تبليغاتX
هوسۍ كلتوري او ادبي مجله
د مخه ښې په توګه

 سرليكنه:

 

د مخه ښې په توګه

 

 

 

د خپرونې چلول، د زړه وينې خوړل

 

 

غرونه_ غرونه خوب په څاڅكى اوبو درومي

يــار زمـــا په سيند د اوښكو بيدار نــه شــو

پيل:

د هوسۍ مجلې د پرله پسې دوولسمې او وروستۍ ګڼې پښتيپه افغاني ټولنه كې د رښتيني او صادقانه خدمت معيار نه دى څرګند، د استاد الفت خبره ده ’موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو، خو باداران ډېر ښه پېژنو...‘البته موږ د دې فلسفې ژورو ته نه ځو او دا ادعا هم نه كوو چې ګواكې موږ كوم ستر خدمت كړى او بايده ده دا ټولنه راشي او زموږ د درناوي لپاره دوه لاسي سلام راته وكړي، بلكې دلته غواړو په دې ټولنه كې ځينو ترخو حقايقو ته كتنه وكړو، چې ډېرې لږې اشارې ورته شوې دي.

 په دې ټولنه كې يوه ستره بدمرغي دا ده كه ډېر صادقانه كار كوې، ډېرې خبرې درپسې كېږي، كه لږ كار كوې، لږې او كه هېڅ كار نه كوې، هېڅوك څه نه درپسې وايي. ستونزه په همدې كې ده چې زموږ ملي- كلتوري اشخاص كه د صادقانه كار او زيار لپاره ملاوې تړي، لومړى د خپل ډګر د ملګرو له لوري له ګڼو غبرګونونو سره مخ كېږي چې ځينې يې كار مثبت او ډېر نور يې منفي ګڼي.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:56 PM لېږونكى:هوسۍ |
كوكنار، افغانستان او د نړيوالو اقتصادي پلانونه

صالح محمد صالح

 

 

كوكنار، افغانستان او د نړيوالو اقتصادي پلانونه


”د کوکنارو کرنه- قاچاق او دودېدنه د افغانستان لپاره يو ستر ګواښ ګڼل كېږي، چې دغه هېواد ته يې په ملي او نړيواله كچه ګوزار وركړى دى“. دا خبره نن د هر چارواكي له خولې څخه اورو، چې نړيوال ملاتړ يې هم ورسره بدرګه كوي. له همدې كبله د نړۍ زيات هېوادونه په دې باور دي چ  ې افغانستان د نړۍ په كچه د مخدره توكو په توليد او قاچاق كې لومړى مقام لري.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:54 PM لېږونكى:هوسۍ |
د چين ټكنالوژي، ځان تېر ايستل

ژباړه: ن. م. كړاو

 

د چين ټكنالوژي، ځان تېر ايستل

 

تر دې مهاله پورې چينايان د يوه داسې اقتصاد په ترلاسه كولو پاتې راغلي، چې په يوې اعلى ټكنالوژۍ ولاړ وي

 


د چين د فضايي پوهنو پوهان، تر ډېرو كلونو وروسته بريالي شول چې د ۲۰۰۳م كال په اكتوبر كې د دغه هېواد لومړنى فضانورد فضا ته ولېږدوي. د سپوږمۍ سطحې ته د چينايانو كښته كېدلو، ټولو نړيوالو ته دا څرګنده كړه چې دا دولت غواړي ځان د ټكنالوژۍ د رقابت يوې نوې صحنې ته دننه كړي. په حقيقت كې د ګڼو ارزان بيه انجنيرانو شتوالي، د څېړنيزو پانګو ودې او پر بهرنيو سرچينو واكمنۍ د داسې موقعيت زمينه برابره كړې ده. 

