په بېلابېلو ډولونو شته، چې ما يې له خرواره چونګ راواخيست. اوس نو تاسې فكر وكړئ چې ايا دا عقيدې سمې دي او كه نه؟ زموږ پر ورځني ژوند منفي او كه مثبت اغېز لري؟ پر عام ژوند سربېره ايا د اسلام له نظره هم د دې خبرو او انګېرنو درناوى په كار دى او كه نه؟. | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:8 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د يوې هندوې فتوا! | ||||
| شاكر، كابل د يوې هندوې فتوا! افغانستان د فتواوو هېواد دى. د بل هر هېواد په پرتله مفتيان په كې ډېر دي او په اوونۍ كې يوه فتوا صادروي. د فتواوو په صادرولو كې دا مهمه نه ده، چې پر كوم كتاب حواله وركړل شوې، بس د مفتي خبره، هم كتاب دى او هم څرګند نص! دا فتواوې د چا پر ”سپيناوي“ نه كارول كېږي، بلكې زياته برخه يې د چا د ”تورولو“ لپاره وي!! يوه ورځ به وګورې، چې مفتي صاحب له يوه سم دم مسلمان څخه شين كافر جوړ كړى، د هغه پر خلاف يې خلك بغاوت او مخالفت ته رابللي دي. بله ورځ به ګورې چې يو بل مفتي ”په سور كفر كې د اسلام جنډه لكه كړې“ او ”سره كافران“ يې واجب الاطاعت بللي دي. دلته د عمومي ديني مصالحو د پاللو خبره له چا سره نه شته، چې نور مصلحتونه يې په پښو كې قرباني كړي؛ بلكې خبره د خپل شخصي او ډله ييز مصلحت ده، چې د تحقق لپاره يې هم د خلكو تورول اسان كړي دي او هم يې وژل! دلته چې د مفتي صاحب چا ته زړه ډك شي، د كفر په شيتۍ يې وولي، تكفير يې كړي او مباح الدم يې وګڼي! زموږ په سيمه كې د طالبانو په دور كې د يوه ”مفتي“ صاحب له خوا لفظي شخړه رامنځته شوه. مفتي صاحب ورته جلالي شو او مقابل لوري ته يې وويل: ”كه خوله بنده نه كړې، همدا اوس به دې كافر كړم...!!“ دغه ډول فتواګانې اوس هم زموږ په هېواد كې اسانه او ارزانه دي او هغه مفتيان يې تر ټولو ډېرې كاروي، چې په ”تور كفر“ كې يې د سپين اسلام جنډه درولې ده او د هغوى تور مخونه يې تك سپين ګرځولي دي. آبله ورځ د فتواوو په لړ كې يوې افغانې هندوې (اناركلۍ) هم فتوا صادره كړه او دا دى د فتواګانو لړۍ تر هندوانو پورې هم راورسېده. ”اناركلي“ چې په تېره لويه جرګه كې د هندو اقليت استازې وه، د امريكا غږ راډيو مېلمنه وه، چې د طالبانو د نظام په اړه يې د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل: ”طالبان مسلمانان نه وو او هغه څه چې دوى ترسره كړل، د اسلام په بدنامۍ تمام شول...“ څرګنده نه ده، چې ”اناركلۍ“ به د كوم كتاب په حواله پر طالبانو د كفر فتوا صادره كړې وي؟! او دا هم د سوال خبره ده، چې د دې آغلې په قاموس كې به د كفر تعريف څه وي او د طالبانو به يې كوم عمل نه وي خوښ شوى، چې هغې ته شين كفر معلومېږي؟ خو د هغې فتوا ما ته د يوه پاكستاني د خولې خبره رايادوي. څو كاله وړاندې د پاكستان په ټولټاكنو (الېكشن) كې ما ترې دا پوښتنه وكړه: ”ووټ يا رايه دې چا ته وركړه؟“ هغه راته وويل: د نيشنل عوامي ګوند يوه كانديد ته. ما ترې بيا وپوښتل چې ولې دې د جماعت اسلامي يا يوې بلې اسلامي ډلې كوم كانديد ته رايه ورنه كړه؟ هغه وويل: ”زموږ په سيمه كې دوه كانديدان وو، چې يو يې په يوه اسلامي جماعت پورې اړوند و، بل يې په نيشنل عوامي ګوند پورې. د دې دواړو ترمنځ توپير دا دى، چې په اسلامي ډلې پورې اړوند كانديد نه يو خو مردمداره سړى دى او نه پر چا شفقت كولاى شي، چې څوك ناروغ شي، پوښتنې ته يې نه ورځي، چې مړ شي په جنازه كې يې ګډون نه كوي او چې چا ته بله اړتيا پېښه شي، نو اړتيا يې نه بشپړوي!! خو د نيشنل عوامي ګوند اړوند كانديد زما د مړي جنازه په اوږو اخلي، چې څوك ناروغ شي، پوښتنې ته يې ورځي، چې څوك پيسو ته اړتيا ولري، پيسې وركوي. كه چا ته د دارو او ډاكټر اړتيا پېښه شي، خپله مرسته نه ترې سپموي او همدغسې په ټولو غمونو كې ځان راسره شريك ګڼگي، ځكه موږ هم هغه غوره ګاڼه او كه حساب په عمل وي، نو موږ هم عمل ته رايه وركوو، نه شعار او ظاهري پوزېشن ته“. كېدى شي اناركلي به هم د طالب پر عمل خبره كوي او د هغوى د حكومتي كردار د نيمګړتياوو او ناوړه برخې يوه بشپړه دوسيه به يې په وړاندې پرته وي، چې يو وخت يې تاو ان تر هندوانو او سكانو هم رسېدلى و. كېدى شي هغې ته به دا هم په ياد وي، چې يو مهال طالبانو، هندوان په هغو جامو اغوستلو اړ كړل، چې نن يې امريكايان په ګوانتانامو كې بنديانو ته وراغوندي او پرون همدغه سور لباس د سرو كمونيسټانو نښه هم وه او بلا خلك يې د اغوستلو په جرم د مرګ كومې ته ولوېدل. طالبانو د خپل اقتدار پر مهال هندوانو ته يو فرمان صادر كړ، چې سرې يا ژېړې جامې واغوندي او ځانونه ځكه نارنجي جوړ كړي، چې د طالبانو د ”امر بالمعروف“ د مامورينو له كوتك څخه بچ شي. د هغوى د امر بالمعروف هم ”افيظ“ غونډه وه، چې نه ترې خپل خوندي و، نه بل او چې د لمانځه پر مهال به يې هندو يا سكهـ هم له جومات څخه بهر وليد، تر تشخيص او پېژندګلوۍ وړاندې به يې تر دبو وايست! ځكه خو هغوى ځانونه په دې اړ ګڼل، چې هندوان او سكان نارنجي كړي. يو مهال داسې هم وشول، چې طالب د بودا پر مړه مجسمه باندې په زرګونو ټنه باورت وكاروي او بيا يې په شكرانه كې سل غويي حلال كړي. نه پوهېږم چې طالب به د كومې مبرمې اړتيا له مخې دا كار كړى وي او په ښه نيت به يې كړى وي، كه په بد؛ خو د ”اناركلۍ“ قام ښايي دا د هندوانو سكونډنه، سپكاوى، تذليل او د معتقداتو توهين وګڼي، چې طالب به ګنې د كوم ”اغا“ فرمايش ته په كې ځاى وركړى وي. په هر صورت، خبره چې هرڅه وه، دا دى اناركلۍ پرې خپل زړه تش كړ او خپل وار يې واخيست. كېدى شي زموږ په ”مفتي خېزه“ خاوره كې لا د نورو ”مفتيانو“ زېږون هم وشي او ډېر ”سپين“ يې د فتواوو له مخې ”تور“ شي او ډېرو ”تكو تورو“ ته د جنت كليانې په لاس وركړل شي! او كه حساب په عمل و او د چا د ”سپين“ او ”تور“ پرېكړه د هغوى د عمل له مخې كېدله، نو زموږ ”اغاګان“ ټول ”كافران“ درواخله! حمزه ډېر مسلمانان شته په دنيا كې هم كافر شته زه اشنا د هغه كس يم، چې روش يې د انسان وي | ||||
نېټه Sun 10 Jun 2007ګړۍ 6:7 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د هند له خاورې څخه | ||||
عنايت ساپى، كابل د هند له خاورې څخه (دويمه او وروستۍ برخه) د دغه ځاى خلكو په هر ګام كې زموږ لارښوونه كوله او په هره شېبه كې به دوى له موږڅخه پوښتنه كوله، چې تنګ شوي خو به نه ياست، څه غواړئ، چېرته ځئ چې موږ درسره لاړ شو او نور...؟ د ماښام د ډوډۍ لپاره د اعلى وزير مېلمانه وو، د پارلمان د ودانۍ ترڅنګ د يوې شنې او ښېرازې غونډۍ پر سر، چې شا و خوا يې رنګارنګ ګلان راټوكېدلي وو او د اوبو فوارې يې پر يوه خوا بهاندې وې، د ماښام ډوډۍ وخوړه او وروسته له دغه ځايه بېرته په موټرونو كې خپلو استوګنځيو ته ورسول شوو. پر سبا زموږ د سيمينار لومړۍ- عملي ورځ پيلېږي. سهار وختي زموږ پر كوټو د غونډې ورځنۍ اجنډا ووېشل شوه، د چايو تر څښلو وروسته په ټاكل شويو موټرونو كې سپاره او د (وايسرا) د نامتو هوټل پر لوري رهي شوو. د سيمينار ټولې رسمي غونډې همدلته كېدې، نژدې شل دقيقې وروسته د سيمينار ځاى ته ورسېدو. په شور او ولولو كې د هندي ځوانانو له خوا د هېوادونو پلاوي بدرګه كېدل، د غونډې سالون ته ننوتو. په منظمه توګه څوكۍ جوړې او دريځ (سټېج) ايښوول شوى و، لږه شېبه وروسته غونډه د ښاغلي (ډومي) چې د دغه سيمينار يو جوړوونكى و، په خبرو سره پيل شوه، تر ده وروسته د سيمينار د جوړوونكو له خوا ځانګړې موضوعګانې چې د زده كړې، كرنې، انرژۍ، ګاز، صنايو او معادنو، روغتيا، ټولنيزو چارو، د ښگځو حقوق، د ماشومانو حقوق، ايډز ناروغۍ او داسې نورې... ټاكل شويو پوهانو ته وركړل شوې وې، چې په دغو ټولو څانګو كې د ځوانانو رول او ځوانانو ته په نړيواله كچه د كار پيدا كولو لارې چارې په نښه كړي. د چايو او غرمې د ډوډۍ تر ځنډ وروسته هره ورځ پروګرام د مازيګر پر پنځو بجو پايته رسېده او تر هغې وروسته به ټول پلاوي د كلتوري نندارې لپاره بېول كېدل. د وايسرا هوټل شمالي خوا ته پر (نيكلس واټ) پروت د ساغرحسين د سيمې د ښايسته جهيل پر غاړه به هره شپه په زرګونو څوكۍ پرتې وې او مخامخ به يې يو لوى دريځ (سټېج) جوړ و او د هندي هنر او كلتور د نندارې ډګر به يې تود كړى و. د جهيل اوبو په منځ كې ولاړې د بودا سپينې دنګې مجسمې سيمې ته راكښون وركړى و. لږ ليرې به ترې د (چارمينار) د دنګې ودانۍ څراغونه پړكېدل