تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
كابل تهران شو

سرليكنه:

كابل تهران شو

 

كله چې زموږ ”افغانستاني“ وروڼو د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه كې د ”افغان“ او ”افغانستان“ له نوم سره خپل توند حساسيت وښود او په دې برخه كې يې د خوړبنديز تر كچې پورې هم ځانونه هوډمن وګڼل، ټولې نړۍ يې ننداره وكړه او دا ورته په زبات ورسېده، چې نه، دلته كه د وطن او ناموس پر سر ككرۍ خاورې شوې دي، داسې كسان هم شته، چې له خپل هېواد يانې خپل ناموس او پت سره څه وړ چلند كوي. جرمنيان ايله اوس قانع شول چې په افغانستان كې پر پښتنو زيات ظلم شوى دى. نو ځكه خو يې خپله پخوانۍ خبره بېرته واخيستله، هغوى پخوا دا انګېرله، چې دلته پښتنو پر نورو قومي لږكيو ظلم او زياتى كړى دى.

دولت خو ځان ژمن ګڼي، چې د هر قوم ژبې ته به خدمت كوي او په دې ترڅ كې يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته هم سپارښتنه وكړه، چې بايد دغه بهير ته وده وركړي. په همدې تړاو د اطلاعاتو او كلتور وزارت ته د ښاغلي حامد كرزي له خوا د سيد جمال الدين افغان دولتي نښان هم په دې پلمه ورډالۍ شو، چې ګواكې دغه وزارت زيات او بېساري خدمتونه كړي دي، دغه راز يې له نورو دولتونو سره هم فرهنګي اړيكي غزولي دي. خو راشئ وڅېړو او په څو محدودو بېلګو دا كتنه وكړو، چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت په رښتيا هم د صادقانه خدمت جنډه هسكه كړې او كه هسې يې په خپلو شعارونو، چغو او سورو د نورو خلكو غوږونه وركاڼه كړي دي؟

د دغه وزارت له خوا د پښتنومېشتو سيمو خپرنيزو ادارو ته رسمي مكتوبونه ولېږل شول، چې بايد 30سلنه په دري ژبه ليكنې خپرې كړي، خو د هرات پر خپرونو هېچا هم دا نيوكه ونه كړه چې ولې يو تورى په پښتو نه خپروي. له كابله په دولتي ورځپاڼو كې هېواد او انيس يو څه كاري سابقه لري، دا مهال هم د اوسني وزارت تر څارنې لاندې انيس ورځپاڼه په شپږو مخونو كې خپرېږي. چې 98سلنه دري لري. هېواد ورځپاڼه بيا څلور مخونه لري، چې 30سلنه دري ليكنې په كې راځي.

د نوي كال پر لومړۍ ورځ انيس ورځپاڼه په لسو مخونو، خو هېواد ورځپاڼه په څلورو مخونو كې راووته. چې دا هم د دې وزارت له خدماتو څخه ګڼل كېږي!! په كار ده چې دولتي لوړپوړي چارواكي دغه وزارت په يوه بله ستره ډالۍ هم ونازوي، هغه داسې چې د كمكيانو انيس خپرونه له پيله په همدې نامه خپرېده، ان په تېرو جګړه ييزو كلونو كې يې هم چا د نوم بدلولو نيت ونه كړ، خو اوسني وزارت يې نوم ”انيس كودك“ كړ. دغه راز د راډيو او ټلويزيون خپرونې خو اكثره په يوه ژبه وي، اكثره زيګنالونه او عنوانونه په دې نيت وربدل كړاى شول، چې پخوا په كې پښتو ځاى شوې وه. په همدغه وزارت كې زيات ”افغانستاني“ وروڼه مهمې او لوړې دندې لري، دوى كه له يوې خوا د افغاني نومونو په بدلولو پسې لستوڼي رابډوهلي، له بله اړخه يې دا هڅه هم كړې چې يوازې يوې ژبې ته ترجېح وركړي. د ښاغلي رهين په مشرۍ د كابل ښاريانو شورا هم جوړه شوې چې ايرانى نوم وركړل شوى ”شوراى شهروندان كابل“. داسې ښكاري چې د خانقاګانو او صوفيانه بنډارونو لورى بلې خوا ته واوښت. سړي ته پوښتنه ولاړېږي، چې ايا دغه وزارت يوازې كابل ته كار كوي او كه نه، ټول افغانستان د دوى د كار په ساحه كې نه راځي؟! دغه وزارت زيات عنوانونه او لوحې په ايرانۍ پاړسي اړولې دي، كه د نورو رياستونو او وزارتونو چارواكي همدغه ايراني توري كاروي، ښايي د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي پر خپلو برېتونو لاس راوكاږي او وبه وايي چې ياره ستره توره مو وكړه!

په هغو خپرونو كې چې د ”افغانستاني“ وروڼو له خوا خپرېږي، د ښاروالۍ پرځاى شهرداري، د سترې محكمې پرځاى دادګاهْ عالي، د پوهنتون پرځاى دانشګاه، د پوهنځي پرځاى دانشكده، د محصل پرځاى دانشجو، د سرې مياشتې پرځاى هلال احمر افغاني، د افغان پرځاى افغانستاني، د همشهري پرځاى شهروند او.... كاروي. چې په دغو خپرونو كې پيام مجاهد، پنجره، هفته نامهْ كابل او... مخكښې دي. د همدغو ”افغانستاني“ وروڼو له كبله ملي ارزښتونه، ملي ټرمينالوژي او ملي كلتور له ګواښ سره مخ دى. د اطلاعاتو او كلتور وزارت كه د دغه خاينانه عمل مخه ونه نيسي، ښايي يوازې يې په ايراني تاريخ كې كارنامه په زرينو كرښو وليكل شي، په افغان ملت كې به يې ځاى نه وي.

مصطفى كمال په تركيه كې د اسلامي قوانينو پرځاى غربي قوانين غوره وګڼل، ان چې تركي ليكدود او ټرمينالوژي يې په لاتيني ليكدود بدله كړه او ټول اسلامي بنسټونه يې له منځه يووړل. هغه ګومان كاوه چې په دې توګه به د پرمخيون او ترقۍ پر لوري روانېږي او تركيه به د نورو غربي هېوادونو په كتار كې ودرېږي، خو هغسې ونه شول.

دغو ”افغانستانيانو“ خو له بده مرغه په خپله ځانونه له ملت څخه بېل وګڼل، نو مهرباني دې وكړي، زموږ د اصيل افغاني كلتور په ارزښتونو او وياړونو كې دې لاسوهنه نه كوي. افغانانو پر خپل هېواد سرونه ښندلي او د تاريخ په هر پړاو كې يې توره او قلم چلولى دى.

 

 

كــه لــه زلمو نـه پـوره نـه شــوه

افغانستانه! جينكۍ به دې ګټينه

په درناوي

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:32 PM لېږونكى:هوسۍ |

لومړى كال،

څلورمه ګڼه،

(ورى- غويى)، 1383ل كال.

(اپرېل- مې)، 2004م كال.

نــيـــــولــيــكْ

كابل تهران شو   (سرليكنه)                     

اسلام بريتانيا ونيوله                                  

زه مسلمان يم او اروپا مې كور دى       

د مباركۍ پيغامونه                                                               

د ښكلې هوسۍ څښتنانو ته!                                           

د ملت پر مات زړه د ټوپكوالو لوبې  

غرب ته خطاب!                                              

توبه- توبه د زمانې له لوبو                                               

نړيوال كېدل، كه امريكايي كېدل؟     

د ښځو حقوق، پوله نه پېژني                   

د قمرګلې سلګۍ                                             

په نن، پرون او سبا كې                                 

په اكس پي وينډوز كې...     

Grid څه ته وايي؟                                           

افريقا؛ جادو شوې لويه وچه                   

ښاغلى سعدالدين شپون اوياكلن شو!

څپې- څپې وزرې                      (شعرونه)

د تېلو جګړه                                                        

د هند له خاورې څخه            (يونليك)

مغل هرڅه پر بل مخ اړوي                          

ايا قاچاق وړونكي بايد په كندهارۍ لهجه  خبرې وكړي؟

د داستان موضوع                   

شيطان په پرېوتو كې             (د هوسۍ ناول)

شپه راوړه!                                   (لنډه كيسه)

د درملو ځايناستى                                         

په فلسفه كې تلپاتې پېښې                        

د شمالي ولايتونو لرغوني آثار او تاريخي كيندنې

انځورونه څه وايي؟                                       

له ځان سره داسې مينه وكړه!                  

پښتو د كمپيوټر ژبه شوه! 

هوسۍ له ماشومانو سره   

پرونوګرافي، يا جنسي روږدېدنه          

راتلونكې ټولټاكنې به څنګه وي؟        

 

 

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:31 PM لېږونكى:هوسۍ |
شپه راوړه!

غزانور حسينخېل، كابل

شپه راوړه!

د چكر په پلمه نن هم د ښار لوري ته روان و، د خپلې موخې د ترلاسه كولو هڅه يې كوله. سترګۍ (عينكې) په سترګو، نكټايي تړلې او درېشي يې اغوستې وه.

په كوڅه كې يې پر راروانې پېغلې سترګې ولګېدې. د هغې له دنګې ځوانۍ سره سور كميس او تور پړونى دى لا زيات ځان ته وركاږه. سګرېټ يې بل كړ. د پېغلې په رانژدې كېدو سره يې څو ځلې وټوخل. خو هغه داسې اېسېده، لكه هېڅوك چې نه ويني. ده هم شا ته ورپسې مخ وانه ړاوه، څو ګامه نه و تللى، ركشه يې تر څنګ تېره شوه، چكړې يې وروالوزولې. چپه پښه او بوټ يې ورككړ كړ. په ركشه پسې يې بد- بد وكتل. خو نه يې درولاى شوه، نه هم دومره لويه خبره وه چې د بل وخت لپاره يې ورته وساتي.

د پښې او بوټ د پاكولو هڅه كې و، يو بل خوا يې كتل، چې څه شى پيدا كړي، خو څه يې تر سترګو نه شول. د غوسې څپه پرې راغله. د ركشې لوري ته يې، چې اوس پناه كېدله، مخ واړاوه، لږ وړاندې يې يو كاغذ وليد، ورغى او راوايې خيست. په ټول سپين كاغذ كې دوو كرښو د ده پام ځان ته راواړاوه، چې پاس د ځايي (لوكل) ټليفون شمېره وه او كوز ترې كښل شوي وو:

له ماپښين تر ماښامه بېخي يوازې يم

فكرونو يووړ، كاغذ يې لټ په لټ واړاوه، ككړې پښې او بوټ ته يې وكتل. له ځان سره وبونګېد: "خوب وينې كه رښتيا دي؟".

عنايت څه ګرم نه و، د خوب ګومان به يې څنګه نه كاوه. څه يې چې په اسمان كې لټول، څښتن پر ځمكه وركړل. كاغذ يې لږ پو كړ، چې ګرد ترې لاړ شي، بيا يې جېب ته واچاوه او د ټليفون مركز پر لوري يې ګامونه ګړندي كړل.

|||

د ځمكتلي (زېرزمينۍ) دكانونو ته كوز شو. د ټليفون مركز دړه (دروازه) يې پرانيستله: "سلام! غواړم لوكل ټليفون وكړم".

ټليفونچي د ورځنيو ټليفونونو حساب ليكه، سر يې رااوچت كړ:

"ستاسو په خدمت كې"

عنايت د ټليفون شمېره وركړه، هغه چې د كيڼې خوا درې شمېرې وليدې، پوه شو چې د حيات اباد سيمه ده. بېرته پر خپل حساب لګيا شو. عنايت د شمېرې په وهلو سره هغې وړې كوټې ته ننوت، چې ټليفون كوونكي يې د خصوصي خبرو لپاره كاروي. د زنګ په تېرېدو سره له هغې خوا غږ راغى:

"هلو!، څوك خبرې كوئ؟"

_ "سلام! څرنګه يې؟ ښه يې، جوړه يې؟"

_" تاسې څوك غږېږئ؟"

عنايت خبره بل لوري ته بوتله: "څومره پوست او له خوځښت ډك غږ لرې".

له هغې خوا خندا اوري: "هاهاهاها"

_"پوهېږې خندا دې څه راپه زړه كړل؟"

له هغې خوا په خندني غږ: "خندا مندا څه كوې، ځان راوښيه، ځان!"

_"زه او ته نه سره پېژنو، غواړم له تا سره كښېنم. يوه شپه سره وخاندو".

_ "ته به له ما سره ناسته او خندا غواړې، خو زه يې نه غواړم".

عنايت پوه شو، چې كلدارو ته چل جوړوي. ورته ويې ويل چې ښه شتمن دى، دوه وروڼه يې په نيويارك كې دي، دغه راز په لاهور كې د چپلكو كارځاى (شركت) لري. هرڅو روپۍ چې غواړي وربه يې كړي.

هغې ويل چې خاوند يې ډاكټر دى، روپيو ته هېڅ اړتيا نه لري. خو دى چې د دې د ليدلو دومره تږى دى، راتلاى شي او په دې يې هم خبر كړ، چې خاوند يې يونيم يكشنبه كور ته راځي. نور د هر اتوار (يكشنبې) شپه صدر ته وړي. بيا يې ورته وويل:

"سبا هسې هم اتوار دى. ټليفون راوكړئ. كه ډاكټر صدر ته تلو، رابه شې، له مينې ډكه شپه به سره وكړو".

_"سمه ده، زما نوم عنايت دى".

_"زه راضيه نومېږم. ګوره عنايته! په انكار كولو مې ته معلومولې، ما ويل چې كوم پوليس موليس نه وي. نور مو په مخه ښه !"

تر ټليفون وروسته يې د هر تېر مازيګر عادت پرې نه ښوده. د بورډ بازار كې ګرځېده. خو توپير يې دا و، چې پخوا به د بورډ په سوالګرو يا ډمو پسې لر و بر كېده. خو نن يې د هغوى هڅه نه كوله، بلكې كومه يوه به يې چې وليده، د ده خوشحالي به يې لا زياتوله، ځكه ده خو داسې شى درك كړ، چې ښه زړه راكښونكې او جذابه به وي. بل به ښه مسته وي. خاوند يې ډاكټر دى، په شېرپاو روغتون كې كار كوي.

دا خيالونه او سوچونه ځكه د عنايت پر زړه اورېدل، چې راضيه په كور كې ټليفون لري او ټليفون يوازې د شتمنو پر كورونو اورېدلى نعمت دى.

|||

بله ورځ چې مازيګر څومره نژدې كېده. هغومره د ده پر زړه هيلې لا زرغونېدلې، تلوسه يې زياتېدله، چې كله به له راضيې سره يوځاى كېږي، غېږه به ترې چاپېره كوي، پر مړوند به يې سر ږدي. كله- كله به يې سوچ خراب شو او ډاكټر ته به په تشويش كې و، چې كه كور ته راشي. خو بيا به يې له ځان سره وويل: نه، نه! ويده بخت دې ويښ شوى، ډاكټر به صدر ته ځي.

درېشي يې اوتو كړه. سر يې ډاريي كړ. د تلو په وخت كې يې د خپلې كوټې د ملګري راډو ساعت په لاس كړ، له بكس څخه يې ټولې روپۍ راواخيستې، دا هغه پيسې وې، چې د ډرېور په لاس ده ته د خپل پلار له خوا رالېږل شوې وې، ها چې د راتلونكې مياشتې د پوهنتون او شپه غالي (ليليې) فيس پوره كړي. د تلو په وخت كې يې ملګرو ته پلمه وكړه، چې شېرپاو روغتون ته ځي، هورې د خپل ناروغو خپلوانو پوښتنه كوي.

پر لار يې په ذهن كې ډول- ډول اندېښنې تلې راتلې. څوك مې ونه ويني. كه ډاكټر صدر ته نه ځي، كه حيات اباد ته كوم ملګرى تللى وي، ومې ويني، څه به وايي. بېګاني ټليفونځاى ته په رسېدلو سره يې يو بل خوا وكتل، وېرېده چې كوم ملګرى ورسره يوځاى نه شي، بيا به نه ټليفون كړاى شي، نه به ترې بېلېدى شي، چې خاطر يې جمع شو، ننوت:

"السلام عليكم!، غواړم لوكل (ځايي) ټليفون وكړم".

ټليفونچي په كوم زاړه ټليفون كې پېچكش واهه، اشاره يې وكړه چې په خپله شمېره ووهي. د زنګ په تېرېدو سره له هغې خوا غږ راغى:

"هلو، څوك خبرې كوي؟"

_"زه يم، عنايت!".

خپلو كې يې ستړي مشي سره وكړه. له عنايت يې وار ړومبى كړ:

"ډېر بختور يې. ډاكټر نه راځي، شپه راوړه!".

دا خبره د هغه ارمان د لاسته راوړلو زېرى و، چې عنايت يې له مودو- مودو راهيسې هڅې كولې. د خوشحاليو او خوښيو څپې پرې اورېدلې. زړه يې نڅا كوله، په ټيټ غږ يې وويل: "څه شى دروړم؟"

راضيې ورغبرګه كړه: "يو ته نه يې، نور هرڅه شته".

د ټليفون كرښه يې چې دوى ته يې ريباري كوله، لږه نوره هم لګيا وساتله، بيا يې خپلو كې مخه ښه سره وكړه.

عنايت، د بورډ له ګگڼې ګوڼې نه ډك تمځي ته راووت. دلته د كارخانو باډرو موټر يوځاى، د ناران باغ او فيز شپږ موټر بل ځاى بشارت او فيز درې ته تلونكي موټر بل ځاى ولاړ وي، هر ګاډى (موټر) تر هغې سپرلى جګوي، چې بل نه وي راغلى. عنايت د بشارت له موټر سره ودرېد، يو بل خوا يې كتل چې كوم ملګرى خو به يې نه وي، بيا ګاډي ته وخوت.

|||

د بشارت ماركېټ ته په رسېدو سره له ګاډي كوز شو. ماركېټ د سړك پر ښۍ غاړې پروت دى. نژدې خلك سودا په كې كوي.

دوه پاخه كړي چرګان، يو يو درځن كيلې او مالټې يې رانيولې، واپس لوى سړك ته راووت. په سستو ګامونو له مله سوچ سره ټيټ سر روان و او هغه ورته ويل: ښاري ډمه يا سوالګره چې لږه رنګينه وي، شپه ورسره تېره كړې، له پنځوسوو روپيو كمې نه غواړي، ته له هرڅه بچ يې، ښه رنګين شى دې هم درك كړ، تار به ورسره وغزوې، نه له حكومته ډار شته، نه له پښتو، د اېډميډ خطر خو ايسته پرېږده.

ورښودلې كوڅې ته په رسېدو سره له لوى سړك وغړېد (وګرځېد) څو ګامه نه و تللى، چې توره دړه يې مخې ته راغله. د دړې پر سر نومرې ته يې چې وكتل، لا يې زړه ډاډه شو، پر تڼۍ يې ګوته ټينګه كړه.  شېبه وروسته دړه پرانيستل شوه. لوړه دنګه ښځه راووته، چې د پېروي په څېر مخ، د ګلاب په څېر سرې شونډې، لكه مقناطيس، چې عنايت يې وار له واره وركاږه او په اغوستي درېشي كې يې تنكۍ ملا او راوتلې سينې د اتياكلن بوډا زړه، ها چې په لكړه (امسا) به ځي، هم هڅاوه. دا نو هماغه راضيه وه چې دى يې په ټليفون كې رابللى او ورته ويل يې وو، يو ته نه يې، نور هرڅه شته.

روغبړ يې سره وكړ، بيا راضيه چې د خواهشاتو او مستيو توپان په مخه كړې وه، مخته روانه، عنايت لكه د وچې مار چې له مودو- مودو راهيسې وږى تږى پاتې وي، له شا پسې رهي و. په  اړكيو (زينه) كې په مزه مزه دويم پوړ ته ختل.

په كوټه كې درې څوكۍ پر مېز ايښې، دوربين او څو كټونه پراته وو. راضيې لاس ونيو:

"وخت ناوخت د كوڅې ناروغان د درملنې لپاره دلته هم راځي".

عنايت سر وخوځاوه، په زړه كې يې ويل، ستا علاج خو له ډاكټره پاتې دى. زه به ستا علاج وكړم، تا رابللى يم.

پر اوار شوي سره توشك سره كښېناستل. شېبه وروسته راضيې له  مخا مخ المارۍ څخه د چايو ترموز او ميټايي راواخيستل. د پيالې په ډكولو سره يې وويل:

"له شيدو چايو پرهېزه يم. شين به په ګډه څښو".

_"فرق نه كوي، صحت دې غواړم".

بيا خاموشي ځاى ونيو، د دواړو په زړونو كې ډېر څه راتلل، خو د نورو مينانو په څېر چې په لومړۍ ليدنه كتنه كې يې زړه لړزېږي او څه نه شي ويلاى، دوى هم داسې وو، اخر عنايت زړه غټ كړ:

_"راضيه جانې! په يوه شپه به نه سره هېروو".

_"څه بازاري ډمه خو نه يمه. تر مرګه به سره ملګري يو". راضيه لږه غلې شوه، ساه يې تازه كړه.

_"له خبرو دې ښكاري چې تعليم دې كړى دى، د ټليفون نومره به زموږ دښمنانو اچولې وي...".

د ټليفون زنګ يې نورې خبرې ورغوڅې كړې. راضيه بلې خونې ته لاړه، چې ټليفون ځواب كړي.

عنايت لږ څه اندېښمن شو، راضيه ولې ووتله؟ ټليفون يې ولې دلته ځواب نه كړ؟ د چايو غوړپ يې وكړ، پياله يې كښېښوده، د ټليفون خوا ته ورغله، زنګ چې غلى شو، ورو يې غوږۍ غوږ ته كړه، د راضيې غږ يې تر غوږ شو.

"لږ وړاندې راغى".

_"څه دې وكړل؟"

_"په چايو كې مې ښه ډېر د بېهوښۍ دوا وراچولې ده".

عنايت ګومان كاوه، چې خوب ويني، خو نه، د نارينه غږ يې بيا تر غوږ شو:

"تر اوسه په حال دى؟"

_"هو!"

د ځوانۍ پر مستو او تودو احساساتو يې د وېرې سړې اوبه تويې شوې. وجود يې خولې- خولې شو. په يوه شېبه كې يې څو سوچونه ذهن ته ورغلل. وژلم يې، بيا يې پوډر په ما كې تېرول. زما پښتورګي يې ايستل، پوليسو ته يې د غلا په تور وركولم... ځان يې د ويده ښامار په خوله كې احساساوه. دا يې ښه ګڼله، چې نور حركت وكړي، له كوټې راووت. څومره چې دړې ته نژدې كېده، هغومره يې د راضيې له لومې څخه ځان ليرې كاوه.

ده چې د دړې بيلوټ كش كړ، پاس راضيې ټليفون كښېښود. له كړكۍ څخه يې چې عنايت وليد، نو لاسونه يې سره ومروړل. وپوهېدله كه د هغې بلې كوټې ټليفون كې دلته ايښى واى، خولې ته ورغلې مړۍ به يې له لاسه نه وتله.

01_02_18م كال، پېښور، بورډ تاج اباد

رياض هاسټل

حسين بغلانى، كندوز

د سولې او امنيت پر لار يو بل ګواښ

د افغانستان په شمال كې د وتلي قوماندان جنرال رشيد دوستم هغه غوښتنه، چې ده ته دې يا د دفاع وزارت لوى درستيز او يا هم د يوې شل زره كسيزې وسلوالې  ډلګۍ مشري وركړل شي، چې دى پرې ترهګر د هېواد په سوېل او نورو ختيزو ولايتونو كې وځپي، دوه لامله لرلاى شي:

يو دا چې د هېواد په شمال كې د افغان منځمهالې ادارې له خوا د دفاع وزارت په اډانه كې د درنو وسلو  د راټولونې بهير له څو مياشتو راهيسې روان دى، لكه څنګه چې يې له بهرنيو رسنيو څخه اورو،  په مزار شريف كې د جمعيت د ډلې ځواكمن قوماندان عطا محمد خپله ټوله درنه وسله سپارلې ده، خو جنرال دوستم لا خپله وسله په بشپړ ډول نه ده سپارلې، دوستم فكر كوي چې كه خپله وسله وسپاري، ده ته به هېڅكله د افغانستان په راتلونكي كې د ده له خوښې سره سمه ونډه ورنه كړل شي او داسې ګڼي چې ګويا دا وسلوال دي، چې د هغو له كبله د ده نوم په هر ځاى كې يادېږي او دولت ورته اړتيا لري.

دويم دليل دا دى چې دى غواړي د شل زره كسيزې وسلوالې ډلې مشري په داسې حال كې پر غاړه ولري، چې دا شل زره كسيزه ډله د دفاع وزارت له اډانې بهر وي  او د ده په خبره مخامخ د اردو د اعلى قوماندان  تر واك لاندې وي، په دې كې له ورايه د ښاغلي دوستم موخه ښكاره ده، هغه دا چې دوستم غواړي هغه مهال دې د شل زره كسيزې وسلوالې ډلې مشري ده ته وسپارل شي، چې ده ته د دفاع وزارت او يا هم  د لوى درستيز څوكۍ ونه رسېږي او دى بيا د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ د وخت په څېر يوه ځانګړې ملېشه ولري او هر سړى چې يې بد راغى هغه د القاعده په نوم وځپي او دى د داسې يوې خپلواكې وسلوالې ډلې مشري ولري، چې تل د ده د ټوپكواكۍ ژوند خوندي كړي او هغه تورونه چې د بشر حقوقو د نړيوالو ټولنو له خوا د بشر د حقوقو د پښو لاندې كولو په تړاو  پرې لګېدلي دي رد كړي، دى غواړي چې په دې توګه  په محكمه كې له سپيناوي څخه ځان وژغوري.

دولت غواړي چې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره ټول ګونديز وسلوال بې وسلې كړي  او په ټول هېواد كې د بيارغونې لپاره شرايط برابر كړي. خو د هر وسلوال  قوماندان شرايط كه د بې وسلې كولو په بدل كې د ځانګړو پوځونو او د هېواد د مهمو څوكيو غوښتنه وي، دلته به هېڅكله  ټوپكواكي پايته ونه رسېږي او قوماندانسالاري به نوره هم زياته شي، د وسلوالو قوماندانانو دغسې غوښتنې به په هېواد كې د اوسني دولت اعتبار له منځه يوسي او د هېوادوالو هغه هيلې به نهيلې كړي، چې د هېواد د راتلونكي په اړه يې لري.

 

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:30 PM لېږونكى:هوسۍ |
د شمالي ولايتونو لرغوني اثار-۳

درېيمه برخه

| حنان حبـيـبزى، مزار شريف

د شمالي ولايتونو لرغوني اثار

او تاريخي كيندنې

 

بالاحصار د لرغوني ښار په شمال ختيزه څنډه كې ودان شوى، چې ورته ګورې نو په بلخ كې تر ټولو دنګه او هسكه ماڼۍ ده. كه څه هم د لرغونو ټولواكيو د دغه مركز د دېوالونو تشې نخښې تاريخ ته پاتې دي، خو په افغانستان كې اوږده ناورين د زړو دېوالونو پر دغو پاتې شونو هم خپلې ناوړه اغېزې ښندلي او په دې هېواد كې د نورو ملي شتمنيو په څېر يې ډېر زيان وراړولى دى.

هغه څه چې ښايي 25كاله وړاندې دلته و، خپلسرو كيندنو تالا ترغه كړي او د كيندنو ځايونه يې له ورايه ښكاري. ځايي اوسېدونكي په دې باور دي، چې بالاحصار د يوه لوى ښار په بڼه و او په دې كې 900ښوونځي او 1200حمامونه هم ودان وو. دوى وايي چې دا د اوسېدنې يو ستر ځاى و، چې اوس خلكو د ناقانوني كيندنو په پاى كې ډېر ارزښتناك توكي په كې موندلي او هغو كسانو چې په دې بالاحصار كې يې دغه كيندنې كړي، ډېرى يې د لوى كار و بار خاوندان شوي دي. د ځايي اوسېدونكو د وينا له مخې په بالاحصار كې كه پر لاسته راغلو هډونو او د انسانانو پر كوپړيو كمپيوټري څېړنې وشي، ښايي دا جوته كړي، چې دا هرڅه د كوم وخت دي.

ګل محمد فقيري په بلخ ولسوالۍ كې يو ښوونكى دى، دى وايي: .. دې خبرې ته په پام سره چې اوس يې اورو، ويل كېږي كمپيوټرد هرې خاورې، ونې، ډبرې او نورو توكو عمر څرګندوي، كه دا رښتيا وي، نو سل په سلو كې به دا زبات كړي، چې دا هډونه او لاسته راغلي اثار د كوم وخت دي او په كومې پېړۍ پورې تړلي دي. دلته هډوكي، خښتې او د انسانانو غټې- غټې ككرۍ شته، چې څېړنې ورباندې ضروري دي.

