تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
محدود مقاومتي سيل-٢

دویمه برخه

ليكواله  : كريستينا لمب

ژباړن  : عنايت ساپى، كابل

 

محدود مقاومتي سيل

 


هو! زه د مجاهدينو دا ډول جګړه ييز ځواك ته حيرانه وم، تر چايو وروسته به سره كښېناستل، چا به خپلې جېبي هندارې راوايستلې او ځانونه به يې جوړول، چا به د نسوارو د ډبلي په هندارو كې، چې د دوى د يونيفارم يوه برخه وه، ځانونه جوړول. د خپلو پزو ويښته به يې ايستل، رانجه به يې اچول او برېتونه به يې غوړول. ځينو به يو بل ته لاسونه سره وركړي وو او د چكر لپاره به بهر ته وتل. ژړ ګلونه به يې راشكول، چا به په خوليو كې ايښي وو او چا به په لاسونو كې نيولي وو. ما ته دا هسې مسخرې ښكارېدې او داسې احساس مې نه كاوه، چې دا به هم د ازادۍ د مجاهدينو عادتونه وي. خو وروسته په دې وپوهېدم، چې ژړ ګلونه د اميد او هيلې نخښه ده، د ګلونو خوښونه د دوى د كمزورۍ نخښه نه، بلكې د دوى د امن خوښونې څرګندويه وه.

”مجاهدين ډېر قدر لري، خو موږ هېر كړي“، په هماغه اول سهار كې ما د تلو حوصله نه درلوده، دوى هم له تګ څخه انكار وكړ. چې په دې توګه يې يوه ټكسي ونيو، دا موټر يو مات ګوډ "پك اپ" و، چې په خټو لړل شوى و او دا هغه شى دى، چې په جګړه ځپلي افغانستان كې يې تمه كېدى شي. د افغانستان سړكونه خو د روسي اجنټانو د بمباريو له كبله وران شوي وو. تر يوې اوږدې فاصلې وروسته د يوه غره سر ته ورسېدو، هلته يو مجاهد په خپل پټو كې تاو شوى پروت و، چې د سختې ملاريا له كبله لړزيده، ان چې د مرګ حالت ته يې رسولى و.

قوماندان د اوسپنې يو ډبى "ګېلنه" له اوبو راډكه كړه او ما ته يې راكړه. دا په رښتيا چې يو سخت ساعت و. زه هم دومره تږې شوې وم، چې نورې مې شونډې چاودلې وې، كه تر څو ساعتونو اوبه نه رارسېدې، نو له كومې بدې پېښې سره به مخ شوې واى. ما دا نه غوښتل چې هغه خړې اوبه وڅښم او د صفرا يا ملاريا په ناروغۍ اخته شم، خو بياهم ما د مصلحت له مخې يو غوړپ وكړ، چې شونډې مې لندې شي، نورې مې بېرته تو كړې.

د بلې ورځې پر سهار ما ته د سورلي لپاره يوه خره راكړل شوه، په داسې حال كې چې زه په وړوكوالي كې يو ځل په يوه مېله كې يوې خرې په غاښ كړې وم، چې تر هغې وروسته زه پر خرې يا خره نه ومه سپره شوې. پر دې خرې كلاشينكوفونه، راكټونه او نورې وسلې بار وې، له دې كبله ما ته دا سفر له يوې خوا ځوروونكى ښكارېده او له بلې خوا مې ځان راته په امن كې نه ښكارېده. ځكه، زه په دې خبره ومه، چې پر څو كيلو چاودېدونكو موادو ناسته يم.

تر ډېرو ورځو پورې موږ د جګړې كومه نخښه ونه ليده، خو كله ناكله به روسي جېټونو چوپتيا ماته كړه، موږ به يې پر ځمكه پروت كولو ته اړ كولو. د چوپتيا په حالت كې يوازې د الوتكو غږ اوچتېده، ځكه چې هلته نه د ټرافيكو شورماشور و، نه د چمن پاكوونكو ماشينونو او نورو عصري سامانونو غږ راته.  موږ به كله- كله له هغو مسافرو سره هم ليدل، چې د حكومتي ځواكونو له ځاى څخه به راتلل، حيرانوونكې دا وه، چې د حكومت هېڅ پلوي به يې نه كوله، نو موږ به ورسره خپلې خبرې كولې، له هغوى څخه به مو پوښتنې كولې، چې مجاهدين څنګه په سپكو وسلو د دوى چورلكې (هليكوپټرې) راغورځوي او څنګه په ډبرو او لرګيو پر شوبلو (ټانكونو) حملې كوي. يو ځل موږ د يوه غره په لمن كې، چې يو څو كوډلې په كې وې، وروګرځېدو، چې لږ چگاى وڅښو. خو موږ هلته له غموونكي حالت سره مخ شوو، هلته يو ځوان هلك، چې په خپل سپين مخ كې يې تورې سترګې او تور برېتونه لرل، مړ پروت و. هغه شهيد و، د كور غړي يې ترې راچاپېر وو، په دې كې ترڅ كې مو هلته يو ماشوم هلك هم وليد، چې خپلې شونډې يې ژوولې او هڅه يې كوله، چې د خپلې مور په مخكې ونه ژاړي. جګړې هغه، د ډېرو هلكانو په شان تر بلوغ مخكې د خپلې كورنۍ مشر ګرځولى و.

د غرب پر زياتې مرستې سربېره بيا هم روغتيايي اسانتياوې له نشت سره برابرې وې. د هغه چا لپاره چې په جګړه كې به ټپي كېده، د پېښور روغتونونو ته يوه اوږده او خطرناكه لار په مخكې پرته وه. له دې كبله به اكثرو ناروغانو او ټپيانو خپل ژوند له لاسه وركاوه، د مړينې نخښه به يې دا وه، چې پر قبرونو به يې ورته درې كونجيزه ټوټه (جنډه) لګوله، چې باد به رپوله.

موږ هغه وخت له يو خطر سره مخ شوو، كله چې موږ د خپل لومړني سفر په دوران كې په ټكسي كې كښېناستو، كله چې زموږ موټر د مخالف ګوند”د سياف ګوند“د يوې پوستې په خوا كې تېرېده، نو پر موږ ډزې وشوې، ګولۍ زموږ له غوږونو سره سمې تېرې شوې، هغوى غوښتل چې له موږ څخه وسله واخلي او په خپله زېرمتونونو كې يې واچوي.

د حيرانۍ خبره دا ده چې د هغې پوستې چارچاپېره مو عربان او افريقايان هم وليدل چې ګرځېدل. موږ د يوې اندازې وسلې په پرېښودو سره له هغه ځايه په تېښه بريالي شوو، كله چې ځاځيو ته ورسېدو، نو د جګړې لپاره مو ځانګړى تيارى درلود، ماخوستن مهال و، چې موږ د خوړو لپاره هګۍ پيدا كړې، چې د سهار تر ناشتې او د ماښام تر وريجو وروسته يوه ښه غذايي تبديلي وه.

ټوله شپه مو د راكټونو د ډزو او د الوتكو د غورارو په ازاونو سره تېره كړه. كله چې له خوبه پاڅېدو د سهار د لمانځه وخت و، خو د لمر په راختو سره زه بېرته په خواږه خوب ويده شوم. خوب مې وليد چې په يوه بېړۍ كې سپره يم او بېړۍ په لار كې له يو څه سره ټكر كوي، كله چې راپاڅېدم، د يوې شوبلې (ټانك)  ډز مې واورېد، چې ښايي زما د بېړۍ د ټكر تعبير به همدا وي. ساعت ته مې وكتل، د سهار اته بجې وې، موږ غوښتل چې دوه ساعته مخكې بايد له دې ځايه وتلاى. بيا يو فكر راغى، چې ښايي هغوى تللي وي او زه يې يوازې پرېښى يم، خو كله چې مې د هغوى لوري ته وكتل، هلته د چلم له لوګيو او ويدو مجاهدينو څخه ډك و، د زيات چلم څكولو په وجه راپاڅېدل ګران وو، خو اخر پاڅېدو، چاى مو وڅښلې، ځانونه مو جوړ كړل. هغوى هم كلاشينكوفونه پاك كړل او د غره سر ته وختو، هلته مو د لويې درجې لرونكي دوربين په مرسته وكولاى شول چې ډېرې ليرې سيمې هم وګورو، يو سوځېدلى ټانك مو وليد، چې لوګى ترې جګېده، دا د روسي كاروان هغه وروستى ټانك و، چې موږ پرې بريد كړى و. څو ورځې وروسته د ”ترې منګل“ مركز ته نور خبريالان هم راورسېدل، چې د امريكايي ټلويزيوني شبكې كاركوونكي هم په كې وو. نو مجاهدين اړ شول، چې پر روسي كاروان بريدوكړي، د بريد په بهير كې ډېر راكټونه واورېدل، موږ ډېر زيات اغېزمن شوو، خبريالانو د دوى عكسونه واخيستل، ټلويزيوني خبريالانو هم بشپړه عكاسي وكړه.

كله چې زه بېرته پېښور ته راغلم، نو د دې ځاى لمر زما پزه سوځله، هغه رښتينې جګړه مې هم وليده، چې د رښتينو اتلانو او جنګياليو وه، هسې دروغ تبليغات نه وو. ”امريكن كلب“ ته په رسېدو سره ما هغوى ته دا وويل چې افغانانو، سور پوځ په خپلو خالي لاسونو ستړي كړي او دا مې هم ورته څرګنده كړه، چې روسان اوس د نړيوال فشار له كبله نه، بلكې د خپلې بې كفايتۍ او كمزورۍ له كبله نه شي كولاى مجاهدين له خپل ځاى څخه بېځايه كړي، نو ځكه په وتو اړ شوي دي.

