تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
د ننګرهار تېر ښوونيز كال ته كتنه

هارون ناصري

 

د ننګرهار تېر ښوونيز كال ته كتنه

 


ښوونه او روزنه د يوه زده كوونكي- كه هلك وي يا جينۍ روا حق دى. زه نه غواړم چې د زده كوونكو پر حقونو رڼا واچوم، بلكې غواړم په ننګرهار كې تېر ښوونيز كال ته لنډه كتنه وكړم.

ښوونه او روزنه د يوه هېواد او خلكو د پرمختګ عمده اصل ګڼل كېږي، خو په افغانستان كې نه يوازې دغه اصل ته پام نه دى شوى، بلكې بېلابېلو سياسي رژيمونو، ښوونه او روزنه په سياست كې هم ښكېل كړې ده.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:30 PM لېږونكى:هوسۍ |
سرليكنه:

د هوسۍ مجلې پرله پسې يوولسمه ګڼهسرليكنه:

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 

د جغرافيايي موقعيت بدلون او د خپرونو پر څرنګوالي يې اغېز

 

يو مهال ځينو ليكوالو افغانستان پر څو كلتوري حوزو وېشلى و، چې د هرې كلتوري حوزې ځانګړتياوې، وړتياوې او ځوړتياوې يې څېړلې وې، په دې توګه يې په هره يوه حوزه كې پر كلتوري وروسته والي- يا پرمخيون رڼا هم اچولې وه.

اوس مهال كه څه هم له هر ولايت څخه خپرونې كېږي، چې د هرې سيمې يا حوزې خپرونې خپلې ځانګړتياوې لري. په دغو خپرونو كې زياتو هغو په رښتيني ډول خپل ملي او افغاني مسووليت ترسره كړى، چې هماغه اړوندې سيمې ته يې هم يو ښه نوم ورګټلى دى او د سيمې يو روڼ انځور يې نورو ته وړاندې كړى دى.

ښايي ځينې خپرونې به له دې كبله كمزورې ليكنې خپروي، چې په هغه سيمه كې به خپرونې ډېرې، خو ليكوال به لږ وي، يا به هم له لويه سره د ليكنو فقر موجود وي، خو موږ ځينې بريالۍ خپرونې هم لرو، چې تقريباً په اكثرو ولايتونو كې لوستونكي لري. كه ورته ځير شو د ليكوالو لږې شمېرې دغه خپرونې نه دي زړه ماتې كړي، بلكې د انټرنټ پراخې نړۍ يا هم په نورو سيمو كې مېشتو ليكوالو ته يې مخه كړې، چې د معياري او په زړه پورو ليكنو په خپرولو سره يې خپل معيار هماغسې اوچت ساتلى دى.

كه څه هم د معيار ټاكل ګرانه خبره ده، خو خپرونې بايد هغه ليكنې خپرې كړي، چې په اوس مهال كې د خلكو لپاره ګټورې وي، د اوسنۍ نړۍ پرمخيون وڅېړي، د هېواد د كلتوري، هنري او اقتصادي فقر لاملونه وڅېړي او ځوان پښت د يوه راڼه سباوون پر لوري يون ته وهڅوي.

دا ده هوسۍ هم د كندهار شوه او دا د جغرافيايي موقعيت بدلون څه وړه خبره نه ده، اوس كه تر دې وروسته هوسۍ خپرېږي له كندهاره به چاپېږي. كه څه هم دلته په دې ولايت كې ښكلا، هوډ، مړوند، ميوند، تنده، سورغر، طلوع افغان او ځينې نورې خپرونې شته، خو بيا هم لا ډېرو نورو هغو ته اړتيا شته، ځكه چې دا سيمه په هر ډګر كې ځپل شوې، چې بنسټيزه بيارغونه غواړي او دا بيارغونه بايد له صفر څخه پيل شي، چې همدغه سيمه ييزې خپرونې بايد ذهني رغونه، كلتوري وده، اقتصادي پانګونه او هنري پنځونه ګړندۍ كړي. موږ تر خپله وسه هڅه كړې چې د هوسۍ معيار راټيټ نه شي، خو بيا هم ځينې بدلونونه په كې تر سترګو كېږي، ځكه: كه په يوه خونه كې شين رنګه څراغ لګېدلى وي، هرڅوك كه دننه ورشي، شنه رڼا پرې خپرېږي، اوس چې هوسۍ د كندهار شوه خامخا به دېر بدلونونه په كې راغلي وي او دا بدلونونه به مثبت او منفي اړخونه لري. موږ په دې باور يو چې په دې سيمه كې به خامخا له ګڼو ننګوونو، ګواښونو، ستونزو، خنډونو او نورو كړاوونو سره مخ كېږو، دغه راز به د چاپ او وېش په برخه كې هم ګڼې ستونزې ولرو، كېدى شي له نورو بهرمېشتو ليكوالو سره مو اړيكي هغسې پياوړي پاته نه شي، زموږ ستره هڅه به دا وي چې له خپلو همېشنيو همكارانو سره هماغسې اړيكي ولرو. بيا هم له لوى رب څخه غوښتنه لرو چې بريالي مو دې لري.

درناوى

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:13 PM لېږونكى:هوسۍ |
کور؛ د نېکمرغۍ سرچينه

ژباړن: سيد حبيب وقار، وردګ

 

کور؛ د نېکمرغۍ سرچينه

 


ټول ښه پوهېږو چې د انسانانو په نېکمرغۍ کې بېلابېل لاملونه رول لري، ډېر لاملونه لکه: بډايتوب، لوړ مقام، وړ دنده او...

خو باور لرئ چې په ژوند او برخليک کې د کور او کورنۍ اغېز له ټولو هغو لاملونو څخه ډېر دى چې د انسان په ژوند کې دخيل دي. کور هغه ځاى دى چې انسان د ژوند لومړني درسونه هلته زده کوي، هلته پرمختګ کوي، لويېږي او ډېر وخت يې هلته تېرېږي.

کور؛ زموږ د شخصيت جوړونې لومړى ځاى دى، چې له کار او ژوند سره د مبارزې ځواک هملته پيدا کېږي. ارواپوهان په دې باور دي چې د انسان د شخصيت جوړښت په لومړنيو اوو کلونو کې پيلېږي. په کورنۍ کې لوى مسووليت د مور و پلار پر غاړه دى، هغوى د دې لويې کښتۍ چلوونکي دي، بايد چې منزل ته يې ورسوي.

د انساني او کورنيو اړيکو څېړنو ښوولې- څوک چې د ماشومتوب له دورې او د مور و پلار له ژوند څخه د ښو، په زړه پورو او خوږو خاطرو لرونکى وي، په زده کړو، دندې، کورني ژوند او ټولنيزو چارو کې بريالى او په خپل ژوند کې هم خوښ وي.

 

د اولادونو نېکمرغي:

١. لومړى ګام چې مور و پلار يې بايد د اولادونو د نېکمرغۍ لپاره واخلي، هغه په کورني ژوند کې له مهربانۍ څخه ډک د يوه ګرم چاپېريال رامنځته کول دي، ځکه چې له مينې څخه تش چاپېريال هلک له کوره تېښتې ته اړ باسي او په اروا کې يې ناغوښتل شوي احساسات ځاى نيسي. لکه: دښمني، له ټولنې څخه ليرېوالى، د غچ اخيستلو د حس زياتوالى او په پاى کې بده ورځ او بدمرغي ورسره ملګرې کېږي. د مينې او محبت څرګندول د هغه پر اروا اغېز کوي او هغه پالي چې په پوره ځوک او زړورتيا سره وکړاى شي د راتلونکو ستونزو په وړاندې مبارزه وکړي او د ژوند په مسايلو کې په بنسټيز ډول تصميم ونيسي. نو په دې ډول د خپلو اولادونو اروا خوشحاله وساتئ.

٢. د اولادونو د عقلي او فکري پرمختيا لپاره د ژوند له پيله هغوى ته ځينې ديني اداب، مذهبي کړنې لکه لمونځ، اخلاقي او ټولنيز قواعد ورزده کړئ، چې کله دوى ټولنې ته وړاندې کېږي، وکړاى شي خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او پايله يې په خپل ژوند کې وويني.

٣. د هغوى له جسمي او دماغي هوسايۍ سره- سره دې د هغوى ټولنيزې او اروايي غوښتنې هم پوره کړاى شي.

٤. خپل ماشومان په ښه توګه وپېژنئ. هغوى ته ارزښت ورکړئ، د هغوى استعدادونه وګورئ او د غوړېدو لپاره يې کوښښ وکړئ، که کومه نيمګړتيا ولري، په خپل ټول توان سره هغه له منځه يوسئ.

٥. د کورنۍ د سولې او صفا د اصولو ساتل، د هوښيارې او ښې لارې د پيدا کولو لپاره ښه لار ده. نو  مور و پلار بايد له خپلو ماشومانو سره شخړې ونه کړي، ځکه كه څه هم په پوره ډول نه شو کولاى د کورنيو کړکېچونو او شخړو مخه ونيسو. مهمه دا ده چې د کورنۍ همغږي په هېڅ ډول له لاسه ورنه کړو، نو په دې ډول به ژوند راته وخاندي او موږ به هم خوښ او خوندور ژوند ولرو.

٦. د ژوند په هر پړاو کې د ماشومانو طبيعي حالات څنګه چې دي، هغسې دې ورته وکتل شي، د هغوى په امر او ردولو کې دې له پوره غور څخه کار واخيستل شي، هېڅکله د هغوى د بې اړتيا کارونو مخه مه نيسئ، د بې ګټو کارونو پر مهال هغوى ته ښه لارښوونه وکړئ او ښو کارونو ته يې وهڅوئ.

٧. پام مو وي چې د ماشومانو د سرغړونو د مخنيوي لپاره ډېر فشار، بېځايه نيوکې او ملنډې ماشوم ډارن، سرټمبه او پر خپل نفس بېباوره روزي، خو د دوى درناوى، ښو کارونو ته هڅول، د دوى د کمال په لوړتيا کې ډېره اغېز لري.

٨. په هره ښه خبره او ښه کړنه هغه نور هم وهڅوئ، که يوازې افرين هم وي او په هره بده کړنه هغه ته لارښوونه وکړئ، ځکه چې د دې نړۍ نظام له هڅولو، لارښوونو او رټنو پرته نه شي چلېدى.

٩. د خپلو ماشومانو په منځ کې د برابرۍ چلند وکړئ، د دوى تر منځ توپير مه کوئ، درناوى ورته ولرئ.

١٠.  مور و پلار بايد خپلو اولادونو ته ښه صفات لکه: قرباني، بلاپسې، فداکاري، صبر او زغم، مېړانه او زړورتيا، د ستونزو د حل لپاره وروښيي. کور د کورنۍ د ټولو غړو لپاره بايد يو جنت وي، د کورنۍ د غړو دنده ده چې يو له بل سره مرسته وکړي، د يو بل د غوښتنو او نېکمرغۍ لپاره ګډې دوستانه هڅې وکړي، د کورنۍ غړي بايد يو د بل د روحياتو ساتندوى وي، د يو بل خيال وساتي، غوښتنو ته يې درناوى ولري، ځانغوښتنه ونه کړي او له يو بل څخه بېځايه تمه هم ونه لري.

 

له چاپېريال څخه د انسان ذهني انځور:

زموږ د ټولو فکرونو او خوځښتونو سرچينه زموږ د خپل ليد څرنګوالى دى. تجربې، برياليتوبونه، ماتې، هغه فکرونه چې د ځان په باب يې لرو او زموږ په وړاندې د نورو غبرګونونه دا ډول د يوه انځور جوړوونکي دي، چې د ځان لپاره يې په ذهن کې لرو. د دې انځور په حقيقي کېدلو باوري کېدل، د دې سبب کېږي، چې ژوند په بشپړ ډول په همدې چوکاټ کې مخته يوسو.

§ موږ هغسې يو- چې پر شتوالي يې باور لرو، چې نړۍ زموږ خپل انعکاس دى.

§ د ځان په باب زموږ بيان او د تفسير ډول د مطلوبو پايلو د لاسته راوړلو لپاره د يوه هر اړخيز پرمختګ پر لوري لومړى ګام دى.

§ تل خپل ځان په ښو ياد کړئ او ژوند مو چې څنګه خوښېږي، هغسې يې انځور کړئ، چې له دې لارې د چلند مثبتې بېلګې لاسته راوړئ.

§ تاسې د درناوي وړ يئ، په دې چې تاسې- تاسې يئ. خپل ارزښتونه وپېژنئ، د ځان لپاره رتبه وټاکئ، چې د ښو چلندونو او خويونو وړ يئ.

§ د روغ او تندرست کېدو او ځواکمنېدو لپاره په کار ده چې خپلې مثبتې هېښتياوې وساتو، خپل احساسات وښيو او ځان د ځواک او روغتيا وړ وبولو، له همدې وخت او همدې ځايه خپل ځان ومنئ او مينه ورسره وکړئ او ځان ته څرګنده کړئ، چې تر دې دمه مو هم ښه ژوند کړى دى.
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:12 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ادبياتو کار څه دى؟

ليکوال              : فرهاد عرفاني- مزدک

ژباړن  : سيد حبيب

 

د ادبياتو کار څه دى؟

 


د ادبياتو کار څه دى؟ ستونزمنه پوښتنه ده، نه؟.. دا مې عادت شوى، مسايل چې څه ډول واقعيت لري، تر هغې يې ډېر وپېچم! البته همدا امر د ادبي سياست يوه ريښه يا که په ښه ډول ووايم ’سياسي ادبيات‘ لري. د سياسي ادبياتو ډول چې د ادبياتو غيرسياسي والى يې سياست دى، د ژوند له لومړيتوبونو څخه دي! ما د دې ډول ادبياتو نوم ’چټل ادبيات‘ ايښى دى. ننني ادبياتو چې د تېر پر خلاف يوازې په کتابي بنه نه څرګندېږي- خو په حقيقت کې مو ولې عادت شوى دى، يا مو ځان ته عادت ورکړى دى، مسئلې چې څه ډول وي، نور يې هم وپېچو؟ زه فکر کوم ځواب يې ډېر اسان دى، ’زه غواړم د دې سياست سرچپه مخته يوسم‘ ځکه د دې ډول لارې د ساتونکو ګټې غواړي، چې اديب، ليکوال، هنرمند، د نظر خاوند او روڼاندي که هرڅومره لږ مخاطب ولريو پر دې ډول د فکرونو زېږوونکي د ښاره ازادۍ سره به د بند په کړيو کې چې خپله يې جوړې کړي، ژوند کوي او چټل ادبيات به وخت پيدا کړي چې خپل پيداوار  د بيان په پراخو ډولونو ځان ته مخاطب کړي او د غلو د ګټو ساتونکي شي.

په دې پيليزې سره بيا اصلي پوښتنې ته راځو. علم ته زموږ د کتنې ډول، تر يوه ځايه دغسې ښکاره ستونزمنې پوښټنې ته اسان ځوآب ورکړو: د ادبياتو کار د هغه د عمل له برخې څخه ښکاري، په ځانګړي ډول تر دې چې د انساني پوهنو په کومه برخه کې ورڅخه کار واخلو، دندې يې بدلون مومي، خو يو شوى ښکاره دى، ادبيات چې په هره برخه کې منځته راشي، په مساوي ډول د بيارغونې او ورانۍ لپاره کارول کېږي. يانې له يوې خوا مبارزه کوي او د ستونزو او منفي کړنو په له منځه وړلو کې کار کوي او سم له لاسه د مثبتو کړنو لپاره کار کوي، ولې؟ بيا هم ځواب اسان دى!.