 


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:54 PM لېږونكى:هوسۍ |
غوري ميزاييل

سيال لكڼخېل

غوري ميزاييل


د ۱۳۷۹ل كال د ژمي په پيل كې د خپلې يوې نژدې خپلوانې ليدو ته ورغلم، چې د كابل په درېيم مكروريان كې له خپلې يوې لوڼې او دوو زامنو سره استوګنه وه.هغې راڅخه وغوښتل چې د خپلې پلرګنۍ د ليدو لپاره د پاكستان سوات ته ورسره ملګرتيا وكړم. څرنګه چې هغې زما د ژوند په بېلابېلو پړاوونو كې كله چې زما- نه ترمخ څوك و، نه شا- ته د يوې مشرې خور په توګه لارښوونه كړې وه، نو ما انكار ونه شواى كولاى او د تګ ورځ مو وټاكله.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:53 PM لېږونكى:هوسۍ |
بنګالى اشرافزاده

ليكوال: رامين جهانبګلو

ژباړن: عبدالجبار ترنګ

 

 

بنګالي اشرافزاده

 

(رابيندراناټ ټاګور)

 

 

 (هغه ته به داسې ور ږغ شي: رابيندرا! _لمره!_ځكه په راتلونكي كې به دنيا روښانه كړي او د لمر په څېر به پر راوڅرخي.)

د شاعر پلار_دوندراناټ ټاګور


رابيندراناټ ټاګور د ۱۸۶۱م د مى مياشتې(د بنګالي كليزې له مخې د ۱۲۶۸م د بيساك ۲۵مه) پر شپږمه د كلكتې ښار د ټاګور كورنۍ په استوګنځي جوراشانو (Jorashanko) كې وزېږېد. ټاګور كورنۍ كه څه هم د برهمن په مشهور مذهب پورې تړلې او له كوساري (Kusari) اشراف زادوو څخه وه، خو په برهمنانو كې پيرالي(Pirali) وشمېرل شوه. يانې هغه كسان چې له مسلمانانو سره په نژدېكت لړل شوي وي. د يوه دوه سوه كلن روايت له مخې، د ټاګور كورنۍ غړو د يوې اړتيا له مخې غوښه خوړل پيل كړل او د مذهب د نورو پيروانو له خوا د نجسانو په څېر وشړل شول.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:52 PM لېږونكى:هوسۍ |
په نړۍ كې دوه سوه مليونه كارګر ماشومان

نيكي محجوب

ژباړن: سيد حبيب وقار

 

په نړۍ كې دوه سوه مليونه كارګر ماشومان

 


په نړۍ كې تر دوه سوو مليونو ډېر ماشومان كار كوي، چې ډېرى يې تر ۱۶كلنۍ وړې نجونې دي. د كار نړيوال سازمان يا ’ILO‘ د دې مطلب په څرګندولو سره اعلان وكړ، چې ۸۸دولتونه د ماشومانو د كار د كموالي ټولنې (IPEC) غړي دي، چې له دې شمېرې څخه ۷۵دولتونه له ’ILO‘ سازمان سره غړيتوب لري. د جګړو او نورو كړكېچونو له امله لږ تر لږه په لسو هېوادونو كې د كارګرو ماشومانو د ژوند حالت ډېر خراب دى.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:52 PM لېږونكى:هوسۍ |
ښاغلى ګل اغا شېرزى دې حتمي ولولي

محمد رفېع واكمن، ننګرهار

 

ښاغلى ګل اغا شېرزى دې حتمي ولولي

 

 


وايي چې د افغانستان  اسلامي جمهوريت جګپوړي چارواكي وخت نه لري چې ټلويزيون وګوري، ورځپاڼې او مجلې ولولي، خو زه دلته له دوى څخه دا غوښتنه كوم چې د خپلو ورځنيو چارو له بوختياوو سره- سره هڅه وكړئ چې ټلويزيون وګورئ، ورځپاڼې او مجلې ولولئ، ځكه چې همدغه خبري رسنۍ دي چې تاسې له هېواده او له هېواده بهر پر پېښو او جريانونو خبروي.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:51 PM لېږونكى:هوسۍ |
شهيد سردار محمد داود خان او د چنګاښ د ٢٦مې نېټې پاڅون

