تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
په نن، پرون او سبا کې

ژباړه: سيد محمد ځواكمل، كندهار

په نن، پرون او سبا كې


تر ټولو زړې انساني کوپړۍ

 

پـوهان وايي چې د انساني اسکلېتونو درې اثار يې د ځمکې له تل څخه راکښلي دي، دا تر ټولو مهمې څېړنې دي، چې د انساني ژوند د سرچينو په برخه کې شوې دي.

د دوو بالغو او يوه ماشوم کوپړۍ چې زړښت يې 160 کاله اټکل شوی دی، د ايتوپيا د شرق د هرتو نومي کلي تر څنګ په خاورو کې موندل شوې دي.

دغه کوپړۍ تر ټولو لرغونې دي،  هغه څه چې پوهان يې زيات حيران کړي دا دي، چې پر جنيتيکي څېړنو سربېره څرګنده شوې چې دغه موجودات انسانان دي. د کلفورنيا د پوهنتون استاد تيم وايت چې د لرغونپوهنې په څانګه کې کار کوي او د دغې څېړنې مشري هم پرغاړه لري، وايي:  ټولې جنيتيکي نښې په افريقا کې د انسانانو له سرچينې سره سمون خوري، موږ دغه کوپړۍ موندلې دي.

له افريقا څخه وتنه:

دغه کوپړۍ د اوسنيو انسانانو غوندې نه دي، بلکې لږې لويې، راوتلې  دي، همدغه راز د وروزو په برخه کې جوت هډوکې لري.

دغو لږو، خو بنسټيزو توپيرونو امريکايي او ايتوپيايي څېړونکي هڅولي چې دغه کوپړۍ (هومو سيپين ايدالتو) ونوموي.

دغه موندنې د خلکو له توند هرکلي سره مخ شوې، په ځانګړې توګه د هغو څېړونکو، چې وايي انسان د وروستيو دوه لکو کلونو په بهير کې په افريقا کې پيدا شوی او بيا شاوخوا سيمو ته تللی دی.

د دغې نظريې ملاتړي دغه کار ته له افريقا څخه د وتنې نوم ورکوي او وايي چې انسانان له افريقا څخه نورو ځايونو ته کډوال شوي دي، بيا د وخت په تېرېدو سره د نورې نړۍ په هره برخه کې په وړو جونګړو کې مېشت شول، چې يوه بېلګه يې په اروپا کې نئاندرتال دی.

دغه پوهان وايي چې که د بشر اوسنيو ځانګړنو 160 زره کاله وړاندې وجود لرلای، امکان نه لري، چې انسان دې د نئاندرتال غوندې موجوداتو څخه بشپړتيا موندلې وي.

پوهاند کريس استرينګر د لندن له تاريخي موزيم څخه بي بي سي ته وويل چې دغه درې کوپړۍ له افريقا څخه بهر ته د وتنې د نظريې ملاتړ کوي، دغو انسانانو په داسې وخت او ځای کې ژوند کاوه، چې ښيي زموږ نيکونه به وو.

پرمختللی چلند:

دغه کوپړۍ په 1997م کال له کوپړيو او انساني پاتې شونو څخه په يوه ډک چاپېريال کې وموندل شوې.

ډبرين اوزارونه او د يوه شنه اس کوپړۍ لومړني اثار وو، چې وموندل شول. د بوفالو پاتې شونې هغه وخت وموندل شوې، چې ښودل يې انسانانو هغه وخت غوښه خوړله.

تر ټولو بشپړ اسکلېت چې ښوول يې د يوه بالغ انسان دی، هغه وخت وموندل شو، چې يوه برخه يې له خاورو څخه دباندې راوتلې وه، د غويانو ډلې ورباندې ختلې وې او د باران اوبو مينځلی و.

د يوه ماشوم اسکلېت چې شپږ يا اووه کلن به و، 200 ټوټې شوی و، چې په ډېر غور سره وتړل شو.

پر کوپړيو راکښل شويو کرښو ښوول، چې د بدن غوښې يې په يو ډول وسپنې له بدن څخه بېلې کړل شوي، شواهد په ډاګه کوي، چې دا انسانخوري نه، بلکې يو مذهبي دود به و. په دې توګه (هرتو) اسکلېتونه به په انسان کې د يوه تفکر د پېژندنې لومړنۍ نښه وي. داسې يو پرمختللی چلند چې موږ له نورو حيواناتو بېلوي. پوهاند وايت وويل: دغه اټکل تر ډېره سم دی.

د باميان بودا ته پنځه کلن انتظار

په افغانستان کې يوه جاپاني څېړونکي ويلي دي: په باميان کې د بودا نړول شوې مجسمه به تر پنځو کلونو پورې جوړه نه شي.

کازوياباموچي، چې په باميان کې د لرغونو اثارو د خرابۍ د مخنيوي لپاره په فعاليت بوخت دی، په جاپان کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې د نړيوال منځي (مرکز) يو مخکښ څېړونکی دی.

د بودا دوې مجسمې چې تر يوزر او پنځه سوه کلونو زيات لرغونتوب لري، دوه کاله وړاندې د طالبانو له خوا ونړول شوې.

جاپان، د يونيم مليون ډالرو په لګښت سره، د ملګرو ملتونو د پوهنيز او کلتوري بنياد، يونسکو په مرسته غواړي په باميان کې د پاتې شونو لرغونو اثارو د خرابېدو مخنيوی وکړي.

په باميان کې پاتې شوني اثار د خرابېدو په حال کې دي. د جګړې کلونو، د دغې سيمې ډېر لرغوني او ارزښتمن اثار له منځه يووړل. خو طالبانو بيا په 2001م کال کې دغه مجسمې، چې يوې يې 53 او بلې يې 38 متره لوړوالی درلود، له منځه يووړې، دغه مجسمې د يوه غره په سينه کې پر ډبرو تراشل شوې وې.

دا مهال د هغو تاخچو د نړېدو وېره شته، چې دغه مجسمې په کې ولاړې دي.

ويل شوې دي، چې جاپان د يونسکو سازمان په مرسته د بودا په جوړونه بوخت دی. خو کازوياباموچي وويل:

دغه کار به تر راروانو پنځو کلونو پورې بشپړ شي. هغه زياته کړه: موږ اوس د مجسمو د دېوالونو په ټينګولو بوخت يو، ځکه چې د دغو دېوالونو د نړېدو وېره کېده.

ښاغلي اموچي وايي: په راروان وخت کې به يوه ډله الماني پوهان باميان ته ورځي، چې د بودا د بياجوړونې کارونه وڅاري.

جاپان د يو مليون او اته سوه زره ډالرو په لګښت سره، د يونسکو په مرسته هڅه کوي، د بودا د شا و خوا دېوالونو د خرابۍ او نړېدو مخه ونيسي.

هغه د بودا له ساتنې څخه د خپل هېواد لېوالتيا دا وښوده، چې په جاپان کې د بودايي مذهب زيات پلويان شته، چې پر بودا عقيده لري.

د ځينو تاريخي شواهدو له مخې د بودا لويې مجسمې په څلورمو او پنځمو ميلادي پېړيو پورې اړه لري.

د افغانستان دولت کوښښ کوي، چې د پاتې شونو لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د نړيوالو ټولنو مرستې راجلبې کړي.

د كور مېرمنې تر نورو روغې دي

څېړونکي وايي، پاکي، اتو او له نننيو امکاناتو پرته پېرل، د وزن کمولو لپاره غوره لار ده.

ايا تاسې غواړئ چې خپل وزن کم کړئ؟ سپورټځای ته تګ او غذايي رژيم هېر کړئ، کورنی کار تر ټولو غوره درملنه ده.

نويو څېړنو څرګنده کړې، چې د پنځوسو کلونو وړاندې مېرمنې د نننيو مېرمنو په پرتله درې چنده کالري سوځله.

څېړونکي وايي: پاکي، اتو او له نننيو امکاناتو پرته پېرل،د وزن  کمولو تر ټولو غوره لار ده. په هغو څېړنو کې چې پايلې يې د پرايما نومې خپرونې له خوا خپرې شوې دي، څرګنده شوې، چې په پنځوسمو ميلادي لسيزو کې به مېرمنو د ورځې درې ساعته کار کاوه، يو ساعت به هم په پلي (پياده) ډول د سودا اخيستلو لپاره تلې، د هغوی تغذيه سالمه وه، چې تر ډېره بريده به سابه کارول.

خو نننۍ مېرمنې کورني کارونه نه کوي، بلکې ناسالم خواړه يې زيات کړي دي.

نننۍ مېرمنې په منځني ډول په ورځ کې 2178 کالري کاروي، چې 556کالري انرژي مصرفوي. په داسې حال کې چې په  1952م کال کې به ښځو په منځني ډول 1818 کالري مصرفاوه، او 1515 کالري به يې سوځله.

په ورزشي ټولګيو کې د مېرمنو ترمنځ ننني دوديز خواړه دود شوي، چې پخوا دغه پديدې په بريتانيه کې ناپېژندويه وې.

همدغه عادتونه د دې لامل ګرځېدلي دي، چې په سلو کې اويا مېرمنې ګومان کوي، د پخوانيو نسلونو په پرتله د ځان څارنه کوي.

خو واقعيت دا دی، چې له پنځوسو کلونو راهيسې د چاغښت او د زړه د ناروغيو کچه زياته اوچته شوې ده او نن په سلو کې 32 مېرمنې په بريتانيه کې زيات وزن لري او په سلو کې 21 يې بيا د چاغښت له کبله ځورېږي.

هندۍ نجونې تر نورو زياتې مري

په هند كې طبي څېړنو څرګنده كړې چې ان نوې پيدا شوې نجونې هم په ځينو ناروغيو اخته دي، چې د درملنې وړ دي، خو د نوې نارينه ماشوم په پرتله يې د مړينې چانس ډېر دى. د دغو څېړنو پايلې د بريتانيا په خپرونو كې راغلې دي. په ډهلي كې د "سنت استفنز" نومي روغتون" دغه څېړنه كړې ده. په دې ګزارش كې راغلي چې د نويو زېږېدو هلكانو په پرتله د نجونو د مړېنې زياتوالى به له دې كبله وي، چې زياتې ميندې له نجونو سره مينه نه لري. ځكه چې په هند او ځينو نورو هېوادونو كې د نارينه وو په پرتله د ښځو شمېره ډېره زياته ده.

خو د 2001م كال د سرشمېرنې له مخې چې په هند كې ترسره شوې وه، څرګنده شوه چې د 1000 نويو زېږېدو هلكانو په وړاندې 933 تنه نجونې زېږېدلې دي. د دې ناانډولۍ يو لامل په ګېډه كې د ميندو له خوا د جنين يا نوي ماشوم له منځه وړل ښوول شوي دي.

د وروستيو څېړنو له مخې د هلكانو او نجونو تر منځ ناانډوالي كېدى شي په ګېډه كې د ميندو له خوا د ماشومانو له منځه وړلو له كبله نه وي، بلكې د ماشومتوب تر بهيره پورې غزېږي.

څېړونكو د نوي ډهلي په غريب مېشتو سيمو كې د پنځه كلنو عملياتو په ترڅ كې دې پايلې ته ورسېدل، چې د هلكانو په پرتله، درې برابره نجونې مري.

دا خبره له ناڅاپي مړينو سره هم سمون خوري، چې وجه يې ناڅرګنده پاتې شوې ده. څېړونكي باوري دي چې ميندې په خپله د خپلو وړو لوڼو د مړينې لامل ګرځي.

كه چېرې مړينه د كومې سختې ناروغۍ له كبله وي، بيا خو يې د قربانيانو انډول په نجونو او هلكانو كې برابر وي. خو نسناستى چې د درملنې وړ ناروغي ده، د هلكانو په پرتله دوه چنده نجونې وژلې دي.

دا ځل څېړونكي په دې باور دي، چې په هند كې ميندې له نارينه اولادونو سره ډېره مينه ښيي، له دې كبله د هغوى د ناروغۍ په وخت كې توند غبرګون (عكس العمل) ښيي او د درملنې لپاره يې لاس په كارېږي.

نانځكه (ناوكۍ) رانيونه:

 شواهد څرګندوي چې په هند كې تر زېږون مخكې د ماشوم له منځه وړنې، د ښځينه جنس د وژنې كچه اوچته كړې ده. په هند كې د جنسيت د مسئلې په برخه كې تعصب، د دې لامل ګرځېدلى، چې په ځينو سيمو كې دومره تاوتريخوالى راشي، چې نارينه نه شي كولاى ځان ته د ژوند ملګرې ومومي.

دا كار نارينه دېته اړ كړي، چې له غريب مېشتو سيمو څخه د نجونو په رانيونې لاس پورې كړي.

مايكروسافټ كمپنۍ د وايروسونو بريد شنډ كړ

د نړۍ ستر كمپيوټري شركت مايكروسافټ اعلان كړى، چې توانېدلى د دغه شركت په ويبسايټ (پراخ نړيوال جال) باندې د يوه ځواكمن كمپيوټري وايروس د بريد مخه ونيسي.

 دغه وايروس كولاى شول د مايكروسافټ انټرنټي سايټ شنډ كړي. مايکروسافټ د کميوټري پروګرامونو او کمبيوټر اسانتياوو يو نړيوال شرکت دی، چې په نړيواله کچه يې کمپيوټري اسانتياوې رامنځته کړي او اوس هم لګيا ده د لا پرمختګ لپاره لارې چارې لټوي.

"ام اس بلسټر" نومى وايروس[د مايكروسافټ له منځه وړونكى] چې په "لووسان" هم پېژندل كېږي.

 داسې جوړ شوى و، چې كله په دغو وايروسونو لړلي كمپيوټرونه د جمعې شپې نيمايي اعلان كړي، پر سايټ بريد وكړي.

د دې كار په وړاندې، مايكروسافټ خپله پته بدله كړه، په دې توګه وايروس هغه سايټ ته لاره پيدا كوله، چې له اره نه و.

ځمكه؛

 د مريخ ګاونډۍ كېږي

مريخ په زمري مياشت د تېرو 60 كلونو په پرتله ځمكې ته زيات نژدې كېږي.

ډاكټر رابين كچيل، د لندن په ګرينويچ كې يو نوموتى ستورپوه دى، چې د دې پېښې څرنګوالى اټكلوي.

ځمكه، د مريخ په پرتله په واړه مدار سره لمر ته نژدې كېږي، چې په هرو26 مياشتو كې يوځل له دغگې سيارې څخه وړاندې كېږي.

په هرو 15 يا17 مياشتو كې، له مريخ څخه ځمكه په داسې حال كې وړاندې كېږي، چې مريخ د ځمكې په پرتله لمر ته زيات نژدې دى.

په زمري مياشت كې به ځمكه او مريخ له يوبله 55مليونه او 760زره كيلومټره سره ليرې كېږي، چې په تېرو شپېته زره كلونو كې يې سارى نه درلود.

په دې ورځ به د مريخ ظاهري پنډوالى 25ثانيو ته رسېږي، چې د تنيس د يوه ګين (توپ) په اندازه به د 528 مترو په فاصله كې وي.

د ميلادي كال په جولاى، اګست او سپټمبر په مياشتو كې مريخ په سترګو ليدل كېږي. مريخ هره شپه ژر له لمرخاته لوري سر راښكاره كوي، چې د اګست مياشتې په پاى كې ناڅاپه د لمر تر لوېدو وروسته په جنوب ختيځ، په افق كې د ليدو وړ ګرځي.

كله چې مريخ راوخېژي، په اسمان كې به تر ټولو ځلند شى، مريخ وي، چې سور، خو نارنجي وزمه رنګ به لري. مريخ به په لوړو جغرافيايي سيمو لكه بريتانيا كې تر22 درجو نه لوړېږي.

د ځمكې جنوبي نيم كُره يې د ليدو لپاره ښه ځاى دى، خو په اګست مياشت كې به د شپې په راتلو سره د جنوبي نيم كُرې د اوسېدونكو پر سر ولاړ وي.

د مريخ د سطحې د ليدو لپاره يوه داسې ټلسكوپ ته اړتيا لرئ، چې ښه لنز ولري، يا يې هم هنداره 10سانتي متره پنډوالى ولري او پر يوه ستن ولاړ وي. كه دا وسيله نه لرئ، كولاى شئ د ستورپوهنې له كوم سيمه ييز دفتر څخه مريخ ووينئ.

په بريتانيا كې كېدى شي د ځمكې او مريخ د نژدې كېدو له كبله د ستورپوهنې ټولنې او ادارې په دې اړه ځينې پېښې وليكي.

بياباني سطح:

مريخ، د جګړې رومي خداى، تل د انسان لپاره پوښتنې ولاړې كړي، خو په واقعيت كې هم د انسان او مريخ ترمنځ يوه ناڅرګنده اړيكه شته، ځكه د وينې سوروالى او د مريخ سور رنګ به د اوسپنې او اكسيجن له كبله وي.

د مريخ يو قطر يې د ځمكې نيمايي او ستورى يې د ځمكې د لسمې برخې په كچه دى. چې د هرې سيارې په پرتله ځمكې ته زيات ورته والى لري. ځكه چې مريخ ځمكې ته نژدې شو، كولاى شو دد يوه ټلسكوپ په مرسته د هغه د كنګلو (يخيو) قطبونه، برسېرنې نخښې، ان ورېځې ووينو. د دغو دوو سيارو تر نژدېوالي وروسته په 1877م كال كې ستورپوهانو ګومان كاوه، مريخ هوښيار موجودات نه لري. خو دغه ګومان اوس ناسم ګڼل شوى، پوهان په دې اند دي، چې د مريخ تر سطحې لاندې لومړني سلولي ارګانيزم شته.

د سپوږمكيو له خوا اخيستل شوي انځورونه چې تر 1960لسيزې وروسته ځمكې ته راليږل شوي او ځينې يې مريخ ته كښته شوي، څرګندوي چې په دې سياره كې بياباني سطح شته، چې د ډبرو او شګو غونډۍ هم په كې ترسترګو كېږي.

د وچ سمندر نخښې هم په كې ښكاري، دغه راز د لرغونو سيندونو پاتې شوې ليكې، چې دغه ډاګونه يې سره پرې كړې دي.

خو تر اوسه نه ده څرګنده چې دغه بسترونه پخوا پوښل شوي وو، كه يه؟

د مريخ پر مخ سترې كندې هغو رالوېدل شويو اسماني ډبرو ته اشاره كوي، چې په لرغوني تاريخ او د دې سيارې د ځمكپوهنې د فعاليتونو نشتوالي څرګندوي.

مريخ تل ساكن نه و، ځكه چې د دې سيارې په لمرينو كرُو كې تر ټولو ستر اورشيندى (اتشفشان) شته، چې اوس غلى شوى دى. اوس چې كله مريخ ته ځير كېږئ، په ذهن كې داسې نړۍ انځوروئ، چې اشنا او له ځمكې څخه توپيرلرونكې ده، پوه شئ، چې دا سياره د ډبرې له عصر څخه تر اوسه ځمكې ته دومره زياته نه وه نژدې شوې.

سارس کنټرول شوی دی

شيګرو اومي د سارس د ناروغۍ په اړونده نړيواله جلسه کې د زياتو هېوادونو ملاتړ تاييد کړ.

نړيوال روغتيايي سازمان اعلان کړی، چې د سارس ناروغي تر کنټرول لاندې راغلې ده او په نژدې راتلونکي کې به دغه ناروغي ګردسره له منځه لاړه شي، چې دغه زېري زيات سوداګر او نور معامله کوونکي دېته وهڅول چې له وېرې او اندېښنې پرته چين ته خپ سفرونه پيل کړي، ځکه وړاندې دغه هېواد ته سفرونه ځنډول شوي وو او خلکو له دغه هېواد څخه وېره لرله.

په عين وخت کې، دغه سازمان ټينګار کوي، چې د دغې ناروغۍ پرضد لا مبارزه پايته نه ده رسېدلې.

د سارس وژونکې ناروغي چې نښې ذات الريه ته ورته ده.

 د لومړي ځل لپاره د تېر ميلادي کال په پای کې په نړۍ کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه اته سوه کسانو د هغې له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې وروستيو کې ويل شوي، چې په نوره نړۍ کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو بهير کم شوی.

د ارام سمندر په غرب کې د نړيوال روغتيايي سازمان مدير شيرګو اومي ويلي چې د سارس د ناروغۍ خپرېدو د نړۍ په روغتيايي سازمان کې نيمګړتياوې ليرې کړې، ځکه کارپوهان دغو نيمګړتياوو ته ځير شول، ښاغلي اومي، چې په ماليزيا کې يې د سارس د ناروغۍ لومړنۍ نړيواله غونډه يې پرانيستله، زياته کړه: په نژدې راتلونکي کې به د نړۍ زيات هېوادونه د دغه ډول ناروغيو په وړاندې مقابلې ته چمتووالی نيسي.


 

 

عبدالحليم يوسفزی، جلال اباد

کمپيوټر څه دی، څه کوي او پښتو څنګه ليکي؟

کمپيوټر يوه برېښنايي (الکترونيکي) وسيله ده، چې معلومات تحليلوي او ساتي يې. کمپيوټر لاندېنۍ برخې لري:

کليدړه ( کيبورډ) او موږک (موس): چې د کمپيوټر کاروونکی د همدغو توکو په مرسته خپل معلومات کمپيوټر ته ورکوي.

په کمپيوټر کې ډېره مهمه برخه (CPU (Central Processing Unit) ده، چې د کمپيوټر ټولې عمليې کنټرولوي، دغه راز لارښوونه ورته کوي. بله برخه يې ټلوېزيون ته ورته پرده (مانيټور) ده، چې موږ په کې د خپلو معلوماتو پايلې ګورو. کمپيوټر نورې برخې هم لري لکه، چاپګر ( پرنټر) چې په کمپيوټر کې ليکل شوي متنونه او ليکنې د کاغذ پرمخ چاپوي، انځورګر (سکنر) دا ماشين چاپ شوي متنونه او يا هغه څه چې پر کاغذ ليکل شوي وي، د کمپيوټر په ذهن کې انځوروي. نو کمپيوټر زموږ په ورکړل شويو معلوماتو څه کوي؟

هغه معلومات چې موږ يې کمپيوټر ته د کليدړې يا موږک په مرسته ورکوو، کمپيوټر يې د تحليل او شننې لپاره CPU، يا خپلې حافظې ته سپاري، تر تحليل وروسته يې پايله راته ښيي، چې بيا دا معلومات په کمپيوټر کې ساتلای شو.

کمپيوټر څنګه کار کوي او يا دا معلومات څنګه پېژني؟

کمپيوټر په باينري (Binary) سيسټم کار کوي. باينري دوه ييز ته وايي، دا دوه ييز O او 1 دي، چې د ماشين د ژبې (Machine Language) په نوم هم يادېږي. ټول هغه معلومات چې موږ يې کمپيوټر ته ورکوو، کمپيوټر يې باينري سيسټم ته اړوي، په دې مانا لکه څنګه چې موږ په يوه ژبه خبرې کوو نو کمپيوټر يې د ځان لپاره په بله ژبه ( د ماشين په ژبه) اړوي.

که موږ د لاتين (A) ليکو، کمپيوټر يې د0000000001000001 په باينري بڼه پېژني. پاتې دې نه وي چې 0 د مړ (off) او 1 د لګېدلی (on) په مانا دي. لکه، برېښنايي څراغ که ولګول شې 1 به وي او که مړ شي نو 0 به وي. لکه پورته چې مو وليدل د A لپاره د يوه لوی باينري رقم په کار دی، نو د دې اوږدو رقمونو د لنډيز لپاره يو بل سيسټم دی، چې د هګزاډسمل (Hexadecimal) په نامه يادېږي دا د دوو کليمو هګزا (Hexa) شپږو(A, B,C, D, E, F) او ډسمل (Decimal) له لسو (0-9) څخه جوړ دی. راځئ چې د A هګزادسمل رقم وګورو، نو هغه به 0041 په ډول وي. موږ په خپل ژوند کې کوم حسابي رقم کاروو؟ څرګنده ده چې دسمل (0-9). زموږ ټول حسابي رقمونه له همدې 0, 1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9 څخه جوړېږي.
اوس غواړو پوه شو
کمپيوټر پښتو څنګه ليکي؟

کمپيوټر په همدې دوه ييز (باينري) 0 او 1 سيسټم پښتو ليکي. نو کېدی شي تاسې وخاندئ او به وايئ دا خو موږ پورته ولوستل چې کمپيوټر  ټول معلومات 0 او1 ته اړوئ. دا هم سم ځواب دی. خو پوره نه دی، نو پوره ځواب به څه وي؟

د نړی ډېرې ژبې په کمپيوټر کې ليکلای شو، د دې لپاره همدا هګزاډسمل رقمونه دي او ورته يوني کوډ(Unicode) وايي. که موږ د لاتين A په  پام کې ونيسو، دا توری دوې بڼې لري، يو لوی A او بل يې کوچنی a وي. نو تاسو به ووايئ زموږ ژبه (پښتو) خو ډېره اسانه ده، ځکه چې يوه بڼه لري.