د انسان د ټولنيز ژوند ټول ډګرونه په اوس وخت کې د ګټو پر سر جګړه ده! بې پېژندنې بايد ومنو چې زموږ د اوسني ټولنيز ژوند په هېڅ ډګر کې بې طرفه توکى مانا نه لري، هېڅکله د انسان ټولنيز ژوند د بشر د ژوند په تاريخ کې څرنګه چې اوس دى- طبقاتي نه و. نه اوبه له فلسفې پرته څښل کېږي، نه فلسفه له اوبو پرته جوړېږي. ’هرڅومره اوبه چې وي‘ نو د طبيعت له مخې هم ادبيات له دې قاعدې څخه مستثنى نه دي.

د ادبياتو دنده د ټولنيز ژوند لپاره پوهې، چلند، انساني خوى، اخلاقو او انساني روزنې ته رنګ ورکول دي، نو وينئ چې څومره اسانه، ادبيات عين سياست دى او سياست عين ادبيات، ولې؟ په دې دليل: له دې سره تړلې چې حاکم نظام د څه ډول انسان د روزنې غوښتونکى دى، د يو ډول ځانګړو ادبياتو جوړوونکى کېږي. د بېلګې په ډول په داستاني ادبياتو کې پوليسي ژانرونه يوه تلوسه ناکه څانګه، د فکر پراخوونکې او د ساعتيرۍ وړ ده، چې د دې ځانګړتياوو په لرلو سره د جذابو ادبياتو په ډله کې راځي. د دې ادبياتو په واسطه سناريو ليکل کېږي او فلم جوړېږي. تر دې ځايه د دغه هنر کار د نورو هنرونو په ډول د انسان غوښتنو ته يو ښکلاپېژندونکى او حساس ځواب دى.

هغه خپله ورته حاضر نه دى، ځکه چې د غلطيو په بېلابېلو لارو کې مشوره، د ټولنيز ژوند د سمونې لپاره لار اواروي، خو ستونزې له هغه ځايه ولاړېږي چې حاکم نظام د دې ډول ادبياتو د موخو په اړولو سره د هغو پرضد بدل کړي او د خپلو ګټو لپاره يې کاروي. دا به کفايت وکړي چې د انګلستان، امريکا او نورو د سينماګانو پيداوارو ته وګورو چې معلومه شي چې دغه ليدنه تر کومه ځايه سمون لري. حاکم نظام دوه تاليفه (د ښار غوښتنه) او (حاکم سياست او د خلکو له هغو سره اړيکي) چټلو ادبياتو ته بڼه ورکولو او سرلوحې د سرليک په توګه په پام کې لري. په همدې ډول د غيرطبيعي او غيرواقعي تاوتريخوالي په منځته راوړلو سره غټ اړيکي، د رواني منفي لاملونو سختوالى او جنس (د پېژندونکي بيان په ډول ناپېژندوى ډولونه) د بياو او وينا د ځانګړتياوو ډولونو تبليغ، چلند او همت او فکر (چې اصل موخه يې فردي ګټې دي) تر دې چې تر ولکې لاندې راوستلو د تبليغ بڼه او د ژوند بڼې ته د يوې بېلګې جوړول او ټول څيزونه د دوو پورتنيو ليکوالو په خدمت کې دي. د ډېرو نظر دا دى چې ’د ادبياتو موخه بايد په خپله په ادبياتو کې ولټوو، نه په بهرنيو تاليفاتو کې، ځکه چې ادبياتو ته هم کله چې خپل ټاکلى جوړښت د داستان، تمثيلي ټوټې، سناريو او نورو په چوکاټ کې وليد، نو له سرچينې څخه يوه خپلواکه پديده ده، د لوستونکي له ليدلو څخه يو اثر تفسيرېږي او هغه ته هويت ورکوي‘.

دغه خبرې چې په ښکاره منطقي ښکاري، په هماغه ډول بې پايلې او نامنطفي دي او يوازې د خلکو تېرايستلو او سترګوته يې خاورې ورشيندلو لپاره بيانېږي. د دې ډول نظر د ردولو اود خپلې دعوې د ثبوت لپاره چې له بده مرغه نن نظريه ورکوونکي هم غلي دي، ګام پر ګام د هغې په څېړلو پسې اخلم، د دوى د ليدنلو له مخې په زړه پورى ټکى ا دى چې ’د ادبياتو موخه بايد په ادبياتو کې ولټوو!!‘ د بېلګې په ډول که ووايو د يوې ودانۍ د جوړولو موخه د پولادو، ګچو، خاورې، سيمانو او نورو توكو كارول دي، چې وداني ترې جوړېږي. د دې لپاره چې وداني جوړه شي، كه دا توكي موجود وي، بايد وداني تعريف شي او وليدل شي چې هر كس له ودانۍ څخه څه ګټه اخلي؟ بهرنۍ موخې لكه سبب، وروستۍ پايل، د ګټه اخيستې وړتيا، د ودانۍ له ماهيت سره اړيكي نه لري. وينئ چې دغه خبرې څومره بې ګټې دي. دغه ګران د نظر خاوندان ډېر په اسانۍ سره هېر وي چې: په اساسي ډول د انساني پوهنو په برخه كې هېڅ څيز يوازې د دې لپاره چې كوم شى پيدا شوى وي، نه پيدا كېږي او په دې برخه كې له انسان او د ده له ژوند څخه د انساني پوهنو بېلول ناشوني دي. پوهنې بڼه خپلوي، ځكه چې غواړي انسان ته بڼه او نوې پېژندنه وركړي. كه داسې وي چې ادبيات د يوې عامې پوهې په ډول راونغاړل شي او له نړۍ سره چې په مرسته يې پڼه خپلوي اړيكي ونه لري په بنسټيز ډول بڼه نه خيسي او په ښه ترا ډول تر اوسه پورې هم انسان په غارونو كې د تيږو په توږلو بوخت دى. هر ډول ادبي پديده ”د هغه انسان چې خپل وجود بشپړ ګڼي“ او ”هغه انسان چې خپل ځان ته يې په نورو تعريفونو باندې لاسبري موندلې“ ترمنځ نښلوونكې كړۍ ده. له همدې زاويې څخه ده چې د بېلابېلو ټولنيزو ډلو او ګټه اخيستنې مورد ګرځي، ځكه چې هره ډله هڅه كوي د حقانيت سكروټې پيدا كړي، ځان په كې ولټوي يا له دې لارې يې بيان كړي، د دې وينا دويم ټكى داسې دى چې ”د اثر دا تفسير د لوستونكي له نظره دى، چې ادبي اثر ته هويت وربخښي“ له نوموړي نظره ”ادبي اثر داسې يوه بهېدونكې پديده ده چې د هغه له ماهيت څخه بېل په هر لوښي كې چې ولوېږي“ لكه دا چې ووايو عشقي اثر د يو بل چا په ذهن كې جنايي، زما په نظر سياسي، ښايي د يوه بل چا په نظر حقوقي وبرېښي!.

تر اوسه مو له دې پرته بله غيرمنطقي خبره اورېدلې ده؟ ايا زه كولاى شم مالټې ته هندواڼه ووايم؟ يوازې په دې دليل چې زما خوښه ده، يا دېته لېوالتيا لرم، چې داسې دې وي؟ نه هېڅلكه نه!

هره ادبي پديده، د هغو اړتياوو پر بنسټ چې د پيدايښت موجبات يې برابر كړي، د روښانه هويت او ځانګړي تعريف بيان دى. د جوړښت پېچلتيا، د اثر د ليكوال مهارت د هغه د ژبې ډول، د جوړښت وخت، ان كله د اثر د څښتن اراده نه شي كولاى وړاندې شوې ادبي پديده تعريف كړي. كه چېرې حقيقت وجود ولري، دا دى چې ټولو يادو شويو ټكو مداخله كړې، چې اثر په پوره مانا د خپل چاپېريال زوى وي.

د يادونې وړ ده، كه څوك ادبي اثر له خپل وخت څخه بهر باسي، دقيقاً له نوموړي ټكي سره نېغ اړيكي لري. چې د ناولو ادبياتو د كمزورۍ ټكى په همدې كې دى، چې هڅه كوي دا اړيكه ګډه وډه كړي. دا ډول ادبيات د ادبي اثر د موخو د هرڅومره ذهني كولو په لا ركې له كوښښ سره چې غواړي اثر د خپلو موجباتو څخه بېل كړي، او په دې توګه د خلكو د بېعقلۍ د وسيلې په توګه ترې ګټه واخلي، يوازې په همدې دليل د باور وړ نه دى. لنډه دا چې نه شي كولاى له مخاطب سره اوږدمهالي اړيكي وساتي. د خبرو په پيل كې مې وويل: ”له دې سره يوځاى چې واكمن نظام د څه ډول انسان د روزنې غوښتونكى دى، د ځانګړو ادبياتو د جوړښت سبب هم ګرځي“.

زموږ د ننني اديب كار هم همدا دى ”كه چېرې يو د يو ډول دوستۍ حقونو ته په درناوي او احساساتو د ټول بشر ارزښتونو او ښكلا سره د مينې پر بنسټ د انساني ټولنې غوښتونكي دي، بايد په خپل اثر كې دا ډول لوړو موخو ته ځاى وركړي او خپلې ټولې فني او تخنيكي ځواكونه او انساني احساسات دا دا ډول موخو د بيان پر وخت وكاروي.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:11 PM لېږونكى:هوسۍ |
په پښتو لنډيو كې ښځينه محروميتونه

عزت الله شمسزى، لغمان

 

په پښتو لنډيو كې ښځينه محروميتونه

 


 د پښتو ادب په لمن کې پښتو لنډۍ ځانګړى ځاى لري، ځکه چې په لنډه او ساده ژبه ټول هغه تعريفونه په ځان کې رانغاړي چې د منظوم کلام لپاره اړين دي. درد، عاطفه، پيغام، اهنګ او رواني- د پښتو ژبې په هره لنډۍ کې ليدل کېږي، ځيني بهرني ليکوال چې پښتو لنډۍ يې لوستي زياترو په خپلو نظرونو کې پښتو لنډۍ د دغې ژبې منظوم شهکارونه بللي دي.

اوس مهال هم د نورو ژبو ځينې ليکوال او شاعران په دې قانع دي چې د پښتو ژبې له هرې لنډۍ څخه د يوه بشپړ شعر الهام اخيستل کېږي. د بېلګې په توګه د اردو ژبې مشهور شاعر- احمد فراز چې د پښتو ژبې لنډۍ لوستي په يوه نه يوه بڼه يې د هغو لنډيو پيغام او مفهوم په خپلو شعرونو کې ځاى کړى او يو نوى  رنګ يې ورکړى دى.

دا چې پښتو لنډۍ له کومه ځايه سرچينه اخلي دا به يو تکراري بحث وي، خو د دغې خبرې څېړنه ضروري ده چې پښتو لنډۍ پښتون پنځولي که پښتنې. که چېرې د پښتو لومړنۍ لنډۍ ولولو نو له ورايه په کې د پښتني احساساتو څرګندونه کېږي او دا په زبات رسېږي چې پيل به يې پښتنې کړى وي.

 

سپوږميه کړنګ وهه راخيژه

يار مې د ګلو کر کوي ګوتې رېبينه

کېدى شي زما له نظر سره ډېر خلک موافق نه وي، خو کومې لنډۍ چې کلاسيکې دي او له ډېرې پخوا زمانې څخه سينه په سينه تر موږ رارسېدلي زياتره د ښځينه احساساتو او ښځينه محروميتونو څرګندونه کوي، يانې دا چې پښتنې کله د خپلو کورونو د څلورو دېوالونو شا ته ډېر ځورېدلي او يا يې لږه خوښي په برخه شوې، نو په لنډيو کې يې د خپلو احساساتو څرګندونه کړې ده. خو هغه لنډۍ چې د ښځينه وو له خوا ويل شوي د محروميت  تله په کې درنه ښکاري. راځئ په پښتو لنډيو کې د ښځينه محروميتونو يو څو بېلګې وګورو.

په ډېرو پښتني سيمو کې دا دود دى چې د خپلو لوڼو د ودولو پر وخت ترې پوښتنه نه کوي او دا خبره يو شرم ګڼي، که څه هم د اسلام په مقدس دين کې د هلک او نجلۍ خوښه شرط ده خو په پښتني سيمو کې د غيرت تر نامه لاندې د اسلام دغه اصل تر پښو لاندې کېږي، د نارينه وو چې چا ته خوښه وي خپله لور يا خور ورودوي، پښتني پېغلې چې کله له داسې حالت سره مخ شوي نو پرته له دې چې له سوزه خپل احساسات په لنډۍ کې راونغاړي نور يې هېڅ له وسه نه دي پوره شوي. په لاندېنيو لنډيو کې د دغه دود او د پښتنو نجونو محروميت له ورايه ښکاري:

تر شمل پورې دې واده کړم

تر شمل پورې څوک غوايه نه ورکوينه

|||

تورې تيرا نه دې کړم تېره

ما به مې خپلې مور ته څوک ورسوينه

|||

تر لې تربور دې مېړه مه شه

په لښتو غنو دې وهي بيا دې شړينه

زياتره وخت داسې هم شوي چې پښتنې نجونې د پلار کور کې زړې شوي، ځکه په پښتنو کې اوس هم دا دود شته چې هر چا ته خور- لور نه ورکوي، کله داسې شي چې د نجلۍ پلار او مور هر چا ته زړه نه ښه کوي د نجلۍ سر په کور سپين شي او کله بيا د پلار او يا کورنۍ د کړنو له امله  څوک زړه نه ښه کوي چې نجلۍ وغواړي، په داسې حالاتو کې نجلۍ له شرمه هېڅ نه شي ويلاى خو کله چې يې د پېغلتوب غوښتنې او احساسات ډېره وځپي، نو له ځان سره داسې يوه لنډۍ زمزمه کړي:

ټولې همزولې مې واده شوې

زه بدقسمته د پلار کور کې ناسته يمه

|||

سر مې د پلار په کور کې سپين شو

لکه ډوډۍ په تناره وسوم مينه

که چېرې د پورتنيو لنډيو شاعرانه اړخونو ته وکتل شي، هره نيم بيتي او يا پوره لنډۍ د لوستونکي او يا اورېدونکي په ذهن کې يو ذهني انځور جوړوي لکه (په تناره کې د ډوډۍ سوځېدل) چې هم ذهني انځور جوړوي او هم يو دردوونکى پيغام اورېدونکو او لوستونکو ته وړاندې کوي.

د پښتنو ښځو يو بل محروميت دا دى چې د مېړه په کور کې ورسره سم چلند نه کېږي، د اسلام په مقدس دين کې ښځې او نارينه يو ډول حقونه لري، خو په زياترو پښتني کورنيو کې ښځې ډېر بې ارزښته ساتل کېږي نه يې غوښتنو ته پاملرنه کېږي او نه يې هم ښځينه خواهشاتو ته، تر دې چې د خواښې او يا د کور د ځينو نورو غړو له خوا پوزې ته راشي، کله- کله داسې هم نه وي  د مېرې مور، ورور او يا نورو له خوا هم رټل کېږي او د ځوانۍ هغه مسته دوره چې بايد په خوشحالۍ تېره شي په غمونو کې تېرېږي. په لاندېنيو لنډيو کې د دغو پېښو او واقعاتو انځورونه له ورايه برېښي:

ټېل مې واهه بنګړي مې مات شول

مور مې مېره ده ما په کور کې نه پرېږدينه

ځان به په ډک سيندکې لاهو کړم

ستا د سپېره کور به ونه کړم ارمانونه

دغرونو ترخې مې خوراک واى

خوراک مې نه واى د موزي د کور غمونه

د بنې ترس راباندې تېر شو

زه د دوزخ د لمبو څه پروا لرمه

کور دې د غم بنديخانه ده

د خوشحالۍ باران په کال کې نه راځينه

بنګړي د ټولې دنيا دود دي

زه له نېستمن جانانه نه غواړم دودونه

توتان پاخه مماڼه تورې

زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه

قربان- قربان د دادا کوره

له ډکه شکوره به يوازې تاوېدمه

باهو مې و په لاس مې نه کړل

د موزيګي په کور کې اوسم تش لاسونه

پورتنۍ لنډۍ داسې انځورونه لېږدوي چې هره يوه يې د پښتني سيمې يو شهکار دى. د بېلګې په توګه د توتانو او مماڼو د پخېدو انځور- چې پښتنې نجونې او يا هم مېرمنې په غرنيو سيمو کې څانګې په خپلو ټيکريو کې څنډي او بيا يې د يخو چينو او يا هم ګودر پر غاړه په مزه- مزه خوري. رښتيا هم چې د فطرت د داسې يوې خوږې لورېينې په وخت کې به څوک د چا د ډوډۍ څه پروا کوي او بيا هغه ډوډۍ چې د اوښکو په بدرګه خوړل کېږي.