او دلته به د هند مشهورو هنرمندانو د خپل هنر ننداره خلكو ته ښووله. ما په دغو شېبو كې هندي زلميان زښت خوښ ليدل، د دوى ټولو پر شونډو به خندا خوره وه او كه رښتيا ووايم زړه ته يې هېڅ غم نه وركاوه. نه! دوى په خپل پرمختللي هنر او فرهنګ نازېدل او د غرور احساس به يې كاوه. خپل هنرمندان يې ستايل او په دار يې نه ځړول!. دلته يوځل بيا ما وليدل چې يو هنرمند به په خپله سندره كې د هند نوم واخيست، دوى ټولو به په ګډه ورسره زمزمه كاوه. دلته كه مسلمان و، كه هندو، كه سك و او كه بودايي، د هند مينان وو، نه د خپل مذهب. دلته ملي وياړنه د درنښت وړ وه. هندي ځوانانو له ما څخه پوښتنه كوله، چې په افغانستان كې هم خلك هندي فلمونه ګوري او هورې خلك كوم اداكار ډېر خوښوي؟ نو چې كله به ما ورته وويل چې زموږ په هېواد كې هرځاى د هندي فلمونو بازار تود وي او يا به مې ورته د شاهرخ خان، سني ديول، سلمانخان، پرېټي زينټا او نورو نومونه واخيستل، دوى به سخت خوشحال شول، همدا لامل و چې له ما سره يې زياته لېوالتيا ښووله، په لږه موده كې بېشمېره هندي ځوانان زما ملګري شول، له هغوى سره په رښتيا چې د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ مينه وه، د شپې ډوډۍ ته بوتلل شوو او له هغه ځايه بېرته خپلو استوګنځيو ته ورسول شوو. د شپې مې د بېلابېلو هېوادونو له ځوانو استازو سره بنډارونه جوړول او يو له بل سره به مو د خپلو هېوادونو په اړه كيسې كولې. سبا ته بيا پر ټاكلي مهال (وايسرا) ته لاړو. نن هم د پرون په څېر پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې كېدې او په پاى كې به يې د ناستو كسانو له خوا پوښتنې، ځوابونه او وړانديزونه مطرح كېدل. پر دويمه ورځ چې كله د غرمې د ډوډۍ لپاره بهر ووتو، ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو په يوه څنډه كې مې يو ځوان وليد چې توره برش كړې ږيره، ميانه قد او په غوښه نام خدا ښه ښكارېده، زما سترګې يې د ځان خوا ته واړولې، شپږسوه تنه ګرځېدل راګرځېدل. خو زما پر همده سترګې ولګېدې او له ځان سره مې وويل چې يا عرب دى، يا افغان. خو د افغانيت فكر مې پرې ډېر غالب و. نور مې توان ونه شو، ورغلم، ترې ومې پوښتل: تاسې د كوم ځاى ياست؟ بس هغه غاړه راكړه او په سوچه پښتو يې راته وويل چې زه خو دې پېژنم. د افغان ادبي بهير ګزارش به دې ليكه او په ادبي غونډو كې به مو سره ليدل. دى وحيدالله عصمتي و، چې د جاپان له ټلويزيون سره يې كار كاوه، لږه شېبه وروسته يو بل برېتور ځوان هم راورسېد او په پښتو ژبه يې روغبړ راسره وكړ. دا زردشت شمس و، چې دواړه په دغه نړيوال سيمينار كې د ګډون لپاره له اسلام اباد څخه راغلي وو. د دوى په ليدو خداى شته خوښ شوم، خپلو نورو افغانو ملګرو ته مې هم وروپېژندل. نننۍ غونډه هم د پرون په څېر پايته ورسېده او بيا د ساغرحسين د جهيل پرغاړه كلتوري نندارې ته بوتلل شوو. نن نندارې ته د هند مشهور طبله وهونكى ډاكټر حسين راغوښتل شوى و، پروګرام ښه تود و، چې د شا له خوا شور شو، شپېلك ووهل شو او ها و هو شوه. ما چې وروكتل هماغه د هندي ځوانانو ډله وه او پروګرام يې ګرماوه، زما له وركتو سره سم يې راغږ كړل: ساپي! ساپي! راځه! ما په خوا كې خپل ناست ملګري (محمد ايوب) ته چې له موږ سره په افغاني پلاوي كې دلته ملګرى شوى و، وويل چې هلته ورشو او له دوى سره مې هغلته ليرې د پاكستاني پلاوي يو تن چې (ذاكر) نومېده ورغږ كړل او له دې سره هغه هم له خپل يوه بل ملګري سره راپاڅېد او د هندي ځوانانو ډلې ته ورغلو، هغوى يوځل بيا موږ په شور او لاس پړكولو سره بدرګه كړو. نژدې د ډېر محفل پام مو ځان ته راګرځولى و. دوى ډېر خوښ برېښېدل او موږ هم د خوښۍ احساس كاوه، پروګرام د پاى شېبو ته نژدې و، چې زه او ايوب جان ترې لاړو. موږ لا د سړك پر غاړ ګام اخيست چې پروګرام هم پايته ورسېد او بيا له دغه ځاى څخه د (ايمكس) نړيوال تياتر ته بوتلل شوو. د تياتر په خوړنځي كې مو لږ څه خپلو نسونو ته واچول او بيا په يوه ليكه د سينمايي پردې ستر سالون ته ورننوتو. له ما سره په خوا كې يو هندى ناست و، نوموړي به همدا ويل چې دا د نړۍ تر ټولو ستره پرده ده او اوس به د دې خوند وګورې. رښتيا هم، لږه شېبه وروسته يوه ډېره غوره ننداره پيل شوه، دا ننداره د هماليا (ايورسټ) د غرونو لوړې څوكې ته چې 8848 متره جګوالى لري، د هغو كسانو د ختلو صحنه ښيي چې په بري سره دغې لوړې څوكې ته خېژي. ډېر ملګري له لاسه وركوي او د ستونزمنو شېبو او ستونزو تر ګاللو وروسته پر خپل مرام بريالي كېږي. خو د بېرته راكښته كېدو پرمهال خپل ژوند له لاسه وركوي. پر دغه پرده رښتيا هم دغو صحنو بېل خوند درلود. سړي فكر كاوه چې په رښتيني ډول دغه صحنه ګوري، نه د پردې پر مخ. د دغې نندارې له پاى سره سم موږ هم راووتو او په خپلو موټرونو كې بېرته خپلو استوګنځيو ته ورسول شوو. سهار بيا د نورو ورځو په څېر د غونډې سالون ته ورسېدو، غونډه پيل شوه، د غونډې د لومړي پړاو پايته رسېدو ته لا وخت پاتې و، چې د ويندوى له خوا اعلان وشو: د هر هېواد استازي كه د نظر څرګندولو هيله لري، نو مهرباني دې وكړي... له دې سره د څو بېلابېلو هېوادونو استازو د دريځ پر لوري خپلې څوكۍ پرېښودې، له افغاني پلاوي څخه زه او وحيده ساهل هم د دريځ پر لوري لاړو. هر چا په وار سره خبرې وكړې، ما او وحيده دواړه افغانان وو، هغې هم د زړه بړاس وايست او ما هم د ناستو او راغلو استازو پام ځان ته راواړاوه او د خبرو په پاى كې د چكچكو په بدرګه له دريځ څخه راكښته او خپل ځاى ته لاړم. د دغه پړاو له پايته رسېدو وروسته