خو داسې نه ده، راځئ چې موږ د (ب) توری وګورو، چې څو بڼې لري؟

 يوازې (ب): ځانيزه (ب)، سريزها)، منځيزه (ببا) او پاييزه (ب ) بڼې لري.

کېدی شي تاسې اوس دا وپوښتئ چې د (ب) لپاره به يوني کوډ يا هګزاډسمل رقم څه وي؟
د
(ب) لپاره يوني کوډ 067E دي او په باينري 1110000001100111 دی، خو د دې توري ډول، ډول بڼو لپاره ډول، ډول رقمونه کارول کېږي، چې دا رقمونه په بله هېڅ ژبه کې نه کارول کېږي، بلکې يوازې د همدې (ب) لپاره ورکړل شوی دی.

اوس (ب) خو په عربي، پاړسي او نورو ژبو کې هم شته. دا خبره هم سمه ده زموږ د ژبې (پښتو) ليکډول (Script) هم عربي دی، نو د پښتو خاص توري ټ، څ، ځ، ډ، ړ،ږ، ګ، ښ، ې، ۍ دي.
مايکروسافټ
کمپنۍ د نړۍ ډېرې ژبې په وينډوز کې ځای کړې دي، خو له بده مرغه پښتو په کې نه شته.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:57 PM لېږونكى:هوسۍ |
له ځان سره داسې مينه وكړه! (١)

لومړۍ برخه

ليكوال: ډاكټر ګي هندريكز

ژباړه: احمد قريب شاكر

له ځان سره داسې مينه وكړه!

(د اروايي ارامتيا رمز)

له ځان سره د ميـنې مخنيوى:

اوس نو باور لرم، چې د مينې وړ، يو ځواكمن انسان يم، حال دا چې پخوا به مې ځان د كركې وړ يو كمزورى موجود ګاڼه. پوهېږم چې هېڅ څيز نه دى بدل شوى، يوازې مې د ځان په اړه سوچ او فكر بدل شوى دى. څه چې په نړۍ كې شته، پخوا هم وو، خو ځان راته بدل ښكاري. اوس نو ما ته له ځان سره مينه كول اسانه او طبيعي دي. خو تر اوسه پورې دغه كار راته ستونزمن ښكارېده.

موږ له نامحمدودې مينې سره ژوند پيلوو. د ودې په بهير كې د ځان او ژوند په اړه ځينې پايلې لاسته راوړو، چې موږ له ځانه سره د مينې په اړه خبرو ته هڅوي."زه د مينې وړ نه يم"، دغه ډول فكر په دوه كلنۍ يا دوه ويشت كلنۍ كې زموږ په ذهن كې ځاى نيسي. خو په دېرش كلنۍ يا شپېته كلنۍ كې زموږ د ژوند پر څرنګوالي اغېز كولاى شي. زه ډېره موده وړاندې دې نتيجې ته ورسېدم چې پر نورو باور ونه كړم. هغه وخت مې ګومان كاوه، چې مور و پلار پرېښى يم، ځكه: پلار مې مړ شو او مور مې هم د كار لپاره له كوره بهر ته تله. ما هغه وخت يوازې د مرګ او اقتصادي اړتياوو په اړه سوچ كاوه. ما چې له ماشومانه ليدلوري څخه پر چا تكيه لرله، هغه يوازې پرېښودم او ټول راڅخه لاړل. ګومان مې كاوه نړۍ داسې ځاى دى، چې خلك د اړتيا په وخت كې سړى يوازې پرېږدي. دا چې پلار به مې نه ليده او مور به مې هم نيمه ورځ د دې پر ځاى چې له ما سره وي، له پرديو سره په دفتري كارونو بوخته وه. زه به ډېر خواشينى كېدم. كله چې به مې مور كور ته راتله، نو ډېره به ستړې وه، هغه ژوند مې له اوسني ژوند سره زيات توپير درلود.

په دې توګه مې پر خپل ماشومتوب پرده غوړوله. د انۍ د كوټې په مخامخ كوټه كې مې يو ځاى پيدا كړ، چې وكولاى شم، له نورو څخه ليرې په كې پټ شم. په خپل ځان كې مې هم يو ځاى پيدا كړ، چې وكولاى شم ورته پناه يوسم او نور مې څوك ونه ځوروي، هغه وخت مې هېڅ ګومان نه كاوه، چې دغه چلند به زيان رسوونكى وي. تر دې چې تر يوه نيمګړي واده او كمزورو ټولنيزو اړيكو وروسته، څوويشت كلنۍ ته ورسېدم.

يو سهار له خوبه پاڅېدم، داسې مې احساس كړل، چې په ما كې هغه كوچنى مكان او ځاى، چې زه يې د نورو له ځورونې څخه ساتلم، د نورو خلكو اړيكي راڅخه غوڅوي. د دې لپاره چې خپلواك واوسم او له نورو سره مينه راته اسانه وي، بايد هغه مكان او ځاى پرېږدم. چې ښايسته هوا په كې وګرځي، پرته له دې چې كوم خطر ته په اندېښنه كې واوسم.

موږ: "پر خلكو باور مه كوه"، دغه ډول فكرونه د ورځنيو چارو د اسانتيا لپاره په خپل ذهن كې روزو. خو كه ځانونو ته قواعد وټاكو، ژوند مو تر ډېره حده له امن څخه برخمن كېږي. د قواعدو ټاكنه، موږ له ستونزو ژغوري. خو ستونزه دا ده، چې د ژوند په سختو پړاوونو او ژورو كې قواعد نه شته. ځكه هغه وخت د قواعدو وضع كول، توندوالي او خشونت ته اړتيا پيدا كوي، حال دا چې هغه وخت نرمښت او سړه سينه غوره ده.

د بشر د ذهن د جوړښت غوره والى دا دى، چې كه يوه پايله اخيستنه په كې كېږي، كېدى شي ونه شي، ځكه چې د: "پرخلكو باور مه كوه"، په شان ذهنيتونه، د ذهن له خوا جوړ شوي دي، چې رښتينې مانا نه لري، كېدى شي د سترګو په رپ كې له صحنې څخه ووځي. په خپل ذهن كې پر محدوديتونو باندې په پوهېدو سره كولاى شئ اروايي ارامتيا ترلاسه كړئ او ستونزې له منځه يوسئ.

د كركې احساس ته څنګه رسېږو؟

(لومړۍ برخه)

زېږون ستاسو روغتيا له ګواښ سره مخ كولاى شي

د مور په ګېډه،په تاوده او نېكمرغه چاپېريال كې مو ټولې هيلې پوره كېږي. په دې وخت كې يوه ډېره سپېره پېښه كېږي. دېوالونه لړزېږي او ماتېږي، موږ په يوه تياره دالېز كې وړاندې ځو، بيا د بياتي (قيچي) له خولې تېرېږو، موږ اړ باسي چې د بهرنۍ نړۍ هوا تنفس كړو. دا په هغه صورت كې چې موږ روغ رمټ وزېږو. داسې هم كېدى شي، چې دوې ورځې په لاره كې پاتې شو او سل ستونزې وګالو.

اوس چې موږ نه شو كولاى تېر وخت ته ستانه شو او له سره وزېږو، كولاى شو، په خپلو ذهنونو كې پيدا شوي ذهنيتونه وګورو،خو وينو چې يوه هم اغېز نه دى راباندې كړى.

د زېږون په وخت كې د پايله اخيستنې يوه بېلګه دا ده: "كله چې وضع په ښه توګه پرمخ روانه ده، يوه ناڅاپي پېښه كېږي"، خو كه په طبيعي توګه موږ باور وكړو، چې واقعيت همدا دى، خپل ژوند هم د همدغه فورمول له مخې وړاندې بيايو.

د ژوند يوه اصلي دنده د پايله اخيستنو او هغو باورونو پېژندنه ده، چې په دغه لار كې زموږ د ژوند د وړاندې بېولو لامل ګرځي. كله چې دغه فكرونه او ذهنيتونه وپېژندل شي، يا كېدى شي له منځه لاړ شي، يا هم امكان لري خپل ځاى سالمو فكرونو او باورونو ته تش كړي.

د كركې احساس ته څنګه رسېږو؟

(دويمه برخه)

موږ هر يو د خپل ژوند په پړاو كې دغه فكر ته رسېږو، چې ګومان كوو، په موږ كې كومه ستونزه شته، زما يادېږي، چې په ماشومتوب كې به مې شا و خوا ته كتل او له ځان سره مې ويل: يا زه لېونى يم، يا دا شا و خوا خلك، زما له نظره، زما پايله اخيستنه دا وه چې هغوى لېونيان دي. ما به تل دغه ځپونكى  شك درلود، چې كېدى شي زه به لېونى يم.

د ودې په بهير كې كېدى شي دا ډول احساس په موږ كې پيدا شي، چې: "زه د مينې وړ نه يمه"، د پيل د وخت ټاكنه يې ستونزمنه ده، خو راشئ چې تر ټولو بد ډول يې تر كتنې لاندې ونيسو.

موږ زيات انسانان په داسې چاپېريال كې زېږېدلي يو، چې هلته مينه او محبت نه شته. كېدى شي دا خبره ستاسو په برخه كې صدق ونه كړي، كه داسې هم وي، هيله ده يوه شېبه دغې ستونزې ته په ژوره توګه ځير شئ. اوس هم زيات ماشومان زېږي چې د مور و پلار يې نه وي خوښ.

د "ترزا" مور له كلكتې څخه د هغو ماشومانو په اړه خبرې كوي، چې هغې او همكارانو ته يې له كثافتدانيو څخه پيدا كړي وو. دغه هر ماشوم د يوه ناڅرګند لامل له مخې خوشې كړل شوى و. په لسګونو ماشومان ولاړ دي، په ظاهره د مور و پلار په كورونو كې ژوند كوي، خو په يوه كينه ګر چاپېريال كې لويېږي. كه د دغو ماشومانو ذهنونه له توندو چلندونو او خبرو سره مخ وي، دوى به هم همدا وايي چې: "د مينې وړ نه دي".

ځان ملامت ګڼل

تر ټولو غټه تېروتنه چې انسان يې د خپل ژوند په بهير كې كوي، د ځينو پېښو په وړاندې ځان ملامت ګڼل دي. د ساري په توګه زه له دې احساس سره رالوى شوم، چې ګومان مې كاوه د خپلې مور پر اوږو بار يم، ځكه هغه به مې ليده چې يوې او بلې خوا ته ځغلي. د دندې لپاره به يې په بيړه كار كاوه.

ما ګومان كاوه چې دا دومره زحمتونه زما له كبله وررسېږي. كه زه نه واى، هغې به هم په هوسايۍ كې ژوند كولاى. كله چې مې دا موضوع له خپل مشر ورور سره شريكه كړه، په خپلو دليلونو يې قانع كړم. زما لويه ستونزه دغه ډول بېځايه فكر و.

زما لويه خطا دا وه چې په دغو شرايطو كې مې ځان ملامته ګاڼه، ما داسې ګڼل، كه هر ماشوم له همداسې وضعې سره مخ وي، دغه وضعيت له هغو سره هم صدق كوي، چې په مينه ناك چاپېريال كې رالوى شوي وي. ماشومان دغه ډول بې مينې توب شخصي ګڼي، ځكه هغوى دومره توان نه لري، هغه څه چې پېښېږي، توپير يې وكړي.

كه پرښتې زموږ پر سيارې زياته الوتنه كولاى، زما به يوه هيله دا وه چې دنده وركړم: زموږ د خاورينو انسانانو د ساتنې لپاره زموږ په غوږونو كې دا جمله زمزمه كړي: "ځان ملامته مه ګڼه"، "كه بل څوك هم ستا پر ځاى واى، همدغه پېښه به كېده".

موږ كه په يوه مينه ناك چاپېريال كې رالوى شو، بيا مو هم سترګې او غوږونه په منفي احساساتو پسې وي. چې د مور و پلار مينه هم ورسره يوځاى وي. له ماشوم سره د مور و پلار مثبت احساسات له غوسې، وېرې، خواشينۍ او نيمګړو هيلو سره مله وي. دغه احساسات درك كوو او دا شك هم كوو چې موږ يې لاملين يو.

ما د خپل ژوند ډېر وخت د ماشومتوب د وخت د منفي احساساتو په اړه په سوچ وهلو تېر كړى. له شك پرته چې مور مې د ژوند تېرولو لپاره اندېښمن زړه درلود. يوې ناڅاپي پېښې د هغې دنيا ورخرابه كړه. د پلار مړينې مې.

كله چې مور زه په خپله ګگگېډه كې رالويولم، زما پلار يې دېته اړ كړ، چې يوه بله دنده خپله كړي، هغه چې په دې اوونۍ كې د كورني ژوند يوې بلې نېكمرغۍ ته رسېدلې وه، په بله اوونۍ كې كونډه شوه، چې د يوه ماشوم مسووليت يې هم ورغاړې شو.

ننني زيات اروپوهان په دې عقيده دي، چې ماشومان،د مور په ګېډه كې د مور احساسات درك كولاى شي. ما به هم د مو په ګېډه كې له چاپېريال څخه زيات احساسات خپل كړي وو.

زه په دوديز چاپېريال كې چې له بېلابېلو احساساتو ډك و، وزېږېدم. مور مې زه غوښتم، (ځكه چې له پيله د شپږو ماشومانو مور وه)، زه يې هم نه غوښتم، (په هغه خواشينوونكي چاپېريال كې زما زېږون، يوازې يوه خواشيني وه). طبعاً زه نه توانېدم، هغه وخت درك كړي. خو يوازېنى شى چې ما ورباندې پوهېدل غوښتل دا وو چې كوم عيب به مې احساساوه. ما ګومان كاوه كوم پټ شى شته، چې زه يې نه شم درك كولاى.

له همدې كبله يې په خلاصه غېږ زما هركلى ونه كړ، په ډېره ساړه چلند سره يې كور ته لاره راكړه، بيا به مې احساسول چې زه يې خوښ يمه او ښه راغلاست يې راته ويلى دى. په ذهن كې مې عجيبه فكرونه ګرځېدل، شا و خوا خلكو راته ډوډۍ راكوله، اكثره مهربانه وو، خو... د مور او انا تر شونډو لاندې ځينې چغې او خبرې زما لپاره وې؟

دغه ډول ډېرې پوښتنې راسره وې، تل به مې وېره لرله، هسې نه چې په ځواب يې وپوهېږم، له دې كبله تر شا شوم او ښه سړى راڅخه جوړ شو.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:55 PM لېږونكى:هوسۍ |
په اسلام کې د ښځو سياسي حقوق

¯ ژباړه: عزت الله ځواب، ننګرهار

په اسلام كې د ښځو سياسي حقوق

 

دلته د ښځو له سياسي حقوقو څخه زموږ موخه په دولتي ادارو او دفترونو كې ښځو ته د برخې او كار وركول دي، همدارنګه په ټاكنو كې د ښځو كانديدېدل او يا په هغو مقامونو كې دنده ترسره كول، چې د ټاكنو په مرسته چا ته په برخه كېږي.

څرنګه چې موږ د يوې اسلامي ټولنې غړي يو، نو وينو چې په اسلام كې ښځه د كومو حقوقو څښتنه ده او له كومو څخه ګټه اخيستلاى شي. اسلامي پوهانو په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې كړي، چې ځينې يې رااخلو. ځينې پوهان د ښځو د سياسي حقوقو مخالف دي، دوى ښځو ته د سياسي كارونو اجازه نه وركوي.

ځينې پوهانو بيا د ښځو سياسي حقوق مني، خو ورته دا اجازه نه وركوي، چې په قضايي چارو كې دې برخه واخلي، يا دې جمهوري رياست ته ځان كانديد كړي.

يوشمېر داسې پوهان هم شته، چې ښځو ته په ټولو سياسي حقوقو قايل دي او وايي: ښځې كولاى شي اعظمى صدارت او جمهوري رياست ته هم ځانونه كانديد كړي. دوى وايي: د اسلام سپېڅلى دين، ښځې په دولتي ادارو كې له دندو نه دي راګرځولي. خو ډېر پوهان نارينتوب د خلافت او رياست لپاره عمده شرط ګڼي او وايي چې ښځې نه شي كولاى د نارينه وو مشري وكړي. خو امام ابن خلدون او ډاكټر احمد شبلي، نرتوب د خلافت لپاره عمده شرط نه ګڼي.

مولانا ګوهر الرحمان په خپل كتاب (اسلامي سياست) كې د ښځو د سياسي حقوقو پلوي كوي، خو جمهوري رياست ته د كانديدېدو حق نه وركوي.

سيدابوعلي مودودي وايي: د بالغ او عاقل نارينه او ښځې سياسي حقوق سره يو دي. ټول ديني پوهان په دې مسئله كې اختلاف سره لري. ځكه هر يو يې ځانته- ځانته دليل لري، چې موږ يې څو بېلګې رااخلو.

هغه پوهان چې د ښځو د سياسي حقوقو مخالف دي، د قران كريم دا ايات دليل نيسي:

ژباړه: نارينه پر ښځو مسلط دي. سورۍ النساء 34 ايت.

دوى وايي: مسلطېدل سړيو ته ځانګړي شوي او پارلمان بايد له نارينه وو څخه جوړ شي، ځكه پارلمان پر خلكو واكمني لري او همدا پارلمان دى، چې په يوه هېواد كې په عملي توګه سياسي كارونه پرمخ بيايي. دوى په پارلمان كې ښځو ته د ګډون حق نه وركوي.

خو ځينې نور پوهان بيا وايي: دا ايتونه د يوې ځانګړې پېښې په اړه نازل شوي او د ښځو په سياسي كارونو پورې تړاو نه لري. دوى وايي چې 1500كاله مخكې، حكومتونو ساده بڼه درلوده او د بېلابېلو لاملونو له مخې ورته د ښځو لېوالتيا كمه وه.  په هغه وخت كې جومات د پارلمان حيثيت درلود او د مركزي شورا ځاى و، چې نر او ښځې به ورتلې او كله به چې د ولس مشر په دولتي چارو كې ستونزې يادولې، نو نارينه او ښځو به يې په اوارۍ كې نظرونه وركول.

لكه يوې ښځې چې د خپل مُهر په هكله پر حضرت عمرt نيوكې وكړې او حضرت عمرt پر ځاى وګڼلې، نو له دې جوتېږي، چې اسلام ښځو ته سياسي حقوق وركړي دي.

ښځو ته د سياسي حقوقو مخالفين بيا د بقرې سورې 228ايات دليل نيسي او وايي چې نارينه تر ښځو غوره ګڼل شوي دي.

دوى دغه غوره والى له تسلط سره پرتله كوي او هر يو يې له خپلې زاويې څخه ګوري او په خپل فكر يې تفسير كوي.

دغه پوهان دا ايت هم د خپلې خبرې د زبات لپاره دليل نيسي:

"و قرن فى بيوتكن و لا تبرجن تبرج الجاهليه الاولى".

دوى دغه راز د 22مې سيپارې 53ايات هم يادوي او وايي چې ښځې بايد د پردې له شا څخه له نارينه وو سره خبرې وكړي.

ځيني پوهان وايي: لكه څنګه چې ښځې د نارينه وو امامت نه شي كولاى، دغه راز لمونځ د اسلام يو مهم ركن دى، نو په دنيايي چارو كې هم ښځې د نارينه وو مشري نه شي كولاى.

ښځو ته په سياسي حقوقو قايل پوهان دا دليل راوړي:

"وعدالله الذين امنومنكم و عملو الصلحت يستخلفنهم فى الارض".

دوى وايي: په مومنانو كې نارينه او ښځې دواړه راځي او اللهY له دواړو سره د خلافت ژمنه كړې ده.

خو نور پوهان دا نه مني او وايي چې "منكم ضمير" نارينه وو ته دى، كه چېرې ښځو ته اشاره شوې واى، نو "منكن" به راغلى واى. داسې پوهان هم شته، چې د بلقيس د رياست دليل راوړي او وايي چې د سليمان u په وخت كې رئيسه وه. كله چې سليمانu بلقيس ته ليك لېږي، نو بلقيس د خپلې كابينې غړي راغواړي او ورسره مشوره كوي، چې ايا د سليمانu دين ومنو كه نه؟

ځينې نور پوهان بيا وايي چې ښځه د نارينه له اجازې پرته له كوره نه شي وتلاى او په سياسي چارو كې هم برخه نه شي اخيستلاى. دوى له پرديو سړيو سره د ښځې ناسته پاسته حرامه ګڼي او وايي: په يوازېتوب كې د سړي او ښځې ترمنځ درېيم كس شيطان دى. دوى دا هم وايي چې ښځه د نارينه وو په پرتله په ښه توګه دنده نه شي ترسره كولاى، دوى بايد يوازې د خپلو اولادونو روزنه، د خپل خاوند خدمت او د كور كارونه وكړي. ځكه پر ښځو ځينې ناروغۍ راځي، چې ارام ته اړتيا لري، ګڼې پر حافظې يې بوج راځي.

خو دا هم د يادولو وړ ده، چې د اصحابو په وخت كې ښځو په جوماتونو كې لمونځونه كړي، په جهاد كې يې برخه اخيستې او د اسلام د سپېڅلي دين په خپرولو او دودولو كې يې له نارينه وو سره سم، اوږه پر اوږه هڅې كړې دي.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:54 PM لېږونكى:هوسۍ |
د افغان ملت ورځپاڼې په نوم سرخلاصی ليک!

انجنير ستانه مير زهير

 

د افغان ملت  ورځپاڼې په نوم سرخلاصی ليک!

 

سياسي  ليکنې د بل په نامه؟


 

زموږ د ادب او ژورناليزم په نړۍ کې له پخوا راهيسې د يو ډول تخلصونو بازار ګرم ساتل شوی. که په بره پښتونخوا کې د قيام الدين (خادم ) غوندې وتلی او منلی ليکوال په همدې تخلص ليکنې کولې، نو  په کوزه پښتونخوا کې بيا د محمد اکبر (خادم) په شان وتلي ليکوال هم په همدې تخلص خپل اثار او مقالې چاپولې.

په وروستيو وختونو کې په بره پښتونخوا  کې محترم  پوهاند ډاکټر مجاور احمد که د (زيار) په تخلص کومې علمي ليکنې کړي، نو په کوزه پښتونخوا کې بيا ښاعلي  ډاکټر خالق هم پر ځان د (زيار) تخلص ايښی او په همدې نامه يې خورا ډېرې ليکنې چاپ شوې دي.  داسې ډېر کسان شته چې نومونه يې بېل، خو تخلصونه يې يو شان دي . نوې خبره دا ده چې په دې وروستيو کې داسې کسان هم پيدا شوي، چې هم يې نومونه يو دي او هم يې تخلصونه. لکه : دکندهارد والي وياند ښاغلی خالد پښتون او په وحدت ورځپاڼه کې ليکوال ښاغلی خالد پښتون.

اول مې  فکر کاوه چې دواړه ګوندې يو شخص دی، خو وروسته له ليکنو څخه پوه شوم چې نه، دواړه بېل- بېل شخصيتونه او يو له بل سره هېڅ ډول اړيکي نه لري.  

ما په ١٣٤٨ل کال کې  (د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم) ځانته (زهير ) تخلص غوره کړ،  خو ډېر وخت  چې تېر شو، چا رانه پوښتنه وکړه : پاينده محمد زهير دې څه کېږي؟ ما د پېښوريانو په خبره ورته وويل: هډو هېڅ يې نه پېژنم . هغه راته وويل څنګه يې نه پېژنې، د پښتو ژبې وتلی ليکوال دی خو اوس دې خدای وبخښي په حق رسېدلی دی.