يوه بله خبره چې پښتني ښځې ډېرې ځوروي هغه د پښتنو غريبي ده، زياتره پښتانه خپله روزي په نورو هېوادونو کې لاسته راوړي، که پخوا پښتنو هند او يا هم نورو سيمو ته سفر کاوه اوس هم په ډېرو بهرنيو هېوادونو کې د مسافرت شپې سبا کوي او پښتنې مېرمنې يې په کورونو کې لارې څاري. داسې هم شوي چې تر واده شل ورځې او يا لس ورځې وروسته نارينه مسافرۍ ته تللي او بيا څو کاله بېرته نه دي راستانه شوي، پښتنې مېرمنې چې کله له دغسې حالاتو سره مخ شوي، نو د خپل زړه بړاس يې په لنډيو کې ايستلى او د زړه خبرې يې په نااګاهانه ډول داسې اهنګينې له زړونو راوتلي چې په يو شرنګ د اورېدونکو يا لوستونکو پر زړونو پرېوځي او دا پيغام لېږدوي چې د مېړونو په نشتوالي کې پښتنې مېرمنې څومره ځورېږي:

مسافري دې ډېره وکړه

راځه- راځه روزي به خداى رارسوينه

دا ستا ديدن زما اختر دى

ته مسافر يې زه به څه کړم اخترونه

پالنګ مې جوړ کړ، ته رانغلې

لکه منګور په کې يوازې تاوېدمه

دغسې ډېرې لنډۍ په پښتو ژبه کې ليدل کېږي چې هره يوه يې يو محروميت، يو پيغام او يو درد لېږدوي، زما له دې مطلب څخه دا موخه نه ده چې خداى مه کړه د پښتنو کلتور مې غندلى وي، په هره ژبه او هر قوم کې ځينې منفي دودونه شته، همداسې مثبت اړخونه هم لري، که د پښتو ژبې مثبت اړخونه وڅېړو نو پښتنې همدومره قدر او قيمت چې په پښتني کلتور کې لري په نورو کلتورونو کې يې ښايي ونه لري خو ما دلته يوازې په پښتو لنډيو کې د محروميت پر موضوع دا ليکنه کړې وه هيله ده لوستونکي راڅخه خوابدي نه شي.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:11 PM لېږونكى:هوسۍ |
د پاچا كالي

صفيه حليم، لندن

د پاچا كالي

 

[د ډنمارك كيسه]


يو وخت د زمانې پاچا پر خپل ځان ډېر غاور و. د هغه رنګارنګ كالي (جامې) خوښېدلې. د سلطنت كارونه ترې پاتې وو. ټوله ورځ به يې د هندارې مخې ته تېره كړه. كله به يې يو ډول جامې اغوستې، كله بل ډول.

ځان ته يې ځينې خوشې او بېكاره درباريان راټول كړل او له هغوى به يې پوښتل چې په دې جامو كې څنګه ښكارېدو.

درباريانو به تل د ده د ذوق او د جامې زېبي ستاينه كوله. دوى به په كالو جوړوونكو پسې ګرځېدل چې نوي ډول جامې ورته جوړې كړې. د نورو هېوادونو پاچايان چې به په رسمي سفر راتلل، نو پاچا ته به يې په تحفه كې  جامې وركولې.

د ده په ماڼۍ كې د ده د جامو لپاره پوره پوره كوټې جوړې وې، چې په سلګونو جوړه جامې، بوټان او خولۍ په كې ايښودل كېدې.

يوه ورځ د ده ماڼۍ ته دوه جولاګان (له تارنه رخت اوبدونكي) راغلل. دوى سره يو صندوق و او غوښتل يې چې پاچا ته نوى رخت ښكاره كړي.

د ماڼۍ ساتندويانو غوښتل چې د دوى صندوق تالاشي كړي، خو جولاګانو ورته وويل:

دا رخت يوازې د پاچا د ليدلو لپاره دي.

پاچا ته خبر وركړل شو او هغه دواړه جولاګان راوبلل. جولاګان چې دربار ته حاضر شول، نو پاچا ترې غوښتنه وكړه، چې د صندوق سر دې خلاص كړي. خو دوى ورته وويل:

پاچا سلامت، دا ټوكر يوازې ستاسو د ليدو لپاره دى.

پاچا امر وكړ، چې يوې بېلې كوټې ته دې جولاګان وروستل شي، چې يوازې دى په خپله په صندوق كې بند ټوكر وويني. په بله كوټه كې جولاګانو د صندوق سر ليرې كولو نه وړاندې پاچا ته وويل:

د دې ټوکر يوه ځانګړتيا ده.

د پاچا تلوسه په زياتېدو شوه، پوښتنه يې وكړه چې كومه ځانګړتيا؟

يوه جولا ورته وويل:

د دې ټوكر ځانګړتيا په دې كې ده، چې دا يوازې هوښيارو خلكو ته ښكارېږي، يعنې كوم خلك چې د پوهې او عقل خاوندان دي، يوازې دوى دا ټوكر ليداى شي، بېعقلو او ناپوهو كسانو ته به دا ټوكر هېڅ نه ښكاري.

اوس خو پاچا نور هم په شوق صندوق ته نژدې ودرېد. كله چې د صندوق سر پرانيستل شو. نو پاچا ته هېڅ ښكاره نه شول. خو دواړو جولاګانو په لاسونو يو شى رااوچت كړ، بيا يو په كې داسې لاسونه وښورول، لكه چې تكه پر مېز اواروي. بل يو څه لاسونه وڅنډل، داسې لكه چې كومه تكه په هوا كې څنډي. پاچا هك پك ولاړ و. د هغه په فكر دى ډېر هوښيار و، خو په مېز ايښى ټوكر يې نه ليده.

جولاګانو چې ورته وكتل، نو يوه ورته وويل:

پاچا سلامت! ټوكر ته لاس يوسئ، څومره نرم دى.

بل وويل:

رنګونه يې څومره زړه راكښونكي دي.

لومړي وويل:

موږ څو مياشتې دا ټوكر اوبدلى دى.

بيا يې له پاچا نه پوښتنه وكړه:

څنګه عالي جناب! دا ټوكر مو خوښ شو؟

پاچا نه غوښتل چې وښيي دى ټوكر نه ويني او جولاګانو ته بېعقل ښكاره شي. يوه ښه شېبه يې مېز ته كتل او سر يې داسې خوځاوه، ته به وايې د خوښې يا د ناخوښې فيصله كوي. بيا يې جولاګانو ته وويل:

زه غواړم چې زما مشر وزير هم دا رخت وويني او ما ته خپله رايه راكړي.

له كوټې نه بهر يوه پيره دار ته وويل شول چې مشر وزير دې راوبولي. وزير چې راغى نو پاچا ورته وويل:

پر دې مېز دا ټوكر وينئ؟

لومړى خو وزير حيران شو. پاچا ورته وويل:

دا ټوكر يوازې  پوهو او هوښيارو خلكو ته ښكارېږي.

وزير ژر وويل:

ښه ښه دا ټوكر... دا خو ډېر ښكلى دى، دا زر زري تارونه يې څومره په هنر له ورېښمو سره ګډ شوي دي.

پاچا چې دا واورېدل، نو په زړه كې نور هم مايوس شو، چې د ده مشر وزير لا تر ده هوښيار دى.

وزير په كې دا هم زياته كړه چې داسې ښكلى ټوكر نه دې ډېرې ښكلې جامې جوړې كړاى شي، چې پاچا دې په خاصو موقعو اغوندي.

د وزير تر دې خبرو وروسته پاچا د خپلې كورنۍ غړي وار په وار راغوښتل چې وګوري دوى ته دا خاص ټوكر ښكاري او كه نه؟

هغوى ته هم د ټوكر د خاصيت خبره رسېدلې وه او هېچا نه غوښتل چې نورو ته كمعقل او ناپوه ښكاره شي. وار په وار ټولو د ټوكر صفت وكړ، نو پاچا فيصله وكړه، چې له دې ټوكر نه دې جامې جوړې كړي. هغه غوښتل چې د ده شاهي خياط (درزي) دې ورله لباس تيار كړي، خو جولاګانو ورته وويل چې دا ټوكر دومره نازك دى، چې دوى به يې پخپله ګنډي.

پاچا جولاګانو ته يو لوى تالار او د اوسېدو كوټې وركړې، چې دوى دې ورته جامې تيارې كړي. جولاګانو په كار لاس پورې كړ. د پاچا د جامو ناپ او پيمايش يې وكړ. پاچا ورته ډېرې پيسې وركړې، دوى به هره ورځ د يوه شي لپاره ترېنه نورې پيسې غوښتلې. كله به يې د سرو زرو ستنې غوښتې، كله به د سرو زرو سيخونه، چې ټوكر پرې ځوړند كړي.

يوه مياشت تېره شوه. د ملك ټول خلك خبر شول، چې د پاچا لپاره مخصوصې جامې په جوړېدو دى. د پاچا د زېږېدو ورځ رانژدې شوه. نو ده فيصله وكړه، چې د شاهي جشن لپاره به دا ځانګړې جامې اغوندي. دا خبره ډنډوره شوه، چې د پاچا د زېږېدو په ورځ به دى په اس د ښار د لارو كوڅو نه تېرېږي او هوښيار خلك به د پاچا جامې ليداى شي.

د جشن په ورځ دواړو جولاګانو پاچا ته تيارې جامې يووړې، چې دى يې په غاړه كړي. هېچا څه نه ليدل. خو پاچا چې دا جامې اغوستې، نو داسې فكر يې كاوه، چې نورو ته ښكاري. بيا يې خپل تاج پر سر كړو، بوټان يې په پښوكړل او پر اس سپور شو.

د ماڼۍ د لويې دروازې نه د پاچا جلوس راښكاره شو. ورسره په شاهي ګاډيو او بګيو كې د ده د كورنۍ نور غړي ناست وو. بينډ باجې غږېدې، په لارو كوڅو كې ولاړو عامو خلكو كتل چې پاچا هېڅ جامې نه دي اغوستي، خو هېچا له شرم او وېرې غږنه كاوه. هر چا داسې ګڼله چې نورو ته د پاچا جامې ښكاري.

پاچا په اس سپور روان و او فكر يې كاوه، چې زما د ملك خلك څومره پوهه او عقل لري. يوازې زه په كې بېعقل يم، كه دوى خبر شي، چې زه دا جامې نه وينم، نو سمدلاسه به مې له تخت څخه ليرې كړي.

د جلوس د كتلو لپاره يو ماشوم هم ورغلى و او د خلكو په ګڼه ګوڼه كې ده ته چې ځاى پيدا نه شو،نو نژدې ونې ته وروخوت او هلته نه يې د شاهي جلوس ننداره كوله. كله چې ده پاچا وليد، نو په چيغه يې وويل:

پاچا خو بربنډ دى.

بيا كټ كټ په خندا شو. ټول خلك خاموش شول. چې په دې كې د هلك غږ بيا راپورته شو:

پاچا سلامت خو بربنډ دى. جامې يې نه دي اغوستي.

په دې وخت كې د خلكو په ګڼه ګوڼه كې په ورو غږ خلكو له يو بل نه پوښتنه كوله، چې پاچا په رښتيا څه نه وو اغوستي.

پاچا د ټول ملت په مخكې خجالت شو. اوس دى پوه شو چې جولاګانو ورسره چل كړى و. سمدستي يې د اس مخ بېرته ماڼۍ ته واړاوه او په چټكۍ يې د خلكو مخې نه ځان ليرې كړ. هلته په رسېدو خبر شو، چې جولاګانو له وخته خپل مال دولت راټول كړي او له هغه ځايه يې پښې سپكې كړې وې.

پاچا نورې جامې واغوستې او امر يې وكړ، چې هغه ماشوم دې ورته حاضر كړاى شي. د ماشوم مور و پلار په وېره وو. خو كله چې دوى د پاچا په دربار كې حاضر شول، نو ده ماشوم له ځان سره پر تخت كښېناوه او ټولو ته يې وويل:

زما په مملكت كې تر ټولو هوښيار او د پوهې خاوند دا ماشوم دى، ځكه چې دى رښتيا ويلاى شي. نور تاسو ټول بېعقله او ناپوه يئ. ځكه چې په تاسو كې د رښتيا ويلو جرئت نه شته. پاتې شوم زه... نو زه په خپله هم ناپوه يم، چې دوو جولاګانو راله دوكه راكړه.

بيا يې ماشوم ته وويل:

ته چې لوى شې او زه ژوندى وم، نو ته به زما مشر وزير شې. زه باور لرم، چې په هغه وخت كې به هم ته له رښتيا ويلو نه، نه وېرېږې

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:10 PM لېږونكى:هوسۍ |
”اړيكي او تړونونه“

”اړيكي او تړونونه“

د هوسۍ اداره- د افغان كلتورپالو او ليكوالو ترمنځ د اړيكو د لا پياوړتيا لپاره د ټليفونونو په كتابچه كې د ګرځنده ټليفونونو خوندي شوي نمبرونه دلته ستاسو مخې ته هم ږدي، چې په دې توګه د دوى ترمنځ اړيكي لا غښتلي او فاصلې لنډې شي.

