ناپېيلې خپرونې؛ وړتياوې او اړتياوې | ||||
بسم الله الرحمن الرحيم ناپېيلې خپرونې؛ وړتياوې او اړتياوې د افغانستان هر حكومت دولتي خپرونې د خپلې سياسي او نظامي پاليسۍ د تشرېح، ځلونې او خپراوي لپاره ځانګړې كړي او په يوه محدود چاپېريال كې يې ساتلې دي، د سانسور دود تراوسه پورې ژوندى دى، هغه خپرونې چې اوس مهال د دولت تر څارنې لاندې چاپېږي، بايد خامخا د دولت ستاينې خپرې كړي، په دې مانا چې د دولت ګتې د ملت تر ګټې ارزښتمنې ګڼي. په نوره نړۍ كې هم خلك تر دولتي خپرونو، پر ناپېيلو خپرونو ډېر باور كوي، ځكه دوى په دې باور دي چې دولتي خپرونې كه هرڅومره هڅه وكړي، چې خلكو ته پېښې په رښتينې بڼه څرګندې كړي، بيا يې هم روحيه كې دولتي پاليسې غزونې كړې وي. يو امريكايي ليكوال John Nichols وايي: ”ډېرې ټولنيزې نهيلۍ بايد په رسنيو (چاپي مطبوعاتو) كې ولټوو، زموږ ډيموكراسي ډېره ناروغه ده، پر مطبوعاتو واكمن سيسټم بايد بدل كړاى شي“. ولس تر اوسه پورې د دولت په مقابل كې په يو ډول بېباورۍ كې راګير دى، هغه څه چې په دولتي خپرونو كې راځي نه مني، بلكې د منلو لپاره يې بيا همدغه ناپېيلې خپرونې ګوري. دا خو شوې دولتي خپرونې او د هغوى ځانګړتياوې. د دې تر څنګ ځينې داسې ناپېيلې خپرونې لرو، چې اوس يې شمېر تر بل هر وخت زيات دى، په دې خپرونو كې ځينې د يوشمېر موسساتو له خوا خپرېږي، چې د انجوګانو دا خپرونې هم ځانګړې موخې تعقيبوي، يو شمېر موسسې د خپل ځانګړي تمايل له مخې يوې ځانګړې ډلې ته كار كوي، خو ظاهراً داسې شعارونه وركوي، چې ګواكې ټولو افغانانو او ټول افغانستان ته ناپېيلى چوپړ كوي. دغو خپرونو هم يوازې د ګوتو په شمېر لوستونكي ځان ته رامات كړل، ځكه چې د عام ولس غوښتنې دومره په كې نه منعكسېـږي، عام ولس په كې ځان نه شي موندلاى. خو د ځينو انجوګانو خپرونې بيا داسې دي، نه دومره ګټورې دي، نه زيان رسوونكې، په دې مانا چې په ليكنو كې يې د ولس لپاره ډېر څه نه شته، اكثره ليكنې يې د دوى هڅې او كاري رپوټونه وي. خو ځينې نورې خپرونې چې د يوشمېر ټولنو له خوا راوځي، د افغانستان د خپلواكۍ او ملي ګټو خلاف ليكنې خپروي، چې نه يې د مطبوعاتو او نه يې هم د افغانستان نوى اساسي قانون روا بولي، خو بيا هم اړوندې ادارې غوڅ اقدام نه كوي. د ځينو ټولنو تر شا ځينې ګاونډي هېوادونه ولاړ دي، چې مالي او مادي مرسته يې كوي، كاركوونكو ته يې معاشونه وركوي او هر ډول امكانات يې ورته برابر كړي دي. كه څه هم د مطبوعاتو قانون ډېر مخكې توشېح شوى، خو بيا هم دغه وړ ځينې خپرونې له دې قانون څخه سرغړونه كوي، د افغانستان د ملي او افغاني ارزښتونو په سپكاوي پسې يې ګڼې ليكنې خپرې كړي او خپروي يې. په ۲۰۰۳م كال كې وټاكل شوه، چې د امريكا د مطبوعاتو په قانون كې ځينې بدلونونه راشي، پر دې مهال دوه مليونه او درې سوه زره امريكايانو د امريكا چارواكو ته د ټليفون او ليكونو له لارې د مطبوعاتو په قانون كې د بدلونونو په باب خپله اندېښنه څرګنده كړه، چې هسې نه دا قانون د ورځپاڼو او نورو خپرونو په كارونو كې محدوديت راولي. كه څه هم پر ورځپاڼو او خپرونو باندې محدوديت د كلتوري هڅو مخه نيسي او بيا هم په هر هېواد كې ځينې ”اصول“ شته، چې بايد په پام كې ونيول شي. زموږ په هېواد كې هم بايد د اساسي او د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قوانين په پام كې ونيول شي، خو له بده مرغه هغه خپرونې چې د افغانستان ملي او افغاني ارزښتونو، ځمكنۍ بشپړتيا، ملي يووالي او ملي پخلاينې ته سپكه ګوري، هغه به د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) او اساسي قانون څه خيال وساتي. يوه كاناډايۍ ورځپاڼه ليكونكې Naomi Klein بيا وايي: ”په رسنيوكې اوس درواغ هم زيات شوي، د ساري په توګه په Fox News چينل كې چې خپرېږي، زيات حقايق پټوي“. كه په افغانستان كې د مطبوعاتو د څارنې كميسيون جوړېږي، هغه به د دولت په چوكاټ كې كار كوي، چې بيا به هم د دولت ګټې لومړنۍ او مخكې ګڼي، غړي به يې هم دولتي كسان وي، چې په خپلواك ډول عمل نه شي كولاى، دا په خپله د يو ډول سانسور مانا وركوي. خو په دې هېواد كې اوس هم هغه ادارې چې پر خپرونو د څارنې او د ټوليزو رسنيو د قانون د پلي كولو دنده لري، په خپلو دندو كې پاتې راغلي، چې په خپله همدغو ادارو ځينې ځانګړې تګلارې لري، د دروغو او دوه مخۍ تګلاره، چې هغه د چا خبره د مور او ميرې سلوك لري. وايي: ”اوبه چې تر غاړې ورسېږي ، زوی تر پښو لاندې کېږي“ زموږ ولس كه لاس تړلى- د دې بهيرونو نندارچي پاتې شي، نو د خلكو ږغ به څوك اوچتوي، څوك به د هېواد ارزښتونه ساتي؟ په دې منځ كې بيا ځينې داسې خپرونې لرو، چې د يوشمېر اشخاصو له خوا خپرېږي، موږ دا منو چې په دغو خپرونو كې به ځينې دا بې كفايته وي، چې لا يې په سمه توګه په عام ولس كې ځاى نه دى موندلى، ان چې دغه وړ په لسګونو خپرونې- د خپل ژوند په همغه لومړيو وختونو كې بندې شوې دي، چې بيا يې چا مخ هم نه دى ليدلى، خو ځينې يې داسې دي، چې په ولس كې يې بشپړ محبوبيت ترلاسه كړى دى. په ډېره ناپېيلې بڼه يې حقايق بيان كړي او تر خلكو پورې رسولي دي، دغه راز يې د ليكنو څرنګوالى هم ښه دى. دغه وړ ځينو خپرونو خو ځان ته د يوه داسې سنګر بڼه نيولې چې يوازې د ټولنې دردونه، د افغان ولس ستونزې او حقايق خپروي او عام ولس له سياسي بهيرونو، د سيالو ډلو له پټو او ښكاره موخو او هڅو خبروي. د هېواد د ملي ارزښتونو دفاع كوي، چې عام ولس هم له همدغو خپرونو سره ډېره مينه ښيي، هركلى او مرسته يې كوي، دغه راز يې هرې ګڼې ته لار څاري. دغه وړ ناپېيلې خپرونې چې نه يې دولت ملاتړ كوي، نه هم انجوګانې، په تش ډګر كې تشلاسې پاتې دي، ځكه په دغو خپرونو كې ډېرى يې داسې دي، چې كله يې يوه ګڼه خپره شي، چلوونكي يې بلې ګڼې ته يوه انه هم نه لري، په يوازې سر يې د چلوونكو له خوا منظم خپرول هم ناشونى كار دى، ځكه چې د اكثرو چلوونكو اقتصاد كمزورى دى، ځينې ګڼې يې په چنده چاپېږي، ځينې د يوشمېر دوستانو په قربانۍ او كله- كله خو يوه ګڼه تر ډېره دغسې پرته وي، ايله څو مياشتې وروسته ورته د چاپ امكانات برابرېږي. كه د كيفيت له مخې غوره خپرونې وپالل شي او په وس پوره خلك يې مادي ملاتړ وكړي، ښايي دا كار د افغاني كلتور په بيارغونه كې يو غوره اقدام وي، چې ملت به د دغو كلتورپالو دا قرباني نه هېروي. په ګران افغانستان كې د ناپېيلو- ملي خپرونو د ودې او پرمختيا په هيله د هوسۍ مجلې اداره | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:35 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د پارلماني څوکيو اوسنى وېش او عدالت | ||||
¡ پوهنمل محمد اسمعيل يون د پارلماني څوکيو اوسنى وېش او عدالت ټاکل شوې ده، د روان لمريز کال د وږي (سنبلې) پر ٢٧مه نېټه په افغانستان کې پارلماني ټاکنې ترسره شي. د افغانستان پارلمان ټولې 3٥١ څوکۍ لري، چې له هغې جملې څخه ٢٤٩ څوکۍ د ولسي جرګې لپاره مشخصې او مطلقې دي او ١٠٢ څوکۍ د مشرانو جرګې لپاره په پام کې نيول شوي، هر لوى او واړه ولايت ته په مساوي ډول دوې څوکۍ بېلې شوي، په دې ډول نو د پنجشېر او دا يکندي دوه نوي ولايتونه- چې تر اوسه يې لا د پارلمان مصداق او تاييد نه دى ترلاسه کړى، په ګډون ٦٨ څوکۍ د ولايتونو مساويانه سهم ګڼل شوى دى او نورې پاتې ٣٤ څوکۍ د ولسمشر صلاحيت دى، چې غوره او وړ اشخاص ورته غوره کړي. دا مهمه او حتمي نه ده چې دا ونډه دې هم پر ولايتونو مساويانه ووېشل شي. دا خبره هم د يادونې وړ ده، چې د مشرانو جرګې د څوکيو شمېر ثابت نه دى، که ولايتونه تر پارلماني ټاکنو دمخه تر دې زيات يا کم شي، نو د څوکيو دا شمېر هم ورسره په اتومات ډول زياتېدى او کمېدى شي او د ولايتونو د شمېر زياتون او کمى د ولسمشر پر انتصابي ونډې هم مستقيم اغېز کوي. د اساسي قانون له مخې ولسمشر د دې حق او صلاحيت لري، چې د مشرانو جرګې له هرو درېيو څوکيو څخه د يوې څوکۍ لپاره اشخاص انتصاب کړي، نو که د اوسنيو (٣٢+٢=٣٤) ولايتونو شمېر تر دې زيات يا کم شي، نو د ولسمشر د اوسنيو ٣٤ انتصابي څوکيو شمېر هم ورسره کښته- پورته کېږي. د مشرانو جرګې د انتخابي او انتصابي څوکيو په انتخاب او انتصاب کې نور قيدونه هم شته. په دې مانا چې د هر ولايت د دوو انتخابي څوکيو يوه د ولايتي شورا له خوا او بله يې د ولسواليو د شوراګانو له مجموعې څخه په انتخابي ډول غوره کېږي. يانې دا چې د مشرانو جرګې د څوکيو لپاره د نامستقيمو يا دويمو انتخاباتو له لارې وکيلان غوره کېږي، يو ځل د يوه ولايت ټول خلک په مشترک ډول هر کس د پټو او ښکاره رايو له لارې، هر کس د يوه نه انتقالېدونکي ووټ په واسطه د ولايتي شورا غړي ټاکي. دا غړي بيا په خپل منځ کې کښېني او بيا هم د پټو او مستقيمو رايو له لارې يو تن د مشرانو جرګې ته ټاکي. دغه راز دويم تن هغه وخت ټاکل کېږي، چې د هرې ولسوالۍ د شورا لپاره انتخابات ترسره شي او بيا د يوه ولايت د ولسواليو ټولې شوراګانې سره راټولې شي او يو تن د خپلمنځي انتخاباتو له لارې وټاکي.اوس د ولسواليوشوراشوراگانو انتخابات د نفوسو د دقيق ثبت نشتوالي، د پولو او بريدونو د ناڅرګندوالي او نورو ګڼو ستونزو له امله ځنډول شوي دي. د ولسمشر له خوا انتصابي څوکيو ته د اشخاصو د غوراوي په برخه کې هم يو نظر او قيد تر سترګو کېږي. ويل کېږي چې د مدني ټولنو له خوا به ورته د مستحقو اشخاصو ليسټ ترتيبېږي او ولسمشر به له هغو څخه د اشخاصو غوراوى کوي. دغه راز ولسمشر د اساسي قانون له مخې مجبور دى چې په خپلو ټولو انتصابي څوکيو کې دوې څوکۍ کوچيانو او دوې څوکۍ معيوبينو او معلولينو ته په پام کې ونيسي. ولسمشر (جمهور رئيس) پر دې هم مکلف دى، چې د جنس له مخې هم د نارينه وو او ښځو مساوي ګډون تضمين کړي. دا چې د مشرانو جرګې د څوکيو په وېش کې عدالت تضمين شوى كه نه، دا خو د هغو له وېش څخه په څرګند ډول معلومېږي، چې لوى او کوچني ولايتونه او ان نوي جبري جوړ شوي ولايتونه يو له بله هېڅ توپير نه لري. هر يو دوې- دوې څوکۍ لري. د کومو سيمو خلکو چې د کرزي صاحب په ګټه ډېرې رايې او ډېر اخلاص کارولى و، په همغه انډول يې په دولت کې ونډه کمه ده. يانې په اصطلاح منتخب حکومت کې د رايو نسبت او تناسب معکوس حالت خپل کړ، يانې دا چې ډېرې رايې= کم امتياز او هېڅ امتياز. کمې رايې يا هېڅ رايې= ډېر امتياز او بېخي فوق العاده امتياز غوره بېلګې يې د هېواد جنوبي ولايتونه دي، چې د رايو مجموعي شمېر يې د پنجشېر ولسوالۍ څلور زره برابره و، خو امتياز يې په دولت کې د نفوسو د حقونو په انډول بيا معکوس دى. اوس هم هېڅ فکر نه کېږي چې احمدضيا مسعود او کريم خليلي دې د پنجشېر او دايکندي د اوسېدونکو او خپلو نورو قوميانو لپاره تر خپل استحقاق پورته ونډه بېله نه کړي. خو که ولسمشر غواړي د مشرانو جرګې د انتصابي څوکيو په وېش کې د رامنځته شوې بېعدالتۍ جبران وشي، نو د څوکيو وېش دې د خپلو مرستيالانو او محافظه کارو مشاورينو له مشورې پرته په دقيق ډول او په خپل لاس ترسره کړي. ولسمشر کولاى شي هغو ولايتونو ته چې له وړو او کم نفوسه ولايتونو سره يې په دې وېش کې توپير له منځه تللى، له هغو ولايتونو څخه متخصص اشخاص غوره کړي، هم به د تخصص برخه او هم به د ولايتونو ترمنځ توازن او تناسب مراعات شي. د مشرانو جرګې بهير به همدلته پرېږدو اوس راځو د ولسي جرګې د څوکيو وېش ته، چې ايا د دې څوکيو په وېش کې عدالت تامين شوى او که نه دا هم د چل او فرېب ښکار شوى دى؟ اساسي قانون اصولاً د عدالت د تامين دا اصل منلى، چې د ولسي جرګې څوکۍ دې د هر ولايت د نفوسو په انډول ووېشل شي، خودا چې دا وېش به د چا له خوا- د کومې سرشمېرنې له مخې او څه ډول کېږي او عدالت به په کې په څه ډول تامينېږي؟ د پوښتنې او اندېښنې وړ خبره ده. له اکثرو سياسي کتونکو سره دا اندېښنه وه چې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته پر کابل واکمنه شوې سياسي فضا د يوې سيمې، يوه تنظيم او يوه قوم په ګټه ده او د ’جهاد‘ او ’مقاومت‘ په نامه دا ډله غواړي د بهرنيو ځواکونو له زور و ځواکه ډېره زياته ګټه پورته او د هغو په زور ډېرې زياتې نامشروعې ګټې ترلاسه کړي. په نړيواله ټولنه کې هم يوشمېر داسې کړۍ او هېوادونه وو او شته چې له دې ډول خلکو يې هر اړخيز ملاتړ کاوه، دوى په پيل کې هڅه کوله د نوې- په اصطلاح امتحاني احصايې له لارې په خپله د ځينو ولايتونو نفوس کم او د ځينو زيات کړي. د دې امتحاني سرشمېرنې د هدف مرکزي ټکى د همدې پارلماني څوکيو د وېش لپاره د لاسوند (سند) برابرول وو، د دې سرشمېرنې په زوردوى کولاى شول د پنځو کلونو لپاره ځينو ولايتونو ته د هغوى تر اصلي استحقاق پورته امتياز ورکړي او ځينې ولايتونه يا قومونه زيانمن کړي. کله چې په افغانستان کې په مرموز ډول دا سرشمېرنه پيل شوه، نو هماغه وخت کې خلکو پر دې سرشمېرنې شکونه وکړل، ان تر دې چې د دې سرشمېرنې په اړه مظاهرې وشوې او علمي سيمينارونه جوړ شول. د سرشمېرنې مامورينو د خلکو د اعتراضونو په ځواب کې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالي يو ځل بيا له سره سروې کړه، د دې سروې په نتيجه کې د يوې مياشتې دمخه سرشمېرنې له مخې چې د احصايې د همدې مرکزي ادارې له خوا اخيستل شوې وه، په همدې يوې ولسوالۍ کې (١٦٠٠٠) تنه تفاوت راغى. لومړۍ سرشمېرنه تقريباً (٥٤٠٠٠) او دويمه (٧٠٠٠٠) تنه شوه. دا ښکاره بېلګه د دې سبب شوه چې په کابل کې د دولت د اول پوړ مسوولين د دې سرشمېرنې پر نامعقوليت يقيني شي. کله چې د دې سرشمېرنې نيمګړتياوې په ګوته شوې، نو څو نورې لارې او ګودرې هم د بديل په توګه په پام کې ونيول شوې. ١. د جمهوري رياست د عمومي ټاکنو راجسټر: يوه لار دا هم وه چې جمهوري رياست ته د ټولو راجسټر شويو کسانو ليسټ دې په پام کې ونيول شي او هرولايت ته دې د هغه د راجسټر شويو کسانو د شمېر له مخې څوکۍ بېلې کړي. دا طرحه هم عادلانه نه وه، ځكه چې په يو شمېر ولايتونو کې خلکو تر يوه زيات کارډونه اخيستي وو او په ځينو ولايتونو کې بيا داسې ګڼ شمېر خلک وو چې هېڅ کارډونه يې نه وو اخيستي. د څو ولايتونو ځينو ولسواليو ته د امنيتي او نورو ستونزو له امله د راجسټر ډلې هېڅ نه لاړې، نو په دې وجه- که د راجسټر شمېر معيار نيول شوى واى، عدالت نه شو تامينېدلاى. ٢. د استعمال شوي ووټ نظريه: يوه نظريه دا هم وه چې د هر ولايت استعمال شوى ووټ دې په پام کې ونيول شي، ځکه که په راجسټر کې څه درغلي شوې وي، نو په استعمال شوي ووټ كې د تکراري اشخاصو چانس ډېر کم دى، نو ځکه کېدى شي همدې طرحې ته ترجېح ورکړاى شي، خو دا طرحه هم عادلانه نه وه، ځکه چې په يوشمېر ولايتونو لکه زابل او اروزګان کې عملاً جنګ روان و او ډېرو کمو خلکو په انتخاباتو کې ګډون وکړ. ٣. اوسنۍ سرشمېرنه: يوه طرحه دا وه چې اوسنۍ سرشمېرنه دې معيار وګڼل شي. دا طرحه هم ځکه عملي نه وه، چې يو خو په دې سرشمېرنه کې څرګنده درغلي شوې وه او بله دا چې په يوشمېر پښتون مېشتو ولايتونو لکه زابل او اروزګان کې اصلاً دا سرشمېرنه بېخي ترسره شوې نه وه، دغه راز په غور او بادغيس کې هم له ستونزو سره مخ شوې وه. د خلکو ګڼو شکايتونو هم د دې سرشمېرنې مصداق او باور له منځه وړى و. له همدې کبله دا سرشمېرنه هم معيار- ونه ګڼل شوه. ٤. د اساسي قانون د لويې جرګې د څوکيو شمېر: يوه طرحه دا وه چې د اساسي قانون د لويې جرګې د څوکيو د شمېر په تناسب دې د هر ولايت څوکۍ معلومې شي. د اساسي قانون په لويه جرګه کې د ټولو څوکيو شمېر (٥٠٢) و، (٥٢) انتصابي او (٤٥٠) انتخابي وې. د دې انتخابي څوکيو شمېر هر ولايت ته د بېړنۍ لويې جرګې پر بنسټ د بېلابېلو سرشمېرنو د نچوړ له مخې په پام کې نيول شوى و. دا طرحه نسبتاً معقوله ځکه وه چې دوې لويې جرګې د همدغو څو احصايو له نچوړ څخه د څوکيو د راوتلي شمېر له مخې جوړې شوې وې او بل که څه بېعدالتي هم په کې ترسره شوې وه، نو دوه ځله خلکو زغملې وه او څه ناڅه قناعت يې حاصل شوى و. لږ تر لږه تر هغه وخته پورې چې يوه عادلانه سرشمېرنه رامنځته شي، يانې د بل پارلمان تر ټاکنو پورې هم د اساسي قانون د لويې جرګې تناسبي وېش اسانه او عادلانه برېښېده. دا طرحه هم د يوشمېر تنظيمي مشرانو له خوا رد شوه. ٥. د ١٣٥٨ل کال سرشمېرنه: دا ټولې لارې چې له ستونزو سره مخ شوې، نو يوازېنۍ لار همدا پاتې شوه چې د ١٣٥٨ل کال سرشمېرنې ته دې ترجېح ورکړل شي. د ١٣٥٨ل کال د سرشمېرنې له مخې د افغانستان ټول نفوس د کوچيانو په ګډون نژدې (١٥) مليونه تنه محاسبه شوى و، چې په دې جمله کې (٩) لکه تنه کوچيان ګڼل شوي وو. وړانديز دا و چې د نفوس د نورمالې ودې فورمول- يانې په کال کې په سلو کې (٢،٥) دې محاسبه او دا ضريب دې په (٢٥) کلونو کې ضرب شي، د دې فورمول له مخې د کوچيانو په ګډون د افغانستان ټول نفوس په ١٣٨٣ کال کې نژدې (٢٥) مليونه تنه اټکل شو، چې له دې جملې څخه (يونيم مليون) کوچيان او پاتې نور وګړي شول. د اصولو له مخې بايد (٢٥) مليونه نفوس پر (٢٤٩) څوکيو تقسيم شي، چې د يوې څوکۍ قيمت لاسته راشي، هره څوکۍ نژدې يولک تنو ته رسېږي، چې د دې ټولو (٤٤٩) څوکيو له جملې يوازې (١٥) څوکۍ د کوچيانو استحقاق کېږي. يو شمېر متعصبو تنظيمي مشرانو چې له کلونو- کلونو راهيسې په افغانستان کې قومي ستونزو ته لمن وهي، دا حقيقت وليد، نو وړانديز يې وکړ چې ’موږ د ١٣٥٨ل کال سرشمېرنه منو، خو منفي کوچيان‘. کابينې پرېکړه وکړه چې د ١٣٥٨ل کال سرشمېرنه دې معيار وګڼل شي. د احصايې رياست کابينې ته وړانديز وکړ چې د نفوسو نورماله وده يانې په کال کې (٢،٥) دې ورسره ضرب شي، بيا دې ټول نفوس پر څوکيو تقسيم شي او د هغوى د نفوسو د تناسب له مخې دې هغو ته څوکۍ بېلې شي. د احصايې رياست دا وړانديز هم وکړ چې که د هر ولايت نفوس تر ١،٥ پورته وي، يانې پنځوس فيصده پورته رقم به په دوو څوکيو محاسبه کېږي، يانې (١،٥)، (٢،٥)، (٣،٥) اوتر دې پورته رقمونه به يوه- يوه څوکۍ زياته اخلي، خو که دا رقم تر اعشاريه پنځو کښته يانې (١،٤)، (2،4) يا (3،4) وي، نو اصلي رقم يانې (٣،٢) راځي. دوى لومړى وېش د همدې فورمول له مخې وکړ، خو بيا يې هم دا فورمول پر ټولو ولايتونو يو شان تطبيق نه کړ، له هغې جملې څخه دوى کوچيانو ته يوازې (٧) څوکۍ په پام کې نيولې وې، په داسې حال کې چې د کوچيانو استحقاق ١٥ څوکيو ته رسېده. دوى هرات ته ١٩، کابل ته ٢٧، غزني ته ١٢، ننګرهار ته ١٤، پکتيا ته ٦، پروان ته ٥، بادغيس ته ٦، خوست ته ٧، بلخ ته ١٢، وردګ ته ٦، تخار ته ٩، بدخشان ته ٩، غور ته ٧ او نورو ولايتونو ته بېلابېلې څوکۍ په پام کې نيولې وې. د کوچيانو د څوکيو وېش د کابينې د وزيرانو ترمنځ د تروو خبرو يو بحث هم راوپاراوه، يو شمېر وزيرانو د کوچيانو دا سهم هم نه مانه، خو يوشمېر نورو بيا پر ټولو څوکيو د واحد فورمول د تطبيق غوښتنه کوله، په پاى کې د کابينې غړو کوچيانو ته د ٩ بيا ١٠ څوکيو د ورکړې غوښتنه وکړه او دا يې د تفاهم يوه لار وګڼله. خو که چېرې د فورمول د تطبيق مسئله ټينګه شوې واى، نو کېدى شول خبره تر دې ډېره پورته ختلې واى. په پورتني پېشنهادي وېش کې د احصايې مامورينو د هر ولايت لپاره د ١٣٥٨ل کال سرشمېرنه او ورسره ضرب شوى ضريب نه و ليکلى، نو سړى نه پوهېده چې د نفوسو ياده شوې وده رښتيا هم د ١٣٥٨ل کال پر بنسټ ده او که نه؟ دا داستان تر دې هم اوږد دى، يو ځل بيا د احصايې رياست ته دنده وسپارل شوه، چې د څوکيو شمېر دقيق کړي، هغوى دا ځل يو بل فورمول هم ورزيات کړ، د نفوسو وده يې له (٢،٥) څخه په پورته فورمول محاسبه کړه، له دې کار سره يو څو ولايتونه داسې راتلل چې د نفوسو وده يې تر اعشاريه پورته رقم (له ٠،٥ څخه پورته کېده). په دې وجه يوه ولايت کولاى شول يوازې د (پنځه يا شپږ زره) کسانو په زياتون يوه بله څوکۍ ترلاسه کړي. مثلاً يو ولايت چې په مخکېني فورمول کې يې (٢٤٩زره) نفوس درلوده او ٢ څوکۍ يې اخيستې، په اوسني فورمول سره به يې نفوس (٢56زرو) ته ورسېږي او په دې وجه به د (٧زره کسانو) په زياتون سره بله څوکۍ ترلاسه کړي، يانې يو ولايت کولاى شي د ٥ يا ٦زرو کسانو په زياتون سره يوه څوكۍ تر بل زياته واخلي، په داسې حال كې چې په مجموعي ډول د يوې څوكۍ د ترلاسه كولو لپاره د نفوسو نژدې يو لك تنو ته اړتيا ده. يو وخت د ټولټاكنو كميسيون اعلان وكړ چې دوى د ۱۳۵۸ل كال او اوسنۍ دواړه احصايې په پام كې نيولي او د هغو منځنى حد يې محاسبه كړى دى. كه چېرې دا خبره رښتيا وي، نو بيا به هم په ښكاره ډول ځينې ولايتونه زيانمن شي، لكه زابل، اروزګان، نورستان چې اصلاً په كې اوسنۍ سرشمېرنه بېخي اخيستل شوې نه ده. دغه راز د ۱۳۵۸ل كال په سرشمېرنه كې هم اكثره همدا سيمې زيانمنې شوې دي. دغه راز په اوسنۍ احصايه كې د كوچيانو لپاره هم هېڅ پروګرام نه و، د دې خلكو اوسط به څنګه راباسي؟ په يوشمېر ولايتونو كې د نوې احصايې له مخې د هغوى نفوس پورته شو، كه هغه د ۱۳۵۸ل كال او اوسنۍ احصايه دواړه جمع او پر دوو تقسيم شي، نو همغو ولايتونو ته په ګټه ده، چې په دې احصايه كې يې شمېر پورته شوى دى. دا خبره هم د يادونې وړ ده، كله چې د كوچيانو د نفوسو په انډول نه، بلكې د تفاهم له مخې ورته ځانګړي سيټونه په پام كې نيول كېږي، نو بيا خو لازمه ده چې له مجموعي نفوس څخه د هغوى نفوس منفي شي، بيا دې پاتې نفوس د پاتې څوكيو پر شمېر تقسيم شي، چې د هرې څوكۍ رقم معلوم شي. په پاى كې د انتخاباتو د دفتر له خوا يو جدول خپور شو، چې په هغه كې يې د هر ولايت د ولايتي شورا او ولسي جرګې لپاره د هغه ولايت ونډه او همدارنګه د هغه نفوس په ګوته كړى دى، چې دلته يې راوړو او بيا پرې لږ بحث كوو: ګڼه ولايت نفوس ولسي جرګې څوكۍ ولايتي شورا څوكۍ ۱. كابل ۳،۰۱۳،۲ ۳۳ ۲۹ ۲. كاپيسا ۳۶۷،۴ ۴ ۹ ۳. پروان ۵۵۰،۲ ۶ ۵ ۴. وردګ ۴۹۶،۷ ۵ ۹ ۵. لوګر ۳۲۶،۱ ۴ ۹ ۶. غزني ۱،۰۲۰،۴ ۱۱ ۱۹ ۷. پكتيكا 362،1 ۴ ۹ ۸. پكتيا 458،5 ۵ ۹ ۹. خوست ۴۷۸،۱ ۵ ۹ ۱۰. ننګرهار ۱۲۳7،8 ۱۴ ۱۹ ۱۱. كونړ ۳۷4،7 ۴ ۹ ۱۲. لغمان ۳۷1،0 ۴ ۹ ۱۳. نورستان ۱۲3،3 ۲ ۹ ۱۴. بدخشان ۷۹0،2 ۹ ۱۵ ۱۵. تخار ۸۱1،7 ۹ ۱۵ ۱۶. بغلان ۷۴8،0 ۸ ۱۵ ۱۷. كندوز ۸۱7،4 ۹ ۱۵ ۱۸. سمنګان ۳۲1،5 ۴ ۹ ۱۹. بلخ 1،052،05 ۱۱ ۱۹ ۲۰. جوزجان ۴۴3،3 ۵ ۹ ۲۱. فارياب ۸۲4،5 ۹ ۱۵ ۲۲. بادغيس ۴۱2،4 ۴ ۹ ۲۳. هرات 1،5۱5،4 ۱۷ ۱۹ ۲۴. فراه ۴۲0،6 ۵ ۹ ۲۵. نيمروز ۱۳5،9 ۲ ۹ ۲۶. هلمند ۷۶7،3 ۸ ۱۵ ۲۷. كندهار ۹۷1،4 ۱۱ ۱۵ ۲۸. زابل ۲۵۲ ۳ ۹ ۲۹. اروزګان ۲۹1،5 ۳ ۹ ۳۰. غور ۵۷4،8 ۶ ۱۵ ۳۱. باميان ۳۷1،9 ۴ ۹ ۳۲. پنجشېر ۱۲7،9 ۲ ۹ ۳۳. دايكندي ۳۸3،6 ۴ ۹ ۳۴. سرپل 463،7 5 9 __________________________________________________________ ۳۳۹ ۴۲۰ له پورتني وېش څخه په دقيق ډول نه معلومېږي، چې له كومې احصايې څخه كار اخيستل شوى؟ له ۱۳۵۸ل كال، كه نوې احصايې؟ او يا هم د دواړو مجموعه تقسيم پر دوو چې اوسط يې رامنځته شي؟ بله مهمه خبره دا ده- تر هغه چې دواړه سرشمېرنې څنګ په څنګ ونه ليكل شي او كه د نفوسو د ودې ضريب ته اړتيا وي، هغه هم ورسره څنګ په څنګ ونه ليكل شي او وروستى رقم يې راونه وځي، سړى سم قضاوت نه شي كولاى، دلته چې دوى د ولايتونو كومه احصايه ليكلې، سړى نه پوهېږي چې له كومې سرشمېرنې سره سمون خوري؟. ښه به وي چې دلته د ۱۳۵۸ل كال اصلي احصايه له كوم ضريب پرته او همدارنګه اوسنۍ احصايه دواړه وليكو او بيا يې درانه قدرمن لوستونكي د اوسط په راايستلو سره خپله قضاوت وكړي، چې دا وېش سم دى، كه ناسم: ګڼه ولايت د ۱۳۵۸سرشمېرنه اوسنۍ سرشمېرنه ۱. كابل ۱۳۷۳۵۷۲ 2،4۷0،9۵۶ ۲. كاپيسا ۲۵۰۵۵۳ ۳۶7،5۱۳ ۳. پروان ۵۰۴۷۳۲ ۵۰2،4۳۰ ۴. ميدان وردګ ۲۸۷۶۰۵ ۵۳9،9۸۳ ۵. لوګر ۲۱۶۳۰۳ ۳۳3،7۸۳ ۶. غزني ۶۴۶۶۲۳ 1،135،063 ۷. پكتيا ۴۸۴۰۲۳ ۵۱9،3۵۱ ۸. ننګرهار ۷۴۵۹۸۶ 1،3۶2،7۰۹ ۹. لغمان ۳۱۰۷۵۱ ۳۸9،7۴۲ ۱۰. كونړ ۲۵۰۱۲۳ ۴۱8،5۸۱ ۱۱. بدخشان ۴۹۷۷۵۸ ۸۴5،5۶۷ ۱۲. تخار ۵۱۹۷۵۲ ۸۵6،0۸۳ ۱۳. بغلان ۴۹۳۸۸۲ ۷۷1،6۳۳ ۱۴. كندوز ۵۵۵۴۳۷ ۸۰2،2۳۰ ۱۵. سمنګان ۲۷۲۵۸۴ ۳۲1،0۸۶ ۱۶. بلخ ۵۶۹۲۵۵ 1،148،882 ۱۷. جوزجان ۵۸۸۶۰۹ ۴۳6،3۱۶ ۱۸. فارياب ۵۸۲۷۰۵ ۸۴5،8۶۵ ۱۹. بادغيس ۲۳۳۶۱۳ ۵۱5،6۵۲ ۲۰. هرات ۷۶۹۹۱۱۱ 1،8۲0،8۴۸ ۲۱. فراه ۲۳۴۶۲۱ ۵۰9،0۹۵ ۲۲. نيمروز ۱۰۳۶۳۴ ۱۳1،4۹۰ ۲۳. هلمند ۵۱۷۴۴۸ ۷۸1،2۲۰ ۲۴. كندهار ۵۶۷۲۴ 1،0۲9،9۴۰ ۲۵. زابل ۱۷۹۳۶۲ 254،758 ۲۶. اروزګان ۴۴۴۱۶۸ ۲۶8،9۵۵ ۲۷. غور ۳۳۷۹۹۲ ۶۵0،6۸۶ ۲۸. باميان ۲۶۸۵۱۷ ۳۵0،9۲۴ ۲۹. پكتيكا ۲۴۵۲۲۹ ۳۶2،1۷۶ ۳۰. خوست * ۶۴1،6۹۸ ۳۱. نورستان * ۱۳4،0۰۳ ۳۲. سرپل * ۴۴8،5۸۲ ۳۳. دايكندي * ۳۸5،0۰۰ ۳۴. پنجشېر * ۱۱0،0۰۰ كه چېرې د پارلماني څوكيو وېشونكو چارواكو دا دواړه سرشمېرنې څنګ په څنګ ليكلې واى او اوسط يې راايستلى واى، نو خلكو ته به ډېر تشويش نه پيدا كېده، دلته چې اوس د ۱۳۵۸ل كال د احصايې اصل له اوسنۍ احصايې سره يوځاى كوو او بيا هغه اوسط چې د دوى د څوكيو د وېش لپاره يې راايستلى، هغه ورسره سمون نه خوري، د بېلګې په توګه پروان ولايت د پنجشېر په ګډون د ۱۳۵۸ل كال په احصايه كې (۵۰۴۷۳۲) تنه دى، په اوسنۍ سرشمېرنه كې يې شمېر (۵۰2،4۳۰) تنه دى. خو دوى يې د څوكيو په وېش كې د سرشمېرنې اوسط (۵۵0،2 زره) تنه ښوولى دى او (۶) څوكۍ يې وركړې دي. كه پورتنۍ سرشمېرنې په پام كې ونيسو نو پروان د (۵) څوكيو مستحق كېږي. دغه راز پنجشېر چې د پروان يوه ولسوالي وه او اوس له استحقاق پرته د سياسي عواملو له كبله ولايت ته پورته كړاى شوې ده، د اوسنۍ سرشمېرنې (۱۱0،0۰۰) نفوسو له قراره د يوې څوكۍ استحقاق لري، خو يوه څوكۍ يې بله د ښځو د حقونو په پلمه ورزياته كړې ده. په دې نامه چې د اساسي قانون محتوا په پام كې ونيول شي، اصلاً هغه ولايت چې تر يولك تنو زيات نفوس ونه لري، څه ضرورت دى چې ولايت شي. دغه راز پنجشېر په دې پلمه چې نوى ولايت دى، دوې څوكۍ يې په مشرانو جرګه كې هم ترلاسه كړې دي. پنجشېر په مسئله كې دا خبره هم د غور وړ ده، چې په ۱۳۵۸ل كال كې پنجشېر د پروان ولايت يوه برخه وه، نفوس يې په مستقل ډول تثبيت نه و او په اوسنۍ احصايه كې يې عمومي شمېرنه (۱۱0،0۰۰) تنو ته رسېږي، خو د څوكيو د وېش په جدول كې دا شمېر (۱۲7،9) تنو ته پورته شوى دى. سړى نه پوهېږي چې دا د كوم معيار له مخې پورته شوى دى؟. يوه بله خبره چې د يادونې وړ ده، هغه د پكتيا او خوست په اړه ده، پكتيا او خوست د احصايې رياست له خوا د څوكيو د هغه وېش له مخې چې تر دې اوسني وېش دمخه يې كابينې ته وړاندې كړى و، په هغه وېش كې د پكتيا نفوس (4،565زره) تنه د (۶) څوكيو مستحق او د خوست نفوس (1،۶۹۶ زره) تنه ښوول شوى دى، چې د (۷) څوكيو مستحق ګڼل شوى و، خو په اوسني وېش كې د پكتيا نفوس (۴،۴۵۸زره) تنه د (۵) څوكيو او د خوست (1،۴۷۸زره) تنه او د (۵) څوكيو مستحق ګڼل شوي دي. | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:30 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
سپين تندى | ||||
w وږمه سبا عامر سپين تندى لنډه كيسه زرکې په ډېرې خوشحالۍ سره د شمروز مخې ته دسترخوان وغوړاوه، هلکان دواړه د پلارڅنګ ته لکه سويان څک څک ناست وو، د ماښام د اذان لپاره لا څوشېبې نورې پاتې وې، شمروز هم نن ماښام پوره خوشحاله ښکارېده -زرکې د هګيود شکڼې کاسه له څو دانو وړو شوپيازو سره چې په قاب کې يې ايښي وو، مالګه يې هم پرې دوړه ولې وه کښېښوده. د اوبو جام يې هم د دسترخوان پر سر کښېښودې، بيا يې په بل قاب کې څلور دانې د ګندنې پيرکي راوړل، شمروز د پيرکيو په ليدو موسکى غوندې شو. زرکې ته يې وکتل وويل: ښځې نن خو دې ښه مصرف کړى. د زرکې خوله چې له خندا څخه نه راټولېده، ورغبرګه يې کړه: ځه بلا دې توره ورپسې شي، ټوله ورځ ځې کباړ راکشوې، نن مې ستا له بوجيو څخه څه وچه دوډۍ واخيسته، کوڅه کې ګندنه راغلې وه، يوخو روژه ده، بل خوا سپوره خوله- دا دى اختر هم راغى- شمروز هم د زرکې خبره تاييدکره، رښتيا هم الله روزي رسان دى. اختر ته څلور ورځې پاتې وې، شمروز له زرکې څخه وپوښتل: بوجۍ دې تيارې کړې؟ زرکې د سر په اشاره ورته دهو ځواب ورکړ. په دې کې خړي پلار ته وويل: اکا دينو راغلى و ويې ويل چې اکا ته دې ووايه بوجۍ په ۵۰ يې مونږ ته راکه. شمروز ته غوسه ورغله ورغبرګه يې کړه: خاورې دې واخلي د پوره مياشتې خوارې مو ده، په مڼدوي کې يې په سل يونيم سل غواړي اختر راروان دى وړه ترخه شانته موسکا يې وکړه، تر شونډو لاندې يې بيا تکراره کړه: بوجۍ په ۵۰ موفته يې خوړلې ده. نن شمروز ډيړ ستړى و، د جومات د اودس ماتې د ځاى يو دېوال راپرېوتى و، له څو تنو نورو کمپوالوسره يې په دې ثوابي کار کې يې ټوله ورځ تېره کړې وه، له خپل دې کار څخه خوشحاله اوراضي و- خړي ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: پاڅه هلکه وګوره چې ازانونه دي اوکنه؟ خړې د برنډې پر لوري مڼده واخيسته، هلته لڼده شېبه ودرېده او غوږ یې ونیو، لا شېبې نه وې تېرې چې خړې وویل : _ اکا اذان یې وکړ.....د خړ جومات ملاـ شمروز وویل : - ودرېږه چې زموږ ملا اذان وکړي- هغه څه وهابی دی په ژېړ مازیګر اذان کوي. د ماښام تر روژه ماتي وروسته زرکه د لاټین ژېړې ر ڼا ته ناسته وه او د دواړو هلکانو جامې چې نوې یې ورته اخیستې وې، په لاس ګنډلې. د چایو پیاله یې مخې ته اېښې وه. شمروز اکا هم بالښت ته ډډه وهلې وه او خپل نسوار یې اچولي وو. اکا نسوار تو کړل،په چايو يې خوله کنګال کړه، بيا یې له زرکې څخه پوښتنه وکړه : - موږ خو روژه ماته کړه او ډوډۍ مو وخوړله ...دې سپين تندي ته دې څه ورکړي که نه؟ هغې په ځواب کې وويل : - هو ولې نه.... هغه نس نه لري که څنګه ... شمروز بيا وويل : - هو خوارکی ټوله ورځ راسره کوڅه په کوڅه سرګردانه وي. ولاکه دا زامن دې دومره زما په درد وخوري، لکه سپين تندی، که باد وي که باران، که شپه وي که ورځ، که ساړه وي که ګرمي، هېڅکله یې مخ نه دی راځنې اړولی، یاره ښځې اصيل دی اصیل.... زرکې چې شمروز ته کتل زیاته یې کړه : - سړیه، ګوره سبا ته چې بوجۍ دې وېوړې، له هغې خوا نه د کور له نورې سودا سره به د اختر لپاره یو دوه سېره کلچې هم راوړې، خلک ځي راځي...په پنځوس، شپېتو کلدارو خو مو کور نه ورانېږي. شمروز اکا چې د چایو ګوټ یې له ستوني تېر کړ، ويې ویل : - ولې نه، زما خو په پام کې دي چې یو نوی ټيکری هم درته راوړم، دا ټيکری دې بېخي زوړ شوی، که خدای کول ځان ته به په کباړۍ کې یوه صدرۍ هم واخلم. زرکې ورغبرګه کړه: - ښه، ښه اوس نو د خانانو مصرفونه کوې. شمروز ورته په خندا شو: - څه پیغور راکوې که له کوره نه وای بېکوره شوي او په خپل وطن کې وای، رښتیا به د خان ښځه واى او دبدبې به دې چا نه درلودې،های های پردېسۍ.... د شمروز په دې خبره زرکه له خندا تكه شنه شوه. - ځه ځه هلته دې هم څه پټي بار ولاړ دي، خاورې دې هغه یو پاو ځمکه شه چې په څلورو وروڼو شریکه ده. شمروز د خبرې د بدلولو په موخه زرکې ته وویل: - په بوجیو دې لږ څه اوبه شیندلي را شیندلي او که نه چې په تول کې درنه وخېژي. - هو، اوبه مې پرې وشيندلې، دومره بېعقله خو نه يم يو وار دې چې سبق راکړ، بيا يې تل هماغسې کوم. اوس نو زرکې ته خوب نه ورته، شمروز ورته د نوي ټيکړي وعده کړې وه، دلته نو بيا د سرور د لور پيغور ورپه زړه شو چې يوه ورځ يې په دې باب ورته خبرې كړې وې: زرکې! پوزه دې هسې سورۍ کړې، يوه ورځ مو هم د شمروزي مېخکى په کې ونه ليد. د مېخکي تلوسه يې په زړه راپيدا شوه شمروز ته يې وروکتل: - ما ته به يود پنځو روپو مېخکى چې سور غمى يې وې راورې، د سرور لور هر وخت ډګې په سر پيغورونه راکوي. شمروز يو ځل بيا د زركې خبره تاييد كړه: د بوجيو خولې خو دې ښې ټينګې کړې دي، چې سهار وختې سوزکي موټر راولم اوسپين تندي ته دې يو څه پريښودل؟ - نه هغه دې خاورې وخوري، سبا به دې ګوزاره وکړې، بله ورځ به بیا د حیات اباد په وچو ډوډیو شخوندونه وهي. شمروز اکا د یوولسو بوجیو په لیدلو له خوشحالۍ نه ښه په دروند خوب لاړ او زرکه هم ویده شوه. سهار زرکه د څک- څک اواز په اورېدلو وارخطا له خوبه پاڅېدله، په منډه له کوټې دباندې برنډې ته ووته، په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، شمروز ته یې غږ کړ: - سړیه! پاڅه چې کور مو وران شو. شمروز وار خطا په خوب ځای کې کښېناست، په داسې حال کې چې خپله خولۍ یې لټوله له زرکې څخه یې پوښتنه وکړه : - ولې غله راغلي؟ - نه شړکنده باران دی، بوجۍ ټولې لندې شوې هر څه لاړل. شېبه لا تېره نه وه چې د سپین تندي مخې ته په لوی لګن کې پرېمانه خېشته ډودۍ پرته وه او هغه پرې شخوند واهه، د کمپ ماشومانو کاسې په لاسو کې رااخيستې وې او له بوجیو څخه یې د خپلو چرګانو لپاره خیشتې ډوډۍ چلولې¡ | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:28 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
سوډان | ||||