خو د كابل پوهنتون د لرغونپوهنې څانګې پخوانى استاد او په هالنډ كې د ماقبل التاريخ د ادارې غړى لرغونپوه رسول باوري وايي: د بلخ ودانۍ چې د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا څېړل شوې دي، څرګندوي چې دا د افغانستان د تاريخ تر ټولو لرغوني او زاړه اثار دي. د ده په وينا دا ځاى، د لرغوني تمدن د پرمختګ د آر ځاى ځايګي په توګه په تاريخ كې خوندي دى.

دى وايي: كه د لرغونپوهانو له خوا پر دغو اثارو څېړنې وشي، ښايي ډېر نور شيان هم ترې ترلاسه شي. پر دې سربېره چې د ده په وينا ښايي ډېر څه يې ټوپكوالو په ناقانوني توګه وړي هم وي.

ښاغلى باوري دا اثار زيات ارزښتمن ګڼي او وايي چې د پلټنو لپاره يې بايد لار اواره شي.

د مزارشريف د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالله رويين بيا له همدې بالاحصار څخه د يوې مجسمې د موندلو يادونه كوي، چې د ده په وينا 22زره كاله پخوانۍ ده.

ښاغلى رويين وايي چې په بالاحصار كې داسې ودانۍ شته، چې عمر يې پنځه زره كلونو ته رسېږي او له دې ځايه انسانانو، ټولنيز ژوند پيل كړى دى. دى وايي: هغه كيندنې چې درې لسيزې وړاندې د بالاحصار په ودانۍ كې شوې دي، ښيي چې دا ځاى په زرګونو كلونو وړاندې وختونو پورې اړه او تړاو لري او په دغه ځاى كې دوه ويشت زره كلنه لرغونې مجسمه دا ښيي چې په دې ودانۍ كې خلك اوسېدلي او ژوند يې په كې كړى دى.

بالاحصار، د بلخ ولسوالۍ او زاړه ښار تر ټولو لوړه ودانۍ ده. ودانۍ چې د يوه لوى سراى بڼه لري، د وخت په اوږدو كې د طبيعي پېښو په ترڅ كې شوړېدلې ده، چې اوس يې يوازې د دېوال نخښه پرځاى پاتې ده.

ځينې برخې يې د يوه يا دوو مترو په كچه هم ولاړې دي، د بالاحصار په سويلي برخه كې د يوې لوړې ودانۍ دېوال، د برج په ډول د دوو مترو جګوالي په كچه لا هم ولاړ دى، چې د اوسنيو ټوپكوالو د پوستې په توګه هم كارول شوى دى. له ليرې چې دغې ودانۍ يا د بالاحصار برج ته ځير شې، نو د يوې غونډۍ په څېر ښكاري. په شمالي څنډه كې يې د زمچي پهلوان په نامه يو زيارت دى او تر څنګ يې د يوه بل برج نخښې هم پرځاى پاتې دي. ځوان شاعر او ليكوال عبدالغفور لېوال چې د لرغونو ځايونو په اړه ځانګړې مطالعه لري، وايي چې دغه ډول لرغونې ودانۍ، د وخت د ټولواكانو د واكمنۍ مركزونه دي او له دې ځايه به يې تر واك لاندې سيمو چارې سمبالولې. ښاغلى لېوال دا هم وايي چې بالاحصارونه له پوځي پلوه د واكمنو د خونديتوب په موخه جوړ شوي دي او لوړې ودانۍ د سترتوب په مانا هم دي.

د ده په وينا همدا اوس هم پښتانه غټې برجورې كلاګانې جوړوي او دا د دوى د لويوالي ښكارندوى دى.

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:28 PM لېږونكى:هوسۍ |
اسلام بريتانيا ونيوله

له مېل آن سانډې نومې انګرېزۍ خپرونې څخه ژباړه:

 

اسلام بريتانيا ونيوله

 


دغې خپرونې په خپله نوې ګڼه كې د خپل يوه نامتو ليكوال په قلم دا پوښتنه رامنځته كړې: ايا كېدى شي چې يوه ورځ اسلام، د بريتانيا رسمي دين شي؟ دغه ليكوال خبردارى وركړى، چې د انګرېزانو اوسنۍ فرهنګي، ټولنيزې او مذهبي وضعې ته په پام سره بايد د همداسې ورځې په تمه واوسو. ليكوال په انګلستان كې د مسلمانانو زياتوالي او په جوماتونو كې د ګڼو خلكو له خوا د قران يادولو ته په اشارې سره ټينګار كوي: په بريتانيا كې ورځ په ورځ اسلام پراختيا مومي، حال دا چې بريتانيا په جنسي ستونزو، الكوليزم او د كورنيو اړيكو په ناوړه پړاوونو كې وروستۍ سلګۍ وهي، دغه راز د نشه يي توكو كارونه هم ترحد زياته شوې ده.

مېل آن سانډې خپرونه وړاندې ليكي: په ځوانانو كې د الكولو كارونه يو عادي كار ګرځېدلى، هرڅوك د خوب ګولۍ، نشه يي توكي، كوكايين او نور مواد كاروي، ځوانان او نجونې د ماشومانو د زېږون د مخنيوي لپاره ګولۍ خوري، دغه راز په بريتانيا كې د 12كلنو پېغلو اميندواري يو عاي كار  ګرځېدلى، دا يوازې اسلام دى چې اوس مهال له دغو ګډوډيو څخه د ځان په ګټه كار اخيستلاى شي.

دا خپرونه ټينګار كوي: ”كه نن وي يا سبا، له دغو بدمرغيو، توندچلنديو او كركې څخه چې زياتره ماشومان ځوروي، د خلاصون لپاره به په غربي ټولنو كې يو ستر غورځنګ رامنځته شي. بيا زياتوي: كه څه هم كېدى شي دغه غورځنګ په مسيحيت كې جرړې ولري، خو په غرب كې د كليساګانو ستونزو ته په پام سره زيات چانس په اسلام كې شته، ځكه چې په دې وروستيو كې د كاتوليك په كليساګانو كې د وروستيو جنسي تېريو رسوا كېدلو زيات جنجالونه راوپارول او د انګليكن كشيشانو مقام ته يې سخت ګوزار وركړ. د ليكوال په اند د مسيحي ډلو وروستيو چلندونو د بريتانيا زيات خلك نهيلي كړي، چې په ولز او د بريتانيا په نورو صنعتي سيمو كې د كاتوليك او انګليكن كليساګانو تشېدل، د همدې خبرې پخلى كوي.

دغه ليكوال زياتوي: ”اوسنيو چلندونو ته په پام سره په راتلونكي كې به د كليساګانو زنګونه او د مسيحي كڼو ډلو چغې او نارې سورې غلې شي، ځكه چې نه به څوك په دغو ډلو كې د ګډون هيله لري، نه به هم كوم اورېدونكى او وياند ورته پاته شي، له همدې كبله به په راتلونكي كې كليساګانې له منځه لاړې شي، يا به هم د ځينو محدودو كسانو لپاره په لنډمهالي استوګنځي بدل شي“.  ليكوال بيا وايي: ”د وخت په تېرېدو سره به مسيحيت او انجيل له كورنيو او بريتانيايي ښوونځيو څخه كډه وكړي او بيا به د دغو زړو پيامونو اورېدو ته يو غوږ هم پاته نه شي“. ليكوال خبردارى وركوي: ”حال دا چې د بريتانيا خلكو ته د اسلام پيام نوى، په زړه پورى او د پام وړ دى، د هرې ورځې په تېرېدو سره په بريتانيا كې د جوماتونو دنګې منارې او ګنبدې پسې زياتېږي او دلته اسلام د پراختيا په حال كې دى“.

د ”مېل آن سانډې“ خپرونه د خپل دغه ګزارش په بله برخه كې بيا د انګلستان پر قضايي نظام او پوليسو هم تور لګوي، چې د اسلام په خپراوي كې يې غيرمستقيمه مرسته كړې. خپرونه زياتوي:” كه د بريتانيا قضايي سيسټم او پوليس دلته د پراخېدونكې بې قانونۍ، جرايمو او جنايتونو په مقابله كې ګړندي نه شي، نو اسلامي شريعت به يو غوڅ اقدام وكړي، چې وبه كړاى شي د مسيحيت او يهوديت اكثره مخالفين هم ځان ته راوبولي“. د ليكنې ليكوال، په انګلستان كې د زده كړې په برخه كې د مسلمانو ځوانانو بېساري بري او پرمختګ ته هم اشاره كوي او دېته په پام سره وايي: ”پخوا به په بريتانيا كې مسلمانان د منځنۍ طبقې خلك وو او دومره زده كړه به يې نه درلوده، خو اوس د دغه هېواد پوهنتونونه له بااستعدادو مسلمانانو څخه ډك دي، چې ډېر ژر به د دغه هېواد په كارځايونو او دفترونو كې ځانونو ته دندې ولري او تر نورو به ډېر وځلېږي“. دى ټينګار كوي: ”اوس مهال كېدى شي چې د مسلمانې بريتانيا په اړه سوچ ونه كړو، خو دا هم بايد ومنو چې په غرب او بريتانيا كې د مسيحيانو دوديز تصور، بيا د اسلام او مسلمانانو په وړاندې كوم بهرنى وجود نه لري“. په ليكنه كې راغلي چې په بريتانيا كې بايد  د جوماتونو او اسلامي مركزونو د جوړېدو مخنيوى وشي: ”اوس د يوه ستر اسلامي مركز جوړېدل روان دي، اكسفورډ په انګلستان كې تر ټولو سپېڅلى مسيحي ښار دى“. خپرونه دا هم ليكي: ”تاسې تصور وكړئ، كه انګلستان فكر كوي، چې په قم، اصفهان، افغانستان، يا د سعودي عربستان په نورو سيمو كې كوم مسيحي مركز جوړېداى، څه به كېدل؟“. د ليكنې ليكوال په پاى كې يادونه كوي: ”په بريتانيا كې د اوسنيو مسلمانانو او اسلام مقام 40 كاله وړاندې د تصور وړ نه و، كه په دغه هېواد كې د پوليسو نظم او قضاييه ځواك همداسې ناسم وي، اسلام او مسلمانان به همداسې د پرمختګ په حال كې وي“.

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:27 PM لېږونكى:هوسۍ |
پرونوګرافي، يا جنسي روږدېدنه

پرونوګرافي، يا جنسي روږدېدنه


دا د انټرنټ يوه دود شوې برخه ده، چې ډېر ځوانان او په تېره بيا ننني زلميان پرې روږدي شوي دي. د پرونوګرافۍ د شبكو ډېروالى، بې بيه ګډون، ليد او د كمپيوټر يا انټرنټ په واسطه د اړيكو ټينګول، هغه څه دي، چې د ټولنې دا ډول وګړي خپل ځان ته وركاږي.

په دې برخه كې داسې موضوعات شته، چې ځوانان يې په خپله ټولنه او كورني چاپېريال كې په اسانۍ سره نه شي موندلاى. ځكه په ډېرو ټولنو كې دا يو سپك او تر ډېره بريده ناشونى كار دى.

ځينې وګړي دې ټكي ته دومره اهميت نه وركوي او وايي چې په اسانۍ سره لاس ورڅخه اخيستلاى شي، خو په حقيقت كې داسې نه ده. پرونوګرافي شهوت پاروونكي، لوڅ او بربنډ انځورونه لري، دا غيراخلاقي فلمونه د يوې جوړې يا په ګډه سره د څو تنو جنسي فعاليتونه په پاروونكې بڼه ښيي، دا هغه څه دي، چې ځوانان او تنكي زلميان ورجذب او ان په ځان كې ډوبولاى شي. كه ددې برخې په ليدو څوك روږدى شي، عادت يې ګرځي او بيا پرېښوول يې ورته ګرانه خبره ده. د دې برخې ليدل د انسان پر جسم، فكر او اروا ناوړه اغېز كوي، داسې لكه كوكايين.

يوه څېړنه ښيي چې يوازې د امريكا په متحدو ايالتونو كې د2000م كال د جنورۍ په مياشت كې اوولس نيم مليونو وګړو د انټرنټ دا برخه پرانيستې او د پرونوګرافۍ له څانګو څخه يې ليدنه كړې ده. دا برخه نه يوازې پر ذهن ناوړه اغېز كوي، بلكې انسان جنسي عمل ته هم هڅوي او د شهوت د پارېدو لامل يې ګرځي.

د 2000م كال د مارچ پر 27مه نېټه يوه څېړنه ښيي چې انځوريز او د جنسي اړيكو لپاره كارېدونكي توكي د تېرو نهه نوي كلونو په پرتله په سلو كې اته سلنه ډېر خرڅ شوي، چې ټوله بيه يې 18مليارده امريكايي ډالرو ته رسېږي.

د دې برخې رښتيني قربانيان:

د دې تبليغاتو ډېركي قربانيان ځوانان دي، په تېره بيا هغه ځوانان چې د 12او 17كلونو ترمنځ عمر لري. دا ډله د نورو په پرتله له دې برخې سره ډېره مينه ښيي. خو ”پرون“ يا پرونوګرافي يوازې په تنكيو زلميانو پورې تړلې نه ده، بلكې د هر سن، جنس، قوم فرهنګ او مذهب ډلې دا پاڼې ګوري. بيا هم په پرونوګرافۍ روږدېدل بېلابېلې درجې لري.

پرونوګرافي او درجې يې:

پرونوګرافي د ناروغۍ په څېر بېلابېلې درجې لري، چې په هره دوره كې د ځانګړو پايلو لرونكې ده.

لومړۍ دوره:

انسان په دې برخه كې د غريزې له مخې د پرونوګرافۍ برخې ته ننوځي. دوى دا كار د خوند او په جنسي برخه كې د معلوماتو د موندلو لپاره ترسره كوي. ځكه دوى دا موضوع له  نورو سره نه شي شريكولاى او د شرم په خاطر نه شي كولاى چې په دې برخه كې له هغوى سره خبرې وكړي او معلومات ترېنه وغواړي. ښايي دا دوره نور لاملونه هم ولري، خو په خپله په ناڅرګندو شيانو پوهېدل او د هغوى شمېرل د  انساني ذهن د پارېدو لامل ګرځېدى شي. انسان په دې دوره كې د ځواكمنۍ احساس كوي او غواړي چې خپل خيالونه او خوبونه په حقيقت بدل كړي. خو هغه موضوع چې د لنډ وخت لپاره د انساني ذهن ملكه ګرځي، داسې هم كېدى شي چې د تل لپاره د هغه پر ذهن واكمني وكړي.

دويمه دوره:

دغې برخې ته ننوتل، په لومړيو كې د راز سپړل ښكاري، خو وروسته د نشه يي توكو په څېر په عادت بدلېږي او دا عادت ورځ په ورځ زياتېږي. د دې برخې ليدل هم د وخت په تېرېدو سره ډېرېږي، داسې لكه په نشه يي توكو روږدېدنه.

درېيمه دوره:

دا دوره د انساني اخلاقو او قانون پرضد د اقدام پړاو دى، په دې دوره كې جنسي اړيكي ټينګښت مومي. ان له ماشومانو سره هم، پرته له دې چې پايلې يې په پام كې ونيول شي، د دغو پاڼو زيات ګډونوال دا ډول عمل ترسره كوي.

څلورمه دوره:

په دې دوره كې انسان د خپلو جنسي غوښتنو د ترسره كولو لپاره له خپلو شتو، نوم، حيثيت او هرڅه تېر وي. هغه څوك چې دې پړاو ته ورګډ شوى وي، هغوى ته زده كړه او له دې كار څخه منع كول دومره ګټور كار نه دى.

دې كوهي ته لوېدلي كسان نه غواړي چې خپلې ستونزې له نورو سره شريكې او د هغوى مرسته ترلاسه كړي. دوى فكر كوي، چې دا د دوى وروستۍ دوره ده او هېڅكله به هم خلاصون ورڅخه ونه مومي.

خو په حقيقت كې داسې نه ده، كه دا ډول كسان ټينګ هوډ او اراده ولري، كولاى شي چې له دې بلا څخه خلاصون ومومي.

 

له انټرنټ څخه ژباړه

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:26 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ښكلې هوسۍ څښتنانو ته

ډاكټر عبدالسبحان هاتفي احمدزى، امريكا- شمالي كلفورنيا

د ښكلې هوسۍ څښتنانو ته


زموږ په وياړلي او ارزښتمن افغاني كلتور كې تل د هوسۍ د سترګو د ښكلا او د ګړندۍ ځغستا د اتلې په باب ډېر زړه راكښونكي شعرونه او ادبي ټوټې د كاغذ پرمخ انځور شوي دي. د بېلګې په ډول:

د لومړي ټولګي په لوست كې راغلي وو، چې يوه ورځ سلطان محمود بت شكن د خپل دربار له څو تنو سره ښكار ته لاړ، هلته يې سترګې پر يوې هوسۍ يا غرڅه ولګېدې او ډز يې پرې وكړ، هغه يې وويشتله، ښكلې هوسۍ ټپي شوه، په داسې حال كې چې له پرهار څخه يې وينې څڅېدلې او له خوږ نه ډېره ځورېده، ځان يې يوې كېږدۍ ته ورساوه، د سلطان سورليو د هوسۍ د وينې په څاڅكو پسې روان وو، په پاى كې د كېږدۍ مخې ته ودرېدل او د كېږدۍ له خاوند څخه يې د ټپي شوې هوسۍ غوښتنه وكړه. د كېږدۍ خاوند چې يو ځيږه سپين ږيرى پښتون و، لومړى يې سورليو ته ستړې مشې وويله او د چايو ست يې ورته وكړ، د سلطان سورليو سپين ږيري ته وويل: موږ راغلي يو چې هغه ويشتل شوې هوسۍ چې ستا كېږدۍ ته يې پناه راوړې ده، له ځان سره سلطان ته يوسو.

سپين ږيري بابا وويل: بچو! دې هوسۍ د يوه پښتون كېږدۍ ته مخه راوړې، تر هغو چې ژوندى يم، څوك يې زما له كېږدۍ څخه بهر نه شي ايستلاى.

سورليو وويل: موږ د ستر سلطان د ښكار ملګري يو، ته بايد هوسۍ موږ ته راكړې.

سپين ږيري وويل: تاسې مهرباني وكړئ، بېرته لاړ شئ، سلطان ته ووايئ چې د كېږدۍ څښتن وويل: ”پوهېږم چې تاسو هوسۍ ويشتلې ده، خو هغې نن زما كېږدۍ ته مخه راوړې ده، دا په پښتو كې ننګ دى، چې هغه تاسو ته دروسپارم“.

د سلطان ملګري حضور ته شرفياب شول او ټوله كيسه يې سلطان ته وكړه. سلطان چې خپله هم د پښتنې مور شيدې رودلې وې، د بابا د ځواب په ژورتيا او حكمت ورسېد.

سلطان پرېكړه وكړه، چې خپله د سپين ږيري بابا كېږدۍ ته لاړ شي. كله چې هلته ورسېدل، بابا له كېږدۍ څخه راووت، د ستر سلطان درناوى يې وكړ او سلطان ته يې ډوډۍ وركړه.

سلطان مننه وكړه او له سپين ږيري سره يې روغبر وكړ او د هغه زړورتيا او مېړانه يې وستايله.

نن خو بيا هغه د څو پېړيو د مخه كيسه زموږ د ننني ژوند پر حال صدق كوي. ښكلې او لرغونې پښتو بيا هم د پاچايانو، اميرانو، ولسمشرانو او درباريانو له خوا ټپي او له ټپي كېدو سره د افغانستان له پلازمېنې څخه هم رټل شوې، دا دى د ملي ژبې وياړ يې هم ترې واخيست. نو دا زموږ د پلرونو او نيكونو ژبه په ډېره خواشينوونكې بڼه له ښار څخه تښتېدلې، د كليو او بانډو خوا ته يې مخه كړې او په دې پوهېږي، چې د هغې ساتنه او پالنه يوازې په همدغو تورو غرونو كې كېږي.

پر پښتني كلتور مينو شاه زلميانو!

ما خو په ژوند كې تل دا ارمان درلود، چې يوځل هوسۍ له نژدې څخه وګورم، دا له دې كبله چې د بېرحمه ټوپكوالو له لاسه، هوسۍ په غرونو كې هم كراره نه ده پرېښوول شوې، كله كله مې چې د كوم شاعر شعر لوسته، نو هغه به د خپل معشوق سترګې د هوسۍ له سترګو سره تشبېه كولې او يا هم د هوسۍ د ګړنديتوب په هكله به يې څه ليكل. نو له دې كبله هوسۍ ما ته يوه افسانوي بڼه درلوده.

كله چې روسانو، ستميان، پرچميان او خلقيان د ملت پر مقدراتو واكمن كړل، يو ځل يې د څرخي پله په جېل كې واچولم، دويم ځل  يې كه نيولم، نو سر مې له تنه بېلول، خو يو حتمي كار و، په ډېره بېوسۍ، خپګان او ژړا مې د افغانستان د ژورناليزم د پلار علامه محمود طرزي هغه شعر په ياد شو، چې په الوتكه كې يې د هېواد د پرېښودو په وخت كې، په داسې حال كې ويلى و، چې له سترګو څخه يې اوښكې بهېدلې:

دا ستــا پـــه مــيـنه پـــه شپــو زه كــړېدلى يم

اوس دې پرېږدم چې انګرېز درته غندلى يم

زه هم د پوره مجبوريت له امله په پېښور كې تر اته كلنې كډوالۍ وروسته لويديزې نړۍ ته راكډوال شوم. دلته له هېواد او هېوادوالو څخه ليرې كېدل، بله زړه دردوونكې څپېړه وه، چې هره ورځ مې پرمخ خوړله. د خپګان د بدلولو لپاره مې ټلويزيون كاته، دلته د طبيعي جغرافيې په نامه علمي پروګرامونه ښيي او طبيعت ښيي چې څومره ښكلى دى. كله كله چې د افريقا پراخ ځنګلونه ښيي، چې هلته لكه افغانستان د زور پاچايي ده. وحشي پړانګان او سپيان د هوسۍ ډلې څاري. بيا له هغو څخه يوه بېلوي، ورپسې منډې وهي، چې هغه له پښو وغورځوي او له ستوني يې ونيسي، ترهغه مهاله چې ساه وركړي.

زړه دردوونكې دا ده، چې هغه بېوزله او خواره هوسۍ د ځان ژغورنې لپاره هرڅومره لاس و پښې وهي، بغارې كاږي، خو د لېوانو، پړانګانو او نورو خونخوارو ځناورو له ډاره څوك د هوسۍ مرستې ته هم دانګلاى نه شي.

ما ته د داسې وحشت ليدلو طاقت او توان نه دى پاتې، خو پوهېږم چې دا وحشي ځناور د هغو وحشيانه چلندونو په كولو ځانونه ښاغلي ګڼي، چې په دې اړه د افغاني ادب له پنځو ستورو  څخه علامه ګل پاچا الفت دې ته داسې اشاره كړې ده:

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه  كړه
نه دي د ويلو، هغه څه چې ما ليدلي دي
زه يې په ويلو او ليكلو ګنهكار شومه
نور يې په عمل او په كردار باندې ښاغلي دي

موږ ته په كار ده، چې ويښ شو، په دې پسې ونه ګرځو، چې نور خلك ولې تربګني كوي، دا هغه جفاوې دي، چې درې سوه كلن تاريخ لري، دا د پښتنو په لويه كورنۍ كې كورګى جوړول او بېلتون رامنځته كول د ملي شعور، ملي كلتور د نه راژوندي كېدو اساسي علت دى: كه پښتانه د يوه پلار د بچيانو په توګه ځانونه يو موټي او يو ږغ كړي، هله به څوك دا توان ونه لري، چې د هغوى ودونه په غم بدل كړي. د ناوې لاسونه يې د نكريزو پرځاى په وينو رنګ شي او يا دا چې د پښتنو ماشومان د خپلې كلا مخې ته د ماشومانه لوبو په وخت كې ټوټه ټوټه شي.

نن چې د بشريت وجدان ويده دى، د هر يوه جابر او ظالم له خولې اورېدل كېږي، چې ”زور حق دى“. په خواشينۍ سره ګورو چې، په يوويشتمه پېړۍ كې چې انسان په مريخ كې د پلي كېدو په حال كې دى، خو ځمكه يې د نورو لپاره سور تنور يا دوزخ ګرځولى او د ځمكې پرمخ د ځنګل قانون حاكم دى. بيا دا شعر راپه ياد شو، چې وايي:

منم وژلى مې شي، خو چوپ كېدلى نه شم
له خپل ملي مرامه زه تېرېدلى نه شم
د خپل ملت په مخ كې قرباني فخر ګڼم
سر مې بخښلى شمه، حق مې بخښلى نه شم

(ارواښاد استاد الفت)

دلته د امريكا ملت ټوپك لري، خو د ګوزار او پوهې لار يې غوره كړې، هوسۍ او نورو الوتونكو مرغانو ته څوك زيان نه رسوي. هوسۍ او نور مرغان هم له انسانانو څخه نه وېرېږي، هغوى د كورنيو څارويو په څېر هر چېرې ازاد ګرځي، انسانان ورته بلا نه ښكاري. نو د همدې موقع له بركته ما هم ”هوسۍ“ ترلاسه كړه او د هغې افسانوي ښكلا ته ځير شوم. د هغې د ښكلو سترګو په ليدو سره د خداىY قدرتونو ته حيران شوم. بيا مې له ځان سره وويل: اى لويه خدايه! دا دې ولې ښكلو ژويو ته وحشي لېوان او پړانګان هم پيدا كړي دي؟

مازيګر و، لمر د غره تر شا مخ په پټېدو و، چې خداىY دې خالد جان هادي له بلا څخه خلاص كړي، نو يې له بلا څخه د ژغورنې لپاره د ”هوسۍ“ زرينه خپرونه رالېږلې وه. دا دويمه ګڼه وه، چې سترګې مې پرې روښانه شوې.

زموږ پښتانه وروڼه او خويندې سړى يوكار ته هڅوي، بام ته يې خېژوي، خو بيا زينه ترې ليرې كوي. دا كار پر ما وشو، عزيزانو دېته اړ كړم چې په افغان پيام راډيو كې، چې 24 ساعته خپرونې لري، دوه ساعته ځانګړې خپلواكه خپرونه ولرم.

د خپرونې نوم مې ”زموږ هېواد، ولس او كلتور“ كښېښود. ما د هوسۍ د دويمې ګڼې په اړه نيمه ګړۍ خبرې وكړې او د هوسۍ زرينه خپرونه مې د افغانستان د ملي مطبوعاتو په اسمان كې يو ځلند ستورى وباله.

خو د دويمې ګڼې په لوستلو سره دا راته جوته شوه، چې هوسۍ د ګران هېواد له ملي ګټو، د اصيلو بچيانو او د دې خاورو له رښتينو خاوندوانو څخه په پوره مېړانې او زړورتيا سره دفاع كړې او دا يې په ډاګه كړې چې:

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه  كړه

زه په دې افـتــــاده ګــۍ كې لوى ګړنګ يم

پښتو ادب يې د سيالانو په كتار كې درولى دى او په ډېرو علمي ليكنو سره يې د ستميانو هغه پوچې ادعاګانې رد كړي، چې ويل يې: پښتو علمي ژبه نه ده، يا پښتانه نالوستي (بېسواده) دي.

خو الحمدلله پښتانه د دومره ناورينونو، ستونزو او جفاګانو له ګاللو سره سره بيا هم د ذاتي استعداد په لرلو سره د علم مخكښان هم دي او د ډېرې خوښۍ او شكران ځاى دى، چې نننيو ځوانانو دا ډېوه په لاس كې نيولې ده او دا ځوانان غواړي چې د هېواد تياره ګوټونه رڼا كړي، دغه راز د ملي يووالي مزي ټينګ وساتي.

د دې ځوانانو په لوړ همت او پوره زيار سره به ان شاء الله پښتو په سمه توګه د دربار ژبه شي.

نور به پښتانه مجبور نه وي، چې د بلې ژبې تاثير پرځان ومني، تر دې وروسته به كه خداىY كول، پښتانه د پنج كتاب او قدوري پرځاى په جوماتونو كې د رحمان بابا دېوانونه لولي. په راډيو ټلويزيون، حكومتي دفترونو او ښوونځيو كې به په خپله مورنۍ ژبه څه واوري. تر ټولو مهم دا چې پښتانه به نيت وكړي، چې خپله پښتو ووايي، پښتو وليكي او په دې توګه په دوى كې ملي شعور را ژوندى شي. ځانونو ته داسې لارښود وټاكي، چې وكړاى شي د هغوى په ژبه وږغېږي او ژبه يې له دربارڅخه وروزل شي.

هغه څه چې په دې ګڼه كې زما پاملرنه ځان ته راواړوله، هغه دا وو چې د دې زرينې خپرونې ليكوالان پراخ نظر وو، چې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو له حقه حقوقو څخه د خپل هېواد تر پولو بهر هم دفاع كوي او په نړيواله كچه د هغو واكدارانو وجدان راويښول غواړي، چې د ډيموكراسۍ تر نامه لاندې يې انسانان په زنځيرونو تړلي دي. نه يوازې انساني لوړ معيارونه، بلكې نړيوال مقررات يې هم تر پښو لاندې كړي دي.