په پېښور كې څه له پاسه پر پنځه نوي سلنې عربي مرستندويو ټولنو باندې  وګرځېدو، چې هلته جوړې شوې وې او څه له پاسه يو نوي سلنه (فيصده) ښار يې جوړ كړى و، چې د يونيورسټي ټاون په نامه يادېږي. په دې موسسو كې د جامو ګنډلو له پروژو څخه نيولي د سړك جوړونې تر پروژو پورې، دغه راز د امبولانسونو او مصنوعي غړو د جوړونې مركزونه هم په كې شامل وو. داسې موسسې هم په كې وې چې د خيريه فعاليت پرځاى به يې جاسوسي كارونه كول. له دې كبله د روسانو د وتو په وخت كې موږ كولاى شو ووايو چې پېښور د نړۍ د جاسوسانو لپاره يو مركزي ښار ګرځېدلى و. له (موساد) څخه نيولې تر (سي اى اې) پورې شبكې هلته مېشتې وې. د اسلامي نړۍ ډېر ښه استازيتوب شوى و، روغتونونه او ښوونځي يې جوړ كړي وو، چې د دوى د تبليغ لپاره ترې ښه كاراخيستل كېدى شوه. د پاكستان تر فشار لاندې د اوو تنظيمونو د يووالي شورا، له مقاومتي مشرانو څخه ګلبدين حكمتيار و، نوموړى يو اغېزناك سړى ښكارېده. د متحدو ايالتونو د ګزارشونو له مخې د ده ګوند تر نورو اغېزناك و او ښه مجاهدين يې درلودل، هغه زيات روسان وژلي دي، نو ځكه به دغو مجاهدينو د هغه له اصولو څخه زياته مرسته ترلاسه كوله. نوموړي څلوېښت سلنې مرسته ترلاسه كړه. د اسلامي حزب ګوند پټ پوليس درلودل، چې د جاسوسي خبرونو د ساتنې لپاره، په كمپيوټري وسايلو سمبال وو. د پخوانيو افغان مجاهدينو كمشنر د وينا له مخې: په كمپونو كې يې جېلونه هم درلودل، د څو افغانو روڼاندو له قوله چې دوى د حكمتيار له خوا په مرګ هم تهديد شوي وو. خو، له دې سره- سره يې د پوهان مجروح د ساتنې حكم هم وركړى و، ځكه نوموړى د بريتانيايي جاسوسۍ شبكې له خوا د بريتانوي عكس اخيستونكي (راينډي سكوپ سكاى) په وژلو تورن و.

له ما سره همدا فكرونه وو، په همدې حال كې مې روسره وكتل، هغه داسې چې: په يونيورسټي ټاون كې د رېلګاډي د ليكې په خوا كې يوه لويه كلا وه، چې څو افغانان په AK475 وسلو سمبال، د ساتنې لپاره ګمارل شوي وو.  ورغلم، د بوټونو تر حواله كولو او د خپل بكس تر تلاشۍ وروسته په يوه اوږده برنډه كې ورننوتم، چې شا و خوا په كې افغانان ناست وو او شنې چاى يې څښلې. زه يې يوې كوټې ته ننه ايستم، چې هلته ټيكلس لګېدلى و، د نړۍ د هرې ورځې د جګړه ييزو پېښو خبرونه به يې ټولې نړۍ ته وركول. دلته يوه ډنګر او وچ سړي، چې د حكمتيار مرستيال بلل كېده، پوهه كړمه چې حكمتيار ته بايد ”انجنيرحكمتيار“ ووايې او په كابل پوهنتون كې يې انجنيري هم لوستې ده. له دې سره زما په ذهن كې د حكمتيار په هكله هغه كيسې رايادې شوې، چې په پېښور كې مې اورېدلې وې، هغه داسې چې: د ده له خوا هغو ښځو ته سخت ګواښونه شوي، چې اسلامي حجاب به يې په بشپړه توګه نه مراعتاوه.  هغه كيسې مې هم ذهن ته راغلې، چې خلكو ويل: ”هغه د خپلې شاګردۍ په وخت كې د بې حجابه ښځو پر مخونو تېزاب ورشيندل“.

په پېښور كې ځينو افغانو ښځو غوښتل چې ازادې او خپلواكې وي، خو د نوموړي له وېرې يې دا هيله ترسره نه شوه. له نوموړو ښځو څخه يوه هم تاجور كاكړ وه.  نوموړې چې كله په 1983م كال پاكستان ته راغله، نو دلته يې د نجونو ښوونځى جوړ كړ، هغه په دې تورنه وه، چې ښځو ته د حجاب د نه مراعتولو ښوونه كوي، نو د حكمتيار له خوا څو- څو ځلې په مرګ تهديد او بيا اسټراليا ته وتښتېده.

تر دې وروسته، د ګلبدين مرستيال زما له اوږو څخه يو بل ټيكرى هم راتاو كړ او د افغانو مشرانو له ډلې څخه يې د يوه نامتو مشر كوټې ته ننه ايستم. د هغه په ليدو سره مې احساس كړل، چې يو خوش مزاجه او نرم طبيعته انسان دى. خو د هغه تر تور پټكي لاندې ژورې سترګې له مطالعه كېدو څخه ګرانې وې او لوستنه يې ناشونې وه.  په يوه تور تار كې يې د تسپو مرۍ په خپلو اوږدو ګوتو، په تېزۍ سره اړولې او نه يې غوښتل چې له ما سره خبرې وكړي، زما د خبرو ټول ځوابونه به د هغه د ژباړن له خوا راكول كېدل. خو كله چې ما د بهرنۍ لاسوهنې په باره كې ځنې پوښتنه وكړه، حكمتيار په روانه انګرېزۍ وغږېد او ځواب يې راكړ: موږ د بهرنۍ لاسوهنې ټينګ مخالفت كوو، خو اوس روسيه او انګلستان په ګډه هڅه كوي چې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په راوستلو سره زموږ له برياوو سره خيانت وكړي.

خو څرنګه چې حكمتيار له پاكستاني پوځ سره اړيكې لرلې او د دوى له ملاتړ څخه برخمن و. نورو مشرانو له ده څخه زياته كرله لرله، لكه په يوه ګزارش كې چې راغلي وو: حكمتيار د اتحاد په يوه غونډه كې په پروفيسور مجددي پسې تفنګچه راايستلې وه. د 1980م كال، د نوموړي اتحاد له جوړښت څخه رانيولې تر دې وخته پورې د اتحاد ثابت پاتېدل په خطر كې وو، اكثره به دوى سره بېلېدل، بنسټپال ګوندونه لكه اسلامي حزب، چې د يوه اسلامي رياست غوښتنه يې كوله، پر يوه لار او منځلاري ګوندونه لكه د مجددي ګوند چې د ظاهرشاه د نظام پلوي به يې كوله، پر بله خوا روان و. د دوى ترمنځ مينه كمه وه، دا خبره هم زياته خوره شوې وه چې ويل كېدل: حكمتيار خپلو قوماندانانو ته داسې ښوونه كړې چې د جګړې په پيل كې ځانونه له ډګر څخه ليرې وساتي، كله چې نور ځايونه ونيسي، نو بيا تاسې هم ورشئ او تر ټولو لومړى ووايئ چې موږ فاتحين يو

(نور هم شته...).

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:2 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ماشوم پر ودې د چاپېريال اغېز

څېړونكى عبدالحق دانشمل، پېښور

د ماشوم پر ودې د چاپېريال اغېز


ماشوم ټولنيز او د فكر خاوند موجود دى، چې له (طبيعي او ټولنيزو) چاپېريالونو سره سر و كار لري او تر اغېزې لاندې يې د خپلې ودې او بشپړتيا لار وهي.

طبيعي او ټولنيز چاپېريال، د ماشوم د پايښت لپاره بنسټيز مركزونه دي، چې ماشوم له هغه پرته خپل ژوند پرمخ نه شي بېولاى. دغه چاپېريال د ماشوم د شعور او استعداد د ودې پر څرنګوالي نېغ اغېز لري او د ماشوم روحي يا جسمي، منفي يا مثبت اړخونه ورسره نه شلېدونكى تړاو لري.

د چاپېريال (Environment) اصطلاح، د ارواپوهنې په ادبياتو او كلتور كې د انسان پر ودې باندې بهرنيو اغېزو ته وايي. د مور د ګېډې پر چاپېريال سربېره، دغه راز اقتصادي او ټولنيز ژوند، د كورنۍ څرنګوالى هم په كې راځي، چې ماشوم په كې لويېږي او وده كوي.

كله چې نطفه تړل كېږي، ماشوم تر زېږېدو وړاندې له هغه چاپېريال (د مور ګېډې) سره مخ كېږي، چې د ماشوم بشپړتيايي او ودې جوړښت د همدې چاپېريال په وړ شرايطو پورې تړلى دى.

تر زېږېدو وړاندې، د مور اروايي روغتيا، وړ تغذيه او سلامتيا د ماشوم پر مغزي او جسمي ودې باندې ښه اغېز لري. كله چې چاپېريال سم وي، ماشوم هم په عادي ډول وده كوي.

خو، كه مور له جسمي او اروايي ناكراريو سره لاس و ګرېوان وي، پر هغه ماشوم بدې اغېزې كوي، چې د ودې په حال كې دى. دغه راز د مور له ګېډې څخه راډيوګرافي، د انتي بيوتيك كارونه، نشه يي توكي، د چلم، نسوارو او سګرېټو كارونه، د ماشوم پر ودې ناوړه اغېز اچوي، كله چې دغه ماشوم وزېږي، يا به كمزورى او ناروغ وي، يا به يې د بدن په غړو كې نيمګړتياوې وي.