 

ژباړن: امير جان وحيد احمدزى

 

 

شهيد سردار محمد داود خان او د چنګاښ د ٢٦مې نېټې پاڅون

 

 د څرخي پله د زندان د بدو ورځو پېښې په دې ليكنه كې په كرونولوژيك او لنډ ډول نه دي راوړل شوي، بلكې يوازې هغه پېښې مې دلته راوړي چې زما پر روان يې ډېر ژور اغېز لرلى او چې زه ژوندى يم هغه به مې په ياد  وي.


د ۱۳۵۷ل كا ل د غويي تر اتمې وروسته له دوو اوونيوڅخه زيات په دفاع وزارت كې تر څارنې لاندې وم. د دفاع وزارت يو شمېر بنديان د غويې پر شپاړسمه نېټه په ډله ييزه توګه د كمونيسټانو له لوري ووژل شول. د غويي پر اتلسمه نېټه د ماښام تر ډوډۍ وروسته چې د ودانۍ لاندېنۍ يانې د زېرزميني كوټې ته ورګرځېدم.

 


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:50 PM لېږونكى:هوسۍ |
’سيد مخدوم رهين د قضاوت په تله کې‘ كتاب ته يوه كتنه

عبدالصمدروحاني

 

 

’سيد مخدوم رهين  د قضاوت په تله کې‘

کتاب ته يوه کتنه


’سيدومخدوم رهين دقضاوت په تله کې‘ دهغه کتاب نوم دى چې په دې نژدې وخت کي له چاپه راوتلى دى. د کتاب پښتي ژېړ رنګه ده دکتاب پرمخ باندې دمخدوم رهين انځورترسترګوکېږي چې په ډراماتيک ډول انځورشوى دى، د تلې يا ترازو پر بله تله د افغان ملت په نامه څو انځوريز شکلونه تر سترګوکېږي، د کتاب ټول مخونه ٥٥٢ دي،  د دې کتاب د مضامينو فهرست ٥٤٢دى، چې بېلابېلې ليکنې په کې راغلي، هغه هم په پښتو او دري ژبو، د کتاب ليکوال  افغان ولسپال ځوانان ښودل شوي دي او په دې کتاب کي ټوله هغه ليکنې راغلې دي، چې پــه بېلابېلو خپرونو کې چاپ شوي دي.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:50 PM لېږونكى:هوسۍ |
’اړيكي او تړونونه‘

’اړيكي او تړونونه‘

د هوسۍ په تېره ګڼه كې مو تر همدې سرليك لاندې د ځينو ليكوالو او فرهنګپالو د ګرځنده ټليفونونو شمېرې خپرې كړې، چې اكثرو اديبانو او فرهنګيالو دا هڅه وستايله او هيله يې لرله چې په دې برخه كې دې نور كار هم وشي، دا دى اوس د هوسۍ په دې ګڼه كې د پاته نورو ليكوالو د ګرځنده ټليفون شمېرې او ورسره د برېښناليك پتې هم خپروو، هيله ده دا هڅه هم ګټوره ثابته شي.

په درناوي

اداره

 


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:47 PM لېږونكى:هوسۍ |
بېوزلي او په نړيوال اقتصاد كې ناانډولي

ليكوال: ميش ډي ټېش

ژباړن: محمد قاهر وردګ

 

بېوزلي او په نړيوال اقتصاد كې ناانډولي

 