ما ورته وويل که زه خبر وای، دا تخلص به مې هېڅکله نه وای غوره کړ ی، خو اوس اوبه له ورخه تېرې دي، ځکه زياتې ليکنې مې په همدې تخلص د زېري په جريده ، کابل مجله ، هېواد، انيس، ژوندون، جرګه او داسې نورو ورځپاڼو او مجلو کې چاپ شوې دي.  دا خو هغه خبرې وې چې په هېواد کې دننه تېرې شوي، خو کله چې بيا د مهاجرت ديار ته  راغلم، نو دلته مې د وحدت په ورځپاڼه کې  د (زهير) د تخلص په  نامه  دومره ګرم بازار وليد، چې بېخي ځان رانه په کې ورک شو. خو په هر صورت، بيا هم چاره نه وه  او زه مجبور وم چې همدا تخلص وکاروم. د مهاجرت په موده کې مې په همدې تخلص درې څېړنيز او تحقيقي اثار:

١_ د افغانستان کاني زېرمې،  ٢_په افغانستان کی زلزلې،  ٣_جنګهایبيست ساله و تباهي منابع معدني افغانستان .،وليکل او  د بېلابېلو موسسو له خوا چاپ شول. څلورم اثر مې يو ژباړه وه، د (بايو ګاز) په نامه چې هغه هم د اکبر موسسې له خوا  چاپ شوې ده.  دا چې زه د خپلو مسلکي ليکنو په څنګ کې  له ادبي ليکنو سره هم تړلی پاتې شوی يم او همدا اوس په همدې برخه کې رسمي مصروفيت هم  لرم،  نو د مهاجرت په وختونو کې مې د وفا، افغانستان، هيلې، الفت، ګوربت، صهبا، ميوند، شمشاد، پامير او داسې  نورو مجلو کې د انجنير ستانه مير زهير، س. زهير او   (زهير شينواري)  په نامه په لسګونو ليکنې او مقالې چاپ شوې دي.

ما  يوازې (زهير) ځکه نه ليکه، چې خدای مه کړه د نورو (زهيرانو) حقوقو ته زيان ونه رسېږي. البته په مستعارو نومونو مې هم ځينې ليکنې چاپ شوي، خو د هغو يادولو ته ځکه ضرورت نه شته چې  اصلي خبره د زهير په تخلص ده.

يوه ورځ له پېښور نه د ا نټرنيټ په مرسته په کابل کې له يوه ملګري سره  په ليکه کې وم ، هغه راته وويل ستا  ليکنه مې  د (افغان ملت)  په اخبارکې ولوسته، ډېره مې خوښه شوه. ما ورته وويل: سهوه شوی يې، ما افغان ملت ته ليکنه نه ده ورکړې. هغه وويل: ولې منکرېږې، دا دی پر سر يې ليکلي: د  زهير شينواري ليکنه . ما فکر وکړ کېدی شي د انټرنيټ  له کوم سايټ څخه به يې راخيستې وي، ځکه په دې وروستيو وختونو کې ما څو ليکنې د (زهير شينواري) په نامه  د انټرنيټ په ويبسايټونو کې ايښې دي.خو بيا مې هم زړه صبر ونه کړ او پوښتنه مې ورنه وکړه : عنوان يې څه شی دی؟  هغه وويل: د ملي اردو په جوړونه کې سياسي اغيزې...؟  عنوان دی او په سر يې پاس ليکل شوي  د زهير شينواري ليکنه.

خدای شته خوا مې ډېره بده شوه. ځکه تر اوسه  د (زهير شينواري) په نامه  غير له ما نه، ما په هېڅ اخبار، يا مجله کې په دې نامه د کوم بل ليکوال ليکنه نه ده ليدلې. نو ځکه له ماسره سوال پيدا شو چې يا خو دا کار قصدي شوی، چې ليکوال غواړي خپله سياسي ايډيالوژي او نظر زما تر نامه لاندې خپور کړي او ما د نورو په وړاندې  د ځان ډال کړي. که په رښتيا  همداسې وي، نوپه دې کې خو نه يوازې ليکوال بلکې د اخبار مسوولين هم راته پړه دي او په راتلونکې ګڼه کې بايد د دې ليکنې د ليکوال اصلي نوم او څېره روښانه شي. خو که د تصادف له مخې وي او اسناد ولري چې نوموړی ليکوال خپل تخلص له پخوا نه  زهير ايښی او په قوم هم شينواری دی، نو دا هم بايد روښانه شي، يانې دا چې له  زهير شينواري سره دې خپل اصلي نوم وليکي، چې زما او د هغه ترمنځ سوتفاهم له منځه لاړ شي او د خپلې ليکنې مسووليت بايد پر خپله غاړه واخلي، نه دا چې لوستونکي د ليکنې  ښه والی اوبدوالی زما په غاړه واچوي .

يوه وړه يادونه بايد وکړم  او هغه دا چې زما موخه او هدف  په خپله د ليکنې په محتوا  او منځپانګه نه دي، چې ښه ده او که بده او نه مې تر اوسه لوستلې ده. هدف مې دا دی  چې د دغسې نومونو د ليکلو نه چې هغه بيا بل چا ته هم منسوبېږي،  ډډه وشي . ځکه په دغسې حا لاتو کې خلک د يوې ليکنې په باب  د خپل قضاوت تېغ په اصلي ليکوال پسې نه، بلکې په يوه داسې ليکوال پسې  هم راوباسي چې  هغه اصلا ٌ ورنه هېڅ خبر نه وي. په دې ډول دا کار دوه زيانه لري اول که ليکنه ښه او معياري وي نو  په عام ډول يې نسبت کېدی شي، اصلي ليکوال ته نه، بل چا ته  هم وشي چې په دې حالت کې د ليکوال حقوق تر پښو لاندې کېږي او که غير معياري او مبتذله وي نو ضرر يې نه يوازې اصلي ليکوال ته بلکې هغه چا ته هم رسېږي، چې له ده سره يې تخلص  يو شان وي اوڅوک يې نه شي توپيرولی.

ما همدا ليکنه کټ- مټ  د اخبار دفتر  ته ولېږله  او ارزو مې لرله چې په راتلونکې ګڼه کې به يې چا پوي، خو له بده مرغه هېڅ يادونه  يې ونه  کړه او ځان يې داسې کوڼ  کړ چې هېڅ خبره نه شته.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:52 PM لېږونكى:هوسۍ |
د مور او ماشوم د روغتيا ارزښت

هدايت الله تميل، كابل

د مور او ماشوم د روغتيا ارزښت

 

م ـور هغه خوږ نوم دى، چې انساني ژوندپرې ښكلى دى او انسان ته د ژوند لار ښيي. مور هغه څوك دى، چې انسان ته د كايناتو په پراخه غېږه كې ژوند وركوي، همدا انسان كه مور اووه ځله هم تر مكې پورې په شا بوځي، بيا يې هم حق نه شي پوره كولاى.

د مور لوروونكې غېږ هغه نړۍ ده، چې انسانان پالي او د خپل شفقت اورښت ورباندې كوي.

دغې غېږې د نړۍ ستر فيلسوفان، پوهان، اتلان، غازيان، پاچايان او بالاخره هر وګړى روزلى، چې بيا يې د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې كړى دى. هر يو يې د خپل ذهني او جسمي قوت په مرسته يوه مقام ته رسېدلى، چې د دغسې لويو كسانو تاريخونه خوندي دي او موږ يې په لوستلو سره د مور په ارزښت او كارنامو پوهېدلاى شو. حضرت محمد هم د يوې مور په غېږه كې رالوى شوى او يوې مور پاللى دى.

دا مور ده، چې د كايناتو ثبات يې ساتلى او دنيايي ژوند يې له ړنګېدو څخه ژغورلى دى. نو ځكه بايد د مور بشپړو حقوقو او روغتيا ته بايد زياته پاملرنه وشي. ځكه كه مور نه وي، موږ نه يو، دا نړۍ به نه وي او دا نړۍ خو په انسانانو ودانه ده، انسانان بيا همدغې مور او د مور مينې ته اړتيا لري. كله چې زموږ د ټولنې د ميندو روغتيا سمه وي او روغتيا ته يې پاملرنه كېږي، دوى به هم ټولنې ته سالم ماشومان وړاندې كوي.

څرګنده خبره ده چې د يوه وګړي روغتيايي ستونزه هم پر ټولنې اغېز لري او په ټولنه كې د ستونزو د پيدايښت لامل ګرځي. له ناروغې مور څخه زېږېدلى ناروغ ماشوم د ټولنې د نيمګړتيا يا وروسته والي سبب ګرځي.

زموږ هېواد هم په روغتيايي برخه كې دومره پرمختګ نه دى كړى، په دې هېواد كې د نورو هېوادونو په پرتله د مور و ماشوم د مړينې كچه ډېره زياته ده. بايد دا لارې چارې ولټول شي، چې د مور و ماشوم روغتيايي ستونزو ته څنګه د حل لاره اوارولاى شو؟

موږ بايد لومړى هغه فكټورونه ولټوو، چې د مور و ماشوم د مړينې لامل ګرځي. اوس هم ګڼ شمېر خلك په دې اند دي، چې د مور و ماشوم د مړينې د مخنيوي لپاره پرمختللو روغتونونو او نورو ګرانبيه وسايلو ته اړتيا شته، چې د هغو په مرسته د مور و ماشوم د مړينې كچه راټيټېدى شي.

خو دا حقيقت نه لري، هغه فكټورونه چې ښه اغېز لري، د مور و ماشوم لپاره دا دي:

ايا مور د امينداورۍ په وخت كې، تر ولادت وړاندې اړتيا وړ خواړه اخيستي، ساتنه او پالنه يې شوې ده، كه نه؟

په داسې حال كې چې تر زېږون وړاندې د امينداورې مېرمې پالنه او ساتنه دومره سخت كار نه دى. خو مثبت اغېز يې ډېر زيات دى.

څېړنو ښوولې ده، هغه ميندې چې تر ولادت وړاندې د اړتيا وړ خواړه خوري او سمه ساتنه يې كېږي، د مړينې كچه يې په سلو كې پنځلس راټيټه شوې ده.

د وقايوي څارنې او پالنې له كبله د ناڅاپي مړينې، يا هم د مور په ګېډه كې د ماشوم د مړينې، يا هم د كم وزنه ماشوم د زوكړې په كچه كې ټيټوالى راغلى دى.

تر زېږون وړاندې له څارنو او پالنو څخه زموږ موخه دا ده، چې د مور د مړينې مخنيوى او ماشوم ته ځواك ورپه برخه شي.

هغه ميندې چې د اميندوارۍ په وخت كې له كوم خطر يا ستونزې سره مخ شي، نو زياتې بهرنۍ پاملرنې يا څارنې ته اړتيا لري. نو ځكه بايد له يوه متخصص ډاكټر سره اړيكي ونيول شي، چې د ناروغې روغتيايي څارونه وكړي. هغه ميندې چې له خطر سره مخ وي، نو بايد په روغتون كې زېږون وكړي، چې د ډاكټرانو تر كتنې لاندې وي.

خو له بده مرغه بايد ووايو چې زموږ په ګران هېواد كې يوازې 20 فيصده ميندې له روغتيايي ساتنو او څارونو برخمنې دي، چې كولاى شي له دغو اسانتياوو ګټه پورته كړي. له دې كبله په دغه هېواد كې د مور و ماشوم د مړينې كچه اوچته شوې ده.

نو ايا دا غوره خبره ده چې زموږ د ګران هېواد ميندې او ماشومان د نه پاملرنې له كبله د مرګ كندې ته ولوېږي؟ او كه دا غوره ده، چې په لږې پاملرنې سره د ميندو او ماشومانو ژوند وژغورل شي؟.

 خو كه له ساده لارې څخه كار واخيستل شي، يانې تر زېږون وړاندې د مور سمه څارنه وشي، نو د زياتو ماشومانو ژوند به وژغورل شي.

د اميندوارۍ په وخت كې يوشمېر ناروغۍ شته، چې پر ماشوم بد اغېز كوي.

د مور روغتيايي حالت:

د وينې كموالى.

Eclampisa

د بولي  لارې انتانات، يا: V.T.I

د اميندوارۍ په وخت كې د Streptomycine

د زېږون په وخت كې د پوه او برلاسي كس نشتوالى.

پر ماشوم يې اغېزې:

ماشوم به د پيدا كېدو په وخت كې كموزنه وي او د ماشومتوب په وخت كې به د وينې له كموالي سره مخ شي.

د نورو نارمل ماشومانو په پرتله به يې وزن كم وي.

تر زېږون وړاندې په رحم كې د ماشوم مړينه.

د ماشوم كوڼوالى.

د زېږون په وخت كې ساډوبي Asphyxia يا هم د زېږون په وخت كې تيتانوس.

تر زېږون وړاندې بايد څوك څارنه وكړي؟

د افغانستان په ليريو پرتو سيمو او ښارونو كې سره له دې چې ډاكټران د ناروغانو مرسته كوي، خو تر نيمايي زياتې مرستې بيا د سيمه ييزو دايه ګانو له خوا كېږي.

د نورو هېوادونو تجربو ښوولې ده، كه چېرې دايه ګانې بنسټيز قواعد زده كړي، نو ډېرې ښې او ګټورې لاسته راوړنې به ولري.

هغوى كولاى شي، چې د وينې د كموالي مخنيوى وكړي، دغه راز د اړتيا پر وخت اميندوارو ميندو ته د تيتانوس واكسين وكړي.

هغوى كولاى شي، چې د زېږون په وخت كې له خطرسره مخامخې ميندې تر پاملرنې او څارنې لاندې ونيسي. دغه راز هغه ميندې چې بايد په روغتون كې زېږون وكړي، خلكو ته وروپېژني.

هغوى كولاى شي، پاك او بې خطره زېږون وڅاري او د زېږون په وخت كې د خطر لاملونه وپېژني.

هغوى كولاى شي، وپوهېږي، چې نوى زېږېدلى ماشوم څنګه وساتي او مور ته يې د ساتنې يا پالنې لارښوونه څنګه وكړي. دغه راز مور څنګه د ماشوم تغذيې او مړولو ته وهڅوي.

ځكه چې دايه ګانې اكثره د ميندو په ګاونډيتوب كې وي او يا هم د هغوى له خپلوانو څخه وي. چې دغه كار هغوى ته د ساتنې او پالنې لاره نوره هم اسانوي. بله دا چې دايه ګانې اكثره ښځينه وي، چې د كورنيو له خوا د منلو وړ وي، ځكه زياتې كورنۍ نه غواړي، مېرمنې يې د كوم نارينه ډاكټر تر څارنې لاندې زېږون وكړي.

هره ډله، هره اداره او هر ډاكټر چې غواړي د مور و ماشوم روغتيايي چارې وڅاري او د پرمخيون لارې چارې ولټوي، دغه راز د مړينو څومره والى راټيټ كړي، بايد هڅه وكړي، له دايه ګانو څخه مرسته وغواړي او د هغو په مرسته دې د څارنې ښې لارې چارې ولټوي، يوازې له دايه ګانو سره ګډه هڅه كولاى شي برى لاسته راوړي.

د اميندوارۍ په وخت كې د مور څارنه څنګه كېدى شي؟

اميندوارې ميندې بايد په ډېره بيړه تر ممكنه پاملرنې لاندې ونيول شي او د اميندوارۍ په وخت كې لږ تر لږه څلور ځله، په 4-6-8-9 مياشتو كې وكتل شي او كتنه "معاينه" دې وشي.

ميندو ته د مور و ماشوم يو متخصص ډاكټر وايي چې بايد څلور ځلې د معاينې لپاره راشي، چې دا خبره ډېره ګټوره ده، خو ځينې ميندې دا كار ترسره كولاى نه شي، موږ بايد هغه ميندې تر څلورو ځلو ډېرې تر څارنې لاندې ونيسو، چې له خطر سره مخ وي.

د اميندوارۍ په وخت كې ارزښتمن ټكي:

الف: اميندواره مور خوارځواكي(سوءگ تغذي) لري؟

كه چېرې مور بشپړ خواړه ونه خوري، په ګېډه كې يې ماشوم هم د ودې لپاره بشپړه غذا نه شي موندلاى، چې راروان ماشوم به ډېر كمزورى وي، د اميندوارۍ په وخت، په تېره بيا په وروستيو درېيو مياشتو  كې مور ته ښه خواړه ډېره ارزښت لري.

د خوارځواكۍ فكټورونه:

1. د ميندو د خوړو كموالى، يا نشتوالى.

2. پرله پسې زېږون، (په هغه صورت كې چې د دوو زېږونونو ترمنځ ځنډ، تر دوو كلونو كم وي، نو د ميندو د غذايي زېرمې د بشپړېدو لپاره خواړه كفايت نه كوي).

3. زيان رسوونكي انتانات او نورې توندې ناروغۍ.

مور بايد ښه تغذيه شي:

تر اميندوارۍ مخكې ښه تغذيه، د اميندوارو مېرمنو لپاره ډېر ارزښت لري، نو ميندې بايد وهڅول شي، چې ښه خواړه وخوري. د ساري په توګه دوى كولاى شي، روغتيايي خواړه چې له پروتين او نورو ويټامينونو څخه برخمن وي، وكاروي. هغه خواړه دې نه خوري چې بد اغېز لري.

ب: ايا مور د وينې په كموالي اخته نه ده؟:

د وينې كموالى يو خطرناك حالت دى، هغه ميندې چې د وينې په كموالي اخته دي، د زېږون په وخت كې له شاك (بېسدۍ) سره مخ كېږي.

د وينې د كموالي فكټورونه:

1. د خوړو كموالى.

2. پرله پسې زېږون.

3. ملاريا.

4. زيان رسوونكي انتانات.

د وينې په كموالي اخته- اميندواره مور څنګه وقايه كړو؟

د يو لړ داروګانو په مرسته هم كېدى شي.

د ښو او ګټورو خوړو لارښوونه ورته كېږي.

هغو ميندو ته چې د ملاريا په اندميك (هغه ځاى چې د تل لپاره په كې ملاريا وجود ولري) ځينې داروګان وركول كېږي، چې لومړى دوز يا اندازه يې د اميندوارۍ په درېيمه يا څلورمه مياشت او دويمه برخه يې په اوومه مياشت كې وركول كېږي.

ج: د مور د وينې فشار ټيټ دى، كه اوچت؟:

د وينې د فشار مسئله ډېره مهمه او له خطره ډكه ده، دا هغه وخت تشخيصېږي، چې فشارmmh9 90/140 ته ورسېږي، دغه وخت ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري.

د: ايا مور د زړه ناروغي لري؟

مور بايد د زړه د ناروغيو لپاره تر پلټنې او كتنې لاندې ونيول شي، چې د زړه د درزېدو غږ يې منظم دى كه نه؟ ځكه چې دغه حالت د زېږون په وخت كې له خطر څخه تش نه وي، د اميندوارۍ په وخت كې د وينې د كموالي درملنه ډېره ضروري ده.

ل: ايا مور نرى رنځ"TB" لري، كه نه؟

هره اميندواره مور كه تر درېيو اوونيو زياته وټوخېږي، نو د سږو په نري رنځ اخته ده، نو بايد نژدې روغتيايي مركز ته يووړل شي.

هـ: ايا مور د بولي سيسټم U.T.I ناروغي لري، كه نه؟

د بولي سيسټم ناروغي د ماشوم د مړينې او تر وخت مخكې د زېږېدو لامل ګرځي.

ف: ايا مور ملاريا لري؟

هغه ملاريا چې د وينې له كموالي سره مله وي، تر وخت مخكې د ماشوم د پيدا كېدو لامل ګرځي، بايد هڅه وشي، چې د مور د اميندوارۍ په وخت كې مور، د ملاريا له شره وساتل شي. په دې ترڅ كې له درېيو لارو كار اخيستل كېدى شي:

ك: ايا مور د ايودين له كموالي سره مخ ده، كه نه؟

كه مور په داسې ځاى كې ژوند كوي، چې د هغه ځاى خلك زيات جاغور لري، دا دا مانا لري، چې د مور د ايودين له كموالي سره مخ ده، دا مور ته كوم زيان نه لري، خو د ماشوم لپاره دېر خطرناك دى.

د اميندوارۍ په وخت كې د ايودين لږ اخيستل، يا نه اخيستل د داسې ماشوم د پيدا كېدو لامل ګرځي، چې عصبي نيمګړتياوې به لري.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:51 PM لېږونكى:هوسۍ |
څوك به ټولنه جوړوي؟

عادل شريف، كوټه

څوك به ټولنه جوړوي؟


 

پـوهانو هغه ټولنه نېكمرغه ګڼلې، چې وګړي يې ويښ ذهن او د ګټورې هڅې لپاره ابتكاري ځواك لري. داسې څوك كولاى شي په ټولنه كې نېكمرغه ژوند وكړي، چې په خپلواك او ازادانه ډول رغوونكي كارونه وكړاى شي. كه چېرې د ټولنې هر تن د خپلو پټو استعدادونو او ذهني ځواكونو په كارونه كې له پوره غور او هوښيارۍ څخه كار واخلي، همدغه راز خپلو نيمګړتياوو او تېروتنو ته ښه پام وكړي، نو كېدى شي، دغه ټولنه په لنډ وخت كې د پرمختګ او پرمخيون پر لارو روانه او خلك يې د هوسا ژوند خاوندان شي. په دې شرط چې وګړي يې هر وخت يوازې د پرمختګ په موخه د پوهې خوا ته ميلان پيدا كړي او د علم په ارزښت پوه شي.

د انسان ذهن، په څو برخو وېشل شوى، هره برخه د يوه كار لپاره د استعداد او قوت ذخيره لري، دا په انسان پورې اړه لري، چې بايد دغه پټې زېرمې وپېژني او وړ ګټه ځنې واخلي. ځكه پاك څښتنY د هر انسان په خټه كې د يوه كار د ترسره كولو ځواك او استعداد ايښى دى. خو دا انسان دى، چې په كار ده له دغو پټو ځواكونو څخه وړ او پرځاى استفاده وكړي.

د ټولنې هېڅ انسان بې مسووليته نه دى. هر كس د خپلې ټولنې، هېواد او هېوادوالو په وړاندې يو اخلاقي يا حقوقي مسووليت لري، چې بايد خپل دريځ او ذهني ځواك ته په پام سره خپل مسووليت وپېژني.

  كه چېرې د ټولنې نيمايي خلك له دغسې شعور څخه برخمن شي، نو بيا هم د ټولنې د نېكمرغۍ او سوكالۍ لپاره ډېره زمينه برابرېږي او هومره ژر ټولنه د نېكمرغۍ خوا ته ګام اخلي. خو كه هرڅوك له خپل مسووليت څخه اوږې تشوي، په حقيقت كې خپله ټولنه نيمګړې كوي او په لوى لاس د خپلې بربادۍ لپاره زمينه برابروي. ځكه د مسووليت نه درك كول، له كورني چاپېرياله سرچينه اخلي، كه په كورنۍ كې يو تن پر خپل مسووليت سترګې پټې كړي، نو دغه كورنى نظام له نيمګړتياوو ډكېږي او كله چې كورنۍ له ستونزو سره مخه شي، د چاپېريال جوړښت زيانمنېږي او څه موده وروسته ټولنه نيمګړې كېږي. چې دا په وار- وار په زبات هم رسېدلې ده.

په دې برخه كې د ځوانانو مسووليت تر ټولو دروند او ستر دى، ځكه دا مهال ټولو كسانو دوى ته سترګې نيولي، هر ځوان بايد له خپل فطري استعداد او ذهني ځواك سره سم يو مسووليت ومني. همدغه راز دې، دې ټكي ته هم خيال وساتي، چې كه هر ګام اوچتوي، نو د خپلې ټولنې سوكالي او نېكمرغي دې نه هېروي.

يو ځوان د خپلې ټولنې هغه ځواك دى، چې پوره حساب ورباندې كېږي، كله چې دغه ځوان د مسووليتونو او دندو پر واټ ګام ږدي، له هغې ړندې غوماشې يې بايد توپير وشي، چې نه رڼا ورته ښكاري، نه هم د تيارې تصور كولاى شي.

د كار او زيار ترڅنګ هر ځوان بيا داسې لارښوونو ته اړتيا لري، چې ټولنيزې ستونزې او ربړې معلومې كړي، ځكه كه خداىY مه كړه، يو ځوان لږه بېلاري وكړي، خبره  تگولنيزيگ ستونزيگ او ربؤيگ ورمعلوميگ وي، حگكه كه خداىد تياريگ تصور كولاى شي.  ومني. نشو، اخلاقي فساد او نورو بېلاريو ته وځي او نشه يي سړى هېڅكله هم د ټولنې په وړاندې كوم غوره مسووليت نه شي منلاى، بلكې هغه په خپله پالندوى ته اړتيا لري او پر ټولنې بار وي. په ځينو بهرنيو ټولنو كې اكثره ځوانان چې كله له كوم مصيبت يا بدمرغۍ سره مخ كېږي، نو د خپل غم د سپكولو لپاره نشو ته مخه كوي او غواړي چې د نشو په څپو كې خپل غمونه لاهو كړي. حال دا چې نشې د انسان غم نه كموي، بلكې ځينې توند جانبي زيانونه هم لري، چې د انسان روغتيا ته زيات زيان رسوي.