ځكه د اميندوارۍ په وخت كې، د ماشوم فزيكي او د شخصيت ډبره ايښوول كېږي او د ماشوم ټول جوړښت هماغه مهال بشپړېږي، نو مور ته ښايي چې خپلې روغتيا او سلامتيا ته خيال وساتي، له هغه څه څخه دې ډډه وكړي، چې د ماشوم روغتيا ته يې زيان رسوي. بايد د كورنۍ مور و پلار او نور غړي هم تر خپله وسه هڅه وكړي، چې مور ته وړ شرايط او اسانتياوې برابرې كړي، چې د ودې په حال كې ماشوم وكړاى شي، د اړتيا وړ توكو په اخيستلو سره خپل ټول غړي بشپړ كړي او روغ- رمټ وزېږي.

كله چې ماشوم زېږي، نو په برخليك كې يې يو ستر بدلون راځي، په دې وخت كې له نړۍ او بل چاپېريال سره سر و كار لري، چې طبيعي او ټولنيزې، مثبتې يا منفي پېښې په كې زياتې وي.

په دې وخت كې ماشوم له لومړني كس (مور) سره اړيكې غزوي، په لومړيو ورځو كې د مور اړيكې له ماشوم سره، د ماشوم پر شخصيت زيات اغېز ښندي. دغه اړيكې وروسته په ارواپوهنې او ټولنپوهنې بدلېږي. مور لومړنى كس دى، چې د ماشوم حياتي او فزيولوژيكي اړتياوې بشپړوي او د طبيعي سلامتۍ لپاره يې زياتې ستونزې ګالي. تر ټولو اغېزناكه انساني اړيكه چې د ماشوم پر ودې زيات ارزښتمن رول لري، هماغه د مور شخصيت دى.

هغه ماشوم چې مور نه لري، نو په وينا كې كمزوري، د هوښ كموالى، كمزورې بدني وده، د عاطفي غبرګونونو نه ژورتيا، د حواسو خرابوالى او د فكري استعداد زيانونه لري.

د ماشوم ارواپوهانو د خپلو څېړنو په ترڅ كې زياته كړې ده، هغه ماشومان چې د ژوند په لومړيو ورځو كې له خپلې مور سره په ارتباط كې وي او د هغې له تي څخه تغذيه كېږي، د هغو ماشومانو په پرتله، چې له ميندو سره اړيكې نه لري او د مور له مينې څخه بې برخې دي، ډېر هوښيار، تازه او د وړ شخصيت لرونكي دي.

”دا مور ده، چې له نورو كسانو سره د ماشوم اړيكې ټينګوي او لومړنى پول دى، چې د ټولنې او ماشوم ترمنځ جوړېږي. هغه ماشوم چې نه شي كولاى له مور، يا د مور پرځاى له بل كس سره اړيكه ټينګه كړي، مړينه يې حتمي ده. دغه اړيكه د هغه د راتلونكي ژوند لپاره دومره ارزښتمنه ده، چې بل هېڅ څه (توارث او روزنه) يې هم نه شي بدلولاى“.

كله چې ماشوم زېږي، يو كمزورى او بې توانه موجود دى، كه سمه څارنه يې ونه شي، ډېر ژر به زيانمن شي، ان چې له ګواښ سره هم مخ كېدى شي. په دې ورځو كې ماشوم تر هرڅه وړاندې مرستې او څارنې ته اړتيا لري.

كله چې ماشوم له طبيعي، يا ټولنيز چاپېريال سره مخ كېږي، نو د مور پر مرستې سربېره، په خپله هم د يوه خوځند او ژوندي موجود په توګه د ژوند لپاره د پېښو په وړاندې هڅه و هاند كوي. سره له دې چې مور د ماشوم څارنه كوي، ماشوم د طبيعي او ټولنيز چاپېريال د ناخوالو په وړاندې د پرنجېدلو، د لاسونو او پښو په ښورولو، ژړا، خندا، خوب يا ويښتيا سره له ځانه غبرګون ښيي. ياد شوي خوځښتونه له يوې خوا ماشوم له پېښو خوندي ساتي، له بلې خوا د ماشوم پر ودې زيات تاثير لري. كله- كله چې ماشوم د نوي ژوند په پيل كې د بېلابېلو پېښو په وړاندې له ځانه غبرګون ونه شي ښوولاى، د ژړا يا هم خندا په مرسته خپله مور ځان ته ځير نه كړي، نو دغه ماشوم نورمال نه دى، بلكې په جسمي او اروايي برخه كې څه نيمګړتياوې لري. كه دا وضعه همداسې روانه وي، دغه ماشوم به د مړينې په منګولو كې ښكېل شي.

د ماشوم موزونه او وړ ناكراري، خوځښتونه او د شيدو خوړلو د مهال ځينې فعاليتونه د هغه پر ودې مثبت اغېز لري، چې نورې ودې ته يې لار اواروي.

طبيعي او ټولنيز چاپېريال، د ماشوم پر ودې دوه لوريز اغېز لري. سره له دې چې وراثت د ماشوم پر ودې ټاكلى رول لري، خو د ارواپوهانو په اند، د ماشوم شخصيت په همدې نورو چاپېريالونو پورې تړاو لري.

د ماشوم لپاره لومړنى ټولنيز چاپېريال، كورنۍ فضا ده، چې په كورنۍ كې مور، مركزي رول لري. ماشوم، د سترګو په غړولو سره له مور سره مخ كېږي، په كورنۍ كې د مور او د كورنۍ د نورو غړو چلند، دغه راز پر كورني چاپېريال واكمن مناسبات د ماشوم پر اروا او شخصيت جدي اغېز لري، چې ماشوم د څو مياشتو تر تېرېدو وروسته د مور و پلار ژوند، ځان ته يوه بېلګه ګڼي او هغه څه زده كوي، چې د كور په ټولنيز چاپېريال كې پېښېږي.

د ميندو، پلرونو او د كورنۍ د نورو غړو ټولنيزې اړيكې، د ماشوم د ښوونې او روزنې د بنسټ تيږه ګڼل كېږي. د كورنۍ توده فضا، اقتصادي وضعه، د چلند ډول او د پوهې يا فرهنګ د كچې څومره والى، د ماشوم پر جسمي او اروايي ودې متضاد او دوه لوريز اغېز لري. په دې مانا چې، كه كورنۍ فضا د ماشوم هراړخيزې ودې ته مناسبه وي، ماشوم په عادي ډول خپلې ودې ته دوام وركوي، كه شرايط ورته برابر وي، ماشوم هم له كورنۍ فضا څخه: نظم، ډسپلين، د خبرو ډول، مينه، زغم، زړه سوى او درناوى زده كوي.

هغه كورنۍ چې وړ او ټولنيز- معقول ارزښتونه ونه لري، دا هيله دې نه لري، چې ټولنې ته دې منظم او روغ ماشوم وړاندې كړي، نه دې هم د ماشوم نېكمرغه راتلونكي ته هيله لري.

وړ ټولنيز شرايط، د ماشوم د جسمي او فكري استعدادونو د ودې لپاره زمينه برابروي، ماشوم په توده كورنۍ فضا كې هغه څه چې پېښېږي زده كوي او د كورنۍ نور غړي هم ځان ته د بېلګې په توګه مني او له هغوى سره د سيالۍ روحيه خپلوي. بايد هېره نه كړو چې د وراثت، تر نورو يادو شويو لاملونو وروسته د انسان تر ټولو جوړوونكى چلند دى.

د ماشوم ارواپوهان: ”ازوبل او ساليون“، په دې باور دي: ميندې او پلرونه د ماشوم دروني ورته والي (د رواني او حياتي څرنګوالي) توپيرونه (اروايي او ټولنيز توپيرونه) ټاكي. دغه راز ميندې او پلرونه د هغوى د بېسارو شخصيتونو په توګه د شخصيت عمده اختلاف، په يوه فرهنګ كې ټاكي. كه كورنى چاپېريال په اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي لحاظ مناسب نه وي او هغسې چې ښايي د كورنۍ فضا د ژوند او مينې لپاره وړ نه وي، د كورنۍ غړي لكه مور و پلار نه وي، هغه ماشوم چې هلته ژوند كوي، د منفي اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي اړيكو تر اغېزې لاندې راځي، چې د ماشوم اروايي او جسمي وده، درانه ګوزارونه ويني.

په ناوړو اقتصادي او ټولنيزو شرايطو كې ماشوم په سمه او وړ توګه وده نه شي كولاى، دغه ناسم شرايط د ماشوم د ودې بهير ړنګوي، دغه ماشوم به په فكري لحاظ نيمګړتياوې لري او كه دا ماشوم وروسته ټولنې ته راوځي، دى به كمزورى، بېرندوكى، شكمن، بې هوډه او حالاتو ته تسليم كس وي.

”طبي“ په خپله فلسفي رساله كې ليكلي دي: ”كه د انسان ښېګڼې د هغه د چاپېريال زېږنده دي، نو چاپېريال بايد انساني كړو“.

د ژوندپوهنې او ارواپوهنې ځينو پوهانو د وراثت په پرتله، د چاپېريال رول، د ماشوم پر ودې زيات جوت ګڼلى او باوري دي، چې ماشوم په وراثتي لحاظ د نطفې په وخت كې له خپلو ميندو او پلرونو څخه ځينې ځانګړنې ځان ته رالېږدوي، خو كله چې ماشوم له ټولنيزو ناخوالو يا ښېګڼو سره مخ كېږي، چاپېريال پرې اغېز كوي، د هغه جسمي او اروايي ځانګړنې په نخښه كوي او بدلوي يې. دغه پوهان وړاندې زياتوي:

په اوسني وخت كې چې موږ د شخص په باب څه پوهه لرو، هغه د هغه د هوښ په اړه ده. خو د وراثت او چاپېريال د لاملونو د كچې په اړه په هوښ كې څه نه لرو. د دې كسانو ترمنځ كېدى شي توپير د وراثت يا چاپېريال لاملونه وي. خو كه د چاپېريال توپير يې زيات شي، نو د هوښ توپير هم زياتېږي.