نن پانګوالي (كاپيټليزم) د نړۍ په اقتصادي ډګر كې يو بې سياله نظام دى، د دې نظام منځته راوړونكي په خپلو بېسارو تبليغاتو سره غواړي وښيي چې دا نظام د نړۍ لپاره يوازېنى غوره او د منلو وړ دى او ډېر لږ خلك دا جرئت كوي چې ووايي دا نظام په خپل جوړښت كې ډېرې نيمګړتياوې هم لري او د بشر لپاره يې ښېګڼې په هغه كچه نه دي، لكه چې د دې نظام پلويان يې بيانوي.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:45 PM لېږونكى:هوسۍ |
د تورو او خبرو اغېز

ژباړه: غلام سخي نوريوال، كندهار

 

د تورو او خبرو اغېز

 

پوهېږم ډېر به په غوسه ياست، ښايي حق له تاسو سره ووي، كېدى شي ستاسو قهر پرځاى وي. پوهېږم د اور يوه ټوټه درڅخه جوړه شوې ده، ارام نه لرئ، هرڅومره چې د موضوع په باب فكر كوئ، هغومره نور قهرجن كېږئ، زړه مو غواړي چې ځمكه او اسمان ټوټې- ټوټې كړئ، غواړئ چې نارې ووهئ او ګرېوان وشكوئ...

پوهېږم چې ډېر صبر مو كړى، ډېر مو له زغم څخه كار اخيستى، پر خپلو شونډو مو غاښونه ټينګ كړي، ځكه چې مقابل لوري ډېر بد شور او ځوږ جوړ كړى دى، ستاسو نوره چاړه هډوكي ته رسېدلې، اوس نو غواړئ خپله چوپتيا ماته كړئ او هرڅه چې په خوله درځي مقابل لوري ته يې ووايئ.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:40 PM لېږونكى:هوسۍ |
شيطان په پرېوتو كې

ژباړه: نذير احمد سهار، كابل

 

شيطان په پرېوتو كې

 

لسم څپركى


خو مينو د مهبد د مېرمنې له مړي دومره وېرېدلې وه، چې حواس يې له لاسه وركړي وو. پر ځان نه پوهېده، ژبه يې بنده- بنده كېده. رنګ يې ژېړ اوښتى و او زړه يې په دومره شدت درزېده ته وا د سينې له قفس څخه الوت غواړي، نوشين همداسې زارۍ كولې:

مينو، مينو، دلته زموږ پاتېدل نه دي ښه، راځه وتښتو... ځنډ مه كوه.. مينو يوځل ژړا پيل كړه. له غم او د ملګري له مرګه يې نه ژړل، بلكې له وېرې او بېرحمۍ څخه يې ژړل.

د غريو او ژړا په حال كې يې وويل:


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:39 PM لېږونكى:هوسۍ |
د ډيورنډ كرښه او د پاكستان ليوني خوبونه

غلام جيلاني ځواك

د ډيورنډ كرښه او د پاكستان ليوني خوبونه


د ډيورنډ كرښې تل د افغانستان اوپاكستان په اړيكو كې بنسټيز رول درلودلى دى، د كرښې دواړو خواوو افغانانو له هماغه پيله داكرښه منلې نه ده، د اميرعبدالرحمن په وخت كې كله چې دې كرغېړنې كرښې افغانستان په دوو برخو ووېشه تر كرښې هاخوا افغانانو د انګليسي استعمار په وړاندې خپلو مبارزو ته ادامه وركړه، يوازې د مومندو په سيمه كې د انګليسانو او افغانانو ترمنځ تر سلو زياتي نښتې وشوې، په وزيرستان كې د ايپي فقيرصاحب هم د جهاد بيرغ پورته كړى و او انګليسانو ته يې زښت زيات تاوانونه واړول.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:39 PM لېږونكى:هوسۍ |
كانټ

ليكنه: هنري توماس او دانالي توماس

ژباؤه: نصير احمد احمدي، كابل

كانټ

 

هغه كړوپ (ګوربى) چې پاچا ته يې ماتې وركړه

 

(۱۸۰۴_۱۷۲۴)

كانټ په يوه له شور او ځوږه ډك پېر (عصر) كې ژوند كاوه. اووه كلنې جګړې، د فرانسې لوى انقلاب او د ناپليون لېونۍ كړنلارې د هغه په ژوند كې پېښې شوې دي.