شمېره

نوم

فون شمېره

ځاى

كتنې

۱

اسد لاروى

۰۷۰۶۰۶۳۰۴

كابل

 

۲

اسدالله غضنفر

۰۷۰۲۹۱۹۸۷

كابل

 

۳

اكرم خپلواك

۰۷۹۳۰۱۹۵۹

كابل

 

۴

اول الرحمان رودوال

۰۷۹۳۰۸۷۱۵

كابل

 

۵

اياز ترنك

۰۷۹۲۱۲۷۰۰

كابل

 

۶

اېمل سنګريار

۰۷۹۳۰۴۶۵۳

كابل

 

۷

بابرزى

۰۷۰۲۳۳۰۶۸

كابل

 

۸

باز محمد ښادمن

۰۷۹۳۰۱۵۷۸

كابل

 

۹

برهان يونس

۰۷۹۰۴۱۰۲۱

كابل

 

۱۰

بشير احمد ګواښ

۰۷۹۳۴۵۷۷۶

ننګرهار

 

۱۱

پخلاينه اوونيزه

۰۷۹۱۸۳۸۱۸

كابل

 

۱۲

پير محمد كاروان

۰۷۹۳۳۶۶۸۳

كابل

 

۱۳

جانان مليار كاكړ

۰۷۹۲۱۵۳۳۶

كابل

 

۱۴

حشمت ساحل

۰۷۰۳۲۳۶۷۳

كندهار

 

۱۵

حكمت الله سروش

۰۷۰۳۲۴۸۵۵

كندهار

 

۱۶

دواخان مينه پال

۰۷۹۴۲۱۷۵۹

كندهار

 

۱۷

رحمان الله رحماني

۰۷۹۳۳۰۰۴۰

كابل

 

۱۸

رحمت الله كوثر

۰۷۹۱۳۷۰۷۲

خوست

 

۱۹

روحاني

۰۷۹۱۷۶۶۳۲

هلمند

 

۲۰

زاهدشاه انګار

۰۷۹۴۰۶۱۶۷

خوست

 

۲۱

زلمى هېوادمل

۰۷۰۲۷۷۷۷۰

كابل

 

۲۲

ستانه مير زهير

۰۷۹۳۱۳۹۰۰

كابل

 

۲۳

سعيد زابلى

۰۷۹۴۷۶۲۸۹

كندهار

 

۲۴

سنګر نيازى

۰۷۹۳۴۴۴۳۰

كابل

 

۲۵

سيد احمد قانع

۰۷۰۳۰۳۲۵۱

كندهار

 

۲۶

سيد اختيار سباوون

۰۷۹۳۲۴۹۰۷

كابل

 

۲۷

سيد حبيب وقار

۰۷۰۱۸۶۱۴۶

كابل

 

۲۸

سيد قياس سعيدي

۰۷۰۶۰۷۷۶۶

جلال اباد

 

۲۹

سيد محمد ځواكمل

۰۷۰۳۳۰۵۲۳

كندهار

 

۳۰

سېلۍ څرك

۰۷۰۲۸۷۱۵۶

كابل

 

۳۱

شاه ولي كرار

۰۷۹۳۱۴۵۰۶

كابل

 

۳۲

شايق

۰۷۰۶۰۰۵۲۸

ننګرهار

 

۳۳

شفيق وردګ

۰۷۹۲۱۶۴۱۷

كابل

 

۳۴

شمس داودزى

۰۷۹۳۰۱۰۳۱

كابل

 

۳۵

شېرعلم امله وال

۰۷۰۶۰۳۷۷۱

ننګرهار

 

۳۶

صالح محمد صالح

۰۷۰۲۰۰۰۶۷

كابل

 

۳۷

عاشق الله فرياد

۰۷۹۵۵۵۰۱۸

كابل

 

۳۸

عبدالاحمد محمديار

۰۷۰۳۱۱۲۷۹

كندهار

 

۳۹

عبدالجبار ترنګ

۰۷۰۳۱۲۷۴۶

كندهار

 

۴۰

عبدالله پيكار

۰۷۹۳۲۷۱۲۲

كابل

 

۴۱

عبدالله سهار

۰۷۹۰۲۲۸۱۸

ننګرهار

 

۴۲

عبدالله شاه متقي

۰۷۹۰۱۸۳۳۵

هرات

 

۴۳

عبدالمجيد عارف

۰۷۹۰۰۹۰۳۴

خوست

 

۴۴

عبدالنافع همت

۰۷۰۲۱۱۶۹۶

كابل

 

۴۵

عزت الله پامير

۰۷۹۳۹۵۸۵۱

كندوز

 

۴۶

عزت الله پېژاند

۰۷۰۰۶۳۶۵۵

كابل

 

۴۷

عزت الله شمسزى

۰۷۰۶۰۲۵۰۴

لغمان

 

۴۸

عزت الله ځواب

۰۷۹۳۴۹۹۶۷

ننګرهار

 

۴۹

علم ګل سحر

۰۷۰۲۱۷۰۱۲

كابل

 

۵۰

عنايت ساپى

۰۷۰۲۰۱۳۶۴

كابل

 

۵۱

غوث الدين فروتن

۰۷۹۴۴۷۳۷۲

كندهار

 

۵۲

غوټۍ خاورې

۰۷۹۳۳۰۲۷۸

كابل

 

۵۳

فضل احمد انيس

۰۷۰۲۱۶۲۱۹

كندهار

 

۵۴

فيض الله غمخور

۰۷۹۴۲۲۴۴۱

خوست

 

۵۵

قيوم مشواڼى

۰۷۹۳۴۹۲۴۰

كابل

 

۵۶

محب الرحمان رحمانيار

۰۷۹۲۸۵۶۴۵

كندهار

 

۵۷

محمد ابراهيم سپېڅلى

۰۷۰۳۰۹۵۶۵

كندهار

 

۵۸

محمد اسمعيل يون

۰۷۰۶۰۳۴۸۴

ننګرهار

 

۵۹

محمد الله احمدزى

۰۷۹۳۱۰۴۶۰

كابل

 

۶۰

محمد الياس وحدت

۰۷۹۱۳۶۵۵۹

خوست

 

۶۱

محمد نبي تدبير

۰۷۹۳۳۳۴۳۷

كابل

 

۶۲

مرسل احمدزۍ

۰۷۹۳۴۹۱۹۲

كابل

 

۶۳

مصطفى سالك

۰۷۹۳۲۱۶۵۹

كابل

 

۶۴

مطېع الله روهيال

۰۷۰۳۲۶۶۱۱

كندهار

 

۶۵

مياګل اروال

۰۷۰۲۲۰۶۱۰

كابل

 

۶۶

مير عالم ستانكزى

۰۷۰۲۴۰۸۹۲

كابل

 

۶۷

نذير احمد نذير

۰۷۰۲۲۸۳۹۳

كابل

 

۶۸

نصير احمد احمدي

۰۷۰۲۵۶۱۹۱

كابل

 

۶۹

نصير الله مومندزاده

۰۷۰۶۲۶۱۶۱

ننګرهار

 

۷۰

نقيب الله متونوال

۰۷۹۱۱۰۲۱۴

خوست

 

۷۱

نور احمد قرانمل

۰۷۹۰۳۰۳۰۱

كندهار

 

۷۲

نور آغا نوري

۰۷۹۳۱۸۳۱۲

كابل

 

۷۳

هارون ګران

۰۷۹۳۴۴۷۴۵

كابل

 

۷۴

هدايت الله تميل

۰۷۹۳۲۱۶۷۰

كابل

 

۷۵

وفا سمندر

۰۷۹۴۰۳۸۶۹

كابل

 

۷۶

ومان نيازى

۰۷۹۳۰۹۸۱۸

كابل

 

۷۷

وړانګه ساپۍ

۰۷۹۰۱۱۲۲۸

كابل

 

۷۸

ګل رحيم نيازمند

۰۷۹۲۰۶۶۹۶

كندوز

 

 

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:10 PM لېږونكى:هوسۍ |
اوس له چا ګيله وكړو؟

بسم الله پښتونمل، زابل

 

 

اوس له چا ګيله وكړو؟

 

 


وايي چې د بيان ازادي د هر انسان حق دى او هر سړى دا حق لري چې د خپلې نظريې ښكارندويي وكړي، نو زما په زړه کې هم دا يوه خبره له ډېره وخته راګرځي چې موږ ولې  دومره ساده يو او ولې خپله پړه نه منو؟

راشئ پر خپله سادګۍ باندې يو وار نظر وكړو او يو ځل خپل ګرېوان ته سر ور ټيټ كړو چې ملامت څوك دي او سلامت څوك دي او خپل وجدان قاضي وكړو، ملامت ته جزا وركړو. څومره به ښه شي او تل به له دې ګيلو او بې فايدې مجادلې خلاص شو. هغه څه چې موږ يې په تمه يو او د عملي کېدو هيله يې لرو بايد چې اول يې پر خپل ځان باندې عملي كړو چې  وروسته يې بيا له نورو څخه د عملي کېدو هيله وكړو او خپل اصلي هدف موهم ترلاسه كړو او رښتينې مجادلې ته موهم لار خلاصه كړې وي.

را به شو هغه خپل مطلب ته چې موږ راولاړ شوي يو، هڅې مو پيل كړي او د خپلې ملي ژبې د ساتنې لپاره مو لستوڼي رانغښتي ، پښتو ته د حقوقو غوښتنه كوو چې په دې هڅو کې خو مو ځينو د قدر او يادونې وړ زلميواو پر پښتو اوپښتنو واقعي مينانو وهل ټكول هم وخوړل، ورټل شول دوسيې ورته جوړې شوې او څارنواليو او د زندان تورو تمبو ته حواله شول، خو بې له څو خواخوږو، نورو (د پښتو او پښتنو د حقوقو غوښتونكو !!؟) خو ان د ټليفون ، برېښناليك او يا ليك په مټ د همدردۍ او خواخوږۍ څو كرښي هم ورته راونه لېږلې نور نور څه كول خو لا پر ځاى پرېږده .

دا خو شو د خواخوږۍ او همدردۍ اندازه، خو له ادب او پښتو سره مينې ته يې چې راشو داسې پښتانه هم شته كله چې له كوم يوه سره مخ شې نو د سلام پر ځاى وايي: ګوډ مارنينګ او وايي هيلو! نو سړى حيران پاته شي چې اوس په كومه ژبه ځواب وركړم؟ دا خو لاپرځاى پرېږده د درملتون پر سر باندې يي ليكلي وي (وېل كم ټو نيو ميډيكل). خارجي انجوګانې خو پرېږده چې ساده حكومتي ادارې ته سړى ورشي ورڅخه لومړى دا پوښتنه کېږي چې: له انګليش سنټر څخه پاس شوى يې؟ كه ځواب هو و خو سمه ده او كنه وايي ځه بابا زموږ پښتو والا نه دي په كار. نو په دي حالت کې تاسې پرېكړه وكړئ چې زموږ دا د پښتو د حق غوښتني مسئله تر كومه ځايه موږ پر مخ وړلاى شو؟

دې ته به راشو چې ښاغلي منصور او پدرام خو هاغه دى په ښكاره نارې وهي چې موږ نه د پښتو حق منو نه د افغانستان نوم او نه هم د افغان نوم، هغوى خو په ډاګه دا اعلان كوي او د راډيوګانو، ټلويزيونونو او ورځپاڼو له لارې په زغرده همدغه بابولالي وايي. زموږ هم له هغوى هېڅ ګيله نه کېږي او نه مو غوسه ورته راځي، ځكه هغوى خو د ماشومتوب له دورې د ايران او نورو افغان  دښمنه خلكو غلامان پاته شوي د هغوى په ډوډۍ را لوى شوي او د همدغه مطلب لپاره ګمارل شوي دي . را به شو دېته چې دا زموږ ښاغلي چې پښتون هم ځان بولي پر پښتو باندي قسم يادوي او د پښتو او پښتنو د حق غوښتلو لپاره هم نارې سورې وهي خو كله چې ورته ووايې چې په پښتو يو ليك وليكه نو بيا درته وايي چې په پاړسي به يې درته وليكم! او كله چې د افغانستان د پښتون مېشتو سيمو ادارو ته ورشې نو لومړى خو يې ټولې ليكنې، شعارونه او لوحې په پښتو نه وي او دويم دا چې په ټول ولايت کې داسي سړى نه وي چې په پښتو ژبه دې يو عادي مكتوب وليكل شي . زه په خپله په زابل ولايت كې د ولايت په مقام كي كمپيوټر اپرېټر وم او د ټول ولايت كارونه زما تر لاسه تېرېدل، د قسم حاجت خو نه شته  خو زه لوړه كوم چې په مياشتو، مياشتو ما كوم عادي ليك هم  په پښتو ژبه کې كمپيوټر نه كړ، چې د زابل دا حال و، نو له كابله راغلي مكتوبونه او نور خو پر ځاى پرېږده چې د پښتو ژبې څرك هم په كي نه لګېده او زابل هغه ولايت دى چې له ازله تر دې اوسه پورې په كې پښتو ژبه ويل کېږي په ښوونځيو کې يې تدريس او تعليم په پښتو ژبه دي او خلك يې د پښتو له نومه خپل سر ځاروي او ځاركړى يې هم دى. خو د پښتو پت يې پر خپل ځاى ساتلى دى . مګر ارمان او سل ځله بيا هم ارمان چې دې قربانيو نتيجه ورنه كړه او په زابل کې چې ځينو تاريخپوهانو د پښتنو ټاټوبى بللى دى اوس  يې په دولتي ادارو کې په مياشتو، مياشتو يو پښتو ليك هم نه ليكل کېږي

د اداري سيسټم پښتو كول خو لا پر ځاى پرېږده. د دفتر پر مخ ليكلي وي چې (خوش امديد) او په راډيو کې خو د پښتو او پاړسي د توازن ساتنې په خاطر پښتو ليكونه هم په پاړسي وايي. ما ته په خپله كله- كله دا فكر راپيدا شي چې هسې نه دا د بدخشان او يا هرات راډيو وي؟  دا خو زما د خپل ولايت حال و او په نورو باندې زه دومره خبر نه يم، خو چې له ليرې ورته ګورم ګومان مې کېږي چې بې له څو ګوتې په شمېر سيمو به هر ځاى دغه حال وي او پښتو به هر ځاى همدغسې، خداى مه كړه محكومه وي. نو زما ګيله له پدرام ،منصور او... پښتو ضد عناصرو څخه نه کېږي . زما ګيله له دغو خلكو کېږي چې ځانونه پښتانه ګڼي، خو د پښتو د نوم د پياوړي، ښاغلي، توريالي او وفادار په صفتونو خپل ځان وياړلى بولي  او په پښتو باندي يو ساده او عادي غوندې ليك نه شي ليكلاى. نو زه خو وايم چې ښاغلى پدرام او منصور او... به پر خپل ځاى پرېږدو په هغوى پسې به پايڅې نه رابډ وهو او سپکې سپورې به نه ورته وايو.

راځئ لومړي دغه د ګرانې پښتو حق او حقوق موږ (پښتانه) ور پر ځاى كړو، په خپله ځان ددې جوګه كړو چې په پښتو کې يو څه وليكلاى شو او په خپله د دې ګرانې او تاريخي ژبې لپاره خدمت وكړو، په خپله د خپل ځان لپاره ورځپاڼه، مجله، راډيو، ټلويزيون او... جوړ كړو،  يو له بل سره د پښتو  په غم کې شريك شو او د پښتو او پښتنو د حق غوښتنې مسئله يوازې د خولې په چيغو او د قلم په څو ټكو کې را لنډه نه كړو. راشئ ملاوې وتړو او د عمل په ډګر کې رښتيني او سپېڅلي ګامونه واخلو او په ټينګه اراده لومړى په خپله د پښتو حق ور پرځاى كړو. كنه تل به په همدې دفاعي حالت کې پاته يو او کېدى شي چې له دې دفاعي حالته هم ولوېږو او د غليم تر پښو خداى مه كړه لاندې شو. يو ځل بيا په زړه کې دا پوښتنه راوګرځېږي چې موږ اوس له چا څخه ګيله وكړو له خپله ځانه او كه له نورو؟

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:7 PM لېږونكى:هوسۍ |
لا هم هيلې شته

نورمحمد كټوازى

لا هم هيلې شته


د قومونو په ژوند او تاريخ كې تر دې زيات  بد حالت او وختونه تېر شوي دي. د چاپان بېلگه به راواخلو هغه جاپان  چې په اړه يې دا كيسه مشهوره ده چې (نيل ارام سټرانگ) چې كله په سپوږمۍ كې راكوز شو، نو هلته يې يو زنگ وهلى ماشين وموند هغه په ډېره حيرانۍ دغه ماشين واړاوه راواړاوه چې د ماشين پر شا (ميډن جاپان) سټيكر سريښ شوى و.

دغه جاپان له نن څخه دوې پېړۍ وړاندې كښتۍ جوړوونكو ته  د دار سزا وركوه او پر جاپانيانو باندې په اتلسمه پېړۍ كې سمندري سفرونه بند او له بهرنيو هېوادونو سره تجارت كول بند وو، جاپاني شاهانو تر دې حده ناپوه او غير ساينسي نظريات درلودل، د دې اندازه د ۱۶۳۶ م پېړۍ له شاهي فرمان څخه لګول كېږي چې په كې راغلي وو: په جاپان كې د سمندري جهازونو جوړونه غيرقانوني ګرځول شوې ده. نن نه يوازې د نړۍ تر ټولو ډېر ساينسپوهان او انجنيران په جاپان كې دي، بلكې د نړۍ تر ټولو لوى تجارتي طاقت هم ګڼل كېږي.

د چين بېلګه به راواخلو، د نړۍ دويم زبرځواك ته اويا- اتيا كاله دمخه د مخدره موادو يو افيوني رياست ويل كېده، په چين كې هم د سمندر هغې غاړې ته په تجارت او كب نيونې بنديز لګول شوى و. د دغه هېواد شاهانو هم د ساينس د ترقۍ د مخنيوي په غرض په ۱۷۳۶م كال كې د هېواد ټولې بټۍ مړې كړې وې. تر انقلاب وروسته هم حالت دومره ښه نه شو، ځكه چې ماوزي تونګ نه يوازې د ښځې اوخاوند پر اړيكو بنديز ولګاوه، بلكې تعليمي ادارې يې هم وتړلې چي تر كلونو پورې تړلې پاتې شوې، خو نن هغه  دى چين د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په كتار كې ولاړ دى.

د بريتانيې بېلګه به راوړو، په دغه هېواد كې د نظر او بيان د ازادۍ دغه حال و چې ويلم ټينډل نومي سړي د بايبل د ژباړې په جرم ژوندى وسوځول شو، د سياسي شعور دغه حال و چې سر رابرټ والپول د نڅاګرو په سفارش صدراعظم كړاى شو، راغله خبره انصاف ته د شلمې پېړۍ په منځنيو وختونو كې د سپينو په لاس د تورو د قتل سزا صرف ۱۶روپۍ جريمه وه چې۱۴روپۍ به يې په دولتي خزانه كې تحويلېدې. پاته شو صنعتي پرمختګ چې شرحه يې   ۱.۵ % وه، خو نن هغه بريتانيا د سلمان رشدي او تسليمه نسرين په شاني شيطانانو ته د شخصي آزادۍ لپاره بېتابه ده او د نړۍ تروريسټانو ته سياسي پناه وركوي.

هغه اروپا چې په اوولسمه پېړۍ كې د ارسطو او اپلاتون له نظريو سره د اختلاف سزا د مرګ سزا وه.

هغه ايټاليا چې د گاليله غوندې ساينسپوه ته يې د حرګ سزا وركړه، چې ويلي يې وو :”ځمكه د لمر شا و خوا حركت كوي“هغه سويټزرلنډ چي ورته د دنيا جنت ويل كېږي تر پرون پورې د كرايې پوځيانو كمپ و.

همدغسې فرانسه درواخلئ، د فرانسې شاه لوېس خپلې ملكې اينټونيټي ته له سرې محل نه زرور قيمتي محل (پيټ ټراياين) تحفه وركړې وه، د اتلسمي پېړۍ تر اخره پورې د فرانسې شاه لغړ دربار ته راته او امراوو او وزيرانو يې په دربار كې دننه بولې كولې.

پرتگال وگورئ په دې هېواد كې نن هم داسې ماركېټ (بازار) شته چې د غلا مالونه پېر او پلور ته قانوني حق حاصل دى. پاته شو مذهبي لارښودان چې په دغه توره دوره كې په قتل ورسېدل، په تاريخ كې يې سارى نه موندل كېږي.

د امريكا بېلگه به راواخلو، د غلامانو څومره تجارت چې دغه هېواد كړى،  امتياز يې بل هېواد ته نه دى حاصل، خو نن د بشري حقونو خبره وړاندي شوې ده.

هو! د قومونو په ژوند كې تر دې بد وختونه هم تېر شوي د افغاني ټولنې زوال خو هېڅ زوال نه دى. زموږ ستونزه د زده كړې كچه يو څو فيصده ده لېكن بيا هم موږ تر هغو هېوادونو ښه يو چې تعليمي ادارې يې په كلونو- كلونو تړلي وي. رښتيا ده چې دلته غريبي او فقر اخري  درجې ته رسېدلى، بيا هم تر هغو ټولنو څو واره ښه يو چې د بايبل ژباړونكي په ژوندوني سوځي. حقه خبره ده چې دلته انصاف نه شته، خو بيا هم له هغو منصفينو په لكونو درجې ښه يو، چې په وړاندې يې د انساني ژوند قيمت صرف دوې روپۍ و.

روښانه ده چې دلته غله او لوټماران په اقتدار راغلي خو بيا هم  تر هغو ښه يو چې د نڅاګرو په سفارش لومړى وزير  ټاكي. بېځايه به نه وي چې د فرقو تر منځ پراخ زړه نه شته، خو بيا هم د چرچ د سوځولو او په لكونو باغيانو د سر قلم كولو كاتوليكانو نه خو غوره يو.

دا هم د منلو وړ خبره ده چې حالات سم نه دي، قوم   قدم  مخ پر شا روان دى، پردې سربېره بيا هم له هغو ستونزو ليرې يو چې امريكا، جاپان، چين، بريتانيه، روسيه، جرمني، فرانسه او ايټاليا غوندې هېوادونه ورسره مخ وو. تر اوسه تيارې ته ډېر وخت پاته دى ځكه چې خداى(ج)    له موږ او موږ  له خداى(ج) څخه نه يو مايوسه شوي.

په دويمه نړيواله جګړه كې چرچل ويلي وو چې موږ به جنګ ونه بايلو ځكه چې له موږ سره تر اوسه وينه، خولې، كوښښ او اوښكې شته.

نو ځكه ګرانو لوستونكو! كله چې د ځينو د نظرخاوندانو او بهرنيو هېوادونو- په تېره بيا د ګاونډيو هېوادونو له سياستپوهانو څخه د دې هېواد د بربادۍ او ناكامۍ خبرې اورم، نه پوهېږم چې ولې زما زړه شاهدي وركوي چې داسې به كله هم ونه شي، ځكه چې د دې هېواد د اته ويشت مليونه اوسېدونكو په رګونو كې د غيرت وينه په خوځښت ده، د تخليق لپاره خولې او د خداى(ج) په درباره كې د وړاندې كولو لپاره اوښكې شته، نو ځكه به موږ هېڅكله هم ناكام نه شو، څه خبره ده چې سياستپوهان مو روغ نه دي، ملت خو مو روغ دى. زه دعوه كوم چې دې ملت ته به په نژدې راتلونكي كې داسې نجات وركوونكى ضرورت پيدا كېږي،  چې دغه ملت د هغو قومونو په كتار كې ودروي چې د ترقۍ او پرمختګ په ليدو سره به يې د خلكو له سرونو څخه خولۍ ولوېږي،  لكه چې نن زموږ له سرونو نه خولۍ لوېږي.

ځكه چې كله خداى(ج) د قومونو تقدير بدلوي، نو يو شپون چې وزې څروي هغه پيغمبروي او د خلكو د لارښوونې لپاره يې  رالېږي.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:7 PM لېږونكى:هوسۍ |
هوسۍ له ماشومانوسره

هوسۍ له ماشومانوسره

 

د بزې كيسه

يو وخت يوه بزه وه، جې په غاړه يې زنګونه ځړېدل، خلكو به ورته زنګوله داره بزه ويل، درې چوچيان يې درلودل، چې شنګول، منګول او حبه انګور نومېدل.

بزه به سهار وختي وتله په څړځايونو كې به واښه خوړله او وزګوړو ته به يې شيدې برابرولې.

يوه ورځ يې پر خپلو بچيو ږغ وكړ: او ګرانو وزګوړو! كله چې زه په كور كې نه يم، كه څوك راغلل ورته وواياست چې مور مو په كور كې نه شته وروسته راځي. خو كه ما دروازه وټكوله لاسونو ته مو وګورئ، د مور لاسونه مو په نكريزو سره دي.

 

بزه له كوره ووته،

خو پوهېږئ څه وشول؟ هلته يوځاى ناولي شرمښ چې وليدل بزه له خپله كوره ووته نو خوشحاله شو، پر خپله خېټه يې لاس راتېر كړ او ويې ويل: واه- واه څومره ښه خواړه دي. اوس ورځم او دبزې بچي خام خورم.ورغى او د بزې د كور دروازه يې وټكوله: ټك، ټك ټك

وزګوړو نارې كړې: څوك دروازه ټكوي؟ دا وخت خو مور نه راځي، ته څوك يې؟

شرمښ خپل ږغ نرى كړ او ويې ويل: زه يم، ستاسو مور، شيدې مې راوړي، دروازه خلاصه كړئ. شنګول وويل: كه ته مو مور يې خپل لاس دې لاښكاره كړه.

شرمښ د دروازې له چولې خپل لاس ورښكاره كړ. خو ټوله وزګوړو نارې كړې: ورځه بېحايه شرمښه، زموږ د مور لاسونه سره دي او زنګولې په كې ځړېږي. شرمښ لاړ او  خپل لاسونه يې سره كړل او بيا راغى.

بيا يې دروازه وټكوله: ټك، ټك، ټك بيا يې پسې زياته كړه: ګرانو دروازه خلاصه كړئ، زه مو مور يم، تي مي ډك دي، ستړې يم. وزګوړو وويل: ته دې لاسونه راښكاره كړه. شرمښ لاسونه ورښكاره كړل. تر ټولو كوچني وزګوړي وويل: ته ودرې دروازه مه ورخلاصوه، خو مشر ورور يې ورغى او د هغه خبرو ته يې غوږ ونه نيوه. ناڅاپه شرمښ د كور منځ ته ټوپ كړل، وزګوړي وبېرېدل او هر يوه هڅه كوله چې وتښتي. شرمښ شنګول ونيوه دا بل يې هم پسې ونيوه، يوازې  حبه انګور لاړ  په كندو كې پټ شو، شرمښ چې د نورو دوو وزګوړو په خوړلو موړ شوى و، دى يې پيدا نه كړ. خپل كور ته لاړ او بيده شو.

مازيګر لمر په لوېدو و چې بزه كور ته راورسېده، كله چې يې د كور دروازه خلاصه وليده، ډېره وبېرېده، زړه يې په دربېدو شو. منډه يې كړه خپل كور ته دننه شوه. هرڅه يې پاشلي وليدل، كوچنيانو ته يې نارې كړې: شنګول، منګول او حبه انګور! چېرې ياست؟

حبه انګور چې پټ شوى و، د خپلې مور ږغ وپېژاندى له كندو څخه راووت او د مور غېږې ته ولوېد. بزې د علت پوښتنه وكړه. كوچني ټوله كيسه ورته وكړه. بزې وويل: زه اوس ورسره ګورم، داسې چل به ورسره وكړم، چې بيا خپل ږغ بدل نه كړي او د خلكو بچي ونه خوري.

بزه لاړه او د شرمښ بام يې ودرباوه: ټپ، ټپ، ټپ

شرمښ په غوسه شو او ناره يې كړه: دا څوك دى چې بام دربوي؟؟

بزې وويل: زه يمه، زنګوله داره بزه. چا زما شنګول او منګول وخوړل؟

شرمښ وويل: ما ستا منګول او شنګول خوړلي دي، اوس درسره جنګ كوم.

له كوره ووت او له بزې سره يې جنګ پيل كړ، بزې په خپلو تېرو ښكرونو سره د شرمښ نس ورڅيرې كړ ، په دې وخت كې شنګول او منګول د شرمښ له نس څخه راووتل او منډه يې كړه خپلې مور ته.

وزګوړي له خپلې مور سره خوشحاله د كور پر لوري روان شول، بيا يېله مور سره ژمنه وكړه چې پرديو ته به دروازه نه خلاصوي.

 

w معراج الحق

د وېرولو زيانونه

ګرانو ماشومانو!

غواړم تاسو ته په تفصيل سره معلومات دركړم، چې وېرول څه زيانونه لري.

كله چې يو كوچنى خپل مور و پلار ډېر په عذاب كړي، نو هغوى يې د كرارولو لپاره له بېلابېلو پلموڅخه كار اخلي، مثلاً كله ورته وايي غلى شه، كنه بلا ته دې اچوم، كله ورته وايي هغه دى سپى راغى، كله ورته وايي توره پيشي راځي- خوري دې.

لومړى خو دې كوچنيان خپل مور و پلار نه په عذابوي، كه چېرې دوى هر وخت خپل مور و پلار په تنګ كړي، نو دوى به يې هم همداسې وېروي.

هغه ماشومان چې په كوچنيوالي كې ډېر ووېرول شي، كله چې لوى شي نو بې همته او بې جرائته راځي، چې د نورو ماشومانو په پرتله سمه وده نه شي كولاى.

زيات مهال خو ځينې نور ماشومان هم خپل همزولي وېروي، چې دا هم د ماشومانو پر روحيې بد اغېز كوي. وېره په هر انسان كې شته، خو كله چې تر خپل حد واوړي انسان ته تاوان رسوي.

په شپه كې وېرول:

د شپې له خوا د ماشومانو وېرول د ورځې په پرتله ډېر زيان لري، ځكه زيات ماشومان چې د شپې له خوا په تياره كې وېرول شوي، مړه شوي هم دي، يا يې زړه درېدلى دى، يا يې هم مغزونو سكته كړې ده.

نو له ماشومانو څخه هيله كېږي، چې نه خپل همزوري ووېروي او نه دې هم خپل مور و پلار دومره په عذابوي چې دوى ووېروي.

 

 

د خوراك پر وخت

 د پاكۍ خيال ساتئ!

ګلاليو ماشومانو، تاسې خو پوهېږئ چې پاكي نيمايي ايمان دى. هغه څوك چې ناپاك ګرځي، څومره بد ښكاري. خو د ډوډۍ خوړلو پر وخت د پاكۍ خيال ساتل بيا يوه جلا مسئله ده. هغه ماشومان چې د ډوډۍ خوړلو په وخت كې يې مخ يا كالي چټل وي، د نورو خلكو خوا ځنې ګرځي او ډوډۍ ته يې خوا نه كېږي.

كله چې ډوډۍ خورئ، كوښښ وكړئ چې ګوله سمه خولې ته يوسئ او درڅخه ونه څاڅي. كله چې ګوله درڅخه څاڅي، بېرته يې راپورته كړئ او په باطله دانۍ يا يې بل خاص لوښي كې واچوئ.

كله چې ټوخى درځي، خوله مو بلې خوا ته واړوئ او تر ټوخي وروسته كه امكان ولري واوياست (بخښنه غواړم). چې په دې توګه به ډېر باادبه ښكاره شئ او خلك به مو ښه اخلاق ستايي.

هر وخت كوښښ مه كوئ چې مور و پلار درته نصحيت وكړي، د ډوډۍ خوړلو پر وخت ډېرې خبرې مه كوئ، يوازې خپلې ګولې ته ګورئ، خپله مخه خورئ او كله چې مشران خبرې كوي، ډېر مه ورته حيرانېږئ، ځكه چې د ډوډۍ خوړلو پر وخت بايد خپل حواس راټول كړئ.

تر ډوډۍ خوړلو مخكې او وروسته لاسونه مينځل ډېر ضروري دي چې بايد هر وخت يې په پام كې وساتي، دغه راز تر خوب وړاندې هره شپه خپل غاښونه پاك پرېمينځئ.

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:4 PM لېږونكى:هوسۍ |
د جانان د ليك په تمه...

¡  اداره

 

د جانان د ليك په تمه...

 


د هوسۍ په دې ګڼه کې هم د ځينو دوستانو ليکونه رااخلو، چې تر دې دمه مو ترلاسه کړي دي. موږ دا منو چې د هوسۍ مينه وال دا حق لري چې موږ يې ليکونه پر وخت خپاره کړو، خو له بده مرغه چې کله- کله بوختياوې ډېرې وي، کله چې موږ ګڼه چاپ ته تياروو، خورا زياتې ستونزې ګالو، اکثر وخت اړ يو چې ځينې ليکنې په ډېر وخت کې کمپوز، سمه او چاپ ته برابره کړو، له دې کبله نه شو کولاى په هره ګڼه کې ستاسو ښايسته ليکونه راوسپړو. خو دومره کولاى شو چې په ځينو ګڼو کې يې خپاره کړو- لکه اوس چې تر يوه مهالني ځنډ وروسته ستاسو ځينې ليکونه ځوابوو.