w ژباړه: شغله كاينات سوډان سوډان د پراخوالي له مخې يو لوى افريقايي- اسلامي هېواد دى، چې ۲۵۰۰٠۰۰ كيلومتره مربع پراخوالى لري. سره له دې چې ځينې برخې يې په شمال ختيزه افريقا كې پرتې دي، خو د زيات پراخوالي له مخې د افريقا په مركزي دښته كې مطالعه كېږي. سوډان شمال ختيز لوري ته له سره سمندرګي سره نښتى او له اتو هېوادونو يانې مصر، ليبيا، چاد، زاير، مركزي افريقا، اوګانډا، كينيا او ايټوپيا سره ګډه پوله لري. زياته برخه يې پراخې دښتې جوړوي، چې د نيل رود او د هغه د ځينو برخو په وسيله خړوبېږي. د سوډان شمالي خوا د نيل رود د پراخې درې په وسيله په دوو ختيزو او لوېديزو برخو وېشل كېږي، د نيل دوې برخې د سوډان په پلازمېنه خارطوم كې سره نښلي. د سوډان په لوېديزه نسبتاً لوړه ځمكه كې اورشيندونكي غرونه موقعيت لري. دا هېواد توده او وچه هوا لري. تر ميلاد وړاندې څو پېړيو پورې شمالي سوډان د مصريانو له خوا اداره كېده، خو هغوى په پنځلسمه پېړۍ كې سوډان پرېښود او په پنځلسمه ميلادي پېړۍ كې د سوډان ځينې سيمې د مسلمانانو په ولكه كې وې او د هغوى په وسيله دغه هېواد ته اسلام لار وموندله. د نولسمې پېړۍ په لومړيو كې تر دويمې نيمايي پورې سوډان د انګلستان تر ولكې لاندې و، په دې پېر كې مسلمانانو د انګليسانو د واكمنۍ پر وړاندې پاڅون وكړ او د دغه پاڅون مشر محمد احمد بن عبدالله و، چې په مهدي سوډاني مشهور و. په دې خونړي پاڅون كې انګرېزان تس نس شول. د انګرېزي ځواكونو مشر ګورډن او نور ګڼ شمېر انګرېزان ووژل شول. مهدي سوډاني د انګرېزانو له شړلو او د سوډان د ځمكې تر لاسته راوړلو وروسته د دولت بنسټ كښېښود او ځواك يې وموند. خو شوم (بدمرغه) ښكېلاك تر ګڼو لښكرو او له خونړيو جګړو وروسته د مهدي سوډاني پاڅون ناكام او د هغه پلويان يې ووژل. دغه لښكرې چې له مصري او انګرېزي ځواكونو څخه جوړې وې او مشري يې انګرېز كينچر كوله، د مهدي سوډاني پلويان په درام دورمان كې د يرغلګرو ځواكونو په وسيله له ماتې سره مخ شول او نګلسيا تر دې بري وروسته همداسې پرمخ لاړل او ناڅاپه له فرانسوي ځواكونو سره مخ شول او د فاشودا په سيمه كې دواړه ځواكونه يو له بل سره مخ شول، دوى په ليكو كې برابر شول، خو نښته ونه شوه او له يوه كړكېچ او سياسي جګړې وروسته د دواړو غاړو په روغې سره د فاشودا بهير پايته ورسېده. په ۱٨٩٩م كال كې د مصريانو او انګرېزانو ترمنځ تړون لاسليك شو، په هغه كې د سوډان د هېواد اداره په دغو دواړوهېوادونو پورې وتړل شوه. په دې توګه سوډان تر استعمار لاندې راغى. په ۱۹۲۴م كال سوډان خپلواك او د ملګرو ملتونو غړى شو او جمهوري رژيم يې اعلان كړ، خو لږ وخت وروسته په ۱۹۵۸م كال وسلوالو د جنرال ابراهيم عبود تر مشرۍ لاندې په پاڅون لاس پورې كړ او واك يې لاسته راوړ. له هغې نېټې وروسته په سوډان كې لږ سوله او ثبات ټينګ شو. د ۱۹٨٥م كال پاڅون د ۱۶ كلن جعفر نميري په اختناق سره پاى وموند او نوي رژيم د سوډان په سياست كې بدلونونه راوستل او په پاى كې د ايران او سوډان اړيكي ټينګ شول. له صادق المهدي، سرهنګ عمرالبشير كار پيل كړ او تر اوسه واك د وسلوالو په واك كې دى. سوډان ۱۸ ولايتونه لري، چې ۶ سهيلي ولايتونه يې په ازاده توګه اداره كېږي، دا هېواد ۲۷۷۹۲۰۰۰ تنه استوګن لري، چې په سلو كې ۳۰ يې په ښارونو كې ژوند كوي. د هغوى كلنى رشد په سلو كې ۳/۸ دى او نسبي تراكم يې ۱۱/۱ د كورنيو ډېرېدل ۵/۳ او منځنى عمر يې ۲۲/۶ كاله وي. په سلو كې ۸۰ استوګن يې سامي (عرب) توكمه او پاتې ۲۰ نور يې تورپوستي دي. رسمي ژبه او ليك يې عربي دى. په سلو كې ۷۲ مسلمانان او پاتې مسيحيان او بتپالونكي (بت پرستان) دي. سوډان له خپلواكۍ راهيسې د ډېرو دربدريو شاهد پاتې شوى دى او د افريقا له كودتايي هېوادونو څخه شمېرل كېده. ډېر وخت كېږي چې سهيلي جګړه ماران د سرهنګ ګارانګ په مشرۍ له مركزي دولت سره لاس و ګرېوان دي، چې د هغو په پايله كې په زرګونو مسلمانان په سوډان كې له قحطۍ او لوږې سره لاس و ګرېوان دي. د دغه هېواد د پنځه مليونه سهيلي استوګنو له ډلې څخه يو مليون تنه اوس هم د لوږې له امله له مړينې سره مخ دي. د سوډان د سهيلي سيمې د قحطۍ قربانيان نه ښخېږي او هغوى د مړي خوړونكو خوراك ګرځي. د سوډان د نيمه سهيلي ډېرى كډوال د لوږې ځپلو په مېنو كې مېشتېږي او ځينې مهال دغه استوګن درې خلور برابره زياتېږي. د سهيل جګړه مار د ملګرو ملتونو خوراكي توكي په خپله ګټه كاروي او د لوږې قربانيان له دې امله چې د جګړه مارو او دولتي ځواكونو په منځ كې پراته دي، د مرګ شپې شمېري. دغه كورنۍ چې ډېرې كمزورې شوي او لږ مقاومت لري، د خوړو د ترلاسه كولو په ليكو كې خواشيني او دردوونكي شېبې زغمي او دغه خواړه د هغوى د ټول تن لپاره نه وي، بس يوازې يو شمېر يې ترلاسه كولاى شي. سوډان سره له دې چې كرنيزې ځمكې لري او ځينې مهال يې د خوړو ډېري د درېيمې نړۍ په هېوادونو كې شمېرل كېږي، اوس مهال يو بېوزله او د نړۍ وروسته پاتې هېواد دى. دغه هېواد له بهرنيو مرستو، د وسلوالو له پېرېدلو، پرله پسې پاڅونونو، كورني اخ و ډب پورې تړلى پړسوب (انفلاسيون) په سوډان كې ۲۰۰ ته رسېدلى دى. په سلو كې اتيا استوګن يې په كرنه او مالدارۍ بوخت دي او د مالوچو (پنبې) توليد يې په سلو كې ۶۰ صادرات جوړوي، د نړۍ تر ټولو لوى مالوچ توليدوونكى د سوډان په پلازمېنه خارطوم كې واقع دى. مس، طلا او پنبه د سوډان كاني زېرمې دي. له بده مرغه غوره او ښې زېرمې د ګارنګ د جګړه مارو په ولكه كې دي. د سوډان پولي واحد ليره (پونډ) دى، چې په عربي ژبه يې جينه بولي، له ۱۰۰ پياستر سره برابر دىw | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:28 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
شهيد سردار محمد داودخان او د چنګاښ د ۲۶مې نېټې پاڅون | ||||
w ليكوال: ډيپلوم انجنير كريم عطايي، سويسزرلېنډ w ژباړن: اميرجان وحيد احمدزى، كابل شهيد سردار محمد داودخان او د چنګاښ د ۲۶مې نېټې پاڅون دويمه برخه د ١٣٥٢ل کال د چنګاښ په ٢٦ مه د سهار پر اووه نيمو بجو د دغې ورځې د پاڅون د لارښود د وينا په خپرولو او په هېواد کې د جمهوري رژيم په اعلانونو سره شاهي رژيم پاى وموند. اساسي قانون، ولسي جرګه او د مشرانو جرګه لغوه اعلان شوه. په دې ورځ د کابل ښار په مهمو ځايونو کې نظامي پوستې ځاى پرځاى شوې، د راډيو له لارې د جمهوريت تر اعلان وروسته ډلې، ډلې خلک سره له دې چې پر ډلو بنديز هم و، په واټونو کې کښته- پورته کېدل، په ډېره ويښتيا يې يو له بله پوښتل او د دې لپاره چې نوي معلومات ترلاسه کړي، نو د يو- بل خبرې يې په غور سره اورېدلې. له يوه تن څخه مې واورېدل چې د شېرپور په څلورلارې کې يې له يوې نظامي پوستې څخه پوښتل: وروره! څه پېښه ده؟ هغه ورته ډېر سوړ ځواب ورکړ: هېڅ خبره نه شته، رژيم بدلون وموند. د ارواښاد محمد داودخان کور ته پرمخامخ واټ چې معمولاً ډېره ګڼه ګوڼه به نه وه، په دې ورځ هغه د چا خبره د پښو ايښودلو ځاى نه و، د ولسي جرګې استازو تر دې مهاله ځانونه بې سرپرسته ګڼل- د پوهنتون محصلينو او ځينو نورو کسانو تګ راتګ کاوه، تولو په روښانه او غړېدو څېرو له خپلو ملګرو سره خبرې کولې. د يوې شېبې لپاره به پښه نيولي شول او وبه درېدل، هغه کسان چې د دغې ورځې د پاڅون د لارښود کور ته تلل- راتلل، په غور سره د خلکو له خوا څارل کېدل او د ناپېژندويه کسانو په اړه به له يو بل څخه پوښتنې او ځوابونه اورېدل کېدل. لنډه دا چې د خلکو په منځ کې د هغه ډاډ او باور له مخې چې د هېواد په تاريخ کې يې د نوي څپرکي (فصل) د پرانيستونکي يانې جمهوريت اعلانوونکي پر شخصيت درلود، هېڅ کومه وړه اندېښنه هم نه وه موجوده. سهار نهه بجې وې چې ارواښاد محمد داودخان له ښاغلي حسن شرق سره له کوټې راووت او ما ته يې چې په انګړ کې له عمر داود او د کورنۍ له نورو غړو سره مې خبرې کولې، وويل: راډيو ته بايد څه وويل شي. دا يې وويل او ما ته يې اشاره وکړه، چې کوټې ته ورننوځم (ډاکټر حسن شرق تېره شپه هم له هغه سره په کور کې و) قلم او کاغذ مې راواخيستل او د جمهوريت د اعلان، په ټول هېواد کې د خلکو له خوا د هغه هرکلى او د اردو په وسيله د امنيت د ټينګښت په باب مې يوه مسوده ترتيب کړه، هغه ته مې ولوستله، لارښوونه يې راته وکړه، چې له راډيو څخه بايد بيا- بيا خپره شي. راډيو ته د تګ پر مهال د مېلمستون په انګړ کې له جنرال خان محمد مرستيال سره مخ شوم، نوموړي په غېږ کې ونيولم او د جمهوريت د اعلان او بري مبارکي يې راته وويله. په راډيو کې د نوموړې مسودې تر خپراوي وروسته کور ته د راستنېدو پر مهال له ارواښاد محمد نعيم سره مخ شوم. د نړيوالو خبري رسنيو غبرګون يې راڅخه وپوښت، څرنګه چې ټليفوني شبکه فعاله نه وه، نو ځکه د باختر اژانس او د مطبوعاتو څانګې د ټيلي پرنټر اړيکي هم پري شوي وو او دغه موضوع مې ورته روښانه کړه. د هغې مينې له مخې چې له ما سره يې لرله، راته وويل: په يو ډول بايد له اژانس څخه خبرونه ترلاسه شي. ما هم ژر يو تن په بايسکل اژانس ته ولېږه، چې له هغه ځايه خبرونه ترلاسه کړي. کله مې چې دغه خبرونه ارواښاد محمد داودخان ته لوستل، نو جنرال عبدالکريم مستغني په بيړه کوټې ته راننوت او ارواښاد ته يې وويل چې خان محمد د دفاع وزارت ته تللى او ټينګار کوي چې د وزير خونه ورته پرانيزو (مستغني له راډيو څخه د رهبر تر راستنېدو پورې هلته حاضر و او د هغه لارښوونې يې پلې کولې) ارواښاد وويل چې ژر ورته ووايه دلته راشي، څو دقيقې وروسته مستغني او مرستيال دواړه راغلل، ارواښاد، خان محمد خان ته وويل: ته په خپل کور کې اوسه، بيا د اړتيا پر مهال خبر درکوم، له همدې خبرې سره مرستيال له کوټې ووت او بيا د کودتا د خبر تر خپرولو پورې ونه ليدل شو. د دغې ورځې د سهار بله پېښه دا وه چې يوه تن سرتېرى د ګزمې پر مهال له باغ بالا څخه دوه تنه وزيران: نصرت ملکيار او محمود حبيبي له ځان سره د ارواښاد د کور وره ته راوستل او له هغه څخه يې هدايت وغوښت، چې څه ورسره وکړي؟ ارواښاد په دې کار ډېر په غوسه شو، په خپله ورته راغى او هغوى دواړه يې رخصت کړل. د يادولو وړ بله پېښه دا وه چې تېره شپه، يانې د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د پاڅون پر مهال د عسکري مخابرې اله چې د ارواښاد په واک کې وه، تر څو هغه له وضعيت څخه خبر کړي، خو نوموړي مخابره ترپايه له فعاليته لوېدلې وه او د پاڅون تر پايه پورې چې د سردار عبدالولي تفنګچه ورته راوړه، له جريان څخه بېخبره و. د يادونې وړ ده چې د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د پاڅون ځينې ګډونوال وايي چې ارواښاد محمد داودخان ورته لارښوونه کړې وه چې د پاڅون د ناکامۍ پر مهال دې هغه ووژني. ارواښاد محمد داودخان د ټينګ هوډ څښتن او زړور انسان و. زه دومره پوهېږم چې د پاڅون د ناکامۍ په اړه هرڅه پېښېدل، نو له څو محدودو کسانو يانې د هغه له مېرمنې او اولادونو پرته نور خوک ورباندې نه پوهېدل او هغه کسان چې دغه وړ خبرې کوي، نو څرګنده خبره ده چې هغوى د ارواښاد محمد داودخان له شخصيت سره بشپړه بلدتيا نه لري. د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې پاڅون په لومړيو ورځو کې تر هغه وخته چې ارواښاد له خپل کور څخه ټولو چارو ته رسېدګي کوله، نو د هغه کور ته تګ راتګ زيات و او له هغو کسانو سره يې چې په پاڅون کې يې ونډه لرله، تلپاتې ناستې لرله، چې ډاکټر حسن شرق، د پښتني تجارتي بانک مامور سيد عبدالاله، د پوليسو سرتېري عبدالقدير، متقاعد افسر غلام حيدر رسولي او د اردو سرتېرو ضيا مجيد، فيض محمد، محمد يوسف، محمد سرور، پاچا ګل، غوث الدين فايق، مولاداد او عبدالمجيد محتاط په دغو ناستو کې زيات ليدل کېدل. د دغو ناستو لومړۍ اعلاميه د دولت د مشر ټاکل و، تر مجلس وروسته د اعلاميې د متن تسويد د ډاکټر حسن شرق، د بهرنيو چارو وزارت د عمومي سياسي مدير واحد کريم او کريم عطايي له لوري د خپرولو لپاره ترتيب شوه. په اعلاميه کې راغلي وو چې مرکزي کمېټې ښاغلى محمد داود خان د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د پاڅون مشر د دولت د مشر او د افغانستان د لومړي وزير په توګه وټاکه. ښاغلى محمد داودخان د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو دنده هم پر غاړه لري. د مرکزي کمېټې د غړو نومونه هېڅ وخت خپاره نه شول. سره له دې چې ډاکټر حسن شرق غوښتل چې په يو نه يو ډول هغوى وپېژني. د نوموړو کسانو هغه عکسونه چې د دفاع وزارت په وداني کې د باختر اژانس له خوا اخيستل شوي وو، يوه ورځ د پاڅون د لومړۍ اوونۍ په ورځو کې نوموړي عکسونه د افغانستان راډيو په رياست کې د حسن شرق تر سترګو شول، دغه مهال عبدالاله، عبدالقدير، خالد روښان او کريم عطايي هم موجود وو. له هغې ډلې په يوه عکس کې چې ډاکټر حسن شرق د مجلس مشر و، د حسن شرق خوښ شو او هغه يې خالد روښان ته وسپاره. پر سبا هغه عکس په اصلاح ورځپاڼه کې چاپ شو. د پاڅون مشر محمد داود خان د نوموړي عکس په چاپولو ناخوښ و او حسن شرق د عکس د خپرولو د اجازې له ورکړې منکر شو. خو ما د قضيې بهير- لکه څنګه چې و، ارواښاد محمد داودخان ته ووايه. په لومړيو ورځو کې ما د مشر لارښوونې (د کابينې د اعلان تر پايه) مطبوعاتو ته رسولې، له عمر داود سره د خبرو پر مهال په همدغو ورځو کې د دغه بهير يادونه وکړه. هغه ارواښاد وويل دوى غواړي چې په يو ډول خپل ځانونه په خلکو وګوري. د دولت د مشر تر ټاکنې وروسته خلک د کابينې د غړو د اعلان په تمه وو. تر لږ وخت وروسته د کابينې غړي په دې توګه خلکو ته وروپېژندل شول: د دولت مشر او لومړى وزير: محمد داود د صدارت مرستيال: ډاکټر محمد حسن شرق دفاع وزير:... د بهرنيو چارو وزير:... د کورنيو چارو وزير: فيض محمد د عامه فوايدو وزير: غوث الدين فايق د روغتيا وزير: ډاکټر نظر محمد سکندر د سوداګرۍ وزير: ... د کرنې وزير: جيلاني باختري د سرحدونو وزير: پاچا ګل وفادار د عدليې وزير: ډاکټر عبدالمجيد د پوهنې وزير: نعمت الله پژواک د کانونو او صنايع وزير: عبدالقيوم د پلان وزير: ... د اطلاعاتو وزير: ډاکټر رحيم نوين د مخابراتو وزير: عبدالمجيد محتاط د چنګاښ د ٢٦ مې نېټې د نورو ګډونوالو ټاکنې: غلام حيدر رسولي: د تقاعد په رفع کولو سره د قواى مرکز د قوماندان په توګه ضيا مجيد: د جمهوريت د ګارد د قوماندان په توګه خليل: د مهتاب کلا غونډ د توپچي قوماندان په توګه عبدالقادر: د ژاندارم او پوليسو د عمومي قوماندان په توګه مولاداد: د اداري رئيس په توګه محمد سرور: په اردو کې محمد يوسف: په اردو کې د حکومت د غړو د دوو تنو پېژندل شويو څېرو جيلاني باختري او نعمت الله پژواک په ټاکلو سره له هماغه لومړي سره پر جمهوريت د پرچمي توب بدرنګه ټاپه ولګول شوه، دغه دوه تنه چې د حسن شرق له نژدې ملګرو څخه وو، له شک پرته د هغه له لوري ناسم معرفي شوي وو. دوې ورځې وروسته مې د خلکو د غبرګون مسئله د دولت رئيس ته وړاندې کړه، هغه وويل عجيبه ده، باختري د ورلاندې کولو لپاره يو ګيلم نه لري او په فکر کې ډوب شو. زه پوه شوم چې حسن شرق پرچم ته د باختري په منسوبولو چوپتيا غوره کړې وه. دغه مهال مې د ډاکټر نورعلي يادونه وکړه، چې لا تر دې دمه د سوداګرۍ وزير نه و ټاکل شوى. هغه وويل: ډاکټر نور علي ښه، خو ډېر محافظه کار دى او همدارنګه يې د جلالر ستاينه وکړه. د كابينې تر اعلان وروسته د دولت مشر د دفاع وزارت وداني خپل كارځاى وټاكه او دولتي چارې روانې وې. كه چېرې له دې تېر شو، چې نوى مزدور هوسۍ په منډه نيسي، په كرار- كرار چارې مخ په ښه كېدو وې، هغه څه چې د دولت كاركوونكو ته نوي وو، هغه دا وو چې د دولت مشر په خپله د ټليفون په ليكه له ادارو سره اړيكي نيول، د كار په اړه يې ورڅخه معلومات ترلاسه كول او په دې اړه يې ورته لارښوونې كولې. هغه ارواښاد د افغانستان په درد دومره دردمن و، چې د عمر له زياتوالي سره- سره يې بيا هم د زيات كار له امله ستړيا نه احساسوله، كه څه هم د شپې تر ناوخته يې كار كاوه او دا هيله او هڅه يې لرله چې د دوو ورځو كار په يوه ورځ كې ترسره كړي. خو له بده مرغه چې د هغه پر شا و خوا داسې كسان راټول وو، چې ډېرو لږو يې دغه وړ سپېڅلى احساس درلود. نوې څېرې، له كار سره نابلده او غرضي كسان وو، اقتصادي ركود او د تش په نوم ډيموكراسي په دستګاه كې ګډوډي ټولې هغه ستونزې وې، چې ځوان جمهوريت ته په ميراث پاتې شوې، نو له دې امله په چارو كې ډېرې ستونزې وې او په خپله د دولت مشر ټولو چارو ته رسيدګي كوله. راتلونكى بهير: د كابينې تر اعلان وروسته په كابل كې د مخابراتو وزارت له ټولو بهرنيو نمايندګيو څخه د بيسيم مخابرو وسايل راټول كړل. په دې جمله كې يې په كابل كې د كجكي پروژې د دفتر له نمايندګۍ څخه هم مخابره قيد كړه. بايد زياته شي چې د كجكي پروژه د يوې امريكايۍ كمپنۍ له خوا جوړېدله، د نمايندګۍ له لوري د مخابراتو له وزارت سره بيا بيا اړيكو، تړون او د افغان لوري مكلفيت ته اشارې كولو- كومه ګټه ونه كړه. په پاى كې د امريكايانو له خوا د برېښنا وزارت ته مكتوب ولېږل شو او په هغه كې يې ليكلي وو، چې د تړون د څوومې مادې له مخې كه چېرې د مخابرې وسيله د دوى په واك كې ورنه كړل شي، نو نوموړى تړون به مسخ اعلان شي. د موضوع د حساسيت په درك كولو- په ځانګړي ډول د نوي رژيم چلند د امريكا په وړاندې ما بايد دغه موضوع د دولت مشر ته رسولې واى او همغه وو چې د نوموړي په لارښوونه چې د صدارت مرستيال او مخابراتو وزارت ته يې وكړه، د مخابرې وسيله بېرته نوموړې پروژې ته وسپارل شوه او په دې توګه دغه شخړه اواره شوه. له بده مرغه د جنګاښ د ۲۶ مې نېټې له پاڅون څخه په نوې كابينه كې ځينې داسې نوې څېرې هم وې، چې د هغوى حقيقي هويت د دولت مشر ته په سمه توګه نه وو څرګند، هغوى د هغو كړنو له مخې چې وروسته څرګندې شوې، د پرچميانو يو ډول خواخوږي وو او له هغوى سره يې مرسته كوله. حسن شرق په خپله د دغو كسانو سرلارى و او نوموړي دغه پرچمي عناصر په دولتي ادارو كې ځاى پرځاى كړل، ځكه چې له درېيمې رتبې څخه تر پنځمې رتبې پورې د صدارت د مرستيال او تر پنځمې رتبې وروسته د وزير په واك كې و، د دې ډلې په وړاندې هېڅ كوم خنډ پروت نه و. هغوى وكړاى شول چې د جمهوريت تر بنسټ لاندې اوبه تېرې كړي او په دې ډول د پوهنې، كورنيو چارو او كرهنې په وزارتونو كې د نورو وزارتونو په پرتله زيات كيڼ اړخي راټول وو. وروستيو پېښو په ډاګه كړه چې حسن شرق د كې. جي. بي له خوا د ګمارل شويو عمده كسانو له ډلې څخه يو و، شوروي اتحاد د هغه باور له مخې چې پر نوموړي يې درلود، هغه لومړى په نوي ډيلي كې د سفير او وروسته يې د لومړي وزير په توګه وټاكه او هغه يو ځيرك، هوښيار او له كركې ډك شخصيت و. هغه د ارواښاد محمد داود له باور څخه ناوړه ګټه پورته كړه او هغه د جمهوري نظام د ړنګولو له عمده كسانو څخه شمېرل كېږي. ډاكټر حسن شرق او د صدارت تفتيش: حسن شرق له هماغه پيله غوښتل چې د دولت مشر ته منلي كسان په يو ډول بېباوره كړي او هغه څوك چې په لويديځ كې يې زده كړې كړې وې، له دولتي ادارو څخه ليرې وساتي. دغې موخې ته د رسېدو لپاره نوموړي د صدارت تفتيش (د محاسباتو ديوان) د مهمې وسيلې په توګه په واك كې درلود، هغه به د تفتيش پلاوي د خپلو ځانګړو لارښوونو له مخې دولتي ارګانونو ته استول. هماغه وو چې په لږه موده كې يې په اصطلاح لويديځ ځپلي له مهمو دولتي دندو ګوښه، محاكمه او بنديان كړل او د هغوى پرځاى يې هغه څوك چې يا به شوروي ته تللي وو او يا هم دا چې پرچمي به وو، په دندو وګمارل. په پلاوي كې د پرچميانو د شتون پر مهال د حسن شرق د لارښوونو په پلي كولو كې كومه ستونزه نه وه. تر هغې وروسته كله چې حسن شرق د صدارت د مرستيال په توګه وټاكل شو، زما څخه يې وپوښتل چې غواړم د برېښنا موسسې د پلټنې يو پلاوى واستوم، نو ايا كومه موضوع ډېرې څېړنې ته اړتيا لري؟ ما ورته وويل: د ښاري څانګې د دويمې شبكې اجراآت د څېړنې وړ دي، چې په دې پروژه كې څلورسوه مليونه افغانۍ په كابل ښار كې وركې شوې او هېڅ ډول د منلو وړ سندونه نه ترسترګو كېږي. ما دغه مهال په برېښنا موسسه كې دنده لرله، چې د محاسباتو د دېوان پلاوى د پلټنې لپاره دغې موسسې ته راغى او له كوم دليل پرته يې دنوموړې موسسې رئيس ښاغلى حميد الله حميد له خپلې دندې ګوښه او د شبكې د دويمې پروژې د عمومي رياست د چارو څېړنه يې پيل كړه. څو اوونۍ وروسته د پلاوي له غړو څخه يو تن خپله دنده پرېښوده او د خداى پامانۍ پر مهال يې له ما څخه بخښنه وغوښتله او ويل يې: د بېځايه پوښتنو له امله مو كړولى يې، خو موږ څه كړي واى، موږ ته هم لارښوونه شوې وه او د هغې له مخې اړ وو چې هماغسې وكړو. د افغانستان راډيو په رياست كې زما ټاكل كېدل: د دغه بهير تر څنګ په برېښنا موسسه كې بله پېښه رامنځته شوه، چې ما ته يو خبردارى و. د برېښنا عمومي رياست د برېښنا د توليد، وېش او مهمو ارګانونو لرونكى و. په دغو دواړو څانګو كې پرته له دې چې له ما سره د يوه مسوول په توګه خبرې شوې واى، د دې پرځاى دويمه او درېيمه رتبه نوي امرين وټاكل شول او د برېښنا د رياست نوي رئيس له رياست سره له اړيكو پرته نوې دنده خپله كړه. پر دې سربېره يې د كابل يو كم لوستى مېټر كتونكى د ننګرهار د برېښنا د توليد او وېش د امر په توګه وټاكل شو. ما د كانونو او صنايعو د وزير عبدالقيوم په نوم يو مكتوب واستاوه او په هغه كې مې د عمومي رياست د مسوول شخص د مسووليت او د برېښنا د چارو د حساسيت چې د جمهوريت په لومړيو كې يې نوى كار پيل كړى و، يادونه وكړه او ټول مسووليت مې د هغه په غاړه واچاوه، په دې تخريبي چارو كې عبدالقيوم ته خبر وركوونكى څوك و؟ په داسې حال كې چې ما له عبدالقيوم سره په برېښنا موسسه كې د نامنونكو اجراآتو پر مهال د پلټنې له پلاوي سره نرمه غاړه وړله. ډاكټر رحيم نوين د اطلاعاتو او كلتور وزير د دولت له مشر څخه اجازه غوښتې وه، چې زه د افغانستان راډيو د رئيس په توګه له نوموړي سره مرسته وكړم. د دولت مشر په يوه شرط منلې وه، چې د برېښنا موسسې لپاره يو باوري كس ورپه ګوته كړي. ډاكټر نوين په دې اړه له ما سره سلا وكړه او زما نظر يې وغوښت. زه چې له يوې خوا مې له راډيو سره مينه لرله او له بل لوري ډاكټر حسن شرق د برېښنا موسسې د جنجالونو له امله چې تر محكمې پورې كش كړى وم، ستړى شوى وم. ډاكټر نوين ته مې وويل چې په دې اړه به فكر وكړم. يوه اوونۍ وروسته مې هغه ته د ښاغلي عظيم ګران چې يو مهال د برېښنا وزير و، يادونه وكړه او ورته ومې ويل نوموړى به د افغانستان د برېښنا د عمومي رياست لپاره وړ سړى وي. هماغه وو چې ډاكټر نوين نوموړى د دولت مشر ته وروپېژانده، چې د دولت مشر د وزيرانو په شورا كې د برېښنا د رئيس په توګه د عظيم ګران او د افغانستان د راډيو ټلويزيون د رئيس په توګه زما د مقررۍ هوكړه ترلاسه كړه. په افغانستان راډيو كې زما ټاكنه د ډاكټر حسن شرق او يوشمېر نورو هغو پرچميانو لپاره چې په راډيو كې يې زيات لاس درلود، د منلو وړ نه وه. هغوى په پام كې لرله چې هلته د خپلې خوښې كس وټاكي. سليمان لايق يوځل له ما سره د ليدنې پر مهال زما د ټاكې په اړه خپله حيراني پټه نه كړاى شوه او ويې ويل: د دولت مشر په يقين سره غوښتل د خپل باور وړ سړى پر دغه څوكۍ وټاكي. راډيو ته زما له راتلو لا څو ورځې تېرې نه وې، چې د جنرال خان محمد (مشهور په مرستيال) د پاڅون د څېړنو فيته له راډيو څخه خپره شوه. دغه فيته زما تر راتلو وړاندې ډاكټر حسن شرق د راډيو د خپرونو مشر ته ترتيب او د هغې د خپرولو وخت يې هم ورته ټاكلى و. د خپرونو امر نوموړې موضوع ما ته وويل، فيته يې پر خپل وخت خپره كړه. تر هغه وروسته د راډيو عادي پروګرامونو چې په هغه شپه غربي موسيقي وه، دوام وكړ. دغه مهال چې غربي موسيقي لا دوام درلود، حسن شرق له ما سره ټليفوني اړيكي ونيول او په ډېر قهرژلي غږ يې له دغسې يوې ملي موضوع وروسته د غربي موسيقۍ خپرول د سختې نيوكې وړ وبلل او په لومړي چلند كې مې له هغه سره توندې لفظي ناندرۍ ووهلې. څو ورځې وروسته نوموړي بيا له ما سره ټليفوني اړيكي ونيوله او دا ځل يې په ډېره تونده لهجه پر ما نيوكه وكړه او ويې ويل: تا ناسمې لارې ته بوتلم او د برېښنا په عمومي رياست كې دې د تفتيش لپاره د دويمې پروژې شبكې ته د رسېدنې لارښوونه راته وكړه، په داسې حال كې چې عمومي رئيس حميدالله حميد په دې پروژه كې لاس نه درلود او بايد د درېيمې شبكې په پروژه كې ارزونه وشي، چې د هغه په وخت كې يې كار پيل شوى دى او تر څنګ يې يادونه وكړه چې په دويمه شبكه كې غلام محمد فرهاد لاس درلود. له ټولو افغان ملتيانو سره په جنجال كې ولوېدم. ويلو او اورېدلو څه ګټه نه لرله او دا دويمه سخته شخړه وه چې له هغه سره مې وكړه. تر ډېره مې له ځان سره فكر وكړ او زما هڅه دا وه چې د امكان تر بريده د رهبر د ځورونې لامل نه شم، ځكه چې هغه پې له هغې هم كافي سرخوږى درلود، حسن شرق غوښتل چې په هره بڼه وي ما د ارواښاد محمد داودخان د ملګرو له ليكې وباسي، ځكه مې پرېكړه وكړه چې هغه له بهير څخه خبر كړم. پر سبا يې ګلخانې ته د هغه حضور ته ورغلم، د انتظار په خونه كې د څو تنو نورو تر څنګ حسن شرق هم ناست و، د انتظار پر مهال هغه ما ته نژدې شو او ډېر په نرمۍ يې وويل چې ما رهبر ته د هغو خبرو په اړه څه نه دي ويلي،زه پوه شوم چې هغه غوښتل زه په هغه باب رهبر ته څه ونه وايم. ما ورته وويل زه او ته په خپلو كې يو او دا خبرې ډېرې مهمې نه دي. ما د پېښو بهير په تفصيل سره رهبر ته تېر كړ او هغه په زغم سره واورېدې، په پاى كې يې وويل پروا نه لري، خپل كار ته دوام وركړه. ډاكټر حسن شرق او د كابل د برېښنا شركت روغتيايي بيمه: د صدارت له دندې څخه د ارواښاد محمد داود په ګوښه والي سره د ډاكټر حسن شرق هم د صدارت د مخصوص قلم له دندې څخه اوږې سپكې شوې. هغه له هغې كمې تجربې سره چې په معالجوي طب كې يې لرله، د هغو اړيكو له مخې چې له افغان ملتيانو سره يې لرل د غلام محمد فرهاد له خوا د اووه زره افغانيو معاش په وركولو سره د كابل د برېښنا شركت د بيمې د ډاكټر په توګه وګمارل شو. د ميوندوال د حكومت په دوره كې د كانونو او صنايعو وزارت په چوكاټ كې ”د افغانستان د برېښنا موسسه“ په جوړښت كې منظور شوه او ښاغلي حميد الله حميد د هغې ادارې د رئيس په توګه وټاكل شو. له دغه جوړښت سره بايد د برېښنا د چارو ټول مامورين او مستخدمين د دولت د مامورينو او اجيرانو د قانون له مخې ټاكل شوي واى. قانون د لومړي درجه اجير لپاره يومياشتنى معاش پنځه زره افغانس ټاكلى و. پر دې بنسټ ډاكټر شرق نور د مياشتې اووه زره افغانۍ معاش نه شو اخيستلاى، بايد په پنځه زرو يې بسنه كړې واى. دومره معاش ته د هغه خوښه نه وه او د دې عقدې له مخې يې چې ښاغلى حميد قصداً د هغه معاش كم كړي، د بيمې كار يې پرېښود او داسې يې ښووله چې هغه له ارواښاد محمد داودخان سره خواخوږي لري او ښاغلي حميد هغه د دندې پرېښودلو ته اړ كړى دى. د همدې عقدې له مخې يې وروسته تر هغه چې واك ته ورسېد، د برېښنا موسسې ته يې د تفتيش پلاوى وټاكه او ښاغلى حميد يې له دندې ګوښه او زنداني كړ. دا د هغه د اجراآتو لومړۍ اجنډا وه. تر دوو كلونو زياته موده كې نوموړي پلاوي په لسګونو جعلي دوسيې جوړې كړې او په هغو ټولو دوسيو كې يې ښاغلي حميد الله حميد ګرم او پړ وباله. دغه ټولې دوسيې د محاسباتو له ديوان څخه عدليې محكمې ته واستول شوې، سره له دې چې محكمې هغه ټولې په غور لوستلې، خو له هغې ډلې څخه يوه هم داسې نه وه چې د هغې له مخې دې محاكمه وشي. د وزيرانو په مجلس كې د كانونو او صنايعو وزير د عدليې وزارت پر كارونو نيوكه وكړه، په داسې حال كې چې د عدليې وزير يې مخاطب كړ، ويې ويل: عجيبه ده، چې د برېښنا د موسسې په هېڅ يوه دوسيه كې هم مسوول شخص ته جزا ورنه كړل شوه. د عدليې وزير چې د كانونو او صنايعو چارو د وزير نيوكو په غوسه كړى و، ويې ويل: وروره! تا جعلي دوسيې برابرې كړي، هسې بېځايه دې وخت تېر كړى او د دولت پيسې دې لګولې دي او د انتظار هم لا كوې چې محكمه دې ستا د جعلي دوسيو له مخې خلكو ته سزا وركړي. ما وويل: كه چېرې د درېيمې شبكې پر ځاى دويمه شبكه هغسې لكه څنګه چې پيل شوې وه او د هغې په چوكاټ كې څلور سوه مليونه افغانۍ په كابل ښار كې ترۍ تم شوې او سنيد يې نه شته، تر پايه د پلاوي له لوري پلټنې شوې واى، ښايي چې نن مود هغې بل ډول پايلې ترلاسه كړې واى. په هر حال، هر هغه څوك مسوول دى چې د دغې پروژې د پلټنو په وړاندې خنډ شوى دى. له هغې وروسته تر دا نن ورځې پورې حسن شرق هېڅ له ما سره مخ نه شو. د ډاكټر حسن شرق په اجراآتو كې دا ځانګړتيا ليدل كېده چې هر هغه څوك چې د ده له لوري له كاره ګوښه شوى و، واك ته د كمونيساتو تر رسېدو وروسته له ځنډ پرته ووژل شول. د هېواد په شمال كې د نفتو د لټون د څانګې رئيس شرف الدين شرفي چې يو پوه او ډېر خواخوږى انسان و، د حسن شرق د تفتيش د قربانيانو له جملې څخه دى، ځكه چې هغه د نفتو د لټولو په برخه كې د كيڼ اړخو په وړاندې خنډ و او هغوى يې دې كار ته نه پرېښودل. كه چېرې ښاغلى حميد ژر له هېواد څخه نه واى وتلى، نو نن ورځ به هغه هم د ژونديو په منځ كې نه و، ځكه چې د هغه پلار او ځوان ورور د كمونيستانو له خوا وژنتون ته واستول شول. مركزي كمېټه او جمهوريت: هغو كسانو چې د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې په پاڅون كې د ملي زعيم ارواښاد داودخان په لارښوونه پورته شول او هغه ارواښاد په زيات وخت د خپلو دوستانو په نومونو يادول- له بده مرغه د هغوى د حقيقي پېژندنې په برخه كې درغلي شوې وه، ځكه د افغانستان ملي ګتې لكه څومره چې د پاڅون رهبر ته ښاغلې واى، په اصطلاح د كودتاچيانو له لوري هغه هېڅ درك نه شوې، د هغوىاكثره د جمهوريت د منځته راتلو پر مهال د ارواښاد محمد داودخان د باور وړ وګرځېدل او هغوى يوازې خپلې شخصي او د يوې پردۍ سياسي ډلې ګټې ليدلې او بس. دوى هر يوه په خپل وار سره غيرملي عناصر په دولتي ادارو كې وګمارل، په كورنيو چارو وزارت او په ولسواليو كې په عام او په پوليسي ځواكونو كې په ځانګړي ډول پرچميان وګمارل شول، همداسې د ماليې وزارت په ځينو مهمو پوستونو كې كيڼ اړخي ځاى پرځاى شول. دغه كسان په لومړيو كې يوڅه په اتفاق وو، خو لا يو كال نه و وتلى، چې هغوى په خپلو كې بې اتفاقه شول. لومړنى كس چې د دغو بې اتفاقيو قرباني شو، هغه د مخابراتو وزير محتاط و، چې له كابينې او مركزي كمېټې څخه وايستل شو. تر هغه وروسته وار بل اجل نيولي ګل پاچا ته ورسېد. هغه په مسكو كې روسۍ مېرمن لرله، چې د هغې د شتون په اړه د رهبر په وړاندې غلى پاتې شوى و. له كابينې څخه د هغه د ايستلو خبر وحيد عبدالله ما ته داسې ووايه: په مسكو كې د ګل پاچا وفادار روسي مېرمن څخه د كورنيو چارو د وزير فيض محمد خان په ګډون يوازې يو څو تنه نور ملګري يې خبر وو. فيض محمد او ډاكټر شرق له يو بل سره لاسونه يو كړي وو او د پاچا ګل له لوري يې د هغه مېرمن ته تلګرام كړى و او ورته ويلي يې وو چې ژر تر ژره كابل ته راشي. كله يې چې مېرمن كابل ته راورسېده، پاچا ګل وفادار د يوه ترسره شوي كار په ترڅ كې ونيول شو، په زوره له كابينې څخه ګوښه كړاى شو. د مركزې كمېټې د كيڼ اړخو او د كابينې دوو تنو نورو كيڼ اړخو(باختر او پژواك) اوس په سيمه كې داسې ښووله چې د افغانستان جمهوريت يوازې كيڼ اړخو او په ځانګړي ډول پرچميانو ته منسوب دى. له بل لوري پرچميانو له هېڅ ډول غرضي حركتونو څخه درېغ نه كاوه، څو هغوى دا وښيي چې د جمهوريت په رامنځته كولو كې هغوى د پام وړ ونډه لرله. همدارنګه په كابل كې د شوروي سفارت مخكې له مخكې د كيڼ اړخو له مشرانو سره اړيكي ټينګ كړي وو، چې د خلكو فكرونه يې مغشوش كړي وو، له دې كبله د دې وخت رارسېدلى و، چې رهبر د عام ذهنيت د روښانولو ګام د پورته كړي، هغه په بېشمېره مركو كې له هرې سياسي ډلې او ګوند سره د جمهوريت تړاو رد كړ او څو ځله يې د جمهوريت رامنځته كېدل يوه ملي موخه او ملي هدف وباله. په خپله يوه مركه كې يې د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې ايډيالوژي يوه افغاني ايډيالوژي وبلله، په دې مانا جې د افغانستان پرمختيا، ملي ګټې، ځمكنۍ بشپړتيا، مادي او معنوي خپلواكي يې د جمهوريت د جوړښت اصلي هدف وګاڼه. داودخان د ارګ په ماڼۍ كې د جمهوريت د بيرغ د راځوړولو پر مهال يوځل بيا د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې د پاڅون د موخو او د جمهوريت په اعلان چې د ملي ګټو له مخې رامنځته شوى و، ټينګار وكړ. هغه په روښانه ډول د هېواد او ولس د دښمنانو مغشوشوونكې خبرې چې كله به يې جمهوريت په يوې او كله به هم په بلې پورې تړلى باله، په بشپړه توګه رد كړې. د عامه افكارو د روښانولو تر څنګ رهبر عملاً د كابينې د ترميم لپاره ګامونه اوچت كړل. په دې ترڅ كې يې هغه كسان چې په تېر- څه له پاسه يو كال موده كې يې كړنې له ملي ګټو سره په ټكر كې وې، له دندو ګوښه كړل او د هغوى پرځاى يې هغه څوك وګمارل، چې د هغوى شخصيت تر ډېره پورې رهبر ته څرګند او معلوم. په نوې كابينه كې يې سيد عبدالاله د صدارت د لومړي او حسن شرق يې د دويم مرستيال په توګه وټاكل. د جمهوريت كابينه تر سمون وروسته د دولت مشر محمد داودخان د صدارت لومړى مرستيال: سيد عبدالاله د صدارت دويم مرستيال: ډاكټر حسن شرق دفاع وزير:... د بهرنيو چارو وزير:... د كورنيو چارو وزير: عبدالقدير د ماليې وزير: سيد عبدالاله د روغتيا وزير: ډاكټر عبدالله عمر د عامه فوايدو وزير: غوث الدين فايق د سوداګرۍ وزير: محمد خان جلالر د كرنې وزير: عزيز الله واصفي د سرحدونو او قبايلو چارو وزير: فيض محمد د عدليې وزير: ډاكټر عبدالمجيد د پوهنې وزير: عبدالقيوم د كانونو او صنايعو وزير: تواب اصفي د پلان وزير: علي احمد خرم د اطلاعاتو وزير: ډاكټر رحيم نوين د مخابراتو وزير: ډيپلوم كريم عطايي ښاغلى حسن شرق نور ټولواكى (كل اختيار) نه و او په ځانګړي ډول د مركزي كمېټې مجلسونه نور نه كېدل او د هغې غړي د بې اتفاقۍ له كبله تيت شوي وو او هلته يوه تشه يانې خلا رامنځته شوې وه. عبدالقدير د كورنيو چارو د نوي وزير په توګه ټاكل شوى و، نوموړي له سيد عبدالاله سره چې د دولت مشر ته ډېر باوري كس و او په غالب ګومان چې د نوموړي په سلا- په نوې دنده ګمارل شوى و، نژدې اړيكي لرل. سيد عبدالاله د سيد عبدالله زوى و، چې د دولت د مشر د صدارت پر مهال د كورنيو چارو وزارت عهده دار و.نوموړى يو سپېڅلى او د ارواښاد محمد داودخان باوري سړى و. سيد عبدالله خان د ډاكټر محمد يوسف د حكومت پر مهال د وخت د حكومت له پاليسۍ سره د نه موافقې له امله د ارواښاد داودخان په وړاندې له دندې ګوښه كړاى شو او څه وخت وروسته ومړ. ارواښاد محمد داودخان د هغه د ښخولو پر مهال د نوموړي د خدمتونو يادونه او ستاينه وكړه، په هر حال- عبدالقدير او سيد عبدالاله په لومړيو كې د كيڼ اړخو لوري ته ميل درلود او كله چې د رهبر د افكارو له ليدلوري سره بلد شول، نو ځكه يې خپل فكري تګلورى بدل كړ. په ماليې وزارت كې د كيڼ اړخو ګمارل له هغه لږ شمېر څخه زيات نه شو، خو په كورنيو چارو وزارت كې د فيض محمد خان له خوا ګڼ شمېر پرچميان په ولسواليو او پوليسو كې ځاى پرځاى كړاى شول، چې د هغوى ليرې كول له ستونزو ډك كار و او له بده مرغه چې عبدالقدير خان د هغوى د ليرې كولو كفايت نه درلود. ښاغلي حسن شرق د كابينې تر بدلولو وروسته په ټوليز ډول په پېښو كې بېغرضه و، خو د هغه كښت د پيداوار څار يې كاوه، چې په خپله يې كرلى و. د جمهوري دولت د ۱۹۷۷م كال اساسي قانون د مركزي كمېټې د منحولو حكم كاوه، د مركزي كمېټې ډېر غړي په دې باور وو، چې هغه كمېټه به د ملي انقلاب د حزب د مركزي كمېټې په توګه- چې په اساسي قانون كې وړانديز شوې وه، منل كېږي. د ولسمشر په وړاندې د ډاكټر عبدالمجيد او سيد عبدالله (د اساسي قانون د تسويد د كمېټې غړي) او عزيز الله واصفي (د لويې جرګې مشر) په ګډون يو اوږد بحث ترسره شو، په پايله كې د قانون د صرېح حكم په پام كې نيولو له مخې مركزي كمېته لغوه شوه او د نوموړې كمېټې غړي له دې امله خوابدي شول. د ۱۹۷۸ م كال د اساسي قانون تر نفاذ وروسته د جمهوريت نوې كابينه ولسمشر: محمد داود خان د ولسمشر مرستيال: سيد عبدالاله د دفاع وزير: غلام حيدر رسولي د بهرنيو چارو وزير:... د ماليې وزير: سيد عبدالاله د كورنيو چارو وزير: عبدالقدير د روغتيا وزير: ډاكټر عبدالله عمر د سوداګرۍ وزير: محمد خان جلالر د عامه فوايدو وزير: غوث الدين فايق د كرنې وزير: عزيزالله واصفي د سرحدونو چارو وزير: عبدالقيوم د لوړو زده كړو وزير: صديق مجيبي د عدليې وزير: وفي الله سميعي د ښوونې او روزنې وزير: ډاكټر ابراهيم مجيد سراج د كانونو او صنايعو وزير: تواب اصفي د پلان وزير: علي احمد خرم د اطلاعاتو وزير: ډاكټر رحيم نوين د مخابراتو وزير: ډيپلوم انجنير كريم عطايي د اوبو او برېښنا وزير: انجنير جمعه محمد محمدي سلا كار وزير: ډاكټر عبدالمجيد. يادونه: د لوړو زده كړو، اوبو او برېښنا او سلاكار وزارتونه د افغانستان په اداري تشكيلاتو كې ضميمه شول. (نور بيا...) | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:27 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