زموږ مشرانو ته په كار ده، چې ځوانانو ته يوازې دا لارښوونه ونه كړي، چې: "زويه! يوازې پيسې ګټه او ځان هوسا كړه!". ځكه، دوى بايد ځوانانو ته دا لارښوونه هم وكړي، چې: "ستا ټولنه د ډېرو جګړو په ناخوالو كې ځپل شوې ده، كه ته يې يو وران دېوال جوړ كړې، بل به يې بله برخه اباده كړي، پام كوه چې ستا ټولنه ستا هېواد دى او ستا هېواد، تا ته د مور حيثيت لري، نو څنګه چې د مور خدمت پر ځان منې، د خپل هېواد خدمت هم مه هېروه.

يوه مشر ليكوال پر يوه راډيويي پروګرام تبصره ليكلې وه، سره له دې چې موضوع ادبي وه، خو د موضوع په منځ كې يې ليكلي وو: "زموږ ټولنه يوه ګوزاوڼه ټولنه ده!!!".

تاسې څه فكر كوئ، ايا دا ټولنه "سپكه" ده او كه هغه كسان چې تورې عينكې يې په سترګو كړي او د دې پرځاى چې د خپلې ټولنې وياړنې يادې كړي، نورو نړيوالو ته ځان دومره سپك ورمعرفي كوي، چې د سړي په ذهن كې د دغه ليكوال خپلې عقدې انعكاس مومي. بيا له يوه ليكواله موږ دا تمه لرو، چې هغه دې يوازې خپله موضوع وڅاري، نه دا چې خپل ملت دې سپك او بدنامه كړي.

كه موږ په يوه كور كې ژوند كوو، د كور بهرنى جوړښت زموږ په طبعه نه وي برابره او موږ هر وخت د كور بدرنګي يادوو، په دې كې خو د كور ګناه نه شته، ګناه د هغه چا ده، چې دغه كور يې جوړ كړى او خپل ذوق يې په كې كارولى دى. د كور جوړول او ورانول خو د انسانانو په لاس كې دي؛ همدغسې د ټولنې جوړښت هم درواخله، دا انسانان دي چې خپله ټولنه به ودانوي، يا به يې هم د ورانۍ كندې ته وركاږي. نو د ټولنې د سوكالۍ او نېكمرغۍ لپاره يوازې خبرې نه، بلكې عملي كار هم  ضروري دى. كه د ټولنې هر غړى د شعوري طبقې تر څارنې لاندې عملي هڅې پيل كړي، نو بيا به د ځوان پښت زيات ذهني او جسمي ځواك په هغه كار لګېږي، چې په پايله كې به ټول خلك هوسا او بسيا شي.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:51 PM لېږونكى:هوسۍ |
سرليکنه

سرليكنه:

له "هوسۍ" سره تړلي ارمانونه او موخې

هر اوښتون او هره چار، د يوه مقصد له مخې كېږي، كه څوك په خپل ژوند كې كوم مقصد ونه لري، بريالى كېږي نه. كه يو ارمان، اقدام او كوښښ د عام ولس په ګټه او د ملي ارزښتونو په رڼا  كې وروزل شي، له شك پرته چې ټوليز (عمومي) ملاتړ به يې هم مل او ملګرى وي.

اوس مهال په افغانستان كې د مطبوعاتو د ازادۍ ګنګوسي تاوده دي او په نړيواله كچه تبليغات روان دي، چې په افغانستان كې به مطبوعات سل په سلو كې ازاد او خپلواك وي. خو كه نړيوالو مطبوعاتي قوانينو ته پام وكړو او د پرمختللو هېوادونو خپرونې هم تر كتنې لاندې ونيسو، يوه يې هم سل په سلو كې خپلواكه او ازاده نه ده، خامخا به د دولت يا بل ګوند د پاليسۍ يا ايډيولوژۍ سيورى ورباندې خپور وي.

په افغانستان كې لا اوضاع دېته نه ده تياره، چې مطبوعات دې د سانسور له زيندۍ څخه وژغورل شي. په كابل كې ځينې ګونديزې خپرونې اوس هم روانې دي، چې پر ټنډه يې ليكل شوي: خپلواكه، ناپېيلې يا ازاده. خو زياتې دغسې خپرونې بيا د يوې ډلې له خوا كېږي، چې كوم مثبت مقصد يا ملي ارمان هم نه لري، ځكه په دغو ډلو كې هغه كسان ګډون لري، چې لاسونه يې د ملت په وينو سره دي.

له ځينو ولايتونو څخه يوشمېر مجلې، جريدې او اوونيزې هم چاپېږي، چې بشپړه ملي مفكوره او ارمان يې په هره پاڼه او هره كرښه كې ښكاري، په كندهار، خوست، كونړ، ننګرهار، كابل، لغمان، پكتيكا، پېښور، كوټه او ځينو نورو بهرنيو هېوادونو كې د افغانانو له خوا ځينې داسې مجلې او جريدې چاپېږي، چې له مطبوعاتي معيارونو او ملي غوښتنو سره سمې ليكنې خپروي. دا په خپله زباتوي، چې فرهنګيالي لا ويده نه دي، بلكې په اغزنو حالاتو كې هم د خدمت جنډه هسكه ساتي.

موږ هوسۍ مجله هم په دې ارمان پيلوو، چې وكولاى شو، د ملي ارمان او هېوادنيو غوښتنو په يون كې يو ګام واخلو، خو زموږ ګام اخيستنه به د هوسۍ په كچه ګړندۍ هم نه وي، ځكه انسان په وس پړ دى، خو بيا هم، په دې يون كې د خپلو هغو ملګرو او هملارو مننه كوو، چې زموږ له همكارۍ او مرستې څخه يې اوږې سپكې نه كړې. په ځانګړې توګه يار محمد شېرولي د ډېرې ستاينې او مننې وړ ګڼو، چې زموږ مرسته يې كړې ده. دغه راز د لومړۍ ګڼې لپاره دغو زمريانو هم د هوسۍ له ژوند سره وفا وكړه: تازه ګل شينواري، فضل الله دوست، عبدالغفارهوتخېل او ډيپلوم انجنير عبدالمجيد.

هوسۍ به ملي ګټو ته په پام سره ليكنې خپروي او ټولو هېوادنيو ملي ارزښتونو ته درناوى لري، په مجله كې به د تعصب لرونكو، كركجنو ليكنو او پاروونكو جملو سمونه كېږي. هوسۍ د ټولو ده، هرڅوك يې په ښه والي كې رغنده رول لوبولاى شي.

په هېواد كې د رښتيني ملي يووالي په هيله

اداره

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:49 PM لېږونكى:هوسۍ |
نوې سرشمېرنه او د ولس اندېښنې

¯ وحيد الله غازيخېل، كابل

نوې سرشمېرنه او

د ولس اندېښنې


په دې كې هـېڅ شك نه شته، چې ټول افغانان په دې نظر دي، چې په افغانستان كې دې يوه دقيقه او ناپلوې سرشمېرنه وشي، چې دا كار تر ډېرو كارونو مهم او ارزښتمن دى. اوسنيو سرشمېرنو په افغانستان كې سياسي رنګ اخيستى او داسې ښكاري چې دا نوې سرشمېرنه د ټولنيزو، اقتصادي، فرهنګي او نورو ارزښتونو په پرتله زيات سياسي ارزښت لري. د سياسي ارزښت په ټاكنه كې لورى يا طرف زيات اغېز لري، نو دلته هم د سرشمېرنې په اړه سړي ته ډول- ډول پوښتنې پيدا كېږي، ځكه سرشمېرونكي بايد په هېڅ ګوند پورې تړاو ونه لري، د هر پلان او هرې پروژې پيل له احصايې څخه كېږي.

همدا اوس په هېواد كې په دوو ژبو درسي نصاب پلى كېږي، چې ښايي په راتلونكي كې په نورو ژبو هم درسي نصابونه رامنځته شي. نو د پوهنې وزارت كاركوونكي بايد په دې پوه وي، چې په كومو سيمو كې پښتو او په كومو سيمو كې دري نصاب پلى كړي، يانې څومره كتابونه بايد په پښتو چاپ شي او څومره په دري، يا نورو ژبو... دغه كار په سرشمېرنې پورې اړه لري.

سرشمېرنه يو ستونزمن كار دى او د ډېرو تېروتنو يا لاسوهنو امكان په كې شته، ځكه سرشمېرنه د هر لوستي او نالوستي كار نه دى. سرشمېرونكي بايد په ځانګړو زده كړيځونو (كورسونو) كې روزل شوي وي او له خپلو لومړنيو تخنيكونو سره بلد وي، چې د فورمو د ډكولو پر مهال له كومې ستونزې سره مخ نه شي، ځكه په افغانستان كې د پخوا په پرتله اوس قومي تعصبونه زيات شوي او هر قوم د لوړې سلنې (فيصدۍ) دعوه كوي. په پيل كې داسې هيله كېده چې ملګري ملتونه به د بُن د پرېكړې پر بنسټ د سرشمېرنې لپاره يو ځانګړى كميسيون جوړوي، خو اوس دا دى دا كار يوازې د مركزي احصايې د كميسيون پرغاړه شوى، چې اوس د نظار شورا تر واك لاندې دى. بهرنۍ سرچينې به له دوى سره يوازې مالي مرسته كوي.

 كه چېرې دا اداره واكمن ګرپ تر سيوري لاندې خپل كار ته دوام وركړي، نو باور دى، چې په افغانستان كې به د قومونو د سرشمېرنې په برخه كې داسې درغلۍ رامنځته شي، چې نه يوازې افغانان، بلكې نړيوال به هم ورته حيران شي. د همدغسې يوه سياسي سازش په پايله كې د هېواد قومونه په تېره بيا اكثريت له خپلو اوسنيو سياسي حقوقو محروم شوي او د نورې محرومېدنې اټكل او امكان يې هم شته. د بېلګې په توګه له يوې ولسوالۍ څخه شپږ تنه وزيران او نور په لسګونو مرستيالان او رئيسان واكمن دي. د لويې جرګې لپاره په ځانګړي كميسيون كې ديارلس پښتون مېشتي ولايتونه له استازيتوب څخه محروم شول، خو له پروان څخه درېيو تنو په كې غړيتوب درلود. 

همدغه كميسيون بيا د بدخشان ولايت له ديارلسو ولسواليو څخه اتلس ولسوالۍ جوړې كړې او له يوې ولسوالۍ "پنجشېر" څخه يې څلور.

دغه راز يې د تنظيمواكۍ ناثبت شوي او شفاعي فرمانونه هم زموږ پر ولس وروتپل.

اوس مركزي احصايې د سرشمېرنې كار عملاً پيل كړى، مخكې له دې چې دوى پر كار پيل وكړي، ولس ته يې بايد د سرشمېرنې لارې چارې او ستونزې په ګوته كړي واى. خو په ډېر تاسف سره بايد ووايو چې د سرشمېرنې كار په عملي ډول پيل شوى، خو ولس په دې اړه هېڅ ډول تبليغ نه دى اورېدلى. د ساري په توګه دا نه ده څرګنده، چې سرشمېرنه له څو لارو چارو كېږي؟

مثبت او منفي اړخونه يې كوم دي؟

د نوې سرشمېرنې لپاره له كومو لارو چارو څخه استفاده كېږي؟

دغه لارې ولې ورته ټاكل شوې دي؟

دغې سرشمېرنې ته به څو ډلې افغانې كاركوونكي ګمارل كېږي؟

مسلكي او پوهنيز معيارونه يې كوم دي؟

كه قومي مسئلې په پام كې نيول شوي وي، هغه كوم دي؟

پر نوې سرشمېرنې به د نړيوالو اغېز څه وي؟

افغانستان يو غرنى هېواد دى، د سرشمېرنې كاركوونكي به لر و بر پرتو سيمو ته لاړ شي؟

همدارنګه كوچيان چې شمېر يې درېيو مليونو ته رسېږي، دوى تل په يون (سفر) كې وي، چې سرشمېرنه يې ګرانه ده او زيات لګښت غواړي. كېدى شي چې د حل لار دا وي چې د كوچيانو د سرشمېرنې لپاره خپله له كوچيانو څخه يو كميسيون جوړ شي او دا دنده دې هغوى ته وسپارل شي. په ځينو پښتون مېشتو سيمو كې دا دود هم حاكم دى، چې د خپلو ښځو نومونه چا ته نه ښيي، ايا د دې لپاره تدابير نيول شوي، كه نه؟

تر هرڅه وړاندې لومړى ټول هېواد په وړو- وړو سيمو وېشل كېږي: (ولايت، ولسوالي، كلى...) بيا په نخښه كېږي. د سرشمېرونكو پلاوي سيمو ته ورځي، خپلې نخښې له ښارونو او كليو سره تطبيقوي، چې په دې ډاډه شي كوم كلى يې نه دى هېر شوى. كه يې هېر شوى وي، نو په خپلو نخښو يې ټاكي.

تر ټوليزې (عمومي) سرشمېرنې وړاندې په يوه وړه سيمه كې په ازمېگښتي ډول سرشمېرنه كېږي او بيا كتل كېږي، يې په كار كې كومې ستونزې او تېروتنې شته او د حل لارې چارې پلټل كېږي، په دې توګه د كار ميتودونه تعريفېږي او د ډلو غړي، دغه ټول اصول ټكي په ټكي مراعاتوي.

د كار د اسانۍ لپاره ځانګړې فورمې شته، چې سرشمگېرونكي يې ډكوي، په دې فورمو كې دغه معلومات ليكل كېږي:

1. نوم او تخلص.

2. د زېږېدوى ځاى او نېټه.

3. دنده.

4. كار كوي، كه وزګار دى؟

5. د زده كړې كچه.

6. واده يې كړى، كه نه؟

7.اولاد لري، كه نه؟ كه هو! څو تنه دي؟ لوڼې دي، كه زامن؟

8. مورنۍ ژبه.

9. مذهب.

10. څو لوڼې لري؟

11. برېښنا لري؟

12. روانې اوبه لري، كه نه؟

13. كموټونه يې په كور كې شته، كه نه؟

خو په افغانستان كې اوس د دې وخت نه دى، چې دا وروستۍ څلور پوښتنې دې مطرح شي. بله خبره دا ده چې: د ساري په توګه ګل محمد، يو مامور دى، له اره د كونړ دى، دنده يې په كابل كې ده، خپله كډه يې دېرش كاله مخكې له كونړ څخه كابل ته راوړې ده، اوس كه په كونړ كې وشمېرل شي، ايا د ده په اړه به د كلي د خلكو معلومات نيمګړي نه وي؟ ځكه چې د كلي خلكو ته پته نه شته، چې د ګل محمد څو زامن او څو لوڼې دي؟ دغه راز كه ګل محمد په كابل كې وشمېرل شي، ايا دى به د كابل بلل كېږي، كه د كونړ؟

په پاى كې له خپل ولس، په تېره له سياسي، پوهنيزو، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو څخه هيله كوو، چې د نوې سرشمېرنې لپاره دې له حكومت څخه توضيحات وغواړي، خپل ولس ته دې هغه اندېښنې په ډاګه كړي، چې دوى يې د نوې سرشمېرنې په اړه لري. خو، له بده مرغه تر اوسه پورې هېڅ نه سياسي نه هم انفرادي اشخاصو په دې اړه خپلې اندېښنې مركزي حكومت ته وړاندې كړې دي.

اخــــــــځ:

د تفصيل لپاره:

 ګوربت: څلورم كال، لومړۍ ګڼه، پرله پسې نولسمه ګڼه، 23مخ.

ګوربت: درېيم كال، پنځمه ګڼه، پرله پسې اوولسمه ګڼه، 6مخ.

افغان ملت ورځپاڼه: پنځلس ورځنۍ خپرونه، درېيم پړاو، درېيمه ګڼه،2مخ.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:49 PM لېږونكى:هوسۍ |
د دې ګڼې لړليک

 (تله- لړم)، 1382ل كال.   (اكتوبر- نومبر) 2003م كال.

نـــــــيـــــــــــولــيــــــكْ

له هوسۍ سره تړلي ارمانونه او موخې                       (سرليكنه)

په اسلام كې د ښځو سياسي حقوق                              

افغان تكړه ليكوال: حبيب الله رفېع                              

پښتو ملي ژبه، د ملي وحدت شمزۍ  

د پوهنې وزير بايد د خلكو شكونه  ليرې كړي

اساسي قانون د چا لپاره؟                          

افغانستان سمې لارې ته ګام ږدي         

ديموكراسي او تعصبونه                            

په ايران كې افغان كډوال كومې  ستونزې ګالي؟                       

د خپل هېواد خپلواكي بايد بشپړه كړو                     

افغانې مېرمنې لا د ستونزو ښكار دي

كليوالې مېرمنې په مرګوني حالت كې

انګېرنې                                                                

جرګه او دولت                                                  

څپې- څپې وزرې (شعرونه)                     

د حج د ادا كولو په موسم كې د افغان حاجيانو ستونزې        

تغذيوي ښوونې                                               

د مور او ماشوم د روغتيا ارزښت         

غوسه، د هغې زيانونه پايلې او درملنه                     

له ځان سره داسې مينه وكړه!                  

په فلسفه كې تلپاتې پېښې                        

ولې نه!                                                                  

يوه خبرتيا                                                           

څوك به ټولنه جوړوي؟                               

په نن، پرون او سبا كې                                 

ويرجنې نغمې                                                    

ړنده پيشي                                                           

ړنده پاچايي                                                       

محدود مقاومتي سيل                                

د بن ائتلاف بايلوده                                       

د افغان ملت ورځپاڼې په نوم سرخلاصى ليك

هوسۍ له ماشومانو سره

نوې سرشمېرنه او د ولس غوښتنې

د ګرانې پښتو په اړه              

ځوانانو ته مه خنډېږئ         

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:46 PM لېږونكى:هوسۍ |
افغان تكړه ليكوال حبيب الله رفېع

پروفيسر صاحبزاده حميد الله، پښين

 

افغان تكړه ليكوال حبيب الله رفېع

 

پنځلس كاله دمخه ما پښتو پانګه (لومړى ټوك) په كوټه كې رانيوه او چې زما د كتاب او پاړكونو ذكر هم په كې و، راته حيرانوونكې وه، زما هېڅكله هم دا يقين نه و، چې زه به د دې كتاب ليكوال كله په كوټه كې هم ووينم. خو په 1978م كال له افغان انقلاب سره سمه دنيا پرله واوښته او د كابل_كندهار په لكونو وګړي دلته راواوښتل. په هغو كې عام ولس هم و، ليكوالان، پوهان، نوموركي او نوموتي كسان هم.

عبدالروف بېنوا په بلوطنۍ كې په حق ورسېد، همدغسې ارواښاد پژواك هم څو كاله دمخه په بلوطنۍ كې په حق ورسېد. صديق الله رښتين د زړو يادونو يا زاړه عمر پېټى پرغاړه په پېښور كې شپې و ورځې تېرولې، ناشناس هم څو كاله دمخه راواوښت او يوازې يې د اواز د ازانګو څپې د قدردانانو په غوږونو كې ګړنجېږي.

غالباً به 1981م كال و، چې چا راته وويل، حبيب الله رفېع او زلمى هېوادمل كوټې ته راغلي او ستا د ليدو هوا لري، د ارواښادحافظ خان محمد د زوى حافظ كتابتون (كتابخانې) ته ورغلم. دوى مې وليدل، ښه تود ملاقات وشو، خو مختصر و. بيا دوى پېښور ته لاړل، دوى دواړه د لوى حبيبي شاګردان او قدردانان دي.

رفېع صاحب خو د لوى استاد لنډه غوندې سوانح هم (د استاد ياد) تر سرليك لاندې له پېښوره خپرې كړې ده.

بيا غالباً رفېع صاحب په پېښور كې پاته شو او زلمى هېوادمل بېرته كابل ته ستون شو. د دوى دواړو تړون له افغان ملتپال ګوند افغان ملت سره بولم.

څو كاله وړاندې د لوى اختر په درېيمه ورځ رفېع صاحب زما كره راغى، غرمه مو سره تېره كړه، خو د شپې دمخه بېرته كوټې ته ستون شو. اوس نو شناخت پراخ شو، زما پښتو قلمي نسخې يې هم وكتلې. په 1992م كال كې رفېع صاحب او هېوادمل صاحب دواړه زما مېلمانه شول، ډېره د خوند شپه مو تېره كړه، د دنيا خبرې، خندا او مجلس... دا وار دوى زما قلمي نسخې په تېره بيا پښتو كتلې، په دا سهار چمن ته د خپلې يوې ورځپاڼې د وېشلو په لړ كې ولاړل. اوس هم غالباً دوى دواړو په پېښور كې د مهاجرت شپې ورځې تېرولې، خو د ليك له لارې مو اړيكي په دې نه وو، چې دوى غالباً د ګڼو اسبابونو له مخه احتياط لازمي ګڼي، هسې ما خپل تازه تصانيف ورلېږلي او دوى هم په يوه يا بله توګه رااستولي دي. د مېلمستيا پر شپه سربېره زما د هر كتاب پر كم- كم يوې نسخې وركولو، ما د خپلې پي، ايچ، ډي (ډاكټرۍ) د مقالې (تيزس) يوه مجلده ټايپ شوې (انګرېزي) نسخه هم دوى دوو ته وركړه.

رفېع صاحب په دې نژدې كلونو كې د حج په سعادت هم مشرف شوى دى. څلور كاله دمخه چې له پېښور څخه د ازاد افغانستان د ليكوالو ټولنې (وفا) له خوا درې مياشتنۍ معياري خپرونه (سپېده) راوتله، نو رفېع صاحب يې هم په ادارت كې ګډ و او بله (خپلواكي) كې يې هم ليكنې كولې. په دويم ملاقات كې يې د يوې قلمي نسخې "د سوره والضحى تفسير" پښتو راڅخه يووړه، چې ده كار پرې كاوه، بيا يې د چا په لاس رالېږلې وه، خو هغه كتاب يې لا غالباً نه دى چاپ شوى.

رفېع صاحب چې پنځوس كلن يا څه زيات معلومېږي، متين، بااخلاقه، سنجيده او فاضل انسان دى، ښې خبرې كوي، چې په استدلال پسوللې وي. دى په يوه وخت هم شاعر دى، هم ليكولاى، هم څېړونكى، هم مدقق او هم ډېر خواريكښ څوك دى. په پښتو كې يې ډېر علمي او ادبي كارونه كړي دي. تر خپلې وسه كلكې ناروغۍ دمخه زه په 1992م كال كې پېښور ته لاړم. په ده پسې مې ډېره پوښتنه وكړه، خو ليدل مې ورسره ونه شول. ځكه چې د پېښور ليكوالو يې قدر نه كاوه، نو كور يې نه و ورمعلوم. د رفېع صاحب چې چاپ شوي كتابونه يې تر پنځوسو زيات دي، يو لړ يې دلته

وړاندې كوم، چې د ده له وړوكي كتاب (مرتب كړي)- "ورك زوى څنګه پيدا شو"، څخه اخيستل شوي دي:

پوهنه او پښتو ادب: د علم په باب د شاعرانو نظريې، پوهنه مجله، 1962م كال.

ولې؟: د دې كلمې پر 33ماناګانو څېړنه، پوهنه مجله كې چاپ، 1964م كال.

سكروټې: تنقيدي شعرونه، چاپ، 1966م كال.

په پښتو نظم كې د تاريخ استخراج: په اريانا او كابل مجلو كې چاپ، 1966م كال.

برېښ: انتقادي او انقلابي شعرونه، د شهيد پايېز حنيفي له شعرونو سره يوځاى، 1967م كال.

د هوتكو نارې: پښتون كتابپلورنځي چاپ، 1975م كال.

د خلكو سندرې: (ولسي ادب)، د افغانستان د تاريخ او ادب ټولنه، كابل، 1975م كال.

د پښتونخوا تذكرې: د افغانستان د تاريخ او ادب ټولنه، 1971م كال.

د افغانستان لومړنۍ كاغذي پيسې، اريانا مجله،1971م كال.

د سقراط محاكمه: د اپلاتون ليكنه، د رفېع صاحب ژباړه، زېرى جريده، 1971م كال.

سقراط په زندان كې: (ژباړه) د اپلاتون ليكنه، زېرى جريده، 1972م كال.

د تاريخ ټولنې كتابونه: د افغانستان د تاريخ او ادب ټولنه، 1972م كال.

د جمهوريت وږمې: (شعرونه)، پښتو ټولنه، د كابل مجلې اداره، 1973م كال.

ادبي ستوري (لومړى ټوك): د لرغونو شاعرانو تذكره، پښتو ټولنه، 1974م كال.

پښتو پانګه (لومړى ټوك): د كتابونو پېژندنه، پښتو ټولنه، 1975م كال.

تېر يادونه: ملي شعرونه، د افغانستان د تاريخ او ادب ټولنه، 1975م كال.

د روښان ياد: د بايزيد روښان د سيمينار د ليكنو ټولګه، پښتو ټولنه، 1976م كال.