 

دوستانو تل په خپلو مينو لمانځلي يو، اکثرو يې د هوسۍ ستاينې کړي، دغه راز يې ځينې لارښوونې هم راته کړي، چې د ستاينې له کبله يې مننه کوو، لارښوونې به يې په پام کې نيسو او هيله لرو چې هر وخت يې ليکونه ترلاسه کړو.

§ د ټل له هوايي ډګر څخه محمد نبي شاهين ليک رالېږلى او د ليک تر څنګ يې د ځوان شاعر حکيم جان فريادي يو شعر هم رالېږلى چې د خپرېدو غوښتنه يې کړې ده. موږ يې ډېره مننه کوو، هيله ده چې تل راسره قلمي اړيکي وپالي او هېر مو نه کړي.

§ بيا هم له ټل څخه مشيرخان بريمن په خپل ليک، ځينو ليکنو او شعرونو ياد کړي يو. د هوسۍ تر ستاينې تر څنګ يې ژمنه کړې، چې تر  خپله وسه پورې به د هوسۍ په ژوندۍ ساتلو کې پوره- پوره مرسته کوي.  موږ يې مننه کوو او هيله ده چې د همدې ځوانانو په مټ او مرستو سره هوسۍ بريالۍ او سرلوړې کړو.

§ محمد حنيف حيران دا ځل هم څو پرله پسې ليکونه رالېږلي، چې يو ليک يې د کوټې پر پوست بکس رارسېدلى دى. ده په خپل هر ليک کې د هوسۍ مجلې لپاره ځينې ليکنې هم رالېږلي او پخه ژمنه يې کړې ده چې خپل وس به نه سپموي. نوموړي د هوسۍ هره ګڼه په ټل کې تر دوستانو رسولې او د هغوى نظرونه يې هم راټول کړي دي، چې مننه يې کوو.

§ له کندهار څخه سردار ولې عاجز هم ليک رالېږلى چې وايي: ’البته هوسۍ يوه کمي لري، هغه دا چې هوسۍ همېشه ښايسته وي‘. نوموړي يادونه کړې ده چې د هوسۍ پر ټايټل انځورونه ډېر واړه دي، چې که غټ چاپ شي، ښه به ښکاري. له دې نظر څخه يې مننه کوو، خو انځورونه که له خپلې کچې لوى کړو، بيا يې څرنګوالى خرابېږي. له دې کبله هر انځور په هماغه کچه چاپوو. بل دا چې زموږ په اند پر ټايټل باندې ډېره ګڼه ګوڼه خوندور نه راځي، په ځانګړې توګه نوى ژورناليزم پر ساده والي ډېر ټينګار کوي.

§ له ننګرهار څخه زهير کوټوال ليک رالېږلى او يادونه يې کړې ده، چې د هوسۍ هره ګڼه په مينه- مينه لولي. مننه يې کوو، پر نظر به يې غور وکړو.

§ نور وليخان نور له ګردېز څخه ليک رالېږلى او د هوسۍ د ستاينې تر څنګ يې يادونه کړې ده، چې په اوسمهالو پښتو مجلو کې دې داسې ليکنې خپرې شي، چې خلک ورته تمه او اړتيا لري. چې موږ يې هم دا نظر تاييدوو او هيله ده چې زموږ خپرونې وکړاى شي چې د هېوادوالو کلتوري او ادبي ذوقونه خړوب کړي. بيا يې د خپل قلمي اړيکي يادونه کړې، هوسۍ يې مننه کوي او قلمي همکاريو ته يې لار څاري.

§ بصير احمد د غزني ولايت، قره باغ ولسوالۍ د سلطان محمود لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى دى، چې هوسۍ ته يې ليک رالېږلى او يادونه يې کړې ده چې هره ګڼه يې ترلاسه کوي، په مينه يې لولي او په ځانګړې توګه يې ساينسي ليکنې ډېرې لولي. له دې مينې څخه يې مننه کوو، هيله ده چې تل ځان په مطالعې بوخت وساتي.

§ د ننګرهار ولايت له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه سيد عبدالبصير رشيدي ليک رالېږلى او يادونه يې کړې، چې د هوسۍ هره ګڼه له بازار څخه په بيه رانيسي او په مينه يې لولي، بيا يې يادونه کړې چې په دې مجله کې د ارواپوهنې لړۍ (له ځان سره داسې مينه وکړه!) له افغاني کلتور سره ټکر لري، خو بايد يادونه وکړو، چې دا لړۍ کلتوري مسايل نه څېړي، بلکې د ارواپوهنې تجربې دي، چې بايد ګټه ځنې واخيستل شي.

§ د وردګو ولايت له چک ولسوالۍ څخه عالم عزيزي، مجيب الرحمان محمودي او شفيق الله اکرمي په خپل ګډ ليک کې ويلي چې د هوسۍ په ترلاسه کولو خوښ دي، چې د خپلې سيمې په عامه کتابتون کې هم هوسۍ ږدي او ګڼ خلک يې په مينه لولي. د خپلې ژبې د پرمختيا او ودې هيله يې هم کړې ده.

§ د همدې ولايت د چک ولسوالۍ د عمر فاروق عالي لېسې زده کوونکو بريالي روان، حکمت الله او عبدالحميد هم په ګډه ليک رالېږلى او يادونه يې کړې ده، چې د هوسۍ ’په نن، پرون او سبا کې‘ لړۍ په ډېره مينه لولي او ډېر نوي ساينسي معلومات ځنې ترلاسه کوي. د هوسۍ اتمه ګڼه ستايي چې د علامه رشاد بابا په باب يې ډېر معلومات ترې ترلاسه کړي دي. چې د هوسۍ اداره يې د زړه له کومې مننه کوي.

¡ له وردګو څخه عبدالقدير ليك هم په خپل ليك كې كښلي دي چې ”زموږ ښوونځى د كريم شهيد په نوم يادېږي چې هېڅ وداني او ښه اتاقونه نه لري، نه كتابونه شته، نه تختې او نه هم نور درسي مواد، له دولت څخه هيله كوو چې په راتلونكي كې داسې پاته نه شي“. د يادونې وړ ده چې د ښاغلي عبدالقدير يو بل ليك هم ادارې ته رارسېدلى چې مننه يې كوو.

له ليك څخه يې مننه او نظر يې دا دى دلته خپور شو. د نورو همكاريو په تمه يې يو.

¡ذبيح الله حيدري هم د وردګو ولايت، چك ولسوالۍ څخه ليك رالېږلى او د هوسۍ ستاينه يې كړې چې مننه يې كوو. بيا يې د خپلو ځينو نورو دوستانو نومونه هم كښلي چې په دې ډول دي: عبدالربي فرقاني، محمد امان محمدي، محمد حامد او كريم الله كريمي  وروسته يوه ټوكه كاږي:

”دوه لېونيان سره ناست وو، يوه دې بل ته وويل: ولاړ شه ساعت وګوره چې څو بجې دي؟ هغه چې ولاړ شو او ساعت ته يې وكتل، نو په ساعت كې يې يو مړ مچ وليد، نو خپل ملګري ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: د ساعت موټروان مړ دى“.

¡ حكمت الله فرقانيار هم د همدې ولايت اوسېدونكى دى چې د هوسۍ له قلمي اړيكي خوشحاله ښكاري او د نورو مرستو ژمنه يې هم كړې ده، چې بريالى او سرلوړى يې غواړو.

ټولو دوستانو ته يوځل بيا کورودانى وايو§

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:4 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ملي تفاهم جبهه!!!

هميم جلالزى

د ملي تفاهم جبهه!!!

 

كه له محکمې څخه د ځان ژغورلو او يا د دولت مخالف اپوزيسيون؟


د وري په مياشت کې د افغانستان په اړه د کورنيو او بهرنيو مطبوعاتو د سرټکي په توګه يو هم په افغانستان کې د دولت د مخالف اپوزيسيون اعلان و. دغه اپوزيسيون چې په ظاهره کې د حکومت په وړاندې د يوې مخالفې يا اړپېچې جبهې په توګه يو ائتلاف ښکاري، خو که سړى د اپوزيسيون جوړښت ته پام وکړي او دا وڅېړي چې په دې کې څه ډول خلک راغونډ شوي دي، نو په ډاګه ويلاى شي چې د دغې جبهې له جوړولو څخه ښايي لويه موخه له محکمې څخه د ځان ژغورلو هڅه وي، چې ټوپکسالارانو په يوه داسې وخت کې وکړه، چې ګواکې له يوې خوا يې له ډيموکراسۍ څخه ګټه اخيستې ده او له بلې خوا به له حکومت څخه د خلکو حقونه وغواړي او ورته وبه يې رسوي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ايا دغو ټوپکسالارانو د خپل واک پر مهال خلکو ته حقوق ورکړي وو؟ چې اوس يې له دولته ورته اخلي او که ها د چا خبره خپله تباره تېزوي او په دې توګه خپلو تېرو ناروا کړنو باندې ماله راکشوي. د اپوزيسيون مشرانو د دغې جبهې د جوړولو پر مهال داسې څرګندوله چې د دا ډول ائتلافي کار څخه يې موخه دا ده چې د دولت د هغو تېريو مخنيوى وکړي، چې د دوى په وينا له ملت سره يې ترسره کوي، دغه راز يې ويل چې د دولت هغه کارونه چې د خلکو په ګټه نه دي، په کلکه به يې مخه نيسي او له دولت څخه به د هغو ژمنو پوره کول غواړي، چې د ملت په وړاندې يې کړي دي. خو لومړى به وګورو چې د مخالف اپوزيسيون د اوسنۍ رهبرۍ او اوډون له مخې دا اټکل څومره پرځاى دى او څومره شونتيا شته چې د تفاهم!!! د جبهې په لاس به د خلکو له حقونو څخه دفاع وشي؟ د تفاهم د ډلې مشر پېژندل شوى ټوپکسالار او په دې وروستيو کې د يوه ګډ (قانوني- جونتن ايدما) رسوا شوي شخصي زندان درلودونکى محمد يونس قانوني دى، چې د سر د سړو په کتار کې انجنير احمدشاه احمدزى، محمد محقق او علي جاوېد ځاى لري، چې قانوني، احمدزى او محقق درې واړه د تېر کال په ټولټاکنو کې غوڅه ماتې خوړلې ده او ورسره يې د خپل بري چانسونه د خلکو په مخکې خپل مقام او محبوبيت!! په خپلو سترګو وليده. په هر حال- د اپوزيسيون د اعلان پر مهال دا خبره هم وشوه چې د اپوزيسيون د مشراو له خوا د شمال له ازبک ټوپکسالار جنرال دوستم سره هم خبرې- اترې روانې دي، چې د اپوزيسيون په نامه شيطاني وزلوبې ته ورګډ شي او له دې لارې خپل سياسي فعاليت مخته يوسي. تر اوسپه پورې د دې خبرې رښتينى ځواب مطبوعاتو ته نه دى راوتلى چې ازبک ټوپکسالار ولې د نورو يارانو خبره ځمکې ته غورځولې ده؟

د جنرال دوستم ددغه کار تر شا ښايي څو لاملونه پټ وي: لومړى دا چې دغه ښاغلي ته به ښايي خپل ځان سپينه پرښته برېښي، چې ګواکې هېڅکله يې هم کومه ګناه نه ده کړې او هغه په جنګي کلا، دغه راز نورو ځايونو کې په ځانګړي ډول کانتينرونو کې د زرګونو انسانانو وژنه يوه طبيعي پېښه وه!

دويم دا هم شونې ده چې دوستم به اوس هم په خپلو ګيلمجمانو او تېري کوونکو ملېشو باندې غره او ډاډه وي او هېڅ دا اندېښنه به يې په زړه کې نه ورتېرېږي، چې ګواکې يوه ورځ د دې مظلوم ملت له خوا محکمې ته راکښل کېږي او يا به يې د دې مظلوم ولس لاس ګرېوان ته ورلېږي.

درېيم دا چې دوستم ښايي اوس هم په خپلو بهرنيو دوستانو- په ځانګړي ډول پر ترکيې باندې تکيه کوي او دا خپره به يې بيا لا د زړه تسل کېږي چې ترکيه خو د نړيوالو ځواکونو په کتار کې په افغانستان کې خورا جوت پوځي شتون هم لري.

څلورم ښايي په عمومي کچه د افغان حکومت او نړيوالو بادارانو هغه ماتې او ناکامي وي، چې په افغانستان کې يې د ټوپکسالارۍ په وړاندې وخوړله او تر اوسه پورې نه چا داسې محکمه وليده چې جنګسالار دې په کې محاکمه شوى وي او نه هم چا کوم ټوپکسالار وليد، چې د خپلوکړنو په سزا دې رسېدلى وي. خو د جنرال دوستم د ليرې پاتېدو لامل چې هرڅه وي- ودي به، خودا چې د تفاهم ملي جبهې د کومې موخې لپاره رامنځته شوې- دا بيا بېله خبره ده.

د اوسني افغانستان يوه ستونزه لا هم ناقانوني او ګډوډي ده، چې پر دولت سربېره خلک هم ورسره لاس و ګرېوان دي. په دولت کې بډي، رشوت، اختلاس، اداري فساد او درغلۍ ښې پرېمانه دي، په ټيټ رتبه مامورينو کې خو د اداري فساد او رشوت خبرې دوديزه بڼه غوره کړې ده، دا خو لا څه چې نړيوالو مطبوعاتو هم په وار- وارسره په اداري فساد او درغليو کې د جګپوړو مامورينو د لاس لرلو پخلى کړى دى، چې وروستۍ بېلګې يې د اريانا افغان هوايي شرکت د الوتکو په تړون کې د ټرانسپورټ يا لېږد- رالېږد پر وزير او د حاجيانو په مسئله کې د حج او اوقافو په مرستيال وزير سليم او څو نورو باندې د درغليو تورونه او محکمې ته حاضرول دي.

 د نشه يي توکو قاچاق او توليد بله هغه خبره ده چې د افغانستان سولې او امن ته يې د ټوپکسالارانو په څېر ستر ګواښ پېښ کړى دى. دغې خبرې هم وخت په وخت د نړيوالو مطبوعاتو پام ځان ته اړولى دى او دايې جوته کړې ده چې په دې مسئله کې نه يوازې ټوپکسالاران لوى لاس لري، بلکې د ګټې وټې او پيسو څخه يې هم د دولت او افغان ملت په وړاندې کار اخلي، چې د پورتنيو دواړو مسئلو تر شا ولاړې څېرې د تفاهم!! جبهې سټې جوړوي.