ماشومان ولې درواغ وايي؟ | ||||
ژباړن: فضل ولي شېراني ماشومان ولې درواغ وايي؟ درواغ په لغت کې د رښتيا پټولو ته وايي. هغه څوک چې درواغ وايي غواړي خپلې نيمګړتياوې پټې او د خلکو پام ځان ته واړوي. په ماشومانو کې د درواغ ويلو يو لوى لامل د هغوى وېرول دي، که چېرې ماشوم په رښتيا ويلو سپک او وښکنځل شي، نو په راتلونکي کې له سزا څخه د خلاصون لپاره درواغو ته مخه کوي. مور، پلار او ښوونکي بايد له ماشوم سره داسې چلند وکړي، چې هغه رښتيا ويلو ته وهڅېږي. دغه راز ناوړه چلند هم په ماشومانو کې د درواغ ويلو ځواک لا پسې زياتوي. ټول انسانان فطرتاً يو ډول نړۍ ته راځي او هېڅوک هم له موره درواغجن نه زېږي، هر سړى خپل شخصيت د نورو له کړو- وړو څخه بشپړوي. رښتيا او درواغ هم له يوه کس څخه بل ته لېږدول کېږي. دلته څو تنه چې تېروتنې ورڅخه شوې وي، د بېلګې په توګه راوړو: ځينې کسان وايي دا زما حق دى، چې دا غلطي وکړم، ځکه دا دومره خبره نه ده، هر څوک که دليل وايي او دا کار غندي، که چېرې يې اقدام کاوه، نو همدا کار به يې کاوه. رښتيا تاسې فکر کوئ چې ځينې ځوانان او تنکي زلميان څنګه دا ډول استادانه وينا کوي. هغوى دا هرڅه له خپلې ټولنې څخه زده کړي، له هغه چا څخه چې ورسره سر و کار لري، دوى دا هرڅه په خپل ذهن کې تر ارزونې وروسته ځاى کړي دي، نو ځکه ويل کېږي چې مور و پلار د خپلو ماشومانو په روزنه او د هغوى په شخصيت جوړونه کې اغېزناک رول لري، خو د ماشوم سمه روزنه او پالنه هله شونې ده، چې ماشوم لا کوچنى وي. د دې لپاره چې خپل اولادونه په رښتيا ويلو روږدي کړو، تر هرڅه لومړى بايد خپل کړه- وړه داسې چمتو کړو، چې پر ماشومانو ناوړه اغېز ونه ښندي او هغوى درواغ ويلو ته راونه کاږي. د ماشوم سمه روزنه او پالنه له کوچنيوالي څخه پيلېږي، صداقت او رښتينولي بايد ماشوم ته د ښوونځي تر تګ وړاندې وروښودل شي، ځکه د ماشوم بنسټيزه موخه دا نه وي، چې مور و پلار تېر باسي، خو ځينې لاملونه لکه سپکول، وهل- ټکول او داسې نور هغه درواغ ويلو ته اړ باسي. درواغ ويل په لغت کې د حقيقت او رښتيا پټول دي. هغه څوک چې درواغ وايي غواړي چې خپلې نيمګړتياوې پټې او د خلکو پام ځانته واړوي. په پنځه يا څلورکلنو ماشومانو کې درواغ ويل يو معمولي کار دى، چې له اخلاقي پلوه هم دومره ستونزه نه ده. په دې عمر کې ماشومان معمولاً دوه ډوله درواغ وايي: § لومړى ډول يې يوازې خيال کارونه ده، په دې ډول درواغو کې ماشوم هڅه کوي چې له مبالغې په ډکه کيسه کې خپلې کړنې داسې راونغاړي، چې څوک پرې ونه پوهېږي، چې درواغ دي او که رښتيا. په دې حالت کې مور و پلار ته په کار ده، چې د خپل ماشوم د غوښتنې په اړه له هغه سره خبرې وکړي. § دويم ډول درواغ په اصطلاح ګټور درواغ دي، چې غټان يې هم وايي او غواړي د بدې پايلې پرځاى ښې پايلې ته ورسېږي او څه چې غواړي ترلاسه يې کړي. ماشومان هم له دې ډول درواغو څخه ګټه اخلي. دوى هڅه کوي چې له دې لارې خپلې اصلي موخې ته ځان ورسوي. د دې کار مخنيوي په ماشومتوب کې شونى دى، خو په لوړ عمر کې دومره اغېزناک نه وي. کله چې ماشوم د سپکاوي او سزا خطر احساس کړي، نو په درواغ ويلو پيل کوي. که څه هم ماشوم پر خپلو درواغو وېسا (باور) نه لري، خو رښتيا هم نه شي ويلاى، ځکه د وېرې احساس کوي. پر دې مهال خپل اعتبار له لاسه ورکوي، نو د ملګرو او کورنۍ په منځ کې بې اعتباره او شخصيت يې هم زيانمنېږي. په خواشينۍ سره بايد ووايو چې په داسې حالت کې ډېرى ميندې او پلرونه له خپل ماشوم څخه کرکه کوي او هغه ته په بده سترګه ګوري او له ځانه پوښتنه کوي، چې زوى يا لور يې ولې په دې ډول کړنو لاس پورې کړى دى؟ د داسې کړنو پر مهال مور و پلار بايد خپل ماشوم ته د يوه درواغجن په سترګه ونه ګوري او پر هغه دې تل بدګومانه نه وي، ځکه دا ډول چلند له سره ناوړه پايلې لري او هغه نور هم درواغ ويلو ته هڅوي. د درواغو د مخنيوي لپاره په کار ده چې د هغه لاملونه وپېژندل شي. د درواغو د لاملونو بشپړه پېژندنه او څېړنه ګران کار دى، خو موږ يې دلته څو لاملونه د بېلګې په توګه رااخلو: د درواغ ويلو د لاملونو څېړنه: لکه څنګه چې پورته مو هم يادونه وکړه، په ماشومانو کې د درواغ ويلو- له سترو لاملونو څخه يو د کورنۍ ناسمه روزنه او پالنه ده. د کومې کورنۍ غړي چې په خپلو کې درواغ سره وايي، په هغه کورنۍ کې د يوه رښتيني او سپېڅلي ماشوم روزل کېدل ناشوني دي. § د ماشوم درواغ ويل کېدى شي چې ځانته د خپل چارچاپېره خلکو د پام رااړولو په موخه وي، ځکه کله چې ماشوم په کور او ښوونځي کې له پامه ولوېږي، د دې لپاره چې د هغوى پام ځان ته راواړوي، په بېلابېلو بڼو درواغو ته مخه کوي، تر دې چې خلک ورته پام وکړي او ويې ستايي، يا هم په درنه سترګه ورته وګوري. § هغه ماشومان چې د خپلو همزولو په پرتله د کمي احساس کوي، نو د دې لپاره چې دا کمى يې جبران کړى وي، درواغ وايي او په دې توګه غواړي هغه اندېښنه چې ده ته په دې اړه پيدا شوې، د لنډ وخت لپاره تسکين کړي. § وېره هم په درواغو ويلو يو بل لامل دى. که ماشوم په رښتيا ويلو سره وښکنځل شي، نو په راتلونکي کې له مجازاتو څخه د خلاصون لپاره درواغو ته مخه کوي. دا هم بايد له ياده ونه باسو چې د ميندو، پلرونو او ښوونکو سخت او له غوسې ډک چلند هم په ماشومانو کې د درواغو حس راژوندى کوي. § کله- کله د مور و پلار دفاع او د هغوى چلند هم ماشومان درواغ ويلو ته هڅوي او هغوى ته درواغ ورزده کوي. د ساري په توګه: کله چې ماشوم يو خلاف کار وکړي او مور و پلار يې پر دې ټينګار کوي چې ګني دا کار د هغوى ماشوم نه، بلکې د ګاونډي ماشوم او يا بل چا کړى، په داسې کړنو او بېځايه دفاع- نه يوازې د دوى ماشوم درواغجن لويېږي، بلکې دا کار ماشوم دېته هڅوي، چې له خپل مسووليت څخه اوږې تشې کړي. § له ماشومانو څخه د دوى تر توان لوړه تمه او له نورو ملګرو او ټولګيوالو سره پرتله کول هم په ماشومانو کې د درواغو لامل ګرځي، ځکه د دې لپاره چې خپل ځان مور و پلار ته په تول پوره وروښيي، نو له درواغو څخه ګټه اخلي. د درواغو درملنه: د درواغو د ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره مور و پلار بايد واقعيتونه ومني او د ماشومانو له اړخه د خوږو او ترخو اورېدو ته ځان چمتو او د خپلو کړو- وړو له لارې دې خپل ماشومان په دې وپوهوي، چې په هر حال کې رښتيا ويل ښه وي او د ماشوم له سپکولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي. § که چېرې ماشومان په دې وپوهېږي چې درواغو ته نه هڅول کېږي او په رښتيا ويلو هغه ته کومه سزا نه ورکول کېږي، نو هېڅکله به هم درواغ ونه وايي او نه به داسې کار ترسره کړي، چې مور و پلار يې پرې خپه کېږي. § که مور، پلار او ښوونکى په دې پوه شو چې ماشوم درواغ وويل، د دې پرځاى چې هغه سپک کړي، په نرمه او پسته ژبه دې هغه دېته رامات کړي، چې په راتلونکي کې درواغ ونه وايي. په ماشومانو کې د درواغو د مخنيوي لپاره لاندېني ټکي هم ارزښتمن دي: § لومړى بايد ماشوم په دې وپوهول شي، چې درواغ يو بې ارزښته او رښتيا ويل يو ارزښتمن او په زړه پورى کار دى او دا بايد په عملي ډګر کې وروښوول شي. مور، پلار او ښوونکي بايد د ماشومانو د درواغ ويلو په وړاندې له غوسې او د هغه له وهلو ټکولو څخه ځان وساتي، هغوى بايد داسې کيسې خپلو ماشومانو ته واوروي، چې ماشوم يې تر اورېدو وروسته رښتيا ويلو ته هڅه وکړي او له درواغو څخه لاس په سر شي. § مور، پلار او ښوونکي دې ماشومانو ته يوازې، نه د خلکو په منځ کې د درواغو زيانونه بيان کړي. که داسې وشي، نو ماشومان به په خپله درواغ پرېږدي او دا له درواغو څخه د خلاصون يوه ښه او په زړه پورې لار ده. § ماشوم بايد پرېښودل شي، چې خپل احساسات په ازادانه ډول بيان کړي او که احساسات يې کورنۍ ته په زړه پورې نه وو، نو په کرار دې وپوهوي چې خپلو احساساتو ته بدلون ورکړي . هېڅکله دې هم د ماشوم احساس نه ځپل کېږي. د بېلګې په توګه، که د يوه ماشوم له وړوکي ورور سره جوړه نه وي، په دې اړه دې لومړى د هغه نظر معلوم او وروسته دې د حل لارې چارې ولټول شي. § که يو ماشوم يو ناسم کار وکړي، خو رښتيا وايي، بايد په ډېره نرمۍ سره هغه ته وويل شي چې ښه کار يې نه دى کړى، په راتلونکي کې بايد ځان ترې وساتي او که نه د ده لپاره زيان رسوي. § په وړ وخت کې ماشوم ته اخطار او له هغه سره خواخوږي او يا هم د هغه ځينو خبرو ته ارزښت نه ورکول هم په ماشومانو کې د درواغ ويلو قوه کمزورې کوي. § ميندې او پلرونه بايد له خپلو ماشومانو څخه داسې تمه ونه لري، چې ماشوم يې د ترسره کولو توان نه لري، هيله او غوښتنه ونه کړي، ځکه زيات ماشومان دا وس نه لري چې دا ډول هيلواو غوښتنو ته ځواب ووايي، د دې لپاره چې هغه ته مثبت او قانع کوونکى ځواب ومومي، نو په خپلو خبرو کې د درواغو مالګه ورګډويw | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:27 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د غوره ژورناليزم اخلاق، اصول او معيارونه | ||||
¡ ليكوال: ډاكټر نعيم بديعي ¡ ژباړه او لنډون: پوهيالى شفيق وردګ د غوره ژورناليزم اخلاق، اصول او معيارونه په ۱۴۵۰م كال چې ”جوهان ګوټنبرګ“ د چاپ خورا لومړنى او ساده ماشين جوړ كړ، نو فكر يې كاوه په دې اختراع سره به يې په نړۍ كې يو ستر بدلون راشي. د دې ماشين له بركته په اروپا كې د پنځلسمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي كې (۳۵۰۰۰) عنوانه بېلابېل كتابونه تر ۱۵ مليونو ټوكو زيات چاپ او خپاره شول. د چاپ صنعت د پراختيا او په بېلابېلو هېوادونو كې د ورځپاڼو د رامنځته كېدو له امله يې د څارنې او كنټرول چارې هم پراخې او هراړخيزې شوې. په زياتو هېوادونو كې كه د مطبوعاتو تاريخ ته كتنه وشي، نو يوه زياته برخه يې د دوى پرضد د دولتونو هڅې او مبارزې تشكيلوي. په دې اړه چې دولتونه د رسنيو د څارنې حق لري كه يه، د پوهانو له خوا څېړنې شوي او دې پايلې ته رسېدلي، چې رسنۍ په بېلابېلو بڼو تر كلكې څارنې لاندې دي. د مطبوعاتو ټولنيز رسالت، د بېلابېلو اقتصادي، سياسي او كلتوري ځانګړتياوو له مخې ټاكل كېږي، خو هغه مسووليتونه او دندې چې يوه رسنۍ يې د خلكو (لوستونكو)، دولت او ژورناليسټانو له انده لري، په خپلو كې سره ځينې توپيرونه او ورته والى هم ښيي، خو پوښتنه پيدا كېږي، چې مطبوعات او په ځانګړې توګه چاپي مطبوعات بايد كومې دندې او مسووليتونه ولري؟ هغه كومې لارې دي چې ژورناليسټان يې په پلي كولو سره خپل مسووليت په ښه توګه ترسره كولاى شي، يا په بله وينا غوره ژورناليزم بايد كوم معيارونه او ځانګړتياوې ولري؟ . ورځپاڼه ليكنه يو داسې مسلك دى، چې د وګړو ترمنځ (كه عادي وګړي وي، كه لوړپوړي دولتي چارواكي) ټولنيز اړيكي، هڅې، ليدلوري او باورونه په يوه سياسي، ټولنيز او كلتوري چوكاټ كې برابروي، چې دا يو اسان كار برېښي، خو په عين حال كې خورا ستونزمن دى. مطبوعات كه څه هم د خپل ځانګړي ارزښت له مخې د دولت څلورم ركن ګڼل كېږي، خو بيا هم د نورو درېيو برخو (اجراييه، مقننه او قضاييه) تر ژورې څارنې او اغېز لاندې وي. په بېلابېلو هېوادونو كې د ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او كلتوري جوړښتونو او ځانګړتياوو له مخې د ژورناليسټانو د كار بڼې توپير سره لري، په ځينو هېوادونو كې رسنۍ تر كلكې څارنې لاندې دي، په ځينو كې بيا د كنټرول او څارنې كچه ټيټه وي، خو داسې هېواد نه شته چې رسنۍ دې په كې پوره ازادې او له څارنې خلاصې وي. د حكومتونو او رسنيو د خپلمنځي اړيكو د څېړنې په موخه بايد د مطبوعاتو نظريو (تيوريو) ته لنډه كتنه وكړو. د شلمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي كې د مطبوعاتو، حكومتونو او خلكو ترمنځ د اړيكو په اړه پنځه نظريې رامنځته شوي: الف:- زورواكه- يا استبدادي نظريه (Authoritarian): د چاپ صنعت په داسې مهال كې رامنځته شو، چې پر اروپا زورواكي رژيمونه واكمن وو. كليسا او سياسي مشرانو د خلكو له خوښې او غوښتنو پرته واكمني كوله، چې ډېر كم شمېر خلكو يې په وړاندې د مبارزې توان درلود. زورواك رژيمونه د مطلق غاړه ايښوونې غوښتونكي وو، هغه مهال دا شونې نه وه چې يوه چاپخونه دې د حكومت په وړاندې د عقيدې او وينا د ازادۍ غږ پورته كړي. د چاپ صنعت مخترع ګوټنبرګ او ځايناستي يې د دولت غړي نه وو، له دوى څخه وروسته، تر څلورو پېړيو پورې د چاپخونو ملكيت شخصي و، چې له هماغه پيله د زورواكو او استبدادي رژيمونو لپاره د زغم وړ نه و. د دې لپاره چې حكومت وكړاى شي هغه رسنۍ وڅاري، چې ملكيت يې په دوى پورې اړه نه لري، بېلابېلې لارې ولټول شوې- اخر دې پايلې ته ورسېدل چې هره رسنۍ بايد ”سلطنتي امتياز“ يا ”جواز“ ولري. په عملي لحاظ امتياز اخيستلو كومه ښېګڼه نه لرله، ځكه هغو چاپخونو چې هېڅ امتياز يې نه درلود، ډېر پرمختګ وكړ- آن چې امتياز لرونكو چاپخونوبه هم كله- كله د حكومت ضد شيان خپرول. د دې كار د مخنيوي لپاره يو څه موده تر چاپ وړاندې سانسور وضعه شو، په هره چاپخونه كې به دولتي څارونكي مقرر وو، ټول مطالب او خپرونې به يې تر چاپ مخكې كتلې، خو د چاپخونو او چاپي موادو د زياتوالي له كبله دې كار هم دومره اغېز ونه كړ. پوهاند دنيس مك كويل (Pro. Denis Meguail) د استبدادي يا زوراكې نظريې ځانګړتياوې داسې بيانوي: ۱. رسنۍ بايد د واكمن رژيم د كمزوري كولو هڅې ونه كړي، په بله ژبه په ټولنه كې شته نظم له منځه يونه سي. ۲. رسنۍ بايد د اكثريت او واكمنې ډلې د سياسي او اخلاقي ارزښتونو په وړاندې له هر ډول تېري څخه ډډه وكړي. ۳. د دې اصولو د پلي كېدو په برخه كې د هر ډول سانسور مخه خلاصه ده. ۴. رسنۍ بايد خصوصي يا دولتي امتياز ولري. ۵. رسنۍ بايد له مخكېنۍ اجازې پرته خپرونې ونه كړي. ب:- شوروي نظريه (Soviet): په پخواني شوروي او چين كې د خپرونو په دولتي كولو سره د ملكيت ستونزه په ظاهره حل شوه، مجلې، ورځپاڼې، راډيو او ټلويزيون د دولت ملكيت وګڼل شول او اداره يې هم د دولت پر غاړه شوه. دا يوه استعاره نه وه چې ويل كېدل به: ”په شوروي كې رسنۍ د حكومت څلورمه ستن ده“ د پراوډا (Pravda) او ايزوستيا (Izvestia) مسوول مديريت د كمونيسټ ګوند د لوړپوړو چارواكو په لاس كې و. كله چې رسنۍ دولتي شي، بيا نو دا پوښتنه نه پيدا كېږي، چې ايا دوى د حكومت ملاتړ كوي او كه مخالفت؟ په داسې نظام كې رسنۍ دحكومت برخه وي، د پخواني شوروي اتحاد د (۱۹۲۵)م كال د اساسي قانون له مخې “رسنۍ پر كمونيزم د ولاړ ټولنيز نظم د ټينګېدو په موخه خپرونې كوي“. كه څه هم دا نظريه د زورواكۍ له نظريې سره نژدې ده، خو توپيرونه هم سره لري، زورواكې نظريه- شخصي امتياز درلودونكو خپرونو ته اجازه وركوي، خو په شوروي نظام كې خپرونې بايد يوازې په دولت پورې اړه ولري. په زورواكې نظريه كې د نيوكې ځاى نه شته، خو په شوروي نظريه كې نيوكه تر هغې زغمل كېږي، چې د كمونيزم له مفكورې سره ټكر ونه لري، يا يې تر پوښتنې لاندې رانه ولي. د دې نظريې نورې ځانګړتياوې دا دي: ۱. ټولې رسنۍ بايد دولتي وي. ۲. رسنۍ بايد د ټولنيزو غوښتنو، روزنې، خبرونې او عمومي ارادې په پام كې نيولو سره خپرونې وكړي. ۳. رسنۍ بايد د ټولنيزو اړتياوو او غوښتنو په وړاندې ځواب ووايي. ۴. رسنۍ بايد خلكو ته د نړۍ او ټولنې په باب د ماركسيزم او لنينزم يو عيني انځور وړاندې كړي. ۵. ورځپاڼه ليكونكي هغه مسلكي خلك دي، چې موخې او غوښتنې يې د ټولنيزو ګټو ساتندويې دي. ج:- ازادي پلوې نظريه (Libertarian): د دې نظريې له مخې غوره كار چې حكومت يې بايد وكړي، دا دى چې رسنۍ پر خپل حال پرېږدي، كه څه هم دې نظريې د روڼاندۍ پر مهال پرمختګ وكړ، خو دا پرمختګ د ولسواكۍ له پراختيا سره سم رامنځته شو. په يوه زورواك رژيم كې كه دا باور موجود وي، چې خلك سم او ناسم سره بېلولاى شي، نو بيا د فكر او وينا د ازادۍ هڅو ته دليل نه پاتېږي. اصولاً دا پوښتنه راپيدا كېږي، چې يو زورواك رژيم ولې غواړي خلك له واقعيتونو خبر شي؟ ايا په زورواك رژيم كې خلك حكومت كوي؟ مهم ټكى دا دى چې حكومت په واقعيت كې پوهېدلى، خو خلك په كې ونډه نه لري او نه غواړي چې خلك پرې پوه شي، خو په ولسواك رژيم كې خلك عملاً واكمن دي، د بېلابېلو مسايلو په باب تصميم نيونې او پرېكړې لري او د دې كار لپاره كافي معلوماتو ته اړتيا لري، چې رسنۍ دا اړتيا په ښه توګه بشپړولاى شي. د دې نظريې ځانګړتياوې دا دي: ۱. تر چاپ وړاندې هر ډول سانسور د هر چا له خوا بند دى. ۲. هرڅوك حق لري چې له امتياز او مخكېنۍ اجازې پرته خپرونې وكړي. ۳. د رسنيو له خوا پر سياسي ګوندونو، حكومت او دولتي مامورينو هر ډول نيوكه (د شخص د سپكاوي، امنيت ګډوډولو او خيانت پرته) تر چاپ وروسته هم د تعقيب او څارنې وړ نه ده. ۴. د معلوماتو پر ترلاسه كولو بايد هېڅ ډول قانوني بنديز نه وي. ۵. د هېوادونو په پولو كې بايد د معلوماتو او پيغامونو په اخيستنه او استونه كې هېڅ ډول خنډ او ځنډ واقع نه شي. د:- د ټولنيز مسووليت نظريه (Social Responsibility): دا نظريه په ۱۹۴۷م كال، په متحدو ايالتونو كې د هاچنز (Hutchins) كميسيون د راپور (د ازادو او مسوولو رسنيو راپور) [A report on a free and responsible press] په تعقيب رامنځته شوه. دا راپور چې د بېلابېلو څانګو د پوهانو او استادانو له خوا وليكل شو، د ازادۍ پلوې نظريې ډېر اصول په كې پام كې ونيول شول، يا په بله وينا د دې راپور په عقيده د ولسواكۍ د پراختيا لپاره په كار ده، چې خلك بېلابېل نظرونه، معلومات او افكار ترلاسه او بيا پرېكړه وكړي. له دې سره- سره د هاچنز كميسيون د نوموړې نظريې په اړه ځينې پوښتنې هم طرحه كړې. هغه دا چې: ايا خلك به وكړاى شي، د يوې سمې او پرځاى پرېكړې لپاره كوټلي او منصفانه معلومات ترلاسه كړي؟ هاچنز كميسيون د دې پوښتنې د حل لپاره لاندې اصول وړاندې كړل: ۱. رسنۍ بايد د ورځنيو چارو په اړه سم، هراړخيز او داسې راپور وركړي، چې خلك پرې په اسانه وپوهېږي. ۲. رسنۍ بايد د نيوكو او نظرونو د څرګندولو يا تبادلې زمينه برابره كړي. ۳. رسنۍ بايد د ټولنې د بېلابېلو ډلو سم انځور وړاندې كړي. ۴. رسنۍ بايد د ټاكلو موخو او ټولنيزو ارزښتونو د وړاندې كولو لپاره مسوولانه چلند وكړي. ۵. رسنۍ بايد خلكو ته د ورځنيو خبرونو د ترلاسه كولو شونتياوې برابرې كړي. د ازادي پلوي او ټولنيز مسووليت د نظريو ترمنځ توپير خورا نازك- خو په عين حال كې خورا جوت دى، ازادۍ پلوې نظريه په دې باور ده: هره خپرونه (ورځپاڼه، راډيو، ټلويزيون...) حق لري هر ډول مواد چې غواړي، خپاره يې كړي. حال دا چې د ټولنيز مسووليت نظريه بيا داسې نه ده، نوموړې نظريه له رسنيو د ګروهو او اندونو (عقيدو او افكارو) د ازاد بازار رامنځته كولو غوښتنه كوي. د ټولنيز مسووليت د نظريې په اند: رسنۍ د خپلو دندو په ترسره كولو كې مسووليت لري، كه دا مسووليت په خپله خوښه ومني، سمه ده او كه نه وي، نو حكومت حق لري، چې د مسووليت منلو ته د اړ كولو په موخه د رسنۍ په چارو كې لاسوهنه وكړي. د ټولنيز مسووليت نظريه بايد د ”وګړنيزې ازادۍ او د غوراوي حق“ د اصولو ترمنځ توازن رامنځته كړي. د ”رسنيو ازادي او ټولنيز مسووليت“ د اصلونو په پام كې نيولو سره په دې وروستيو كلونو كې پر راډيو او ټلويزيون باندې ځينې ځانګړي قوانين وضعه شول، چې د هغوى لپاره ”بريد او د هڅو په وړاندې يې د مسووليت كچه“ ټاكي. د ټولنيز مسووليت د نظريې ځانګړتياوې دا دي: ۱. رسنۍ اړ دي، چې د ټولنې په وړاندې خپل مسووليتونه څرګند او ورته ژمن وي. ۲. رسنۍ كولاى شي خپل ټولنيز مسووليتونه او دندې په مسلكي لحاظ د خبراوي، واقعيت پلټنې، سموالي، عيني توب او توازن په پام كې نيولو سره غوره كړي. ۳. رسنۍ بايد له هر هغه عمل څخه چې د جنايت، غوسې، بې نظمۍ او يا د لږكيو په ځورونه راڅرخي، ډډه وكړي. ۴. رسنۍ بايد په تمامه مانا د ټولنيزو غوښتنو څرګندوى وي، بېلابېلو اندونو او نظرونو ته دې د ټولنې او وګړو د رسېدو لارې چارې برابرې او د ځواب وركولو حق يې بايد وساتي. ۵. لومړي اصل ته په پام سره، خلك حق لري له رسنيو څخه پورتنۍ تمې ولري او د ټولنيزو ارزښتونو د ساتنې په موخه يې په چارو كې لاسوهنه وكړي. هـ:- د پراختياغوښتنې نظريه (Development Media): پورته نظريې كه څه هم په ډېرو هېوادونو كې د رسنيو په وړاندې د سياسي- ټولنيزو شرايطو يو انځور واندې كوي، خو په پرمختيايي هېوادونو كې د رسنيو دندو او مسووليتونو ته بايد له يوې بلې زاويې څخه وكتل شي. لومړى لامل:- د دې نظريې د رامنځته كېدو يو لامل د پرمختيايي هېوادونو د ګټو او پورتنيو نظريو ترمنځ ټكر دى، همدارنګه د پراخ مطبوعاتي نظام د رامنځته كېدو لپاره د وړ شرايطو (ارتباطي جوړښتونو، مسلكي مهارتونو، كلتوري او توليدي سرچينو او مخاطبينو) نشتوالى. دويم لامل:- له لازمو مهارتونو او كلتوري ارزښتونو سره د پرمختيايي هېوادونو تړاو. درېيم:- د رسنيو د پراختيا او پرمختيا په پرتله، سياسي، اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا ته د دې هېوادونو ډېره پاملرنه. څلورم:- په نړيوال سياست او د هويت په مسئله كې د پرمختللو او دويمې نړۍ د هېوادونو يو شان لېوالتيا. هغه لامل چې د دې نظريې په تنظيم كې ګټور دى، عبارت دى له ټولنيزو بدلونونو يا د اقتصادي پراختيا له منلو څخه، چې د هېوادونو په بيارغونه كې مرسته كوي. د رسنيو او ژورناليسټانو ځينې ازادۍ د دوى له مسووليت څخه وروسته دي، يانې د وګړنيزو ازاديو په پرتله پر ټولنيزو ګټو ټينګار كېږي، د دې نظريې يو مهم ټكى د ”اړيكو حق“ دى، چې د بشر د حقونو په نولسمه ماده كې هم پرې ټينګار شوى: ”هرڅوك كولاى شي، په ازاده توګه خپل عقايد او افكار څرګند كړي“. نور ټكي يې دا دي: ۱. رسنۍ بايد د ملي سياست په چوكاټ كې د پراختيا اصول په پام كې ونيسي. ۲. كېدى شي چي د رسنيو ازادي د ټولنيزو اړتياوو او اقتصادي لومړيتوبونو له مخې محدوده شي. ۳. رسنۍ بايد د معلوماتو په وړاندې كولو كې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ ګډ كلتوري، اقتصادي، جغرافيوي او ټولنيز تړونونه په پام كې ونيسي. ۴. ژورناليسټان د معلوماتو په راغونډولو او خپرولو كې ازاد او مسوول دي. ۵. د پراختيايي ګټو په موخه دولت كولاى شي د رسنيو په چارو كې مداخله وكړي. د ژورناليزم اخلاق، اصول او معيارونه: ورځپاڼه ليكنه هم د نورو مسلكونو په څېر ځانګړې مسلكي پوهې ته اړتيا لري، خو د نورو مسلكونو پرخلاف- د ورځپاڼه ليكنې اخلاق او اصول په زياتو هېوادونو كې ټاكلي او سره ورته نه دي. د ژورناليزم د اخلاقو په رامنځته كولو كې د شلمې پېړۍ په پيل كې لومړۍ پلا اروپايي هېوادونو لاس پورې كړ. د سكانډنياوي هېواد ورځپاڼه ليكونكي تر ټولو دمخه وو. ناروې، سويډن او فنلېنډ په ترتيب سره په ۱۹۱۲، ۱۹۱۶ او ۱۹۱۹م كلونو كې د ژورناليزم يو لړ اصول رامنځته كړل. د فرانسې د ورځپانه ليكونكو ملي ټولنې په ۱۹۱۸م كال ”د ورځپاڼه ليكونكو دندې او مسووليتونه“ په نامه يوه اصولي او اخلاقي ټولګه تصويب كړه. د ”امريكايي ورځپاڼو د مديرانو ټولنې“ په ۱۹۱۳ او د انګلستان د ورځپاڼه ليكونكو ملي ټولنې په ۱۹۳۶م كال د ورځپاڼه ليكنې اخلاقي اصول تصويب كړل. په ايران كې هم د ورځپاڼه ليكونكو د حقونو د ساتنې او په رسنيو كې د نظم ټينګولو په موخه قانون ته اړتيا وليدل شوه. د ايران د ليكوالو او ژورناليسټانو ټولنې په ۱۹۶۳م كال په اتو مادو كې يو متن تصويب كړ، چې مهم مواد يې په دې ډول وو: رسنۍ بايد د عامو وګړو په خدمت كې وي، ورځپاڼه ليكونكي بايد له هر ډول ناوړه كار څخه ډډه وكړي. بې پرېتوب، د ورځپاڼه ليكنې د بنسټ په توګه له رښتياوو سره بې كچه مينه، د ځينو رازونو په پام كې نيولو سره د واقعيتونو څرګندول، د عادي وګړو او رسمي چارواكو په وړاندې د زيانمنوونكو مطالبو له خپرولو ډډه (ملي او عمومي مصلحتونه ترې استثناء دي). د ناكره مطالبو نه خپرول، پر تېروتنه اعتراف، له نورو خپرونو څخه د اقتباس پر مهال د سرچينې په توګه د هغې يادول، د اقتباس پر مهال غور، د يو چا له اجازې پرته د هغه د مركې نه خپرول، ورځپاڼه ليكونو ته د خپل مسلك په بدل كې مادي او معنوي امكانات په واك كې وركول- نه د درواغو، حقيقت پټونې او ملي ارزښتونو پر ضد عمل باندې. په ۱۹۷۹م كال د ايران د ليكوالو او ژورناليسټانو د ټولنې له خوا يوه بله كړنلاره جوړه- خو د ټولنې د له منځه تلو له امله د پلې كېدو تر بريده ونه رسېده. په ايران كې د ژورناليسټي اصولو، اخلاقو او معيارونو د غوراوي وروستۍ هڅه د علامه طباطبايي پوهنتون د استاد ډاكټر كاظم معتمدنژاد له خوا په ۱۹۹۸م كال د (ژورناليسټانو لپاره د مسلكي اخلاقو لوړه) تر سرليك لاندې د يوې مسودې په ليكلو سره ترسره شوه. دا لوړه يوه سريزه او دوې بېلابېلې برخې لري. په سريزه كې د دې شيانو يادونه شوې ده: د وينا ازادي، د انسانانو بنسټيز حق په توګه- له پېښو څخه د خبراوي پر مهال د ژورناليسټانو ټولنيز مسووليت، د بېلابېلو اندونو په وړاندې پوهنيز (علمي) غبرګون، د نيوكو تشرېح او د خبرونو د ترلاسه كولو پر مهال لګېدلي بنديزونه. تر سريزې وروسته لومړۍ برخه په ۱۴ مادو كې د ورځپاڼه ليكونكو دندې او مسووليتونه په ګوته كوي، ځينې يې دا دي: ¡ خبر بايد يو ټولنيز خدمت وګڼل شي، نه يو اقتصادي توكى. ¡ ورځپاڼه ليكونكي بايد خپلو مسلكي ارزښتونو ته كلكه پاملرنه وكړي. ¡ له ادبي غلا، د متونونو او لاسوندونو (سندونو) له بدلون او د راپورونو د بنسټيزو برخو له منځه وړلو څخه بايد ډډه وشي. ¡ د هېڅ ډول ناوړه او ناقانونه امتياز نه منل. ¡ مسلكي ژورناليزم له سياسي، اقتصادي او سوداګريزو هڅو سره نه ګډول. ¡ د مطالبو په خپرولو، نه خپرولو او يا يې په منځپانګه كې د بدلون په موخه هېڅ ډول فشار ته غاړه نه ايښوول. ¡ د ناسمو مطالبو سمونه او لوستونكو يا د خپلو خواوو د ځواب حق ته درناوى. ¡ خپلواكۍ، ملي واكمنۍ، عمومي امنيت، نظم او ټولنيزې هوساينې ته درناوى. ¡ مذهبي مقدساتو، قومي او ملي ځانګړتياوو او اخلاقي ارزښتونو ته درناوى او له هر ډول جنسي، نژادي، قومي، پراختياغوښتونكو هڅو او پارونو څخه ډډه. ¡ نړيوالې سولې، امنيت او د خلكو ترمنځ د سوله ييز ژوند په موخه خپرونې كول. ¡ نړيوالو- بشري ارزښتونو (ولسواكۍ، د بشر حقوقو، د هېوادونو سياسي- اقتصادي او كلتوري پرمختيا) ته درناوى. ¡ وګړنيز ژوند او حيثيت ته درناوى، د كوچنيانو او زلميانو د حقونو ساتنه، زړو، بېوزلو او ناروغو خلكو ته د مرستو راټولول. ¡ د مسلكي رازونو او محرمو اخباري سرچينو- نه رسوا كول. په دويمه برخه كې يې راغلي دي: ¡ ټولو خبري سرچينو ته لاسرسي او د ټوليز (عمومي) ژوند په باب د هر ډول خبر، راپور او څېړنې حق لرل. ¡ د رسنۍ كړنلارې ته درناوى. ¡ پر ژورناليسټانو د هر ډول زورزياتي مخنيوى. ¡ د رسنۍ د پلور، په كړنلاره كې د بدلون او يا د ورځپاڼه ليكونكي د استعفا پر مهال د اړوندو حقونو وركول، پرته له دې چې د نوموړي مسلكي او ټولنيز موقف زيانمن كړي. ¡ له هر هغه تصميم څخه، چې رسنۍ يا مطبوعاتي مركز اغېزمنوي، د ژورناليسټانو خبرول. ¡ اقتصادي امكاناتو، د كار له ډله ييزو او شخصي تړونونو څخه د ګټې اخيستلو حق لرل. ¡ د مسلكي او ټولنيزو بنسټونو د جوړولو حق لرل. ¡ د ژورناليسټانو د رتبو او پېژندپاڼو د څارنې په موخه د خپلواك كميسيون تشكيول. ¡ د مسلكي اخلاقو او اصولو د څارنې په موخه د رسنيو عالي جرګه ګۍ جوړول. ¡ د ورځپاڼه ليكونكو د تخصصي زده كړو د پياوړتيا لپاره د مطبوعاتي موسسو له خوا لازمې مرستې برابرول. ¡ د ورځپاڼه ليكونكو د امتيازي حقونو ملاتړ. ¡ د ورځپاڼه ليكونكو حقوقي ملاتړ او له هر ډول بدني او رواني ګواښ څخه يې ژغورل. اساساً يو مسلك هم د ژورناليزم په څېر- هره ورځ د مليونونو خلكو د پام وړ نه دى. ژورناليسټان د خلكو له خوا- نه ټاكل كېږي، چې څارنه يې وكړي او دولتونه هم د ژورناليسټانو لپاره كومه ځانګړې پېژندپاڼه نه صادروي، نو ځكه هرڅوك كولاى شي ژورناليسټ شي او تر كومې چې وغواړي، ژورناليسټ پاتې كېدى شي. د ورځپاڼه ليكنې ډولونه: د شلمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي كې څلور ډوله ژورناليزم يا ورځپاڼه ليكنه پېژندل شوې. ۱. عيني ورځپاڼه ليكنه (Objective Journalism): د ورځپاڼه ليكنې دا ډول هغه تعبير ته ورته ګڼل كېږي، چې په نولسمه پېړۍ كې د وينا د ازادۍ په اړه موجود و. ځينو خبري اژانسونو درك كړه، چې له شخصي او ډله ييزو تمايلاتو او نظرونو پرته، راپورونه وركول نه يوازې د مخابرې له پلوه ارزان پرېوځي، بلكې زيات مينه وال هم لري. هماغه اژانسونه د دې ډول ورځپاڼه ليكنې مخكښان دي. په عيني ورځپاڼه ليكنه كې د مسلكي ژورناليزم او راپور وړ موضوع ترمنځ پر جلاوالي ټينګار كېږي. د احساساتو تر اغېز لاندې نه راتلل، د شخصي او ډله ييزو لېوالتياوو نه لرل، د راپور په ترلاسه كولو، ليكلو او وړاندې كولو كې بې پرېتوب، د رښتياوو پلټنه، مسلكي ازادي، د مسووليت احساس او وګړنيز حيثيت ته درناوى، د دې ډول ژورناليزم مهم اصول دي. ۲. تشرېحي ورځپاڼه ليكنه (Interpretative Journalism): هغه مهال چې د ټولنيزو ستونزو او ربړو د بيان په اړه عيني ژورناليزم پاتې راغى، نو تشرېحي ژورناليزم رامنځته شو. دا چې چارواكو څه وويل او يا د غونډې په پاى كې څه پرېكړه وشوه، د خلكو لپاره نه يوازې بس نه وو، بلكې زيات وخت تحريفوونكي واقع كېدل. يوازې د واقعيتونو وړاندې كولو، نه شواى كولاى چې د پېښو اصلي څېره راڅرګنده كړي. د ګورتيس ملګ دلګال په اند: دوديزه ورځپاڼه ليكنه كه هرڅومره عيني وي، خو بيا به هم يوه اندازه تشرېح په كې نغښتې وي. د نوموړي په عقيده په تشرېحي ژورناليزم كې ښايي چې ژورناليسټ د مسايلو له سطحې څخه ژورو ته كښته شي، ژورې او هراړخيزې څېړنې وكړي، چې لوستونكى د اړوندې موضوع په باب د پردې تر شا له واقعيتونو څخه خبر كړي. ۳. څېړنيزه ورځپاڼه ليكنه (Investigative Journalism): دا ډول ژورناليزم چې پخوا د ”رسوا كولو د هڅې“ په نامه يادېده، د ۱۹۷۰م كال له لومړيو راهيسې ورته پاملرنه زياته شوه. په دې ژورناليزم كې سياسي، اقتصادي او ټولنيز مسايل روزل كېږي او په اړه يې د پردې تر شا واقعيتونه روښانه كېږي. دا ډول ژورناليزم يوازې په دولت پورې منحصر نه دى، بلكې د بېلابېلو شركتونو، موسسو او ټولنو په باب هم په كې څېړنيز راپورونه وړاندې كېږي. ۴. پرمختيايي ورځپاڼه ليكنه (Development Journalism): د دې ورځپاڼه ليكنې د رامنځته كېدو دقيقه نېټه معلومه نه ده، خو كولاى شو سرچينه يې د فيلپين د ۱۹۶۰م كال سمونونه (اصلاحات) وبولو. په اسيا او اقيانوس كې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرامونو مسوول هندي ورځپاڼه ليكونكى ناربند او ګاروالا چې د دې ډول ورځپاڼه ليكنې ملاتړى دى، وايي: ”لوېديځوال خبريالان معمولاً پاروونكي، حيرانوونكي او استثنايي راپورونه خپروي، خو د پرمختيايي هېوادونو پر پرمختيايي او پراختيايي مسئلو باندې سترګې پټوي“. د اوګاروالا په باور- يو ژورناليسټ چې د كومې خپرونې په پراختيايي برخه كې كار كوي، بايد چې د ملي او ځايي (محلي) ارزښتونو په پام كې نيولو سره نوموړي پروګرامونه تر كره كتنې لاندې ونيسي. په بله وينا: ”په داسې حال كې بايد ژورناليسټ څېړنيز ژورناليزم ته مخه كړي“. ډاكټر معتمدنژاد بيا وايي: د پراختيايي ژورناليزم له كبله په ځينو هېوادونو كې ژورناليزم دولتي بڼه غوره كړې، چې يوازې مثبت او په خپله ګټه راپورونه خپروي، په داسې حال كې نيوكه چې د ژورناليزم بنسټ دى، له منځه ځي، ژورناليسټان له دولتي تبليغاتي شبكو سره د معاملې له مخې -د ټولنې د پرمختګ پرځاى د قدرت ساتلو په هڅو بوختېږي¡ | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:26 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
په نن، پرون او سبا كې | ||||
ژباړه او راټولونه: اداره په نن، پرون او سبا كې اروپايي اتحاديه په انټرنټ كې خپله څانګه پرانيزي د اروپايي اتحاديې كميسيون ويلي دي چې د ۲۰۰۵م كال تر پايه پورې به په انټرنټ كې ځان ته يوه بېله څانګه پرانيزي چې ”.eu“ به يې نوموي. دا كميسيون وايي چې دغه وړ هڅه نورو شخصي- سوداګريزو شركتونو ته هم اجازه وركوي، چې په اروپايي اتحاديه كې ځان ته يوه ځانګړې انټرنټي پېژندنه جوړه كړي. په نړيواله شبكه كې د ”.eu“ په نامه د يوې ځانګړې څانګې د پرانيستل كېدلو تړون، چې شپږ كاله مخكې تر كار لاندې و، په تېرو مياشتو كې اعلان شو. دا اتحاديه په دې باور ده، چې په اروپايي بازارونو كې به بوختو شركتونو ته دا كار ډېر ګټور وي، ځكه هغوى به په انټرنټ كې يو اروپايي هويت ولري. په لومړيو څلورو مياشتو كې به په دې برخه كې يوازې هغه شركتونه نوم ليكنه كولاى شي چې په ګډو بازارونو كې ونډه لري، په دې برخه كې به د انټرنټ د ناوړه ګټه اخيستونكو مخنيوى وشي. دې كميسيون خبردارى وركړى، چې د نوم ليكنې په برخه كې بايد له غور څخه كار واخيستل شي، ځكه چې د ناوړه ګټه اخيستنې شك ورباندې كېدى شي. په بروكسل كې د اروپايي اتحاديې چارواكو بيا هيله څرګنده كړې، چې دغه كار به نه يوازې د اروپايي اتحاديې هويت ته ګټه ورسوي، بلكې د برېښنايي رسنيو په نړۍ كې به هم يو مرستندوى كار كوي. Apple د”مك ميني“ په نامه ارزانه كمپيوټر بازار ته وړاندې كړ Apple نومي نړيوال او نوماند شركت د (مكنټاژ) په نامه د كمپيوټر يوه ارزانه بېلګه بازار ته وړاندې كړه. د دې شركت عمومي مشر اسټيوجابر په فرانسيسكو كې وويل چې د يوه (اېپل) كمپيوټر يوه داسې بېلګه يې چې مانيټور، موږك (ماوس) او كليدړه (كيبورډ) نه لري، په ۴۹۹ ډالرو (۳۳۹ پونډه) په بريتانيا كې نندارې ته وړاندې كړ. دغه شركت دغه راز په پام كې لري چې د موسيقۍ خپرولو يوه ارزانه دستګاه ”اى پاډ“ هم د ۹۹ ډالرو په ارزښت بازار ته وړاندې كړي. اېپل شركت تر دې مهاله يوازې شيك كمپيوټرونه توليدول، چې زيات كمپيوټرونه به يې له مايكروسافټ سيسټم څخه خړوبېدل، خو بيا به يې هم په بازارونو كې هركلى كېده. دا دى اوس دې شركت هوډ كړى چې لستوڼي بډ ووهي او د ”مك ميني“ په نامه د يوه نوي كمپيوټر په وړاندې كولو سره په بازارونو كې د سيالانو په وړاندې مبارزه وكړي. ”مك ميني“ له مانېټور او كليدړې پرته په هغه بيه بازار ته وړاندې كېږي، چې نور كمپيوټرونه يې لري. اېپل شركت هيله من دى چې وبه كړاى شي (پر وينډوز متكي) كمپيوټرونو غوندې د خلكو رضايت ترلاسه كړي او كه چېرې همدا كمپيوټر وكړاى شي د خلك پام ځان ته واړوي، نو د اېپل په محصولاتو كې په نور غوره بدلون هم راشي. خو پوښتنه دا ده چې ايا دا شركت به وكړاى شي د رقابتونو په دې بازار كې ځان ځانګړى ځاى ونيسي؟ انګرېز ماشومان او د ګرځنده ټليفونونو كارول كه څه هم څېړونكو تل يادونه كړې چې ګرځنده ټليفونونه ځينې خطرونه لري، خو بيا هم له لسو كلونو راهيسې انګرېز ماشومان له دې وسيلې څخه كار اخلي، چې د تېرو كلونو په پرتله اوس دا سلنه (فيصدي) دوه برابره زياته شوې ده. د انګلستان د يوې څېړندويې او سلاكارې ټولنې Mobile Youth له خوا د يوې شوې شمېرې له مخې ۵ څخه تر ۸ كلنو پورې يومليون ماشومان په دې هېواد كې له ګرځنده ټليفونونو څخه كار اخلي. دغه راز وړاندوينه (اټكل) شوى چې دا شمېره به تر ۲۰۰۷م كاله پورې ۱.۵ ته لوړه شي. د څېړنو له مخې په انګلستان كې د ګرځنده فون كاروونكو ماشومانو منځنى عمر ۸ كاله، خو په امريكا كې ۱۲ كاله دى. ځينې څېړونكي په دې باور دي، چې ماشومان بايد له خپلو همزولو سره په ټليفون ډېرې خبرې ونه كړي، ميندې او پلرونه د دوى په كنټرول كې مهم رول لرلاى شي. د تبليغاتي برېښناليكونو د لېږلو په جرم، لس كلن بند د امريكا په ويرجينيا ايالت كې يوې محكمې يو كس د تبليغاتي برېښناليكونو د لېږلو په جرم په لس كاله بند محكوم كړى دى. دېرش كلن جرمي جينز، لومړنى كس دى چې په امريكا كې د غيرقانوني- تبليغاتي برېښناليكونو د لېږلو په تور په بند محكومېږي. ده به د محصولاتو د پلورنې او نورو خدمتونو له كبله هره مياشت ۷۵۰ ډالره ګټل، حال دا چې هېڅ شى يې هم نه درلود. خو دى به تر هغو پورې ازاد وي، چې محكمه پر خپل حكم بيا كتنه وكړي او په دې باب دا نوى قانون اعلان او مشروعيت ترلاسه كړي. د ويرجينيا د قانون پر بنسټ، د تقلبي پتو له لارې د ګڼو برېښناليكونو لېږل او خلك په عذابول- يو جرم دى. څارنوالې ليسا هيكس توماس، چې د جينز پرضد يې دا جرم پسې رااخيستى، وايي: ”دلته مسئله يوازې د ګڼو برېښناليكونو لېږل نه وو، تورن كس به د خبرتياوو د لېږلو بهير او سرچينه پټوله، چې د برېښناليك ترلاسه كوونكي به نه توانېده، چې ووايي: دا مه رالېږه، ځكه د ورلېږل شوي پيغام لېږونكى او د لېږونكي پته به چا ته نه ښكارېده“. مېرمن توماس وويل: د سترې محكمې له حكم څخه راضي ده او هيله لري چې په محكمه كې بيا غور كول هم پر خپل قوت پاتې شي. جينز به د يوه شركت له سرور ”اى او. ال“ (America Online) څخه دا برېښناليكونه لېږل، دا شركت د ويرجينيا په يوه برخه كې فعاليت كوي او ګومان كېږي چې جينز به هره ورځ ۱۰ مليونه برېښناليكونه لېږل، ”اى او. ال“ په نړۍ كې د انټرنټي خدمتونو تر ټولو ستر وړاندې كوونكى دى. په امريكا كې دا تر ټولو ستر مجازات دي. اوس جينز ژمنه كړې چې تر دې وروسته به د برېښناليك له لارې خلك نه په تنګوي. اټكل كېږي چې په سلو كې ۷۰ برېښناليكونه به په هغه كتار كې راځي، چې په ”Spam“ مشهور دي. ګوګل د ”جيمېل“ ظرفيت دوه ګيګابايټو ته زيات كړ ګوګل انټرنټي شركت، چې د برېښناليك وړيا خدمتونه وړاندې كوي، د هر برېښناليك كاروونكي لپاره تر يوه كال وروسته يو ګيګا بايټ ظرفيت په پام كې نيولى و، چې دا دى اوس دا ظرفيت دوه چنده زيات شوى دى او د برېښناليك كاروونكو ته دا يو لوى ”مېل بكس” دى. اوس به ”جيمېل“ كاروونكي د خپلو برېښناليكونو د خوندي كولو لپاره خلاص لاس ولري، ګوګل د ”ياهو“ او ”هاټمېل“ په سيالۍ كې برياليتوب غواړي، دا دى اوس هوډ لري د ګوګل له كاروونكو سره مرسته وكړي او دوى ته دا ډاډ ورپه برخه كړي، چې د خپلو برېښناليكونو خوندي كول ورته اسان دي، په دې مانا چې د خپلو برېښناليكونو په بكس كې په زرګونو برېښناليكونه خوندي كولاى شي. ماريسا ماير، د ګوګل د انټرنټي محصولاتو مديرې اعلان وكړ: ”موخه مو دا ده داسې يو كار وكړو، چې برېښناليك كاروونكي د خپل مېل باكس څومره والي ته خواشيني نه وي، ځكه چې اوس به ډېر ظرفيت په واك كې لري“. دا خبر د ګوګل په لومړۍ كاليزه كې خپور شو. تر دې وروسته د ياهو، مايكروسافټ او د هاټمېل چلوونكو هم هوډ وكړ، چې په خپلو ظرفيتونو كې زياتوالى راولي. ياهو هم په همدې وخت كې اعلان وكړ، چې كاروونكي به يې د خپلو برېښناليكونو د ساتنې او خوندي كولو لپاره يو ګيګابايټ ظرفيت په واك كې لري. كله چې ګوګل ”جي مېل“ وړاندې كړ، هغه مهال د ياهو مېل بكس يوازې څلور ميګابايټه و. د هاټمېل چلوونكو هم په دې وخت كې خپل ظرفيت ۲۵۰ ميګابايټو ته لوړ كړ. مېرمن ماير د جزئياتو له څرګندولو پرته وويل چې ګوګل كولاى شي چې دا ټول ظرفيتونه خپلو كاروونكو ته په واك كې وركړي.خو د يوه كال تر تېرېدو وروسته هم ګوګل يوازې هغو كسانو ته دا امكانات وركوي، چې څوك بلنه وركړي، په دې مانا چې په ګوګل كې ګډون كوونكى كس كولاى شي نويو ګډونوالو ته بلنليك ولېږي، په دې وروستيو مياشتو كې ګوګل د انټرنټ كاروونكوته ډېر بلنليكونه په واك كې وركړي دي، ښه خبره دا هم ده، چې پښتو توري نه خرابوي، هغه كسان چې له جيمېل څخه پښتو برېښناليك لېږي، لومړى بايد خپل متن په ”ورډ“ پروګرام كې وليكي، بيا دې راكاپي او ولېږي. په انټرنټ كې د بن لادن د ”ځانوژنې“ وايروس امنيتي كارپوهانو ويلي چې يو وايروسي پيغام چې د اسامه بن لادن د ځانوژنې انځورونه هم له ځان سره لري، په انټرنټ كې فعال شوى دى. د كمپيوټر لپاره يو امنيتي شركت ”سوفوس“وايي چې دا پيغام د ”يوزنټ/ Usenet“ له خبري ډلو سره مل شوى او خلكو ته لېږل شوى و. د دې پيغام موخه دا ده چې د ترلاسه كوونكي شخص د پلټنې حس راوپاروي، هغه په كوښښ كوي چې ورغلې دوسيه (فايل) پرانيزي، په دې وخت كې به وايروس خپل فعاليت پيل كړي. اسامه بن لادن، د القاعدې شبكې مشر د سپټمبر د يوولسمې نېټې په بريد كې مخكښه څېره ګڼل كېږي، چې پر امريكا يې دا بريدونه ترسره كړي دي. په دې پيغام كې راغلي چې ګواكې د اسامه مړى په دار ځړول شوى او دا مړى د ”سي. ان.ان“ شبكې د خبريالانو له خوا موندل شوى، بيا هغې ويبپاڼې ته اشاره كوي، چې د اسامه بن لادن د ځانوژنې انځورونه په كې ښكاري. سوفوس نومى شركت وايي دا دوسيه ”تروا“ ته ورته پروګرام لري، چې په پټه توګه له كمپيوتر څخه ځينې كوډونه رااخلي او وايروس ته دا چانس وركوي، چې له ډېر ليرې ځاى څخه هم د كمپيوټر كنټرول په خپل واك كې واخلي. د سوفوس شركت مشر ګراهام كلولي وايي: كولپ ماتوونكي (هكر) او وايروس ليكونكي كوښښ كوي د خلكو د پلټنې حس راوپاروي او په دې توګه ناوړه ګټه پورته كړي. داسې ښكاري لكه كولپ ماتوونكو چې دا ځل د تروريزم پرضد جګړه ځان ته يوه موضوع ټاكلې وي او د خلكو پام ځان ته رااړوي. د سوفوس يو بل شنونكى وايي چې دا وايروسونه له ډېر پخوا څخه په انټرنټ كې راڅرګند شوي وو، خو ليكوال يې ظاهراً كوښښ كوي چې هر ځل نوې بڼه وركړي، چې خلكو ته په زړه پورى وي. اړوند كارپوهان كمپيوټركاروونكي دېته هڅوي چې بايد له وايروس ضد پروګرامونو څخه كار واخلي. يوه كمپيوټري اله د انسان ماغزه لولي په نړۍ كې د لومړي ځل لپاره يوه داسې كمپيوټري اله جوړه شوې، چې د يوه معلول سړي په مغزو كې تر ځاى پرځاى كېدو وروسته يې د هغه ټول فكرونه ولوستل. په يوه پېښه كې د ۲۵ كلن متيو نيګل، تر غاړې لاندې د بدن ټوله برخه فلج شوه، چې اوس په درې ارابه يي سايكل كې د بل چا له خوا وړل كېږي. وړم كال په دوبي كې د ”نيوانګلېنډ سايناى“ روغتون كې چې په ماساچوست كې موقعيت لري، دا اله د دې ځوان په مغزو كې ځاىپرځاى شوه، هغه ته يې دا امكان وركړ چې د خپل سوچ په مرسته د كور ځينې كارونه كنټرول كړي. څېړنو ښوولې ده چې بيزوګانې كولاى شي هغه كمپيوټر كنټرول كړي، چې د ځينو الكټرودونو په مرسته يې په مغزو كې كرل شوي وي. په دې وروستيو كې څلور تنه، چې دوه تنه يې نيمه معلول او په درې ټايره سايكلونو به ګرځېدل تر همدې ازموينې لاندې ونيول شول، يانې هغه خولۍ ورپه سر كړل شوې، چې مغزي څپې يې موندلاى شوې، دوى وتوانېدل د خپلو مغزو په مرسته د كمپيوټر (كرسر) وښوروي. خو هغه اله چې ښاغلي نيګل ته جوړه شوې او BrainGate نومېږي، د وېښتو په اندازه ۱۰۰ نري الكټروده لري او د مغزو د هغې برخې په يو ملي مترۍ كې وكرل شوه، چې د حركاتو كنټرول پر غاړه لري. د دغو الكټرودونو له خوا راټول شوي معلومات كمپيوټر ته انتقال شول، چې د مغزونو نښې او علايم يې وڅېړل. په ”روډ ايلنډ“ كې د براون پوهنتون د اعصابو كارپوه پوهاند جان داناهيو له هغو پوهانو څخه دى چې د دې الې په جوړونه كې يې له ”سايبركينتيك“ شركت سره همكاري كړې ده. دى وايي: ”د كمپيوټر پاڼه داسې بڼه لري، لكه څوك چې له ليرې ځايه يو ټلويزيون كنټرولوي. كاروونكى د ليد زاويه پر يوې برخې متمركزوي، دا داسې ده لكه څوك چې په كمپيوټر كې پر يوه پروګرام كليك كوي“w | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:25 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
د وينا ازادي | ||||
w صالح محمد د وينا ازادي [څنګه، څومره او ولې؟] (انسان ته ځکه دوه غوږونه او يوه خوله ورکړل شوې، چې دوې خبرې واوري، يوه وکړي). سريزه: انسان ځکه تر نورو ژونديسارو ممتاز دى، چې د خپلو عقايدو د څرګندولو لپاره بېلابېلې وسيلې کارولاى شي. دا د انسان يو روا حق دى چې خپله عقيده، نظر او رايه په ازادانه ډول څرګنده کړي، د خپل ايډيال او ارمان د ترلاسه کولو لپاره روا مبارزه وکړي. د وينا ازادي بايد په دې مانا ونه ګڼو، چې يوازې دې يو انسان خپله عقيده، رايه او نظر څرګند کړي، بلکې انسان دا حق هم لري چې په همدې کچه له نورو خلکو څخه هم معلومات ترلاسه کړي. د يوې انساني ټولنې د جوړېدو لپاره دا يو ډېر ضروري رکن هم دى، ځکه چې خلک د وينا او چوپتيا په حالتونو کې مسوولين دي، که چېرې وينا وکړي، ښايي د ښې هغې له کبله ځان او نورو ته ګټه ورسوي، خو که چېرې د جبر په وړاندې غلي کښېني، بيا هم يو وجداني مسووليت ورته راجع کېږي. خو انسان هغه وخت چوپتيا غوره کولاى شي، چې وينا يې زيان رسوونکې تمامه شي، ګنې هېڅوک هم حق نه لري چې يو انسان په زوره د ځينو اطلاعاتو افشا کولو ته اړ باسي. کله چې په ناقانوني ډول د يو کس د وينا مخه نيول کېږي او بنديز ورباندې لګول کېږي، په حقيقت کې يوازې د هغه شخص پر حق تېرى نه دى شوى، بلکې د هغو اشخاصو پر حق هم تېرى شوى، چې دا معلومات ترلاسه کوي. حکومتونه دا مسووليت لري چې د وينا ازادۍ ته وده ورکړي، ګني په زيان به يې تمام شي، ځکه چې په دې برخه کې دوى هم ځانګړى مسووليت لري. ’په نړۍ کې حکومتونه څلور ډوله دي: ١. ډيموکرات او ليبرال حکومتونه چې خلک په دې ډول حکومت کې په رښتينې مانا ګډون لري، مشران حکومت په خپله ټاکي او ډيموکراسي په کې پلې ده. هلته د وينا او مذهب خپلواکي شته، په دې شرط چې انارشۍ ته لار خلاصه نه کړي. ښه بېلګه يې امريکا ده. په ډيموکراتو ټولنو کې دا يو اصل دى چې حکومت يو ځواکمن ارګان دى، دېته اړتيا نه لري چې د خپلو پاليسيو د غښتلتيا لپاره ورځپاڼې، جريدې او مجلې په کار وګماري. ٢. دويم ډول يې هغه دي، چې ډيموکرات نه دي، خو ليبرال دي، يانې خلک د حکومتي مشرانو په ټاکلو کې کوم رول نه لري، خو د مذهب او وينا خپلواکي په کې شته، که څه هم د نړۍ په اوسمهالو حکومتونو کې يې کومه بېلګه نه شو په ګوته کولاى، خو د ايران د کريمخان زند حکومت د بېلګې په توګه يادولاى شو. ٣. درېيم ډول يې هغه دي، چې ډيموکرات دي، خو ليبرال نه دي، له نوم څخه يې څرګندېږي، چې د حکومت مهم اشخاص د خلکو له خوا ټاکل کېږي، خو د وينا، مذهب او مسلک خپلواکي په کې نه شته، ښه بېلګه يې په چين کې د مائو، په کيوبا کې د کاسټرو او په خپله د شوروي حکومتونه دي. ٤. څلورم ډول يې هغه حکومتونه دي، چې نه ډيموکرات دي نه ليبرال، نه د حکومت مشران د خلکو له خوا ټاکل کېږي، نه هم په کې د عقيدې او وينا ازادي شته، بېلګې يې د درېيمې نړۍ په جغرافيه کې موندلاى شو، لکه افغانستان او عراق (د امريکا تر بريد مخکې) دغه راز عربستان او نور‘. د بشر د حقونو اروپايي محکمه په وار- وار ټينګار کوي: د وينا ازادي د يوې ډيموکراتې ټولنې لپاره له مهمو اساساتو څخه ده، چې د ټولنې په عمده پرمختګ او وده کې مهم ځاى لري. په نړۍ کې هغه ميندې او پلرونه هم مجرمين ګڼل کېږي، چې د بې پروايۍ له کبله يې اولادونه بېلارې شوي وي، يا يې هم نور نااخلاقي او ناقانوني کارونه کړي وي، چې حکومت يا ولس ته يې زيان اړولى وي. افغانستان هم اوس د خپل تاريخ په يوه داسې پړاو کې دى- چې تر هر وخت زيات په کې د ’شعارونو‘ او ’کارونو‘ بازار خورا تود شوى دى، نن سبا خو ځينو ’شعارونو، اصطلاحاتو او سټايلونو‘ دومره زور اخيستى چې دا دى ورو- ورو زموږ په ژوند، اروا او ټولنيزو احساساتو کې راګډېږي، زموږ د ژوند يوه برخه جوړېږي. که څه هم دا دى د دې نوي بهير عمر زياتېږي او د نړۍ د خپلواکۍ، ډيموکراسۍ او سياسي اقتصاد ټېکه داران عملاً په سيمه کې د دغو نويو پديدو د پلې کولو لپاره پانګونه کوي او دا کار د دوى د سلګونو او لکونو ساتندويانو د سر په بيه تمام شوى، بيا نو ولې موږ په درې- څلورو کلونو کې شل سلنې (فيصده) سياسي، ټولنيز، کلتوري او اقتصادي پرمختګ هم نه درلود؟. يوازې سيمينارونه، ورکشاپونه او سمپوزيمونه زموږ هېواد او هېوادوالو ګټه نه رسوي. افغانان تر هرڅه څومره والي ته خوشحاله دي، له دې کبله تل څرنګوالى يا کيفيت ورڅخه تت شوى او پر دې نيمګړتيا بيا ډېر وروسته پوهېدلي يو. در دويمې نړيوالې جګړې وروسته د مطبوعاتو او وينا ازادۍ ته پام واوښت چې په دې برخه کې ځينو بنسټيزو اصلاحاتو ته هم پام واوښت. څرنګه چې ږغيزو او ننداريزو وسايلو پرمختګ وکړ، د دې تر څنګ ورځپاڼو، مجلو او نورو خپرونو هم دغه اصل ته پام واړاوه، خو بيا هم دا مهال دا ازادي د دولت تر سانسور، محدوديت او لاسوهنې لاندې وه. هلته د وينا او مطبوعاتو ازادي په دې نيت رامنځته شوه چې ټولنې ته د رښتيني خدمت لار اواره شي او په دې برخه کې پراته خنډونه، ربړې او کړاوونه ليرې شي. دلته نو سياسي ډيموکراسۍ- ټولنيزې او اقتصادي ډيموکراسۍ ته ځاى پرېښود، چې کرار- کرار اقتصادي سياست او ټولنيزې پراختيا ته وده ورکړل شوه، په رښتيا يې دوى ګټه هم وليده. دوى د ټولنې د ټولو وګړو لپاره ټولنيز، اقتصادي او کلتوري حقونه غوښتل. ’په همدې تازه شرايطو کې ځينو لوېديځوالو انديالو (متفکرانو) ټولو ته (د اطلاح حق) مطرح کړ، خو ځينو نورو يې بيا (د ارتباط حق) ته اشاره وکړه او ټينګار يې درلود، چې په انساني ژوند او انساني ټولنه کې دا يو مهم اصل دى‘. روژه کلوس- د اړيکو د پوهنې يوه بلژيکي استاد د اطلاح د حق په باب په خپل يوه کتاب کې وکښل: ’د اطلاعاتو د ازادۍ تر څنګ چې د عقيدې، بيان، خپرونو او اطلاعاتو ازادي په خپله لمن کې رانغاړي، کرار- کرار يو بل مفهوم هم ځان راڅرګندوي چې د اطلاع حق دى. دا په خپله څرګندوي چې په دې برخه کې يوازې دوديزو خپلواکيو ته اړتيا نه لرو، بلکې دا مفهوم چې د خبرونو د لېږدونې وسيلې دي، ځينې نور توکي هم موږ ته راپېژني، لکه د خبري رپوټونو حقيقت، د خبرونو سموالى او بشپړوالى او ټولو خپرندويو ټولنو ته د خلکو لاسرسي‘. دغه راز د ارتباط د حق په باب د فرانسې د ټلويزيوني پروګرامونو پخواني مدير او د اروپا د هراړخيز ټلويزيوني پروګرام مدير ژان ډارسي- د ١٩٦٩م کال په نومبر کې په (د اروپايي اتحاديې په راډيو ټلويزيون) نومې مجله کې يوه ليکنه خپره کړه چې سرليک يې دا و: ’د ارتباط لپاره د انسان حق‘، ده په خپله دې ليکنه کې لاندېنيو ټکو ته اشاره کړې وه: ’د بشر د حقونو نړيواله اعلاميه چې شل کاله وړاندې خپره شوه، په ١٩مه ماده کې يې د خبرتيا اخيستلو په برخه کې د انسان حق مشخص شوى و، خو بايد د انسان يو پراخ حق په رسميت وپېژندل شي، چې هغه د انسان ارتباط دى‘. د دې ليکنې تر خپراوي لس کاله وروسته نوموړي ليکوال يوه بله ليکنه خپره کړه، دا ليکنه (ارتباطات- فرانسوي مجله) کې [١٩٧٩م کال- درېيمه ګڼه] کې راغله، چې وړانديز يې کړى و، ’د ارتباط حق دې په رسميت وپېژندل شي‘. موږ ته به دا اټکل ګران وي، که ووايو چې اوس مهال په اروپا، غربي نړۍ او يا هم نورو هېوادونو کې د وينا ازادي شته، خو په افغانستان کې نه شته، ځکه دا بايد ومنو چې خپلواکي هم خپل حدود او اصول لري، بشپړه خپلواکي دا نه ده چې يو څوک که هرڅه غواړي هغه دې ووايي. د غرب دا ډيموکراسي او په دغو هېوادونو کې واکمن اخلاقي فساد خو ټوله نړۍ پر سر اخيستې ده او په خپله د دغو هېوادونو حکومتونه يې هم کابو کولاى نه شي. په دغو هېوادونو کې دغو متمدنو حکومتونو ځينې مقررات ټاکلي، چې دغه ټوليزې رسنۍ بايد د هغو په چوکاټ کې کار وکړي. د وينا ازادي: د افغانستان د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون هم حکم کوي: ’(١) هر كس د فكر او بيان د آزادۍ حق لري. د دولتي مسوولينو له خوا له مداخلې او محدوديت پرته، د معلوماتو او نظريو غوښتل، ترلاسه كول او انتقال په دې حق كې شامل دي او د بيان او د معلوماتو د خپرولو، وېش او تر لاسه كولو د وسايلو آزادي هم په خپله لمن كې رانغاړي. (٢) دولت د ټوليزو رسنيو د آزادۍ ملاتړ كوي او پياوړې كوي يې. هېڅ رښتينى يا حكمي كس د دولت او دولتي ادارو په ګډون نه شي كولای د خبري او يا معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود كړي او يا په بل ډول سره د ټوليزو او معلوماتي رسنيو په چارو او خپرونو كې لاسوهنه وكړي‘. [د افغانستان د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) نوى قانون، دويم فصل، څلورمه ماده]. د اروپايي هېوادونو د وزيرانوشورا په ١٩٨٢م کال کې د وينا د ازادۍ په باب يوه اعلاميه خپره کړه، چې اروپايي دولت بايد کورنيو او نړيوالو ټوليزو رسنيو ته اسانتياوې برابرې کړي. دغه راز د ملګرو ملتونو يوه کمېټه هم ټينګار کوي چې د خلکو د وينا د ازادۍ حق د ساتنې لپاره بايد د رسنيو د سانسور پر ضد اقدام او هڅه وشي. دا کمېټه همدا راز حکم کوي، هغه خپرونې چې په کم تيراژ خپرېږي، بايد له هر ډول قيد او شرط څخه ازادې وي. د وينا ازادي يانې د فکرونو، خبرتياوو او احساس د څرګندولو ازادي، چې يو انسان وکړاى شي له کوم خنډ پرته خپل نظر، خپله رايه، خپل احساس او خپلې خبرتياوې يا معلومات نورو ته وړاندې کړي. په دې برخه کې بېلابېلې وسيلې يادولاى شو، چې انسان يې په مرسته خپله دغه معلومات، احساس يا وينا تر نورو رسوي، لکه: خبرې اترې (ديالوګ)، ليکنه او نور هنرونه: تياتر، سينما، مجسمه جوړونه، نڅا، موسيقي، کارټون انځورول... بياني وسايل: لکه ويناوې، کتاب، ورځپاڼه، مجله، انټرنټ پاڼې، ملټي ميډيا، غونډې، راډيو ټلويزيون، د تياتر او سينما سالون جوړول. دغه راز د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې او لاريون. پوهان په دې باور دې چې د وينا او مطبوعاتو خپلواکي کولاى شي چې د يوې ټولنې په فکري او ذهني سمون کې رغنده رول ولوبوي. خو په افغانستان غوندې هېواد کې بايد دغه بهير ته يوه ملي او افغاني تګلاره جوړه شي، ځکه افغانان تر يوه اوږدمهالي بحران او کړکېچ وروسته نوي له ډيموکراسۍ او دا وړ نورو نويو پديدو سره بدلېږي. د بشر د حقونو UOHR د نړيوالې اعلاميې په نولسمه ماده او د ملګرو ملتونو د سازمان په يوه پرېکړه کې د وينا د ازادۍ په باب ډېر څه راغلي دي. ’هرڅوک د خپلې عقيدې او نظر د څرګندولو حق لري....‘ که سړى دې موضوع ته له يوه اړخ څخه وګوري، نو دا به ورته څرګنده شي، چې د وينا د ازادۍ په برخه کې کارنده ادارې هېڅ هم نه دي کړي، ځکه چې ازادي خو هسې هم د انسان فطري حق دى، چې هېڅوک يې ورڅخه نه شي اخيستلاى، دا که څوک په يوه ټولنه کې کله- کله د وينا، عقيدې او نظر څرګندونې واک يا چانس نه لري دا خو د شرايطو ستونزه ده، کله چې شرايط سم شي دا حقونه هم په خپله اعاده کېږي، يا يې د اعادې لپاره زمينه او شرايط برابرېږي، دغه راز که د ښځو د حقونو موضوع وڅېړو، په دې وروستيو کلونو کې په دې برخه کې خپرېدونکو خبرونو، تحليلونو او ليکنو له موږ څخه لار ورکه کړې ده، خو په عمل کې هېڅ هم نه دي شوي، البته په دې خبره دې څوک خوا نه بدوي، ځکه چې د کابل يو څو مېرمنو ته کار ورکول، يو څو لوستو مېرمنو ته په دفترونو کې کار پيدا کېدل خو دا مانا نه ورکوي، چې افغانستان ګل او ګلزار شو، يا هم افغانو مېرمنو ته هرڅه ورسېدل!. بلکې موږ اوس هم په خپل هېواد کې وينو چې د وينا د ازادۍ په وړاندې لا د ټوپک او ټوپکواکۍ ګواښ عملاً موجود دى، چې دا ننګونه لا هم د خلکو پر خولو باندې د چوپتيا مهر لګوي. د بشر د حقونو نړيواله اعلاميه پر هېوادونو اجباري نه ده، خو دا اعلاميه چې په ١٩٤٨م کال تصويب شوې، په خپله نولسمه ماده کې پر دغې خپلواکۍ ټينګار کوي، خو د کتابونو او په عمومي ډول د کاغذ پر مخ خبرې د انسانانو له عملي ژوند سره ډېر توپير لري. شرايط هم هر وخت يو ډول نه وي، په ځينو هېوادونو کې سړى کولاى شي چې ځينې نوې پديدې په ډېر سرعت سره پلې کړي، خو په ځينو ټولنو کې بيا دا کار ډېر وخت ته اړتيا پيدا کوي. افغانستان د ١٩٨٣م کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه د مدني او سياسي حقونو نړيوال تړون يا ICCPR تصويب کړى او د دې تړون نولسمه ماده چې د وينا له ازادۍ سره يې موضوع ډېره نژدې ده تضمينوي. ’١. هرڅوک به د عقيدې ازادي لري. ٢. هرڅوک به د وينا ازادي لري، خبرتيا غوښتلاى شي، دغه راز يې نورو ته هم رسولاى شي...‘ څرنګه چې د يوه انسان لپاره د وينا د ازادۍ حقوق په دې حدودو کې خوندي دي، بيا هم د زورواکو په وړاندې داسې څه نه شته، چې هغوى د دې ازادۍ له تحريم او سرغړاوي څخه راوګرځوي. په افغانستان کې تر دې مهاله عدلي او قانوني ادارو داسې کوم اقدام نه دى کړى، چې د وينا د ازادۍ کوم مخالف يا دې د دې ازادۍ مخنيوونکى نيولى او محاکمه کړى وي. د وينا ازادي که هرڅومره ډولونه او بڼې لري، ځينې حساس ټکي بايد خامخا مراعات کړي: § د هېڅ مذهب سپکاوى دې نه کېږي. § وينا بايد ژبنيز، قومي او سيمه ييز تعصب ته زمينه برابره نه کړي. § د چا پر شخصيت دې تېرى نه کېږي، يانې د کوم شخص دومره سپکاوى دې نه کېږي، چې بله ورځ ټول خلک ورپورې خاندي او په سپک نظر ورته ګوري. § د يوه هېواد ملي او آر ارزښتونه دې نه زيانمنوي، په دې مانا چې په ليکنه يا وينا کې دې د يوه هېواد ټولو ارزښتونو ته په درنه سترګه کتل شوې وي. د وينا د ازادۍ په وړاندې پراته خنډونه: تر دې مهاله پورې په افغانستان کې د وينا ازادي د ټوپک او ټوپکوالۍ په سيورې کې زيانمنه شوې، هر واکمن هڅه کړې چې د خپلو ځانګړو سياسي او خاصو ګټو لپاره پر دغې ازادۍ محدوديت ولګوي او پرې نه ږدي، چې څوک دې خپل اواز اوچت کړي. اوس هم که څوک نړيوالې راډيوګانې تعقيبوي، د ساري په توګه که د بدخشان په يوه وروسته پاتې کلي کې خلک پر دولت نيوکه کوي او د مرستې يا همکارۍ غوښتنه لري، دولتي چارواکي بيا د ځان د سپيناوي په برخه کې خامخا دا وايي چې ’دولت په دې هڅه کې دى، چې دا ستونزه اواره کړي او...‘. په افغانستان کې د وينا د ازادۍ په وړاندې تر ټولو لوى خنډ په خپله دولت دى، چې تر دې مهاله پورې يې د سانسور زوړ دود پرې نه ښود او په دې برخه کې يې نويو ريفورمونو او نړيوالو نورمونو ته غاړه کښېنښودله. اوس هم که څوک پر دولت کومه نيوکه لري، ولې يې د افغانستان له راډيو او ټلويزيون څخه نه شي ويلاى؟ او ولې مو روڼاندي کسان خپل نظر يوازې له نړيوالو راډيو ګانو څخه وړاندې کوي، زموږ خپل ملي راډيو او ټلويزيون!! يې ولې زغم نه لري. که چېرې کوم وخت لمر له غرب څخه راوخېژي او په دغه راډيو- ټلويزيون کې کومه خبره د دولت په خوښه برابره نه وي، خو خپره شي. نو بله شپه يې کوم دولتي چارواکي مايکروفون ته کښېنولى وي، چې هغه خبرې رد کړي او د دولت پاليسۍ ته نور هم ’پالش‘ ورکړي. زموږ دولتي راډيو او ټلويزيون يوازې د ولت له پاليسۍ او تګلارې دفاع کوي، په دې برخه کې که څوک د مثبت نيت او ښه نيت له مخې هم کومه نيوکه کوي، نو دوى کوښښ کوي چې په دې برخه کې دفاع وکړي، د دولت دغه سيسټم او دا چلند په خپله سمون او ريفورم ته اړتيا لري. عام ولس اوس هم د افغانستان په راډيو ټلويزيون کې د ځان او خپل ژوند انځور نه شي موندلاى. د ساري په توګه که مو کوم وزير يوه ولايت ته تللى وي او هورې يې غونډه رابللې وي، ډېر کسان ويناوې کوي، خو کله چې دا رپوټ په بشپړ ډول خپرېدو ته وړاندې کېږي، موږ ته يوازې د وزير صاحب وينا رااوروي، چې هماغه يو څو تکراري خبرې کوي. که د کومې دولتي ورځپاڼې خبريال يوې غونډې ته ځي چې رپوټ يې وليکي، هغه ته مهمه خبره دا ده چې کوم دولتي چارواکي ګډون کړى او څه وايي، بس همدا ټکي رااخلي او په خپل رپوټ کې يې پړسوي. د ساري په توګه يو مهال د شينوارو ولسوالۍ سپين ږيري او قومي مشران کابل ته راغلي وو، له ولسمشر سره يې کتلي وو او غوښتل يې چې دا لويه ولسوالي دې په ولايت بدله شي، خو کله چې يې له ټلويزيون څخه خبر خپرېده، نو داسې مو واورېدل او وليدل: ’د شينوارو لويې ولسوالۍ سپين ږيرو او قومي مشرانو نن د دولت له محترم رئيس سره په يوه کتنه کې له دولت سره خپل ملاتړ اعلان کړ او په هېواد کې يې د سولې او امنيت غوښتنه وکړه...‘. د افغانستان راډيو او ټلويزيون تر دې مهاله هغه څه نه خپروي چې پر دولت نيوکې وي، همدا وجه ده چې په ټول هېواد کې په سلو کې ٣٠ اورېدونکي او ليدونکي هم نه لري. په دې هېواد کې هر وزير يا رئيس له خپلو کارکوونکو سر ټکوي، کارکوونکي له وزير يا رئيس څخه. په دولتي راډيو ټلويزيون کې يوازې يو څو فرمايشي خبرې راځي، چې نه په کې د عامو خلکو رايه شامله شوه او نه يې هم په خلکو کې ځان ته ځاى پيدا کړ. دولت پر ځان نيوکه خپله کمزوري ګڼي، پر خپلو ستونزو او نيمګړتياوو پرده غوړوي خو چا ته څه نه وايي، خپله ناکامي خپل مجبوريت ګڼي، خو بيا هم د خپل برياليتوب خبره کوي. زيانونه: د وينا ازادي داسې ده لکه د انسان په وړاندې چې ډېر خواړه پراته وي، که چېرې انسان دا ډېر خواړه په يوازې ځان وخوري، کېدى شي چې ډېرې روغتيايي ستونزې ورپېښې کړي. اوس د انټرنټ نړۍ ورځ په ورځ پراخېږي او ټوله نړۍ په خپلو وزرونو او جال کې رانغاړي، نو که يو څوک په خپل هېواد کې کومه ليکنه نه شي خپرولاى، په انټرنټ کې يې په اسانۍ سره خپروي، چې څوک به يې سرچينه هم ځان ته نه شي معلومولاى، ځکه چې د انټرنټ پاڼې ټوله راکړه ورکړه د برېښناليک له لارې کېږي، چې څوک د برېښناليک له لارې سيمه نه شي معلومولاى. اوس مهال هم په دغو پاڼو کې زياتې داسې ليکنې خپرېږي چې د افغانستان او د دې هېواد د رښتينو ارزښتنو پرخلاف او پرضد دي. څوک دې دا نه وايي چې په افغانستان کې ګڼې مجلې خپرېږي، په سلګونو ټولنې ايجادې شوي او دا دى هرڅه تامين دي، خلک هېڅ ته هم اړتيا نه لري. همدا اوس که موږ دا خپرونې وګورو، چې زياتره يې له کابل څخه راوځي، په اکثرو کې يې داسې څه خپرېږي چې زموږ ملي يووالي ته سخت تاوان لري او د دې پرځاى چې د هېوادوالو ترمنځ د مينې او اخلاص مزي وغزوي، لا يې په زړونو کې کرکې کري. په دې منځ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې د دغو خپرونو د څارنې او کتنې درنه دنده ورترغاړې ده، د نندارچي رول لوبوي او ښايي په راتلونکي کې دا بې تفاوتي دا وزارت او د دې وزارت چارواکو ته ډېره درنه تمامه شي. د وينا ازادي دېته هم نه وايي چې يو سړى دې هرڅه ووايي او د چا خبره که هره خبره په خوله ورتلله، هغه دې ووايي. بلکې په دې برخه کې انسان بايد زيات حساسيتونه په پام کې ونيسي، يوه وړه خبره هم کولاى شي انسان محکمې ته راکش کړي، يا هم د انسان شخصيت په صفر کې ضرب کړي. ګټې: که چېرې د وينا ازادي په رښتيا هم پلې شي او عام خلک يې په ګټه وپوهول شي، دا کار به زياتې ګټې لري. هر سړي ته دا احساس ورپيدا کېږي چې د هېواد د يوه استوګن په توګه يې نظر، رايه، هيله او ارمان يو ارزښت لري، چې دا کار په خپله پر ځان بايد د خلکو ډاډ زياتوي او د دوى ترمنځ د باور مزي غزوي. پر هېواد واکمنه ګونګه فضا ختمېږي، داسې حالت به نه وي چې که په ګاونډتوب کې دې له کلونو- کلونو راهيسې نارواوې روانې وي، خو دلته به ته له وېرې بوڼ هم نه شې کولاى. دا کار بيارغونه، اداري سمون او وده ګړندۍ کوي، که چېرې موږ د وينا د خپلواکۍ رښتينې بڼه لرلاى، په درېيو کلونو کې به مو زښت زيات پرمختګ کولاى، هسې به مو د خپلو نيمګړتياوو د پټولو لپاره دا تکراري جمله نه ويلاى چې: ’په دې هېواد کې پنځه ويشت کاله جګړې تېرې شوې، دا ورانې ويجاړې په درېيو کلونو کې نه سمېږي، د دې لپاره ډېر وخت په کار دى او...‘ بلکې زما په اند موږ بايد دومره ډېره لاسته راوړنه لرلاى چې نن مو ورباندې وياړ کولاى. حکومت رښتينې بڼه خپلوي، ځکه چې په داسې يوه هېواد کې چې د وينا ازادي موجوده وي او خلک يې په ارزښت پوه وي، حکومت پر خلکو واکمني نه کوي، بلکې خلک پر حکومت واکمني کوي، چې زما په نظر حکومت بايد له خلکو جوړ وي، نه چې خلک حکومت او حکومتي خلک يوه ممتازه طبقه وګڼي او داسې فکر وکړي، چې هر نعمت (ښه کور، ښه خوراک او ښه کالي) يوازې په دوى پورې اړه لري. د بشر د حقونو اروپايي محکمه په دې باور ده: ’د وينا ازادي د عقايدو، نظرونو او د سياسي مشرانو له تګلارو څخه د خبرېدو لپاره له مهمو وسايلو څخه ده، په ځانګړې توګه دا وسايل سياستوالو ته دا امکان ورکوي، چې خلکو ته خپل عقايد وړاندې کړي او يا هم د ځينو تورونو دفاع وکړي، په دې توګه هرچا ته دا وړتيا ورکوي، چې په سياسي بحثونو کې ونډه واخلي او دا کار په خپله د يوې ډيموکراتې ټولنې بڼه څرګندوي.‘ اوس مهال چې افغانستان نوى له انټرنټ سره تړل کېږي، بايد چې دولتي او خصوصي سکټور ته دننه شي، چې دا په خپله د وينا د ازادۍ په اصل کې راځي. په دې برخه کې سمون راوستل: نور نو بايد هغه زاړه سيسټمونه بدل کړاى شي چې زموږ په اداري جوړښتونو کې شته، ځکه د وينا د ازادۍ په وړاندې خنډونه هم له همدغو ځايونو څخه سرچينه اخلي. که چېرې واکمنه طبقه غواړي چې دا واقعيت ومني او دا اصل پلى کړي، تر هرڅه لومړى دې په ځان کې د زغم روحيه غښتلې کړي، په ټولو برخو کې دې د زغم او تحمل کلتور پلى کړي، په دې هېواد کې تل عام خلک له خپل دولت څخه په وېره کې دي او تر دې مهاله دا جرئت نه دى ورکړل شوى چې خپل نظر په ازادانه ډول ووايي او د خپل واکمن سيسټم نيمګړتياوې بيان کړي. خپرندويې وسيلې چې اکثريت يې اوس دا دعوه کوي چې ګواکې د کارونو يو عمده هدف يې په افغانستان کې د وينا ازادۍ ته لار اوارول او په دې برخه کې د حقايقو خپرول دي، دوى بايد داسې تګلار ولري چې په حقيقت کې خپل ناپېيلتوب خلکو ته ثابت کړي، د عامو خلکو باور دې ترلاسه کړي، د خلکو لپاره دې داسې خپرونې ولري چې د دوى حقيقي او عيني ژوند نورو ته وښيي- نور نو خلک له شعاري خبرو څخه ستړي دي او د اورېدلو اړتيا يې هم نه شته. دولتي راډيو- ټلويزيون د دې پرځاى چې د عامه افکارو د څرګندونې لپاره کار وکړي، د دولتي پاليسيو د ملاتړ لپاره کار کوي او د دولتي ارګانونو لوډسپيکرونه دي. داسې خپرونې نه لري چې د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي. دا ادارې د عام ولس له پانګې او شتو څخه تمويلېږي چې بايد د عام ولس خدمت وکړي، د ټولو خلکو ملي او ټولنيزې ګټې پالي او د دفاع لپاره يې خپرونې ولري. د سنا اعلاميه چې د يونيسکو اداره يې هم ملاتړ کوي، په ١٩٩٧م کال کې تصويب شوې داسې وايي: ’خبري رسنيو ته بايد ډېر ارزښت ورکړل شي، سمون دې په کې راشي او ژورناليسټيکي اصول دې په کې غښتلي شي چې خپلواکې خپرونې ولري‘. يو ارګان چې د عام ولس له خوا تمويلېږي بايد وفادار او ژمن وي، چې د ولس له رايې او غوښتنې پرته نور څه خپاره نه کړي. که ګزارشونه هم خپروي، بايد چې عام ولس ته ګټور تمام شي§ يادونه: د دې ليكنې لپاره د انټرنټ له ځينو پاڼو څخه استفاده شوې ده. | ||||
نېټه Tue 3 Jul 2007ګړۍ 5:24 PM لېږونكى:هوسۍ | | ||||
پاچا او سپوږمۍ | ||||
صفيه حليم، لندن پاچا او سپوږمۍ د نړۍ ولسي كيسې [د كريبين له جزيرو نه] وايي چې يوځلې د يوه پاچا په زړه كې دا ارمان پيدا شو، چې سپوږمۍ ته لاس وروړي. دشپې به يې سترګې اسمان ته نيولې وې او په دې به يې چورت ,واهه، چې څنګه اسمان ته وروخېژي او سپوږمۍ ته ورنژدې شي. ورو- ورو يې دا خبره دومره زړه ته واچوله، چې د حكومت كارونه ترې پاتې شول. كله به يې خوب وليد، چې ده وزرې كړې دي، په اسمان كې الوزي او سپوږمۍ په خپله غېږ كې نيسي او خپلې كوټې ته يې راوړي. خو چې سترګې به يې وغړېدې، نو هېڅ به ورسره نه وو. د هغه وزيرانو او مشاورينو ورته څو- څو وارې ويل چې سپوږمۍ ته لاس وړل، ناشونې ده،خو پاچا د هېچا نه منله. اخر يې يوه ورځ يې د ملك تر ټولو لوى نجار (تركاڼ) شاهي دربار ته راوباله او ورته امر يې ورته وكړ چې له لرګيو دومره اوچته مناره جوړه كړي، چې دى ورباندې وخېژي او سپوږمۍ راونيسي. تركاڼ چې دا واورېدل نو ډېر وارخطا شو، خو د پاچا له غوسې وېرېده، له هغه سره يې لوز وكړ، چې كار به ورباندې پيل كړي. پاچا ورته دا هم وويل چې د لرګيو دا مناره به د ماڼۍ په باغ كې جوړوي. تركاڼ به هره ورځ سهار باغ ته راته او د منارې د جوړولو لپاره به يې مځكه كچ كوله. كله به يې پر كاغذ كرښې كښلې او ځان به يې داسې بوخت كړى و، ته به وايې په رښتيا په كار اخته دى. همدغسې څو مياشتې واوړېدې، خو مناره جوړه نه شوه. د پاچا سخته تلوسه وه او اخر يې يوه ورځ تركاڼ راوباله او ورته ويې ويل: كه په درېيو ورځو كې دې منار جوړ نه كړ، نو سر به دې قلم كړم. تركاڼ په دې خبره ډېر خواشينى شو او په باغ كې هاخوا دېخوا په ګرځېدو شو. دوې ورځې چې تېرې شوې، نو پاچا ته ورغى او ورته ويې ويل: پاچا سلامت، د منار د جوړولو لپاره مې پلان جوړ كړى دى، خو د دې منار لپاره به ډېر لرګي په كار وي. تاسو په ټول ملك كې اعلان وكړئ چې كه په هر كور كې لرګين صندوق وي، دا دې باغ ته راوړل شي. پاچا ترې پوښتنه وكړه، چې په صندوقونو به مناره څنګه جوړوي؟ تركاڼ ورته وويل: كه دا صندوقونه د يو بل له پاسه كېښودل شي، نو يوه اوچته مناره به جوړه شي او پاچا سلامت به ورباندې په اسانه سپوږمۍ ته وخېژي. پاچا د دې خبرې په اورېدو ډېر خوشحاله شو او امر يې وكړ چې كه د هر چا په كور كې د لرګي صندوق وي، هغه دې د ماڼۍ باغ ته راوړي. د پاچا له خوا ورلېږل شويو سړيو به له خلكو صندوقونه اخيستل او تركاڼ ته به يې سپارل. په دې وخت كې تركاڼ د صندوق له پاسه د صندوق ايښودلو كار هم پيل كړ. د ښار وزګار خلك به د باغ خوا و شا ګرځېدل او د منارې د جوړولو ننداره به يې كوله. ډېر ژر د خلكو له خوا راوړل شوي صندوقونه خلاص شول. پاچا د منارې د كتنې لپاره ورغى، خو د دې په اوچتوالي خوشحاله نه و، امر يې وكړ، چې ونې دې پرې او نوي صندوقونه دې ترې جوړ شي. د ملك ټول تركاڼان په كار اخته شول. صندوقونه به جوړېدل او د منارې بل سر ته به يې خېژول. مناره ورځ په ورځ لوړېده او پاچا به ورته خوشحالېده. دشپې به يې خوبونه ليدل، چې دى په مناره ختلى دى او سپوږمۍ يې په لاس كې نيولې ده. | ||||