كه دوه ماشومان يا يو انسان چې نورمال وي او د وراثت له مخې كومه نيمګړتيا ونه لري، تر ازمېښت لاندې ونيسو، هغه توپيرونه چې د روزنې له كبله په بېلابېلو چاپېريالونو كې په ماشومانو كې جوتېږي، هماغه د چاپېريال د بدلونونو پايله ده.

بايد ياد وساتو، پوهانو چې پر ماشومانو ازمېښتونه كړي، د دوو ماشومانو په ارتباط به وو، چې د روغتيا له مخې به روغ وو او په دې برخه كې به يې كومه نيمګړتيا نه لرله، خو هغه ماشوم چې په وراثتي لحاظ كومه نيمګړتيا ولري، كه په هر ډول سالم چاپېريال كې يې خوشې كړو، څنګه چې ښايي، وده نه شي كولاى. دغه راز كه روغ انسانان په ناوړه چاپېريال كې واوسي، د چاپېريال اغېزې په كې جوتېږي، خو كه احمق ماشوم په سمو شرايطو كې ژوند پيل كړي، څرنګه چې ارثي نيمګړتيا يې لرله، نو د هغو كسانو سالم هوښ ته نه شي رسېدى، چې په لوړه كچه ژوند يې درلود.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:1 PM لېږونكى:هوسۍ |
پوونده ميرزاخان

امين الله احمدي، غزنى- قره باغ

پوونده ميرزاخان

هغه د ناور، د غره په ممن كې توره كېږدۍ غوړولې وه. مېږې او اوښان يې پاس د غره په ډډه كې څرېدل. تورپېكۍ او توراڼۍ به د ګوډر (كهي) پر څوكه ترخې او غرواشته ورټولول. څټي به يې په سر راوړل. د كېږدۍ د مراندو د ميږو تر څنګ به يې يو پر بل ايښوول.

د كېږدۍ اړخ ته په يوه لويه برښه، د شړومبو ډكه كڅوړه، ځړېده. د كېږدۍ د مراندو په رسۍ  پورې تړلي تندي وري د كېږدۍ سيوري ته ولاړ وو، هلته د مېږو وندر ته، نژدې خړ تړلې وه. هغه پرې ګران و.

غرمه، ماښام به يې د ناتار ډكه كاسه ډوډۍ وركوله. د خړ غوټۍ ككرۍ، پلن اوربوز، درنې غپا لېوان او غله له ليرې بېرول. لېوانو، غلو به د ميرزاخان پوونده، مېږو، وزو ته زړه نه شو نيولاى. خړ ډېر بې مخه سپى و، چې په ليدو به دې د سر وېښتان ږيږه شول، په غپا به يې د سړي زړه له تلې خوت.

مازيګر به د غره له ډډې پسونه او وزې راكوز شول، تندې مېږې به ورپسې بوغېدلې، ورو به يې د مېږو پر لوري منډه اخيسته، توراڼۍ او تورپېكۍ به ورته نېغې ودرېدلې، د مېږو او وزو غاړې ته به يې د وندر د رسۍ بندې واچولې، په منډه- منډه به يې دوه درې دارې شيدې په لوښي كې ولوشلې، تندي وري به يې د كېږدۍ له مراندو ورخلاص كړل، تر مندو به لاندې وتل، ميرزاخان پوونده به د رمې ډانګه او تبركى د كېږدۍ په منځ كې يوه اړخ ته ودرول، غيندې ته به يې ډډه ووهله، ستړى ستومانه و، ټوله ورځ به د غره په لمن كې تر يوه او بل ګړنګ اوښت، د سر لګېدا ته يې سترګې ختې، توراڼۍ به د چايو پياله په كېږدۍ ورننه ايستله، د ميرزاخان له اوږې به يې كوڅى ليرې كړ، ميرزاخان به ورته وويل: توراڼۍ! نن ډېر ستړى يم، ډېر غاشي څوكې ته مې پسونه بېولي وو. څوكه ښه شنه زرغونه برېښېده، د سندريږو او سارمو بوټي بوټېدلي وو، سور ساندي او غاټول هم ګلان غوړولي وو، د څوكې لمن سره زرغونه وه، پسونه ژر ماړه شول، د كږلېچې لار سږكال اورښت ډېره ژوبله كړې ده، په راكوزېدو كې يې ښه ستومانه كړم. تورپېكۍ هم كېږدۍ ته راغله، د ميرزا څنګ ته كښېناسته، توراڼۍ ميرزاخان ته وويل: دادك جانه! سبا به زه پسونه د غره ډډې ته وشړم. ته به بازار ته لاړ شې، مالګه مرچ به راوړې، هغه تور بوچى پسه به هم  له ځان سره د خرڅلارو لپاره بوځې، دغه مرات كپۍ به هم جوړې كړې. بله ورځ د ګلنارې واده دى، تا خو پر زړه لويه تيږه ايښې ده. سږ سپږم كال دى، چې د كوكې مالګه دې راوړې،داسې هم نه وايې، پردى عزت دى، راخوندي به يې كړم.

پروسږكال مې درته ويل چې پسونه مه خرڅوه، د كوكې ولور لنډ كړه او كه سوكه به ګوزاره وكړو، نه دې منل. هغه دى موسى خان پروسږكال ګلناره وكړه، سږكال يې ورخوندي كوي. ته لا په خوب ويده يې، سږ خو سيالانو ته وګوره، سيالان دې څه كوي؟ ميرزاخان پوونده وويل: توراڼۍ خوركۍ! بس كړه، دغه يو سبق دى چې هره ورځ يې راته وايې. زما او موسى خان ترمنځ مځكه او اسمان توپير دى، هغه زر دوولس سوه، پسونه او بوده لري، هر كال تر كاله پسونه په ښه بيه وركوي. ځوانې جانې مېږې اخلي، سړى لري چې كال لا نه وي پوره شوى، بيا پوروړي ته نېغ ولاړ وي. په دغو سل سپږ شله پسونو به زه څه وكړم؟ څلور سوه پسونه د كوكې ولور دى. دغه زار مړي پسونه به تر كومه كړم؟ خلك بختور دي، دغه تر كنډو لاندې هزاره وو ته خو وګوره، يوه بوده ولور هم نه لري او كه يې لري، لس دوولس زره روپۍ دي، د پوونده توب دې كور په دې ولور ړنګ شي، چې په يادولو يې ژبه تڼاكې كېږي. دا وارې پر پښتنو خو لا تندر راپرېوتى دى، د هغوى كار هم په لكونو دى. څلور، پنځه روپۍ ولورونه اخلي، پنځه لكه روپۍ خو خوله غواړي، توراڼۍ ته ووايه چې په دغو شپږو كلونو كې مو يوازې څلور شله پسونه زيات شوي دي. يو څو دانې زړې مېږې مو خرڅې كړې دي. هغه وړومبۍ خو ښه وه، په كال كې به مو دوه ورګه وړۍ خرڅولې، اوس خو هغه هم پر پاچايي ټكه ولوېده. وړۍ څوك نه اخلي.دا د كوكۍ ولور څلور سوه پسونه به له كومه راپيدا كړم؟