كانټ له دې توپانونو څخه خوندي راووت او ويل يې: ”زه دومره كوچنى او ناڅيزه يم، چې تېز بادونه د دې پرځاى چې ما ته زيان راواړوي، تر څنګ مې تېرېږي“.


بشپړ مطلب
نېټه Thu 5 Jul 2007ګړۍ 5:37 PM لېږونكى:هوسۍ |
لړليک
دپاڼي رنګ:
هوسۍ يوه خپلواکه مجله ده چې په هېڅ کوم ګوند ، موسسې او يا بل داخلي او بهرني سازمان پورې مربوطه نه ده، يوازې او يوازې د ګران هېواد د ارزښتونو ساتنه كوي.

هوسۍ ستاسو علمي،څېړنيزو مقالو ، پېشنهادو ، نيوکو او خواږو ليکو ته سترګي په لار ده ، هوسۍ د تل په څير ستاسي مادي او معنوي مرستي بېله شرطه مني

که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 0093708198458
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
بايد يادونه وشي چې دا مهال دا مجله د اقتصادي ستونزو له کبله نه چاپېږي

که زموږ سره خپلې فرهنګي اړيکې ټينګې وساتئ

اداره به مو منندويه وي.

په درنښت او ملي ولولو سره



د هوسۍ اداره

لومړۍ پاڼه
برېښناليک
زېرمتون

وروستۍ ليكنې


6/22/2007 - 7/22/2007
5/22/2007 - 6/21/2007
12/22/1999 - 1/20/2000

د هوسۍ مجلې ټولګڼې (كلكسيون)


لومړۍ ګڼه (تله- لړم)،۱۳۸۲
دويمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى) ۱۳۸۲
درېيمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۲
څلورمه ګڼه(ورى- غويى)۱۳۸۳
پنځمه ګڼه(غبرګولى- چنګاښ)۱۳۸۳
شپږمه ګڼه (زمرى- وږى)۱۳۸۳
اوومه ګڼه(تله-لړم)۱۳۸۳
اتمه ګڼه(ليندۍ-مرغومى)۱۳۸۳
نهمه ګڼه(سلواغه- كب)۱۳۸۳
لسمه ګڼه(ورى-غويى)۱۳۸۴
يوولسمه ګڼه(غبرګولى-چنګاښ)۱۳۸۴
دوولسمه ګڼه(زمرى-وږى)۱۳۸۴

پيوندونه


دغالب جوړونکى
..:: د انټرنټ زده كړه ::..
..:: كښته كول ::..
..:: تړلې برخه ::..
..:: د بلاګفا اړوند نور جوړښتونه ::..

كتونكي


د ټولو كتوتكو شمېر:
دا مهال زموږ كتونكي:
 RSS 

دغالب جوړوونکى


          د افغانستان نوى ملى سرود

    دا وطن افغانستان دی 
    دا عزت دهر افغان دی

     کور د سولې کور د تورې
     هر بچی یی قهرمان دی

     دا وطن د ټولو کور دی 
     د بلوڅو د ازبکو

    د پښتون او هزاره وو
    د ترکمنو د تاجکو

   ورسره عرب ٬ ګوجر دي
   پامیریان ٬ نورستانيان

   براهوی دي ٬ قزلباش دي
   هم ایماق٬ هم پشه ییان

   دا هیواد به تل ځلېږي 
   لکه لمر په شنه اسمان
 
   په سینه کی د اسیا به 
   لکه زړه وي جاویدان

   نوم د حق مو دی رهبر

   وایو الله اکبر وایو الله اکبر

BLOGFA.COM
This Template Designed By kiyansoft
© د نوم ښوولو په صورت كې د هوسۍ مجلې له ليكنو څخه استفاده كولاى شئ،اداره .