که سړى تاريخ ته وګوري نو د اپوزيسيون  او د دغې جبهې په باب ښايي ټول شکونه رښتيني وي، چې اپوزيسيون به د خلکو په وړاندېنور څه وکړي؟ که له يوې خوا د يوې ډيموکراتې ټولنې د جوړښت د اصولو پر بنسټ پلوراليزم يا ګڼ ګونديز نظام يوه ښه اداري سرچينه ده، يا د ډيموکراسۍ د اصولو پر بنسټ په يوه ډيموکراته ټولنه کې ارو مرو د سياسي واک د لاسته راوړلو يا لېږد- رالېږدن په موخه ګڼ ګوندونه شتون ولري، خو له بلې خوا که څه هم په نورو هېوادونو کې د ګڼ ګونديز نظام په باب تجربې ښې مثبتې ختلې دي، خو افغانستان ته ورته ټولنې د ټولنې اوسني سياسي ځواک او شعور ته دغه راز نژدې تېر تاريخ ته په پام سره پلوراليزم تر يو څه وخته پورې ستونزې لاولاړې کړي، ځکه تر اوسه  پورې په افغانستان کې د ځينو کړيو ترمنځ د خلکو پر ګټو باندې ځاني ګټو ته ډېر پام کېږي. که څه هم نړيوالو خپلې ستونزې د پلوراليزم له لارې حل کړي، خو افغانان په داسې چاپېريال يا سياسي فضا کې ژوند کوي، چې ګڼ ګونديزم نظام يې د ستونزو د اوارۍ پر ځاى ستونزې نورې هم ډېروي او په دې کار کې لوى لاس د هغو ټوپکسالارانو دى، چې ٩٠ لسيزې يې په خپلو جګړه ييزو جنايتونو باندې ګرمه ساتلي او اوس هم د ګوندونو په سر کې ځاى لري، چې د تفاهم ډله يې بېلګه ده. خو اوس به دېته راشو چې د اپوزيسيون ادعا او غوښتنه څومره پرځاى ده او د اپوزيسيون په باب د خلکو نظر څه دى؟

په افغانستان کې د نويمې لسيزې د جګړو پر مهال ډېر داسې کارونه وشول چې د بشر تاريخ به يې له ځان سره ډېرې کمې بېلګې لري. په موټرونو پسې د ژونديو کسانو کشول او وژل، ټوپکيانو له تېري څخه د ځان ژغورلو په موخه له لوړو ځايونو څخه ځان راغورځول، پر ښځو او ماشومانو باندې بېدرېغه جنسي تېري ترسره کول، په سرونو کې مېخونه ټکوهل او بالاخره په کانتينرونو کې د ژونديو خلکو اچول او په ډله ييزه توګه د انسانانو ډول- ډول وژنې او نور ټول هغه څه وو چې تر شا يې د ننني اپوزيسيون چارواکي ولاړ وو. که بل هېڅ نه وي ښايي کابل خو به ډېرو هېوادوالو ليدلى وي، چې د اپوزيسيون د مشرانو له خوا څنګه پر بل مخ واړول شو. که په ځانګړي ډول د اپوزيسيون د اړپېچ ائتلاف له اعلان څخه مخته په ځانګړي ډول د اپوزيسيون د مشرانو کړه- وړه وځيرو، نو په ډاګه ويلاى شو چې د ټوپکسالاريزم د پايښت په موخه رامنځته شوى اپوزيسيون يوه داسې هڅه ده چې ناقانونيوته به قانوني بڼه ورکړي او د خلکو او ولس پر ضد به هغه تېرى چې تر اوسه يې له کوم سم سمکي څخه پرته پرمخ وړل اوس به يې سم په سيسټماتيکه توګه پرمخ وړي. د ائتلاف مشر قانوني هغه څوک چې د افغان ولس په وړاندې يې په زرګونو ناقانوني چارې او په زرګونو جنايتونه ترسره کړي دي، له وژنو، شکنجنو او شخصي زندانونو څخه يې راواخله تر دې پورې چې د هېواد ښوونيز نصاب خراب، د ښوونې بې انډوله پرمختګ او د ښونځيو لپاره د داسې کتابونو چاپول چې په غوڅه توګه د پښتنو زده کوونکو لپاره سرخوږى و او تر شا يې د قانوني بې قانونه لاس شتون درلود. دلته به د ځينو شواهدو او رپوټونو پر بنسټ د ښاغلي قانوني دوې نورې هڅې هم يادې کړو، چې د پښتو او پښتنو پرضد پورته شوي ګامونه دي.

کله چې قانوني په لنډمهاله اداره کې د هېواد د کورنيو چارو وزير شو، نو د سرشمېرنې او تابعيت د پاڼو په برخه کې يې زياته ګډوډي رامنځته کړه، لومړى دا چې د ډاکټر عبدالله (د بهرنيو چارو وزير) په سلا يې په دې موخه چې ګواکې د باندېينو چارو وزارت په بهرنيو هېوادونو کې د استازيتوب په چارو کې د پښتنو اوتاجکانو ترمنځ انډول ساتي، نو يې څو تاجک توکمه وګړو ته د پښتون په نوم د درواغو تذکرې ورکړې او بهر ته يې د هېواد د استازو په توګه ولېږل او په دې هڅې سره يې وغوښتل چې له يوې خوا په بهر کې د افغانستان نمايندګۍ او سفارتونه په خپل لاس کې وساتي او له بلې خوا به نړيوال په دې وغولوي چې ګواکې د بهرنيو چارو وزارت پښتانه هم بهر ته د استازو په توګه لېږي.

دويم هغه پښتانه چې له هېواده بهل تلل- هغوى يې دېته اړ ايستل چې د تاجک په نوم تذکره يا د تابعيت پاڼه واخلي، چې ورته پاسپوټ ورکړل شي او که نه نو بهر ته نه شي تلاى. د قانوني دغه ناقانونه هڅه په دې موخه وه چې د تاجک توکمو شمېر چې څومره شونى وي زيات کړي او په دې توګه د سرشمېرنې پر مهال له زياتو حقونو څخه برخمن شي. قانوني د دې هڅې په ترسره کولو سره دا هم غوښتل چې په راتلونکي کې د هېواد د لږکيو، چې د ملګرو ملتونو د يوې سرشمېرنې له مخې ايله ١٢ سلنې جوړوې، په مرسته د هېواد اکثريت، چې بيا هم د يادې شوې ادارې د رپوټ له مخې د هېواد ٦٢،٧٣ جوړوي، چلنج کړي.

د قانوني يوه بله هڅه د پښتو او پښتنو د محکوميت او محکوم ساتلو خبره وه، قانوني د بېلابېلو لارو له مخې په دې اړه ځينې ګامونه پورته کړل او پورته کوي يې.

دغه راز کله چې په منځمهاله اداره کې قانوني د يوه بل ارزښتناک وزارت د وزير په توګه وټاکل شو، نو وزارت ته تر ننوتلو وروسته يې د وزارت له ودانۍ څخه يو پوځي بارک جوړ کړ او يوازې يوې نظامې اډې ته ورته شو. پر دې سربېره يې د وزارت اداري جوړښت ، ژبه او داسې نور هم له منځه يووړل. د پښتون مرستيال له دندې ګوښه کول، د ښوونځيو ډېر درسي کتابونه په دري ژبه ليکل، د هېواد د ديني مدرسو د طالبانو يا زده کوونکو رسمي سندونه نه منل او بالاخره د ملي او سياسي ټرمينالوژۍ پر سر يې د بولون ګوزار يوه بله هڅه وه، چې د رهين په غوښتنه ترسره شوه او د ښ،ونې او روزنې وزارت په (وزارت معارف) باندې واوښت، په رسمي ليکونو کې خو يې د پښتو ژبې پته هم نه وه.

د پښتنو سيمود ښوونځيو ستونزو، د ښوونکو نشتوالي او هغوى ته نه پاملرنه د قانوني يو بل ناقانونه ګام و، د پښتنو ماشومانو ته خېمه نه موندل کېده اوتر شنه اسمان لاندې به پر خاورو باندې هر ډول تودوښې او سړو ته ناست ووو او لوست به يې وايه، خو د نورو لپاره هرڅه تر سره پورته وو. د پښتنو بچيان که به د لوست خونه نه درلوده، هېڅ خبره هم نه وه، خو نورو ته د لوبو ميدان هم جوړېده. اخر د ښوونې او روزنې وزارت خو د ښاغلي قانوني خپل ملکيت نه و او نه خوک ويلاى شي چې پښتانه د دې هېواد بچيان نه دي او په دې هېواد کې يې تر نورو قربانۍ څو وارې زياتې نه دي؟

قانوني تل د مجاهد له سپېڅلي نوم څخه بده ګټه اخيستې ده، ان دا چې کورنۍ جګړې يې روا ګڼلې، دى يو له هغو کسانو څخه دى چې تل به يې د لومړيتوبونو په سر جګړې ته لمن وهلې ده، په منځمهاله اداره کې چې قانوني د ښوونې او روزنې وزير وټاکل شو، نو نه يوازې دا چې د ښ،ونې وزارت ته له تلو او د دولت د مشر د پرېکړې له پلي کولو څخه ډډه کوله، بلکې د کورنيو چارو د نوي وزير (تاج محمد وردګ) پرمخ يې د کورنيو چارو د وزارت لارې وتړلې او پوځيان يې ورته په مخکې درول.

اوس به راشو حاجي محمد محقق ته:

محقق په خلکو کې د هغه چا په نامه پېژندل کېږي چې ګواکې  د انسانانو په سرونو کې يې ٨انچه مېخونه ورټکوهل او دا له هېچا څخه هم پټه نه ده، عامې وژنې، د کابل ورانول، د خلکو تښتول او نور يې ټولې نړۍته معلوم دي، په سلګونو او زرګونو هغه پېښې په تاريخونو او کتابونو کې ثبت دي، چې د نوموړي د تېريو او زور- زياتي شاهدي وايي.

يوه خبره چې ښايي محقق به يې له امله هېڅکله هم د افغانانو له خوا ونه بخښل شي، هغه د افغانستان د تجزيې او وېش خبره او پلان و، چې د ايران په لمسون اومرسته يې د واحد افغانستان او ملي وحدت ګروهه او شتون د هزارستان تر يوه خيالي دولت قرباناوه.

له دې خبرې څخه د افغانستان د خاورې او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره د محقق ژمنتيا او د ملي يووالي او دخلکو د چوپړ لپاره د هغه سوچ ښه جوتېږي. دا چې خبره راڅخه اوږده نه شي، نو د اپوزيسيون يو بل مشر ته به هم په لنډه نغوته وکړو.

دغه مشر انجنير احمدشاه احمدزى دى، چې په هېڅ يوه ورانۍ کې تر خپلو دوستانو وروسته نه دى پاتې شوى، په کابل کې چې کومه لوکس بلډنګونه او کورونه وينئ نو ارو مرو به يوهم د احمدزي وي. د ځينو رپوټونو پر بنسټ يې په نړيوالو اوبو کې هم سوداګريزۍ بېړۍ چلېږي او داسې نور څه چې دلته يې راسپړل ښايي خبره نوره هم اوږده کړي او د ’عيان‘- ’بيان‘ به شي.

يو وخت يوه دوست د يوې خپرونې د ليکنې پر بنسټ خبره ياده کړه، ويل يې يوه ورځ استاد رباني ته يو داسې سړى عارض شوى و، چې مېرمن ترې يوه ټوپکسالار قوماندان په زوره بېولې وه. وايي استاد رباني ورته د کاغذ پرشا ليکلي وو: ’محترم قوماندان صاحب! زنش رابدهيد‘ خو يوه بل ملګري ورغبرګه کړه، چې اوس دې هم خير يوي چې عارض يې وژلى نه دى، چې له قوماندان صاحب!! څخه يې خپله ښځه وژغورله.

ملګرى ملامت هم نه و، ځکه يادو شويو ځوانانو ډېر ځله خلک د خپل حق په غوښتنه له دنيا تېر کړل، خو د حيرانۍ ځاى دا دى چې پروني عملي تېري او زورزياتي ګوره او نن بيا د حق او دفاع لاپي!

دلته د څو خبرو روښانول ښايي ضروري وي او هغه دا چې مخالف اپوزيسيون يا د دوى په وينا ملي تفاهم د راتولنکو برياليتوبونو په هيله د تېرو وختونو ناکامانو جوړه کړې ده. د دې ائتلاف مشرانو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې غوڅه ماتې وخوړله، خو عجيبه دا ده چې دغه ښاغلي لا د خپلې ناکامۍ په لاملونو باندې يا نه پوهېږي، يا ځان نه پوهوي.

دوى اوس غواړي چې په پارلماني ټاکنو کې برى ترلاسه کړي، دوى به ښايي له چا څخه اورېدلي وي چې د پرمختګ لپاره څو ګامونه شا ته تګ په کار دى، خو د دوى په اړه اوس په زبات رسېدلې ده چې که هرڅومره شا ته لاړ شي، بيا به هم پرمختګ ونه کړي. ملت اوس د خپل يون لار سهي کړې ده، اوس خپل قاتل هم پېژني او خپل اتل هم!

اوس ملت ويښ دى، نه به ورڅخه څوک قاتل د اتل په نامه تېر کړي او نه به هم اتل قاتل کړي. زموږ د هېواد خلک مسلمانان دي او ها د چا په وينا طاق مسلمان نو که داسې وي، بيا خو د اسلام د ستر پيغمبر او سپېڅلي لارښود حضرت محمدr وينا ده چې کامل مسلمان دوه ځله له يوه غار څخه نه چيچل کېږي.

حديث ته په کتو سره دې د اپوزيسيون سټې له زړه څخه دا هيله پاکه وباسي، چې د خلکو په رايه او نظر به ځان بريالي او واک ته ورسوي. خو دا هغه مهال چې که چېرې د خلکو رايو ارزښت درلود او که ټوپک، پيسې يا زور چلېده،نو بيا خو هېڅوک هم نه شي ويلاى چې پايله به څه وي؟ او يا خو به ټوپکسالاران بريالي وي. اوس ملت ويښ دى او يو ځل بيا وايم چې ملت اوس ژبه او درک لري، خو که يې څوک نه مني نو ها د شاعر په خبره:

 

دا ناولي د جنت ټېکه داران به

په پلورلو د وطن باندې نيول چا

خو له بلې خوا د تفاهم د ډلې سټو هم ښايي اوس د خلکو اندېښنې، چې د دوى په باب يې لري، څه ناڅه درک کړي وي، ځکه نو اوس له بېلابېلو تخنيکونو څخه کار اخلي، خو د ملت د زړه خبره دې هم له غوږه نه باسي:

به هر رنگى که خواهي جامه بپوش

من از طرز خرامت ميشناسم

يوه بله خبره چې يادول يې ضروري دي، هغه دا چې د اپوزيسيون سټو ته اوس د دې لپاره چې واک ته ورسېږي له زور او وسلوال ځواک څخه پرته لاندې دوې لارې په کار دي، چې په پام کې يې ونيسي. له دې دوو لارو کې يوه يې په خپله په دوى او بله يې هم په دولت پورې اړه لري.

لومړى بايد د اپوزيسيون مشران او زيات شمېر غړي په خپله ځان محکمې ته وسپاري او له خپله ځان دې د هېوادوالو په وړاندې دفاع وکړي او يا دې هغوى ته خپل حقونه وروسپاري. خو څرګنده ده چې دغه کسان به په خپله هېڅکله هم محکمې ته حاضر نه شي، ځکه دوى او خپلې بنۍ سره پوهېږي چې څه دي په کې؟ خو څرنګه چې دوى ځانونه محکمې ته نه سپاري، نو دولت هم په دې باب دنده لري چې د خلکو غوښتنو ته ځواب وايي او دغه ټوپکسالاران دې يو- يو محکمې ته راکش کړي او خلکو حقونه دې ورڅخه واخلي، که چا له ځانه تور وانه ړاوه او ګناهکار وپېژندل شو، هغه دې ځان کانديد کړي او که څوک تورن شو، نو پر هغه دې خلک نه تېروځي او د پارلمان پر ځاى دې سزا ورکړل شي او د خلکو حقونه دې ورڅخه واخيتسل شي، چې هغه وخت به رښتيا هم له يوې خوا ولسواکي پلې شوې وي، د خلکو حقونه به ورکړل شي او له بلې خوا به دولت خپل هغه ستر رسالت چې د خلکو په وړاندې يې لري، ترسره کړى وي. که داسې نه وي، نو بيا د يوه ودان افغانستان هيله لرل هم د اوبو پر سر انځورونه ايستل دي.

