تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
د پېري په نامه پټ موجود پېژنئ؟

w ژباړه: لطيفه لالهاند، كابل

د پېري په نامه پټ موجود پېژنئ؟

پېرى څه دى؟ له شيطان او خبيثه اروا سره څه توپير لري، ايا پېرى له انسانه ډارېږي، په سترګو ولې نه ښكاري؟


اوسنۍ ليكنه د هوسۍ مجلې په پرله پسې درېيمه ګڼه كې خپره شوې وه، څرنګه چې هغه مهال د هوسۍ مجلې چاپشمېر لږ و، لږو كسانو لوستې وه، ګڼو دوستانو دا غوښتنه درلوده، چې يو ځل بيا دې خپره شي، چې د دغو مينه والو د ټينګار پر بنسټ دا ليكنه تر لږې سمونې وروسته يوځل بيا خپروو.

د هوسۍ اداره

سريزه:

د هر انسان د ژوند په بهير كې ځينې موقعيتونه شته، چې د هغه د ژوند د لېوالتيا ټكى ګڼل كېږي. څومره ښه خبره ده كه دا ټكى انسان د پوهې او كمال پر لوري وهڅوي او لارښوونه يې وكړي.

د ناپېژندويه شيانو پر لوري ګام ايښوول او د پوهې لاسته راوړل زما د ژوند تر ټولو ستره لېوالتيا وه. ما به هم له ډېرو كسانو څخه دا اورېدل چې پېرى يوازې په خبرو كې خلاصه كېږي او تر ډېره حده كيسو ته نژدې روايت دى. خو اوس تر څو مياشتنيو څېړنو او پلټنو وروسته دې باور ته رسېدلى يم، چې پېرى كومه افسانه نه ده: ”پېرى يو غوڅ رښتينى روايت دى“.

 

د طبيعت تر شا پټ موجودات:

ښايي په ډېره زړورتيا سره، د طبيعت تر شا د پټو موجوداتو په باب خبرې- اترې د بشري تاريخ لرغونى دود وګڼو. د عوامو، روڼاندو، پوهانو، څېړونكو او په هر عصر كې د خلكو ترمنځ دغه بحث په هماغه تازګۍ سره تعقيبېږي، چې پېړۍ- پېړۍ وخت يې نيولى دى. كله چې د پېريو په باب كوم فلم يا داستان ليكل كېږي، خلك يې ډېر ستايي او ډېر يې خوښېږي، ځكه چې بشر تل تنده لرلې چې د ځان په اړه له رازونو پرده پورته او د دغو پټو موجوداتو په اړه هم د خپلې پلټنې تنده ماته كړي. ښايي د روڼاندو او عوامو يوه ګډه وجه دا وي، چې دواړه د پېريانو په باب په شك كې دي. په اروپا او امريكا كې هم پوهنيزه بشپړتيا نه ده توانېدلې چې خلك د دغو پټو موجوداتو په راز وپوهوي، تر اوسه پورې د هغوى په اړه شك موجود دى، خو د اسلامي نړۍ ليد له مخې ټول څيزونه ښكلي او پرځاى پيدا شوي، ان د طبيعت ترشا پټ موجود (پېرى) هم. ځينو ديني پوهانو يا د شك په سترګه ورته كتلي، يا هم په دې برخه كې چوپه خوله پاتې شوي او څه يې نه دي ويلي.

 

پېرى واقعيت دى، كه افسانه؟

د نړۍ او ژونديو موجوداتو د پيدايښت په اړه د انسانانو ترمنځ دوه نظرونه شته، ځينې كسان ټول څيزونه د خداىY د خلقتونو سرچينه ګڼي، بله ډله بيا د نړۍ د خلقت سرچينه په طبيعت كې لټوي. كه څه هم د دوى ترمنځ د نظر اختلافونه ډېر دي، خو يوه ډله هم نه ده توانېدلې، چې د دې پټ موجود له شتون څخه انكار وكړي.

هغه كسان چې پر خداىY ايمان لري او اروا مني (له مسلمانانو پرته) دغه موجودات خبيثه يا هم د شيطان شريره اروا ګڼي. ”ماديون“ چې پر خداىY عقيده نه لري، دغه موجودات لومړني انسانان ګڼي، چې د دوى په اند د بيزو او انسان ترمنځ په بشپړتيايي پړاو كې حيران پاتې دي او بڼه يې بدله شوې ده. خو ځينې نور بيا عقيده لري، چې پېرى وحشي انسان دى، چې د ځنګلونو په ژورو كې ژوند كوي. كله- كله ځان څرګندوي او د متمدنو انسانانو د ځور او كړاو لامل ګرځي. خو مسلمانان د قراني ايتونو په رڼا كې د نړۍ موجودات په درېيو ډلو- سره وېشي:

جمادات.

نباتات.

حيوانات.

د مسلمانانو په اند، حيوانات هم د انسانانو، پرښتو او پېريو غوندې عقل لري، يا هم له عقل او شعور څخه بې برخې دي، خو د قران كريم د نوراني ايتونو په رڼا كې بايد وپوهېږو چې له شك پرته په نړۍ كې د ”پېري“ په نامه يو ژوندى موجود شته، چې د ځور او كړونې له مخې- د پاك خداىY له لوري ورباندې په همدې نامه غږ شوى دى. دغه موجود د انسان په څېر دى، ځكه:

۱. په قران كريم كې څلوردېرش ځله د پېري (جن) يادونه شوې ده.

۲. د قران كريم دوه اويايمه سوره، د پېري په نوم ځانګړې شوې ده.

۳. په دې باب د حضرت پيغمبرr، حضرت علي(ك) او نورو ديني پوهانو له خوا- زيات روايتونه راغلي دي.

د ډېرو انسانانو له خوا هم همدا خبرې كېږي. موږ به په دې اړه د قران كريم ايتونو ته اشاره وكړو.

n د سليمانu پوځيان له پېريو، انسانانو او الوتونكو څخه جوړ و، چې كتارېدل به سره. (د نمل سوره: ۱۷مه ايه).

n خداىY ته يې له پېري څخه شريكان جوړ كړل، حال دا چې پېرى په خپله د خداىY له خوا پيدا شوى دى. (انعام سوره: ۱۷ مه ايه).

n كه ټول پېريان او انسانان سره راټول شي، د قران په څېر به بل كتاب رانه وړي، نه يې شي كولاى، كه هرڅومره د يو بل مرسته هم وكړي. (اسرا سوره: ۸۸مه ايه).

n ستا خداىY درته وويل چې دوزخ مو له پېريو او انسانانو څخه ډك كړى دى.(هود سوره: ۱۱۹مه ايه).

n اى د پېريو او انسانانو ډلې! كه كولاى شئ د ځمكې او اسمان له جوړښت څخه ووځئ. دباندې لاړ شئ، تاسې به بهر نه شئ وتلاى، پرته له دې چې كوم ځواك درسره مل نه وي. (الرحمن سوره: ۳۳مه ايه).

* ارواښاد شيخ مفيد په خپل (ارشاد) نومي كتاب كې وايي: له ابن عباس څخه روايت دى، هغه مهال چې د اسلام پيغمبرr د بني معطلق له قبيلې سره د جګړې په موخه له مدينې څخه ووت، نو د شپې له پلوه يوې لويې درې ته ورسېدل. د شپې په پاى كې ورته حضرت جبرئيل راغى او خبر يې  وركړ، چې د درې په منځ كې پېريان سره راټول شوي او غواړي چې د دوى مزاحمت وكړي. (ارشاد: ۳۹۱مخ).

له حضرت امام صادق څخه روايت دى: يوه ورځ حضرت محمدr ناست و، يو سړى ورته راغى چې د خرما د ونې په كچه قد يې درلود. سلام يې وكړ، حضرت ځواب وركړ او بيا يې وويل: ”هغه خپله او خبرې يې پېري ته ورته وې“. بيا يې ورته وويل: څوك يې؟ ويې ويل: زه هام، د هيم زوى، د لانيس لمسى او د ابليس كړوسى يم. (بحارالانوار: ۸۳مخ).

د امام كاظمt لور (بانو حكيمه) وايي: خپل ورور امام صادق مې وليد چې په خونه كې يې له چا سره خبرې كولې، خو هغه يوازې و. ومې ويل: له چا سره غږېږې؟ ويې ويل: يو پېرى راغلى، غواړي ځينې مسايل راڅخه وپوښتي او شكايت هم لري. (اصول كافي: ۳۹۵مخ).

 

پېرى څنګه موجود دى؟:

ايا پېرى هم كوم ژوندى موجود دى او موږ يې د پرمختللو پوهنو په مرسته په زبات رسولاى شو؟.

 پېرى (جن) په لغت كې د پټ او مستور په مانا دى، لكه  څنګه چې يو ماشوم د مور په ګېډه كې پټ دى او دغه ماشوم ته ”جنين“ وايي او جنت هغه بڼ ته اشاره ده، چې ونو يې ځمكه پوښلې وي. د پېريانو په اړه هم همدغسې شكونه كېږي، چې د بشر له سترګو څخه پټ پاتې شوي، همدغه علت- د هغوى په خپل خلقت كې پټ دى. قران كريم د پېري خلقت داسې بيانوي:

n او جان (په ځينو اسلامي متونو كې راغلي، چې د پېري پلار دى، لكه ادمu چې د انسان پلار دى) مو تر نورو زيات له زهرجن اور څخه پيدا كړ. (حجر سوره: ۲۷مه ايه).

n خداىY انسان له وچې خټې څخه پيدا كړ او پېرى يې له بې لوګيو لمبې څخه. (الرحمن سوره: ۱۴مه او ۱۵مې ايې).

n زه دې له اور څخه پيدا كړم او هغه (انسان) دې له خاورې څخه. (اعراف سوره: ۱۲مه ايه).

له دغو ايتونو څخه مومو، چې پېرى اور دى او انسان له خاورې څخه پيدا شوى موجود. نو څرګندېږي چې پېريان تر انسان وړاندې پيدا شوي دي. دواړه له مادې څخه پيدا شوي، نو ځكه دواړه مادي دي. خو دوه بنسټيز لاملونه چې دوى له نورو موجوداتو بېلوي، په لاندې ډول دي:

۱. پېرى كولاى شي، ځان ته هره بڼه خپله كړي.

۲. د نورو موجوداتو له سترګو څخه پټ دي (بدن يې نرم دى، چې سره راټولېدى او يا خپرېدى شي. لكه د هوا ذرې چې سره راغونډې شي، هوا غليظه او خړېږي او د ورېځو بڼه خپلوي، نو كله چې دا ذرې سره بېلېږي، هوا صافه او ښكلې كېږي).

همدغه وجودي جوړښت- له پېريو سره مرسته كوي، چې هره بڼه خپله كړي. كله د ستن د څوكې په اندازه، كله هم د يوې لويې كوټې په څېر شي.

په يوه شېبه كې ډېر كارونه كوي، چې د انسان له وسې وتلي دي. پر دغو موجوداتو تر ټولو عمده شك د هغوى پټوالى دى، چې انسانان يې نه شي ليداى، دا په پوهنيز لحاظ هم د منلو وړ خبره ده، ځكه په نړۍ كې زيات شيان شته چې موږ يې په سترګو نه شو ليداى، خو هغوى د انسان په پرتله زيات جسمي ځواك هم لري، لكه: برېښنا، برېښنايي څپې، بنفش رنګه رڼا، د ايكس وړانګه، وايروسونه، امېبونه او دغه راز نور شيان... چې په سترګو ليدل كېږي نه، خو كوم سليم عقل به ترې انكار وكړي؟ دا چې موږ يې په خپلو حواسو درك نه شو كولاى، دا د دوى د نشتوالي دليل نه دى.

 

ايا پېرى تر انسان لوړتيا لري؟

موږ ټولو (تر موږ غوره) تورى زيات اورېدلى دى. دغه تورى په عام فرهنګ كې پېري ته كارول كېږي، خو ايا رښتيا هم دغسې ده؟ ايا پېرى تر انسان لوړتيا لري؟

پاك خداىY په قران كريم كې فرمايي: ”موږ د ادم اولادې ته تر ډېرو مخلوقاتو فضيلت او لوړوالى ورپه برخه كړى دى“. (اسرا سوره: ۷۰مه ايه).

دغه راز انسان ته د پرښتې او پېري سجده هم خداىY ته د انسان د لوړتيا مانا لري. يو بشپړ انسان پر ټولو موجوداتو لوړتيا لري، ان ځينې انسانان چې له پېريو سره په اړيكو ټينګولو پوهېږي، كولاى شي پر هغوى تسلط ولري.

بيا به په قران استناد وكړو: ”له ښاپېريو څخه وې. د خداى په فرمان به يې ورته كار كاوه، كه چا به سرغړونه كوله، هغوى ته به مو د دوزخ عذاب ټاكه، خو كه هغوى به هرڅه غوښتل: لوړې ماڼۍ، د حوض په شان ماڼۍ او كه دېګونه، جوړول به يې“. (سبا سوره: ۱۲مه او ۱۳مې ايې).

كه څه هم قران كريم پر پېريو باندې د تسلط په برخه كې يوازې د حضرت سليمان يادونه كوي، خو په زياتو هېوادونو، ان زموږ هېواد كې هم ډېرې بېلګې شته، چې ځينې كسان د پېريو د نيوونكو او يا هم د اروا د حاضرولو په مټ توانېدلي، له پېريو ګټه پورته كړي. په هر حال- بايد پوه شو چې د خداىY په وړاندې انسان اشرف المخلوقات دى، نو يو بشپړ او مومن انسان پر ټولو خلايقو برتري لري.

 

پر ځمكې د پېريانو ژوند څنګه دى؟:

د قران كريم د ايتونو پر بنسټ:

* دا هېښوونكى موجود، د انسان تر پيدايښت وړاندې پيدا شوى دى. (حجر سوره: ۲۷مه ايه).

* پېرى له اور څخه پيدا شوى دى. (الرحمن سوره: ۱۴مه ايه).

* پېريان د انسانانو غوندې ډلې- ډلې پيدا شوي، چې تر مرګه ژوند وكړي او اخرت ته به روانېږي. (فصلت سوره: ۲۵مه ايه).

* هغوى نر او ښځې لري. (جن سوره: ۶مه ايه).

* هغوى نفساني غوښتنې هم لري. (الرحمن سوره: ۵۶مه ايه).

* پېريان تر انسانانو ډېر دي. (انعام سوره: ۱۲۸مه ايه).

لكه څنګه چې وړاندې وويل شول، پېرى هغه موجود دى، چې له اور څخه پيدا شوى، دا يو مادي موجود دى، نو ځكه ژوند لري. څرنګه چې د ژوند خاوند دى، نو ځكه زېږون هم كوي. نر او ښځه لري، خوب او خوراك لري او ژوند يې په مړينې سره پاى مومي. د سپېڅلو ايتونو پر بنسټ، تر مړينې وروسته به بيا ژوندي كېږي.

 

د پېريو تغذيه:

لكه څنګه چې هر موجود د خپل ژوند د دوام پاره خوړو او تغذيې ته اړتيا لري، دوى په غوڅ ډول له هغو شيانو تغذيه كېږي، چې ”ابن بابوبه“ يې يادونه كوي:

”د پېريو ځينو ډلو د حضرت رسولr د خدمت وياړ هم ترلاسه كړى دى او دوى ويلي:

اى د خداى رسوله! زموږ د تغذيې لپاره ځينې شيان راكړه. حضرتr هم هډوكي او د خوړو -پاتې شوني- وركړل“.

 

د پېريانو خبرې- اترې:

د انسان فطرت داسې دى، چې له خپلو همډولو سره خبرو- اترو ته اړ دى. دغه راز په حيواناتو كې غږونه هم تجربه او زبات شوي دي. په قراني ايتونو كې راغلي چې ځينې پيغمبران (حضرت نوحu او حضرت سليمانu) به د حيواناتو په ژبو پوهېدل او له هغوى سره به يې خبرې كولاى شوې.

پېريان هم همداسې دي، څرنګه چې دوى مادي ژوند لري، نو ټولنيز ژوند يې دا ايجابوي، چې له يو بل سره وغږېږي. دوى د مفاهيمو لېږدونې لپاره ځينو غږونو ته اړتيا لري، چې موږ نه ورباندې پوهېږو. خو ځينې كسان كولاى شي چې په يو نه- يو ډول د هغوى په خبرو وپوهېږي. لكه څنګه چې به حضرت رسولr او ځينو امامانو ورسره خبرې كولې او ځينې كسان د ځينو ځانګړو ځواكونو په مرسته ورسره اړيكي ټينګولاى شي.

 

د پېريانو ځاى:

د پېريانو د پيدايښت بڼه د انسانانو او حيواناتو له بڼې سره توپير لري. څرګنده خبره ده چې د ژوند سيمه به يې هم د پيدايښت له ډول سره سم وي، خو دا سيمې چېرې دي؟

په عوامو كې دا خبره ډېره مشهوره ده، چې: تر ځمكې لاندې د حمامونو او ژورو څاګانو غوندې تياره ځايونه شته، چې پېريان په كې اوسي. خو څېړنې ښيي چې دوى په داسې ځاى كې ژوند كوي، چې له انسانانو څخه ليرې وي.

په يوه بل روايت كې له امام صادق څخه لولو، چې وايي: ”په شقره نومې دښته كې (چې خاوره يې سور رنګ لري) لمونځ مه كوه، ځكه هلته د پېريانو كور دى“. د يادونې وړ ده چې د مكې يو مشهور جومات ”مسجد الجن“ دى، چې د مكې ښار په لوېديځ كې پروت دى او مستجب ده، چې حاجيان په دې جومات كې دوه ركعته لمونځ وكړي.

د پېريانو زوكړه:

پېرى هم د انسان غوندې جنسي غريزه لري، چې د خپل نسل د پايښت لپاره ښځينه او نارينه جنس لري، خو دا چې ايا دوى هم د نورو حيواناتو غوندې د نطفې جوړونې له لارې زېږي- كه نه؟ هغه پوښتنه ده چې د پاك خداىY له كلام څخه يې استنباط كولاى شو.

خو ابن عربي په ”فتوحات“ كې ويلي دي: ”د بشر تناسل په رحم كې د نطفې اوبه دي، خو د پېريانو تناسل (د ښځينه پېرۍ) په رحم كې د هوا القا ده“.

په يوه روايت كې راغلي دي: حضرت رسول اكرمr- اميرالمومنينt ته وفرمايل: ”اى عليt! د مياشتې په لومړنۍ، منځنۍ او وروستۍ شپه كې له خپلې ماينې سره مه يوځاى كېږه... ځكه په دې درېيو شپو كې پېريان له خپلو مېرمنو سره نژدېوالى نيسي“.

 

د پېريانو مړينه:

پېريان هم د نورو ژونديو موجوداتو په څېر ژوند لري، چې مړينه يې په ژوند كې راځي. لكه څنګه چې په قران كريم كې راغلي: او پر هغوى (خطاكارانو) هم د هغوى د ملاتړو په څېر- د پېري او انسان له خوا عذاب وټاكل شو. (فضيلت سوره: ۲۵مه ايه).

”هغه اٌمتيان چې تر تاسو وړاندې وو، له پېري او انسان سره يوځاى اور ته ورننوځي“ (اعراف سوره: ۳۸مه ايه).

له دغو ايتونو څخه ښكاري چې پېريان نه يوازې د انسانانو غوندې ژوند لري، بلكې د انسانانو په څېر- د خداىY له عذاب څخه هم خوندي نه دي.

 

د پېريانو خوب:

اللهY هغه خداى دى، چې بل همسارى او شريك نه لري. دى ژوندى او تلپاتى دى. نه دروند خوب وځي، نه هم سپك. (بقره سوره: ۲۵۵مه ايه).

له حضرت صادق څخه روايت دى، چې وايي: ”له پاك خداىY پرته ټول موجودات خوب لري. ان پرښتې هم...“ (ميزان المحكمه: ۲۵مه ايه).

له پاك رسولr څخه يو حديث هم دى، چې وايي: ”خوب څلور ډوله دى: پيغمبران ستونى ستغ پرېوځي، مومنين پر ښي لاس، كافران او منافقين پر كيڼ لاس او شيطانان پړمخي“. (شيخ حرعاملي: ۱۰۶۷مخ).

له دې مطلب څخه جوتېږي، چې له الهي سپېڅلي ذاتY پرته ټول ژوندي ساري خوب لري.

 

د پاك خداىY په وړاندې د پېريانو ستونزې:

لكه وړاندې چې وويل شول- انسان، پرښته او پېرى درې ژوندي موجودات دي، چې د خداىY د مصلحت له مخې پيدا شوي او له پيدايښت څخه يې موخه د پاك خداىY عبادت نه دى. لكه څنګه چې په قران كريم كې راغلي: ”پېرى او انسان مې يوازې د ځان د عبادت لپاره نه دي پيدا كړي“. (ذاريات سوره: ۵۶مه ايه).

په پېريانو كې د عبادت څرنګوالى معلوم نه دى، خو هغه څه چې څرګند دى، هغه پيغمبران چې د مخلوق د لارښوونې لپاره غوره شي، د پېريانو لارښوونه هم كوي.

له زياتو ايتونو او حديثونو څخه ښكاري چې ځينې پېريان كافران او ځينې نور مسلمانان دي. ان چې تر اسلام وړاندې يې ځينې يهودي هم وو، چې د اسلام تر راتګ وروسته د حضرت محمدr حضور ته راغلي او مسلمانان شوي دي. هغوى ته هم د انسانانو په څېر عذاب په پام كې نيول شوى دى.

په قران كريم كې راغلي دي: ”زموږ ځينې مسلمانان او ځينې نور بيا له حق څخه ليرې دي. هغه برخه چې مسلمانه شوې ده، د سيده لارې لټون كوي، خو هغه برخه چې له حق څخه ليرې ده، هغوى به د دوزخ د سون مواد وي، كه چېرې په سمه توګه ټينګ پاتې شي، په زياتو اوبو به يې خړوب كړو“. (جن سوره: ۱۴،۱۵ او ۱۶مې ايې).

له دې ايت څخه داسې څرګندېږي، چې پېريان هم د انسانانو غوندې بېلابېلې بڼې لري، ځينې يې كافران، ځينې فاسقين، ځينې ظالمان او ځينې نور يې نېك كاره دي. دغه راز بېلابېلې عقيدې او دينونه هم لري.

په ”احقاق“ نومې سوره كې راغلي دي: حضرت رسولr وروسته تر دې چې له مكې څخه طايف ته لاړ، خلك يې اسلام ته راوبلل، هېچا يې هم بلنې ته مثبت ځواب ورنه كړ. په راستنېدو كې يوې داسې سيمې ته ورسېد، چې ”د پېريانو كلى“ يې باله. شپه هورې پاتې شول او د الهي ايتونو  په تلاوت يې پيل وكړ. په دې وخت كې يوه ډله پېريانو د هغه غږ واورېد، كله چې هغه حضرتr وزګار شو، پېريان د خپل قوم پر لوري شا ته شول او خپلې كتنې يې داسې بيان كړې:

”اى قومه! داسې يو كتاپ مو واورېد، چې تر موسى وروسته نازل شوى او منل شوى دى. دا كتاب د خلكو لارښوونه كوي“. (احقاق سوره: ۲۹ او ۳۰ مې ايې).

 

ايا پرښتې او شيطانان له پېريانو سره تړاو لري؟:

لكه څنګه چې وويل شول، د قران كريم پر بنسټ درې ژوندي موجودات: انسان، پرښته او پېرى عقل او شعور لري او د خداىY د غوښتنې له مخې د نړۍ په صحنه كې راڅرګند شوي دي. خو په مستقل ډول د شيطان نوم نه دى ياد شوى، نو ځكه بايد شيطان يا د پرښتو له جنس څخه وي، يا هم د پېريو.

غوره به دا وي چې له قران كريم څخه مرسته وغواړو: ”كله چې مو پرښتو ته وويل چې د انسان سجده وكړي، له ابليس پرته- ټولو د سجدې سر ټيټ كړ“. (كهف سوره: ۵۰مه ايه).

دغه راز پاك خداىY په قران كريم كې پرښتې سپېڅلې او له ګناهونو څخه پاكې ګڼي: ”پرښتو هېڅكله هم د خداىY نافرماني نه ده كړې، دوى هغه كارونه كوي، چې ورسپارل شوي دي“. (تحريم سوره: ۶مه ايه).

د خداى له رسولr څخه د يوه روايت له مخې: ”پرښتې له رڼا څخه پيدا شوي دي“، نو ابليس چې د خداىY په درګاه كې يې لويه تېروتنه كړې، هېڅكله هم نه شي كولاى له پرښتو څخه وي. (كه څه هم پر ټولو اسنادو سربېره، د ديني پوهانو ترمنځ د شيطان د خلقت په ډول كې د نظر اختلاف شته).

 

شريره اروا څه ده او له پېري سره څه توپير لري؟:

پر بشري اثارو شوې څېړنې- دا ښيي چې انسانانو د خپل پيدايښت له پيله د خپل چاپېريال ټول توكي حس كړي دي. ان هغه موجودات يې هم وپېژندل، چې په دوى كې به يې وېره او وحشت رامنځته كاوه.

د ژبې او ليك په اختراع سره پر هرې قبيلې نوم كښېښوول شو، نو د خطرونو د له منځه وړلو لپاره يې اداب او تدابير زده كړل. دغه اداب له يوه نسل څخه بل ته ولېږدېدل. لكه څنګه چې تر دې مهاله په افريقا كې له دغو موجوداتو سره د اړيكو يا هم د هغوى د دفعې لپاره ځينې دودونه ژوندي دي.

د ساري په توګه په مسيحيت كې پېرى نيول- يوه اوږده سابقه لري، چې زياتو كشيشانو به ورته اقدام كاوه. هغوى په دې عقيده وو، چې شيطان د انسان په وجود كې د شيطان په بڼه ننوځي.

له مسلمانانو پرته- څه له پاسه ټول وګړي دا موجودات شريره اروا ګڼي او د له منځه وړلو لپاره يې پرځان ځانګړې عقيده لري. د ساري په ډول- اوسني اروپايان د يوه مذهبي سوچ له مخې كله چې پر واټ (سړك) روان وي، خپل لاسونه ښوروي، د دوى په اند په دې توګه د شريرې اروا له شر څخه په امان كې وي، يا هم د كال پر يوه ټاكلې ورځ ځينې ځانګړي مراسم ترسره كوي. په دې مراسمو كې زيات كسان له خپل عمل سره سم جامې اغوندي. خو د مسلمانانو په عقيده د طبيعت پټ موجودات يوازې پرښتې او پېريان دي. كله چې د انسان له بدن څخه اروا په بشپړه توګه ووځي، نو نه يوازې دغه اروا كوم ځواك نه لري، بلكې نه شي كولاى يوځل بيا پر هغه انسان واكمني وكړي. يوازې پاك خداىY كولاى شي چې اروا ته ځواك وركړي. ”د اروا ارتباط“ نومي كتاب كې راغلي دي: ”پر انسانانو د اروا واكمنۍ ته پېرى نيول وايي، چې په حقيقت كې هماغه تسخير او تسلط دى“.

خو د دغې اصطلاح كارونه- په دوو علتونو غوره نه ګڼو. لومړى دا چې: پېرى داسې تورى دى، چې هوښيارو موجوداتو ته كارول كېږي، د يوه روايت له مخې دغه موجودات د شر پيدا كولو لپاره پيدا شوي. تل بدۍ كوي، حال دا چې د بدۍ لپاره هېڅ موجود هم نه پيدا كېږي.

د پاك خداىY خوښه دا ده چې ټولو هوښيارو موجوداتو ته يې د ودې او بشپړتيا لار پرانيستې ده. ”د پېري نيولو اصطلاح په دې مانا كارول كېږي، چې د پېري له خوا د نيول شوي كس جسم د بلې اروا يا بل پېري له خوا ونيول شي، يانې په يوه بدن كې دوه ډوله سكونت، چې دا يوه استثناء ده. نه ځور او د دښمنۍ پېژندوى. ځكه د پېري نيولو اصطلاح په عام ډول موږ ته د منلو وړ نه ده“.

هغه څه چې له اوسنيو او نورو متونو څخه ښكاري دا دي، چې په نورو فرهنګونو كې د ”پېري“ تورى شته، خو په ټولنيز ډول يې شيطان، يا هم شريره اروا ګڼي. حال دا چې موږ مسلمانان په دې عقيده يو، چې په پېريو كې صالح او نېك عمله هم شته.

اسمعيل حسينزاده په خپل (سيماى جن) نومي كتاب كې داسې ليكي:

”كلونه وړاندې د اروا د حاضرولو مسئله زياته توده شوې وه. تر دې چې په دغسې مجلسونو كې دوو تنو ديني پوهانو هم برخه واخيستله. دوى دغه بهير له نژدې څخه وكوت. په بله غونډه كې يوه تن غوښتنه وكړه چې مېز  دې واړوي. (هغه مېز چې اروا به ورباندې حاضرېدله، پر مېز زيات توري ليكل شوي وو، پېريانو به په يوې اشارې سره مېز ښوراوه او پر يوه ټاكل شوي توري به درېدل) څرنګه چې دغه يوه پوه معنويت- او زياته پوهه لرله او له ناپېژندويه موجوداتو سره يې د غږېدو لارې چارې زده وې، مېز ته يې په هغو نومونو قسم وركړ، چې يوازې حضرت سليمانu ته معلوم وو او په هغو نومونو يې پر پېريو مسخره كړې وه. پېريان يې وپوښتل: تاسې د انسانانو اروا ياست، كه د نورو موجوداتو؟ بيا يې د الفبې په لوستلو پيل وكړ، په پاى كې يې دا جمله واورېدله: زه پېرى يم“.

خلك دغه ډول په بېلابېلو بڼو له پېريو سره اړيكي نيسي... البته پېرى ورته ځان د يوه شخص اروا معرفي كوي او ځينې خلك په دې باور دي، چې د انسان له اروا سره يې اړيكي نيولي، په داسې حال كې چې زيات اړيكي يې له پېريانو او شيطان سره وي.

 

ايا پېريان ”علم غيب“ لري؟:

په پېري كې پټ شوي قابليتونه چې د هغه د خلقت ډول دى (لكه: له سترګو څخه پټوالى، په لنډ وخت كې ډېره فاصله لنډول او...) د انسانانو په ذهن كې دا تصور ژوندى كوي، چې دغه موجودات د غيب له نړۍ څخه خبر دي. البته له دې څخه هغه كسان هم خبر دي، چې له پېريانو سره اړيكي  نيسي، خو هغوى د ناوړې استفادې او د خلكو د تېرايستلو په موخه، پر دې باورونو پرده اچولې ده. حقيقت دا دى چې يوازې پاك خداىY له غيب څخه خبر دى. لكه څنګه چې فرمايي: ”خداىY پر غيب پوه دى، خپل غيب هېچا ته هم نه څرګندوي، يوازې يې هغو پيغمبرانو ته ښيي چې دىY ترې خوشحاله وي“.

زيات ليدل شوي چې د اروا د حاضرولو په وخت كې، چې موږ يې د پېري حاضرول ګڼو، پېريان توانېدلي چې سم او وړ ځوابونه راكړي. دغه كار بايد د غيب د پوهې څرك ونه ګڼل شي. لكه څنګه چې پېريان په اسانۍ سره كولاى شي اوږدې فاصلې لنډې كړي، دوى كولاى شي له خپلو همډولو څخه د پېښو او بهيرونو په اړه پوښتنې- ګروېږنې وكړي او بيا يې اړوند كس ته ځواب وايي.

دوى له نورو امكاناتو څخه هم ګټه اوچتولاى شي، چې موږ ترې ناخبره يو. په هر حال، د غيب علم انسان او پېري ته نه شته، يوازې ځانګړو كسانو ته وركول كېږي، هغه هم د پاك خداىY له لوري.

 

له پېريانو څخه وېره:

ايا موږ بايد له پېريانو ووېرېږو؟.

له هغوى څخه د خونديتوب لپاره بايد څه وكړو؟.

د ناپېژندويه موجوداتو په وړاندې د انسانانو غبرګون بېلابېل او د اټكل وړ نه دى. هغه عقيدې چې سينه په سينه او له يوه نسل څخه بل ته لېږدېدلې دي، تل پېريان ځوروونكي او د شر و فساد لاملين انځوروي. كه كومه نه رغېدونكې ناروغي پېښه شوې، يا هم ناوړه پېښه شوې، نو شيطان او پېري ته نسبت وركړل شوى دى. زيات رواني ناروغان، خپله ناروغي د ځينو موجوداتو د ليدلو له كبله ګڼي او د خپلو نورو ملګرو له خوا يې د پېري نيوونكي په نوم شهرت هم پيدا كړى دى. څرګنده خبره ده چې وېره، خواشيني او تر حد زيات خپګان د اروايي ګډوډيو او رواني ستونزو لامل ګرځي.

هو رښتيا! ايا داسې انسان شته چې له دغسې موجوداتو سره د مخامخېدو پر وخت يې زړه ته وېره لار ونه مومي؟ ايا موږ دا ټولې ستونزې پر پېريانو ورتپلاى شو؟ تاسو به هم له سپين ږيرو يا سپين سرو څخه اورېدلي وي، چې وايي: پېريان پلانكى كس نيسي.

كله چې په ليريو پرتو سيمو كې چا ته دغسې ستونزه پېښه شي، نو وايي چې پېريو نيولى دى. (كله- كله خو په داسې حالاتو كې يو پياز سپينوي، بيا يې د اخته كس پر زنګانه ږدي، هغوى وايي چې پېريان او شيطانان د پيازو د بوى له كبله تښتي او ناروغ كس ته نه شي نژدې كېدى).

حال دا چې نن د پوهې  په مرسته په زبات رسېدلې چې د ډېرو ناروغيو لامل ميكروب او ميكروسكوپي موجودات دي، دغه موجودات په يوه كمزوري بدن كې د زياتو ناروغيو د پيدايښت لامل ګرځي او پياز په روغتيايي لحاظ توانېدلى چې كله- كله له دغسې كسانو سره مرسته وكړي- بوى يې د شيطانانو او پېريانو مخه نه نيسي. اوس هم چې زيات كسان په ځينو ناروغيو اخته شي، كليوال يې د پېريو او شيطان شتون ګڼي.

دا چې دا خبره څومره واقعيت لري، داسې پوښتنه ده چې موږ يې د دې ايت پر استناد ځوابولاى شو:

”هغه كسان چې سود خوري، په قيامت كې به د هغو كسانو په بڼه راپاڅي، چې د شيطان په جادو لېوني شوي دي“ (جن سوره: ۲۶ او ۲۷مې ايې).

زيات ناوړه كارونه چې شيطاني جنبه لري او په واقعيت كې په انسان كې شيطاني ور پرانيزي، د اروايي ناروغيو او رواني ستونزو لامل ګرځي. علامه طباطبايي وايي: ”په دې ايت كې چې تشبېه راغلې، هغه سودخور يې له داسې كس سره ورته ګڼلى، چې له شيطان سره د اړيكو له لارې لېونى شوى وي. حال دا چې دا- مانا نه لري، چې داسې څه (لېونتوب) دې يو ممكنه امر وي. ځكه ټول ايتونه دا دليل نه دى، چې لېونيان دې د شيطان له وجې لېوني شوي وي. دا دا مانا لري، چې ځينې لېونتوبونه د شيطان د نفوذ له كبله رامنځته كېږي. (بقره سوره: ۲۷۵مه ايه).

ښايي د پېريانو له ځور څخه د خونديتوب تر ټولو غوره لار، د هغوى په باب د پوهې زياتوالى وي. ځكه پېرى هم د انسان په څېر ښه او بد لري، څرنګه چې د انسانانو ترمنځ ژوند كوي او شمېره يې هم تر انسانانو زياته ده، هرچا ته يې هم ليدل ناشوني نه دي، خو زيات اروايي تشويشونه او رواني ستونزې چې بدن ته هم سخت زيان لري، د دغو موجوداتو له كبله كېدى شي. خو له نېكو او صالحو پېريو سره د مخامخېدو له كبله انسان  ته ګټه هم رسېدى شي.

انسان يوازې له دغه موجود سره د مخامخېدو د وېرې له ستونزې سره مخ كېږي، كه څه هم پېريان به هېڅ زيان هم نه وررسويn

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 4:54 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ښځې حجاب

 

محمدآصف ننګ، پېښور

د ښځې حجاب

(د هغې لپاره، د نورو لپاره، كه د خداى لپاره؟؟)

[د اختلاط ستونزه]


كله چې د حجاب خبره يادېږي، ورسره د ښځې د جسم، ښكلا او مظهر بحث هم رامنځته كېږي. ورسره- ورسره د اختلاط مسگئله هم بايد وڅېړل شي. په دې مانا چې هركله د حجاب خبره وي، نو هلته حتمي ده چې د يوه تور څادر يا تورې بورقې خبره په ذهن كې راوګرځي. چې دا د حجاب هغه عام تصور دى. خو موږ به د عام تصور تر څنګ د اختلاط خبره هم ګنډو.

په حجاب كې بېشمېره حكمتونه دي چې وړاندې به پر خپل نوبت ورته اشاره وشي، خو اسلام چې څومره پر حجاب تاكيد كړى، هغومره د دين شرافت او عظمت په كې د ښځې په اړه –د يوه مكرم انسان په حيث- تجلا كوي او هغه دا چې اسلام غواړې ښځه په معنوي او انساني نظر او مقام مطرح وي، نه په جسمي اهميت.
هلته چې مو د ښځې د "رول" او د هغې د "حضور" بحث كاوه، نو ويلي مو وو چې اسلام د ښځې پر "رول" ټينګار كوي، البته په دې شرط چې د هغې له ذهني، فطري، نفسي، جسمي او تكويني خلاقيتونو سره مطابق رول وركړل شي.

خو د ښځې حضور په اسلام كې داسې موضوع ده چې په مشروطو او مقيدو حدودو كې احاطه ده. يو قيد په كې حجاب ده. مانا دا چې ښځې كه غواړي د خپلې ټولنې په ټولنيزو چارو كې ونډه واخلي، او يا په كاري ارګانونو كې د نارينه وو په څېر برخه ولري، هر خوا تګ- راتګ وكړي، ژوند وكړي، سفرونه وكړي، تجارت وكړي، سياست وكړي او... دا هرڅه كولاى شي، خو په دې شرط چگې حجاب رعايت كړي. شايد ځينو خويندو ته سوالونه پيدا شي چې:

د حجاب لزوم څله؟

آيا حجاب يو اضافي بوج او تكليف دى چې پر ښگځو اچول شوى؟

په خپله حجاب څه شى دى (چادري، بورقه، ټېكرى او كه...)؟؟

ولي پر نارينه همدغسې حجاب نه دى لازم شوى؟

د حجاب لزوم څله؟:

مخكې له دې چې د حجاب د لزوم خبره سپينه كړو، د ښځې د جسم په اړه څو علمي ټكي راسپړو. په تخلقي او تكويني لحاظ د ښځې جسم زړه راښكونكى "جذاب"، "مرغوب"، "ښكلى" او "تحريك برانګېزه" دى. كه څه هم دغه ټول پورته ياد شوي صفتونه ډېر توپير نه لري او د يوې "ښكلې" په كلمه كې خلاصه كېدى شواى. خو په حقيقت كې دغه ټول مواصفات په همدې مخلوق كې راټول شوي. كېدى شي يو شى ډېر ښكلى وي خو "تحريك برانګېزه" نه وي، مثلاً يو ښكلى كور، يا يوه ښكلې منظره او... په همدې توګه كېدى شي يو شى تحريك برانګېزه وي، خو ښكلى نه وي. مثلاً د ښځې يا نارينه مخصوصه اعضا، د انسان مخصوصه اعضا د ښكلا په قالب كې نه شي راتللاى، خو په كتو سره يې د شهوت غريزه متحركه كېږي. جذابيت هم خپل مفهوم لري، ډېر داسې شيان دي چې جذابيت په كې وي بې له دې چې ښكلا ورسره وي، يا فرضاً تحريك برانګېزه وي، د جذابيت لپاره كوم خاص او متفق عليه معيار نه شته، كېدى شي د يو چا خاموشه ناسته، يا مثلاً ځانګړى فيګور جذاب وي، د يو چا خبرې، خندا او... په همدې ترتيب مرغوبيت هم كوم دايمي شى نه دى، جذابيت عام او دايمي كېدى شي، خو رغبت يوه عارضي څپه ده. كله كله انسان د يو چا ليدو ته سخته مينه او رغبت پيدا كړي، كله يې خبرو ته او... هر ښكلى شى مرغوب هم وي، خو هر مرغوب شى شرط نه ده چې ښكلى وي. نو په اختصار سره ويلاى شو چې خداى پاك ښځه هم ښكلې، مرغوبه، جذابه او هم تحريك برانګېزه پيدا كړې ده.
د ښځي په دغو ټولو تخليقي ځانګړتياو كې د خالق ډېر لوى حكمت پروت دى. دا چې ښځه يې په همداسې ځانګړتياوو او بيا نارينه يې په هماغو ځانګړنو چې لري يې-خلق كول اساساً د انسانيت او ژوند د بقاء رمز په همدې كې دى. د نسل او كورنۍ د دوام تضمين په همدې كې دى.
د ښځې تخليقي (جسمي) ښكلاګانې او معنوي "قابليتونه"، فطري "ظرافتونه" ملايمت او په عين وخت كې د هغې روحي عالم (غولېدونكى، بسيطه، احساساتي او عاطفي) دا هغه څه دي چې ښځه په انساني ژوند كې دېته اړ باسي چې "سرپناه" او حمايت كوونكى ولري. د ژوند شريك ولري او...
په همدې ترتيب نارينه چې د كومو جسمي، فطري او نفسي صفتونو لرونكى دى، هغه په خپل وار سره د ښځې له شراكت پرته نه شي كولاى خپل ژوند پرمخ بوځي. نارينه هم ښځې ته اړ دى، په نهايت اختصار سره به ووايو چې "معمولاً هره ښځه (دنباله جو) او هر نارينه (دنباله رو) فطرت لري." دغه دواړه صفتونه كه سم توجيه او اداره نه شي او سليم پيوند يې ترمنځ رانه شي، نو بيا به صرف فساد او فتنه پر ځمكې پاتې او نور به هېڅ هم نه وي.
كه ښځه خپله دنباله جوى فطرت او نارينه د دنباله روى فطرت مهار نه كړي او مشروع بديل ورته ايجاد نه كړي، نو په ټولنه كې به انساني ارزښتونه، اخلاقيات، ژوند، نسل، كورنۍ او ټولنه تباه شي.
ځكه خو اسلام د ښځې حضور له حجاب سره تړلى، د حجاب لزوم مازې عبادتي حكم نه دى؛ بلكې په دې كې بېشمېره حكمتونه هم دي. لومړى دا چې له حجاب سره د ښځې خونديتوب تضمين كېږي، كله چې هغه عام محضر او ټولنيزو كارونو او رسالت ته راوځي، هغومره خونديتوب چې د نظام، دولت، قانون او پوليس له بركته ورته برابرېږي، د حجاب په رعايت سره كه حكومت او نظام وجود هم ونه لري، د ښځې ناموس او عفت په كې مصئون پاتې كېدى شي.

هر كله چې د خونديتوب تضمين وي، په هغه صورت كې روحاً كولى شي په اغېزناكه توګه خپل رول ادا كړي؛ خو كه روحاً له تشويش او وېرې سره فعاليت كوي نو په كار كې يې اغېز هم راكمېږي.
دويم دا چې حجاب ځكه لازم شوى چې اسلام غواړي ښځه د يوه مكرم انسان په توګه مطرح شي، داسې څوك چې هغې ته واقعي درناوى، واقعي مكانت او حقيقي مقام مهيا شي.
اسلام غواړي تر ممكنه حده د ښځې له جسمي ځانګړتياوو څخه د نارينه وو پام د هغې معنوي ځانګړتياوو ته واړوي.

هر څومره چې د ښځې جسم مطرح كېږي، هغومره د هغې له انساني او معنوي مقام څخه پام د هغې جسمي ځانګړتياو ته را اوړي. په هغه صورت كې ښځې ته درناوى له انساني اروا څخه تش وي او ځاى يې يو شيطاني مكر نيسي.

هغه مهال چې د ښځې جسم مطرح وي، معاملات هم جسمي او مادي حالت غوره كوي. بيا نو سمه ده چې ښځې ته د نارينه وو لېوالتيا، او پام ډېرېږي، خو نه هغې ته؛ بلكې د هغې جسم ته او هغه هم د يوه ډېر محدود او كم لذت د اشباع په موخه او چې څنګه دغه محدود لذت اشباع شي، بيا نو ښځه ورته هېڅ ارزښت او ځاى نه لري. ځكه خو اسلام غواړي ښځې ته هغه احترام او مكانت ورپه برخه كړي چې د هغې له انساني شان سره ښايي.

آيا حجاب، پر ښځو يو اچول شوى اضافي بوج او تكليف دى؟:

په دې كې شك نه شته چگې د حجاب په مراعت كې تكليف وي او كه تكليف نه واى، نو اجر به هم نه و. په اسلام كې چې څومره "منهيات" منع كوونكي يا "اوامر" دي په هغوى كې "ابتلا" آزمېښت شته. او چې آزمېښت نه واى، سختي به نه واى، تكليف به نه واى بيا نو "عظيم پاداش" وركول به هم څه ځاى نه درلود. خو دومره بوج او تكليف په كې نه شته چې د عادي ژوند جريان په كې ساقط شي، يا د كار د اجرا خنډ شي.
د حجاب مراعت، رياضت او عادت غواړي او چې عادت شي، هغه مهال بوج او تكليف نه محسوسېږي، بلكې د عادت په ترسره كولو سره انسان د سكون او هوسايي احساس كوي.
مخكې مو وويل چې د حجاب په رعايت كې ګڼ حكمتونه او علتونه پراته دي.
وړاندې به بيا دېته اشاره وشي چې تكليف هغه وخت وي چې له قاعدې څخه سرغړونه وشي. حجاب هغه وخت تكليف رسوونكى وي چې اسلامي حد په كې رعايت نه شي.
نوحجاب څه شى دى او حد يي څومره دى؟

حجاب (پټوونكي) يا پردې ته وايي. د حجاب په نوعيت او رنګ كې ځانګړې قيودات نه شته. د ساري

په توګه شرط نه دى چې چادري د حجاب معادل وي او يا هم بورقه.
په حجاب كې اساس د هغو غړو پټول دي چې "تحريك برانګېزه" وي. څرګنده ده چې د ښځو اغلب جسم تحريك برانګېز دى، نو ځكه ټينګار شوى چې خپل ټول جسم په پرده كې وساتي. شرعي حد په حجاب كې دا دى چې يوازې هغه غړي پټ شي چې له يوې خوا تحريك برانګېزه نه دي او له بلې خوا هغه غړي چې انسان كار پرې كوي او په بندېدو سره يې په ازادانه ډول د كار په ترسره كولو كې خنډ راځي. لكه لاسونه، پښې او مخ. تر هغه حده چې حجاب بايد د منډې وهلو خنډ نه شي، د خوراك او څښاك خنډ نه شي، د خبرو مانع نه شي، د سوداګرۍ او قرارداد پرمهال د هغې د پېژندنې خنډ نه شي. مانا دا چې د ښځو د مخ كاسه حجاب نه ده. په ډېرو چارو كې، مثلاً په تجارتي چارو كې، په طبي عملياتو كې، په حقوقي معاملاتو او... كې بايد د متقابل لوري يانې دواړو غاړو تر منځ هويت او شكل بالكل څرګند وي. په تجارتي او حقوقي معاملاتو كې خو بايد د ښځې رنګ، قواره، كالي، او شكل ټول سم څرګند وي (مقابل لوري ته). پټ نه وي. چې د تخلف يا قضايي دوسيې په صورت كې د محكمې او مدعي په وړاندې شك او شبه نه وي. كه د قرارداد يا تجارتي معاملې پر وخت يوه ښځه د خپل مخ او لاسونو پرده كوي دا شرعي حد نه دى، خو كه يوه ښځه په عادي حالت كې خپل لاسونه او مخ هم پټ ساتي، دا يو ډول زهد او پرهېزګاري ده. اجر پرې شته.

د حجاب لپاره عمر هم شرط دى. هره نجلۍ چې (پېغلتوب) ته ګډېږي حجاب پرې لازمېږي. د زړې ښځې (هغه مهال چې جسمي جذابيت او جسمي مرغوبيت يې ختم شي) د حجاب لپاره شرعي ستونزه اوارېږي. د اړتيا پر وخت او حالاتو كې د حجاب شرعي تكليف مرفوع كېږي. د محارمو په وړاندې هم د حجاب شرعي حد مرفوع دى. هر هغه كالي چې عورت پرې پټېږي او تحريك برانګېزه نه وي هماغه حجاب دى.

هغه كالي چې يو څوك په كې "انګشتنما" وي هغسې كالي اغوستل سم نه دي. هغه كالي چې د ټولنې په عام عرف كې د ښځې د تحقير يا سپكاوي لامل ګرځي او مسخره كوي يې، اغوستنه يې روا نه ده. حجاب بايد دومره مبتذل او اپلت نه وي چې د تحقير باعث شي، دومره تنګ هم نه وي چې مخصوصه غړي په كې جوت ښكاره شي، دومره پلن هم نه وي چې په تګ راتګ، يا ناسته پاسته كې نورو ته تكليف شي. په حجاب كې دا هم شرط ده چې بايد ښځه ورسره باوقاره او درنه ښكاره شي او...
له كاليو پرته د ښځې آواز هم حجاب دى، بايد په مكر او ملايمت له نامحرمو سره ونه غږېږي، ساده، طبيعي، عادي او د ضرورت مطابق دې وغږېږي. ناسته پاسته هم بايد د معاملې او ضرورت تر حده وي، كتل هم بايد د ضرورت او نزاكت مطابق وي، په دې  وېره او رضايت شرط دي.Yټولو كې د خداى
دا ټول له يوې خوا يوطرفه پر ښځو لازم شوي نه دي، اسلام د نارينه وو په حد كې هم حدود ټاكلي، خو دا سوال چې څله همداسې كالي پر نارينه نه دي لازم شوي؟

په دې اړه په اختصار سره:

نارينه هم د حجاب او ستر په رعايت مكلف دي، د نارينه عورت هم بايد پټ وي. د نارينه وو لپاره هېڅكله روا نه دي چې د نامحرمو ښځو په وړاندې د خپل بدن غړي بربنډ كړي.
د نارينه جسم د ښځو په څېر مرغوبيت او جذابيت او ښكلا نه لري، پر نارينه وو چې د شرعي وجايبو د ادا لپاره كوم حد ټاكل شوى (مثلاً د لمانځه د ادا كولو لپاره) هغه حد يوازې – له نامه څخه تر زنګنو پورې) كفايت كوي، خو په عامه توګه د نارينه ټول جسم حجاب دى. د نارينه وو ټول جسم د ښځو په وړاندې حجاب دى.

خو نارينه د نارينه وو په وړاندې كولاى شي د شرعي حد په رعايت سره– هغه هم د ضرورت پرمهال او چې د فتنې احتمال يې نه وي- كولاى شي د خپل جسم نور غړي لوڅ كړي، لكه د لامبو يا سپورټ او يا كار پر وخت او...

بل خوا نارينه حق نه لري نامحرمو ښځو ته په "غور" او دقت وګوري، مګر دا چې شرعي ضرورت اقتضاء وكړي- لكه د طبي عملياتو، تدريس، روزنې او يا له هغې پېغلې سره چې د واده كولو اراده ولري- په همدې ترتيب ښځه هم په همدې حد كې كولاى شي نارينه ته په غور وګوري.
خلوت (اختلاط):

په شريعت كې اختلاط– د نارينه او ښځو ترمنځ- يوازې هغه وخت ممنوع ده چې د "فتنې" احتمال وي. هغه اختلاط چې دواړه لوري په كې په دې قادر وي چې په ډاډه زړه او ارام خاطر وكولاى شي هر ډول تماس ونيسي، ناروا دى.

په عام محضر كې (په موټر، رېل، الوتكه، ښوونځي، جومات، بازار، دفتر او...كې) كه نارينه له ښځو سره اختلاط كوي او دغه اختلاط د "ضرورت" ، "رسالت" او "وجيبې" له مخې وي، پروا نه لري. په دې شرط چې "حجاب" او د "ضرورت" حد په كې رعايت شي. مثلاً ښځه يا نارينه حق نه لري چې له يوبل سره دومره نژدې كښېني چې د يوبل له وجود څخه لذت واخلي، يا بدني تماس يې ترمنځ ټينګ شي.
نامحرمه ښځه او نامحرم سړي ته روا نه دي چې يو بل لمس كړي، لاس وركړي، غاړه غړۍ شي او... له نامحرم سره يوازې سفر كول، يوازې استوګنه، يوازې ناسته پاسته له شرعي حد څخه سرغړونه ده. (خو دا چې اشد ضرورت اقتضاء وكړي او بديله چاره نه وي) هر هغه اختلاط چې د فساد او فتنې لوري ته دواړه لوري وركښېكاږي حرام دى. نه يوازې پر نارينه وو، بلكې پر دواړو خواوو. خو نارينه كولى شي يوازې سر په سفر ووځي. خو ښځه يوازې سر او له شرعي محرم پرته په ”اوږد سفر“ نه شي وتلاى. البته په دې اړه هم فقهاء ګڼ شمېر حدود او شروط وضعه كړي، چې دلته يې تفصيل نه شو راوستى، خو قوي خبره په كې دا ده چې د ښځې لپاره (كومې ښځې چې پېغلې وي، ښايسته وي، روغې وي او...) له محرم پرته سفر كول روا نه دى. خو هغه ښځې چې (عمر يې خوړلى وي او محرم ونه لري) او اشد ضرورت هم وي، ځانله سفر كولاى شي. يانې په څلورو صورتونو كې يوه ښځه يوازې سفر كولى شي:
چې عمر يي خوړلى وي (جسمي جذابيت يي ختم شوى وي).

شرعي محرم ونه لري.

شديد ضرورت يې د وتلو او سفر ايجاب وكړي.

د فتنې او تجاوز وېره او احتمال يې كمزورى وي.

په پاى كې دې ټكې ته رسېږو چې د حجاب او اختلاط د شرعي حدودو په رعايت سره يوه ښځه كولاى شي په ټولنيزو فعاليتونو كې خپل "اغېزناك حضور" ثابت كړي. كه چېرې په حجاب، اختلاط او حضور كې هغه حدود چې شريعت وضعه كړى، رعايت شي نو يقيناً چې يوه ټولنه به په ډېره چټكۍ سره د كمال، ترقۍ، پرمختګ او نېكمرغۍ معراج ته ورسېږي.

ښځه، د هغې رول، او د هغې حضور، په اسلام كې برابر اهميت لري. په اسلام كې ښځه او نارينه دواړه د شرعي تكاليفو او وجايبو له پلوه برابر مسووليتونه لري، دواړه رسالت لري چې د ځمكې په اعمار كې ونډه واخلي. په دې شرط چې هره ښځه د خپل رسالت اولويات چې عبارت دي له ”د كورنۍ او نسل پالنه“ ورسره په سالمه توګه او له كوم تقصير پرته پر مخ بوځي، بيا په دويم ګام كې كولاى شي په ټولنيزو دندو كې ونډه واخلي.

[د ښځو لپاره د كورنۍ او نسل پالنه ځكه اولويات دي چې ښځه د مېړه او اولاد پر نفقه مكلفه نه ده اما نارينه په دې مكلف دى چې د ښځي او اولاد نفقه په هر حالت كې پوره كړي، ځكه خو د ډګر كارونه د نارينه وو له اولوياتو څخه راځي او په كورنيو مسووليتونو كې يې ونډه ضمني وجيبه ده، دا مانا چې ضمني دنده يې هم وجيبه ده او كه تقصير په كې وكړي نو د خداى په وړاندې مسووليت لري].
وروستۍ خبره دا ده چې د ښځې حجاب كه د  د رضا په عنوان رعايتېږي نو دا هم عبادت دى، هم وقار او كه د موډ او فېشنYخداى  لپاره. خو په حقيقت كې د ښځېYپه نوم وي، نو دا د خلكو لپاره ده، نه د خداى حجاب د هغې لپاره ده، د هغې د عفت، وقار، شخصيت، د ټولنې د سلامتۍ او ترقۍ  حكم دى نه د نارينه وو. حجاب بوج او تكليف نهYلپاره ده او... د حجاب حكم د خداى دى، بلكې يو زينت او يو حيثيت دى.
 
ژباړه: او ووايه موْمنو ښځو ته چې خپل نظر قصداً مه اړوئ (نامحرمو نارينه وو ته) او خپل ناموس او عفت خوندي وساتئ او ښكاره نه كړئ خپل زينت (جسمي غړي او ظاهري ښايست) هېچا ته هم، خو يوازې هغه څه چې پټول يې ورته سخت او ناممكنه وي، خپله غاړه او مخ دې پټ كړي او نه دې ښكاره كوي خپل اغوستى زينت، مګر خپل مېړه ته او د مېړه مور و پلار او زامنو ته، او د زامنو، زامنو ته او خپلو وروڼو ته، او ورېرونو او خورينو ته او د هغوى ښځو ته، او هغه كسان (ښځې) چې ايمان يې راوړى او خپلو خپلوانو ته، او هغو ته چې غلام نه وي او هغو ماشومانو ته چې بالغ شوي نه وي. (د ښځې په عورت خبر نه وي)، او مه ږدئ په لوړ غږ خپل قدمونه چې تاسو او ستاسو زينت ته د خلكو پام واوړي، او توبه وباسئ خپل خداى لره تاسو ټول، اى موْمنانو(ښځو او نارينه وو) خامخا به نېكمرغه شئ.

  ژباړه: او كښېنئ په خپلو كورونو كې او مه ښكاره كوئ خپل جسم او زينت نورو ته، لكه چې ښځو به تر اسلام د مخه (د جاهليت په دوران كې) كول، لمونځ اداء كړئ او زكات وركړئ، او د خداى او د هغه د رسول اطاعت وكړئ. الله تعالى غواړي ستاسو ګناه او ملامتي ليرې كړي ( اى د محمد اهل بيته!) پاك سپېڅلي مو وګرځوي

 

نېټه Sat 9 Jun 2007ګړۍ 4:51 PM لېږونكى:هوسۍ |
نوى اساسي قانون او د ښځو حقوق

فوزيه عمرلور

نوى اساسي قانون او د ښځو حقوق
(ښځې په كوم دريځ كې؟)

دا مهال چې د اساسي قانون د جوړېدنې او تصويب لومړنۍ مياشتې دي، نو دغه نوى اساسي قانون د ټولو وګړو پر ژبه ګرځي او څرنګه چې ښكاري، ټول افغانان د زړه له كومې دا غواړي چې د دوى دغه ملي- لوړارزښته وثيقه دې په ټولو اسلامي او ديموكراتيكو آرونو وپسولل شي، دغه راز دې له هره اړخه په تله درنه وي. نن ورځ موږ دغه احساس د هر افغان: كه پښتون وي، كه تاجك، كه ازبك او پشه يي، په سترګو كې وينو او د دوى له دغه احساس څخه دا انګېرلاى شو، چې دا دى له ډېرې مودې وروسته د چا له څه ويلو پرته بيا هم افغانان د يو موټي كېدلو او د يوه ځواكمن ملت او ملي يووالي د جوړولو پر لوري وخوځېدل. خو په منځ كې چې څه ډېر اورېدل كېږي، هغه په نوي اساسي قانون كې د ښځمنو حقوق او مسووليتونه دي.

ځينو ښځمنو خو دا غوښتل چې په هره ماده كې دې د ښځې تورى زيات كړاى شي، ځينو خو بيا د ښځمنو پر حقوقو ډېر ټينګار كاوه.

خو زما په اند كه چېرې په اساسي قانون كې يوازې دومره ويل شوي واى، چې د افغانستان ټول اتباع، ښځې دي كه نارينه او له هره قومه چې دي، افغانان دي او ټول افغانان د افغانستان د اساسي قانون په وړاندې يو شان پازواله (مسوول) دي. دا په خپله د دې مانا درلوده، چې ښځې او نارينه په افغانستان كې د مساوي او برابرو حقوقو څښتنان دي.

كه چېرې په هره ماه كې د ښځمنو كليمه د افغان د توري ترڅنګ راوړل شوې واى، دا به خپله د دې مانا لرله، چې ګنې ښځې افغانانې نه دي او د دوى حقوق بايد په اساسي قانون كې په ګوته او خوندي شي.
اوس راځو آر سكالو (موضوع) ته؛ ښځو په اساسي قانون كې روښانه او جوت حقوق غوښت، دوى ادعا لرله، چې په تېرو اساسي قانونو كې د ښځمنو حقوق نه وو روښانه شوي، ځكه خو تر اوسه پورې په افغاني ټولنه كې خلك د ښځمنو حقوقو ته ارزښت نه وركوي او د دوى حقه حقوق تر پښو لاندې كېږي. خو ښځمنې د خپلو غوښتنو په نارو كې دا هېروي چې په افغاني، په تېره پښتني ټولنه كې د ښځمنو حقوق د كلتور او دود په مټ تر پښو لاندې كېږي، نه په اساسي قانون كې د هغوى د حقوقو د نه روښانتيا له كبله.
راځئ وګورو چې د اسلام په مبارك دين كې علم فرض ګڼل شوى، پر نر او ښځه، كه په چين كې هم وي او له هغه مهاله چې افغانستان د يوه هېواد په توګه د اساسي قانون لرونكى شوى دى، پر نر اوښځه لومړنۍ زده كړې تل جبري وي. خو لا تراوسه د افغانستان اكثريت ښځمنې نالوستې دي او د دې يوازېنى لامل كلتوري او دوديز بنديزونه او خنډونه دي. د اسلام په مبارك دين كې د خليفه ټاكنې لپاره له ټول ولس څخه، هغه كه نر وي، كه ښځه پوښتنه ضروري ګڼل شوې. د نړۍ ديموكراسي هم همداسې حكم كوي، خو په افغانستان كې اكثريت خلك خپلو ښځمنو ته ان د رايې وركولو حق هم نه وركوي او همدا شان د ژوند ملګري ټاكنه چې د اسلام په مبارك دين كې دې سكالو ته ډېره ژوره پاملرنه شوې او د ژوند ملګري په خپله خوښه ټاكنه د هر ځوان او هرې پېغلې حق ګڼل كېږي او زموږ په ټولو تېرو قانونو كې همداسې وو، خو زموږ په كليوالو سيمو كې څه چې په ښاري كورنيو كې هم دغه ربړه په پام كې نه نيول كېږي. اوس- اوس په افغانستان كې اكثريت كورنۍ د هلك او نجلۍ له خوښې پرته جوړېږي، دا رنګه په لسګونو ډېرې ستونزې په ټولنه كې شته، چې ځينې ښځمنې يې په اساسي قوانينو كې د ښځمنو د حقوقو نه جوتېدل ګڼي، حال دا چې دا ستونزې كلتوري اړخ لري او كلتوري ستونزې هغه ستونزې دي، چې ورسره ټكر او پرې مخامخ ورتګ نه يوازې ټپ نه جوړوي، بلكې له ټپ څخه د بيزو ټپ جوړوي او ستونزه لا پسې پراخېږي. نو پردې بنسټ ټولنه بايد وروزل شي، د كلتوري ستونزو له منځه وړلو لپاره بايد نامستقيم تبليغ وشي، ”په دې اړه بايد خپرنيز اطلاعات او پروګرامونه جوړ شي او هڅه دې وشي، چې دغه كلتوري نيمګړتياوې ترميمې شي، همدا شان د كور ښځينه هغه مركزي لوبغاړي دي، چې وكولاى شي، په خپل مټ او رغنده رول سره په خپله كورنۍ كې دغه كلتوري نيمګړتياوې د وخت په تېرېدو سره له منځه يوسي “

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:9 PM لېږونكى:هوسۍ |
د جايدادونو مافيا

سحر زرمتي، پكتيا

د جايدادونو مافيا

د روان لمريز كال د وږي د مياشتې په وروستيو كې د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون او د بشر د حقوقو په چارو كې د ملګرو ملتونو استازي ښاغلي ميلن كتوري د كابل ښار په يوه تاريخي سيمه ”شېرپور“ كې د سيمې د اوسېدونكو د كورونو په نړولو او له هغوى سره د ناوړه چلند په باب كلكه خواشيني څرګنده كړه او د هغو جګپوړو چارواكو نومونه يې رسوا كړل، چې له واك څخه په ناوړه ګټه اخيستنې سره يې په شېرپور كې د ځمكو نومرې غصب كړې وې او په دې توګه په افغانستان كې د جايدادونو د مافيا له خوا، د خلكو د جايدادونو د غصبولو د سلګونو پېښو په لړ كې يو بل اقدام هېوادوالو او نړيوالو ته څرګند شو.
په شېرپور كې دولتي ځمكې او د خلكو كورونه په غيرقانوني توګه پر داسې كسانو وېشل شوي دي، چې زياتره يې په كابل كې تر يوه زيات لوكس كورونه لري.
په دې وروستيو كې د ”ارادې“ په ازاده ورځپاڼه او ”افغان“ اوونيزه كې د هغو دوه نيم سوو كسانو د لست خپرېدو، چې په شېرپور كې يې نومرې تر ګوتو كړې دي، دا وښووله چې د يو شمېر جګپوړو چارواكو د كورنيو پر شپږو او اوو تنو يو ځاى نومرې وېشل شوې دي اوپر يوه تن ان 5600 متره مربع ځمكه هم وېشل شوې ده.
داسې څرګندېږي چې د زور خاوندانو د خپل دغه ناوړه عمل د قانوني ښوولو لپاره يو شمېر نور كسان هم په مهارت سره د ځان ملګري كړي دي.
وړ خو دا وه چې لومړى دې د شېرپور د كورونو پخوانيو خاوندانو ته په همدې سيمه كې نورې نومرې وېشل شوې واى. ځكه د افغانستان د مدني قانون له مخې كه څوك په يوه كور كې پنځلس كاله استوګنه ولري، كور يې دايمي ملكيت ګرځي. كه دا هم نه شواى كېدلاى، په كار وه چې د سيمې پخوانيو اوسېدونكو ته په بله سيمه كې نومرې وېشل شوې واى او بيا دا سيمه پر نورو مستحقو كسانو له قانوني لارو وېشل شوې واى.
زموږ زيات شمېر هېوادوال همدا اوس په كابل ښار كې په كېږديو كې شپې سبا كوي. د پوهنتون استادان، ليكوال او شاعران، ژورناليسټان، مامورين، ښوونكي او زيات شمېر كابل ښاريان د بېكورۍ د ستونزې له كبله ځورېږي، خو په شېرپور كې پر يوه تن پنځه نومرې هم وېشل كېږي.
د كابل والي ښاغلي ملا تاج محمد مجاهد خو له بي بي سي راډيو سره په مركه كې دا هم وويل چې دا سيمه ځكه پخوانيو اوسېدونكو ته ونه وېشل شوه، چې دلته د هر كور ابادول يو لك او دوه لكه ډالره لګښت غواړي، هغوى غريب خلك دي، چې ټول هم سره يوځاى شي، يو كور هم نه شي ابادولاى.
څوك نه شته چې له دغه ښاغلي وپوښتي، چې تا دومره ډالره له كومه كړل؟؟
د شېرپور د ځمكې موضوع په ملي او نړيواله كچه سخت غبرګونونه راوپارول. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي براهيمي پر دې پېښه ژوره خواشيني څرګنده كړه. د انتقالي اسلامي دولت مشر ښاغلي حامد كرزي د يوه ځانګړي حكم له مخې د خپلو مرستيالانو واكونه محدود كړل او د كابل د امنيې قوماندان محمد بصير سالنګي يې، چې د شېرپور د كورونو په نړولو او د سيمې د اوسېدونكي په وهلو ټكولو تورن و، له خپلې دندې ګوښه كړ.
د ښاغلي حامد كرزي د ځانګړي حكم له مخې: د شېرپور د كورونو د موضوع د څېړلو لپاره يو كميسيون هم موظف شو، كميسيون په لومړي ګام كې د شېرپور د كورونو د ابادولو او د كار د بندولو حكم صادر كړ.
خو، د زر او ټوپك خاوندانو د دولت او كميسيون، د دغسې پرېكړې پروا ونه كړه او د دغو كورونو د ابادولو كار يې تر پخوا ګړندى كړ.
سره له دې چې په تېرو دوو كلونو كې د بېلابېلو مسئلو په اړه بېشمېره كميسيونونو خلك ستړي كړي دي او پوهېږي چې د دغه كميسيون د كار پايلې به هم د نورو هغو په څېر د زور د خاوندانو له لومو څخه راونه وځي. خو بيا هم په دې كميسيون كې د بشر د حقوقو د خپلواك كميسيون او د ملګرو ملتونو د استازو ګډون او له بهرنيو ازادو راډيوګانو سره د كميسيون د رئيس او ځينو نورو غړو وعدو هيله من كړي دي او په بېصبرۍ سره د كميسيون د وروستيو پايلو اعلان ته سترګې په لار دي. خو د دوو مياشتو په تېرېدو سره د كميسيون د كار پايلې لا نه دي اعلان شوي.
بله خبره چې د يادولو وړ ده، دا ده چې د كورونو او جايدادونو پر سر جنجال يوازې د شېرپور په سيمه كې نه دى، بلكې دا ستونزه د كابل ښار په هره برخه او نژدې په ټول هېواد كې چې د جنګسالارانو واك پرې چلېږي او د جايدادونو د مافيا لاس وررسېږي، موجوده ده.
د شېرپور اصلي اوسېدونكي ښايي تر نورو نېكمرغه وګڼو، چې كورونه يې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ دفتر ته نژدې و او د ملګرو ملتونو چارواكو پر دوى باندې د خښتو او د ټوپكو د قنداغونو ګوزارونه ليدل. د ملګرو ملتونو د دفتر مسوولينو د خپلو دفترونو له كړكيو څخه د دوى د كورونو د ويجاړېدلو دوړې او ګردونه ليدل، ځكه يې غږ واورېدل شو.
د هېواد د شمالي ولايتونو د بېګناه او بېدفاع اوسېدونكو غږ به څوك اوري، چې كورونه او جايدادونه يې د جنګسالارانو له خوا په زوره ونيول شول او دوى د هېواد په نورو سيمو كې او يا له هېواد څخه بهر د مهاجرت شپې سبا كوي.
د ټوپك په زور د خلكو د كورونو او جايدادونو غصبول، په زياترو ولايتونو كې په بېلابېلو نومونو دوام لري.
په كابل كې نړيوال سوله ساتي ځواكونه هم موجود دي. د خلكو پر كورونو او جايدادونو د وسلوالو كسانو له خوا تېرى كېږي. د كابل د تهيهْ مسكن په بلاكونو كې يو تن اوسېدونكى روح الله چې د ټوپكوالو له پرله پسې اخطارونو سره- سره له خپله كوره ونه وت، په خپل كور كې ووژل شو. دلته قباله شوي كورونه هم په زوره ونيول شول. د كابل د څارندوى په بلاكونو كې تر سلو زيات كورونه د وسلوالو له خوا په زوره غصب شوي دي.
د څارندوى بلاكونو اوسېدونكو د روان لمريز كال د غبرګولي په مياشت كې د كابل د ارګ په مخكې لويه مظاهره وكړه، خو غږ يې وانه ورېدل شو او كورونه يې اوس هم د وسلوالو كسانو له خوا په بېلابېلو پلمو نيول كېږي. په سره مېنه، قرغه، د ښاروالۍ بلاكونو، څرخي پله او د كابل ښار په نورو سيمو كې د وسلوالو كسانو او جګپوړو چارواكو له خوا زيات شمېر كورونه په زوره نيول شوي دي. د كورونو اصلي خاوندان په دولتي ادارو كې سرګردانه دي، خو څوك يې غږ نه اوري.
په دې وروستيو كې ”والټرژورنال“ ورځپاڼې په دې باب يو بل زړه بوږنوونكى خبر خپور كړ، هغه دا و چې په امريكا كې يو تن افغان كډوال (فريد) چې تر شلو كلونو وروسته د خپل كور د احوال اخيستلو لپاره كابل ته راغلى و او په نوي ښار كې يې د خپل كور دروازه ټكولې وه، له كور څخه يو تن چې د دولت د يوه جګپوړي چارواكي نژدې خپل و، راوتلى و. كله چې پوه شوى و، چې د كور اصلي خاوند راغلى دى، نو په ادب سره بېرته كور ته ننوتلى و، له هغې خوا يې له ځانه سره تفنګچه رااخيستې وه او فريد يې پرې ويشتلى و، بېرته په سړه سينه كور ته ننوتلى و، د فريد مېرمنې د خپل خاوند مړى خاورو ته وسپاره او په خپله بېرته امريكا ته ستنه شوه.
دېته ورته پېښې نورې هم زياتې دي، چې څوك پرې خبر نه دي.
ليرې نه ده چې د جايدادونو پر سر په هره سيمه كې جګړې او غچ اخيستنې پيل شي. د افغانستان راتلونكى دولت بايد په دې باب عملي ګامونه واخلي او يوازې د كميسيونونو په ګمارلو بسنه ونه كړي.
دا هم د هغو كسانو لسټ، چې د شېرپور په سيمه كې پرې د ځمكو نومرې وېشل شوې دي:

شمېره

نوم

دنده

د نومرو شمېر

1

ښاغلى احدي

د بانك رئيس

يو نومره

2

حبيبه سرابي

د ښځو چارو وزيره

//

3

قسيم فهيم

دفاع وزير

//

4

يونس قانوني

پوهنې وزير

//

5

د ښاروال ټول مرستيالان

 

يوه يوه نومره

6

حميد صديقي

د ملت بابا دفتر

//

7

هدايت الله دياني

//

//

8

مالك

 

//

9

محمد محقق

پلان وزير

//

10

بابه جان

 

//

11

حاجي الماس

 

//

12

امان الله ګذر

 

اته نومرې

13

عبدالرحيم

 

شپږ نومرې

14

شاكركارګر

ابو او برېښگا وزير

يوه نومره

15

حليم خان

 

//

16

بابه جلندر

 

//

17

ګل حيدر

 

//

18

قوماندان ګدا

 

//

19

 جنرال مومن كورنۍ

 

//

20

ګل اغا شېرزى

ښارجوړونې وزير

//

21

حاجي فيروزي

بالاحصار055فرقې قوماندان

//

22

حاجي كاتب

دفاع وزارت د مېلمستون امر

//

23

مرادي

كابل ښاروالۍ پلان رئيس

//

24

بسم الله خان

دفاع وزارت مرستيال

//

25

جنرال عزيز

 

//

26

جګدلك

كابل ښاروال

//

27

د حاجي قدير كورنۍ

 

//

28

ډاكټر تاج محمد

سحر زرمتي، پكتيا

د جايدادونو مافيا

د روان لمريز كال د وږي د مياشتې په وروستيو كې د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون او د بشر د حقوقو په چارو كې د ملګرو ملتونو استازي ښاغلي ميلن كتوري د كابل ښار په يوه تاريخي سيمه ”شېرپور“ كې د سيمې د اوسېدونكو د كورونو په نړولو او له هغوى سره د ناوړه چلند په باب كلكه خواشيني څرګنده كړه او د هغو جګپوړو چارواكو نومونه يې رسوا كړل، چې له واك څخه په ناوړه ګټه اخيستنې سره يې په شېرپور كې د ځمكو نومرې غصب كړې وې او په دې توګه په افغانستان كې د جايدادونو د مافيا له خوا، د خلكو د جايدادونو د غصبولو د سلګونو پېښو په لړ كې يو بل اقدام هېوادوالو او نړيوالو ته څرګند شو.
په شېرپور كې دولتي ځمكې او د خلكو كورونه په غيرقانوني توګه پر داسې كسانو وېشل شوي دي، چې زياتره يې په كابل كې تر يوه زيات لوكس كورونه لري.
په دې وروستيو كې د ”ارادې“ په ازاده ورځپاڼه او ”افغان“ اوونيزه كې د هغو دوه نيم سوو كسانو د لست خپرېدو، چې په شېرپور كې يې نومرې تر ګوتو كړې دي، دا وښووله چې د يو شمېر جګپوړو چارواكو د كورنيو پر شپږو او اوو تنو يو ځاى نومرې وېشل شوې دي اوپر يوه تن ان 5600 متره مربع ځمكه هم وېشل شوې ده.
داسې څرګندېږي چې د زور خاوندانو د خپل دغه ناوړه عمل د قانوني ښوولو لپاره يو شمېر نور كسان هم په مهارت سره د ځان ملګري كړي دي.
وړ خو دا وه چې لومړى دې د شېرپور د كورونو پخوانيو خاوندانو ته په همدې سيمه كې نورې نومرې وېشل شوې واى. ځكه د افغانستان د مدني قانون له مخې كه څوك په يوه كور كې پنځلس كاله استوګنه ولري، كور يې دايمي ملكيت ګرځي. كه دا هم نه شواى كېدلاى، په كار وه چې د سيمې پخوانيو اوسېدونكو ته په بله سيمه كې نومرې وېشل شوې واى او بيا دا سيمه پر نورو مستحقو كسانو له قانوني لارو وېشل شوې واى.
زموږ زيات شمېر هېوادوال همدا اوس په كابل ښار كې په كېږديو كې شپې سبا كوي. د پوهنتون استادان، ليكوال او شاعران، ژورناليسټان، مامورين، ښوونكي او زيات شمېر كابل ښاريان د بېكورۍ د ستونزې له كبله ځورېږي، خو په شېرپور كې پر يوه تن پنځه نومرې هم وېشل كېږي.
د كابل والي ښاغلي ملا تاج محمد مجاهد خو له بي بي سي راډيو سره په مركه كې دا هم وويل چې دا سيمه ځكه پخوانيو اوسېدونكو ته ونه وېشل شوه، چې دلته د هر كور ابادول يو لك او دوه لكه ډالره لګښت غواړي، هغوى غريب خلك دي، چې ټول هم سره يوځاى شي، يو كور هم نه شي ابادولاى.
څوك نه شته چې له دغه ښاغلي وپوښتي، چې تا دومره ډالره له كومه كړل؟؟
د شېرپور د ځمكې موضوع په ملي او نړيواله كچه سخت غبرګونونه راوپارول. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي براهيمي پر دې پېښه ژوره خواشيني څرګنده كړه. د انتقالي اسلامي دولت مشر ښاغلي حامد كرزي د يوه ځانګړي حكم له مخې د خپلو مرستيالانو واكونه محدود كړل او د كابل د امنيې قوماندان محمد بصير سالنګي يې، چې د شېرپور د كورونو په نړولو او د سيمې د اوسېدونكي په وهلو ټكولو تورن و، له خپلې دندې ګوښه كړ.
د ښاغلي حامد كرزي د ځانګړي حكم له مخې: د شېرپور د كورونو د موضوع د څېړلو لپاره يو كميسيون هم موظف شو، كميسيون په لومړي ګام كې د شېرپور د كورونو د ابادولو او د كار د بندولو حكم صادر كړ.
خو، د زر او ټوپك خاوندانو د دولت او كميسيون، د دغسې پرېكړې پروا ونه كړه او د دغو كورونو د ابادولو كار يې تر پخوا ګړندى كړ.
سره له دې چې په تېرو دوو كلونو كې د بېلابېلو مسئلو په اړه بېشمېره كميسيونونو خلك ستړي كړي دي او پوهېږي چې د دغه كميسيون د كار پايلې به هم د نورو هغو په څېر د زور د خاوندانو له لومو څخه راونه وځي. خو بيا هم په دې كميسيون كې د بشر د حقوقو د خپلواك كميسيون او د ملګرو ملتونو د استازو ګډون او له بهرنيو ازادو راډيوګانو سره د كميسيون د رئيس او ځينو نورو غړو وعدو هيله من كړي دي او په بېصبرۍ سره د كميسيون د وروستيو پايلو اعلان ته سترګې په لار دي. خو د دوو مياشتو په تېرېدو سره د كميسيون د كار پايلې لا نه دي اعلان شوي.
بله خبره چې د يادولو وړ ده، دا ده چې د كورونو او جايدادونو پر سر جنجال يوازې د شېرپور په سيمه كې نه دى، بلكې دا ستونزه د كابل ښار په هره برخه او نژدې په ټول هېواد كې چې د جنګسالارانو واك پرې چلېږي او د جايدادونو د مافيا لاس وررسېږي، موجوده ده.
د شېرپور اصلي اوسېدونكي ښايي تر نورو نېكمرغه وګڼو، چې كورونه يې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ دفتر ته نژدې و او د ملګرو ملتونو چارواكو پر دوى باندې د خښتو او د ټوپكو د قنداغونو ګوزارونه ليدل. د ملګرو ملتونو د دفتر مسوولينو د خپلو دفترونو له كړكيو څخه د دوى د كورونو د ويجاړېدلو دوړې او ګردونه ليدل، ځكه يې غږ واورېدل شو.
د هېواد د شمالي ولايتونو د بېګناه او بېدفاع اوسېدونكو غږ به څوك اوري، چې كورونه او جايدادونه يې د جنګسالارانو له خوا په زوره ونيول شول او دوى د هېواد په نورو سيمو كې او يا له هېواد څخه بهر د مهاجرت شپې سبا كوي.
د ټوپك په زور د خلكو د كورونو او جايدادونو غصبول، په زياترو ولايتونو كې په بېلابېلو نومونو دوام لري.
په كابل كې نړيوال سوله ساتي ځواكونه هم موجود دي. د خلكو پر كورونو او جايدادونو د وسلوالو كسانو له خوا تېرى كېږي. د كابل د تهيهْ مسكن په بلاكونو كې يو تن اوسېدونكى روح الله چې د ټوپكوالو له پرله پسې اخطارونو سره- سره له خپله كوره ونه وت، په خپل كور كې ووژل شو. دلته قباله شوي كورونه هم په زوره ونيول شول. د كابل د څارندوى په بلاكونو كې تر سلو زيات كورونه د وسلوالو له خوا په زوره غصب شوي دي.
د څارندوى بلاكونو اوسېدونكو د روان لمريز كال د غبرګولي په مياشت كې د كابل د ارګ په مخكې لويه مظاهره وكړه، خو غږ يې وانه ورېدل شو او كورونه يې اوس هم د وسلوالو كسانو له خوا په بېلابېلو پلمو نيول كېږي. په سره مېنه، قرغه، د ښاروالۍ بلاكونو، څرخي پله او د كابل ښار په نورو سيمو كې د وسلوالو كسانو او جګپوړو چارواكو له خوا زيات شمېر كورونه په زوره نيول شوي دي. د كورونو اصلي خاوندان په دولتي ادارو كې سرګردانه دي، خو څوك يې غږ نه اوري.
په دې وروستيو كې ”والټرژورنال“ ورځپاڼې په دې باب يو بل زړه بوږنوونكى خبر خپور كړ، هغه دا و چې په امريكا كې يو تن افغان كډوال (فريد) چې تر شلو كلونو وروسته د خپل كور د احوال اخيستلو لپاره كابل ته راغلى و او په نوي ښار كې يې د خپل كور دروازه ټكولې وه، له كور څخه يو تن چې د دولت د يوه جګپوړي چارواكي نژدې خپل و، راوتلى و. كله چې پوه شوى و، چې د كور اصلي خاوند راغلى دى، نو په ادب سره بېرته كور ته ننوتلى و، له هغې خوا يې له ځانه سره تفنګچه رااخيستې وه او فريد يې پرې ويشتلى و، بېرته په سړه سينه كور ته ننوتلى و، د فريد مېرمنې د خپل خاوند مړى خاورو ته وسپاره او په خپله بېرته امريكا ته ستنه شوه.
دېته ورته پېښې نورې هم زياتې دي، چې څوك پرې خبر نه دي.
ليرې نه ده چې د جايدادونو پر سر په هره سيمه كې جګړې او غچ اخيستنې پيل شي. د افغانستان راتلونكى دولت بايد په دې باب عملي ګامونه واخلي او يوازې د كميسيونونو په ګمارلو بسنه ونه كړي.
دا هم د هغو كسانو لسټ، چې د شېرپور په سيمه كې پرې د ځمكو نومرې وېشل شوې دي:

شمېره

نوم

دنده

د نومرو شمېر

1

ښاغلى احدي

د بانك رئيس

يو نومره

2

حبيبه سرابي

د ښځو چارو وزيره

//

3

قسيم فهيم

دفاع وزير

//

4

يونس قانوني

پوهنې وزير

//

5

د ښاروال ټول مرستيالان

 

يوه يوه نومره

6

حميد صديقي

د ملت بابا دفتر

//

7

هدايت الله دياني

//

//

8

مالك

 

//

9

محمد محقق

پلان وزير

//

10

بابه جان

 

//

11

حاجي الماس

 

//

12

امان الله ګذر

 

اته نومرې

13

عبدالرحيم

 

شپږ نومرې

14

شاكركارګر

ابو او برېښگا وزير

يوه نومره

15

حليم خان

 

//

16

بابه جلندر

 

//

17

ګل حيدر

 

//

18

قوماندان ګدا

 

//

19

 جنرال مومن كورنۍ

 

//

20

ګل اغا شېرزى

ښارجوړونې وزير

//

21

حاجي فيروزي

بالاحصار055فرقې قوماندان

//

22

حاجي كاتب

دفاع وزارت د مېلمستون امر

//

23

مرادي

كابل ښاروالۍ پلان رئيس

//

24

بسم الله خان

دفاع وزارت مرستيال

//

25

جنرال عزيز

 

//

26

جګدلك

كابل ښاروال

//

27

د حاجي قدير كورنۍ

 

//

28

ډاكټر تاج محمد

 

//

29

خالق فضل

تصديو د كتنې كميسيون رئيس

//

 

 

 

//

29

خالق فضل

تصديو د كتنې كميسيون رئيس

//

 

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:8 PM لېږونكى:هوسۍ |
کيسه څنګه پيل شي؟

ليكوال : داريوش عابدي

 ژباړه : شېراحمد حيدر


 کيسه څنګه پيل شي ؟

هر سهار به د خپل ښايسته چرګ په اذان له خوبه پاڅېدم. دباندې به وتم او پر چوتره به كښېناستم. بيا به مې د خپل ښكلي چرګ اواز ته پام واوښت. هغه وخت زه لا ښوونځي ته نه تلم. بس په ټول ژوند كې مې يوازې تسل هماغه ښكلى چرګ و او په دې فكر كې به وم چې دا ښكلى چرګ څنګه، له غورنيكه، نيكه او بيا زما تر پلاره او بيا دا دى همدا تر ما پورې په يوه قد او كچه رارسېدلى دى. زما د دې فكر په اړه مې له پلار سره څو- څو وارې خبرې وكړې، هغه به مې هر ځل پر سر لاس راتېر كړ. راته ويل به يې:
” كله چې زه ماشوم وم، دا چرګ په دې نړۍ كې نه و“.
د پلار په دې خبرو مې باور نه شو كولاى. خو چې لږ لوى شوم، زړه ته مې ولوېدل، چې د پلار خبره مې رښتيا ده او زما تر پيدايښت وروسته دا چرګ دنيا ته راغلى. هغه هم په دې قد او اندازه نه، بلكې لومړى د نطفې په بڼه د مور په نس كې او وروسته د هګۍ په بڼه. چې پر دې هګۍ يې مور كښېناسته او څه وخت وروسته زما چرګ د چرګوړي په بڼه له هګۍ راووت او تر يو دوو كلونو وروسته، په همدغه قد او اندازه شو. كله چې مې د خپل چاپېريال په اړه فكر وكړ، پوه شوم، چې مېوې هم په دغه ډول دي، لومړى يوه وړه دانه په خاوره كې پټه وي، وروسته د اوبو او موادو له جذبه له ځمكې راوځي، په نيالګي بدلېږي او تر كلونو وروسته موږ د هغه خوږه مېوه خورو.
څه وخت مخكې مې له يوه داستان ليكونكي دوست سره د خپل چرګ د خاطرو خبره رابرسېره كړه، هغه هم د خپل ماشومتوب څو خاطرې رايادې كړې. ويې ويل چې ډېر داستانونه يې په مستقيم او نامستقيم ډول منځته راغلي، چې دا يې ډېر د ماشومتوب د وخت خاطرې وې. پوه شوم چې د كيسه ليكوالو په اړه مې اشتباه كړې. ما تل داسې فكر كاوه، چې يو كيسه ليكوال يوازې هغه وخت كيسه ليكي، چې زړه يې وغواړي او يا به داسې وي، چې د ده د ماشومتوب يا ځوانۍ په دوران كې له پېښو شويو پېښو څخه څه راخلي. خو داسې نه ده.
يوه ورځ مې فكر كاوه، د خپلې زده كړې دوره راياده شوه. زموږ د رسم ښوونكي به ازاه موضوع راكوله، ويل به يې:
” هرڅه چې مو زړه غواړي انځور يې كړئ“.
ډېر ځله به زده كوونكي په دې كې وو چې څه انځور كړي؟ زه به هم د نورو زده كوونكو په څېر په دې كې ورك وم، چې څه رسم كړم. په ذهن كې به مې راګرځېدل چې يو كور انځور كړم. يا د كور يوه منظره. بيا به مې د خپل انځور د جزئياتو په اړه فكر كاوه. كور بايد څگه ډول وي؟ ايا دودكښ ولري كه نه؟ د كور ترڅنګ كه يوه ونه رسم كړم، څنګه به وي؟ كه يو وړوكى حوض وي، ايا دا منظره به ښكلې نه شي...؟
كه دا شيان مې سره يوځاى كولاى يو درسي ساعت به تېرېده، ځينو زده كوونكو خو لا خپل انځورونه له ځانه سره كور ته وړل، چې هورې يې بشپړ كړي.
زموږ د ليكوالۍ ساعت هم همداسې و. ښوونكي به ازاده موضوع راكوله، بيا به موږ پر موضوع فكر كاوه، چې د ليكلو لپاره يوه نوې موضوع پيدا كړو. په ټولګي او كور كې زموږ ټول وخت په همدې تېرېده.
لكه چرګ او كرنه، چې يوه موده وروسته حاصل وركوي. زده كوونكي هم د ليكنې او رسامۍ د موضوع پيدا كولو لپاره وخت ته اړتيا لري.
كيسه ليكوال يوڅه وخت د موضوع پيداكولو، بيا په ذهن كې موضوع ته ودې وركولو او بالاخره د كاغذ پرمخ د څه ليكلو لپاره ډېر وخت غواړي. دا وخت د ذهن په اماده ګۍ پورې اړه لري، چې كله كم او كله زيات شي.
ځينې وخت به مې د سترو ليكوالو مركې لوستلې، چې يوه موضوع يې څو كاله وروسته د كاغذ پر مخ ليكلې. دا خبره كېدى شي په لومړي سر كې سړى حيران كړي. خو بايد وپوهېږو چې د ليكوال ذهن د اماده شوې ځمكې په څېر دى، كه تخم په كې ولوېږي، دا تخم مواد اخلي او بيا وده كوي. كه په كرنيزه ځمكه كې تخم يوڅه وخت پاته شي او هغه ته غذايي توكي او اوبه ونه رسېږي، ښايي له منځه لاړ شي. خو د ليكوال په ذهن كې يو زړى هېڅكله هم له منځه نه ځي، بلكې د ودې لپاره وړ موادو ته په تمه وي، چې ځينې وخت ښايي د ليكوال له ياده ووځي. خو څو كاله وروسته چې ليكوال له نويو موضوعاتو خبر شي او د ژوند تجربې يې زياتې او د خيال نړۍ يې پراخه شي، ښايي هماغه زړى بيا ودې ته ځان چمتو كړي. كه ليكوال بيا هماغه زړى وپالي او يا د داستان همغې موضوع ته وروګرځي، كېدى شي ښه وده وكړي او په يوه ښكلي داستان واوړي.
تاسې به له ځانه سره فكر كوئ، كه د داستان يوه موضوع مو په ذهن كې وي، بايد كلونه صبر وكْړئ نو كه داسې وي، نو بايد ووايم چې زما موخه دا نه ده. زما آر خبره دا ده چې د هرې ليكنې د جوړښت لپاره وخت ته اړتيا ده او ليكوال بايد بيړه ونه كړي. داسې فكر ونه كړي، چې يوه سوژه مو ذهن ته درغله، نو بايد په بيړه دې د كاغذ پرمخ راووځي. دا يوه تېروتنه ده، كه دا كار وكړئ ډاډه واوسئ لومړى كس چې ستاسو كيسه لولي، كه تاسې ورته ونه واياست، هغه به له ځانه سره وايي: څومره خامه ليكنه ده!.
تر اوسه به مو څو وارې اومه يا نيم خامه خواړه خوړلي وي. هغه خواړه چې پوره پاخه شوي نه وي، بېخونده وي. هضم يې هم ستونزې پيدا كوي. كيسه هم همداسې درواخله، كه په ذهن كې پخه نه شي، بېخونده خواړه يې وګڼه. ډاډه واوسئ كه يوه كيسه ستاسو په ذهن كې پوره پخه شي، يوې خوږې او خوندورې مڼې ته به ورته وي، خو كه دا مڼه خامه وخوړل شي، خوند به يې څنګه وي؟
ډېر لږ خلك شته، چې اومه مېوه خوړلاى شي. كه د داستان يوه موضوع مو په ذهن كې وي د هغې بېلابېل اړخونه وڅېړئ او پر جوړوونكو توكو (عناصرو) يې فكر وكړئ. د داستان پر جوړوونكو توكو به وروسته وغږېږو، خو په دې ډاډه واوسئ چې هر داستان يوڅه وخت وروسته په خپله لكه پخه مېوه ستاسو د ذهن له څانګو رابېلېږي او د سپين كاغذ پرمخ لوېږي. نو په ياد ولرئ، چې په داستان ليكلو كې بيړه ونه كړئ، وايي چې: بيړه د شيطان كار دى.
نو اوس چې پوه شوو داستان بايد تريو څه وخته په ذهن كې د پخېدو لپاره پرېښوول شي او بيا وروسته كاغذ ته راووځي، بده به نه وي هغه بېلابېل پړاوونه وپېژنو، چې داستان يې وهي او بيا كاغذ ته راوځي.
لكه څنګه چې چرګ په لومړيو كې د نطفې په بڼه و او وروسته د هګۍ په بڼه شو، بيا له هګۍ څخه د چرګوړي په بڼه رابېل شو او له يوڅه وخته وروسته غټ- پټ چرګ شو او يا مېوه لومړى يو زړى و، خو وروسته له ځمكې د نيالګي په بڼه راووت، ونه شو او خوږه مېوه يې وركړه. كيسه د دې لپاره چې په پوره كيسه واوړي او د ليكوال له ذهنه كاغذ ته راووځي، هغه وخت او مواد چې د ليكوال له ذهنه ترلاسه كوي، څو پړاوونه وهي. چې هغه دا دي:
1. موضوع پيدا كول.
2. پيغام.
3. د داستان بڼه.
4. وده او جوړښت.
د دې څلورو خبرو پېژندل له ليكوال سره مرسته كوي، چې كيسې څنګه بڼه خپله كړي. يو بڼوال كه پوه شي چې د ده كرونده په بېلابېلو پړاوونو كې څومره سرې او اوبو ته اړتيا لري، ښه حاصلات به يې لاسته راوړي وي. كه ليكوال هم د خپلې كيسې دا پړاوونه ښه وپېژني، كولاى شي خپله كيسه ګړندۍ، ښه او له منځپانګې (محتوا) ډكه كړي او كه يې كيسه له كومې ستونزې سره مخامخ شي، په دې دې پوه شي، چې ستونزه د كيسې د جوړښت په كوم پړاو كې ده



 

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:5 PM لېږونكى:هوسۍ |
د اېملخان كاسي ژوند ته يوه لنډه كتنه

ژباړه او ليكنه: احمد موسى، كوټه

 

د اېملخان كاسي ژوند ته يوه لنډه كتنه

 

ېملخان كاسى په 1964م كال د نومبر پر 22مه نېټه په كوټه كې زېږېدلى دى. د هغه پلار حاجي عبدالله جان پر خپل زوى د نامتو افغان اتل نوم كښېښود. كاسي ټبر د كوټې ځايي او تاريخي ټبر دى، د كوټې او د دغه ښار په شا و خوا كې اكثره ملكيتونه د دوى دي. دوى ټول لوستي خلك دي او ډېركي يې په حكومت كې پر لوړو څوكيو كار كوي. د دوى اكثره كسان ډاكټران، انجنيران او سوداګر دي. د اېملخان پلار: حاجي عبدالله جان يو شتمن سړى و، خو ټېكه داري يې هم پيل كړه. هغه خپله په عملي سياست كې برخه نه اخيستله، خو د ولسمشريزو ګوندونو مرسته يې كوله. هغه د سياسي لېډرانو له حكومت سره د بند په دوران كې د هغوى پر حال ځان خبراوه. چې په 1969م كال كې د خان عبدالصمدخان، ملك صادق، ملك عثمان، عبدالخالق، ملك حيات الله او نورو سياسي ليډرانو پرخلاف د پاكستان حكومت له خوا د بغاوت دوسيه جوړه شوه، نو ده يې ډېره مرسته وكړه، هغه د يووالي يوه نخښه ګڼل كېده. د ازادۍ د غورځنـګ يو غړى او د خدايي خدمتګار ګوند بنسټ اېښودونكى خان عبدالغفارخان او نور مشران به اكثره د ده مېلمانه وو. د مارشللا په دورو كې به چې خلك له سياسي ليډرانو څخه ليرې ګرځېدل، خو دى به يې كوربه و.
اېملخان د حاجي عبدالله جان له دويمې مېرمنې څخه زېږېدلى دى. تر لسم ټولګي پورې يې په ګرامري سكول (ښوونځي) كې سبق ووايه او ايف. اس. سي يې په ساينس كالج كې وويله. په بولان ميډيكل كلج كې يې د داخلې د ترلاسه كولو هڅه وكړه، خو بريالى نه شو. په 1986م كال كې يې مور وفات شوه.
په 1988م كال اېملخان د بلوڅستان له پوهنتون څخه د انګرېزي ادب (ام_اې) وويله. هغه د دندې د ترسره كولو لپاره غوښتنليك وركړ او د پوليسو د تاڼې مشري يې وركړه، خو ده يې د نه ترسره كولو پرېكړه وكړه. په 1989م كال كې يې پلار وفات شو. خو تر مړينې دمخه يې دكوټې په سوول نومي روغتون كې د عملياتو او پېښو څانګې جوړې كړې او نوي وسايل يې وركړل، چې 80 لكه كلدارې لګښت پرې راغى.
”اېملخان موږ ته له امريكا څخه دا خبر راكړ، چې له خپلو خپلوانو سره يې وليدل او تر يوې اوونۍ وروسته د فبرورۍ پرپنځمه يې دا وويل چې زما رخصتۍ په خلاصېدو دي، زه بېرته امريكاته ځم. د هغه تر تګ وروسته د فبرورۍ پر اتمه نېټه موږ له سي. ان.ان او بي. بي. سي څخه واورېدل چې اېملخان د جنورۍ پر 25مه نېټه د امريكا د جاسوسۍ د ادارې (سي. اى. اې) دوه ايجنټان وژلي او درې نور يې ټپيان كړي وو“. حميدالله چې دا څرګندونې يې كولې وويل: له كوټې څخه د اېملخان تر تګ وروسته ځايي پوليسو موږ وغوښتلو او د اېملخان په باره كې يې له موږ څخه پوښتنې وكړې. تر هغه وروسته د امريكا د څېړنيزې ادارې (
F.B.I
) كاركوونكي هم كوټې ته راغلل او زموږ له ټولو وروڼو سره يې جلا- جلا وليدل او د اېمل په باره كې يې پوښتنې كولې. د ايف، بي، اى د هغو ايجنټانو نومونه: اسكاوټ جوس او ارسين شاولټر وو. د 1993م كال په يوه نيمه شپه كې د فرنټير ځواكونو د ايف، بي، اى د ايجنټانو تر څارنې لاندې زموږ پر كور چاپه ووهله او په هغه شپه يې زموږ د يو څو خپلوانو پر كورونو هم چاپې ووهلې، چې په هغو كې يو ملك عرفان دى، چې صوبايي سكرټر و او بل تن يې د روغتيا وزير ډاكټر عبدالمالك كاسى و.
د اېملخان بل ورور ميرويس د بلې چاپې په باب داسې وويل: زموږ كور د كوټې ښار په مركزي سيمه كې دى. د جون د 14مې او 15مې نېټې نيمه شپه وه. يوه بېروونكي دربي زما سترګې روڼې كړې، ما پر انټركام باندې د كور له نورو غړو څخه د پوښتنې هڅه وكړه، چې دا د څه دربى دى؟ په دې وخت كې په مايك كې په پښتو ږغ شو، چې: خبر واوسئ، مه ښورئ. تاسې محاصره ياست، د فرنټيركور ځواكونو ستاسو كور محاصره كړى دى. ټول نارينه دې لاسونه پورته كړي او د سراى غولي ته دې راووځي. ښځې او كوچنيان دې يوې بلې خونې ته ورشي.
وروسته څرګنده شوه چې دربى د زغروالو ګاډيو و، چې د دروازو د خلاصولو په وخت كې يې اواز كاوه. زما وروڼه او د كور نور نارينه (چې د كور مزدوران هم په كې شامل وو) د سراى غولي ته راغلو. زموږ لاسونه يې راپورته كړل او تر ښې تالاشۍ وروسته يې په زغروالو ګاډيو كې كښېنولو. مزدوران يې ونه نيول. د فرنټيركور له ځواكونو سره د امريكايي تحقيقاتي ادارې ايف. بي. اى ايجنټان هم وو. د هغوى په لارښوونه د فرنټيركور ځواكونو زموږ د كور ښه تالاشي واخيستله او په ځانګړې توګه يې هغه خونه زياته تالاشي كړه، چې زموږ يو مېلمه په كې اوسېده. تر تالاشۍ وروسته يې زه اېمل وګڼلم او موږ يې د فرنټيركور عمومي دفتر ته بوتلو. دوى هلته زموږ د ګوتې نخښې واخيستلې. د ګوتو د نخښو تر څېړلو وروسته دوى ومنل چې زه اېمل نه يم. دوى له موږ څخه د اېمل او بيا په ځانګړې توګه د هغه مېلمه په باره كې زياتې پوښتنې وكړې، چې زموږ كره يې نيولى و. زموږ پر ځوابونو يې باور ونه كړ. خو زموږ مېلمه يې درې ورځې وروسته خوشې كړ.
د اېمل وروڼو او خپلوانو وويل چې موږ د هغه په باره كې هېڅ معلومات نه درلودل، نه مو هم ورسره اړيكي لرل. په 1997م كال د جون پر 16مه نېټه له ورځپاڼو او نورو خبري رسنيو څخه خبر شوو، چې اېملخان يې د دېره غازيخان په يوه هوټل كې نيولى دى. نور موږ هېڅ معلومات نه درلودل. اېملخان په محكمه كې په ډاګه ويلي وو چې: ما د امريكا جاسوسۍ ادارې دوه ايجنټان ځكه مړه كړل، چې امريكا د اسلام او مسلمانانو پرخلاف يوه ظالمانه او له دښمنۍ ډك چلند خپل كړى دى. په فلسطين او د نړۍ په ګوټ- ګوټ كې هره ورځ مسلمانان وژني.
اېملخان ويلي وو چې د امريكايي څارګرو (جاسوسانو) په هغو خبريالانو كې يو د بي بي سي د اردو څانګې خبريال هم و، چې له اېملخان سره يې مركه كړې وه. خبريال له اېملخان څخه پوښتنه وكړه: ته ولې امريكا ته راغلى وې؟ هغه په ځواب كې ورته وويل: زما يو ملګرى ترمخه لا په امريكا كې اوسېده، ما غوښتل چې امريكا ووينم او يو څه پيسې راسره وې، ما ويل كه كوم كار پيدا شو، نو كار و بار به پيل كړم. كله چې خبريال پوښتلي وو: تا ولې د امريكايي څارګرو ټېكونه په ګوليو ورغلبېل كړل؟ اېمل په ځواب كې زياته كړې وه: د دې كار وجه د امريكا دغه پاليسي ده چې د اسلامي او مسلمانانو پرضد يې غوره كړې ده. زه چې هر كار وكړم، ورباندې پښېماني نه كوم. زه د 1993م كال د جنورۍ پر 28مه نېټه كوټې ته ورسېدم. زما سره دا اندېښنه وه، چې زما د كړي كار سزا زما خپلوانو ته ونه رسېږي. زه د فبرورۍ پر پنځمې نېټې له كوټې څخه كراچي او له هغه ځايه پېښور ته لاړم، وروسته بيا افغانستان ته لاړم او په سهيل لويديزو سيمو كې يې اوسېدم.
كله چې خبريال له هغه څخه وپوښتل چې په پاكستان كې امريكايانو ته چا په لاس وركړې؟ هغه په ځواب كې وويل: زه له هغو سره يو څه شناخت لرم، هغوى داسې كسان وو، چې په دېره غازيخان كې يې مځكې او ځايونه درلودل او په افغانستان كې هم اوسېدل. د پاكستان شناخت كارټونه يې لرل. هغوى ما ته وويل چې موږ پاكستان ته ځو، هلته يو څه سودا كوو، ته هم له موږ سره راشه. زه هم ورسره روان شوم، موږ د 1997م كال د جون پر 15مه دېره غازيخان ته ورسېدو، له رسېدو سره سم موږ په شالمار هوټل كې 312 نومره خونه ونيوله. ماښام تر ډوډۍ خوړلو او لمانځه وروسته بيده شوم. په دې وخت كې دروازه وټكېده. ما سوچ كاوه چې د هوټل سړى دى او ما راويښوي. په خوبجن حالت دروازې ته ولاړ شوم، چې څنګه مې دروازه خلاصه كړه، نو يوه ډله خلك كوټې ته راننوتل او ويې نيولم. زه پوهېدم چې څه كيسه ده، ځكه چې زه د خوب په حالت كې وم، تياره وه، بريد كوونكو پر مځكه غوځار كړم او لاسونه يې تر شا راوتړل. هغوى له ما څخه په امريكايي لهجه د نوم پوښتنه وكړه، زه پوه شوم چې امريكايان دي. نو ما هم د نوم پرځاى په انګرېزۍ ورته بد او رد ويل. هغوى زما پر سر يو پوښ راواغوست او ما هېڅ نه ليدل. تر هغه وروسته يې زه تر اوږو ونيولم او په يوه غټ موټر كې يې واچولم. په موټر كې پاكستانيان هم وو، چې له امريكايانو سره يې خبرې كولې، په هغوى كې يوه پاكستاني له بل چا سره په ټليفون خبرې كولې او ويل يې چې اپرېشن (عمليات) بريالي شول او مېلمه راسره دى. موټر يوځاى ودرېد او ما د الوتكې د چالانېدو ږغ هم واورېد، پوه شوم چې هوايي ډګر دى. زه يې له موټر څخه كښته كړم او په الوتكه كې يې كښېنولم. الوتكه تر لږې الوتنې وروسته په يوه هوايي ډګر كې كښته شوه. امريكايان له الوتكې څخه لاړل. د دوى تر ترګ وروسته يو سړى راغى او زما له مخ څخه يې هغه پوښ ليرې كړ. هغه سړى پاكستانى و. هغه زما نوم او د نيول كېدو وجه وپوښته. ما هم ټوله كيسه ورته وكړه. هغه راته وويل: امريكايان دې ووژل؟ بيا يې وويل: دا د اسلام اباد هوايي دګر دى، تر يو څه وخت وروسته هغه وويل: هغه دي د امريكا د ايف. بي. اى ايجنټان راروان دي. په دې وخت كې يې زما پر مخ هغه پوښ بيا راواغوست. امريكايانو له الوتكې څخه كښته كړم او په يوه موټر كې يې كښېنولم، تر ډېر تګ وروسته يې له موټر څخه كښته او په يوه خونه كې يې بند كړم.
ما په هغه خونه كې دوې ورځې تېرې كړې. د دوى ډوډۍ مې نه خوړله، خو اوبه به مې څښلې او لمونځونه به مې هم كول. هلته يو پاكستانى ساتونكى موظف و، ما ترې وپوښتل: دا كوم ځاى دى؟ ويې ويل: دا د امريكا سفارت دى. تر دوو ورځو وروسته نوموړي ايجنټان راغلل او زما پر سر يې هغه پوښ بيا راواغوست او روان يې كړم. بيا يې په الوتكه كې كښېنولم. د الوتنې په دوران كې الوتكه د تېلو اخيستلو لپاره دوه ځايه كښته شوه. په الوتكه كې زما په لاسونو او پښو كې زولنې وې، چې د الوتكې له سيټ سره تړلې وې. له ما سره د امريكا د څېړنيزې ادارې څلور افسران هم وو. د ايف. بي. اى د هغې ډلې مشر نوم بروډلي و. هغه د لارې په دوران كې له ما څخه پوښتنه وكړه، چې تا دا ظلم ولې وكړ؟ ما ورته وويل: كوم ظلم؟ هغه وويل: ځان ناګاره مه اچوه. ما ورته وويل: ظلم خو په فلسطين كې كېږي، ظلم خو د نړۍ په هرځاى كې له مسلمانانو سره كېږي. بيا مې له ځان سره سوچ وكړ، چې دوى دې په خبرو كې هسې تر سر نيسي.
امريكا ته تر رسېدو وروسته دوى زه د ويرجينيا ايالت د سي. اى. اې څېړنيز منځي (مركز) ته بوتلم او له ما څخه يې ترڅو مياشتو پورې تحقيق وكړ. چې يوه افسر به تحقيق پوره كړ، نو بل به راغى. بله ورځ به بېرته هغه لومړى افسر راغى او ويل به يې چې ستا راكړى بيان ورك شو. اوس بل بيان وليكه. تر څو ورځو وروسته به بيا راښكاره شو او ويل به يې: ستا بيان دى، موږ يې درته وايو كه چېرې كومه تېروتنه په كې وي راته ووايه. په هغو بيانونو كې به دوى په لوى لاس تېروتنې كولې، په دې توګه يې هڅه كوله چې څرګنده كړي له ما سره څوك- څوك ملګري وو.
هغوى يوه ورځ راته وويل: زاهد خو پر خپل جرم اقرار كړى دى. ته ولې هغه ژغورې؟ بله ورځ يې يو كس راسره بند كړ، هغه بندي راته وويل: زه مسلمان يم او د افغانستان په جهاد كې مې برخه اخيستې ده. هغه بندي زما د خپلولو هڅه وكړه او ويل يې: زما په امريكا كې څوك او څوك ملګري دي او په امريكا كې يې د نورو بريدونو د پروګرامونو په باره كې خبرې كولې. خو په اصل كې هغه سړى د امريكايانو ايجنټ و، چې زما څخه يې د راز ايستلو هڅه كوله. ما چې څه ويلي وو ټول رښتيا وو.
اېملخان د ويرجينيا ايالت د بدن په دوران كې ډېرو مطبوعاتي ادارو ته ليكونه لېږل. چې په هغو كې يوه هم د كوټې جنګ نومې اردو ورځپاڼه ده. ده په هغو ليكونو كې يې د امريكايانو د ظلم او ستم داستانونه ليكلي دي.
ده په يوه ليك كې ليكي دي چې: ” امريكايان له ما سره ډېر تعصبانه چلند كوي. كله چې راته ډوډۍ راوړي، نو په وار- وار راته وايي چې دا د سركوزي غوښې دي. هغوى ته دا څرګنده ده چې زه مسلمان يم او په اسلام كې د سركوزي غوښې حرامې دي. همدارنګه به دوى زما مذهبي احساساتو ته زيان رساوه. ما به اكثره وخت ډوډۍ نه خوړله. د نه خوړلو په احتجاج مې لاس پورې كړى و. تر دوو ورځو وروسته افسرانو ته خبر وركړل شو، چې ډېر يې مه په عذابوئ.
دلته يو بل افسر هم شته، چې ما ته ترهګر وايي. خو د زندان له قانون سره سم هېڅوك چا ته هېڅ نه شي ويلاى. همدارنګه د شپې چې زه بيده يم، افسران چې زما له خونې سره تېرېږي نو دربى او كړپى جوړوي او ما له خوبه باسي. زه هر وخت وينم چې زما ليكونه ما ته نه رارسوي، دغه راز زه چې چا ته ليك ليكم هغه هم په پوسټ بكس كې نه اچوي، بلكې په امبار كې يې غورځوي. زه له دغو افسرانو څخه زيات په تنګ يم“.
اېملخان په يوه بل ليك كې ليكي: زه چې امريكايانو په كوم ځاى كې بندي كړى يم، هغه له څلورو خواوو څخه بند دى. زما د سر سوداګرانو ته 35ډالره وركړل شوي دي، چې تفصيل يې په نيوزويك نومې امريكايي مجله كې راغلى دى. زما دا اټكل دى چې تر 16 كروړه كلدارو ډېرې پيسې دي

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:5 PM لېږونكى:هوسۍ |
لوى څښتن په خپله د قران كريم ساتنه كوي

قاري فضل الحق، كوټه

لوى څښتن  په خپله د قران كريم ساتنه كوي

  له خوا د دېدا يو څرګند حقيقت دى، چې پر موږ باندې د پاك خداى سپېڅلي كتاب (قران كريم) د لورېينې له كبله ډېر حقونه شته. ځكه چې د دنيا لپاره يو بېسارى قانون او لارښود دى.
كله چې كومه تجارتي كمپني يو څيز جوړوي، نو ورسره يې يو كاغذ هم چاپ كړى وي، چې پر هغه لارښود كاغذ يې د هغه شي د كارونې، څنګه كارونې او څومره كارونې په اړه ټول معلومات ليكلي وي. كله چې څوك دا څيز كاروي، نو له هغه ليكلي لارښود څخه مرسته غواړي. په دې توګه هم كاروونكى كس له تېروتنو او نورو ستونزو څخه په امن كې وي، هم د نورو زيانونو مخه نيول كېږي.
 تر ټولوYكه په رښتيا او خلاصو سترګو وګورو، الله تعالى كارځايونو دغه كار په غور او هراړخيز ډول كړى دى، ځكه چې انسانانو ته دا دنيا د  په دې كارخانه كې انسان اباد كړ،Yهمداسې كارځاى مثال لري. نو كله چې پاك خداى نو يې د يوه ناپايه جهان د ښه والي لپاره هم ځينې قوانين راولېږل. چې د د دنيايي او اخروي ژوند لپاره د يوې تجربې حيثيت لري، په دې تجربوي نړۍ كې يې موږ ته لارښوونه كړې چې: كه مو په دې لنډمهالې دنيا كې خپل ژوند زما له حكمونو سره سم تېر كړ، نو بيا به مو ابدي ژوند درپه برخه شي. خو كه مو د يو څو ورځني ژوند لپاره په نړۍ كې زما نافرماني وكړه، زما له احكامو څخه مو سرغړونه وكړه، نو بيا به مو هغه اخروي او ابدي ژوند له ګواښ سره مخ وي.
كه له يوې خوا  پر موږ دا احسان دى چې موږ يې له ټولو ګواښونو څخه باخبره كړي
Yد پاك خداى يو، نو بل لوى احسان يې دا هم دى چې زموږ د لارښوونې لپاره يې كتاب هم رالېږلى دى. د دې تر څنګ يې د بشر د سمې لارښوونې لپاره خپل ځانګړى استازي، خپل شاګردان او پر هغو لارښوونو باندې سل په سلو كې عمل كوونكي پيغمبران هم راولېږل، چې په سمه توګه دا لارښوونې تشرېح او خپلو امتيانو ته  په دې بليغ كلام به څوك پوهېده؟ دا خو رسولان اوYيې وروښيي. ګنې د پاك خداى پيغمبران وو، چې په خپلو وختونو كې يې خپله موخه او دنده په ښه توګه ترسره كړه.

قران كريم پر موږ كوم حقونه لري؟

 د قران كريم (فرقان) لومړنى حق پر_  له لوري پر حضرتYموږ دا دى، چې موږ ورباندې ايمان ولرو او دا كتاب د خداى  يو رښتينى رالېږل شوى كتاب وګڼو. دغه راز يې حكمونو ته غاړهrپيغمبر كښېږدو.
 بايد قران كريم په الفاظو سره زده كړو، بايد د هر توري مخرج او
_
صفتونه وپېژنو. ځكه كه خداى مه كړه څوك قران مجيد مني او پر هغه ايمان هم لري او كله- كله يې وايي هم، خو د هغه په لوستلو كې تېروتنې كوي، نو د دې پرځاى چې هغه ته دا تلاوت ګټه ورسوي، د ده لپاره د زيان او تاوان سبب هم ګرځي. د يوه حديث مفهوم هم داسې دى: ډېر ځله به يو مسلمان د قران مجيد تلاوت كوي، خو هغه قران به پر ده باندې لعنت وايي. ځكه چې يو څوك كه د ثواب په نيت قران وايي، نو په كار خو دا وه چې ده ته دې اجر او ثواب رسېدلى واى. خو حديث وايي چې نه، هغه قران پر ده باندې لعنت وايي.
محدثين وايي، دا ځكه چې دغه كس د قران كريم توري په ښه توګه نه ادا كوي. نو كه د قران مجيد يو تورى په بل توري بدل شي، نو د  چې قران مجيد په
Yتوري له بدلېدو سره په مانا كې هم بدلون راځي. الله تعالى Yكومه ژبه رانازل كړى، نو په كار ده چې هغه ژبه ده كړئ. الله تعالى فرمايي:
”موږ دا قران په عربي ژبه نازل كړى دى“.

چې په ټولو ژبوYپاك خداى كې د قران لپاره عربي ژبه چاڼ او غوره كړه، وجه يې دا ده چې عربي فصيحه او رڼه ژبه ده. كه لږ يې په تورو، اعراب، زوَر او زېر كې بدلون راشي، نو د هغه توري په مانا كې هم ستر بدلون راځي.
د ساري په توګه قُل د ”ووايه“ مانا او كُل د ”وخوره“، قُلوب د ”زړونو“ او كُلوب د ”سپي“، عليم د ”خبرداره“ خو اليم بيا د ”دردناكه“ مانا وركوي. په كار ده چې ډېر غور او احتياط ورسره وشي.
 د قران
_ كريم بل حق د هغه پر مانا باندې ځان پوهول دي. ځكه كله چې موږ دا ومنو چې الله  خپل دا كلام د بنده ګانو د لارښوونې لپاره رالېږلى دى. په كار ده چېY
تعالى موږ يې په مانا ځانونه وپوهوو. ځكه كه د كتاب په مانا ځانونه ونه پوهوو، پر لارښوونو به يې عمل كول راته ګران كار وي. پر دې سربېره قران كريم نور حقونه هم لري. خو دلته موږ د خپلې موضوع لپاره د دې يو څو حقونو ټاكنه كوو.
قران  د 23كلونو
rكريم چې پر موږ دومره حقونه لري، ايا دا هغه قران دى چې پر حضرت محمد په موده كې رالېږل شوى او كه خداى مه كړه په دې كتاب كې هم د تورات، انجيل او زبور غوندې لاسوهنې شوي او د ردولو وړ دى؟

خو بايد ووايو چې قران كريم له هر ډول لاسوهنې څخه پاك كتاب دى، څوك په كې د يوې ذرې په كچه لاسوهنه هم نه شي  يې د ساتنې مسووليت منلى. لكه څنګه چې پهYكولاى. ځكه چې په خپله الله تعالى قران كريم كې فرمايي:

ژباړه: له شك پرته موږ دا خپل كتاب رالېږلى او موږ يې ساتونكي يو.
 داسې نه دي ويلي چې د كتاب ساتندويان به انبيان يا به
Yپاك خداى ملايكې يا ابدال، پوهان او محدثين وي. بلكې داسې يې فرمايلي چې موږ په خپله  د كوم شي د ساتنې مسووليت خپل وګاڼه،Yددې كتاب ساتندويان يو. كله چې پاك خداى Yنو په هغه كې د بدلون او لاسوهنې امكان له منځه ځي. په رښتيا هم چې پاك خداى په خپله د دې ستر كتاب ساتندوى دى. وګورئ د څوارلس سوه څلېرويشت كلونو په تېرېدو سره موږ وينو چې په شرق او غرب كې هماغه يو قران دى. د حيرانۍ خبره خو  د دې كتاب ساتنه په داسې مخلوق كوي، چې د قران دYلا دا ده چې الله تعالى يادولو په وخت كې مكلف نه دى، چې دى دې د عمر په يوه ځانګړي پړاو كې وي، موږ وينو چې اكثره ماشومان چې كله د دوولس كلنۍ او ديارلس كلنۍ ترمنځ عمر كې وي، نو قران يادوي او قران ته په خپلو سينو كې ځاى وركوي. سره له دې چې دا ماشومان تر دې وخته د الهي حكومونو له مخې مكلف هم نه دي. نه لمونځ، نه روژه، زكات او حج ان تر دې چې هېڅ خدايي حكم ورباندې روا نه وي. موږ په ټينګه عقيده لرو، چې دا كتاب كټ مټ هغه ستر الهي كتاب دى، چې تر قيامته پورې به په همدې بڼه خوندي وي. خو پرعكس زبور، تورات او انجيل چې څنګه د قومونو د رهبانيانو د ځاني غوښتنو له مخې رد او بدل كړاى شو او دوى د خپلو سردارانو په لارښوونه په كې بدلون راوست، حال دا چې قران كريم به خپله هغه بڼه چې د نازلېدو په وخت كې يې درلود، تر قيامته هماغسې ساتي (پاى)

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:4 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .