د چين ټكنالوژي، ځان تېر ايستل | ||||
ژباړه: ن. م. كړاو د چين ټكنالوژي، ځان تېر ايستل تر دې مهاله پورې چينايان د يوه داسې اقتصاد په ترلاسه كولو پاتې راغلي، چې په يوې اعلى ټكنالوژۍ ولاړ وي د چين د فضايي پوهنو پوهان، تر ډېرو كلونو وروسته بريالي شول چې د ۲۰۰۳م كال په اكتوبر كې د دغه هېواد لومړنى فضانورد فضا ته ولېږدوي. د سپوږمۍ سطحې ته د چينايانو كښته كېدلو، ټولو نړيوالو ته دا څرګنده كړه چې دا دولت غواړي ځان د ټكنالوژۍ د رقابت يوې نوې صحنې ته دننه كړي. په حقيقت كې د ګڼو ارزان بيه انجنيرانو شتوالي، د څېړنيزو پانګو ودې او پر بهرنيو سرچينو واكمنۍ د داسې موقعيت زمينه برابره كړې ده.
| ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:54 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
كوكنار، افغانستان او د نړيوالو اقتصادي پلانونه | ||||
صالح محمد صالح
كوكنار، افغانستان او د نړيوالو اقتصادي پلانونه ”د کوکنارو کرنه- قاچاق او دودېدنه د افغانستان لپاره يو ستر ګواښ ګڼل كېږي، چې دغه هېواد ته يې په ملي او نړيواله كچه ګوزار وركړى دى“. دا خبره نن د هر چارواكي له خولې څخه اورو، چې نړيوال ملاتړ يې هم ورسره بدرګه كوي. له همدې كبله د نړۍ زيات هېوادونه په دې باور دي چ ې افغانستان د نړۍ په كچه د مخدره توكو په توليد او قاچاق كې لومړى مقام لري. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:54 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
غوري ميزاييل | ||||
سيال لكڼخېل غوري ميزاييل د ۱۳۷۹ل كال د ژمي په پيل كې د خپلې يوې نژدې خپلوانې ليدو ته ورغلم، چې د كابل په درېيم مكروريان كې له خپلې يوې لوڼې او دوو زامنو سره استوګنه وه.هغې راڅخه وغوښتل چې د خپلې پلرګنۍ د ليدو لپاره د پاكستان سوات ته ورسره ملګرتيا وكړم. څرنګه چې هغې زما د ژوند په بېلابېلو پړاوونو كې كله چې زما- نه ترمخ څوك و، نه شا- ته د يوې مشرې خور په توګه لارښوونه كړې وه، نو ما انكار ونه شواى كولاى او د تګ ورځ مو وټاكله. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:53 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
په نړۍ كې دوه سوه مليونه كارګر ماشومان | ||||
نيكي محجوب ژباړن: سيد حبيب وقار په نړۍ كې دوه سوه مليونه كارګر ماشومان په نړۍ كې تر دوه سوو مليونو ډېر ماشومان كار كوي، چې ډېرى يې تر ۱۶كلنۍ وړې نجونې دي. د كار نړيوال سازمان يا ’ILO‘ د دې مطلب په څرګندولو سره اعلان وكړ، چې ۸۸دولتونه د ماشومانو د كار د كموالي ټولنې (IPEC) غړي دي، چې له دې شمېرې څخه ۷۵دولتونه له ’ILO‘ سازمان سره غړيتوب لري. د جګړو او نورو كړكېچونو له امله لږ تر لږه په لسو هېوادونو كې د كارګرو ماشومانو د ژوند حالت ډېر خراب دى. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:52 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
بنګالى اشرافزاده | ||||
ليكوال: رامين جهانبګلو ژباړن: عبدالجبار ترنګ
بنګالي اشرافزاده
(رابيندراناټ ټاګور)
(هغه ته به داسې ور ږغ شي: رابيندرا! _لمره!_ځكه په راتلونكي كې به دنيا روښانه كړي او د لمر په څېر به پر راوڅرخي.) د شاعر پلار_دوندراناټ ټاګور رابيندراناټ ټاګور د ۱۸۶۱م د مى مياشتې(د بنګالي كليزې له مخې د ۱۲۶۸م د بيساك ۲۵مه) پر شپږمه د كلكتې ښار د ټاګور كورنۍ په استوګنځي جوراشانو (Jorashanko) كې وزېږېد. ټاګور كورنۍ كه څه هم د برهمن په مشهور مذهب پورې تړلې او له كوساري (Kusari) اشراف زادوو څخه وه، خو په برهمنانو كې پيرالي(Pirali) وشمېرل شوه. يانې هغه كسان چې له مسلمانانو سره په نژدېكت لړل شوي وي. د يوه دوه سوه كلن روايت له مخې، د ټاګور كورنۍ غړو د يوې اړتيا له مخې غوښه خوړل پيل كړل او د مذهب د نورو پيروانو له خوا د نجسانو په څېر وشړل شول. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:52 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
شهيد سردار محمد داود خان او د چنګاښ د ٢٦مې نېټې پاڅون | ||||
ژباړن: امير جان وحيد احمدزى
شهيد سردار محمد داود خان او د چنګاښ د ٢٦مې نېټې پاڅون
د څرخي پله د زندان د بدو ورځو پېښې په دې ليكنه كې په كرونولوژيك او لنډ ډول نه دي راوړل شوي، بلكې يوازې هغه پېښې مې دلته راوړي چې زما پر روان يې ډېر ژور اغېز لرلى او چې زه ژوندى يم هغه به مې په ياد وي.د ۱۳۵۷ل كا ل د غويي تر اتمې وروسته له دوو اوونيوڅخه زيات په دفاع وزارت كې تر څارنې لاندې وم. د دفاع وزارت يو شمېر بنديان د غويې پر شپاړسمه نېټه په ډله ييزه توګه د كمونيسټانو له لوري ووژل شول. د غويي پر اتلسمه نېټه د ماښام تر ډوډۍ وروسته چې د ودانۍ لاندېنۍ يانې د زېرزميني كوټې ته ورګرځېدم.
| ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:50 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
’اړيكي او تړونونه‘ | ||||
’اړيكي او تړونونه‘ د هوسۍ په تېره ګڼه كې مو تر همدې سرليك لاندې د ځينو ليكوالو او فرهنګپالو د ګرځنده ټليفونونو شمېرې خپرې كړې، چې اكثرو اديبانو او فرهنګيالو دا هڅه وستايله او هيله يې لرله چې په دې برخه كې دې نور كار هم وشي، دا دى اوس د هوسۍ په دې ګڼه كې د پاته نورو ليكوالو د ګرځنده ټليفون شمېرې او ورسره د برېښناليك پتې هم خپروو، هيله ده دا هڅه هم ګټوره ثابته شي. په درناوي اداره
| ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:47 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
بېوزلي او په نړيوال اقتصاد كې ناانډولي | ||||
ليكوال: ميش ډي ټېش ژباړن: محمد قاهر وردګ بېوزلي او په نړيوال اقتصاد كې ناانډولي نن پانګوالي (كاپيټليزم) د نړۍ په اقتصادي ډګر كې يو بې سياله نظام دى، د دې نظام منځته راوړونكي په خپلو بېسارو تبليغاتو سره غواړي وښيي چې دا نظام د نړۍ لپاره يوازېنى غوره او د منلو وړ دى او ډېر لږ خلك دا جرئت كوي چې ووايي دا نظام په خپل جوړښت كې ډېرې نيمګړتياوې هم لري او د بشر لپاره يې ښېګڼې په هغه كچه نه دي، لكه چې د دې نظام پلويان يې بيانوي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:45 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د تورو او خبرو اغېز | ||||
ژباړه: غلام سخي نوريوال، كندهار د تورو او خبرو اغېز پوهېږم ډېر به په غوسه ياست، ښايي حق له تاسو سره ووي، كېدى شي ستاسو قهر پرځاى وي. پوهېږم د اور يوه ټوټه درڅخه جوړه شوې ده، ارام نه لرئ، هرڅومره چې د موضوع په باب فكر كوئ، هغومره نور قهرجن كېږئ، زړه مو غواړي چې ځمكه او اسمان ټوټې- ټوټې كړئ، غواړئ چې نارې ووهئ او ګرېوان وشكوئ... پوهېږم چې ډېر صبر مو كړى، ډېر مو له زغم څخه كار اخيستى، پر خپلو شونډو مو غاښونه ټينګ كړي، ځكه چې مقابل لوري ډېر بد شور او ځوږ جوړ كړى دى، ستاسو نوره چاړه هډوكي ته رسېدلې، اوس نو غواړئ خپله چوپتيا ماته كړئ او هرڅه چې په خوله درځي مقابل لوري ته يې ووايئ. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:40 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د ډيورنډ كرښه او د پاكستان ليوني خوبونه | ||||
غلام جيلاني ځواك د ډيورنډ كرښه او د پاكستان ليوني خوبونه د ډيورنډ كرښې تل د افغانستان اوپاكستان په اړيكو كې بنسټيز رول درلودلى دى، د كرښې دواړو خواوو افغانانو له هماغه پيله داكرښه منلې نه ده، د اميرعبدالرحمن په وخت كې كله چې دې كرغېړنې كرښې افغانستان په دوو برخو ووېشه تر كرښې هاخوا افغانانو د انګليسي استعمار په وړاندې خپلو مبارزو ته ادامه وركړه، يوازې د مومندو په سيمه كې د انګليسانو او افغانانو ترمنځ تر سلو زياتي نښتې وشوې، په وزيرستان كې د ايپي فقيرصاحب هم د جهاد بيرغ پورته كړى و او انګليسانو ته يې زښت زيات تاوانونه واړول. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:39 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د افغانستان بيارغونه او د مليونونو ډالرو وركېدل | ||||
ژباړه: نصير الله مومندزاده د افغانستان بيارغونه او د مليونونو ډالرو وركېدل د پخواني شوروي اتحاد د لاسوهنې تر مهاله پورې افغانستان د نړۍ يوازېنى هېواد و، چې د نړۍ د دوو غټو ادارو: نړيوال بانك او اى، ايم، اف يوه افغانۍ هم پوروړى نه و. تر ۱۹۷۹م كال پورې به يې له نورو هېواونو څخه د خپل توان په اندازه پورونه كول. كله چې پخواني شوروي پر افغانستان باندې يرغل وكړ او له دې هېواد څخه يې ټول صلاحيت واخيست، د روس له منګولو څخه د ازادۍ په خاطر تر ۱۵لكو زياتو افغانانو خپل سرونه بايلل او جهاد يې پيل كړ. تر جهاد وړاندې روسانو خپل ځانونه د نړۍ لويو سوداګريزو ماركېټونو ته رسولي وو، خو د امريكا دومره زور نه و چې دوى د نړۍ له سوداګريزو ماركېټونو څخه منع كړي. كله چې زړورو افغانانو او د جهاد جذبه لرونكو مسلمانانو په ۱۹۸۳م كال د روسانو د مورچلونو نيول پيل كړل، نو امريكا د خپلو ډالرو او وسلو زېرمې خلاصې كړې او زموږ پر ساده افغانانو يې د ډالرو وېش پيل كړ، دې هېواد خپله موخه لرله خو د افغانانو موخه يوازې د خپل ګران هېواد خپلواكي وه، دوى د امريكا له موخې سره هېڅ كار نه درلود، تر دې چې روس ماتې وخوړه او اروپايي ماركېټونه هم له كمونيسټانو څخه تش شول، امريكا پر دغو سوداګريزو ماركېټونو خېټه واچوله. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:37 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
كانټ | ||||
ليكنه: هنري توماس او دانالي توماس ژباؤه: نصير احمد احمدي، كابل كانټ
هغه كړوپ (ګوربى) چې پاچا ته يې ماتې وركړه
(۱۸۰۴_۱۷۲۴) كانټ په يوه له شور او ځوږه ډك پېر (عصر) كې ژوند كاوه. اووه كلنې جګړې، د فرانسې لوى انقلاب او د ناپليون لېونۍ كړنلارې د هغه په ژوند كې پېښې شوې دي. كانټ له دې توپانونو څخه خوندي راووت او ويل يې: ”زه دومره كوچنى او ناڅيزه يم، چې تېز بادونه د دې پرځاى چې ما ته زيان راواړوي، تر څنګ مې تېرېږي“. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:37 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د جنوبي پښتونخوا ادب ولې شاته پاته دى؟ | ||||
نصيب الله سيماب، كوټه ادب او سياست، د پښتون اديب كردار د جنوبي پښتونخوا ادب ولې شاته پاته دى؟ ادب د يوه قوم تاريخ هم وي او د هغه د عمل پيمانه هم. راتلونكى نسل كه چېرې غواړي د خپل قوم تاريخ وګوري، نو ادب ته رجوع كوي. په دې چې ادب د خپلې ژبې او قوم په تاريخ كې خيانت نه كوي، دا چې قوم څنګه دى، هغسې يې عكاسي كوي، ځكه چې ادب د ژوند عكاس او د قوم د عمل هنداره ده. د ادب په هنداره كې د يوه قوم عمل- په څرګنده توګه ليدل كېږي. ادب تش د ژوند ترجماني نه كوي، بلكې په هغه كې پراخوالى راولي. هغه په يوه وخت كې د ماضي يادګار، د حال هنداره او د سباوون لارښود دى. ادبي تاريخ د پېښو پر سموالي زور اچوي او د هغو پر اسبابو او محركاتو باندې بحث كوي. د پښتو ادب تاريخ ته چې وګورو، نو خبره به روښانه شي، چې پښتو ادب د پښتون قام پر ژوند باندې اغېز كړى او د پښتو ادب له تاريخ څخه موږ ته د پښتنو د ژوند، ژواك او سياسي پرمختګ ښه درك لګېدلاى شي او د پښتون اديب كردار هم راته څرګندېږي. چې هغه د پښتون قام په سياسي اوښتون (انقلاب) كې كوم كردار درلودلى دى، يا يې درلودلاى شي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:36 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
سپېڅلې پرښتې، په دوزخي رول كې | ||||
م،آ، ننګ سپېڅلې پرښتې، په دوزخي رول كې نكاح متعه (صيغه) ايا په افغانستان كې به دغسې نكاح رواج ومومي؟ نکاح اساساً يو مبارك سنت دى، د نكاح عقد، نه يوازې په اسلام، بلكې په ټولو آسماني اديانو او ټولو انساني او اخلاقي ټولنو كې يو مبارك او فطري سنت بلل كېږي. داسې سنت چې د يوه ستر او انساني مقصد په غرض تړل كېږي. دغه ستر او انساني مقصد د (كورنۍ) تشكيل او دغه هستۍ ته د يوه سالم (نسل) وړاندې كول دى، چې وكړاى شي د دنيا اعمار، انساني خلافت او له فتنې څخه پاك شرايط د خداى پر ځمكه مستحكم كړي. د انساني نسل دوام، په خپله يوه ستره وظيفه ده، كه د نسل تكاثر ودرول شي نو د دنيا تعمير او د انساني ژوند مقصد به ختم شي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:35 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
په هېواد كې د پانګونې ميكانيزم | ||||
محمد آصف ننګ په هېواد كې د پانګونې ميكانيزم او روان اقتصادي تشكلات (جوړښتونه) پانګونه يا سرمايه ګذاري كه د ټولنې د وګړو له خوا وي او که د پرديو له خوا، د هر هېواد لپاره يو ضروري بلكې حتمي مسئله ده. پرته له پانګونې او سرمايه ګذارۍ يو هېواد نه شي كولاى بشپړ اقتصاد ولري، معنا دا چې اقتصاد به يې نيمګړى وي او دا ځكه چې اساساً اقتصاد د افرادو پر پانګې چلېږي او چې دا پانګه نه وي د اقتصاد د موجوديت تصور هم ممكن نه دى. دقيقاً دا ويل غواړم چې پانګونه اصلاً اقتصاد دى او اقتصاد اصلاً پانګونه ده. د پانګونې نوعيت، كميت او كيفيت (څنګه والى، څومره والى او څرنګوالى) د عمومي اقتصاد سبك او بڼه ټاكي. كه چېرې پانګونه د دولت له خوا او د دولت په لاس كې وي هغه اقتصاد اشتراكي يا سوسياليستي وي، كه چېرې پانګونه يوازې د هماغه هېواد د خپلو وګړو په كچه محدود وي، نو هغه ته بند اقتصاد وايي او كه چېرې پانګونه آزاده وي نو د آزاد بازار اقتصاد ورته وايي. البته دا د پانګونې د تقسيماتو پر بنسټ. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:35 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
سپټمبر، د پرېكړو او بدلونونو مياشت | ||||
دستګير خروټی
سپټمبر، د پرېكړو او بدلونونو مياشت
کله چې د سياست ځای ايديولوژۍ ونيو، سياسي سياليو هم خپل ځای ګروپي ټکرونو ته پرېښود د مصر په ټاکنو کې بايلونکې ډيموكراسي او وړونکی حسنې مبارک دی. نوموړی د پنځم ځل لپاره ولسمشر پاتېږي. په ټاکنو کې د ګډون کچه ټيټه وه او څېړونکي د ګډون د کچې د ټيټوالي لامل له يوې خوا په مصرکې د مبارک د او ږدې مودې واکمني او له بلې خوا پر بدلونونو د خلکو ن اباوري بولي. همدارنګه خلکوپه هېواد کې د انارشۍ د راتګ له ډاره مبارک ته رايه ورکړه. خلک وېرېږي چې د مبارک د حکومت په ړنګېدو سره به په هېواد کې انارشي منځته راشي. همدارنګه د خلکو بله وېره د ټاکنو له لارې واک ته د بنسټپالنې رسېدل دي. په مصر او عربي نړۍ کې واکمن وېرېږي که يو ځل واک له لاسه ورکړي، نو بيا يې واک ته د ور ګرځېدو دروازې د تل لپاره تړلې پاتېږي او له همدې امله واکمن هڅه کوي موجود واک وساتي او يا واک يوه وفادار سړي او يا د کورنۍ غړي ته پرېښودل شي. په سوريه کې د حافظ الاسد تر مړينې وروسته واک د هغه زوی بشرالاسد ته ورکړل شو. په جاپان کې خلکو د بدلونونو په پلوي رايه ورکړه. واکمن ائتلاف څرګند بری تر لاسه کړ. کوزومي به اوس په خلاصو لاسونو د اقتصاد د خصوصي کولو کار مخته بوځي. په ناروې کې چپو ځواکونو بری تر لاسه کړ. سره له دې چې په ناروې کې خلک د ملګرو ملتونو له راپور سره سم د نړۍ تر ټولو ښه ژوند لري، خو په ټاکنو كې بيا هم اصلي موضوع د ټولنيزې هوساينې نور او نور ښه والی وه. خبره د دې هېواد په لويه نغدې زېرمو كې وه چې څه ډول د خلکو د ژوند د نور ښه والي لپاره ورڅخه کار واخيستل شي. د المان په ټاکنو کې يوه ګوند هم داسې اکثريت تر لاسه نه کړ چې په خپله او يا له خپلو متحدينو سره يو ځای حکومت جوړ کړي. د المان په ټاکنو کې اصلي سيالي له يوې خوا د سوسيال ډيموکرات ګوند چې د سرو په ګوند هم شهرت لري اوله بلې خوا د مسيحي ډيمموکرات ګوند چې تورګوند هم ورته ويل کېږي روانه وه. د انتخاباتو مرکزي مسئله په المان کې بېکاري وه. په المان کې د پنځو مليونو په شاوخوا کې خلک بېکاره دي او له بده مرغه د دې بېکارۍ په له منځه وړلو او کمولو کې څرګند اميد نه ښکاري. مسيحي ډيموکرات ګوند هم په دې هکله يوه روښانه او مشخصه تګلاره نه درلوده چې په ټاکنو کې يې اکثريت تر لاسه کړی وای. په المان کې تر ټاکنو وروسته سياسي بحران ادامه لري او په تېره بيا دواړه لوی سياسي ګوندونه هڅه کوي د متحدينو په پيداکولو سره د حکومت جوړولو وړتيا پيدا کړي. په افغانستان کې تر اوسه ښکاره نه ده چې وړونکي څوک دي، خو دلته په خپله ټاکنې يو لوی اوښتون دی. په افغانستان کې د ډيموكراسۍ د ټينګښت او ودې پر لوري يو بل بنسټيز ګام اوچت شو، کوم چې په افغانستان کې د وروستيو څلورو کلونو په موده کې د ډيموكراسۍ پر لوري د هڅو تر ټولو ارزښت لرونکې لاسته راوړنه بلل کېدی شي. له ګواښونو سره- سره په مليونونو افغانانو په ټاکنو کې ګډون وکړ او رايه يې ور کړه. په واک، سياست او د ټولنې په چارو کې دې عملي ګډون ته د ښځو پراخې برخې اخيستنې تاريخي ځانګړتيا ورکړه. افغانستان په دې ټاکنو سره يوه نوي پړاو ته ننوځي او د ټوپک او د زور سيالي خپل ځای سياسي سياليو ته سپاري . دا د ټوپک له واکمنۍ څخه د قانون د واکمنۍ پر لور ي يو ټاکونکی ګام دی. دا ټاکنې به هغوی چې پرون يو بل ته په سنګر کې ناست وو، يو بل ته يې د دښمن په سترګه کتل او له يو بل سره يې يوازې د ټوپک په وسيله خبرې کولې تر يوه پوښ لاندې را ټول کړي چې ستونزې د ټوپک پر ځای د ديالوګ او بحث له لارې حل کاندي. ټاکنې ممکن عبدالرب رسول سياف له سيد محمد ګلابزوی او برهان الدين رباني به له وکيل احمد متوکل سره کښېنوي دا په خپله لویه لاسته راوړنه ده. دا ټاکنې به نه يوازې سياسي ګوندونه، بلکې دولت هم دېته اړباسي چې د خپلو تګلارو په هکله نوی نظر وکړي. دې ټاکنو يو ځل بيا وښودله چې افغانانو د ډيموكراسۍ لار غوره کړې او له ډيموكراسۍ سره ستونزه نه لري او په افغانستان کې د خلکو واکمني ټينګښت مومي. په ډيموكراسۍ کې حاکميت د ملت اراده ده، نه ددې او هغې طبقې اراده، نه ددې او هغې کورنۍ اراده او نه د دې او هغې ډلې او ګروپ اراده. په ډيموكراسۍ کې دولت نه دکومې خاصې طبقې استازیتوب کوي او نه د کومې طبقې د ځپلو وسيله ده. د افغانستان اوسنی دولت د کومې طبقې استازی او د کومې طبقې د ځپلو وسيله ده؟ د ناروې حکومت د کومې طبقې استازی او د کومې طبقې د ځپلو وسيله ده؟ په ډيموكراسۍ کې اصل اقتصادي، ټولنيز او سياسي پلوراليزم دی. په ډيموكراسۍ کې نه د طبقاتي، نه پخلاينې لپاره ځای شته او نه حقيقت په دې او هغه ډلې او ګروپ پورې اړه لري. په ډيموكراسۍ کې دولتونه د خلکو د ارادې پر اساس ځي او راځي . سره له دې چې په افغانستان کې د پېړيو لپاره د واک په لېږدولو کې دود زور، کودتاګانې او ټوپک وو، خو اوس په افغانستان کې د واک د لېږد په چاره کې د ډيموكراسۍ دود وده کوي. اوس پر افغانانو ده چې په څه ډول کولای شي ډيموكراسۍ ته وده ورکړي، هغه وساتي او د واک د لېږد په چاره کې د ډيموكراسۍ دود په واکمن دود بدل کړي. په افغانستان کې پارلماني ټاکنې يو تاريخي بری دی، خو يوازې ټاکنې ډيموكراسي نه ده. په افغانستان کې تر اوسه ډيموكراسي په يوه ماتېدونکي او لوېدونکي بنياد ولاړه ده او د ډيموكراسۍ په وړاندې ستونزې او چلينجونه پياوړي پاتېږي. افغانستان تر اوسه نه يوازې يو با ثباته هېواد نه دی، بلکې د دولت د ناکامېدو ګواښ له منځه نه دی تللی. دولت کمزوری دی او د دولت د ناکامېدو او بې ثباتۍ پياوړي لاملونه پر ځای پاتې دي . تر اوسه سوله نه ده تامين شوې. په افغانستان کې د طالبانوپر باالفعل جګړه ييز ځواک سربېره د ثبات، ډيموكراسۍ او سولې په وړاندې لوی بالقوه ګواښونه هم شته، که له يوه لوري د ملګرو ملتونود امنيت شورا له نظره افغانستان د نړۍ امنيت ته ګواښ پاتېږي له بل لوري افغانستان د بنسټپالنې په ستراتژۍ کې هم يوه کمزورې کړۍ شمېرل کېږي. افغانستان دولت همدا دم د نړۍ د هغو دولتونو په ډله کې دی چې د لوېدو او ناکامېدو امکانات يې شته. افغانستان د سوډان، سوماليا، هايتې، شمالي کوريا، سراليون، روندا... په ډله کې يو هېواد دی. لاندې په لنډه توګه ديوه کمزوري دولت دځانګړتياو يادونه کېږي: | دولت پر خپل ټول قلمرو واک او کنترول نه لري. | دولت د اوسېدونکو د حقونو او آزاديو ساتنه نه شي کولای . | د نظم او قانون واکمني کمزورې وي. | د مذهبي، قومي او ژبنيو اختلافونو شتوالی او شخړې، چې دولت او د دولت د عمل کولو وړتيا کمزورې کوي. | د رشوت اخيستلو عاموالی. | د جنګسالارانو شتوالی چې د دولت د کمزورۍ يوه تر ټولو ګواښونکې ځانګړتيا ده. پياوړی دولت کوم دولت دی؟: پياوړی دولت هغه دی چې پر خپل قلمرو بشپړ واک او کنټرول لري. د اوسېدونکو د امنيت، د حقوقو او آزاديو ساتنه کوي او د هغوی د ژوند د ښه والي او د ټولنيزې هوساينې لپاره هڅې کوي. د قانون پر واکمنۍبرسېره د واکمنو اوټولنې تر منځ باور موجود وي. په افغانستان کې د دولت کمزورې تاريخي بڼه هم لري. افغانستان هېڅکله يو پياوړی دولت نه درلود او د ثور تر ناورين وروسته خو په ناکام دولت د کمزوري دولت د بدلېدو لاملونه په بېسارې توګه پياوړي شول. د مجاهدينو کورنۍ جګړې او انارشۍ په افغانستان کې دولت ړنګ کړ او د واک ژوره خلا يې منځته راوړله. افغانستان د لېږد په داسې يوه مرحله کې دی چې کله- کله د نظامونواو واکمنيو پښې هم په کې ښويېږي او د دې وېره شته چې هېواد يو ځل بيا د کړکېچ پر لوري ورګرځي. دولت پر ټول افغانستان واکمن نه دی. د قانون واکمنۍ په کلکه کمزورې ده. په افغاني دولت کې د جنګسالارانو، بانډونو، قاچاق وړونکو او حرفوي رشوت خوړونکو شتوالی د دې دولت د کمزورتيا يوه څرګنده ګواښونکې ځانګړتيا جوړوي. سره له دې چې ولسمشر د خلکو له خوا ټاکل شوی، خو په دولت کې د خلکو د ونډې پر ځای د جنګسالارانو، او لويو قاچاق وړونکو ونډه پياوړې ده. دولت په تېره بيا د مجاهدينو د يو شمېر قوماندانانو په مالکيت بدل شوی دی. که خبرې را لنډې کړم د يوه هېواد په قلمرو د دولت د بشپړې واکمنۍ نشتوالی، د قانون د واکمنۍ کمزوري، د دولت په جوړښت کې د جنګسالارانو، بانډونو، قاچاق وړونکو او اختلاس کوونکو شتوالی هغه پياوړي لاملونه دي، چې نه يوازې دولت ناکاموي، بلکې هېواد د بې ثباتۍ او کړکېچ پر لوري بيايي. په دولت کې پر پورتنيو ستونزو سربېره سياسي رشوت هم پراخ رواج لري. له دولتي واک څخه د يوه ځانګړي قوم، د يوې ځانګړې ژبې، ځانګړي مذهب او ځانګړې ډلې د ګټو لپاره کار اخيستل کېږي او يا يو شمېر وزارتونه او يا ادارې د ځان او خپلوانو د عايد منبع جوړه شوې ده. په دولت کې د پورتنيو ډلو شتون په طبيعي توګه د دولت پر پرېکړو او عمل هم تاثير لري. د يوه ډيموکرات دولت ځانګړتيا په دې کې ده چې د دولت پرېکړې د نامناسبو عناصرو له نفوذ او تاثير څخه خوندي وي. په سياست کې ريسک هم شته دی. کله- کله د دې ضرورت پيدا کېږي چې دولت او ياد دولت مشران د يوه اقدام لپاره ريسک هم ومني. فرانسوي متفکر ارنست رنان وايي: ’هغه چې لږ ريسک مني لږ لاسته راوړي‘ هغوی چې له واک څخه بده ګټه تر لاسه کوي رشوت خوري، په اسانه دېته چمتو نه دي چې خپل په اسانه ګټلي امتياذونه له لاسه ورکړي. زه نه پوهېږم چې د جنګسالارانو، لويو قاچاق وړونکو او لويو رشوت خوړونکو پر ضد به د دولت د پرېکړې او بيا عمل د ريسک اندازه څومره وي؟ د افغانستان اوسنی دولت پر کمزورۍ سربېره د افغان د دولتونو په تاريخ کې لومړی په اصطلاح ډيموکراتيک دولت دی چې خپل مشروعيت له خلکو اخلي او د همدې دولت په وجود کې په مليونونو افغانانو او له دې جملې ښځو دا حق تر لاسه کړ چې په واک، سياست او د ټولنې په هکله د پرېکړو په کار کې ګډون وکړي. دنده د همدې دولت پياوړي کول دي. د راتلونکې ولسي جرګې په وړاندې تر ټولو مهمې دندې د دولت پياوړتيا، د قانون واکمني، د ملت جوړولو د لړۍ غښتلي کول، د باور او په تېره بيا د ټولنيز باور او د روغې جوړې پراختيا ده. يو هېواد هغه وخت باثباته بلل کېږي چې نظم او قانون په کې واکمن شي او هغه دولتي موسسې (پوځ، پوليس او عدلي ارګانونه) چې د قانون او نظم ساتلو او پلي کولو دندې ور په غاړه دي پياوړي شي. همدارنګه خلک هغه وخت پر دولت باور پيدا کوي چې ماشومان يې په ډاډمنه توګه ښوونځي ته لاړ شي. دوی کار او روزګار ولري. د خوړلو لپاره ډوډۍ او د اوسېدولو لپاره کور ولري. پر دولت به د خلکو باور هغه وخت پياوړی شي چې دوی په عملي توګه د دې تجربه وکړي چې دولت د دوی پر ستونزو پوهيږي او د هغو د ليرې کولو هڅه کوي. د افغانستان په سياسي ډګر کې د ډيموكراسۍ وده چټکه او پراخه ده. دا ښه خبره او لويه لاسته راوړنه ده. اوس دنده دا ده چې په اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو برخو کې هم د ډيموكراسۍ اولۍ (ريښې) کلکې شي. دا د منلو وړ خبره ده چې په هېواد کې تر پېړيو وروسته پاتېوالی او د جګړو خرابي د څو کلونو په موده کې له منځه نه ځي، خو د ستونزو د حل لپاره د سم لوري ټاکل يو بنیادي ضرورت دی. د پارلمان بری به په دې کې وي چې له یوې خوا د دولت د پياوړتيا او د قانون د واکمني ورو لړۍ چټکه کړي او له بلې خوا په ټولنه کې د پراخې او ځوروونکې خوارۍ او بېوزلۍ کچه را ټيټه کړي. بله مهمه مسئله د ملت جوړول او د ملي يووالي د تامين مسئله ده. په افغانستان کې بې له شکه د ملت جوړښت له لويو ستونزو سره مخامخ شو. د قومونو تر منځ بېباوريو چې ايجادوونکي يې د قومونو پر ځای سياسي ډلې او پردي وو د ملت جوړولو کار يې په کلکه کمزوری کړ. خو له ستونزو سره- سره په افغانستان کې د خپلواکو دولتونو د جوړولواو يا له افغانستان څخه ددې او هغې سيمې د جلاکېدو پوښتنه را پورته نه شوله. موخې قومي برتري او د واک تر لاسه کول وو. خو په پخوانۍ يوګوسلاويا کې د کورنۍ جګړې موخه له هماغه پيله جلا کېدل او د خپلواکو دولتونو جوړول وو. د اروپا په سياسي نقشه کې د پخوانۍ يوګوسلاويا پر ځای د نويو خپلواکو دولتونو منځته راتګ د دې جګړې پايلې وې. د افغانستان او يوګوسلاويا د قومي شخړو توپير په څه کې و؟ افغانستان تر کورنۍ جګړې وروسته د يوه هېواد په توګه پاتې شو، خو د يوګوسلاويا سوسياليستي جمهوريت پر څو خپلواکو دولتونو ووېشل شو. زما په نظر د پخوانۍ يوګوسلاويا وېشل او تجزيه کېدل له يوې خوا د زور او ديکتاتورۍ او له بلې خوا د قومونو تر منځ د ګډ تاريخ د نشتوالي پايله وه. پرونۍ يوګوسلاويا د ګډ تاريخ پرځای د يوې ايديولوژۍ پر بنياد جوړ شوی يو هېواد و. لوی شوروي! چې د پرولترې ديکتاتورۍ د زور او د مارکسيستي ايديولوژۍ پر بنياد جوړ شوی و، هم په ډېره اسانۍ سره ړنګ او ووېشل شو. په افغانستان کې د قومونو تر منځ د پېړيو اوږد ګډ تاريخ و، چې دا هېواد يې له وېشلو څخه بچ کړ. په افغانستان کې کورنۍ جګړه د دولت په نشتوالي کې منځته راغله، خو په يوګوسلاويا کې د يوه پياوړي دولت په شتون کې پيل شوه. په افغانستان کې هر اوسېدونکی قوم ځان د افغاني ټولنې يوه جوړونکې برخه بولي او همدا ډول د افغانستان تاريخ خپل تاريخ ګڼي. په افغانستان کې د کرکو تر شا خوځوونکی ځواک د دغه او يا هغه قوم د ډلو برتري غوښتنه او د واک تر لاسه کول وو. په افغانستان کې کرکې په بيولوژيکي اساس نه دي را منځته شوي، چې حل يې خورا اوږده موده وغواړي. سره له دې چې په افغانستان کې کلتوري توپيرونه شته، خو د کلتورونو تر منځ نه دومره ژور واټن شته او نه په افغانستان کې يو خالص کلتور چې له نوروکلتورونو په بشپړه توګه جلا وي. په افغانستان کې د کلتورونو ترمنځ ګډ ټکي تر بېلوونکو ټکو ډېراو پياوړي دي. همدا ډول په افغانستان کې قومي توپيرونه شته، خو دا توپيرونه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لاملونه نه وو افغانان په پېړيو پېړيو يو د بل تر څنګ اوسېدل . په يوه هېواد کې قومي توپيرونه په اتوماتيکه توګه د جګړې لامل نه ګرځي. په افغانستان کې قومونه یو له بل سره په سوله او همکارۍ کې ګډ ژوند درلود او لري يې، خو دا ډلې او بهرنی نفوذ و چې په افغانستان کې يې کورنۍ جګړه ولمسوله . په افغانستان کې پر لمسونو سربېره د يوې ډلې د ګناه او جنايت په نوم د يوه قوم او سيمې ګرم بلل، له يوه قوم څخه بدل اخيستل او د دې قوم د بېګناه غړو وژل، له هغوی څخه د مالکيت او اقامت حق اخيستل يوازې يوه تصادفي او ديوې منظمې تګلارې پايله نه وه، بلکې دا د ټولنې په کلتور کې د پېړيو واکمن دود و، چېرې چې د يوه سړي په ګناه يوه کورنۍ، يوه طايفه او يوه قبيله ګرم بلل کېږي نتيجه هم وه. دا د ترايباليزم پايله هم وه او په وار سره همدې ’قبیلوي دود‘ ډلو ته د دې امکان ورکړ چې قومي شخړې ولمسوي، ټولنيزه بېباوري ايجاد کړي او له يو بل څخه بدل واخلي. دا د راتلونکي پارلمان دنده ده چې څه ډول کولای شي پر ټولنيزو بېباوريو غلبه وکړي او په افغاني ټولنه کې باور پياوړی کړي. د افغانستان د وروستيو کلونو تاريخ په ډېره څرګنده توګه وښودله چې امير، اميرالمومنين، قوماندان، کمونيست، مجاهد، طالب،اتل، لوی لارښود، منشي عمومي... ونه شوای کولای په ټولنه کې باور منځته راوړي، ملي يووالی تامين کړي او له بلې خوا د نېکمرغۍ پر لوري د ټولنې لارښونه وکړي. اوس د ډيموكراسۍ وار دی چې دا کار تر سره کړي. د نېکمرغۍ پر لوري د افغاني پلوراليستيک ټولنې لپاره له ډيموكراسۍ پرته بل الترناتيف نه شته. په دواړو نړۍ او افغانستان کې د ډيموكراسۍ الترناتيفونو په ورانوونکې توګه ماتې خوړلې. په يوه پلوراليستيک ټولنه کې ډيموكراسي تر ټولو دمخه په باور او په ټولنيز باور تکيه کوي. په يوه پلوراليستيک ټولنه کې د پيوستون او انتګرېشن په چاره کې باور تر ټولو مهمه وسيله ده. همدارنګه د ټولنې او واکمنو تر منځ باور دی چې په هېواد کې د ثبات بنسټ جوړوي. په افغانستان کې د ټولنيز باور د ايجاد خبره تر ټولو بنسټيزه مسئله ده او څو اړخيزه ځانګړتيا لري. د قومونو تر منځ باور، د سيمو تر منځ باور، د سياسي ډلو تر منځ باور، د دولت او ټولنې تر منځ باور... دی. په افغانستان کې تر اوسه هم دولت ته د زور او واک د وسیلې په سترګه کتل کېږي. اوس پر حکومت او پارلمان ده چې د دې ذهنيت د بدلولو لپاره څه کولای شي. د دې ذهنيت بدلون د خلکو په ژوند کې بدلون غواړي. په افغانستان کې د ثبات او سولې تامين په بشپړه توګه د ټولنې او دولت تر منځ د باور غوښتنه کوي. ديکتاتوران او توتاليتر سيسټمونو د باور پر ځای په کنټرول ډډه لګوي. د دیکتاتورانو په منطق کې ويل کېږي: ’باور ښه دی، خو کنټرول تر هغه ډېر ښه دی‘ خو په يوه توتاليتر ټولنه کې باور وجود نه لري، د واکمنو او ټولنې تر منځ په عمل کې باور نه شته دی. ټولنه پر واکمنو او واکمن پر ټولنه بېباوره دي. همدا وجه ده چې واکمن د ټولنې د کنټرول لپاره د جاسوسۍ او د ځپلو د ارګانونو یوه پراخه شبکه منځته راوړي. په شوروي کې د دولت دنده په مجموعي توګه د ټولنې او هر روسي کنټرول کول و. پر هېچا باور نه و. دولت هر چا ته د شک په سترګه کتل. خو په عمل کې نه دا ډول يوکنټرول عملي و او نه دې کنټرول د دولت د ړنګېدو مخه ونيولای شوای. په افغانستان کې د طالبانو په وسيله د هر افغان کنټرول د هغوی د واکمنۍ د ړنګېدو لاره آواره کړله. د يوه دولت پياوړتيا پر دولت باندې د خلکو او پر خلکو د دولت په باور کې پرته ده. په افغاني دولت کې له يوې خوا د رشوت، فساد، اختلاس پراختيا او له بلې خوا په دولت کې د بدنامو او بې کفايته کارکوونکو شتوالی د دولت او ټولنې تر منځ د باور پرځای بېباوري منځته راوړې او بدمرغي دا ده چې د دولت د کمزوريو او پر دولت به د بېباوريو بیه د افغانستان ځوانه ډيموكراسي پرې کوي. افغانستان د سياستوالو نوي نسل ته اړتيا لري: باور او په تېره بيا د ټولنيز باور پياوړتيابه په افغاني ټولنه کې د پخلاينې او روغې جوړې له کار سره مرسته وکړي. پخلاينه يوه لړۍ ده. يوه لړۍ چې د تل لپاره په حرکت کې ده او لاره يې د باور او پوهاوي په وسيله آوارېږي. افغانستان چې تر اوسه له وسلوالو ټکرونو نه دی راوتلی پخلاينه د اوږدې مودې کار دی. روغه جوړه د دښمنانو او هغوی تر منځ مطرح ده چې له يو بل سره په جګړه کې دي. روغه جوړه د دوستانو تر منځ نه کېږي. د دوستانو تر منځ جګړه نه شته. روغه جوړه د طالبانو او دولت تر منځ او همدارنګه د ګلبدين حکمتيار او دولت تر منځ مطرح ده. روغه جوړه د جګړې د پيلولو په شان د يوه لوري کار نه دی. جګړه کېدی شي د يوه لوري له خوا پيل شي. خو روغه جوړه د دوو او څو لورو کار دی. د روغې جوړې په کارکې ’موږ ته راشئ موږ تاسو ته بخښنه کوو‘ د ستونزې له حل سره مرسته نه کوي. همدا ډول جګړه اوجګړه ييزه برتري هم د ستونزې له حل سره مرسته نه شي کولای. اسرائيلوله جګړه ييزې برترۍ سره- سره د فلسطیني ځوانانو د ډبرو ویشتلو په وړاندې بری تر لاسه نه کړ او اوس هڅه کوي چې ستونزه د روغې- جوړې او شاتګونو له لارې غوڅه کړي. د پخلاينې په کار کې لوی مسووليت د طالبانو او حکمتيار په پرتله د دولت پر غاړه دی. په روغه جوړه کې د مخالف لوري اورېدل په کار دي، خو پخلاينه او بيا روغه جوړه کې دنده نه پخواني حالت ته ورګرځېدل دي او نه په پخوانيو دريځونو کې د لورو پاتېدل دي، بلکې دنده د نوي حالت ايجاد ده. افغانستان نه بايد هغه حالت ته په شا وروګرځي چې د ټکرونو لامل و. کله چې په جنوبي افريقا کې فردريک د کلرک د پخلاينې او روغې جوړې په موخه له مانديلا سره کښېناست د نژادپالنې په پروني دريځ کې نه و او همدا ډول د روغې جوړې په هکله د نلسن مانډېلا دريځ د هغه په لاندې جملو کې بیان شوی دی: ’ما د کلرک د جنوبي افريقا سپين پوستي رئيس جمهور چې زه يې په کلونو له ازادۍ څخه محروم کړی وم او د نژادپالنې سرسخت پلوی و، په غېږ کې ونيو. همدارنګه مې د زولوګانو مشر چې له سپين پوستو افراطي ډلوسره په يو ځای کېدو يې زما د بري د مخنيوي ګواښ کړی و، هم په غېږ کې ونيو. پر دې سربېره په هغه لار کې چې ما نيولې د زورزياتي، قهر، خشونت او بدل اخيستلو لپاره ځای نه شته. دا احمقانه بدل اخيستنې بايد خپل ځای اميد، د انسان ازادۍ، سولې او له ناپوهۍ او تاريک فکرۍ څخه د انسانانو ژغورلو ته وسپاري. زموږ په وړاندې تر دې ډېرې مهمې دندې پرتې دي چې خپل وخت د پرونيو شويو ظلمونو له کبله په بدل اخستلو تېر کړو‘. پروني حالت ته د نه ورګرځېدو لپاره په بشپړه توګه د دې غوڅ ضرورت احساسېږي چې سياستوال او په تېره بيا وکيلان له هغو دريځونو، اندېښنو او ايديولوژيو څخه چې وېش او وسلوالو ټکرونو ته يې قانونيت ورکاوه ځان وژغوري . په بل عبارت افغانستان د سياستوالو نوي نسل ته ضرورت لري چې د بنسټپالنې او سکتریستي چلند پر ځای پلوراليستک چلند ولري، خپلو مخالفينو ته د دښمن پر ځای د يوه سيال په سترګه وګوري او درناوی يې وکړي. افغانستان په کلکه له هغو سياستوالو څخه ستړی او پزې ته رارسېدلی چې له يوې خوا د کرکې او زورزياتي له چلند څخه د ځان ژغورلو په کار کې پاتې راغلی او له بلې خوا د خپلو فردي او ګروپي ګټو په بنسټ ګرځولو سره د نورو منلو ته چمتو نه دي. سياست د مخالفينو د له منځه وړلواويا نه منلو پر ځای د همکاريو او ګډون په مانا دی. په افغانستان کي په سياسي برخه کې بری په واک کې د خواوو په پراخ ګډون کې پروت دی. نوی سياسي نسل خپلې سياسي تګلارې د دګمونو پر ځای د همېشني بدلېدونکو واقعيتونو په مټ تيارې کړي. سياست په خپله يوه بدلېدونکې پديده ده. همدارنګه د سياستوالو نوی نسل نه بايد ژبه، قوم، سيمه، مذهب، طبقه او ايديولوژي د خپلو سياسي قضاوتونو او ارزونو بنسټ وګرځوي. سياست د مقدساتو او نه بدلېدونکي اصولو ډګر نه دی. که سياست د مقدساتو او نه بدلېدونکو حکمونو په ډګر بدل شي په دې حالت کې به د هر ډول پوهاوي، ډيالوګ او پخلاینې لار هم وتړل شي او يو شمېر سياسي چپ او ښي بنسټپالانوته به دا موقع په لاس ورکړي چې ووايي : ’موږ په خپلو اصولومعامله نه کوو‘. که سياست د مقدساتو په ډګر بدل شي دا به نه يوازې د بیان او وینا ازادي له منځه یوسي، بلکې یو شمېر به د مقدساتو پر ضد جګړې ته راووځي او د مقدساتو په هکله به پوښتنې را پورته کړي. د بیان ازادي په خپله د نورو د نظرياتو او د مخالف سياست د پېژندلو په مانا ده. که سياست د نه بدلېدونکو حکمونو ډګر شي نو د پېښو او مفهومونو د څېړلو او په هغو باندې د بيا نظر کولو ضرورت به هم له منځه لاړ شي. همدارنګه سياست نه ’د زور او واک رابطه‘ ده او نه ’د دوست او دښمن اړيکي‘ دي. که سياست يوازې د واک او قدرت مسئله وي نو د دې موخه به د يوې ډلې او ګروپ له خوا په بله ډله او ګروپ باندې د خپلې ارادې هغه هم د زور په وسيله منل وي. سياست ته د اقتصاد فشرده ويل د سياست د طبقاتي کولو هڅه ده. افغانانو د سياست د طبقاتي کولو او بيا د هغه د پلي کولو پایلې د يوې لويې غميزې په وجود کې تجربه کړلې. په افغانستان کې کله چې د سياستوالو ځای د ايديولوژیګانو پيروانو ونيو سياسي سياليو هم خپل ځای ګروپي، طبقاتي، قومي او مذهبي ټکرونوته پرېښود. پوښتنې دا دي: سياست د کوم اقتصاد فشرده دى؟ څه ډول فشرده او کومه فشرده؟ ممکن د سلخوزونو او کلخوزونو فشرده. سياست پر واک، اداره او ګټو سربېره د يو شمېر نورمونو او ارزښتونو بيانوونکی دی. سياست د يوې ټولنې په هکله د پرېکړو او پر پرېکړو د تاثير درلودلو بيا نوونکی دی. سياست د مخامختياوو او ټکرونو د مخنيوی او د هغوی د حلولو پوهه ده. سياست د دګمونو پر ځای د دواړو واقعيتونو او امکاناتو د پېژندلو هنر دی. سياست د پېښواو بدلونونو د تحليلولو او څېړلو هنر دی او دنيا هر ګړۍ په بدلون کې ده. سياست له فرصتونو څخه د ګټې اخيستلو هنر دی او بريالی سياستوال هغه څوک دی چې د فرصتونو د پېژندلو او بيا له هغوی څخه د ګټې اخيستلو هنر او توان ور سره وي. د نوي نسل سياستوال به په افغانستان کې د پرونيو انقلابيانو چې سياسي مبارزه ورته يوازې د سیاسي واک تر لاسه کول ښکارېدل، پرخلاف خپله مبارزه په افغانستان کې د ډيموکراتيکو بنيادونو جوړولو او د مدني ټولنې پياوړتيا ته وقف کړي. يو بريالی سياست هغه دی چې د ټولنې د يوې برخې پر ځای د ټولنې استازيتوب وکړي. هغه سياستونه او يا هم په اصطلاح طبقاتي سياستونه چې د ټولنې د دې او هغې برخې استازيتوب کوي په حقيقت کې ټولنه وېشي او ټکرونه ايجادوي. دا ډول وېشونکو دريځونو سياست ته د زورزياتي، خشونت، کرکې او د نورو د له منځه وړلو ځانګړتيا ورکوي. سياست د زورزياتي پر ځای، د کرکو او يو د بل د له منځه وړلو پرځای د انسانانو تر منځ په ګډه د ژوند کولو خصوصيت لري. په افغانستان کې کله چې سياسي پرېکړې او قضاوتونه د طبقې، قوم، ژبې او مذهب پر بنيادونو كېدې، پايله يې جګړه، انارشي او يوه هراړخيزه غميزه وه. افغانستان د طبقاتي، قومي، مذهبي ...سياست پر ځای ملي سياست ته ضرورت لري او افغانستان د وېشونکو سياستونو پر ځای يوځای کوونکی سياست ته ضرورت لري. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:34 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
جنګي جنايتكاران، د كرزي په غېږ كې | ||||
انجنير عبدالله
جنګي جنايتكاران، د كرزي په غېږ كې بيا هم د دې خبرې تكرار ته اړتيا پېښېږي چې افغانستان د خپل حساس جيوپولټيك موقعيت له مخې د تاريخ په اوږدو كې د نړۍ د يرغلګرو پاموړ ګرځېدلى، همدغه حساس موقعيت د افغانستان او افغان ملت لپاره ناسور ګرځېدلى دى، پرون كه يې د ورېښمو د لارې په نامه له ارزښته سترګې نه شواى پټېدلاى، نن چې بيا د ورېښمو كيسه ختمه ده، نو د تورې طلا (تېلو) جنون، د تېلو هر مجنون د افغانستان تر درشله رارسوي او نن د يوويشتمې پېړۍ په پيل كې زموږ هېواد بيا له خورا ستر جيوپولټيك ارزښت څخه برخمن دى، نن كه لوېديځ او اروپا غواړي چې د منځنۍ اسيا له بېرل څخه د تېلو تنده ماته كړي، نو افغانستان د دغه بېرل شيردان دى، چې دغه تږي اړ دي خپله خوله پر دغه شيردان كښـېږدي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:34 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليكوال | ||||
پير محمد كاروان
شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليكوال ارواښاد استاد الفت د مرحوم غني خان په باب ويلي وو: ’غني خان په شعر كې هغه څه وايي چې د بل شاعر شونډې پرې سوځي‘. زه د استاد شپون په باب وايم: ’شپون په نثر كې هغه څه وايي چې د بل ليكوال ژبه او شونډې پرې لولپه كېږي‘. شپون د ډېر قوي- هنري ايمان څښتن دى. ملايان وايي چې په دين او شرعي مسايلو كې شرم نه شته. هر مسلمان او هره مسلمانه بايد چې په ټولو پټو او بربنډو خبرو ځان وپوهوي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:32 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د مړوند مجلې د يوې ليكنې په ځواب كې | ||||
وحيد جلالزى، غزنى د مړوند مجلې د يوې ليكنې په ځواب كې د لومړي ځل لپاره مې د مړوند په نوم يوه مجله تر لاسه كړه داسې يوه مجله چې له نامه څخه يې سړى په سوچ كې خورا زيات او ښايسته انځورونه راغبرګېږي ماته چې كله مجله ورسېده، نو د دود له مخې مې د سرليكونو په لوستلو پيل وكړ او غوښتل مې چې د كتنې لپاره يو شى وټاكم، د لړليك په لوستلو سره مې وپتيېله چې (د يوې نوميالۍ اتلې له وياړه ډكې كارنامې) نومې ليكنه ولولم. دا طبيعي خبره ده چې هر څوك له خپل ټاټوبي سره مينه لري او خپل خلك يې خوښېږي خو په ما كې ها د چا خبره دا غريزه دومره زياته ده چې د ځينو په خبره افراطي يم.
| ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:30 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
ډوډۍ خواره | ||||
ليكوال: آنتون چخوف ژباړن: عبدالحميد ترابي
ډوډۍ خواره اويا كلن خوړين سپين ږيرى ميخاييل پترف زوتف د يخنۍ او بندونو د درد له امله له خوبه راويښ شو. هغه يكې يوازې اوسېدئ. كوټه يې لا تياره وه او د عيسى مسيح له مجسمې سره پروت ځانګړى څراغ مړ شوى و. د كړكۍ د پردې يوه څنډه يې پورته كړه او بهر يې وكتل. له ورېځو ډك اسمان ورو_ورو روښانېدئ _ښكاره وه چې د سهار پنځه بجې وې نه ډېرې. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:29 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
اټوم څه دى؟ | ||||
ډاكټر محمد داود حبيبزى اټوم څه دى؟ هغه مهال چې راډرفورډ د نايتروجن له پاسه د الفا بڅركو بم غورځونې تر سره كړې او پروټون يې وموند، وېشل شويو ټولو اټومونو د الفا يو- يو بڅركى خپل كړ او د نايتروجن دغو وېشل شويو اټومونو نورو هغو ته هم بدلون وركړ،كله چې چډيويك ورته ازموينې د بريليوم له پاسه تر سره كړې او نيوټرون يې وموند، د بريليوم بڅركو هم يو- يو د الفا بڅركى واخيست او يو نيټرون يې وركړ، د بريليوم دې كړنې د بل توكي كاربن اټومونو ته بدلون وركړ، نورو ساينسپوهانو هم ځينې توكي په الفا بڅركو ووېشل او ورته پايلې يې درلودې. د يادونې وړ ده چې په دې كړنې لاسته راغلي يو مخيز بدلېدونكي توكي ډېر لږ وو، هېچا نه شواى كولاى چې ويې ويني او يا يې وارزوي. په دې وخت كې ساينسپوهان په دې اند وو چې كه د زړي يا هستې د ماتېدو بهير وساتي، نو د اټوم نور پټ رازونه به طبيعت ته په پام سره په ډاګه كړي، د دغو ساينسپوهانو له منځه ايرني، د ماري كيوري لور، د اټومي زړي يا هستې په كار اچونه كې ډېره ماهره وه. ايرني ماري كيوري د هغو څېړنو له پيله لږ وړاندې سترګې دې نړۍ ته غوړولې وې چې د يورانيم د وړانګې په اړه يې تر سره كولې، ايرني په ماشومتوب كې له ليك لوست سره بېسارې مينه لرله او بيا د يوه داسې مور و پلار په شتون كې يې د پېغلتوب شپې ورځې سبا كولې چې خپل ژوند يې ټول د ساينس په اړه څېړنو ته ځانګړى كړى و، د مور په څېر يې ايرني هم يوه پياوړې فزيكپوهه وه او له يوه بل فزيك پوهه فيډريك ټوليټ سره يې واده وكړ . ايرني او فيډريك د وړانګينو توكو د څېړنې لپاره له ماري كيوري سره د مرستندويانو په توګه وټاكل شول، چې بيا وروسته دوى هم په بم غورځونه كې ډېره تجربه ترلاسه كړه او له دې كار سره يې ډېره مينه لرله . په ۱۹۳۳ ميلادي كال يې پر المونيم د الفا بڅركو د غورځونې پر مهال د داسې پېښې ننداره وكړه، چې هغوى يې هېڅ فكر هم نه كاوه، د وېشل شويو توكو تر ماتېدنې څخه وروسته د وړانګينو اټومونو په څېر رڼا وركوله، دلته فيډريك ته جوته شوه چې د بمبار په پايله كې د المونيم اټومونو د فاسفورس توكي يو وړانګين ايزيتوب ته بدلون موندلى دى، دا داسې ايزيتوب دى چې په پنځ يا طبيعت كې نه شته. څو كاله وړاندې مېرمن كيوري او بيكري د طبيعي وړانګينو توكو په اړه څرګندونې كړې وې خو دا هغه وړانګې وې چې په طبيعت كې يې شتون درلود،اوس زوم او لور (فيډريك او ايرني) د خپل لاسو وړانګينو توكو په برخه كې اړينې څرګندونې وكړې، ماري كيوري په دې وخت كې له خوښۍ په جامو كې نه ځايېده او پر لور او زوم يې ډېر ه وياړېده، ځكه هغې نه شواى كولاى نورې څېړنې وكړي، اوس هغه بوډۍ وه او د وينې په ناسوره ناروغۍ اخته وه، ويل كېږي چې ناروغي ورته له هغو كيمياوي توكو راپيدا شوې وه چې دې د څېړنو پر وخت په لاس كې نيولي وو، ځكه د راډيو اكټيوټي توكو د څېړنې پر وخت د هغه مهال ساينسپوهان په دې نه پوهېدل چې روغتيا ته څومره زيان رسوونكي دي. ماري كيوري څو مياشتې وروسته له هغې چې لور او زوم يې د خپل لاسو توكو په اړه څرګندونې وكړې ژوند له لاسه وركړ، بيا يې لور د خپلې مور په اړه يو كتاب وليكه چې د ساينس په برخه كې د هغې څېړنې او له دې كار سره يې مينه په ډاګه كوي. د خپل لاسو وړانګينو لاسته راوړنې پر فرانسې سربېره په نوره نړۍ كې هم د فزيكپوهانو مينه له دې چارې سره زياته كړه، كله چې د خپل لاسو وړانګينو توكو په اړه نوې خبرې د انريكو فيرمي تر غوږو رسېدې، سملاسي يې د فعالو وړانګينو توكو په لاسته راوړنې لاس پورې كړ، هغه په دې اند و چې پرسپكو توكو سربېره كه پر درنو توكو هم نيوټرون وكارول شي ښه پايله به يې په برخه شي، دليل يې روښانه دى، د الفا وړانګې د برېښنا مثبت چارج لري، كله چې دوى له يوه توكي څخه تېرېږي په دوو برخو كې معلومات له ځانه سره ټولوي. لومړى دا چې د برېښنا چارج لرونكي الكټرونونه چې له زړي يا هستې څخه يې كړۍ تاوه كړې ده، د الفا وړانګې ځبېښي او تر لږ ځنډ وروسته په چټكۍ سره درېږي .