روښاني ليكنې: اريانا مجله او روښان ياد، 1976م كال.

خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجات: ژباړه،1976م كال.

پښتو د پېړيو په پوړيو كې: د افغانستان كالنۍ او نقش فرهنګي افغانستان، 1976م كال.

فولكلور د علم مور: فولكلور مجله،1976- 77 م كلونه.

پښتو ادبي ټولنې: پلوشه مجله، 1976-78م كلونه.

اى هېواده، اى هېواده!: (شعرونه) پښتو ټولنه،1977م كال.

پښتو خپرونې: د جريدو او ورځپاڼو پېژندګلوي، د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا امريت، 1977م كال.

په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه: چې يوازې يې سل نسخې چاپ شوې، پاتې يې د خلقيانو له خوا وسوځل شوې،1977م كال.

پښتو كتابښود: د يونيم زر چاپي كتابونو فهرست، بيهقي كتاب خپرولو موْسسه،1977م كال.

معرفه الافغانى: د پيرمحمدكاكړ تاليف، سريزه او متن برابرول،1977م كال.

د حمان بابا دېوان:د انتقادي متن سريزه، پښتو ټولنه، 1977م كال.

د پښتونخوا د شعر هار و بهار:د فرانسوي ختيځپوه ډارمسټټر راټولونه، د سريزو پښتو ژباړه او چاپ ته چمتو كول، پښتو ټولنه، 1977م كال.

پښتو پانګه (دويم ټوك): د پښتو كتابونو بيان، پښتو ټولنه،1977م كال.

د سره غره ګلونه: د څلورو پښتو شاعرانو تذكره، د ښاغلي هېوادمل په ملتيا، زېرى او امان كتاب خپرولو موْسسه، 1978م كال.

دارالامان: د ښار او ماڼۍ تاريخ، اريانا مجله،1978م كال.

څوب: (جهادي شعرونه)، امان كتاب خپرولو موْسسه،1979م كال.

ناسيوناليزم او ملي مسايل: سل سوالونه او ځوابونه، اسد اداره، 1979م كال. پېښور.

ادبي ستوري (دويم ټوك): د هنر او كلتور رياست،1980م كال.

ادبي ستوري (درېيم ټوك): زېرى جريده او كابل مجله، 1980/81 م كلونه.

د واصل روښاني الفنامې: سريزه، سمون او لغتنامه، كابل مجله،1981م كال.

ژبپالنه: د پښتو ژبپالنې تاريخ، د افغانستان علومو اكاډمي،1981م كال.

د پښتو نننى ادب: كابل پوهنتون،1981م كال.

ناوې پښه اخله، سپرېږه: د ودونو دودونه، د كابل راډيو چاپ،1981م كال.

د نيمو شپو سندرې خوند كړي: (ولسي ادب).

زرينې څانګې: (پښتو تخليقي ادب) زېرى او څانګه مجلې،1981م كال.

زنځيري: د خوشالخان خټك پر دې كتاب څېړنه، يوه برخه يې په كابل مجله كې راغلې ده،1982م كال.

پښتو ډرامه: د پښتو ډرامې تاريخ، د افغانستان علومي اكاډمي، 1982م كال.

په افغانستان كې د سيد جمال الدين افغان خدمتونه: سنټرل اسيا، پېښور پوهنتون چاپ،1983م كال.

اورونه او ويرونه: د انقلاب د وخت شعرونه، امان كتاب خپرولو موْسسې چاپ، 1984م كال.

د شمال د خوا شمال دى: (شعرونه)، امان كتاب خپرولو موْسسې چاپ،1984م كال.

زندان: (شعرونه)، پېښور، 1984م كال.

د وينو بهير: (شعرونه)، پېښور،1984م كال.

انجام: (شعرونه)، پېښور،1984م كال.

تصوير: (شعرونه)، پېښور،1984م كال.

د استاد ياد: (دوې برخې) د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي، تصانيف او د ژوند حال، سنټرل اسيا، پېښور پوهنتون،1985م كال.

ورك زوى څنګه پيدا شو؟: د اخوند احمد د ليكلې كيسې سريزه او سمون، امان موسسې چاپ، پېښور،1985م كال.

اخځ:

همدا استري كتاب دى.

د استاد ياد، د رفېع صاحب اثر.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:44 PM لېږونكى:هوسۍ |
امپدوکلس

ليكوالان: هنري توماس او دانالي توماس

ژباړه: نصيراحمد احمدي، كابل

امپدوكلس (Empedocles)

 (فــلســــفـــي نــړۍ لـيــد)

څرګنده خبره ده چې د نړۍ په هر ګوټ او په هره برخه كې ځينې ځانګړې پېښې او واقعيتونه شته، چې د انسانانو د برخليك يوه برخه هم ورسره تړلې وي، د فلسفې نړۍ هم له هېښوونكو او عجيبه پېښو، فكرونو، موندنو او لاسته راوړنو څخه ډكه ده، چې ښايي زياتو كسانو ته په زړه پورې وي. موږ هم د هوسۍ په غېږه كې د همدغو پېښو او بيا د فلسفې په نړۍ كې د تلپاتو پېښو يوه لړۍ راونښلوله، چې كه خداى  كول، په هره ګڼه كې به يې يوه- يوه برخه وژباړل شي.                                                                                  "ژباړن"

 

 

امپدوكلس، دا له مينه ناكې نړۍ څخه ليرې په يوه بې پايه اورشيندونكي غره كې وځلېد او ناڅاپه وسوځېد.

 امپدوكلس مړينه، د لرغونې نړۍ يوه له شورماشوه ډكه پېښه وه، وايي چې نوموړي د اتنا اورغورځوونكي غره خولې ته ورټوپ كړل او ځان يې وسوځاوه. ځكه چې ځان يې خداى ګڼلى و او غوره يې دا وګڼله چې ځان د خپلو بنده ګانو د ګناهونو قرباني كړي.

خلكو هغه مهال دا ځانوژنه رښتينې ګڼله او په دې باور وو، چې فاني تن يې په اور كې ايرې شو، خو تلپاتې اروا يې د اور له لمبو سره يوځاى اسمانونو ته والوتله. خو تر دې حقيقت وروسته شوه چې دا حيرانوونكې افسانه د امپدوكلس د پلويانو له خوا جوړه شوې وه.

امپدوكلس د تاريخ يو عجيب شخصيت دى، كړنې او فكرونه يې د اورغورځوونكي غره د چاودنې د غږ په څېر وېروونكي او درانه دي.

اپلاتون ويلي دي: "فلسفه هغه راز او اړتيا ده، چې اروا په كې نغښتې ده". د شعر له وړانګو او د اندو خيال له يوازېتوب څخه رڼا اخلي. لومړني شاعران لكه: هومر، اشيل او د "مزامير" ويونكي ټول فلسفيان وو. امپدوكلس هم د لرغونې نړۍ يو شاعر و.

خو امپدوكلس په عين وخت كې يو ديني ښوونكى هم و. دا يوه پېښه نه وه، ځكه فلسفه نه يوازې له شعر سره اړيكي لري، بلكې له دين سره هم تړلې ده. دين د فلسفې زړى دى او فلسفه د دين ماغزه.

ديني مشران په ډېر ډاډ سره دا ادعا كوي، چې د كايناتو پر اسرارو او رمزونو پوه دي، خو فلسفيان بيا په دې هڅه كې دي، چې د ناپوهۍ په تياره لار كې عقلاني لارې ته ځان ورسوي. په دې منځ كې شاعر د ځينو سپرغيو په مرسته كله- كله دغه صحنه روښانوي.

كه څه هم د امپدوكلس له ژوند او سفرونو څخه ډېر معلومات نه لرو، خو ځه چې موږ ته راپاتې دي، كولاى شو، چې دى د نړۍ له مادي او معنوي پېښو پلټونكو څخه وشمېرو.

(2)

امپدوكلس په "سيسيلي" كې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړى د ديموكراسۍ د پلار په توګه يادېږي. هغه د خلكو د حقوقو غوښتونكى و، له ظلم او تېري څخه يې كركه كوله. وايي چې يوه ورځ يوې مېملستيا ته وبلل شو، كوربه چې د يوې سياسي ډلې مشر او ځانغواړى سړى و، مېلمنو ته د شرابو څښلو لپاره بلنه وركړه، چا چې به د شرابو له څښلو ډډه كوله، نو پر هغه به يې له شرابو په ډك جام ګوزار كاوه او ويل به يې: "چې نه يې څښې، بايد په كې ډوب شې".

ده هغه مهال څه ونه ويل، خو په سبا يې هغه سړى محكمې ته راوغوښت او د مرګ سزا يې ورواوروله. وروسته يې وويل: "پر خلكو فرمان چلول، هغوى، د هغوى له خوښې پرته كار ته اړ كول، ظلم او ناروا دى. ظلم او تېرى هغه زهرجن تخم دى، چې بايد له منځه يووړل شي".

خلكو غوښتل چې امپدوكلس خپل پاچا وټاكي، خو هغه ونه منله او غوره يې دا وګڼله، چې د پخوا په څېر ښوونكى پاتې شي.

دى د طب په پوهه كې ډېر لوى نوم لري، هغه مهال خلك په دې باور وو، چې هغه د ناروغانو د رغولو په برخه كې يو مرموز ځواك لري. وايي يوې ښځې ته يې چې يوه مياشت مخكې مړه شوې وه، ژوند ورورباښه.

هغه پر خپلو پلويانو ګران و، ان تر دې چې خپل ستر مشر يې ګاڼه. خو زورورو رقيبانو يې، هغه څوك چې د قدرت پر ګدۍ ناست و، امپدوكلس د خپل هېواد د دود او كلتور دښمن ګاڼه، هغوى څو ځله هڅه وكړه، چې امپدوكلس ووژني، خو كله چې په دې كار بريالي نه شول، هغه يې له خپل هېواد څخه وشاړه.

امپدوكلس وروسته له دې چې له سيمه ييز سياست څخه لاس واخيست او د يوه ګوښه ګير، دغه راز پېښې پلټونكي انسان بڼه يې غوره كړه. هغه به ويل: هستي او نېستي، مړينه او ژوند په حقيقت كې يو بې هدفه خوځښت دى، چې د "مينې" او "كركې" په شان دوو قطبونو ترمنځ روان دى. خوايا دا خوځښت په حقيقت كې بې هدفه و؟ ايا د هستۍ پر بهير يو ازلي قانون واكمن نه دى؟

امپدوكلس ګومان كاوه، چې دغسې يو قانون يې موندلى، دغه تصور يې په هغه شعر كې رااخيستى، چې د طبيعت په باره كې يې ويلى دى.

(3)

امپدوكلس په 450 تر ميلاد وړاندې كال كې ژوند كاوه. په هغه وخت كې يې داسې پوهنيز وسايل، چې هغه ته د رښتينولۍ لار وښيي نه وو. نړۍ ته به يې په ناڅرګند نظر كتل. خو بيا يې هم ځينې داسې نظريې وړاندې كړې، چې نن لا خلك هغو ته درناوى لري.

دى له لومړنيو كسانو و، چې د اټم نظريې، د كيميايي توكو د تركيب چې د نړۍ د پيدايښت لامل دى، دغه راز د ژوند لپاره د سرښندنې، د ژوند سمبول او د نسب د پايښت په اړه لارښوونې او اشارې لري. اوس به د هغه فلسفې ته يو ځغلنده نظر واچوو:

امپدوكلس به ويل: نړۍ له څلورو توكو څخه جوړه شوې ده، خاوره، اوبه، باد او اور. دا څلور توكي په هرڅه كې چې په نړۍ كې شته، پيدا كېږي. ټول شيان په پرله پسې ډول په بدلون او تغير كې دي، پيدا كېږي وده كوي او له منځه ځي. دا يوازې عنصرونه او توكي دي، چې پايښت لري. د وګړو او څيزونو جوهر هېڅكله هم له منځه نه ځي او هغه څه چې  موږ يې د مرګ او نېستۍ په نوم پېژنو، په حقيقت كې يوازې د عنصرونو بدلون دى. په دې توګه ژوند تلپاتې دى. مړينه نه شي كولاى، ژوند له منځه يوسي. ژوند مثبت شتوالى لري، خو مرګ منفي.

په دې توګه ژوند تلپاتې دى، نه له مرګ څخه زېږي، نه د هغه په واسطه ختمېږي. د هستۍ پاى نېستي نه دى، بلكې يو وجود د بل وجود د ژوندي كېدو لامل دى. مړينه د نېستۍ په مانا نه دى، بلكې يوه بله هستي زېږوي.

امپدوكلس د شرقي فلسفيانو  غوندې پر تناسخ ايمان درلود او ويل به يې چې: موږ په پرله پسې توګه ژوندي كېږو او له هغو عنصرونو سره، چې زموږ وجود ورڅخه جوړ شوى دى، يوه او بل لوري ته شړل كېږو.  هغه څېره چې په بل ژوند كې يې غوره كوو، په حقيقت كې د تېر ژوند له صفتونو او ځانګړنو سره اړيكي لري. چا چې د ګناه په كولو سره خپل لاسونه په وينو لړلي دي، بايد دېرش زره كاله له نېكمرغه كسانو څخه ليرې وي او دا ټوله موده دې په بېلابېلو څېرو او كالبوتونو كې ستونزمن ژوند وكړي.

دا تپل شوي ژوندونونه به تر هغو له يوه بدن څخه بل ته انتقالېږي، چې سخت چلندونه په نرمو چلندونو واوړي. جګړه غوښتنه په سوله غوښتنه واوړي او كركه په مينه بدله شي.

تر هغه وخته چې اروا مو په كراره نه شي او له يوه بدن څخه بل بدن ته درومي، هېڅكله به كراره ورځ ونه مومو. "توند باد هغه سيند ته وړي، سيند يې خاورو ته غورځوي، خاوره يې سوځوونكي لمر ته ورسپاري او لمر يې د باد لوري ته ورخوشې كوي، دا ټول عنصرونه اروا مني او يو په بل پسې يې بېرته وركوي".

امپدوكلس احساس كاوه چې په خپله دى په اروا كې لالهانده او ناارامه دى.

_ زه په خپله يو وخت وړوكى ماشوم وم. يو وخت هم يو بوټى او الوتونكى رانه جوړ و. د حيوان او كب په قالب كې ننوتى وم، زه د خداى له خوا شړل شوى يم. ځكه چې د "كركې" ناپاكۍ ته مې سر ټيټ شوى دى.

(4)

دا ټكى موږ د امپدوكلس اصلي فلسفې ته وركاږي. د هغه په اند "مينه" او "كركه" بشپړه فرمانروايي ده او ټول شيان تر دغو دوو كانونو راګرځي. كركه بېلتون راولي او مينه يووالى. كركه چې دويم نوم يې دښمني ده، جګړې او ناخوالې زېږوي او مينه چې د دوستۍ په نوم يې هم پېژندلاى شو، د سولې لارښوونكې ده. د كركې او نفرت ټوله هڅه دا ده چې موږ د ژوند له كانون څخه بې برخې كړي. خو مينه د ژوند مركز دى او موږ ته د خوښۍ زېرى راكوي.

تاريخ تل د دې دواړو ځواكونو د جنګ- جګړو شاهد دى. ملتونه هم د وګړو په څېر ژوندي عناصر دي، چې په يووالي اومينه پايښت مومي، ژوند كوي او غوړېږي، خو وروسته نفاق او كركه هغوى يو له بله بېلوي او بيا مينه له پاشلو توكو څخه نور مليتونه جوړوي، پيدا كېږي، مړه كېږي او په بېلابېلو بڼو بيا ژوندۍ كېږي.

په همدې ډول د نړۍ ټول تركيبونه: انسان، حيوان، ښار، هېواد او ملتونه تل زېږي، سره وېشل كېږي، بڼه بدلوي او په نوې جامه كې رامنځته كېږي.

وايي چې دوه حريفان: مينه او كركه تل د ژوند پر سر قمار وهي. امپدوكلس وايي: د ده دوره د كركې عصر دى، "خو په دې طلايي دوره كې به بشر يوازې د مينې ستاينه كوي". د نېكمرغۍ په دې پړاو كې به د جګړې او كركې يوه وړه بېلګه هم نه وي پاتې. ځمكه به په وينو سره نه شي او انسان به د حيواناتو د غوښو له خوړلو څخه لاس واخلي.

امپدوكلس د مينې او كركې په دې لانجه كې موږ په شك كې پرېږدي. بايد ووايو چې د هغه ډېرې ليكنې تر موږ نه دي رارسېدلي، څه چې زموږ لاس ته رارسېدلي، لږې دي. خو دا لږ څه چې په لاس كې شته، كولاى شي وښيي چې وروستى برى د مينې په برخه دى.  هغه نظر چې امپدوكلس يې د بشپړ انسان او طلايي دورې په اړه لري، د نوموړي غوره فلسفي نظريه "پيغمبري خوبونه" دي.

امپدوكلس د غريزې له مخې د بدلون نظريه درلوده او له "ډاروين" څخه، چې تر ده 2500كاله راوروسته راغلى، وړاندې تللى دى. دا سمه ده چې په هغه وخت كې دا نظريه خامه او د منلو وړ نه وه، خو له ټولو سره- سره د انسان د بشپړتيايي طبيعت تجربې يې څرګندولې.

طبيعت د بېلابېلو ژونديو موجوداتو زېږنده ده، چې نيمګړي غړي لري، ځينې له غاړې بې برخې دي او د ځينو سر له غاړې پرته، په تنه پورې نښتى دى، يا هم اوږه نه لري... وروسته هغوى اړ كوي چې خپل ځانونه له چاپېريال سره سم كړي او يا له منځه يوسي. يوازې هغه كسان د ژوند له حق څخه برخمن شول، چې د دې كار پر ترسره كولو بريالي شول. له دې امله نيمګړي حيوانات د وخت په تېرېدو سره خپله بڼه سموي او بيا هم همدا وخت دى، چې دوى ته انساني مقام وركوي.

دا ټول بدلونونه د يووالي او توافق زمينه برابروي، چې هغو موجوداتو ته د ژوند حق وركړل شي، چې له چاپېريال سره يې جوړ جاړى كړى دى. غوره ژوند د سترو پاچايانو دى، هغه توازن چې انسان يې د خدايانو ژوند ته رسوي، د مينې ځواك دى. انسان چې كله له يوه بدن څخه بل بدن ته انتقال مومي، د شاعرانو، فلاسفه وو، ډاكټرانو او اولياوو په بدن كې راڅرګندېږي. همدارنګه لوړو پوړيو ته خېژي، چې د سترو پاچايانو مقام او يا هم له هغو سره ګډون دى.

دا بدلون چې له حيوانيت څخه انسانيت او بيا په سترې پاچايۍ ختمېږي، يو ډول تدريجي نفس پاكونه ده.

امپدوكلس وايي: په اوسني ژوند كې پر خپل نفس واكمن واوسه. له كينې او كركې څخه ځان وساته او د غوښې خوراك غوره مه ګڼه. له "ارس" څخه چې د جګړو خداى دى مخ واړوه او د مينې خداى ته د قدر په سترګه ګوره. انسان، حيوان او الوتونكي موجودات خپل دوستان وګڼه. كه په اوسني ژوند كې څه په لاس نه درځي او نهيلى يې، هڅه وكړه، چې په راتلونكي ژوند كې د مينې او سولې خوا ونيسې او زيار وباسه چې د حكمت شته ترلاسه كړې.

كله چې د نفس پاكۍ ته ورسېږې، نو د روڼاندۍ صفت به په تا كې وروزل شي او دا د كمال وروستى پړاو دى. په دې مقام كې ستا د سترګو ليد ډېرېږي، ځكه "ټول هغه څه چې د انسان د ژوند په لسو- شلو دورو كې منځه راځي، وينې يې".

امپدوكلس نه د فيلسوف په بڼه، بلكې د پيغمبرۍ په جامه كې اعلان كوي: "يارانو! زه د هغه څه پر رښتينولۍ ډاډه يم، چې وايم يې". او باور لري چې په پاى كې د نفس د پاكۍ مقام ته رسېدلى دى. "د خپل ژوند په بېلابېلو دورو كې، كله چې بدرنګو او ناولو مرحلو ته رسېدلى، په چغو- چغو يې ژړلي او پښېمانه شوى دى". خو اخر رښتينې لاره مومي او د كركې جامه له تن څخه باسي، دغه راز الهي مقام ته لاره پيدا كوي.

"نور نو ستاسو په منځ كې تلپاتى مشر يم. فنا او زوال به هېڅكله ما ته لاره ونه مومي".

هر چېرې چې ګام ږدي، د پلويانو د مينې سترګې وراوړي.

"بېشمېره ډلې په ما پسې روانې دي او پوښتي چې د جسم د ښه والي او د اروا د خلاصون لارې كومې دي؟".

د امپدوكلس ژوند همداسې تېرېده. يوه ستر مشر د بنيادمانو په منځ كې ژوند كاوه، خلكو ته به يې شفا وربخښله. زده كړه يې وركوله او له ناپوهۍ څخه يې ژغورل.

"پوهېږم چې زما خبرې د هغو وګړو لپاره چې زړونو ته يې كركې او نفرت لاره موندلې، د باد په څېر دي". او خواست يې كاوه چې، له وژنې، نيونې او وينو تويونې څخه لاس واخلي.

"دېته مو پام وي، چې څنګه د يو بل وينې څښئ او يو بل سره څيرئ" او هغوى ته به يې د "برخليك له څرخ" څخه د تېښتې لاره ښووله، چې په دې توګه د بشر ازلي ساتندوى درك كړي. "هغه سپېڅلې اروا د ارزښتمنو فكرونو په رڼا كې غوړېږي او څرګندېږي".

دا و د لومړني فيلسوف شاعر امپدوكلس د تعليماتو لنډيز.

د نوي مذهب پيغمبر، ډيموكراسي ده. هغه اعلان كړ چې موږ ټول له يوه جوهره پيدا شوي يو. د جګړه غوښتنې له كبله يوه بدن څخه بل ته ننوځو او په پاى كې د سولې سيده لاره موږ ته راښيي. د دې اوږدې لار پايله ټولو ته يو ډول ده. ټول پيل او اصليت ته ستنېږو، چې ترې ولاړ شوي هم يو. ټول د شهود مقام ته رسېږو او له حق سره مله كېږو.

هغه څه چې تېر شول، د امپدوكلس ځانوژونكې افسانه به يو مذهبي تمثيل وګڼو، چې په ډېر اغېزناك ډول دا عقيده څرګندوي، چې له درد او كړاو څخه مو خلاصوي، د ازموينې اور ته تګ، هغه ور دى، چې د ژوند پر لوري پرانيستل كېږي.

امپدوكلس، په پاى كې وشړل شو، دا شړنه، د خلكو قتل او شهيدول، د ښو كسانو شكنجه، ټول بې ثبات او له ناروا ډك حركتونه دي، چې له كركې سرچينه اخلي او د ازلي مينې پرضد راپاڅېدلي دي.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:41 PM لېږونكى:هوسۍ |
افغانستان سمې لارې ته ګام ږدي

د انټرنټ له انګرېزي سرچينو څخه ژباړه:

 

افغانستان سمې لارې ته ګام ږدي


 

د افغانستان د منځمهالې ادارې رئيس ښاغلي حامد كرزي د 2003م كال په اپرېل كې، په افغانستان كې د اساسي قانون د تدوين لپاره يو 35كسيز كميسيون تاسيس او اعلان كړ. له هغه وخته راهيسې چې دغه كميسيون په چوپتيا سره خپل كار پيل كړ، نو د كميسيون غړو هم هڅه وكړه، خپلې دندې په ښه توګه ترسره كړي. د دې كميسيون غړو او رئيس په دې وروستيو اوونيو كې هڅه وكړه او ويې غوښتل د خلكو نظرونه او هيلې وغواړي، ځكه چې په دې نژدې وختونو كې به د اساسي قانون په برخه كې په پام كې نيول كېږي.

لكه څنګه چې ښكاري له طالبانو او د هغو له پاتې شونو پرته، ځينو افغانانو د ډاډ په فضاء كې د دې كميسيون د مشرتابه څوكۍ نعمت الله شهراني ته وسپارله، چې دى به هم په ډېر درناوي سره د افغانستان راتلونكى انځوروي. دا د حيرانۍ وړ خبره نه ده، چې شهراني يوه محافظه كارانه تګلاره (پاليسي) په پام كې لري، د ساري په توګه،نه د طالبانو غوندې د تشدد او ظلم واكمني ده، نه هم هغسې خپلواكي شته، چې د افغاني ټولنې دوديزو ارزښتونو ته ګوزار وركړي.

د شهراني اوږدې كورتۍ، سپينې لنګوټې او شيناوۍ (برګې) ږيرې ټول داسې اغېزمن كړي، چې گدى هم د افغانستان داصلي ملايانو غوندې ښيي.