درېيمه خبره دا چې د تفاهم د ډلې سټو ادعا کوله چې ګواکې دوى به له دولت څخه د خلکو حقونه غواړي او خلکو ته به يې رسوي، خو پوښتنه په دې ځاى کې ده، چې د اپوزيسيون يارانو خپله هم هغه مهال چې دوى واکمن وو، له ځان سره د خلکو د حق په نوم يو ذهني انځور او مفهوم درلود او که نه؟ دا خو پرېږده چې دوى حق حقدار ته رسولى دى که نه؟ ايا په ټول هېواد کې به داسې څوک وي چې د دغو ټوپکيانو د واک پر مهال به يو ډول نه، په يو ډول ځورېدلى نه وي؟

ايا د دوى دواک پر مهال کله هم د حق په نامه يوه شي بهرني شتون درولوداو که و ارزښت يې څنګه و؟ ايا حق ايله اوس افغانستان ته راورسېد او په هغه هم کرزي ګونډې وهلې دي؟ خلکو تر اوسه پورې له اپوزيسيون څخه خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي او اپوزيسيون بيا راولاړېږي او خلکوته ټټر ډبوي چې دوى ته به له نورو څخه حقونه اخلي، هغه مهال حقونه چېرې وو چې کابل ښاريان به شېبه په شېبه د دوى له لاسه د مرګ کندې ته تلل، هغه مهال حقونه چېرې وو چې له مېرمنو سره به په ډله ييزه توګه جنسي تېرى او زورزيالى ترسره کېده؟

عجيبه خو لا دا ده چې کله چې تېر ژمى د کام اير الوتکه له خپلو ١٠٤ تنه سورليو سره د کابل ختيځ په خاک خبار کې ورغوځېده، نو ټولې سورلۍ يې په کې ووژل شوې، د پېښې ځاى ته د ژغورنې د عملياتو ځواکونه ډېرناوخته ورسېدل او سورلي وژل شوې وه، دولت هغه مهال وويل چې دوى تول وژل شوې سورلۍ د پېښې له ځايه رالېږدولې او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي. خو سږکال د وري په مياشت کې چې کله د پژواک خبري اژانس يو رپوټ  خپور کړ، چې ګواکې په سيمه کې لا اوس هم ځينې مړي پاتې دي، دغه رپوټ سم له لاسه ځينې ګونګوسۍ راوپارولې- چې په پايله کې له دولت څخه د وژل شويو کسانو ناراضه خپلوان راټول او د تفاهم د ډلې دروازه يې وټکوله، له دوى څخه يې وغوښتل چې ورسره مرسته وکړي، چې دولت ورته خپل مړي وسپاري. له دې سره سم د تفاهم د ډلې وياند هم د خبرلوڅو په وړاندې ښکاره شو او ويې ويل چې دولت بايد د پېښې ځواب ووايي او خلکو ته خپل مړي وسپاري، يا په ټوليزه توګه ورته خپل حق وسپاري.

که څه هم د مړو سپارلو خبره او غوښتنه خورا پرځاى ده او دولت هم بايد خپله پړه ومني، چې نه پر وخت د پېښې ځاى ته رسېدلى دى او نه يې هم د پېښې قربانيان وژغورل، خو د حيرانۍ ځاى دا دى چې د تفاهم د ډلې ښايي هغه وژنې هېرې کړې دي، چې هره ورځ به يې په سګلونو هېوادوال د ټوپک خولې ته درول او وژل، دوى ښايي هغه پېښې هم هېرې کړې وي، چې په زرګونو انسانان به يې د خپلو ناروا غوښتنو قرباني کول. دوى ته هېڅکله هم د ځان په باب دا اندېښنه نه پيدا کېږي، چې له دوى څخه به هم کله حساب غوښتل کېږي- که نه؟

خو د کام اير د لوېدلو پېښه چې تر اوسه يې هم لامل څرګند نه دى، د تفاهم ډله يې هرڅه د دولت پرغاړه وراچوي. که دا هم ومنو چې دولت دې ګواکې د کام اير په پېښه کې بشپړ لاس لرلى وي، نو بيا خو يې سړى د ١٠٤ تنو په وژنه پړ ګڼلاى شي، په داسې حال کې چې د تفاهم ډله دزرګونو هېوادوالو قاتلان او په وينو يې لاسونه سره دي.

دلته بيا هم سړي ته دوې خبرې وره پياد شي، لومړى دا چې دا هېوادوال چې له دوى څخه يې مرسته غوښتله يا خو ډېرې بدرې ورځې په مخه کړي دي او يا هم د فيل په غوږ کې ويده دي، چې په لېوانو رمه پيايي. دويم دا چې که اپوزيسيون له دولت څخه د دې پېښې حساب- کتاب غواړي، نو لومړى دې دوى هم ملت ته د خپلو کړنو حساب او کتاب ورکړي، چې رښتيا هم حق- حقدار ته ورسېږي.

په اوس مهال کې خبره دلته خرابه شوې چې دغه جنايتکاران دا خو پرېږده چې خپله ځان محکمې ته وسپاري، بلکې بل هم داسې څوک نه شته چې له دوى سره دې حساب- کتاب وکړي. له کرزي څخه د ټول هېواد يوه غوښتنه ده او هغه دا چې د ډېرو مصلحتونو پرځاى دې يو رغنده ګام واخلي، نړيوال يې تر شا ولاړ دي او د خاورې د ټېکه دارانو له زوره دې کار واخلي او که دا هېڅ هم نه وي، له ملت څخه دې مرسته وغواړي، چې که څوک د مکافاتو وړ او که څوک د مجازاتو وړ وي، مجازات دې کړاى شي، چې له يوې خوا د خلکو هغه باور ته ځواب ويل شوى وي، چې پر کرزي يې کړى دى او له بلې خوا يې د خداى او رسول په وړاندې خپل ستر مسووليت له غاړې اړولى ويw
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:3 PM لېږونكى:هوسۍ |
په نړۍ كې د نجونو او ښځو قاچاق

ژباړه: ن، ناور

په نړۍ كې د نجونو او ښځو قاچاق


 

 

په هنداره كې يې د خپلې څېرې په ليدو يوه شېبه د شرم احساس وكړ. ورپه زړه شول چې دوه كاله مخكې يې له څومره هيلو او اميدونو سره ژوند كاوه. يوه شپه يې په خپل سفري بكس كې خپلې زړې جامې كښېښودې او له كوره ووتله، وروسته له خپلو څو همزولو نجونو سره له پولې واوښته. په لومړيو كې يې غريبۍ او يوازېتوب ذهن ځوراوه، خو وروسته د يوه ښه كار د موندلو او بيا د شتمنتوب فكر ورسره مل شو.

خو هغه ډېر ژر وپوهېده چې دا هسې پوچ خيالونه وو او ورته څرګنده شوه چې دا يې د كوم كار د ترسره كولو لپاره پردي هېواد ته راوستې وه! اوس پوهېدلې وه چې د بېرته تګ لار نه لري او د ژوند لپاره بايد هر هغه څه ته غاړه كښېږدي، چې له هغې څخه غوښتل كېږي.

هغه اوس د خپلې تاندې ځوانۍ پر مهال د بېوزلۍ احساس كوي. د يوه داسې بې ارزښته شي احساس- چې په اسانۍ سره د نورو په واك كې كښېښوول شي... د هغې لپاره دا ځاى د كرښې (خط) پاى و.

په ۱۹۹۴م كال ملګرو ملتونو اعلان وكړ، چې د ځوانو نجونو او ښځو قاچاق ډېر شوى دى. دوى وويل چې دا ډول نجونې او ښځې د جنسي تېري لپاره له وروسته پاتو او پرمختيايي هېوادونو څخه، پرمختللې نړۍ ته قاچاقېږي. دا نجونې او مېرمنې په بېلابېلو پلمو لكه: د درواغو ودونو، د كارونو د وركړې او د غوره ژوند د اسانتياوو پيدا كولو لپاره- بهر ته قاچاقېږي.

د بدلمنۍ (فحشا) لپاره د انسانانو (په تېره بيا ښځو) پلورل او اخيستل له پخوا څخه دود وو او دا كار د نړيوالې سوداګرۍ يوه برخه ګڼل كېږي.

تر دويمې نړيوالې جګړې راوروسته بيا د انسانانو د سوداګرو پام- سپين پوستو نجونو ته واوښت. قاچاق وړونكو به دا نجونې له اروپايي هېوادونو (په تېره بيا له فرانسې) څخه جنوبي امريكا ته د بدلمنۍ لپاره وړلې. نو څرګنده شوه چې د ښځو قاچاق يوه نوې خبره نه ده او دوى په بېلابېلو وختونو كې پلورل شوې دي.

انګليسي نجونې د شلمې پېړۍ په پيل كې لويو وچو ته وړل كېدې او د الماني نجونو بازار، بيا په عربي نړۍ كې تود و. نن ورځ هم ښځې په صنعتي هېوادونو، دويمه نړۍ، په لوېديځه او مركزي اروپا كې اخيستل او پلورل كېږي.

د نجونو د قاچاق يو لوى لامل بدلمنۍ ته د هغوى مجبورول او د شتمنو په كورونو كې د نفرخدمت په توګه د دوى ټاكل دي. په دې وروستيو كې د انسانانو قاچاق (د نشه يي توكو او وسلو) په څېر د ګټورې سوداګرۍ بڼه خپله كړې ده. د بېلګې په توګه يو شمېر قاچاق وړونكي له دې لارې هره مياشت تر ۴۰ زره زيات امريكايي ډالر لاسته راوړي.

د دې سوداګرۍ په سلو كې دوه اويا قربانيان- هغه نجونې دي، چې عمر يې له ۲۵ كلنۍ څخه لږ دى. د يادولو وړ ده، چې جنايتكارې ډلې د تنكيو هلكانو له پلورلو څخه هم ډډه نه كوي.

 

د انساني قاچاق وړونكو د درواغو ژمنې:

د ناجا د دفتر د مشرې په وينا، په نړۍ كې هر كال تر دوو مليونو ښځو پورې پلورل او اخيستل كېږي. دا دفتر زياتوي- چې كه څه هم پوليس له قاچاق وړونكو سره په مبارزه كې دي، خو سره له دې د انسان قاچاق ډېر دى. د مېرمنو دا ډول قاچاق ځكه ډېر دى، چې يوشمېر ځوانې نجونې او ښځې له عمومي پوهې څخه بې برخې دي. دوى د كار موندلو، زده كړې او واده په پلمو بهر ته وړل كېږي.

د پوليسو په وينا ډېرې دا ډول نجونې په سينګارځايونو او ويديو كلپونو كې تېرايستل كېږي او په غوړو ژمنو يې بهر ته د تلو لپاره هڅوي.

د كارپوهانو په وينا- قاچاق وړونكي په هره سيمه كې- سيمه ييز دلالان لري، دې دلالانو ته دنده وركړل شوې، چې په پاركونو كې وګرځي او د نجونو د ښوونځيو ترمخ ودرېږي او له ځوانو نجونو سره پېژندګلوي پيدا كړي. وروسته دا نجونې ځانګړو ځايونو ته رسوي. دوى ته د بهر د تګ او هوسا ژوند د چمتو كولو ژمنې وركوي. كه كومه نجلۍ د دلالانو له امر څخه سرغړونه وكړي، نو هغوى له زور څخه كار اخلي او په پټه توګه يې له پولو اړوي.

دلالان د نجونو د قاچاق لپاره يوه بله لار هم كاروي. دوى د نېستمنو نجونو ميندو او پلرونو ته د پيسو په وركړې هغوى راضي كوي چې خپلې ځوانې نجونې د دوى په واك كې وركړي. ميندو او پلرونو ته وايي چې اولاد به يې غوره ژوند ولري او دا ساده خلك هم تېروځي، د خپلو نجونو لاس- د دلال په لاس كې وركوي.

 

انټرنټ، يوه بله لومه:

د ځوانو نجونو د تېرايستلو لپاره انټرنټ يوه بله لار ده. د انسان قاچاق وړونكي او دلالان د انټرنټ له لارې له ځوانو نجونو سره اړيكي نيسي. دوى ته خپل انځورونه ورلېږي، ورو- ورو د دوى دا اړيكي په دوستۍ بدلېږي، بيا د واده كولو ژمنه ورسره كوي، د ښه او هوسا ژوند زېرى وركوي، آن ويزه او د الوتكې ټكټ هم ورلېږي او په دې كار سره ځوانې نجونې د قاچاق وړونكو په لومو كې نښلي.

 

د ځوانو نجونو تېرايستل:

قاچاق وړونكي د نجونو د تېرايستلو لپاره دوه ډوله لومې ږدي:

۱. دوى په رسمي توګه له بېوزلو كورنيو څخه د پيسو په بدل كې د هغوى ځوانې نجونې ځانونو ته ودوي. وروسته بيا دا نجونې له پولو څخه اړوي او بدلمنۍ ته يې مجبوروي.

۲. دويمه ډله بيا هغه نجونې دي، چې تښتول شوي او په پټه توګه له خپل هېواده ايستل شوي دي.

د يونيسف د څېړنو له مخې يوازې په افريقا كې د دې لويې وچې په ټولو ۵۳ هېوادونو كې قاچاق شتون لري. په دې قاچاق كې كوچني هلكان هم راځي، چې د غلامانو په توګه پلورل كېږي او يا هم په زوره د پوځيانو په ليكو كې درېدلو ته اړ كېږي.

د اسيا لويه وچه هم د انساني قاچاق پراخه سيمه ګڼلاى شو. په دې لويه وچه كې د ټايلېنډ، فليپين، نيپال، هند، پاكستان، بنګله دېش، ويتنام، چين، ماليزيا، اندونيزيا، برما او كامبوج هېوادونه د انساني قاچاق وړونكو ځالې دي.

د بېلګې په توګه په هند كې تر نيمايي ډېرې بدلمنې (فاحشې) له نيپال څخه دې هېوادونو ته راوستل شوي دي، چې ډېرۍ برخه يې د بمبيي په ښار كې دي. نيپالي نجونې په لومړي ځل د نولسمې پېړۍ په پيل كې دې هېواد ته راوستل شوي او اوس مهال يو مليون او اووه سوه زره نيپالۍ بدلمنې په هند كې په بدلمنۍ (فحاشۍ) بوختې دي.

له همدې امله په دې هېواد كې د ايډز- HIV ناروغي په چټكۍ سره ډېرېږي. د جنين سقط مخ په زياتېدو دى او د كوڅه يي ماشومانو كچه ډېره شوې ده.

همدارنګه د فحاشۍ له امله ډېر داسې ماشومان په لارو- كوڅو كې ژوند كوي، چې مور و پلار يې نه دي معلوم. دا ډول ماشومان چې له جسمي او اروايي ستونزو سره مخ دي، د ټولنې لپاره هم ستونزې پيدا كوي. د وخت په تېرېدو سره نشه يي توكو ته مخه كوي او د پيسو په بدل كې خپل ځانونه پلوري. دوى خلك هڅوي چې د فساد مركزونو ته ورشي او په پاى كې دا ماشومان د ټولنې پر اوږو باور وي.

 

نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:3 PM لېږونكى:هوسۍ |
بې سرليكه داستان

ليكوال: آنتون چخوف

ژباړن: عبدالحميد ترابي

بې سرليكه داستان

 

لنډه كيسه


لمر په پنځمه پېړۍ كې هم بالكل د نن غوندې هر سهار له يوه اُفق څخه راپورته كېدئ او هر ماښام په بل اُفق كې ډوبېدئ. سهار وختي چې به كله د لمر لومړيو وړانګو له سهارنۍ پرخي سره په مچو پيل كاوه نو ځمكه به ژوندۍ كېده او فضا به خوښيو، خنداوو، چيغو او نارو پر سر اخيسته؛ خو ماښام_ماښام به بيا دا هر څه بيرته چوپېدل او تپي تيارې به پر ټ