ګهيځ ميرزاخان پوونده له بوچي پسه سره د بازار پر لوري روان شو، د تورې لونګۍ شمله يې جګه نېغه ټومبلې وه، بازار ته له رسېدو سره سم يې بوچي په ښه بيه خرڅ كړ، د كور سود سودا يې واخيسته، بېرته په بيړه د غره پر لوري رهي شو. تر بازار لا راوتلى نه و، چې خسر يې (ګلاب) ورسره مخ شو، تر روغبړ وروسته يې ورته وويل: واه- واه، دا ړنګه پنګه ځواني! دا د تورې لونګۍ نېغه شمله! تورې څپلۍ، زرين واسكټ، څومره په خيال روان يې، نه شرمېږې، دا شپږم كال دى، چې زما لور دې بنده كړې ده. غوړ، چړ ګرځې، بلا وهلى يې، نه شې كولاى په دومره غوټ مندو د ولور پور لنډ كړې، ناوې دې واده كړې، هسې دې د پلار په نامه غلط شوم. يو رګ دې هم پلار ته نه دى شوى. تورې خاورې يې يو وارې خو خپل  ګرېوان ته وګوره. د چا پېغله شپږ كاله د پلار په كور كښېناستلې ده؟ لږه حيا وكړه، شرم دروړاندې كړه، پوونده توب دې وشرماوه، لږ سيالانو ته وګوره، غيرت دروړاندې كړه، تر قيامته خو به مې لور پېغله په كور نه وي ناسته. اس ته يې پونده وركړه، ترې لاړ. د ميرزاخان پوونده سېك له سره ووت، د خسر پېغورونه ورته د اسمان ټكه وه، قدمونه يې ګړندي كړل، د غره لوري ته يې مخه كړه، د سوچونو په درياب كې د غره لمن ته ورسېد، د كېږدۍ پر لوري يې لار وركږه كړه. تورپېكۍ مخې ته ورغله، چې غوټه ځنې واخلي. غوټه يې خور ته ورنه كړه، وچې شونډې، ستړى ستومانه د كېږدۍ منځ ته ورننوت. تورپېكۍ ورته وويل: وى وروره! د بوچي روپۍ خو دې نه دي وركړي، ولې دې طبعه خړه ده؟ ميرزاخان پوونده سوړ اسوېلى وايست: روپۍ مې نه دي وركړي، نن ګلاب راسره مخ شو، تر مځكه يې وايستم، ډېرې سپكې سپورې يې راته وكړې، د كوكې د ولور پېغورونه يې راكړل، هغه څه نه وو چې راته ويې نه ويل. د تورپېكۍ مخ سور واوښت، په غوسه يې وويل: دغه سل شپږ شله پسونه او بوده وركړه، څومره پسونه چې يې پاتې كېږي، د هغو يې شپني وكړه... دواړه د ولور په غم غمجن كښېاستل، توراڼۍ مالونه راكوز كړل، تورپېكۍ ورته په وندر ټولې خبرې وكړې، ګهيځ وختي رمې بيديا ته لا نه وې وتلې، چې تورپېكۍ او توراڼۍ پسونه د ګلاب په رمه ورګډ كړل، ميرزاخان پوونده ورته ليرې پر يوه تيږه كښېناست. خسر يې ورغى، ميرزاخان پوونده ورته وويل: څوك نه لرم، زه مجبور شوم، چې پسونه مې د خويندو په لاس ورته راولېږل. ګلاب يې خبره غوڅه كړه او ورته ويې ويل: ګوره! سړى په سپينو پايڅو د خسر كره نه ورځي، دغه راتګ دې له پوونده توب سره نه ښايي. په دغو ډريو دې ولور نه لنډېږي. دغه اوښان به دې هم په يو څو پسو كې وګڼم. د انور ولور به څنګه كوې؟ زبون وهلى ميرزاخان پوونده هېڅ نه شو ويلاى، د ولور د لنډېدو مخه يې نه وه، خسر ته يې وويل: لږ خو انصاف وكړه، دغه څلور سوه پسونه به زه درته له كومه كړم، چې در يې كړم؟ تر هغو به دې شپني كوم، چې ولور خلاص شي. ګلاب د ميرزاخان پوونده شپني ونه منله، هغه يې د پوونده توب له دوده ليرې كار باله. ميرزاخان پوونده له خپلو خويندو سره د خپلې كېږدۍ لوري ته راغى، د كېږدۍ لوري ته يې وكتل، بيا يې وويل: دا څه د غم ولور دى، چې په سپېره مېله يې خلاصو وندرو ته پرېښودم. په داسې ناوې او واده څه وكړم، چې د بل شپني ته يې ورټېل وهلم. تر دې واده مرګى ښه دى، خويندو ته يې وويل: تاسې كېږدۍ ته درځئ چې زه د ټغرو مېلې ته د شپني لپاره ورشم، كه چېرته چا شپني راكړه، ميرزاخان پوونده لاړ. دوې شپې يې پته ونه لګېده، تورپېكۍ او توراڼۍ د ګلاب كور ته ورغلې، د ميرزاخان پوونده د نه راتګ خبر يې وركړ، ګلاب له څو تنو كليوالو سره د ټغرو د مېلې پر لوري وخوځېدل. هغوى لا د ټغرو مېلې ته نه وو رسېدلي، چې د وچ خوړ په منځ كې يې په سرو وينو لړلې جامې ترسترګو شوې، ګلاب منډه ورواخيسته، د ميرزاخان پوونده په وينو لړلو جامو يې غېږه ډكه كړه. تورپېكۍ او توراڼۍ لا د كېږدۍ تر پېڅه د ميرزاخان پوونده لار څاري...

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:0 PM لېږونكى:هوسۍ |
د شمالي ولايتونو لرغوني اثار او تاريخي كيندنې-١

حنان حبيبزى، مزار شريف

 

د شمالي ولايتونو لرغوني اثار او تاريخي كيندنې

 

پيل خبرې:

دا د هغې لړۍ له بركته، چې ما د بي بي سي د پښتو څانګې لپاره جوړه كړې وه او په اتو برخو كې خپره شوه. ډېرو اورېدونكو او په ځانګړي ډول زما زياترو ملګرو چې دغه لړۍ يې اورېدلې وه، غوښتنه يې دا وه چې د افغانستان په شمالي ولايتونو او په ځانګړې توګه په بلخ ولايت كې د لسګونو زره كلنو زړو اثارو د پاتې شونو په اړه خپل راټول كړي معلومات په كورنيو رسنيو كې هم چاپ او كه بيا د څښتنY لورېينه راباندې وشوه، د يوه كتابګوټي په بڼه يې هم مينه والو ته وړاندې كړم.

دلته زه تر ټولو وړاندې بايد د هېواد د لرغونپوهنې د څانګې كارپوه او په هالېنډ كې مېشت د هغه هېواد د ماقبل التاريخ د ادارې له غړي محمد رسول باوري څخه مننه وكړم، چې د دې لړۍ په جوړولو كې يې له ما سره خپلې څېړنې او تحقيقات شريك كړل او له مخې يې ما وكولاى شول، چې د شمال د څو ولايتونو لكه: بلخ، سمنګان او بغلان د تاريخي او لرغونو ځايونو په اړه د راډيويي پروګرامونو يوه لړۍ چمتو او خپره كړم؛ افغانستان خورا ډېر لرغونى تاريخ لري، چې له ميلاد څخه وړاندې يو زر و اووه سوه كلونو هغه يې د اساتيري تاريخ پيل ګڼل كېږي، چې د دې هېواد لومړنى اريايي ټولواك يما يې بنسټ ايښودونكى ګڼلاى شو. اريايي مدنيت چې همدا يما يې بنسټ ايښودونكى دى، د ويدي په نامه يادېږي او په لرغوني بلخ يا بخدي كې يې پالنه او د خپراوي لپاره كار كېږي. دې پېر ته د ډبرې هغه هم وايي، چې امريكايي لرغونپوه ښاغلي ”ډوبرې“ په دې اړه څېړنې كړي او دا يې په زبات كړې ده، چې مخكې يې يادونه وشوه. تر ويدي وروسته دويم مدنيت د اويستا په نوم يادېږي، دا مدنيت له زېږد يا ميلاد څخه زر كاله دمخه د زردشت يا سپين تمان يا زرو سيترا د نوښتونو او لوړې كچې پوهې زېږده دى.

د اويستا كتاب د زردشت له خوا ليكل شوى او د هغه زاړه ديني او تاريخي كتاب هممهالى بلل كېږي، چې په منځني ختيځ كې يې د تورات په نوم يادوي، له اويستايي مدنيت څخه پنځه سوه كاله وروسته بيا بودايي دين افغانستان ته راغلى او له دې ځايه منځنۍ اسيا او ان تر جاپانه پورې رسېدلى دى.

د دغو درېيو واړو مدنيتونو اثار او د پاتې شونو بېلګې په افغانستان، بيا په ځانګړي ډول د هېواد په شمالي ولايتونو كې شته. لرغونى بلخ يا بخدي د ښارونو مور ګڼل كېږي. لرغونپوهان يې د افغانستان د تاريخ بنسټ ګڼي. دلته اريايانو ټولنيز ژوند پيل كړى او سارايي يا كوچيانى ژوند يې پرې ايښى دى. لرغونو خلكو د واكمنۍ ارونه، كركيله، ادبي او حماسي ليكنې، او داسې نور... له همدې ښاره پيل كړي او سمڅيز ژوند، يا په غارونو كې يې اوسېدو ته د پاى ټكى ايښى دى. لرغونپوهان د بلخ ارزښت له تاريخي پلوه په دې زيات ګڼي، چې تر زېږد يو زر و اووه سوه كاله دمخه اريايانو د روزي ګټلو او اقتصادي سرچينو د پيدا كېدو پر لارو چارو فكر وكړ. د يوه پرمختللي ژوند پر لوري د اريايانو ګام اخيستنه د زردشتي دين او يا اورلمانځنې د رامنځته كېدو لامل ګرځي. په يوه روايت كې راغلي، چې اهورامزدا يا د اريايانو د رښتيني خداى، يما ته وويل: ښه ښكلى ښار ودان او ټولو توكمونو ته د ګډ ژوند اسانتياوې برابرې كړه. يما د اهورامزدا له لارښوونې سره سم د بلخ يا لرغوني بخدي په رغونه لاس پورې كوي او خلكو ته د ښاري ژوند اسانتياوې برابروي. دا په لنډ ډول پر هغه لرغوني افغانستان ځغلنده نظر و، چې په نورو پرله پسې ليكنو كې به يې ولولئ. خو هغه څه چې ګرانو لوستونكو! تاسو ته دلته وړاندې كېږي، د بي بي سي له ګزارشونو سره په دې لږ توپير لري، چې هلته د ګزارش په ډول خپاره شوي او دلته به يې په تفصيل او زياتونې سره ولولئ. په افغانستان كې پنځه ويشت كلن ناورين زموږ دغه لرغونې شتمني د هېواد په لر و بر كې لوټ، تالان او له منځه يووړه. تاسې به په راتلونكي كې د عيني شاهدانو هغه د سترګو ليدلي حالتونه هم ولولئ، چې غلو په څه ډول لرغوني ځايونه كيندلي او ډېر قيمتي اثار يې ترې غلا او پر بهرنيو داړه مارانو يې پلورلي دي. د كابل لرغونتون (موزيم) چې د هېواد د لرغونو او تاريخي اثارو لويه بېلګه او ملي پانګه وه، څومره په سپين سترګۍ سره تالا ترغه او اوس يې اثار په پرديو لرغونتونونو كې نندارو ته وړاندې كېږي. دا هسې يوه بېلګه وه، چې ما ستاسو تر غوږونو درورساوه، نورې به يې وروسته بيا ولولئ. دا يادونه هم كوم چې دلته د دغو اثارو پر ارزښت او تاريخي شاليد غږېږو.