خو په واقعيت كې يې د خپل معتدل او رښتيني شخصيت اړخ پټ ساتلى، دغه راز له كابل پوهنتون، الازهر پوهنتون، جورج واشنګټن او نورو پوهنتونو څخه يې زياتې پوهنيزې تجربې او مطالعې ترلاسه كړي، چې د اسلامي (شريعي) قوانينو په اړه هم معلومات لري.

هغوى په برلاسۍ سره د يوه مجلس په جوړونې سره د ترخو ټولنيزو او قبيلوي غوښتنو له مخې پر سيمه ييزو جګړو، شخړو او لانجو  لاسبري كوي. تر اوسه د اساسي قانون د پرمخيون پر لاره كوم ستر خنډ نه دى رامنځته شوى.

لا څرګنده نه ده، چې كميسيون په پورتنيو ستونزو ته په اشارې سره، د افغانستان راتلونكي ته څنګه كار وكړي؟ دا يو سياسي سيسټم دى، ناسمه سياسي وضع د خپلمنځي جګړو او كډواليو، دغه راز د افغاني اقليتونو د غوښتنو له كبله وه.

پښتانه د زياتو خلكو له ملاتړ او مرستو څخه برخمن دي، خو د فډرالي حكومت په مخالفينو او د كورنسيمه ييزو جكگؤو لاسبري كوي.معلومات لري.

گ ۍ خپلواكۍ په ملاتړ كې تاجكان، ازبكان، تركمان او نورې سيمه ييزې ډلې هم راځي.

د ګزارشونو له مخې،د كرزي د ملاتړ يو لامل دا هم دى، چې ده د 1963م كال د اساسي قانون پلوي وكړه. جوړ شوى قانون چې د ظاهرشاه د واكمنۍ په وخت كې جوړ شوى و، ټول مترقي او د شاهي قانون ټول اساسات يې احتوا كړي وو. پاچا د لومړي ځل لپاره اجازه وركړه، چې سياسي ډلې كولاى شي، په ازادانه ډول خپل مشران وټاكي.

له 1923 تر 1963م كاله پورې پنځه اساسنامې معرفي شوي، چې معتدل او منځلارى قانون دى. دا قانون نه دومره پرمختللى و، نه هم انقلابي يا له ځوم او شورش څخه ډك.

د 1978ل كال اساسي قانون د داكټر نجيب الله د واكمنۍ په وخت كې دومره محافظه كارانه شو، لكه په 1990م كال كې د مجاهدينو د مهال قانون.

افغانې مېرمنې په ډېرو هيلو سره غواړي چې د اساسي قانون د تدوين په كميسيون كې اووه مېرمنې ګډون ولري او دوى دې په ډاډه توګه د نورو مېرمنو د برابرو حقوقو لپاره د نارينه وو ترڅنګ كار وكړي.

د كميسيون يوه ځانګړنه دا ده، چې دىو غواړي د طالب پلويو ډاډ او پاملرنه هم ترلاسه كړي. د دوى ځينې ډلې كوښښ كوي، له ټولو مسايلو څخه پر خبرتياوو سره بېره خپل فعاليت روان وساتي.

نګار، هغه ډله (ټولنه) ده، چې په 2000م كال كې د تاجكستان په پلازمېنه (دوشنبه) كې د ځينو افغانو مېرمننو له خوا تاسيس شو او دې ټولنې تر اوسه 100000لاسليكونه ترلاسه كړي دي.

اساسي قانون بايد په رښتينې توګه د مېرمنو د حقوقي مسايلو منعكسوونكى وي، دوى ته دې د كار، زده كړې او په هره ټولنيزه برخه كې د ونډې اجازه وركړل شي. دغه راز دې دوى ته د افغاني سيمه ييزو جامو اغوستلو او د چادرۍ د ليرې كولو حقوق وركړي!

د مېرمنو بله ډله د مېرمنو انقلابي ګوند (راوا) دى، چې له ډېرو كلونو راهيسې يې د افغانو وروسته پاتو مېرمنو د ازادۍ په خاطر، دغه راز پر مېرمنو د نارينه وو له خوا د ظلمونو له كبله مبارزه كړې ده.

د نوي اساسي قانون وروستي څپركي د لويې جرګې له جوړېدنې سره اړيكي لري، چې له 15000 سيمه يززو استازو څخه به 450 استازي ټاكل كېږي، دغه استازي هغه كسان دي، چې د تېر كال په دوبي كې يې د امريكا جمهور رئيس د ځانګړي استازي: زلمي خليلزاد او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لخدر براهيمي په مرسته د افغانستان اوسنى جمهور رئيس، حامد كرزى وټاكه.

د وروستيو دوو لسيزو جګړو دغه هېواد ته په اقتصادي، ښوونيزو او امنيتي برخو كې ډېر زيانونه واړول، خو د بې امنۍ، د عامه اړيكو د كمزورۍ، دغه راز د ديموكراتيك كلتور د نشتوالي له كبله ښو او پرځاى ټاكنو ته دومره تمه نه شو لرلاى.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:40 PM لېږونكى:هوسۍ |
کليوالې مېرمنې، په مرګوني حالت کې

لطيفه لالهاند، كابل

كليوالې مېرمنې، په مرګونې حالت كې


 

په كليو او بانډو كې ډېرې ښځې د خپلې كورنۍ د نوم د لوړ ساتنې لپاره اړې دي، چې د كورنيو چارو ترڅنګ نورو درنو كارونو ته هم اوږه وركړي، په كليوال چاپېريال كې يوې ښځې ته په يوازې ځان د كورنيو چارو سرته رسول، لكه: اخلى پخلى، پاكي، صفايي، د ماشومانو روزنه، د څارويو خوراك- څښاك، د څارويو د غوجلې او ساتنځي پاكي او صفايي له توان او وس څخه وتلې خبره ده، خوا دا لا څه چې پښتنې مېگرمنې خو له دې وېرې چې سبا يې څوك لور ته دا پېغور ورنه كړي، چې: اول به دې په كار ښه پوهه كړې واى، بيا به دې وركولاى او دا رنګه د نورو سپكو سپورو له وېرې اړې دي چې په پټه خوله نورو درنو پېټو ته هم تيارى ونيسي.

په كليوالو سيمو كې مېرمنې لو، للونى (پوجي يا خېشاوه)، د پنډونو چلونه، د بامونو او دېوالونو اخېړول او داسې نور كارونه هم ترسره كوي، دا چې دغه ډول فزيكي كارونه د مېرمنو پر اروايي او جسمي وضعې څه اغېزه لري، څوك يې اټكل نه شي كولاى.

كله چې په يوه كور كې كومه ښځه ناروغه شي، نو د كلي له طبيب څخه ورته يو څه واخلي او وريې كړي، نه يوازې يې په دې كورنيو داروګانو سمه درملنه نه كېږي، بلكې د ورځو په تېرېدو سره يې ناروغه لا زياته او غښتلې كېږي، ان چې له علاج او درمنلې هم عاجزه كېږي. خو دغه مېرمنې د ډېرو ستونزو او دردونو د زغملو ترڅنګ زياتې رټل كېږي او د نارينه وو له خوا سپكې سپورې هم اوري، خو مېرمنې حق نه لري چې د ځان دفاع وكړي، نه يې هم مېړونه يا خاوندان كولاى شي چې د خپلو مېرمنو پلوي وكړي. ځكه زيات نارينه خو د خپلې مور او كورنۍ د نورو غړو نظرونو ته ددرنښت په سترګه ګوري، خپله مېرمن خو يوه انسانه هم نه ورته ښكاري. هر خراب كار او هره تېروتنه يې دومره پړسول كېږي، چې د پېغور په توګه يې ټول عمر وريادوي، ترټي يې او ان چې له وهل ټكولو يې هم لاس نه اخلي.

كه چېرې كوم وخت د اړتيا له مخې كوم نارينه د خپلې مېرمنې پلوي كوي، نو د اجړا- نرښځوكي يا د ښځې د غلام په نوم نومول كېږي.

 اكثره نارينه هم د دې خبرو له وېرې څه نه وايي، ځكه دوى دا ګڼي، چې شيخ فريده! خوله دې پټه بهتره ده. خو دا پټه خوله پاتې كېدل د دوى په زيان څه، چې د دوى د مېرمنو د مړينې لامل هم ګرځي. ځكه كه د دوى ښځو ته كومه ستونزمنه ناروغي پيدا شي او ناروغه مېرمن كه د خپلې سختې ناروغۍ له كبله خوله خلاصه كړي، نو د خسرګنۍ له خوا د "مكارې" په نوم يادېږي، دا مېرمنې له يوې خوا د خپلې ناروغۍ، له بلې خوا د دغې ترخې خبرې له كبله چې مكاره ګڼل كېږي، ډېره ځورېږي. خو كله بيا داسې وخت راشي، چې دغه ناروغه مېرمن د مړينې د كندې خوا ته لاړه شي، ارمانونه يې نيمگګړي او اولادونه يې په تش ډاګ كې خوار او زار يتيم او يوازې پاتې كېږي.

اكثره مېرمنې چې ناروغې شي، د كورنۍ د نورو غړو له خوا په زوره كورني داروګان يا نوره جوشانده وركول كېږي، په زوره يې درملنه كوي، خو ډاكټر ته يې نه بيايي، ځكه دا د ځان لپاره د پزې پرې كېدل ګڼي، چې مېرمن يې ډاكټر ته د درملنې لپاره يووړل شي.

په اكثره سيمو كې خو چې كومه پېغله ناروغه شي، بېخي چا ته څه نه وايي، ډاكټر ته خو يې ړول كفر ګڼي، ځكه دوى كه خپله پېغله كوم ډاكټر ته يوسي، نو سم له لاسه د كليوالو له خوا ورته پېغورونه وركول كېږي، چې په دې كې كوم عيب و، يا به يې كومه لويه ناروغي لرله، چې دغه نجلۍ يې ډاكټر ته بېولې وه.

 ښايي د مېرمنو دا وړ ستونزې ګڼ شمېر نارينه وو ته د اندېښنې وړ او سختې نه وي، ځكه د څو ورځو په تېرېدو سره يې په سر كې د بلې ښځې او نورو شوقونو خيالونه چكر وهي او تر دويم واده وروسته يې هغه لومړنۍ ښځه خو څه، چې هغه ګلالي- ګلالي ماشومان هم هېر شي.

خو وايي: د زاړه منګي اوبه خوږې وي.  نوې ښځه او نوى ماشوم يا ماشومان هم ګران  او خواږه وي.  هغه ښځه چې له دغو نارينه وو سره يې د ژوند سړې تودې، خوارۍ، نېستمنۍ او سختۍ ګاللي، دا ټولې خوارۍ يې په اوبو لاهو كېږي، خو د ډېرو نورو لپاره بيا له صبر او زغم څخه وتلې خبره ښكاري. خو دا ډول زړه سواندي خلك بيا ډېر كم دي.

چا د هغو مېرمنو او پېغلو پوښتنه يا پلټنه وكړه، چې پر ښوونځيو او پوهنتونونو سربېره پر خپلو كورونو كښېناستلې، ځكه نارينه ګان يې اجازه نه وركوي، چې نورې زده كړې وكړي، يا دې هم بل چا ته سبق ورزده كړي. ځكه دوى ان د خپلې مېرمنې ژوند، مرګ او هره ساه خپل مال ګڼي او خپلې ښځې په يو ډول انحصار كې ساتي.

همدا اوس اكثره مېرمنې د نارينه وو له خوا داسې وهل كېږي، چې په بدن كې يې د لښتو د ګوزارونو نخښې پاتې دي، ايا دا ښځې حق نه لري، چې لږ تر لږه د يوه انسان په توګه ژوند وكړي؟

ښځه څومره مهربانه موجود دى، خو څومره ژر يې د وجود ګل د نارينه وو له خوا، له كومې وجې پرته مړاوى كېږي.

همدغه نارينه بيا د دې پرځاى چې د خپل ژوند شريك وپالي، پوښتنه، پالنه او درملنه يې وكړي، پرمرګ يې هم باك نه كوي، ځكه چې دوى كولاى شي، د لږ دولت په بدل كې بله ډولۍ راولي. خو په دې توګه هم د خپلو اولادونو ژوند بربادوي، هم د يوې بلې پېغلې برخليك.

 په كليو كې چې كله كومه مېرمن په لومړيو كلونو كې كونډه شي، د خپل يوه اولاد لپاره خپل سر سپينوي، خو دا حق ځان ته نه وركوي، چې بل واده وكړي، وګورئ چې ښځې څومره وفاداره دي. كه چېرې د ښځو د حالت ښه والي ته جدي پاملرنه ونه شي، ډېرې نورې مېرمنې به هم د مرګ كندې ته ولوېږي.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:39 PM لېږونكى:هوسۍ |
د بُن ائتلاف بايلوده

خان كډوال، كابل

 

د بُن ائتلاف بايلوده

 

كله چې په افغانستان كې سياسي پېښې د روسانو په ګټه وڅرخېدې، نو پر همدې وخت، په نړۍ كې يو بل شعار ډېر په زور او شور سره زمزمه كېده، چې ګواكې نه شرقي، نه غربي، نه ختيز يا نه لوېديز غواړو، موږ په افغانستان كې يو اسلامي حكومت غواړو.

دغه شعار هم په هېواد كې دننه ملاتړي درلودل او هم يې په نوره نړۍ كې. ځكه د دغه شعار ويونكو، خلك په دې باندې باوري كول، چې ګوندې نه هغوى لورى غواړو او نه هغه لورى، بلكې موږ د خلكو لپاره يوه ښكلې او بېله نړۍ جوړوو، نو دا چې څوك د يو چا لپاره يوه ښه او له نورو څخه پورته نړۍ جوړوي هرڅوك يې غواړي.

حال دا چې هرهغه څوك چې د لوېديزوالو د ګټو پرضد جنګېدل، له هغوى سره د شوروي لوري او هر هغه څوك چې د شوروي د ګټو پرضد درېدل، له هغوى سره، سرو او غنمرنګه لوېديزوالو ښه مرسته كوله. دا چې دغه مرستې له كومو لارو څخه كېدې او دغو مرستو ته مرسته اخيستونكو څه نوم او عنوان وركاوه، ښايي ډېرو افغانانو ته څرګنده وي.

چا چې د نه شرقي او نه غربي شعار وركاوه، هغوى په سيمه او ځينو هېوادونو كې د خپل حكومت او ادارې له مخې جوته كړه، چې څه ډول حكومت او اداره جوړولى شي، دغه راز تر كومه ځايه د خلكو د هيلو او غوښتنو ځواب كېدلاى شي.

په افغانستان كې هم دوو ادارو جوته كړه، چې دوى څه ډول حكومت جوړولاى شي. د طالبانو او عربو ائتلاف خو هرڅه په ډاګه كړل، تر دې چې ښگه يې تر كور او ګوره پورې ورسوله، د ښوونځي دروازه يې پر ښځو او نجونو وتړله، افغانان يې په لارو او كوڅو كې په كېبلونو او درو ووهل او داسې نور...

خبره دا ده چې هرڅوك، هره ډله ټپله په لومړي سر كې يو شعار لري، چې د دغه شعار تر سيوري لاندې واكمني ترلاسه كړي، يا د واكمنۍ پر ګدۍ كښېني، نو بيا په خپلو كړو وړو كې بدلون راولي. دغسې زياتې سياسي ډلې د شعارونو په مرسته واك ته رسېدلي، خلك يې تېرايستلي او كله چې واكمنۍ ته رسېدلي، هم يې خپلې ژمنې هېرې كړي، هم يې په خپله كړنلاره او تګلاره كې جوت بدلون راوستلى دى.

هغه څه چې د افغانستان په سياست كې يې په زړه پورلى رول درلودلى دى، هغه ملي سياست، ملي شخصيتونه، ملي پروسه او ملي حكومت، دغه راز په جهادي ډلو كې ډېرې ډلې او افراد وو، چې بهرنيو هېوادونو به  وړ مرسته ورسره نه كوله. نو چې له دوى سره چا ډېره مالي مرسته نه كوله، دغو ډلو هم نه شواى كولاى، له خپلو پلويانو سره داسې پوره مرسته وكړي، لكه ځينو نورو چې ورسره كوله.

 خو د نورو ډلو په پرتله په افغانستان كې د دوى پلويان ډېر وو، هغه ځكه چې دغو مشرانو يا ډلو ټپلو يوډول د مليتوب بڼه درلوده، يا د ملي مشرانو او ډلو په نوم پېژندل شوي وو.

يو بل توكى يا عنصر چې د دوى سياست ته يې ځواك وربخښلى و، هغه د پخواني پاچا وجود اود كورنۍ نوم و، ځكه دغه خلك د پخواني پاچا او د ده كورنۍ ته ملاتړي خلك بلل كېدل، چې ګوندې دوى درباريان، يا د پاچا پلويان دي. دوى هم د افغانانو ترمنځ ډېر ځله او ډېر ځايه له چاپلوسۍ څخه ښه ګټه پورته كړله، خو د دوى له كړو وړوڅخه داسې جوتېدل، چې لومړۍ واكمني بايد د دوى وي، بيا كه دوى ته څه نه رسېدل، نو د پاچا د پلوي اواز پورته كوي.

طالبانو هم همدغه سياست خپل كړ، دوى په لومړي سر كې داسې نارې سورې وهلې، داسې يې ښكاره كوله، چې موږ له مدرسوڅخه راغلي يو، چې افغانانو ته يو ملي او قانوني حكومت جوړ كړو، بيا نو موږ بېرته خپلو درسونو، هوجرو او استوګنځايونو ته ځو. كله چې د كابل د واك پر ګدۍ كښېناستل، بيا يې نو هرڅه هېر كړل، د عربو ائتلافيانو په لارښوونه يې په افغانانو پسې دُرې اوډنډې راواخيستې.

د طالبي ځوك په پياوړتيا كې هم د پاچا پلويو ونډه ډېره وه، ځكه چې افغانانو ته جوته شوه، چې د دوى د هيلو او غوښتنو ځواب نه وركوي.

د بن ائتلاف چې كله جوړېده، هلته هم د پخواني پاچا رول او ونډه ښكاره كېدله، خلكو ګومان كاوه، چې اوس به نو د افغانستان سياست پر ملي لاره روان شي. د هېواد د سياسي پردې پرمخ به ملي مشران راڅرګند شي. د بن پرېكړو ته د لويې جرګې تر جوړېدو پورې خلك هيله من وو، خو د لويې جرګې له پيل څخه نيولې تر نن ورځې پورې د همغو زړو بابولالو پر لوري مخ واړول شو، د ملي سياست ځاى ائتلاف او تنظيمي سياست ونيو، پر نورو ډېرو ډلو ټپلو سربېره د پاچا پلويان هم له سياسي ډګر څخه وشړل شول، پاچا د "بابا" په نوم په ګوښه ځاى كې كښېنول شو.

پرون د ديموكراسۍ او مليتوب نارې وهل كېدې، نن د افغانستان هره يوه ډله يا هره يوه اداره خپله، خپله دمبوره وهي.

زموږ مشران بېګاه يوڅه وايي، سهار بل څه، افغانان ملي حكومت غواړي، ملي مشران غواړي، ملي تګلاره او پاليسي غواړي، كه دا غوښتنې يې پوره نه شوې، نو دغه ائتلاف بايللې ده.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:38 PM لېږونكى:هوسۍ |
هوسۍ له ماشومانو سره

هوسۍ له ماشومانو سره

 

مطېع الله عليخېل كاكړ، قلعهْ سيف الله

 

د مور نه منل

 

په يوه ځنګل كې يوه موږكه اوسېده، د دغې موږكې دوه زامن وو، د يوه نوم و لكى، د بل نوم يې پكى.

پكى ډېر وړوكى و، چې هر وخت به يې ژړل او ډوډۍ يا خوږې به يې غوښتې.

يو كال ډېره وچكالي راغله او موږكه هم له خپلو بچيانو سره د يوه بل كلي پر خوا كډه كولو ته اړ شوه، سوكه- سوكه د يوه كلي پر لوري روان شول.

كله چې د يوه كر دېواله ته راورسېدل، نو پكى په ژړا شو، چې زه ډوۍ غواړم، مور او ورور ډېر ورته وويل چې چوپ شه، نابلده كلى دى، خو پكي ونه منله، اخر مور لكي ته وويل، چې د هغو كروتو يوه ټوټه وركړه، چې مې په غوټه كې ايښي دي. لكي هم غوټه خلاصه كړه او كورت يې  پكي ته په خوله كې وركړ.

د لكي او پكي مور اخر په يوه كونج كې يو سورى پيدا كړ او په دغه سوري كې يې د ژوند تېرولو لپاره كډه كښېښوده. د كور صفايي يې وكړه او دوى خپل ژوند پيل كړ، خو پكى بيا په ژړا شو، چې ډوډۍ غواړم. مور يې ورته وويل چې زه به د خوراك لپاره له كوره بهر وځم، تاسې د كور وره (دروازې) ته يوه تيږه كښېږدئ، له كوره دباندې مه راوځئ، ځكه پيشو خبره نه شي چې موږ دلته راغلي يو.

كله چې موږكه له كوره دباندې ووتله، لكى او پكى دباندې ووتل او د يوه درمند پر لوري روان شول. هلته چې ورغلل ويې ليدل چې ډېر غنم پراته دي، لكي او پكي خپل ځانونه ښه ماړه كړل، وروسته لكي، پكي ته وويل، چې درځه كور ته لاړ شو. پكي ورته وويل: زړه مې نه ځي. لكي ورته وويل: پكى وروره! ځكه چې ځو، مور به مو راغلې وي، خو موږ به ورك يو.

پكى هم له لكي سره سم روان شو، كله چې د كور  وره ته ورسېدل، ويې كتل چې د كور په وره كې يې پيشو ولاړه ده، پكى ډېر ووېرېد او په ژړا شو. لكي ورته وويل: ژاړه مه، اول مور راته ونه ويل چې له كوره دباندې مه ځئ او د كور ورته ته تيږه كښېږدئ. پكي ورته وويل: ولې موږ د مور ونه منل. لكي ورته وويل: اوس وګوره د مور خبره دې نه منله، ته خو يو وخت هم د مور خبره نه منې. پكي ژر توبه وكښله او ويې ويل: په راتلونكي كې به د مور هره خبره منم.

په دې وخت كې لكي وويل: پكيه! درځه چې د كور له هغه بل وره څخه كور ته لاړ شو. هلته يو غټ مار پروت و.

لكى او پكى بېرته ستانه شول، په دې حال كې لكى او پكى دواړه د كور له وره سره نژدې تر يوه مېز لاندې پټ شول. هلته يې پام شو، چې يوه پيشي هم پرته ده. لكي وويل: پيشو! ستا راتګ دې مبارك وي، پيشو زموږ خو دا خوښه شوه چې ته زموږ كور ته دننه راشې، خو افسوس چې زموږ  كور كوچنى دى او ته لويه يې.

پيشو په ځواب كې وويل: ستاسو د راتګ نه هم مننه، تاسې مهرباني وكړئ دباندې راشئ چې لوبې سره وكړو.

لكي په ځواب كې ورته وويل: موږ ضرور درتلو، خو افسوس چې همدا اوس له لوبې څخه راغلو. همدا اوس سپى راغلى و او ويل يې چې ما ته پيشي راپيدا كړئ. د لكي د خبرو په اورېدو سره، پيشي سم له لاسه په ژړا شوه او منډه يې كړه.

په دې حال كې د لكي او پكي مور راورسېده، لكي ټوله كيسه ورته وكړه، له دې سره د لكي او پكي مور له دې ځاى څخه كډه په شا كړه او له دې ځاى څخه يو وار بيا روانه شوه. اخر په يوه باغ كې تم شوه.

ګرانو ماشومانو! تاسې فكر وكړئ، لكي او پكي چې د خپلې مور خبره نه منله، څومره ستونزې ورپېښې شوې. هر څوك چې د مور  خبره ونه مني، هغه به هركله داسې كيسو سره مخ كېږي.


پښتو متلونه

  • لېوه باد و باران غواړي او غله د خپل ځان مله غواړي.
  • كار زده كړه، كوه يې مه او كار خپل كوه شاباسى د بل ګټه.
  • خوشحالي او غم دواړه د زړه پټې خزانې او ويرانې دي.
  • يوه بلا، له بلې بلا څخه په هېڅ حال كې نه بېرېږي.
  • ګل د ګلاب او خوشبوى د ستر يې پښتني سيمو كې ډېر مشهور دى.
  • خدايه غټ مې كړې، غټې خبرې مه كړې رازده.
  • پر هر كلي لوړ كلى هم شته.

خوږو ماشومانو!

د ښو اخلاقو په باب به مو په ښوونځي او كور كې ډېر څه اورېدلي وي، ښه اخلاق د انسان د ښه شخصيت او ښه كركټر نمايندګي كوي، كه چېرې موږ د پوهانو او نورو پرمختللو اشخاصو لارښوونې په پام كې ونيسو، د ژوند په بهير كې يې عملي كړو، نو خلك به زموږ د ښو اخلاقو او ښو صفاتو صفتونه هم كوي.

E ادب كوم مصرف نه لري، خو هرڅه رانيولاى شي. (لاوى متناجيو).

E د پوهې او صنعتونو په پرتله، اخلاقو ته زياته اړتيا لرو. (سعدزغلول پاشا).

E هغه څوك چې اخلاق ونه لري، انسان نه دى، بلكې په نورو اشياوو كې شمېرل كېږي. (شامفور).

ګلاليو ماشومانو!

تاسې كولاى شئ د هوسۍ هرې ګڼې ته خپلې خوندورې ليكنې، انځورونه، رسامۍ او نور مطالب راولېږئ، موږ به يې په ورين تندي منو او درته خپروو به يې.

تاسې كولاى شئ د ماشومانو دغه پاڼې لا ښكلې كړئ، ځكه چې دا پاڼې ستاسو دي، تاسې كولاى شئ د خپلو نورو هزولو لپاره خپلې ليكنې د دې پاڼو له لارې ورورسوئ. ستاسو همزولي كه هرځاى وي، ستاسو د ليكنو په لوستلو سره به ستاسو څخه مننه كوي.

ځكه په حقيقت كې تاسې له هغوى سره غږېږئ، هغوى هم ستاسو له فكرونو، نظرونو او اندونو خبرېږي.

موږ به هم كوښښ كوو، په نورو ګڼو كې هم ښكلې لنډې كيسې، متلونه، د پوهانو خبرې او نور ګټور مطالب درته برابر كړو، دغه راز به كوښښ كوو، ځينې لايقه او بااستعداده ماشومان هم درمعرفي كړو.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:38 PM لېږونكى:هوسۍ |
افغانې مېرمنې لا د ستونزو ښکار دي

صالح، كابل

افغانې مېرمنې لا د ستونزو ښكار دي


 

په افغانستان كې تر ټولو ځپل شوې او كړېدلې طبقه ښځې دي، چې لا يې د ژوند په څرنګوالي كې كوم مثبت بدلون نه دى راغلى. په ښاري سيمو كې به د مېرمنو په وضع كې كوم بدلون راغلى وي، خو په كليوالو سيمو كې هماغسې وروسته پاتې ژوند خلكو، په تېره بيا مېرمنو ته ورترغاړې دى. كه په كليوالو سيمو كې ښځه د ولور په نامه د زياتو پيسو په بدل كې خرڅېږي، كه په بدو كې وركول كېږي، په خپله نجلۍ حق نه لري، چې په دې برخه كې د خپلو روا حقوقو غوښتنه وكړي.

د هرات ولايت په تورغونډۍ ولسوالۍ كې ځينو مېرمنو راته وويل: يوه سپن ږيري ځان ته يوه پېغله نجلۍ وغوښته، د كليوالو خو دا عادت دى، چې د واده په مسايلو كې له خپلو لوڼو سره مشوره نه كوي، بلكې خپلې لوڼې په پټو سترګو وركوي. كله چې نجلۍ دغه سپين ږيري ته واده شوه، څو ورځې وروسته چې خبرېدو، هغې ناوې ځان په اور سوځلى و او په روغتون كې يې په بد حالت كې ساه وركړه، ځكه چې مور و پلار يې ورسره خپل اړيكي غوڅ كړل او نه يې غوښتل چې درملنه يې وشي، هغوى د خپلې لور ګڼاه دا ګڼله، چې دوى ته يې بدنامې ورپه برخه كړې وه!!

اكثره نجونې د ناسمو دودونو ښكار دي، د ساري په توګه كه د ولورو په بدل كې ودېږي، هم يې كور ته نېكمرغي نه ورځي، بلكې د خسر په كور كې تر پېغورونو او تورو لاندې وي، ساعت په ساعت ورته ويل كېږي، چې ته يې پر موږ خرڅه كړې يې. خو كه د بدل د واده په مقابل كې وركړل شوې دي، بيا يې هم ژوند ښه نه دى ليدل شوى، ځكه هغه ظلم او زورزياتى چې پر يوې كېږي، د بلې ناوې خسرګنۍ هم هغه ظلم او زورچلونه پر دا بلې كوي.

كه څه هم په افغانستان كې د بشر د حقوقو لپاره شعارونه ګرم دي، چې ګواكې اوسني حكومت ټولو افغانانو ته حقوقي مسايل په پام كې نيولي او په تېره بيا، مېرمنو ته يې تر پخوا زيات حقوق وركړي دي، هغه داسې چې مېرمنو ته يې په دولتي پوسټونو كې ځاى وركړى، د اسارت ژوند يې ترې اخيستى او دوى يې پر پخوا له زياتو حقوقو برخمنې كړې دي.

خو لكه څنګه چې ښكاري نړيوالې ټولنې يوازې كابل ته پاملرنه كوي، په اصطلاح يوازې كابل ورته افغانستان ښكاري، نورو ولايتونو ته يې دومره پام نه دى اړولى. بله دا چې د چادرۍ ليرې كول دوى د ديموكراسۍ يوه نخښه ګڼي، حال دا چې دا زموږ د ټولنې يو كلتوري روايت دى، كه چېرې څوك ورته په سپكه سترګه ګوري او يا هم بې حجابۍ ته د ازادۍ رنګ وركوي، لويه تېروتنه كوي، ځكه چې موږ د يوې اسلامي ټولنې اوسېدونكي يو، په اسلامي ټولنو كې بايد ټول شرعي او اسلامي قوانين واكمن اوحاكم وي او په كار ده چې درناوى يې وشي.

په اكثره ولايتونو كې د مېرمنو لپاره روغتيايي اسانتياوې نه شته، ليرې ولايتونو ته به نه ځو، په ده سبز ولسوالۍ كې ليرې پراته كلي شته، چې په دغسې ليرې پرتو كليو كې روغتيايي كلنيكونه نه ترسترګو كېږي، كله چې كوم څوك ناروغه شي، كابل ښار ته به يې راوړي، چې د سړك د خرابوالي له كبله به ناروغ ډېر ناوخته ښار ته رسول كېږي. په دې اوږده موده كې به يا ناروغ له منځه ځي، يا به يې هم حالت تر پخوا لا خرابېږي. خو په كابل كې د مېرمنو لپاره په لسګونو ټولنې او موسسې جوړې شوي، چې يوازې د كابل مېرمنو ته ځانګړي شوي، خو دغه ټولنې بيا له بهرنيانو څخه د ټول افغانستان په سطحه فنډ اخلي. ان چې د فنډ اخيستنې لپاره خو د افغانستان د مجردانو ټولنه هم جوړېږي او دغه ډول ټولنې غواړي زموږ اسلامي هېواد ته د خدمت لپاره كار وكړي!

په اوس وخت كې اكثره امكانات او بهرنۍ مرستې كابل ته متوجه دي. خو كه رښتيا ووايو په كابل كې هم دومره كار نه دى شوى. هغه د چا خبره د كابل ښار سړكونه لا نه دي پاخه شوي، پاتې شوه د ولايتونو خبره.

همدا اوس هم د كابل په درملتونونو كې تر وخت تېر، يا هم بې كيفيته داروګان پلورل كېږي، چې دغه كار هم د خلكو ستونزې لاپسې زياتې كړي، دولت دغه پړه پر روانې وضعې او روان بهير اچوي، ځكه دوى ادعا كوي، چې د افغانستان پولې لا په سمه توګه نه څارل كېږي او د جګړو له كبله دغه څارنه زيانمنه شوې ده، ځكه نو ځينې بې كيفيته داروګان له نورو هېوادونو راواردېږي. پر اكثره داروګانو خو له ورايه ليكلي وي: "يوازې صادراتو ته"، دغه داروګان په نورو هېوادونو كې نه كارول كېږي، هلته يې استعمال او كارونه بنده ده، يوازې موږ ته رالېږل كېږي.

په وردګو، زابل، هلمند، ارزګان، فراه او نيمروز ولايتونو كې هم دغسې روغتيايي ستونزې زياتې دي، اكثره مېرمنې چې ناروغې شي، پر خرو او كچرو يې سپروي او تر كوم شخصي درملتونه پورې يې رسوي. ځكه چې كلنيكونه نه شته، كه شته، د ګوتو په شمار دي، يا هم له كليو او كليوالو څخه په ليرې واټن كې پراته دي.

په هلمند ولايت كې داسې درملتونونه شته، چې په كې ناست ډاكټران او دوا جوړوونكو (فارمسسټانو) يې هېڅ ډول مسلكي او پوهنيزه زده كړه نه ده كړې، ان چې سم سواد هم نه لري، داروګان يوازې له رنګ او پوښ څخه پېژني. چې دغو سيمو ته لا د دولت څارندويې ډلې نه دي ورغلي. ځكه چې دولت يوازې په كابل كې خپله واكمني لري، له نورو ولايتونو څخه دومره خبرتيا نه لري. په كليو كې د ماشومانو او ميندو د مړينې كچه زياته اوچته شوې، خو څرنګه چې هلته د روغتيايي اسانتياوو درك نه شته، له دې كبله هر كال، په زرګونو ميندې او ماشومان مري.

زياتو بهرنيانو زموږ د ځينو هېوادوالو په خولو كې اچولي، چې مېرمنې دې په ادارو كې كار وكړي، خو له بده مرغه چې ادارې او موسسې يوازې په ښاري سيمو كې كار كوي، بله دا چې په اكثرو ادارو كې اداري فساد او اخلاقي بېلارۍ ترحد زياتې شوي، ان چې ځينې بهرنۍ موسسې خو دا معيار ټاكلى چې كاركوونكي يې بايد يوازې نجونې وي!!

كه څه هم ويل كېږي، چې د مېرمنو په ستونزو مېرمنې ښه پوهېږي، په كابل كې د ښځو له حقوقو څخه د دفاع لپاره ادارې جوړې شوي، دغه راز د ښځو مسلكي وزارت او ځينې نورې ادارې شته، چې يوازې د مېرمنو لپاره كار كوي، خو دغو ادارو او رياستونو د وروسته پاتو كليوالو مېرمنو لپاره نه كوم روغتيايي مركز پرانيست، نه يې د دوى د سالمې بوختيا لپاره كوم عملي كار وكړ.

 امكانات او اسانتياوې هم يوې محدودې ډلې ته ځانګړي شوي. حال دا چې كليوالې مېرمنې له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. كه چېرې د دغو مېرمنو وضعې ته سمه پاملرنه ونه شي او بيا په ځانګړې توګه كليوالو مېرمنو ته روغتيايي، ټولنيزې او ښوونيزې اسانتياوې برابرې نه شي، نو دا به په ښكاره ډول د دوى له ژوند سره جفا او د دوى پر حقوقو سترګې پټول وي.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:37 PM لېږونكى:هوسۍ |
د حج پر مهال د افغان حاجيانو ستونزې

محمد عمر ساطع

 

 

د حج پر مهال د افغان حاجيانو ستونزې


 

د حج فريضه د اسلام د سپېڅلي دين پنځم ركن دى، چې په مالي لحاظ پر هر مستعد او ځواكمن مسلمان باندې يو ځل فرض ده.

پر شريعي اصولو او احكامو سربېره له ټولنيز او فلسفي لحاظه هم دا ستره فريضه، په كال كې يو ځلې د ټولې نړۍ د پنځو قارو مسلمان وګړي سره يوځاى كوي او د پاك خداى په كور (كعبهْ شريفه) او د عرفات پر ډاګ  په واحد تكبير سره د يوه واحد امام تر امامت لاندې د ټاكلو اصولو او قواعدو پر اساس د خپل واحد او لايزاله خداى په عبادت بوختوي.

كه د فكر خاوندان ورته ځير شي، د ديموكراسۍ بنسټيز اصول د حج د ادا كولوپه وخت كې تمثيلېږي، د بېلابېلو رنګونو: تورپوستي، سپين پوستي، ژړپوستي، سورپوستي، دغه راز د بېلابېلو مذهبونو: شعيه، سني او .... نر او ښځه كه د هرې طبقې وي، څنګ تر څنګ په يوه كتار كې د حج مراسم پرځاى كوي.

له نورو هـېوادونو څخه راغلي حاجيان په اشارو، يا هم د ځينو ترجمانانو په واسطه د يو بل له دود او دستور څخه ځانونه خبروي.

تېر كال د حج په مراسمو كې د تېرو كلونو په پرتله زيات حاجيان سره راغونډ شوي وو او خورا ګڼه ګوڼه يې جوړه كړې وه.

پر دومره زياتې ګڼه ګوڼې سربېره بيا هم حاجيان په ډېر نظم سره په بېلابېلو ټوليو وېشل شوي وو، هر ټولي له ځانه بېل موټر، بيرق او يو پوه درلود، ښوونكي به د حج د فريضې او واجبي دودونو سره- سره، د نورو ټولنيزو مسايلو: له تشنابونو څخه كار اخيستنې، په ودانۍ كې د ژوند اصول، له زمزمو اوبو څخه د ګټه اخيستنې، په لمانځه او نورو مراسمو كې د ادابو، قواعدو او ورورګلويزو مناسباتو، ان په بازار كې د سودااخيستلو، په موټرانو كې د ختلو او نور مسايلو په باب تشرېحات وركول. د هر هېواد د حج او اوقافو مسوولينو به د جدې له هوايي ډګر څخه بيا تر مكې معظمې او مدينې منورې پورې د خپلو حاجيانو د تګ- راتګ او استوګنې اسانتياوې برابرولې.

پر ښوونكو سربېره د حج او اوقافو مسوولينو به هم دوى ته لارښوونې كولې او د ناروغو، ټپي، وركو او مړوشويو حاجيانو غم به يې خوړ.

خو د افغانو حاجيانو حال د اندېښنې وړ و، د هر هېواد حاجيانو ته به ځانګړي كتنځايونه (كلنيكونه) او امبولانسونه ځانګړي شوي وو، د نورو هېوادونو حاجيانو ته داسې كارډونه وركړل شوي وو، چې د هغوى پېژندنه ورباندې كېده، له ټولو لګښتونو څخه خوندي وو، دغه راز هغوى له يو لړ نورو ضروري اسانتياوو څخه هم برخمن وو، چې له بده مرغه افغاني حاجيانو ته دغه ډول اسانتياوې په پام كې نه وې نيول شوې.

سږ كال افغانان په لاندې شمېره حج ته راغلي وو:

1.              د افغانستان له لارې عادي حاجيان 26000 تنه.

2.             د سعودي عربستان د دولت له خوا رابلل شوي حاجيان 1000 تنه.

3.            د افغانستان د لنډمهالې ادارې رسمي رابلل شوي لوړپوړي حاجيان (؟)

4.            د پاكستان له لارې د شرقي، جنوبي او جنوب غربي سيمو خلك 8000 تنه.

5.            په پاكستان، ايران او نورو هېوادونو كې مېشت افغانان څه له پاسه 4000 تنه.

خو د افغانستان له لارې د لېږل شويو حاجيانو حال د زياتې اندېښنې وړ و، ځكه چې ټاكل شوې وه لږه شمېره كسان به حج ته ولېږل شي، خو مينه وال او غوښتونكي زيات وو، نو ځكه په ولايتونو كې د سهميې او فورمونو پر سر د بډو وركولو بازار تود شو، چې په ځينو سيمو كې پر يوې فورمې باندې پنځلس زره افغانۍ د بډو په توګه واخيستل شوې. دويمه بدمرغي د هغو حاجيانو په برخه شوه، چې ښځينه حاجيانې ورسره ملې وې، ځكه چې سږكال د لومړي ځل لپاره د ښځو د وثيقو جوړولو دستوره صادره شوه، چې بيا هم د وثيقو په ډكولو او د څلورو تنو شاهدانو په وړاندې كولو سره د بډو بل چل پيل شو.

حج ته د تلو په وخت كې اعلان وځړول شو، چې هېڅ حاجي هم د 30000 افغانيوانډول زياتې پيسې، تر يوه جوړه جامو او بستې زيات څيز له ځانه سره نه شي وړلاى. دا په داسې حال كې چې د نورو سيمو حاجيانو ډك بكسونه، غالۍ او نور سوداګريز (تجارتي) توكي له ځانه سره راوړي وو، كله چې يې حاجيان د سهار پر څلورو بجو د حاجيانو كمپ ته وغوښتل، تر لمانځه وروسته يې ډګر ته ولېږدول، د ماپښين پر يوه بجه الوتكه راغله او حاجيان يې له يوه دسكول او يوه جوړه جامو سره وروخېژول. په هوا كې يې بخښنه وغوښته چې د غرمې ډوډۍ به د شارجې په هوايي ډګر كې برابروي، د غرمې ډوډۍ د مازيګر پر پنځو بجو په الوتكه كې راوړل شوه، حاجيان نهه ساعته په الوتكه كې په دې هيله انتظار پاته شول، چې د حج او اوقافو مسوولين به راځي او د دوى لارښوونه به كوي. خو داسې كوم استازى او غوره لارښود نه و، چې د دغو حاجيانو لپاره د لارښوونو او مرستو اسانتياوې برابرې كړي. اكثره حاجيان د پاكستاني لارښود په مرسته، چې افغاني حاجيانو ته به نژدې و، د يوه بل عرب مسوول په مرسته موټرانو ته وختل او نېغ د مدينې منورې لوري ته روان شول.

په دې برخه كې افغان حاجيان له لاندېنيو ستونزو سره مخ شول:

1.                    د حاجيانو لپاره استوګنځايونه (اعمارې)، په مدينه منوره او مكه معظمه كې له نبوي جومات او حرم شريف څخه ډېرې ليرې نيول شوې وې.

دوى د دوو ودانيو پرځاى يوه ودانۍ كرايه كړې وه، په يوه څلوركسيزه خونه كې اته يا لس كسان اوسېدل.

كله چې به حاجيان په مدينه منوره او مكه معظمه كې د سفر له موټر څخه كښته كېدل، يوازې به دا لارښوونه ورته كېده، چې دغه مو وداني ده، نور نو هر حاجي له خپلې ښځينه حاجاڼۍ سره په ټېل ماټېل كې له يوه منزل او يوه اتاق څخه بل ته په ځغاسته روان و. اكثره به بوډاګان او معيوبين سرګردانه وو، چې ځانونو ته يې ځاى نه شو موندلاى. په ودانۍ كې د كالو مينځلو ماشينونه، په پخلنځي كې ګاز او منقل نه وو موجود، داسې اټكل كېده، چې دغه ودانۍبه له عربي مالكينو څخه په ټيټه بيه اجاره شوي وو.

2.                    داسې ښوونكي نه وو موجود چې د نالوستلو حاجيانو سالمه او پوره لارښوونه وكړي. د ښوونكو پرځاى د حج او اوقافو مسوولينو د خپلو كورنيو د غړو كوچني هلكان چې شپاړس يا اوولس كلن به وو، استخدام كړي وو. افغان نالوستي حاجيان د حج په ادابو، ترتيب، تسلسل او ډول نه پوهېدل، اكثره به د عرفات، مذدلفي او مينا په كمپونو كې وركېدل.

افغان حاجيانو ته د مينا پرځاى په مزدلفى كې خېمې نيول شوې وې، په عرفات كې د افغان حاجيانو خېمې او سيمه وركه وه.

3.                  په پيل كې خو حاجيانو ته اعلان شوى و، چې له ځانه سره زياتې پيسې وانخلي، ځينو حاجيانو فكر كاوه، چې د تېرو رژيمونو په شان بايد 1500ډالره دولت ته سپاري او د حج په وخت كې بيه بېرته 1200 تر 1500 رياله پورې بېرته دوى ته وركول كېږي. دوى تمه درلوده، چې سږكال به زياتې پيسې وركول كېږي، ځكه چې د سعودي عربستان دولت د افغانستان له دولت سره ورورګلويز اړيكي لري. لږ تر لږه به 500ډالره بېرته وركړل شي، چې په دې پيسو به د حاجيانو ټولې چارې او لګښتونه پوره شي. دوى نه وو خبر چې د حج او اوقافو مسوولينو مخكې له مخكې پلان ورته جوړ كړى، د حاجيانو تر ډېر ټينګار وروسته يې هر حاجي ته 259رياله وركول او 102رياله يې بېرته ترې ګرځول. يوازې يې 150رياله وركول. پورتنۍ مسئله د څېړنې او ځيرنې وړ ده، چې د دغو مليونونو ډالرو پوښتنه بايد وشي، چې څه شول؟ كه بېرته حاجيانو ته نه وركول كېږي، د بيا رغونې په كارونو كې بايد ولګول شي!.

4.                   د حج مراسم چې د لوى اختر د مياشتې په ديارلسمه نېټه بايد پيل شوي واى، بايد په څوارلسمه نېټه الوتنې پيل شوې واى، چې د نوبت پر اساس حاجيان خپلو سيمو ته ولېږدوي. خو د كندهار الوتكه د لوى اختر د مياشتې پر 24مه نېټه كندهار ته راورسېده، نورې شپې د مهاجرت په چاپېريال كې پر حاجيانو سختې تېرېدې. بله مهمه موضوع دا ده، چې حاجيانو په خپل نوبت سره نه لېږدول كېدل، د ولايتونو ترمنځ د الوتنو توپير، د الوتنې نمبر او نوبت نه مراعاتېده، چا چې به واسطه درلوده، هغه به مخكې و.

5.                   سږكال بيت الله شريف ته له پاكستان او نورو ځايونو څخه طالب پلوي حاجيان هم راغلي وو، هغوى به چې كله افغان حاجيان ليدل او د دوى ستونزې به يې ليدې، نو دا تبليغات به يې كول، چې افغانستان ته امريكايان راغلي، غواړي زموږ ديني او ملي وياړونه له منځه يوسي او الهادي ديموكراسي (عياشي نظام) واكمن كړي. تېر كال يې حاجيان پرې نه ښودل چې حج ته لاړ شي، خو سږكال يې هدايت وركړ چې حاجيان خوار و ذليل كړي. چې افغانان په دې توګه خپل مذهبي مراسم ترسره نه شي كړاى.

6.                    اريانا افغان هوايي شركت هم خپله كرايه ډېره اوچته كړې وه، د اريانا دوه لوريز ټكټ په 850ډالره و، دا په داسې حال كې چې د پاكستان له كوټې ښار څخه دغه كرايه 600ډالره و. دغه راز د پاكستان د الوتكو د الوتنې نېټه، وخت، ان د څوكۍ نومره معلومه وه، دغه حاجيان په منظمه توګه پر خپل وخت انتقالېدل، خو له بده مرغه چې د اريانا افغان هوايي شركت هېڅ شى هم نه و څرګند، تل به د حاجيانو او د اريانا د استازو ترمنځ شخړې او لانجې روانې وې.

7.                   ځينو حاجيانو به چې هڅه كوله، پورتنيو ستونزو ته د اواري لپاره كله په مكه مكرمه كې ځينو حاجيانو د حج او اوقافو له مسوولينو يا هم د دغه وزارت له چارواكو سره د خبرو غوښتنه كوله، هغوى به ځانونه پټول او د خبرو لپاره به نه حاضرېدل.

د ډاكټرانو او د ځينو نورو كاركوونكو د سترګو ليدلى حال و، چې په كرېټونو تازه انځر، مالټې، مڼې، كېلې او نورې خوندورې مگېوې په لفټ كې دغو چارواكو ته پورته كېدلې، خو نورو حاجيانو ته به چې كله د (خام حرمين شريفين) او يا بل شيخ له خوا خواړه نه رسېدل، د ډوډۍ رانيولو توان به يې نه درلود.

8.                  د حج او اوقافو د ځينو بې پرې او په دغه حالت ناراضه كاركوونكو به ويل چې دلته د حج او اوقافو كاركوونكي له كابله راغلي او استازي په درې ډلو باندې وېشل شوي، چې يوه ډله د عطاالله سليم، دويمه ډله د نيازالله بدخشي او درېيمه ډله د قاري فيض الله ده او هره ډله د خپلو شخصي ګټو لپاره كار كوي او د خپلو خېټو او جېبونو غم خوري او د حاجيانو په كيسه كې هم نه دي.

كله چې ستونزې زياتې شوې، د شپږويشتم نمبر ودانۍ څو تنه استازي چې د بېلابېلو قومونو وو، دفتر ته ورغلل، چې پورتني مسوولين وويني، خو دوى په داسې حال كې حاضر هم وو، دېته حاضر نه شول چې له استازو سره وويني، يو كاركوونكى په دفتر كې ناست و، ويل يې: تاسو ته چا اجازه دركړه چې دفتر ته راشئ؟ تاسې خپلې ستونزې د ودانۍ مسوولينو ته وړاندې كړئ، هغوى به يې راورسوي. د حاجيانو يوه استازي ورته وويل: موږ به په كابل كې لوړو مقاماتو ته خپل شكايت رسوو.

ده په ځواب كې وويل:

برين، دست شما و كرزى شما تا لندن و واشنګتن ازاد! از قاتلين داكتر عبدالرحمن و حاجي قدير كى بازخواست كرد، كه حالا از ما بپرسد!!؟

استازي په ځواب كې ورته وويل: تاسو ټوپكسالارانو: رشوت خورانو او پر پيسومينانو، فاسد او غلو اشخاصخو لندن او واشنګټن پر افغان ولس وتاپه، چې اوس هم دين تخريبوئ او هم وطن او افغانيت...

د دې لپاره چې هلته كومه لويه لانجه رامنځته نه شي، د نورو استازو په هڅو او هاند له دفتره راووتو.

په پاى كې دا پوښتنې مطرح كېږي:

·          ايا اريانا افغان هوايي شركت نه شي كولاى، د نړيوالو نورمونو پر بنسټ خپل فعاليتونه سمبال كړي؟ ايا دوى خپله كرايه منصفانه او د نورو هېوادونو په نورم نه شي ټاكلاى؟

·          ايا دولتي ارګانونه لكه حج او اوقاف، يا هم اريانا افغان هوايي شركت، چې د حاجيانو دومره پيسې، له كوم حساب او پوښتنې پرته مصرفوي، د ټولنې او حاجيانو په وړاندې هېڅ د مسووليت احساس نه كوي؟ ايا رعيت هېڅ حق نه لري، هرڅه چې حكومتي ارګانونو وكړل، هغه د دوى حق دى؟

دا چې سږكال د نورو كلونو په پرتله څلورچنده حاجيان د افغانستان له لارې تللي وو، څرګنده ده چې پيسې هم زياتې وې، سعودي عربستان هم خپل ټكسونه معاف كړي وو، استوګنځي هم ليرې او ارزانه وو او د دوو ودانيو پرځاى يوه ودانۍ نيول شوې وه، ښوونكي هم نه وو او نور اضافي لګښتونه هم نه وو شوي، دا پيسې څه شوې او د چا جېبونوته ولوېدې؟

·          ايا د حج او اوقافو وزير، مرستيال او نور خدماتي استازي چې د حج او حاجيانو د خدمت په موخه ټاكل شوي وو، هغه د چا خبره دوى ته هم پل و، هم تماشه، هم يې حج وكړ او هم يې سفر، هم يې د خپلو كورنيو څو غړي په حج مشرف كړل، هم يې خپل جېبونه ډك، ايا دولتي مسوولين ولې د دوى پوښتنه او پلټنه نه كوي؟

په كار ده چې د كندهار د پخواني والي ګل اغاشېرزي چلند وكړل شي، كله چې دى د حج لپاره مكې معظمې ته راغلى و، نو د حاجيانو غملړلى حالت يې وليد، نو په دې كار سره يې د كندهار د حج او اوقافو ټول مسوولين ليرې كړل.

د دولت له مشرتابه او د نورو سيمو له مسوولينو څخه هيله لرو او جدي غوښتنه ترې كوو، چې يوازې بايد د دوى په ليرې كېدو بسنه ونه شي، بلكې تر جدي پوښتنې لاندې دې ونيول شي، محكمې ته دې وسپارل شي، دغه راز دې ټولې خوړل شوې پيسې بېرته ترې واخلي.

په پاى كې يوه خبره د ياد وړ ده، چې د حج او اوقافو مرستيال په خپله مركه كې ويلي وو، چې د حج په مراسمو كې هرڅه عادلانه وو، څوك چې شكايت كوي، هغه القاعده دى!!؟

د مرستيال په ځواب كې بايد وويل شي چې خپله بدنامي دې پر القاعده نه تاوانوي، له القاعده څخه دې سوټى نه جوړوي، چې د هر بېګناه پر سر يې ګوزار كړي.

ايا د ننګرهار د والي الحاج دين محمد راډيويي مركه، د ښاغلي ګل اغا شېرزي اجراآت، په سعودي عربستان كې د "اردو نيوز" ورځپاڼې د 2003م كال د فبرورۍ د 21مې نېټې ګڼه او له حاجيانو سره د بي بي سي او امريكا ږغ راډيوګانو ژوندۍ مركې ټولې د القاعده له خولې راوتلې دي؟

ښاغلى مرستيال بايد خپله پړه ومني.

يادونه:

نوموړې ليكنه ډېره اوږده وه او دا ډېره موده يې د چاپ لار څارله، سره له دې چې وخت پرې تېر شوى و، خو د دې لپاره چې د افغاني حاجيانو ستونزو انعكاس نه و موندلى، نو ځكه مو غوره دا وګڼله، چې دغه ليكنه په لږ څه لنډيز سره خپره او د افغانو حاجيانو ستونزې تر اړوند مسوولينو ورسوو، چې په راتلونكي كې د دې ډول ربړو او ستونزو مخنيوى وكړي.

اداره

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:36 PM لېږونكى:هوسۍ |
ډيموکراسي او تعصبونه

كمال رحماني، كابل

 

ديموكراسي او تعصبونه!

 

كله چې د طالبانو رژيم سقوط وكړ او د بُن د پرېكړو له مخې د حامد كرزي په مشرۍ منځمهاله اداره رامنځته شوه، نو نوي حكومت اعلان وكړ، چې تر دې وروسته به د هېواد هر وګړى كولاى شي، له وېرې او تشويش پرته خپل حق ترلاسه او په خپل هېواد كې خپل عادي ژوند ته دوام وركړي.

خو كله چې د نورو افغانانو ترڅنګ، افغان محصلين هم له نورو ځايونو څخه د تحصيل لپاره كابل پوهنتون او نورو ښوونيزو مركزونو ته راغلل، نو د لومړي ځل لپاره د پښتنو محصلينو او ځورونه پيل شوه. اكثره محصلين خو د همدغو ناڅرګندو نيونو او ځورونو له كبله اړ شول چې خپلې زده كړې په نيمايي كې نيمګړي پرېږدي، يا نورو كارونو ته مخه كړي، يا هم نورو هېوادونو ته لاړ شي. پر پاتو محصلينو هم ظلم او زياتي دوام درلود، ان تر دې چې د روژې مباركې مياشتې په لومړيو شپو ورځو كې د مركزي ليليې پر محصلينو برېښنا غوڅه او د څښاك اوبه بندې كړاى شوې، په شپه ځاى (ليليه) كې مېشت محصلين د خپلو حقوقو د غوښتنې په موخه له ليليې څخه راووتل او د ښار پر لوري يې په لاريون لاس پورې كړ. د دهمزنګ په سيمه كې د پوليسو له ناسم چلند او برخورد سره مخامخ شول، په نتيجه كې زيات محصلين، شهيدان، يوشمېر ټپيان او ځينې يې د همدغو پوليسو له خوا ونيول شول، چې تراوسه يې پته نه ده لګېدلې. تر دې وژنو، وهلو او قربانيو وروسته يوازې او يوازې د ليليې مدير بدل كړاى شو، پر ځاى يې يو داسې كس وټاكل شو، چې كاري ظرفيت او هويت يې نه دى څرګند. د پوهنتون اكثره محصلين د همدغه مدير په اړه ډېر څه ويل لري، خو دوى له وېرې څه نه شي ويلاى.

د طب پوهنځي يو محصل وايي:

"د مركزي ليليې مدير دوه مخى سياست لري، په دې نامه چې زه پښتون يم، محصلينو ته ځان ورنژدې او خواخوږى څرګندوي، خو كله چې له محصلينو كومه خبره واوري، نو سم له لاسه يې خپلو مشرانو ته رسوي. موږ نه يو خبر، چې په بدل كې يې له هغوى څخه څه ترلاسه كوي، خو كاري بهير يې كمزورى دى.

همدا وجه ده، چې اكثره محصلين خپل ارزښتناك وخت، د پوهنځي پرځاى، د درېيمې حوزې په بنديخانه كې تېروي".

د طب يو بل محصل عبدالله وايي:

"مدير ځكه اكثره محصلين د زندانونو تر كومې رسوي، چې د نورو محصلينو روحيه كمزورې شي او د ده غلاګانې رسوا نه شي.

د لوى اختر په شپه د ليليې مدير يو لپټاپ كمپيوټر او ډيجيټال ټلېفون  خپل كړل، خو پوليسو ته يې محصلين په لاس وركړل".

يو بل محصل، د كابل پوهنتون د ليليې د تېرې پېښې يادونه كوي او دا پېښه ډېره خونړۍ ګڼي، ځكه كومه شپه په قرغه كې چاودنه وشوه، د شپې يوولس بجې وې چې پوليس ليليې ته راغلل او د محصلينو په نيولو يې لاس پورې كړ، پوليسو ادعا لرله چې په دې چاودنه كې د محصلينو لاس و. اوس هم زيات محصلين په همدې تور د تورو زندانو تر شا ناست دي او خپل برخليك ته انتظار باسي. ځكه چې په القاعده او طالبانو تورن شوي دي. په دغو محصلينو كې صابر علي هم نومىمحصل هم راځي، چې د طب د درېيم ټولګي اولنومره و. دى د دې لپاره د يوه سياسي سازش له مخې ونيول شو، چې له ازموينو پاتې شي او اولنومره توب يې له لاسه ووځي.

تېر كال چې څه وشول، هغه وشول، خو سږكال چې محصلين بيا شپه ځاى (ليليې) ته راغلل، نو ورسره په انفرادي او ډله ييزه توګه د پښتو او دري خبرې رامنځته شوې، هر پښتون محصل په يوه او بله پلمه ځورول كېږي، كه يې ږيره درلوده او يا يې ملي جامې اغوستې وې، هغه د طالبانو او القاعدې په نامه نيول كېږي. لكه د زمري مياشتې پر 16مه نېټه چې د دوشنبې په شپه د كابل قوماندانۍ او كورنيو چارو وزارت له خوا د پوهنتون شپه ځاى (ليليه) محاصره او په دې ترڅ كې څوتنه محصلين ونيول شول، چې تر اوسه له جرم پرته د بنديخانو په غېږ كې شپې سبا كوي.

پوهنتون د پوهې د لاسته راوړلو او هېواد ته د خدماتي كادرونو د وړاندې كولو ستر منځى (مركز) دى، په دې ډول يوه سپېڅلي ځاى كې هم دغه ډول ترخو تعصبونو او كركو ځاى نيولى، چې اكثره محصلين يې اړ كړي، د درس پرځاى پر دغسې شخړو خپل زيات ځواك ضايع كړي.

په اكثره محصلينو كې سياسي اشخاصو لاره اواره كړې او غواړي چې د دغو ګمارل شويو محصلينو له خوا د ځوان پوړ په دغه پاتې كسانو كې هم خپله ايډيالوژي خپره كړي. د پوهنتون له زياتو رسمي پاڼو او اداري اسنادو څخه افغاني ټرمينالوژي ليرې كېږي او پرځاى يې ايراني توري او ايراني ټرمينالوژي دودېږي.

په پوهنتون چې د قومي تبعيضونو بازار ښه تود شوى او په دې بهير كې سياسي ډلې هم د خپلو ځانګړو موخو لپاره دغه اور ته لمن وهي او په اصطلاح اوبه خړوي، كبان نيسي.

په هېواد كې تر ټولو مظوم قشر دغه محصلين دي، چې له زياتو ليريو ولايتونو څخه كابل ته راغلي او د شپه ځايونو (ليليو) په دغه بد حالت كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي، د پوهنتون په نامه له بهرنيو ټولنو څخه مرستې اخيستل كېږي، خو د عملي كار او مثبت بدلون څرك نه لګېږي، تر اوسه پورې پوهنتون يو مجهز كتابتون نه لري، تر اوسه پورې په دې پوهنتون كې د څلوېښتو، پنځوسو كلونو مخكې درسي نصاب روان دى، له اوسنيو پرمختللو نصابونو او درسي معيارونو خو كوم استاد خبر هم نه دى.

په پوهنتون كې داسې استادان ګمارل شوي، چې په ښكاره يې د قومي، ژبنيزو او سيمه ييزو تعصبونو اورونه بل كړي، هغه محصل چې په خپله ملي ژبه غږېږي،  تحقيروي يې، ان چې په لوى لاس يې په ازموينه كې ناكاموي.

 محصلين ځكه څه نه شي ويلاى، چې ځينې استادان له سياسي كړيو سره اړيكي لري او د هغوى لپاره وفاداره پاتې شوي. دلته معيار دا نه دى، چې محصل دې لايق، بااستعداده او تكړه وي، بلكې معيار سياسي بڼه لري، هغه شاګردان دلته مخكې دي، چې واسطه ولري د رشوت وركولو لپاره اقتصادي پشتوانه او سياسي ملاتړ ولري.

هغه محصلين چې په خپل هېواد كې په خپله مورنۍ ژبه د زده كړې حق نه لري، اوس د خپل هېواد د پوليسو له خوا په يوه او بل نامه ځورول كېږي، خو له بده مرغه چې نه يې د كورنيو چارو وزارت غم خوري، نه يې هم امنيتي مسوولين په غم كې دي. بلكې په يوه او بل نامه له پوهنتون څخه بېول كېږي، يا د زندانونو غېږې ته اچول كېږي، يا هم د ناكامۍ پاڼه وركول كېږي. په كار ده چې ويده چارواكي د دغو محصلينو پرحال زړه وسوځي او پرې دې ږدي، چې دغه ځوانان خپله زده كړه وكړي، دوى دې د بېګناهۍ په تور نه نيسي.

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:34 PM لېږونكى:هوسۍ |
د خپل هېواد خپلواكي بايد بشپړه كړو!

ژباړه: كامله پاينده، كابل

 

د خپل هېواد خپلواكي بايد بشپړه كړو!


 

زموږ هېوادوالو په كابل او نورو ولايتونو كې د ګران افغانستان د خپلواكۍ 84يمه كليزه په شانداره توګه ولمانځله. د دې تاريخي ورځې لمانځنه هر هېوادپال افغان ته لوړ ارزښت لري. ځكه افغانان وتوانېدل چې د خپلې هغې خپلواكۍ په ترلاسه كولو سره يو داسې زبرځواك او لويې امپراتورۍ ته ماتې وركړي، چې د نړۍ پر ډېرو هېوادونو يې واكمني كوله. د خپل هېواد د خپلواكۍ لاسته راوړنه، د افغانانو عادلانه او مشروع حق و، چې د غښتلې مبارزې په ترڅ كې يې ترلاسه كړه.  دغه سرښندنه زموږ د هېواد د تاريخ زرينې پاڼې جوړوي. دا د يوه داسې سرلوړي او پياوړي ملت روحيه څرګندوي، چې خپله خپلواكي يې د ډېرو قربانيو په بدل كې ترلاسه كړې ده او برى يې په خپل نوم كړى دى، زړورو افغانانو له خپل هېواد، خپلواكۍ او خلكو دفاع وكړه، چې نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه بريتانوي هند ته د الهام لامل شو. د نورو ملتونو د خپلواكۍ غوښتنې په تاريخ كې يې نوې پاڼې ورزياتې كړې او دا بېسارې هڅه په خپله د اتلولۍ اواز او د ځانښندنې يو څرګندوى دى.

د 1960م كال په لسيزه كې زياتو افريقايي هېوادونو په يوه ورځ خپله خپلواكي ترلاسه كړه او استعماري حاكميتونه يې په خپل هېواد كې د تل لپاره په شا كړل، د غې ورځې د افريقا په تاريخ كې "د افريقا د ورځې" په نوم شهرت پيدا كړ او هر كال يې افريقايان د درېيو ورځو لپاره لمانځنه كوي. لكه څنګه چې ليدل كېږي، تر اوسه ډېر شمېر افريقايي هېوادونه په بېوزلۍ او تنګلاسۍ كې ژوند كوي، دوى تر اوسه نه دي توانېدلي چې د خپل هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ شاهدان واوسي. په داسې حال كې چې په دې هېوادونو كې بايد وضع داسې نه واى او دوى چې كله خپله خپلواكي ترلاسه كړه، بايد ورته د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ زمينې برابرې شوې واى. دا چې كومو لاملونو دوى، له هراړخيز پرمختګ څخه پاتې كړل، بېل او ځانګړي بحث ته اړتيا پيدا كوي، خو ويلاى شو، چې:

اقتصادي او ټولنيز پرمختګونه هغه وخت فقر، وزګارتوب او هراړخيزه احتياجۍ ته خاتمه وركولاى شي، چې دولت او خلك سره په هراړخيزو پلانونو او تدابيرو سره ګده همكاري وكړي. د راتلونكي پر لوري خپل پرمخيون په نخښه كړي.

خو په ډېره خواشيني سره بايد ووايو چې، هغه څه مو چې د خپل هېواد د خپلواكۍ د لاسته راوړنې له كبله ترلاسه كړي وو، د وروستيو راتپل شويو جنګ جګړو له كبله زيانمن شول، هغه پخواني اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي بنسټونه له ګواښ سره مخ شول، چې يو وخت مو كولاى شول، پر هغو حساب وكړو. هرڅه چې مو لرل وران شول او پر ځاى يې تش غرونه او د ايرو يا خاورو سپېرې غونډۍ راپاتې شوې، چې اوس مهال د دې ټولو ورانيو بيارغونه د خلكو او دولت دنده او مسووليت دى.

د افغانستان د اسلامي منځمهالي دولت رئيس ښاغلي كرزي په خپله هغه وينا كې چې د هېواد خپلواكۍ د لاسته راوړنې د 84يمې كليزې له كبله يې وكړه، وويل:

"... د يوه هـېواد خپلواكي هغه وخت بشپړېږي، چې د هغه هېواد خلك په ارامي او هوسايي كې واوسېږي او خلك څه ته اړ نه وي. دغه راز پر خپلو پښو ودرېږي، ازادي هغه وخت ټينګه او غښتلې پاتې كېدى شي، چې خلك په خپلو هېوادونو كې هر راز مدني، ټولنيزه، سياسي او فرهنګي خپلواكي ولري او د ټولنې د خلكو بشري حقونه پرځاى، دغه راز د غلو او ظالمانو له شر څخه په امن كې وي.

د هېواد په هر ګوټ كې د هر چا لپاره د كار او فعاليت زمينې برابې دي، اوس بايد د مهمو دندو لړۍ لكه: بيا جوړونه، ټولنيز اقتصاد او فرهنګي مسايل په پام كې ونيول شي".

 د دولت په وړاندې دغه مهمې دندې پرتې دي، چې بايد ترسره يې كړي: د كليو لپاره ملي يووالى، د عايداتي سرچينو په كار اچونه او مركز ته د ټولو عايداتو لېږدونه او د هغوى مركزي كول، د ملي اردو اوملي پوليسو جوړونه، د امنيت تامينول، په هېواد كې د نظم او قانونه پلي كول، د ټولنيز ژوند په ټولو برخو كې د نشه يي توكو د كارونې او كرنې مخنيوى، د قانون په رڼا كې فردي او ټولنيزه خپلواكي او داسې نور مسايل.

دا بهير به هغه وخت بريالى وي، چې خلك او حكومت په ګډه سره همكاري وكړي، دغه راز په بري سره د ټولو يادو شويو دندو ترسره كول، د دولت او خلكو په يووالي پورې اړه لري. كله چې موږ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وكړو، بيا كولاى شو چې خپلې راپېښې ستونزې اوارې او د خپلو راپېښو ورځنيو كړاوونو لپاره د حل لارې چارې ولټوو. د خپلو هېوادوالو د هوساينې لپاره په ملي روحيه كار وكړو. خپل ملي يووالي ته ټينګښت وروبخښو. په دې توګه كولاى شو، چې د خپل هېواد د خپلواكۍ په بشپړتيا سره د هوسايۍ پر لوري ګامونه اوچت كړو. د خلكو او دولت په مرسته په دې ارزښتمن كار سره به دا زمينه برابره شي، چې زموږ هېواد ديوه مرسته اخيستونكي دولت پرځاى، په يوه مرستندوى هېواد بدل شي.

خو ځوان نسل بايد تر چا زيات د مسووليت احساس وكړي، ځكه چې د دوى دندې تر نورې درنې او د ارزښت وړ دي، ځوان نسل بايد د خپل هېواد له تاريخ او د خپلواكۍ پر ارزښتونو وپوهول شي، چې خپلواكي په يوه هېواد او بيا د يوه هېواد په ټولنيزه، كلتوري او سياسي فضاء كې څه ارزښت لري، بيا كولاى شي د خپل هېواد خپلواكۍ ګټونكي اتلان او مېړني وګړي وپېژني. ګنې په تياره او بېخبرۍ كې به ساتل شوي وي او د خپل هېواد ورانوونكي او جووړوونكي به نه پېژني، ځكه چې بيا به د بل چا په اشاره روان وي.

هغه راتلونكى چې موږ ورروان يو، په دې پورې اړه لري، چې نن موږ څرنګه فكر او كار كوو.

 

نېټه Mon 4 Jun 2007ګړۍ 1:33 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ګرانې پښتو په اړه

جان محمد كاكړ، امريکا

 

د ګرانې پښتو په اړه

 

پــښتون يا پښتانه د يوه تاريخي قوم نوم دى، د دوى لوى او اهم ټاټوبى ګران افغانستان ، ملي او رسمي ژبه يې پښتو ده، پښتو او پښتونولي يو له بل سره تړلي او نه جلاكېدونكي دي، د ګران افغانستان په ګاونډ پاكستان كې هم ډېر پښتانه مېشت دي، خو پښتو د هغوى نه رسمي او نه ملي ژبه ده. ځكه دولتي ليكنې  يې په انګرېزي او تعليمي ښوونې يې په اردو او انګرېزي ژبودي، ملت يې په عامه توګه په اردو خبرې كوي، په پاكسان كې د پښتنو د اوسېدلو ټاټوبى په افغانستان پورې تړلې سرحدي منطقې دي، د پاكستان پښتانه هم د ګران افغانستان د پښتنو په څېر له خپلې ژبې سره مينه لري، خو له بده مرغه د پاكستان له پښتوسره انګليسي او اردو ګډه شوې ده، ځكه چې د دوى تعليمي ښوونې په اردو او انګليسي دي او د پښتو له زده كړې څخه بې برخې دي. له نېكه مرغه اوس د پاكستان په پښتنو كې د پښتونولۍ پر بنسټ  و پښتو ژبې ته د ودې احساس را پارېدلى دى  او هلته په قومي توګه ليكنې او مشاعرې كېږي، كه دغه ليكنې او مشاعرې د افغانستان په ډول په ملي سويه واى، ډېرې به ګټورې واى، كه څه هم د پاكستان په پېښور كې د پښتو اكيډمي شته، خو هغه هم د پښتون قوم په ملاتړ ژوندۍ ده. د ملت ملاتړ ورسره نه شته،  ځكه چې د پاكستان ملت پښتون نه دى، د دوى د پښتو كړنلاره د افغانستان د پښتو كړنلارې په پرتله خواره ده او د ګران افغانستان له خوږې پښتوسره سمون نه شي ميندلاى، ځكه چې د ګران افغانستان ملت، دولتي پښتوټولنه او مركزي دارالانشاء د خوږې پښتو او د هغې د كړنلارې ملابندوه.

كه څه هم په افغانستان كې د نورو ژبو په څېر هر ولايت، ښار يا منطقه ځان ته لهجه لري، خو د ښوونې او روزنې  وزارت په ټول هېواد كې د يوې خاصې پښتو ښوونه او روزنه كول، د پښتو ټولې خپرونې او ورځپاڼې په خاصه پښتو خپرېدې. د نن په څېرهېڅ  ځانګړي نه شواى كړاى، چې د پښتوټولنې له تصويب او د مركزى دارالانشاء له تصديق پرته، نه نوى نوم يا نوې كړنلاره په پښتو كې ورګډه كړي، ځكه چې هلته نظم و او د مسئوليت احساس كېده.

2

له بده مرغه  په ګران افغانستان كې د شوروي اتحاد له تېري راپه دېخوا چې د دولت علمي، ادبي، فرهنګي، اقصادي، نظامي چارې او نور هرڅه له ستونزو سره مخامخ شول.  د خلق او پرچم د حزبونو د ربړونو لمن وغوړېده، وژنې ډېرې شوې، كړاوونه له حد نه تېر شول، د وطن وړونه او خويندې يا شهيدان شول، يا يې ګاونډيو هېوادونو ته پناه يووړله.  ډېر پښتانه پاكستان ته لاړل هلته د پښتنو په خوا