الفا وړانګې ډېر لنډ مزل كوي او هستې ته يې د رسېدو چانس ډېر لږ وي ،كه الفا وړانګې له هستې تېرې هم شي د پروټونونو مثبت چارج يې بېرته ګرځېدو ته اړ باسي، چې دا كار د الفا وړانګې ځواك ختموي او نه شي كولاى چې هسته يا زړى دړې وړې كړي. نيوټرون هېڅ ډول برېښنايي چارج نه لري، ځكه يې نه الكټرونونه او نه يې نيوټرونونه بېرته ګرځولاى شي. د نيوټرون وړانګې د الفا د وړانګو په پرتله تر ډېره غزېږي او ډېرې چټكې دي، ځكه يې انرژي زياته ده . نو په دې دليل ښاغلي فيرمي دا وپتېيله چې نيوټرون د زړي د موندلو او د هغه د دړې وړې كولو لپاره يو ه ښه وړانګه ده، نيوټرون د يوې طبيعي وړانګې په څېر له راډيو اكټيوټي توكو څخه نه راوځي، بلكې دا كار د الفا وړانګې كولاى شي. د پريليوم په ډول توكي بايد پر الفا وويشتل شي، چې نيوټرونونه لاسته راوړي او د دې كار د تر سره كولو او شوني كولو كچه ۱۰۰،۰۰۰ الفا وړانګې دي چې يو نيوټرون ترې لاسته راځي، د الفا پر ځاى د نيوټرون وړانګې هم يوه ښه مردكۍ وه خو شمېر يې ډېر لږ و، نو د دې كار د راتلونكي لپاره انريكو فيرمي په شك كې و، چې ايا پر نوموړو وړانګو به بم اچونې بريالۍ شي كه نه؟ فيرمي لاس تر زنې نه و ناست، دى د روم په پوهنتون كې و او هلته هېچا د فعالو وړانګو په اړه څېړنې نه وې كړې . خو د شمېر د لږ والي له امله يې ورته راتلونكى روښانه نه ښكارېده، ښاغلي فيرمي د بم اچونې لپاره اړين توكي او اسباب نه لرل او اقتصادي حالت يې هم دومره ښه نه و چې دغه اړين توكي رانيسي،له دې سره سره فيرمي غوښتل چې څه ناڅه توكي د ځان لپاره چمتو كړي. تر ګردو دمخه فيرمي ته د نيوټرون سرچينه په كار وه چې د بم غورځونې چارې پرې ترسره كړي . نورو ساينسپوهانو وار له مخه د راډيوم پر الفا وړانګو د پريليوم اټوم ويشتلى و او نيوټرون يې لاسته راوړى و، په روم كې د دغه ډول بم غورځوونكي توكي لرل د لوړې بيې له كبله خورا ستونزمن كار و، په ايټاليا كې هغه مهال د يو ګرام راډيوم بيه ۳۴۰۰۰ امريكايي ډالره وه ، چې د روم د هغه وخت پوهنتون يې د رانيولو وس نه درلود. خو ښاغلي فيرمي د دغو كړنو بهير له راډون څخه په كار اخيستنې روان وساته، راډون يو وړانګين ګاز دى چې د راډيوم له ورستېدو څخه منځته راځي ،هغه په يو ښيښه يي لوښي كې د راډون او پريليوم پوډر په ګډه واچول، دا د ښاغلي فيرمي څو ورځنۍ نيوټرون ويشتونكې وسله وه، د راډيوم پوډر ډېر ژر ورستېږي او نيمايي عمر يې د څلورو ورځو په شا و خوا كې دى، تر څلورو ورځو وروسته د ښاغلي فيرمي نيوټرون ويشتونكې وسله يا راډون د لومړي مهال په پرتله نيمايي كېده او بيا به هغه د نيوټرون يوه نوې سرچينه له نوي راډون څخه جوړوله، دا بهير همداسې پر مخ روان و او بيا- بيا به ښاغلى فيرمي دېته اړ شو چې له راډون څخه د بم غورځونې نوې وسله جوړه كړي. له دې كار څخه د فيرمي موخه دا وه چې د وړانګړ شتون څرګند كړي،په هغه وخت كې ضروري شى د وړانګو د څرګندولو لپاره عمومي يا ټوليزه اله وه، فيرمي دا اله نه درلوده او ځكه يې د شتون او درلودو په برخه كې فكر كاوه. جيګر Geiger counter كاونټر يوه داسې اله ده چې كله برېښنا لرونكي بڅركي ورننوځي يو ډول ځانګړى تېز غږ وركوي او د وړانګو د شتون په اړه څرګندونې كوي، دا غږ د برېښنا د چارج له ازادېدو څخه چې له وړانګې وركوي رامنځته كېږي. اوس نو اندريكو فيرمي دېته اړ و چې دغه وسيله تر لاسه او بم غورځونې پرې ترسره كړي. فيرمي هم غوښتل چې دغه اړين توكي په بيه رانيسي او خپلې څېړنې بشپړې كړي، هغه خپل فزيكپوه ملګرى په ټولو هغو هټيو وګرځاوه چې دغه كيمياوي توكي په كې پلورل كېدل ،ګرد يې رانيول . كله چې ښاغلي فيرمي ټول اړين توكي برابر كړل، بم غورځونې يې له كوچني اټومي لمبر لرونكي توكي يا له هايدروجن څخه پيل كړې او ټولو هغو توكو يې ورته چاره ترسره كړه چې لوړ اټومي لمبر يې درلود،په لومړي پړاو كې نوموړي ته برياوې ورپه برخه نه شوې، نيوټرون پر هايدروجن، پريليوم، برون، كاربن او نايتروجن هېڅ اغيز ونه كړ او فعالې وړانګې يې راڅرګندې نه كړې، دغه كيمياوي څېړنيز بهير چې كله زلمي فزيكپوه انريكو فيرمي جيګر كاونټر ته ورنژدې كاوه، نو له كاونټر څخه هېڅ غږ نه پورته كېده، له دې نابريالۍ بمبارۍ څخه وروسته فيرمي د نورو زياتو ازموينو د ترسره كولو پرېكړه وكړه او ناببره يې پر فلورين باندې بم غورځونې پيل كړې، خو د خداى كارونو ته وګوره كله چې يې پر فلورين لومړنى بم وغورځاوه، له واره يې غښتلې وړانګې پيل كړې او همداسې پر نورو اوچتو اټومي لمبر لرونكو توكو ورته كړنې ترسره شوې او يو ډول پايلې يې وركړې، د پلټنو دې بهير د ساينسپوهانو هيلې زياتې كړې او له فيرمي سره يې په ګډه ورته كړنې پيل كړې او ډېر فعال وړانګين ايزوتوبونه يې، چې په طبيعت كې نه شته لاسته راوړل او كله نا كله يې له بمبار شوي توكي څخه هم فعال وړانګين توكي ترلاسه كول، د بېلګې په توګه هغوى له ساده سوډيم څخه راډيو اكټيوټي سوډيم او له عادي ايوډين څخه يې راډيو اكټيوټي ايوډين لاسته راوړل. فزيكپوهانو ډول- ډول راډيو اكټيوټي ايزوټوبونه ترلاسه كړل ، لكه له كلورين څخه يې راډيواكټيوټي فاسفورس او همداسې نور رامنځته كړل . كله چې هغوى پر يورانيم بم غورځونې پيل كړې له يو ډول ناڅرګندو پايلو سره مخ شول، يورانيم تر يادو شويو توكو لوړ اټومي لمبر لري او دا يې په زبات كړه چې له يورانيم څخه دوى كولاى شي، څو راډيو اكټيو ايزوتوبونه تر لاسه كړي، خو دوى د ازموينې پر وخت دا په ډاګه نه شواى ويلاى چې څه ډول ايزوټوبونه به تر لاسه كړي؟. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:28 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
انځورګر | ||||
غزانور غزا، ټل- هوايي ډګر انځورګر انځورګر به انځورونه جوړول. يوه ورځ به يې خلكو ته ښوول، هغه به ويل زما انځورونه ډېر ساده دي، خو په مانا به يې څوك نه پوهېدل. تل به يې دى پوښته: دا څا مانا لري او ها څه مانا لري؟ انځورګر له ونې ګرد او په وجود خوار و. نري كلك لاسونه يې وو، شنه تنكۍ لښته به يې په كې نيولې وه او لكه ښوونكى چې اول ټولګي ته سبق وايي، دوى ته به يې داسې انځورونه ښوول. د يوه انځور څنګ ته به يې بل ايښى و او ويل به يې دويم انځور د اول مانا ده. يوه ورځ يې ننداره جوړه وه، ټاكلي وخت ته ډېر خلك راغلل، انځورګر وويل: كوم يو درته روښانه كړم؟ دوى وويل: هر يو چې مهم وي. انځورګر: ټول مهم دي. يو كوچنى جګ شو، يوه انځور ته يې اشاره وكړه، هغه هم د كوچنيانو په باب و. ده وويل: تاسو ته د روزنې سبق دركوي. وينئ چې څو مشران ناست دي، د دوى په منځ كې يو ماشوم هم دى. مشران پر كومه ستونزه غږېږي. بيا يې لښته يوه كس ته ونيوله، هغه د ماشوم لوري ته لاس جګ كړى و. انځورګر وويل: دا يې پلار دى. ووړكي ته وايي ته مه غږېږه او زموږ خبرو ته غوږ شه. بيا د دې انځور بلې برخې ته لاړ، په هغه كې يوازې ماشوم او پلار يې و. پلار يې ښى لاس ځان ته نيولى و او چپ لاس يې ده ته ورتېر كړى و او خولې ته يې خپړه ورنيولې وه. انځور وويل: پلار يې د كومې ستونزې په باب خبرې كوي. زوى يې غواړي مشوره وركړي. خو پلار يې ورته وايي ته مه غږېږه، ماشوم يې نه پوهېږې بس يوازې ما ته غوږ شه. خلكو وويل: د دې مطلب څه دى؟ ده د دې انځور په وړاندې بل ته ګوته ونيوله: دا يې مانا ده. نندارچيانو يو بل ته سره وكتل، يو يې هم په مانا نه پوهېده. ده يوه انځور ته ګوته ونيوله، د پاخه عمر خلك ناست دي. يوه موضوع څېړي، څوك خبرې كوي، ځينې غواړي څه ووايي نور يو بل ته لاس ښوروي. يا ورته وايي ستا خبره سمه ده، يا هم غوښتنه كوي چې زما رايه واورئ. خو يو كس لاس تر زنې ناست دى، دوى ته يې غوږ نيولى، په خپله خوله نه چوله كوي، ته وا هېڅ يې نه زده. انځورګر لږ غلى شو، بيا يې وويل: دا هماغه ځوان دى، چې پلار يې له خبرو منع كاوه. د دې انځور په بله برخه كې ځوان نور هم عمرخوړلى و. بل ځوان ته غوږ و، هغه لاسونه ښورول او څه يې ورته ويل، دى داسې اېسېده لكه په هېڅ چې نه پوهېږي او نه له ژونده خبر وي. انځورګر وويل: دا كس چې كوچنى و، غوښتل يې د ستونزو په باب پلار ته مشوره وركړي، خو پلار يې دا احساس په كې وځاپه او ورو- ورو ترې بې برخې شو، اوس يې عمر هم خوړلى دى، خو د بل مشورو ته غوږ وي. پر ځان يې هغه وخت باور له لاسه وركړ، چې پلار به يې ورته ويل ته نه پوهېږې او د ده برخليك به تر پايه نور ټاكي. انځورګر وويل: انځور تاسو ته سبق دركوي، چې كوچني له خبرو څخه مه منع كوئ، خو د خبرو په دود يې وپوهوئ، داسې مه ورته وايئ چې د مشرانو په مخ كې مه غږېږه، په دې يې وپوهوئ چې له لويانو سره څه وړ خبرې وكړي. له هغه څخه رايه وغواړئ، كه مشوره دركوي، ورته غوږ شئ او كه داسې ونه كړئ، په خپل لاس به يې ګونګى كړئ. انځور بل يوه ته لاړ، غوښتل يې پر هغه رڼا واچوي، يو ماشوم په كې و، خلكو ته يې لاس نيولى و، څو روپۍ يې ترې غوښتې، د انځور په بله برخه كې دا وړوكى ماشوم زلمى شوى و، د پخوا غوندې زاړه كالي يې اغوستي وو، جج پج وېښتان يې پرمخ پراته وو، په كوڅه كې ولاړ و، زړه نازړه به يې يو چا ته لاس ونيوه، په مړو سترګو به يې غوښتنه ترې وكړه، چا په څه وركړل او كله به له ښكنځلو سره مخ شو. بل ځاى په سوالګر كې سپين لګېدلي وو، اوږده ږيره يې وه، زوړ پټكى يې پر سر و، نور هم پسې خوار شوى و، ځمكې ته يې كتل، په عاجزۍ به يې د خير غوښتنه وكړه، كله به يې څه ترلاسه كړل، كله به هم د يو چا د خولې خندى شو. د دې په وړاندې بل ايـښى و، پالش والا ماشوم په كې و، زاړه كالي يې په تن وو، بكس يې غاړې ته اچولى و، په ډاډه زړه خلكو ته ورته او ورته ويل به يې: بوټان دې رنګ كړم؟ په بله برخه كې دا كوچنى زلمى شوى و، يوځاى يې كرايه كړى و، د بوټونو رنګ يې مخ ته ايښى و او موچيتوب يې هم كاوه. مخ يې روڼ ښكارېده، د پخوا په څېر وچ كلك هم نه و، په بله برخه كې ځوان د هټۍ څښتن و، پر څوكۍ ناست و. پېرونكى ورته ولاړ و، ده يو مزدور هم درلود، هغه به خلكو ته څپلۍ ورښودلې. انځورګر وويل: كه لټي او ټنبلي وكړو، په خپل ځان باور ونه لرو، همت له لاسه وركړو، ژوند به مو ښه نه شي. سوالګر چې سوال كاوه، هر چا ته به په منت ولاړ و، تر پايه يې سوال وكړ او ورسره يې منت كاوه، ژوند يې خراب و او هوسايي يې ونه ليده. پالش والا پر ځان باور وكړ، پر خپلو مټو يې زور واچاوه، ځكه خو په ډاډه زړه هر چا ته درېده. خپل ژوند يې ښه كېده، ورسره يې اراده هم غښتلې كېده او پر ستونزو برلاسى شو. انځورونه سبق دركوي، كه د بل په هيله شوئ، هيله مو نه پوره كېږي. خپل ژوند په خپله جوړ كړئ، هېڅوك هم د بل ژوند نه شي جوړولاى، ځكه هر څوك په خپل ژوند جوړولو لګيا دى. پر يوه وخت دوه كاره نه كېږي او څوك چې د ستونزو په وړاندې درېږي، پر ځان يې باور زياتېږي، يه هغه كې د هوسايۍ غوښتنې حس ډېرېږي او ارامي په كار كې ويني، نه په لټۍ كې. تاسې وينئ سوالګر ترپايه سوال وكړ او پالش والا كار كاوه او د هوسا ژوند څښتن شو. انځورګر بل ټوكر ته لاړ، څلور انځورونه په كې وو، په منځ كې يې شنه كرښه تېره وه، دوه يوپلو (لوري) انځورونه د بل پلو له هغو سره يو شان و، په لومړي انځور كې شاړه ځمكه وه او ترې هاخوا شنې جلګې وې، انځورګر وويل: دلته څه شى وينئ؟ _ خلك، نه هېڅ نه. انځورګر لږ په توند ډول: تاسې ړانده ياست؟ ورپسې دويمې برخې ته لاړ، هماغه ډول شاړه ځمكه وه، خو له انسانانو برخمنه وه. واړه او لوى ، ښځې او نران په كې ليدل كېدل. هغه پسې زياته كړه: دا خلك چې په دويم انځور كې وينئ، اول كې هم شته. يو سړى پاڅېد، په ګيله من ډول يې وويل: صاحب! پر موږ ملنډې مه وهه. كه اول انځور كې خلك واى، نو د دويم په شان به برېښېدل. دى موسك شو: څوك چې د ځان درناوى غواړي، پر نورو ملنډې نه وهي، خو تاسې زما په مطلب نه پوهېږئ. يو كروندګر ولاړ شو، يوم يې په لاس كې پورته كړ. صاحب موږ يوازې يوم پېژنو. انځورګر ترې مننه وكړه. شاباسى يې وركړ، بيا يې وويل: موږ- تاسو كې به څوك پيدا نه شي چې تر سلو كلونو پورې ژوندى پاته شي. ټولو وويل: بې شكه! ده پسې زياته كړه: نن موږ راټول يو، زه انځورونه روښانه كوم، تاسې يې ننداره كوئ، سل كاله مخكې دا ځاى خالي نه و، داسې نه و، لكه ړومبى انځور د دويم انځور له خلكو څخه. خلكو بيا وويل: په دې كې هېڅ شك نه شته. _ كه دا بېشكه ګڼئ، دا هم ومنئ چې اول انځور تش نه دى او څه چې په دويم كې وينئ، د اول انځور، يانې په اول كې د خلكو نشتوالى په دويم كې د شتوالي ثبوت دى او موږ له نشت څخه شتوالى وموند. لښته يې درېيم انځور ته ونيوله، خلك يې وپوښتل: يوه ورځ به له موږ څخه دا ځمكه تشه نه شي، داسې به شاړه نه شي لكه د دويم انځور له خلكو څخه چې په درېيم انحور كې تشه ده. ټولو وويل: خلاصى نه لرو، نن وي، كه سبا مرګ به راځي. انځورګر څلورم ته اشاره وكړه، په هغه كې د دويم دا خلك وو، بيا يې نندارچيانو ته مخ واړاوه: د څلورم انځور مطلب له نورو درېيو څخه اخيستلاى شو او دا يقين مو كېږي چې بيا ژوند شته، يانې اول كه نه و، اوس يو، دا شتوالى مو نشتوالي ته رسوي. نو نشتوالى به مو څنګه بيا شتون ته بونه ځي؟ يو سړى جګ شو: كه بيا ژوندون وي، ولې ډېر خلك ترې منكر دي؟ انځورګر: تاسو بزګر ماما وليد، هغه ويل يوازې يوم پېژنو، نور په هېڅ نه پوهېږو. څوك چې د ده په څېر وي او يوازې د ژوند برابرولو هڅه كوي. په هغه سترګې پټې شي، هغه خلك نه ويني، چې څه ښه ژوند لري، خو يوه ورځ يې واك پردى كېږي او هرڅه ترې پاتېږي. داسې خلك د لاسته راوړلو هڅه كوي. كه په روا وي، يا ناروا، د ډېرېدو هيله لري. دوى د هغو خلكو كيسې اورېدلي نه وي، چې ډېر كورونه يې وران كړي وي. د ډېرو د لاس مرغلرې يې په زور خپلې كړې وي، ځان ته يې لوړې ودانۍ جوړې كړې وي، خو يوه ورځ د ځمكې تل ته ورځي او هرڅه ترې پاتېږي. له دوى سره چې حساب كېږي، نارې به وهي: موږ كاڼه او ړانده وو، خو څوك چې نن ژوند جوړوي، دا فكر هم لري، چې د څه لپاره ژوند كوي، له بيا ژوندي كېدو څخه منكر كېداى نه شي. نور انځورونه تمام وو، ده انځورونه ټولول، نندارچيانو وويل: بې انځوره څه ووايه. ده وويل: له چا سره چې مخ شې، ظاهري بڼې ته يې باور مه وركوئ او د هغه له مخې د ده شخصيت مه ټاكئ، ظاهري بڼه د ورېځې په ډول ده، ورېځ كله اوږده وي، كله لنډه، يوه ورځ يوه لوري ته روانه وي، بله ورځ بل لوري ته او د سيوري په ډول يوځاى نه پاتېږي، د هغه كړه- وړه مطالعه كړئ، خبرې يې واورئ او شخصيت يې په كردار كې ولټوئ. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:27 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
سوله | |||||
مفتي فرزان داوري، كندهار سوله لغوي مانا يې: صلح يوعربي لفظ (ويى) دى چې بېلابېلې لغوي ماناوې لري: سموالى، کره والى، د دووترمنځ دښمني پايته رسول او پخلاکول، ښېګڼه يا ښه والى او پخلاينه. د مکې مکرمې يو نوم (صلاح) دى، يانې يو كوونكى يا يووالى راوستونکى، په عربي اماراتو کې د اصلاحيات په نامه يو دولتي ارګان دى چې د نويوځوانانو د جرايمو څېړنه او د هغوى د زنداني کولو دنده پر غاړه لري، د دې لپاره چې اخلاقي سمون ورپه برخه کړي ورته اخلاقي او حرفوي زده کړې ورکوي، چې تر خوشې کېدو وروسته د خپل ژوند اړتياوې پوره کړاى شي. اصطلاح هم له همدې مادې څخه راوتلى لفظ دى چې د يوې ځانګړې ډلې له لوري د يو شي يا يوې کليمې پر وضعه کولو اتفاق ته ويل کېږي. اصطلاحي مانا يې: د سياسيونو (سياستوالو) په اصطلاح د ځانګړو شرطونو په ايښودلو سره جنګبندۍ ته سوله ويل کېږي. په عام عرف کې بيا سوله د دوو قومو، هېوادونو، ډلو او اشخاصو تر منځ د عداوت (دښمنۍ) پايته رسولو او د هغوى پخلاکولو ته سوله ويل کېږي . تعريف (پېژند) يې : موږ دنده لروچې د مذهب په چوکاټ کي سوله تعريف کړو، يو تن اسلامي عالم اولغتپوه مولانا غياث الدين سوله داسې راپېژني : ژباړه: ” د يووالي هغې لارې ته چې د ټولو مذهبونو مال او انجام په كې يو بلل کېږي، د بېلابېلو مذهبونو له لارويانو سره دښمني نه په کې کېږي ، دوست او دښمن سره يوشانې ژوند كوي، دېته سوله وايي“. زما په اند د هر ډول اختشاش او بېنظميو مخنيوي او له منځه وړلو ته سوله ويلاى شو، هغه که د کور، د کلي، ښار ، ټولنې په كچه وي ا و که د نړۍ، د يوې کورنۍ دغړو ترمنځ متقابل درناوى او زغم د کورنيو ګډوډيو مخه نيسي، پلار و مور ته طبيعي او روحاني تقدس، مشر ورور او خور ته د مشرتوب درناوى، پر زوى، لور او کشر ورور او خور باندې د کشرتوب شفقت او مېرمنې ته د انساني تقدس او درنښت او د ژوند د ملګرتيا قدر پرځاى کول د کورني ژوند د ښه سمون او تلپاتې پخلاينې لپاره تر حد زيات ګټور دي. همداراز په کلي او وطن کې د ګاونډي درناوى او د هغه له لوري د ورپېښې شوې ستونزې زغمل، د کلي مشر، سپين ږيرو، روحاني او علمي شخصيتونو ته په درنه سترګه کتل او رواامرونو ته يې غاړه ايښوول، دځوانانو روا غوښتنو ته توجه، ستونزې يې اوارول او له بداخلاقۍ څخه راګرځول هغه څه دي چې د کلي او وطن په سوله ييز ژوند کې مثبت رول لري، همداسې د ښار او نړۍ تر پولو پورې. که د نړۍ ټول هېوادونه اوپه هغوى کې مېشت قومونه او وګړي داسې وګڼي چې د هر انسان زموږ په څېر يو انسان دى، خپل ضميراو وجدان لري، خپله خوښه اواراده لري، ځان ته هيلې او ارمانونه لري، ځان ته عقيده او ثقافت لري، په خپل ذات کې يو ډول فطري خپلواکي لري، بيا به هېڅکله هم په دې فکر کې نه شي چې خپله خوښه، ارمان، عقيده او ثقافت ورباندې وتپي، هېڅ مهال به هم بيا دا فکر- ونه کړي چې هغوى ته په سپک نظر وګوري، توهين يې وکړي او وروسته پاته يې وبولي، بلکې لکه څنګه چې خپلې عقيدې، ثقافت او هيلو ته په ښه سترګه ګوري، داسې به د هرانسان انساني درنښت په پام کې لري . ډولونه يې: لکه څنګه چې وړاندې مو وپېژندل سوله ځان ته ډولونه اوشکلونه لري د دوو قومونو، هېوادونو اشخاصو... تر منځ په داسې ډول د يوې راولاړې شوې لانجې اوارول چې يوه لوري ته هم زيان وانه وړي سوله بلل کېږي. د دوومخالفو ډلو ترمنځ د روانې جنګ جګړې پايته رسول او خشونت کمول هم سوله ده، د دوو مختلفوسيا سي اندونو د څښتنانو ترمنځ متقابل احترام او يو د بل د نظر درناوي ته هم سوله وايي، د عقيدوي ترپيرسره- سره يو پر بل باندې د تعرض کولو او د هغه د روا حقونو له تلفولو څخه ډډه کول د سولې يو ډول دي. شرطونه يې: زه فکرکوم چې سوله د زړه له روڼوالي پرته نه شي راتلاى په دې مانا چې پخلاينه او مينه له زړه راپورته کېږي، کله چې زړه صاف ستره وي، کينې، حسد او بغض په کې ځاى نه وي نيولى، نو ښکاره خبره ده چې هملته مينه ځاى لري، کله چې مينه په يوه زړه کې وي نو هلته سوله ښه ځاى موندلاى شي، سوله که په عامه مانا اخلو، پخلاينه او يا د مدني ژوند سم سمکي ته سوله وايي، نو لومړنى شرط يې له زړونو څخه د نفرت دوړې جارو کول دي ،کله چې له زړه څخه نفرت ليرې کېږي ځاى يې مينه نيسي او مينه هغه څه ده چې په فردي ، کورني او مدني ژوند کې د سمون او له کوږرفتارۍ څخه د راګرځېدو لپاره تر ټولو رغنده رول لري، يوبل شى چې د سولې په مشروعيت او پايښت کې ورته زياته اړتيا ده دوه اړخيزه خوښي ده، که چېرې يولورى هرڅومره مينه ولري، پاک زړه ولري او د مقابل لوري درناوي وكړي، خو که د مقابل لوري له خوامينه نه وي، متقابل ارزښت نه وي او د زړه خوښي نه وي نو هېڅکله هم په سمه توګه سوله منځته نه شي راتلاى.