د غرمې د ډوډۍ اعلان وشو، موږ هم دباندې ووتو، لا د خوړنځي پر لوري روان وم، چې د څو تنو له خوا محاصره شوم، يو يې د هندوستان ټايمز مشهورې ورځپاڼې مسوول مدير، څو ټلويزيوني او يو دوه نور هم د ورځپاڼو خبريالان وو، پوښتنې پيل شوې او ما هم تر خپله وسه مناسب ځوابونه وركول. د هندي ډلې ځوانان هم وار په وار راتلل او زما د خبرو ستاينه به يې كوله او ما هم ترې مننه كوله. تر دې وروسته هندي او د نورو هېوادونو ځوانانو له ما سره ډېره لېوالتيا ښووله او بيا زياتره د شپې له خوا سره كښېناستو او خبرې به مو سره كولې. د فلسطين، صوماليا، سوريې، سوډان او ايران ځوانو استازو: حسام، نورالدين، محمود، محمد او مژګان له ما څخه وغوښتل چې د اسلامي هېوادونو د ځوانانو يو غښتلى سازمان جوړ كړو، ما له هغوى سره ومنله او تر دې وروسته ما د انټرنټ له لارې د ډېرو نورو ځوانانو برېښناليكونه ترلاسه كړل، چې دغه كار يې ستايه، خو دا چې څه پايله به وركړي، كه نه، په ګاندې (راتلونكي) پورې تړلې خبره ده. نننۍ غونډه هم د پخوا په څېر پايته ورسېده. پنځه ورځنۍ څېړنغونډه (سيمينار) د شپې پر اوو بجو، د اندراپردېش ايالت د اعلى وزير په خبرو سره پايته ورسېد او د ګرځندوى د وزير له خوا مو په جوړه شوې مېلمستيا كې تر ګډون وروسته خپلو استوګنځيو ته ځانونه ورسول. سهار وختي پر شپږو بجو بايد د رېل تمځي ته لاړ شو، له همدې كبله مو له خپلو نورو ملګرو سره خداى پاماني وكړه، په خپلو كوټو كې مو سامانونه سره جوړ كړل. سهار وختي د رېلګاډي تمځي ته ورسېدو. له اجمل څخه د رېل ټكټ ورك شوى و، بېرته ما او هغه د هوټل كوټې ته راغلو، خو چې كله يې بيا خپل جېبونه وكتل، په كې ويې موند، بېرته مو منډه كړه. د رېلګاډي تمځي ته په رسېدو مو خپل نور ملګري منتظر وليدل، يوه شېبه وروسته رېل راورسېد او خپلې ټاكل شوې څوكۍ مو په كې پيدا كړې. رېلګاډى روان شو او يو ځل بيا اوږد مزل راپه غاړه و. دا ځل مو د خوراك لپاره كېكونه، د پيپسي بوتلونه او چپس رااخيستي وو او له دې اړخه مو سفر ډېر ارام و، خو يوه شي چې موږ ناارامه كړي وو، هغه د بريالي وياړ د غاښ درد و، دا څو ورځې يې پر غاښ سخت درد و او نن خو بېخي زيات شوى و. ډهلي ته په رسېدو مو پرېكړه وكړه چې لومړى د وياړ د غاښ چاره وكړو او وروسته به بيا كه وخت و، د پلورنځيو خوا ته رهي كېږو. بالاخره د ډهلي پر ښار ورننوتو، له رېلګادي څخه كوز شوو. چودري صاحب تيار ولاړ و، ستړې مشې مو ورسره وكړه، سامانونه مو ورواچول او بيا مو د هماغه مېلمستون پر لوري چې تېره اوونۍ په كې مېشت وو، لاړو. څه شېبه وروسته وياړ راغى، د غاښ د درد له كبله زنګېده. ما هم د ارام پرځاى دا غوره وګڼله چې لومړى وياړ ډاكټر ته ورسوو، له مېلمستون څخه دباندې راووتو، له يوه تن څخه مو د غاښونو د ډاكټر پوښتنه وكړه، هغه پته راكړه او نېغ هماغه ځاى ته لاړو. لمبر مو واخيست او ډاكټر ته ورننوتو. وياړ اوس د كتنې لپاره پر كټ پروت و، كله چې ډاكټر د هغه غاښ وكوت، ما ته يې وويل چې غاښ يې جوړ دى، خو د پاسنۍ ژامې ورۍ د دواړو غاښونو ترمنځ ايسارېږي او همدا لامل دى، چې غاښ او خوا و شا يې درد كوي. نو كه خوښه مو وي، د دايمي علاج لپاره دا غوره ده چې غاښ وايستل شي. خو چې كله ما وياړ ته دا خبره وژباړله، هغه وويل چې نه، يوازې دې دوا راته وليكي او غاښ به بيا په كابل كې باسم، ځكه چې سبا ته موږ د (اګرې) ښار ته د تاج محل د ليدو لپاره تلو. ډاكټر نسخه وليكله او د باندې راووتو، هلته مو له يوه درملتون څخه دارو راواخيستل او خپل استوګنځي ته راغلو. زه خپلې كوټې ته لاړم، لږ ساعت وروسته دروازه وټكول شوه، وياړ و، غوښتل يې چې بيا ډاكټر ته د غاښ ايستلو لپاره لاړ شو. ما هم ورسره ومنله، ځكه دا هند و او دلته طب ډېر پرمختللى و. دغه راز په عصري ميتود د درملنې سامانونه لري او په كابل كې خو بيا موږ ټولو ته جوته ده چې څه حال دى...؟ پوره پنځلس دقيقې وروسته په كتنځي كې و او له ډاكټر څخه مو د غاښ ايستلو غوښتنه وكړه، هغه موسكى شو او بيا يې وويل: ما درته لومړى ويلي وو، خو تاسې نه منله... په څو شېبو كې د غاښ عمليات پيل شول، د نشې پېچكارۍ زموږ پر ناروغ هېڅ اغېز نه كاوه، خو وروسته يو څه چاره وشوه، امبورونو خپل كار پيل كړ. كله به چې د وياړ د پښو ګوتې وخوځېدې، ما به د درد احساس كاوه او پښې به مې ورته زور كولې. په دې كې پرې ډاكټر ورغږ كړل: ته خو افغان يې، افغانان خو ډېر غښتلي وي. بس وياړ هم خپل غيرت وښود او ويې ويل: كار كوه! زه هم غښتلى يم، غاښ وايستل شو. ډاكټر د پرهېز ځينې سپارښتنې وكړې او راووتو خپل استوګنځي ته راغلو. هلته اجمل او چودري صاحب تيار ولاړ وو او زموږ انتظار يې كاوه، چې د سودا اخيستو لپاره پلورنځيو ته لاړ شو. وياړ پاتې شو او زه له هغو سره لاړم. چودري صاحب څو پلورنځيو ته وخېژولو، خو شيان د اخيستو وړ نه وو، په ډېره لوړه بيه يې ويل، د چودري په وړاندې موږ اړ وو چې دغه شيان په همدغه بيه واخلو، خو اجمل چودري ته راغبرګه كړه چې داسې يو مناسب ځاى ته مو بوځه چې توكي مناسبه بيه ولري. ما اجمل ته ورغږ كړل: افرين، په دې زړورتيا! هغه وويل: بېځايه غيرت خو موږ ډوب كړو. په هر حال، څه توكي مو راونيول او بېرته راغلو، له چودري سره مو په دې خبره چې: سبا سهار وختي شپږ بجې به اګرې ته ځو، مخه ښه وكړه. وياړ، ډېر خپه و، ځكه د غاښ ټپ او درد او سبا اګرې ته تګ، كه نه ته، چانس مو له لاسه وركاوه، ځكه هند ته راتګ او د تاج محل نه ليدل، هند ته له نه راتګ سره برابر وو. خو په هر حال، سهار وختي مو ځانونه چمتول كړل، وياړ هم كمره په غاړه كې واچوله او د اګرې پر لوري مو د چودري په ملتيا حركت وكړ. پر سړكونو د موټرونو ګڼه ګوڼه نه وه. له واټونو څخه تېرېدو، د سهار ناشته مو د ماردونال په نړيوال رسټورانټ كې وكړه او له هغه ځايه د تاج محل څنډو ته ورسېدو. موټر مو په تمځي كې ودراوه او بيا له هغه ځايه په يوه بل موټر كې د تاج محل د دروازې مخې ته كوز شوو. چودري صاحب د ننوتو ټكټونه راواخيستل او له لرګيو څخه جوړه پر هسكه او پلنه دروازه دننه شوو، چې د پخوانۍ زمانې غټ- غټ مېخونه پرې لګېدلي وو او لا تر اوسه پرې پخواني غټ زنځيرونه ځوړند وو. تر تالاشۍ وروسته كلا ته ننوتو، دغه كلا او په كې جوړ د تاج محل ماڼۍ په 1658م كال كې د شاه جهان پاچا له خوا د خپلې معشوقې (ممتاز) په ياد جوړه شوې ده. د دغې ماڼۍ د ودانۍ كار په 1628م كل پيل او په 1658م كال كې پايته رسېدلى. دغه كلا درې سترې دروازې لري او خپله د تاج محل ماڼۍ د څو نورو ماڼيو په منځ كې د جمنا سمندر پر غاړه اباده ده. شا و خوا يې پخواني امنيتي برجونه هسك دي، مخې ته يې د اوبو يو شين حوض او ورته د څېرمې لارې خوا و شا ته شنه چمنونه لا هماغسې تازه دي. د دغې كلا د لومړۍ ماڼۍ د دروازې پر چارچاپېر د قران كريم دا سورت: ”والفجر و ليال عشره“ تر پايه ليكل شوې او په وروستۍ دروازه يې: ”والضحى والليل اذا محى“ تر پايه ليكل شوې او بيا د تاج محل د ماڼۍ په لومړۍ دروازه د ”اذاالشمس كورت“ سورت او دننه يې ”يس والقران“ او نور سورتونه ليكل شوي دي. خو په غالب ګومان چې ټول قران كريم يې په دغه ځاى كې پر دروازه او دننه دېوالونو خطاطي شوى دى. د لومړۍ ماڼۍ پر دروازه ورننوتو، ډېر نور خلك هم ګرځېدل، د اسلامي تمدن د سرلوړي پېر او شاهكار بېلګې مو وليدلې، په ډبرو كې شويو نقاشيو او انځورونو موږ ګوته پر غاښ كړو. د جمنا سمندر مستو څپو د تاج محل سپينو ګنبدو ته لا ښكلا وركړې وه. د تاج محل دننه د جالي او اوسپنو ترمنځ څنګ پر څنګ د شاه جهان پاچا او د هغه د معشوقې قبرونه وو او له پاسه پرې د مسو يو شمعدان راځړېدلى و. د ماڼۍ په هره خوا كې د اسلامي تمدن د شاهكارونو بېلګې ليدل كېدې. د ماڼۍ دباندې چودري صاحب راغږ كړل: پام كوه چې پر كومه نجلۍ دې سترګې خوږې نه شي او يا يې پر تا زړه مين نه شي. كه دلته كومې نجلۍ درته وويل چې پر تا مين يم، بيا ورته (نه) ځواب نه شې وركولاى او كه تا كومې نجلۍ ته دا خبره وكړه، نو هغه هم بيا انكار نه شي كولاى. له دې سره مې اجمل ته ورغږ كړل چې پښې وباسه. په ځان پسې پېټي نه شو تړلاى. هغوى وخندل او ورو ورو د ماڼۍ مخې ته د اوبو له روڼ حوض څخه تېر شوو، زه ښه پوهېدم چې د وياړ غاښ درد كوي او لا يې پرې لاس ايښى و. ما به پرې له ټوكو غږ كړل: وياړه! مزې دې وكړې، مزې. كم | ||||