ټولنپوهان وايي:

”هنر په دوو برخو وېشل شوى، ښه  هنر او بد هنر. ښه هنر  هغه دى، چې د يو جابر، مستبد، ظالم او حاكم په مقابل كې  حق ووايي“.

ځينې بې خبره دوستان كله- كله زما پر ليكنو نيوكې نيسي او وايي چې زه تل د ژبې باب ږغېږم، زه ورته وايم چې پر ژبې ټينګار له دې كبله كوم، چې ژبه د ملي كلتور د ملا تير جوړوي او علامه سيد جمال الدين افغان په دې اړه فرمايلي دي:

”هغه ملت مري، چې ژبه يې ومري“.

لوى سيد پوهېده، چې له كلتوري استعمار څخه ژغورنه هغه وخت كېدى شي، چې زموږ ماشومان په خپله مورنۍ ژبه ليك- لوست وكړي.

بخښنه غواړم، د محمدګل بابا وينا ده، چې فرمايلي يې وو: ”كله چې دوه وروڼه پس له اوږدې مودې سره ګوري، خامخا يې د خوشحالۍ له كبله اوښكې تويېږي او روغبړ اوږدېږي“.

نو كه زما خبرې هم اوږدې شوې، ما په كراتو وبخښئ، دا ځكه چې:

دا ليك چې لولې ورته ژاړه

ما چې ليكه، ورته مې ډېر ژړلي دينه

دا خو د پښتو او پښتنو غم دى، چې پر زړه يې راته بار اچولى دى، نو اړ يم كاغذونه تور كړم. پښتنو ته ګرېوان څيرې كړم، چې د خپل پايښت لپاره يو تن او يوموټي شئ. دا ستاسو له لاسه دى، چې:

چا يې پلو ليدلى نه و

اوس په پردو كوڅو  كې غواړي خيراتونه

راځئ چې په ګډه له دغه خيرات څخه تېر شو، ځانونه ښاغلي جوړ كړو، په پاى كې د هوسۍ د ښكلا، د قلم د غښتلوالي، د حق ويلو له كبله تاسو ته مباركي وايم، پر ځوانۍ او همت مو بركت شه!

كه ژوند اجازه راكړه، په راتلونكي كې به د پښتو ژبې د وروسته پاتې كېدو پر لاملونو په بشپړه توګه وږغېږم.

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:26 PM لېږونكى:هوسۍ |
نړيوال كېدل، كه امريكايي كېدل؟

ليكوال                      : ياسين پليسير، د پاريس د سياسي زده كړو پوهنځي محصل- فرانسه

ژباړه    : هوسۍ، كابل

نړيوال كېدل، كه امريكايي كېدل؟

د نړيوال كېدلو لپاره زښت زيات تعريفونه شته، خو دا بايد ومنو، چې يو نوى تړون، نوى ويلاړ يا يوه نوې ايډيالوژي چې موخه يې نړيوال كېدل دي، په اوسني مهال كې راټوكېدلې ده. د ټكنالوژۍ وروستيو بدلونونو او پرمختګونو هم نړيوال كېدل يوه انكار نه منونكې پديده ګرځولې، چې په وړاندې يې مقاومت كول، ناشوني دي.

كه چېرې وغواړو چې د نړيوال كېدو يو ناپېيلى تعريف وكړو، نو ويلاى شو چې نړيوال كېدل له هغو پنځېدنو څخه عبارت دى، چې اوس- اوس د نړيوالې ټولنې په پوځي، ورزشي، وټيزو يا اقتصادي، فرهنګي او داسې نورو اړوندو برخو كې د پنځېدو حال كې وي او همدغه پنځونې نړيوال كېدو ته زښت ډېر امتيازات وركوي.

همدا شان نړيوال كېدل كېدى شي چې د واك لپاره يو ډول سازمان وګڼل شي، د بېلګې په ډول هغه بنسټونه چې نړۍ د نړيوال كېدو پر لوري بيايي، لكه نړيوالې ټولنې، نړيوال بازارونه، د ټوليزو اړيكو وسايل، انټرنټ او نور ټول د غرب په واك كې دي او غرب هم له هغو څخه د خپلو ګټو لپاره د يوه امتياز تر سرليك لاندې ګټه اخلي. څرنګه چې ويلاى شو نن ورځ د نړيوال كېدلو تورى په يوه تياره كې دى، چې رښتينې مانا يې هماغه امريكايي كېدل دي. همدا لامل دى، چې دغه فكر په ټوله نړۍ كې له يوه پياوړي باور او هركلي سره مخ شوى دى.

1. نننۍ نړۍ:

نن د ټكنالوژۍ د مهربانۍ له وجې نړۍ ډېره وړه او محدوده شوې ده. د كلتور او تيوريزم په برخه كې هم د نړۍ د خلكو ترمنځ زښتې ډېرې اسانتياوې رامنځته شوې دي او د دغو اړيكو په پايله كې بېلابېل قومونه كولاى شي چې په ډېره اسانۍ سره ځانونه يو له بل سره پرتله كړي.

 نړيوال كېدل د خلكو ترمنځ خنډونه محدودوي او رالږوي يې او هرڅومره چې نړيوال يو بل ښه وپېژني، په هماغه كچه يو له بل سره نژدې او خواږه كېږي. د نړيوال كېدلو بهير په اصل كې د نژدېوالي او يووالي بهير دى، چې په نړۍ كې به يو مثبت بدلون منځته راوړي او موږ به يې شاهدان يو.

2. د نړيوال كېدو پوتانشيل (وړتيا):

د نړيوال كېدو په پوتانشيل كې د ځانګړي حكومت، اصول، قواعد او يوه نړۍ يا موخه لرونكي خلك شامل دي. د نړيوال دولت د جوړېدو طرحه يوه پېړۍ كېږي چې رازېږېدلې ده.  خو دولتونه نه شي كولاى چې د ايډيالوژۍ له نظره خنثى واوسي، دا ځكه چې هر دولت د يوې ايډيالوژۍ پر بنسټ، چې له مذهب او خداى سره د هغه د اړيكو ماهيت څرګندوي، جوړ شوى دى. نن ورځ په نړۍ كې ډول- ډول ايډيالوژۍ شته، چې بېلابېل ځواكونه، د عمر د اوږدوالي او له يو بل سره د سيالۍ له مخې د پرمختګ مختلفې كچې لري او د هغوى فعاليت او هڅه و هاند له پخوا نه ډېر د پام وړ دي.

3. امريكايي كېدل:

نن ورځ امريكا د خپل ټول تاريخ په اوږدو كې د ځواك لوړې برخې ته رسېدلې ده او د نړيوال كېدو سامانونه لكه د نړۍ مالي بازارونه، د نيويارك بورس، چې د نړۍ تر ټولو بورسونو لوى بازار دى، امريكايي ډالر چې په نړيوالو پيسو بدل شوى دى او د نړۍ د پيسو پشتوانه ده، امريكايي بانكونه چې د نړۍ ځواكمن بانكونه دي، د ژوند بيمې او معاش خوړونكي چې په نړۍ كې ډېرو لوړو برخو يا سطحو ته رسېدلي دي، دا ټول د امريكا په چوپړ كې دي، خو كه چېرې وغواړو د دغو ټولو هڅو بېلانس (انډول) وړاندې كړو، ويلاى شو هغه طرحه چې له1920م كال راهيسې راپيل شوې ده او د (امريكايي سولې) په نوم نړۍ ته نومول شوې وه، له ماتې سره مخ ده. نن ورځ هغه نظامونه چې د امريكايي دولت له خوا جوړ شوي دي، ډېر لړزانده او له ماتې سره مخامخ دي. د امريكايي سيسټم د ثقل منځى يا مركز د هغوى مالي نظام دى، چې د امريكا پېژاند او د مالي چارو كارپوه (زورز سويس) وايي:

”دا نظام بهرنۍ پانګې د امريكا پر لوري راكشوي او د امريكا د صنايعو په اقتصاد كې جذبېږي او هضمېږي. خو د مالي احتكار او غيرمنقولو مالونو بړبړۍ يا حبابونه د زياتوالي او لويوالي هغې كچې ته رسېدلي، چې نور نه شي كېدى هغه په شعبده بازيو او حسابداريو پټ كړاى شي او يا په بازار كې د پيسو په زياتوالي سره د هغه له چاودېدو مخنيوى وشي“.

د امريكا بانكي سيسټمونه زښت ډېر پوروړي دي او همدا لامل دى چې د هغوى د مالي حسابونو بېلانس په تيارو كې پټ او ناڅرګند دى. ځكه خو د صادراتو انډول د وارداتو په پرتله تل منفي  دى او نه شي كولاى چې په اوسني مهال كې ډېر مقاومت وكړي.

د ډېرو اقتصادپوهانو په وينا نور نو د (برتون ودز/1945م كال) د سيسټم ژوند پايته رسېدونكى دى او د فقر په ولكه كې د لوېدو ګواښ له ځان سره لري. (دغه بدلون د يو ناهمغږې ستراتيژۍ په كچه  د لويديزوالو تصميم نيوونكو ټولنو له خوا تصويب شوى، چې پوځي قدرت يې د خپلو ځانونو ځايناستى او معيار جوړ كړى او د تسليحاتي سيالۍ منځته راتلو لامل ګرځېدلى دى، چې د اندېښنې وړ كار دى.

4. د امريكايي كېدو ماته:

كولاى شو امريكايي كېدل چې پر ټولې نړۍ د امريكايي پروژې تپل دي، يوه ماته وګڼو، له امريكايي امپراتورۍ پرته چې موخه يې د اداري بنسټونو د مادي مركز پراختيا او د نورو هېوادونو زبېښاك او ښكېلاك دي. د تېرو پېړيو يومخيز او فني پرمختګونه كېدى شي چې د امريكا، يا د اروپا په نوم شي، بلكې په وروستيو پېړيو كې د نړۍ د پام وړ پرمخيون لامل يو له بل سره تړلو او بېلو لاملونو ته ورګرځي، چې د يوه جلا او څانګړي بحث وړ دى. خو هغه څه چې د پام وړ دي، هغه دا دي چې له دغو پوهنيزو او فني پرمختګونو څخه لويديزو هېوادونو بده ګټه اخيستې ده. كه چېرې دا ومنو چې د ماتې يا بري لپاره زموږ د قضاوت معيار، د نياو يا عدالت له مخې د رښتينې سولې او ودې طرحه وي، كېدى شي چې ووايو (د امريكايي كېدو) پروژه په ډېرو اقتصادي، فرهنګي او انساني برخو كې له ماتې سره مخ ده.

خو نړۍ څو كاله وړاندې د دې سړې جګړې په لاس كې پرته وه او د شوروي تر ماتې وروسته نړۍ تر پخوا ډېره د جګړې په اور كې سوځېده، چې په ټوليز ډول امريكا په ډېرو نړيوالو جګړو كې مهمه ونډه درلوده.

د امريكا د امپرياليزم پروژه بريالۍ كېدى نه شي. دا ځكه چې د هغې د بري اړ يا شرط د انسانيت ماته ده، دا ځكه چې هلته انسان په مادي ډلو كې ارزول كېږي، لكه مصرف كوونكې، راى وركوونكې، توليدوونكې، تروريسټي او علمي ډلې. دغه مادي جوړښت چې انساني نړۍ په كې وركه ده، ځان ته ډېر جدي مخالفين پيدا كړي او دې فكر چې كوم سخت غبرګونونه په نړۍ كې رامنځته كړي، د دې خبرې څرګندوى دي، هغه زخم چې د مادي كېدو پروژې پر انساني پنځ يا طبيعت جوړ كړى دى، څومره ژور دى.

پايله:

نړيوال كېدل له يوه مناسب فرصت څخه عبارت دى، چې بايد غنيمت يې وګڼو او ترې ګټه واخلو. خو دا د امريكايي كېدو يا غربي كېدو په مانا نه ده. په واقعيت كې نړيوال كېدل يانې دا چې موږ په يوې نړيوالې ټولنې اړه لرو او دغه نړيواله ټولنه انسانيت نومېږي. ښه دا ده چې له دغه وخت څخه ګټه واخلو او تر ټولو غوره طرحه چې د انسانيت لپاره ده، موږ يې تر ټولو ښه دين ”اسلام“ كې لرو، چې كولاى شو نړيواله ټولنه پرې خړوبه كړو.

 

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:24 PM لېږونكى:هوسۍ |
د قـمـرګـلې سـلـګۍ

| پير محمد كاروان- كابل

د قـمـرګـلې سـلـګۍ

زه لا ماشوم ومه چې سندرې مې خوښېدې. ډېر لوى ارمان مې و، چې كاشكې موږ هم راډيو درلوداى. خو دا ارمان مې نه پوره كېده. يوه ورځ مې د كلي دكان ته په لمن كې غنم راوړي وو چې پتاسې پرې واخلم. غنم مې د دكاندار په تله كې ورتوى كړل او زه په راډيو كې د قمرګلې سندرې ته غوږ شوم.

قمرګلې دا سندره ويله:

په ما مينه وى، سترګې دې سرې دي

او نن خو دې ډېر ژړلي دينه ___په ما مينه وى

دا سندره په ډېر ژړغوني اواز ويل كېده او په سندره كې د قمرګلې مترنمه سلګۍ ورګډه وه. پر ما يې زښت زيات اثر وكړ، بېخي سندرې له ځان سره وړى وم. دكاندار راباندې غږ كړ:

_ ماشومه! په څه سوچ كې لاړې؟ هه واخله، پتاسې دې.

ما په لمن كې پتاسې راواخيستې. يوه پتاسه مې خولې ته واچوله او د دكان تر دروازې دباندې د قمرګلې سندرې ته غلى ودرېدم. تر پتاسې خوږه سندره پايته ورسېده او زه د پتاسو له لمنې سره كور ته راغلم. بيا به مې همېشه د قمرګلې دا سندره چې:

په ما مينه وى، سترګې دې سرې دي

او نن خو دې ډېر ژړلي دينه___ په ما مينه وى

له ځان سره زمزمه كوله. تاسې به يې ونه منئ چې په هماغه ماشومتوب كې تر پتاسو زيات پر سندرو مين شوم. وختونه واوښتل، زمانې تېرې شوې، پاچهۍ واوښتې، حكومتونه بدل رابدل شول. لنډه دا چې پر وطن روسان هم راغلل. يو شى چې پر خپل ځاى پاتې شو، هغه زما له سندرو سره مينه وه.

د جنګونو په ټس او د خونړيو بمونو په لوګيو كې موږ هم له كلي څخه غره ته راغلو. ښوونځي، وظيفې، تعليمونه او كتابونه پاتې شول. د غواوو او مېږو شپون، د ځمكې بزګر او د اوښانو اوښبه شوم. كله غره ته اوښ بېولى، په لرګيو رابار، كله د غنمو په لو لګيا او كله هم د غواوو او مېږو په څړ پسې ځنګل ته راغلى. لنډه دا چې هر چېرې به چې تلم، كوچنۍ راډيو به راسره وه. د ځنګل د مرغانو د نغمو تر څنګ به مې د راډيو سندرې هم اورېدې.

د چوركونډي د لوى ځنګله په غېږ كې يوه تكه شنه پراخه ورشو ده، چې نژدې د الوتكو د ميدان په اندازه ده. تر غرمې وروسته به موږ شپنو خپلې رمې همدې ميدانۍ ته راوستلې. غواوې او مېږې به په څړ بوختې شوې او موږ ستړو شپنو به د ونو تر سيوري لاندې ډډې وهلې او رمې به مو له ليرې څارلې، چې پړانګ او يا لېوه يې ونه داړي.

يوه ورځ ټكنده غرمه وه، چې په راډيو كې قمرګلې، د حمزه بابا مشهور نظم ”راځه چې يوه جوړه كړو جونګړه په ځنګل كې“ زمزمه كاوه. دا نظم او د قمرګلې دا خوږ اواز له همدې تكې شنې ورشو او چاپېره لوى ځنګله سره، ډېر مناسب لګېدلى و. په زړه كې راتېر شول: ارمان چې له يوې سندرمارې ښاپېرۍ سره مې همدلته جونګړه واى. ارمان چې ټول هغه څه چې قمرګله يې په خپل بلبلي غږ د حمزه بابا له قوله وايي، دا ټول مې په سترګو ليداى او د زړه په لاسونو مې لمس كولاى. د غره او ځنګله په غېږو كې راته هرڅه سندره- سندره كېدل. د شاهين شغ، د غرنۍ بلبلې غږ او د زاڼو قلقلې. په دې منځ كې كله ناكله د الوتكو غړمبا هم راتله او يو نيم بم يې هم غورځاوه. كله ناكله كلي ته هم راتلم.

كله ناكله د جنګ تاوده مورچل ته هم تلم. د سر په سترګو مې وليدل چې د جګړې اور، شنه فصلونه وسوځل. الوتكې زموږ پر كلي راغلې، زلمي يې شهيدان كړل، زاړه يې شهيدان كړل، ښځې او ماشومان يې شهيدان كړل. زموږ د كلي د هيليو د ډنډ اوبه يې ووژلې. د ګودر د غاړې چنار يې ارې- ارې كړ. د كلي د جومات پر دېوالونو د بمونو ټوټې ولګېدې. زما له سندرو سره مينه يې هم زخمي كړه، خو ويې نه وژلاى شوه. د سندرو له همدې زخمي مينې سره پېښور ته رامهاجر شوم.

پېښور د جوماتونو او اذانونو وطن و. د ترنم وطن و. تغزلي او سندريز و.

يوه ورځ مې شاعر ملګرى افضل ټكور له كابل څخه پېښور ته راغلى و. نوى- نوى نامزد شوى و. د كوژدې په خوشحالۍ كې يې صفيه جانې (صفيې صديقي) په خپل كور كې د خوشحالۍ محفل جوړ كړى و. زه هم دې محفل ته ورغلى وم. كه ګورم چې قمرګله سندرې وايي. ياران چاپېر ناست وو. له ما سره مې خپل ماشومتوب هم تر څنګه ناست و، چې لمن يې د پتاسو پرځاى د قمرګلې له سندرو ډكه وه. زما په سترګو كې اوښكې وې. قمرګلې د سندرو ويلو پر وخت موسكي- موسكي او مهربان راكتل. لكه مهربانه استاده، چې خپل ماشوم شاګرد دلاسا كوي.

په ما مينه وى، سترګې دې سرې دي

او نن خو دې ډېر ژړلي دينه __ په ما مينه

د دې سندرې وار شو. ما ته ژړا راغله، په زړه كې خپل كلى او خپل ماشومتوب راوګرځېد. قمرګلې موسكي راوكتل. ما هم له اوښكو په ډكو سترګو وروكتل. لكه يو مرور ماشوم چې له خپلې مور سره د پخلا كېدو تلوسه لري، كټ مټ همداسې.

د قمرګلې د سندرو څپې پسې وغزېدې. د سندرو ويلو پر وخت يې موسكي كاته هم پسې ډېر شول. موسكا يې دومره ښكلې وه، لكه يوه مور چې زلمي زوى ته د ده د خوښې پر نجلۍ د مركې خبره وكړي. زما په زړه كې د موسيقۍ د يوه پوه خبره راوګرځېده:

 هغه ويلي وو: كله چې يو لوى سندرغاړى په يوه ګڼ محفل كې سندرې وايي، نو په محفل كې شا و خوا ګوري. يو داسې څوك لټوي، چې د ده سندرې د زړه په غوږونو اوري. كله چې داسې څوك پيدا كړي، نو د سندرو ويلو امد يې ډېرېږي. بس هغه ته موسكي- موسكي ورګوري او په ټول قوت سندرې وايي“. د موسيقۍ دې اورېدونكي ته حسن رهګذر وايي. نو زه هم نن د قمرګلې د سندرو حسن رهګذر وم. قمرګلې د سندرو او موسكا په زور زما د ماشومتوب ارمان، زما مخې ته درولى و.

يا خدايه! په دې هنر كې څومره زور دى. دا خبره لكه د قمرګلې سندره په زړه كې راوګرځېده. نن زموږ د ټولو د زړونو پر غاټولو د قمرګلې د ترنم باران اورېده. د سندرو په منځ- منځ كې به قمرګلې په مستانه انداز چغه كړه:

راځه چې يوه جوړه كړو جونګړه په ځنګل كې

ټولو چكچكې كړې. دا سندره نه وه، د سرو زرو لينده وه او زه يې په يوه وخت كې لكه دوه غشي يوه، يوې خوا ته او بل، بلې خوا ته په هوا كړم. دلته نژدې د پېښور د ډبګرۍ په يوه جونګړه كې د حمزه بابا سر ته ولاړ يم. حمزه بابا دا د غزل زمرى بيمار پروت دى او د غزلونو غزالان يې د خيال په غرونو او دښتو كې خواره واره دي.

داسې ښكاري چې حمزه بابا د خيال او غزل شاعرانه جونګړې ته روان دى او د ابديت له معشوقې سره په هماغه جونګړه كې د دنيا له سترګو ځان پټوي. دا و هغه يو غشى چې په ډبګرۍ كې د حمزه بابا جونګړې ته رسېدلى و. دويم غشى د چوركونډي  د ځنګل په هغه پراخه ورشو كې لګېدلى و. هغه ورشو چې د جنګ په شېبو كې مې رمې په كې څرولې. دا دى اوس بيا قمرګلې د خپل اواز په جادو د حمزه بابا د شعر په مرسته هماغې ورشو ته رسولى يم.

له هغو تېرو شېبو سره مخ يم، چې د راتلونكي په باب مې په زړه كې شنه او سره باغونه جوړول او په خيال كې به مې د ورېښمو شنه او سره ټالونه زنګول، خو آه چې اوس خبرې نورې دي. نه مې سره او شنه باغونه ليدلي او نه مې د ورېښمو په ټالونو كې ماشوم ژوند ته ټالۍ وركړې دي. دا دى بيا وختونه بدل رابدل دي، حكومتونه اوښتي او پرځاى يې نوي ولاړ دي. روسان تللي او امريكايان راغلي دي. ژوند لكه د قمرګلې سلګۍ د درد په ستوني كې نښتى دى.

خبره مې د قمرګلې د سلګۍ كوله. يو دوې مياشتې وړاندې له كابل څخه خپل كلي ته تللى وم. د بي بي سي راډيو له پښتو څانګې ولي عبدالله په ټلېفون كې له قمرګلې سره، چې نن سبا په امريكا كې اوسېږي، مركه كوله. ولي عبدالله ترې وپوښتل:

قمرګلې! نن سبا ولې نوې سندرې نه وايې؟.

قمرګلې په ځواب كې وويل:

ډېرې سندرې مې په زړه كې ګرځي، خو څوك راسره په موسيقۍ او كمپوز كې مرسته نه كوي.

ولي عبدالله وپوښتل:

خو څوك، مثلاً څوك؟.

قمرګلې د پښتو ژبې د يوه ډېر خوږغږي سندرغاړي استاد شاه ولي نوم واخيست. نوموړي سندرغاړي نن سبا د استادۍ لقب هم ګټلى دى. قمرګلې سخته ګيله ترې وكړه. ولي عبدالله تسلي وركوله.

قمرګله په ژړا شوه، سلګۍ-  سلګۍ شوه او خبرې يې په سلګو كې وركې شوې. د قمرګلې سلګو او ژړا ما ته هم ژړا راوسته او د دې غرنۍ بلبلې په ياد مې يو شعرګوټى وليكه:

 

ګلونو! په جرګه ورشئ بلبله مروره
اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره

دا داسې يو اواز ته وا جادو نه راوتلى
د غرونو د قُمري له كوكوكو نه راوتلى
له  زړه نه كه د شاتو له كندو نه راوتلى
دا چا رانجه وركړي، چې غزله مروره
اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره

اواز د قمرګلې په اوبو كې ګلابونه
ګډېږي په نرګسو په شبو كې ګلابونه
شيخانو ته موسكي شي په تسبو كې ګلابونه
له خپل جنتي غږ نه نو بيا څله مروره
اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره

نيلى د نغمو زين راوله، راشه په ركاب كې
كړه جوړه هنګامه په سرينده او په رباب كې
ورګډه په څپو شه د سندرو په درياب كې
موسكۍ شه، كه څه هم يې په زر ځله مروره
اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره
                 1382_12_17ل كال، خيرخانه مېنه، كابل

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:23 PM لېږونكى:هوسۍ |
مغل هر څه پر بل مخ اړوي

نېكنام، كابل

 

مغل هر څه پر بل مخ اړوي

 


وايي چې كله به چنګېزخان پر يوه سيمه يرغل وروړ، هرڅه به يې بدل او پربل مخ واړول. له بده مرغه له چنګېزخان څخه راوروسته د تاريخ په اوږدو كې په افغانستان كې دغه ډول زياتې پېښې او مسخه كول، بيا بيا ليدل شوي دي. د پخواني تاريخ تېرو دورو ته به نه ګورو، بلكې د افغانستان د اوسمهالي تاريخ 25كلنې جګړې پېښې او ناخوالې به راواخلو، چې موږ په كې د ډلو ټپلو زيات ډولونه او څېرې وليدلې، موږ د كابل او ځينو نورو حكومتي ودانيو او ملي شتمنيو مسخه كول وليدل، موږ داسې څه وليدل چې افغانان ژوندي په ځمكه كې ښخ كړاى شول... پر سرونو يې مېخونه ټك  وهل شول، د بدن غړي يې غوڅ كړاى شول، ژوندي وسوځول شول او...

ښه به وي، چې نن پر يوه بله موضوع وغږېږو. هغه د دولتي ودانيو په ځينو ځانګړو ځايونو كې د ځينو لوحو او سرليكونو لګول دي، چې د كابل ښار او د افغانستان د ولايتونو له وروستي كلتوري يرغل سره سم پيل شوى دى. له بده مرغه د دغه زور او يرغل قرباني هم پښتو ژبه او پښتو لوحې دي، چې يوه په بله پسگې له منځه ځي او پرځاى يې په بله ژبه نوې لوحې ټك وهل كېږي.

د بېلګې په توګه د اوبو او برېښنا وزارت پر ودانۍ ”د اوبو او برېښنا وزارت“ ليكلي وو، خو د وروستي بدلون په ترڅ كې دغه لوحه ليرې او پرځاى يې (وزارت اب و برق) لوحه ولګول شوه.

 همدا ډول د سوداګرۍ وزارت د (وزارت تجارت) په نوم ونومول شو. د بهرنيو چارو وزارت په وړاندې پښتو لوحه لګېدلې وه، هغه وغورځول شوه، د اطلاعاتو او كلتور وزارت هم په ايرانۍ ژبه (وزارت اطلاعات وفرهنګ) وليكل شو، سره مياشت په (هلال احمر افغاني) بدل شو، د كرنې پراختيا بانك خو له جوړېدو سره سم په پښتو لوحه لرله، خو اوس يې له لوحې څخه پښتو ليرې كړل شوې او ”بانك انكشاف دهات“ شو. همداسې نور بېشمېره ځايونه شته، چې د ايران فرهنګپالان او دغه هېواد ته وفاداره پلويان پرې خپلې لوحې او ټاپې لګوي. د اطلاعاتو او كلتور وزارت خو د ملي ګالرۍ نوم هم ايرانى كړ او ”نګارستان ملي“ نوم يې وركړ، حال دا چې په ټوله نړۍ كې يې خلك په ګالري پېژني.

يوه بله ډېره ځوروونكې او زړه بوږنوونكې لوحه د عدليې وزارت په وړاندې د رسمي جريدې د پلورنځي پر سر لګېدلې وه، چې پرې ليكلي وو: ”د رسمي جريدې پلورنځى“ خو له بده مرغه د همدې وروستي يرغل په دوران كې دغه ډېره وړه لوحه هم غورځول شوې ده.

ځوروونكې او زړه بوږنوونكې خو مې ځكه ورته وويل چې د افغانستان د خاورې پر هره لوېشت باندې د افغانانو وينې تويې شوې دي، دغه مېړني ولس په كلونو- كلونو افغانستان زموږ د خاورې او خلكو له دښمنانو څخه ژغورلى دى. افغانانو پر هېچا تېرى نه دى كړى، بلكې پر دوى او د دوى پر خاوره باندې يرغلګر ورغلي دي، افغانان يوازې د پرديو په وړاندې درېدلي او د خپلو خلكو او خاورې ساتنه يې كړې ده.

دوى په دغه خاوره كې د خبرو حق لري، دوى دا حق لري، په هر ځاى كې يې په خپله ژبه لوحې ټك وهل شي، ځكه پښتانه په افغانستان كې اكثريت او پښتو د دې هېواد ملي ژبه ده.

د كمكيانو انيس خپرونه له پيلېدا سره سم پښتو نوم درلود، خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت اوس ”انيس كودك“ نوم وركړى، په دې مانا چې د پښتنو ماشومان هم ورته سړي نه ښكاري او چارواكي هم په څرګنده دا هرڅه تر خپل يرغل قربانوي.