زه په دې باور يم چې واقعي سوله هله منځته راتلاى شي چې له عقل څخه کارواخيستل شي، ځانګړي اهداف پرېښودل شي او عمومي موخې ولټول شي، له خپل ځان سره مينه له ټول انسانيت سره د مينې ذريعه وګرځول شي اوخپله ګټه د نورو په ګټو کې ولټول شي، نه د نورو په زيان کې. ديني او شرعي ارزښت يې: نه يوازې د اسلام سپېڅلى دين بلکې ټول اسماني اديان د دې لپاره دنيا ته رالېږل شوي، چې په مځکه فساد، ناامني، ګډوډي او انارشيزم ته خاتمه ورکړي، ټول انسانان پر يوه سپېڅلې عقيده باندې جوړ کړي، د انسانيت درنښت او وقار ورپه ګوته کړي او د نفرت، دښمنۍ او عداوت جرړې يې له زړونو څخه وباسي او پر ځاى يې مينه، الفت او انساني همږغي وروکري، هرکله چې رسولان پاڅېدلي په يوه سالمه، صالحه، باامنه او سوله ييزه ټولنه کې نه دي پاڅېدلي، بلکې داسې يوې ټولني ته رالېږل شوي دي چې هغوى انساني تقدس له لاسه ورکړى، د فطرت لورى يې غلط کړى او پر كږو وږو لارو سر شوي، داسې انسانانو ته چې د انساني همږغۍ، مينې او الفت پرځاى يې په خپلو کې د دښمنيو، بې اتفاقيو او شخړو پالنه کول، قوم او قومبازۍ يې غوره کړي، پر يوه وړه خبره د بشپړ انسان ترسر بلکې تر سرونو تېرېدل، يو د بل پر مالونو، ناموسونو، عزتونو او شخصيتونو يې بريدونه کول. لنډه دا چې الهي استازي (رسولان) له خرافاتو او توهماتو د معاشرې د صفا کولو، په انسانانو کې د مينې د پيدا کولو، د نفرت د ختمولو او د يوه څښتن پر عبادت او منلو باندې د خلكو راټولولو په موخه دنيا ته رالېږل شوي او هراسماني دين له ځان سره د سولې، مينې او همږغۍ پيغام راوړى دى. د اسلام مبارک دين هم په داسې مهال دنيا ته راغلى، چې د دنيا مخ له فسادونو، خرافاتو، ظلمونو او کړاوونو ډک و، نور نو فساد، ناامني، انارشيزم ، بې اتفاقي او ظلم تر انتهاء رسېدلي وو، د سلګونو کلو بدۍ پالل کېدلې، ناحقه مرګونه کېدل، توهماتو لمن غوړولې وه، د رښتينې عقيدې پرځاى خلك په توهماتو پسې وو، انساني تقدس يې تر پښو لاندې کړى و او د پيريانو د درواغو خبرو يې په زړونو کې ځاى نيولى و. د اسلام لومړنى پيغام انسانيت ته د يووالي او پر يوه څښتن د راټولېدو پيغام و، د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم لومړنۍ بلنه دا وه: اى انسانانو! د يوه الله پرعبادت او اطاعت سره راټول شئ . سوله ييز ژوند د اسلام له انده: لکه څنګه چې څرګنده شوه هر اسماني او الهي دين په مځکه کې د ثبات، امن، يووالي، انساني همدردۍ او انساني پخلاينې د راوستلو او د دښمنيو د پايته رسولو لپاره راغلى او د همدې ستر هدف لپاره يې کار پيل کړى، په ځانګړي ډول اسلام د سولې، مدنيت او انساني همږغۍ علمبردار دى، اسلام په داسې مهال کې ظهورکړى چې نړۍ د وحشت، بربريت، ظلم او ځانځانيو ښکار وه. د نړۍ په هر- هرګوټ کې انسانان د ايډيالوژيکو توپيرونو له امله په خپلو کې د بديو، نااراميو او جنګ جګړو په سوځوونکي اور سوځېدل، له يوې خوا يهوديان وو چې ځانونه يې د خداى زامن او دوستان بلل، ابراهيم(ع) يې د ځان باله او نورو انسانانو ته يې د انسانيت په سترګه نه کتل، د پرديو انسانانو مالونه او ځانونه يې د ځان لپاره روا بلل، ان عيسويان يې لاهم چې د اسماني کتاب څښتنان وو بې بنسټه او بېلاري بلل او ويل يې: ”ليست النصاري علي شيء“. الاية . له بلې خوا عيسويانو ځانونه د انسانيت سالاران بلل او ګومان يې کاوه چې د نړۍ پرمخ موږ يو چې نوى الهي کتاب لرو او د ابراهيم(ع) د ملت بابعين يو، موږ يوچې حضرت عيسى عليه الصلاة والسلام مو منلى او پاللى دى، که څه هم له دوى څخه خپله د انجيل لار ورکه شوې وه، خو يهودان يې بې بنسټه، بېلاري او ناوړه بلل او ويل يې: ”ليست اليهود علي شيء وهم يتلون الکتاب ...“ الاية. دا خو هغه ډلې وې چې د اسماني علومو څښتنان وو، د نړۍ په يوه لويه برخه کي نور داسې انسانان وو، چې د يوه خداى د منلو او ورته د سرټيټولو پرځاى يې په سلګونو او زرګونو خدايان او معبودان ځانونو ته غوره کړي وو. دوى هم له دې سره چې له الهي علومو او اسماني عقايدو څخه يو مخ بې برخې وو او له دې سره چې د خپل فطرت لورى، چې د يوه څښتن منل دي ورڅخه غلط شوى و، خو بيا يې هم ځانونو ته د انسانانو ستانه ويل او ځانونه يې د حضرت ابراهيم عليه الصلاة والسلام زامن او لارويان بلل، په داسې حال کې چې ابراهيم (ع) هېڅکله هم شرک نه و کړى،رب العزت (ج) درې واړه ادعاګانې بې بنياده بولي اوفرمايي. ژباړه : ”ابراهيم بېخي يهودى او نصرانى نه و، بلکې هغه د الله لوري ته کوږ او فرمان منونکى و او بېخي له مشرکانو ځنې نه و“.
اسلام و چې انسانيت يې له دې څپڅپانده حالت څخه وژغوره او د مدنيت، يووالي او د ظلمونو دپاى زېرى يې له ځان سره راوړ. الله رب العزت فرمايي. ژباړه : او دا تاسو د اور د کندې پر غاړه ولاړ واست، بيا موږ ترې وژغورلاست . دا اسلام و چې د انسانانو پر يوشاني حق باندې يې ټينګار وکړ، د خان او مسکين، ملک او بزګر، ښځې او نر ترمنځ يې د يوشاني انساني حقونو پيغام وړاندې کړ، خلك يې ورته وبلل او انسانيت ته يې د يوه څښتن د منلو او ورته د سر ټيټولو بلنه ورکړه او ټول مومنان يې وروڼه وبلل، فرمايي. ژباړه: بېشکه ټول مومنان يو د بل وروڼه دي، تاسو د خپلو وروڼو ترمنځ سوله راولئ او له الله څخه وېره لرئ، بېشکه الله (ج) د تقوا دارومل دى. اسلام داسې يو معاشرتي قانون له ځان سره راوړي، چې د انسانانو د ټولو صنفونو حقوق او درناوى په كې ساتل شوي دي. د نر، ښځې، ځوان، زوړ، مشر، کشر، پوه اوناپوه ټولو پر خپل خپل ځاى خپلواکي او انساني تقدس محفوظ دي. د همسايه، ناروغ، مسکين، اړ او محتاج سره مرسته، د يوې ګولې ډوډۍ نيمى کول او له وږي سره يې شريکول، د توان تر بريده د يوه انسان د مشکلاتو له حلولو څخه د ځان نه سپما، پر ناروغ، ګاونډي او مسافر باندې پوښتنه، ټول هغه څه دي چې اسلام د مدني سياست په قانون کې وضعه کړي دي. پر انسانانو سربېره اسلام د نورو ژويو مرسته، ورباندې رحم او سمه پالنه اوروزنه يې، په خپل قانون کې ځاى کړي دي، پرڅلورربلو باندې مسلسل د سپرېدلو او پر شا باندې يې له بانډار نه ډډه د اسلام د ستر پيغمبر له ټينګو لارښوونو څخه دي: ”تاسې د خپلو سورليو شاوې منبرونه مه ګرځوئ...“. | |||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:27 PM لېږونكى:هوسۍ | | |||||
ايا د كابل د واټونو نوم ايښوونه د ملت حق دى، كه د وزارت؟ | ||||
عبدالرحمن احساس حبيبزوى ايا د كابل د واټونو نوم ايښوونه د ملت حق دى، كه د وزارت؟ د ۱۳۸۴لمريز كال د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د (ثبات) جريدې د ديارلسمې ګڼې د اتم مخ په لومړي ستون كې يو خبر ’نامگذاري جاده هاي شهر كابل‘ تر سرليك لاندې خپور شوى و. په خبر كې داسې راغلي وو چې د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى وزارت او كابل ښاروالۍ پلان نيولى، چې په راتلونكو شلو ورځو كې به د ولايتونو او د ولايتونو د اتلانو نومونه د كابل پر واټونو او سيمو ږدي. د كابل ښاروالۍ د كلتوري څانګې مشر اصف اكبر په وينا په لومړي ګام كې به د افغانستان د ۳۴ ولايتونو نومونه به د كابل پر ځينو سيمو ايښوول كېږي. نوموړي زياته كړې وه چې دغه نومونه به په پښتو، دري او انګرېزي ژبو وي او دا نومونه به د پتې او پوستي كارونو لپاره ډېر مرستندوى وي. | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:26 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
نړيوال، كرزى او مخالفين | ||||
ډاكټر محمدالله احمدزى، كابل
نړيوال، كرزى او مخالفين
حامد كرزى چې د تاريخي كندهار اوسېدونكى او د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان واكمن شو، چې د ولسمشرۍ د ټاكنو په ترڅ كې د رايو په لوړ اكثريت سره ولسمشر وټاكل شو. دانتخاياتو د كمپاين پر وخت د كرزي صاحب ژمنې له ولس سره دا وې: په افغانستان كې به سوله، امنيت، دپوهې ترويجول، روغتيايي اسانتياوې برابرول، د ټوپكيانو ختمول، له واك څخه د مجرمينو ليرې كول او د افغانستان به دولت كې د ټولو خلكو ګډون اوداسې نور... | ||||
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:25 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||