د لرغوني بخدي يا بلخ د زرګونو كلونو زړو او لرغونو اثارو په ټول عمر كې هغه څه نه وو زغملي، چې په وروستيو درېيو لسيزو كې پرې تېر شول او لا هم د ناقانونه كيندنو قرباني دي. جلال الدين چې د بلخ ولسوالۍ يوځايي اوسېدونكى دى او د لرغونو ځايونو كيندنې يې په سترګو ليدلي، وايي: ”په دې ځايونو كې خلك د شپې له خوا پټې كيندنې كوي او قاچاقوونكي د وسلوالو په مرسته په ناقانونه ډول د لرغونو ځايونو په لوټ او تالان بوخت دي“.

له لوړې سيمې چې د بلخ د لرغوني ښار دېوالونه او غونډۍ ګورې، د لوټمار كيندنو او طبيعي پېښو داسې كړي، چې فكر كوې، دا څښتن نه لري او ورځ په ورځ يې د ناقانونه كيندنو او لوټمار لمن پراخېږي. څوك په كې په لوى لاس كيندنې كوي، غواړي چې قيمتي كاڼي تر لاسه كړي او څوك ترې د اوسېدنې د ځايونو او سرپناه جوړونې په پلمه خاورې كيني او د لرغونو اثارو د لاسته راوړلو هڅه كوي. لكه د بلخ ولسوالۍ يو ځايي ښوونكى ګل محمد فقيري چې وايي: ”خلكو په خپلو منځو كې دېوال ته جوختې سيمې سره وېشلي او كارونه په كې كوي، څوك يې د كور جوړونې لپاره، څوك يې د كركيلې د ځمكې د اوارولو په پلمه ځنې خاورې وړي، څوك د اوبو كوهى يا څاه په كې باسي، په دې توګه په ناسم ډول خلك په بېلابېلو پلمو په كې كيندنې كوي، څو وخته وړاندې خو بېخي ازادې كيندنې كېدې“.

د نوي تمدن يوې بېلګې، پوخ سړك چې د مزارشريف او شبرغان له هغه څخه رابېل شوى، دا خټين دېوال په دوه نيمو برخو وېشلى او ځينې ځايونه يې د جګړو پر وخت د بمباريو په ترڅ كې هم زيانمن شوي، چې يو وخت يې د بلخ اوسېدونكي د يرغلګرو جنګياليو له بريدونو څخه ساتل. زيات خلك د دې تاريخي دېوال په اړه بېلابېل نظرونه لري، ځينې وايي چې دا دېوال د بلخ د لرغوني ښار له شا و خوا څخه راتاو و او له پوځي پلوه به يې د وخت د واكمنۍ له سرتېرو سره دا مرسته كوله، چې هغوى به يې د دښمن له ناڅاپي يرغلونو څخه ژغورل. ښوونكى ګل محمد فقيري چې په دې اړه يې مطالعه او څېړنه كړې، وايي چې: ”د پخوانيو زمانو د خلكو جګړه ييزه وسيله اس و، كه سكندر مقدوني دى، كه نور واكمن، د ټولو په اړه چې ليكل شوې افسانې ولولې، په جګړو كې يې هغه اسونه كارولي، چې ډېر به پياوړي او ځواكمن وو او په جګړه ييز تكنيك به روزل شوي وو. په هغه وخت كې چې دا دېوال جوړ شوى، الوتكې او شوبلې خو نه وې، د دېوال د جوړونې موخه دا وه، چې د مخالفو جنګياليو د اسونو د يرغل مخنيوى وكړي او له دغسې قوي دېوال څخه پرته د پخوانيو اسونو مخه هم چا نه شوه نيولاى“.

بخدي يا لرغونى بلخ، د تمدن او ښاري ژوند بنسټ ګڼل كېږي او دا سيمه د اريايانو د واكمنۍ لومړنى مركز و. د كابل پوهنتون د لرغونپوهنې پخوانى استاد او په هالېنډ كې د ماقبل التاريخ د ادارې غړى لرغونپوه رسول باوري وايي:”د بلخ اثار په دوو برخو وېشل كېدى شي، يو هغه چې په ډبرې پېر پورې اړه لري، چې د امريكايي لرغونپوه لوئيس ډوبرې له خوا پيدا شوي دي. د دې امريكايي لرغونپوه له خوا څېړل شوې سيمې په اقكپرك، هزارسوم، دره دادل، سمنګان او مزارشريف ولايتونو كې دي، چې له زېږد څخه د 25 يا اويا زره كاله وړاندې مهال پورې اړه لري.

خو هغه ډلبندي چې د شپېتمې زېږديزې لسيزې په اوږدو كې د ښاغلي ډوبرې له خوا شوي او ”ګارډې“ د يونسكو په مرسته سره يوځاى كړي، جوتوي، چې د بلخ اثار له زېږد يا ميلاد څخه پنځوس زره كاله وړاندې وختونو پورې اړه لري.

د بلخ دويم ډول اثار د اوسپنې پېر پورې اړه لري، چې هغه د افغانستان د اساتيري تاريخ پيل ګڼل كېږي. د افغانستان د اساتېري يا ژبه په ژبه او يا هم نسل په نسل رالېږدول شوي تاريخ پيل لومړني پاچا يما دى او اريايان تر ميلاد يو زر و اووه سوه كاله دمخه افغانستان ته راغلي، چې مدنيت يې د ويدي په نامه يادېده. دا مدنيت له ميلاد څخه يوولس سوه كاله وړاندې وختونو پورې راسېدلى دى. د لومړي ځل لپاره بلخ يا بخدي د اريايانو د واكمنۍ لومړنى مركز و، چې يما پاچا په كې د ټولواكۍ پلازمېنه پرانيسته.

تر دې وروسته دويم مدنيت د اويستا په نوم يادېږي، دا يوولس سوه كاله دمخه له زېږد څخه نيولې تر اووه سوه كاله دمخه تر هغه پورې رارسېږي. اويستا د زردشت يا سپين تمان د ذهنيت او نوښتونو زېږنده ده. دى هغه څوك دى، چې اويستا يې كښلى او دا كتاب د هغه زاړه او لرغوني، ديني تاريخي كتاب هممهالى ګڼل كېږي، چې په منځني ختيځ كې يې د تورات په نامه يادوي.

د زردشت غوره ويناوې: ښه وينا، ښه كار او ښه منل وو او د هغه د لارښوونو په پايله كې د لومړي ځل لپاره د بلخ اوسېدونكو ښاري- ټولنيز ژوند پيل كړ او د توكمونو ترمنځ يې يوځايوالى رامنځته كړ. د دغه ښار اثار د لرغونپوه: رسول باوري په وينا اوس هم په بلخ ولسوالۍ كې شته. ”ښاغلى باوري په دې اند دى، چې دا اثار د يوشمېر فرانسوي لرغونپوهانو له خوا څېړل شوي. لومړى پرې كرشمن پلټنې كړي، وروسته تر هغه  سلونبرجې څېړنې كړي او دا يې څرګنده كړې ده: هغه ودانۍ چې اوس هم په بلخ كې شته، د يما پاچا هغه زوړ ښار دى، چې د افغانستان په اساتېري تاريخ كې يې يادونه شوې ده“.

د بلخ د لرغوني دېوال لوړوالى د ښار له منځنۍ برخې څخه نژدې سپاړس متره او له بهرنۍ برخې اته متره ښكاري، نژدې څلور متره بر لري او د ښار منځنۍ سيمه ژوره ده. يوه ځايي اوسېدونكي راته وويل: بلخ ولسوالي ته چې يوازې د زاړه ښار سيمه راچاپېروي، خلكو د غازو د نل ليكې لپاره پيسې راټولې كړې وې، جوته شوه، چې اوس مهال د لرغوني ښار په منځ كې پنځه زره او اته سوه كورنۍ ژوند كوي. د لويوالي د كچې په اړه يې تاسې په خپله فكر وكړئ. د لرغوني ښار له منځ څخه چې دېوال ته ځير شې، كيندنو او طبيعي پېښو: د پخوانيو خښتو، د منګيو ټوټې او د انسانانو زاړه هډونه رابرسېره كړي، چې په خښتو كې د يوه ډېر پرمختللي زاړه تمدن نخښې له ورايه ښكاري. د بلخ ولسوالۍ د يوه ښوونكي: ګل محمدفقيري او له څو نورو ملګرو سره يې د لرغوني دېوال سيوري ته ناست يم او ښاغلى فقيري هغه لرغونې خښتې راښيي، چې ده د نوموړي دېوال په پنځلس مترۍ كې د خپل نوي كور د جوړونې پر مهالي موندلې دي. ښاغلي فقيري چې كومې خښتې موندلې دي، تر اوسنيو خښتو دوه برابره غټې او له ورايه برېښي، چې په كوم ځانګړي ماشين پخې شوې دي. ډېرې ښكلې او په منځ كې يو سورى هم لري، د زيات پوخوالي له امله دومره كلكې دي، چې له ډبرې سره پرتله كېدى شي.