له بده مرغه چې يرغلګر دومره سخت دريځه او لاروركي خلك دي، چې دغه وياړلى قوم په خپله خاوره كې هم خبرو ته نه پرېږدي، پښتو ته په راډيو ټلويزيون او نورو رسنيو كې حق نه وركوي.

د هغو موټرونو په شا پورې يوه وړوكې لوحه لګول شوې وه، چې د افغانستان پوليسي ځواك ته د مرستې په نوم وركړل شوي دي. پخوا د دغو موټرونو پر لمبرپلېټونو ليكل شوي وو: (پوليس د خلكو خدمتګار)، خو اوس يې ځاى (پوليس خدمتګار مردم) نيولى دى. ښايي ډېر خلك دا يوه وړه خبره وګڼي او دومره ارزښت ورنه كړي، خو پوښتنه ولاړېږي، چې بيا ولې له يوې ملي ژبې څخه دغه دوې جملې په بله ژبه اړول شوې دي، ايا پښتانه دومره حق نه لري چې په خپل هېواد كې له خپلو حقه حقوقو څخه ګټه واخلي؟ حال دا چې وړاندې زياتې لوحې په پښتو وې، له داسې ډېرو خبرو او تاريخي پېښو څخه ښكاري، چې د لږكيو له منځ څخه ځينې افراد او اشخاص د تل لپاره د باندېنيو هېوادونو استازي پاتې شوي دي، د ژبې او نژاد له مخې دغه خلك له ايران، تاجكستان او ځينو نورو هېوادونو سره خپله نژادي او ژبنۍ پالنه كوي. دوى غواړي چې د ځينو هېوادونو يو ډول واكمني پر افغانانو وروتپي.

دغه د ژبې او نژاد پالل يا دغه بخل او منفي چلند، چې نن يې په سيمه كې ايرانيان، تاجكستانيان او نور كسان كوي، ډېره پخوانۍ ريښه لري. دغو خلكو ټول عمر يا ټول ژوند په همدغه ډول نژادپالنه او د ژبې واكمنېدنې تېرى كړى دى. دوى تل هڅه كړې چې خپله ژبه او نژاد تر نورو خلكو لوړ وګڼي او خپور يې كړي. په داسې حال كې چې په پښتو او پښتونولۍ تاريخونه ډك دي، د تاريخ په وروستيو پړاوونو او دورو كې اسلام ضد اشخاصو د عربو اسلام نه مانه، ځكه د عربو اسلام ورته وويل شو، چې همدغو خلكو د عربو اسلام ورته وايه، هغوى ډېرې هلې- ځلې وكړې، چې د عربو د نفوذ مخه ونيسي. خو بيا هم ونه توانېدل. خو دغو نژادپالو او ژبپالونكو بيا له اسلام څخه د ناسمو ګټه پورته كولو لاره چاره خپله كړله. لكه: له يوې خوا په دغه كار بوخت شول، چې څنګه په قران او حديثونو كې لاسوهنه وكړي، له بلې خوا يې هڅه كوله، چې د سيمې پر هېوادونو، خلكو او ژبو يرغل وروړي. د ټوپك په زور يې پر خلكو خپله واكمني، ژبه او ډېر څه په زور ومنل، له بلې خوا يې په خلكو كې يو مذهبي تضاد هم رامنځته كړ، چې نخښې يې هر يو سترګه ور انسان ليدلى شي. يا په لنډ ډول ويلاى شو، چې ځينې خلك له پخوا څخه همدا ناروغي لري، دوى د سيمې ډېر ولسونه كړولي او ځورولي دي.

له بده مرغه له كلونو- كلونو راپه دېخوا د افغانستان رښتيني بچيان (پښتانه) تر دې يرغل لاندې دي، له پېړيو- پېړيو څخه په دېخوا كړول كېږي، ځورول كېږي، سپك كېږي، بيا بيا هڅه كېږي، چې د دوى ژبه زېندۍ شي، د دغې ژبې ټول ارزښتونه مسخه او له منځه لاړ شي، وينو چې اوس دغه هرڅه په عملي ډګر كې ترسره كېږي.

د افغانستان څو كلنې شخړې او دښمنيو دغه ناوړه لوبه لا نوره هم ګرمه كړې ده. ايران، تركيې، تاجكستان او دغسې نورو هېوادونو د خپل سياسي نفوذ د زياتوالي لپاره هلې- ځلې كړي، چې سيمه تر خپلې اغېزې لاندې راولي. دوى هرڅه مسخه كوي، دغه هڅې او هلې- ځلې د جنون تر كچې روانې دي.

همدا وجه ده چې د افغانانو ترمنځ ستونزې لا پسې زياتې شوې دي، د دوى ترمنځ لا نور ډېر درزنونه راغلي، يو له بل څخه ليرېوالى رامنځته شوى، د دوى ترمنځ د ګډ ژوند لارې چارې زيانمنې شوې دي. نو ښه به دا وي چې يرغلګر نور خپل يرغلونه ودروي او افغانان دې پرېږدي، چې يو له بل سره ګډ مينه ناك ژوند وكړي، دوى بايد له پښتو او پښتنو سره خپله بېځايه كينه او دښمني پايته ورسوي. ځكه پښتانه تعصب نه لري، تعصب خو هغه كسان لري، چې پښتانه د هغوى د ژبې، سرلوړۍ او وياړونو له كبله ځوروي. د هغوى تاريخي وياړنې ټيټې ښيي . خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، نړۍ ته د افغانانو تاريخي مېړانې، پت او كلتور څرګند دى، هېڅوك هم دغه سرلوړى ملت نه شي مسخه كولاى. كه مغل هرڅومره هم ټول څيزونه پر بل مخ سره واړوي.

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:20 PM لېږونكى:هوسۍ |
توبه _ توبه د زمانې له لوبو

| عبدالاحمد محمديار، كندهار

 

توبه _ توبه د زمانې له لوبو

 

چا ګل ته وينې وركړې، چـــا سپرلي نه وينې وڅښې

انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى

                                                    ګران

 

 


د زمانې هم عجيبه لوبې دي، يو مهال ډېر سپك او له پامه لوېدلي انسانان دومره وباټوي، دومره يې د درنښت او عظمت مقام ته ورسوي، چې له اسمان سره د خبرو چانس ورته برابر كړي، خو بل مهال بيا همدغه انسانان وي، چې د ټيټې ځمكې سپېره ګردونه يې لا پر خبرو باندې له لوېدلو شرمېږي.

د پورتنۍ مقولې د زبات لپاره به زه هڅه وكړم، چې يوه ښه منطقي بېلګه ومومم. داسې يوه بېلګه چې چا ته د (خو) ځاى په كې پاته نه شي.

فكر كوم، چې ښه بېلګه به يې د افغانستان جهادسالاران!! وي. بس همدا مې ښه بېلګه ترلاسه كړه، ځكه هغه څوك چې پر افغان، افغانستان او افغان ملت باندې ايمان ولري، نو خامخا راسره په يوه خوله كېږي او ښه خبره خو لا دا  چې زه پوره ډاډ لرم چې زموږ د هېواد د مور سپېڅلې  غېږ له دا ډول ايماندارو انسانانو څخه ډكه ده. خود به بې ايمانه څوك هم وي، خو هغوى ډېر لږ دي، چې موږ هېڅ حساب نه شو پرې كولاى.

خبره مې پر جهادي مخكښانو كوله، يو مهال داسې وو، چې دغو پېژندل شويو څېرو د تور توت غوندې ارزښت او نوم هم نه درلود، خو زمانه پرې مهربانه شوله، دوى يې نړۍ ته د نړۍ د اتلانو په نوم وروپېژندل.

د افغانستان په مسلمانه او سپېڅلې غېږ كې د كفر، الحاد، بېدينۍ او فساد تخم د كمونيزم په بڼه وكرل شو، د تره كي، امين، ببرك او نجيب غوندې ملحدو بزګرانو له خوا يې روزنې ته ښه په نره ملاوې وتړل شوې او ورسره سم د سره شوروي الحاد د مخامخ يرغل سور سېلاب پر هېواد رامات شو او په دې ډول سره نو د جهادي مشرانو د بخت ستوري وځلېدل، د جهاد ږغ يې پورته كړ. د اعلى كلمآ الله  لپاره يې پر افغان ملت باندې د دين، ايمان او وطن ساتنې چغې ووهلې، د سترګو په رپ كې د افغان ملت د زړورو زامنو له يو نيم بليون تنو څخه يو نيم مليون ككرۍ بېلې شوې. د افغان هېواد د وجود پر لوېشت- لوېشت باندې د جهاد لمبې وګرځېدې، د افغان جهاد د دې لمبو تاو د ټول كمونيزم تر ككرۍ وخوت، ټولې نړۍ د ارام ساه واخيسته او زمانې هم د دې كار او پيكار د بېسارو وياړونو دروند تاج د جهادي ځلاندو  څېرو پر سر كښېښود. نړۍ چكچكې پرې وكړې، افغانستان ناز په وكړ او افغان ملت په ووياړېد. خو دا مهال زمانې هم خپل مخ بدل كړ.

د ټول افغان ملت د وياړونو هغه دروند او سنګين تاج چې يوازې د يو څو خوارځواكو پر ككرۍ ايښوول شوى و، نو هغوى يې په يوازې سر د درنښت تاب رانه وړاى شواى، د سترګو په رپ كې يې د دوى مغزي مات كړل او ددې ماتېدو كړيچي يې ټولې نړۍ واورېده، تاج پر ځمكه راولوېد، تاج ټوټې ټوټې شو، تاج په خاورو ولړل شو او تاج ختم شو.

د زمانې د قهر او غضب مخ، د هغې د رحم او كرم په پرتله ډېر كرغېړن و، دا ځكه چې د افغان ملت د جهادي رهبرانو له عيش و نوش، مېلو او چړچو، هوسايي او ارام سره افغان ملت هوسا او ارام نه شو، خو د هغوى له ذلت او خوارۍ سره ټول ملت ذليل او خوار شو.

دلته په كيسه كې كيسه راياده شوه، څه موده وړاندې مې يوه شپه د كابل ټلويزيون پر پرده باندې د لويې جرګې د تاريخي بهير ننداره كوله، په دې بهير كې مې د شهيد سردار محمد داوْد خان هغه وينا هم واورېده، چې د اساسي قانون د تصويب پرمهال يې لويې جرګې ته په پښتو ژبه اوروله. د ببرك او نجيب د لويو جرګو خبرې مې هم تر غوږ شوې.

د شوراى اهل حل و عقد په تالار كې مې د پوهاند برهان الدين رباني او پوهاند عبدالرب رسول سياف څېرې هم وليدلې، د بېړنۍ لويې جرګې او بيا د نوي اساسي قانون د تصويب د لويې جرګې څنډې مې هم تر سترګو شوې او دلته مې د ښاغلي حامد كرزي د هوښيارۍ او ځراكت پر بگنسټ يوه خورا هېښوونكې وينا هم واورېدله.

خو په دې ټولو كې زما لپاره په شوراى اهل حل و عقد كې د پوهاند سياف صاحب وينا ډېره په زړه پورې وه، دا ځكه چې پوهاند سياف صاحب دلته خورا صادقانه او په رښتيني اواز ږغېږي، پر رښتيا خو يې ځكه زما ټينګ باور وشو،  چې پوهاند صاحب دا وينا نژدې يوولس كاله وړاندې اورولې وه او هغه تيوري چې ده هغه مهال فرمايلې وه، نو د دغو يوولسو كلونو په ترڅ كې يې په پراتيك او عمل كې موږ ته راښوولې وه، ځكه نو نه يوازې ما ته بلكې باور لرم، چې هر چا ته به شك و شبهه نه په كې پيدا كېده. بده به نه وي، كه د ده د عجيبي او غريبې تيورۍ په يو څو فقرو د كاغذ څنډه توره كړم.

پوهاند صاحب وفرمايل:

”موږ بايد د كفر او الحاد د ماڼيو پر سر بله ودانۍ ونه دروو، زموږ بايد كلنګ او بېلچه په لاس كې وي، اول بايد دغه د كفر ماڼۍ له بېخه ړنګې كړو، بلډوزر پرې تېر كړو او بيا له سره يوه نوې د اسلام مدينه جوړه  كړو. موږ دا ماڼۍ ډېرې نړولې دي، خو ځاى ځاى لا هم دانه مانه ولاړه ده، بايد هغه هم له بېخه وباسو“.

رښتيا هم، دا هغه مهال و،  چې دغو د كفر او الحاد نه پخلا كېدونكو دښمنانو او جهادي سرغنه  ګانو په ګډه د كفر ماڼۍ (كابل) له بېخه ايستلو ته لاس وراچولى و او لا يې د ټول كابل سټه نه وه ايستلې، ځكه يې په شوراى اهل حل و عقد كې د دين له مخكښو ستنو سره د ټول كابل د نړولو عقد كاوه، ددوى يوې بلې عجيبې غلطي ته هم پام و، هغه دا چې د كابل ټول مسجدونه قبلې ته سيده نه دي جوړ شوي، دا هم بايد د كفر د ماڼيو په څېر وران او بيا پر اسلامي طريقه سم له سره ودان شي او د دغې تيورۍ له مخې نو شاعر ګرم ګڼلاى شو، چې ژړل يې:

څوك مې ورانوي دا د زړګي جومات

وايي چــې قبلې تــــه برابــر نـه دى

ښايي ځينې باريك بين څېړونكي ګوتڅنډنه راته وكړي، چې ياره تا خو مخكې وويل چې زه د پوهاند صاحب پر رښتينې تيورۍ ځكه باور لرم، چې ده او د ده انډيوالانو په عمل كې پلې كړه، خو موږ وينو چې د كابل ځينې جوماتونه او دانه مانه د كفر ماڼۍ لا د پخوا غوندې پرخپل حال پاته ده او نه ده سركول شوې.

زه به په ډېر عجز سره دا ومنم، خو خپل تېر باور به له لاسه ورنه كړم او د خپلو جهادي شخصيتونو پر قول به هېڅكله د شك ګناه ونه كړم، هغه په دې دليل چې دوى خو په خپل ټول توان دا سخت كار كاوه، خو د د وى بدمرغي دا وه، چې يو وار يې پرون پاكستان د طالبانو په نامه پردي تروريستان او د پرديو غلامان مخې ته ودرول او د دوى د جهادي مبازرې خنډ شول، د دوى جهادي ولولې يې سختې وځپلې، له كابله يې تېښتې ته اړ ايستل، خو د دوى دې بيا هم د مور شيدې شي، غرونو ته يې پناه يووړه، د غرونو په غارونو ننوتل، د سالنګ تونل يې په ځانونو پسې والوزاوه، لوى پلونه او لويې لارې يې له بېخې وايستې او د خپلې جهادي مبارزې مزى يې له لاسه خطا نه كړ.

نن چې يې بيا د طالب بلا له مخې ليرې شوې ده، نو د امريكا كفري ځواك يې مخته خنډ دى. تاسې فكر وكړئ چې كفر كله غواړي چې كفري ماڼۍ دې ونړېږي، ځكه خو نو پوهاند سياف او ده غوندې نور جهادي اتلان اړ دي، چې خپل كلنګونه او بېلچې په پسخانو كې پټې كړي. هلته بيا عامو خلكو ته ښه پلمه په لاس ورغلې ده، په دې كفري اټموسفير كې نوې ودانۍ جوړوي، چې دا هم كه سبا موږ وغواړو چې يو سوچه اسلامي هېواد دې ولرو، نو زموږ د اسلامي سټو له تيورۍ سره سر نه خوري او په لوى لاس دوى ته كار ډېرېږي.

له بلې خوا داسې ښكاري لكه چې دا زموږ ملت هم يو څه بېعقل شوى دى، ځكه كه دغه جهادي مشران هرڅه تر غاښ لاندې په كنايې او اشارو د امريكايي كفر په وړاندې د جهاد بلنه وركوي، نو ملت يې نه اوري او نه په پوهېږي.

سياف صاحب خواركى خو څو وارې خپلې غاړې خلاصې كړې دي؛ يو ځل يې د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه كې سم دم وويل چې (قاعدهْ ازى ملت، جهاد است) بيا يې د لويې جرګې د استازو د تشويق لپاره پسې زياته كړه: ”در اى جرګه نود و پنج فيصد نفر، نماينداى مجاهدين استند“ خو چا يې په خوله پياز هم ميده نه كړ.

څه مهال وړاندې يې د احمدشاه مسعود د تلين پر مهال وويل:

”جهاد تر قيامته ادامه لري، خداىY دې دا وطن بې مجاهدينو كوي نه، خداىY دې دا ملت بې جهاده كوي نه، دا خو د جهاد بركت و، چې نن موږ د عزت او ابرو ژوند لرو.“

ښايي ده ته ځان د امريكايي الحاد تر سيوري لاندې عزتمن ونه اېسي، خو مخامخ څوك غله ته غل نه وايي. نو ده خو مخامخ د امريكايانو خلاف د جهاد اعلان نه شواى كولاى، ځكه چې د ځان ساتنه خو هم فرض ده. د خلكو لپاره بايد همدا اشاره بس واى، چې تاسې دې خداىY بې جهاده كوي نه، مانا د امريكايانو خلاف جهاد پيل كړي، چې بيا نو لكه تېر لس كاله داسې عزتمن ژوند ولري. خو داسې ښكاري لكه چې دا ملت كوڼ شوى وي، نه د دوى پر فتواوو غوږ نيسي او نه پر پېرزوينو.

هغه د جهاد قهرمانان چې پرون يې د نامه له ياد سره د كريملين ستنې لړزېدلې، خو نن يې پر تيوريو، مقولو، وعظونو، نصيحتونو، زرينو ارشاداتو او... باندې خپل خلك ريشخند وهي، پرې خاندي، تر ټولو بده يې لا دا چې جنګي جنايتكاران يې ګڼيÄ

 

توبه، توبه د زمانې له لوبو!

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:16 PM لېږونكى:هوسۍ |

مطيع الله عليخېل، قلعهْ سيف الله

 

وخت تېرېږي

 

په دنيا كې د هرڅه لپاره د وخت ضرورت دى، كه هرڅه كېږي، د هغه لپاره هم. كه انسان دى، كه څاروى، وخت ورباندې خپل كار كوي. په نړۍ كې د هرڅه لپاره تر ټولو ضروري څيز وخت دى، ځكه چې وخت روان دى. بايد د وخت قدر او درنښت وشي، خو كه څوك د وخت قدر نه كوي، هغه ناپوه دى، پر هغه خپل ځان او ژوند نه دى ګران، بايد د وخت د هرې دقيقې او ثانيې قدر وشي.

څاڅكى- څاڅكى راټولېږي او سمندر ترې جوړېږي، له ثانيو څخه دقيقې او بيا ساعتونه جوړېږي. بيا له دغو كوچنيو دقيقو او ساعتونو څخه ورځې او بيا له ورځو څخه مياشتې جوړېږي.

لنډه دا چې موږ بايد فكر وكړو، چې وخت هېڅ بېځايه ضايع نه كړو. ډېر داسې خلك شته، چې د وخت پر تېرېدو حيران دي، موږ بايد داسې خلك نه شو، چې د وخت پر تېرېدو يوازې حيراني وښيو. بايد له وخت څخه په استفادې سره د ځان او نورو ملګرو په درد وخورو. ځكه يو پښتو متل هم دى چې، تر بېځايه ناستې د دښمن كار هم ښه دى. هسې خو د انسان ژوند لنډ او مختصر دى، بيا هم هوښيار انسانان په خپل ژوند كې ډېر زيار باسي او د خپل كار پر وخت كار كوي. هغه كسان بريمن او كامياب دي، چې د وخت قدر ورته معلوم وي. د يوه پوه خبره ده: وخت هغه هوښيار او زورور مرغه دى، چې كه د مخ له خوا يې د نيولو كوښښ وكړې كولاى شې، خو كه هڅه وكړې چې د شا له خوا يې ترلاسه كړې، دا به ناشونى كار وي. موږ بايد د خپل سبا لپاره هم سوچ وكړو، چې كوم كارونه په كې ترسره كړو.

داسې ماشومان هم شته چې وايي ښوونځي ته تلل ګران كار دى، زه يې نه شم لوستلاى او يا داسې نور... خو كله چې بيا لويان شي، نو پښېماني څرګندوي. دوى كه هرڅومره زيار هم وباسي، نه شي كولاى خپل تېر وخت بيا تر ګوتو كړي. خو دوى ته د دوى پښېماني هم كومه ګټه نه رسوي. كه چېرې دغو ماشومانو د وخت قدر كولاى، وخت به هم د دوى قدر كولاى. موږ ځوانان او ماشومان بايد د خپل وخت درناوى وكړو. خپلو ښوونځيو ته لاړ شو، ښه درس ووايو او وخت په بېځايه شيانو تېر نه كړو. موږ د دغه هېواد شتمني يو، بايد چې خپل وخت د خپل هېواد په بيارغونه او د ملت په مرسته كې تېر كړو. ځواني هم تېرېږي، هېڅوك په سپين ږيرتابه كې تاسو ته دا نه وايي، چې افرين ښه ځواني مو تېره كړې ده، بلكې خلك به ستاسو پوهې او عمل ته ګوري، كه چېرې مو په ځوانۍ او ماشومتوب كې د وخت قدر كړى و، خلك به مو هم هغه وخت قدر كوي. بايد له ځانه داسې كسان جوړ كړو، چې راتلونكى وخت ښه راغلاست راته ووايي، داسې كسان دې نه جوړېږو چې راروان نسل او خلك مو په بد نامه ياد كړي.

| | |


سيد محمد ځواكمل، كندهار

نن د كور غل، سبا د بيابان غل

په پخوا زمانو كې يو سړى و، چې دوې لوڼې يې لرلې. دې شتمن سړي ته خداى زوى نه و وركړى. سړي او مېرمن يې غوښتل چې د زوى خاوندان دې شي. دوى دمونه وكړل، تاويزونه يې پرغاړه راوځړول، له بېوزلو او نېستمنو خلكو سره يې مرسته وكړه، د خداى دربار ته يې وژړل، پروردګار هم د دوى غوښتنه ومنله او دوى د يوه زوى څښتنان شول.

سړي د زوى په زېږېدلو يوه اوونۍ جشن جوړ كړ، سازونه او ګډاوې يې وكړې او خلكو ته يې د خپل زوى د راتلونكي ښه ژوند په هيله د مرستې لاس وركړ. ښځې او خاوند پر خپل زوى د ظريف نوم كښېښود. درې كاله تېر شول او ظريف اوس لوى شوى و. پر هغوى باندې خپل زوى ډېر ګران و. ظريف په وړكتوب كې شيرينۍ غلا كولې او په پټه به يې خوړلې. خو كله چې به يې د مور و پلار ورته پام شو، نو هغه ته به يې هېڅ هم نه ويل او د ظريف په دې كار به يې خندل او خوند به يې ورځنې اخيست.

كله چې ظريف يو څه غټ شو، نو د خپلو ګاونډيانو د چرګانو د هګيو په پټولو يې پيل وكړ. د هغه په دې كار يې مور و پلار خبر وو، خو هغوى به د ظريف له غلا څخه خوند اخيست او هېڅ به يې نه ورته ويل.

يوه ورځ چې ظريف د خپل ګاونډي د چرګو هګۍ پټولې، نو د ګاونډي ښځې وليد، هغې د ظريف مور ته د هغې د زوى شكايت وكړ، خو د ظريف پر مور د ګاونډۍ ښځې دا خبره بده ولګېده او له هغې سره يې د خپل زوى په پلوي جګړه وكړه. ظريف پوهېده، چې موركۍ د ده د هګيو په غلا خبره ده، خو بيا يې هم د هغه پلوي وكړه، ځكه يې نور هم د غلا په كار كې زړورتيا پيدا كړه او نور يې نو بې وېرې غلا كوله. څه موده وروسته ظريف په يوه ښوونځي كې د زده كړې لپاره شامل شو.

ظريف به له خپلو ټولو ټولګيوالو څخه كتاب، كتابچه او قلمونه پټول. اخر په ټول ښوونځي كې په غله سره وپېژندل شو. يوه ورځ يې د خپل ښوونكي ګړۍ (ساعت) غلا كړ او كله چې د هغه دا كار رسوا شو، نو ښوونكو سره وويل چې ظريف غل دى او له ښوونځي څخه بايد وشړل شي، هماغه وو، چې له ښوونځي څخه يې وشاړه.

مور و پلار به يې ويل: دا خلك څومره بخيل او بدمرغ دي، زموږ پر يوازېني زوى يې دا نه لورېږي، چې زده كړه وكړي او سبق ووايي. ظريف د پخوا په څېر په ناز او نعمت كې ژوند كاوه، پلار و مور چې به هم كله په غلا وليد، نو د هغه عمل ته به يې په بې پروايۍ سره كتل. د خداى كارونه وو، څه موده وروسته د ظريف پلار د يوې ناروغۍ له امله په حق ورسېد. اوس نو ظريف د كورنۍ مشر شو، په لږ وخت كې يې له پلار څخه ورپاتې دنيا او شته په مزو چړچو مصرف كړل. له بدو خلكو سره يې اشنايي پيدا كړه. هغه اوس په قمار او چرسو هم روږدى شو. په شپو او ورځو به له كور څخه ورك و. له غلو او داړه مارانو سره د ملګرتوب له كبله، ظريف په ټول ښار كې په پاخه غله باندې مشهور شو. په ظريف پسې به حكومتي سرتېري هم ګرځېدل، چې ويې نيسي.

يوه ورځ د ښار د يوه شتمن سړي كور ته د غلا په نيت ورواوښت، د خان شته يې لوټ او زوى يې ور وواژه. دغه كس په سهار وختي حكومت ته ورغى او د خپل زوى قاتل او د شتمنيو لوټوونكى يې ظريف او د هغه ملګري وښوول. پوليس او د ښار خلك د ظريف او د هغه د ملګرو د نيولو په هڅه كې شول. يوه شپه يې د هغوى د ناستې ځاى محاصره كړ. حكومتي سرتېرو د ظريف په ګډون د غلو ټوله ډله ونيوله. د محاكمې په ورځ له ظريف څخه ډېرې پوښتنې وشوې، د هغه د غلا او وژنو په هكله شاهدان تېر شول، خو ظريف پټه خوله و او هېڅ يې هم نه ويل. محاكمې د ظريف ملګري په لس- لس كاله بند او په خپله ده ته يې د پانسۍ سزا واوروله.

پرويگز جان، غزنى

د اعدام ورځ وټاكل شوه، جارچيانو په ښار كې جار وواهه، چې خلك دې د ظريف د پانسۍ كولو سيل ته ورشي. د اعدام ساعت راورسېد، ظريف يې لاس تړلى راوست، قاضي هغه ته وويل چې خپله وروستۍ غوښتنه دې ووايي. ظريف وويل: د ژوند په وروستيو شېبو كې غواړم چې يو ځل خپله مور ووينم. د ده خبره ومنل شوه. د ظريف مور يې راوسته، د ظريف له لاسونو يې كړۍ خلاصې كړې، چې له مور څخه وروستۍ خداى پاماني واخلي.

ظريف له خپلې مور څخه وغوښتل چې خپله ژبه دې راوباسي، چې ښكل يې كړي. مور يې په ژړا خپله ژبه راوايستله، خو ظريف د خپلې مور پر ژبه خپل غاښونه ټينګ كړل او ژبه يې ځنې پرې كړه. مور يې بېسده شوه، تر ظريف عسكر راتاو شول، هغه يې پورې واهه او لاسونو ته يې كړۍ واچولې. خلكو ورته وويل چې دا دې څه وكړل؟ د خپلې مور ژبه دې ولې غوڅه كړه؟

ظريف په ژړا شو او ويې ويل: دا هغه ژبه ده، چې ما ته يې د غلا چلونه راښوول. دا هغه ژبه ده، چې كله به ما غلا كوله، نو دې به د نصيحت پرځاى د ناز خبرې راته كولې، كه مې چېرې مور په وړكتوب كې له غلا څخه منع كړى واى، نو نن به له ما څخه دومره لوى غل نه جوړېده. زه به ولې پانسي كېدم؟ دې ژبې ما ته هېڅكله هم له بدو كارونو څخه د ځانساتنې خبرې نه دي كړي. دې ژبې يوازې بدمرغي رازده كړې ده. داسې ژبې بايد غوڅې شي، كه داسې ونه شي، نو ډېر ځوانان به زما غوندې د دار خولې ته سيخ شي. همدا ژبه وه، چې د بورې له غلا كولو څخه يې  د مرګ خولې ته وركش كړم. كله چې د ظريف خبرې بشپړې شوې، نو د قاضي په امر د هغه غاړې ته رسۍ ولوېده او په لنډ وخت كې يې پور پرې كړ.

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:15 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ملت پر مات زړه د ټوپكوالو لوبې

| مير عالم ستانكزى، ننګرهار

 

د ملت پر مات زړه د ټوپكوالو لوبې


 

رښتيايې ويلي دي هغه چا ته يې زور وكړى، چې ظلم يې ونه كړ او چا ته يې زر وركړى، چې سود يې ونه كړ.  يو وخت خو د زور او زرو خبره په افغانستان كې خپل اوج ته رسېدلې وه، په كلي او ولس كې به چې چا پر پوله يا پټي سره شخړه وكړه، نو حكومت يا محكمه نه وه، چې د دوى ترمنځ دې سمه پرېكړه وكړي، ځكه چې د دوى ترمنځ به قوماندانانو او ټوپكوالو پرېكړه يا روغه جوړه كوله.

هغه مهال خو د اخ و ډب كلونه وو، په ځانګړې توګه په اويايمه لسيزه كې، چې هر چا به هڅه كوله له كوم قوماندان څخه ټوپك ترلاسه كړي او د هغو چرسيانو ملګري شي، چې په وسله چلونه او ترور كې به اتلان وو. دغو كسانو به كوښښ كاوه چې پر خپل مقابل لوري باندې سياسي او نظامي حاكميت پيدا كړي او دا شخړې يا اله ګوله يې په ګټه تمامه شي. خو له بده مرغه چې مقابل لوري به هم هڅه كوله خپله واكمني ټينګه وساتي، په دې منځ كې ولس په وينو ولړل شو، ځوانان يې شهيدان شول او ترور شول. د دې پرځاى چې د دغو سياسي ډلو ترمنځ شخړې له منځه لاړې شي او د سولې لارې چارې برابرې شي، د هرې ورځې په تېرېدو سره به قوماندانانو د سولې او روغې جوړې پرځاى د يو بل په وړاندې ډغرې وهلې.

اخر دا شخړه د ټوپك په جګړه واوښته، دوى به سره اخته شول، خو دعوه به يې په مياشتو مياشتو هم نه تمامېده. دغه سياسي لوبې او شخړې د عامو وګړو كورني ژوند ته هم دننه شوې او د خلكو ترمنځ يې خپلمنځي دښمنۍ هم وزېږولې او دوى ته يې ځمكه هم سره كړه. د بېلګې په توګه به د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ ياده كړو، هلته د ككړك په سيمه كې د دوو كورنيو ترمنځ شخړه پېښه شوه، چې يوه كورنۍ يې د فضل الرحمان او بله يې د شريف خان وه، دوى د توتانو د ونو پر سر- سره شخړه وكړه، هر لوري به دغه ونې خپل حق ګاڼه، دا شخړه په دې تمامه شوه، چې د شريف خان په كې درې ځوان زامن ووژل شول، چې اوس دواړې كورنۍ له خپل ټاټوبي څخه فراره شوې دي. لامل يې د ټوپك زور و. موږ مخكې وويل چې پرېكړه به د قوماندانانو او ټوپكوالو له خوا كېده، همدغه بدمرغي وه چې په هغو كلونو كې دا وړ ستونزې زياتې شوې او پسې زياتېدې.

 له بده مرغه چې اوس مهال هم همدا بهير روان دى. په ولايتونو كې د ټوپكواكۍ او قوماندانسالارۍ واكمني ده. كه نن سبا عام وګړي هرڅومره چغې وهي، چې ظلم روان دى، ناانصافي كېږي، خو په چا يې منې.

پوښتنه دا ده چې كه د ټوپك زور په زرو بدل شي، نو بې ټوپكه زرلرونكو ته به د كار زمينه برابره شي؟ څوك به يې ساتنه كوي؟ ځكه نن چې د دولت كومې عايداتي سرچينې دي، لكه: د ښاروالۍ، د بندرونو ټېكې، د موټرونو او اډو ټېكې دغه ټوله پانګه د دې پرځاى چې د دولت پانګې ته ورشي، د ټوپك په زور د يوه كس په جېب كې په زرو بدلېږي. لكه اوس مهال كه څوك ووايي زه خپل كور، ځمكه او موټر پلورم، نو د ټوپك زور يې رانيسي، كه له دغو زرلرونكو څخه پوښتنه وشي چې: تا دغه زر د ملت په جايدادونو پيدا كړي، كه د ملت په وينو؟ خو هېڅوك نه شته چې دا پوښتنه دې وكړي. د بېلګې په توګه د لويې اضطراري او د اساسي قانون د تصويب لويې جرګې لپاره له كليو څخه استازي ټاكل كېدل، كه يوه پوه او هوښيار سړي به ويل چې زه ځان ټاكم، ټوپكوالو به هغه د ټاكنې لپاره نه پرېښوده، د هغه پر ځاى به يو ناپوه، نااهله او بې سليقې كس ټاكل كېده. لامل يې دا و، چې دغو زورواكو هم زور درلود، هم زر. د زرو پرځاى يې خلكو ته ډالر وركول، چې خلك ورته رايه وركړي او د زور په توګه به يې له خپل ټوپك څخه كار اخيست.

اخر دا خلك به تر كومه د ټوپك زور وزغمي؟ ځكه چې د ځايي خلكو حق د نورو ځايونو د خلكو له خوا تر پښو لاندې شوى، ځايي خلك په خپلو سيمو كې د ژوند حق نه لري. د ساري په توګه د ننګرهـار ولايت ځينې داسې اوسمهالي چارواكي هم شته، چې هنرمندان يې هم په خپلو سندرو كې يادوي، دوى دولتي ځايونه خپل شخصي ملكيت ګڼي، خو له بده مرغه چې څوك يې تر څنګ هم نه شي تېرېدى. د دغه ولايت اكثريت نظامي چارواكي بدچلنده، بې نظمه او په خپل كار كې د كمې تجربې او سليقې خاوندان دي. په كليو كې هماغه غلا، زورچلونه او ټوپكواكي واكمنه ده.

 په دې وروستيو كې چې جلال اباد ښار د غوچكو په سيمه كې ځينو قوماندانانو په دولتي ځايونو كې كورونه ودان كړي وو، خو ډېر وروسته د ننګرهار ولايت د والي په پام دغه كورونه وران شول. هغه چا چې د دغو كورونو د نړولو دنده ورسپارل شوې وه، هغوى هم د ټوپك او زور له ګواښ سره مخ شول. همدا شان نور نور ظلمونه هم شوي دي او كېږي، كه څوك د وسلوالو خبرو ته په خبرو هم ځواب وركړي، خو دوى يې په قنداغونو وهي، سپكوي يې او كلك يې غندي. ايا ملي پوليس همداسې وي؟

كه چا د كوم چارواكي تر موټر خپل موټر مخكې كړ، نو سم له لاسه وسلوال كسان راكوزېږي او دغه كس په وهلو ټكولو د مرګ تر كومې رسوي. نو دغو ظلمونو، دغه قوماندانان دومره مشهور كړي او ستر نوم يې وركړى، چې د جلال اباد ښاريانو چې كله ماشومان وژاړي يا شوخي وكړي، نو ميندې ورته وايي: ”غلى شه، قوماندان (پلانكى) راغى...“

هر قوماندان د خپل ځان لپاره ښه كور رانيسي، شپه و ورځ برېښنا لري او ټول امكانات ورته برابر دي، حال دا چې عام ولس اوس هم د كندهار په ژېړي دښته، د كندوز په ليرېو پرتو ولسواليو او نورو ځايونو كې تر خيمو لاندې شپې سبا كوي، يا هم په ورانو كنډوالو كې ستونزمن ژوند لري، دوى له خپلو كورونو څخه شړل شوي او د قوم، ژبې، سيمې او توكم له مخې ورسره زياتى شوى دى. ايا دوى د دې ملت خلك نه دي؟

هغه ځايونه چې د همدغو قوماندانانو په خپلمنځي جګړو كې وران شوي، د چا له خوا جوړېږي؟ څوك به د يتيم اوښكې پاكوي؟ څوك به مظلوم د ظالم له منګولو خلاصوي؟

ښاغلى ولسمشر خو په ټلويزيون يا راډيو كې نارې وهي چې: ”زه داسې يو افغانستان غواړم چې هر كلى يې سړك، برېگښنا او.. ولري“، خو د ده د حكومت داسې چارواكي شته، چې د اروپا په سويه عالي ژوند لري، اعلى موټرونه يې تر پښو لاندې دي او هغه د چا خبره پاخه سړكونه يې د كورونو تر دروازو پورې رسېدلي، ايا دا ټولې اسانتياوې بايد يوازې د قوماندانانو لپاره وي؟ دا هرڅه بايد تر دوى قربان شي؟

نړۍ له كمپيوټر سره ډغرې وهي، خو زموږ چارواكي په كاغذ كې د خپل لاسليك ځاى نه پېژني. يوازې د ټوپك زور چلېږي او بس!

يو چا كيسه كوله، چې د ننګرهار ولايت د كرنې رئيس څلور مياشتې د خپل دفتر له كارونو څخه خبر نه و، په همدې رياست كې دوو مرستيالانو كار كا وه، يوه ويل: ما مخكې امر راوړى، خو بل به ويل چې نه، ما تر تا مخكې امر راوړى دى، له دې كبله زه د رياست مرستيال يم. خو كله چې لامل څرګند شو، د مركز امر د والي له خوا نه و منل شوى.

دغه دى زموږ د دولت اداري سيسټم! دا يوازې ننګرهار نه دى چې ددغې بې نظمۍ ښكار دى، په هر ولايت او هره سيمه كې همدا حال دى. په ادارو كې د بډو (رشوت) اخيستل خو پرځاى پرېږده. زيات چارواكي خو په اوونيو اوونيو نه پيدا كېږي، چې ګورې يې دوى په خپلو مېلمستياوو كې بوخت وي او له چا سره د خبرو وخت هم نه لري، خو كه عملي كار يې پلټې، ځانته كار يې هم د يادولو وړ نه وي. داسې ويل كېږي چې د ننګرهار ولايت څو تنه چارواكي، د وسلوالو كسانو په بدرګه د چارتراشو لارۍ د افغانستان له پولو څخه پاكستان ته اړوي او پر هرې لارۍ يو لك كلدارې اخيستل كېږي. د دې پرځاى چې عوايد يې د ګمرك له لارې دولتي بودجې ته راشي، نو د څو محدودو او شمېرلو كسانو جېبونو ته ورځي او هغوى خپل وسلوال كسان پرې ساتي.

په هره اداره كې غيرمسلكي كسان ټاكل شوي، چې ستره موخه يې د خپلو بوجيو او جېبونو ډكول دي، نه د دولت او ملت لپاره كار. ځكه چې د قوماندانانو ترمنځ د كورونو رانيولو سيالي روانه ده او دا سيالي د ملت په پيسو كېږي.

د افغانستان حكومت له جاپان هېواد څخه مرسته غوښتې وه، هغوى ويلي وو: افغانستان زموږ ټول ارزښتمن توكي رانيسي، له دې كبله يې له مرستې څخه ډډه كړې وه. خو جاپان خبر نه دى، چې دا هغه خلك دي چې د ټوپك په زور يې زر ترلاسه كړى دى. دا چې ولې مو اداري سيسټم وړاندې نه ځي او پراختيا نه مومي، لامل يې دا دى چې د هرې ورځې په تېرېدو سره مو علمي كادرونه بهرنيو انجوګانو ته مراجعه كوي. دولت بايد د دې كار د مخنيوي لپاره تصميم ونيسي. دوى وايي چې موږ خلكو ته كار وركړى، خو په زرګونو كسان هر سهار په څلورلارو كې د كار لپاره ولاړ وي، چې كار نه ورته پيدا كېږي. اوس د مسلكي كسانو ځايونه د غيرمسلكي كسانو او ټوپكوالو له خوا نيول شوي دي.

هېواد په دې نه ودانېږي چې د ملت ملي عوايد دې د قوماندانانو او شمېرلو كسانو جېبونو ته وښويېږي. په كار ده چې د چارواكو لپاره امكانات محدود شي، هغوى ته دې د وركړل شويو بودجو او پانګو ارزونه وشي، چې په دغو مليونونو ډالرو څه كېږي؟ تر اوسه پورې يو ولايت خو پرېږده، يوازې كابل ښار له برېښنا څخه برخمن نه شو، نورو وروسته پاتو كليو ته به څه وشي. قوماندانانو خو د خپلو كورنيو ټول وګړي په نس ماړه او بډاى كړل. دا ملت به خپل مات زړه په چا رغوي؟ څوك به يې پر زړه د خواخوږۍ پټۍ ږدي؟

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:14 PM لېږونكى:هوسۍ |
ارسطو؛ هغه فيلسوف چې د څارګرۍ (جاسوسۍ) تور پرې ولګېد

ليكنه : هنري توماس او دانالي توماس

ژباړه         : نصير احمد احمدي، كابل

 

ارسطو؛ هغه فيلسوف چې د څارګرۍ (جاسوسۍ) تور پرې ولګېد

(322_384 تر ميلاد مخكې)


 يونان په درېيو پرله پسې نسلونو كې درې نامتو فيلسوفان: سقراط، اپلاتون او ارسطو نړۍ ته وړاندې كړل. دا فيلسوفيان دهمغه مهال د واكمنانو له خوا تر سختو كړاوونو او ستونزو لاندې راغلل.

ايشل، د لرغوني يونان ستر شاعر ليكي:

”دا ښوونكي دي، چې درد او رنځ ويني، نه زده كوونكي“.

(2)

ارسطو تر ميلاد 322 كاله وړاندې د لرغوني يونان په يوه مستعمره كې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. دا ښار استاليرا نومېده، د اتن شمال لوري ته په 200 كيلومترۍ كې پروت و. خو نوموړي د خپل وړكتوب ډېره موده د مقدونيه په پلازمېنه د پلا په ښار كې تېره كړه. پلار يې د امتياس په دربار كې طبيب او فليپ يې د وړكتوب ملګرى و.

فليپ د ځانغوښتنې، ځان ستاينې او د هرځايي هلكانو خويونه لرل. په وجود كې يې د هغو ځناورو ځانګړتياوو ځاى نيولى و، چې هغه مهال يې د مقدونيه په ځنګلونو كې ژوند كاوه.

ارسطو، په دې هيله چې راتلونكى ژوند يې له ستونزو او كړاوونو څخه خوندي وي، زده كړل چې څنګه پر خپل نفس واكمن واوسي.

هغه په خپل ژوند كې ډېر داسې وګړي ليدلي وو، چې په كوڅو او سړكونو كې د خپلمنځيو شخړو قرباني شوي وو. د ارسطو په وينا: ”پر ځان باور او پر نفس غلبه د بري لومړنى شرط او د عمر اوږدېدل دي“. دا د ارسطو باور او په ژوند كې د هغه شعار و.

د ارسطو فلسفه، د يونان د لرغوني تاريخ په يوه توپاني بهير كې په پښو ودرېده. دا داسې يو دوران و، چې د وينو د بهېدلو وېره ورسره تړلې وه.

اوس به راشو د ارسطو ژوند ته:

ارسطو، په اتلس كلنۍ كې مقدونيه پرېښوده. نوموړى د اتن په اكاډمۍ كې په زده كړه بوخت شو. په دې ځاى كې يې له خپل استاد (سقراط) سره وپېژندل. په لنډه موده كې زاړه استاد او ځوان زده كوونكي مينه سره پيدا كړه. په دې توګه هغوى نړۍ په خپل حال پرېښوده، پوهنيزو او فلسفي تودو بحثونو ته يې مخه كړه. اپلاتون د ژوند په څپانده سمندر كې د لامبو وهلو لپاره زوړ و، خو ارسطو ځوان. هغه په اكاډمۍ كې ډېر كلونه زده كړه وكړه. د استاد په مړينه زده كوونكي ته ځان بېكسه اويوازې واېسېد.

له فليپ سره پر ملګرتوب ، چې هغه مهال د اتن پاچا و، ډېر كړېده. ځكه هغه مهال دغه مغرور واكمن، د يونان د ښارونو خپلواكي له ګواښ سره مخ كړې وه. ارسطو ته د دې حالت زغمل ګرانه خبره وه. ځكه پرته له دې چې د اوسېدو لپاره كوم ځاى ولري اړ شو چې اتن پرېږدي. هغه مهال كورنيو جګړو د استاګيرا ښار چې ده خاپوړې په كې كړې وې، په خاورو او ايرو بدل كړى و، ځكه نو ارسطو د يوه هوښيار او مدبر انسان د موندلو په لټه كې شو.

د هغه هيله ترسره شوه. ارسطو خپل يو پخوانى ټولګيوال ادمياس وموند. ادمياس دا مهال په كوچنۍ اسيا كې د يوه وړكوټي ښار حاكم و. ځكه د هغه دربار ته ورغى. ادمياس هم خپل پخوانى ملګرى په پراخه ټنډه ومانه. تر دې چې خپله خور يې له ډېر جهيز سره د هغه په نوم كړه. د ارسطو درې كاله رښتينې او فلسفي مينه په ارامۍ سره تېره شوه.

خو ډېر ژر حالات بدل شول. فليپ ته د خپل وړكتوب ملګرى ورپه زړه شو. پاچا د ارسطو د روښانه ژوند په اړه ډېر څه اورېدلي وو، ځكه يې دوړكتوب ملګرى د خپل سركش او وحشي زوى (اسكندر) لپاره غوره استاد وګاڼه. فليپ له ارسطو څخه وغوښتل چې د زوى پالنه او روزنه يې پرغاړه واخلي او ارسطو هم د فليپ غوښتنې ته مثبت ځواب وركړ.

(3)

مقدونيې ته د ارسطو دويم ځل ورتګ تر لومړي ځل توپاني و. ځكه فليپ د خپلې امپراتورۍ پر اداره واكمن، خو د خپلې كورنۍ په اداره كې پاتې راغلى و. د نوموړي مېرمن ملكه ”اولمپياس“، يوه لېونۍ ښځه وه. دې به د خپل خاوند د ازارولو لپاره ويل چې زوى يې اسكندر له فليپ څخه نه دى، بلكې اسكندر په هغو خدايانو پورې اړه لري، چې دې ناروا اړيكي ورسره لرل. دا خبره د ديارلس كلن اسكندر زړه ته هم لوېدلې وه،  ځكه يې ځان د خدايانو له نسله ګاڼه او پلار، مور ته يې د غلامانو په سترګه كتل. خو د خپل ښوونكي (ارسطو) يې درناوى كاوه. ارسطو، اړ و چې په وار وار سره ددې بدمرغې كورنۍ د ستونزو په اوارولو كې قضاوت وكړي. وايي چې په يوه مېلمستيا كې چې پلار او زوى د شرابو په نشه مست وو، فليپ پر خپل زوى، چې دهغه سپكاوى يې كړى و، يرغل ور وړ. هغه له ډېره كاوړه (غوسې) د خپل ځان انډول له لاسه وركړ او پر ځمكه پرېوت، خو اسكندر د دې لپاره ژوندى پاتې شو، چې له نورو څخه ژوند واخلي.

په داسې يوه چاپېريال كې ارسطو خپل عمر لنډاوه. خو په پاى كې دا څو كلنه دوره هم پايته ورسېده.

فليپ د ايران پر لوري د لښكر د استولو تيارى ونيو، چې ووژل شو. ويل كېږي، چې د پاچا په وژلو كې يې د مېرمنې او زوى لاس و. د هغه د ښخولو مراسم په ډېره ساده توګه ترسره شول.

د امپراتور تر مړينې وروسته د هغه ځوان زوى  اسكندر پر تخت كښېناست. د نوموړي لومړنى كار دا و، چې خپل استاد له خدمت څخه رخصت كړي. ځكه اسكندر نور دومره وخت نه درلود، چې زده كړه وكړي، بلكې هغه خپل پاتې ژوند يوازې جنګ او جګړو ته ځانګړى كړ.

اسكندر خپل پخواني ښوونكي ته ليكلي وو: ”زه علمي زده كړه د قدرت تر پراخولو غوره ګڼم“، خو دا ټكي يې د ريا او ځانښوونې لپاره ليكلي وو. اسكندر د ارسطو د تره زوى په دې تور تيرباران كړ، چې دى يې په خدايي نه و منلى. په دې توګه يې خپل ښوونكي ته خپل اخلاص او درناوى وښود.

(4)

خو له دې ټولو سره- سره اسكندر له خپل پخواني ښوونكي سره د فلسفې د پراخولو او ځواكمنولو لپاره مرسته وكړه او هغه ته يې يوڅه شتمني وروبخښله. اسكندر يوازې هغه مهال له پښو وغورځېد، چې د خپلو عواطفو او احساساتو تر اغېزې لاندې راغى. هغه د قدرت د ټيڼګولو لپاره هر كار ته چمتو و. هغه غوښتل چې نړۍ فتحه كړي او د دې لپاره چې په نړۍ كې يې نوم تلپاتې وي، په بېرحمۍ سره يې خلك وژل او ښارونه يې سوځل.

ارسطو هم له دې لېوني انسان څخه سالمه ګگټه پورته كوله. هغه له اسكندر څخه څلور مليونه ډالره د فلسفې د خپرولو لپاره ترلاسه كړل.

وينو چې ښوونكى او زده كوونكى پر دوو مخالفو لارو روان دي. يو له وينو تويولو څخه خوند اخلي او بل هڅه كوي، چې د ژوند رښتينې مانا ترلاسه كړي.

احساساتي تاريخ كښونكو خپل ډېر وخت اسكندر ته ځانګړى كړى او ارسطو ته يې لږه پاملرنه كړې ده. ليكوالانو هم د اسكندر د ستايلو لپاره قلمونه پورته كړي، نوموړى يې نړۍ ته د يوه لوى او شريف انسان په توګه ورپېژندلى دى او هغه د نژادونو او قومونو ترمنځ د يووالي سمبول ګڼي.

هغوى د هغو ښارونو د ښكلا ستاينه كوي، چې اسكندر يې بنسټ ايښى و، خو د هغو ښارونو په اړه يې ډېره لږه يادونه كړې، چې د اسكندر د وحشت او ظلم له لاسه په خاورو بدل شوي دي. يوشمېر كسان ليكي چې اسكندر د يوناني تمدن او كلتور زړي په پخوانۍ نړۍ كې وشينده. خو حقيقت داسې نه دى، دا د ارسطو حكمت و، چې رڼا يې خپره كړه. اسكندر د نړۍ څلورلارې له انساني اسكلېټونو څخه ډكې كړلې، خو ارسطو هغه څوك و، چې په خپلو تلپاتو هڅو يې د ملتونو ترمنځ دمينې بنسټ كښېښود.

دا فلاسفه دي، چې د تاريخ د لويو بدلونونو لامل شوي، نه جګړه مار. ځكه دوى كولاى شي چې د وينو له تويولو پرته پر نړۍ واكمني وكړي او پرته له دې چې د ملتونو په زړونو كې دكركې او نفرت زړي وكري، زړونوته لار مومي، خو په جګړه غوښتونكو كې دا صفتونه نه شته. ارسطو 1000تنه په علم او زده كړې سمبال سرتېري وروزل او د نړۍ ګوټ ګوټ ته يې ددې لپاره ولېږل چې ملتونه يووالي او مينې ته راوبولي. دغو سرتېرو ته دا دنده هم وركړل شوې وه، چې د ځمكې پرمخ ژوندي موجودات تر څېړنې لاندې ونيسي.

دغو سرتېرو د نړۍ له هرې برخې څخه د ژويو، بوټو، دود او كلتور، جغرافيې او د خلكو د عقايدو په اړه معلومات ترلاسه كړل. ارسطو دغو معلوماتو ته په خپل فلسفي دايره المعارف، ادب، پوهه او خدايپوهنه كې ځاى وركړ. دا د نړۍ په فكري همكارۍ كې يو اوچت ګام دى.

ارسطو، يو ژوبڼ او يو تاريخي لرغونتون (موزيم) جوړ كړ، همدارنګه يې په اتن كې د فلسفې د زده كړې لپاره يو ښوونځى هم پرانيست. هغه په اتن كې لس كاله ژوند وكړ، خو په دې لږه موده كې يې ډېر علمي او څېړنيز كتابونه د علم او ادب مينه والو ته وړاندې كړل. د پوهاند فولر په ژبه ”د ارسطو ژوند“ هغه كتاب دى، چې اوس هم د تېرې نړۍ د فكري ميراث يوه غوره بېلګه ګڼل كېږي. دا كتاب له هنري، طبيعي او علمي څېړنو څخه ډك دى. كه څه هم د دې كتاب لږه برخه تر موږ رارسېدلې ده، خو بيا هم دا پاڼې د يوه بشپړ بشري فكر يوه غوره بېلګه ده.

په بله مانا، ارسطو يو ګرځنده دايره المعارف و. نوموړي به ان د تګ پرمهال هم زده كوونكو ته زده كړه وركوله او يا به د لارې لنډولو پر وخت د كوم كتاب په ليكلو بوخت و. له همدې امله د هغه فلسفي ښوونځى (مكتب) د ”مشاء“ په نوم يادېږي.

هڅه به وكړو، چې سوكه- سوكه په دې ارامه فيلسوف پسې لاړ شو او د نوموړي هغو خبرو ته غوږ كښېږدو، چې د تګ پرمهال يې خپلو زده كوونكوته وايي. د ارسطو خبرې د خدايي او انساني اخلاقو په اړه دي.

زموږ كوربه پنځوس كلن دى. تېزبين او له خوندورو خوړو سره مينه لري، ځكه يې ګېډه راوتلې ده، ژبه يې بندېږي او د حماقت په وړاندې بې طاقته دى.

د تورو په تلفظ كې ستونزه لري. په ګرانبيه او لوكسو جامو پسې نه ګرځي او كه ورته ځير شو، د نورو انسانانو په بڼه يې ليدلاى شو. دا د ارسطو خويونه وو، چې شاهي دربار ته يې لار ومونده.

غږ يې پوست او كړنلاره يې مودبانه وه. ارسطو هغه بشپړ انسان دى، چې موږ ته زده كړه راكوي. هغه دا ښيي چې څنګه د ژوند په توپانونو، حسادت، كينې او د شهوت د يرغل پر مهال پر خپل نفس واكمن شو. په حقيقت كې نوموړى پر موږ د خپلو ارزښتمنو تجربو لورېينه كوي.

ان د هغو مقدونيانو په اړه چې ده ته ديوناني په سترګه ګوري او هېڅ ډول باور نه شي پرې كولاى او هغه يونانيان چې ارسطو مقدوني ګڼي، يو ډول انډول ساتي. د هغه خبرو ته به غوږ كښېږدو.

(5)

ارسطو وايي: ”ژوند له ټيټو حيواناتو رانيولې ان تر انسانه پورې چې يو عالي حيوان دى، د كمال او زده كړې د موندلو پر لار هڅه ده.(د يادولو وړ ده، چې دا عقيده د ډاروين د بدلون، عقيده راژوندۍ كوي). په دې توګه چې نطفه په جنين اوډي او جنين په ماشوم او ماشوم په هغه بشپړ او بالغ انسان بدلېږي، چې ان د خدايي دعوه كولاى شي. په دې توګه خداى بشپړ كمال او تلپاتې ژوند دى“.

پوښتنه كوو، چې دا خداى څه شى دى، زموږ خالق كه واكمن؟ جبار رب دى، كه مهربان پلار؟ او بالاخره حقيقت يې څه دى؟

د ارسطو ځواب يو څه وېروونكى دى. دى وايي: ”څه چې تاسې فكر كوئ، هغه خداى نه دى. هغه د  انسان عاشق نه، بلكې د هغه معشوق دى، هغه ساكن دى، خو زړه ته حركت وركوي“.

دا تعريف دومره روښانه نه دى. يو شمېر ستاينې چې ځينو فيلسوفانو او خداى پېژندونكو ويلې دي، په حقيقت كې د دوى د ښكلاپېژندنې صفات دي.

د ارسطو په اند، كمال هغه ځواك دى، چې په هغه كې پرته له دې چې ونډه واخلي اسماني مبارزه او هڅه ليدلاى شو.

له خداىY څخه د ارسطو پېژندنه په حقيقت كې د نوموړي هغه هيله ده، چې غواړي ساكنه او بې حركته واوسي او انسان د شريفو او نېكو اعمالو لوري ته په حركت راولي. ځكه د ارسطو خداى د هغه په اند د انسان د كمال او انسانيت له زده كولو څخه خوند اخلي.

ارسطو په دې عقيده دى، چې په هر كار كې اعتدال، انسان د كمال پړاو ته نژدې كولاى شي. ارسطو دلته د خپل ژوند د تجربو يادونه كوي. ځكه هغه د اسكندر ځوروونكي احساسات او تجاوز غوښتنه په خپلو سترګو ليدلي دي او دايې هم ليدلي چې څنګه انسانان د غلامۍ او اسارت په لومو كې بندېدلاى شي. ارسطو وايي چې په كارونو كې بايد له احساساتو څخه كار وانه خيستل شي او په هر كار كې منځلارتوب ګټه لري. د خلكو او ملتونو سلامتيا او پايښت په اعتدال دى. كه هرڅه وي په ډېره اندازه غوښتنه يې ښه نه ده. زړورتيا د بېباكۍ او وېرې مابين دى. بخښنه د اسراف او بخل اوسط، دغه راز د محافظه كارۍ اوسط پررويي او شرم دى.

د يادولو وړ ده، چې دا نظريات له هغه مغز څخه اخيستل شوي، چې يوه شل او ناوړه دوران ته يې روغتيا او سلامتي وروبخښله.

وخت ناوخته د اسكندر د ظلمونو او وينو تويولو خبرونه وررسېدل، ځكه په هغه مهال كې د خبرونو د خپرولو بهير ورو و، يوازې هغو كسانو به چې له اسيا څخه يونان ته تلل، د دې لېوني امپراتور د وحشت كيسې به يې كولې.

د اسكندر ژوند ديوې وېروونكې بوړبوكۍ مثال درلود. پر هر ځاى چې به سيخه شوه، تر شا به يې ړنګې ويجاړې پاتې شوې. اسكندر به نيول شوى سلامت هېواد خپل ملګري ته وروباښه، خو وروسته به يې د جنون او نشې په حال كې د هغه ماغزه سره وپاشل. د هغه يوه پوځي چې ناروغ و، د طبيب د لارښوونو د نه عملي كولو له امله ومړ. اسكندر طبيب د خپل سرتېري د حماقت په تور پانسي كړ او وروسته يې د دې ګناه د كفارې په بدل كې د سلامت ښار اوسېدونكي تر تېغ تېر كړل. كله چې يوې نڅاګرې د نڅا د مراسمو په پاى كې له اسكندر څخه د يوې شمعې غوښتنه وكړه چې د خپل كور لار پرې ومومي، نو اسكندر د جمشېد تخت ته اور ورته كړ او په چغه يې وويل:

”ځه ګرانې! د اور دا لمبې به دې لار روښانه كړي“.

دا د هغو داستانونو يوه بېلګه وه، چې ارسطو د خپل پخواني زده كوونكي په اړه اورېدل. ويل كېږي، چې د دا ډول كيسو په اورېدو به ډېر ځورېده او په ژړا كې به يې ويل: ”اسكندر كولاى شي چې يوازې دا نړۍ فتحه كړي“.

يوشمېر پناه اخيستونكو ارسطو ته ويلي وو، چې اسكندر هم د ارسطو له هغو خبرو خبر شوى، چې د ده پرضد يې كړې وې. د بېلګې په توګه ارسطو د يرغل په وړاندې تبليغ او دا چې ”تر ټولو ناوړه حكومت ديكتاتوري ده“ اسكندر دا خبرې پر خپل ضد ګڼلې او په خلكو كې اوازې وې چې اسكندر غواړي يونان ته په راتګ سره ارسطو ووژني.

خو ارسطو له وېرې پرته پر خپله لار روان و. هغه غوښتل چې خلكو ته غوره زده كړه او د عالي ژوند لارښوونه وكړي.

د ارسطو شعار و، چې ”غوره حكومت هغه دى، چې واكمنان يې يوازې د ولس د سوكالۍ په فكر كې وي“، ”د حكومت بڼه دومره مهمه نه ده، بلكې ارزښتمنه خبره دا ده، چې حكومت د خلكو په خوښه وي. ارسطو د 185حكومتونو او ښارونو د ادارې په اړه څېړنه وكړه. په پاى كې دې پايلې ته ورسېد، چې په ډېرو دغو واكمنيو كې د سياسي بصيرت كمزورتيا برېښي“. د ده په اند هر ډول طبقې ته پاملرنه اړينه خبره وه. ده عقيده درلوده، چې د شتمنو د واكمنۍ د كمزورتيا يو لوى لامل دا دى، چې د كارګرانو غوښتنې يې له پامه غورځولې دي او ډيموكراسي هغه وخت زوال مومي، چې كارګران د خپلو سوداګرو د غوښتنو په وړاندې بې پروايي وښيي.

لنډه دا چې حكومت هغه مهال فاسد دى، چې واكمنان يې يوازې د خپلې هوساينې په فكر كې وي. د صالح حكومت د برياليتوب راز د خلكو د ژوند په هوساينه او د ستونزو په ليرې كولو كې نغښتى دى. داسې حكومت هغه مهال جوړېدى شي چې ټول وګړي د عقلاني ژوند څښتنان او په ټولو كړنلارو كې پر خپل نفس واكمنان شي. په بله مانا د يوه ارام او سوكاله ژوند لرل.

ارسطو سپارښتنه كوي، چې: ”د شتو د ترلاسه كولو لپاره له اعتدال څخه كار واخله. لږ كسان په ملګرتوب ومنه، خو شرط يې دا دى، چې رښتيني او وفاداره وي، له هغو ملګرو څخه ډډه وكړه، چې په شمېر ډېر، خو عقل يې لږ وي. فكر ته وده وركړه او ذهن ته پراختيا“، ”بشپړ تمرين د ذهن په ارامتيا كې نغښتى دى“.

خوشحالي او نېكمرغي په نرمۍ او پوستوالي كې موندل كېږي. د ارسطو خيالي انسان هغه څوك دى، چې نورو ته د خدمت تږى وي. خو په خپله له نورو د خدمت تمه ونه لري. ”ارام او بخشش د لويوالي نخښه او منل يې رذالت دى“. يو غوره انسان انتقام او كينه نه پېژني او زړه يې له هغه څه څخه پاك وي، چې د بدل په نوم يادېږي. خداى ته نژدې زړه هغه دى، چې په خپل ځان كې د نورو له خوا ور رسېدلى زيان ونه ساتي.

د پاچا په غياب كې د هغه د بې عدالتۍ او ناروا كارونو يادونه  نه كوي، بلكې هرڅه چې يې ليدلي، يا يې اورېدلي، مخامخ ورته وايي.

نېكمرغي او بدمرغي په درنښت سره لمانځي. د نورو په خوشحالۍ خوښ او پردى خپګان خپل ګڼي.

د ارسطو اخلاقي ښوونې په يو څو تورو كې خلاصه كېږي:

”څوك چې له خلكو سره مينه لري، له ځان سره يې مينه كړې ده“.

د ارسطو پر فلسفې د ګلانو د يوې خوشبويه، خو زړې ګېډۍ په توګه نيوكه شوې. خو د ارسطو ځواب دا ډول انتقاد كوونكو ته ښايي دا وي: ”كه څه هم دا ډول ګلان ساده، روښانه او زاړه وي، خو ژوندي دي. ژوند لري. هغه پديدې چې په طبيعت كې په پرله پسې توګه پيدا كېږي، په اصل كې پخوانۍ او زړې دي. هره ورځ لمر راختل، په شپه كې د ستورو ښكارېدل، په پسرلي كې د ځمكې شينوالى او د انسانانو ترمنځ ملګرتوب او مينه په يوه داسې نړۍ كې چې جنګ جګړه ده، دا ټول تكراري ښكاري، خو په خپل ذات كې نوي دي“.

د ارسطو رښتينى كار په بشر كې د اخلاقو پلي كول دي. خو كه نن ورځ د هغه دا خبرې زړې برېښي، خو له رښتينولۍ او حقيقت څخه يې څه نه دي كم شوي.

(6)

د ارسطو فلسفه په خپل دور كې د يوه بېساري انقلاب په توګه معرفي شوه، چې د له منځه وړلو نطفه يې هم له ځان سره لرله. پر اعتدال او منځګړتوب باندې د هغه ټينګه عقيده، هغه د دوو سوځوونكو اورونو ترمنځ پرې ايست. په دغو دوو كې يو اور د اسكندر كركه،د هغه د مړينې له كبله يو دم مړ شو، خو د دويم اور لمبې چې د ارسطو په وړاندې د اتنيانو بدګوماني وه، تر پخوا هم اوچتې شوي، اتنيانو پر هغه تور ولګاوه، چې انتي پاترا ته يې چې د اسكندر پرځاى ناست و، پټ رازونه ورلېږي او كله چې وپوهېدل دا تور بې اغېزې دى، خپلو پخوانيو چلونو ته يې مخه كړه او په دې تور چې هغه د خدايانو بې حرمتي كړې، د ارسطو د نيولو لار يې اواره كړه.

ارسطو چې د هغوى له دې شومې نقشې څخه خبر شو، ويې ويل: ”زه به د اتن خلكو ته دا وخت ورنه كړم، چې يو ځل بيا خپل لاسونه د يوه بل فيلسوف په وينو سره كړي“. له همدې امله د اوبوآ ټاپو ته وتښتېد. خو هغه ځاى هم ورته د ډاډ وړ نه و. څلورو خواوو ته كركې، كينې، يرغل او سراښتوب (حرص) خپلې وزرې غوړلې وې. ددې ټاپو اوسېدونكي په نمك حرامۍ مشهور وو.

هر ډول چې وو، فيلسوف پټ ژوند غوره وګاڼه، هغه څو مياشتې خپل ځان له انسانانو پټ وساته، خو په پاى كې مرګ ته تسليم شو.

ارسطو په مرګ كې هم لكه د ژوند په څېر له اعتدال څخه لاس وانه خيست او له وحشت پرته يې مېړانه وښوده. ”كله چې څوك د ښوونې او روزنې پر لار روانېږي، نو هغه ته د ژوند د پايښت لپاره د كومې پلمې موندل ګرانه خبره ده“Ä

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:13 PM لېږونكى:هوسۍ |

لومړۍ برخه

ليكوالان  : فرداشميټ او كنراد شولر

ژباړن        : رفېع الله نيازى، كابل

د تېلو جګړه

 

د افغانستان توطيه:

د افغانستان جګړه، يا د امريكا د ولسمشر جورج بوش په وينا: ”د وېرې اچونې پرضد نه ختمېدونكې جګړه“ د 2001م كال د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته چې په نيويارك كې د نړيوالې سوداګرۍ پر مركز او پنټاګون  وشوې، پيل نه شوه. بلكې د طالبانو په وړاندې جګړه د 1998م كال د فبرورۍ پر دوولسمه نېټه د امريكا په پارلمان (واشنګټن) كې د اسيا او پاسيفيك څانګيزه كمېټه كې پيل شوې وه. هلته د يونيكال[1] كمپنۍ مرستيال ”جان ام مارسكا“[2]د منځنۍ اسيا په هكله د امريكا راروانه تګلاره نورو استازو ته واوروله. ښاغلي مارسكا استازو ته وويل چې يونيكال په ټوله نړۍ كې په انرژۍ پورې تړلو طرحو كې د مشرۍ رول لري. هغه زياته كړه: ”زه تاسو ته مباركي وايم چې خپله پاملرنه مو د منځنۍ اسيا تېلو او ګازو، دغه راز د دغو سرچينو هغې بڼې ته اړولې، چې د امريكا سياست پرې راڅرخي“.  د تېلو مدير د امريكا د راتلونكي سياست لپاره درې دندې وټاكلې:

_ هرڅومره چې ژر كېدى شي بايد په منځنۍ اسيا كې د تېلو او ګازو نل ليكه تېره شي.

_ د امريكا متحده ايالات بايد په منځنۍ اسيا كې نوې سياسي اډې جوړې كړي، په تېره بيا په افغانستان كې.

_ په سيمه كې بايد مثبتې پانګه اچونې ته تلپاتې زمينه برابره شي.

ښاغلى مارسكا د استازو په وړاندې دې ټكي ته هم اشاره وكړه چې روسيې خپلې نل ليكې له خزر څخه شمالي او او لويديزو مركزونو ته لېږدولې دي.

راتلونكى بازار د اسيا په جنوب او ختيځ كې جوړ شوى دى؟ ځكه چې په جنوب كې د به هند تر سمندره پورې نل ليكه وغزول شي. د يونيكال مرستيال استازو ته وويل: ”دا چې ايران په دې اړه مرسته نه كوي، نو د نل ليكې د غزولو يوازېنۍ لار افغانستان دى.“ د كنسرن مرستيال په پاى كې اصلي ټكي ته اشاره وكړه: ”موږ تر هرڅه دمخه دا خبره روښانه كړې ده، د ګازو هغه نل ليكه چې نيت مو كړى، په افغانستان كې يې وغزوو، تر هغه وخته چې په افغانستان كې يو په رسميت پېژندل شوى حكومت رانه شي او د نورو هېوادونو مرسته ورسره نه وي، نو زموږ د كمپنۍ كارونه به هم بې پايلې وي“. په هغه وخت كې طالبانو د يونيكال پر باور تكيه ونه كړه او هېڅ ارزښت يې ورنه كړ. په داسې حال كې چې نوي اړيكي ډېر د زړه له كومي پيل شوي وو. يونيكال له 1995م كال راپه دېخوا په دې اند وو، چې د تركمنستان د تېلو او ګازو نل ليكه به د افغانستان له لارې د يوه پاكستاني بندر پر لوري د هند تر سمندره پورې غزوي. د دې موخې لپاره په 1996م كال كې ”سي. اى. اې“ او د پاكستان پټ سرويس ”اى. اس. اى“، طالبان د واك پر ګدۍ كښېنول. د طالبانو مشران په ”هوستون“ كې د يونيكال مېلمانه وو. يوه امريكايي ډيپلومات پر ژورناليسټانو باور وكړ او ويې ويل: ”طالبان كېدى شي له هغه سيسټم څخه كار واخلي، چې د سعودي حكومت يې كاروي. هغه وخت به يوه امريكايي نل ليكه جوړه شي، چې د ډله ييز حكومت پرځاى به يو امير د شريعت په ډول حكومت وكړي او موږ به هم له دغه ډول حكومت سره ژوند كولاى شو“. خو د امريكا او يونيكال سياست ناسم وخوت. طالبانو د امريكا ضد لار غوره كړه، د تېلو كنسرن ځان اړ وليد او له امريكا څخه يې وغوښتل چې د كنسرن د باور وړ سيسټم په افغانستان كې جوړ كړي.

 ”سي. اى. اې“ اسلامي ترهګري پنځوي:

د يونيكال د كمپنۍ دا هيله وه، چې د امريكا متحده ايالات به په خپله د افغانستان په سياست كې د قدرت معيار او د اقتصاد رعايت كوي، چې په غوڅو پايلو به ټينګ وي. د بشر حقوقو او ډيموكراسۍ د امريكا په تګلاره كې هېڅكله هم بې ارزښته رول نه درلود. دا چې د امريكا متحده ايالات د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته د افغانستان د جهادي ځواكونو په وړاندې ودرېدل، دروغ نه دي. په حقيقت كې ”سي. اى. اې“ د مجاهدينو پرځاى په 1996م كال كې طالبان پيدا كړل. تر دې دمخه يې د كابل حكومت په وړاندې د مجاهدينو مرسته كوله.

شوروي اتحاد دا حق درلود، چې په 1979م كال كې په افغانستان كې د امريكا د لاسوهنې په وړاندې غبرګون وښيي. برژينسكي د هغه وخت امنيتي سلاكار د دې پوښتنې په ځواب كې چې ايا دى د امريكا له كړو وړو څخه پښېمان دى او كه نه وايي: ”له څه شي پښېمان؟ دا پټ اقدام يو فوق العاده فكر و. پايلې دا وې چې روسان په لومه كې ونښتل او تاسې غواړئ چې موږ د هغې له وجې پښېمان شو. كله چې روسان رسماً د افغانستان له پولو واوښتل، ما په دې هكله ولسمشر كارتر ته څه وليكل، چې موږ اوس د دې توان نه لرو، چې شوروي اتحاد د خپل ويټنام په جګړه كې ورګډ كړو“. يوه فرانسوي ژورناليسټ په ناباورۍ پوښتنه وكړه:

”تاسې په دې پښېمان نه ياست، چې له بنسټپالو اسلامي ډلو څخه مو ملاتړ كړى او وسلې، دغه راز نظامي زده كړې مو د راتلونكو ترهګرو په واك كې وركړي دي؟“.

د امنيتي چارو كارپوه، په داسې حال كې چې ځان ورته حق په جانبه ښكارېده، وويل: ”د نړۍ د تاريخ لپاره څه شى ډېر مهم دى؟ طالبان؟ يا د شوروي د امپراتورۍ پاشلتيا؟. څو تنه كمزوري او ناپوه مسلمانان، يا د مركزي اروپا ازادېدل او كه د سړې جګړې پايته رسېدل؟“.

كله چې د المان د بهرنيو چارو وزير ”يوشكافيشر“ پر افغانستان باندې روانه بمباري ستايله، نو دليل يې دا و، چې ”د دغې غميزې مركزي هسته د طالبانو واكمني ده“.. بايدد دې غوښتونكى هم واى، چې د المان د دفاع وزارت ځانګړي ځواكونه د واشنګټن پر لوري هم وخوځېږي. په امريكا كې د افغانو غلچكي چريكانو تر پيدايښت وړاندې د اسلامي ترهګرۍ په نوم په منځنۍ اسيا كې كوم څه نه و او دغه ترهـګر تر هغه مهاله چې د ”سي. اى. ې“ كارونه يې كول، رښتيني مبارزان ګڼل كېدل. د ګردهاردشرودر په وينا: دغه خلك هغه وخت د بشر او تمدن ګواښ وپېژندل شول، چې د امريكا د ګټو پرضد شول. په هغه وخت 1998م كال كې د امريكا د پخواني ولسمشر امنيتي  سلاكار برژينسكي د تېلو د توليد رسمي سلاكار و. يانې كارټل اماكو، چې نن ورته BP- Amoco ويل كېږي، برژينسكي د اسلامي ترهګرۍ له پيدا كوونكو څخه ګڼل كېږي. په حقيقت كې دوى (اروپا- اسيا- بالكان) د افغانستان جګړه د شطرنج لوبه ګڼي، چې د قدرت پراخولو راتلونكې جګړې هم كېدى شي، له همدې لارې تېر شي.

د تېلو د صنعت لپاره پر هندوكش د ولسمشر كلنټن وړې وړې حملې بشپړې او بس نه وې. كه منځنۍ اسيا او منځنى ختيځ په پام كې ونيسو، خبره هماغسې د ټولو زېرمو له درېيو برخوڅخه د دوو برخو زيات د ټولې نړۍ د تېلو او ګازو په هكله ده. دغه صنعت نه يوازې په افغانستان كې يوه نوي حكومت ته اړتيا درلوده، بلكې په خپله خاوره كې يې هم يوه نوي حكومت ته اړتيا لرله.

د بوش د تېلو حكومت:

د تېلو صنعت، د ځان لپاره يو حكومت په بيه راونيو. په ځانګړې توګه يې د بوش حكومت، جورج ډبليو بوش د جورج بوش زوى، چې پلار يې د عراق په وړاندې د تېلو جګړه پيل كړې وه، د تكزاس له يوې تېل لرونكې سيمې څخه راولاړ شوى دى.

د تېلو كمپنيو په رسمي دول د ټولټاكنو لپاره 33مليونه ډالره ولګول. دغه ټولې پيسې يې د ځوان بوش او د تېلو د كمپنيو د ټولو سياستوالو لپاره ولګولې. دتېلو كمپنيو خپل 20تنه تكړه مديران د هغې ډلې په واك كې وركړي وو، چې جورج ډبليو بوش يې واك ته ورساوه. له ولسمشر پرته د كابينې مهم غړي هم د تېلو په كمپنيو پورې تړاو لري. د ولسمشر مرستيال (ديك چگي ني) تر ټولټاكنو وړاندې د امريكا ترټولو زيات تېل پلورونكې كمپنۍ (هاليبورټون) ريس و. هاليبورټون كمپنۍ ”ديك چگي ني“ ته د كمپنۍ د پرېښوولو او د بوش له كابينې سره د يوځاى كېدو پر وخت 36مليونه ډالره ډالۍ كړل. ده د يوه ملګري په توګه مخه ښه كوله. كاندوليز ارايس د ولسمشر امنيتي سلاكار تر دې دمخه د (شوران) كمپنۍ د پلټنې د شورا غړى و، چې د ولسمشر بوش لپاره يې د ټولټاكنو پر وخت ډېرې مالي مرستې برابرې كړې وې. دا مالي مرسته، يو د تېلو وړلو ستره بېړۍ وه، چې مخكې تر دې د كاندوليزا په نوم د ولسمشر امنيتي ريس ته ډالۍ شوې وه او دويم ځل بيا ډالۍ شوه. خو دا د هغې اغېزې د ټينګولو لپاره چې د New Republic  محافظه كارې اوونيزې په يوه ليكنه كې راغلې وې، دې خپرونې وليكل: ”د بوش نړيوال انځور د نړۍ د نفتي وګړو تصوير دى“.

تېل د هغه د اقتصاد لپاره، يو اصلي بنسټ دى. د ژوند اصلي شمېرې، د صنعت ماشينونو، مدرنې نړۍ او جنګي ماشينونو ته ځواك وربخښي. خام تېل او ګاز دا دواړه د كيمياوي صنعت، پلاسټيك، انرژۍ، موټر او پوځي صنايعو په برخه كې محركه قوه ګڼل كېږي.

دغو تېلي وګړو يوې پلمې ته اړتيا ليده، د (بالكان، اروپا، اسيا) ستاينې او تبليغاتو ته خو د سپټمبر يوولسمې نېټې دا پلمه برابره كړه. Stan Goff (وسټ) د عسكري اكاډمۍ كتونكى دا زباتوي، چې د سپټمبر يوولسمې هېڅكله هم دا نه شول كولاى چې د امريكا او انګلستان د ګډو نظامي عملياتو د حركت ټكى وي. دومره لوى يرغل په مياشتو- مياشتو تياري ته اړتيا لري. بي بي سي يو رپوټ خپور كړ، چې د 2001م كال په جنورۍ كې د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت ته خبر وكړل شوى و، چې: ”د اكتوبر په منځ كې پر افغانستان يوه حمله په پلان كې ده“.

كه دغه حقيقت ته وګورو، په هېڅ ډول نه شو كولاى چې د سپټمبر د يوولسمې نېټې په پېښه كې د امريكا د امنيتي چارواكو پر غفلت سترګې پټې كړو. له اوو بجو او 45 دقيقو څخه تر اتو بجو او لسو دقيقو پورې څلور الوتكې تښتول كېږي. يوه بېسارې پېښه! خو ولسمشر د اعلى سرقوماندان په توګه له دې خبرې خبرېږي. هغه په دې وخت كې د فلوريدا په ايالت كې د يوه ښوونځي په ليدو بوخت و. په اتو بجو او 45دقيقو بايد امنيتي چارواكو ته دا پته لګېدلې واى، چې يوه خطرناكه غميزه پېښېدونكې ده. په دې وخت كې د امريكا د هوايي ليكې د يوولسمې الوتنې الوتكه د نړيوالې سوداګرۍ له ودانيو څخه د يوې ودانۍ په خېټه ورننوځي. 18دقيقې وروسته په نهو بجو او درېيو دقيقو د (يونايټېډ) د 175 الوتنې الوتكه له هر ډول مخنيوي پرته د دويمې ودانۍ په خېټه ورننوځي. ولسمشر بوش چې د ښوونځي د ليدو په حال كې و، له دې پېښې خبرېږي. په داسې حال كې چې د امريكا د هوايي ليكې د  77الوتنې الوتكه واشنګټن ته هم نژدې كېږي. ولسمشر له خپل ځاى څخه نه خوځي. د دې پرځاى چې د پېښې په اړه كوم فرمان صادر كړي، په هماغه ډول د ښوونځي له ماشومانو سره په خبرو بوخت و او هېڅ كوم فرمان نه صادروي. په پاى كې هغه په نهو بجو او 30دقيقو د ژورناليسټانو پوښتنو ته حاضرېږي او خپلو خلكو ته هغه څه وايي چې خلكو تل د ټلويزيون پر پرده ليدلي او اورېدلي دي. په دې وخت كې 77مه الوتنه له پنټاګون سره 10دقيقې واټن لري، خو نه سپينه ماڼۍ، نه پنټاګون تخليه كېږي او نه امنيتي چارې سنجول كېږي. يوازې د ولسمشر مرستيال يوه خوندي ځاى ته بېول كېږي. د 77مې الوتنې پيلوټ په ډېر غور سره الوتكه د دفاع وزارت پر لوري بيايي، له دې سره- سره له هېڅ ډول مخالفت سره نه مخ كېږي. د امريكا د ټولو ديارلسو پټو سازمانونو غفلت يا توطيه او يا له دواړو څخه يوه جوړه شوې خبره، هرڅه چې وو، اوس نو د متحدو ايالتونو د تېلو حكومت كولاى شول چې اقدام وكړي. اوس نو هېچا هم نه شول كولاى چې د دغه حكومت مخه ونيسي. دغه دولت په ناقانوني ډول منځته راغلى دى. ځكه چې نه ورسره د ډېرو خلكو ملاتړ شته، نه د ټولټاكنو لپاره ډېري خلك. اوس هغه ملت، چې بريد پرې شوى دى، پر خپل مشر راغونډېږي. هېڅوك نه شي كولاى چې د ولسمشر د هغو پلانونو په وړاندې سرغړونه وكړي، چې د پانګوالو په ګټه دي، ځكه چې اوس دا پلانونه ترهګرۍ ته د ځواب پر بنسټ جوړ شوي دي. هېڅوك نه شي كولاى د امريكا د نظامي كنټرول په وړاندې ودرېږي، چې د تېلو د توليد، د نل ليكې او نړيوالې كمپنۍ لپاره خنډ شي. ځكه په دغه كار يې د لويديځ د تمدن مخالفت كړى دى او پرضد يې دى، نو بايد نابود شي.

د سپټمبر د يوولسمې پېښې متحدو ايالاتو ته دا موقعيت په واك كې وركړ، چې خپل متحدين ان رقيبان هم په نړيواله پانګوالۍ كې ورګډ كړي او له دې لارې ستراتيژيكي او نظامي ګټې د ځان كړي.

د سي. اى. اې مخدره توكي:

د المان د برمن پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد (زيبيله تونيس) ليكلي دي:

ستاسو مطلب مالوچ (پنبه) ده، خو غږېږئ په انجيل كې، د ناټو پخوانى مرستيال جنرال ”ګردشموكله“ د امريكا د نظامي لاسوهنو په هكله ويلي دي: دا د لويديځ او امريكا ګټې دي، چې تصميم نيسي پر كوم ځاى بايد نظامي يرغل وكړي، دا هرڅه د اقتصاد په شا و خوا څرخي، چې تېل چېرې دي؟ او د تېلو راتلونكې زېرمې چېرې دي؟               

(نور بيا..)



[1] Unocal Corporation

[2] John M. Mareska

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:12 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ښځو حقوق، پوله نه پېژني

ليكواله  : پروين اشرفي

ژباړه         : نظيفه برلا، كابل

د ښځو حقوق، پوله نه پېژني

دا ليكنه د ښځو له نړيوالې ورځې څخه په الهام سره ليكل شوې ده، چې ”د ښځو حقوق، پوله نه پېژني“ تر سرليك لاندې د 2003م كال د مارچ په مياشت كې د ښځو نړيوالې ورځې د لمانځنې كمېټې له خوا چې د كاناډا هېواد په ونكوور كې مېشته ده، ټاكل شوې وه. دغه ورځ سږكال د 2004م كال د مارچ پر اتمه نېټه هم په نړۍ كې ولمانځل شوه، هر كال د نړۍ اووه سوه زره  كسان هغو كارونو ته اړ كېږي، چې تر سره كول يې نه غواړي. هغوى اړ دي چې اجباري ودونه وكړي، يا هم په ازادو بازارونو كې وپلورل شي. د دغو كسانو له ډلې څخه پنځوس زره تنه هغه ښځې او ماشومان دي، چې د جنسي اشتهار په خاطر رانيول كېږي او خرڅېږي. دوكه، جعلكاري، ګواښ، جنسي او رواني خشونتونه او توندچلندي هغه كارونه دي، چې هره ورځ پر هغوى ورتپل كېږي، چې يوه ډله ګټه اخيستونكو خپل بانكي حسابونه لا پياوړي كړي او دا زموږ د پېړۍ د غلامۍ نظام دى.

دا ورځ د نړۍ په هره برخه كې لمانځل كېږي، په ځانګړې توګه په افغانستان كې چې د زياتو كتونكو په اند دغې ورځې سږكال ځانګړې بڼه لرله، په نوي اساسي قانون كې هم ښځې له نارينه وو سره برابرې ګڼل شوې دي. كه څه هم زيات كارپوهان په دې باور دي، اوس چې ښځې په اتباعو كې شمېرل شوي له دې كبله له ټولو ستونزو خلاصې شوې دي، خو راشئ وګورو، چې ايا رښتيا هم ټولو مېرمنو له ستونزو خلاصون موندلى، په نړۍ كې د كليوالو ښځو حالت څنګه دى او كومې ستونزې ورپېښې دي؟

 


د ښځو د نړيوالې ورځې لمانځنه يوه پلمه ده، كه د نړۍ د ښځو د ژوندانه شرايطو او اوضاع ته يوه كتنه وكړو او ”د ښځو حقوق، پوله نه پېژني“ سرليك ته لا ژور نظر واچوو، نو مخكې تر دې چې د ښځو د حقوقو په هكله بحث وكړم. دا بايد څرګنده كړم چې د ښځو د حقوقو نړيوالتوب په حقيقت كې د دې څرګندوى دى، چې د ستم په وړاندې د ښځو زغم پوله نه پېژني.

د دې لپاره چې د دغه ستم انځور مو لرلى وي، خپل بحث به ”د ښځو حقوق، پوله نه پېژني“ په باب پيل كړم، چې په ټوله نړۍ كې د ښځو د بې پولې حقوقو پر لوري يې لار پرانيستې ده.

د ښځو زغم يوه تاريخي او نړيواله ستونزه ده. ښځې كه په هره ټولنه، سيمه او پوله كې دي، له پېړيو راهيسې په ټيټ مقام كې راغلې دي. البته د دغې ټيټې طبقې كمزوري په هره ټولنه كې په ځينو ځانګړو شرايطو، د اقتصادي سطحې په پرمختيا، فرهنګي، سياسي، نفوسو او مذهب، په ټولنه كې د مېشتو دودونو او دستورونو په وړاندې د كارګري غورځنګونو په پرمختګ، د توليدوونكو ځواكونو په پرمخيون، د پوهنيزو ځواكونو په نقش او هم د ښځو د خلاصون لپاره په مبارزو پورې اړه لري. زه فكر نه كوم چې په دې هكله دې كوم تيوريك او اكاډميك بحث وكړم. زما هڅه او زيار دا دى چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې د ښځو د ژوند د شرايطو بېلګې درته وړاندې كړم، چې د ستم په وړاندې د ښځو زغم تاسو ته ښكاره شي او د ښځو د حقوقو دفاع كوونكي غورځنګونه لا څرګند شي.

غوره به دا چې په پيل كې جنوبي افريقا ته نظر واچوو. د نړۍ په دغه څنډه كې ښځې له شپاړس كلنۍ څخه په كار پيل كوي. البته ګڼ شمېر يې په كرنه بوختې وي او په عومي ډول په هماغو پټيو كې ژوند هم كوي. په همدغو كروندو كې كه نارينه په كار بوخت وي، نو د يوه ځانګړي كاري پرېكړه ليك لرونكي دي، په داسې حال كې چې ښځې دا ډول پرېكړه ليكونه نه لري او په لنډمهالې توګه په دغو كروندو كې كار كوي، چې د نارينه وو په پرتله د ښځو مزد يا حق الزحمه هم ډېره كمه ده، چې په حقيقت كې د هغوى له خاوندانو سره كاري پرېكړه ليك ترسره كېږي، نه له دغو مېرمنو سره. چې په دې توګه د دوى د استوګنځي او دندې امنيتي حالات هم د دوى په مېړونو پورې اړه نيسي او پېغلې نجونې د استوګنځي له لرلو څخه بې برخې پاتېږي. هغه ښځې چې نوې اميندوارې شوې دي، هم د زېږون له حقوقو څخه بې برخې پاتې كېږي. هغوى ايله تر يوې اوونۍ پورې كولاى شي د خپل زېږون ورځې په كور كې په رخصتۍ تېرې كړي. هغه كارونه چې ډېر مهارت او استعداد ته په كې اړتيا نه ليدل كېږي، ښځو ته سپارل كېږي، لكه د مېوو او سبو راټولونه، د كارټنونو تړل او سريښ كول، د مېوو وچول او يا هم نور كورني كارونه. خو د ټراكټورونو، ګاډو او داسې نور كارونه، چې له ماشينونو سره اړيكه لري، نارينه وو ته وركول كېږي. طبعاً دا هغه كارونه دي، چې وړ مهارت او پوهې ته اړتيا لري. خو ښځو ته د زده كړې امكانات نه برابرېږي، نو ځكه له ښځو څخه له كروندې څخه د وتلو حق هم اخيستل كېږي. د ښځو زده كړه په دغو سيمو كې په منځنۍ توګه تر څلورم ټولګي پورې ده. په دغو ځايونو كې كه ښځې د نارينه وو په شان كارونه هم ترسره كړي، مزد يې د نارينه وو په پرتله ډېر لږ دى. په ځينو سيمو كې خو د ښځو مزد د نارينه وو د مزد نيمايي دى. د بېلګې په توګه هغه نارينه چې په كروندو كې كار كوي، د ډوډۍ، كور، برېښنا او نورو شيانو د بيو له كمولو سره- سره د مياشتې 43ډالره ترلاسه كوي. خو كه همدغه كارونه ښځو ته سپارل كېږي، 33 ډالره وركوي. په ځينو سيمو كې خو كه نارينه په كار وګمارل شي، نو له ښځو څخه يې د خدمتګارې په توګه كار اخيستل كېږي.

په نړۍ كې ښځې په خپل نوم ژوند نه كوي، بلكې په خپلو مېړونو پورې تړلې وي او كله چې مېړونه وزګار او يا مړه شي، نو ښځې هم خپله دنده او د ژوند چاپېريال له لاسه وركولاى شي. همدغه راز د كروندو د خاوندانو له خوا پر دوى باندې د جنسي تېري امكانات هم شته، د يادولو وړ ده چې د جنوبي افريقا په سلو كې 30ښځې د ايډز يا ”اچ. اى. وي“ په ناروغۍ اخته دي. نو په سلو كې 10ماشومان د ايډز په ناروغۍ اخته نړۍ ته راځي.

په مكسيكو كې هم د ښځو ژوند، د افريقا د زياركښو ښځو له ژوند سره توپير نه لري، په دې هېواد كې پر ښځو استثمار لاسبرى دى. په مكسيكو كې د 500 زره په شاوخوا كې كارګران د مونتاژ په كارخانو كې زيار باسي، چې زياته برخه يې ښځې وي. ددې لپاره چې دلته ښځې په كار وګمارل شي بايد تر ټولو ناوړه شرايط ومني، چې په هغو كې د اميندوارۍ معاينات (ټيسټ) هم ګډ دى او په نتيجه كې جنسي تبعيض ته اوږه وركړي. كه د امېندوارۍ ټيسټ مثبت وي نو دنده نه وركول كېږي. د مكسيكو نيمايي كارګران په داسې كارخانو كې كار كوي، چې خپلو كورنيو ته نفقه پيدا كړي. هغه مزد چې دوى دلته اخلي د هغه مزد په پرتله ډېر دى، چې په شمالي مكسيكو كې پيدا كېږي.

په كنيا كې هم د ښځو مزد د نارينه وو نيمايي دى، په سلو كې 29 ښځې دنده لري چې په شخصي برخو كې زيار باسي، دوى هېڅ ډول ټولنيز امنيت نه لري. هغوى په ډېر لږ مزد سره كار كوي. دلته بيا په سلو كې 80 كرنيزې چارې د ښځو په غاړه دي، خو په سلو كې 60 عايد ترې اخلي. په منځنۍ توګه ښځې د ورځې 3ساعته تر نارينه وو زيات كار كوي. په كنيا كې په سلو كې 37 ښځې د كورنيو چارو واك لري، چې په سلو كې 85 يې په بشپړه بېوسۍ كې ژوند كوي. په دې ځايونو كې نجونې د هلكانو په انډول د زده كړې لږ امكانات لري. په سلو كې 76 ښځې بېوسه دي، په كورنۍ كې يې زور زياتى ډېر دى. د رسمي ګزارشونو له مخې په 2002م كال كې په سلو كې 60 ښځې له يو ډول كورني زور زياتي سره مخامخې شوې دي. دغه راز په سلو كې 83 ښځو په وړكتوب كې وهل ټكول خوړلي دي.

د كنيا په خلكو كې د ايډز ناروغي تر دې اندازې خپره شوې، چې د هغوى منځنى عمر يې تر 46 كلنۍ پورې راكښته كړى دى، له هرو اتو ښاري بالغو وګړو او هرو پنځو كليوالو وګړو څخه يو تن د ايډز په ناروغۍ اخته دى، چې اكثراً دوى په خپلې ناروغۍ خبر نه دي. د 2001م كال په پاى كې په كنيا  كې 2.5 مليونو تنو مثبت ايچ، اى، وي درلود، چې په سلو كې د 15تنو عمر، له 15 څخه تر 49 كلونو پورې و او له دې ډلې څخه 1،4 مليونه ښځې او تنكۍ پېغلې نجونې په دې ناروغۍ اخته وې. د نړۍ په دغه برخه كې ګڼ شمېر قبيلې سخت او دوديز قوانين لري، لكه څنګه چې ښځې د ملكيت حق نه لري، د وراثت حق نه لري او كله چې يې خاوند مړ شي نو بايد هغه كور چې ډېر كلونه يې په كې ژوند كړى پرېږدي او يا به د مېړه د كورنۍ يو بل تن نارينه چې كور ورته په ميراث كې پاتې كېږي، له هغې ښځې او ماشومانو سره مرسته وكړي. ددغه كار لپاره بايد ښځه له هغه نارينه سره له يوازېتوب څخه د ژغورنې لپاره واده ته تن كښېږدي. عقيده داسې ده چې ښځې د اعتبار وړ نه دي او شيطاني  اروا لري او ددې لپاره چې ښځه له ككړتيا څخه پاكه شي، نو د خاوند تر مرګ وروسته يې خلك د خوب په خونه كې پرېږدي. كله چې ښځه د خاوند تر مرګ وروسته بې سرپرسته كېږي، ددې سبب كېږي چې د خپل ژوند پر شرايطو نيوكه ونه كړي او پر غير انساني اړيكو راضي شي. د بېلتون له امله هم له بې وخته مرګ سره مخ كېږي، ځكه دومره شته نه لري چې د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره يې وكاروي. استوګنځى هم نه لري چې په كې سوكاله ژوند ولري او يا له خپلې ناروغۍ سره مقابله وكړي. ځينې كونډې ښځې دې ته مجبورېږي چې د رسمي مقامونو له خاوندانو سره يو ځاى شي، چې وكولاى شي خپله كورنۍ وساتي او كله چې خپلې موخې ته ونه رسېږي، نو كوڅو ته راايستل كېږي او په ډله ييزه توګه بې پته كېږي. همدا سبب دى چې په ايډز او يا نورو جنسي ناروغيو باندې د اخته كېدو كچه لوړېږي.

په پاكستان كې ناموس وژنه او پر ښځو باندې تېرى پوله نه پېژني. دلته په خپله خوښه يوازې كېدل او جنسي تېرى هېڅ مانا نه لري. تېرى د ښځې د ذهن او فكر جوړ شوى امر ګڼل كېږي او د قانون پر بنسټ د تېري معامله هغه وخت طرحه كېږي چې د تېري زغمونكى لورى د سالم عقل خاوند نه وي. هغه ډاكټر به هم چې د روغتيايي اسنادو د راټولولو مسووليت لري، د هغو ښځو په ادعا چې د تېري په باب يې لري اعتبار ونه لري. تصور دا دى چې ښايي يوه بالغه او كامله ښځه تر هغه مهاله تر تېري او شكايت لاندې رانه شي چې څلور يا پنځه تنه يې بې پته نه كړي. په حقيقت كې په پاكستان كې ډله ييز تېرى د يوه تېري په توګه په رسميت پېژندل كېږي.

سربېره پر دې كه كومه ښځه د شكايت جرائت وكړي، د خپل شكايت په دوران كې د پوليسو له ځورونې سره مخ كېږي.

 په 1998م كال په پرو كې تر 28000 زيات كورني تاوتريخوالي ليدل شوي او راپورونه يې وركړل شوي دي. د پرو نوى قانون كه د وهل شويو ښځو لپاره ډېر څه وكړاى شي، همدا دى چې ملاتړ يې وكړي او بيا هم دوى له خپلو مېړونو سره كورني ګډ ژوند ته دوام وركړي، يانې له هغو ښځو سره چې كورونه يې خوشې كړي او نه غواړي له خپلو مېړونو سره ژوند وكړي، كار نه لري او دا امر طبعاً پر هغو خطرونو سترګې پټول دي چې ښځې ورسره مخ دي، خو يو نارينه چې له يوې ښځې سره اړيكي لري هغه وهي، بې پته كوي يې او ځوروي يې، خو ژوند نه ورسره كوي او له قانوني څارنې څخه معافېږي. د پرو د كورنۍ جوړونې قانون د هغو ښځو شكايتونه نه مني، چې د دوى له خوښې پرته يې مېړونه له ځان سره يو كول غواړي او د دغو ښځو د مېړونو دغه عمل يا په زور يو ځاى كېدل يرغل نه ګڼل كېږي. اروايي ځورونې هم تر تعقيب لاندې نه راولي. كه كومه ښځه له خپل خاوند څخه شكايت وكړي او سر وټكوي، نو تر ټولو لومړى بايد د ښځو سلاكارې جلسې ته ورشي. هلته د خاوند جرم له جنايي جرمونو څخه ايستل كېږي او په يوه يوه داسې ځانګړې دعوه بدلېږي چې د دوو برابرو كسانو ترمنځ وي. په دغو سلاكارو جلسو كې زيار كښل كېږي، چې ښځه دېته قانع كړي، چې د كور ټولې چارې پر غاړه واخلي. رسمي دنده پرېږدي او يا هم د كار تر پايته رسېدو وروسته نېغ كور ته لاړه شي او دا ټول د دې ښكارندوى دي، چې ګنې د نارينه كړه وړه نه، بلكې خپله د ښځې اعمال د تاوتريخوالي سبب ګرځي. د پرو د كورنۍ جوړونې قانون كورنى اتحاد، په هر ډول شرايطو او حالاتو كې د ښځې د جسمي او اروايي سلامتيا لپاره غوره ګڼي.

په سوريه كې ښځې قانوناً حق نه لري چې له اجازې پرته خپل خاوند وټاكي، په داسې حال كې چې د نارينه وو په باب هېڅ ډول بنديزونه نه شته. د هلكانو لپاره د واده عمر 18 او نجونو لپاره 16كاله ټاكل شوى دى، چې قاضي كولاى شي د حالاتو او اړتيا له مخې دغه قانون لغو كړي او د 15كلن هلك او 13كلنې نجلۍ د واده حكم صادر كړي. دلته د ژوند په ټولو چارو كې د نارينه وو صلاحيتونو او واك پر ښځو سيورى اچولى. ښځې د خپل خاوند له اجازې او خوښې پرته له كوره دباندې د كار كولو حق نه لري.

د ښځو لپاره د طلاق حق، په رسميت نه پېژندل كېږي او كله چې ښځه د يوه نارينه په كورني ژوند كې ورشريكه شوه، نو بايد د عمر ترپايه ناخوالو ته تن وركړي.

د مراكش ښځې هم د سوريې د ښځو په شان ژوند كوي، له قانون سره سم د كورنۍ ساتنه د نارينه كار دى او د ښځې دنده يوازې د خاوند د غوښتنو منل دي. ښځې د طلاق له حق څخه بې برخې دي، خو نارينه دا حق لري، چې په يوه وخت كې څو ښځې ولري.

ښځې اصلاً حقوق نه لري او همدغه د طلاق حق نه درلودلو دا زمينه برابره كړې، چې ښځې دې په پټه خوله د تل لپاره كورنۍ ناخوالې او تاوتريخوالى وزغمي.

د سيراليون نجونې په 12كلنۍ كې ودېږي. دغه نجونې د زده كړې له امكاناتو بې برخې دي. د سيراليون په سلو كې 20 ښځې د زده كړې له نعمت څخه بې برخې دي. هغه نجونې چې په كم عمر كې واده كوي او د بچيانو مور كېږي، مخكې تر دې چې جسم يې وده وكړي، له مړينې سره غاړه غړۍ كېږي او دا ډول مړينې اكثره د زېږون پر وخت پېښېږي. د شمېرنې له مخې د زېږون په 100000پېښو كې 1800د مړينې پېښې دي. د سيراليون د ښځو دغو خواشينوونكو پېښو ته بايد د ښځو د سنتولو يا (ختنې) كار هم ورزيات كړو، چې په سلو كې 90ښځو باندې ترسره كېږي. درد، ستونزې، د هورموني انډول خرابۍ، شوك، د ميتيازو په وخت كې ستونزې، خيره نيول او ميكروبي كېدل، هغه ربړې او ستونزې دي، چې دغه ښځې تر سنت كېدو وروسته ورسره مخ كېږي.

د سيراليون د كورنۍ جګړې په اوږدو كې د ښځو او نجونو بې پته كول او پر هغوى باندې د سرتېرو، دولتي ځواكونو او ان نړيوالو سوله ساتو ځواكونو له خوا جنسي تېرى، يو دوديز كار وګرځېد. دا بې پته كول د يوه شخص له خوا نه، بلكې د يوې ډلې له خوا ترسره كېدل. ان په ځينو حالاتو كې له وسلې څخه هم كار اخيستل شوى دى. بې له خوښې اميندواره كېدل، درد او رنځ ټولې هغه ستونزې دي، چې له دغو جنسي تېريو څخه رامنځته شوې پېښې دي، چې د ټول عمر لپاره دغه مېرمنې ځوروي. دغو جګړو، بدلمنيو ته په ډېره وېروونكې توګه پراختيا وركړې او پوځيان يوازې د 50 سنټو په بدل كې له ښځو سره يوځاى كېږي.

دې ته په پام سره چې د جګړې تر ټولو ډېر قربانيان ښځې او ماشومان دي، نه شو كولاى سيراليون د جګړو د بېلګې په توګه وړاندې كړو. د بوسنيا د جګړې په اوږدو كې ښځو ډېر زيات رنځونه وزغمل.

 د ښځو قاچاقول، په دې دوره كې وروستي پړاو ته رسېدلي وو. په 2002م كال كې په سلو كې 25ښځې، چې د شپې له خوا به په كارونو بوختې وې، د قاچاق په ډول وړل شوې دي. هغوى به يې له اوكراين، مالدوا او روماني څخه راوستلې، پرته له دې چې اصلي هدف ورته وويل شي. ګڼ شمېر ښځو ګومان كاوه چې ايټاليا او يا به نورو اروپايي هېوادونو ته بېول كېږي، چې په قانوني توګه كار وكړي. زياتې ښځې د 17_33كلونو په عمر كې وې او ځينې خو يې ډېرې ځوانې يانې ديارلس كلنې هم وې. هغوى به يې تښتولې، جعلي اسناد به يې ورته جوړول او هېڅ ډول سند به يې نه وركاوه. هغوى ته به يې ويل چې لګښت يې ورباندې كړى او هر وخت به چې پوه شول ورته ګټه نه رسوي، د نورو هېوادونو په پولو كې به يې خوشې كړې، چې د نورو ډلو له خوا وپلورل شي. دا دى هغه حالت بيا پيلېږي او د انسان قاچاقول، په تېره بيا د ښځو قاچاق په دغو هېوادونو كې ورځ په ورځ پراختيا مومي.

هر كال د 10000په شا و خوا كې نجونې له نيپال څخه راوستل كېږي او د هند د فحاشۍ په مركزونو كې خرڅېږي. هغوى د واده د جعلي اسنادو، د كورنيو له خوا د خرڅلاو او يا هم د تښتولو په مرسته هند ته بېول كېږي او په هند كې له كوم استوګنځي او ساتندوى پرته پرېښوول كېږي. دغه ښځې ان قانوني ساتندويان هم نه لري، په همدې دليل هغوى د جنسي سوداګرو هيلې ترسره كوي او د هغوى په ګټه كار كوي.

يونان هم د ښځو د قاچاقوونكو هېوادونو په ډله كې راځي. د قاچاق شويو ښځو ورتګ، نه يوازې د پوليسو، بلكې د كډوالو د ادارې د كاركوونكو لپاره هم د ګټې اخيستنې زمينه برابره كړې ده. دې كار د قاچاق وړونكو د امن لپاره ښه زمينه برابره كړې، قاچاق وړونكي دغه ښځې له بلغاريا، رومانيا، البانيا او روسيې څخه راولي او په يونان كې يې څو- څو ځله خرڅوي. اكثره ښځې د 15_20كلونو په عمر كې دي او هره ورځ بايد لږ تر لږه له لسو نارينه وو سره يوځاى شي. دغو ښځو كه نه دي غوښتي چې دغه ناروا دنده ترسره كړي، نو د قاچاق وړونكو له خوا په ملابندونو (كمر بندونو) وهل شوي او په زوره يې د دې كار ترسره كولو ته اړې كړې دي.

د 1994م كال د شرقي كنګو په جګړه كې ښځې د راونډايي پوځيانو له خوا تر ډېرو سختو جنسي او سيسټماتيكو رواني فشارونو لاندې وې، دغه ښځې ان په ډله ييزه توګه بې پته كېدې او هره شېبه د دوى ژوند او پت له ګواښ سره مخ و. دغه راز به د كنګو پاڅون كوونكو هم په ډله ييزه توګه ورباندې تېري كول.

د  جنس سوداګرۍ، چې د ښځو د قاچاقولو پر بنسټ ولاړه ده، د نړۍ هېڅ هېواد يې په امن كې نه دى پرېښى. د ټايلنډ ښځې د كار په پلمه جاپان ته بېول كېږي او هورې هغوى د 40تر 50زرو ډالرو په لګښت سره په كار اچول كېږي، دوى ته وايي چې دغه اندازه پيسې ورباندې لګول شوي او دغه ښځې بايد دغه اندازه پيسې وګټي او خپلو بادارانو ته يې وركړي، چې په دې توګه يې په ځان پورې تړي او دغه ښځې د دې لپاره چې دغه پيسې بېرته وركړي، په كلونو- كلونو بايد كار وكړي، ډېرو سختيو ته اوږه وركړي او د جنسي خدماتو كار، كه په هر ډول وي وزغمي.

د چچنيا په هغو سيمو كې چې د روسي پوځيانو تر څارنې او كنټرول لاندې دي، بيا هم ښځې له بدلمنۍ، بې پته كولو او نورو تاوتريخوالو سره مخ دي. په كليو كې د وسلې په زور هغوى دې كار ته مجبورېږي او ځينې وخت خو د ډېرو وهلو ټكولو له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي. ښځې په بنديخانو كې هم په امن كې نه دي، بلكې هلته بيا د بنديخانو د ساتندويانو له خوا بې پته كېږي.

بنديخانې هغه څلور دېوالونه دي، چې د پاكستان د ښځو لپاره يې د ستونزو او كړاوونو د زغملو لار پرانيستې ده. د پاكستان د بنديانو په سلو كې 70ښځې دي او د بنديخانو د ساتندويانو له خوا د هغوى بې پته كول ورځنى كار دى. په دغو ځايونو كې د ښځو وهل، ټكول، د هغوى په تناسلي سيسټم كې د مرچكو او يا نورو موادو ننه ايستل، ډله ييز بې پته كول او د بنديخانو د پوليسو داسې نور جنايتونه جرم نه ګڼل كېږي. هغه نجلۍ چې له كوم چا سره يې اړيكي لرل او يا هم هغه ښځه چې د بل چا له خوا يې خپل بې پته كول، ثابت كړي، په بنديخانه كې لوېدلې او د هېڅ ډول انساني كرامت يا درناوي وړ نه ګڼل كېږي، په داسې حالاتو كې د هغوى ځورونه او په وار- وار بې پته كول، يو روا كار ګڼل كېږي.

هغه ښځې چې په اصطلاح ډيموكراټو هېوادونو كې بنديانې دي، خوندي نه دي.

په امريكا كې چې د ډيموكراسۍ او جعلي تمدن خبرو، چغو او نارو او بيا د نړۍ نورو هېوادونو ته يې د جګړو او وژنو په زور د رسولو له كبله د نړيوالو غوږونه كاڼه كړي.  هورې تر اوسه 4/60مليونه تنه بنديان دي، چې په سلو كې يې 60ښځې دي. په دې كې تر نيمايي زياتې تر بندي كېدو مخكې بې پته شوې دي.

جنسي ګټه اخيستنه، هر كال په امريكا كې له 150 څخه تر 200زره ماشومان، په تېره نجونې رانغاړي. په سلو كې پنځه ويشت وهل شوې او ټكول شوې ښځې د اميندوارۍ پر وخت تر تاوتريخوالي لاندې راځي.

د امريكا د وروسته پاتو كاري قوانينو پر بنسټ په هغو كارځايونو او شركتونو كې چې لږ تر لږه 50تنه كار كوونكي په كې كار كوي، ښځينه كاركوونكې يې د زېږون له رخصتيو څخه بې برخې دي. په دې توګه د نړۍ ”د پرمختګ په دغه مركز“ كې هغه ګڼ شمېر ښځې چې په كروندو او نورو كورنيو كارځايونو كې كار كوي، له دغه حق څخه بې برخې دي او امريكا اړو هېوادونو ته چې بازار يې ټيټه بيه لري، د خپلې پانګې په استولو سره، د ښځو له كاري ځواك څه ډېره ګټه پورته كوي.

ګڼ شمېر ګواتمالايي ښځې د صادراتي كارونو په مونتاژ (خېژولو او راكښته كولو چارو كې) بوختې دي. په دغه هېواد كې لږ تر لږه 250داسې كارځايونه شته، چې 80زره كاركوونكي لري او په سلو كې يې اتيا ښځې دي. هلته په دندو د ښځو د ګمارنې يو شرط دا هم دى، چې بايد د اميندوارۍ معاينات وكړي. كه چېرې اميندوارې وي، نو كار نه وركول كېږي او كه تر كار وروسته   امېندوارې شي، نو له هر ډول روغتيايي اسانتياوو څخه بې برخې دي. پر دغه جنسي تبعيض سربېره پر ښځو باندې د بوميانو د مانان قوم نژادي تبعيض هم ورزياتولاى شو، چې څرګنده شي ګواتمالايي ښځې په كومو غيرانساني شرايطو كې كار او ژوند كوي. د مانان په يوولس مليونيز جمعيت كې په سلو كې 45 بې تعليمه دي، چې لويه برخه په كې ښځې جوړوي. په سلو كې 76د لادينا قوم ښځې بې تعليمه دي.

تر هايتي وروسته په لاتينه امريكا كې ګواتمالايي نالوستې (بېسواده) ښځې په دويمه طبقه كې راځي. هغوى ډېر ماشومان لري، په منځنۍ توګه د زېږون په هرو 100زره پېښو كې 190 ښځې خپل ژوند له لاسه وركوي. د دغو سيمو په سلو كې 5/2 ښځې له اقتصادي پلوه فعاله ونډه لري. په سلو كې 17 يې په صنعتي او په سلو كې 20 يې په كروندو كې په كار بوختې دي. په سلو كې 55 ښځې په غيررسمي ډول په كار بوختې دي او په سلو كې دوه، هغه ښځې دي، چې بايد هره ورځ له كليو څخه تر كارځايونو پورې اوږده او پېچومې لار ووهي.

ګڼ شمېر ګواتمالايي ښځې چې د مايا په قوم پورې اړه لري، د كورنيو خدمتونو په څانګو كې په كار لګيا دي. هغوى له كليو څخه ښار ته راځي او له كوم اجازه ليك پرته په خصوصي ډول كار كوي. په همدې دليل هغوى له خپل چاپېريال څخه ليرې دي او دې كار د هغوى د جسمي او رواني ځورونې لپاره زمينه برابره كړې ده. د كار قانون، د كاري ساعتونو لپار هېڅ ډول مهالوېش نه لري. كېدى شي هغوى د ورځې 14_15ساعته كار وكړي. هغوى چې د سهار له 5/5 څخه دشپې تر  نهو بجو پورې كار كوي، يوازې 57ډالره مزد اخلي. هغوى ان نه پوهېږي چې څومره پيسې يې د ډوډۍ او استوګنځي له كبله بېرته ترې ګرځول شوې دي. د دې لپاره هېڅ ډول معيار نه شته ښځې په انبارونو كې ويدېږي او له ګاونډيانو سره د خبرو او له كور څخه د وتلو حق نه لري، ځكه كېدى شي دوى د يو بل له ژوند څخه خبرې شي او خپلې تجربې له يو بل سره شريكې كړي. د اميندوارۍ په وخت كې له كار څخه ايستل كېږي، كه ونه ايستل شوې، نو له ماشوم سره ژوند كول ورته ګران كار دى. كه وغواړي چې خپل ماشوم بل چا ته په ساتنه وركړي،  نو بايد د خپل معاش نيمايي پيسې ورته بېلې كړي او دا كار د دوى له توان څخه بهر دى. دغه ښځې ان د خپل ماشوم د ناروغېدو په صورت كې هم اجازه نه لري، چې كار پرېږدي. د دوى د ناروغۍ لګښت د كار له خاوند سره وي او د كار خاوند دا غوره ګڼي چې دوى سم له لاسه له كاره ګوښه كړي. دكارځايونو د مشرانو جنسي تېري او د دغو مېرمنو ماشومان پر هغوى د شوي تېري څرګنده تجربه ده ، چې د نورو ستونزو تر څنګ يې بايد پام كې ونيسي. وزګاري هر وخت دوى ته ګواښ پېښوي، همدا لامل دى چې ښځې د مجبوريت له كبله د هر ناوړه كار د ترسره كولو لپاره تيارى نيسي او دا كار يوازې د نړۍ په دغه څنډه كې نه كېږي.

د روسيې د نفوسو په سلو كې 53 ښځې دي، چې د وزګارۍ لومړنۍ قربانيانې دي. د 3/2 مليونو رسمي وزګارو كسانو له ډلې څخه په سلو كې 70 يې ښځې دي. خو پټه او مخفي وزګارتيا به دغه شمېره لا هم زياته كړي، كولاى شو تصور وكړو، چې د ښځو وزګارتيا د جنسي تبعيض لمن څومره پراخوي. يوازې د 1990_1995م كلونو ترمنځ ګڼ كارونه، چې د ښځو له خوا كېدل، ګردسره له منځه لاړل او وزګارتيا په سلو كې 20 نوره هم لوړه شوه.

د روسيې صاحب منصبان په څرګند ډول له هغه جنسي تبعيض څخه ملاتړ كوي، چې د ښځو پر كارونو اغېز اچوي. په 1993م كال كې د CNN له ټلويزيوني شبكې سره په يوه مركه كې ښاغلي ميليخيان Melikyan په څرګنده توګه وويل چې: ”په داسې حال كې چې زموږ نارينه وزګار دي، نو ولې بايد ښځې په كار وګمارو. ښه به دا وي چې نارينه كار وكړي او ښځې په كورونو كې خپل ماشومان وساتي“.

تر دې خبرو وروسته هغه ترفېع واخيسته او كله چې د ټولنيزې ساتنې وزارت د كار له وزارت سره يو شو، نو مسووليت يې ده ته وسپارل شو. په 1996م كال كې د كار په قانون كې”برابر يا مساوي“ تورى د ”ساتنې“ په لفظ سره بدل شو. دا هغه بدلون و، چې په ډېرو برخو، په تېره بيا په ”درنو صنايعو“ كې يې د ښځو د كارګمارنې لار بنده كړه او د دې كار په پايله كې ښځې يا خو د ډېر كم مزد په بدل كې په كار وګمارل شوې او يا هم بېخي له كاره وايستل شوې. تر 1992م كاله پورې د روسيې د حكومت له خوا په سلو كې 14 مياشتني حقوق د ماشوم د مياشتني حق تر نامه لاندې ميندو او د هغوى تر 6كلنو وړو ماشومانو ته وركول كېده. په داسې حال كې چې دغه رقم په 1995م كال كې په سلو كې شپږو ته راټيټ شو. د روسيې ښځې كله چې له خپلو كارونو څخه ليرې كېږي، له سياسي بنسټونو څخه هم ايستل كېږي. په تېرو كلونو كې كه ښځو په سلو كې 35 د قانون جوړونې او كمونيسټ ګوند څوكۍ په لاس كې لرلې، په 1991م كال كې دغه رقم په سلو كې 5 ته راټيټ شو. په داسې حال كې چې ښځې له سياست، اقتصاد او نورو پرمختياوو څخه ليرې ساتل كېدې.

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى هم پسې زياتېده. په سلو كې 8 هغه جرمونه دي، چې د ښځگو په وړاندې د تاوتريخوالي له كبله يې ګزارشونه وركړل شوي. بايد هېر نه كړو، چې ښځې پر ځان باندې د شويو تېريو يوازې په سلو كې د پنځو او يا لسو پېښو ګزارش وركوي. چې په پايله كې د هغو كړاوونو سل په سلو كې بشپړ ګزارش نه وركول كېږي چې پر دغو ښځو تېرېږي، ځكه ښځې نه پر پوليسو باور لري او نه پر نورو جزايي سيسټمونو.

هغوى ډارېږي چې د ګزارش وركولو له كبله به تېري كوونكي خبر شي او خپل غچ به واخلي، ګاونډيان به خبر كړي او دوى به له دې كبله ټول عمر په شرمنده ګۍ كې ژوند كوي.

افغانستان، چې اوس عراق ته د امريكايي پوځونو د ورتګ له كبله بيا هېر شوى، پر ښځو د ظلمونو ډېر انځورونه لري. پر دغو تبليغاتو سربېره چې اورېدل كېږي، بيا هم افغاني ښځې له زده كړې او په ټولنيزو غونډو كې له ګډون څخه بې برخې دي. اوس هم د ښځو د ژوند پر بېلابېلو برخو سخت قوانين واكمن دي. اجباري ودونه تر اوسه پر ښځو تپل كېږي او كه ښځې يې ونه مني، نو بنديخانو ته لوېږي. دلته يوازې ”زوى“ ته اولاد ويل كېږي، نه لور ته. د افغانستان د لغاتو په پانګه كې د لور يا ماشومې لپاره كوم تورى نه شته. اسلامي حجاب د ښځو د ټيټوالي دغه  سمبول، له هغوى څخه د خپل ژوند د ملګري د ټاكلو حق اخلي. كه جرائت وكړو، ښايي ووايو چې دلته، د نړۍ په دې څنډه كې د ښځو هيله او غوښتنه دا ده چې وليدل شي!

په بنګله دېش كې هم د ښځينه اولاد تورى بهرنى وجود نه لري. تسليمي نسرين ځكه د نجونو لپاره نوى تورى اختراع كړ: Merabella او خپل كتاب ته يې هم همدا نوم وركړ، چې د دغه جنسي تبعيض په اړه خبرې وكړي.

بيا هم كولاى شو د نړۍ نورو څنډو ته كتنه وكړو، چې ووينو د جنسي تبعيض پر بنسټ راولاړې شوې ستونزې څنګه له پولو اوړي او نړيوالې كېږي. په 1990م كال كې لږ تر لږه 100مليونه نجونې په اسيا او افريقا كې له منځه تللي، دا هغه وړې نجونې دي، چې د ښځمنتوب په تور تر زېږون وړاندې له منځه وړل شوي او يا سقط شوې دي. هر كال 40زره ښځې د خپلې كورنۍ د تاوتريخوالي له كبله امن كورونو ته پناه وړي او دا نوې شمېرنې په هغو هېوادونو پورې اړه لري، چې د داسې خدماتي سيسټم لرونكي دي. په انګلستان كې هر كال په لسو ښځو كې يوه د مېړه په واسطه وهل ټكول خوري. هر كال دوه مليونه ځوانې نجونې د فحشا نړيوال بازار او د جنس سوداګرۍ ته لار پيدا كوي. د جنس په سلو كې 75 كاركوونكي په المان او له المان څخه دباندې زېږېدلې دي.

د اتريش په وين كې په سلو كې 80 ښځې په شپنو كلبونو كې كار كوي او په اصطلاح بهرنۍ ښځې دي. په هره جګړه كې ښځو د قومي لانجو او د جګړو د غنايمو حيثيت درلودلى دى.

په پخوانۍ يوګوسلاويا، رواندا، كامبوچيا او سوماليا كې ښځې بې پته كېږي او تر هغه ځايه چې  څرګنده ده، ټولنه هم دغه قربانيانې نه مني، نو همدا وجه ده، چې دا ډول كسان په ځانوژنې لاس پورې كوي. هر كال د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې 50 زره ښځې د ناموس وژنې قرباني كېږي. دا ډول وژنې اكثره د منځنۍ اسيا په هېوادونو كې ترسره كېږي، چې د كورنيو د نارينه وو (مېړه، پلار، ورور، اكا، ماما، نيكه او نورو...) له خوا ترسره كېږي. دا د يوه ارزښتناك مذهبي كار په توګه منل شوى دى. فرهنګي او دوديز تړونونه د دې لامل ګرځي، چې دغه نارينه د دې ډول وژنو ملاتړ وكړي او هغه ظلمونه چې پر ښځو كېږي، د خلكو كلتور ته د درناوي لپاره ناليدلي وګڼي. له همدې كبله نړيوال قوانين د دغو وژنو د درولو لپاره هېڅ ډول هڅه نه كوي. هغه ښځې چې د ژوندي پاتېدو لپاره له اسلامي هېوادونو څخه نورو هېوادونو ته ځي، بيا هم د وروسته پاتو قوانينو له كبله په امن كې نه دي. په سوماليا كې په سلو كې 98ښځې سنت كېږي. دغه كار د 140مليونو زېږېدلو ښځو او نجونو پر ژوند اغېز اچوي. دا كار له 4 تر لس كلنو نجونو باندې كېږي، چې د دوو مليونو نجونو ژوند له ګواښ سره مخ كوي. د نړۍ په سلو كې 80كډوال، ښځې دي. هغوى تر ټولو زياتو اقتصادي، نژادي، قومي او جنسي تعصبونو سره مخ دي. د نړۍ تر يو نيم مليونو زياتې ښځې د ورځې تر يوه ډالر لږ مزد اخلي او ژوند پرې كوي او تر وېروونكي ځبېښاك لاندې دي. ښځې د نړۍ د 960 مليونه وګړو په سلو كې 70 بېوزلې او په سلو كې 75 نالوستې دي. د هغو 100مليونو ماشومانو له ډلې چې تر څلورم ټولګي مخكې ښوونځي پرېږدي، په سلو كې 70نجونې دي.

د نړۍ له يو بليون پوخ عمره وګړو څخه په سلو كې 70ښځې دي، چې له زده كړې بې برخې دي، كه څه هم ښځې د نړۍ نيمايي نفوس جوړوي، خو د نړۍ د كاري ساعتونو په لحاظ په درېيو برخو كې يوه د نقدي ګټې په لحاظ د نړۍ لسمه او د نړۍ د شتو په سلو كې يوه برخه په واك كې لري.

موږ كولاى شو چې د نړۍ په نورو سيمو كې هم د ښځو له ستونزمن ژوند څخه معلومات راټول كړو او دغه غمليك ته څو نورې صحنې هم ورزياتې كړو.كه په اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او نورو... برخو كې  بنسټيز بدلون رانه شي، كېدى شي چې پر دغه غمليك د يوې وروسته پاتې ټولنې انځورونه هم ورزيات شي. ايا كېدى شي چې د دومره ستم پر زغملو، وروسته والي، بېوزلۍ او بدمرغيو سربېره بيا هم د يوې خپلواكې ټولنې په باب خبرې وكړو، چې لا د نړۍ نيمايي برخه له دې كبله ځورېږي؟ موږ وينو چې ښځې په ټولو برخو كې له زورزياتي سره مخ دي، له زده كړې څخه بې برخې كېږي، له روغتيايي اسانتياوو څخه نه دي برخمنې، د خپل ځان لپاره استوګنځى نه لري، د خپل ژوند د ملګري د ټاكنې حق نه لري او اجباري ودونو ته مجبورېږي، ښځې د خپل خاوند تعقيبوونكې دي او كه چېرې كونډې شي نو د خپل ژوند ټوله پېژندګلوي له لاسه وركوي او له اهانت او سپكاوي سره مخ كېږي. د زېږون او اميندوارۍ له حقوقو څخه بې برخې دي، د جګړې لومړني قربانيان او د جګړو د غنايمو په ډله كې راځي، د خپل ځان او اولاد د نسونو د مړولو لپاره فحشا ته راكښل كېږي او د بنديخانو ګواښ يې ځوروي، له دوى سره د بنديخانو د ساتندويانو زورزياتى په هېڅ يوه سند كې نه راځي. د دويمې درجې اوسېدونكې دي، د ايډز او نورو خطرناكو ناروغيو تر ټولو زيات قربانيان دوى دي. په نړۍ كې هغه كسبونه، كارونه او دندې چې زياتې پوهې او مهارت ته اړتيا نه لري، ښځو ته سپارل كېږي، پر هغو غيررسمي دندو ګمارل كېږي چې هېڅ ډول ښه والى نه په كې ليدل كېږي. د خبرو له ازادۍ څخه بې برخې دي او د بې روزګارۍ تر ټولو زياته قرباني وركوي، دغه راز د ټولنې له بېوزلو وګړو څخه ګڼل كېږي.

دا هم بايد وويل شي چې ښځې له ډېرو لږو انساني حقوقو څخه بې برخې دي او همدغه محروميتونه او بې حقوقي ده، چې كومه پوله نه پېژني.

د ښځو د ژغورنې سازمان بايد دغه مسايل طرحه كړي او د دې ستم د زغم په اړه دې مطالب سره راټول كړي، هغه مطالب چې پولې نه پېژني او ټوله نړۍ په خپله لمن كې رانغاړي.

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:12 PM لېږونكى:هوسۍ |
د درملو ځايناستى

صفيه حليم، لندن

د درملو ځايناستى


 

تر ټولو وړاندې زه ټولو ډاکټرانو ته دا ډاډ ورکومه چې زما د دې څرگندونو هدف د دوى د مسلک او کار بې ارزښته کول نه دي. زه خبره يمه چې د طب تعليم څومره کړاو لري او دا هم چې په اوسني افغانستان کې د نورو لوستو (باسوادو) کسانو تر څڼ ډاکټرانو ته ډېره اړتيا شته.

زه چې کله د خپل مسلک په لړ کې د کار لپاره سيمې ته ورځمه، نو هڅه کومه چې زيات وخت له سپين سرو ښځو سره واړومه. په همدغسې يوه سفر کې زه له انا سره مخامخه شومه. د باران په ورځ به په کور کې نور څوک نه وو، يوازې زه او انا به د چای او کشمشو پر سر په ساعتونو په خبرو بوختې وو. هغه څه له پاسه د اتياوو کلونو وه. په افغانستان کې د سختو جڼونو پر مهال به دا کله په کابل او کله به په خپل کلي کې وه او په ډېرو بدو حالاتو کې يې د خپلو لمسو او لمسيو پالنه کړې وه.

کله- کله به ما د جڼ له ترخو يادونو څخه په دې چل راوايستله چې د پخلي او کورنيو علاجونو پوښتنې به مې ترېنه کولې.

 اړوب، چاوه، ماچ او دغسې نور هوسانه خواړه به مې هم د دې له لاسه خوړل. خو زما لپاره حيرانوونکې خبره هغه نسخې وې چې دې به د مرض د نوم په اورېدو راته بيان کړې. همدغه وو چې کتابچه مې را واخيسته او ځينې مې ترېنه وليکلې.

د انا معلومات د هغو خلكو د دې پوښتنې يو ځواب دى چې د افغانستان په ډېرو بدو حالاتو او د تېرو پنځه ويشتو کالو د پېښو پر مهال خلكو د روغ اوسېدو لپاره څه کول. په کوم کور کې چې ماشومان وي هلته هره ورځ يوه روغتيايي ستونزه ولاړه وي. د چا خېټه خرابه وي، څوک ټوخېږي او د چا غاښ خوږېږي. که نور څه نه وي نو په لوبو کې يې ځان ټپي کړى وي. زياتره خلك په داسې ځايونو کې ژوند کوي چې کلنيک، ډاکټر او  داروگان ورته تش الفاظ وي او  په سخت جڼ کې خو په ښار کې هم  داروگانو او ډاکټر ته ځان  رسول عبث وي. په تاسو کې به زياترو په کورونو کې د سونډ، سپېرکۍ، باديانو او بارتڼ د خوړلو تجربه کړې وي.

ځينې ډاکټران پر دې ټوټکو باور لري، خو په خوله نه وايي. دوى خبر دي چې په لوېديځ کې د قيفت لپاره تر ټولو بې تاوانه دارو FYBOGEL  (فيبوګل) نومېږي. دوى په دې هم خبر دي چې دارو يوازې د اسپغول ست دى، چې خواږه او د خوند لپاره يې نور توکي په کې گډ کړي دي.

دلته ميندې د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره د گرېپ واټر بوتل ضرور په کور کې ساتي، چې د باديانو عرق دى.

ما له انا څخه د افغانستان د ځينو هغو بوټو نومونه زده کړل، چې طبي خاصيتونه لري او زما په فکر له پېړيو راهيسې پر دوى ازموينې شوې دي او خلك  په پټو سترگو باور ورباندې لري.

د انا يوازې ټوټکې نه وې زده، هغه له دې هم خبره وه چې کوم بوټى په کومه سيمه کې کېږي او په وچ يا شنه حالت کې څرڼه کار ترې اخيستل کېږي. يو څو بېلې به يې درته وړاندې کړمه.

د سرمه خسک: د دې بوټي نوم ما په لومړي ځل له هغې واورېد او دا هم چې د دې وړې- وړې پاڼې وي، خوشبويي هم لري او د خولې د پاکولو لپاره کارېږي.

چل برگه: دا يو گل وي چې د گلاب په شان پاڼې لري، دا چې وچ شي نو تر ټکولو وروسته يې د نسناستي ناروغ ته ورکوي.

خلفۀ کوهي، يانې غرنۍ خلفه (قلفه): د قلفې ساگ به په تاسو کې ځينو خوړلى هم وي. دا هم وچېږي او بيا تر ميده کېدو وروسته د خېټې د درد لپاره کارېږي.

گل ختمي: د سپېرکيو، باديانو او  گلابو له اوبو سره اېشول کېږي او د قبضيت لپاره کارول کېږي.

انا به په ډېر احتياط ما ته دا هم ويل چې د دوبي (اوړي ) او ژمي ناروغۍ فرق لري. د خېټې خرابېدل هم په يوه دارو نه ښه کېږي. که به د نسناستې ناروغي د گرمۍ له لاسه وه، نو په اوبو کې به يې اسپغول ورکول او که به د يخ له لاسه وه، نو همدغه اسپغول به يې تر نينې كولو وروسته د گوړې په شيره کې ورکول.

انا د نومونو پر فرق هم تاکيد کاوه. دې يو ځل د سڼ اڼورک نوم واخيست. ما وليکه او ورته ومې ويل: سگ اڼورک؟. هغه لږه ناارامه شوه او ويې ويل: نه بچيه 'سڼ اڼورک'.

سڼ اڼورک: وړوکى بوټى وي،  چې گردۍ پاڼې لري او ژېړ بخونې نارنجي دانې هم پکښې وي. دا به مو د ټوخي لپاره ورکاوه.

سگ اڼورک: بل شى دى. دا بيا اوږدې پاڼې لري او نه خوړل کېږي.

د زوال بوټى: دا هم وړوکى وي. گل يې ژېړ وي او سپېرې پاڼې لري. خوشبويي هم لري خو ډېر تريخ وي. د لړزې تبې لپاره يې په اوبو کې اېشوي او اوبه يې ناروغ ته ورکوي.

د کورغ بوټي: بېخ، يانې جرړه يې د گرمې تبې لپاره ورکول کېده.

ژېړ لرگى، يانې چوب زرد: ډېر تريخ وي. تر اېشولو وروسته به يې د دې اوبه هغو ښځو ته ورکولې، چې اولاد به يې زېږېدلى و. وايي چې  د رحم زخمونه به يې ورباندې ښه کېدل.

مرغى ټکلى: يو بل بوټى دى، چې بوټى او بېخ يې دواړه يو ځاى خيشته کېږي او بيا به يې د دې اوبه د بدن د درد لپاره ورکولې. دا بوټى د بيرو په شان مېوه هم لري، چې واړه يې شکوي او تر سپينولو وروسته يې خوري.

انا يوازې د نادرو بوټو معلومات نه راکول. د هغې په کور کې به د انارو وچ پوستکي (نرسوى) په يوه بوتل کې ضرور موجود وو. د نسناستي ناروغ ته به يې دا پوستکي له يوې کاشوغې مستو سره ورکول او مريض ته به هم دغه يو خوراک بس و.

وچه ځڼلي نانا يا پودينه به هم د دې په کور کې ضرور ساتل کېده او چې د چا به خوا گرځېده، هغه ته به يې له چايو يا شربتو سره ورکوله.

د عام ټپ يا پرهر له پاسه به يې شات يا گبين لول.

د لړم چيچلي پر زخم باندې به يې ميده پياز تړل.

د مار چيچلي ته به يې په اوبو کې لږ نسوار ورکول او له زخم څخه د وينې تر بهېدو وروسته به يې پياز يا د تمباکو پاڼې پرې تړلې.

ښه نو د دې خبرو اوس په افغانستان کې څه ارزښت شته؟

زه چې د لوېديځ د HEALTH FOOD SHOPS  (د صحي خوړو دکانونو) ته ورځمه، چې په هر لوى بازار کې د مرخېړو په شان توكي ليدل کېږي، نو پر دې مې نور هم باور راځي چې انسان په طب کې يو څرخ بشپړ کړى او بېرته يې هغو داروگانو ته لاس اچولى، چې يو وخت يې دى ژغورلى و.

ځينې چينايي بوټي خو اوس د گوليو په بڼه د نورو ويټامينونو  په څڼ کې خرڅېږي.INSENG  هم، همدغسې يوه جرړه ده.

 څو کاله دمخه زه په چين کې د لرغونو (قديمو) داروگانو همدغسې يوه ځاى ته لاړمه، چې چينايي ډاکټرانو په کې خپلې پلټنې کولې او راته ويې ويل چې هر کال په زرگونو ټنه بوټي دلته کارېږي.

اوس په لوېديځ کې د ALTERNATIVE MEDICINE (متبادل طب) په نامه هر کال د مليونونو ډالرو بوټي او له دې څخه د جوړو شويو داروگانو کار و بار کېږي.

په افريقا او اسټراليا کې د ځوز د کورنۍ يو بوټىALOE   نومېږي. د دې پر کلکو او اغزنو پاڼو که څوک نوک ښخ کړي، نو يو سريښ ترې راوځي. له همدې سريښ (سليښ) څخه،  نه يوازې د زخم ملهم جوړېږي، بلکې اوس خو ترېنه  کريمونه، شامپوگان، صابون او د مخ  پاکولو مواد هم جوړوي. د دې عايد سلونو زرو ډالرو ته رسېدلى دى او اوس خو په جنوبي افريقا او اسټراليا کې ځينو خلكو ددې بوټو د لويو باغونو لول پيل کړي دي، چې داسې يې پر کارخانو خرڅ کړي.

د اسټراليا يوه بله ونه،TEA TREE   نومېږي، چې اوس يې نوى بازار موندلى دى او ښايي په راتلونکو کلونو کې به له دې ونې جوړ شوي نور شيان هم په دکانونو کې کښېښودل شي.

هندوستان يو بل هېواد دى چې له قيمتي بوټو څخه جوړ شوي شيان يې نړيوال بازار ته راايستلي دي. د دوى د نيم له ونې جوړ د غاښونو د پاکولو کريم دومره ژر خرڅېږي، چې  تېر کال خپله د هند په بازارونو کې هم د دې کمى له دې کبله پيدا شو چې عربي هېوادونو دوه چنده مال ترې وپلوره.

خبره مې د افغانستان د بوټو کوله. دا به کېدی شي گرانه وي چې د دې هېواد بوټي هم په نړيواله کچه هغه مقام ترلاسه کړي، چې نور يې لري. خو په افغانستان کې مهمه ستونزه د بوټو په اړه بېغوري ده.

هغه شلخى چې د ويالو پر غاړه په عامه را ټوکېده، اوس ډېر کم ليدل کېږي.  تېر کال مې د کابل د  شمالي سيمو د چايکل په کلي کې وليدل چې بزگرانو د وېلنيو او باديانو ښه پرېمانه بوټي کرلي وو، خو ختمي گل ډېر نه ښکارېده.

 د پکتيا په شاوخوا کې ميزرى په ورکېدو دى.  دا هغه معلومات دي چې ما د عامو خلكو له خولې واورېدل.

په کار ده چې ستاسو په شان مسلکي خلك دې يو پلان جوړ کړي، چې په دې اړه له ټول هېواد څخه معلومات راغونډ کړي. چې لږ تر لږه د دغو بوټو نومونه او خاصيتونه  ثبت شي. ځکه بوټي ډېر نازک وي او يو وار چې ورک شو، نو بيا يې څوک نه ويني. د دوى د ساتنې لپاره د يوه پروگرام جوړول په کار دي.د انا په شان کسانو سره دې څوک کښېني او د دوى معلومات دې، ورنه وليکي. که نه نو راتلونکى کول به افغانستان يوازې په دې پېژني  چې د دې ځاى اوسېدونکي په هېڅ نه پوهېدل او څه چې په کې دي هغه لوېديځوالو ورکړي دي.

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 5:11 PM لېږونكى:هوسۍ |
په كندهارۍ لهجه خبرې وكړي؟

سحر زرمتي، پكـتيا

ايا قاچاق وړونكي بايد

په كندهارۍ لهجه خبرې وكړي؟

 

 


زموږ يوه ګاونډي هغه وخت خپل رنګه ټلويزيون د مېز له سره راكوز او ټوټې- ټوټې كړ، چې ويې ليدل د خپل هېواد په ټلويزيون كې يې د ژبې سپكاوى كېږي.

پر ما هم نژدې دا ټوكه شوې وه، خو ولاحول والله مې وويله او د كمكي اختر د خوښۍ په شپو كې مې هغه دوه خواشينوونكي فلمونه تر پايه وليدل، چې په كې زما د مورنۍ ژبې او هېواد د ځينو سيمو د ځانګړو لهجو سپكاوى له ورايه ښكارېده.

زما غوندې ښايي نورو هم دا فلمونه ليدلي وي، دېرو به د بېوسۍ اوښكې تويې كړې وي. د ځينو به پر دې حالت چې يو ځل بيا زموږ د بېلوالي لپاره شعوري هلې- ځلې كېږي، له خولې ساړه اسوېلي وتلي وي. يوشمېر نورو ښايي د ناعاقبت اندېشه مسوولينو پر دغه كار خندلي وي او د ټلويزيون په ليدونكو كې به ښايي داسې كسان هم وي چې دغو فلمونو به يې په ذهنونو كې عقدې رامنځته كړې وي او وخت ته به ګوري. خو زه مې خپله دغه خواشيني له تاسو سره شريكوم.

هو! د تېر كمكي اختر په وياړ د كابل ټلويزيون له خوا فلمونو فسټيوال په لړ كې د ”زمين داغ“ په نامه يو افغانى فلم هم نندارې ته وړاندې شو.

د فلم كيسه د مخدره موادو پر كرنه او قاچاق راڅرخي. په سيمه كې د مخدره موادو د قاچاق يوه ډله كار كوي، دوى له بهرنيو قاچاق وړونكو سره هم اړيكي لري. د مخدره موادو كرنه په سيمه كې هڅوي او بهر ته يې لېږدوي. د دغې ډلې قوماندان هيبت خانو په سيمه كې په نورو ناوړو كارونو كې هم لاس لري. پر يوې كليوالې مېرمنې د ناوړه تېري نيت لري، چې د كلي يو بل اوسېدونكى (مومن) يې مخه نيسي. تر دې پېښې وروسته له مومن سره د هيبت خان دښمني پيلېږي، په دې منځ كې د قلندر زوى چې په مخدره موادو اخته دى، د نشو له وجې مري. مومن خان د هغه په څېر خبرې كوي. دى او د كلي يو بل ښوونكى د قبر پر سر د قوماندان هيبت خان پر ضد خبرې كوي او خلك له هيبت څخه د قلندر د زوى د  مړينې غچ اخيستنې ته رابولي. هيبت خان هم د هغوى له نيت څخه خبرېږي او د دواړو د مرګ تابيا نيسي. ښوونكى او مومن يوې كنډوالې ته تښتي، هلته له يوې ناڅرګندې خوا وسلې ترلاسه وركوي او د هيبت خان پرضد جګړه كوي، په پاى كې د مخدره موادو قاچاق وړونكي وژل كېږي.

سره له دې چې په تېرو دوو لسيزو كې زموږ په هېواد كې زياتره فلمونه د مخدره موادو پر موضوع جوړ شوي دي، خو د مخدره موادو د كرنې او قاچاق ستونزه زموږ په هېواد كې له هغو ستونزو څخه ده، چې بايد په اړه يې زيات تبليغات وشي او د ”زمين داغ“ فلم هم په كې برخه اخيستې ده. په فلم كې د نشه يانو رول په ډېر ښه ډول سره لوبول شوى دى. هماغه پېښه ده، چې د دغو كسانو په وړاندې كركه لا زياتوي. فلم په مناسبو ځايونو كې فلمبرداري شوى دى. زياتره منظرې يې په زړه پوري او ترډېره حده رښتيني برېښي، خو زما په اند د ”زمين داغ“ فلم نيمګړتياوې دومره زياتې دي، چې د فلم اصلي موخه او پيغام ته يې ډېر زيان رسولى دى.

دلته لومړنۍ موضوع ته چې بايد ګوته ونيسو، د فلم د كركټرونو نومونه دي. د فلم مركزي كركټر ته د بي بي سي د نوي كور، نوي ژوند ډرامې د مشهور او مركزي كركټر قوماندان هيبت خان نوم غلا شوى دى، چې په هغه ډرامه او دې فلم كې يې نژدې يو شخصيت ګڼلاى شو. په دواړو كې منفي رول لري. د ”زمين داغ“ د فلم د يوه بل مثبت كركټر ”رحيم“ نوم هم د نوي كور، نوي ژوند ډرامې يو بل مثبت كركټر معلم رحيم له نوم څخه راغلاى شوى دى. چې د بي بي سي د ډرامې بېشمېره اورېدونكو ته په پام سره دا مسئله د ډېر ځنډ وړ ده.

د بي بي سي د نوي كور، نوي ژوند له ډرامې څخه تقليد، د فلم په نورو برخو كې هم ليدل كېږي. د فلم د يوه بل كركټر ”ښوونكي“ تكيه كلا