د بلخ زياتره اوسېدونكي د خونكار پاچا په نامه د يوه لرغوني واكمن يادونه كوي او د دې دېوال د هډونو په اړه چې په كې رابرسېره شوي، يوه افسانوي اوږده كيسه كوي، چې په لنډ ډول به يې د احمد ولي له خولې درته وړاندې كړم: ”دا دېوال څلور دروازې لري او د خونكار پاچا په نامه يو چا جوړ كړى. وايي له كاريګرو څخه چې به څوك ډېر ستړى شو، په دې دېوال كې به يې ژوندى ښخاوه. يوه ورځ پاچا مازيګر د كار د پايته رسېدو پر مهال كاركوونكو ته وويل، كه سبا چا كار ونه شو كړاى، ژوندى يې په دېوال كې ښخ كړئ. يوه سړي په همدغه ورځ واده وكړ او ماښام له ناوې سره د ډوډۍ خوړلو پر وخت ډېر خپه ښكارېده، ناوې ترې وپوښتل چې ولې خپه يې؟ خاوند يې ورته وويل: سبا به كار ته ځم او كه په كار كې پاتې راشم، ژوندى به مې په دېوال كې ښخوي. ناوې ورته وايي: اوس دې ډوډۍ وخوره، تر سبا ډېر وخت دى. سبا چې كېږي ناوې خپل مېړه ته وايي: ستا پرځاى زه كار ته ورځم. ښځه تر زيات ټينګار وروسته خاوند په دې راضي كوي، چې دې ته د كار اجازه وركړي. كله چې دا د كار ډګر ته ورځي، له پنځه زره كسانو سره يوځاى د دېوال په جوړولو بوختېږي، د ورځې په اوږدو كې خونكار پاچا د كار ځاى ته راځي، نو دا ښځه له پاچا مخ پټوي، پاچا پوښتنه كوي، چې له پنځه زره كسانو څخه دې مخ پټ نه كړ، له ما يې ولې پټوې؟ ښځه ورته وايي: دا پنځه زره تنه ښځې دي، كه دا نارينه واى، ته يو تن يې او دغو پنځه زره كسانو تا ته د دې حق دركړى، چې په كار كې ستړي ستومانه كسان ژوندي په دېوال كې ښخ كړې او هغوى ستا په وړاندې هېڅ هم نه شي كولاى.

د ناوې په همدې خبرو د خلكو قهر راپارېږي او پاچا ژوندى په دېوال كې ښخوي او په دې دول د خونكار پاچا ژوند او تېريو ته د پاى ټكى ږدي.  خو ښاغلى باوري دا د هېوادوالو له خوا جوړې شوې افسانې او نكلونه ګڼي، چې خلك يې د تاريخي او لرغونو سيمو په اړه كوي او زياتوي: بل هغه څېړنې دي، چې د پوهانو له خوا د دغو اثارو په اړه شوې دي. دغه افغان لرغونپوه په دې باور دى، چې د افغانستان عام وګړي، فكر كوي، چې دغه ډول لوى دېوالونه د عامو خلكو له وسه وتلې خبره وه او پخوانيو واكمنو ښايي په زور او جبر خلك دېته اړ ايستلي وي، چې د لويو ماڼيو او دېوالونو په جوړونه كې لاس وكړي.

زموږ هېوادوال انګېري، هغه چا چې د پاچا د امر په وړاندې سرغړونه كړې اويا به يې د كار وس نه درلود، ژوندى به په دېوال كې ښخېده. د رسول باوري د وينا له مخې: په دې اړه نه تاريخي څېړنيز لاسوند شته او نه هم جيولوژيكي، چې دا خبره سپينه كړي. خو وايي يو شمېر څېړنې چې د منځنۍ اسيا په هېوادونو: ازبكستان او تاجكستان كې شوې دي، څرګندوي، چې د اوسپنې د پېر پر مهال به په دوديز ډول خلكو خپل مړي په لوى قبر كې په ډله ييز ډول ښخول او له 35كلونو څخه وروسته به يې له دې قبر څخه راايستل او هغه لوى قبر به يې نورو مړو ته وزګاراوه، زاړه هډونه به يې د درناوي لپاره په دېوالونو كې كښېښودل.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 2:0 PM لېږونكى:هوسۍ |
خجالت

فيض الله غمخور، د كابل پوهنتون محصل

 

خجالت


 

اى زما زړه! د يوې دردناكې پېښې د راتلو په تمه شپې سبا كوې، داسې پېښه چې زما د ژوند په ټولو اړخونو كې به يو لړ بدلونونه رامنځته كړي او زه به په يوه نوي انسان بدل شم. زه به له دې پېښې سره تر مخامخېدو وروسته پر خپل تېر ژوند يوه كتنه وكړم او هغه كارونه به له ځانه سره وليكم، چې زما پر سړيتوب ښه اغېز لرلاى شي او هغه كارونه به نه تكراروم، چې ما له ماتې سره مخامخوي. زه به هڅه وكړم چې په ځان كې بشپړ بدلون راولم، خو نه پوهېږم چې زما د دې ليدلي خوب تعبير به څنګه وي؟ ما ډېر داسې خوبونه وليدل، خو زما په زړه تعبير يې ونه خوت، اوس هم نه پوهېږم چې زما دا هڅه به څنګه خېژي، برى به د چا په برخه وي او څوك به برى ترلاسه كوي؟ دا هسې يو خيالپلو غوندې و، اوه! بخښنه غواړم! د يوې وړاندوينې (پېشبينۍ) غوندې وه، پېښې اكثره ناسمې او سرچپه خېژي.

_ بس ګډوډ راته ښكاري؛ ما ته داسې ښكاري چې پر خپلو ستونزو به تر هغه، نه لاسبرى كېږم، چې په ځان كې مې بشپړ بدلون نه وي راوستى، بشپړ بدلون په دې مانا چې ګډې- وډې به پرېږدې، د ځان لپاره به څو پاك او سپېڅلي هدفونه وټاكې او د هغو په لاسته راوړلو كې به پوره هڅه وكړې، كه هدفونه دې سپېڅلي نه وو، نو برى ليرې وګڼه.

_ څنګه، زما هدفونه درته ناولي ښكاري؟ دا خو دا مانا لري، چې زه پاك نه يم، زما هدفونه پاك نه دي، زما هڅې له تيارو ډكې دي؟!

_ زه پوهېږم، چې ستا هدفونه سپېڅلي دي، ستا هڅې به سپېڅلې وي، خو خبرې دې سپېڅلې نه دي. كله پېښې يادوې، كله هڅې، كله خوب، چې زما د خوب تعبير به څنګه وي؟ دا ټولې متضادې خبرې دي.

_ اوف! بخښنه غواړم، له ما څخه خبرې ګډې وډې شي، له دې كبله ما معلومه كړې، چې زما د خوب او وېښې يوه خبره ده، يانې څه چې په خوب كې وينم، تعبير يې هم د خيال په مټ ګورم او په خيال كې خو مې ارو- مرو هماغه وي. نو زه څه ګرم يم؟ دا خو زما ګناه نه ده، دا خو د هغه چا ګناه ده، چې زه يې له داسې څه سره مخامخ كړى يم.

_ د هغه چا په اړه چې ته يې له ګډوډۍ سره مخ كړې، له ماتې سره يې مخ كړې، د هغه په اړه دې له چا سره مشوره كړې؟

_ما! له هرچا سره: له مور، انډيوالانو، خپلوانو او له هغې سره...

_ دې ټولو څه درته ويلي؟

_ ټولو راته ويلي، چې خداىY دې كاميابي په برخه كړه. خو يوازې مې مور په دې كار كې زړه نازړه ده. كله راته وايي ستا خوښه، زما خوښه ده. كله وايي ستا خوښې ته نه ګورم.

_ له مغزو سره څنګه؟ له مغزو سره دې مشوره كړې؟ كه يوازې دې د زړه خبرې، زړه منلې دي؟

_ هو، بالكل همداسې ده! د زړه خبره مې زړه ته كړې، مغزو ته مې نه ده كړې او كله چې مې له مغزو سره ياده كړې، هغو هم زما د مور په شان غبرګون ښوولى، كله يې راته ښه ويلي او كله نه!

_ نو اوس څه فكر كوې او د چا منې؟

_ بس دا يې له ما هم وركه ده او په دې نه پوهېږم، كه په دې پوهېداى اوس به داسې ګگډوډ نه واى؛ خو افسوس چې په دې نه پوهېږم. د سړيتوب، پښتونولۍ، عاطفې او وفا ځينې رګونه شته، چې ما ته ډاډ راكوي، خو داسې اعصاب او رګونه هم شته، چې له راتلونكې بدمرغۍ څخه راته د خطر زنګ وهي.

_ ښه نو وروستۍ پرېكړه څه ده؟

_ زما په اند، وروستۍ پرېكړه دا ده چې زړه محكمه كړم او كه وس مې بر شو، د عاطفې، پښتونولۍ او وفا هغه رګونه به هم وشكوم، چې ما ته د راتلونكي د ښه والي زېرى راكوي.

_ خو ګرانه! دا هم له وخته مخكې خبره ده او ستا په ژبه پېشبيني ده، وړاندوينې اكثره ناسمې خېژي، خو كه راتلونكى دې ښه و.

_ نه! ياره، زه پوهېږم، چې زما راتلونكى به ډېر بد وي او زه به له يو شمېر ناليدلو پېښو سره مخ شم، ما به د كمترۍ په دوزخ كې وسوځي، زه به مړ شم. خلك به زما انځورونه او نخښې هم وسوځوي، زما د پښو پر پلونو به خاورې واړوي، زه به د يوه رټل شوي انسان په څېر ورټل شم او د تل لپاره به د خلكو له خولو ووځم.

_ ښه چې دومره پوهېږې، غلى پاتې شه، قسمت چې هرڅه وكړل، پړه به يې ستا پر غاړه نه وي.

_ قسمت!!!

وروره! دا څه ټوكې خو نه دي؛ زه پوهېږم، چې قسمت له ما سره څه كوي.

غلى كښېناستل، هېڅ مانا نه لري، زه بايد خپل قسمت په خپله ګټه راوڅرخوم، قسمت خو به هرڅه كوي، خو زه به هڅه كوم چې داسې ونه شي. دا زما هيله ده او ان شاء الله زه به خپله هيله سرته رسوم، كه له ماتې سره مخ شوم، بيا به خپل وجدان ته نه يم خجالت.

_ له خجالته خو نه خلاصېږې، ځكه ته تر اوسه پورې په دې نه پوهېږې، چې دا كار زما په ګټه دى كه په تاوان، چې پرې پوهېږې هم، خو غم يې نه شې خوړلاى. له دې نه خجالت تور وي كه سپين؟ كه اوس نه يې ورسره مخامخ، نو په خپله غواړي چې له دې خجالت سره مخ شې. دا ته چې هرڅه وايې او څه كوې، دا ټولې چارې د خجالت وړ دي، خو ته د خجالت په مانا نه پوهېږې او بله خبره هم درته وايم: ته تر اوسه زړه نازړه يې، له زړه سره سمه پرېكړه او له مغزو سره مشوره وكړه، كومه لار چې د بري درته ښكاره شوه، هغه تعقيب كړه. بيا به كاميابي ووينې، چې په تا پسې به منډې ووهې، اوس خو تا بل ډول پيل كړى، هم برى په ځان پسې بيايې، هم يې له ځانه شړې، خو ما مخكې درته وويل چې ګډوډ يې، ځان دې سم كړه. خو ته يې نه منې.

_ منم يې، خو اوس دا كار نه شم كولاى او دا راته جبر ښكاري، دا راته ناروا ښكاري، ځان راته ملامت ښكاري، زه وايم دې كار ته وخت پاتې دى.

_ چې اوس يې نه شې كولاى، نو خجالت او ملامتيا ته ملا وتړه، له خجالته نه خلاصېږې او ځان بايد خجالت وګڼې.

_ ښه چې ته يې خجالت ګڼې، دا يې هم خجالت، بس هر څه چې كېږي، زه دا كوم او چې ويې نه كړم، بيا هم ځان راته ملامت ښكاري او له لوى خجالت سره به مخامخ شم

 

 


 

 

 

سيد شاه سعود، پېښور

د ګور بابا منجور

نن مې ته ډېره موده پس وليدې

پوره اته كاله پس،

د ګور بابا پر شنه څادر باندې دې سر ايښى و،

نن مې هغه وړومبى ديدن په ياد شو

چې زه د اور تتو لمبو سره په جنګ ومه، سيلۍ چلېده

د باړه كلي د خانانو د جوړه اسونو

اووه نالونه مې جوړ كړي وو، بس يو پاتې و

سيلۍ غالبه وه، د اور لمبې يې نه پرېښودې

خو زه سعود په اور مين اهنګر،

څه ضد اخيستى وم، زه اور سره په مينه مست وم

چې دې كې ته ناڅاپه راغلې، راته ودرېدلې

لاس كې دې اوسپنې پر شونډو دې موسكا خوره وه

زه لا هلك ومه روزۍ راباندې نه اورېدې

ته هم په ستر نه وې

راته دې ووې چې: دې اوسپنې نه تبر جوړ كړه

ما وې: سبا راشه،

اوس خو سيلۍ ده، ګورې نه چې اور لمبې نه كوي؛

ته بېرته لاړلې، خو زه په اور مين اهنګر

په خپل اورتون كې د مړه اور پر جنازه ودرېدم

بيا مې ته ډېره موده پس وليدې، پوره اته كاله پس؛

چې زه سعود په اور مين ومه، د اوو رنګونو خوا كې ناست وم

لاس كې مې برش و، په كانواس باندې مې تبر جوړ و

ته اوس په ستر وې، پر سر باندې دې سور څادر و

او زه سعود انځورګر

د شل كلنو پښتنو همزولى

د اهورا او اهريمن په فلسفو كې ډوب وم

ته رانژدې شوې، چې كانواس باندې دې تبر وليد

راته دې ووې چې دا تبر درنه زه وړمه

ما وې چې دا خو لا نيمګړى دى، سبا ته راشه

تا وې چې نه په نور مينه انځورګره! ځمه،

سبا به ټوله دنيا تندر نيسي

او زه به ځان ته د مزدك سپېڅلى اور بلوم

ما وې چې ښه ده، خو انځور سره دې برش هم يوسه

تا رانه هرڅه، هرڅه واخيستل او بېرته لاړې

ته بېرته لاړلې، خو زه په نور مين انځورګر

د خپلې تشې فنكدې پر جنازه ودرېدم

نن مې ته ډېره موده پس وليدې

پوره اته كاله پس

اوس زه اته كاله پس

د ګور بابا منجور

د داسې كس په لاس مې بيعت كړى چې هېڅ نه لري

خپله څېره مې هېره شوې ده، چې څنګه يمه

ما دا اته كاله هندارې نه نفرت كړى دى

په پټو سترګو مې اوبه څښلې دي

زه اوس فقط منجور

نه اهنګر، نه انځورګر يمه، چې ورك به مې كړې

زه اوس په نشت باندې مينه يمه، سعود هم نه يم

د ګور بابا پر شنه څادر باندې دې سر ايښى دى

اوس به ته مالګه څكې

بيا به دې خوا كې ناست فقير ته، شيريني وركوې

بيا  به زما د نوم ډېوه بلوي

بيا به راځې ما نه به ما لره ته عمر غواړې، مينه غواړې

خو ما به نه پېژنې،

 ځكه چې ما د خپلو سترګو جنازه كړې ده.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:59 PM لېږونكى:هوسۍ |
نيوليک

لومړى كال،

دويمه ګڼه،

مرغومى)، 1382ل كال.

(ډسمبر- جنوري ) 2003/2004م كال.

نـــــــيـــــــــــولــيــــــك

شخصي شخړې او عام مطبوعات (سرليكنه)

اسلام، ملتپالنه او پښتو                           

ولور، د پښتنو ناوړه دود نه دى              

مباركۍ او د مينه والو نظرونه               

افغانستان او د يوه غوڅ ډېركي ستونزه                    

خوښه، كه اصول؟                                           

نوي ائتلافونه- زړې څېرې                        

د ګوانتانامو په دوزخ كې  

د هېواد بې امنۍ او د چارواكو بېغوري

موږ ولې هغه نه شو نيولاى؟                   

امريكا، د عراقي پوځ روحيه څنګه  كمزورې كړه؟

د ماشوم پر ودې د چاپېريال اغېز        

له ځان سره داسې مينه وكړه!                  

خپل وړوكى زړه چا ته وركړم؟                 

خجالت                                                                 

د زبيدې د چينې په هكله                           

د خوړو په لوښي كې پښې وهونكي نمك حرام

دوست- دښمن                                                   

څپې- څپې وزرې                      (شعرونه)

په نن، پرون او سبا كې                                 

نوې ټيكنالوژي ټليفون وړيا كوي       

دا انټرنټ لا څه بلا ده!                                

هوسۍ له ماشومانو سره                           

په فلسفه كې تلپاتې پېښې                        

ولې نه!                                                                  

محدود مقاومتي سيل        

په خوست كې مطبوعات   

انځورونه څه وايي؟                                                               

د ناروغيو په وخت كې د ماشوم تغذيه

عربي كره كتنه                                                  

په افغانستان كې د اقتصادي فقر پرضد...

شيطان په پرېوتو كې             (د هوسۍ ناول)

ځانوژنه                                          (لنډه كيسه)

پوونده ميرزاخان                     (فولكلوريكه كيسه)

ګانيشا ګردېز؛ د اوومې ميلادي پېړۍ...

د شمالي ولايتونو لرغوني اثار او تاريخي كيندنې

 

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:58 PM لېږونكى:هوسۍ |
اى خواخوږيه كوچيه وروره!

محمد رحيم امين، زابل

اى خواخوږيه كوچيه وروره!

 

يو_ بل ته به سره نژدې شو، وبه خاندو، ټوپك په كښېږدو او په خلاصه غېږه به روغبړ سره وكړو، د يوه او بل په غمونو او خوشحاليو كې به ګډون وكړو، راشه چې د راپېښو ستونزو د ليرې كولو په خاطر سره يو قوت شو او د خپل كلي مالت د سمسورتيا او پرمختيا لپاره مټې رابډوهو.

راشه هغه مرور شوي ګلونه بيا راپخلا كړو، چې ستا په شان د نورو پردېسانو په وينو رنګول شوي او خړوب شوي دي.

راشه زمانې ته د خپلې قربانۍ او بلهارۍ سارى او بېلګه وړاندې كړو، راشه چې د خپلې وينې او خپلو خولو په بدل كې د خپلې سيمې هر كاڼى او بوټى كېميا كړو.

ته دې دغې جادوګرې شپېلۍ ته ګوتې يوسه  او په دې غرو رغو كې هغه وركې سندرې بيا راژوندۍ كړه، ستا د سندرو په ارزښت كې كموالى نه دى راغلى، ما بېرته د پرښتو هغې سيمې ته بوځه چې سپېڅلتيا په كې واكمنه ده. ما بيا د ماشومتوب هغې سپېڅلې دنيا ته بوځه، ما بيا ماشوم كړه او يوه شېبه مې له مادي نړۍ څخه پردى كړه، په دې توګه ما ته د ژوند او صداقت درس راكړه.

كېدى شي زمانه به زما و ستا پر رښتينولۍ او هنري تومنې د غبار پرده وغوړوي، خو بايد ومنې چې زما و ستا انقلاب په دې وړو خنډونو له منځه نه ځي، زمانه، وخت او تقدير زما و ستا د هنر په څپو كې پټ دى. ته يو ځل په غړېدلو سترګو دنيا ته وګوره، دا به درته څرګنده شي، چې د هنر زور څومره زيات دى. سمه ده چې هېڅ بې هنره او د ټيټ ذوق خاوند به زما و ستا پر دغه هنري ارزښت خاورې واړوي، خو دا ومنه چې موږ حالاتو ته نه تسليمېږو. حالات موږ په خپله قبضه كې نه شي راوستلاى.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:42 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .